url
stringlengths
31
783
title
stringlengths
1
140
text
stringlengths
20
223k
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%85%D9%8A%D8%B1%20%D8%B4%DB%90%D8%B1%20%D8%B9%D9%84%D9%8A%20%D8%AE%D8%A7%D9%86
امير شېر علي خان
امیر شیر علی خان ۱۸۲۵ زېږديز کال - د ۱۸۷۹ ز کال د فبروري ۲۱، مزارشريف د ۱۸۶۳ زېږديز کال نه تر ۱۸۶۶ زېږيز کال پورې او بيا د ۱۸۶۸ زېږيز کال نه تر خپلې مړينې پورې د افغانستان امير وو. هغه د امير دوست محمد خان، د بارکزيو د بنسټگر، درېيم زوی وو. مخينه امير شېر علي خان که څه هم د امير دوست محمد خان درېيم زوی وو، خو امير دوست محمد خان تر خپلې مړينې دمخه دا وصيت کړی وو چې د هغه تر مړينې وروسته بايد امير شېر علي خان د هغه ځایناستی شي. هغه وو چې د امير دوست محمد خان تر مړينې وروسته هغه د افغانستان امير شو، خو ډېر ژر بيا د هغه د مشر ورور امير محمد افضل خان له خوا د پاچاهۍ له پلاز څخه گوښه کړای شو. د نوي تمدن پېر کله چې امير شېر علي خان دويم ځل د افغانستان امير شو ۱۸۶۸ـ ۱۸۷۸ زېږدي کلونه په هېواد کې د نوي تمدن پير پيل شو. په دغه پیر کې چاپخونه هېواد ته راوړل شوه او په کار ېې پيل وکړ. د لومړي ځل لپاره د شمس النهار اخبار خپور شو. د پوستي ډاگ غونډال فعال شو او د پوست ټکټونه چاپ شول. همدا رنگه عصري لښکر يا پوځ جوړ شو چې ټولې پوځي اړتياوې ېې پوره کولې. په همدې پير کې لومړي ځل کابينه جوړه شوه؛ د بېلا بېلو چارو لپاره د کار وېش او وزارتخونې جوړې او منځ ته راغلې؛ د چارو د ښه والي او ښې سمبالتيا لپاره د مسلکي کدرونو د روزلو لپاره يو پوځي او يو ملکي ښوونځی پرانيستل شو. د امير شیر علي خان کورنی سياست د امير شیر علي خان بهرنی سياست انځورتون سرچینې افغانستان د افغانستان پاچايان پښتانه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%20%D8%AF%20%D9%BE%D9%86%DA%81%D9%87%20%D8%B2%D8%B1%D9%87%20%DA%A9%D9%84%D9%86%20%D8%AA%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D8%AE%20%D8%B3%D8%B1%D9%84%D9%8A%DA%A9%20%28%20%D9%85%D9%86%DA%89%D9%8A%DA%AF%DA%A9%20%29
د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ سرليک ( منډيگک )
په زياتو رسمي او ولسي غونډو کي د خبرود پيل وياړلې لومړۍ جمله غالبا د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ يادونه ده . په هر ناستون ، ميلمستون او يا د زدکړي په ټولگيو کي د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ په وياړ يادونه کيږي . دا سر ليک د کومه راپيدا شوېدۍ ؟ په رښتيا هم افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري ؟ او کوم اسناد او شواهد د دې سرليک د تايېد او تبيت لپاره شته ؟ په دې ليکنه کې نوموړو پوښتونو ته په لنډه توگه جواب ليکل شوېدۍ. د هغو څيړنو پر بنسټ چي د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي تر سره شوي ، د دي هيواد د لرغونې تاريخ جرړی يې ډيري وړاندي او پخوانۍ ښودلې دي . لويس دوپرې امريکايې څيړونکې د غزنی په ناور دښت کي څيړني او سپړني تر سره کړې چي په نتيجه کي يي داسي ډبريني وسلي او الات تر لاسه کړل چي د انساني ټولنو له خوا کارول شوې وه ، د دې اثارو تقريبي تاريخ د يو سل او پنځوس زره کاله څخه تر سل زره کاله پخوانۍ زمانې ښودل سوېدۍ په اق کپروک ، هزارسم ،قره کمر او يو شمير نورو لرغونو سيمو کي داسې نښانې او اثار تر لاسه شوې چي لر غونتوب يې د څلويښت زره کاله څخه بيا تر پنځه ويشت زره کاله پوري پخوانيو زمانو ته رسيږي ، په بدخشان کي امريکايې لرغونپوه کارلتون س کاون تر مشرۍ لاندي د کور درې په نوم يوه لرغونې مغاره وسپړل شوه چی د لرغونو انسانانو د فوسيلونو تر څنگ داسې وسايل او الات هم په لاس راغلل چي دټولنيز ژوندانه تر څنک يې د هغه ټولنو معتقيدات او دينې کړه وړه هم برملا کړل . چي تاريخ يې تر ميبلاد اته زره کاله پخوا زمانو ته رسيږي . هغه سند چي د افغانستان پنځه زره کلن روښانه تاريخ ويناثابته وې ، د کند هار ښار شمال لويديځ لورې ته پرته يوه لر غونې غونډۍ ده چي د منډيگک په نوم ياديږي د ا لرغونې غونډۍ د فرانسوي لر غونپوهانو له خوا چي مشري يې د مسيو کزل په غاړه وه د ميلاديکال څخه بيا تر ميلادي کال پوري وسپړل شوه . د دي لر غونې غونډۍ د په لاس را غلو اثارو څخه په ډاگه شوه چي د منډيگک د سيمي پخوانيو اوسيدونکو خپل کلتور د مدنيت لوړو پوړيو ته رسولې وو . په دې سيمه کي د کرهڼي منظم سيستم ، ديوه ټاکلې جمعيت يو ځای اوسيدل ، د مسي او برونجي وسا يلو څخه کار اخستنه او د لومړنيو مدنيتونو داسي نوري نښانې تر لاسه شوې چي چي لر غونتوب يې د دري زره پنځه سوه څخه بيا تر دري زره کاله پخوا تر ميلاد کالونه ټاکل شويدي . د منډيگک له سيمي څخه څوارلس کلتوري طبقې چي هريوه يې د يوې اوږدې کلتوري دورې استازيتوب کوي ، سپړل شوې او څيړل شوي دي . د فرانسوي لرغونپوهانو هيئت ډا فا چي مشري يې کزل کوله د منډيگک د لاندنۍ کلتوري طبقې څخه د نوي ډبري دوري يا نيولتيک او د ميسوډبري دوري يا اينيو ليتيک پوري اړوند وسايل او اثار تر لاسه کړل . په دې وسايلو کي د کرهڼيزو چارو وسايل ، د اوبدلو وسايل ، د ښځو په ډول جوړي شوې ډبريني مجسمې ،د اوزانو په ډول کاڼي ، د غلو دانو علايم ،خاورين لوښي چي د څرخ په وسيله جوړشوې وه ، د ميسو څخه جوړي شوې زينتي گاڼې او پسولونه او يو زيات شمير داسي اثارچي د پر مختللې کلتور او لومړنې مدنيت ښکارندوي کوي کشف او تر لاسه شوې دي . درې زره کاله پخوا تر ميلاد په منډيگک کي داسي ودانۍ او ابادۍ جوړي سوي چي اثار او پاته شونې يې تر اوسه په سترگو کيږي . د دي لرغوني غونډۍ په لويديځه برخه کي يوه داسي ودانۍ د لرغونپوهاتو له خوا را څرگنده شول چي د ودانۍ په وړاندنې ځاې کي د لويو ستونونو څخه جوړ شوې لوې حال يې درلود چي د دي ودانۍ د برم او جلال ښکارندويي کوي . لر غونپوهان په دي باور دي چې نوموړې ودانۍ د منډيگک د واکمنانو د اوسيدو ځاې او ادارې مرکز وو .د ودانۍ په دننه کي داسي ننوتی او راوتی برخې څرگندي شوې چي د ودانيزو چارو د انجنرانو په عقيده نوموړې ځايونه د ودانۍ د ښکلا او ښايست په نيت جوړشوې دي . د دې تر څنگ د منډيگک د ودانيو پر شا او خوا د يوه داسي لوړ ديوال يا حصار نښانې هم څرگندي شوې چي د ښار څخه د دفاع په وخت کي به ورڅخه کار اخستل شوې وې . د منډيگک د لر غونې غونډۍ څخه څوارلس کلتوري طبقې په لاس راغلی چي هره يوه يې د يوه بيل پير او بيل پر مختيايې حالت ښکارندويې کوي ، چي په دي لنډه مقاله کي د ټولو لاسته راوړنو يادونه ممکن کار نه دۍ ، خو د ا اړينه ده څو و ويل شې چي د منډيگک دتمدن بر خه ليک څه شو ؟ دې پوښتني ته ځواب ستونزمن بريښي خو د لرغونپوهانو تلاښ او هڅو څه ناڅه د حل لاره په ډاگه کړې ، ولې بايد څرگنده شې چي لا تر اوسه د لر غونپوهانو تر منځ يوه پريکړې پايله نه ده تر لاسه شوې ، هغه څه چي څرگند دي هغه د څيړنکو تر منخ د دوو بنسټيزو عواملو يادونه ده . يو شمير لرغونپوهان په دي باور دي چي د منډيگک اوسيدونکو د يوه پراخ يرغل په نتيجه کي د خپلې سيمي دفاع ونه شوه کړاې چي پايله يې د منډيگک ښار تخليه کيدل وه او نوو ير غل کونکو د منډيگک د اوسيدونکو ټاټوبي وسوځول او په پاي کي يوه پريښودل شوې سيمه وگرځيدل . دا ډله لرغونپوهان د دې وينا د ثبوت او ثقم لپاره د منځنۍ اسيا هغو ټوليزو او جگړه ايزو خوځښتونو ته پام اړوي چي د کاله پخوا څخه تر کاله پخوا تر ميلاد په سيمه کي جاري وه . يو شمير پوهان په دې باور دي چي د منډيگک پخواني ميشتو ټولنو د يوه طبعي نادود له امله د خپلو سيمي پريښودلو ته اړ شويدې ، دا شمير څيړونکي پر هغو څيړنو تکيه کوې چي د هلمند دسيند په اړه د جيولوجستانو له لوري تر سره شويدې . د جيولوجستانو له نظره د هلمند سيند د يخچالې سيندونو په لړ کي شميرل کيږي . او د يخچالې سيندونو يوه مميېزه داده چي د زمانې په تيريدو سره خپل بستر او د بهيدو ځای کښته کوي او له ځان سره وړي . په دي تر تيب دري زره کاله څخه تر کاله وړاندي تر ميلاد د هلمند سيند بستر کښته شوی او نور د منډيگک اوسيدونکو دا توان نه درلود چي د خپلې ابادۍ لپاره د کښت او کرهڼې اړتياوې د هلمند سيند څخه پوره کړې . د دي شمير پوهانو په اند همدا عامل وو چي د منډيگک سيمه پريښودل شوه . په هر صورت د منډيگک له لرغوني سيمي څخه په لاس راغلې اثار چي د بيلا بيلو کورنيو او بهرنيو پوهانو او څيړونکو په وسيله مطالعه شوې ، دايې څر گنده کړې چي د افغانستان لومړنۍ څرگند مدنيت له منډيگک څخه پيل کيږي ، چي زموږ د گران هيواد د لرغونې تاريخ د لومړي باب سر ليک گڼل کيږي . د منډيگک څخه په لاس راعلې اثار په پرله پسي توگه د افغانستان ملې موزيم ته د رسمې پرو تو کولونو په بڼه ورکول کيدل چی له بده مرغه د افغانستان د نورو وياړنو تر څنگ د ملې موزيم څخه د منډيگک لرغونې اثار چي زموږ د هيواد د پنځه زره گلن تاربخ شاهيدان وه په لمريز کال د خپل مينځې جگړو په ترځ کي په داسي بيشرمۍ لوټ او تالان شول چي د لومړۍ سقاوۍ غلو خپل گوته په غاښ ونيول . د افغانستان پېښليک
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AD%D9%81%D9%8A%D8%B8%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D8%A7%D9%85%D9%8A%D9%86
حفيظ الله امين
حفيظ الله امين ۱۳۰۸ ل - ۱۳۵۸ هجري لمريز کال د مرغومي ۶، ١ د اگست ، کال ١٩٢٩ - ٢٧ ډېسمبر ۱۹۷۹ په انگرېزي: د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د قاضي خېلو په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړی تر نور محمد تره کي وروسته د افغانستان په کچه درېيم هېوادمشر ، د مارکسيسېزم-لېنينېزم تيورۍ پلوی او د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت دويم مشر پاتې شوی. داسې ويل کېږي چې حفيظ الله امين د امريکا پلوی وو او تر مړينې وروسته بيا روسانو او د ده نورو مخالفو ډلو غړو دی د سي ای اې د جاسوس په تور هم ياد کړی. اړینه ده وویل شي ، چې له امریکا او له سي ای اې سره د حفیظ الله امین د پټو اړېکو په اړه کوم اسناد شتون نه لري او داسې احساسیږي ، چې دا خبره د ده د سیاسي مخالف لوري، په تېره بیا په لومړي سر کې د ستمي او بيا پرچمي کړيو غړي ببرک کارمل لپاره یوه داسې پلمه وه چې شورویان د ده له منځه وړلو ته نور هم راولمسوي . د حفيظ الله امين د حکومت په ١٠٤ ورځنۍ موده کې، پرته د يوې ناکام پوځي بغاوت او بلوا څخه بل کوم داسې سرغړونه او د ده په وړاندې ولاړېدنه نه ده تر سترگو شوې. مخينه زده کړې او دندې حفيظ الله امين د حبيب الله زوی د ۱۳۰۸ لمريز لېږدېز کال د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د قاضي خېلو د کلي په يوه روښانده کورنۍ کې زېږېدلی او د يوه دولتي مامور زوی وو. امين لا کوشنی وو، چې پلار يې په حق ورسېد . د ده پلار د خپل ټول ماموریت پر مهال تر ۷ رتبې پورته نه وو تللی . حفيظ الله امين د پلار تر مړينې وروسته د خپل مشر ورور عبدالله، چې هغه مهال د يوه لومړني ښوونځي ښوونکی وو، تر پالنې او روزنې لاندې ونيول شو . ده خپلې لومړنۍ زده کړې د پغمان په لومړني ښوونځي کې پای ته ورسولې . منځنۍ زده کړې يې د کابل په دارالمعلمين کې ترسره کړې . تر دې وروسته يې د کابل پوهنتون د شمېر پوهنې او پنځپوهنې رياضي او فيزيک په څانگو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او بيا يې بری ليک ترلاسه کړ . د ساينس پوهنځي تر پای ته رسولو وروسته يې لومړی د کابل په دارالمعلمين کې د ښوونکی په توگه، بيا وروسته د ابن سینا لېسې د مدير مرستيال په توگه او ورپسې د ابن سينا ليسې د مدير په توگه دندې ترسره کړې . پر ۱۳۳۶ لمريز ١٩٥٧ ز کال د ښوونې او روزنې د ادارې په څانگه کې د لوړو زده کړو لپاره د امريکا متحدو ايالتونو ته واستول شو . هلته کولمبيا پوهنتون کې د روزنپوهنې په زده کړو بوخت شو . د زده کړو د بشپړېدو په پایله کې يې د ماسټرۍ پوهنيزه درجه واخيسته او هېواد ته راستون شو . هېواد ته تر راستنېدو وروسته د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د پوهنيارۍ په پوهنیزې درجې سره د استاد په توگه په کار وگومارل شو . تر دې وروسته يو ځل بيا د ابن سينا لېسې د مدير په توگه او ورپسې د کابل د دارالمعلمين د مدير په توگه دنده ترسره کړه . دا مهال يې له نور محمد تره کي سره اړيکي ټینگ شول . امين په دارالمعلمين کې تر څه مودې دندې سرته رسولو وروسته د ښوونې او روزنې وزارت کې د ښوونکي د روزنې د نوي جوړ شوي مديريت پر دنده وگومارل شو . پر ۱۳۴۱ ل ١٩٦٢ ز کال په کانکور ازموينه کې تر بري وروسته د دوکتورا د اخيستو په نيت يو ځل بيا امريکا ته ولاړ . دی پر ۱۳۴۲ لمريز کال په امريکا کې د افغان زده کړيالو په کالنۍ غونډه کې د افغان زده کړيالو د ټولنې د مشر په توگه وټاکل شو . دا ځل دی له هېواد څخه د باندې د افغانستان د زده کړيالو په ټولنه کې د لومړی ځل لپاره په سياست کې ننوت او په سياسي کارندتياوو يې پيل وکړ. د زده کړې په وختونو کې چې کله نوموړی د لنډمهال لپاره د کولمبيا پوهنتون په انگړ کې د زده کوونکيو نړۍ کې اوسېده، دا هماغه مهال وو چې حفيظ الله امين د مارکسيزم سره لېوالتیا ومونده، که څه هم چې د شپېتو لسيزه د گډوډۍ لسيزه وه چې هر څوک د سياست په ډگر کې نه پرېښودل کېدل، خو د کولمبيا پوهنتون له پلوه کوم داسې خنډ نه وو. حفيظ الله امين پر ۱۳۴۴ لمريز ١٩٦٥ ز کال پرته د دوکتورا له اخيستلو بېرته خپل هېواد ته راستون شو، له نور محمد تره کي سره تړاو ټینگ کړ او د گوند په سپارښتنه يې د پارالمان په ۱۲ دوره کې ولسي جرگې ته له پغمان ولسوالۍ څخه ځان د وکيل په توگه نوماند کړ، خو پاتې راغی . تر دې وروسته يې په رابعه بلخي لېسه کې يو کال د ښوونکی په توگه او بيا ورپسې يې درې کاله په ابتدايي تدريساتو رياست کې دنده ترسره کړه . نوموړی ډېر ژر د افغانستان د خلک دیموکراتیک گوند غړی شو، او د همدغه گوند يو ډېر وتلی لوړ پوړی مارکسيست خلقی شو. حفيظ الله امين دافغانستان پارالمان ته د ټاکنو په ۱۳ دوره کې ځان ولسي جرگې ته نوماند کړ او هغه مهال د پغمان ولسوالۍ د خلکو د استازي په توگه په ټاکنو کې بريالی شو او ۴ کاله د پغمان ولسوالۍ د وکيل په توگه پاتې شو . نوموړی پر ۱۳۵۲ ل کال په افغان وسله وال پوځ کې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د پازوال په توگه ددغه گوند په گټه تبليغ او ترويج زيات او لا کارنده کړ، چې وروسته يې د ۱۳۵۷ ل کال د غويي د مياشتې پر ۷ نېټه د هېوادمشر محمد داود پرضد او د هغه د واکمنۍ د راپرزولو په خاطر په وسله وال پاڅون کې ډېره مرسته ورسره وکړه . د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي د ۷ نېټې پاڅون د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي پر ۶ سردار محمد داود نور محمد تره کی او د افغانستان د خلق دموکراتیک گوند يو شمېر نور جگپوړي غړي ونيول او بنديان يې کړل . پر دې بله ورځ يانې د غويي پر ۷ حفيظ الله امين پر هېوادمشر سردار محمد داود باندې د کودتا مشري پر خپله غاړه واخيسته او د پوځ ځینو پوځي ټولگيو ارگ کلابند کړ . د سردار محمد داود خان د مړينې نه وروسته نو بيا د خلق ډيموکراټيک گوند د افغانستان واکمن گوند شو او په همدې توگه نور محمد ترکی چې په هغه وخت کې د گوند مشر وه، ولسمشر وټاکل شو او حفيظ الله امين او ببرک کارمل د ولسمشر د لومړي وزير مرستيالان شول. په همدغه وختونو کې په هېواد کې د مارکسيستي او لېنېني اصلاحاتو د پلی کولو په غبرگون کې ډېر خلک ددوی مخې ته ودرېدل او د خلکو لخوا گڼ شمېر بلواگانې وشوې. د ١٩٧٩ کال په فبروري مياشت کې د متحده آيالاتو سفير آډولف ډبس په کابل کې ووژل شو او په همدې توگه د خلق گوند په پرچم گوند باندې برلاسي موندلې وه. کارمل چې د پرچم گوند غړی وه نو د افغانستان نه دباندې اروپا ته ولېږل شو. د ١٩٧٩ کال د مارچ د مياشتې تر پای پورې حفيظ الله امين ښکاره کنټرول يې تر لاسه کړی وه چې بيا د ترکي لخوا د لومړي وزير دنده ورکړل شوه خو ترکی لا تر اوسه پورې خپله دنده درلوده. په هېواد کې گډوډۍ همداسې روانې وې او همدغه نوي رژيم د روسيې مرستو ته اړ وه. دا د ترکي او د ليونېد برېژنف تر مېنځ د ليده کاته وه چې د حفيظ الله امين د گوښه کېدو پرېکړه وشوه. د ترکي وژنه وروسته له دې چې نور محمد ترکی بېرته کابل ته راستون شو نو د حفيظ الله امين نه يې وغوښتل چې د هغه سره وگوري. د حفيظ الله امين شرط دا وه چې که چېرته د روسيې سفير الېکساندر پوزانوف د ده د ژوند ضمانت وکړي نو دی به د ترکي سره به وگوري. دا ضمانت هغه ته ورکړ شوی وه خو د ايماندارۍ له مخې نه وه ورکړ شوی. کله چې حفيظ الله امين د خلکو ماڼۍ ته راغی نو په دغه وخت کې ډزې وشوې. امين جوړ روغ د دې ځای نه په تېښته بريالی شو، بيا لږه شېبه وروسته حفيظ الله امين د خپلو پلويانو سره ماڼۍ ته راستون شو او د ماڼۍ يو ساتندوی ته يې امر وکړ چې ترکی بندي کړي. په ۱۴ د سېپټمبر ١٩٧٩ کال کې امين د حکومت واک په خپل لاس کې ونيوه. يو څو ورځې وروسته د حفيظ الله امين حکومت داسې اعلان وکړ چې ترکی د يوې ناجوتې ناروغۍ له امله مړ شو. د افغانستان د جمهوريت ولسمشر سېپتمبر ١٩٧٩ ډېسمبر ١٩٧٩ د روسانو يرغل د روسانو له خوا د حفيظ الله امين وژل کېدل د دسمبر میاشتې په ۲۲ مه، روسۍ سلاکارانو افغان وسله والو ځواکونو ته مشوره ورکړه ترڅو د تانکونو او نورو مهمو تجهیزاتو څخه د ساتنې لپاره لاس په کار شي. په همدې حال کې، له کابل څخه د باندې سیمو ته مخابراتي اړیکې د شلیدو په حال کې وې او په دې توگه د پلازمینې مخابراتي اړیکې د هیواد له نورو سیمو سره پرې شوې. ددې حالت په لیدو، امین د ولسمشری دفتر د تاج بیگ ماڼۍ ته ولیږدوه او په دې فکر کې وو چې دا ځای به د نیواک په وخت کې په اسانی سره وساتل شي. پنځه ورځې وروسته د دسمبر په ۲۷ مه، د شوروي اتحاد د استخباراتي ادارې د ځانگړو ځواکونو د چې د افغاني سرتیرو جامې یې اغوستې وې، په کابل کې د ولسمشرۍ په مانۍ باندې برید وکړ او د لږ تلفاتو په زغمولو سره یې ولسمشر حفیظ الله امین او د هغه ۲۰۰ ساتونکي ووژل. پر همدغه ورځ يې په تاج بېک ماڼۍ کې حفيظ الله امين او د ده جگپوړيو چارواکو ته په خواړو کې زهر ورکړل . ددې ترڅنگ د شوروي ځانگړو ځواکونو د کابل د تیلي کمونیکیشن یا مخابراتو مرکز په چاودنه کې له منځه یووړ او په دې توگه د افغانستان وسله وال ځواکونه فلج شول او تر هغه جوخت د ماښام په ۷:۰۰ بجو کې یې د کورنیو چارو وزارت هم ونیوه. په ترمز کې د شوروي پوځي قومانداني د امین تر نیول کیدو پورې انتظار ونه ایست او سمدلاسه یې د کابل رادیو له لارې د ببرک کارمل یو غږیز پیام چې له وړاندې ثبت شوی وو او په هغه کې ویل شوي وو چې افغانستان نور د امین له واکمنۍ څخه خلاص شوی دی، خپور کړ. د شوروي د کمونست گوند سیاسي بیرو وویل چې هغو دا کار یوازې ددې لپاره ترسره کړ ترڅو د افغانستان او شوروي ترمنځ د ۱۹۷۸ کال هغې معاهدې ته چې د ولسمشر تره کي له خوا د دوستۍ د معاهدې، همکارۍ او ښه گاوندیتوب په موخه لاسلیک شوی وو، خپله وفاداري په ډاگه کړي. د شورویانو له قوله د حفیظ الله امین وژل کیدل د افغانستان د انقلابي شورا پریکړه وه. شورویانو وروسته ببرک کارمل چې تر دې وړاندې له چکوسلواکيا څخه شوروي اتحاد ته تللی وو، په مسکو کې اوسېده او بيا تر کودتاه څه موده مخکې شورویانو د بگرام هوايي ډگر ته له ځان سره بېولی او هلته يې له ځینو نورو جگپوړيو گونديانو سره پټ ساتلی وو، د افغانستان د هېوادمشر په توگه د کابل پر پلاز کېناوه . د سي آی اې د جاسوسۍ تور د لومړي ځل لپاره د روسيې حکومت او رسنيو په حفيظ الله امين د سي آی اې د جاسوس تور ولگاوه، دا يو داسې تور و چې په امريکا او په نوره نړۍ کې ېې شک سره ورته کتل . ددغې ادعا په وړاندې يو بل قوي دليل دا و چې حفيظ الله امين تل په خپلو رسمي غونډو کې او نورو ځايونو کې د روسيې د سوسياليستي هېواد سره دوستانه اړيکې څرگندولې . او بيا وروسته د هغه د مړينې څخه او د هغه د دوه ځامنو د مړينې څخه، د حفيظ الله امين د ښځې له قوله داسې ويل کېدل چې هغې غوښتل خپل د بچيانو سره د روسيې پخواني هېواد ته ولاړه شي، ځکه چې د هغې خاوند تر پايه پوې د روسيې اتحاد ته وفاداره و . باندنۍ تړنې نورې لوستنې : - . - --- حفيظ الله امين حفيظ الله امين حفيظ الله امين حفيظ الله امين حفيظ الله امين حفيظ الله امين افغان کميونيسټي واکمنان افغان کمونيستان د افغانستان د خلق د ډيموکراټيک گوند سياستوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D9%88%D8%B1%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%AA%D8%B1%DA%A9%DB%8C
نور محمد ترکی
نور محمد تره کی په ۱۹۱۷ زېږديز کال کې نړۍ ته راغلی، د مړينې نېټه: د ۱۹۷۹ د اکتوبر ۸، نوموړی يو افغان سياستوال او د خلق ډموکراتيک ګوند د مشرانو څخه وو، چې د سردار محمد داود خان د حکومت وروسته د افغانستان جمهور رئیس شو. نورمحمد تره کی په ۱۹۷۹ کال کې د حفیظ الله امین د پلويانو له خوا په ولسمشریزې ماڼۍ کې د بالښت په وسيله خپه شو او ووژل شو، چې په دې توګه حفیظ الله امین واک ته ور سېد. تره کی يو پښتوپال او قومپالونکی پښتون وو، ټبر يې غلجی او په پښتنو کې بيا د تره کي ټبر اړوند وو. نوموړی د نظر محمد زوی وو؛ تره کی د نظر محمد په درېيو اولادونو کې ترټولو مشر اولاد وو. نور محمد تره کي واده کړی وو خو اولادونه يې نه درلودل. زده کړې او دندې نور محمد تره کي د ښوونځي دورې لومړنۍ زده کړې د غزني په ناوې ولسوالۍ کې وکړې. تره کی د پلار د پېژندګلو سره کويټې ته لاړ؛ درې کاله يې هلته درس ولوست او هغه چې بېرته راغی نو په غزني ولايت کې د اختر محمد خان په نوم د يو ځايي خان په کور کې يې خلکو ته درس ورکول پيل کړل او د يو څه وخت لپاره ښوونکی شو. د تره کي پلار د عبدالمجید زابلي په نوم له يو سوداګر سره پېژندل. عبدالمجید زابلي يو شرکت درلود، تره کی ور سره کندهار ته لاړ او هلته د عبدالمجید زابلي په شرکت کې د منشي په دنده وټاکل شو او ورپسې دی له عبدالمجید زابلي سره د هندوستان ممبۍ ښار ته لاړ او هلته په ياد شرکت کې منشي وو. د عبدالمجید زابلي شرکت د پښتون په نوم وو؛ نور محمد تره کي به د ورځې په دې شرکت کې کار کولو او د شپې به يې هندوستان کې ښوونځی او انګلېسي ژبه لوستل. هندوستان کې له يو څه وخت تېرولو وروسته نور محمد تره کي افغانستان ته راغی؛ تره يې په حکومت کې اغېز لرونکی کس وو او نور محمد تره کی يې په ټولګټو چارو وزارت کې مامور کړ. نور محمد تره کی يو وخت د باختر خبري آژانس مرستيال وټاکل شو. باختر آژانس کې د خپلې ژورنالېستکي دندې او لېکوالۍ پر اساس نوموړي د هېواد په کچه شهرت پيدا کړ او د يو ښه ليکوال، ژورنالېسټ او شاعر په توګه پېژندل کېدو. د بنګ مساپري د نور محمد تره کي يو مشهور ناول وو، چې د افغان کارګرانو ټولنيز اقتصادي ستونزې په کې راخېستل شوې وې. د نور محمد تره کي لېکنې روسي ژبې ته هم ژباړل کېدلې او ده ته د روسيې د مشهور ليکوال ماکسیم ګورکي نوم ورکړل شوی وو. ماکسیم ګورکي د کمونېزم او ماکسېزم په اړه لېکنې کولې. نور محمد تره کي ته به روسانو د افغانستان ماکسیم ګورکي ويل. سياسي فعاليتونه سرچينې د نور محمد تره کي په اړه ليکلي چې هغه مهال چې ده د هندوستان په ممبۍ کې کار کولو او د شپې به يې درس ويلو د يو شمېر هندي کمونېسټانو سره په اړيکه کې وو؛ د کمونېسټي ارزښتونو او ټولنيز عدالت په اړه فکر ورکول کېدل. پر نور محمد تره کي د کمونېسټي مفکورې اغېز له خان عبدالغفار خان هم وو. خان عبدالغفار خان د روسيې د وخت واکمن ولادميير لېنېن د سياستونو لېواله وو او نور محمد تره کي له پاچا خان سره څو ځلې لېدنې - کتنې کړې وې. افغانستان کې د محمد ظاهر شاه واکمني وه او لومړی وزير يې شاه محمود خان وو. شاه محمود خان د نيمه ديموکراسۍ دوره اعلان کړې وه او هغه وخت د وېښ ځلميانو په نوم يو سياسي حرکت فعاليت کولو. د ويښ ځلميانو په چوکاټ کې د انګار په نوم يوه چاپي رسنۍ چاپ کېدله او نور محمد تره کي هم په ياده جرېده کې خپلې لېکنې نشر کولې. د نور محمد تره کي له لېکنو د کمونېزم او مارکسېزم بوی پورته کېدو خو دا هره څه يې په خپلو لېکنو کې په غير مستقيم ډول وړاندې کول. شاه محمود د ديموکراسۍ دوره پای ته ورسوله او په دې سره د ويښ ځلميانو فعاليت او انګار جرېده بند شوه. د نور محمد تره کي په شمول د ويښ ځلميانو يو شمېر مخکښ کسان حکومت ونېول او زندان ته يې واچول. ۱۳۳۱ل کال وو چې تره کی او ور سره کسان له زندان خوشي شول؛ دوی له لومړي وزير شاه محمود خان سره ولېدل او هغې سره يې د وفادارۍ ژمنه وکړه. لومړي وزير شاه محمود خان هم نور محمد تره کی په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې د رسنيو برخې مسوول او هلته ولېږلو. نور محمد تره کي يو کال هلته دنده تر سره کړه چې وروسته په واشنګټن کې د افغانستان سفير سردار محمد نعيم خان دی بې وړتيا کس ياد او له دندې يې لېرې کړ. له دندې په ګوښه کېدو سره نور محمد تره کي په يوې مرکې کې د افغانستان پر حکومت نېوکې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې د امريکا دولت دې سياسی پناه ورکړي، خو د پناه غوښتنه يې ونه منل شوه. تره کی پاکستان ته لاړ. دې وخت کې سردار محمد داود خان د افغانستان لومړی وزير ټاکل شوی وو. نور محمد تره کي د سردار محمد داود خان له سياست سره علاقه پيدا او په پېښاور کې د افغانستان د کونسلګرۍ د سر کونسل محمد اکبر پرواني په منځګړېتوب وبخښل شو او په ۱۳۳۵ل کال کې کابل ته لاړ. نور محمد تره کی په ۱۳۴۴ کال کې کابل په خپل کور څلورمې کارتې کې د خپلو يو شمېر ملګرو سره د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند په نوم سياسي خوځښت جوړ کړ او دی يې مشر وټاکل شو. په ۱۳۴۵ل کال کې له خپلې ولسوالۍ د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند شو خو په کې بريالی نه شو. ۱۹۷۸ز کال د اپريل مياشتې په ۱۹مه نېټه د مير اکبر خيبر په نوم د نور محمد تره کي يو ملګری او د افغالنستان د خلق ديموکراتيک ګوند مخکښ ووژل شو. تره کي او ملګرو د مير اکبر خيبر په ترور کې د داود خان د جمهوريت لاس بللو او پر ضد يې لاريونونه پيل کړل. داود خان امر وکړ چې د نور محمد تره کي په شمول د خلق ګوند يو شمېر نور کسان ونېسي. نور محمد تره کی او ببرکارمل ونېول شول؛ حفيظ الله امين او ځيني نور ملګري په خپلو کورونو کې نظر بند ساتل کېدل. اته ورځې وروسته، د غوايي په اوومه، ۱۳۵۷ لمريز کال؛ د اپريل په ۲۷مه ۱۹۷۹ز کال کې د غوایي کودتاانقلاب رامنځ ته او سردار محمد داود خان د خپلې کورنۍ له غړو سره ووژل شو. دې سره نور محمد تره کی د خلق ديموکراتيک ګوند عمومي منشي او د افغانستان هېواد مشر شو. د نور محمد تره کي مړينه ۱۳۵۸ل کال د سنبلې مياشت کې نور محمد تره کی هاوانا د کيوبا پلازمېنه کې په يو ناستې کې د ګډون په پار کيوبا ته لاړ. د بېرته راتګ پر مهال يې مسکو کې له برژنف او يو شمېر نورو شوروي چارواکو سره وکتل. تره کي ته شورويانو د حفيظ الله امين په اړه ويلي وو چې هغه سخت دريځي کوي او تره کی بايد ترې واټن ونېسي. امين هم په دې مسله خبر شوی وو چې تره کي غواړي دی له صحنې لېرې کړي. نوکابل ته په راتګ سره يې نور محمد تره کی په خپل کاري دفتر کې ووژلو او حفيظ الله امين د افغانستان هېواد مشر شو. د ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه وخت د مخابراتو ګارد رئيس عبدالودود، د ګارد سياسي رئيس ارکان روزي او د ګارد رئیس محمد اقبال هغه درې کسان وو چې د نور محمد تره کي په وژنه کې يې لاس درلود. عبدالودود کابل کې آنيس ورځپاڼې ته په خپل اعتراف کې ويلي وو، چې د تره کي په خوله مو بالښت کېښود، خوله يې وچه شوه، د اوبو غوښتنه يې کوله خو روزي ورته اجازه ورنه کړه چې اوبه وڅښي. موږ يې په خوله بالښت ايښی وو او فشار مو پرې راوړلو؛ څو شيبې وروسته تره کی ارام شو او مړ شو. دی مو په موټر کې بيرون کړ او په هغه قبر کې مو دفن کړ چې له وړاندې د کابل په قول چکان سيمه کې ورته برابر شوی وو. د نور محمد تره کي علمي او ادبي هڅې نور محمد تره کي په پښتو ژبه کې لیکوالي کړې او د نثر په برخه کې یې پنځونه کړې ده . ده يو شمېر ناولونه او لنډې کيسې لیکلې ، چې چاپ شوې دي او د ځینو نومونه یې دادي : بې تربیته زوی ناول. دا د نور محمد تره کي لومړی ناول وو ، څو برخې یې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر کلونو په کابل مجله کې چاپ شوې وې او د راحت زاخيلي تر ماه رخي وروسته په پښتو ژبه کې دويم ناول گڼل کيږی . سنګسار ناول د بنګ مساپري ناول څړه ناول سپين ناول د بزگر لور د لنډو کیسو ټولګه. نور محمد تره کي يو شمېر نور اثار هم لري چې د سورګل په مستعار نوم چاپ شوي دي. اړوند ليکنې د افغانستان دموکراتیک جمهوریت - - - . نور محمد ترکی نور محمد ترکی افغان کميونيسټي واکمنان افغان کمونيستان د افغانستان د خلق د ډيموکراټيک گوند سياستوال پښتانه ليکوال افغاني ليکوال پښتانه افغانان سرچينه اسحاق عزيزي ماخذونه: . .-- .-:.-- . :.-- .-- .-- . .-- :-..-. . -.-- .-- .-- .-- .-- . .-- .-- . .-- :-..---. . -.-- .-- .-- . .-- :-..---. . -.-- .-.-- .-:.-- .- .-- .- -: :.-- .-- :-..-. . -.-- .-::::.-- .--:-:.-- .---:.-- .-::-:..-- .--:.-- .--.-- .----:..-- .--.-- .----:..-- . .--: : . . . . . . . . ---. . - - . . . ----. . - . . . . . ---. .. . : . . . . -. . : . . . . -. . : . . . . -. . : . . . . -. . : . . . . -. . : . . . . -. . : . . . . . . -. . . . . . -. . . . . . -. . . . . . -. . . . . . ----. . . . . . -. . . . . . ----. .. . . : . . . . ----. . : . . . . -. . : . . . . : . . . . -. . . : . . . . -. . . : . . . . -. . : . . . . . . : . . . . -. . . : . . . ----. . ... . . . : : . .. . : . . . . . . . . . . . . . . -. . . . . . ----. . : . . . . -. . . . . . -. . : . . . . -. . : . ... . . -. . : . . . . -. . : . . . . -. . : . . . . -. . : . . . . -.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B5%D8%A8%D8%BA%D8%AA%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D9%85%D8%AC%D8%AF%D8%AF%D9%8A
صبغت الله مجددي
صبغت الله مجددي ١٩٢٦ - ۲۰۱۹. په ١٩٩٢ کال کې د کمونېسټي رژيم د راپرځېدو وروسته د افغانستان د اسلامي دولت د لومړني هېوادمشر په توگه دنده درلوده. صبغت الله مجددي د نجات اسلامي افغانستان د گوند مشر هم وو. ښاغلی مجددي په پاکستان کې د مجاهدينو تر منځ د يوه پخواني تړون پر بنسټ د افغانستان د اسلامي دولت هېوادمشر شو. نوموړی تر دوو مياشتو پورې د افغانستان هېوادمشر و چې بيا تر ده وروسته برهان الدين رباني د هېوادمشرۍ په چوکۍ کېناسته. هغه په دې هېڅکله و نه توانېده چې د مجاهدينو د بېلابېلو گوندونو او تنظيمونو تر مېنځ پخلاينه راولي. په اوسينيو سياسي پېښو کې، مجددي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ځان د سياست نه گوښه کړی وه. د ٢٠٠٣ کال په ډېسمبر مياشت کې د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ښاغلی مجددي د لويې جرگې د ريس په توگه وټاکل شو. مجددي پر ۱۱ فبروري ۲۰۱۹ میلادی د ۹۳ کالو په عمر کي ومړ. پخواني وختونه سياسي او شخصي ژوند ښاغلی مجددي په ١٩٢٦ زېږيز کال کې د افغانستان لويديځ ولايت هرات کې زېږېدلی. نوموړی د مجددي له کورنۍ نه ده چې نصب يې د احمد سرهندي مجددي پورې رسېږي. د روسانو يرغل - د هېوادمشرۍ وخت صبغت الله مجددي د يوولس ورځو وروسته په کابل کې د مېشتو گوندونو لخوا د هغه تړون له مخې د دوه مياشتو لپاره هېوادمشر وټاکل شو چې په هغه تړون کې د گلبدين حکمتيار د حزب اسلامي گوند او شعيه گوندونه په تړون کې نه ؤ شامل شوي. په همدې تړون کې داسې هم راغلي وه چې د صبغت الله مجددي د هېوادمشرۍ د مودې وروسته به د جمعيت اسلامي گوند مشر برهان الدين رباني د څلورو کالونو لپاره د افغانستان هېوادمشر وټاکل شی. د ۱۹۹۲ د جون په مياشت کې د مجددي د هېوادمشرۍ موده پای ته ورسېده او واک يې د رهبرۍ شورا ته وسپاره، چې تر دې وروسته رهبرۍ شورا برهان الدين رباني د هېوادمشر په توگه ونوماوه. د همدې ډول ترتيباتو د مخالفت پر اساس حکمتيار پر کابل باندې راکټي بريدونه پيل کړل چې همدا بريدونه تر درې کالونو پورې پرله پسې توگه کېدل او په همدې توگه د ۱۹۹۵ د فبرورۍ په مياشت کې حکمتيار کابل پرېښودلو ته مجبوره شو. وروسته د طالبانو نه باندنۍ تړنې د صبغت الله مجددي وېبپاڼه صبغت الله مجددي صبغت الله مجددي صبغت الله مجددي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%B2%DA%A9%D8%B1%D9%8A%D8%A7%20%D8%B1%D8%A7%D8%B2%D9%8A
محمد زکريا رازي
ابوبکرالرازی په انگريزي: ز تر ز طب ، فلسفه او کيميا کې څېړنه او ليکنې. د کمېاوي مرکب الکول الکحل راپېدا کول. د گوگړوتېزاب هم ابوبکر رازي د لومړي ځل لپاره ميندلي دي. خو ځينې څېړونکي وايي چې د گوگړو تېزاب د لومړي ځل لپاره جابر بن حيان ميندل دي. د رازي نوم محمد کنيت يې ابو عبدالله او ابو الفضل، لقب يې فخر الدين ؤ، د نسب لړۍ يې پدې ډول ده: ابو عبدالله محمد بن عمر بن الحسين. زوکړه رازي په ۵۴۴ هجري سپوږميز کال چې له ۱۱۵۰زېږيز کال سره سمون خوري په رى يا ننني هرات کې زېږېدلې دى. ځينې تاريخپوهان يې زوکړه د روژې په ۲۵مه ۵۴۳هـ س کال بولي. د پلار نوم يې عمر ابو القاسم او په ضياء الدين سره ملقب ؤ، دې د خپل وخت لوى صوفي، ويناوال، متکلم او محدثتوب سره سره يو ستر اديب هم ؤ. ده په خپله سيمه هرات کې وعظ او نصيحت جاري وساتل. نو پدې ډول د خلکو لخوا په شېخ الاسلام او د رى په خطيب هم ونومول شو. او دده زوى فخرالدين رازي هم د خلکو لخوا د ابن خطيب د خطيب د زوى په نامه يادېده. د محمد زکریای رازی ليکنې ټولگړي د امام رازي د ليکلو اثارو په اړه مختلفې راى دي، چې موږ به دلته د ځينو ليکوالو راى راوړو: ابن النديم د الفهرست په کتاب کې د رازي ليکنې ۱۶۷ ښودلي دي. ابو رېحان البېروني په د رازي د کتابونو لړليک کې د امام رازي د ليکنو شمېر ۱۸۴ ښودلې. د رازي ليکنې د بېروني د وېش له مخې پدې ډلبنديو وېشل کېږي. ۵۶ ليکنې په رنځپونه، ۳۳ طبيعيات، ۷ منطق، ۱۰ ليکنې په رياضياتو او نجوم کې، ۷ ليکنې په تفسير لنډيز او د فلسفي او طبي کتابونو په لنډيز کې، ۱۷ ليکنې په فلسفي او اټکلي چارو کې، ۶ ليکنې په طبيعت څخه ور آخوا چارو کې، ۱۴ ليکنې په الهي چارو کې، ۲۲ ليکنې په کېميا، ۲ په کفري چارو کې، ۱۰ليکنې په مختلفو فنونو کړي، چې ددې ټولو ليکنو شمېره ۱۸۴ ته رسېږي. اسلامپوهان فيلسوفان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%20%D8%AF%20%DA%AF%D9%88%D9%86%D8%AF%D9%88%D9%86%D9%88%20%D9%85%D8%B4%D8%B1%D8%A7%D9%86
د افغانستان د گوندونو مشران
اجمل سهېل احمد شاه اثر احمد شاه احمدزی احمد شاهين احمد نبي احمد ولي مسعود استاد محمد ظريف الحاج سراج الدين ظفري الحاج سيد حسين انوري الحاج عبدالملک الحاج محمد طاووس عرب امانت ننگرهاري امضای بدون نام انوارالحق احدي آصف بکتاش برهان الدين رباني بريالی نصرتي بسم الله جويان پير سيد اسحق گيلاني تاج محمد وردگ تورن نورآقا احمدزی جميل کرزی حاجی محمد محقق حبيب الله جانبداد حفيظ الله ابراهيم خېل حيات الله سبحانی دکتورسيد علي موسوي ذوالفقار روح الله لودين سلطان محمود غازی سيد احمد گيلاني سيد امير تحسين سيد جواد حسيني سيد خان آقا محبوب يار سيد سمېع اله سادات سيد ظاهر قائيد ام البلادی سيد عبدالقهار سيد منصور نادري سيد نورالله سيدکمال سادات شاه محمود پوپلزی شمس الحق نايب خېل شمس الحق نورشمس شهنواز تڼی شېرمحمد بزگر صبغت الله سنجر صبغت الله مجددي عبدالحکيم نورزی عبدالحی عبدالخالق نعمت عبدالرب رسول سياف عبدالرشيد جليلي عبدالرقيب جاوېد کوهستاني عبدالغفور لېوال عبدالقادر امامي عبدالقاهر شريعتي عبدالکبير رنجبر عبداللطيف پدرام عبدالمحمد صادق عبدالهادي دبير غلام فاروق نجرابی غلام محمد جلال غلام محمد فدا محمد احساس قربانعلي عرفاني قره بېک اېزد يار کبير ستوری کريم خليلي محمد شاه خوگياڼی محمد اکبری محمد حسن جعفري محمد حسن فېروزخېل محمد خالد فاروقي محمد زبير پېروز محمد سمېع خروټی محمد شريف نظري محمد ظريف ناصری محمد عارف حقاني محمد عثمان سالکزاده محمد علی جاوېد محمد نادر آتش محمد نبي نافع محمد واصل رحيمي محمد ولي آريا محمد يونس قانوني محمدکبير مرزبان مصطفی کاظمي مولوی سمېع الله نجيبي مولوی محمد مختار مفلح ميا گل وثيق ميرمحمد آصف ضعيفي نصرالله بارکزی نور اقاروئینی نورالحق علومي وحيدالله سباوون وزير محمد وحدت افغاني گوندونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%DB%8C%D8%A7
البانیا
البانيا ، رسمي نوم يې د البانيا جمهوريت دى . دا د بالکان ټاپووزمې په لویديځه برخه كې د ادریاتیک او آيون سمندرګيو پر غاړه پروت هیواد دى. د دغه هېواد نوم د له ويي څخه اخیستل شوی، چې د كلی په معنی ده. پخپله د هېواد وګړي خپل هېواد د په نامه يادوي ، چې د ګوربت ټاټوبى ، يا د ګوربت هیواد په مانا ده. البانيا د اوترانتو ابنا په واسطه له ایټالیا نه بېله شوې ده. د شمال او ختيځ له لوري له کوسوو ، مونتینګرو ، شمالي مقدونیه او د سويل ختيځ له لوري له يونان سره پوله لري. د یاد هیواد پلازمینه د تیرانا ښار دی. تاريخ قلمرو د ایلیریانو سیمه. له تاریخي نظره البانیا څو زره کلن تاریخ لري په یاد هیواد کې د نو سنګیانو د زمانې آثار کشف شوي چې د ۱۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰۰ کلن ارزښت لري. سياسي جوړښت اداري وېش د آلبانیا هیواد د ولایتونو نوملړ د آلبانیا هیواد آیالاتونه البانیا په ټولیزه توګه په ۳۶ ولایتونو ویشل شوی ده. وګړي په البانیا کې مختلف قومونه میشت دي چې ترټولو لوی یې د البانیانو دی د البانیانو ترڅنګ په یاد هیواد کې بغاریان، ترکان، بوسنیایان، صربیان، کرواسیان او ایټالویان هم میشت دي. د البانیا کابو ۷۰ سلنه وګړي مسلمان دي. جغرافيه له ماهوارې اخیستل شوی تصویر. اقتصاد كلتور سرچينې البانيا
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%84%D8%AC%D8%B2%D8%A7%DB%8C%D8%B1
الجزایر
الجزایریان جمهوری ولسمشر عبدالمجید تبون لومړی وزیر عبدالعزیز جراد پارلمان د ملت جرګه ملي جرګه جوړښت ۱۵۱۵ الجزایر فرانسه ۵ جون ۱۸۳۰ خپلواکي له فرانسې ۳ جنوري ۱۹۶۲ په رسمیت پیژندل ۵ جنوري ۱۹۶۲ د الجزایر هیواد اساسی قانون ۱۰ سپټمبر ۱۹۶۳ ۲۳۸۱۷۴۱ ۱۰ام ۹۱۹۵۹۵ ۱٫۱ ۴۳٬۰۰۰٬۰۰۰ ۲۰۱۹ ۱۷٫۷ ۴۷ ۱۶۸ ۶۸۴٫۶۴۹ بیلیونه ۲۰۱۹ ۳۵ام ۱۵٬۷۶۵ ۸۲ام ۱۸۰٫۶۸۷ بیلیونه ۰٫۷۵۹ ۲۰۱۸ ۸۲ام د الجزایر دینار ۱ ورځمیاشتکال ښوی .الجزایر المغرب. د الجزاير د خلکو ډيموکراټيک جمهوريت عربي: الجمهورية الجزائرية الديمقراطية الشعبية يا الجيريا عربي: الجزائر، د افريقا په سهېل کې يو هېواد دی چې ولسمشريز نظام لري. دا هېواد د افريقا په لويه وچه کې دوهم لوی هېواد دی. دا هېواد په سهېل ختيځ کې د تونس سره، په ختيځ کې د ليبيا سره، په سوېل ختيځ کې د نايجېر سره، په سوېل لوېديځ کې د مالي او ماوريتانيا او په لوېديځ کې د ماراکو سره گډې نړېوالې پولې لري لویدیځه صحرا په لوېديځ کې. د الجزایر اساسي قانون اسلام عرب او آمازيغ بربر هېواد. د الجېريا نوم د الجزاير د ښار د نوم نه راوتلی دی د عربي لغت الجزائر، چې په پښتو ژباړه کې د ټاپوگان په مانا دی، دا نوم هغه څلورو ټاپوګانو خوا ته اشاره کوي چې د الجزاير د ښار د سمندر غاړې نه په سيند کې تر ۱۵۲۵ زېږيز کال پورې پرتې وې چې بيا وروسته د همدغه هېواد د وچې برخې وگرځېدلې. الجزایر د الجزایر د خلکو دیموکراتیک جمهوریت له رسمي نوم سره د افریقا په شمال کې پروت هېواد دی. په ختيځ کې له لیبیا؛ په سویل ختيځ کې له نایجیریا؛ په سویل لویديځ کې له مالي، موریتانیا او لویديځې بېدیا؛ په لویديځ کې له مراکش؛ په شمال کې د مدیترانې سیند سره پوله لري. دا د افریقا په شمال کې د مغرب سیمې یوه برخه بلل کېږي. دا هېواد نيمه-وچه جغرافیه لري او د نفوس ډېره برخه یې د شمال په حاصلخېزه برخه کې ژوند کوي او دا صحرا د سویل پر جغرافه واکمنه ده. الجزایز ۲۳۸۱۷۴۱ کیلومتره مربع ۹۱۹۵۹۵ مساحت لري. چې په دې توګه د افریقا په کچه د مساحت له پلوه لسم لوی هېواد دی. الجزایر د ۴۴ میلیونه نفوس له لرلو سره د افریقا نهم د نړۍ په کچه ۳۲م ګڼنفوسه هېواد دی. پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار يې الجزیره دی چې د مدیترانې سمندرغاړو کې پروت دی. په الجزایر کې لرغونې لړۍ، تمدونونه او امپراتورۍ دا دي: لرغونې نیومدیان،فینیکیان، بونیقیان، رومیان، وندالیان، بیزانسان، امویان، عباسیان، رستمیان، ادریسیان، اغلابیان، فاطمیان، زیریدیان، حمادیان، المرویان، موحدان، اسبانیان، اسپانویان، عثمانیان او فرانسوي استعماري امپراتوري. د الجزایر د نفوس لوی اکثریت مسلمان شوي عرب- بابر دي چې عربي او بېربري ژبې د رسمي ژبو په توګه کاروي. له دې سره په ځينو برخو کې فرانسوي ژبه د یوې اداري او ښونیزې ژبې په توګه کارول کېږي. د خبرو کولو لپاره اصلي ژبه الجزایري عربي ده. الجزیره یو نیمه ولسمشریز جمهوریت دی چې سیمهيېزې ټاکنیزې حوزې يې له ۵۸ ولایتونو او ۱۵۴۱ کامیونونه په الجزایر کې تر ټولو کوچنی اداري واحد، ژباړن لري. الجزایر د افریقا په شمال کې یو سیمهييز ځواک او په نړیوالو چارو کې یومتوسط ځواک دی. دا هېواد د ټولو غیر جزیرهيي افریقايي هېوادونو تر منځ د انساني پرمختګ تر ټولو لوړ شاخص لري او تر ډېره د انرژۍ د صادراتو پر بنسټ د دې لويې وچې له لویو اقتصادونو څخه دی. الجزایر نړۍ په کچه د تېلو د شپاړسمې زېرمې او د طبعيي ګازو د زېرمو له لرلو سره د نړۍ نهم هېواد دی. سېناترېک د تېلو ملي کمپنۍ په افریقا کې تر ټولو لوی شرکت دی چې اروپا ته د طبعيي ګاز لوی مقدار تأمینوي. د الجزایر پوځ د افریقا له لویو پوځونو څخه یو دی چې پهدې قاره کې د تر ټولو زیاتې دفاعيي بودیجې لرونکی دی. دا هېواد افریقا اتحادیې، د عربو اتحادیې، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ، د نړۍ د تېلو د تولید او صادراتو سازمان ، ملګرو ملتونو او د عربو د مغرب اتحادیې غړی دی. نوم د نوم نورې بڼې يې دا دي: په عربي ژبه: الجزائر په رومي ژبه ال-جـزا- یر، په الجزایري عربي: الدزاير چې په رومي ال- دزایر؛ په بیربري ژبه: لیزایر چې په بیربري ژبه داسې لیکل کېږي: ؛ بیربري ژبه لزّاير؛ په فرانسوي ژبه الجېریا. په رسمي ډول د الجزایر د خلکو دیموکراتیک جمهوریت په عربي ژبه: الجمهورية الجزائرية الديمقراطية الشعبية، په رومي: - - - -؛ په بیربري ژبه: تګډوډا ټایمېګډېټ ټایفرانټ تأزرېت په بیربري ژبه بیربري ژبه: تڨذوذا تازايريت تاماڨذايت تاغرفانت، په فرانسوي ژبه رېپابلېک الجېرین ډيموکراتک اېټ پاپیولرې، چې اختصاري بڼه يې ده. ایتمولوژي د کلیمي ريښه پېژندنه د دې هیېواد نوم له الجزایر ښار څخه اخیستل شوی دی چې په ترتیب سره د عربي ژبې له ال-جزایر الجزائر، ټاپو، د پخوانیو بني مزغنه جزایرو جزائر بني مزغنة، د مزغنه ټبرجزیرې له لنډه شوې بڼې څخه اخیستل شوې، چې د ال-ادریسي په څېر د منځنۍ پېړۍ د جغرافیه پوهانو لهخوا کارول شوې. تاریخ له تاریخ څخه مخکې او لرغونې تاريخچه د عینحنچ الجزایر څخه نږدې ۱.۸ میلیون کلن ډبریز مصنوعیات د افریقا په شمال کې د لرغونپېژندنې د تر ټولو پخوانیو موادو په توګه په پام کې نیول کېږي. پرې کړل شوي هډوکني او ډبریز مصنوعیات چې عینبوچریت د تېلو زېرمې ته څېرمه ترلاسه شوې او څېړل شوي نږدې ۱.۹ میلیون کاله پخواني دي او پخواني ډبریز اثار ان تر ۲.۴ میلیون کلونو پورې لرغونتوب لري. په دې توګه د عین بوچریت شواهد ښيي چې د انسانانو نیکونو تر هغه څه چې تصور کېږي ډېر مخکې د افریقا په شمال کې د مدیترانې په څنډو کې ژوند کاوه. د افریقا له ختيځ څخه شواهد په ځواکمن ډول د ډبریزو وسایلو د لومړنۍ جوړونې او کارونې اړوند تیتوالی ښيي یا د افریقا په شمال او ختيځ کې د ډبرو د تېکنالوژۍ څو سرچينې استدلالوي. د نېندارټال وسایلو جوړوونکو د شام تبرونو ته ورته د لوالوئزي او موستري په سبک تبرونه ۴۳۰۰۰ تولید کړل. الجزایر د ډبرمهال په منځني دور کې د ډبري وسایلو د جوړونې د پرمختګ د وضعیت له پلوه تر ټولو لوړ ځای درلود. د دې دور وسایل چې نږدې له ميلاد څخه ۳۰۰۰۰ کاله وړاندې پيلېږي د اتریان د تبسه په سویل کې د لرغونپېژندنې سايت له نوم څخه اخیستل شوی په نوم ياديږي. د افریقا په شمال کې د تېغ جوړونې لومړنۍ صنایع د اېبرومرېسین په نوم یاديږي چې تر ډېره د اوران په سیمه کې پرتې دي. داسې برېښي چې دې صنعت به له ميلاد څخه ۱۵۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ کاله مخکې د مغرب په ټولو ساحلي سيمو کې پراختیا موندلې وي. د نيلوتیک تمدن ښايي په لومړيو کې له ميلاد څخه ۱۱۰۰۰ کاله مخکې يا هم د ۲۰۰۰ څخه ۶۰۰۰ کاله مخکې پراختیا موندلې وي. دغه ژوند چې په تاسیلي ناجر نقاشیو کې په غني ډول انځور شوی تر کلاسیکې دورې په الجزیره کې غالب و. په پای کې د افریقا د شمال د خلکو مخلوط په یو بېل لرغوني نفوس بدل شو، چې د افریقا د شمال لرغوني اوسېدونکي شول او بربریان ونومول شول، چې د افریقا د شمال لرغونو خلک دي. تاریخ جغرافیه کلتور اقتصاد سرچینه الجزاير د آفریقاهیوادونه د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%86%D8%AF%D9%88%D8%B1%D8%A7
اندورا
د آندورا موقیعت د شنی دایری په منځ کې په اروپا کې شنه تشه دایره آندورا په رسمی نوم حاکم آندورا شهزاده په کاتالونیایي آندورا د پېرنه په غرونو کې پروت یو خپلواک هیواد دی چې د دوو هیوادونو فرانسه او اسپانیا په منځ کې موقیعت لرې. د آندورا پلازمینه او لوی ښار آندورا لاولا دی مساحت یې ۴۶۷ کیلومتره مربع او نفس یې ۲۸۲۷۷ نفره دی. د یاد هیواد رسمي ژبه کاتالاني او د پیسو واحد یې یورو ده. سیاسی جوړښت اقتصاد اداري ویش د اندورا هیواد ولایتونه آندورا په ۷ ایداري واحدونو ویشل شوې ده. آندورا لاولا کانیلو انکمپ اسکالدز انګوردانی لا ماسانا اوردینو سنت حولیا د لوریا ژبي او کلتور د آندورا رسمي ژبه کاتالاني ده. د کاتالاني ترڅنګ په یاد هیواد کې ډیریې خلک اسپانوي هم غږیږي پرتګالیان او فرانسویان هم کوچینې ډلې جوړوي. تاریخ وګړي آندورا د آندورا هیواد ۴۳ وګړي آندورایي ۳۳ پرتګالي ۱۱ فرانسوي او ۶ نور دي.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%86%DA%AB%D9%88%D9%84%D8%A7
انګولا
انګولا آنګولا په رسمي توگه د آنگولا جمهوريت په سوېل-منځنۍ افريقا کې يو هېواد دی چې په سوېل کې د نامیبیا، او کانګو دمکراتیک جمهوریت، په ختيځ کې د زمبیا هېواد او په لوېديځ کې يې سمندري پوله اطلس سمندر ته ورغځېدلې. د کابیندا ولايت چې د دې هېواد يو دی، د کانگو جمهوريت او د کانگو ډيموکراټيک جمهوريت سره گډه پوله لري. انګولا اورېدل ؛ په پرتګالي ژبه: په رسمي ډول د انګولا جمهوریت په پرتګالي ژبه: د سویلي افریقا په لویدیځ ساحل کې پروت هېواد دی. دا تر برازیل وروسته د مساحت او نفوس له مخې د لوزوفون پرتګالي ژبو دویم لوی هېواد او د افریقا اووم لوی هېواد دی. له سویل څخه له نامېبیا، له شمال څخه د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت، له ختیځ څخه له زامبیا سره او له لویدیځ څخه له اطلس سمندر سره پوله لري. انګولا د کابېندا په نوم یو جلا ولایت لري چې د کانګو له جمهوریت او د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت سره پوله لري. تر ټولو لوی ښار او پلازمېنه یې لواندا ده. انګولا د ډبرمهال راهیسې د اوسېدو وړ وه. د یو ملت - هېواد په توګه یې رامنځته کېدل د پرتګالیانو د استعمار دور ته ورګرځي. چې د لومړي ځل لپاره په ۱۶مه پېړۍ کې له سوداګریزو پوستونو او ساحلي مېشت ځایونو سره رامنځته شوې. اروپایانو په ۱۹ پېړۍ کې په ورو ورو په داخل کې ځان تاسیسول پیل کړل. د پرتګال مستعمره چې په انګولا بدله شوه د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې یې د لرغونو ډلو لکه کواماتو، کوامانیا او امبوندا د مقاومت له امله خپلې اوسنۍ پولې نه لرلې. انګولا د استعمار ضد تر یوې اوږدمهاله مبارزې وروسته په ۱۹۷۵ ز کال کې د یو واحد مارکسیست - لینینست ګوند په توګه خپلواکي ترلاسه کړه. دا هېواد په هم هغه کال یوې ورانوونکې کورنۍ جګړې ته دننه شو. د جګړې ښکېلې غاړې د شوروي اتحاد او کیوبا په ملاتړ د انګولا د خپلواکۍ لپاره حاکم ولسي غورځنګ او د متحده ایالاتو او سویلي افریقا په ملاتړ د انګولا د بشپړې خپلواکۍ لپاره د کمونیست ضد ملي اتحادیې یاغیان او د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت په ملاتړ د انګولا د آزادۍ ملي جبهې د اورپکو سازمان وو. دا هېواد په ۱۹۷۵ز کال کې د خپلې خپلواکۍ راهیسې د له خوا اداره کېږي. انګولا د جګړې تر پای وروسته په ۲۰۰۰ ز کال کې د یو څه باثباته او واحد جمهوریت په توګه له اساسي قانون سره را څرګند شو. انګولا د تېلو او معدني موادو عظیمې زېرمې لري او اقتصاد یې په ځانګړي ډول د داخلي جګړې تر پای وروسته د نړۍ په کچه د چټکې ودې په حال کې دی. پر دې سربېره اقتصادي وده په سخت ډول نابرابره ده. داسې چې د هېواد د شتمنۍ ډېره برخه د نفوس په یوه کوچنۍ برخه او په شدید ډول په چین او متحده ایالاتو متمرکزه ده. د ډېری انګولیانو د ژوند سټندردونه ټيټ پاتې شوي؛ د نړۍ په کچه ژوند ته هیلهمندي تر ټولو لږ ده، حال دا چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په کې تر ټولو لوړه ده. د ژوائو لورنسو دولت له ۲۰۱۷ ز کال راهیسې له فساد سره مبارزه په خپلو لومړیتوبونو کې ځای پر ځای کړه. داسې چې د پخواني دولت ډېری افراد یا په بند کې دي یا د محاکمې انتظار کوي. ځینې زندانیان دا کړنې له سیاسي انګېزې سره مل بولي، حال دا چې بهرنیو دیپلوماتانو دا هڅې مشروع یادې کړې. انګولا د ملګرو ملتونو، د افریقا اتحادیې، د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان ، د پرتګالي ژبو هېوادونو د ټولنې او د سویلي افریقا د پرمختګ ټولنې غړې ده. په ۲۰۲۱ ز کال کې د انګولا د وګړو شمېرنفوس ۳۲۸۷ میلیونه اټکل شوی. انګولا یو څو فرهنګي او څو قومي هېواد دی. د انګولا کلتور د پرتګالیانو د کلونو نفوذ منعکسوونکي دی یعنې د پرتګالي ژبې او کاتولیک کلیسا غلبه د سیمه ییزو ادابو او دودونو له بېلابېلو ډولونو سره ګډه شوې ده. رېښه د انګولا نوم له پرتګالي استعماري نوم رينو ډي انګولا د انګولا پاچهۍ له نوم څخه اخیستل شوی، چې په ۱۵۷۱ ز کال کې د پایولو ډیاس دنووایس د منشور په لومړیو کې راڅرګند شو. پرتګالیانو دا نوم د نګولا له لقب څخه اخیستی چې د ندونګو او متامبا د پاچایانو له خوا کارول کېده. ندونګو د کوانزا او لوکالا د سیندونو تر منځ پرته یوه لوړه سیمه ده چې تش په نوم د کانګو د پاچهۍ اړونده سیمه وه، خو په ۱۶ پېړۍ کې د لا ډېرې خپلواکۍ په لټه کې وه. تاریخچه لومړني مهاجرتونه او سیاسي واحدونه مډرنه انګولا د بانټویانو تر لومړي مهاجرت مخکې تر ډېره د خوی او سان د خلکو مېشت ځای و. د خوی او سان خلک نه مالداران وو نه هم کروندګر، بلکې ښکاریان وو. هغوی د بانټو د خلکو په واسطه چې له میلاد څخه مخکې په لومړۍ زریزه کې له شمال څخه راغلي وو چې ډېری یې اصالتاً د نایجیریا له شمال لویدیځ او سویل څخه و، بې کوره شول. د بانټو ویناوالانو د کېلې او تارو یو ډول نشایسته لرونکی بوټی کښت او همدارنګه یې د انګولا په مرکزي ارتفاعاتو او د لواندا په بېدیا کې یې د غواګانو لویې رمې معرفي کړې. یو شمېر سیاسي بنسټونه رامنځته شول. تر ټولو مشهوره یې په انګولا کې مېشته د کانګو پاچهي وه چې د شمال لور ته د کانګو تر دیموکراتیک جمهوریت، د کانګو جمهوریت او اوسني ګابن پورې غځېدلې وه. دې هېواد د سویل لویدیځو سمندرغاړو ښکته او پورته او د افریقا له لویدیځ او ان د لویې زېمبابوې او موتاپا امپراتورۍ له ګڼو ښارونو دولتونو او تمدنونو سره ټاکلې سوداګریزې لارې جوړې کړې. که څه هم د سمندرونو تر منځ سوداګري يې لږه یا اصلاً نه تر سره کوله. په سویل کې يې د ندونګو پاچهي پرته وه، چې د پرتګال بله استعماري سیمه وه او ځینې وختونه د دونګو په نوم یادیده او هغې ته څېرمه د ماتامبا پاچهي موجوده وه. د پرتګال استعمار په ۱۴۸۴ ز کال کې پرتګالی کاشف دیوګو کایو دغې سیمې ته ورسېد. کال مخکې يې پرتګالیانو له کانګو سره اړیکې ټینګې کړې وې چې هغه مهال له مدرن ګابن څخه په سویل کې د کوانز سیند تر شمال پورې غځېدلې وه. پرتګالیانو خپل لومړنی سوداګریز پوست په سویو کې تأسیس کړ، چې اوس مهال د کابېندا سیمې پرته د انګولا تر ټولو شمالي ښار دی. پایولو دیاس ډنووا په ۱۵۷۵ ز کال کې له سل زره مهاجر کورنیو سره سایوپايولو دو لواندا لواندا رامنځته کړه. بنګوېلا په ۱۵۸۷ ز کال کې ورغېده او په ۱۶۱۷ ز کال کې په یو ښارګوټي بدله شوه. پرتګالیانو د انګولا د ساحلونو په دوام څو نور سوداګریز پوستونه، ښارګوټي او کلاوې رامنځته کړې، چې عمدتاً يې د کروندو لپاره له انګولیايي غلامانو سره سوداګري کړه. د سیمهییزو غلامانو خرڅوونکو به له اروپا څخه د تولید شویو مالونو په بدل کې د پرتګال د سترواکۍ لپاره ګڼ شمېر غلامان تیارول. په ارام سمندر کې د غلامانو د سوداګرۍ دې برخې د برازیل تر خپلواکۍ وروسته تر ۱۸۲۰ز لسیزې پورې دوام وکړ. سیاست د کانګو هیواد اوسنی ولسمشر جووا لورنسو له ۲۶ د سپټمبر ۲۰۱۷م کال راهیسی د یاد هیواد ولسمشر دی. د یاد افریقایي هیواد لومړی وزیر بورنیتو دی سوزا دی. تاریخ جغرافیه اقتصاد د انګولاهیواد د پیسو واحد د آنګولا کوینز دی چې د یاد هیواد د مرکز بانک لخوا وړاندی کیږي. آرپوهه د آنگولا نوم د پرتگالي ژبې نه راوتلی چې د بنټو ويی ان گولا يا نه راوتلی او په ۱۶مه پېړۍ کې د پارتگال د مستعمرو په وختونو کې د کوېمبونډوس د سلطنت ملي حکمران د لقب په مانا دی. سرچینې آنگولا د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86
داستان
داستان يو ادبي ژانر دى، چې له ډېر پخوا څخه انسان ورته پام کړى او د بشر پر ژوند او فکر يې ژور اغېز اچولى دى. انسانانو په هره دوره کې د خپلو ارمانونو او هيلو د خپراوي لپاره، د هنري داستانونو جوړښت ته لاس غزولى او اوس هم ورسره مل دى، چې په دې توگه خپل فکرونه په نامستقيم ډول نورو ته ورسوي. د دې مقولې د ارزښت په برخه کې په ديني سرچينو، په ځانگړې توگه د خداى په کلام کې له زياتو داستان ډوله نکلونو سره مخ کېږو، چې پر ځانگړنو او جوړښتونو يې خبرې کول، زيات وخت ته اړتيا لري. له شک پرته، د اسلامي او انقلابي موخو خپرول او پراختيا، له ټولو هنري قالبونو، په ځانگړې توگه له داستان څخه گټه اخيستنې ته اړتيا لري. ځکه چې زموږ د عقيدې او ايډيال دښمن هم هڅه کوي، له هرې وسيلې څخه په کار اخيستو، يا هم له بېلابېلو هنري قالبونو څخه په گټه اخيستو سره د انساني، فطري او ديني فکرونو، دغه راز د اسلامي ارزښتونو په له منځه وړلو کې ترې کار واخلي. پر همدې بنسټ، کله چې د نړۍ داستاني ادبياتو ته کتنه کوو، الحادي او غرب ځپلې اندېښنې او خپلې هم په کې له ورايه کتاى شو. دا مهال، چې موږ د خپل ليدلوري له مخې، څانگيز او هدف لرونکي هنري ارزښتونه نه نفي کوو، په دې باور يو چې که ښکلى قالب او سمه منځپانگهمحتوا په يوه هنري اډانه کې راڅرگنده شي، نو دغه هنري مطلب په اغېزناک ډول پيام اخيستونکو ته لېږدېدلى دى. نو، د داستان ژور اغېز، اهميت او ارزښت ته په پام سره، د دغه هنري قالب جذابيت او اړتيا، د ارمان او ايمان پايښت گڼل کېږي. له همدې کبله، موږ هم په دې هيله يو چې د پاک خداى په مرسته، د داستان په اړه ځينې مهمې برخې مطرح کړو، چې د داستان په اړه مو ځينې سرليکونه او نيوليکونه خپلو لوستونکو ته ټاکلي، چې دلته به وړاندې شي. په دې بحث کې راغلي توکي، هغه څه چې بايد وي، نه دي. بلکې يوازې يو بڅرکى گڼل کېږي چې پراختيا او بشپړتيا يې د داستان په ځوانو مينه والو پورې اړه لري. ښايي دا بحث يوازې د يوې شمعې يوه وړه وړانگه وگڼو، چې د مينه والو په زړونو کې د مينې او لېوالتيا د راپارونې په موخه، د لمر پرلوري د لار پرانيستنې لپاره بله شوې وي. د بېلابېلو دليلونو له مخې، هڅه کوو د داستان د عناصرو په اړه بېلابېل سرليکونه ولرو. د دغو توکو راټولونه او لا پراختيا د مينه والو او لوستونکو دنده ده... په دې هيله چې دا وړه ټولگه د پلټونکو په لاسونو کې د يوه بل مشال په څېر وي، چې پرمخ پرته لار ورته روښانه کړي. پوهېږو چې د ليکنې په برخه کې زموږ تجربه او عقل قضاوت کوي. خو د کيسې او داستان په برخه کې تر ټولو وړاندې د انسان احساس تر اغېز لاندې راځي. وړاندې مو يادونه وکړه، چې داستان په ننني مفهوم، ځينې ځانگړنې لري، چې له کيسې او نکلونو څخه يې بېلوي. دا مو هم وويل چې ادبي ژانرونه او ډولونه د انساني توکم په شان سره توپير لري، چې نن يې ډلبندي هم په اسانۍ سره نه شي کېداى. په هر صورت، نن داستان ته هم د کيسې نوم ورکول کېږي. خو په دې صورت کې، له کيسې څخه موخه هماغه ادبي ډول دى، چې نن ورته داستان وايي. داستان په حقيقت کې، د پېښو يوه ټولگه مجموعه سره رانغاړي، چې په طبيعي ډول سره اوډل شوې وي او په ذهنونو کې يوه نتيجه يا نتيجې پرځاى پرېږدي. داستان، حقيقت خوښوونکى دى. يانې له افسانې سره يې توپير همدا دى، چې داستاني پېښې له ذهن څخه په بهرنۍ نړۍ کې د پېښېدو وړ دي. له همدې کبله، د دغسې داستانونو ليکنه، يوې ځانگړې تگلارې ته اړتيا لري، چې وکړاى شي، وخت، ځاى، پېښې، کسان، د ويلو ډول او نورې داستاني ځانگړتياوې په اغېزناک او غوره ډول انځور کړي. د داستان په برخه کې بېلابېلې ډلبگندۍ شوي، چې هره يوه د پام وړ ده. کولاى شو داستان په لنډو، نيمه اوږدو، اوږدو، انځوروونکو، تاريخي، اخلاقي، ټولنيزو، عشقي او پوليسي ډولونو ووېشو. دغه راز د رښتياپالنې يا نه پالنې له مخې هم کولاى شو داستان پر څو برخو ډلبندي کړو. بشپړې ډلبندۍ هم شته، چې وروسته به يې يادونه وکړو. دا لاندې موضوع گانې د داستانونه ټکی کام څخه اخستل شوي دي. داستانونه ټکی کام د کيسې ډولونه - د کيسې موضوع - کيسه، فن که استعداد - د کيسې چوکاټ - د کيسې پيل او پاى - په کيسه کې غوټه - په کيسه کې مکالمه - په کيسه ليکنه کې د نثر اسلوب - د لنډې کيسې شننه - د پوليسي داستانونو په اړه څو خبرې - په کيسه کې څيره يا کرکټر - - پښتو ژبه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%DA%A9%D9%8A%D8%B3%DB%90%20%DA%89%D9%88%D9%84%D9%88%D9%86%D9%87
د کيسې ډولونه
داستانونه : لنډه کيسه څو ډوله لري چې دا ټول ډولونه له لويه سره په دوو بنسټيزو څانگو وېشل شوي دي . ساده کيسه او تحليلي کيسه . لنډه کيسه څو ډوله لري چې دا ټول ډولونه له لويه سره په دوو بنسټيزو څانگو وېشل شوي دي . ساده کيسه او تحليلي کيسه . تحليلي کيسه يو ډول الهام ، نبوغ اتو موهبه غواړي . ساده کيسه هر هغه ليکوال ليکلی شي چې د کيسې تکنيک يې لوستی وي او د ليکلو استعداد ولري . پښتو ژبه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%83%D9%8A%D8%B3%DB%90%20%D9%85%D9%88%D8%B6%D9%88%D8%B9
د كيسې موضوع
هغه نوې په زړه پورې موضوع، چې په فني، هنري او تكنيكي بڼه نه وي ليكل شوې او كه هغه موضوع، چې تكراري وي، بې كاره وي؛ خو په هنري، فني او تكنيكي شكل كښل شوې وي.. مخته تر دې چې د كيسې پر موضوع خبرې وكړو. اهميت يې څركند كړو. هغه لارې چارې وڅېړو، چې د هغو په مرسته موضوع پيدا كوى شو، د پرمختگ وسايل، چې جوت كړو، د پېچلي توب او نه پېچلي توب په اسبابو يې وژغېږو، د موضوع د ليكلو چپل زده كړو، پر جوړښت يې رڼا واچوو تر دغو ټولو مخته غواړم يو ځلغنده نظر پر تحليلي او تركيبي كيسو تېر كړم. په تېرو پاڼو كې مو ونغوتله، چې تحليلي كيسه ځانگړى استعداد غواړي او مبتدي ليكوال كيسه ليكل په تحليلي كيسو نه شي پيلولى؛ خو ددې مطلب دا نه دى چې ساه كيسه تر تحليلي بې كاره او اسانه ده. ساده كيسه هم يو ډول خاصې پوهې او قدرت ت اړتيا لري تر څو د گڼو لوستونكيو رضايت لاس ته راوړي. لوستونكي د موضوع يو اړخ دى. او د ليكوال برياوې د لوستونكيو له شمېر او سويې څرگندېږي. نوى ليكوال په اولو وختونو كې اړ دى، چې ډېرو لوستونكيو ته ليكنه وكړي او بيا ورو ورو جگ پوړيو ته خبر ورسوي هغو ته، چې تحليلي كيسې خوښوي، د گڼو لوستونكيو د موندلو لار دا نه ده، چې ليكوال جنسي كيسو ته مخه كړي د ژڼيو او پېغلو د جذبولو لپاره يې وليكي جنسي ليكنې تر غونډو ليكنو اسانې او جنسي كيسې تر ټولو كيسو ساده دي. كوم ليكوال، چې د جنسي ليكلو په مرسته گڼ ژڼي لوستونكي پيدا كوي د هغوى ستاينه دوى د جگ پوړيو ليكوالو په ليكه كې نه شي درولى. كه څه هم مينه د كيسې يو مهم توكى دى او گڼې كيسې پر دې عاطفې كښل شوې دي لېكن ليكوال او په ځانگړې توگه نوى يو بايد دا عاطفه په مهذبو اسلوبو او فني ډول انځور كړي تر څو د پاخه لوستونكي تر پام بده نه شي او ځوان لوستونكى يې خوښه كړي. يو ځل بيا تحليلي كيسو ته ورگرځو، تحليلي كيسې ځانگړى قدرت، استعداد او فكر غواړي، چې د نبوغ او عبقريت حد ته رسي دغه كيسې ځانته لوستونكي لري داسې لوستونكي، چې پر كيسې پوهېږي، له اروا پوهنې خبر وي او د ليكنې په باريكيو يې سر خلاصېږي. تحليلي كيسې عام لوتونكيو ته هغوى ته چې مختلف كلچرونه، ذوقونه او نظريې لري په زړه پورې نه وي؛ خو كله چې په دغه كيسې كې تلوسه زياته شي، په ښه فني شكل او اسانه اسلوبو وليكل شي خاص او عام يې ستايي او خوښوي. بله برخه له داستانونه مجلې څخه داستانونه ويب پڼه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%D8%A7%D9%87%D8%AF%20%D8%A2%D9%81%D8%B1%DB%8C%D8%AF%DB%8C
شاهد آفریدی
محمد شاهد خان آفریدی په اوردو ژبه صاحبزادہ محمد شاہد خان آفریدی په انگرېزي ژبه د کريکټ لوبې يو وتلی لوبغاړی دی.دی د کوهاټ په نوم د خيبر پښتونخوا سيمه کې يوې پښتني کورنۍ کې زېږېدلی ، خو ځان پاکستانی گڼي. شاهد آفریدی د پاکستان کريکټ لوبډلې ته ډېرې لاسته راوړنې راوړي . مخينه شاهد خان آفریدی چې په اوردو ژبه په افريدي نوم باندې يادېږي په کرېکټ کې يو د ولوليزې ځانتيا لرونکی لوبغاړی دی ، په لوبه کې تل په ولولې سره لوبېږي او د توپ ډنډه په ډېره تېزه سره کاروي . زده کړې شاهد خان آفریدی خپلې لومړنۍ زده کړې تر ۹م پورې ترسره کړي نورې لوړې زده کړې نه لري او بيا يې کريکټ لوبې ته مخه کړې . لاسته راوړنې کله چې دی په لومړي ځل د کريکټ په يوې ورځينۍ نړېوالې لوبې کې ورگډ شو نو يې د سريلانکا سره په لوبه کې په ۳۷ گېندونو د سلو شمېرې يا منډې جوړې کړي ، چې دا د تر ټولو تېزو منډو ريکارډ دی . سرچينې د پاکستان د کريکټ ملي لوبډله د کريکټ لوبغاړي د پاکستان د کريکټ لوبغاړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D9%86%D8%AF%D9%88%D9%8A%D8%B2%D9%85
هندويزم
هندویزم سانسکريتهندي: چی همدارنگه د د سنتانا درما - او ویدیکا درما - په هم یادیږی، په ټوله نړی کې یو ستر مذهب دی چی د ویداس پر بنسټ منځ ته راغلی چې په ټولیز ډول د یوه لوی او لرغوني دین په توگه اوس هم په ټوله نړۍ کی پیروان لری. هندویزم په نړۍ کې دریم ستر دی چی درې زره کاله لرغونتوب او په ټوله نړۍ کې ۹۰۰ میلیونه پیروان لري هندويزم ديني کتابونه د هندويزم کتابونه په دوه برخو کې بېل کړې شوي دي۔يو شروتي او بل سمريتي شروتي شروتي هغه کتابونه کوم چي هندويزم منونکي خلک د خدې پاک کلام گڼي۔ په دې کې مهابارت،راماين شامل دي۔ سمريتي هغه کتابونه کوم چې د عامو خلکو نه نقل کړې شوي دي۔ مذهب
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B3%D9%8A%D8%AD%D9%8A%D8%AA
مسيحيت
عیسویت یو ابراهیمي توحیدي دین دی، چې د عیسی ناصر د ژوند اوتعلیماتوښوونو پر بنسټ رامنځته شوی. دا دین نږدې ۲.۵ ميلیلارد لارویان لري او په نړۍ کې تر ټولو لوی دین دی. لارویانو او پيروانو ته يې عیسویان ویل کېږي، چې د سیمې د ۱۵۷ هېوادونو د نفوس اکثریت برخه جوړوي، دوی باور لري چې عیسیع د خدای زوی دی، چې د عیسوي په توګه یې د راتلو په اړه په عبراني سپېڅلي کتاب په عیسویت کې زوړ تورات کې وړاندوینه شوې او په نوي تورات کې یې کیسه راغلې. عیسویت له کلتوري پلوه په خپلو لوېدیځو او ختیځو څانګو کې او همدارنګه د بندګۍ د طبیعت او توجیه کولو اړوند تدریس شوې عقیدې، کلیسا پېژندنې، د عیسوي دین د پوهملا په انتصاب او عیسویت پېژندنې کې سره توپير لري. دا چې عیسیع د خدای زوی دی د لوګوس تجسدتجسم، هغه چې خدمت کشیشتوب یې وکړ، سختۍ يې وګاللې او د صلیبوالي لپاره مړ شو، خو د بشریت د ژغورنې لپاره له مړو څخه راپورته شو، د عیسوي فرقو په بېلابېلو عقیدو کې تر ډېره مشترک باور دی، چې د انجیل د لومړیو څلورو ټوکونو د زېري په نوم یادېږي. د عیسیع د ژوند او تعلیماتوښوونو تشرېح د انجيل څلور ټوکونه دي، چې متي، مارک، لوقا او یوحنا دي او له لرغونې دورې څخه د انجیل مخینه ده. عیسویت په لومړۍ پېړۍ کې د دویم معبد د یوې یهودي فرقې په توګه په هېلنېستیک یهودیت کې د روم په یهودیه ولایت کې پیل شو. د عیسي ع حواریان او لارویان د لومړني زور زیاتي سره سره په ټول شام، اروپا، اناتولي، بین النهرین، سویلي قفقاز، مصر او ايتوپیا کې خواره شول. ډېر ژر یې هغه غیر یهودي وګړي ځانته راوبلل چې له خدای څخه يې وېره لرله، دا چاره د یهودیت له دودونو او ادابو څخه د انحراف لامل شوه. له میلاد څخه وروسته په ۷۰ یم کال کې د اورشلیم تر نسکورېدو وروسته د معبد پر بنسټ یهودیت پای ته ورسېده، عیسویت په ورو ورو له یهودیت څخه جلا شو. امپراتور لوی کنستانتین د میلان له ۳۱۳ فرمان سره اعلام وکړ چې عیسویت نور جرم نه بلل کېږي او وروسته یې د نیکیه ۳۲۵ شورا رامنځته کړه، چې له مخې يې لومړنی عیسویت د روم په دولتي کلیسا کې ټينګ شو ۳۸۰. د لویو څانګو له رامنځته کېدو څخه مخکې د عیسویت د متحدې کلیسا لومړنی تاریخ ځینې وختونه د لویې کلیسا په توګه یادېږي. که څه هم په همهغه وخت کې بېلابېلې فرقې شته وې چې له ډلې يې ګنوسيان او یهودي عیسویان یادولی شو. ختیځهه کلیسا تر اېفسوس شورا ۴۳۱ او ختیځه اورتودکس کلیسا هم تر کلسيدون شورا وروسته ۴۵۱ په عیسویت کې د اختلافونو پر سر له یو بل څخه بېلې شوې، حال دا چې د ختيځ اورتودکس کلیسا او کاتولیکه کلیسا په ځانګړي ډول د روم د راهب د صلاحیتونو پر سر په ختيځ لويديځ بېلتون کې له یو بل څخه بېلې شوې ۱۰۵۴ز کال. د اصلاحاتو او سمونونو په دوره کې پروتستانیزم د عیسویت یوه څانګه د کلیسايي او الهیاتي اختلافاتو پر سر له کاتولیک کلیسا څخه بېل او په بېلابېلو فرقو ووېشل شو، چې عمده مسئله د روم د راهب توجیه کول او هغه ته لومړیتوب ورکول وو. عیسویت د لویديځ تمدن په ځانګړي ډول د اروپا په وده کې د لرغونې دورې په وروستیو او منځنیو پېړیو کې د پام وړ رول ولوباوه. عیسویت د اکتشاف تر عصر وروسته له ۱۵ څخه تر ۱۷ پېړۍ د تبلیغي کار له لارې د امریکا په لویه وچه، اوقیانوسیې،- د افریقا د دښتې سویلي برخې او نورې نړۍ ته خپور شو. د عیسویت څلور لويې څانګې دا دي: د کاتولیک کلیسا چې ۱.۳ میلیارده ۵۰.۱ سلنه لارویان لري، پروتستانیسم ۹۲۰ میلیونه۳۶.۷ سلنه لارویان لري، ختیځه اورتودوکس کلیسا ۲۳۰ میلیونه او اسیايي اورتودکس کلیساګانې ۶۲ میلیونه په ټوله کې ۱۱.۹ سلنه اورتودکس کلیساګانې شته. که څه هم د اکومنیزم د یووالي له هڅو سره سره د کلیساګانو زرګونه کوچنۍ ټولنې شته دي. په لويديځ کې د پیروانولارویانو له لږ کېدو سره سره عیسویت لاهم په سیمه کې غالب دین دی او د ټول نفوس ۷۰ سلنه برخه عیسویان دي. عیسویت په افریقا او اسیا کې د تر ټولو ډېر نفوس لرونکو لویو وچو په توګه د ودې په حال کې دی. عیسویان د نړۍ په ځينې برخو په ځانګړي ډول په منځني ختيځ، د افریقا شمال او د اسیا په ختيځ او سويل کې له زور زیاتي سره مخامخ دي. رېښه لومړنیو یهودي عیسویانو ځانونه د لارې په توګه نومول په لاتیني: ټيیس هاډي ، په رومي: ، په احتمالي توګه د اشعیا په عبري ژبه لیکل شوي د عیسویانو د لرغونې کتاب، لومړی فصل په ۴۰:۳ کې راغلي، د خدای لار تیارهبرابره کړئ د ۱۱:۲۶ قانون له مخې د عیسویت اصطلاح ، چې معنا يې د عیسیع لارويان او پيروان دي، د عیسيع شاګردانو ته اشاره کوي، چې د لومړي ځل لپاره د انتاکیا په ښار کې د هغه ځای د غیر یهودي اوسېدونکو له خوا وکارول شوه. د عیسویت د اصطلاح يوه بله ډېره لومړۍ کارونه چې ثبت شوې ده چې د انتاکیايي اېګناتیوس له خوا له میلاد څخه مخکې شاوخوا په ۱۰۰ز کال کې کارول شوې وه. باور اعتقاد په داسې حال کې چې عیسویان په نړيواله کچه شریک اساسي باورونه لري، د سپېڅلي کتاب او هغو دودونو د تفسیر او نظریو په برخه کې سره توپير هم لري چې عیسویت پرې ولاړ دی. ایمان لنډې عقیدتي ویناوې یا د دیني اعتقاداتو اعترافات د عقیدې په توګه پېژندل کېږي. د تمعید غسل له فورمول سره پيل شوې او وروسته د ۴ او ۵ پېړۍ د مناقشو په بهیر کې پراخې شوې، تر څو د ایمان په ویناوو بدلې شي. د کلیساګانو د نړیوالې شورا د کارونې له مخې، د عیسویت لومړنۍ عقیده دا ده چې: عیسیع خدای دی. د عيسائيتنصرانیت عقیده، د عیسوي ایمان د مقالاتو تر ټولو منل شوې برخه ده چې په ښکاره توګه د د عیسویت د لویديځ دود د مذهبي کلیساګانو، لکه لاتین کلیسا، کاتولیکه کلیسا،لږترانیزم، انګلیکانیزم او لویديځ دود د اورتودکس کلیسا په واسطه د ښوونیزو موخو لپاره کارول کېږي. دا ځانګړې عقیده د دويمې او نهمې پېړۍ تر منځ رامنځته شوه. اصلي تعلیمات یې د تثلیث او د خالق خدای تعلیمات دي. په دې عقیده کې شته هر یو تعلیم د نصرانیت د عقیدې د دوران په ټولو عامو ویناوو کې موندلی شو. دا عقیده په ظاهري ډول د عیسویت د تعلیماتو د لنډیز په توګه د تمعید غسل د نوماندانو لپاره د روم په کلیسا کې کارول کېده. لاندې ټکي په کې شامل دي: د نیقیه عقیده، تر ډېره د اریانیزم په ځواب کې د نيکيه او قسطنطنیې په غونډو کې په ترتیب سره په ۳۲۵ او ۳۸۱ کلونو کې رامنځته شوه او د اېفسوس د لومړۍ شورا په اوسنۍ ترکیه کې پرته د افسوس سیمه کې د عیسوي راهبانو ټولنه له خوا په ۴۳۱ ز کال کې د عیسویت د نړیوالې عقیدې په توګه تاييد شوه. د کلسیدون تعریف یا د کلسیدون عقیده، په ۴۵۱ ز کال کې یې د کلسیدون په شورا کې رامنځته شو، که څه هم ختیځو اورتودکسانو رد کړه، عیسيع ته یې وروښودل چې په ګيچ کوونکي، نه بدلېدونکي، د نه وېشلو وړ او د نه توپير کولو وړ ډول په دوه طبعیتونو کې په رسمیت وپېژندل شی،: یو الهي او یو انساني چې دا دواړه طبعیتونه په خپلواک ډول له کمال سره په یو کس کې په بشپړ متحدېږي. د اتاناسي عقیده، نیقیه او کلسیدوني عقیدې ته د ورته مقام لرونکې عقیدې په توګه په لوېدیځه کلیسا کې رامنځته شوه، چې وايي: موږ یوازینی او واحدا خدای په تثلیث او تثلیث په وحدانیت کې منو او عبادت یې کوو؛ نه خلک مغشوش کوو نه هم ذات وېشو. مسلمانانو په نظر کې نصرانیت هماغه دین دی چې الله ج د حضرت موسی علیه السلام د دین د بشپړیدو په خاطر په حضرت عیسی علیه السلام رانازل کړی و. دغه دین بني اسرایلو ته راغلی و چې هغوی یې د نفس او وجدان تهذیب ته بلل، خو له بده مرغه چې د تحریف او تغییر لاسونه ورننوتل او دغه دین یې له اسماني بڼې نه واړاوه. حضرت عيسیٰ ع په اسلام کې حيثیت حضرت عيسیٰ علیه السلام په اسلام کې د پنځو عظیم پیغمبرانو نه دی، یانې الوالعزم - ۱ حضرت محمد مصطفیٰ ص، حضرت ابراهیم ع، حضرت موسیٰ ع، حضرت عیسیٰ ع، او حضرت نوح ع. یو مسلمان د ھغه پورې مسلمان نه شي کیدای چې د څو پورې ھغه حضرت عیسی ع نه مني. عیسی علیه السلام په پخواني عيسويت دین کې حيثيت عیسی علیه السلام په نننۍ غربي نړۍ کې حيثيت د الله ج په دین کې تغییر او بدلون په دین کې د تحریف لاملونه ددغه دین پیروان مغلوب او کمزوري و، ځکه چې له پیل نه پرې دښمنانو یرغل کړی وو، یهودو عیسیعلیه السلام تعقیباوه او د هغه د وژنې تصمیم یې ونیو،خو الله ج ترې نه وژغوره خو پیروان یې تر پایه د یهودانو لخوا تر تعقیب او تعذیب لاندې و. انجیل لمنځه لاړ او سند یې هم ویجاړ شو نن هغه انجیل چې الله ج نازل کړی وو په مختلفو بڼو وجود لري چې موضوعات یې له یو بل سره تضاد او ټکر لري، یو انجیل هم په مستقیم ډول د عیسی علیه السلام له خولې نه ندی لیکل شوی، پدې سربیره چې هغه له منځه تللی بلکې د روایت هغه عادي شرطونه چې یو آسماني کتاب یې غوښتنه کوي هم په اوسنیو انجیلونو کې نشته، ځکه چې دغه ټول آسمان ته د عیسی علیه السلام له پورته کولو نه وروسته لیکل شوي دي، نه یې لیکوال معلوم دی او نه هغه سرچینه چې دوی پرې تکیه کړې ده. د یهودي پولس لاسوهنې یهودی پولس د حضرت عیسی علیه السلام او دهغه د دین له سرسختو دښمنانو نه وو په ډېره چالاکۍ سره وتوانیده څو ځان په مسیحیانو وتپي او پدې توگه یې د دښمنۍ له امله په انجیل کې لاس وواهه او پوره تحریف یې پکې وکړ، دغه دین یې له خپل اصلي شکل او بڼې نه وویست او شرکي عقاید او تصورات یې پکې داخل کړل، لکه: عیسی علیه السلام د خدای زوی دی. عیسی علیه السلام ددې لپاره پیدا شوی دی څو د نورو انسانانو د گناهونو په بدل کې په دار وځړول شي. انسان یوازې په باور نجات مومي او عمل ته هیڅ اړتیا نشته. د مسیحیانو عقیدې الوهیت او تثلیث مسیحیان په الله ج باندې ایمان لري خو حضرت عیسی علیه السلام او حضرت جبرائیل علیه السلام ورسره شریکان نیسي ، چې پدې اړه هم د هغوی د کلیساوو ترمینځ ستر اختلاف موجود دی، بداسې حال کې چې الله ج ورته وایي: د قیامت ورځ حساب عیسویان په دې باور دي چې د قیامت په ورځ به حساب او کتاب حضرت عیسی علیه السلام ته وسپارل شي، پداسې حال کې چې خدای ج وایي: په دار ځړول صلیب د عیسویانو نښه ده او دوی یې سپېڅلې گڼي او سوچ کوي چې حضرت عیسی علیه السلام په دار ځړول شوی دی، پدې اړه یې هم له حقیقت نه لرې خرافاتي داستان جوړ کړی دی چې: کله چې حضرت آدم علیه السلام له هغې ونې نه چې دی ترې منع شوی وو خوراک وکړ نو گناه یې د هغه اولاد ته نقل شوه نو الله پاک د حضرت آدم علیه السلام ټول اولاد ته په غوسه شو، خو ددغې گناه د جبران لپاره او د ټولو انسانانو د نجات لپاره یې خپل یوازینی زوی حضرت عیسی علیه السلام په دار وځړاوه او حضرت عیسی علیه السلام هم په خپله خوښه دار ته پورته شو، نو د انسانانو گناه معاف شوه. پداسې حال کې چې فرآن کریم ددغې غلطې او خرافاتي عقیدې په رد کې وایي: اعتراف عیسویان چې کله گناه وکړي نو بیا د یوه دیني شخصیت په وړاندې په خپله گناه اعتراف وکړي نو دوی عقیده لري چې پدې سره به یې گناهونه معاف او عذاب ترې ساقطیږي. رباني عشاء او استحاله عیسویان په دې باور لري چې حضرت عیسی علیه السلام له دار ځړیدو نه یوه شپه وړاندې خپل دوستان راټول کړل او په ټولو یې شراب او ډوډۍ وویشله نو ځکه خو اوس عیسویان هم یوه شپه راټولیږي ، شراب او ډوډۍ خوري او فکر کوي چې دغه شراب او ډوډۍ یې د حضرت عیسی علیه السلام وینه او غوښه وخوړله او دغه څه چې د چا خیټې ته لاړل نو حضرت عیسی علیه السلام یې له ځان سره گډ شو. د خنزیر غوښه په داسې حال کې چې تورات د خنزیر غوښه حرامه کړې ده دوی هغه حلاله کړه، د انسان ختنه کول چې رواوو دوی حرام کړل او شراب یې هم حلال کړل. د جنت ټکټ کلیسا خپلو خلکو ته د پیسو په بدل کې د جنت ټکټ ورکوي چې د خریدار گناه پرې معاف شي او په جنت کې یوه نمره ځمکه ورته ورکړل شي. تنصیر او تبشیر څه شی دی؟ تنصیر دیني و سیاسي او استعماري حرکت دی چې د نړۍ په مختلفو وگړو کې د مسیحیت دین خپرول غواړي ، هغوی له خپل استعمار لاندې راولي او دغه ته بیا دوی د تبشیر نوم ورکوي چې معنا یې زیری ورکول دي. موخې یې د توحید عقیده لمنځه وړل او د تثلیث شرکي عقیده خپرول. مسلمانان د خپل دین په اړه شکمن او بې باوره کول. په قران کریم کې تحریف کول او مسلمانان د هغه نه بل خوا اړول. د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت کې شک پیداکول. اسلامي شریعت له واک او حکومتي نظام نه لرې کول. په ټولنه کې اسلامي تعلیمات، اداب، اخلاق او ارزښتونه ختمول. داسلام په لور د مسیحیانو له راتگ نه مخنیوی کول. اسلامي هیوادونه او ملتونه ښکیلول. د هیوادونو قانون جوړونه، تعلیم، اقتصاد او فرهنگ په خپل لاس کې نیول. د تنصیر د کار پړاوونه مسیحیان چې غواړي مسلمان له دین نه واړوي نو له درې پړاوونو نه یې تیروي: له دیني التزام نه یې وباسي. بې دینه یې کړي. مسیحیت ته یې ننباسي. د تنصیر وسایل د مسیحیانو د تنصیري پروسې وسایل په لاندې ډول دي: تعلیمي ادارې جوړول. تعلیمي نصاب او سیستم غربي کول. تحصیلي بورسونه. روغتیایي خدمات او کلینیکونه. کتابونه او مجلې خپرول. رادیوگانې او تلویزیونونه جوړول. سپورتي کلپونه جوړول. کلتوري مرکزونه جوړول. کتابتونونه جوړول. مرستندویه موسسې جوړول. حق دین خدای تعالی ټول پیغمبران د انسانانو د لارښوونې لپاره استولي دي تر څو خلک له تیارو نه رڼا ته، له گمراهۍ نه هدایت ته، له باطل نه حق ته او له شرک نه توحید ته وباسي، د وروستني پیغمبر حضرت محمد مصطفیصلی الله علیه وسلم له بعثت نه وړاندې به هر پیغمبر یوازې یوه قوم او یوې سیمې ته راتللو او شریعت به یې هم په هماغه قوم پورې ځانگړی ووخو وروسته د خدای پاک فیصله داسې شوه چې دغه سلسله په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې پای ته ورسوي او د هغه دین نړیوال او شامل او کامل دین وگرخوي او همداسې وشول، نو د اسلام په راتگ سره ټول پخواني دینونه ختم شول، یوازې اسلام به ترقیامت پورې د الله ج حق دین وي او له اسلام پرته بل هیڅ دین هم اللهج ته د منلو ندی او که څوک په بل دین وي نو هغه به په گمراهۍ او تاوان کې وي ، خدای ج فرمایي: دین د الله په وړاندې یوازې اسلام دی. څوک چې له اسلام پرته بل دین لټوي ، له هغه نه به هیڅ کله هم ونه منل شي او په آخرت کې به له تاوانیانو څخه وي. نو پدې بنسټ مونږ مسلمانان باید د اللهج شکر ادا کړو چې په حق دین اسلام باندې یې پیدا کړي یو ، باید پر اسلام وویاړو ، عملي یې کړو او نور لارورکی بشریت هم ورته راوبلو. سرچينې تاسی غواړئ چې عيسی
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85%20%DA%A9%D8%B1%D9%8A%D9%85%D9%88%D9%81
اسلام کريموف
اسلام کریموف پر پرمختللې ازبکي: په روسي: زیږیدنه: ۳۰م جنوري کال ۱۹۳۸ له ۱۹۹۱ کال راهیسې د ازبکستان ولسمشر دی. د ۱۹۳۸م کال زېږدنې ازبک سیاستوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D9%88%DA%AF%D9%88%20%DA%86%D8%A7%D9%88%D8%B2
هوگو چاوز
هوگو چاوېز هوګو چاوزانگریزي هسپانوي ۲۸ جولای کال ۱۹۵۴ نوموړی د وینزویلا ۵۳ م او اوسنی ولسمشر دی. حکومت ولې فعالیتونه د ۱۹۵۴م کال زېږدنې د وینزیویلا ولسمشران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D9%85%D8%B1%D8%A7%D9%86%20%D8%AE%D8%A7%D9%86
عمران خان
عمران خان نيازی په انگرېزي: د اکرام الله خان نيازي زوی يو پاکستانی سياستوال اود کرکټ پخوانی لوبغاړی دی. نوموړی د شلمې پېړۍ په اخر کې د دوو لسيزو لپاره په نړيوال کرکټ کې لوبې کړي.د کرکټ څخه د تقاعد کېدو وروسته يې سياست ته مخه کړه هغه د سياست برسېره يو بشردوست، کرکټ پوه، د انگلستان د بريډ فورډ پوهنتون ريس او د شوکت خانم روغتون او څېړنيز مرکز بنسټگر اود چلوونکې ډلې مشر دی. عمران خان د پاکستان کرکټ لوبډلې تر ټولو بريالی کپتان وو چې ۱۹۹۲ کې يې د هېواد نړيوال جام گټونکې مشري کوله، دا وخت عمران خان د پاکستان د ټولو نه غټ سياسي گوند تحريک انصاف مشر دې۔ يادښتونه د پاکستان د کريکټ ملي لوبډله د کريکټ لوبغاړي د پاکستان د کريکټ لوبغاړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%86%DA%81%D9%86%DB%8D%20%D9%BE%DB%90%DA%93%DB%8D
منځنۍ پېړۍ
په پخوانيو تاريخي او جغرافيايې اثارو کي د غور او غوريانو په اړه زيات داسې زرين سرليکونه او وياړني کښل شوي او ثبت دي چي نه يوازې د افغانستان د لرغوني او پخواني تاريخ ارزښتمن سرليکونه دي ، بلکې د سيمې لپاره هم ستر ارزښت لري . د غور او غوريانو د تاريخ له پيژندنې پرته د افغانستان او سيمي بشپړ تاريخ نشي پيژندل کيدای . لرغوني غوريان د کلتور او تهذيب ، سياست او واکمنۍ ، پوهي او هوښيارۍ په ډگرونو کي داسې لاس ته راوړني لري چې د بيلابيلو تاريخي پيرونو برم او دبدبه پکښي نغښتې ده . غور په اوسنۍ بڼه د افغانستان د څلور ديرش ولايتونو څخه يو دى ، چي د هېواد د اتو نورو ولايتونو سره د بريد کرښي لري . شمال لور ته يې د فارياب ، بادغيس لويديځ ته يې د هرات او فراه سهيل ته يې د هلمند او دايکنډي او ختيځ ته يې د باميان او سر پل ولايتونه پراته دي . د غور ولايت ارتوالۍ اته ويشت زره شپږ سوه نه شپيته ٢٨٧٧ کيلو متر ه مربع ته رسيږي ، او اداري پلازمېنه يې چغچران دۍ . د غور په گاونډيو ولايتو نو کي د لرغونپوهانو له خوا د څيړنو په ترځ کي د پخوانيو زمانو زيات شمير اثار او لاسوندونه تر لاسه شوي دي ، چي د يو شمير هغو لرغونتيا په زرگونو کاله پخوانيو زمانو ته رسيږي ، د بيلگي په توگه په فارياب کي د دشلې لرغونې سيمه ده ، چي لرغونتيا يې لږ تر لږه د څلورو زرو کالو څخه تر دريو زرو کالو پخوانيو زمانو ته رسيږي ؛ د باميانو لرغوني سيمه چي د بودايې پير زښت زيات لرغوني اثارلري ، او په روزگان ولايت کي د کوشاني او يفتلې پيرونو اړوند زيات شمير اثار يادولای شو . خو له بده مرغه په غورولايت کې د لرغونو زمانو په تړاو ځانگړي څيړنې او سپړنې نه دي تر سره شوې ، چې له امله يې تر اوسه د لرغوني غور په لمن کي د پخوانيو مېشتو وگړو په اړه بشپړې څرگندونې نشي کيدلای . خو د هغو څيړنو څخه چي د ويدي او اوستاېې مدنيتونو په اړه تر سره شوې ، د غور سيمې ، غرونه ، او د اوسيدونکو په تړاو يو شمير څرگندوني شته چي د افغانستان په اساطيري تاريخ کېې ځانگړۍ دريځ لري . هيرودوت پر خپل مهال د نورو تاريخي پيښو تر څنگ دا يادونه هم کړې ، چي د هخامنشيانو په وړاندي د هغوۍ ځتيځ گاونډيانو هم پر له پسې پاڅونو نه کړي دي ، خو چي د خشيار شاه ٤٠٤ ٣٥٩ تر ميلاد وړاندي کالونه په دربار کې د يوناني طبيب کتي سيس يادښتونه لولو . په هغو کې د هخامنشيانو پر ضد په وار وار د سوريانو پاڅونونه ياديږي . بوخاردبرينتس : ٥٣ پاڼه په سيستان کې د ساکانو د دولت تر جوړيدو وروسته ټولي هغه سيمي چي د يوناني او پارتي دولتونو په ولکه کي نه وې راغلي او د هغوۍ ترمنځ پرتې وې ، ورو ورو خپل کړې چي يونانيانو اندو ساتيا ياد ساکانو د سيند هيواد نوم ور کړ او چيني سرچينو هغه د کيپين په نوم ياد کړېدۍ . موگا لومړنۍ واکمن وو چي د ساکانو واکمني يې په ٧٢ تر ميلاد وړاندي کال کي پيل کړه او تر هغه وروسته ازيس په ٥٨ تر ميلاد وړاندي کال او ورپسې ازيليس په ٤٠ ٤٥ تر ميلاد وړاندي پر ټوله اندو سايتيا واکمن پاته شويدۍ پښتو او پښتانه : ٤٢ پاڼه او لرغونۍ غور هم د همدې واکمنۍ په لمن کي ارزښتمن دريځ درلود . د کوشاني سترواکۍ پر مهال د غور او هري سيمي د سيستان له واکه ووتلې . کوشانيان ، چي د ساکانو له سټې څخه وه ، نوموړي سيمې تر خپل واکمنۍ لاندې کړې ، او په ايران کي د ساسانې واکمنۍ سره گاونډ شوه . د زابلستان د غوړيدو پر مهال د يفتليانو لپاره غور او اړوندي سيمي د اعرابو په وړاندي يوه ستره او ډاډمنه اډه پايگاه وه . د پيتروشفسکي او زيات شمير نورو مورخينو په باور د ساسانيانو واکمني په ٦٥١ ميلادي کال د اعرابو په وسيله پای ته ورسيده خو د ساساني امپراتورۍ ختيځ لور ته يو شمير خپلواکو سيمو د اعرابو په وړاندي پاڅونونه کول چي د هغو څخه کابل ، غور او ديلم د اعرابو تابع نه شوه . طبري په خپل تاريخ کي ثبت کړيدي چي : علي ابن محمد وايې چي اسد د غور غزا غزی ته ولاړۍ خو د هغه سيمو اوسيدونکو خپل هر څه پټ کړي او يایي لوړو ځايونو ته وړي وه چي هلته رسيدل د چا په توان کي نه وه . د تاريخي متونو پر بنسټ د سوريانو واکمني د اوسني غور د اوسيدونکو له خوا تر ټولو پخوانۍ څرگنده واکمني منل شوېده ، چي نوم يې په بيلا بيلو تاريخي پاڼو کي ثبت دۍ . منهاج سراج جوزجاني د هغو زياتو نورو مورخينو له شميره دۍ چي د سورې کورنۍ په اړه يې د بيلا بيلو نامتو کسانو نومونه را ياد کړيدي ، د هغه په وينا سور او سام د ضحاک دوه ورونه دي او د سوري کورنۍ څخه زيات شمير کسانو د غور پر سيمه واکمني درلوده ، چي د ماهوی سوري ٣٨ هجري او ملک شنسب ابن خرنک څخه پيليږي او د امير پولاد تر زمانې ١٦٠هجري واکمن پاته شوي دي . افغانستان بعد از اسلام : ١٢٧ ١٣٢ پاڼه په زيات شمير تاريخي متونو کي د سوري کورنۍ نامتو کسان لکه ماهوی سوري ٣١ ٣٦ هجري شنسب ابن خرنک ٣٦ هجري امير پولاد ١٣٠ هجري امير کروړ جهان پهلوان ١٣٩ ١٥٤ هجري امير ناصر ابن امير کروړ ١٦٠ هجري امير منجی بن نهاران ١٧٠ هجري امير سوری ٢٥٣ هجري او د اسي نور ياد شويدي . تاريخ مختصر افغانستان ؛ ١٦٥ پاڼه د غوري پاچاهانو په نوم د همدې سوريانو له پښته بله هغه کورنۍ ده چي د تاريخي افغانستان زياتي سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستي دي ، او د افغانستان په تاريخ کي د برم او وياړ با ب گڼل کيږي . د غوري پاچاهانو په دې لړۍ کي تر ټولو زيات نامتو پاچاهان لکه قطب الدين محمد غر شاه ملک الجبال وفات ٥٤١ هجري ١١٤٦ ميلادي بهاالدين سام د واکمنۍ نېټه ٥٤١ هجري ١١٤٦ ميلادي سلطان غياث الدين غوري ٥٥٨ ٥٩٩ سلطان بهاوالدين غوري ٦٠٧ هجري سلطان علاوالدين غوري جهان سوز ٦٠٧ ٦١١ هجري او نور يادولای شو . د غوري کورنۍ د واکمنۍ پر مهال او په ځانگړي توگه د سلطان غياث الدين غوري در بار د پوهانو ، هنر مندانو او اد ب پوهانو پلازمينه بلل شوېده . په دې ليکنه کي د همدې کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د هغو يوشمير ودانيو يادونه کوو چي د هيواد په تاريخي او هنري سرليکونو کي يې ارزښت ځانگړۍ دۍ . پېښليک
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AE%D8%AA%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D8%AE%D9%8A%20%D8%B2%D9%85%D8%A7%D9%86%D9%87
مختاريخي زمانه
د ټولنيزو پو هو بر لاسي پو هان د انساني تاريخ ټول مهال په دوو لويو برخو ويشي چي لومړې برخي ته د انسان او انساني ټولنو لرغونی پير او دوهمي برخي ته يی د انساني ټولنوتار يخي پير نوم ورکړيدۍ . د انسان او انساني ټولنو د لرغوني پير څيړنه او پيژ ندنه د لرغونپوهني دسپلين په مرسته تر سره کيږی . لر غونپوهان د خپلو څيړنو ساحه په دريو لويو پيرونو ويشي او هر لوې پير د ښه پو هيدنې په نيت په ندي مهالونو ويشي : د ډ بري پير د ډ بري پخوانۍ مهال د ډبري منځنۍ مهال دنوي ډ بري مهال د ډبرو او مس مهال د ژړو فلز پير د ژړو فلز پيل مهال د ژړو فلز پراختيامهال د ژړوفلز په دوهم رديف کي مهال د وسپني پير د وسپني پيل مهال دلومړني مدنيتونو مهال د لومړنيو سياسي نظامونومهال د لر غونپوهانو او مو رخينو پر دي ټکي يوالي شته چي د دي دوو لويو پيرونو بيلتون او جلا والۍ په بنسټيزه توگه هغه وخت کيدونکۍ بريښي چي د څيړنی لپاره يوه وړوکی ساحه وټاکل شي او که په ټوليزه توگه د يوه هيواد او يا يوي لويی وچي په اړه د څيړني خبره را منخ ته کيزي په هغه حال کي د لرغوني پير او تاريخي پير ترمنځ د کرښي ټاکلۍ يا کال او نيټه نشي په گوته کيدلاي . د دي لنډ ي سريزي په نظر کي نيولړ سره د افغانستان د لر غوني زمانی په باب اړين مطالب تر تيب او درنو لوستونکو ته د در ناوي سره يوځای وړاندي کيږي . پېښليک
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D9%88%DB%8C%20%D9%BE%DB%90%D8%B1
نوی پېر
د افغانستان تاريخ اوسنۍ زمانه د افغانستان د پيدايښت او پراختيا سره يو ځای پيل کيږی . د مورخينو او څيړونکو باور دادې چي د افغانستان اوسنۍ زمانه کيدای شي ډير بابونه او سر ليکونه ولری ، د دي وينا د سپيناوی لپاره په اوسنۍ زمانه کی د افغانستان ستراتيژيک ارزښت ته پام اړوی . د دي سره سره زيات شمير مورخين د افغانستان د اوسنۍ زمانې په تاريخ د ښه پوهيدولو په نيت يوازی په څلورو لويو سر ليکونو کی د دي پير بيان او وضاحت کړيدۍ : لومړۍ : د افغانستان او افغاني امپراتورۍ پراختيا دوهم : کورنۍ شخړې او بهرنی يرغلونه دريم : بيا خپلواکی او اماني پير څلورم : ننه نۍ زمانه د اڅرگنده ده چي د افغانستان د اوسنۍ زمانې تاريخ ټول اړخونه يوازی تر پورتنيو سر ليکو نو لاندي نه شي مطالعه او څيړل کيدلای،د ياد شوو سر ليکونو دا ټاکنه يوازی د لومړۍ افادی په توگه وړاندي کيږی . د يو بل اړين مطلب يادونه هم په کار ده چي د افغانستان د اوسنۍ زمانې تاريخ هغه څلورمه برخه چي ننه نۍ زمانې ته بيله سويده ، هغه به د يو بيل څپرکي په توگه تر بحث او څيړنی لاندي وی ، په کار ده چي د ابرخه د درنو لوستونکو په گډون فعاله وساتل شې . باوري پېښليک
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D9%84%D8%A7%D8%AF%D9%85%DB%8C%D8%B1%20%D9%BE%D9%88%D8%AA%DB%8C%D9%86
ولادمیر پوتین
ولادمير ولادميروويچ پوتين روسي: زېږېدنه ۷ اکتوبر یو روسي سیاستوال او اوسمهال د روسیې ولسمشر دی. ولادمیر پوتین د ۲۰۱۸م کال د مارچ د اتلسمې نېټې د انتخاباتو په پایله کې یو وار بیا د روسیې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. ولادیمیر ولادیمیرویچ پوتین د ۱۹۵۲ز کال د اکټوبر په ۷مه زېږېدلی یو روسي سیاستوال او د استخباراتو پخوانی افسر و، چې د روسې د ولسمشر په توګه یې له ۲۰۰۰ز کال نه تر ۲۰۰۸ز کال پورې او له ۲۰۱۲ز کال نه تر اوس مهاله دنده ترسره کړې ده. نوموړی له ۱۹۹۹ز کال نه تر ۲۰۰۰ز کال پورې او له ۲۰۰۸ز کال نه تر ۲۰۱۲ز کال پورې د لومړي وزیر په توګه هم دنده تر سره کړې. پوتین د ګاونډ هېواد بیلاروس له ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو وروسته د اروپا دویم ترټولو د اوږدې مودې پاتې ولسمشر دی. پوتین په لیننګراد اوسنۍ سنټ پیټرزبورګ کې زېږېدلی او په لینینګراد دولتي پوهنتون کې یې د حقوقو برخه کې زده کړې کړي او په ۱۹۷۵ز کال کې فارغ شوی. پوتین ۱۶کاله د د بهرنیو استخباراتو د افسر په توګه دنده تر سره کړې اومخکې له دې، چې په ۱۹۹۱ز کال کې له خپلې دندې نه استعفا ورکړي، د ډګروالي رتبه یې تر لاسه کړې وه. پوتین په ۱۹۹۶ز کال کې مسکو ته لاړ، ترڅو د ولسمشر بوریس یلسین په دولت کې دنده ترلاسه کړي. هغه د ۱۹۹۹ز کال په اګسټ میاشت کې د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کېدو مخکې د فدرالي امنیتي خدماتو د رئیس او د امنیت شورا د منشي په توګه دنده ترسره کړې وه. د یلسین له استعفا وروسته پوتین سرپرست ولسمشر شو او څه کم څلور میاشتې وروسته په ښکاره توګه د لومړي ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو او په ۲۰۰۴ز کال کې بیا وټاکل شو. څرنګه چې هغه د اساسي قانون له نظره د ولسمشر په توګه په پرله پسې دوو دورو پورې محدود و، نو ځکه پوتین د ډیمټري میډیډوف په مشرۍ له ۲۰۰۸ز کال نه تر ۲۰۱۲ز کال پورېد لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه او په ۲۰۱۲ز کال کې، چې ولسمشریزې ټاکنې د درغلیو او لاریونونو له امله زیانمنې شوې، پوتین د درېیم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو. د ۲۰۲۱ز کال په اپرېل کې د یوه ټولپوښتنې له لارې هغه په اساسي قانون کې ځینی تعدیلات لاسلیک کړل، چې د یادو تعدیلاتو پر بنسټ هغه ته اجازه ورکړل شوه، تر څو د دوه ځلو نه زیات ټاکنو ته ځان نوماند کړي او د هغه د ولسمشرۍ موده تر ۲۰۳۶ز کال پورې وغځوي. د پوتین د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د روسیې اقتصاد د پرله پسې اتو کلونو لپاره وده وکړه، یادې ودې د تیلو او ګازو په بیه کې پنځه چنده زیاتوالې راوست، چې د روسیې د صادراتو لویه برخه یې جوړوله. پوتین د چیچنیا په دویمه جګړه کې د روسیې د بریا لامل شو او همدارنګه هغه د میدیدوف په مشرۍ د لومړي وزیر په توګه د روسیې او ګرجستان په جګړه کې د روسیې د بریا او په لویه کچه د پوځي او پولیسو اصلاحاتو څارنه وکړه. د پوتین د ولسمشرۍ د درېیمې دورې په لړ کې، د تیلو د بیې راتیټولو او د ۲۰۱۴ز کال په پیل کې د روسیې له خوا په اوکراین کې د پوځي مداخلې او د کریمیا د الحاق وروسته لګول شوي نړیوال بندیزونه د دې لامل شو، چې په ۲۰۱۵ز کال کې د ناخالصه کورني تولیداتو کچه ۳.۷سلنې ته راټیټه شي. د ولسمشر په توګه د هغه د څلورمې دورې په لړ کې، د ۲۰۲۲ز کال په فبروري کې پوتین په اوکراین کې د بشپړ یرغل امر وکړ، چې د روسیې په وړاندې د نورو بندیزونو د لګولو او د مالي ناورین رامنځته کولو لامل شو. د پوتین تر مشرۍ لاندې روسيې استبدادي نظام ته مخه کړه. کارپوهان، د سیاسي مخالفینو بندي کول او ځپل، د آزادو مطبوعاتو ګواښول او مخنیوی کول او د آزادو او عادلانه ټاکنو نشتوالی په ګوته کولو سره روسیه یو ډیموکراتیک هېواد نه ګڼي. شخصي ژوند د ۱۹۸۳ز کال د جولای په ۲۸مه، پوتین له لیوډمیلا شکربینیوا سره واده وکړ او له ۱۹۸۵ز کال نه تر۱۹۹۰ز کال پورې یې په ختیځ المان کې یو ځای ژوند کاوه. دوی دوه لوڼې د ماریا پوتینا او یوکاترینا پوتینا په نوم لري. د ۲۰۲۰ز کال په نومبر کې د پروکټ له خوا یوېڅیړنې ادعا کوله، چې پوتین یوه بله لور د الیزاویتاد مارچ ۲۰۰۳ز کال زېږېدلی هم لري. د ۲۰۰۸ز کال په اپرېل کې ماسکوفسکي په نوم یو خبریال راپور ورکړ، چې پوتین له لیوډمیلا نه طلاق اخیستی او د اولمپیک د سرو زرو مډال ګټونکي الینا کابایوا سره یې واده کړی و، چې پخوانۍ روسي سیاستواله هم وه، خو یاده موضوع رد شوه او دغه ورځپاڼه لږ وروسته وتړل شوه. په راتلونکو کلونو کې، په پرله پسې ډول بې بنسټه راپورونه خپاره شول، چې ګواکې پوتین او کابایوا په ګډه څو ماشومان لري، که څه هم دا راپورونه بیا بیا رد شوي. په ۲۰۱۲ز کال کېپوتین او لیوډمیلا اعلان وکړ چې دوی سره جلا شوی دي. پوتین دوه لمسیان لري، چې په ۲۰۱۲ز کال او ۲۰۱۷ز کال کې زېږېدلي دي. لومړنی ژوند پوتین د ۱۹۵۲ز کال د اکټوبر په ۷مه په لینینګراډ اوسنی سینټ پیټرزبورګ کې زېږېدلی، د ولادیمیر سپیریډونوویچ پوتین او ماریا ایوانوونا له درېیو ماشومانو نه تر ټولو کوچنی ماشوم دی. د هغه نیکه، سپیریډون پوتین د ولادیمیر لینن او جوزف سټالین شخصي اشپز و. د پوتین له زېږون نه مخکې د هغه دوه وروڼه ویکتور او البرټ، چې د ۱۹۳۰لسیزې په منځ کې زېږېدلی و، مړه شول. البرټ په ماشومتوب کې مړ شو او ویکتور په دویمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني ځواکونو له خوا د لیننګراد د محاصرې پرمهال د ډیپتیریا له امله مړ شو. د پوتین مور د فابریکې کارکوونکې وه او پلار یې د شوروي په سمندري ځواکونو کې دنده لرله، وروسته بیا پوځ ته ولېږدول شو. د پوتین مورنې نیا په ۱۹۴۱ز کال کې د جرمني نیواکګرو له خوا ووژل شوه او ماما یې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په ختیځه جبهه کې ورک شو. د ۱۹۶۰ز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه، پوتین خپل کور ته څېرمه د باسکوف لاین ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. په ۱۲کلنۍ کې، هغه د جودو تمرین پیل کړ. په خپل فارغ وخت کې یې د کارل مارکس، فریدریش انګلس او لینن د آثارو له لوستلو نه خوند اخیست. پوتین په ۲۸۱سنټ پیټرزبورګ عالي لېسه کې الماني زده کړې کړي او د دویمې ژبې په توګه الماني خبرې کوي. پوتین په ۱۹۷۰ز کال کې د اندری ژدانوف اوس د سینټ پیټرزبورګ ایالت پوهنتون په نوم د لیننګراد دولتي پوهنتون کې د حقوقو برخه کې زده کړی وکړې او په ۱۹۷۵ز کال کې فارغ شو. اسیا په ۲۰۱۲ز کال کې، پوتین په یوې هندۍ ورځپاڼه کې یوه مقاله لیکلې وه، چې ویلي یې و: د هند او روسیې ترمنځ د سټراټیژیکو همکاریو تړون، چې په ۲۰۰۰ز کال کې لاسلیک شو، یو واقعی تاریخي ګام دی . هند د روسې د پوځي تجهیزاتو لوی رانیوونکی دی او دواړه هېوادونه له تاریخي پلوه پیاوړې سټراټیژیکې او ډیپلوماټیکې اړیکې لري. د پوتین په مشرۍ، روسیې د شانګهای همکارۍ سازمان له اسیايي هېوادونو سره اوله برکس سازمان سره، چې چین، هند، پاکستان او د شوروي اتحاد له منځه تللو وروسته مرکزي اسیاي هېوادونه په کې شامل دي، مثبتې اړیکې ساتلې دي. په ۲۱مه پیړۍ کې د چین او روسیې اړیکې د اقتصاد له پلوه د پام وړ پیاوړې شوې. د دوستۍ تړون، د د تېلو پایپ لاین او د سایبریایي ځواک د ګازو پایپ لاین د دوو لویو قدرتونو ترمنځ ځانګړې اړیکې رامنځته کړې. پوتین او لومړي وزیر شینزو ابې په مکرر ډول د جاپان روسیې د ځمکنیو شخړو په اړه د خبرو اترو لپاره یو بل سره لیدلي. همداراز پوتین د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ د جوړولو په اړه هم خپله لېوالتیا څرګنده کړې، خو په ۲۰۲۰ز کال کې د ابي له استعفا نه مخکې هېڅ تړون لاسلیک نه شو. همدارنګه پوتین منګولیا ته درې سفرونه کړي او له خپل دغه ګاونډي هېواد سره یې ښې اړیکې ساتلي. پوتین او د هغه منګولیایی سیال د ۲۰۱۹ز کال په سپټمبر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ یو دایمی تړون هم لاسلیک کړ، چې سوداګری او کلتوری تبادلې یې لا زیاتې کړې. پوتین لومړنی روسی مشر و، چې په نیمه پېړۍ کې یې په ۲۰۰۷ز کال کې اندونیزیا ته سفر وکړ او په پایله کې یې د وسلو یو تړون لاسلیک کړ او له افغانستان سره یې په ۲۰۱۰مه لسیزه کې پوځي او اقتصادي مرستې وکړې. روسیې او فیلیپین ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۶ز کال کې پیاوړې شوې، کله چې پوتین له خپل فیلیپیني سیال رودریګو دوترته سره نږدې دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې. پوتین د مالیزیا او د هغه وخت لومړي وزیر مهاتیر محمد سره هم ښې اړیکې لري، همدارنګه د بنګله دیش له لومړي وزیر شیخ حسینې سره د اټومي انرژۍ تړون لاسلیک کړ. پوتین د روسیې لومړنی مشر و، چې شمالي کوریا ته یې سفر وکړ او د ۲۰۰۰ز کال په جولای کې یې کیم جونګ ایل سره وکتل. پوتین په ۲۰۱۷ز کال کې په میانمار کې د روهینګیایي اقلیت پر وړاندې په تاوتریخوالي نیوکه وکړه او په میانمار کې د ۲۰۲۱ز کال کودتا وروسته، روسیې ژمنه وکړه چې د میانمار له پوځي رژیم سره به خپلې اړیکې پیاوړې کړي. متحده ایالات، لویدیځه اروپا او ناټو د پوتین په مشرۍ، د روسیې اړیکې له ناټو او امریکا سره له څو پړاوونو تېرېږي. کله چې هغه د لومړی ځل لپاره ولسمشر شو، دا اړیکې ډېرې محتاطې وې، خود سپټمبر میاشتې د۱۱مې له بریدونو نه وروسته پوتین په چټکۍ سره د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د امریکا ملاتړ وکړ، چې په دې توګه د ملګرتیا فرصت هم څرګند شو. له ۲۰۰۳ز کال راهیسې، کله چې روسیې د عراق په جګړه کې له متحده ایالاتو سره سخت مخالفت وکړ، پوتین نور هم له لوېدیځ نه لرې شو او دا اړیکې په دوامداره توګه خرابې شوې. د ۲۰۰۷ز کال په فبروري کې، پوتین په نړیوالو اړیکو کې د متحده ایالاتو په انحصاري واک نیوکه وکړه. هغه وویل: د دې پایله به یې دا وي، چې هېڅوک د خوندیتوب احساس ونه کړي! پوتین تل په اروپا کې د متحده ایالاتو د توغندیو د دفاعي سیستم مخالفت کړی او ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته یې د ۲۰۰۷ز کال د جون په ۷مه یو وړاندیز وکړ چې رد شو. پوتین د ۲۰۰۸ز کال د فبرورۍ په ۱۷مه له سربیا نه د کوزوو د یو اړخیزې خپلواکۍ له اعلان سره هم مخالفت وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې دا به د نړیوالو اړیکو ټول سیستم بې ثباته کړي. هغه د نړۍ د څو سترو قدرتونو له خوا د کوزوو د خپلواکۍ په رسمیت پېژندنه د یوې وحشتناکې بېلګې په توګه بیان کړه، چې په حقیقت کې به د نړیوالو اړیکو ټول سیسټم له منځه یوسي، چې په لسیزو کې نه، بلکې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوی. د ۲۰۱۴ز کال په مارچ کې، پوتین د کوزوو د خپلواکۍ اعلامیه د کریمیا د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو لپاره د توجیه په توګه وکاروله او په ۲۰۰۱ز کال کې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، پوتین د امریکا له ولسمشر جورج ډبلیو بوش او د لوېدیځې اروپا له ډېرو مشرانو سره ښې اړیکې درلودې. په ۲۰۱۱ز کال کې په لیبیا کې د ناټو په مشرۍ پوځي لاسوهنې د پوتین په ګډون د نړۍ د ډېری مشرانو له خوا د نیوکې پراخه څپې رامنځته کړې او ټینکار کاوه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۷۳ز کال پریکړه لیک ناقص او نیمګړی دی. د ۲۰۱۳ز کال په وروستیو کې د روسیې-امریکا اړیکې هغه وخت نورې هم خرابې شوې، کله چې متحده ایالاتو له ۱۹۶۰ز کال نه وروسته د لومړي ځل لپاره هغه وخت سرمشریزه لغوه کړه، چې پوتین امریکایي اډوارډ سنوډن ته چې د نه یې په پراخه کچه محرم معلومات افشا کړي و، پناه ورکړه. د ۲۰۱۹ز کال د نومبر میاشتې په ۹مه پوتین ډونالډ ټرمپ ته د متحده ایالاتو د ۴۵م ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه. د ۲۰۱۶ز کال په ډسمبر کې، د متحده ایالاتو استخباراتي چارواکو د جیمز کلیپر په مشرۍ پوتین په دې تورن کړ، چې هغه د متحده ایالاتو د ټاکنو په لړ کې د ډیموکراټ ګوند نوماندې هیلري کلنټن د بریښنالیک په هک کولو او سایبري بریدونو کې لاس درلود، خو د پوتین ویاند دا تورونه رد کړل. پوتین په پرله پسې ډول هیلري کلینټن په دې تورنه کړې، چې د ۲۰۰۹ز کال نه تر ۲۰۱۳ز کال پورې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې په توګه، د روسیې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، خو د ۲۰۱۶ز کال په ډسمبر کې کلنټن پوتین تورن کړ، چې د هغې په وړاندې شخصي کرکه لري. د ټرمپ له ټاکل کېدو سره سم، په امریکا کې د پوتین محبوبیت زیات شو. د ۲۰۱۷ز کال په فبروري میاشت کې د ګالپ له خوا نظر پوښتنې کې ۲۲سلنې امریکایانو د پوتین په اړه مثبت نظر څرګند کړ، چې له ۲۰۰۳ز کال راهیسې ترټولو لوړ و. سرچینې د ۱۹۵۲م کال زېږدنې د روسې ولسمشران روسي سیاستوال زېږېدنې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%DA%A9%D9%84%D8%A7%D9%85
عبدالکلام
ډاکټر ابولفقير زين العابدين عبدالکلام تاميل: ... په هندي: په ١٥ د اکتوبر، ١٩٣١ کال کې د هندوستان په تاميل ندو کې زېږېدلی دی. نوموړی چې په لنډه توگه د ... په نامه سره هم يادېږي د هندوستان ولسمشر دی. د ولسمشرۍ سره سره هغه يو ډېر نوميالی ساينسپوه او انجنير دی چې د خلکو په مېنځ کې د هندوستان توغوندی سړی يا په نامه هم يادېږي. کاري ژوند عبدالکلام د تاميل ندو په رامسوارام دهنوشکودي کې په يوې کاريگرې مسلمانې کورنۍ کې زېږېدلی. هغه خپل بری ليک د اېروناټېکل انجنيرۍ کې د مدراس تخنيکي انسټېټيوټ نه په ١٩٥٨ کال کې ترلاسه کړی. د فراغت نه وروسته نوموړی د هندوستان د دفاع څېړنيز او پرمختيايي تنظيم کې د هوورکرافټ پروژې کې د کار لپاره وگومارل شو. په ١٩٦٢ کال کې عبدالکلام د هندوستان هوايي څېړنيز تنظيم ته ولاړ او د مصنوعي سپوږمکيو په جوړولو او توغولو کې يې کاميابه ونډه درلوده. د هندوستان د لومړنۍ سپوږمکۍ د توغولو گاډۍ - پروژه کې د لارښود په توگه ده ډېره اهمه ونډه درلوده او په کاميابۍ سره يې دا پروژه سرته ورسوله، او همداسې د جولای په مياشت، کال ١٩٨٠ کې د روهيني سپوږمکۍ د زمکۍ نژدې مدار کې د ځای پر ځای کولو کاميابه کړنه هم دده له برکته وه. په ١٩٨٢ کال کې يو ځل بيا عبدالکلام د هندوستان د دفاع څېړنيز او پرمختيايي تنظيم ته د لارښود په توگه راستون شو، او دا ځل يې د توغنديو په جوړولو غور وکړ. هغه د آگني او پرېتوي نومي توغنديو د پرمختگ او اداره کولو مسول وه او همدا ددې سبب وگرځېده چې د ښه کار په پايله کې د هندوستان د توغندي سړي نوم ورکړ شو. د ١٩٩٢ کال د جولای په مياشت کې عبدالکلام د هندوستان د دفاع وزارت ساينسي سلاکار شو. د هندوستان د حکومت د اهم ساينسي سلاکار په توگه د وزيرانو د کابينې په رتبه کې پاتې شو. د هغه کارونه ددې لامل وه چې هندوستان د لومړي ځل لپاره په ١٩٩٨ کال کې د پوخران- کاميابه هستوي ازمېينه ترسره کړه او په همدې توگه هندوستان د نړۍ د هستوي وسلو په هېوادونو کې وشمېرل شو. ډاکټر کلام د کابينې د ساينسي کوميټې سلاکارانو مشر هم پاتې شوی او د هندوستان د ميلېنيم مېشن ٢٠٢٠ يا د زرکلنې مقصد ٢٠٢٠ لارښوونه يې هم کړې. ډاکټر عبدالکلام د اکاډميکو زده کړو پسې روان شو او په آنا پوهنتون، چېنای کې د ٢٠٠١ کال د نومبر د مياشتې نه د تخنيک او ټولنيز بدلونونو پروفېسر شو او په همدې توگه د درس ورکولو سره سره په ډېرو څېړنيزو کارونو باندې بوخت وه. په هر صورت دده ترټولو غوره او اصلي مقصد دا وه چې د هېواد د لا پرمختگ لپاره د ځوانانو په ماغزو کې ډيوې بلې کړي او هغوی وروزي. اوس ډاکټر کلام هندوستان د يوولسم ولسمشر دی او د ٢٠٠٢ کال د جولای د ٢٥ نېټې راهيسې پخپلې دندې بوخت دی. ستاينې ډاکټر عبدالکلام يو بې جوړې سړی دی چا چې تر اوسه پورې د دېرشو پوهنتونونو نه دوکتوراگانې ترلاسه کړي دي او په همدې توگه د هندوستان درې لويې ملکي جايزې هم ترلاسه کړي. د پدما بهوشان جايزه يې په ١٩٨١ کال کې ترلاسه کړه، د پدما وبهوشان جايزه يې په ١٩٩٠ کال کې او په هندوستان کې تر ټولو لويه ملکي جايزه چې د هېواد کې د اعلی چوپړ په پايله کې ورکول کېږي د بهارت راټنا جايزه ده چې نوموړي په کال ١٩٩٧ کې لاس ته راوړه. پدې لنډو وختونو کې يې د يو بل پوهنتون نه د ستاينزي دوکتورا د اخيستلو نه لاس په سر شو او دا ادعا يې لرله چې دی د همدومره لاس ته راوړنو نه ډېر راضي دی چې په ژوند کې د ډېر زيار په گاللو ور په برخه شوي. په اوبتل کې سفر ډاکټر عبدالکلام د هندوستان په تاريخ کې لومړنی ولسمشر دی چې په اوبتل کې يې سفر کړی دی. په ١۴ د فبروري ۲۰۰۶ کال عبدالکلام د آی ان اس سندهوراکشاک يو روسي جوړ شوی اوبتل ته د ويشاکاپتانام سمندري بېړۍ اډې نه وخاته. د هغه د سفر موده څه کم درې نيم ساعته وه. چې په دغه مهال کې د هندوستان ولسمشر د بېړۍ املې سره غرمنۍ هم يوځای وخوړله. د ۱۹۳۱م کال زېږدنې ژوندي خلک د هند ولسمشران تاميلي ساينسپوهان هندي ساينسپوهان د بهارت راټنا گټونکي هندي ليکوال هندي انجنيران د پادما وېبهوشان گټونکي د هند مسلمانان مسلمان ساينسپوهان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D8%B1%D9%88%DB%90%D8%B2%20%D9%85%D8%B4%D8%B1%D9%81
پروېز مشرف
پروېز مشرف زېږېدنه ۱۰ د اگسټ ۱۹۴۳ د پاکستان پخوانې ولسمشر، د پاکستاني پوځ لوی درستيز او څلورم پاکستانی جنرال وو چې په ټول پاکستان د يوې کودتا په پايله کې حکومت کړي وو. هغه په ۱۲ د اکتوبر، ۱۹۹۹ زېږيز کال کې د نواز شريف د گوښه کولو وروسته واک ترلاسه کړ او تر هغې وروسته يې د لوی درستيز لقب وگاټه چې تر دې وروسته بيا د پاکستان ولسمشر شو. د پاکستان هېوادمشران هېوادمشران پاکستانی جنرالان آی اېس آی غړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%BE%D9%84%D8%A7%D8%AA%D9%88%D9%86
اپلاتون
اپلاتون افلاطون يوناني: د شاوخوا. څخه تر شاوخوا. پورې يو ډېر زيات اغېزناکه لرغونې يوناني فېلسوف او د سقراط زده کوونکی وه چې د خپل استاد، د سكرات د اندونو فکرونو نه ډیر متاثره وو. هغه يو تکړه شمېرپوه او د فلسفي ديالوگونو ليکوال او په آتن کې د اکاډمي بنسټګر دی، چې ارستو هم په نوموړې اکادمۍ کې زده کړې کړي. افلاطون به په پراخه کچه په اکادمۍ کې په زده کړو ورکولو بوخت وه خو د دې ترڅنگ به يې په ډېرو فلسفي چارو لکه سياست، اخلاقيات، مېټافيزيک او منېق ليکنې هم کولې. دده ترټولو اهمې ليکنې دده ډيالوگونه دي، که څه هم چې دده نه راپاتې ډېرې لېشناکې او لطيفې خبرې او نکتې هم راپاتې دي او ځينې ليکونه هم د هغه د وختونو نه راپاتې دي کوم چې ده پخپل لاس کښلي. تاريخپوهان پدې اند دي چې د افلاطون ټول معتبره ډيالوگونه د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې بچ او خوندي پاتې شوي. اپلاتون په انګلیسي: ؛ په یوناني: ؛ ۴۲۷۴۲۸ یا ۴۲۳۴۲۴مز تر ۳۴۷۳۴۸مز یو یوناني فیلسوف ؤ چې د لرغوني یوناني د کلاسیک پېر پر مهال په آتن کې زېږېدلی ؤ. هغه د اپلاتونوالې فکري مکتب او اکاډمي پرانېسته، چې په لوېدیځې نړۍ کې د لوړو زدهکړو لومړۍ موسسه ګڼل کېږي. اپلاتون، سقراط او تر ټولو نامتو شاګرد یې ارسطو په لرغونې یوناني او لوېدیځې فلسفه کې د محوري شخصیتونو په توګه پېژندل کېږي. په ټوله کې، اپلاتون د لوېدیځې نړۍ د دین او معنویت بنسټ اېښودونکی ګڼل کېږي. د پلوتینوس او پورفېروس په څېر د نوي اپلاتونوالې فیلسوفان، د اَوګوستین غوندې د کلیسا مشرانو لهلارې پر مسیحیت باندې اغېزناک تمام شول. آلفرېد نارت وایتهېد یو وارې ویلي وو چې، د اروپایي فلسفي دود تر ټولو ډاډمنه ټولیزه ځانګړنه دا ده چې په خپلو حاشیو او یادښتونو کې له اپلاتون څخه بېبرخې نهدی. اپلاتون په فلسفه کې د لیکل شویو خبرواترو او دیالکتیکي بڼو نوښتګر ؤ. اپلاتون د لویدېځې سیاسي فلسفې بسنټګر په توګه هم یادېږي. تر ټولو ستره ونډه یې د بڼو جولو تیوري ده چې د کره عقل لهلارې پېژندل کېږي او اپلاتون په هغې کې د کلیاتو مسألې لپاره یوه حللار وړاندې کوي چې د اپلاتونوالې اپلاتونیزم په نوم پېژندل کېږي چې په مبهم ډول د اپلاتوني واقعیتپالنې او اپلاتوني اېډيالیزم په نامه هم یادېږي. سربېره پر دې، هغه د اپلاتوني مینې او اپلاتوني جسمونو همنومی هم دی. ژوندلیک د ژوند لومړي کلونه پیدایښت او کورنۍ د اپلاتون د ژوند لومړیو کلونو او لومړیو زدهکړو په هکله معلومات، لږ دي. هغه په اشرافي او متنفذې کورنۍ کې پیدا شوی ؤ. د یوه ضد او نقیض روایت لهمخې، چې ډوکسوګرافر دیوجانس لایرتي بیان کړی، د اپلاتون پلار ارېستون خپله شجره د آتن پاچا کودروس او د مسینیا پاچا مېلانتوس پورې اړوند ګڼلې. د لرغوني یوناني دود لهمخې، ویل کېږي چې کودروس د پوسایډون اساطیري خدای له نسل څخه ؤ. د اپلاتون مور پېريکتیون نومېده، چې کورنۍ ته یې د آتن له نامتو مقنن او د تغزل شاعر سولون سره اړیکې درلودل یو لوی ویاړ ؤ؛ سولون د یونان یو له اوو حکیمانو څخه ؤ چې د دراکون قوانین یې د قتل په تور د اعدام له مجازاتو پرته ملغا کړل. پېریکتیون د خارمیدیس خور او د کریتیاس ورېره وه، چې دواړه یې د دېرشو ظالمانو مطرحې څېرې وې؛ دېرش ظالمان، چې د دېرش په نامه هم یادېږي، یو لنډ الیګارشي رژیم ؤ ۴۰۴ تر ۴۰۳مز چې د پېلوپونیسوس جګړې ۴۳۱ تر ۴۰۴مز په پایله کې د آتن له سقوط وروسته رامنځته شو. د ځینو معلوماتو لهمخې، ارېستون هڅه وکړه ترڅو په زوره د پېریکتیون پام ځانته راواړوي، خو پاتې راغی؛ وروسته له هغو، خدای اپولو په خوب کې یې راځي او په پایله کې یې پېریکتیون پرېښوده. زدهکړې لرغونې سرچینې اپلاتون، باهوښه او متواضع ستایي چې په زدهکړو کې ډېر تکړه ؤ. اپولیوس وایي چې سپیوسیپوس د اپلاتون د ماشومتوب دورې ذهني ځیرکتیا او تواضع ستایلې ده او هغه په ځلمیتوب کې ډېر زیار اېسته او له مطالعې سره خورا مینه درلوده. پلار یې د هغه د ښې زدهکړې لپاره ټول اړین شرایط او اسانتیاوې برابرې کړې وې او لهدې کبله، اپلاتون په پښویه ګرامر، موسیقي او جمناسټیک کې د خپل پېر تر ټولو اوڅارو ښوونکو لهخوا وروزل شو. اپلاتون خپل په جمهوریت اثر کې په وار، وار سره د دامون نوم اخلي. اپلاتون یو غېږنیوونکی پهلوان ؤ او دیکیارخوس نقل کوي چې هغه په برزخي یا ایستمي لوبو کې غېږې نیولې. اپلاتون، همدا راز، د فلسفې په درسونو کې ونډه اخېستله؛ له سقراط سره تر معرفي کېدو دمخه، له کراتیلوس او هېراکلیتي اصولو سره اشنا شو. امبروز پر دې باور ؤ چې اپلاتون په مصر کې له ارمیا سره لېدلي دي او د هغه د مفکورو تر اغېزې لاندې راغلی ؤ. اَوګوستین په لومړیو کې دغه ادعا ومنله، خو وروسته یې رده کړه او د ښار خدای په اثر کې یې ادعا کړې چې، اپلاتون د ارمیا له نبوت څخه سل کاله دمخه زېږېدلی ؤ. د ژوند وروستي کلونه او مړینه ویل کېږي چې اپلاتون ګنې ایټالیا، سیسیلیا، مصر او شحات لېبیا ته سفر کړی وي. د اپلاتون د خپلې څرګندنې لهمخې، هغه په څلوېښت کلنۍ کې له ایټالیا او سیسیلیا څخه لیدنه کړې او د هغو ځایونو له نفسانیت او عیاشي څخه یې کرکه درلوده. ویل کېږي چې اپلاتون په څلوېښت کلنۍ کې آتن ته ستون شو او د هېکادېموس یا اکادېموس په بڼ کې یې په یوې ټوټه ځمکه کې د لوېدیځ تمدن تر ټولو لومړی تنظیمي مکتب پرانېست. دغه ټوټه ځمکه، د یوناني اساطیرو له آتیک اتل اکادېموس څخه وروسته ونومول شوه. دغه ځمکه د تاریخي یونان په وخت کې د زیتون او څنار په ونو تزیین شوې وه. د اپلاتون اکاډمي د آتن ښار څخه بهر په یوې پراخې محوطه کې پرته وه چې پراخوالی یې شپږ سټدیا مربع وه په تقریبي توګه هر سټدیا ۱۵۸ متره کېږي. یو روایت دا دی چې د اکاډمي وییکی د لرغوني اتل اکادېموس له نوم څخه اخېستل شوی دی؛ خو بل روایت کې ویل کېږي چې یاد وییکی د نوموړې ټوټه ځمکې له پخواني خاوند اکادېموس څخه اخېستل شوی، چې د آتن تبعه ؤ؛ په داسې حال کې چې بل روایت ښیي چې دغه وییکی د اېچېدېموس په نامه، د کاستور او پولوکس په پوځ کې له یوه ارکاډیایي غړي څخه اخېستل شوی دي. اکاډمي فعاله وه، تر هغو چې په ۸۴مز کې د لوکیوس کورنیلیوس سولا لهلورې ړنګه شوه. ډېري روښاندو په اکاډمۍ کې زدهکړې ترسره کړې چې تر ټولو نامتو یې ارسطو ؤ. د سېنېکا په وینا، اپلاتون په همهغه نېټه چې زېږېدلی ؤ، په ۸۱ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې. سودا بیا وایي چې هغه ۸۲ کاله ژوند کړی، په داسې حال کې چې نینتېس د ۸۴ کلونو عمر ادعا لري. مړینه یې په بېلابېلو سرچینو کې راغلې ده. د یوې خطي تحریف شوې نسخې لهمخې، اپلاتون په خپل کټ کې مړ شو، په داسې مهال کې چې یوې پېغلې تراکي انجلۍ ورته شپېلۍ غږوله. بل روایت ښیي چې اپلاتون د یوه واده په مراسمو کې مړ شو. دغه روایت د دیوجانس لایتري د ماخذ لهمخې بیان شوی چې هغه په خپل وار سره د درېیمې پېړۍ سکندریهمېشتي هرمیپوس څخه نقل کړی دی. د ترتولیان په وینا، په واقعیت کې، اپلاتون په خوب کې مړ شو. اپلاتون په اېفيستیادای کې یوه ټوټه ځمکه درلوده، چې د ادیمنتوس په نوم ځوان ته په میراث پاتې شوه، چې په ډېر احتمال سره د هغه له نږدې خپلوانو څخه وه، ځکه چې اپلاتون په دغه نوم یو ورور او تره درلود. دا هم وګورئ سرچینې فيلسوفان اپلاتون
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%88%DA%A9%D8%B1%D8%A7%D8%AA
سوکرات
سوقرات سقراط يوناني: ۴۷۰ز م.ز.پ يو لرغونی يوناني فېلسوف ؤ چې د غربي فلسفې د بنسټ ايښودلو يا پلار وياړ يې ترلاسه کړی دی. د سوقرات په هکله تر ټولو پخه او ډاډمنه سرچينه افلاطون و. که څه هم چې لرغوني پوهان پدې کې سره يوه خوله نه دي چې آيا د تاريخ له نظره د سوقرات انځورونه د سرچينو نه سم اخذ شوې. آن دا چې افلاطون هم د سوقرات يو بشپړ انځور نه دی راڅرگند کړی خو د هغه ډيالوگونه موږ ته سوقرات د يو ښوونکي په توگه راپېژني چې د سوفستيانو د زده کړو مخالفت يې کاوه. سوفستيانو به خپلو زده کوونکو ته د خبرو اترو کړه وړه ورښودل چې په بحثونو کې بېلابېلو پوښتنو ته څنگه په هوښيارۍ سره ځوابونه ووايي خو سوقرات بيا خپل زده کوونکي دې ته اړ وېستل چې په خپل شاوخوا نړۍ کې تل د حقيقت پلويان اوسي او تل دې په دې هڅه کې وي چې د خپل د ضمير سره په هماهنگۍ کې ژوند وکړي، آن تر دې بريده چې که چېرته د هغوی همدا کار د هېواد د قانون سره په ټکر کې هم مخامخ وي خو دوی بايد د رښتيا په دريځ ولاړ وي. سوفيستيانو بيا د سوقرات په مخالفت کې راپورته شول او داسې انگېرنې يې کولې چې سوقرات زده کوونکو ته ناسمې لارښونې کوي او د دی زده کوونکي د داسې بامنطقه کسانو په توگه د ټولنې پر خلاف راڅرگندوي څوک چې د هغه خدايي غږ په لار روان دی، کوم چې د سوقرات په سر کې ازانگې وهي. خو سوقرات يو نېک او روک سړی و څوک چې د خپلې خبرې څخه نه اوړي او د هغه مهال د حکومت لخوا محاکمه کېږي. د سوقرات د ځای په هکله داسې وييل کېږي چې هغه د آتن وو چې د آتن د محکمې لخوا پدې تورن شوی وه چې هغه د سپېڅلتيا سپکاوی کړی او د آتن ځوانانو ته د ناسمې لارښوونې په کولو سره هغوی له لارې وباسي. چا چې د هغه د ژوند پېښې بيان کړي، داسې وايي چې که څه هم چې د سوقرات د محاکمې په پای کې هغه ته د هېواد نه د شړلو اختيار هم ورکړ شوی وه خو هغه د شوکران زهر څښل پخپله خوښه وټاکل. زده کړې د سوقرات محاکمه او مړينه تر ميلاد وړاندې اچ جي وېلز په خپل د ماشين دورې نومي کتاب کې، موږ د خيال پر وزرونو پخوانيو وختونو ته بيايي. که همداسې څلېرويشت پېړۍ څټ ته لاړ شو، په ۳۹۹تر ميلاد وړاندې به ځانونه په اتن کې ومومو. په داسې يوه ځاى کې به پښه کښېږدو، چې هلته به ډېر ژر د سوقرات محاکمه پيل شي. د اتن ښار د ښکلا او بدرنگۍ يو هېښوونکى ترکيب دى. يو خوا مرمرينې ماڼۍ او د سرو زرو مجسمې سترگې برېښوي، بل خوا انسان تر زنگنو پورې په خټو او لوښو کې ښخېږي. د ښار اوسېدونکي هم بېلابېلې مفکورې لري. دوى ټول له پيدايښت، ايجاد او پايښت څخه يو ډول پټېږي. له يووالي سره مينه ښيي، خو سياسي ژوند يې له ستونزو او ناخوالو څخه ډک دى. له خدايانو سره په راز و نياز بوخت دي، خو د خپلو گاونډيانو په تېرايستلو کې بيړه کوي. يو وحشي ملت دى، خو استعداد لري. په خپل هنر کې غښتلي دي، خو له يو بل سره يې کړنلاره د وحشيانو په څېر ده، د مجسمې په جوړولو کې که د مجسمې يوه گوته نيمگړې وي، نو لويه گناه يې گڼي، خو د دښمن د يرغمل شويو اسيرانو د گوتو په پرې کولو وياړي او دا کار هېوادپالنه گڼي. دا خلک د محکمې پر لوري چټک گامونه اخلي، چې د خپلې دورې د يوه هوښيار او مدبر انسان په حق کې قضاوت وکړي. دا هغه خلک دي چې څو کاله وړاندې يې د خپل عصر يو نوميالى مجسمه جوړوونکى فيدياس په يوه جوړ شوي ساختگي تور، د زندان د تورو تمبو تر شا په مرگ محکوم کړ. نبوغ په لرغوني اتن کې يو خطرناک او زهرجن زړى دى، کله چې د محکمې تالار ته ورگډېږو، د قاضيانو يو پنځه سوه کسيز پلاوى پر خپل ځاى وينو، داسې ښکاري لکه چې يوه لويه ډله چې د بغاوت او خواشينۍ د خپرولو لپاره ټاکل شوې وي، نه د محاکمې لپاره. غونډې رسمي بڼه نيولې ده. درې تنه شکايت لرونکي غواړي چې پر خپلو خبرو پيل وکړي، تورن کس اصلي ځاى ته راولي، د خلکو شور او ځوږ د تالار فضا پر سر اخلي، خو سوقرات ارام او غلى ولاړ دى. فيلسوف په تالار کې تر ټولو غوره شخصيت دى. که څه هم د خپل عمر اويا کاله يې تر شا پرېښي، خو د يوه څلوېښت کلن سړي غوندې تکړه ښکاري. دى ټول عمر تر شنه اسمان لاندې په زده کړه بوخت و، ځکه يې رنگ زيتوني بڼه غوره کړې ده. گرځنده او بې مزده حکيم دى، پکه ککرۍ او لوڅې پښې يې يوې ټيټې برونزي مجسمې ته ورته دي، خړه ږيره، گرده پزه او ننوتى تندى، هوښيارې او مهربانې سترگې، پنډې شونډې او له بدگومانۍ څخه ډکه مينه ناکه موسکا، دا نيمايي دېب او نيمايي پرښته موجود، انسان تر خپلې اغېزې لاندې راولي. روښانه ديد يې تر ټولو حاضرينو پورې رسېږي، داسې يو ديد، لکه د يوه مهربانه پلار نظر چې د خپل نالايقه اولاد پر لوري يې ورواړوي. هغه کم عقله او ساده اولاد چې يوازې د شر او فساد لپاره لوى شوى وي. سوقرات به چې کله د هغو له کړاوه ډکو او نمجنو څېرو ته وکتل، رحم به پرې برلاسى شو او داسې ورته اېسېدل، لکه دې وگړو چې د ژوند کرغېړنه او له ستونزو ډکه دوره ترشا پرېښې وي. يو اوږد او له تلفاتو ډک عصر. تر يوه ديکتاتور حکومت وروسته يو انقلاب رامنځته شوى او د انقلاب پرضد کړنلارې د يوه داسې حکومت راوستلو ته لار پرانيستلې وه، چې ځان غوښتونکو او متکبرو واکمنانو منگولې پرې لگولې وې. که ټول يو پر بل بدگومانه شي، د حيرانۍ وړ خبره نه ده. د حيرانوونکو پېښو کمى نه شته، دومره چې د خلکو د عقل پر روغتيايي حالت يې اغېز کړى دى. هر څوک چې د فکر کولو زړورتيا ولري، په محکمه کې به له دردوونکي برخليک سره مخ شي. بيړه وکړئ، محاکمه پيلېږي! منشي د دعوه ليک په لوستلو پيل وکړ: سوقرات د خپل هېواد په وړاندې په جنايت تورن دى، زموږ د خدايانو له منلو څخه يې سر غړولى او زموږ د ځوان نسل مفکورې يې فاسدې کړې دي. دا دواړه يوه سزا لري او هغه هم مرگ دى. ناست خلک حيرانېږي، يو ځوان تر شونډو لاندې کرار خپل ملگري ته وايي: دوى ځکه سوقرات خداى نه پېژندونکى گڼي، چې يوازې پر يوه خداى ايمان لري. سوقرات پر خپل ځاى غلى ولاړ دى، دى به پر خپل وار سره د دغو دعوو ځواب ورکړي. د اوس لپاره يې غوره گڼلې ده، چې غلى وي او شکايت لرونکي خپلې خبرې بشپړې کړي. د شکايت لرونکو مشر انيتوس يو چرم پلورونکى دى. نوموړى له سوقرات سره شخصي کينه او دښمني لري، خو زوى يې د دې زاړه فيلسوف ټينگ پلوى دى. انيتوس تور لگوي، چې سوقرات د هغه زوى تېر ايستلى او زلمى يې له سمې او گټورې لارې څخه بې برخې کړى دى. هغه غواړي چې دا مفسد استاد يې زوى، بېرته د چرم پلورنې کار ته راوگرځوي. خو دا يې اصلي موخه نه ده، نورو دعوه کوونکو هم هيله لرله، چې سوقرات له منځه ليرې کړي. سوقرات د ځواکمنو پر لار يو اغزى و، کله چې دعوه کوونکو د سوقرات پرضد اسناد وړاندې کړل او قاضيانو ته يې هغه د يوه فتنه پلټونکي انسان په توگه وروپېژانده، دا حقيقت په ښه توگه څرگندېږي. هغه څوک چې له وېرې پرته، په ازاده توگه خپل فکر په نورو کې خپروي. داسې افکار چې د ځوانانو اخلاق کمزوري کوي او د زړو کسانو امن ته ستر گواښ پېښوي. خو د اتن اوسېدونکي په دې خوښ نه وو، چې سوقرات ته دې د مرگ سزا واورول شي. شکايت لرونکو په خپلو خبرو کې سوقرات ته د تېښتې لار پرانيستې وه. پروفيسور کولاى شول له دې لارې څخه گټه پورته کړي. د هغوى هڅه دا وه چې يوازې يې ژبه وربنده کړي. نه دا چې ژوند ورڅخه واخلي. دې کار ته د اتن قوانين هم چمتو وو. انيتوس د خپلو خبرو په پاى کې د محکمې له پلاوي څخه وغوښتل چې که سوقرات وغواړي سزا به يې راټيټه کړي او دا غوښتنه د اتن د اوسېدونکو له روحيې سره سمه وه. په دې توگه سوقرات د خپل راتلونکي په ټاکنه کې برلاسى و. ده کولاى شول د مړينې پرځاى د خپل هېواد پرېښودلو لار غوره کړي. تمه کېده چې د محکمې پلاوى به هم د ده دويمې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي. خو سوقرات به څه وکړي؟ مخکې تر دې چې سوقرات د ځان په دفاع راپورته شي، پر ټول تالار چوپتيا واکمنه وه. که څه هم اوس مهال موږ په دې فکر کې يو، چې سوقرات به څنگه د ځان دفاع وکړي، خو لومړى به د هغه پر تېر ژوند يو ځغلند نظر واچوو او کېدى شي دا معلومات راسره مرسته وکړي، چې سوقرات د خپل ځان دفاع پر مهال څه وايي. د سوقرات د تېر ژوند په اړه معلومات به په همدې تالار کې د سيلانيانو په خبرو کې ولټوو، داسې ښکاري چې په دې برخه کې د سپين ږيرو خبرې راسره مرسته وکړي: يو بوډا، يوه ځوان ته وايي: زه د اسپارتيانو په وړاندې په جگړه کې د سوقرات ملگرى وم. د هغه زغم د حيرانتيا وړ و. په ساړه ژمي کې چې د ځمکې مخ کنگل او سپينو وارو پوښلى و، ټولو خپلې پښې پټې کړې وې، خو سوقرات په داسې حال کې چې سندرې يې ويلې، په لوڅو پښو لار لنډوله. داسې ښکارېده لکه غوښتل يې چې په خپلو څپړو د خاورو سطحه لمس کړي. هغه ته يخني، لوږه، ستړيا، پوچ پاش ويل، هرڅه د زغملو وړ وو، ستړيا او ستومانۍ به يې يا په بې پروايۍ او يا هم په موسکا بدرگه کولې. يو بل ځوان زياتوي: هو! داسې ښکاري لکه هېڅ شى چې يې نه ځوروي يخني، لوږه، ستړيا.. درېيم تن زياتوي: له دغو ټولو سره- سره يې تل شراب هم په لاس کې وي، ما د هغه په څېر کوم بل بنيادم نه دى ليدلى. يو بل تن چې بڼه يې د مصريانو په څېر ده، وايي: ما د سوقرات د دوستانه بزم په اړه چې ډېر مشهور دى، ډېر څه اورېدلي دي. زه غواړم هغه مېلمستيا ياده کړم، چې په هغې کې سوقرات خوړل، څښل او تر سپېده چاوده پورې له خپلو ملگرو سره د مينې په خبرو اترو بوخت و... يو زوړ سړى د هغه خبره ورپرې کوي:...ته وايې چې هغه تر سپېده چاوده پورې ويښ وي؟. هو! ټول مېلمانه په درانه خوب بيدېدل، خو سوقرات به وروستى غوړپ د اپولو په نوم چې د رڼا الهه ده، پر سر اړاوه او د زده کړې لپاره به کوڅو ته وت.... د سوقرات يوه مدير وويل:ما هم اورېدلي چې سوقرات په اتن کې هغه يوازېنى انسان و، چې د شپې له خوا به گرځېده. يو بل نندارچي د هغه د خبرو په تاييد سر ښوروي: همدا لامل دى چې هغه يې محکمې ته راوکاږه. سياستوال له هغه چا څخه کرکه لري، چې د دوى په غوږونو کې ووايي، چې د لټۍ او د طلايي خوبونو د ليدو پرځاى بايد د خلکو د ژوند هوساينې ته پاملرنه وکړئ. هغه څوک چې لومړى په خبرو راغلى و، خپلې خبرې اوږدوي: هغه په خپل ژوند کې هېڅکله ځواکمنو ته تسليم نه شو او نه يې هم د خپلو افکارو له خپراوي څخه ډډه وکړه. هغه کس چې مصريانو ته ورته و، وپوښتل: اوس به په يوه داسې محکمه کې چې ژوند يې له گواښ سره مخ دى، څه وکړي؟. هغه کار چې تل يې کاوه، موږ دواړو د سرتېرۍ په وخت کې د نورو سرتېرو د ژغورلو لپاره خپل ځانونه په خطر کې اچول، خطر که هرڅومره لوى او موقعيت نازک و، باور مو درلود، چې سوقرات به وړاندې لاړ شي. د ساه اخيستلو وخت پايته نژدې کېده، ډېر ژر به له سوقرات څخه وغوښتل شي، چې په خبرو پيل وکړي. خو سوقرات په فکر کې ډوب دى. زاړه سړي د خپل ملگري غوږ ته خوله ورنژدې کړه: دا د هغه يو حيرانوونکى حالت دى. په پوځ کې د خدمت پر مهال يوه شپه او يوه ورځ په خپلو فکرونو کې ډوب ولاړ و. ما ډېر ځله هغه څارلى دى، خو ان د بدن يوه غړي يې هم حرکت نه کاوه. کټ مټ لکه اوس، وگوره په دې بشپړه ارامتيا کې داسې ښکاري، لکه له چا سره چې اړيکي لري. د سوقرات يو شاگرد وايي: ښايي له خداى څخه دا غوښتنه کوي، چې هغه ته لار وروښيي او ورته ووايي چې څه وکړي. بوډا د هغه خبرې مني او وايي: دا هغه مطلب دى، چې يوه ورځ يې ما ته ويلي وو، ما په ټوکه سوقرات ته وويل، چې د فکر کولو په وخت کې داسې ښکارې، لکه له لوړ عالم څخه چې څه پيغام اخلې. هغه په موسکا راته وويل: گران ملگريه! ته رښتيا وايې، زه الهي غږ ته غوږ ږدم، چې څه بايد وکړم. په بله وينا وپوهېږم چې څه بايد ونه کړم. يو بل تن په شونډو کې وايي: نه پوهېږم چې دا غږ به هغه ته نن ورځ څه ووايي. بوډا ځواب ورکوي: په دې راز به ډېر ژر وپوهېږو. د ساه اخيستنې وخت پايته ورسېد، هغه نندارچيان چې تالار يې پرېښى و، بېرته پر خپلو ځايونو کښېناستل. مشر د جلسې د رسميت اعلان وکړ او سوقرات ته يې بلنه ورکړه، چې د ځان دفاع وکړي. سوقرات په راوتي ټټر او ارامه څېره په پښو ودرېد، په درانه او ارام غږ يې په خبرو پيل وکړ، په يوه داسې غږ چې د کرکې، وېرې او بېباورۍ کومه نښه نه په کې ښکارېده. څرگندونې يې هغه غوره خبرې وې، چې د يوه انسان له خولې څخه راوځي. هغه له خپل ځان څخه دفاع ونه کړه او نه يې هم د عفوې او بخښنې لپاره خوله جينگه شوه. پر خپل ايمان او باور باندې يې د پخوا په څېر خپله عقيده ټينگه وساتله. دى په دې پېښه کې پر دې اخلاقي حقيقت لا باوري شو، چې نېک انسان ته هېڅکله هم د شر له کبله په ژوند او مړينه کې زيان نه رسېږي. راځئ د هغه خبرو ته غوږ شو. سوقرات قاضيانو او د محکمې غړو ته مخ واړاوه: سوقرات ته لږه پاملرنه وکړئ. خو رښتينولۍ ته ډېره. پر ما باندې دعوه کوونکو دومره ښې او رښتيا خبرې وکړې، چې خپل ځان يې راڅخه هېر کړ، رښتيا دا ده چې د حق يوه خبره يې هم له خولو څخه راونه وتله. هغوى تاسو وپوهولئ، چې زما د خبرو پر فصاحت ونه غولېږئ. خو په دې خبره به ډېر ژر باوري شئ، چې زه غوره وياند نه يم او نه هغه خطيب يم چې د اور په څېر خبرې وکړم، نه هغه قاضي يم چې نورو ته قناعت ورکړي. زه هغه ساده انسان يم چې د حقيقت لټه کوي. هيله لرم چې قاضيان ما وبخښي، ځکه زه د محاکمې په ژبه خبرې نه شم کولاى. په خپل اوياکلن ژوند کې مې لومړى ځل دى چې محکمې ته راوستل شوى يم. پرېږدئ چې په خپله ژبه خبرې وکړم، زما د خبرو ډول ته پام مه کوئ، بلکې هغه حقيقت واورئ چې په څرگندونو کې مې نغښتى دى. حقيقت دا دى چې زه بېگناه او له دغو تورونو څخه ليرې يم، چې پر ما راتپل شوي دي. وروسته سوقرات يو- يو تور ردوي. خلک هغه خداى نه پېژندونکى گڼي او وايي چې سوقرات ځان تر دې ډېر لوړ او هوښيار گڼي، چې پر خدايانو دې باور ولري. خو زه هېڅکله هم هوښيار نه يم، پوهېږم چې په هېڅ هم نه پوهېږم. ښايي دا هغه څه وي چې تاسې يې د عقل په نوم پېژنئ. خو داسې وگړي شته، چې ان نه پوهېږي چې په څه نه پوهېږي. دا د ځانغوښتونکو شکايت لرونکو په وړاندې يو هوښيارانه گوزار و. سوقرات باور درلود، چې دا خبرې يې په گټه نه دي، خو هغه په دې فکر کې نه و، چې خپل ځان وژغوري. هغه غوښتل چې حقيقت دې برلاسى وي. دا زما د ژوند يوازېنۍ هيله ده، دا خبره مې د ډېرو واکمنانو غوږونو ته رسولې ده، چې د واکمنۍ پر مهال د هېواد دود، کلتور او د حکومت چارو ته پام وکړي، داسې لکه يو بوټ گنډونکى چې د بوټ په گنډلو ښه پوهېږي. زما دا عمل چې په خپله د خداى عبادت دى، بېځايه گڼئ، ما د دې وخت نه درلود، چې خپل ژوند سمبال کړم. تاسې وينئ چې ټول عمر مې په دې لار کې تېر کړ، همدا لامل دى، چې خوار يم او هېڅ هم نه لرم. د لومړي تور د ردولو لپاره همدومره بس دي. سوقرات د خدايانو په وړاندې بې عقيدې نه، بلکې هغه رښتينى معتقد دى او خلکو ته د عدالت ښوونه، د خداى ستاينه گڼي. په تالار کې پرله پسې گنگوسې اورېدل کېدې، داسې لکه د غومبسو په ځاله کې چې لرگى ووهې. سوقرات د لاس په اشاره خلک هڅوي چې غلي شي، چوپتيا پر ټول تالار واکمنېږي. سوقرات پرځان دويم تور راسپړي او يو دعوه کوونکى د شاهدانو پر څوکۍ کښېنوي. دا يوه په زړه پورې خبره ده، په هغه لومه کې چې په خپله يې اوبدلې ده، په خپله په کې نښلي. هغه شاعر ملتوس هم ورسره کينه لري، خو فيلسوف پوزخند پرې وهي، دې شاعر يوازې يوڅو توري سره کتار کړي دي، فيلسوف داسې يوه داسې ځاى ته راکاږي، چې ډاډه يې کړي گواکې ټول وگړي کولاى شي په اتن کې ځوانان اصلاح کړي او يوازې دا کار د سوقرات په وس نه دى پوره. روښانه ده چې دا خبره بېځايه او له حقيقت څخه ليرې ده، چې ټول خلک دې هوښيار وي، خو يوازې سوقرات دې ناپوه وي. له دې کبله په ټول تالار کې د خندا غږ انعکاس مومي، سوقرات خپلې خبرې پسې اوږدوي: د ملتوس د تور په ځواب کې به همدومره خبرې بس وي، ښه پوهېږم چې کوم دښمنانه احساسات مې د هغه پرضد راپارولي دي. دا احساسات زما د صافو خبرو او د عقيدو د بيان زېږنده دي او کولاى شي چې زما د له منځه وړلو لامل هم شي. خو دا ملتوس يا انيتوس نه دى، چې ما محکوموي، بلکې که محکوم شم، دا د نړۍ حسد او کينه ده، چې په نړۍ کې يې له ډېرو نېکمرغو کسانو څخه ژوند اخيستى دى او وېره يې نه شته چې زه به وروستى کس يم. سوقرات په دې توگه د خپل محکوميت سند په خپل لاس لاسليک کړ. د هغه زړه ته يوې وړې وېرې هم لار ونه موندله. نېک انسان بايد د خپل ژوند او مرگ په باب فکر ونه کړي، بلکې سوچ يې بايد دېته وي، چې عمل يې سم دى که نه؟ د ژوند درد او مصيبت په غم کې نه، بلکې په رسوايۍ او بدنامۍ کې نغښتى دى. د م.ز.پ زېږېدنې د م.ز.پ مړينې د يونان لرغوني فيلسوفان لرغوني آتنيان په زهرو اعدام شوي خلک فيلسوفان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D9%88%D8%B1%D8%AC%20%D9%88%D8%A7%DA%A9%D8%B1%20%D8%A8%D9%88%D8%B4
جورج واکر بوش
جورج واکر بوش د ۱۹۴۶ز کال د جولای په شپږمه زېږېدلی يو امريکايي سياستوال او سوداګر دی چې له ۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۰۹ز کال پورې يې د متحده ايالاتو د دري څلويښتم ولسمشر په توګه دنده تر سره کړې. هغه د بوش کورنۍ او جمهوري ګوند غړی دی، له ولسمشرۍ وړاندې يې له ۱۹۹۵ز کال څخه تر ۲۰۰۰ز کال پورې د ټيکساس ايالت د شپږ څلوېښتم والي په توګه کار کړی. د عمر په درېيمه لسيزه کې، بوش د ټيکساس ملي هوايي ځواک کې الوتکې الوزولې. په ۱۹۷۵ز کال کې د هاروارډ د تجارت له ښوونځي تر فراغت وروسته، هغه د تيلو په صنعت کې کار وکړ. په ۱۹۷۸ز کال کې، هغه د استازو د جرګې ټاکنې وبايللې. مخکې تر دې چې په ۱۹۹۴ز کال کې د ټيکساس د والي په توګه انتخاب شي، هغه د ټيکساس رينجرز په نوم د بيس بال لوبې د لوبډلې شريک مالک و. د ټيکساس د والي په توګه بوش په برياليتوب سره د زيان شبه جرم د اصلاحاتو قانون جوړولو بريالی ملاتړ وکړ، تعليمي مالي مرستې يې زياتې کړې، د ښوونځيو لپاره یې لوړ معيارونه وټاکل او د جزايي عدالت نظام يې اصلاح کړ. د هغه د دندې پر مهال ټيکساس په ټول هيواد کې د بادي برېښنا د توليد مخکښ ايالت وګرځېد. د ۲۰۰۰ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې، بوش په يوه تنګه او له سيالۍ ډکه بريا کې د ديموکراتانو نوماند ال ګوري ته ماتې ورکړه، د بوش په بريا کې د سترې محکمې دا پرېکړه هم شامله وه چې په فلوريډا ايالت کې يې د رايو بيا شمارل ودرول. هغه څلورم تن و چې د ټولو رايو د نيمايي څخه د زياتو له تر لاسه کولو پرته د ولسمشر په توګه وټاکل شي. د ولسمشر په توګه د واک له تر لاسه کولو سمدستي وروسته بوش د مالياتو د کمښت پروګرام او د هيڅ ماشوم بايد ورسته پاتې نه شي په نوم د تعليمي سمون لايحه لاسليک کړه. هغه د ټولنيزو محافظه کارانه هڅو ملاتړ وکړ لکه د جنين د نيمه تولد د سقط د ممنوعيت قانون او د عقېدې پر اساس نوښتونه. هغه پرېکنده پېښې چې د بوش ادارې ته يې نوې بڼه ورکړه د ۲۰۰۱ز کال د سپتمبر مياشتې د يولسمې نېټې تروريستي بريدونه وو چې په پايله کې يې د داخلي امنيت وزارت او د تروريزم په وړاندې جګړه رامنځ ته شو. بوش پر افغانستان د بريد امر وکړ، د طالبانو د نسکورولو، القاعد ه له منځه وړلو او اسامه بن لادن د نيولو لپاره يې افغانستان کې جګړه پيل کړه. هغه د وطن پرستۍ قانون لاسليک کړ تر څو د شکمنو ترهګرو د څارنې اجازه ورکړي. په ۲۰۰۳ز کال کې، په دې ناسم استدلال چې ګوندې د صدام حسين حکومت د ډله یيزو وژنو وسلې لري، بوش پر عراق د بريد امر وکړ چې له امله يې د عراق جګړه پيل شوه. بوش همدا راز د روغتيايي پاملرنې د نوې کولو قانون لاسليک کړ، په داسې حال کې چې د روغتياپالنې د برخه یې جوړه کړه او د مالي تمويل يې وکړ. بوش په ۲۰۰۴ز کال کې د ديموکراتيک ګوند نوماند جان کيري ته په ماتې ورکولو سره يو ځل بيا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ولسمشرۍ په دويم پړاو کې بوش ګڼ سوداګريز تړونونه وکړل. هغه جان رابرټ او سمويل اليټو سترې محکمې لپاره وټاکل. هغه د ټولنيز خونديتابه او کډوالۍ قوانينو کې د سترو بدلونونو په لټه کې و، خو دواړه هڅې يې په کانګريس کې ناکامې شوې. په بوش باندې د کاترينا توپان په وړاندې د چلند او د متحده ايالاتو د څارنوالانو د منځمهالې دورې د لغوه کولو له کبله سختې نېوکې وشوې. په دې منځ کې چې د بوش محبوبيت په کمېدو و، ديموکراتانو يو ځل بيا په ۲۰۰۶ز کال کې د ګانګريس په ټاکنو کې واک تر لاسه کړ. د افغانستان او عراق جګړې روانې وې او د ۲۰۰۷ز کال په جنورۍ کې بوش په عراق کې د سرتېرو زياتول پيل کړل. د ديسمبر په مياشت کې، متحده ايالات ستر اقتصادي رکود ته داخل شول او د بوش اداره يې اړ کړه چې د هيواد د مالي نظام د خونديتابه په موخه د ګڼو اقتصادي پروګرامونو لپاره د کانګريس تاييد تر لاسه کړي، په دې پروګرامونو کې له ستونزو سره مخ شتمنيو سره مرستې کولو پروګرام هم شامل و. بوش د دويم پړاو ولسمشرۍ د پای ته رسېدو څخه وروسته بېرته ټيکساس ته ستون شو او هلته يې په ۲۰۱۳ز کال کې د ولسمشرۍ کتابتون پرانيستل شو. هغه د متحده ايالاتو په تاريخ کې تر ټولو محبوب او تر ټولو منفور ولسمشر و، نوموړي د سپتمبر يوولسمې له بريدونو وروسته يې تر ټولو زياتې د تاييد رايې خپلې کړې، خو د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ز کلونو کې يې د مالي بحران پر مهال تر ټولو کمې رايې هم تر لاسه کړې وې. د بوش د ولسمشرۍ دوره له متوسطې څخه ښکته بلل شوې ده، که څه هم د دفتر له خوشې کولو وروسته د هغه د ولسمشرۍ عمومي او علمي هرکلی مخ پر بره ولاړ. د ژوند لومړي کلونه او دنده جورج واکر بوش د ۱۹۴۶ز کال د جولای په شپږمه نېټه، د کانکټيکاټ ايالت نيوهاوين په سيمه کې د ګريس نيو هاوين په روغتون کې زېږېدلی و. هغه د جورج هربرټ واکر بوش او باربرا پيرس مشر بچی و. هغه د ټيکساس په ميډلينډ او هوسټن کې له خپلو څلورو خوېندو وروڼو سره را ستر شو، د هغوی نومونه دا دي: جيب، نيل، ماروين او ډورتي. د هغه يوه کشره خور روبين په ۱۹۵۳ز کال کې د وينې د سرطان له امله مړه شوه. د هغه پلرنی نیکه پريسکوټ بوش له کانکټيکاټ څخه د متحده ايالاتو سناتور و. پلار يې له ۱۹۸۱ز څخه تر ۱۹۸۹ز کال پورې د ولسمشر رونالډ ريګان مرستيال او له ۱۹۸۹ز څخه تر ۱۹۹۳ز کال پورې د متحده ايالاتو ولسمشر و. بوش انګريزی او المانی توکم درلود، همداراز په لرې نسل کې يې هالنډي، ولزي، ايرلنډي، فرانسوي او سکاټلينډي رېښې هم لرلې. زده کړه بوش د تيکساس په دولتي ښوونځيو کې زده کړې وکړې او کله يې چې اوم ټولګی بشپړ کړ کورنۍ يې هاسټن ته وکوچېده. دلته يې په کينکيډ ښوونځي کې دوه کاله تېر کړل کوم چې د پوهنځي لپاره د چمتوالي ښوونځی و. بوش لېسه په فيليپ اکاډمۍ کې وويله، دا ښوونځی د ماساچوسټ په اندور کې دی، دلته يې د بيس بال لوبه کوله او په وروستي کال کې د هڅوونکو د ډلې مشر و. له ۱۹۶۴ز څخه تر ۱۹۶۸ پورې يال پوهنتون ته ولاړ او په تاريخ کې يې د لسانس سند تر لاسه کړ. په دې موده کې هغه د هڅوونکو مشر او د ډيلټا کاپا اپسيلون غړی و، په وروستي کال کې يې د ورورګلوۍ د ټولنې مشري کوله. بوش د يو مشر په توګه د جمجمې او هډوکي د ټولنې غړيتوب تر لاسه کړ. بوش د رګبي لوبې د ټولنې لوبغاړی او د يل د په لومړيو کې و. هغه خپل ځان يو منځنی زده کوونکی باله. د يال پوهنتون په لومړيو درې کلونو کې د هغه اوسط نمرې اوه اويا وې او د زده کړې په وروستي کال کې يې د شمېرو د ډلبندۍ نظام پر اساس دې ته ورته اوسط نمرې خپلې کړې وې. د ۱۹۷۳ز کال په مني کې بوش د هاروارډ تجارت ښوونځي کې داخل شو. په ۱۹۷۵ز کال کې يې د په سوداګرۍ کې ماسترۍ سند تر لاسه کړ او فارغ التحصيل شو. هغه د متحده ايالاتو يوازينی ولسمشر دی چې د سند يې درلود. کورنۍ او شخصي ژوند بوش په۱۹۶۷ز کال کې له کاترين لي ولفمن سره کوژده وکړه، خو دې کوژدې دوام ونه کړ. بوش او ولفمن له دې اړيکې وروسته هم ښې اړيکې لرلې. په داسې حال کې چې بوش په ۱۹۷۷ز کال کې په يوه حويلۍ کې په يو محفل کې شريک و، د هغه ملګرو يې له لورا ويلچ سره تعارف وکړ، څوک چې د ښوونځي ښوونکې او د کتابتون مسئوله وه. له درې مياشتو مرکو وروسته، هغې د بوش د واده وړانديز ومانه او دوی دواړو په همدې کال د نومبر په پنځمه نېټه واده وکړ. دواړه د ټيکساس په ميډلينډ کې مېشت شول. بوش د خپلې کورنۍ کليسا پرېښوده او د خپلې مېرمنې د متحدې ميتوديستي کليسا سره يو ځای شو. د ۱۹۸۱ز کال د نومبر په پنځه ويشتمه نېټه د لورا غبرګونې لورګانې هره يوه باربرا او جينا وزېږېدې. بوش وايي بيلي ګراهام ننګولی و چې په عيسی چې عيسی راپورته کېدونکی خدای دی باندې د ايمان په اړه فکر وکړي، او دا چې هغه په ورځني ډول د بايبل لوستل پيل کړل، قادر مطلق ته تسليم شو، او دا چې ايمان يوه تګلاره ده او هغه په دې ډول د خدای له مېنې اغېزمن شو. د نشه يې توکو زيات کارول له واده مخکې، بوش د نشه يې توکو د زيات کارولو له ګڼو ستونزو سره مباره وکړه. په يوه بېلګه کې د ۱۹۷۶ز کال د سپتمبر په څلورمه نېټه، د مين ايالت د کينيبانکبورت په سيمه کې د خپلې کورنۍ د دوبي له استوګنځای سره نژدې له دې کبله درول شوی و چې د نشه يې توکو تر اغېز لاندې يې موټر چلاوه. په هغه د نشه يې توکو تر اغېز لاندې د موټر چلولو قضيه ثبت شوه، يو سل او پنځوس ډالره جريمه او په مين کې د لنډې مودې لپاره د هغه د موټروانۍ اجازتنامه وځنډول شوه. بوش ويلي چې د هغه مېرمنې د هغه پر ژوند ثابت اغېز درلود او هغه په ۱۹۸۶ز کال کې د نشه يې توکو د پرېښودو پرېکړه د خپلې مېرمنې اغېز ته منسوبوي. کله چې د ټيکساس والي و، بوش د خپلې مېرمنې په اړه ويلي و ما يوه خوږ ژبې، ښايسته ښځه ولېده، نه يوازې دا چې خوږ ژبې او ښايسته وه، بلکې ځيرکه هم وه او غوښتل يې چې زما ځيږه اړخونه هم وزغمي، اوزه بايد اعتراف وکړم چې هغې دا اړخونه د وخت په تېرېدو سره نرم کړي دي. بش همدا راز ادعا کړې چې د نشه يې توکو د پرېښودو په لړ کې پر خدای د هغه ايمان مهم و. زه باور لرم چې خدای له ماسره مرسته وکړه چې سترګې مې پرانيزي، کومې سترګې چې د شرابو له کبله پټې وې. مخينه زده کړې مذهبي عقيدې او عملونه د امريکا هېوادمشران د امريکا سياستوال هېوادمشران پوځي کسان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B1%D8%AC%D9%86%D9%BC%D8%A7%DB%8C%D9%86
ارجنټاین
ارجنټاين په سویلي امریکا کې پروت هیواد دی چې پلازمینه یې د بیونوس آیرس ښار دی.همدارنگه ارجنټاین همدارنگه د پراخوالي له لحاظه په سویلي امریکا کې دویم او نړۍ کې اتم هیواد دې. ارجنټاين، په رسمې توګه د ارجنټاين جمهوريت د جنوبې امريکا په منځنۍ برخه کې پروت هېواد ده. ارجنټاين ۲۷۸۰۴۰۰ کیلومتره مربع او يا ۱۰۷۳۵۰۰ مربع مايل مساحت لري، چې د مساحت له مخي په نړۍ کې د هسپانوې ژبي تر ټولو ډېر ويونکي لري. له برازيل څخه وروسته په جنوبي امريکا کي دويم، په امريکا کي څلورم او په نړۍ کي اتم لوی هېواد دی. لویديځ لوري ته له چېلي سره په سویلي مخروط لويه برخه نښلوي، شمال ته یې بوليويا او پاراګوای، شمال ختیځ ته یې برازیل، ختیځ ته یې يوروګوای او سویلي اتلانتیک سمندر او جنوب ته د ډرېک له لارې سره ګډه پوله لري. ارجنټاين يو فدرالي حکومت دی چې په ۲۳ ولايتونو او يو خپلواک ښار، بونیوس ایروس، کوم چي د هېواد فدرالي پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی، وېشل شوی ده. د فدرالي سیستم تر چتر لاندې هر ولایت او پلازمېنه خپل اساسې قانون لري. ارجنټاين د انټرکټيکا پر ځینو سیمو، فالکلنډ ټاپوګانو، سويلي جورجيا او سويلي سنډويچ ټاپوګانو د ملکیت دعوا لري. په سوکالۍ کي د نږدې بې سارې زياتوالي له امله ارجنټاین د شلمي پېړۍ په پيل کي د نړۍ اووم تر ټولو بډايه هېواد وګرځید. په ۱۸۹۶ ز کال کې، د ارجنټاین د سړي سر ناخالص توليد د متحده ایالاتو څخه ډېر شو او لږ تر لږه ۱۹۲۰ ز کال څخه د مخه په دوام داره توګه په لسو غوره هېوادونو کي شامل و. اوس مهال په نړۍ کې په ۷۱ م کتار کې ولاړ ده. د ۱۹۳۰ ز کال د لوی فشار څخه وروسته، ارجنټاین سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي زوال ته ور ټیله شوی و، چې له امله یې دا هېواد بیرته لږوده موندونکو هېوادونو ته ور وګرځېد، که څه هم د څو لسیزو لپاره د نړۍ په پنځلسو بډايو هېوادونو کې پاتې و. په ۱۹۷۴ ز کال کې د ولسمشر جان پیرون َ له مړينې وروسته، د هغه کونډه او مرستیاله، ايسابيل پیرون مخکې له دې چې په ۱۹۷۶ ز کال کې له واکه ګوښه شي، ولسمشره شوه. له هغه وروسته پوځي جونتا پوځې کودتاه، چې د متحده ایالاتو له خوا يې ملاتړ کېده په دې چټله جګړه کې یې په زرګونو سیاسې منتقيدین، فعالين او کين اړخه تعقيب او ووژل، دا هغه دولتي ترهګري او مدني ناکرارۍ وي چې په ۱۹۸۳ ز کال کې د ولسمشر په توګه د راول الفونسین تر ټاکل کېدو پورې یې دوام وموند. ارجنټاین یو سیمه ییزه ځواک دی او په نړيوالو چارو کې یې د منځني ځواک په توګه خپل تاریخي حيثت ساتلی ده. ارجنټاین یو پرمختللی هېواد دی چې د بشري پراختیا په شاخص کې ۴۶ م مقام او په لاتینې امريکا کې له چيلي وروسته دويم لوړ ځای لري. دا په سويلي امريکا کي دویم لوی اقتصاد لري، او د او غړیتوب لري. ارجنټاین د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک، د سوداګرۍ نړيوال سازمان، مېرکوسور، د لاتینې امریکا او کارابین هېوادونو او ايبيرو امریکايي هېوادونو د سازمان بنسټ ايښودونکی غړی هم دی. د ۲۰۲۲ ز کال د جنوري له میاشتې راهيسې ارجنټاین د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان ته يو نوماند هېواد دی. ريښه پيژندنه د سيمې تشریح د ارجنټاين د کلیمي په مټ په ۱۵۳۶ ز کال د جمهوري ونيز په نقشه کې موندل شوی. په انګليسې کې د ارجنټاين نوم هسپانوي ژبې څخه راځي، په هر صورت دا نوم په اصل کې هسپانوي نه بلکې ايټالوي ده. ارجنټینا په هسپانوې ژبه کې سپينو زرو ته ويل کيږي، د سپینو زر رنګ د سپینو زرو لپاره د لاتیني ارجنټم څخه اخيستل شوی. په ايټالوي کې صفت او يا خاص نوم اکثراً په خپلواکه اواصلي توګه استعمالېږي او ځای پر ځای کوي يي او ورته ارجنټینا ويل کیږي. د ارجنټينا نوم شايد لومړی د وينيتېن او جينيوس ملاحانو له خوا ورکول شوی وي، لکه جيواني کابوټو . په هسپانوي او پرتګالي ژبو کې د سپين زر کلیمې په ترتيب سره پلاټا او پراټا دي او له سپین زرو څخه جوړ شوي پلاټیدو او پراټيدو دي. ارجنټينا په لومړي ځل د سپينو زرو غرونو افسانې سره تړاو درلود چې دا د اروپايي پلټونکو لا پلاټا بسين تر منځ ويل کيده. په هسپانوي کي لومړی لیکل شوی نوم له لا ارجنټينا استفاده شوی، په ۱۶۰۲ ز کال مارتین دل بارکو سينتينرا يو شعر دا سیمه تشریح کوي. که څه هم ارجنټینا په ۱۸ مه پېړۍ کې لا په عام ډول استعمالیده، دا هېواد د هسپانوي سترواکۍ له خوا په رسمي ډول د ويسیرویالټی ريو دی لا پلاتا په نوم یادیده چې له خپلواکۍ وروسته بیا د ريو دی لا پلاتا متحده ایالتونه په نوم ونومول شو. د ۱۸۲۶ ز کال اساسي قانون کی د لومړي ځل لپاره د ارجنټين جمهوريت نوم په قانونې اسنادو کي شامل شو. د ارجنټين کونفيدريشن نوم هم په عام ډول کارول کېده او د ۱۸۵۳ ز کال اساسي قانون کې رسمي شو. په ۱۸۶۰ ز کال کې د جمهوري ریاست د يو فرمان له مخې د هېواد نوم د ارجنټین جمهوریت په نوم وټاکل شو او د هغه کال د اساسي قانون تعديل له ۱۸۱۰ ز کال راهيسې ټول نومونه په قانونې توګه د اعتبار وړ وبلل. په انګليسي کې دا هېواد په دوديز ډول د ارجنټین په نامه يادېږي، په هسپانوي کې بیا په عادي توګه ورته ارجنټېنا استعمالېږي او يا شايد د بشپړ نوم ارجنټين جمهوریت د ناسم لنډیز پایله وي. ارجنټين د شلمې پيړۍ له نيمايي څخه تر وروستیو پورې له موډ نه ولوېد، خو اوس دا هېواد په ساده ډول د ارجنټینا په نامه ياديږي. تاریخچه په دغه سیمه کې د انسان د ژوند لومړنۍ نښې چې اوس د ارجنټاين په نوم پېژندل کيږي د پا ليولټيک دورې پوري اړه لري، چې ان د ميسوليتيک او نيوليتيک دورو ته هم رسېږي. د اروپا د استعمار تر دورې پورې، ارجنټاين د ډېرو مختلفو ټولنيزو سازمانونو او کلتورونو سره سره ډېر لږ نفوس درلود، چې په دريو اصلي ډلو وېشل کېدای شي: لومړۍ ډله د خټېنو لوښو له پراختيا پرته په عادي ډول د حيواناتو ښکار او خواړه راټولول، لکه: سېلکنم او ياغان چي په بې شمېره توګه په سویل کې اوسېدل. دويمه ډله پرمختللي ښکاريان او د خوړو راټولونکي دي، چې په هغو کې د مرکزي ختیځ پيولچې، کيورنډي او سيرانوس، په سویل کې ټیحولچ - چې دا ټول د مپوچ له خوا چې له چيلي څخه را خواره شوي وو، ونیول شول- او په شمال کي کوم او ويچي. وروستۍ ډله بزګران دي چې خټين لوښي لري، لکه: په شمال ختيځ کي چاررا، مينوني او ګوراني چې د خپل ژوندانه لپاره به یې ځنګلونه وهل او سوځول، په شمال لويديځ کې د ډیاګويتا پرمختللي سوداګريز کلتور، چي د ز کال په شاوخوا کې د انکا امپراطورۍ له خواه فتح شو، د هېواد په مرکز کي د ټوکونوټ، هېنیه او کمېېر او حورپ په مرکزي لويديځ کي کلتور و، چې د لاما غواګانې يې روزلي او د انکا اوسېدونکو تر تاثير لاندې و. ایداري وېش خوخوی اقتصاد تاریخ جغرافیه سرچينې ارجنټاين هېوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B1%D9%85%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86
ارمنستان
د ارمنستان جمهوريت يا ارمنستان ارمني د قفقاز په سيمه کې په وچه کې ايسار يو هېواد دی چې په لويديځه خوا کې يې ترکیه، په سهېل کې يې گرجستان، په ختيځه کې آذربايجان او په سوېل کې د ايران او نخجوان هېوادونه پراته دي. ارمنستان د اروپايي قونسل او د همګټو هېوادونو غړی دی او له پېړيو راپدې خوا د ختيځ او لوېديځ په منځلاره کې پروت دی. د دغه هېواد پلازمېنه د ایروان ښار دی. ارمنستان ۷۴۳۲۹ کیلومتره مربع مساحت او ۷۰۰۹۷۲۲ وګړي لري یاد هیواد په ۱۹۹۰م کال کې د پخوانی شوروي اتحاد نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه. د ارمنستان د پیسو واحد، درام دی او لومړی وزیر یې ارمن سارګسیان دی. ارمنستان، په رسمي ډول د ارمنستان جمهوریت، د لویدیځې اسیا په ارمني لوړو برخو کې په وچه کې را ایسار هېواد دی. دا د قفقاز سیمې برخه ده چې له لویدیځ لوري څخه له ترکیې، له شمال ختیځ څخه له جورجیاګرجستان، له ختیځ لوري څخه له لاچین لارې چې د روسیې د سوله ساتو ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او له اذربایجان سره او له سویل لوري څخه د اذربایجان له بهرني قلمرو نخجوان سره ګاونډی دی. ایروان یې پلازمېنه او لوی ښار دی. ارمنستان یو موټي، څو ګوندي، دیموکراتیک ملي هېواد دی چې لرغونی کلتوري میراث لري. لومړنی ارمني ښار اوراتو له میلاد څخه ۸۶۰ کاله وړاندې تاسیس شو چې له میلاد څخه په وړاندنۍ ۶ مه پېړۍ کې یې ځای ستراپي ارمنیا ونیو. له میلاد څخه وړاندې لومړنۍ پېړۍ کې ارمنستان د لوی تیګران د واکمنۍ پر مهال خپل اوج ته ورسېد او لومړنی هېواد و چې په ۳۰۱ ز کال کې یې عیسویت د خپل رسمي دین په توګه ومانه. د ۵ مې پېړۍ په شاوخوا کې لرغونې ارمني پاچهي د بیزانسانو او د ساسانیانو د سترواکۍ ترمنځ ووېشل شوه. په ۹ مه پېړۍ کې د باګراتاني لړۍ د واکمنۍ پر مهال د ارمنستان باګراتي پاچهي په پښو ودرېده. له بیزانسانو سره د جګړې له امله د دغه هېواد مخ پر سقوط پاچهي په ۱۰۴۵ ز کال کې ونړېده او ډېر ژر د سلجوقي ترکانو تر برید لاندی راغی. د ۱۱ مې او څورلسمې پېړۍ تر منځ د مدیترانې سمندرګي په سواحلو کې لومړی شاهزاده نشین ارمنستان او وروسته کلیکیه ارمني پاچهۍ شتون درلود. د ۱۶ مې او ۱۹ مې پېړۍ ترمنځ د ارمنستان دودیزه سیمه چې له ختیځ ارمنستان او لویدیځ ارمنستان جوړېده، د عثماني او فارسي سترواکیو تر ولکې لاندې راغله، چې د پېړیو په اوږدو کې د یو له دغو دوو په ولکه کې و. په ۱۹ مه پېړۍ کې ختیځ ارمنستان د شوروي سترواکۍ له خوا ونیول شو، په داسې حال کې د ارمنستان د دودیزو سیمو ګڼ شمېر لویدیځې برخې د عثماني سترواکۍ تر ولکې لاندې پاتې شوې. د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې ۱.۵ میلیونه ارمني وګړي چې د عثماني سترواکۍ تر ولکې لاندې د خپلو نیکونو په سیمو کې مېشت و، په سیستماتیک ډول د ارمنیانو د عامه وژنې په ترڅ کې ووژل شول. په ۱۹۱۸ ز کال کې له روسي انقلاب وروسته، ټولو غیر روسي هېوادونو د روسي سترواکۍ له پاشل کېدو وروسته خپلواکي اعلان کړه، چې له امله یې د ارمنستان لومړی جمهوریت هم تاسیس شو. په ۱۹۲۰ ز کال کې دغه هېواد د شوروي د سویلي قفقاز له سوسیالیست فدراتیف جمهوریت سره یوځای شو او په ۱۹۲۲ ز کال کې د شوروي اتحاد یو له بنسټ اېښودونکو هېوادونو څخه شو. په ۱۹۳۶ ز کال کې د سویلي قفقاز جمهوریت له منځه لاړ او د ارمنستان د سوسالیست شوروي جمهوریت په ګډون یې غړي هېوادونه د اتحادیې په غړو جمهوریتونو واوښتل. د ارمنستان معاصر جمهوریت، په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته خپلواک شو. ارمنستان یو له مخ پر ودې هېوادونو څخه دی چې د انساني ودې د شاخص له مخې ۲۰۱۸ ز کال ۸۱ م ځایګی لري. اقتصاد یې په صنعتي تولیداتو او د معدني موادو په استخراج ولاړ دی. په داسې حال کې چې ارمنستان له جغرافیايي پلوه په سویلي قفقاز کې موقعیت لري، خو د جغرافیايي سیاست له مخې په عمومي ډول اروپايي ګڼل کېږي. له دې امله چې ارمنستان د جغرافیايي سیاست له مخې له اروپا سره همغږی دی، دغه هېواد د اروپايي شورا، ختیځې همکارۍ، یوروکنټرول، د اروپایي سیمې د شورا او د بیارغونې او پرمختګ لپاره د اروپايي بانک په ګډون د ګڼ شمېر اروپايي بنسټونو غړیتوب لري. همدارنګه ارمنستان په ټوله اوراسیا کې د آسیایي پراختیايي بانک، د ټولنیز امنیت هوکړې د سازمان، اوراسیا د اتحادیې او اوراسیا پراختیايي بانک په ګډون د مهمو سیمه ییزو ګروپونو غړیتوب هم لري. ارمنستان د ناګورنو قرباغ له ډی فکټو خپلواک جمهوریت څخه چې په ۱۹۹۱ ز کال کې یې د موجودیت اعلان کړی؛ ملاتړ کوي. ارمنستان همدارنګه د نړۍ تر ټولو لرغونې کلیسا یا حواري ارمني کلیسا د دغه هېواد د اصلي مذهبي بنسټ په توګه په رسمیت پېژني. ارمني ځانګړې الفبا په ۴۰۵ ز کال کې د مسروب ماشتوتس له خوا جوړه شوې. دولت او سیاسي نظام ارمنستان پارلماني دیموکراتیک جمهورت دی. د ارمنستان اساسي قانون د ۲۰۱۸ ز کال تر اپرېل میاشتې پورې د نیمه ریاستي جمهوریت له ماډل ملاتړ کاوه. د ارمنستان د نوي اساسي قانون له مخې، ولسمشر د دولت په سر کې ځای لري، چې تر ډېره د استازیتوب دندې پر غاړه لري، په داسې حال کې چې لومړی وزیر بیا د حکومت مشري کوي او له اجرائیوي ځواک څه کار اخلي. مقننه قوه هم د یا ملي شورا په واک ده، چې یو جرګه لرونکی پارلمان دی. ارمنستان له ۱۸ کلنو څخه زیات عمر لرونکو وګړو ته د نړیوالې رایې ورکولو حق ورکړی. بهرنۍ اړیکې ارمنستان د ۱۹۹۲ ز کال د مارچ په ۲ مه نېټه د ملګرو ملتونو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ چې د هغو د ګڼ شمېر بنسټونو غړیتوب لري او ګڼ شمېر نړیوالې هوکړې یې لاسلیک کړې. دغه هېواد همدارګه د یو شمېر نړیوالو بنسټونو لکه اروپايي شورا، آسیایي پراختیايي بانک، د بیارغونې او پراختیا په موخه د اروپايي بانک، د خپلواکو مشترک المنافع هېوادونو، په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د سازمان، د پیسو د نړیوال صندوق، د نړیوال سوداګریز سازمان، د ګمرکونو د نړیوال سازمان، د تور سمندرګي د اقتصادي همکاریو د سازمان او د فرانسوي ژبې ویونکو هېوادونو د نړیوال سازمان غړیتوب لري. په دې سربېره د پوځي ائتلاف، د سولې په موخه د ناټو د همکارۍ پروګرام او د ایرو-اتلانتیک د همکاریو شورا غړیتوب هم لري. ارمنستان همدارنګه د عربي اتحادیې، د امریکايي هېوادونو د سازمان، د پاسفیک اتحاد او د ناپیلیتوب د غورځنګ ناظر غړی او د شنګهای د همکاریو په سازمان کې خبرې کوونکی همکار دی. له فرانسې سره د تاریخي اړیکو له امله، ارمنستان په ۲۰۱۸ ز کال کې د فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو د دوه کلنې ناستې کوربه توب وکړ. ارمنستان له ګاونډیو هېوادونو، اذربایجان او ترکیې سره ترینګلې اړیکې لري. د شوروي اتحاد د وروستیو کلونو پر مهال د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ اړیکې تر ټولو ترینګلي حالت ته ورسېدې. له ۱۹۹۰ مې لسیزې راهیسې د نوګورنو قره باغ شخړې د سیمې په سیاستونو مهم اغېز لرلی. تر نن ورځې پورې له ترکیې او اذربایجان سره د ارمنستان پوله تر کلکې محاصرې لاندې ده. د په څېر بنسټونو په منځګړیتوب سربېره، د نوګورنو قره باغ شخړې ته لا تراوسه کومه دایمي حل لار نه ده موندل شوې. ترکیه هم د ارمنیانو د عام وژنې په رسمیت نه پېژندلو سره له ارمنستان سره د ترینګلو اړیکو اوږد مهاله مخینه لري، په داسې حال کې چې لومړنی هېواد دې چې په ۱۹۹۱ ز کال کې یې له شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ له اخیستو وروسته د ارمنستان جمهوریت درېیم جمهوریت په رسمیت وپېژند. د نوګورنو قرباغ د لومړۍ جګړې پر مهال، د دغه جګړې د لامل په توګه د ارمنستان په بللو سره، ترکیې په ۱۹۹۳ ز کال کې له ارمنستان سره خپله پوله وتړله. ارمنستان د اروپايي شورا غړیتوب لري او له اروپايي اتحادیې، په ځانګړې توګه د هغو له غړو فرانسې او یونان سره نږدې اړیکې پالي. په ۲۰۰۲ ز کال کې اروپايي پارلمان څرګنده کړه چې: کېدای شي په راتلونکې کې ارمنستان له اروپايي اتحادیې سره یوځای شي. د ۲۰۰۵ ز کال د یوې سروې له مخې ۶۴ سلنه ارمنیان له اروپايي اتحادیې سره د یوځای کېدو پلویان دي، هغه ګام چې ګڼ شمېر ارمني چارواکو له هغو د ملاتړ غږ اوچت کړی. وګړي د ارمنستان ډیره یې وګړي ارمنیان دي چې ددی هیواد ۹۹۷ سلنه جوړوي همدارنګه ۳۱ ایزیدیان ۵۰ روسان او پاتی ۳۰ نور قومونه جوړوي. تاريخ سياسی جوړښت اداري ویش جغرافيه له جغرافیایي نظره ارمنستان د اروپا او آسیا ترمنځ د کسپین او تور سمندر ترمنځ په سویلي قفقاز کې پروت دی. اقتصاد کلتورفرهنګ دا هم وگورۍ بېلابېل سرليکونه .
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B3%D9%BC%D8%B1%D8%A7%D9%84%DB%8C%D8%A7
اسټرالیا
هېواد-مالوماتبکس ولسي نوم آسټراليا اوږد دوديز نوم د اسټرالیا همګټې سیمې ټولگړی نوم . . سمبول نښان . ولسي ناره ولسي ترانه رسمي ژبه ملي ژبه رسمي ژبېژبې انگرېزي پلازمېنه کانبیرا لوی ښار سیډني د حکومت بڼه د اسټرالیا پارلمان پارلماني ډېموکراسي او د اسټرالیا حکومت هم وگورۍ د لومړی وزیر دوهمه ملکه الیزابت پتر کوسګرو مالکولم تورنبول ۶ ۲ ۷۶۱۷۹۳۰ د اوبو سلنه د وگړو گڼه گونې اټکل د وېش له مخې د وگړو گڼه گونه سرشمیرنه ۱۹۸۵۵۲۸۸ ۲۰۰۶ د وگړو گڼه گونه په هر متر کې ۲.۸۳۳ زمکنۍ بشپړتيا خپلواکه د زمکنۍ بشپړتيا يادښت د اسټرالیا تړون ۱ جنورې ۱۹۰۱ د فراسیون اساسي قانون جوړول ۱۱ ډسمبر ۱۹۳۱ ۹ اکتوبر ۱۹۴۲ ۳ سپټمبر ۱۹۳۹ ۳ مارچ ۱۹۸۶ پېسه آسټراليايي ډالر د پېسو نښه د وخت سيمه د اسټرالیا وخت ۸ ۱۰.۵ د اسټرالیا وخت ۸ ۱۱.۵ وگړنوم اوسسي چپ لاس . ۶۱ - - - ۲۰۰۸ ۷۹۹.۰۵۴ میلیارده ۱۸ ۳۶۹۱۸ ۱۵ ۱.۰۱۳ تریلیونه ۱۴ ۲۰۰۸ ۴۶۸۲۴ ۱۳ ۲۰۰۷ ۰.۹۷۰ ۲ د آسټراليا استرالیا همګټی هېواد په سوېلي نيم کره کې پروت دی. دا د نړۍ تر ټولو وړوکی براعظم دی چې د هند په سمندر کې او په آرام سمندر کې گڼ شمېر ټاپوان لري. د آسټراليا سهېلي گاونډي هېوادونه انډونېزيا، ختیځ تیمور، نوې پاپوا ګینه دي، په سهېل ختيځه خوا کې يې سولومون ټاپوګان، وانواتو او په فرانسې پورې تړلې نوې کالدونیا پراته دي او په سوېل ختيځه لورې يې د نیوزیلنډ هېواد پروت دی د ۴۰۰۰۰ کالونو راپدې خوا پدې لويه وچه کې بومي انسانان مېشت دي. په ۱۷ مه پېړۍ کې د سهېل له لورې د کب نيونکو او د اروپايي سپړونکو او سوداگرو د کله نا کله ليدنې وروسته په ۱۷۷۰ زېږيز کال کې د برطانيې حکومت ددغې وچې نيمه ختيځه سيمه د خپل په دولت کې ورگډه کړه، او په رسمي توگه يې په ۲۶ د جنوري، ۱۷۸۸ زېږيز کال کې د نوي وېلز د پېنل کالونۍ ترنامه په دې سيمه کې مېشت شوه. څنگه چې د وگړو شمېر مخ په ډېرېدو وه او نوي ځايونه هم موندل کېدل، نو تر ۱۹ مې پېړۍ پورې برطانيې د هېواد نه دباندې په دغې لويې وچې پينځه نورې سلطنتي مستعمرې په کاميابۍ سره جوړې کړې. په د جنوري شپږ کالونۍ سره يوځای شوې او همگټې آسټراليا يې جوړه کړه. د اتحاديې د جوړېدو وروسته، آسټراليا د يوه باثباته لېبرال ډيموکراټيک سياسي نظام خپل کړی او تر دم مهال د همگټې هوادونههمگټې دولتونو غړی هېواد دی. آسټراليا نژدې . ميليونه وگړي لري چې د همدغو وگړو ډېره برخه په ساحلي ښارونو لکه سیډني، ملبورن، بریزبن، پرت، او ایډلایډ کې مېشت دي. ایداري وېش د اسټرالیا لوی ښارونه: اسټرالیا ګڼ شمیر لوی او واړه ښارونه لري چې لاندی جدول کې یې څلور لوی ښارونه ښودل شوي. د آسټرالیا هېواد ایالتونه: د استرالیا هیواد د آیالاتونو نوملړ اسټرالیا له مرکزي سیمې سره په اته ایداري برخو آیالاتونو ویشل شوې ده. نیو ساوټ ولز مرکز سیډني کوینزلنډ مرکز بریزبن سویلي اسټرالیا آیالات مرکز ایډلایډ تاسماني آیالات مرکز هوبارټ ویکتوریا آیالات مرکز ملبورن لویدیځه اسټرالیا مرکز پرت د اسټرالیا شمالي سیمه مرکز داروین د اسټرالیا مرکزي سیمه مرکز کانبیرا د آسټرالیا ټاپوګانې: د آسټرالیا هېواد ۸۲۲۲ ټاپوګانې لري چې د دغه هېواد د اصلي وچې په شاوخوا کې موقعیت لري، که چېرې یو کس وغواړي ترڅو هره د دغه هېواد له یوې ټاپو څخه لیدنه وکړي نو شاوخوا ۲۲ کاله وخت نیسي. د آسټرالیا یو شمېر ټاپوګانې له ۱۰۰۰ کیلومتره مربع زیات مساحت لري لکه د تزمانا، فریز او کنګ ټاپوګانې. د آسټرالیا د ټاپوګانو لیست دلته لیدلی شئ: آرپوهه د نوم د لاطيني کلمې نه راوتلی چې د سوېل يا جنوب مانا لري. په تاريخي لاسوندونو کې د سوېل ناپېژندلې سيمه يا هغه افسانه ده چې د آسټراليس نوم پکې راڅرگند شوی. د دې افسانې نېټه د روم د سلطنت وخت ته ورگرځي او د منځني پېر په جغرافيه کې يو عام ځای گڼل کېده، خو د يوې ځانته وچې په اړه د بنسټيزو مالوماتو په توگه دا نوم نه ؤ رابرسېره شوی. د هالنډي ژبې صفتي نوم آسټراليايي چې د سوېلي په مفهوم کارېدلی د هالنډي چارواکو لخوا په باټاويا کې کارېدلی چې د همدې نوم اشاره هغې وچې لور ته شوې چې په ۱۶۳۸ ز. کال کې سوېلي لور ته نوې موندل شوې وه. د لومړي ځل لپاره په انگرېزي د لغت، په ز. کال کې د په ژباړه کې راښکاره شوی، دا د ز. کال د يوه فرانسوي ناول دی چې ليکوال يې دی او د همدې ليکوال قلمي نوم جېکس ساديور ؤ. الېکساندر دالرېمپل بيا په ۱۷۷۱ ز. کال کې همدا نوم د خپل اثر په سوېلي آرام سمندر کې د سمندري سفرونو او موندنو يوه تاريخي ټولگه، کې وکاراوه. نوموړي همدا اصطلاح، په ځانگړي توگه د آسټراليا لپاره نه بلکه، د آرام سمندر ټولې سوېلي سيمې لپاره کارولی. په جيورج شا او سر جېمز سمېت خپل اثر خپور کړ چې په همدې اثر کې داسې ليکلي ؤ د يوه ستر ټاپو، يا د آسټراليا، آسټرال آسيا او يا هم نوي هالنډ د لويه وچه. د اسټرالیا تاریخ شاوخوا ۵۰ زره کاله وړاندې انسانانو په اسټرالیا کې استوګنه پیل کړې. تاریخ پوهان لیکي چې لومړی ځل بوميان د افریقا له لویې وچې څخه اسیا ته ګډه شوي او له هغې وروسته اسټرالیا ته کډوال شي. ځینې ساینسپوهان لیکي چې شاوخوا ۶۵ او د ځینو نورو په باور ۸۰ زره کاله وړاندې انسانانو د اسټرالیا په خاوره کې استوګنه پیل کړې. بومیان د اسټرالیا هېواد اصلي اوسیدونکي دي چې د اروپایانو له راتګ لسګونه زره کاله وړاندې په اسټرالیا کې اوسېدل. بومي اسټرالیایان په دوو لویو ډلو وېشل شوي چې یوې ډلې ته ابوریجنل او بلې ته ټوریسټریټ ایلنډرز وايي. اسټرالیا ته د اروپایانو له راتګ مخکې بومي اسټرالیایانو په شاوخوا ۷۰۰ ژبو خبرې کولې خو د وخت په تېرېدلو سره د بومیانو یو شمېر ژبې له مېنځه تللي او اوسمهال شاوخوا ۱۵۰ بومي ژبې کارول کېږي. په اسټرالیا کې د افغانانو تاریخ افغانان په اسټرالیا کې شاوخوا ۱۶۰ کاله اوږد تاریخ لري. یو شمېر تاریخ پوهان پدې باور دي چې افغانان په اسټرالیا له ۱۸۰ کلونو هم اوږد تاریخ لري او لومړی ځل په ۱۸۳۸ م کال کې ۱۸ افغانان اسټرالیا ته تللي خو یو زیات شمېر لیکل شوي اثار ښیي چې افغانانو لومړی ځل په ۱۸۶۰ کال کې اسټرالیا ته تللي او د اسټرالیا د ټرانسپورټ سیستم او پرمختیا په برخه کې یې مهمه رول لوبولی دی. اوښبه افغانانو د اسټرالیا هېواد ته د خدمت ترڅنګ د اسلام دین ته هم خدمت کړی او د دغه هېواد په تاریخ کې یې لومړنی جومات جوړ کړی. په ۱۹۷۹میلادي کال کې یواځې ۱۴۹ افغانانو په اسټرالیا کې ژوند کاوه خو د روسانو د یرغل او کورنیو جګړو پرمهال یو ځل بیا زرګونه افغانان اسټرالیا ته کډه شوي. د اسټرالیا د احصایې ادارې آمار ښيي چې اوسمهال په اسټرالیا کې شاوخوا ۵۰ زره افغانان ژوند کوي چې په پښتو،دري او هزارګي ژبو خبرې کوي. د ۲۰۱۶ کال سرشمېرنه ښيي چې په یاد کال کې تر ټولو زیات افغانان په ویکټوریا ایالت کې کې اوسېدل چې شمېر یې کسانو ته رسیده. یو شمېر پدې باور دي چې اوښبه افغانان په هغو سفري اسنادو سره آسترليا ته راننوتل چي په بريتانوي هند كې یې تر لاسه كړي وو. هغوى د اكتشافاتو، كانونو او شخصي كروندو ته د تداركاتو د رسولو په گډون تقريبا په ټولو ټرانسپورتي ساحو كې كار كاوه ډير كم شمير ئې په ويكتوريا كې ميشته شول: په ١٩٠١ كال كې په ويكتوريا كې د افغانانو نفوس يوازې اته تنه نارينه له ښځو پرته وو د ١٩٢٠ لسيزې په اوږدو كې په آسترليا كې د موټرو او لاريو له رامينځ ته كيدو سره افغاني اوښ واله بيكاره شول ځيني ئې افغانستان ته ستانه شول، او نورئې د وړو ملكيتونو خاوندان شول د افغاني مهاجرينو دوهمه ډله په ١٩٧٩ كال كې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد له تيري وروسته آسترليا ته راغله پر روغتونونو، ښونځيو او جوماتونو باندې د شورويانو د يرغلونو په اثر څه د پاسه دوه ميليونو افغانانو كډې وكړې آسترليا د هغوى يو كوچنۍ شمير د پناه وړونكو په توگه ومنل چې په دې توگه په افغانستان كې د زيږيدل شوو كسانو شمير د ١٩٩٠ لسيزې په لومړيو كلو كې نږدې ١٠٠٠ تنو ته ورسيد گڼ شمير ئې په ويكتوريا او نيو سوت ويلز كې ميشته شول د شورويانو له وتلو وروسته فرقوي جگړې د طالبانو د راپيدا كيدو سبب شوې چې هغوى بيا په خلكو باندې سخت مذهبې ضوابط تحميل كړل د بهرنيو هيوادونو په لاسوهنه دوامدارې كورنى جگړې سبب شوې چې لا زيات افغانان له ملك نه كډې وكړې ځينې ئې آسترليا د پناه وړونكو په توگه ومنل په ٢٠٠٠ كال كې سختې وچكالۍ څو سوه افغان پناه غوښتونكي آسترليا ته د بيړيو په وسيله راتگ ته وهڅول په افغانستان كې د زيږيدل شوو شمير په ويكتوريا كې له ٧٦٤ تنو نه په ١٩٩١ كال كې ٥٢٤٦ تنو ته په ٢٠٠٦ كال كى لوړ شو ويكتوريا اوس په ټوله آسترليا كې له نيو سوت ويلز وروسته د افغانانو د دوهمې لوئي ټولنې استوگنځۍ دى زياتره ئې په كارگري، توليدې او ټرانسپورتي دندو بوخت دي د ٢٠٠٦ كال د سرشميرنې په وخت كې، گڼ شمير ئې د ٣٤ كلونو نه د ټيټ عمر لرونكي مسلمانان وو او د دنديناگ په سيمه كې اوسيدل د افغانانو له ټولنې سره د افغان آسترليا د هوساينې انجمن په شان سازمانونه مرستې كوي او نوو راغلو كسانو ته د كار، استوگنځې او د استوگنې د نورو مسائيلو په برخه كې مرسته برابروې په آسټرالیا کې د افغانانو ټولنې د نیو ساوت وېلز ایالت د افغانانو ټولنه په آډېلېډ ښار کې دپښتنو ټولنه په ملبورن ښار کې د افغانانو ټولنه په برزبن کې د افغانانو ټولنه د اسټرالیا جغرافیه د اسټرالیا هېواد شپږ ایالتونه لري چې د نیو سوت وېلر، وېکټوریا، کوینزلنډ، سویلي اسټرالیا، تزمانیا او لویدېځې اسټرالیا په نومونو یادېږي. دغه هېواد همدا راز دوه سیمي هم لري چې د شمالي او د اسټرالیا د مرکزي سیمو نومونه ورکړل شوي. نیوساوت وېلز د اسټرالیا تر ټولو لوی او ډېر نفوس لرونکی ایالت دی. په دغه ایالت کې ۷ اعشاریه ۵ میلیونه کسان ژوند کوي. له نیو سوت وېلز وروسته تر ټولو زیات خلک په وېکټوریا ایالت کې ژوند کوي ۶ اعشاریه ۳ میلیونه کسانو ته رسېږي. ویکټوریا د مساحت له پلوه د اسټرالیا د اصلي وچې ترټولو کوچنی ایالت دی. پښتو رسنۍ اس بي اس پښتو راډیو د افغانانو راډیو شمله راډیو سرچینې آسټرالیا هېوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%AA%D8%B1%D9%8A%D8%B4
اتريش
اتريش په الماني انگلیسي رسمي نوم يې د اتريش جمهوريت او په عربي النمسا د اروپا د لويې وچې په منځنۍ برخه كې يو هیواد دى. ددغه هېواد نوم د لرغوني جرمنۍ ژبهې له څخه اخيستل شوى ، چې د ختيځ هېواد په مانا دى . اوسېدونکی ئې تقریباً اته نیم ملیونه کېږی. د دې هېواد پلازمېنی وین نومېږی. د اتریش یو څو نور ښارونه ګراڅ، سالڅبورګ ، لینڅ او اینسبروک دی. دغه هېواد د شمال له لوري له چک جمهوریت ، د شمال ختيځ له لوري له سلواکيا او ایټالیا ، د لوېديځ له لوري له لیختن اشتاین ، سویس او جرمني سره پوله لري. اطریش، چې په رسمي بڼه د اطریش جمهوریت دی، د مرکزي اروپا په سویلي برخه کې په وچه کې را ایسارهېواد دی چې د ختیځ الپ په غرونو کې پروت دی. دا هېواد په نهو فدرالي ایالتونو وېشل شوی چې له ډلې یې یو ویانا، د اطریش پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی. اطریش له شمال لوېدیځ لوري له آلمان، له شمال لوري د چک له جمهوریت، له شمال ختیځ لوري له سلواکیا، له ختیځ لوري له هنګري، له سویل لوري له سلوانیا او ایټالیا او له لوېدیځ لوري له سویس او لیختنشټاین سره ګډه پوله لري. اطریش ۸۳،۸۹۷ کیلومتر مربع ۳۲۳۸۶ مایل مربع مساحت لري او نږدې ۹ میلیونه وګړي لري. لکه څرنګه چې استریان-جرمن استریشي-جرمن ژبه د هېواد رسمي ژبه ده، زیاطریشه اطریشیان په بېلا بېلو باوریایي لهجو په غیر رسمي توګه هم خبرې کوي. په پیل کې اطریش د ۹۷۶ ز کلونو په شاوخوا کې د مارګراو پوله ساتونکي د قلمرو په بڼه راڅرګند شو او وروسته د ډوک د قلمرو او لوی ډوک د قلمرو په بڼه پراخ شو. اطریش په ۱۶ مه ز پېړۍ کې د هابسبورګ سلطنت د زړه او د هابسبورګ د کورنۍ چې په تاریخ کې یو له خورا اغېزمنو شاهي کورنیو څخه ده، د کوچنۍ څانګې په بڼه را څرګند شو. دا سیمه د لوی ډوک د قلمرو په توګه، د مقدس روم د سترواکۍ یوه لویه برخه او اداري مرکز و. اطریش د نولسمې پېړۍ په پیل کې د خپلې سترواکۍ بنسټ کېښود، چې یو لوی ځواک او د جرمن همتړونو غړو مخکښ ځواک شو، خو په ۱۸۶۶ ز کال کې د اطریش-پروشیا په جګړه کې له ماتې وروسته، د نورو جرمني دولتونو څخه یې په خپلواکه توګه خپلې چارې پر مخ یووړې. په ۱۸۶۷ ز کال کې د هنګري سره په هوکړه کې، د اطریش هنګري د دوه ګوني سلطنت بنسټ کېښودل شو. اطریش د سترواک فرانز جوزف د واکمنۍ پر مهال د لوی ډوک فردیناند له وژنې وروسته، چې د آستریش - هنګري تخت احتمالي ځاینساتی و، په لومړۍ نړیواله جګړه کې ښکېل و. د شاهي نظام له ماتې او نسکورېدو وروسته، د جرمن- اطریش جمهوریت له آلمان سره د اتحاد په موخه اعلان شو، خو متحدینو د نوي دولت ملاتړ ونه کړ او په رسمیت نه پېژندل شوی پاتې شو. په ۱۹۱۹ ز کال کې د اطریش لومړی جمهوریت د اطریش قانوني واکمن شو. په ۱۹۳۸ ز کال کې، اطریش اصله اډولف هټلر، چې د آلمان د رایش دولت صدراعظم شو، د انشلوس له لارې یې اطریش له آلمان سره یوځای کړ. په ۱۹۴۵ ز کال کې د نازي آلمان له ماتې او د متحدینو د اشغال له یوې اوږدې مودې وروسته، اطریش د یو خپلواک او خپل-اختیاره دیموکرات هېواد په توګه د دویم جمهوریت په نوم تاسیس شو. د اطریش سیاسي نظام یو پارلماني استازندویه ولسواکي ده چې په کې مستقیم ټاکل شوي فدرالي ولسمشر، د دولت مشر او لومړی وزیر د فدرالي حکومت مشر دی. ویانا، ګرز، لینز، سالزبرګ او انزبروک د اطریش لویې ښاري سیمې دي. د سرانه پر بنسټ: اطریش په پر له پسې توګه د نړۍ په ۲۰ شتمنو هېوادونو کې ځای لري. نوموړی هېواد د ژوند لوړو معیارونو ته رسېدلی او په ۲۰۱۸ ز کال یې د بشري پراختیا په شاخص کې په نړۍ کې ۲۰ ځای درلود. په نړیواله کچه ویانا په پر له پسې توګه د ژوند د کیفیت د شاخصونو په سر کې ځای لري. په ۱۹۵۵ ز کال کې دویم جمهوریت په بهرنیو سیاسي چارو کې خپله تلپاتې بې طرفي اعلان کړه. له ۱۹۵۵ ز کال راهیسې، اطریش د ملګرو ملتونو غړیتوب لري او په ۱۹۹۵ ز کې له اروپايي ټولنې سره یو ځای شو.همدارنګه نوموړی هېواد د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان او د تیلو د صادروونکو هېوادونو د سازمان کوربه پاتې شوی دی او د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان او انټرپول نړیوالو پولیس بنسټ ایښودونکی غړی دی. په ۱۹۹۵ ز کال کې اطریش د شینګین تړون لاسلیک کړ او په ۱۹۹۹ ز کال کې د یورو اسعار ومنل. رېښه د اطریش جرمن نوم، ، د زړې لوړې جرمني ژبې له څخه اخیستل شوی، چې معنا یې د ختیځ سیمه ده او د ۹۹۶ ز کال په اوستاریشي سند کې په لومړي ځل را څرګنده شوه. ښایي دا کلیمه د منځنۍ پېړۍ د لاتین کلیمې ژباړه یوه محلي باوېري ژبې ته وي. اطریش د باوېریا یوه اداری برخه وه، چې په ۹۷۶ ز کال کې رامنځته شوه. د کلیمه له جرمني ژبې څخه لاتیني شوی نوم دی او په ۱۲مه پېړۍ کې په لومړي ځل ثبت شو. هغه مهال د اطریش دانیو سیند حوزه پورته او ښکته اطریش د باوېریا وړاندې ختیځه برخه وه. دین د اتریش هیواد کابو ۹۵۹ وګړي کاتولیک ۷ مسلمان ۶ د ختیځ ارتدکس برخی پیروان ۴۳ ایونجلیست ۲۰ بودایان او ۴۲۳ بی دینان دي. جغرافیه اتریش ۸۷۸۸۳ مساحت لري او له ۹ آیالاتونو جوړ شوی دی. د یاد هیواد ۶۰ خاوره غرنیزه په ځانګړی توګه د آلپ غرونو نیولې ده. اقتصاد تاریخ سیاسی جوړښت اداري ویش په وین ښار کې د دانوب سیند. کلتور ژبه د اتریش هیواد رسمي ژبه الماني ده. اتريش د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه هېوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B0%D8%B1%D8%A8%D8%A7%DB%8C%D8%AC%D8%A7%D9%86
اذربایجان
د آذربایجان جمهوريت آذربایجان هیواد آذربايجاني: يا په قفقاز غرو لړۍ کې يو هېواد دی چې د اروپا او سوېل لوېديځه اسيا په منځلاره کې پروت دی. دا هېواد کسپین سمندرګی سره ساحل لري. دا هېواد په سوېل کې له روسيې سره، د جيورجيا سره په سوېل لويديځه لورې، د ارمنستان سره په لويديځه خوا او په سوېل کې د ايران سره خپلې پولې لري. د نخجوان خپلواکه جمهوريت چې د اذربايجان ادعا ورباندې ده، سوېل ختيځه کې د ارمنستان سره، په سوېل لويديځه کې د ايران سره او په سوېل لوېديځه کې د ترکيې سره گډې پولې لري. اذربايجان يو غېر مذهبي حکومت لري، او د زېږيز کال راپدې خوا د اروپايي قونسل غړيتوب لري. ددې هېواد ډېرکي وگړي شيعه مسلمانان دي او د غربي ترکي توکمه خلگ دي چې د اذربايجاني په نوم او يا هم په ساده ډول د اذري په نوم يادېږېي. دا هېواد په رسمي توگه مخ په ډيموکراسۍ روان دی، خو په کلکه توگه اقتدار پلوی قانون پلي کوي. جغرافیه آذربایجان د جغرافیایي پلوه د قفقاز غرونو سویل د ارس سیند شمال او د کسپین سمندرګی ترڅنګ پروت دی. د لوی قفقاز غرونه شمال او د واړه قفقاز غرونه لویدیځ همدارنګه تالش غرونو سویل کې د آذربایحان ۴۰ سلنه خاوره نیولې ده. ایداري ویش د آذربایجان هیواد د ولایتونو نوملړ د آذربایجان هیواد ایداري وېش لاندی نوملړ تاسو د آذربایجان هیواد ایداري برخې ښې. کلتور ځمکپوهنه اداري وېشنې اذربايجان په ۵۹ رايونونو ، مفرد يا سيمو، ۱۱ ښاري ناحيو ، مفرد ، او يو خپلواک جمهوريت چې د ناخشيوان په نامه يادېږي وېشل شوی دی، چې بيا هم د ناخشيوان خپلواکه سيمه په خپل وار په ۷ رايون او يو ښار وېشل شوی. د واليانو گومارل د اذربايجان د ولسمشر دنده ده، خو د ناخشيوان حکومت بيا د ناخشيوان د خپلواکه پارلمان لخوا ټاکل کېږي. د نورو سيمو حکومتونه لکه هغه ښارونه چې د ارمنيانو په ولکه کې راغلي لکه خانکيندي او شوشا هم د هېواد نه دباندې خپل سيمه ايز واکونه ټاکي. طبيعي منظرې اذربايجان د نورو هېوادونو سره ټولټال ۲،۶۴۸ کيلومتره اوږده زمکنۍ پوله لري. چې د دغې شمېرې نه ۱۰۰۷ کيلومتره اوږده پوله د ارمنستان سره، ۷۵۶ کيلومتره اوږده پوله د ايران سره، ۴۸۰ کيلومتره اوږده پوله د جورجيا سره او ۳۹۰ کيلومتره اوږده گډه پوله د روسيې او تُرکيې سره لري. دغه هېواد کاسپين سمندرگي سره هم تړلی دی او د دغه هېواد سمندري لمن ۸۰۰ کيلومترو پورې رسېږي. همدا شان د سوروالي له مخې د اذربايجان تر ټولو پراخه سيمه د کاسپين سمندرگي يوه برخه جوړوي چې ټولټال ۴۵۶ کيلومتره سوروالی لري. د اذربايجان وچه له سهېل نه تر سوېله پورې ۴۰۰ کيلومتره اوږده او له لوېديځه تر ختيځه پورې ۵۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري. د اذربايجان د هغو درې غرونو لړۍ چې ددې هېواد نژدې ۴۰٪ برخه جوړوي، د لوی قفقاز، وړوکي قفقاز او د تاليش د غرونو په نامه يادېږي. د اذربايجان د غرونو تر ټولو جگه څوکه د بازاردوزو غر دی چې د سمندر له هوارې نه ۴،۴۶۶ متره لوړوالی لري. خو د دغه هېواد تر ټولو ټيټه سيمه د کاسپين په سمندرگي کې پرته سيمه ده چې د سمندر له هوارې -۲۸ متره په ټيټه کې پرته سيمه ده. د نړۍ په ټولو خټينو اورښيندونکو سيمو څخه نيژدې نيمه برخه خټين اورښيندونکې سيمې په اذربايجان کې دي. د اذربايجان د اوبو په اهمو سرچينو کې ددغه هېواد د هوارې اوبه شاملې دي چې په ۸،۳۵۰ رودونو کې يواځې ۲۴ رودونه دي چې د ۱۰۰ کيلومتر نه هم ډېر اوږدوالی لري. همدا ټول رودونه بيا د کاسپين سمندرگي ته چې د هېواد په ختيځ کې دی لار موندلې. د دغه هېواد تر ټولو لوی ډنډ د ساريسو ډنډ دی چې ۶۷ او د همدغه هېواد تر ټولو اوږد رود د کورا رود دی چې يې اوږدوالی لري. په کاسپين سمندرگي کې اذربايجان د څلورو اهمو ټاپوانو خاوند هم دی چې د دغو څلور واړو ټاپوانو گډ ارتوالی ۳۰ کيلومتر مربع جوړوي. اقليم په اذربايجان کې د اقليم جوړښت په ځانگړې توگه د ارکټيک د سړوخې هوايي کتلو، د سکانډېناويا د انټي سايکلون، د سايبېريا د انټي سايکلون، او د منځنۍ اسيا د انټي سايکلون نه اغېزمن شوی. پدې سيمه کې د زمکنيو مناظرو د توپيرونو له کبله، هوايي کتلې له بېلابېلو سمتونو نه دې هېواد ته رادننه کېږي. په سهېل کې د لوي قفقاز سيمه، همدا هېواد د سړوخې د کتلو د اغېز پر وړاندې ساتي، د سړوخې دا څپې عموماً د زمکې د سهېلي سيمو نه پر دغه هېواد راروانې وي. د سړوخې همدا کتلې د دې هېواد د غونډيو په لمنو او هوارو سيمو کې د ټراپيکل څېرمه اقليم د جوړېدو سبب گرځي. په عين وخت کې د دې هېواد هوارې سيمې او د غونډيو لمنې تر ډېره حده د لمر د وړانگو نه اغېزمن کېږي. د اقليمي زونونو او يا سيمو د يوولسو وېشنو نه نهه ډوله اقليمي سيمې په اذربايجان کې دي. د تودوخې د بشپړې ټيټې نه ټيټه درجې - -. او د بشپړې لوړې نه لوړې درجې . د جولفا او اوردوباد په سيمو کې ليدل شوي. . طبيعت او چاپېريالپوهنه د اوبو د زېرمو او سرچينو له مخې، اذربايجان په نړۍ کې د اوسط نه په ټيټو هېوادونو کې شمېرل کېږي او په همدې توگه د دغه هېواد د اوبو زېرمې نژدې اوبه په يوه کال کې په هر کې رسېږي. د اذربايجان د اوبو لويه زېرمه د کوور په ځای کې جوړه شوې. د دې هېواد د بوټو د تنوع سيمې د ناخشيوان دنگې غړۍ د بوټو بېلابېل جنسونه همدلته دي، د کورا-اراز هوارې سيمې ، د لوی قفقاز ختيځه سيمې، د داواچي-قوبا سيمه ، د قفقاز مرکزی سيمه ، گوبوستان .، په تاليش غرونو کې د لينکوران سيمه او د ابشېرون سيمه د يادولو وړ ځايونه دي. همدا شان د لوی قفقاز سهېل-ختيځې څوکې، سهېلي برخه، سهېل ختيځه برخه او د وړوکي قفقاز او د تاليش غرونو ختيځې څوکې د دغه هېواد د لويو ځنگلونو په سيمو کې شمېرل کېږي. تاريخ ارپوهه او نوم د اذربايجان د نوم اصليت په اړوند گڼ شمېر اټکلونه او فرضيې شته. خو په دغو کې تر ټولو عام اند دا دی چې دا نوم د اتروپاتېس يا نه راوتلی. اتروپات د پارس د امپراطورۍ په وختونو کې د ماد په خلکو کې د يو والي نوم وه چې په اتروپاتين اوسينی اذربايجان کې يې خپل واک چلاوه. وروسته له دې چې مقدوني سکندر د اشمېندز د کورنۍ پاچاهي ړنگه کړه نو بيا دغې سيمې هم خپلواکي ترلاسه کړه. دا سيمه د منځنۍ اتروپاتيا يا اتروپاتېن په نوم هم نومول شوې. اتروپاتيس د زړې پارسۍ د ژبې نه راوتلی چې مانا يې په اور ژغورل شوی. دی. د اذربايجان د مېشتو وگړو په گډون د يرغلگرو لښکرونو د پاتې شويو توکمونو لکه قفقازيانو، ماديانو، سيتيانو، پارسيانو، ارمنيانو، يونانيانو، روميانو، خازاريانو، عربانو، اوغوز، سلجوقيانو، مغولانو، او روسانو يو گډ کور دی. لرغونی تاريخ د اذربايجان په خاوره د لومړنيو انساني استوگنو نښې نښانې ډبرين پېر ته رسېږي او په همدې توگه د ازيخ قوروچي کلتور سره تړاو پيدا کوي. منځنی تاريخ نوی خپلواک اذربايجان سرچينې ازربایجان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%AD%D8%B1%DB%8C%D9%86
بحرین
بحرين البحرين، رسمي نوم يې د بحرين سلطنت مملکة البحرين دی، دا هېواد د فارس په خليج کې پروت دی. دا د ټاپوګانو هېواد دی چې له پنځوسو طبيعي ټاپوګانو او درې دېرشو جوړو شوو مصنوعي ټاپوګانو نه جوړ له يو کوچني مجمع الجزاير نه تشکيل شوی، مرکز يې د بحيرين ټاپو دی چې دې ټاپوګانو د بحرين دري اتيا سلنه ځمکه نېولې ده. بحرين د قطري ټاپووزمې او شمال ختيځ ساحل ته د سعودي عربستان تر منځ پروت دی، د پنځه ويشت کيلومتره اوږدې ۱۶ميله ملک فهد لارې په مټ له سعودي عربستان سره وصل شوی. د ۲۰۲۰ز کال د شمېرې تر مخې د بحرين د وګړو شمېر ۱،۵۰۱،۶۳۵ دی چې ۷۱۲،۳۶۲ يې د بحرين اصلي اوسېدونکی دي. د ۷۶۰ کيلو مترمربع ۲۹۰ميل مربع مساحت په لرلو سره له مالديف او سينګاپور وروسته په اسيا کې درېيم کوچنی هيواد دی. پلازمېنه اوستر ښار يې عمان دی. بحرين د لرغوني ديلمون تمدن سيمه ده. دا هېواد له لرغونې زمانې نه په بحر کې د ملغلرو د موندلو له امله شهرت لري چې دا ملغلرې تر نولسمې پېړۍ پورې په ټوله نړۍ کې تر ټولو غوره وې. بحرين يو له لومړيو هغو سيمو نه دی چې د حضرت محمدص د ژوند پر مهال په ۶۲۸ز کال کې له اسلام نه اغېزمن شوی دی. د عربانو له واکمنۍ وروسته له ۱۵۲۱ نه تر ۱۶۰۲ز کال پورې تر هغه مهاله پرتګالي سترواکۍ پر بحرين واکمني وکړه، کله چې د صفوي واکمنې کورنۍ شاه لومړي عبدالله پرتګاليان له بحرين وايستل. په ۱۷۸۳ز کال کې، د بني عتبه قبيلې بحرين له نصر المذکور نه ونيو او له هغه وخته تر اوسه پورې د ال خليفه سلطنتي کورنۍ له خوا اداره کېږي، احمد ال فاتح د بحرين لومړی حکيم و. د ۱۸۰۰ز کلونو په وروستيو کې، له بریتانويانو سره تر برياليو تړونونو وروسته، بحرين د بریتانيې تحت الحماية هېواد شو. په ۱۹۷۱ز کال کې يې خپلواکي اعلان کړه. پخوا يې نظام امارت و، خو په ۲۰۰۲ز کال کې بحرين يو اسلامي مشروطه شاهي نظام اعلان شو. په ۲۰۱۱ز کال کې، د سيمه یيز عرب پسرلي نه په الهام اخیستلو سره په دې هېواد کې لاريونونه وشول. د بحرين واکمنه الخليفه شاهي کورنۍ د مخالفينو، سياسي مخالفو څېرو او اکثريت شيعه مسلمانانو له حقوقو نه د سرغړونو له امله تر نیوکو لاندې ده. بحرين په پارس خليج کې د تیلو له کشف وروسته لومړي اقتصاد ته وده ورکړه، د بانکدارۍ او ګرځندوی په برخو کې د لسيزو پانګونې د پايلې په توګه د نړۍ ګڼې مالي پانګونکې ادارې د دې هېواد په پلازمېنه کې شته. بحرين د ودې لوړ بشري شاخص لري او د نړيوال بانک له خوا د لوړ عايد اقتصاد په توګه پېژندل شوی دی. بحرین د ملګرو ملتونو، بې پری خوځښت، عرب اتحاديې، اسلامي همکاريو سازمان او خليج د همکاريو شورا غړی دی. رېښه بحرين د عربي ژبې بحر سمندر تثنيه ده، نو په همدې بنسټ د بحرين معنا ده دوه سمندرونه. په داسې حال کې چې دا نوم د ښځينه صيغې په توګه لغوي شوی خاص نوم دی او د تثنيې لپاره د پښويې ګرامر هېڅ راز اصول نه عملي کوي، په همدې بنسټ د نوم دا بڼه د تل لپاره بحرين ده او هېڅکله بحران نه شي کېدای چې له اصولو سره سم د دې نوم تمه کېده بحران، په عربي ژبه کې د صرف او نحوې سره سم د بحر تثنيه ده يعنې دوه بحرونه. له دې نوم سره په پای کې بې له بدلونونو زیاتونې شوې دي، لکه په ملي ترانه کې دا نوم بحرينونا زموږ بحرين راغلی، يا لکه اصلي اوسېدونکي ته چې بحريني ويل کېږي. د منځنيو پېړيو نحوي الجواهري په دې اړوند ويلي دي چې: تر ټولو سمه اصطلاح بحري دی يعنې تر بحر پورې اړوند شونې ده چې د دې معنا سمه نه وي اخستل شوې او په همدې لامل دا نوم نه دی کارول شوی. دا خبره لا هم نه ده حل، چې د بحرين په نوم کې کومو دوه سيندونو ته اشاره شوې ده. دا اصطلاح، په عظیم الشان قرآن کې پنځه ځلې راغلې ده، خو اوسني ټاپو ته اشاره نه کوي، چې عربان يې د اوال په نوم پېژني. اوسمهال، د بحرين د دوو سيندونو په اړه په عمومي توګه د دې ټاپو ختيځ او لويديځ لور ته پرتې ابنا، د ټاپو شمال او سويل لو رته سمندرونو، يا هغو تروشو او خوږو اوبو ته اشاره کوي چې د ځمکې د پاسه او تر ځمکې لاندې موجودې دي. پر څاه ګانو سربېره، د بحرين په شمال کې د سمندر داسې سيمې شته، چېرې چې خوږې اوبه د تروشو اوبو په منځ کې راخوټېږي، چې له لرغونې زمانې نه لیدل شوي دي. د بحرين د نوم په اړه يو بل اند د الأحساء سيمې له خوا وړاندې شوې ده، دا نظر دا وړانديز کوي، چې دوه سيندونه ستر شين اقيانوس د فارس خليج او په عربي خاوره کې ارام سمندرګی دی. د منځنيو پېړيو تر وروستيو پورې، بحرين د عربو ختيځو سيمو ته ويل کېده چې سويلي عراق، کويټ، الحساء، قطيف او بحرين په کې شامل وو. دا سيمه په عراق کې له بصرې نه په عمان کې د هرمز تر تنګي پورې غځېدلې وه. دا بحرين ولايت اقلیم البحرين و. دا کره نېټه چې له کله راهيسې مجمع الجزاير ته د بحرين نوم اخستل پيل شول معلومه نه ده. د يوې زريزې لپاره د عربو ټولې ساحلي تړانګې د بحرين په نوم پېژندل کېدې. په ۱۹۵۰ز کال کې دې ټاپو او پاچهي ته په عمومي توګه بحرين ليکل کېده. تاریخچه لرغونی تاريخ بحرين د ديلمون کور و، دا د ژېړو د عصر يو مهم سوداګريز مرکز و چې بين النهرين او د سیند دره يې له يو بل سره نښلول. وروسته بابليانو او اشوريانو هم پر بحرين واکمني کړې ده. له زېږد مخکې له شپږمې او درېيمې پېړۍ راهيسې، بحرين د هخامنشيانو د سترواکۍ يوه برخه وه. له زېږد مخکې نږدې ۲۵۰ کې، پارتيا د پارس خليج تر خپل واک لاندې راوست او تر عمان پورې يې خپلې اغېزې پراخې کړې. پارتيانو د فارس خليج په سويلي څنډو کې لښکرکوټونه جوړ کړل، چې سوداګريزې لارې سمبال کړي. په کلاسيک پړاو کې لرغونو يونانيانو بحرين ته د نوم اخيست، کله چې د ستر سکندر تر قوماندې لاندې کار کوونکی يوناني امير البحر نيرچس بحرين ته ورسېد، دا سيمه د ملغلرو د سوداګرۍ مرکز و. باور کېږي چې نيرچس د سکندر لومړی قوماندان و چې له دې ټاپو نه يې لیدنه وکړه، هغه دا يوه ښېرازه ځمکه وموندله، چې د يوه پراخ سوداګريز جال يوه برخه وه؛ هغه وايي: د تيلوس په ټاپو کې چې د پارس په خليج کې پروت دی، د پنبې د ونو سترې کروندې دي، له دې نه لباس جوړېږي چې سيندوس ورته ويل کېږي، د دې ارزښت سره زيات توپير لري، ځينې يې لوړ قيمت لري، ځينې يې ارزانه دي. يوناني تاریخ پوه تيوپراسټس وايي چې: د بحرين ډېره برخه د پنبې په دې ونو پوښلې وه او دا چې بحرين د تګ د امساوو پر صادراتو شهرت درلود او داسې نښې پرې کښل شوې وې چې په عمومي توګه په بابل کې له ځان سره وړل کېدې. ستر سکندر غوښتل چې، په بحرين کې يوناني نیواکګر ځای پر خای کړي، دا نه ده معلومه چې دا چاره په هغه اندازه تر سره شوې وه ،چې هغه په پام کې نيولې وه، خو بيا هم بحرين تر ډېره بريده د هلينستي شوې نړۍ برخه وګرځېده: د لوړې کچې خلکو ژبه يوناني وه که څه هم ارامي ژبه په ورځني کارونه کې وه. په سيمه یيزو سیکو د ناست زيوس د يونانيانو رب النوع کاري شونې ده چې په دې سيمه کې د هغه عبادت شوی وي او د عربو د لمر د رب النوع شمس په دی ډول توحيد شوی وي. د يوناني لوبو د سياليو ځای هم و. اقتصاد کلتور تاریخ جغرافیه بحرین د فارس خليج هېوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%86%DA%AB%D9%84%D9%87%20%D8%AF%DB%90%D8%B4
بنګله دېش
بنګله دېش په رسمي توګه د بنګله دېش خلقو جمهوریت په توګه په جنوبي اسیا کې یو هېواد دی. دا په نړۍ کې اتم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی، چې کیلومتر مربع میل مربع یا کیلومتره مربع میل مربع مساحت لري او میلیونه نفوس لري او په نړۍ کې یو له ډېر نفوس لرونکو هېوادونو نه شمېرل کېږي. بنګله دېش په لوېدیځ، شمال او ختیځ کې له هند سره او په سویل ختیځ کې له میانمار سره ځمکنۍ پولې لري، سویل ته یې له بنګال خلیج سره یو ساحل شته. دا د سلیګوری دهلیز په واسطه له نیپال او بوتان نه په لنډ ډول جلا شوی او له چین نه په شمال کې د هند له سیکیم ایالت نه ۱۰۰ کیلومتره لرې دی. ډاکه یې پلازمېنه او لوی ښار دی، چې د هېواد اقتصادي، سیاسي او کلتوري مرکز هم دی. چیټاګنګ یې تر ټولو لوی بندر او دویم لوی ښار دی. رسمي ژبه یې بنګالي ده، چې د هند واروپايي ژبې د کورنۍ یو له ختیځو څانګو نه ده. بنګله دېش بنګله دېش، د بنګال د تاریخي او توکمیزو ژبو خپلواکه برخه جوړوي، چې په ز کال کې د بریتانوي هند د وېش پرمهال وېشل شوې وه. دغه هېواد د بنګالي مسلمانانو اکثریت لري. لرغونی بنګال د هند په نیمه وچه کې د وانګ، پنډرا، ګنګاریډای، ګوډا، سماتتا او هریکیلا ایالتونو یو مهم کلتوري مرکز و. موریان، ګوپتا، پالا، سینا، چندر او دیوا کورنۍ له اسلام نه مخکې د بنګال وروستۍ واکمنۍ وې. د بنګال د مسلمانانو فتحه په ز کال کې هغه وخت پیل شوه، چې بختیار خلجي پر شمالي بنګال واکمن شو او تبت یې اشغال کړ. کله چې ډیلي د سلطنت یوه برخه شو، نو په مه پېړۍ کې درې ښاري ایالتونه راڅرګند شول، چې د ختیځ بنګال ډېره برخه له سونارګاون نه اداره کېده. د سلطان بلخي، شاه جلال او شاه مخدوم روپو په څېر صوفي میسیونر مشرانو د مسلمانانو د واکمنۍ په خپراوي کې مرسته وکړه. دغه سیمه له یوه خپلواک او واحد بنګال سلطنت سره یوځای شوه. د مغولو تر واکمنۍ لاندې، ختیځ بنګال په ختیځ برصغیر کې د مسلمانانو پرمختګ ته دوام ورکړ او د نړۍ له ګوټ ګوټ نه یې سوداګر راجلب کړل. مغلي بنګال په مه پېړۍ کې د بنګال د نوابانو په مشرۍ په زیاتېدونکې توګه قاطع او خپلواک شو. په ز کال کې میرجعفر خیانت، نواب سراج الدوله ته د بریتانوي ختیځ هند شرکت لپاره ماتې ورکړه او بالاخره په جنوبي اسیا کې د بریتانیا واکمنۍ پای ته ورسېده. د بنګال صدارت په بریتانوي هند کې تر ټولو لوی اداري واحد ته وده ورکړه او په ز کال کې یې د بنګله دېش رامنځته کېدو لپاره د ختیځ بنګال او اسام رامنځته کول یو بنسټ وټاکه. په ز کال کې، د بنګال لومړي وزیر په ختیځه سویلي اسیا کې د یو دولت جوړولو په هیله د لاهور د پرېکړې ملاتړ وکړ. بنګال تر وېش مخکې د بنګال لومړي وزير، د بنګالي خپلواک دولت وړانديز وکړ. یوې ټولپوښتنې او د راډکلیف لاین اعلان، د بنګله دډېش اوسنی ځمکنی سرحد رامنځته کړ. په ز کال کې، ختیځ بنګال د پاکستان په واک کې تر ټولو نفوس لرونکی ولایت شو. دا د ختیځ پاکستان په نوم بدل شو او ډاکه د هېواد مقننه پلازمېنه شوه. په ۱۹۵۲ز کال کې د بنګالي ژبې خوځښت، د ختیځ بنګال مقننه ټاکنې، ۱۹۵۴ز، د ز پاکستان کودتا، د ز کال شپږ نقطه یي خوځښت او د ز کال د پاکستان عمومي ټولټاکنې د دې لامل شوې، چې د پاکستان په ختیځ کې بنګالي ملتپالنه او د ډیموکراسۍ د پلوۍ خوځښتونه رامنځته شي. د شیخ مجیب الرحمن په مشرۍ عوامي لیګ ته د واک سپارلو لپاره د پاکستان د پوځي حکومت انکار په ز کال کې د بنګله دېش د آزادۍ جګړې لامل شو، چې د هند په مرسته مکتي باهني یو بریالی وسله وال انقلاب وکړ. دې شخړې د ۱۹۷۱ز کال د بنګله دېش نسل وژنه او د روڼاندو په ګډون د خپلواکۍ پلوو بنګالي ملکي وګړو وژنه رامنځته کړه. د بنګله دېش نوی ایالت په ۱۹۷۲ز کال کې د سویلي اسیا لومړنی سیکولر ایالت شو. په ۱۹۸۸ز کال کې اسلام دولتي دین اعلان شو، خو په ز کال کې د بنګله دېش سترې محکمې په اساسي قانون کې سیکولر اصول بیا تایید کړل. بنګله دېش یو واحد پارلماني او د اساسي قانون درلودونکی جمهوریت دی، چې د ویسټ منسټر سیسټم پراساس دی. بنګاليان د بنګله دېش د ټول نفوس ٪ جوړوي او د بنګله دېش ډېر مسلمان نفوس د دې لامل شوی، چې بنګله دېش په نړۍ کې درېیم ډېر مسلمان لرونکی هېواد شي. دغه هېواد اته برخې، ولسوالۍ او فرعي ولسوالۍ لري. دا په سویلي اسیا کې له هند او پاکستان وروسته درېیم لوی پوځ لري او د ملګرو ملتونو په سوله ساتو عملیاتو کې لوی مرسته کوونکی دی. همدارنګه په هند - ارام سمندر کې یو منځنی ځواک دی. بنګله دېش یو مخ پر ودی اقتصاد دی، چې د له مخې په نړۍ کې م لوی او د له مخې م لوی هېواد دی. دا د روهینګیا نسل وژنې له امله په نړۍ کې د کډوالو د تر ټولو لوی نفوس کوربه و. په هر حال، د بېوزلۍ کچه په کې له ز کال راهیسې نیمایي ته راټیټه شوې او تمه کېږي چې هېواد به په دې لسیزه کې یو متوسط عایداتي هېواد شي. یو وخت بنګله دېش د ململ ټوکر د سوداګرۍ تاریخي مرکز و، اوس د نړۍ یو له سترو عصري جامو صادرونکو نه دی. تاریخچه په بنګله دېش کې د ډبرې د دورې وسایل موندل شوي، چې له کلونو نه ډېر د انسانانو استوګنځای په ګوته کوي او د مسو د دورې د مډېرت ځایونو پاتې شوني کاله پخواني دي. لرغونی بنګال د اطریش، تبت-برمنانو، دراویډیانو او هند-اریانوله خوا د کډوالۍ په پرله پسې څپو کې مډېرت شوي وو. د لرغون پېژندنې شواهد مني، چې د تر دویمې پېړۍ پورې، د وریځو کرلو ټولنو په سیمه کې ژوند کاوه. په مه پېړۍ کې خلکو په منظم ډول په کورونو کې ژوند کاوه، خپل مړي یې ښخول او د مسو زیورات او تور او سره لوښي یې جوړول. ګنګا، برهمپترا او میګناریورونه د اړیکو او ترانسپورت لپاره طبیعي ارتباطي لیکې وې او د بنګال په خلیج کې د ساحلونو سمندري سوداګرۍ ته اجازه ورکړل شوې وه. د اوسپنې دورې په لومړیو کې د فلزي وسلو، سیکې، کرنې او اوبو لګولو چارو ته پراختیا ورکړل شوه. له میلاد مخکې د لومړۍ زریزې په منځ کې د اوسپنې دورې په وروستیو کې لوی ښاري مډیرت ځایونه رامنځته شوي، دا هغه مهال و، چې د شمالي تورو صیقل شوو لوښو کلتور وده کړې وه. په ز کال کې، الکساندر کننګهم مهاستنګر د پنډرا سلطنت د پلازمېنې په توګه وټاکه، چې په ریګویدا کې یې یادونه شوې ده. په بنګله دېش کې تر ټولو زړه کتیبه په مهاستنګر کې وموندل شوه او له میلاد نه مخکې په درېیمې پېړۍ پورې اړوندېږي. دا په براهمي لیکدود لیکل شوې ده. سیاست او حکومت بنګله دېش د خپل اساسي قانون له مخې یوه رسمي نماینده ډیموکراسي ده، د ویسټ منسټر په څېر یو واحد پارلماني جمهوریت دی، چې نړیواله رایه لري. د حکومت مشر لومړی وزیر دی چې په هرو پینځو کلونو کې د حکومت جوړولو لپاره بلنه ورکول کېږي. ولسمشر په پارلمان کې د تر ټولو لوی ګوند مشر ته بلنه ورکوي، چې د نړۍ د پینځمې لویې ډیموکراسۍ لومړی وزیر شي. بنګله دېش په ۱۹۹۰ز کال او ۲۰۱۴ز کال کې دوه حزبي حکومت رامنځته کړ. ټاکنې یې د واک په دغې موده کې د بې طرفه سرپرست حکومت له خوا اداره کېدې، خو د نګران حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې د عوامي ليګ حکومت له خوا ړنګ شو. بي اين پي په ۲۰۱۴ز کال کې له راتلونکو ټاکنو بايکاټ وکړ او ويې ويل چې: له سرپرست حکومت پرته به عادلانه نه وي. د په مشرۍ د اوکیه فرنټ جبهې، د ز کال په ټاکنو کې برخه اخیستې وه. په ټاکنو کې د بې نظمۍ ډېرې ادعاګانې وشوې. ژبې د بنګله دېش اصلي ژبه بنګالي ده د بنګلا په نامه هم پېژندل کېږي. بنګالي د هند واروپايي ژبو د کورنۍ یو له ختیځو څانګو نه ده. دا د ختیځ هند و اریایي ژبو برخه ده، چې د مې او مې پېړیو ترمنځ یې وده کړې. بنګالي پر بنګالي لیکدود لیکل کېږي. سانسکرت په لرغوني بنګال کې په ځانګړې توګه د پادریانو له خوا د لیکنیو اړیکو ژبه وه. د اسلامي دورې په لړ کې، بنګالي خپل ځای سانسکرت ته د اصلي ژبې په توګه ورکړ. د بنګال سلطانانو د سانسکرت پر ځای د بنګالي ادبیاتو تولید ته وده ورکړه. نن ورځ، په بنګله دېش کې د بنګالي ژبې معیار د بنګله اکاډمۍ له خوا ټاکل شوی. په بنګله دېش کې له سلنې نه زیات وګړي، په بنګالي، یعنې په خپلې مورنۍ ژبې خبرې کوي. بنګالي د یوې تسلسلي ژبې په توګه تشرېحشوې، چې په ټول هېواد کې یې پر بېلابېلو ګړدودونو خبرې کېږي. سرچينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%DB%90%D9%84%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%B3
بېلاروس
بیلاروس په بلاروسي ژبه په روسي چې په رسمي توګه د بېلاروس ولسمشریزه ده په ختیځې اروپا کې پروت یو هیواد دی. بلاروس له روسیه، پولنډ، اوکراین، لیتوانیا او لاتویا سره ګډه پوله لري. پلازمینه یې مینسک دی او نور مهم ښارونه یې برست آیالات، ګرودنو، ګومل، موګیلف او ویتبسک دي. د یاد هیواد رسمي ژبي روسي او بلاروسي دي. مساحت یې ۶۰۰۲۰۷ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۲۰۰۰۴۵۱۰ نفره دي. اقتصاد کلتور تاریخ د بلاروس روبل. اداري ویش مینسک پلازمینه برست آیالاتبرست برست آیالات ګومل ګرودنو موګیلف مینسک ویتبسک سیاسي جوړښت جغرافیه بېلاروس بلاروس د افغانستان په څیر له سمندر سره پوله نلري، اما په یاد هیواد کې ګڼ شمیر سمندرګي وجود لري چې شمیر ۱۱ زرو ته رسیږي همدارنګه بلاروس په اروپا کې ترټولو ډیرې ژبې لري چې ترټولو لویه هغه یې پولزیا ژبه ده.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%DB%90%D9%86%D9%8A%D9%86
بېنين
د بینین ولسمشریزه بینین هیواد په فرانسوي په لویديځه افريقا کې يو هېواد دی چې پخوا د داهومې يا داهومانيا په نامه هم يادېده. د دې افريقايي هېواد سهېلي پوله د بورکينا فاسو او نايجېر سره، ختيځ کې د نايجېريا سره، په لوېديځ کې د توګو سره او په سوېل کې يې سمندر سره يو وړوکی ساحل سره ګډېږي. د بینین هیواد کابو ۴۰ سلنه وګړي د فون قوم اړوند دی نور له نورو مختلفو قومونو څخه دي. کوتونو د بینین هیواد لوی او بندری ښار دی. بنېن اورېدل بېن ـ یین، بېناین په فرانسوي: ، په رسمي ډول د بنېن جمهوریت په فرانسوي: او پخوا د ډاهومي په نوم یادېده، د افریقا په لویدیځ کې پروت هېواد دی چې له لویدیځ څخه له توګو، له ختيځ څخه له نایجیریا، له شمال لویدیځ څخه له بورکینافاسو او له شمال ختیځ څخه له نایجریا سره ګاونډی دی. ډېری نفوس یې د بنېن خلیج پر کوچنۍ سویلي کرښه او د اطلس سمندر د ګرموالي په تر ټولو شمالي برخه کې د ګینې خلیج په یوه برخه کې مېشت دی. د بنېن مساحت ۱۱۴۷۶۳ کیلو متره مربع ۴۴۳۱۰ مایل دی او ټول نفوس يې په ۲۰۱۸ ز کال کې نږدې ۱۱.۴۹ میلیونه کسان اټکل شوی و. بنېن استوایي هېواد دی چې په شدید ډول پر کرنه ولاړ دی او د نباتي غوړیو او پنبې لوی صادروونکی هېواد دی. معیشتي کرنې د کار او عاید تر لاسه کولو د پام وړ زمینه مساعده کړې. د بنېن رسمي ژبه فرانسوي ده، د بارېبا، فون، یوروبا او دينډي په څېر په څو دودیزو ژبو هم په کې خبرې کېږي. په بنېن کې تر ټولو لویه مذهبي ډله رومي کاتولیک ده، چې د اسلام، وودن چې له هېواد څخه بهر معمولاً د وودو په نوم پېژندل کېږي او پروتستانیزم تر نږدې څار لاندې دی. بنېن د ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان، د سویلي انتلاتیک سیمې د سولې او همکارۍ ، لافراکفوني، د ساحلي او صحرایي هېوادونو ټولنې، د افریقا د تېلو تولیدوونکواتحادیې او د نایجیر حوزې غړی دی. له ۱۷مې پېړی څخه تر ۱۹مې پېړۍ پورې په دې سیمه کې اصلي سیاسي بنسټونه د ډاهومي پاچاهي د پروتو-نوو په ښاري - ایالت او په شمال کې د بېلابېلو ملتونو پراخه سیمه وه. دا سیمه د ۱۷ مې پېړۍ په لومړیو کې د هغو کسانو له امله چې په اطلس سمندر کې د غلامانو د سوداګرۍ پر مهال پر نوې نړۍ خرڅېدل او قاچاق کېدل د غلامانو د ساحل په نوم یادېده. د غلامۍ تر لغوې وروسته فرانسې په دې خاوره واک وموند او نوم یې پر ډاهومي بدل کړ. ډاهومي په ۱۹۶۰ ز کال کې له فرانسې څخه بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه. د خپلواک دولت تاریخ له هغه مهال راهیسې د ډېرو دیموکراتیکو دولتونو، پوځي کودتاوو او پوځي حکومتونو له لوړو ژورو سره مخ و. د ۱۹۷۰ او ۱۹۹۰ کلونو تر منځ یو مارکیسیستي - لینینستي دولت د بنېن د خلکو جمهوریت په نوم شته و. چې په ۱۹۹۱ ز کال کې يې د بنېن اوسنی څو ګوندي دولت ځای ناستی شو. رېښه د ۱۹۶۰ ز کال د اګست په لومړۍ د فرانسې د استعمار پر مهال او تر خپلواکۍ ورورسته دا هېواد ډاهومي ونومول شو او تر هغه وروسته د ډاهومي پاچاهي شو. د ۱۹۷۵ ز کال د نوامبر په ۳۰ تر یوې مارکسیست-لینینست کودتا وروسته یې بیا نوم په بنېن بدل شو. د بنېن خلیج د بنېن هېواد پولې جوړوي. د یاد خلیج نوم د بنېن له پاچاهۍ څخه اخیستل شوی چې په نننۍ نایجیریا کې پروت دی. تاریخچه تر استعمار مخکې دوره اوسنی د بنېن هېواد د درېیو سیمو ترکیب دی چې د فرانسې تر استعماري کنترول مخکې د بېلابېلو سیاسي سیستمونو او قومیتونه لرونکی و. له ۱۷۰۰ ز کال څخه مخکې د ساحل په دوام څو مهم ایالتي - ښارونه تر ډېره د اجا قومي ډله، خو همدارنګه یوروبا او ګبه خلک هم په کې شامل وو او په هېواد کې دننه د قبیلوي سیمې یوه کتله چې له باریبا، ماهي، ګډوي او کابي خلک په کې شامل وو شته وه. د اویو امپراتوري چې لومړی د مدرن بنین په ختیځ کې پرته وه او په سیمه کې په لویه کچه مهم پوځي ځواک و. یاد هېواد په پرلپسې ډول بریدونه تر سره کول او له ساحلي پاچاهیو او قبیله یی سیمو یې باججزیه اخیسته. د ۱۶مې او ۱۷مې پېړۍ په لومړیو کې وضعیت بدلون وکړ ځکه د ډاهومي پاچاهي چې تر ډېره د فون له خلکو څخه جوړه وه د ابومي په لوړه سطحه کې رامنځته شوه او د ساحل په اوږدو کې يې د سیمو په فتحه کولو پیل وکړ. په ۱۷۲۷ ز کال کې د ډاهومي پاچا، پاچا اګاجا د الاډا او ویدا ساحلي ښارونه فتحه کړل. خو د اویو د امپراتورۍ باج ورکوونکی و او مستقیماً یې د اویوو پر متحد هېواد، د پورتو - نوو ایالتي ښار برید ونه کړ. د ډاهومي پاچاهۍ ظهور، د پاچاهۍ او پورتونوو ښار تر منځ سیالۍ او په شمالي سیمه کې د قبیلهيي سیاستونو دوام د استعمار تر دورې او تر استعمار وروسته دورې دوام وکړ. د ډاهومي پاچهي د خپل کلتور او دودونو لپاره پېژندل شوې وه. تنکي ځوانان به له لویو سرتېرو سره شاګردان کېدل او د پوځ د سرتېرۍ عمر ته تر رسېدو یې د پاچهۍ اداب او پوځي دودونه زده کول. ډاهومي همدارنګه د اهوسي په نوم یعنې د پاچاهانو مېرمنې یا په فونګه ژبه مینو چېزموږ میندې په معنا و د ښځو د ممتاز قشر د پوځ له لرلو سره هم مشهور و او ډېری اروپایانو به د ډاهومي امازونونو په نوم پېژندلې. ډاهومیانو پر نظامي لاسته راوړنو دا ټينګار او تیاری د اروپایي ناظرانو او د ۱۹مې پېړۍ له کاشفانو لکه سېر ریچارډ بېرټون چې مستعار نوم یې بلکې سپارټ و څخه ترلاسه کړل. ډاهومي د ووډو دین زېږن ځای و چې د ۱۹۹۶ ز کال د جنوري له ۱۰ نېټې راهیسې د بنېن د رسمي ملي دین په توګه له ملي رخصتۍ سره د په نوم نمانځل کېږي چې د دې ملت دودیز مذهبي او د هغه د کلتور معنوي میراث ښيي. د پرتګال لومړنۍ سوداګري د ډاهومي پاچاهانو خپل جنګي بندیان د اتلانتیک هاخوا غلامۍ ته وپلورل. هغوی همدارنګه د کلني دود د مراسمو په نوم د جنګي اسیرانو د وژلو دود درلود. نږدې په ۱۷۵۰ ز کال کې د ډاهومي پاچا د غلامانو پر اروپايي سوداګرو د افریقايي بندیانو د خرڅولو له لارې په ز کال کې ۲۵۰۰۰۰ پونډه عاید ترلاسه کاوه. که څه هم ډاهويي مشرانو په لومړیو کې د غلامانو د سوداګرۍ پر وړاندې مقاومت وکړ، خو نږدې ۳۰۰ ز کال ه یې په ډاهومي سیمه کې بازار تود و چې په ۱۴۷۲ ز کال کې له پرتګالي سوداګرو سره د یو سوداګریز قرارداد له مخې پيل شو. دا سیمه د غلامانو د تود بازار له امله د د غلامانو د ساحل په نوم ونومول شوه. د محکمې هغه پروتوکلونه چې د پاچاهۍ په بېلابېلو جګړو کې د ځينو جنګي بندیانو د سر پرې کولو غوښتونکي وو له دغې سیمې څخه يې د صادر شویو غلامانو شمېر راټيټ کړ. دا شمېره په ۱۷۸۰ لسیزه کې له ۱۰۲۰۰۰ کسانو څخه په ۱۸۶۰ لسیزه کې ۲۴۰۰۰ ته ورسېد. دا کموالی څه نا څه په ۱۸۰۷ ز کال کې د غلامانو د سوداګرۍ د قانون له امله و چې بریتانیا لومړی په ۱۸۰۸ ز کال کې په اطلس سمندر کې او وروسته په نورو هېوادونو کې منعه کړه. دغه کموالي تر ۱۸۸۵ ز کال پورې دوام وکړ، هغه مهال چې د غلامانو وروستۍ بېړۍ په سویلي امریکا کې د برازیل په موخه د مدرن بنېن جمهوریت له ساحل څخه حرکت وکړ، لا یې غلامي نه وه لغوه کړې. د پلازمېنې پروټو-نوو ريښه پرتګالي ده چې د نوي بندر په معنا ده چې اصلاً یې د غلامانو د سوداګرۍ لپاره پراختیا موندلې وه. ایداري وېش بینین هیواد په ټوله کې په ۱۲ ایداري برخو ویشل شوی. جغرافیه د بینین هیواد توګرافي نقشه. اقتصاد کلتور تاریخ د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه بېنین
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%88%D8%AA%D8%A7%D9%86
بوتان
بوتان چې په رسمي توگه د بوتان پادشاهي ده په سویلي آسیا کې پروت یو هیواد دی چې پلازمېنه یې د تیمفو ښار دی.دا هېواد د چين او هند ترمنځ دی. د هېواد اوسېدونکي دي ته درك یووايي، د کوم مانا چې د ډرېگون هېود ده. د هېواد ټول په غرونو باندې پروت دی خو لږه سوېلي برخه يې صرف په هواره ځمکه ده. بوتان په رسمي ډول د بوتان سلطنت په نوم پیژندل کیږي. بوتان په ختیځه همالیا کې په وچه کې پروت هېواد دی، چې د چین او هند ترمنځ موقعیت لري. بوتان د ډراک یول یا د خامار د غرش ځمکه په نوم پیژندل کیږي. همدارنګه نیپال او بنګله دیش بوتان ته نږدې موقعیت لري، مګر ګډه ځمکنۍ پوله نه لري. دغه هېواد له ۷۵۴۰۰۰ څخه زیات نفوس لري. او مساحت یې ۳۸۳۹۴ مربع کیلومتره ۱۴۸۲۴ مربع میل دی، چې د ځمکې د مساحت له مخې ۱۳۳م او د نفوس له مخې ۱۶۰م مقام لري. بوتان يوه مشروطه پاچاهۍ ده، چې د واجریانا بودیزم مذهب يې د دولتي مذهب په توګه دی. په شمال کې د سبالپین همالیا غرونه د هېواد په سویل کې د شنو فرعي استوایي میدانونو څخه راپورته کیږي. په بوتاني همالیا کې، د سمندر له سطحې څخه د ۷،۰۰۰ مترو۲۳،۰۰۰ فوټ څخه لوړې څوکې شتون لري. ګنګخار پوینسم په بوتان او په نړۍ کې تر ټولو لوړه د غره څوکه ده. د بوتان د ځنګلي ژوند ، او د همالیا تکین په شمول د خپل تنوع لپاره د پام وړ دی. پلازمینه او لوی ښار یې تیمفو دی. بوتان او ګاونډۍ تبت سیمې يې د بودیزم د مذهب خپریدل تجربه کړل، چې د هند په نیمه وچه کې د ګوتم بودا د ژوند په جریان کې رامنځ ته شوی دی. په لومړۍ زریزې کې، د بودیزم واجریانا ښوونځی د بنګال د سویلي پالا امپراتورۍ څخه بوتان ته خپور شو. د مهايانا نښې نښانې په تبت، بوتان، سیکیم او د نیپال ځینې برخې چې په هند کې دي د بودیزم د سقوط په ترڅ کې بدلې شوې دي. بوتان هم د تبتی امپراتورۍ تر قدرت لاندې راغی. نګاوانګ نامګيال د شپاړسمې پیړۍ په جریان کې، د بوتان دره په یو واحد دولت کې سره متحده کړه. نمګیال د تبت درې یرغلونه مات کړل، سیالي مذهبي ښوونځي یې مات کړل، د تسا یګ حقوقي سیسټم یې تثبیت کړ، او د دیوکراټیک او مدني مدیرانو حکومت یې تاسیس کړ. نمګیال لومړۍ ژابدرنګ رنپوچي شو. او په تبت کې د هغه ځای ناستو د دالای لاما په څیر د بوتان د روحاني مشرانو په توګه کار وکړ. د اوولسمې پیړۍ په جریان کې، بوتان د هند شمال ختیځ، سککیم او نیپال لویې برخې اداره کړې؛ د دی تر څنګ بوتان په کوچ بهار ایالت کې هم د پام وړ قدرت درلود. بوتان په نولسمه پیړۍ کې د بنګال دوارس بریتانوي هند ته د بوتان د جګړې په جريان کې وسپارل. د وانګچک کورنۍ د پاچاهۍ په توګه راڅرګنده شوه. او په کوچنۍ بريتانيا کې یې له انګلیسانو سره نږدې اړیکې تعقیب کړې. په ۱۹۱۰ ز کال کې، یو تړون د بوتان د داخلي خپلواکۍ په بدل کې د بهرني سیاست په برخه کې د بريتانوي مشورې تضمین کړ. دغه ترتیب په ۱۹۴۹ ز کال کې له هند سره د یوه نوي تړون له مخې دوام وکړ، چې له مخې یې دواړو هېوادونو د یو بل حاکمیت په رسمیت وپېژنده. بوتان په ۱۹۷۱ ز کال کې د ملګرو ملتونو غړی شو. له هغه وروسته یې د بنګله دیش، اسراییل، کویټ، برازیل، جاپان، تایلینډ، او ترکیې په ګډون له هیوادونو سره اړیکې پراخې کړې. همدارنګه د اروپا له اتحادیه سره یې هم اړيکې پراخې کړې. بوتان په داسې حال کې چې د هند پر پوځ تکیه کوي، خپل پوځي واحدونه ساتي. د ۲۰۰۸ ز کال اساسي قانون یو پارلماني حکومت جوړوي، ټاکل شوې ده چې ملي مجلس او ملي شورا به ولري. بوتان د جنوبي آسيا د سيمه ييزو همکاريو ټولنې سارک بنسټ ايښودونکی غړی دی. په ۲۰۲۰ ز کال کې، بوتان د بشري پراختیا په برخه کې له سریلانکا او مالدیف وروسته په سویلي آسیا کې دریم ځای لري. بوتان د اقلیم د زیان منونکي ټولنې، د ناپييلي غورځنګ، بيمستک، د پيسو نړيوال صندوق، نړيوال بانک، يونسکو او د روغتيا نړيوال سازمان غړيتوب لري. بوتان په ۲۰۱۶ ز کال کې، د اقتصادي آزادۍ، د سوداګرۍ د آسانتیا، سولې او د فساد د نشتوالي په برخه کې په سارک کې لومړی ځای لري. بوتان په نړۍ کې د اوبو د بریښنا لپاره د اوبو ترټولو لوی زیرمې لري. په بوتان کې د اقلیم د بدلون له امله د ګلیشیرونو خړوبیدلو انديښنه مخ په زياتيدو ده. ترانسپورت هوا د پارو هوایی ډګر په بوتان کې یوازینی نړیوال هوایی ډګر دی. په تراشیګنګ کې د یونګفولا هوایی ډګر یو کوچنی داخلي هوایی ډګر دی، چې د ۲۰۱۰ ز کال په اوږدو کې ښه والی یی وموند. ټاکل شوې وه چې د یونګفولا داخلي هوايي ډګر د ۲۰۱۰ ز کال په جنورۍ کې بشپړ شي، خو د ۲۰۱۵ ز کال د جنورۍ تر میاشتې پورې، هوايي ډګر د ځغاستې د روان ترمیم له امله بند پاتې دی. د درک هوايي شرکت د پارو هوايي ډګر، جاکار بومتانګ دژونګخاګ او ګیلیفو سرپنګ ژونګخاګ ترمنځ په اونۍ کې الوتنې ترسره کوي. سړک د لیترل سړک د بوتان لومړنۍ ختیځ - لویدیز دهلیز دی، چې په سویل لویدیز کې د فوینتشولینګ ښارونه په ختیځ کې له تراشیګنګ سره نښلوي. وانګدو فودرنګ او ترونګسا د پام وړ ښارګوټي دي، چې د سړک پر غاړې په مستقیم ډول تیریږي. لیترل سړک هم د پلازمینې تیمفو او نورو نفوسو مرکزونو لکه پارو او پوناکا سره نښلوي. د لترل سړک لکه په بوتان کې د نورو سړکونو په څیر، لیترل د سړکونو د شرایطو، د سختو څاڅکو، د سړک د ستنو بدلیدل، هوا، او د ځمکې ښویدنې له امله د خوندیتوب جدي اندیښنې وړاندې کوي. له ۲۰۱۴ ز کال راهیسې، د سړک پراخول په ټول بوتان کې، په ځانګړې توګه د شمال ختیځ - لویدیز لویې لارې لپاره له تراشیګنګ څخه تر دوچولا پورې لومړيتوب لري. داسی انګيرل کيږي چې د پراخولو پروژه به د ۲۰۱۷ ز کال په پای کې بشپړه شي. او په ټول هیواد کې به د سړکونو تګ راتګ خورا چټک او ډیر اغیزمن کړي. سربيره پر دې، اټکل کیږي، چې د سړکونو ښه والي شرایط به د بوتان په ختیځ سیمه کې نور سیاحت وهڅوي. اوس مهال، د سړک حالت داسې ښکاري چې سیلانیان د بوتان لیدلو څخه منع کوي لکه لاندې حالتونه: د سړکونو د بندیدل، د ځمکې ښویدنه، او د دوړو خنډونه چې د پروژې د پراخيدو له امله رامنځ ته شوي دي. ریل که څه هم بوتان اوس مهال د رېل پټلۍ نه لري، خو له هند سره یې هوکړه کړې چې د هند له پراخې شبکې سره جنوبي بوتان د ۱۸ کیلومترو په اوږدوالي ۱۱ میل، ۵ فټ ۶ ان ۱،۶۷۶ ملي متر ، په لويديځ بنګال کې هاشممارا او په بوتان کې توربياري د براډ ګیج ریل پټلۍ په جوړولو سره وصل کړي. د هند د ریل پټلۍ لخوا د ستالي، بهارنا باري او دالسینګپارا له لارې د ریل پټلۍ جوړول به د هند لخوا تمویل شي. هاسيمار د بوتان نږدې ریل سټیشن دی. جغرافیه کلتور تاریخ سرچينې بوټان په وچې پورې تړلې هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%88%D9%84%D9%8A%D9%88%D9%8A%D8%A7
بوليويا
بولیویا په رسمي توګه د بولیویا هیواد ولسمشریزه د سويلي امريکا په مرکز کې په وچې پورې تړلی یو هیواد دی په اساسي قانون کی یی پلازمینه د سوکره ښار ذکر شوی دی.اما ددی هیواد دولت په لاپاز ښار کی میشت دی. د وګړو شمیریی ۱۰ میلیونه تنه او رسمي ژبي یی اسپانیایی کچوا او ۳۴ نوری بومی ژبی دي. دپیسو واحدیی بولیویانا او حکومتی نظام دموکراسی ده. ۵۵ سلنه خلک یی سور پوستان ۳۰ سلنه مستیزو دوه رګه سور پوستان او سپین پوستان او ۱۵ سلنه نو یې سپین پوستان دي. دخلکو دین یې مسیحیت دی ۷۸ سلنه د کاتولیک رومي کلیسا ۱۶ سلنه پروتستان او ۳ سلنه نور یی د مسیحی دین له نورو برخو څخه دي. بولويا چې رسمي نوم يې د بولويا پلورينيشنل دولت دی، په وچه کې ايسار هېواد دی، په لويديځه-مرکزي سويلي امريکا کې موقعيت لري. د حکومت مرکزيت او اجرائيه پلازمېنه يې لاپاز ده، په داسې حال کې چې قانوني پلازمېنه يې سوکري ده. ستر ښار او مرکزي صنعتي مرکز يې سنټا کروز ډي لا سايرا دی، کوم چې په استوايي ښکته ځمکه کې موقعيت لري چې د هېواد په ختيځ کې تر ډېره بريده اواره سيمه ده. د بولويا خپلواک دولت پر اساسي قانون ولاړ اتحادي دولت دی، په نهو ادارو وېشل شوی دی. په لويديځ کې د انډوس له لوړو څوکو څخه نيولې په شمال او ختيځ کې له برازيل، په سويل ختيځ کې له پراګويا، په سويل کې له ارجنټاين، په سويل لويديځ کې له چيني او په شمال لويديځ کې له پيرو سره د دې هېواد جغرافيه توپير لري. د بولويا يو په درې برخه په انډين غره يیزه سيمه کې موقعيت لري. مساحت يې ۱،۰۹۸،۵۸۱ کيلو متر مربع ۴۲۴،۱۶۴ ميل متر مربع دی، دا هېواد له برازیل، ارجینټاين، پيرو او کولمبيا څخه وروسته په سويلي امريکا کې د مساحت له اړخه پنځم لوی هېواد دی د پاراګوای تر څنګ، کوم چې په امريکاګانو کې يو له دوه سترو په وچه کې ايسارو هېوادونو څخه دی، د مساحت له اړخه په ټوله نړۍ کې اوه وېشتم ستر هېواد دی، په سويلي نيمه کره کې په وچه کې ايسار تر ټولو ستر هېواد دی او په ټوله نړۍ کې په وچه کې د ايسارو هېوادونو په شمېره کې اوم دی، قزاقستان، منګوليا، چاد، نيجر، مالي او ايتوپيا له دې هېواد څخه ستر دي. د وګړو شمېر يې د اټکل تر مخې يوولس مېليونه دي، ګڼ توکمونه پکې ژوند کوي چې امريکايي هندي، ميسټيزوز، اروپايان، اسيايان او افريقايان پکې شامل دي. اسپناوي يې رسمي او تر ټولو زياته ويل کېدونکې ژبه ده؛ خو اصلي ژبې يې هم رسمي حيثيت لري، د دوی له ډلې ګوارين، ايمارا او کوچوا هغه ژبې دي چې ډېر ويونکي لري. له اسپانوي نېواک مخکې، د بولوييا انډين سيمه د اينکا سترواکۍ برخه وه، په داسې حال کې چې په شمالي او ختيځو ځمکو يې خپلواکو قبايلو ژوند کاوه. د کوسکو او اسيونسيون څخه په شپاړسمه پېړۍ کې راغلیو نېواکګرو دا سيمه په خپل واک کې واخسته. د اسپانيې د استعمار پر مهال، د بولويا اداره د اسپانيې د په لاس کې وه. اسپانيې د بوليويا له کانونو څخه د را ايستل شويو سپينو زرو په مټ د خپلې سترواکۍ ستره برخه جوړه کړه. په ۱۸۰۹ز کال کې د خپلواکۍ له لومړۍ غوښتنې وروسته، د جمهوريت له قیام مخکې شپاړس کاله جګړې وشوې، کوم ته چې د سايمن بوليور نوم ورکړل شوی دی. د نولسمې او شلمې پېړۍ د لومړيو په اوږدو کې، بولويا ګڼې سرحدي سيمې ګاونډيو هېوادونو ته وبايللې چې په ۱۸۷۹ز کال کې د دې هېواد ساحلي ليکې چيلي ونيولې. له سياسي اړخه تر ۱۹۷۱ز کال پورې بوليويا ارام پاتې هېواد و، تر هغه وخته چې د سي ای ای له ملاتړ څخه برخمن هوګو بنزر د کودتا مشري وکړه، د جوان هوزي ټوريس ټولنپال حکومت يې نسکور او د بينزر په مشرۍ يې د پوځ په مشرۍ ديکتاتوري نظام قايم کړ، ټوريس په ۱۹۷۶ز کال کې د ارجنټاين په بيونس ايرس کې، د ښي اړخو د مرګ د ډلګۍ له خوا ووژل شو. د بنزر حکومت چپ اړخي او مخالف سوسياليستان او نورو بڼو مخالفين وځپل چې په دې پايله کې يو شمېر بوليويايي وګړي شکنجه او مړه شول. بنز په ۱۹۷۸ز کال کې معزول کړای شو او وروسته بيا له جمهوري لارې وتوانيد چې د ولسمشر په توګه وټاکل شي، له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱ پورې يې حکومت وکړ. اوسنۍ بولويا د او منشوري غړی هېواد دی. دا هېواد په سويلي امریکا کې دويم تر ټولو بې وزله هېواد دی، خو د بې وزلۍ په کچه کې يې کمښت راوستی او په سويلي امریکا کې يو له هغو هېوادونو دی چې چټکه اقتصادي وده کوي د ناخالص داخلي تولید له اړخه. دا يو مخ پر وده هېواد دی، په داسې حال کې چې د بشري ودې شاخص يې په لوړه کچه کې دی. د بوليويا په اساسي اقتصادي فعاليتونو کې کرنه، ځنګلونه، کب نيول، کان کېندنه او د توکو جوړول شامل دي، لکه رخت، پوښاک، تصفيه شوي فلزات او تصفيه شوي پيتروليم. بوليويا د معادنو له اړخه غني هېواد دی چې په هغې کې قلعي، سپین زر، ليتيوم او مس شامل دي. رېښه د بوليويا نوم د له نوم څخه اخستل شوی دی، څوک چې د خپلواکۍ په اسپانوي امریکايي جګړو کې يو وينزيولايي رهبر و. د وينزويلا مشر ته اختار ولکړش وی چې يا خو چاراکاس د اوسني وخت بولويا د پيرو نوي جوړو شوي جمهوريت سره يو ځای کړي، تر څو د د متحده ولايتونو سره يو ځای شي، يا خو په بشپړ ډول د اسپانيې څخه په رسمي ډول د خپلواکۍ اعلان وکړي. په ټوله معنا د يو نوي دولت جوړول غوره کړل او د ۱۸۲۵ز کال د اګست په شپږمه نېټه يې د سيمه ييز ملاتړ په مرسته د په وياړ د بولیويا نوم ورکړ. اصلي نوم يې د بولويور جمهوريت و. يو څو ورځې وروسته، د کانګريس غړي وړانديز وکړ چې که چېرې له رومولس څخه روم دی، نو له بوليور څخه بولويا ده په اسپانوي ټکو په دې ډول چې: . د ۱۸۲۵ز کال د اکتوبر په درېیمه نوټه همدا نوم تاييد شو. په ۲۰۰۹ز کال کې، یو نوي اساسي قانون د دې هېواد نوم بدل کړل او د نوم يې غور کړ، څو د نومي قانون تر مخې د دې هېواد د ګڼ توکميز طبيعيت او د بولويا د اصلي اوسېدونکو د حقوقو د پياوړتيا څرګندونه وکړي. تاريخچه له اشغال مخکې هغه سيمه چې اوس د بوليویا په نوم پېژندل کېږي، د ایمارا په رارسېدو سره له ۲،۵۰۰ کلونو څخه د زيات وخت لپاره اشغلا وه. په هر حال، د اوسني وخت ايمارا ځانونه د ټويناکو سترواکۍ د لرغوني تمدن سره تړلي بولي، د کوم پلازمېنه چې د بولويا په لويديځ د ټويناکو په سيمه کې وه. د ټويناکو د مرکزي ښار تاريخ له ۱۵۰۰ مخزېديزې نېټې ته رسېږي، کله چې دا يو کوچنی، پر کرنه ولاړ کلی و. د ايمارا ټولنه د ۶۰۰ز او ۸۰۰ز کلونو تر منځ ښاري تناسب ته وده وکړه، او په دې ډول په سويلي انډيز کې يو له مهمو سيمه ييزو ځواکونو څخه وګرځېد. د لومړيو اټکلونو تر مخې، دا شار زیات نه زيات نږدې شپږ اعشاريه پنځه کيلو متر مربع ۲.۵ ميل مربع سيمه خپور و او د ۱۵،۰۰۰ او ۳۰۰۰۰ تر منځ اوسېدونکي يې درلودل. په ۱۹۹۶ز کال کې د سټلايټ انځور اخستلو په کارولو سره تيواناکو درې بنسټيزو درو کې د سوکا کولس له سيلابي اوبو څخه ډکې شوې سيمې د اندازې نقشه جوړوه شوه، به دې ډول د ۲۸۵۰۰۰ او ۱،۴۸۲،۰۰۰ خلکو تر منځ په هر ځای کې د اوسېدو په نظر کې نيولو سره د وړتيا اټکل ته رسېدلي وو. د ۴۰۰ز په شا او خوا کې، ټيواناکو په سيمه يیزه کچه د یو واکمن ځواک څخه په يو ښکاري بريد کوونکي هېواد بدل شو. ټيواناکو تر یونګاس پورې رسېدلو ته پراختيا ورکړه او پيرو، بوليويا او چلي کې يې خپل کلتور او د ژوند طريقه ډېرو نورو کلتورونو پورې ورسوله. تيواناکو په ډېرو برخو کې يو بريد کوونکی کلتور نه و. تر څو خپل لاسرسي ته پراختیا ورکړي، تيواناکو ډېره سياسي هوښياري وکاروله، استوګنځايونه يې جوړ کړل، سوداګريزو تړونونه يې پیاوړي کړل چې په پرتليز ډول يې نور کلتورونه تر يو بريده منحصر کړل او دولتي فرقې يې جوړې کړې. دا سترواکي په داسې حال کې مخ پر وده روانه وه چې پای يې نه شکارېدو. ولیام ايچ. ايسابل وايي د ۶۰۰ز او ۷۰۰ز کلونو ت رمنځ د يو هېښونکي بدلون څخه تېر شوی، کوم چې د ښاري فن تعمير لپاره نوي یادګاري معيارونه جوړ کړل او د اوسېدونکو وګړو شمېر يې دېر زیات کړ. ټيواناکو د کلتورونو د ختمولو پر ځای هغه په خپل ځان کې جذبول. لرغوني پېژدونکي په ټيواناکو سيرامکس کې د هغو کلتورونو په ډرامايي ډول د خپلولو يادونه کړې ده، کوم کلتورونه چې د ټيواناکو د سترواکۍ برخه ګرځېدلي دي. د ټيواناکو ځواک د سوداګرۍ په مټ لا زیات پیاوړی شو، کومه سوداګري چې دې په خپله سترواکۍ کې د ښارونو تر منځ په عمل کې راوستې وه. تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد سرچينې بولېویا په وچې پورې تړلي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D9%88%D8%A8%DB%90%D8%B1%D8%AA%20%D9%85%D9%88%DA%AF%D8%A7%D8%A8%D9%8A
روبېرت موگابي
رابرټ ګابریل موګابه زوکړه: د ۱۹۲۴ زکال د فبروري ۲۱ مه مړینه: د ۲۰۱۹ زکال د سپټمبر ۶ مه زیمبابوې ته اړوند انقلابي او همدارنګه کیڼ اړخی ملت پاله سیاستوال و چې له ۱۹۸۰ زکال څخه یې تر ۱۹۸۷ زکال پورې د زیمبابوې د لومړي وزیر او له ۱۹۸۷ زکال څخه یې تر ۲۰۱۷ زکال پورې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړي له ۱۹۷۵ زکال څخه تر ۱۹۸۰ زکال پورې د زیمبابوې د افریقايي ملي اتحادیې او له ۱۹۸۰ زکال څخه تر ۲۰۱۷ زکال پورې د هغو د ځای ناستي ګوند، زانو میهني جبهې مشري وکړه. له ایډیالوژیکي پلوه هغه یو افریقايي ملت پال و چې د ۱۹۷۰مې او ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال مارکسېست- لینېنېست او له ۱۹۹۰مې لسیزې وروسته سوسیالېست بلل کېده. موګابه د سویلي رودزیا سیمې د کوتاما برخې د شونا وګړو په یوه بې وزله کورنۍ کې وزېږېد. د کوتاما په کالج او په فورټ هار پوهنتون کې یې زده کړې وکړې، له دې وروسته یې په سویلي رودزیا، شمالي رودزیا او ګانا کې د ښوونځي د ښوونکي په توګه کار وکړ. موګابه چې د بریتانیا د سترواکۍ په اډانه کې په خپل وطن باندې د سپین پوستو لږکیو له حکومتولۍ ناخوښه و، مارکسېزم یې ومانه او له افریقايي ملت پالو سره یې لاس یو کړ، هغو چې د اکثریت تورپوستو تر واک لاندې د خپلواک هېواد غوښتنه یې کوله. نوموړی د حکومت ضد څرګندونو له امله په فتنه پارولو تورن شو او له ۱۹۶۴ زکال څخه تر ۱۹۷۴ زکال پورې بندي شو. له خوشي کېدو وروسته هغه موزامبیق ته وتښتېد او تر خپلې رهبرې لاندې یې رامنځته کړه چې په رودزیايي بوش جګړه کې یې د هغو پر ونډې نظارت وکړ او همدارنګه یې د ایان سمیت له سپین پوستي دولت سره مبارزه وکړه. هغه زړه نا زړه د بریتانیا د سولې په خبرو کې ونډه واخیسته، چې له امله یې د لنکستر هوکړه رامنځته شوه او له مخې یې جګړه پای ته ورسېده. د ۱۹۸۰ زکال په عمومي ټاکنو کې موګابه - تر بریا ورسوله، دی د هېواد لومړی وزیر شو او وروسته له هغه چې د هېواد نوم یې زیمبابوې ته واړوه د همدغه کال په وروستیو کې د هغو خپلواکي د ګڼ شمېر هېوادونو له خوا په رسمیت وپېژندل شوه. موګابه روزنیزو او روغتیايي خدمتونو ته پراختیا ورکړه او له دې سره چې نوموړي د یوې سوسیالیستي ټولنې له جوړولو سره لېوالتیا لرله خو تر ډېره پوره اصلي اقتصادي سیاستونو ته پابند و. د نژادي پخلاینې اړوند د موګابه هڅو وه نشو کولای د سپین پوستو د مخ پر زیاتوالي کډوالۍ مخه ونیسي، په داسې حال کې چې د جاشوا نکومو تر مشرۍ لاندې د زیمبابوې د افریقايي وګړو د اتحادیې سره یې اړیکې ترینګلې شوې. له ۱۹۸۲ زکال څخه تر ۱۹۸۷ زکال پورې د زیمبابوې د پوځ پنځمې ډلګۍ په متبیلیلنډ سیمه کې د عملیاتو پر مهال ته د اړوندو مخالفینو د ځپلو د عملیاتو پر مهال د ګوکوراهوندي د عام وژنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ زره تنه ووژل چې ډېری یې ندیبیلي ملکي وګړي و. په نړیوال ډګر کې، هغه د کانګو دویمې جګړې ته سرتېري ولېږل همدارنګه یې د ناپلوي خوځښت ۱۹۸۶-۱۹۸۹ زکال، د افریقا د یو موټي کولو د سازمان ۱۹۹۷-۱۹۹۸ زکال او د افریقايي اتحادیې ۲۰۱۵- ۲۰۱۶ زکال مشري پر غاړه لرله. موګابه د استعمار د له منځه وړو په موخه په پیل کې پېرودونکي ته د پلورونکي د لیوالتیا پر بنسټ، بې ځمکو تورپوستو ته د سپین پوستو کروندګرو تر کنټرول لاندې ځمکو په ویشلو کار وکړ. نوموړی چې د ځمکو د وېش له لږې چټکټیا څخه ستړی شو په ۲۰۰۰ زکال کې یې د زیمبابوې تورپوستي وهڅول څو د سپین پوستو کروندې په زوره ونیسي. له دې سره د خوراکي توکو تولید په کلکه سره تر اغېز لاندې راغی او له امله یې قحطي او اقتصادي زوال رامنځته او همدارنګه پرې بهرني بندیزونه ولګول شول. د موګابه پر وړاندې مخالفتونه رامنځته شول، خو هغه وکولای شول د ۲۰۰۲، ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ زکال په ټاکنو کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال له تاوتریخوالي څخه په کارخیستو، ټاکنیزو درغلیو، او همدارنګه په خپل شونا کلیوالي ټاکنیز مرکز کې د ملت پالونکي دریځ په غوره کولو ټاکنې وګټي. په ۲۰۱۷ زکال کې د هغه د ګوند غړو نوموړی د یوې کودتا په ترڅ کې له واکه ګوښه کړ او پر ځای یې مرستیال ولسمشر امرسون منانګاګوا ولسمشر وټاکه. موګابه چې د نږدې څلورو لسیزو لپاره د زیمبابوې پر سیاستونو واک درلود یو بحث پارونکی شخصیت و. نوموړی د افریقا د آزادۍ په مبارزاتو کې د یو انقلابي اتل په توګه چې زیمبابوې یې له بریتانوي استعمار، امپریالېزم او د سپین پوستو له اقلیت حکومت څخه خلاصه کړه ستایل کېږي. منتقدین یې موګابه تورنوي چې هغه د یو دیکتاتور په توګه د ناسم اقتصادي مدیریت، پراخ فساد او همدارنګه د سپین پوستو ضد تبعیض او بشریت ضد جنایاتو په ګډون د بشري حقونو څخه د سرغړونو لامل ګرځېدلی. انقلابي چارې چریکي جګړه: ۱۹۷۵- ۱۹۷۹ زکال د ۱۹۷۵ زکال په مارچ میاشت کې موګابه پرېکړه وکړه چې رودزیا د موزامبیق په هوډ پرېږدي څو هلته د زانو د چریکي عملیاتو مدیریت پر غاړه واخلي. وروسته له هغه چې ملګری یې، موریس نیاګومبو، ونیول شو، نوموړی د ځان اړوند له ورته برخلیک څخه و وېرېد، خو د رایبرو په مرسته یې ځان له دولتي چارواکو پټ کړ. وروسته رایبرو او یوې زړه سواندې راهبې له هغه او ادګار تکره سره مرسته وکړه څو ځانون موزامبیق ته په قاچاق ورسوي. موګابه دوه کاله هلته په تبعید کې پاتې شو. د موزامبیق مارکسېست ولسمشر سامورا مچل د موګابه د رهبرۍ پر وړتیاو شک درلود او ډاډمن نه و چې نوموړی د زانو د قانوني رهبر په توګه ومني. مچل نوموړي ته په کولیمان کې کور ورکړ او نوموړی یې په نسبي کورني بند کې وساته، په دې سره موګابه د سفر کولو په موخه اجازې ته اړتیا لرله. دې څه باندې یو کال وخت ونیو څو مچل ومني موګابه د مشر دی. موګابه په موزابیق کې د زانو بېلابېلو کمپونو ته ولاړ څو د خپلو افسرانو ملاتړ ترلاسه کړي. د ۱۹۷۶ زکال په نیمايي کې هغه د د پوځي افسرانو له وفاداراۍ ډاډ ترلاسه کړ او ځان یې د سمیت له رژیم سره د جګړې مخکښ رهبر ثابت کړ. د ۱۹۷۷ زکال په اګست میاشت کې د ګوند د مرکزي کمیټې په ناسته کې چې په چیمو کې جوړه شوې وه ځان یې په رسمي ډول د ګوند مشر اعلان کړ. د جګړې په اوږدو کې موګابه د په ډېری قوماندانو شکمن و او د هغو یو شمېر یې بند ته واچول. په ۱۹۷۷ زکال کې هغه د ګوند د نظامي برخې دویم قوماندان ویلفرد مهمندا د نه ژمنتیا په تور بندي کړ. په ۱۹۷۹ زکال کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د جوزیا تونګوګارا له مړینې وروسته دا شکونه رامنځته شول چې کېدای شي موګابه په دغه چاره کې لاس لرلی وي، خو دغه شکونه هېڅکه ثابت نه شول. موګابه ورځ تر بلې د له هغو پوځي عملیاتو څخه بې خبره پاتې کېده چې تونګوګارا ته یې سپارلي و. د ۱۹۷۶ زکال په جنوري میاشت کې د لومړي ځل لپاره ۱۰۰۰ چریکي جنګیالي له موزامبیق څخه په تېرېدو زیمبابوې ته ولېږل څو د سپین پوستو په کروندو او پلورنځایونو برید وکړي. د دغې چارې په غبرګون کې سمیت له ۳۵ کلونو عمر څخه ټولو کم عمر لرونکو وګړو څخه کار واخیست او د رودزیا پوځ یې ۵۰ سلنه زیات کړ. ګڼ شمېر سپین پوستي ځمکه لرونکي اړ کړل څو خپلې کروندې پرېږدي. د هغوی له تورپوستو کارکوونکو څخه چې اوس بېکاره شوي و په زرګونو تنه یې له سره یولاس شول. په ۱۹۷۹ زکال کې داسې وضعیت ته ورسېد چې کولای یې شو د رودزیا په ګڼ شمېر ښارونو برید وکړي. د جګړې په اوږدو کې لږ تر لږه ۳۰ زره تنه ووژل شول. د دغو سیمو د پراخه نفوس پر نسبت، سپین پوستو ته زیات تلفات واوښتل او چریکي جنګیالي د لسیزې په وروستیو کې بریالي شول. موګابه تبلیغاتي جګړې، منظمو ویناوو او راډیویي خپرونو ته مخه کړه. په دغو کې نوموړي ځان مارکسېست لینېنېست معرفي کړ او په ډېرې جذبې سره به یې د مارکسېست، لینېنېست انقلابیونو لکه ولادمیر لینېن، ژوزف ستالین او فیډل کاسټرو اړوند یادونه کوله. د نوموړي د مارکسېستي لیدلورو سربېره له شوروي استازو سره د هغه ناستو کومه پایله نه لرله، ځکه هغوی د نکومو پر مشرۍ په انقلابي مبارزه ټینګار درلود. د چین د خلکو له جمهوریت سره یې اړیکې کلکې وې، ځکه د چین مارکسېست دولت له هېڅ شرط پرته د تسلیحاتي اړتیاوې پوره کولې. نوموړي همدارنګه د یو شمېر لویدیځو هېوادونو د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه په موزامبیق کې د لویدیځو هېوادونو سفارتونو ته ولاړاو د سویس او ایټالیا په څېر لویدیځو هېوادونو او همدارنګه یو شمېر مارکسېستي حکومت لرونکو هېوادونو لکه شوروي اتحاد، چین، شمالي کوریا، ویتنام او کیوبا ته یې سفرونه وکړل. سرچينې د ۱۹۲۴ زېږېدنې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D9%86%D8%AF
هند
-- -::: -:-:-:-: : - -: :. - هند چې رسمي نوم يې د هندوستان جمهوريت دی، په سويلي اسيا کې پروت هېواد دی. د ځمکې له پلوه اووم ستر هېواد دی، د نفوسو له پلوه په نړۍ کې دويم ستر هېواد دی او د نړۍ په کچه ستره ديموکراته ټولنه لري. سويل ته يې دهند سمندر، سويل لوېديځ ته يې عربي سمندر او سويل ختيځ ته يې د بنګال ابنا پرته ده، لوېدیځ ته له پاکستان سره ځمکنۍ پوله لري. چين، نيپال او بوټان يې شمال ته دي، بنګله ديش او ميانمار يې ختيځ ته پراته دي. په هند سمندر کې، هندوستان د سريلانکا اومالديف په ګاونډ کې پروت دی؛ اندامان او نيکوبار ټاپوګان يې له تايلينډ، ميانمار او اندونيزيا سره سمندري پولې لري. د هند نيمه لويې وچې ته عصري انسان له افريقا نه له ۵۵۰۰۰ کاله نه مخکې رارسېدلی دی. د دوی اوږد نيواک چې په لومړيو کې د ښکاريانو د جلا جلا ډلو په ډول و، دا سيمه په لوړه کچه متنوعه کړه او د انسان په جينتيکي تنوع کې یې له افريقا نه وروسته دويمه سيمه ده. ۹۰۰۰ کاله مخکې په دې نيمه لويه وچه کې اوسېدونکي انسانان د سيند په لوېدیځو څنډو کې راڅرګند شول او له میلاد مخکې په درېيمه زريزه کې دا خلک کرار کرار د سیند درې په مدنيت واوښتل. له میلاد مخکې په ۱۲۰۰ کې، د سنسکريت يو لرغونی ډول چې د اندو-اروپايي ژبو نه يوه ده، له شمال لويديځو برخو نه په هند کې خپره شوه او د ریګويدا ژبې په بڼه څرګنده شوه، په دې ډول په هندوستان کې د هندويزم پيل ثابت شو. د هندوستان دراويدي ژبې د دې سيمې په شمالي او لوېديځو سيمو کې ځای پر ځای شوې. له میلاد مخکې په ۴۰۰ کې، په هندويزم کې ډلبندي او شړل راپورته شول، بوديزم او جينيزم راپورته شول، او دوی له وراثت سره له اړيکې پرته د ټولنيز نظم اعلان وکړ. لومړي سياسي جوړښتونه د ماوريا او ګويتا سترواکيو د جوړېدو لامل وګرځېدل چې د ګنګا سيند په حوزه کې يې مرکزيت و. په ګډه سره د دوی پړاوونه له پراخو نوښتونو نه ډک وو، خو په همدې موده کې د ښځو ځای مخ پر ځوړ ولاړ او همدا پړاوونه د يوه چا نه لمس کولو نظر د عقايدو په يو منظم نظام کې شامل شو. په سويلي هندوستان کې، منځنيو سلطنتونو د سويل ختيځې اسيا سلطنتونو پر لور ، دراويدي ژبې او مذهبي کلتورونه ولېږدول. د منځني پړاو په لومړيو کې، مسيحيت، د اسلام سپېڅلي دین، يهوديت او زردشتي دين د هندوستان په سويلي او لوېديځو څنډو کې رېښې وکړې. د مرکزي اسيا مسلمانو پوځونو په پرله پسې ډول د هندوستان شمالي اوارې سيمې ونيولې او په پايله کې يې د ډیلي سلطنت جوړ کړ او په دې توګه يې شمالي هندوستان په منځنيو پېړيو کې د نړيوال اسلام شبکو ته راکش کړ. په پنځلسمه پېړۍ کې، ويجاياناګارا سترواکۍ د هند په سويل کې د اوږدې مودې يوهندو کلتوري جوړښت رامنځ ته کړ. په پنجاب کې سيکيزم سر راپورته کړ چې اساسي دين يې رد کړ. په ۱۵۲۶ز کال کې مغول سترواکۍ د دوه پېړيو لپاره د نسبي سولې پړاو پيل کړ او تر شا يې د ابادۍ يو روښانه تاريخ پرېښود. له دې وروسته، کرار کرار د بریتانیې ختيځ هندوستان کمپني واکمني پراخه شوه او هندوستان يې په يوه اقتصادي مستعمره بدل کړ، خو د هند واکمني يې هم خوندي کړه. په ۱۸۵۸ز کال کې د بریتانیې د تاج واکمني پيل شوه. هغه حقوق چې له هندوستانيانو سره يې ژمنه شوې وه، کرار کرار ورکړل شول، خو تيکنالوژيکي بدلونونه معرفي شول او د زده کړې، عصريت او عامه ژوند نظرياتو هم رېښې پيدا کړې. يو مخکښ ملتپاله خوځښت سر راپورته کړ، خو د عدم تشدد په مقاومت پېژندل کېده او په هندوستان کې د بریتانیې واکمنۍ ته د پای ورکولو بنسټيز لامل وګرځېد. په ۱۹۴۷ز کال کې د بریتانیې هند سترواکۍ په دوو خپلواکو واکمنيو ووېشل شوه، يو يې د هندو اکثريت قلمرو هندوستان و او بل يې د مسلمان اکثريت قلمرو پاکستان و، په دې موده کې بې ساري ځاني تلفات او سترې کډوالۍ رامنځ ته شوې. هند له ۱۹۵۰ز کال نه يو فدرالي جمهوريت دی، چې په يوه دموکراتيک پارلماني نظام اداره کېږي. دا هېواد يوه تکثيري، ګڼ ژبې او ګڼ توکمې ټولنه لري. د هندوستان نفوس چې په ۱۹۵۱ز کال کې ۳۶۱ ميليونه و، په ۲۰۱۱ز کال کې يو اعشاريه دوه سوه او يوولس ميليارده ته ورسېد. په همدې موده کې، د دې هېواد د يوه تن پر سر عايد په کال کې له څلور شپېته امريکايي ډالرو نه ۱.۴۹۸ امريکايي ډالرو ته ورسېد، د سودا درجه يې له ۱۶.۶ سلنې نه ۷۴ سلنې ته لوړ شو. په ۱۹۵۱ز کال کې له یو څه بې وزله هېواد نه، هندوستان د چټکې ودې په ستر اقتصاد او د معلوماتي تيکنالوژۍ چوپړتياوو په دروازه بدل شو، په داسې حال کې چې منځنۍ طبقه يې مخ په پراختيا ده. هندوستان فضايي پروګرام لري، چې له ځمکې بهرګڼ طرحه شوي ماموريتونه لري. هندي فلمونه، موسيقي او روحاني زده کړې په نړيوال کلتور کې مخ پر زياتېدو نقش لوبوي. هندوستان د بې وزلۍ په کچه کې د پام وړ کمښت راوستی، که څه هم دا چاره د اقتصادي نابرابرۍ د زياتوالي په بیه تر سره شوې ده. هندوستان هستوي وسلې لري، په همدې بنسټ دا هېواد د نظامي لګښتونو په لوړه درجه کې دی. له ګاونډيانو پاکستان او چين سره د کشمير پر سر لانجې لري، کومې چې د شلمې پېړۍ له نيمايي نه، نه دي حل شوې. هغه ټولنيزې اقتصادي ننګونې چې هند ورسره مخامخ دی، جنسي نابرابري، د کوچنيانو خوارځواکي او د هوا ککړتيا د کچې لوړېدل دي. د هندوستان ځمکه د ژوند د څلورو ډولونو په لرلو سره ډېره متنوعه ده. ځنګلونو د هندوستان يو وېشت اعشاريه اووه سلنه ځمکه پوښلې ده. د هندوستان د وحشي حيواناتو له ژوند نه چې په دوديز ډول ورته په هندي کلتور کې د زغم په سترګه کتل کېدل، په دې ځنګلونو او نورو سيمو کې په خوندي شوو استوګنځايونو کې پالل کېږي. رېښه د اکسفورډ انګليسي ویي پانګې په استناد: درېيم چاپ ۲۰۰۹ز، هند نوم د کلاسيکي لاتيني ژبې له ويي هند نه اخستل شوی، په دې نوم سره سويلي اسيا او د دې سيمې ناټاکلو ختيځو سيمو ته کارېده او په دې ډول په پرله پسې ډول مشتق شوی له: د لرغوني يوناني هلنيستي؛ له لرغونې فارسي هندوش نه کوم چې د هخامنشي سترواکۍ ختيځ ولايت و او په پايله کې هغه چې دې ته ډېر نژدې دی، د سنسکريت ژبې سينډوس يا درياب نه اخستل شوی، په ځانګړي ډول د سیند سيند او په ضمني ډول د هغې د ښه مېشت شوي سويلي حوزې نه. لرغونو يونانيانو هنديانو ته د اندويي چې ژباړه يې ده د سیند خلک ويل. د بهارت اصطلاح هم، په هندي حماسي شاعرۍ کې څرګنده شوې او هم د هندوستان په اساسي قانون کې، له دې اصطلاح نه په يو څه بدلونونو په ډېرو هندي ژبو کې کار اخستل کېږي. د تاريخي نوم بهارتوارشا يوه نوې ژباړه، کوم نوم چې په اصل کې شمالي هند ته کارول کېږي، بهارت د نولسمې پېړۍ په منځ کې د هند لپاره د يوه لرغوني نوم په توګه ډېر ارزښت خپل کړ. هندوستان د هند يو منځنی فارسي نوم دی، د مغولو د سترواکۍ پر مهال رواج شوی او تر اوسه په پراخه کچه کارول کېږي. معناوې يې بېلا بېلې کېږي، د اوسني هند شمالي سيمو او پاکستان يا ټول هند ته کارول کېږي. تاريخچه لرغونی هندوستان ۵۵۰۰۰ کاله مخکې، لومړی عصري انسان يا هومو ساپينس له افريقا نه د هند نيمه لويې وچې ته ورسېدل، چېرې چې له دې مخکې دوی تکامل موندلی و. په سويلي اسيا کې د لومړي عصري انسان پاتې شونو تاريخ ۳۰۰۰۰ کاله مخکې وخت ته رسېږي. له میلاد مخکې له ۶۵۰۰ کاله نه وروسته، د خوراکي توليداتو او څارويو پالنې، دايمي جوړښتونو جوړښت او د کرنيزو اضافي توکو زېرمه کولو شواهد په مهرګړ او نورو سيمو کې څرګند شوي دي چې، دا سيمې اوس د پاکستان د بلوچستان اړوند دي. دا حالت کرار کرار د سیند په مدنيت کې وده وکړه، کوم چې په سويلي اسيا کې لومړی ښاري تمدن و او له میلاد مخکې په ۲۵۰۰-۱۹۰۰ کې غوړېدلی وچې د اوسني پاکستان او لوېديځ هندوستان په مربوطاتو کې يې موقعيت درلود. د موهنجداړو، هړپا، دهولاويرا او کالي بينګن په څېر ښارونو په مرکزيت او په ډول ډول خوراکونو تکيه کولو سره دا تمدن د لاسي صنايعو په توليد او پراخه سوداګرۍ کې ښکېل و. آيالاتونه جغرافیه تاریخ کلتور اقتصاد آرپوهه د هند نوم د لرغونې پاړسي ژبې د لغت هندو او د سانسيکرت د ژبې لغت سندو نه راوتلی. سندو په پخوانيو تاريخي ليکنو کې د اباسيند د رود نوم دی. لرغونو يونانانو هندوان د اندوی په نامه پېژندل، چې د دغه نوم مانا د انډس د رود يا د اباسيند د رود خلک دی. د هند اساسي قانون او د هند په بېلابېلو ژبو کې د بهارت نوم هم د دغه هېواد لپاره د يوه رسمي نوم په توگه کارېدلی. د بهارت نوم د هند د افسانوي پاچا بهارتا له نوم نه سرچينه اخيستې. بل نوم چې د هند لپاره کارېږي هغه د پارسي ژبې نوم هندوستان دی چې د دغه لغت مانا د هندوانو خاوره يا د هندوانو زمکه ده. يادښتونه هند سوېلي آسيا هېوادونه جمهوريتونه د سارک غړي د جي ۱۵ غړي هېوادونه د همگټو هېوادونو غړی د نړۍ هېوادونه د آسيا هېوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%88%D8%AA%D8%B3%D9%88%D8%A7%D9%86%D8%A7
بوتسوانا
بوتسوانا په انګلیسي چې رسمي نوم یې د بوتسوانا جمهوریت دی په سویلي افریقا کې پروت یو هیواد دی. یاد هیواد ۳۷۰۶۰۰ کیلومتره مساحت او ۸۳۳۶۳۹۱ میلونه وګړي لری، رسمي ژبه یې انګلیسي او پلازمینه یې د ګابورون ښار دی، بوتسوانا په ۳۰ د سپمبر ۱۹۶۶م کال له پخوانی بریتانیا نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه. بوتسوانا واورئ ، همداراز په برتانیوۍ انګلیسي کې: - -، په رسمي توګه د بوتسوانا جمهوریت : په جنوبي افریقا کې په وچه کې راګیر یو هېواد دی. بوتسوانا د توپوګرافۍ له پلوه ډېر هموار دی ، چې ۷۰ سلنه خاوره یې د کالهارۍ دښته ده. دا هېواد په سويل او سويل ختیځ کې د سویلي افریقا سره په لويديځ، شمال کې له نامیبیا او شمال ختیځ ته له زمبابوی سره ګډه پوله لري. نوموړی هېواد د کازونګولا پل په واسطه د زامبيزي سیند د لنډ سرحد په اوږدو کې له زامبیا سره وصل دی. د ۳.۲ ملیونه څخه یو څه زیات نفوس په درلودلو سره، بوتسوانا په نړۍ کې یو له خورا لږ نفوس لرونکو هېوادونو څخه دی. شاوخوا ۱۱.۶ سلنه نفوس یې په پلازمینه او لوی ښار ګابورون کې ژوند کوي. پخوا د نړۍ یو له بې وزلو هېوادونو څخه ؤ چې د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کې د سړي پر سر ناخالص تولید شاوخوا ۷۰ امریکایي ډالره ؤ - وروسته له هغه یې ځان د لوړ- منځني عاید لرونکي هېواد په توګه بدل کړ چې د نړۍ یو ترټولو ګړندیو مخ پر ودې اقتصاد لرونکو هېوادونو له جملې څخه شمېرل کېږي. انسانان یا هومو سیپینز په لومړي ځل له ۲۰۰،۰۰۰ کاله دمخه په دغه هېواد کې اوسیدل. د بوتسوانا توکمیزه ډله په عمده توګه د بنتو ژبو ویونکو قومونو څخه وه چې د ۶۰۰ زیږېدیز کال په شاوخوا کې د افریقا سویل ته اوسنۍ بوتسوانا ته کډه شوې وه، چې په قبایلي سیمو کې یې د بزګرانو او څارویو پالونکو په توګه ژوند کاوه. په ۱۸۸۵ز کې، انګریزانو دا سیمه مستعمره کړه او د بیچوانالند په نوم یې تحت الحمایه اعلان کړه. چې د استعمار په له منځه تلو سره، بیچوانالند د ۱۹۶۶ز کال د سپټمبر په ۳۰مه نېټه تر خپل اوسني نوم لاندې یو خپلواک مشترک المنافع جمهوریت شو. له هغه وخت راهیسې، دا هېواد د ټاکنو پر بنسټ ولاړ یو جمهوریت دی، چې د لاسوهنو پرته ډیموکراتیکو ټاکنو، ثابت ریکارډ لري او لږترلږه د ۱۹۹۸ز کال راهیسې په افریقا کې د فساد د کچې په درجه بندۍ کې ترټولو ټیټ ځای لري. په اقتصاد یې کانونه، څاروي او ګرځندویي یا ټورېزم مسلط دي. بوتسوانا د ۲۰۲۱ز کالسر شمېرنې په اساس داخلي ناخالص توليد یا د پیرودلو ځواک انډول شاوخوا ۱۸،۱۱۳ ډالره ؤ چې په افریقا کې یو له ترټولو لوړو هېوادونو څخه دی. بوتسوانا د نړۍ ترټولو لوی الماس تولیدونکی هېواد دی. د سړي پر سر ناخالص ملي عاید یې په نسبي ډول لوړ دی د ځینو اټکلونو له مخې په افریقا کې څلورم لوی ملی ناخالص عاید درلودونکی هېواد دی چې نوموړي هېواد ته په پرتلیز ډول د ژوند کولو لوړ معیار او د تورې افریقا یا د صحراء د جنوبې افریقا د بشري پراختیا لوړ شاخص وربخښي. بوتسوانا د افریقایي اتحادیې، د سویلي افریقا د ګمرکونو اتحادي، د سویلي افریقا د پرمختیایی ټولنه، د مشترک المنافع هېوادونو، او د ملګرو ملتونو غړې ده. په دغه هېواد کې د اېډز د ناروغۍ له امله په ناوړه توګه اغیزمن شوی دی. د درملنې لپاره د پروګرامونو د بریالیتوب، او خلکو ته د د خپریدو د مخنیوي په اړه د پوهاوي له وړاندې کېدو سره سره ، په ایډز د اخته کسانو شمیر په ۲۰۰۵ کې له ۲۹۰،۰۰۰ څخه په ۲۰۱۳ز کې ۳۲۰،۰۰۰ ته لوړ شو. : د ۲۰۱۴ کال د آمارو په اساس، بوتسوانا د د خپرېدو دریم لوړ رېټ یا کچه لري، چې نږدې ۲۰٪ نفوس یې په دې ناروغۍ اخته شوی دی. تاریخچه پخوانی تاریخ د لرغون پېژندنې کیندنی ښیي چې هومینيانسانانو په بوتسوانا کې شاوخوا دوه میلیونه کاله وړاندې ژوند کاوه. د ډبرو وسیلې او د حیواناتو پاتې شوني ښيي چې د هېواد ټولې سیمې لږ تر لږه ۴۰۰،۰۰۰ کاله پخوا د انسانانو له خوا مېشتې شوې وې. د ۲۰۱۹ په اکتوبر کې، څیړونکو راپور ورکړ چې بوتسوانا شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ کاله دمخه د ټولو لومړنیو عصري انسانانو د زیږون ځای ؤ. د لومړنیو عصري انسانانو لخوا پاتې شوي شواهد لکه د غار نقاشي شاوخوا ۷۳،۰۰۰ کاله لرغونتوب لري. د سویلي افریقا اصلي اوسیدونکي د بوشمین سان او خوی خلک وو. دواړو په خویسانو ژبه خبرې کولې، ښکار یې کاوه، په اوږدو واټنونو کې یې راټولول او تجارت کاوه. کله چې مالداري په لومړي ځل شاوخوا ۲۰۰۰ کاله وړاندې سویلي افریقا ته معرفي شوه، څړځای پالنه د اقتصاد یوه لویه ځانګړتیا شوه، ځکه چې په سیمه کې یې لوی واښه لرونکې ځمکې درلودې چې د ټیسيټسې مچانو څخه پاکې وې. دا څرګنده نده چې کله په بنتو ژبه خبرې کونکي خلک لومړی له شمال څخه هېواد ته لاړل، که څه هم ۶۰۰ عیسوی کال یې یو توافقي اټکل دی. په هغه دوره کې، د ننني کلنګا پلرونه هغه ځای ته لاړل چې اوس د هېواد شمال ختیځې سیمې دي. دا پخوانۍ-کلنگایۍ سیمې د زیمبابوې ایالت او همدارنګه د میپونګوبوی ایالت سره نږدې وصل شوې سیمې، له دې منځه د پام وړ د ډبرو له دیوالونو سره ډومبوشابا کنډوالې دي چې چې په اوسط ډول ۱.۸ متره لوړوالی لري او په بوتسوانا کې کلتوري او میراثي ځایونه بلل کېږي چې په اصل کې د لوی زیمبابوې دورې ۱۲۵۰-۱۴۵۰ز په پای کې اشغال شوي وو. دا ځای د سیمې د اوسیدونکو لپاره د درناوي ځای دی او داسې انګيرل کېږي چې سردار یا مشر د غونډۍ په سر کې د خپلو مرستندویانو او معاونینو سره یوځای ژوند کاوه. دا ایالتونه، چې د اوسنۍ بوتسوانا له پولو څخه بهر موقعیت لري، د څارویو لویې رمې چې په ښکاره توګه د اوسنیو ساتل کېدونکو رمو شمېر ته نږدیوالی ښايي په هغه ځای کې ساتل شوې چې اوس مرکزي ولسوالۍ ده. د څارویو د پالنې دا لوی کمپلکس تر ۱۳۰۰ز کال پورې وده وکړه، او داسې بريښي چې د ماپونګوبې له سقوط وروسته بيرته له زوال سره مخ شوې. د دې دورې په بهیر کې، د سوانا ژبې لومړنۍ ډلې، بکګلاګادي، د کالاهاري جنوبي سیمو ته ولاړې. دا ټول بېلابېل خلک له هغو سوداګریزو لارو سره تړلي وو چې د لیمپوپو سیند له لارې د هند بحر ته تللي، او د آسیا څخه د مریو په شان سوداګریزو توکو په لېږدولو سره او په ډېر احتمال یې په بدل کې د عاجد فیل غاښ، سرو زرو او د کرګدن د ښکرو په په راوړلو سره بوتسوانا ته لاره موندلې وه. د اوسپنې په دورې کې د توتسویموګالا غونډۍ د مېشته کېدو په اړه د راډیو کاربن نيټي له اوومې څخه د ۱۹مې زیږېدیزې پیړۍ تر پایه پورې د مېشته کېدو ښودنه کوي چې د زرو کلونو څخه پکې د انسانانو زیات مېشتوالی په ګوته کوي. داغونډۍ په سویلي افریقا کې د لومړنیو دولتونو د جوړېدلو برخه وه چې د اقتصاد لویه سرچينه یې د څارویو ساتنه وه. د توتسو په استوګنځي کې د کور چتونه، د غوا - سپي ښېښه شوي کوَټې یا امبارونه او ښورې شامل دي په داسې حال کې چې د پام وړ جوړښت د تیږو دیوال دی. د سینټورس سيلیاریس، هغو وښو لویې سیمې شتون لري، چې په سویلي، مرکزي افریقا کې د څارویو ساتلو استوګنځایونو سره تړاو لري. د ۷۰۰ زیږېدیز کال په شاوخوا کی، د توتسوی خلک لویدیځ لور بوتسوانا ته ولاړل او په ترتیب سره یې د وږو لرونکو جواریو او ږدنو کرهنیز، او د اهلي شوو څارویو لپار د څړځایونو سېستم پیل کړ. دغه سیمې په ختیځه بوتسوانا کې د یوې پراخې کلتوري سیمې په مرکز کې موقعیت درلود او د دې سیمې د نورو لرغونو ساحو سره ، د سیرامیکو تولید په مېتود او همدارنګه د استوګنې وخت په چوکاټونو کې زیات شمېر مشترکات لري. داسې لوی جوړښتونه مشاهده شوي چې د څارویو د مدفوع خوشایو ښېښه شوي پاتې شوني پکې شامل دي، نوموړي پاتې شوني هغه تیوري ځواکمنوي چې دا سیمې د څارویو چاپېریالنه دي او دا چې د توتسویموګالا غونډۍ په دې توګه په سیمه کې د څارویو د پالنې لوی مرکز ؤ. په هرصورت، کرنې هم د توتسویموګالا غونډۍ د پراخ شوي اِسکان په اوږدوالي کې حیاتي رول لوبولی، ځکه چې په سیمه کې د غلو، دانو د زخیرو زیات شمېر جوړښتونه هم موندل شوي. د کور د چتونو بېلابېل پوړونه هم د سلګونو کلونو لپاره د دوامداره مېشتوالی په نښه کوي. په سوانا ژبه د خبرو کوونکو وګړو د پلرونو د راتګ نېټه چې سیمې ته د کنټرول لپاره راغلي وو تر اوسه په دقیقه توګه معلومه نه ده. د باکوینا ټولنې غړیو، چې د کاګابو په نوم د یوه افسانوي مشر تر مشرۍ لاندې د اشرافو یوه ټولنه وه، د ۱۵۰۰ زیږېديز کال په وروستیو کې سویلي کالاهاري ته لاره پیدا کړه، او د نوموړي پیروانو د بکګلاګادي اوسیدونکي لویدیځ لوري دښتې ته واړول. د کلونو په اوږدو کې، د بکوینا زیات شمېر څانګې مجاورو سیمو ته تللې. بنګواکیټس لویدیځي سیمې ونیولې، په داسې حال کې چې بنګواټو شمال ختیځ ته د پخوانۍ کلنګا سیمو ته ولاړل. لږ وروسته، د بنګواټو یوې څانګې چې د باتوانا په نوم پیژندل کېږي د اوکاوانګو دِلتا ته مهاجرت وکړ، چې ښایي په ۱۷۹۰ز کال کې ؤ. ایداري وېش د بوتسوانا هیواد په خپل ایداري وېش کې ۹ سیمې او ۵ ښاري بزخې لري. مرکزی سیمه ګانزي کګالاګادي کګاتلنګ کوننګ شمال ختیځې سیمې شمال لویدیځې سیمې سویل ختیځې سیمې سویلي سیمې تاریخ جغرافیه کلتور اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه بوټسوانا په وچې پورې تړلي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%B1%D8%A7%D8%B2%DB%8C%D9%84
برازیل
برازیل چې په رسمي توګه د برازیل فدرالی ولسمشریزه ده د سویلي امریکا یو له سترو او گڼ وگړیزو هیوادونو څخه دی چې پلازمېنه یې برازیلیا او رسمي ژبه یې پرتګالي ژبه ده. برازيل د پراخوالي له پلوه د نړۍ پنځم لوی هېواد دی. د دغه هېواد شمال ته ونزویلا، کلمبیا، فرانسوي ګویاناو شمالي اطلس سمندر ، سوېل ته يې پاراګوای، اروګوای، پيرو او سوېلي اتلس، ختیځ ته يې اتلس سمندر، لویدیځ او جنوب لویدیځ ته یې بولېویا او ارجنټاین هېوادونه موقعيت لري. هوا سره له دې چې د استوا کرښه د برازیل له شمالي سیمو څخه تېریږي، خو د ارتفاعاتو او بادونو د لرلو له کبله او دغه راز له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله د برازیل هوا ډېره توده نه ده او د سانتیګراد د ۲۷ او ۲۵ درجو په منځ کې ښکته او پورته کېږي. په برازيل کې په عمومي توګه د کال د ډېرو تودو او سړو میاشتو د تودوخې درجې توپیر ډېر نه دی او له ژمي تر اوړي پورې له ۲ تر ۲.۶ درجو پورې توپير کوي. د برازیل په شمال ختیځو سیمو کې د کال په وچ فصل کې د هوا تودوخه ۳۸ درجو ته رسېږي چې دا د برازیل تر ټولو تودې سیمې بلل کېږي. بل خوا د دغه هېواد په جګو برخو کې د ژمي پر مهال هوا سړه وي او د سیندونو اوبه کنګل نیسي. په برازیل کې هر کال په منځنۍ توګه له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ ملي مترو پورې اورښت کېږي. د دغه هېواد د امازون د ستر سیند په حوزه کې اورښتونه په جنوري کې پیل کېږي او په جون کې پای ته رسېږي. د برازیل په ډېرو برخو کې د دوبي پر مهال باران اوري او د ژمي میاشتې يې د کال په وچ فصل کې شمېرل کېږي. کلتور د یادولو وړ ده چې برازیل له روسیې، کاناډا، چین او امریکا وروسته د نړۍ پنځم لوی هېواد دی چې د جنوبي امریکا ۴۸ سلنه او د ټولې امریکا لویې وچې ۲۰.۸ سلنه خاوره يې نیولې ده. د برازيل پلازمېنه د برازیلیا ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر ۲۰۸ ميلیونو تنو ته رسېږي، چې په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۲۳ تنه ژوند کوي. د ټولو وګړو ۸۵ سلنه يې په ښاري او پاتې ۱۵ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي. د ژوند تمه پکې په منځنۍ توګه ۷۳ کاله ده. ۴۸ سلنه اوسېدونکي يې د سپين، ۴۳ سلنه يې د ګډ تور او سپين، ۲ سلنه يې د عربي او پاتې ۷ سلنه اوسېدونکي يې بيا د مختلفو نورو اسيايي نژادونو درلودونکي دي. مذهب د برازيل اوسېدونکي له مذهبي پلوه ۶۴ سلنه د کاتوليک، ۲۲ سلنه د پروتستانت او پاتې نور يې بيا د مختلفو اديانو پيروان دي. ژبي او ایداري ویش د دغه هېواد رسمي ژبه پرتګالي ده، خو پر پرتګالي سربېره هسپانوي، انګليسي او فرانسوي ژبې هم په دغه هېواد کې ګڼ ويونکي لري. ليک يې لاتين دی. برازیل ۲۶ ولایتونه او یوه فدرالی ولسوالي لري. ساو پاولو، ریودوجنیرو، سلوادور، فورتالیزا، بیلوهاریزونټ، کوریټیبا، ماناوس، او بیلیم يې لوی او مشهور ښارونه دي. د حکومت بڼه د برازيل د حکومت ډول فدرالي جمهوريت دی. د دغه هېواد لومړنی اساسي قانون په کال ۱۸۹۱ کې تدوین شوی دی. پر دغه قانون تر اوسه څو ځلې بيا کتنې شوې دي. د برازیل ولسمشر چې د لومړي وزارت دنده هم پرمخ بیايي، له خپل مرستیال سره په یو وخت کې د خلکو په خوښه ټاکل کېږي او يوازې يو ځل د څلور کلنې دورې لپاره کار کولی شي. د برازیل پارلمان دوې جرګې لري: د مشرانو فدرالی جرګه، ۸۱ غړي لري چې له هر ولایت او فدرالي ولسوالۍ څخه درې - درې کسان د خلکو په رایه ورته ټاکل کېږي او ۸ کاله کار کوي. د دې جرګې ۳۳ سلنه غړي هر څلور کاله وروسته بدلېږي. دویمه يې ولسي جرګه ده چې ۵۱۳ غړي لري او ټول د برازيل د مختلفو سيمو د اوسېدونکو له خوا د نفوس په تناسب ټاکل کېږي. د دې جرګې غړي څلور کاله کار کوي. په برازيل کې د هغو کسانو له لوري د رايې کارول جبري دي چې د عمر ۱۸ کلونه يې پوره کړي وي، خو ۷۰ کلنۍ ته نه وي رسېدلي. حقوقي نظام د برازیل حقوقي نظام له ۱۹۱۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې په رومي قوانینو یا کوډونو ولاړ و، خو په ۲۰۰۲ کال کې پکې بدلونونه راغلل او مدني قوانین نافذ شول. ستره فدرالي محکمه د برازیل لوړ قضایي ارګان دی چې يو مشر یا قاضی القضات او ۱۱ غړي لري او د ولسمشر له لوري د ټول عمر لپاره ټاکل کېږي. ورپسې بيا د استیناف فدرالي محکمه، د ټاکنو عالي محکمه، د عدالت عالي محکمه او سیمه ییزې فدرالي محکمې د برازیل مهمې محکمې بلل کېږي. د برازیل کارګر ګوند، د برازیل سوسیالېست ګوند، د برازیل کمونېست ګوند، کارګر ولسواک ګوند، زرغون ګوند، د عوامو سوسیالېست ګوند او مترقي ګوند د برازيل مهم او مخکښ سياسي ګوندونه دي. کرنه برازیل د کرنې د ډېرو لويو سکټورونو صنعتی تولیداتو، کاني موادو او خدمتونو د پراخ جال په درلودلو سره د سوېلي امریکا تر ټولو لوی او پرمختللی اقتصاد دی چې په مارکېټ کې پراخ حضور لري. د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ کلونو په منځ کې د برازیل اقتصاد له ډېرو کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخ شو خو دولت او اقتصادپوهانو یې له دې پرته چې اقتصادي ودې ته يې زيان ورسېږي، يادې ستونزې هوارې کړې او د هغو پلانونو پلي کولو ته يې دوام ورکړ چې پخواني ولسمشر کاردوسو جوړ کړي وو. برازیل د نړۍ له هغو لومړنیو هېوادونو يو و چې په ۲۰۰۸ زېږديز کال کې يې د امريکا له متحدو ايالتونو څخه له پيل شوي اقتصادي بحران څخه ځان خلاص کړ. په ۲۰۱۰ کال کې په برازیل کې د خلکو او پانګه والو ډاډ بیا لوړ شو او کورني ناخالص توليد يې ۷ سلنه وده وکړه چې له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې تر ټولو ډېره او چټکه وده بلل کېږي. د برازيل د ناخالص کورني تولید کلنی ارزښت درې ټرېلیونو ډالرو ته رسېږي او دغه ارزښت هر کال يو سلنه وده کوي. په دغه هېواد کې د سړي سر کلني عايد کچه ۱۰۳۰۹ ډالره ده. د ناخالص کورني توليد په سکټوري جوړښت کې يې د کرنې ونډه ۶ سلنه، د صنعت ۲۳ سلنه او د خدماتو بيا ۷۱ سلنه ده. برازيل ۱۱۲ ميليونه کاري ځواک لري چې يوازې ۶ سلنه يې وزګار دي خو سره له دې يې هم ۲۱ سلنه کورنۍ د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي. د دغه هېواد په بودجه کې په منځنۍ توګه ۸۶۲ ميليارده ډالره عوايد او ۸۳۵ ميليونه ډالره لګښتونه شاملېږي. له دويمې نړیوالې جګړې وروسته د برازیل د صنایعو سکټور کرار کرار پر لوی هغه بدل شو او له ۱۹۴۷ زېږديز کال څخه بيا تر ۱۹۶۱ زېږديز کال پورې يې هر کال نږدې ۱۰ سلنه وده تجربه کړه. ماشینونه، نقلیه وسایط، برېښنایي وسایل، المونیم او المونیمي توکي، ساختماني مواد، اوسپنه، پولاد، برېښنا، خوراکي توکي، لرګي، سګرېټ، کیمیاوي مواد، استهلاکي توکي، ټایرونه او ټیوپونه، قرطاسیه، چرم، وسلې او مهمات د برازيل مهم صنعتي توليدات دي. د برازیل ۹ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. د دغه هېواد ۲۲ سلنه ځمکه څړځایونو، ۵۷ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره بيا غرونو، غونډیو، سیندونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د برازیل ۱۳ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او ۶ سلنه ناخالص کورنی تولید يې له همدې سکټور څخه ترلاسه کېږي. تنباکو، ربړ، کچالو، سابه، مېوې، لبنیات، غوښه، هګۍ او واښه د دغه هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور مهم محصولات دي. د برازيل د صادراتو کلنی ارزښت ۲۴۵ ميلياردو ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د وارداتو ارزښت يې بيا ۲۴۱ ميليارده امريکايي ډالره دی. چین، د امريکا متحد ايالتونه، ارجنټاين، جرمني، نايجريا او هالنډ د برازيل لوی او مهم سوداګريز شريکان دي. پولي واحد يې برازيلي رېیل دی او مالي کلونه يې له ميلادي کلونو سره برابر دي. برازيل د ۲۸۵۴۰ کيلومترو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ، ۱۸ لويې او ۱۶ کارګو بېړۍ او ۴۰۳۹ هوايي ډګرونه لري چې ۶۹۸ هغه يې پاخه دي. د ټلیفون کوډ یې ۰۰۵۵ دی او ۷۶ ميليونه اوسېدونکي يې انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري. د برازیل ۹۳ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ یا مسلکي او لوړې زده کړې لري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو دفتر په کتاب کې لیکل شوي چې افغانستان او برازیل د ۱۹۶۲ کال د فبرورۍ په ۲۵ مه د نااستوګنو سفیرانو په کچه د اړیکو اعلامیه خپره کړه او دوه میاشتې وروسته برازیلي ډیپلومات خپل باورلیک د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه ته وړاندې کړ. د ثور له کودتا وروسته د افغانستان او برازیل اړیکې پرې شوې. له افغانستانه تر برازیل پورې د هوا له لارې ۱۳۶۰۹ کيلومتره واټن پروت دی. د کابل او برازيليا تر منځ د وخت توپير شپږ نيم ساعته دی. برازیل د سویلي امریکا هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%B1%D9%88%D9%86%D8%A7%DB%8C
برونای
بروني دارالسلام، جاوي: نݢارا بروني دارالسلام، . د بروني ملت، د سولې کور یو هېواد دی چې د سویل ختیځې اسیا د بورنیو ټاپو په شمالي ساحل کې پروت دی. د سویلي چین له سمندري سواحلو پرته، دا په بشپړ ډول د مالیزیا د سراواک ایالت له خوا را ایسار شوی دی. بروني د لیمبانګ د سراواک سیمې له امله په دوو برخو وېشل شوی. بروني په بورنیو کې یوازینی خپلواک دولت دی؛ د ټاپو پاتې برخه د مالیزیا او اندونیزیا ترمنځ وېشل شوې ده. تر ز کال پورې یې نفوس و، چې شاوخوا تنو یې په پلازمېنه او لوی ښار، یعنې په بندر سری بیګاوان کې ژوند کوي. حکومت یې یوه مطلقه پاچاهۍ ده، چې د خپل سلطان له خوا اداره کېږي، د یانګ دی پرتوان حق لري او د انګلیسي عام قانون او شرعي قوانینو او همدارنګه د عمومي اسلامي طرزالعملونو ترکیب پلي کوي. د بروني سترواکۍ په اوج کې، سلطان بولکیه د -ز واکمنۍ کې ادعا کوي چې د بورنیو د زیاترو سیمو کنټرول لري، لکه: د نن ورځې ساراواک او صباح او همدارنګه د بورنیو په شمال ختیځه څنډه کې د سولو ارکیپیلاګو او د بورنیو شمال لوېدیځه څنډه کې ټاپوګانې. ادعاګانې دا هم وايي، چې دوی په سیلډونګ یا د میینیلا سلطنت، چېرې چې اوس د فیلیپین پلازمېنه مانیلا ده کنټرول درلود، خو د سویل ختیځې اسیا پوهان په دې باور دي، چې دا په اندونیزیا کې د سیلورونګ غره ته اشاره کوي. د بروني سمندري ایالت په ز کال کې د هسپانیا د میګیلان کمپاین له خوا لیدل شوی و او په ز کال کې د کاسټیلیان په جګړه کې د اسپانیا پر وړاندې وجنګېد. د مې پېړۍ په لړ کې د برونین سترواکۍ په زوال پیل وکړ. د ساراواک کوچنګ سلطنت یې جیمز بروک ته وسپاره او هغه یې د سپین پاچا په توګه وټاکه او صباح یې د برتانیا شمالي بورنیو چارټرډ شرکت ته وسپاره. په ز کال کې بروني د برتانیا محافظه کار شو او په ز کال کې د برتانوي استوګن په توګه د استعمار مدیر وټاکل شو. د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې تر جاپاني اشغال وروسته، په ز کال کې یو نوی اساسي قانون ولیکل شو. په ز کال کې د پاچاهۍ پر وړاندې یو کوچنی وسله وال بغاوت د انګریزانو په مرسته پای ته ورسېد. بروني له ۱۹۶۷ز کال راهیسې د بروني د سلطان حسنال بولکیه په مشرۍ کې دی او د ۱۹۸۴ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه یې د برتانیې د محافظت په توګه خپله خپلواکي ترلاسه کړه. د ز او ز کلونو په اوږدو کې اقتصادي وده، له ز نه تر ز کال پورې د ٪ له زیاتوالي سره، بروني په یو صنعتي هېواد بدل شو. د دغه هېواد ډېره شتمني پر پراخو پټرولیمو او طبیعي ګازو راڅرخي. بروني د سویل ختیځې اسیا هېوادونو په مینځ کې تر سینګاپور وروسته دویم لوړ بشري پرمختیايي شاخص لري او د پرمختللي هېواد په توګه ګڼل کېږي. د پیسو نړیوال صندوق په وینا، بروني په نړۍ کې د سړي سر ناخالص کورني تولید له مخې د پېرودلو د ځواک په برابرۍ کې پینځم ځای لري. په ز کال کې اټکل وکړ، چې بروني له دوو هېوادونو نه یو هغه هېواد دی بل یې لیبیا دی، چې په ملي ٪ کې عمومي پور لري. ریښه پېژندنه د سیمه ییزې تاریخ لیکنې له مخې، بروني د اونګ الاک بیتاتار له خوا تاسیس شو، چې وروسته یې سلطان محمد شاه په ز کال کې پاچاهي وکړه. هغه د تیمبرونګ سیمې له ګارنګ نه د بروني رودخانې ته لاړ او بروني یې کشف کړ. د افسانې له مخې، پر ځمکې تر کېناستلو وروسته یې وویل، بارو ناه چې د همدغه دی! یا هلته معنا لري او د بروني نوم هم ترې اخیستل شوی دی. هغه د بروني لومړنی مسلمان واکمن و. د بلکیه مسلمانانو تر سلطنت لاندې د برونیا سترواکۍ له پیل نه مخکې، داسې انګېرل کېږي چې دغه هېواد به د بودایي واکمنانو تر ولکې لاندې و. دا په مه پېړۍ کې د بارونای په نامه شو، چې ممکن د سانسکریټ له کلیمې وارون ورون نه اغېزمن شوی وي، چې معنی یې سمندري ده. د بورنیو کلیمه له ورته ریښې نه ده. د هېواد په بشپړ نوم کې، نیګارا برونای دارالسلام، دارالسلام عربي: دار السلام معنی لري، یعنې د سولې کور، په داسې حال کې چې نیګارا په مالایي کې د هېواد معنی لري. د مالیزیا د رسمي نوم یوه لنډه نسخه، بروني دارالسلام هم عام استعمال ته داخل شوی. سیاست او حکومت د بروني سیاسي سیسټم د اساسي قانون او د مالایي اسلامي سلطنت د ملي دود له خوا اداره کېږي میلیو اسلام بیراجا؛ . د درې برخې د مالیزیا کلتور، اسلامي دین او تر پاچاهۍ لاندې سیاسي چوکاټ پوښي. دا یو حقوقي سیسټم لري، چې د انګلیسي د عام قانون پر بنسټ ولاړ دی، که څه هم اسلامي قانون شریعت یې په ځینو مواردو کې ځایناستی کېږي. بروني پارلمان لري، خو ټاکنې نه لري. وروستۍ ټاکنې یې په ۱۹۶۲ز کال کې شوې وې. د بروني د ز کال تر اساسي قانون لاندې، جلالتماب حسنال بلکیه له بشپړ اجراییوي واک سره د دولت مشر دی. له ز کال راهیسې، په دغه واک کې بېړني اختیارونه شامل دي، چې هر دوه کاله وروسته نوي کېږي. بروني د ۱۹۶۲ز کال د بروني له پاڅون راهیسې په تخنیکي توګه د پوځي حکومت تر سلطې لاندې دی. اقتصاد بروني له سنګاپور وروسته د سویل ختیځې اسیا هېوادونو په منځ کې د بشري پرمختیا دویم لوړ شاخص لري او د پرمختللي هېواد په توګه ډلبندي کېږي. د خامو تیلو او طبیعي ګاز تولید د هېواد د شاوخوا ٪ جوړوي. شاوخوا بوشکې متر مکعب نفت هره ورځ تولیدوي، چې په نړۍ کې د نفتو د تولید له امله څلورم لوی هېواد دی. دا په ورځ کې نږدې . میلیون متر مکعب متره مکعب فوټ طبیعي مایع ګاز تولیدوي، چې بروني په نړۍ کې د ګاز نهم لوی صادرونکی هېواد جوړوي. بروني د فوربس له خوا د نفتو او طبیعي ګازو د ساحو پر بنسټ، له نه د پینځم تر ټولو بډایه هېواد په توګه درجه بندي کېږي. دین اسلام د بروني رسمي دین دی، په ځانګړې توګه د سني مذهب او د اسلامي فقهې شافعي مکتب. له ٪ نه ډېر نفوس یې د برونیا زیاتره مالایي او کیدایان مسلمانان دي. نورې عقیدې یې، بودیزم ٪، په عمده توګه د چینایانو له خوا او عیسویت .٪ دي. ازاد اندي، چې زیاتره یې چینایان دي، د نفوس شاوخوا ۷ سلنه جوړوي. که څه هم ډېری یې له بودیزم، کنفیوشیزم او تاوزم عناصرو سره د مذهب ځینې ډولونه عملي کوي. دوی غوره ګڼي، چې ځان داسې وښيي چې په رسمي توګه هېڅ مذهب نه لري، له همدې امله په رسمي سرشمېرنه کې د ملحد په توګه نومول شوي دي. د اصلي مذهبونو پیروان د نفوس شاوخوا ٪ جوړوي. ژبې د بروني رسمي ژبه معیاري مالایي ده، چې په کې له دواړو لاتیني الفبې رومي او عربي الفبې جاوي نه کار اخیستل کېږي. په پیل کې، مخکې له دې چې د ز کال په شاوخوا کې لاتیني الفبا ته واړول شي؛ نو مالایي په جاوی لیکدود لیکل کېده. کلتور د برونای کلتور په عمده توګه مالایي دی د خپل توکم منعکس کوونکی له اسلام نه ډېرې اغېزمنتیاوې لري، خو د اندونیزیا او مالیزیا په پرتله ډېر محافظه کار ښکاري. کلتوري نفوذ یې څلور دورې لري؛ انیمیست، هندو، اسلامي او لوېدیځ. اسلام په کې خورا پیاوړی نفوذ درلود او د بروني د ایډیالوژۍ او فلسفې په توګه منل شوی و. سرچينې هېوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%84%D8%BA%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%A7
بلغاریا
بلغاريا چې رسمي نوم یې د بلغاريا جمهوريت دی، په سويل ختيځه اروپا کې پروت هېوا دی. د بالکان ټوله ختيځه برخه دې هېواد نېولې، شمال ته يې رومانيا، لويديځ ته يې صربستان او شمالي مقدونيا، سويل ته يې يونان او ترکيه او ختيځ ته يې تور سمندر پراته دي. د بلغاريا مساحت ۱۱۰.۹۹۴ کيلو متر مربع ۴۲،۸۵۵ ميل مربع دی، په اروپا کې شپاړسم ستر هېواد دی. پلازمېنه او ستر ښار يې صوفيا دی، پلوديو، وارنا او بورګاس يې نور ستر ښارونه دي. د اوسنۍ بلغاريا په ځمکه له لومړيو ټولنو څخه مېشت يو يې د نوي ډبرين پير کارانوو کلتور و چې تاریخ يې له زېږد مخکې ۶،۵۰۰ کال ته رسېږي. له زېږد مخکې په شپږمه او درېيمه پېړۍ کې، دا سيمه د لرغونو تراسيايانو، پارسيانو، سلتيانو او لرغونو مقدنيايانو د جګړې ډګر و؛ دا سيمه هغه مهال ارامه شوه کله چې له زېږد وروسته په ۴۵ کال کې رومي سترواکۍ دا سيمه ونيوله. کله چې رومي دولت ووېشل شو، په دې سیمه کې د قبيلو بريدونه بيا پيل شول. د شپږمې پېړۍ په شا اوخوا کې، په دې سيمه کې لومړي سلاويان مېشت وو. بلغاريايان چې د اسپاروح له خوا رهبري کېدل د زړې سترې بلغاريې له ځمکو څخه بريد وکړ او د اومې پېړۍ په وروستيو کې يې د تل لپاره بالکان ونيو. دوی د دانوبي بلغاريا بنسټ کېښود، د ختيځې رومي سترواکۍ له خوا له زېږد وورسته د ۶۱۸ کال د تړون په مټ په برياليتوب سره په رسمېت وپېژندل شوه. دې هېواد د بالکان په ډېرو برخو تسلط وموند او سيريليک خط ته په ودې ورکولو سره يې په اسلاوي کلتورونو د پام وړ اغېز پيدا کړ. لومړۍ بلغاريايي سترواکۍ د يوولسمې پېړۍ تر لومړيو پورې وپايېده، تر هغه وخته چې بيزانسي سترواک باسيل دوم دا هېواد ونيو او سترواکي يې ړنګه کړه. په ۱۱۸۵ز کال کې د یو بريالي بلغاريايي پاڅون څخه وروسته دويمه بلغاريايي سترواکي رامنځ ته شوه، کومه سترواکي چې د ايوان اسن دويم ۱۲-۱۸-۱۲۴۱ په واکمنۍ کې خپل اوج ته ورسېده. له ګڼو سختو جګړو او د اشرافو تر منځ د کشمکش څخه وروسته، دا سترواکي په ۱۳۹۶ز کال کې وپاشل شوه او د نږدې پنځو پېړيو لپاره تر عثماني واک لاندې ولاړه. په ۱۸۷۷-۷۸ کلونو کې د روسانو او ترکانو جګړه د دې لامل وګرځېده چې د اوسنۍ بلغاريا دولت رامنځ ته شي. ډيری قومي بلغاريايان د دې هېواد له پولو بهر پاتې شول، دا چاره د غېر طبيعي احساساتو لامل وګرځېده، له ګاونډيو سره يې ګڼې جګړې رامنځ ته شوې او په دواړو نړيوالو جګړو کې يې له المان سره اتحاد وکړ. په ۱۹۴۶ز کال کې، بلغاريا د شوروي په مشرۍ د ختيځ بلاک لاندې شوه او يو سوسيال دولت وګرځېد. د ۱۹۸۹ز کال له انقلابونو وروسته کمونستي واکمن ګوند پر دې هېواد له خپلې واکمنۍ لاس پورته کړ او ګڼ ګونديزو ټاکنو ته يې اجازه ورکړه. له دې وروسته په ديموکراسۍ او د بازار پر بنسټ اقتصاد بدل شو. په ۱۹۹۱ز کال کې د يو ديموکراتيک اساسي قانون له خپلولو راهيسې، د بلغاريې نظام يو اتحادي پارلماني جمهوريت او له اته ويشتو ولايتونو څخه جوړ دی چې په سياسي، اداري او اقتصادي برخه کې په لوړه کچه متمرکز دی. بلغاريا تر ودې لاندې هېواد دی، له منځنۍ کچې د لوړ عايد اقتصاد لري، د بشري ودې اندازې شاخص په برخه کې شپږپنځوسمه درجه دی. د دې هېواد د بازار اقتصاد د اروپا د يو بازار برخه ده او تر ډېره بريده په خدماتو، له هغې وروسته په صنعت په ځانګړي ډول د ماشينونو په جوړولو او کانونو کې او کرنې ولاړ دی. پراخه فساد د دې هېواد تر ټولو ستره ټولنيزه اقتصادي ستونزه ده، په ۲۰۱۸ز کال کې بلغاريا د اروپا په کچه تر ټولو فاسد هېواد بلل شوی و. دا هېواد همدا راز د نفوس له بحران سره هم مخ دی، په داسې حال کې چې له ۱۹۹۰ز کال راهيسې يې هر کال نفوس کمېږي، اوس يې د وګړو شمېر نږدې اوه ميليونه دی، په داسې حال کې چې په ۱۹۸۸ز کال کې د نږدې نهه ميلیونه څخه ښکته دی. بلغاريا د ارويايي ټولنې او اروپايي شورا غړی دی؛ همدا راز د جوړونکی غړی دی، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا کې يې درې ځلې يوه څوکۍ تر لاسه کړې ده. د نوم رېښې بلغاريا نوم له بلغر څخه اخستل شوی دی، هغه اصلي ترکي قبيله چې لومړۍ بلغاريايي سترواکي يې جوړه کړې وه. نوم يې په بشپړه نه دی څرګند شوی او ستونزمنه ده چې له زېږد وروسته له څلورمې پېړۍ مخکې يې تاريخ وموندل شي، خو دا شونې ده چې د پروټو-ترکي ټکي څخه اخستل شوی وي معنا يې ده: ګډ، لړل، خوځول او د دې اشتقاق دی چې معنا يې ده: انقلاب، بد نظمي. شونې ده چې دا معنا نوره هم پراخه شي باغي، هڅول، يا د بد نظمۍ يو حالت پیدا کول وبلل شي او په همدې ډول له دې څخه د اخستل شوي ټکي معنا به وي بدنظمي جوړونکي. په داخلي اسيا کې قومي ډلې د غږ له اړخه ډېر ځله دې ته په ورته نومونو نومول شوی دي، لکه د پنځو بربري ډلو يوه برخه چې د څلورمې پېړۍ په اوږدو کې د شريک توکم او ستونزو پېښونکو په توګه انځور شوي دي. تاریخ له تاريخ مخکې او لرغونی پړاو د نياندرتال پاتې شوني چې تاريخ يې ۱۵۰،۰۰۰ کلونو پخوا يا منځني ډبرين پير ته رسېږي، د انسانانو د فعاليت ځينې هغه لومړي اثار دي چې په اوسنۍ بلغاريا کې موندل شوي دي. د هومو ساپينس پاتې شونو تاريخ چې دلته موندل شوي ۴۷،۰۰۰ ته رسېږي. دا پايلې اروپا ته د نويو انسانانو د رسېدلو څرګندونه کوي. د کارانو کلتور له زېږد مخکې د ۶،۵۰۰ په شا او خوا کې منځ ته راغلی او په دې سيمه کې د نوي ډبرين پير له ګڼو ټولنو څخه يو و چې په کروندګرۍ کې يې وده وکړه. د مسو د پړاو ورنا کلتور له زېږد مخکې پنځمه زريزه ته د سروزرو د صفا کولو د ابداع کولو نسبت کېږي. د وارنا اړند د نکروپليس خزانه په نړيواله کچه تر ټولو لرغوني د سرو زرو ګاڼې لري چې د اټکل تر مخې ۶،۰۰۰ کلونو پخوا ته رسېږي. دا خزانه په اروپايي ټولنو کې د لومړۍ ټولنيزې سلسله مراتب او ډلبندۍ په پوهېدو کې د ازرښت وړ ده. د اوسنيو بلغاريايانو د نيکونو له درې ډلو څخه تراکيان له زېږد مخکې د دولسمې پېړۍ په يو مهال کې په بالکان ټاپووزمه کې راڅرګند شول. تراکيانو د فلزاتو په کارولو کې مهارت تر لاسه کړ او يونانيانو ته يې ارفين او ډآيونيسيايي ډلې ورکړې، خو خپله قبايلي او بې هېواده پاتې شول. پارسي هخامنشي سترواکۍ له زېږد مخکې په شپږمه پېړۍ کې د اوسنۍ بلغاريې ځينې برخې ونېولې په ځانګړي ډول ختيځه بلغاريا او له زېږد مخکې تر ۴۷۹ کال پورې يې په دې سيمه واکمني وکړه. دې بريدونو د تراکيانو له يووالي سره مرسته وکړه او د دې قبيلو ډېرې يې د تريس پاچا تر واک لاندې يو شوې، تر څو له زېږد مخکې په ۴۷۰ کلونو کې يې اودريسي پاچايي جوړه کړه. دا پاچايي له زېږد مخکې په ۳۴۱ کال کې د مقدونيا د دویم فليپ له خوا کمزورې او تر واک لاندې راوستل شوه، په درېيمه پېړۍ پرې سلواکيانو بريد وکړ او په پايله کې له زېږد وروسته په ۴۵ کال کې د رومي سترواکۍ يو ولايت وګرځېد. له زېږد وروسته د لومړۍ پېړۍ په پای ته رسېدو سره، د بالکان په ټوله ټاپووزمه رومي حکومت منځ ته راغلو او د څلورمې پېړۍ په شا او خوا کې به دې سيمه کې د مسيحيت خپرېدل پيل شول. د ۳۸۱ کال په شا او خوا کې د ننۍ شمالي بلغاريا کې د ګوتيک قسيس اولفيلاس له خوا ګوتيک سپیڅلی کتاب انجيل د جرماني ژبې لومړی کتاب جوړ شو. په ۴۷۶ز کال کې د روم له سقوط وروسته دا سيمه تر بيزانسي واک لاندې راغله. بيزانس د پارس په وړاندې په يوه اږده جګړه کې ښکېل و او نه يې شول کولای بربريانو د بريدونو په وړاندې د خپلو بالکاني سيمو څخه دفاع وکړي. په دې سره سلاويان وتوانيدل چې د بلکان ټاپووزمې ته د لوټمارو په توګه داخل شي، په لومړي سر کې د دانوب سيند او د موزيا په نوم مشهورو د بالکان د غرونو له لارې. کرار کرار د دې ټاپووزمې داخلي سيمې د سويلي سلاويانو هېواد شو، چا چې د يوې ديموکراسۍ لاندې ژوند کاوه. په کليوالو سيمو کې نيمه هلني شوي، رومي شوي او ګوتيک شوي تراسيان اسلاويانو په ځآن کې جذب کړل. جغرافیه اقتصاد تاریخ د بلغاریا تاریخ له میلاد نه ۳۵۰۰ کاله وړاندی رسیږي د بلغاریا لومړني اوسیونکي ترامیان وو. پوهنه کلتور او ژبي د بلغاریا هیواد کابو ۸۴ وګړي بلغاریایان دي ۱۰سلنه ترکان او نور د نودږرو قومونو ادږړوند دي. د یاد هیواد ۷۶ سلنه وګړي مسیحیان دي ۱۰ مسلمانان او ۱۲ بی دینان دي. اداري ویش سیاسی جوړښت بلغاريا د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%88%D8%B1%DA%A9%D9%8A%D9%86%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%B3%D9%88
بورکينافاسو
بورکینا فاسو په لویدیځې افریقا کې په وچې پورې تړلی یو هیواد دی. پلازنینه یې آواګادوګو او مساحت یې ۰۰۰۲۷۴ کیلومتره مربع دی، د یاد هیواد رسمي ژبه فرانسوي ده او ۲۲۸۲۲۸۱۳ میلیونه وګړي لري.د بورکینافاسو د پیسو واحد د یاد هیواد فرانک دی، په ۱۹۶۰ د اګست په ۵ یې له فرانسه نه خپله خپلواکي ترلاسه کړې. ۲۰۱۰ بورکینا فاسویان حاکم نظام نیمه ریاستي نظام اساسي قانون جمهوريت ولسمشر روچ مارک کریستیان کبور لومړی وزیر کریستوف جوزف ماري دابیر ملي جرګه خپلواکي له فرانسې ۵ اوت ۱۹۶۰ ۲۷۴٬۲۰۰ ۷۴ام ۱۰۵٬۸۶۹ ۰٫۱۴۶٪ ۲۰٬۱۰۷٬۵۰۹ ۱۴٬۰۱۷٬۲۶۲ ۲۰۱۷ ۶۱ام ۲۰۰۶ ۶۴ ۱۶۳٬۶۳ ۱۳۷ام ۴۵٫۳۳۹ بیلیونه ۲۰۲۰ ۲٬۲۰۷ ۱۶٫۲۲۶ بیلیونه ۲۰۲۰ ۷۹۲ ۳۹٫۵ ۲۰۰۷ ۰٫۴۳۴ ۲۰۱۸ ۱۸۲ام د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک ښوی ۲۲۶ . . بروکينا فاسو انګليستان: ، متحده ايالتونه: - ، فرانسوي: د ۲۷۴۲۰۰ کېلومتر مربع ۱۰۵۹۰۰ ميل مربع پراخوالي په لرلو سره د لويديځې افريقا په وچه کې را ایسار هېواد دی، چې شمال لويديځ ته له مالي، شمال ختیځ ته له نايجير، سويل ختيځ ته له بينين، سوېل ته له ټوګو او غانا او سويل لويديځ ته له ساحل سره پوله لري. نفوس يې ۲۰۳۲۱۳۷۸ تنه دی. پخوا ۱۹۸۴۰۱۹۵۸ ورته د پورته ولټا جمهوريت ويل کېدل، چې د ولسمشر توماس سنکارا له لورې بورکينا فاسو ونومول شو. اتباع يې د --- په نوم يادېږي او پلازمېنه او لوی ښار يې واګاډوګو دی. په بورکينا فاسو کې تر ټولو لويه توکمي ډله د خلک دي، چې په ۱۱ او ۱۳ پېړۍ کې په ياده سيمه کې استوګن شول. دوی لکه د او په شان پياوړې پاچاهۍ رامنځته کړې. دا هېواد په ۱۸۹۶ ز کال کې د فرانسې د لويديځې افريقا د برخې په توګه د فرانسې له لورې مستعمره شو، چې په ۱۹۵۸ز کال کې په فرانسوي ټولنه کې خپلواکه مستعمره شوه. په ۱۹۶۰ ز کال کې يې د ولسمشر په مرسته بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه. په لومړيو کالونو کې د بې ثباتۍ، وچکاليو، قحطۍ او فساد ښکار وه. په ۱۹۶۶، ۱۹۸۰، ۱۹۸۲، ۱۹۸۳، ۱۹۸۷ ز کلونو کې په کې بېلابېلې کودتاګانې پېښې او په ۱۹۸۹، ۲۰۱۵ او ۲۰۲۲ زکلونو کې په کې د کودتا هڅې وشوې. توماس سنکارا پر هېواد باندې له ۱۹۸۲ څخه د ۱۹۸۷ز کال کودتا کې د وژل کېدلو تر وخته پورې واکمني وکړه. د يادې کودتا مشري کوله، چې له بريا وروسته ولسمشر شو او د ۲۰۱۴ ز کال د اکتوبر پر ۳۱ نېټه له واک څخه تر لرې کېدلو پورې يې پر هېواد حکومت وکړ. سنکارا د لوړې هيلې يوه ټولنيزه اقتصادي خپرونه پيل کړه، چې د لوست يا سواد يوه ملي مبارزه، بزګرانو ته د ځمکو بيا وېش، د اورګاډي د پټلۍ او سړک جوړښت او د ښځينه جنسي الې د پرېکولو، د زور ودونو او په يوه وخت کې له يو څخه زياتو مېړونو سره د واده له قانون څخه سرغړونه يې راونغاړله. بورکينا فاسو د ۲۰۱۰ ز لسيزې راهيسې په کې د اسلام پال ترور له راپورته کېدنې څخه په سخت ډول اغېزمن شوی دی. بېلابېلې ملېشې چې يو څه يې له اسلامي دولت يا القاعده سره متحدې دي، له مالي او نايجير سره د هېواد په پولو کې فعاليت کوي. د هېواد د ۲۱ ميليونه اوسېدونکو له ډلې له يو ميليون څخه زيات يې د هېواد دننه بې ځايه شوي وګړي دي. د ۲۰۲۲ ز کال د جنوري پر ۲۴ پوځ او د خونديتوب او بيارغونې لپاره د هېوادپالنې خوځښت يې په ګډه ځان واکمن اعلان کړ. پوځ وار له مخه د ولسمشر روک مارک کابوري پر وړاندې کودتا کړې وه. د جنوري پر ۳۱ د پوځ دولتي شورا اساسي قانون بيا نوی تمديد کړ او - يې د انتقالي ولسمشر په توګه وټاکه. ياد هېواد د ۱۶۲۶۶ بېليون امريکايي ډالر ناخالص کورني محصول په درلودلو سره يو وروسته پاتې هېواد دی. ٪۶۳ وګړي يې د اسلام او ٪۲۲ يې د عيسويت پيروي کوي. د فرانسوي استعمار له امله د هېواد د حکومت رسمي ژبه او سوداګري فرانسوي ده. ۵۹ هېوادنۍ يا اصلي ژبې په کې ويل کېږي، چې تر ټولو عامه ژبه په کې ده چې نږدې ٪۵۰ اوسېدونکي پرې خبرې کوي. بورکينا فاسو د اجرائيه، مقننه او قضايه قوو په درلودلو سره د يو نيمه مشروطه ولسمشريز جمهوريت په توګه اداره کېږي. د ملګرو ملتونو، او د اسلامي مرستو سازمان غړيتوب لري. اوسمهال يې له او افريقايي ټولنې څخه غړيتوب ځنډول شوی دی. رېښه ياد هېواد چې وار له مخه د جمهوريت و، د ۱۹۸۴ ز کال د اګسټ پر ۴ نېټه د وخت ولسمشر له لورې بورکينا فاسو ونومول شو. د او وییکی په هېواد کې له بېلابېلو ويونکو ژبو څخه سرچينه اخلي: له ژبې څخه اخيستل شوې، چې د سم، نېغ يا عمود معنا لري او پر خپل سپېڅلتوب يا رښتينولۍ باندې د خلکو د وياړ کولو څرنګوالی څرګندوي. د ويی له ژبې څخه اخېستل شوی دی، چې په انکو کې د په ډول ليکل کېږي او د پلارنۍ ځمکې يا د لغت له مخې د پلار کور معنا لري. د له ويي سره د - وروستاړي يو ځای کېږي، چې د ترکيب جوړوي. په خپل وار د ژبې ويی دی، چې د ښځو يا سړیو معنا لري. د امريکا د استخباراتو مرکزي اداره د هېواد ايتمولوژي د رښتينو فساد نه منونکو خلکو خاوره په توګه لنډيز کوي. د فرانسوي مستعمره د سيند تور، سور او سپين اولټا پر پورتنيو برخو باندې د درک له امله ونومول شوه. تاريخچه د اوسني بورکينا فاسو شمال لويديځه برخه کې له ميلاد څخه مخکې ۵۰۰۰-۱۴۰۰۰ کلونو کې ښکاري، راټولېدونکي مېښت شول. د کيندنې الې، ترښځ او د غښو د څوکو په ګډون توکي يې د لرغون پېژندنې د کيندنو له لارې په ۱۹۷۳ ز کال کې وموندل شول. کرنيزې استوګنې په کې له ميلاد څخه مخکې د ۳۶۰۰ او ۲۶۰۰ کالونو تر منځ رامنځته شوې. د په نوم کلتور د اوسپنې دورې يو تمدن و، چې مرکز يې د اوسني نايجير په سوېل لويديځه برخه او د معاصرې بورکينا فاسو په سوېل ختيځه برخه کې و. د توکو او ټوپکونو لپاره په وېلې کولو او پښ ګرۍ کې د اوسپنې صنعت له ميلاد څخه مخکې ۱۲۰۰ کال پورې په نيمه سهارايي افريقا کې پرمختګ کړی و. تر اوسه پورې د اوسپنې وېلي کوونې ثبوت چې په بورکينا فاسو کې موندل شوی دی، له ميلاد څخه مخکې ۷۰۰-۸۰۰ نېټه څرګندوي او د لرغوني فيروس فلزي دورې نړيواله ميراثي سيمه جوړوي. له درېيمې څخه تر ۱۳ ميلادي پېړۍ پورې د اوسپنې دورې د بورا کلتور د ننني سوېل ختيځ بورکينا فاسو او سوېل لويديځ نايجير په سيمو کې شتون درلود. د اوسني بورکينا فاسو بېلابېلې توکميزې ډلې، لکه ، او د اتمې او ۱۵ پېړيو تر منځ په پرله پسې څپو کې راورسېدلې. له ۱۱ پېړۍ څخه د توکم خلکو راز راز بېلې پاچهۍ رامنځته کړې. له اتمې تر ۱۸ پېړۍ پورې سيمې ته د بورکينا فاسو د زياتو توکميزو ډلو د راتګ د کره نېټو په اړه د نظر اختلاف دی. د - توکم د اتمې او ۱۱ پېړيو تر منځ د ننني بورکينا فاسو لرې ختيځې برخې ته ورسېدل. توکم ۱۵ پېړۍ ته نږدې وختونو کې سيمې ته ورسېدل، توکم د هېواد په شمالي او شمال لويديځو سيمو کې د ۱۵ او ۱۶ پېړيو تر يو څه وخته پورې ژوند وکړ او د هېواد د نفوس جوړښتي نورې توکميزې دلې د همدې وخت پر مهال سيمې ته ورسېدلې. د منځنيو پېړيو پر مهال توکم د ، ، او د پاچاهيو په ګډون څو بېلابېلې پاچهۍ رامنځته کړې. د ۱۳۲۸ او ۱۳۳۸ تر منځ یو څه موده کې موسي جنګياليو پر باندې يرغل وکړ، مګر په ۱۴۸۳ ز کال مالي کې يې د په جګړه کې د سني علي له لورې ماته وخوړه. د ۱۶ پېړۍ په لومړيو کې پر ننني بورکينا فاسو باندې د غلامۍ زيات بريدونه وکړل. د ۱۸ پېړۍ پر مهال په کې د ګوېرېکو سترواکي رامنځته شوه او توکمي ډلې لکه ، او د تور ولټا په اوږدو کې هستوګن شوې. وګړي یوه بورکینا فاسویي میرمن. اقتصاد ایداري وېش د بورکینا فاسو هیواد د ولایتونو نوملړ. بوکل دو موهون کاسکادس مرکز مرکز-لویدیځ مرکز-شمال مرکز-ختیځ مرکز-سویل لویدیځ هاوتز-باسیني شمال پلاتیو مرکز ساحل شمال ختیځ کلتور جغرافیه د بورکینا فاسو طبیعي نقشه. تاریخ بورکینا فاسو د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه په وچې پورې تړلي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%88%D8%B1%D9%88%D9%86%D8%AF%D9%8A
بوروندي
-- -::: -:-:-:-: : - -: : -بروندي چې په رسمي ډول د بروندي جمهوريت دی، په کېروندي ژبه کې ورته ...، سواهيلي کي او فرانسوي ژبه کې وايي. دا هېواد د ستر چاود دره کې په وچه کې راایسار هېواد دی، چې د افريقا د سترو جهيلونو سيمه او ختيځه افريقا په کې يو ټکي يا مرکز ته راټولېږي. شمال ته راوانډا، ختيځ او سوېل ختيځ ته تانزانيا او لويديځ ته يې د کانکو ديموکراتيک جمهوريت دی. د جهيل د هېواد د سوېل لويديځې پولې په اوږدو کې پروت دی. د لږ تر لږه ۵۰۰ کلونو لپاره په کې د او وګړو ژوند کړی دی. بروندي د يادې مودې له ۲۰۰ څخه د زياتو کلونو لپاره د شلمې پېړۍ تر پيل پورې يوه خپلواکه پاچهي وه؛ دا هغه مهال و، چې المان پر سيمه باندې حکومت وکړ. د لومړۍ نړيوالې جګړې او د المان له ماتې څخه وروسته د ملتونو ټولنې د بروندي سيمه د بلجيم تر واک يا قيموميت لاندې کړه. له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته د متحده ايالتونو د باور پر سيمه بدله شوه. بلجيميان او المانيانو دواړو د بروندي او راوينډا پر سيمو باندې د اروپايي مستعمرې په توګه حکومت وکړ، چې د - په نوم پېژندل کېږي. پر افريقا باندې د اروپايي بريد تر وخته پورې د بروندي او راويندا سيمې هيڅکله تر عام حکومت لاندې نه وې. بروندي په ۱۹۶۲ ز کال کې خپلواکي تر لاسه کړه او په لومړيو کې يې شاهي نظام درلود، مګر د وژنو لړيو، کودتا او د سيمې د بې ثباتۍ عمومي اقليم په ۱۹۶۶ ز کال کې د يو جمهوريت او يو ګوندي دولت په رامنځته کېدلو کې لوړې کچې ته ورسېدل. د توکمي سوچه کولو سيالۍ، وروستۍ دوه کورنۍ جګړې او عام وژنې؛ يو ځل په ۱۹۷۰ لسيزه او بل ځل په ۱۹۹۰ لسيزه کې د سلګونه زرو وګړو د مړينې لامل شوې او اقتصاد يې ناپرمختللی او نفوس يې د نړۍ تر ټولو غريبې کچه کې پرېښود. ۲۰۱۵ ز کال د پراخه کچې سياسې نښتې شاهد و؛ ولسمشر د درېيم وار له لپاره دندې پر مخ وړل غوره کړل، د کودتا يوه هڅه بې پايلې شوه او د هېواد پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې د نړيوالې ټولنې د غړو له لورې تر پراخه نيوکې لاندې راغلې. د بروندي د خپلواک دولت سياسي نظام د ولسمشريز استازي ديموکراتيک جمهوريت دی، چې د ګڼ ګوندي دولت پر بنسټ دی. د هېواد ولسمشر د دولت او حکومت رئيس دی. اوسمهال په دې بروندي کې ۲۱ ثبت شوي ګوندونه دي. د ۱۹۹۲ مارچ پر ۱۳ د کودتا مشر يو اساسي قانون رامنځته کړ، چې د ګڼ ګوندي سياسي بهير لپاره يې لاره هواره او ګڼ ګوندي سيالي يې راغبرګه منعکس کړه. شپږ کالونه وروسته د ۱۹۹۸ ز کال جون پر ۶ ياد اساسي قانون د ملي جرګې د چوکيو په پراخولو او د دوو مرستيال ولسمشرانو لپاره د مقرراتو په برابرولو سره بدل شو. د اروشا سمون يا ملګرتيا له امله بروندي په ۲۰۰۰ کال کې يو لېږدېدونکی انتقالي حکومت تصويب کړ. د ۲۰۱۶ ز کال په اکتوبر کې يې ملګري ملتونه له خپلې ارادې څخه خبر کړل، چې غواړي د جنايي نړيوالې محکمې څخه لاس واخلي. ياد هېواد په بنسټيز ډول يوه کليوالي ټولنه ده، چې يوازې ٪۱۳۴ وګړو يې په ۲۰۱۹ ز کال کې په ښاري سيمو کې ژوند کاوه. په يو کېلو متر مربع ۷۵۳ ميل مربع سيمه کې د نږدې ۳۱۵ تنه وګړو د تراکم له مخې د نيمه صحرايي افريقا دويم ستر هېواد دی. نږدې ٪۸۵ نفوس يې د توکم له نسل څخه دي، ٪۱۵ يې او له يو سلنې څخه لږ يې ذاتي توکمي دي. د هېواد رسمي ژبې کېرونډي ، فرانسوي او انګليسي دي. کېرونډي په رسمي ډول د يوازينۍ ملي ژبې په توګه پېژندل کېږي. بروندي چې د افريقا له کوچنيو هېوادونو څخه دی، ځمکه يې زياتره د پايښت کرنې او څرولو لپاره کارول کېږي، چې د ځنګلونو د له منځه تګ لامل شوې ده. تر ۲۰۰۵ ز کال پورې د هېواد ځنګلونه نږدې بشپړ له منځه تللي وو او يوازې له ٪۶ څخه لږه ځمکه يې په ونو سره پوښل شوې وه، چې نيمايي هغه يې سوداګريزې کښتونه وو. دا هېواد د فقر تر څنګ زياتره له فساد، کمزوري جوړښت، روغتيايي او د زده کړو خدمتونو ته له لږ لاسرسي او لوږې څخه رنځېږي. بروندي ګڼ نفوسه هېواد دی او زيات ځوانان د موکو د کار په لټه نورو سيمو ته ځي. د ۲۰۱۸ ز کال د نړۍ د خوښۍ راپور دې هېواد ته د ۱۵۶ ځای په ورکولو سره د نړۍ د تر ټولو لږ خوښ هېواد په توګه ځای کړ. بروندي د افريقايي ټولنې، ختيځې او سويلي افريقا لپاره د عام بازار، ملګرو ملتونو او ناپېيلي خوځښت غړی هېواد دی. ياد هېواد تر ۲۰۲۲ ز کال پورې د سړي سر تر ټولو ټيټ ناخالص کورنی محصول لري. بروندي معاصر بروندي د بروندي د پاچا په نوم نومول شوې ده. نوموړي پر سيمه باندې حکومت وکړ، چې د پيل يې په ۱۶ پېړۍ کې و. ښايي په وروستي ډول خپل نوم د سيمې له وګړو څخه تر لاسه کړي، چې د اصليت ځای يې د په نوم پېژندل کېده. تاريخچه بروندي لکه د بوستوانا، ليسوتو او ايستوانا غوندې هېوادونو له ډلې، له خپل ګاوند راواندا تر څنګ په افريقا کې يو له څو په شمېر هېوادونو څخه دی، چې له استعمار څخه د مخه د افريقايي دولت يو سيده ځمکنی پرله پسې والی تسلسل دی. د هېواد پخوانۍ تاريخچه او په ځانګړي ډول د هېواد د درې واکمنو توکمي ډلو او ونډه او طبيعت د پوهانو تر منځ خورا د بحث وړ دی. که څه يادونه کول يې مهم دي، چې د توکميزو ډلو طبيعت او کلتور تل سيال يا بهاند او بدلېدونکی دی. په داسې حال کې چې يادې ډلې ښايي دې سيمې ته په بېلابېلو وختونو کې او په بېل ډول د بېلابېلو توکميزو ډلو په توګه راغلې وي، مګر اوسني توپيرونه يې د ځينو له لورې ټولنيز-سياسي جوړښتونه ګڼل کېږي. يادو ډلو په لومړيو کې په يو څه سوله کې يو له بله سر ګډ ژوند وکړ. د دوی تر منځ د نښتو يا شخړو نېټه ۱۷ پېړۍ ته ورګرځېدلی شي. په ياده موده کې ځمکه د نفوس د پرله پسې ودې له امله خورا مخ په کمېدو وه. د بروندي پاچهي د بروندي دولت د لومړني ثبوت نېټه ۱۶ پېړۍ ته ورګرځي، چې په همدې موده کې پر لويديځې غونډۍ باندې راڅرګند شو. په ځان پورې د کوچنيو ګاونډيو سيمو په نښلولو سره، د راتلونکو پېړيو پر مهال پراخه شو. د سترو جهيلونو سيمه کې د بروندي يا يورندي پاچاهي د دوديز پاچا له لورې اداره کېده، چې تر لاسه لاندې يې بېلابېل شهزاده ګان وو او د پرله پسې والي يا ځايناستي هڅې په کې عامې وې. پاچا چې د په نوم يادېده او د واکمن معنا لري، د شهزاده غوندې ټولواکۍ مشري يې وکړه چې د خاورې ډېره برخه يې درلوده او له سيمه يیزو کروندګرو په اصل کې او شپونکيانو په اصل کې څخه يې باج يا ماليه غوښتله. د بروندي پاچهي د روحانيونو د سلسلې د يو سياسي واک او د باج له مخې د اقتصادي بدلون له مخې وپېژندل شوه. د ۱۸ پېړۍ په نيمايي کې د سلطنت پر خاوره، توليد او د په پرمختګ سره پر وېش باندې واک پياوړی کړ. د ملاتړي پېرېدونکي يوه اړيکه وه، چې عوامو په کې د باج او د ځمکې د نيونې په بدل کې شاهي خونديتوب تر لاسه کړ. په دې موده کې شاهي محکمه له - توکم له وګړو څخه جوړه شوې وه. دوی د نورو کليوالي وګړو، لکه - په پرتله لوړ ټولنيز دريځ درلود. د دې ټولنو په ټيټو کچو کې وګړي وو او وګړو د هرم په خورا تل کې ځای درلود. که څه هم ياد نظام يو څه نرمښت درلود. ځيني وګړو په اشرافيت پورې تړلي وو او د همدې له امله يې د دولت په پرمخ وړلو کې هم نظر ونډه درلوده. ایداري وېش بروندي هیواد ۱۸ ولایتونه او ۱۱۷ ولسوالۍ لري. کلتور تاریخ جغرافیه اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه بروندي په وچې پورې تړلي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D9%85%D8%A8%D9%88%D8%AF%D9%8A%D8%A7
کمبوديا
کمبودیا په رسمي ډول د کمبودیا سلطنت، یو هیواد دی، چې په سویل ختیځ آسیا کې د اندوچینی ټاپووزمې په سویلي برخه کې موقعیت لري. مساحت يي ۱۸۱،۰۳۵ کيلو متر مربع دی چې ۶۹،۸۹۸ مربع میل کېږي. شمال لویدیز ته يي تایلینډ، شمال ته لائوس، ختیځ ته ویتنام، او سویل لویدیز ته يي تایلینډ خلیج پروت دی. د کمبوديا پلازمینه او ترټولو لوی ښار فينوم پينه نومېږي. د کمبودیا خپلواکه دولت د ۱۵ ملیون څخه ډیر نفوس لري. بودیزم په اساسي قانون کې د رسمي دولتي دین په توګه شامل شوی دی، او د۹۷٪ څخه ډیر نفوس یې عملي کوي. د کمبودیا په اقلیتونو کې ویتنام، چینایي، چامس او ۳۰ غرنۍ قبیلې شاملې دي. پلازمینه او لوی ښار يي فينوم پينه دی. چی دا ښار د کمبوديا سياسي اقتصادي او کلتوري مرکز دی. سلطنت يي یو انتخابي مشروطه پادشاهي ده. چې یو پاچا لري، دا مهال نوردوم سیهموني، د عرش د شاهي شورا لخوا د دولت د مشر په توګه غوره شوی دی. اوس مهال په سويل ختيځ آسيا کې تر ټولو اوږد خدمت کوونکی غيری شاهی مشر هوون سين دی چې د حکومت مشر او لومړی وزير دی او له ۱۹۸۵ ز کال راهيسې يی حکومت کړی دی. هغه سیمه چې اوس د کمبودیا په نوم يادیږي د تاريخ مخکی له دورې څخه شتون لري. په ۸۰۲ میلادي کال کې، دوهم جاياورمان خپل ځان پاچا اعلان کړ. او د شهزاده خمير په نوم يو جننګيالي سره د کمبوجيا تر نوم لاندې متحد شو. دا د خمير امپراتورۍ پيل په نښه کوي چی تر ۶۰۰ کلونو یی دوام وکړ. د هند جوړ شوي سلطنت د سویل ختیځ آسیا ډیرو برخو ته لومړی هندویزم او بیا د بودیزم خپریدو ته لاره هواره کړه او په ټوله سیمه کې یې ډیری مذهبي زیربنایی پروژې پاي ته ورسولې. انګکور واټ د دې جوړښتونو څخه خورا مشهور دی، او د نړیوال میراث ځای په توګه ټاکل شوی دی. په ۱۵ پیړۍ کې، کمبوديا د ځواک کمښت تجربه کړ، په داسې حال کې چې د هغه ګاونډي هيوادونه لکه ویتنام او تایلینډ پیاوړي شوي و. په ۱۸۶۳ ز کال کې، کمبودیا د فرانسې محافظ شو، او وروسته د فرانسې انډوچینا کې شامل شو. د دوهمې نړيوالې جګړې په جريان کې کمبوديا مخکې له دې چی د فرانسې کنترول لاندې راشي د جاپان تر اشغال لاندې و. کمبودیا په ۱۹۵۳ ز کال کې له فرانسې څخه خپلواکي ترلاسه کړه او مشري یې سیاستوال نوردوم سیهانوک کوله. د ویتنام په جګړه کې د کمبودیا د بې طرفۍ سره سره، جګړه په ۱۹۶۵ ز کال کې د شمالي ویتنام لخوا د هو چی مین ټریل پراخولو او د سیهانوک ټریل په تاسیس سره دی هيواد ته وغځول شوه. دا جګړه د ۱۹۶۹ ز کال څخه تر ۱۹۷۳ ز کال پورې د کمبوديا د متحده ایالاتو د بمبارۍ لامل شوه. د ۱۹۷۰ ز کال له کودتا وروسته چې د امریکا پلوه خمیر جمهوریت ګوند یې مقرر کړ، ګوښه شوي پاچا سیهانوک د پول پوټ په مشرۍ د خمیر روج چې پخواني دښمنانو يي وه ملاتړ وکړ. د سلطنت او شمالي ویتنام په ملاتړ، خمیر روج د یو لوی ځواک په توګه راڅرګند شو، په ۱۹۷۵ ز کال کې یې فينوم پنه ونیوله. خمیر روج په کمبوديا واکمني وکړه او د ۱۰۷۵ ز کال څخه تر ۱۹۷۹ ز کال پورې کله چې دوې د کمبوديايي ويتنام په جګړه کې وشړل شول نو د کمبودیا نسل وژنه يي ترسره کړه. د کمپوچیا د خلکو جمهوریت د ويتنام تر ولکې لاندې بالفعل حکومت شو، د نسل وژنې وروسته د هیواد د بیا رغونې هڅې د محدودې نړیوالې پیژندنې او روانې جګړې له امله رامینځته شوې وې. په ۱۹۹۱ ز کال چې د پاریس د سولې تړون څخه وروسته په رسمي توګه د ویتنام سره جګړه پای ته ورسیده، کمبوډیا په لنډ وخت کې د ملګرو ملتونو د ماموریت ۱۹۹۲-۹۳ لخوا اداره کیده. ملګري ملتونه د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته ووتل چې شاوخوا ۹۰ سلنه راجستر شویو رایه ورکوونکو يي خپلې رایې وکارولې. د ۱۹۹۷ ز کال کودتا د لومړي وزیر هون سین او د کمبودیا د خلکو د ګوند واک یی پياوړی کړ چی تر اوسه لا په واک کې پاتی دي. کمبوديا د ملګرو ملتونو، د جنوب ختیځې اسیا د ملتونو ټولنه د، د ار سي يي پي، ختيځ آسيا غونډه، د سوداګرۍ نړيوال سازمان، د ناپييلي غورځنګ او د لا فرانکوفوني غړيتوب لري. د بهرنيو سازمانونو په وينا کمبوديا په پراخه کچه بې وزلي، پراخ فساد ، د سياسي ازاديو نشتوالۍ، ټيټه بشري پرمختيا او د لوږې لوړه کچه لري. کمبوديا د سويل ختيځ آسیا د بشري حقونو د څار ډيويډ رابرټس لخوا د سطحي ډیموکراسۍ له لارې نسبتا مستبد ایتلاف په توګه معرفي شوی دی. د کمبوديا هیواد په اساسي قانون کې یو څو ګوندي دولت دی. په داسې حال کې چې د انفرادي عايد له لحاظه د ډیری ګاونډیو هیوادونو په پرتله وروسته پاتې دی، په تيره لسيزه کې د ۷،۶ سلنه وده سره کمبودیا په کې یو له خورا ګړندۍ وده کونکي اقتصاد څخه دی. کرنه د اقتصادي سکتور تر ټولو مهمه برخه پاتې شوی ده. چې د ټوکر، ساختماني، جامو او ګرځندوی په برخه کې د قوي ودې سره د بهرنۍ پانګونې او نړیوالې سوداګرۍ د زیاتوالي لامل ګرځي. ملګري ملتونه کمبودیا د لږ پرمختللو هیواد په توګه نوموي. د متحده ایالاتو د نړیوالې عدالت پروژې د ۲۰۱۵ ز کال د قانون د حاکمیت فهرست په اساس کمبوديا د ۱۲۶ هیوادونو څخه ۱۲۵ م ځای نیولی، د سیمې د نورو هیوادونو په پرتله خورا ټیټ دی. ساینس او ټیکنالوژي د ساینس او ټکنالوژۍ ملي کمیټه له ۱۹۹۹ ز کال راهیسې د ۱۱ وزارتونو استازیتوب کوي. که څه هم اوه وزارتونه د هېواد د ۳۳ دولتي پوهنتونونو مسوولیت لري، خو د دغو بنسټونو ډېری برخه د پوهنې، ځوانانو او سپورت وزارت تر چتر لاندې راځي. په ۲۰۱۰ ز کال کې، د پوهنې، ځوانانو او سپورت وزارت د پوهنې په سکتور کې د څیړنې د پراختیا په اړه یوه پالیسي تصویب کړه. د پوهنتون په برخه کې د څیړنې او پراختیا لپاره د ملي کړن لارې او د ملي پراختیا اهدافو لپاره د څیړنې پلي کولو په لور د لومړی ګام استازیتوب کوي. دا پالیسي د هیواد د لومړي ملي ساینس او ټیکنالوژۍ ماسټر پلان لخوا په ۲۰۱۴ ز کال -۲۰۲۰ ز کال تعقیب شو. دا کار په رسمي ډول د پلان وزارت لخوا د ۲۰۱۴ په دسمبر پیل شو، چې د دوه کلن پروسې پای ته رسیدو په توګه د کوریا د نړیوالې همکارۍ ادارې لخوا ملاتړ کیږي. دا پلان د صنعتي نوښت د ودې او د ساینس او ټیکنالوژۍ بنسټ رامنځ ته کولو لپاره شرایط چمتو کوي، چې تمرکز یی په کرنې ، لومړني صنعت او ای سي تۍ باندې دی. کمبودیا په ۲۰۲۱ ز کال کې د نړیوال نوښت په فهرست کې ۱۰۹ ځای کې و. په ۲۰۱۹ ز کال کې له ۹۸ درجې څخه راټیټ شو. جغرافیه اقتصاد تاریخ کلتور کمبودیا
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D8%A7%D9%85%D8%B1%D9%88%D9%86
کامرون
کامرون په لویدیځه افریقا کې پروت هیواد دی چې پلازمېنه یې د یایونده ښار دی. یاد هیواد ۰۰۰۷۹۵۱۷ میلیونه وګړي او ۴۴۲۴۷۵ کیلومتره مربع مساخت لري. د پیسو واحد یې د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک او ولسمشر یې پاول بیا دی، په ۱ د جون ۱۹۶۰ له فرانسه او په ۱ د اکتوبر ۱۹۶۰ له بریتانیا نه خپلواکی ترلاسه کړي. کامرون کامېرون اورېدل ، په فرانسوي: ، په رسمي ډول د کامرون جمهوریت فرانسوي: ، د افریقا په لویدیځ-مرکز کې پروت هېواد دی. له لویديځ او شمال څخه له نایجیریا، په شمال ختيځ کې له چاد، په ختيځ کې د مرکزي افریقا له جمهوریت او په سویل کې له استوايي ګینې، ګابن او کانګو له جمهوریت سره ګاونډی دی. سمندري کرښه يې د بیافرا په خلیج، د ګینې خليج پر یوه برخه او د اطلس پر سمندر موقعیت لري. دا هېواد د افریقا د لویدیځ او مرکز پر تقاطع د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله ځینې وختونه د افریقا د غرب په نوم او ځینې وختونه د مرکزي افریقا په نوم یادیږي. نږدې ۲۵ میلیونه وګړي يې په ۲۵۰ لرغونو ژبو خبرې کوي. -. . . . . د دې خاورې لومړني اوسېدونکي د چاد سیند شاوخوا سایو تمدن خلک او په سویل ختیځو باراني ځنګلونو کې د باکا ښکاریان وو. پرتګالي کاشفان په ۱۵مه پېړۍ کې وچې ته ورسېدل او د سیمې نوم يې د شرېمپ سیند کېښود چې په انګلسي کامرون ته واوښت. په ۱۹مه پېړۍ کې فولاني سرتېرو په شمال کې د اداماوا امارت په شمال کې رامنځته کړ او د لویديځ او شمال لویديځ بېلابېلي قومي ډلې مشران او پیاوړې بنسټونه یې رامنځته کړل. کامرون په ۱۸۸۴ ز کال کې د المان مستعمره او په کامرون مشهور شو. له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د فرانسې او بریتانیا تر منځ د ملتونو د اتحادیې د فرمان په توګه ووېشل شو. د کامرون د خلکو د اتحادیې سیاسي ګوند د خپلواکۍ مدافع و، خو په ۱۹۵۰ لسیزه کې د فرانسې له خوا ناقانونه اعلام شو، چې د خپلواکۍ غوښتنې د ملي بلوا لامل شو او د ۱۹۷۱ ز کال تر لومړیو پورې د فرانسوي پوځیانو او تر منځ د جګړې لامل شو. په ۱۹۶۰ ز کال کې د فرانسې تر کنترول لاندې د کامرون برخه د کامرون د جمهوریت په نوم د احمدو اهېډجو په مشرۍ له فرانسې څخه جلا او خپلواکه شوه. د کامرون سویلې برخه چې د بریتانیا په واک کې وه له هغه سره متحده شوه تر څو د کامرون فېدرال جمهوریت رامنځته کړي. دا فېدراسیون په ۱۹۷۲ کال کې پرېښودل شو. دا هېواد په ۱۹۷۲زکال کې د کامرون د متحد جمهوریت او په ۱۹۸۴ کال کې د کامرون پر جمهوریت بدل شو. پاول بېیا له ۱۹۸۲ کال راهیسې د اېډجو تر استعفا وروسته د کامرون اوسنی ولسمشر دی. هغه مخکې په ۱۹۷۵ کال کې لومړی وزیر و. کامرون د یو واحد جمهوري ریاست په توګه اداره کېږي. رسمي ژبې يې فرانسوي او انګلیسي دي، چې د پخواني فرانسوي کامرون او بریتانوي کامرون رسمي ژبې وې. له مذهبي اړخه یې نفوس تر ډېره عیسویان دي او د پام وړ اقلیت یې مسلمانان دي او نور د دودیزو بارونو مذهبونو پیروان دي. دې هېواد د انګرېز ژبو خاورو له خوا کړکېچونه تجربه کړي. چېرته چې سیاستوالو د ډېر تمرکز له لرې والي او ان له بېلوالي یا بشپړې خپلواکۍ لکه د سویلي کامرون ملي شورا څخه دفاع کړې. په ۲۰۱۷ کال کې په انګلیسي ژبو قلمرونو خاورو کې د یو امبازونیایي ایالت د رامنځته کېدو پر سر علني جګړه پېښه شوه. ګڼ شمېر کامرونیان د کروندګرو په توګه خپل ژوند مخته وړي. یاد هېواد د خپلې جیولوژیکي، ژبني او کلتوري تنوع له امله د افریقا په میناتورۍ کې په نوم یادېږي. له طبعي ځانګړنو څخه یې سیندغاړې، بېدیاوې، غرونه باراني ځنګلونه او ساوانا یو زرغون ایکوسیستم چې له ګڼو لویو ونو سره مشخصېږې یادولی شو. تر ټولو هسکه څوکه یې په سویل لویدیځه سیمه کې د کامرون غر دی چې ۴۱۰۰ متره ۱۳۵۰۰ فوټه لوړوالی لري. تر ټولو ګڼ نفوس لرونکي ښارونه یې په ویوري سیند کې د ډولا، د یاد ښار اقتصادي پلازمېنه او اصلي بندر یایونده، د هغه سیاسي پلازمېنه او ګاروا دي. کامرون د خپلې موسیقۍ د بومي سبکونو په ځانګړي ډول ماکوتسا او بېکوتسي او همدارنګه د فوټبال د بریالي ملي ټيم له امله مشهور دی. یاد هېواد د افریقا اتحاديې، ملګرو ملتونو، د فرانکفوني نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو مشترک المنافع ناپېيلي غورځنګ او د اسلامي همکاریو د سازمان غړی دی. رېښه کامرون اصلاً هغه اصطلاح وه چې پرتګالیانو به وریوري سیند ته کاروله، هغوی به ورته د شرېمپ سیند شرېمپ سیند ویل چې په هغه مهال کې د کامرون زیاتو شرېمپ کباڼو ته اشاره کوي. نن د دې هېواد نوم په پرتګالي ژبه کامرون پاتې شوی. تاریخچه لومړنی تاریخ نننی کامرون د لومړي ځل لپاره په ډبر مهال کې د مېشتېدو وړ شو. تر ټولو اوږدمهاله اوسېدونکي يې باکا پېګمیان دي. له هغه ځای څخه د افریقا ختیځ، سویل او مرکز ته د بانټویانو مهاجرت نږدې ۲۰۰۰ کاله مخکې پېښ شوی. د سایو کلتور له میلاد څخه نږدې ۵۰۰ کاله مخکې د چاد سیند په شاوخوا کې رامنځته شو او خپل ځای یې کانم او د بورنو امپراتورۍ ځای ناستو ایالتونو ته ورپرېښود. په لویدیځ کې پاچاهۍ، بنسټونه او سلطنتونه رامنځته شول. پرتګالي بېړۍ چلوونکو په ۱۴۷۲ کال کې وچې ته ورسېدل. هغوی د ووري په سیند کې د شرېمپ کباڼو د شبحې ډېروالي ته اشاره وکړه. او هغه یې شرېمپ سیند ونوماوه چې په انګلیسي په کامرون بدل شو. د څو وروستیو پېړیو په بهیر کې د اروپا ګټو له ساحلي خلکو سره سوداګري منظمه کړه او عیسوي تبلیغیانو د هېواد د ننه فشار راوړ. مودیبو اداما د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې په شمال کې د غیر مسلمانو او څه اندازه مسلمانو وګړو خلاف د جهاد لپاره فولاني سرتېري هدایت کړل او د اداماوا امارت یې رامنځته کړ. هغه مېشت خلک چې له فولاني څخه وتښتېدل د نفوس د بیا وېش لامل شول. سلطان ابراهیم نجویا په ۱۸۹۶ کال کې د باموم ژبې لپاره د باموم خط یا شومام رامنځته کړ. چې نن ورځ په کامرون کې د باموم سکرېپت خط او ارشیف په پروژو کې تدریسېږي. د جرمني واکمني جرمنیانو په ۱۸۶۸ زکال کې، کله چې د وویرمن کمپنۍ په هامبورګ کې د یو ګدام ډيپو جوړل پیل کړل، په کامرون کې یې رېښې غزول پیل کړل. دا بنا د ووري سیند پر مصب جوړه شوه. وروسته ګوستاو ناچتیګال له یو سیمه ییز پاچا سره تړون وکړ چې سیمه د المان د امپراتورۍ ضمیمه کړي. د المان امپراتورۍ په ۱۸۸۴ ز کال کې دا خاوره د کامرون د مستعمرې په نوم اعلام کړه او په هېواد کې د ننه تلپاتې فشار پیل شو. جرمنیان د هغه اصلي اوسېدنوکو له مقاومت سره مخامخ شول چې نه یې غوښتل المانیان دې، د هغوی په خاوره کې مېشت شي. د جرمني تر نفوذ لاندې سوداګریز شرکتونه د سیمه ییزې ادارې د تنظیم لپاره پاتې شول. دې چارې د ګټې تر لاسه کولو لپاره د افریقایانو له اجباري کار څخه کار اخیست. له کاري ځواک څخه د کېلو، ربړ، نباتي غوړیو او کاکاو په کروندو کې کار اخیستل کېده. هغوی د مستعمرې د بېخبناوو د رغولو لپاره د اجباري کار پر سخت سیستم تکیه پیل کړه چې د نورو استعماري ځواکونو له نیوکې سره مخامخ شول. یو ډول کب چې کلک پوستکی او اوږده لکۍ لري، ژباړن ایداري وېش کامرون هیواد په ټوله کې په لس ایداري برخو ویشل شوی دی. آداماوا مرکز یست اکستریم شمال لیتورال شمالي شمال لویدیځ لویدیځ سویل سویل لویدیځ تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه کامرون
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D8%A7%D9%86%D8%A7%DA%89%D8%A7
کاناډا
کاناډا په شمالي امريکا کې پروت هېواد دی. د دې هېواد لس ولايتونه او درې سيمې له اتلانتيک څخه ارام سمندرګي او شمال لور ته تر شمالي منجمد اقيانوس پورې غځېدلي دي چې نهه اعشاريه اته نوي ميليونه مربع کيلو متر ۳.۸۵ ميليونه ميله مربع سيمه پوښي. په دې توګه دا هېواد د مساحت له نظره د نړۍ دويم ستر هېواد دی. له متحده ايالاتو سره د کاناډا سويلي او لوېدېځې پولې ۸،۸۹۱ کيلومتره ۵،۵۲۵ ميله غځېدلې دي چې دا د دوو هېوادونو تر منځ تر ټولو اوږدې ځمکنۍ پولې دي. د کاناډا پلازمېنه اوتاوا دی، د دې هېواد درې سترې ښاري سيمې ټورنټو، مونترال او ونکور دي. لرغوني خلک په اوسنۍ کاناډا کې له زرګونو کلونو راهيسې اوسېدلي دي. د شپاړسمې پېړۍ په پيل کې بریتانوي او فرانسوي موندنې د اتلانتيک په ساحلونو کې پراخې او بيا هلته مېشت شول. د ګڼو وسله والو نښتو د پايلو په توګه، په ۱۷۶۳ز کال کې فرانسې په شمالي امريکا کې نژدې خپلې ټولې مستعمرې خوشې کړې. په ۱۸۶۷ز کال کې د کنفډريشن له لارې د شمالي امريکا د درې برتتانوي مستعمرو په اتحاد سره، کاناډا له څلورو ولايتونو څخه جوړد يوې فدرالي واکمنۍ په توګه منځ ته راغله. په دې ډول د ولايتونو او ځمکو د يووالي پيل او له بریتانی څخه د خپلواکۍ بهير په زیاتېدو شو. د ۱۹۳۱ز کال د ويست مينستر اساسنامې له لارې دا مخ پر وده خپلواکي لا پياوړې شوې او په ۱۹۸۲ز کال کې د کاناډا په قانون سره اوج ته ورسېده، کوم قانون چې د بریتانیې په پارلمان د کاناډا د اغېز تکيه پرې کړه. کاناډا د ويسټ مينیسټر د دود ترمخې پارلماني ديموکراسي او پر اساسي قانون ولاړ پاچاهي دولت دی. د دې هېواد د حکومت مشر لومړی وزير دی؛ څوک چې د عوامو د ټاکلي مجلس د باور د تر لاسه کولو د وړتياوو پر بنسټ ټاکل کېږي د ګورنر جنرال له خوا ټاکل کيږي، د پاچا استازيتوب کوي او پاچا د دولت د مشر په توګه خدمات وړاندې کوي. دا هېواد د ټولګټو قلمرو دی او په رسمي ډول په فدرالي کچه د دوو ژبو لرونکی دی. د حکومت د روڼتيا، مدني آزادي، د ژوند معيار، اقتصادي خپلواکي او زده کړې د کړنو له پلوه په نړيواله کچه په لوړه درجه کې راځي. کاناډا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو نه دی چې زيات توکميزه تنوع او ګڼ کلتورونه لري، کوم چې د ډېرو نورو هېوادونو څخه دې هېواد ته د کډوالۍ پايله ده. له متحده ايالاتو سره د کاناډا اوږدې او پېچلې اړيکې، د دې هېواد پر اقتصاد او کلتور مهم اغېز کړی دی. ډېر پرمختللی هېواد کاناډا د سړي سر اسمينامینل عايد له اړخه په نړۍ کې شپږ وېشتم هېواد او د بشري پرمختګ شاخص له پلوه د نړۍ په کچه شپاړسم هېواد دی. د کاناډا پرمختللی اقتصاد د نړۍ نهم ستر اقتصاد دی چې تر ډېره بريده په خپلو ډېرو طبيعي سرچينو او پرمختللي نړيوال سوداګريز جال باندې تکيه کوي. کاناډا د ګڼو سترو نړيوالو او د څوهېوادونو د ادارو او ډلو غړی دی چې په هغې کې، ملګري متلونه، ناټو، جي۷، د لسو ډله، جي۲۰، د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان، د نړيوال سوداګريز سازمان، د هېوادونو ټولګټې، شمالي قطب شورا، د فرانکفوني نړيوال سازمان، د اسيا او اوقيانيسويه د اقتصادي همکاريو ټولنه او د امريکايي ايالتونو سازمان شامل دي. رېښه په داسې حال کې چې د ژبپوهنې له نظره د کاناډا ټکي د رېښو په اړه بېلا بېلې نظريې شته، اوس دا منل شوې چې دا نوم د سنټ لاورنس ايروکويي ټکي کاناټا څخه اخستل شوی، چې معنا يې ده کلی يا مېشتځای. په ۱۵۳۵ز کال کې، د اوسني کبک ښار لرغونو اوسېدونکو له دې نوم څخه ګټه اخیستې وه، ترڅو فرانسوي لوڅاوو ژاک کارتيه ته د کلي پر لور لارښوونه وکړي. کارتيه وروسته د کاناډا لفظ وکاراوه، نه يوازې دا چې هغه ځآنګړي کلي ته اشاره وکړي؛ بلکې د دوناکونا اړوند ټولې سيمې ته په سټاډاکونا کې تر ټولو مرکزي، په ۱۵۴۵ز کال کې، اروپايي کتابونو او نقشو دې کوچنۍ سيمې او تر څنګ يې سنت لانس سيمې سيند ته کاناډا نوم اخستل پيل کړل. له شپاړسمې پېړۍ څخه د اتلسمې پېړۍ تر لومړيو پورې، کاناډا د نوې فرانسې يوه برخه بلل کېده چې د سينټ لاورنس سيند پر څنډه يې پرته وه. په ۱۷۹۱ز کال کې، دا سيمه د بریتانی په دوو مستعمرو بدله شوه چې يوې ته يې لوړه کاناډا او بلې ته يې ښکته کاناډا ويله. دواړو مستعمرو ته کاناډاګانې ويل کېدلې، تر دې چې دواړه په ۱۸۴۱ز کال کې د بریتانیا د کاناډا په ولايت کې سره يو ځای شوې. په ۱۸۶۷ز کال کې د کنفډريشن په رامنځ ته کېدو سره، د لندن په کنفرانس کې د دې نوي هېواد د قانوني نوم په توګه وټاکل شو او ډامنن د هېواد د لقب په توګه غوره شو. په ۱۹۵۰ز کلونو کې، بریتانیې چې کاناډا يې د ټولګټو شريک قلمرو باله، د اصطلاح کارول پرېښودل. د لويس سينټ لوارينټ د کاناډا د ۱۹۵۱ز کال په قوانينو کې د ډومينن اصطلاح کارولو ته د پای ټکی کېښود. د ۱۹۸۲ز کال د کاناډا قانون، کوم چې د کاناډا اساسي قانون په بشپړ ډول د کاناډا تر واک لاندې راوست، يوازې د کاناډا په ډول اشاره کوي. وروسته د ملي رخصتۍ ورځې نوم هم د ډومینن ورځې نه د کاناډا ورځې ته بدل شو. د ډومینن اصطلاح، د دې لپاره کارېده چې د فدرالي حکومت او ولايتونو تر منځ توپیر وکړي، که څه هم له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د ډومینن ځای د فدرال اصطلاح ونيو. تاريخجه اصلي اوسېدونکي د اوسنۍ کاناډا په اصلي لرغونو قومونوکې لومړي ملتونه، اينويټ او ميټيس شامل دي، دوی د شريک اصليت لومړي موجودات وو چې د اولسمې پېړۍ په نيمايي کې هغه مهال منځ ته راغلل، کله چې د لومړيو ملتونو خلکو د اروپايي استوګنو سره ودونه وکړل او بيا يې خپلې پېژندګلوي ته وده ورکړه. د شمالي امريکا د لومړيو استوګنو په اړه داسې ویل کېږي چې له سايبيريا څخه د برينګ د وچ ځمکني پول له لارې کډوال شوي او نژدې ۱۴۰۰۰ کاله مخکې هلته رسېدلي دي. په او د بلو فيش په غارونو کې د سور پوستو هندوانو د لرغون پېژندنې سيمې دوه هغه تر ټولو پخوانۍ سيمې دي، چېرې چې انسان په کاناډا کې ژوند کړی. د اصلي ټولنو په ځانګړتياوو کې دايمي استوګنځايونه، کرنه، پېچلې ټولنيز وراثت او د سوداګرۍ شبکې شاملې دي. ځينې دا کلتورونه هغه مهال ړنګ شول، کله چې اروپايي کشافان په پنخلسمه او د شپاړسمې پېړۍ په لومړيو کې دلته راورسېدل او دا کلتورونه يوازې د لرغون پېژندنې د څېړنو له لارې موندل شوي دي. د لومړي اروپايي مېشتېدو پر مهال د اصلي خلکو استوګنه د ۲۰۰۰۰۰ او دوه ميليونه کلونو تر منځ اټکل شوې ده چې د ۵۰۰۰۰۰ شمېره د لرغونو خلکو د کاناډا د شاهي کميسيون له خوا منل شوې ده. د اروپايي نیواک د پايلو په توګه، د اصلي اوسېدونکو شمېر له څلوېښتو نه تر اتيا سلنه پورې کم شو او د بيوتوک په څېر لومړي ملتونه له منځه ولاړل. د دې کمښت بېلا بېل لاملونه ښودل شوي دي، لکه: د انفلوينزا په څېر د اروپايي ناروغيو لېږد، شری او ننکۍ د کومو په وړاندې چې دوی طبيعي خونديتوب نه لاره. د وړيو د سوداګريو پر سر جګړې، د نېواکګرو چاروکو او استوګنو سره نښتې، نوو کډوالو ته د اصلي ځمکو بايلل او په پايله کې په خپل ځان د بسيايينې له لاسه ورکول. که څه هم جګړې وې، خو بیا هم له لومړيو ملتونو او اينويټ خلکو سره د اروپايي کاناډايانو لومړی تعامل یو څه سوله یيز و. لومړيو ملتونو او ميټيس خلکو په کاناډا کې د اروپايي مستعمرو په وده کې مهم اغېز درلود، په ځانګړي ډول د شمالي امريکا د وړيو د سوداګرۍ پر مهال له اروپايانو او مسافرو سره د نوې لويې وچې د کشفولو پر مهال په مرستې کولو سره وليعهد او اصلي اوسېدونکو د اروپايي نیواک د پړاو پر مهال يو له بل سره تعاملات پيل کړل، که څه هم په عموم کې اينويټ له اروپايي کډوالو سره لږې اړیګې لرلې. ایداري ویش د وګړو ویش د کاناډا پلازمېنه اوتاوا ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر تر ۳۵ ميلیونو تنو پورې رسېږي. د نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلو متر مربع ساحه کې تر څلورو تنو پورې رسېږي. د دغه هېواد ۸۲ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۱۸ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ يوازې د دوو ماشومانو د لرلو اجازه لري. ۲۳ سلنه وګړي یې کاناډایان ، ۲۰ سلنه فرانسویان، ۱۶ سلنه برېټانويان، ۱۴ سلنه سکاټلنديان، ۱۳ سلنه اېرلنډیان او پاتې نور یې جرمنیان او چینایان دي. دین د کال ۲۰۱۱ میلادي د کورنۍ سروې د شمېرو ترمخه د کاناډا ۶۳.۳ وګړي مسیحیان دي چې له هغوی څخه بیا ۳۸.۷ رومن کیتهولک او پاتې برخه یې پروتسټنټ دي ۳.۲ یې مسلمانان، ۱.۵هندوان، ۱۰۴ سیکهان او پاتې نور یې د نورو دینونو پیروان دي . رسمي ژبه یې انګرېزي ده، خو لیکدود یې لاتیني دی. د اداري وېش له مخې کاناډا ۱۰ ايالتونو او درې خپلواکې سیمې لري. مهم ښارونه تورنټو، مونټریال، وانکوور، کالګري، اډمېنټن، کیوبېک او سکاربورو یې مهم ښارونه دي. اساسي قانون د کاناډا اساسي قانون دوه لیکلې او نالیکلې برخې لري. د دغه هېواد د قانون لیکلې برخه د شمالي امریکا اساسنامه ده چې د ۱۸۶۷ زېږدیز کال د مارچ په ۲۹مه نافذه شوې ده. اساسنامې هغه وخت د داسې یو فدراسیون د جوړېدلو بنسټ کېښود، چې څلور برخې یې درلودې. کاناډایان د ۱۹۲۷ او ۱۹۸۱ زېږدیزو کلونو تر منځ د یو بشپړ اساسي قانون د جوړولو په چاره کې ډېر بریالي نه وو، خو وروسته د کاناډا فدارالی دولت، ايالتي حکومتونه، مشرانو جرګه او ولسي جرګه په دې سلا شول چې په خپل لیکلي اساسي قانون کې بدلونونه راولي، دې قانون په کاناډا کې د برېټانیا د پارلمان د واک ټغر ټول کړ. د حکومت ډول د کاناډا د نظام بڼه مشروطه پاچايي ده، خو پارلمان یې بیا د ولسواکۍ څرګندونه کوي. د کاناډا ګونرجنرال د پاچا له خوا د لومړي وزیر په مشوره د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي، البته په هغه صورت کې چې ګوند یې په پارلمان کې ډېرې څوکۍ وګټي. د کابینې وزیران بیا د لومړي وزیر له خوا په پارلمان کې د اکثريت څوکيو لرونکي ګوند یا اېتلاف د غړو له منځه ټاکل کېږي. قضایه نظام د کاناډا حقوقي نظام پر مدني قوانینو ولاړ دی، خو په کیوبېک کې د فرانسوي مدني قوانینوته ورته قوانین عملي کېږي. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې یو مشر او ۸ غړي لري، ټول د لومړي وزیر له خوا د ګورنر جنرال او قضایي شورا په مشوره ټاکل کېږي او تر ۷۵ کلنۍ پورې کار کولی شي. سیاسي ګوندونه بلاک کیوبېکس، د کاناډا محافظه کار ګوند، زرغون ګوند، لېبرال ګوند او نوی ولسواک ګوند د دغه هېواد مشهور او لوی ګوندونه دي. یاد هېواد د ۱۸۶۷ زېږدیز کال د جولای په لومړۍ له برېټانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه چې اوس هم په دغه هېواد کې د جولای لومړۍ نېټه د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت نمانځل کېږي. طبیعي زیرمي طبيعي زېرمې، کرنه، فعال انساني ځواک، په پراخه پیمانه اوبه او ځنګلونه د کاناډا د اقتصادي ودې عمده او مهم لاملونه دي. پرمختګ کاناډا اوس د نړۍ له ډېرو پرمختللو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د کرنې، صنعت، ترانسپورټ، مخابراتو، کانونو او خدماتو سکټورونه یې په ډېره پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال شوي. له دويمې نړیوالې جګړې وروسته د کاناډا د کانونو استخراج او پروسس، صنعتي تولیداتو او د خدماتو سکټورونو دومره پرمختګ کړی چې دغه هېواد اوس له روسیې وروسته د نړۍ اتم لوی صنعتي هېواد دی. صادرات او واردات د کاناډا ۷۵ سلنه صادراتي توکي امریکا ته ځي. د ناخالصو کورنيو تولیداتو کچه يې هر کال تر ۱.۸۰ ټرېلیونو ډالرو پورې رسېږي. د سړي سر کلني عاید کچه یې ۴۰۴۰۹ ډالرو او کاري ځواک یې بیا تر ۲۰ مېلیونو تنو پورې رسېږي. اوسپنه، پولاد، المونیم، نقلیه وسایط، بېړۍ، الوتکې، لوی او کوچني موټر، د اورګاډي پټلۍ، د کانونو د ایستلو او د لارو او ډګرونو د جوړولو لوی ماشینونه، دچاپ ماشینونه، کېمیاوي توکي، پلاستیک، ربړ او درمل د دغه هېواد له مهمو صنعتي تولیداتو څخه شمېرل کېږي. کرکیله د کاناډا ۶ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. ۲ سلنه یې څړځایونو، ۳۵ سلنه يې ځنګلونو او پاتې یې غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. کاناډا د کرنې لوی سکټور لري. د دغه سکټور د ښه پرمختګ له امله کاناډا د ځان بسياینې تر څنګ، نورو هېوادونو ته هم په پراخه پیمانه کرنیز محصولات صادروي. کاناډا په نړۍ کې د غنمو شپږم لوی تولیدوونکی او د امریکا له متحدو ایالتونو څخه وروسته دويم ستر صادروونکی هېواد دی. سیلاني سیاحت د کاناډا په ناخالص کورني تولید کې ۴ سلنه ونډه لري. دغه هېواد په یوه وخت کې درې لکو سیلانیانو ته د ټولو اسانتیاوو د برابرولو وړتیا لري. په کاناډا کې ۷۲۰۰۰ هوټلونه، رسټوانټونه او ۳۱۰۰ ترانسپورټي شرکتونه فعال دي. د دغه هېواد د صادراتو ټوله کچه ۴۸۵ ميلياردو ډالرو او د وارداتو ټوله کچه یې بیا ۳۷۵ ميلياردو ډالرو ته رسېږي. د کاناډا مهم سوداګریز شریکان د امریکا متحد ایالتونه، جاپان، برېټانیا، جنوبي کوریا، جرمني، چین، اسټرالیا، برازیل، ډنمارک، فرانسه، مالېزیا، مکسیکو، نایجيریا، ناروې، سعودي عربستان، تایوان، او سویډن هغه هېوادونه دي چې کاناډا ورسره په لویه کچه سوداګریزه راکړه ورکړه لري. د پیسو واحد د کاناډا پولي واحد کاناډایي ډالر دی. مالي کال یې د اپرېل له لومړۍ ورځې پیل او د بل کال د مارچ تر ۳۱ مې پورې دوام کوي. جغرافیه کاناډا د پراخوالي له پلوه د نړۍ دويم، خو د وګړو د شمېر له پلوه بيا په نړۍ کې ۲۸م هېواد دی. دغه هېواد ۱۸۱ سوداګریزې بېړۍ او ۱۴۶۷ هوایي ډګرونه لري چې له دې ډلې يې ۵۳۳ ډګرونه په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي. رسنۍ کاناډا دولتي ټلوېزیون او چاپي رسنۍ نه لري او ټولې په عامه شرکتونو او خصوصي سکټور پورې اړه لري. ۱۴۸ ټلوېزیونونه او ۲۰۰۰ راډیوګانې لري چې په بېلا بېلو برخو کې نشرات لري. د دې تر څنګ ۲۵ ورځپاڼې او ۱۴۰۰ مجلې هم په دغه هېواد کې فعالیت کوي. همدا راز په دغه هېواد کې هر کال ۲۰۰۰۰ نوي علمي، هنري او ادبي لیکلي یا ژباړلي کتابونه خپرېږي. پوهنه کاناډا د نړۍ د سترو او هوسا هېوادونو څخه دی. د کاناډا ۹۹ سلنه وګړي په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ، مسلکي او یا لوړې زده کړې لري. د دغه هېواد د قانو ن له مخې زده کړې له ۶ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ پورې وړیا او اجباري دي. روغتیا په کاناډا کې د ژوند چاپېریال د ښه جغرافیایي موقعیت، اوبو، ځنګلونو، پارکونو، د خلکو د لوړ پوهاوي او سم مدیریت له امله زرغون او پاک دی. د خلکو روغتیايي حالت یې ښه دی او داسې ټولنیزې بیمې لري چې له خلکو سره د زړښت، ناروغتیا وزګارتیا، معلولیت، تقاعد او مړینې په صورت کې مرسته کوي. قومي ډلې د کاناډا لومړني اوسېدونکي اینویت او نور هغه قومونه دي چې د اسیا له ختیځو برخو څخه د بینک تنګي له لارې دې سیمې ته تللي دي. دا خلک ډېره موده په شمال، لویدیځ او نورو سیمو کې په غلو، دانو او د ښکار په غوښو ژوندي وو او هڅه یې کوله چې له طبعیت سره په جګړه کې بریالي راووځي او پر مختګ وکړي. تاریخ په ۱۶۱۰ زېږدیز کال کې برېټانوي سمندري سیلاني او کاشف هېنري هوډسن یو خلیج وموند چې وروسته د ده په نامه ونومول شو. په ۱۶۲۹ زېږدیز کې برېټانویانو د کیوبېک ښارګوټی ونیو. په ۱۶۳۱ زېږدیز کې دویم برېټانوی توماس جامس له خپلو ملګرو سره کاناډا ته په سفر لاړ چې اوس یې یو خلیج په نامه یادېږي. برېټانویانو په ۱۶۶۳ زېږدیز کال کې د کیوبېک ښارګوټی فرانسویانو ته پرېښود. له افغانستان سره اړیکي له کاناډا سره د افغانستان اړیکې د ۱۹۷۰ زېږدیز کال د جون په پنځمه په واشنګټن کې افغان سفیر عبدالله خان ملکیار او په اسلام اباد کې د کاناډا سفیر مک کوکي د خپلو متبوعو دولتونو په استازیتوب د کابل - اوتاوا تر منځ د نا استوګنو سفیرانو په کچه د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیل هوکړه لاسلیک کړه او د ۲۰۰۳ زېږدیز کال دسپټمبر په ۵ مه په کابل کې د کاناډا سفارت پرانيستل شو. له افغانستان څخه تر کاناډا پورې د هوا له لارې ۱۰۰۰۸ کیلومتره واټن پروت دی. د کابل او اوتاوا تر منځ د وخت توپير نهه نيم ساعته دی سرچینې د نړۍ هېوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B1%DA%A9%D8%B2%D9%8A%20%D8%A7%D9%81%D8%B1%D9%8A%D9%82%D8%A7%20%D8%AC%D9%85%D9%87%D9%88%D8%B1%D9%8A%D8%AA
مرکزي افريقا جمهوريت
د منځنی افریقا ولسمشریزه یاهم د مرکزی افریقا جمهوریت په انګلیسي په مرکزي افريقا کې پر وچې پورې تړلی یو هیواد دی. پلازمینه یې د بانګویی ښار او رسمی ژبه یې فرانسوي ده. د یاد هیواد مساحت ۹۸۴۶۲۲ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۰۰۰۶۱۶۴ میلیونه تنه دی. د منځنۍ افریقا جمهوریت په سانګو ژبه کې: ،په فرانسوي ژبه کې: په منځنۍ افریقا کې په وچه کې چاپېر هېواد دی. شمال لور ته یې چاد، شمال ختیځ لور ته یې سوډان، سویل ختیځ لور ته سویلي سوډان، سویل لور ته یې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، سویل لوېدیځ لور ته د کانګو جمهوریت او لویدیځ لور ته یې کامرون پراته دي. د منځنۍ افریقا جمهوریت نږدې ۶۲۰۰۰۰ کیلومتره مربع ۲۴۰۰۰۰ مایل مربع مساحت لري پوښي. تر ۲۰۱۸ ز کال پورې، د دې هېواد نفوس نږدې ۴.۷ میلیونه وګړي اټکل شوی. تر ۲۰۲۲ ز کال پورې، د منځنۍ افریقا جمهوریت د کورنۍ جګړې شاهد دی چې له ۲۰۱۲ ز کال راهیسې روانه ده. د منځنۍ افریقا جمهوریت زیاتره برخه د سوډانو - ګیني چمنونو څخه جوړه ده، خو د دې هېواد په شمال کې د ساحل - سوډاني زون او په سویل کې د استوایی ځنګل زون څخه را منځ ته شوی دی. د هېواد دوه پر دریمه برخه د اوبنګي د سیند په حوزه کې ده چې کانګو ته بهېږي، په داسې حال کې چې پاتې دریمه برخه د چاري په حوزه کې ده، د چاد جهيل ته بهېږي. دا خاوره چې نن ورځ د منځنۍ افریقا جمهوریت دی، د زرګونو کلونو په اوږدو کې تر استوګنې لاندې دی، خو د هېواد اوسنۍ پولې د فرانسې له لوري وټاکل شوې، چې د استعمار په توګه یې د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې په دې هېواد واکمني کوله. په ۱۹۶۰ زکال کې د فرانسې څخه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، د منځنۍ افریقا جمهوریت د یو شمېر استبدادي مشرانو، د شاهي نظام د ناکامه هڅې په ګډون تر واک لاندې راغئ. په ۱۹۹۰ ز کال کې، ډیموکراسي غوښتنه په ۱۹۹۳ ز کال کې د لومړیو څو ګوندي ډیموکراتیکو ټاکنو لامل شوه. انګ فیلیکس پتاسې ولسمشر شو، خو وروسته د ۲۰۰۳ ز کال د جنرال فرانسوا بوزیزي په کودتا کې له واکه لرې شو. د منځنۍ افریقا جمهوریت د بوش جګړه په ۲۰۰۴ ز کال کې پیل شوه، خو په ۲۰۰۷ ز کال او بیا په ۲۰۱۱ ز کال کې د سولې د تړونو تر څنګ، کورنۍ جګړه په ۲۰۱۲ ز کال کې بېرته پیل شوه. کورنۍ جګړې د هېواد د بشري حقونو خراب ریکارډ ته دوام ورکړ. په دې کې د بېلابېلو ښکېلو وسله والو ډلو له لوري د پراخه او زیاتېدونکو سرغړونو، لکه په خپل سری زندان، شکنجه او د بیان پر ازادۍ او د خوځښت پر ازادۍ محدودیتونو ګډون درلود. د دې هېواد د پام وړ معدني زیرمو او نورو زیرمو تر څنګه، لکه د یورانیمو زیرمې، خام نفت، سره زر، الماس، کوبالټ، چاتراش لرګي، او د اوبو بریښنا، او همدارنګه پراخه کرنیزه ځمکه، د منځنۍ افریقا جمهوریت د نړۍ د لسو بې وزلو هېوادونو له ډلې څخه دی چې په ۲۰۱۷ ز کال کې په نړۍ کې د پېرود د ځواک په برابرۍ کې د کس پر سر ټیټه لري. په ۲۰۱۹ ز کال کې، د بشري پراختیا شاخص پر بنسټ، دا هېواد د بشري پراختیا کې په دوهمه ټیټه کچه کې و چې یوازې له نایجر څخه مخکې دی، یعني له ۱۸۹ هېوادونو څخه ۱۸۸ ځای لري. نوموړی هېواد د تعدیل شوي-نابرابرۍ د بشري پراختیا تر ټولو ټیټ شاخص درلود، چې د ۱۵۰ هېوادونو له ډلې په ۱۵۰ ځای کې و. د منځنۍ افریقا جمهوریت د اټکل له مخې تر ټولو غیرصحي هېواد هم دی او د ځوانانو لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل کېږي. د منځنۍ افریقا جمهوریت د ملګرو ملتونو، افریقایي ټولنې، د منځنۍ افریقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې، د انترنیشنل دی لا فرانکوفوني سازمان او د غیروابسته غورځنګ غړیتوب لري. رېښه د منځنۍ افریقا د جمهوریت نوم د افریقا په منځنۍ سیمه کې د دې هېواد له جغرافیوي موقعیت او د دې هېواد د حکومت له جمهوري بڼې څخه اخیستل شوی. له ۱۹۷۶ ز کال څخه تر ۱۹۷۹ ز کال پورې، دا هېواد د منځنۍ افریقا د سترواکۍ په توګه پېژندل کېده. د استعمار په دوره کې، د هېواد نوم اوبانګي شاري - و چې د اوبنګي سیند او چاري سیند څخه اخیستل شوی و. سرچينې ایداري وېش د منځنۍ افریقا ولسمشریزه په څوارلس ولایتونو او دوه اقتصادي برخو ویشل وې ده. لوبای بامینګوبانګوران کوتو سفلي کوتو علیا امبومو علیا کومو مامبرکادي امبومو نانامامبر اومبلا مپوکو اوواکا اوهام اوهامپونده واکاګا ناناګربیزي اقتصادی سیمه سانګا امبیري اقتصادي سیمه تاریخ جغرافیه کلتور اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه د منځی افریقا جمهوریت په وچې پورې تړلي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%86%D8%A7%D8%AF
چاد
چاډ چې رسمي نوم یې د چاد جمهوریت دی په مرکزي افريقا کې په وچې پورې تړلی هیواد دی. د چاد پلازمینه د انجامنا ښار او رسمی ژبي یې فرانسوي او عربي ژبهي دي ، ۰۰۰۲۸۴۱ کیلومتره مساحت او ۲۰۸۳۲۹۱۰ میلیونه وګړي لري. چاد په ۱۱ د اګست ۱۹۶۰م کال له فرانسه خپلواکی ترلاسه کړه. . انجامنا پلازمینه عربي ژبهفرانسوي . سارا ۱۲٫۹٪ عربان . کانمبوبودوما . ماسالیت . ګوراني . ماساموسګوم . بیدیو . بولالا ماربا . دادجو . موندانګ . ګابري . ځاګهاوا ۲٫۱٪ فولانیان خلک توپوري . تاما . کارو . بانګویرمي مسمجدي . نور چادیان . خارجیان چادیان حاکم دولت حاکم ګوند ریاستي نظام ولسمشریزه ولسمشر ادریس دبی د ولسي جرګې رئیس هاروون کابادي ولسي جرګه خپلواکي له فرانسې ۱۱ اګسټ ۱۹۶۰ ام ۱٫۹ ۱۳٬۶۷۰٬۰۸۴ ۱۱٬۰۳۹٬۸۷۳ ۲۰۱۵ ۲۰۰۹ . ۳۰ بیلیونع ۲۰۱۸ ۱۲۳ام ۲٬۴۲۸ ۱۶۸ام ۱۱ بیلیون ۲۰۱۸ ۱۳۰ام ۸۹۰ ۱۵۱ام ۴۳٫۳ ۲۰۱۱ ۰٫۴۰۱ ۲۰۱۸ ۱۸۷ام د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک ۱ راست ۲۳۵ . چاد ؛ اورېدل په عربي ژبه: تشاد تلفظ یې: تشاد ؛ په فرانسوي تچاد، تلفظ یې تچاد په رسمې ډول د چاد جمهوریت په نوم پېژندل کېږي. په وچه کې پروت هېواد دی چې د سویلي او مرکزي افریقا د تقاطع پر کرښه موقعیت لري. د شمال لور ته له لیبیا، د ختیځ لور ته له سوډان، د سویل لور ته د مرکزي افریقا جمهوریت، سویل لویدیځ ته له کامرون، سویل ختیځ ته له نایجیریا د چاد خلیج کې او د لویدیځ لورته له نایجیریا سره پوله لري. چاد ۱۶ میلیونه نفوس لري چې له ډلې یې ۱۶ میلیونه په پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار ندجامېنا کې ژوند کوي. چاد څو سیمېزونونه لري: په شمال کې د بېدیا زون، په مرکز کې یو وچ ساحلي کمربند او په سویل کې د سوډاني حاصلخېزه سیمه ساوانا. د چاد خلیج چې دا هېواد یې په نوم نومول شوی د افریقا په کچه دویم لوی تالاب دی. د چاد هېواد رسمي ژبې عربي او افریقایي دي. یاد هېواد له ۲۰۰ څخه زیاتو قومي او ژبني ډلو کور دی. په چاد کې اصلي دینونه اسلام ۵۱.۸٪ او عیسویت ۴۴۱ دي. له میلاد څخه مخکې په ۷مه زریزه کې ګڼ شمېر انساني نفوسونه چادي حوزې ته کډه شوي. له میلاد څخه وروسته د لومړنۍ زریزې په پای کې د چاد په ساحلي کرښه کې د ایالتونو او امپراتوریو ټولګه رامنځته شوې او نسکوره شوې، چې هر یو یې د سب صحرا د سوداګریزو لارو پر کنترول تمرکز درلود. فرانسې دا خاوره په ۱۹۲۰ ز کال کې فتحه کړه او د فرانسې د استوایي افریقا د برخې په توګه یې خپله ضمیمه کړه. چاد په ۱۹۶۰ز کال کې د فرانسس تومبالبایې په مشرۍ خپله خپلواکي ترلاسه کړه. د هغه د سیاستونو په اړه په شمال کې د مسلمانانو کرکه په ۱۹۶۵ ز کال کې د یوې اوږد مهاله سختې کورنۍ جګړې لامل شوه. یاغیانو په ۱۹۷۹ ز کال کې پلازمېنه ولکه کړه او د سویل لوړتیاپالنې ته یې د پای ټکی کېښود. وروسته یاغي قومندانان له یو بل سره په جګړه کې ښکېل شول تر هغه چې حسین هابري خپلو سیالانو ته ماته ورکړه. په ۱۹۷۸ ز کال کې د چاد او لیبیا نښته د لیبیا له یرغل سره پیل شوه چې په ۱۹۸۷ ز کال کې د فرانسي له پوځي مداخلې د اېپيرېویر عملیات سره ودرول شوه.حسین هابري هم په خپل وار سره په ۱۹۹۰ زکال کې د خپل جنرال ادریس دبي له خوا له واک څخه لرې شو. په ۱۹۹۱ ز کال کې د فرانسې په ملاتړ د چاد نوي کول پیل او د چاد ملي پوځ رامنځته شو. په ۲۰۰۳ کال کې په سوډان کې د دارفور کړکېچ پولو ته وغزېد او هېواد یې بې ثباته کړ. خلک او ملت چې تیار بې وزله وو د چاد د ختیځ په کمپونو کې یې د سلګونه زره سوډاني کډوالو د ځای پر ځای کولو هڅه وکړه. په داسې حال کې چې د چاد د مقننې قوې په ملي اسامبلۍ کې ډېری سیاسي ګوندونه شته وو. د ادریس دبي د ولسمشرۍ په دوره کې چې واکمني يې د زوراکۍ په توګه يادېږي، واک په کلک ډول د هېواد پالنې د ژغورنې غورځنګ لاسته ولویده. د ۲۰۲۱ ز کال په اپرېل کې د یاغیانو له خوا د ولسمشر دبي تر وژل کېدو وروسته د هغه د زوی مهامت دبي په مشرۍ انتقالي پوځي شورا واک ترلاسه کړ او اسامبله یې منحل کړه. چاد په سیاسي تاوتریخوالي او پرلپسې کودتاوو کې ښکېل هېواد دی. دا لږ پرمختللی هېواد دی او د انساني پرمختیا په شاخص کې تر ټولو ټيټه درجه لري. چاد د نړۍ په کچه تر ټولو بې وزله او فاسد هېواد دی. ډېری اوسېدونکي یې مالداران او کروندګر دي چې په بې وزلۍ کې ژوند تېروي. له ۲۰۰۳ ز کال څخه خام تېل د یاد هېواد د صادراتي عاید په اصلي سرچینه بدل شوي او د پنبې د دودیز صنعت ځای یې خپل کړی. چاد د انساني حقونو په برخه کې کمزوری ریکارډ لري او له پرله پسې ناسمو کارونو، لکه: خپل سرې بندخونې، له قانون څخه وتلې وژنې او د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو له خوا د مدني آزادیو له محدودیت سره مل دي. تاریخچه له ميلاد څخه مخکې په ۷مه زریزه کې د چاد خاوري په شمالي نیمه برخه کې چاپېریالیز شرایط د انسانانو د مېشتېدو وړ شول او په پام وړ ډول یې نفوس زیات شو. د افریقا د لرغون پوهنې ځینې مهم ځایونه په چاد کې اساسا د بوروکو - اینوډي - ټېبېسټي -- په سیمه کې موندل کېږي. ځینې یې له میلاد څخه مخکې د ۲۰۰۰ کال لومړیو ته ورګرځي. له ۲۰۰۰ ز کلونو څخه زیات مهال راهیسې چادي حوزه، د لږ فعالو او کروندګرو خلکو مېشت ځای دی. دا سیمه د تمدنونو څلور لارې ده. له دغو تمدنونو څخه تر ټولو لرغونی یې افسانوي سایو دی چې له لرغونو آثارو او شفاهي تاریخ څخه پېژندل کېږي. سایو د کانم د امپراتورۍ لاس ته ورغی چې له میلاد څخه مخکې په لومړۍ زریزه کې د چاد په ساحلي حوزه کې تر ټولو لومړۍ او اوږدمهاله امپراتوري وه چې د نورو امپراتوریو تر منځ یې په یاده سیمه کې پراختیا ومونده. په سیمه کې دوه نور ایالتونه د باګریمي سلطنت او وادیه امپراري وه چې په ۱۶ او ۱۷ پېړۍ کې رامنځته شوې. د کانم او د هغه د ځای ناستو ځواک د ترانس - صحرا د سوداګریزو لارو پر کنترول ولاړ و چې له یادې سیمې څخه تېرېدلې. پر غلامانو د یرغل پرته دغه ملتونه اودولتونه، لږ تر لږه په ضمني ډول مسلمانانو هېڅکله خپل کنترول سویلي شنو سیمو ته ونه غزاوه. د کانم د نفوس یو پر درېيمه برخه غلامان وو. په ۱۹۰۰ ز کال کې د فرانسې د استعمار پراختیا د د رامنځته کېدو لامل شوه. فرانسې په ۱۹۲۰ ز کال کې د مستعمرې بشپړ واک خپل کړ او هغه یې د فرانسې د اوستوایي افریقا برخه وګرځوله. د فرانسې د نورو مستعمرو په پرتله په چاد کې د فرانسې د حکومت ځانګړنه د خاورې د نوي کولو او متحدولو په برخه کې د سیاستونو نشتوالی و. فرانسویانو مستعمره په لومړیو کې د بې ارزښته او داسې کاري ځواک سرچينه ګڼله چې د خامې پنبې د تولید په برخه کې یې هېڅ پوهه نه لرله؛ فرانسې په ۱۹۲۹ کال کې په لویه کچه د پنبې تولید معرفي کړ. د چاد استعماري دولت په شدید ډول د کارکوونکو له کمښت سره مخ و او اړ و چې د فرانسې د دولتي خدمتونو په پاتې شونو تکیه وکړي. په سویل کې یوازې سارا په اغېزمن ډول اداره کېده؛ په اسلامي شمال او ختیځ کې د فرانسې حضور تش په نوم و. ښوونیز سیستم د دغې بې خبرۍ غفلت تر اغېز لاندې و. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته فرانسې چاد ته د سیندونو هاخوا وضعیت او اوسېدونکو ته یې په ملي اسامبله کې د استازو د ټاکلو حق ورکړ. تر ټولو لوی سیاسي ګوند د چاد پرمختللی ګوند په فرانسوي: و چې د سویلي مستعمرې په نیمايي برخه کې مېشت و. چاد ته د ۱۹۶۰ ز کال د اګست په ۱۱ د د مشر فرانسوا تومبالبای په مشرۍ چې د سارا له نژاد څخه لومړنی ولسمشر و، خپلواکي ورکړل شوه. ایداري وېش د چاد عیواد ښارونه انجامنا پلازمینه موند ابشه نوملړ باتها چاری-باګویرمی هادجر-لامیس وادي فیرا باره ال غاظل بورکو ینندي یست ینندي ګویرا کانیم لاک لوګون وسیدینتال لوګون ورینټال ماندول مایو-کببي یست مایو-کببي وست موین-چاري وددای سالامات سیلا تاندجیل تیبستی دجامنا تاریخ کلتور جغرافیه د چاد هیواد طبیعي نقشه. اقتصاد چاډ د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه په وچې پورې تړلي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%86%D9%8A%D9%84%D9%8A
چيلي
چېلي چې رسمي نوم یی د چېلي ولسمشریزه ده په اسپانوي: په سویلي امریکا کې پروت هیواد دی چې پلازمېنه یی د سانتیاګو ښار دی. اقتصاد تاریخ کلتور جغرافیه د سویلي امریکا هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D8%A7%D9%86%DA%AB%D9%88%20%D8%AF%D9%85%D9%88%DA%A9%D8%B1%D8%A7%D8%AA%DB%8C%DA%A9%20%D8%AC%D9%85%D9%87%D9%88%D8%B1%DB%8C%D8%AA
کانګو دموکراتیک جمهوریت
د کانگو جمهوریت د افریقا په منځ کې پروت یو هیواد دی. د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه د کانگو جمهوریت
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D9%88%D8%B3%D9%BC%D8%A7%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7
کوسټاریکا
کوسټا ریکا بریتانیا: ، : واورئ ؛ هسپانوي: ؛ په لفظي بڼه بډایه ساحل، په رسمي ډول د کوسټا ریکا جمهوریت هسپانوي: ، نوموړی په مرکزي امریکا کې پروت یو هېواد دی، په شمال کې د نیکاراګوا، په شمال ختیځ کې د کارابین بحیرې، په سویل ختیځ کې پاناما، په سویل لویدیځ کې له آرام سمندر او د او د کوکوس ټاپو په سویل کې له اکوادور سره سمندري پوله لري. دا هېواد د کیلومتره مربع میل مربع په مساحت کې شاوخوا پنځه ملیونه نفوس لري. د اټکل له مخې خلک په پلازمینه او ترټولو لوی ښار سان جوز کې ژوند کوي، چې شاوخوا دوه میلیونه خلک یې د پلازمېنې چاپېره په لویو ښاري سیمو کې ژوند کوي. کوسټاریکا یو خپلواکه دولت دی چې د اساسي قانون پر بنسټ ولاړ د یو واحد ولسمشریز جمهوریت درلودونکی دی. نوموړی هېواد د خپل اوږدمهاله او باثباته ډیموکراسۍ او د لوړو تحصیلاتو درلودونکي کاري ځواک په درلودو شهرت لري. دغه هېواد د خپلې بودیجې م شاوخوا .٪ په ښوونه باندې لګوي، چې په نړیواله کچه په منځني ډول .٪ کېږي. د نوموړي هېواد اقتصاد، چې یو وخت په کرنه پورې تړلی ؤ، ډېر پراخ شوی، چې مالي سکټور، د بهرنیو شرکتونو لپاره کارپوریټ خدمتونه، درمل جوړونه، او ایکوتوریزم په شمول سکټورونه شاملوي. ډیری بهرني تولیدي او خدماتي شرکتونه د کوسټا ریکا د آزادې سوداګرۍ په زونونو کې فعالیت کوي چیرې چې دوی د پانګوونې او مالیې د هڅونېتخفیف او معافیت څخه ګټه پورته کوي. په کوسټا ریکا کې په مه پیړۍ کې د هسپانوي واکمنۍ لاندې راتلو څخه مخکې د هغه هېواد اصلي اوسېدونکي میشت وو، چې تر خپلواکۍ پورې د مکسیکو لومړۍ سترواکۍ د یوې برخې په توګه یوه استعماري کالونۍ پاتې شوه، ورپسې یې د مرکزي امریکا فدرالي جمهوریت غړیتوب درلود، چې له هغه ځایه یې په ز کې په رسمي توګه خپلواکي اعلان کړه. په ز کې د کوسټاریکا د داخلي جګړې په تعقیب یې په ز کې خپل پوځ په مکمله توګه ړنګ کړ او یوازې د ګوتو په شمېر هغو خپلواکو هېوادونو څخه یو شمېرل کېږي، چې د فعال پوځ له درلودو پرته جوړ شو. دغه هیواد په پرله پسې توګه د بشري پرمختیا په شاخص کې ښه ځلېدلی، په کې په نړۍ کې دوه شپېتم او په لاتینې امریکا کې پنځم ځای لري. همداراز د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له خوا هم یادونه شوې چې د ورته عاید په کچه د نورو هیوادونو په پرتله یې خورا لوړ بشري پرمختګ ترلاسه کړی، د بشري پراختیا او نابرابرۍ په اړه د سیمې د منځنۍ کچې په پرتله ښه ریکارډ لري. دا هېواد په پرتلیزه بڼه د ډیموکراسۍ د وضعیت، د رسنیو ازادۍ او موضوعي خوښۍ په برخو کې هم ښه ځلېدلی دی. نوموړی هېواد د رسنیو د آزادۍ د شاخص له مخې په نړیواله کچه اووم ځای لري، د نړۍ د آزادۍ شاخص له مخې م ترټولو ډېموکراتیک هیواد دی او د نړۍ د خوښۍ راپور کې مدولسم خوشحاله هیواد دی. تاریخچه د کولمب څخه مخکې دوره تاریخ پوهانو د کوسټا ریکا اصلي خلک د منځنۍ ساحې پورې اړوند په توګه طبقه بندي کړي ، چیرې چې د میزو امریکایی او اندیان اصلي کلتورونه سره یوځای شوي. په دې وروستیو کې، د کلمب څخه مخکې کوسټا ریکا هم د استمو- کولمبیا- سیمې د یوې برخې په توګه تشرېح شوي. د تیږو وسیلې، په کوسټا ریکا کې د انسان د هستوګنې ترټولو زړو شواهدو په توګه، د توریالبا په دره کې له ق.م څخه تر ق.م کلونو پورې د ښکار د مختلفو ډلو له راتګ سره تړاو لري. د کلوویس کلتور اړوند نېزې او له سوېلي امریکا نه د غشو شتون دا احتمال ورکوي چې په دې سیمه کې دوو مختلفو کلتورونو یوځای شتون درلود. د کرهڼې شواهد په هغو وګړو کې چې شاوخوا کاله مخکې یې په کوسټا ریکا کې ژوند کاوه، راڅرګند شوي. دوی په عمده توګه تیوبر او رېښې کرلې دي. له میلاد څخه مخکې له لومړۍ او دوهمې زریزې څخه لا پخوا د کروندګرو ټولنې شتون درلود. خو دا ټولنې کوچینې او تیت وې، که څه هم په سیمه کې د اصلي معیشت په توګه د ښکار کولو او راټولولو څخه کرهڼې ته د لېږد وخت لا تر اوسه نا څرګند دی. د لوښو لومړنۍ کارونې شاوخوا ق.م څخه تر ق.م پورې ښکاري. د لوښو پاتې شوني، استوانه اي ګلدانونه، تختې، کدو ډوله ګلدانونه او د ګلدانونو نور ډولونه چې په لیکو سینګار شوي، کښل شوو انځورونو او ځینې یې د حیواناتو په بڼو جوړ دي، موندل شوي دي د کوسټا ریکا په عصري کلتور کې د ځایی خلکو اغیزه د نورو هیوادونو په پرتله یو څه لږ ده ځکه چې دا هیواد یو پیاوړی اصلي تمدن نلري تر څو یې د مرجع په توګه وکاروي. د اصلي اوسیدونکو ډیری برخه د هسپانوي ژبې استعماري ټولنې ته د یو بل سره د واده کولو له لارې جذب شوې، پرته له ځینو کوچنیو پاتې شونو څخه، چې ترټولو مهم یې د بریبري او بوروکا قومونه دي چې لاهم په سوېل ختیځ کې د کورډیلیرا ډی تالامانکا په غرونو کې له پانامې سره پولې ته نږدې د کوسټا ریکا په سوېل ختيځه برخه کې اوسیږي. هسپانوي استعمار د کوسټا ریکا نوم، چې په هسپانوي ژبه کې د بډایه ساحل معنا لري، د ځینې آثارو پر بنا د لومړي ځل لپاره د کریسټوف کولمب لخوا کارول شوی ؤ، کله چې نوموړی په م کې د خپل وروستي سفر په بهیر کې کې د کوسټا ریکا ختیځو څنډو ته لاړ، او د سرو زرو ګاڼو په اړه یې چې د ځایي اوسیدونکو لخوا اغوستل کېدې، معلومات تر لاسه کړل. دا نوم امکان لري، د فاتح ګیل ګونزالیز ډیویلا څخه هم راغلی وي، چې په کې په لویدیځ ساحل کې ښکته شو، د ځايي خلکو سره مخامخ شو او له دوی څخه يې یو مقدار سره زر څه نا څه د تاوتریخولي، غلا له لارې او ځینې وختونه د ځایی مشرانو څخه د ډالیو په توګه ترلاسه کړل. د استعماري دورې په زیاتره موده کې ، کوسټا ریکا د ګواتیمالا د عامې کپتانۍ سویلي ولایت ؤ، چې د نوې هسپانیا د نائب السلطنه برخه ګڼل کېده. په حقیقت کې، عامه کپتاني د هسپانوي سترواکۍ د ننه په لویه کچه خپلواکه اداره وه. په ګواتیمالا کې د کپتانۍ له پلازمینې څخه د کوسټا ریکا فاصله، د هسپانوي سوداګریز قانون له مخې د هغه د سویلي ګاونډي پاناما سره د سوداګرۍ څخه قانوني ممانعت، بیا د نوې ګراناډا یعنې کولمبیا د نائب السلطنه یوه برخه ګرځېدل، او د د سرو زرو او سپینو زرو په څېر د سرچینو نشتوالی، ټول هغه څه وو چې کوسټا ریکا یې د هسپانوي سترواکۍ په د ننه کې په یوه بې وزله، جلا شوې او لږ مېشته سیمه بدله کړې وه. کوسټا ریکا په م کې د یو هسپانوي والي ل خوا په ټوله امریکا کې ترټولو بې وزله او تر ټولو بدبخته هسپانوي کالونۍ وبلل شوه. د کوسټا ریکا د بې وزلۍ تر شا بل مهم فکتور د پام وړ ځایی نفوس نشتوالی ؤ تر څو د اجباري کاري ځواک په توګه ترې کار اخیستل شوی وای، دا په دې مانا وه چې د کوسټا ریکا ډیری اصلي مېشته اوسیدونکي باید په خپلو ځمکو کې کار وکړي، چې په دې سره د لویو هیکینډا کروندو د جوړولو مخه ونیول شوه. د دې ټولو دلیلونو لپاره، کوسټا ریکا، په لویه کچه، د هسپانوي تاج لخوا نه منل کیده او له پامه غورځول شوې وه او په یواځې ځان پراختیا ته پریښودل شوې وه. داسې انګیرل کیږي چې د دې دورې په موده کې شرایط د ډېر ځانګړي وضعیت د رامنځته کېدو لامل شوي چې د کوسټا ریکا ورباندې مشهوره شوې، پداسې حال کې چې په ورته وخت کې د کوسټا ریکا د نورو ګاونډیو په پرتله د لا ډیرې آزادې ټولنې په توګه د پراختیا لپاره مرحلې ته ننوتله. کوسټا ریکا یوه داسې کلیوالي ډیموکراسي شوه چې هیڅ مظلومه میستیزودو رګه یا ځایي مېشته طبقه یې نه درلوده. ډېر وخت نه و تېر شوی چې هسپانوي الاصله اوسېدونکو غونډیو ته مخه کړه، هلته یې د ولکانیکي بهیرونو څخه پاتې بډایه خاوره او د ټیټو ځمکو په پرتله معتدل اقلیم وموند. سرچينې د منځنی امریکا هیوادونه کوسټاریکا
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A7%D8%AC%20%D8%B3%D8%A7%D8%AD%D9%84
عاج ساحل
عاج ساحل په لویدیځه افریقا کې پروت يو هېواد دی. رسمی ژبه یې فرانسوي لوی ښار او پلازمینه یې یاموسوکرو ده، عاج ساحل ۴۶۰۳۲۲ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۰۶۰۳۷۳۱۸ میلیونه نفره دی. یاد هیواد په ۷ د اګست ۱۹۶۰م کال له فرانسه خپله خپلواکی ترلاسه کړی. عاج ساحل کوټ چې د دیویر په نامه هم یادیږي، په رسمي ډول د عاج ساحل جمهوریت د لویدیځي افریقا په سویلي ساحلونو کې پروت هېواد دی. سیاسي پلازمېنه یې د هېواد په مرکز کې یاموسوکورو دی. حال دا چې تر ټولو لوی ښار او اقتصادي مرکز یې د عابدجان بندر دی. دا هېواد له شمال لویدیځ څخه له ګينې، له لویدیځ څخه له لیبېریا، له شمال لویدیځ څخه له مالي، له شمال ختیځ څخه له بورکینافاسو، له ختیځ څخه له غنا او له سویل څخه د ګينې له خلیج اطلس سمندر سره ګاوندی دی. رسمي ژبه یې فرانسوي او د بیټي، باولي، دایولا، ډان، انېين او سیبارا سينېفو په ګډون لرغونې ژبې هم په پراخ ډول په کې کارول کېږي. په ټوله کې په عاج ساحل کې په ۷۸ بېلابېلو ژبو خبرې کېږي. دا هېواد له مذهبي پلوه متنوع نفوس لري چې د عیسویت د بېلابېلو لارو، اسلام او لرغونو عقیدواو باورونو پیروان په کې شاملېږي. عاج ساحل د اروپایانو تر استعمار مخکې د ګيامان، کنګ او بایو سترواکۍ په څېر د بېلابېلو ملتونو ځای و. دا سیمه په ۱۸۹۳ ز کال کې د فرانسې تحت الحمایه و او په ۱۸۹۳ ز کال کې د افریقا لپاره د اروپایي هڅو په موخه د فرانسې لپاره د یوې مستعمرې په توګه تثبیت شو. دې هېواد په ۱۹۶۰ ز کال کې د فلېکس هویفویېټ - بیوجني په مشرۍ خپله خپلواکي تر لاسه کړه او یاد مشر تر ۱۹۹۳ز کال پورې واکمني وکړه. عاج ساحل د سیمه ییزو سټندردونو له پلوه په نسبي ټوګه پایدار و او له خپلو ګاونډيو سره یې نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړې کړې او په ورته وخت کې يې له لویدیځ په ځانګړي ډول فرانسې سره هم نږدې اړیکې لرلې. دا ثبات په ۱۹۹۹ز کال کې له یوې کودتا او وروسته په دوو کورنیو جګړو کې راټيټ شو، چې لومړۍ يې له ۲۰۰۲-۲۰۰۷ ز کلونو او بیاځلي له ۲۰۱۰ ز کال څخه تر ۲۰۱۱ ز کلونو تر منځ پېښ شو. په ۲۰۰۰۰ ز کال کې يې نوی اساسي قانون تصویب کړ. عاج ساحل یو جمهوري هېواد دی او پیاوړۍ اجرایي ځواک لري چې د ولسمشر په واک کې دی. دا هېواد په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ ز لسیزو کې د قهوې او کاکو د تولیداتو له لارې په لویدیځه افریقا کې د اقتصادي ځواک مرکز و، وروسته یې د ۱۹۸۰ لسيزې په بهیر کې اقتصادي کړکېچ تجربه کړ چې د ټولنیزو او سیاسي ګډوډيو له دورې سره یې مرسته وکړه. نږدې په ۲۰۱۴ ز کال کې يې داخلي ناخالص تولید بیاځلي د ۱۹۷۰ ز لسیزې په څېر خپل عظمي حد ته ورسېد. عاج ساحل په ۲۰۲۰ ز کال کې د نړۍ په کچه د کاکاوو د دانو ستر تولیدوونکی هېواد و او د خپلې سیمې لپاره یې لوړ عاید درلود. د عاج اقتصاد په ۲۱ پېړۍ کې تر ډېره د مارکېټ - پر بنسټ و؛ لاهم په سخت ډول پر کرنه او د کوچنیو تولید کوونکو او د ځمکې د څښتنانو د حاصلاتو پر نقدي عاید ولاړ دی. رېښه په اصل کې پرتګالي او فرانسوي سوداګرو په ۱۵مه او ۱۶مه پېړۍ کې د افریقا لویدیځ ساحلونه نږدې په څلورو ساحلونو ووېشل چې د هر ساحل د سرچینو منعسکوونکي دي. هغه ساحل چې فرانسویانو د عاج ساحل او پرتګالیانو ونوماوه - چې دواړه د عاج ساحل په معنا دي- هغه څه چې د په نوم پېژندل کېدل همدارنګه د دواړو پورتنۍ ګينه په کپ - ورت کې او د ښکتنۍ ګينې په نوم یادېدل. همدارنګه هلته یو د مرچکو ساحل، د غله جاتو ساحل اوسنۍ ليبېریا، د طلا سرو زرو ساحل غنا او یو د غلامانو ساحل توګو، بینین او ناجیریا. د هغو نورو په څېر د عاج ساحل نوم هم د ساحل په ځانګړې برخه کې د تر سره کېدونکي تجارت د عاج صادرات منعکسوونکی و. د یادې سیمې نور نومونه دا دي: ، چې تحت الفظي معنا یې د غاښونو ساحل چې د عاج د سوداګرۍ منعکسوونکی دی؛ تر هغو کسانو وروسته چې هالنډيانو کواکوا تحت الفظي کوا کوا نومولي وو، د ۵ او ۶ کرښو ساحل و چې وروسته د یو ډول پنبې تجارت هم په کې کېده او ، د باد ساحل له ساحل څخه بهر د سیمهییز اقلیم د څو کلنو شرایطو له امله په پورتنیو نومونو نومول شوي دي. د د غاښ ساحل نوم په پرله پسې ډول په لرغونو آثارو کې کارول شوی.د مثال په ډول: د ډکت په ډېکشنرۍ کې ډکت ۱۸۵۳ز کال او د نیکولاس وېلیوټ ډي بېلفونډ له خوا کارول شوی، که څه هم ابه پریووست عاج ساحل کارولی، په ۱۹ پېړۍ کې د دې کلیمې کارونه په عاج ساحل بدله شوه. د مډرن ایالت ساحلي کرښه په بشپړ ډول له هغه څه سره توپیر لري چې په ۱۵مه او ۱۶مه پېړۍ کې سوداګرو د غاښ یا عاج په نوم پېژندل چې د کپ له پالماس یې د درېيو ټکو تر کپ پورې دوام درلود، چې له دې امله اوس مهال د غنا د مډرن ایالت او عاج ساحل د لیبېریا له یوه کوچنۍ برخې سره تر منځ وېشل شوې ده. دا نوم په ۱۹۶۰ ز کال کې د فرانسې د خپلواکۍ او حاکمیت له لارې خوندي شو. دا نوم له هغه مهال راهیسې په تحت الفظي ډول نورو ژبو ته ژباړل شوی، چې تر خپلواکۍ وروسته دولت به هر هغه مهال چې د فرانسوي ژبو له حوزې څخه هاخوا نړیوالې معاملې ترسره کولې، دا نوم یې مخ پر زیاتېدونکې ډول ستونزه جوړوونکی وباله، په دې توګه د ۱۹۸۶ ز کال په اپرېل کې دولت اعلام وکړ چې د عاج ساحل یا په بشپړ ډول د عاج جمهوریت به یې د دیپلوماتیک پروتوکل د موخو لپاره رسمي نوم وي او له هغه مهال راهیسې، هر یو په نړیوالو معاملاتو کې له فرانسوي څخه د دې کلیمې هر ډول ژباړې رد کړې دي. د اېوري کوست یا عاج ساحل له غوښتنې سره سره د عاج ساحل انګلیسي ژباړه غالباً د عاج ساحل لاهم په پراخ ډول د بېلابېلو رسنیو او نشراتو له خوا په انګلیسي ژبه کارول کېږي. تاریخچه ځمکنی مهاجرت په اېوري کوستعاج ساحل کې د انسان لومړنی حضور ستونزمن دی، ځکه د دې هېواد په مرطوب اقلیم کې د انسانانو پاتې شوني په ښه ډول نه دي خوندي شوي. له دې سره د وسلو او وسیلو نوې پیدا شوې ټوټې په ځانګړي ډول د تخته سنګې شیل په واسطه پالش شوي تبرونه او د اخلي پخلي او کب نیولو پاتې شوني له پلیولیتیک څخه مخکې دورې له میلاد څخه مخکې ۱۵۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ او یا لږ تر لږه په نیلوتیک دوره ډبرمهال کې د انسان د پراخ شتون د احتمالي نښو په توګه په پام کې نیول شوي دي. د اېوري کوست عاج ساحل لومړنيو پېژندل شويو اوسېدونکو په ټول قلمرو کې خواره آثار له ځانه پریښي. تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغوی ټول یا بې کوره شوي یا د اوسنیو لرغونو اوسېدونکو د اجدادو له خوا جذب شوي دي، چې له ۱۶مې پېړۍ څخه مخکې يې په سیمه کې د سویل لور ته مهاجرت وکړ. په دغو ډلو کې ایوتېلي ابویسو، کوتروو فریسکو زیهېري ګرنډ لاهو اېګا او ډېيس ډيوو شامل وو. له اسلام څخه مخکې او اسلامي دورې د شمالي افریقا بیربیر سوداګرو چې د لومړني روم له دوران څخه یې په ټوله صحرا کې د مالګې، غلامانو، سروزرو او نورو شیانو کارواني تجارت کاوه، لومړني ثبت شوي تاریخي ریکارډونه راڅرګند شوي. د ترانس صحرا د سوداګریزو سویلي لارو پای د بېدیا په څنډو کې ځای پر ځای شوی و او له هغه ځایه بشپړوونکې سوداګري د باراني ځنګلونو تر څنډې پورې د سویل لور ته غځېده. تر ټولو مهمې پای لارې دجنه، ګایو او تېبوکتو - په لویو سوداګریزو مرکزونو بدلې شوې چې د سوډانیانو لویو امپراتوریو یې په څنګ کې پراختیا ومونده. ایداري وېش عاج ساحل هیواد له مرکز سره په ۱۴ ولایتونو ویشل شوی چې هر ولایت ځانته ولسوالۍ لري. تاریخ جغرافیه کلتور اقتصاد د عاج ساحل د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D9%84%D9%85
فلم
فلم فیلم دا ليکنه د خوځنده انځورونو په هکله ده. د فلم د بل ډول کارونې لپاره، د عکاسي فلم هغه سلولي وزمه وسيله ده په کوم چې خوځنده انځورونه چاپ شوي وي. دا د يو فلم انځورونو ته د ژوند وربښلو او خوځښت ورکولو د پروژې د اصطلاح نوم دی او په ټولگړي توگه همداسې د انځورونو د ژوندي کولو ځانگړې څانگه بلل کېږي. دا چې په اصل کې فلم څه شی دی او څنگه د لومړي ځل لپاره جوړ شو، ددې پوښتنو تر شا يواځې يو حقيقت پروت دی هغه دا چې په اصل کې فلم د عکاسي د کمرې فلم نه لاس ته راغلی. او په تاريخي توگه همدا د عکاسي فلم د خوځنده يا ژوندي فلمونو د مېنځ ته راتلو لامل دی. پخوا چې لومړی ځل د عکاسي کامره جوړه شو نو د پېښو ثبتول يواځې په انځورونو کښلو سره ترسره کېدل، چې د يوې پېښې د هر يوې ثانيې په تېرېدو سره د هر حرکت يو انځور اخيستل کېده، په لومړي سر کې انځور د فلم په بڼه وي کوم چې يوه پلاستيکي فيته ده چې مخ يې په يو ډول کيميايي مادې پوښلی دی او همدا کيميايي ماده د نور په وړاندې حساس ځانگړتياوې لري. نو د ساري په توگه که چېرته په همدغه فيتې مونږ د ٥ دقيقو لپاره په هره ثانيه کې يو عکس واخلو نو په يوه دقيقه کې ٦٠ بېلابېل عکسونه مو واخيستل چې په ٥ دقيقو کې يې شمېر ٣٠٠ عکسونو ته رسېږي. هرکله چې د فلم همدا فيته مونږ په پرده باندې د ښودلو لپاره وړاندې کړو او دا فلم په يوه ټاکلي سرعت سره وچلېږي همدا د عکسونو لړۍ زمونږ سترگو ته د ژوندي انځور په توگه ښکاره کوي. د فلم لپاره ډېر نورې اصطلاحگانې هم کارېدلي دي، ځينې ورته په انگريزي ژبه موشن پکچرز مانا دا چې خوځنده انځورونه او ځينې يې بيا يواځې پکچرز يا پکچر يعنې انځورونه ، ځينې ورته دي سلور سکرين ، ځينې يې فوټوپلېز ، دي سينما ، پکچر شو ، فلېکس او په ټولگړي توگه ورته موويز هم وايي. پښتو فلمونه فلم په افغانستان کې د افغانستان لومړی فلم نژدې هماغه وخت جوړ شو کوم وخت چې د هندوستان لومړی فلم جوړ شوی وه. لومړنی پښتو افغاني فلم د عشق او دوستي په نامه وه. دا فلم هغه وخت جوړ شوی وه په کوم وخت کې چې لا پاکستان نه و جوړ شوی. پدې توگه د افغانستان د فلم تاريخ له نيمې پېړۍ نه هم ډېر زوړ تاريخ لري. همدا لومړنی فلم عشق او دوستي، د فلم جوړولو يوې وړې ډلگۍ جوړ کړی وه، دا ډلگۍ د په هغه وخت کې د لنډو تور او سپينو فلمونو ترڅنگ لاسونديز فلمونه هم جوړول. بيا ډېر وخت وروسته په ١٩٦٥ کال کې د لومړي ځل لپاره په کابل کې د افغاني فلم جوړولو شرکت جوړ شو، چې د فلمونو په جوړولو او خپرولو يې لاس پورې کړ. افغانان د ډېر پخوا نه د بهرني فلمونو په ځانگړې توگه د هندي فلمونو سره اشنايي لري. په افغانانو کې د هندي فلمونو په پرتله افغاني فلمونه دومره مينوال نه لري. د افغان فلم شرکت د ډېرو تخنيکي او اقتصادي ستونزو او ننگونو سره مخ وه، او تر اوسه پورې د د افغان فلم جوړونکي او خپرونکي د فلم په جوړولو کې د همداسې ورته ستونزو سره مخ دي. د افغان فلم د شرکت دمېنځ ته راتگ او د فلمي لېوالتيا او دغې لويې هيلې اصل بنسټ دا وه چې په نړېواله ټولنه کې خپل د کلتور، پېژندنې، او هيلو ښکارندويي وکړي او په ځان د يوه خپلواکه هېواد په توگه راڅرگند کړي. هنر رسنۍ د رسنۍ بڼې فلم
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%88%D8%AF%D8%A7%DA%AF%D8%B1%D9%8A
سوداگري
یوه سوداگري چی همدارنگه ملتون یا تشبث هم بلل کیږيیو قانوني پیژندل شوي سازمان دی چی مصرف کونکو ته د توکو او خدمتونو په برابرولو په برخه کې کار کوي. . سرچینې وټه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D8%AD%D9%85%D8%AA%20%D8%B4%D8%A7%D9%87%20%D8%B3%D8%A7%D8%A6%D9%84
رحمت شاه سائل
رحمت شاه سائل په انگرېزي: د پښتو ژبې شاعر دی چې د شعرونو گڼ شمېر ټولگې يې خپرې شوي. همداراز د هغه شعرونه د گڼ شمېر سندرغاړو لخوا وييل شوي هم دي. نوموړی د عوامي نشنل پارټۍ غړيتوب درلود او دم مهال په پېښور کې د باچاخان مرکز لخوا د مياشتينۍ خپرونې پښتون مجلې پازوال هم دی. مخينه امين گل زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درگی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. رحمت شاه سايل لس ماشومان لري . او لا پخپل کلي کې اوسي. زده کړې زده کړه يې تر څلورم ټولگي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. له ماشومتوبه يي د ورځپاڼو له لوستلو سره مينه پيدا شوه او تل به يي لوستلې. تر دې چې ليکل او لوستل يي پوره پکې زده کړل او بيا خو يي وروسته آن مقالې هم ورته ليکلې. دندې رحمت شاه سايل د خپل د عمر لويه برخه، په خپل کلي کې د درزي په توگه تېره کړې. دوه کاله کېږي چې د باچاخان په مرکز کې د پښتون مياشتينۍ پازوال دی او همدغې خپرونې ته ليکنې چمتو کوي. ادبي ژوند رحمت شاه سايل له ماشومتوب نه په شعر وييلو پيل کړی. هغه خپل لومړنى شعر په ١٣ کلنۍ کې ووايه او بيا يې شل کاله وروسته خپل لومړنى کتاب چاپ کړ. د نوموړي گڼ شمېر شعرونو نه سندرې جوړې شوي چې د ډېرو سندرغاړو لخوا وييل شوي. چاپ شوي آثار د رحمت شاه سايل تر ډېر کتابونه خپاره شوي چې د هغه د ټولو خپرو شوو کتابونو لړليک په لاندې توگه دی: د وير په چم کې وار د نغمو دی - شعري ټولگه د لمبو په سيوري - شعري ټولگه د ښايستونو د سپرلي بادونه - شعري ټولگه درد چې د څړيکو څانگې وسپړلې - شعري ټولگه د وينو رنگ په لمبو څنگه ښکاري؟ - شعري ټولگه تا له تصوير په گلاب جوړ کړم که نه - شعري ټولگه د چينارونو نه لمبې ووتې - شعري ټولگه حالات چې اور اوروي - شعري ټولگه ته به په خپل تصوير کې څوک ځايوي - شعري ټولگه زه د خزان د پاڼې پاڼې سره ورژېدم - شعري ټولگه آخري سندره - افسانې ناچاپه آثار د رحمت شاه سايل ځينې نور کتابونه لا تر اوسه پورې نه دي چاپ شوي چې هغه په دې ډول دي: ريبار ـ د شعرونو لومړۍ ټولگه. سره بڅري ـ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولگه. د ثقافت تاريخي بنيادونه ـ نثر ټپه که ستاينه - نثر هر تصوير زما تصوير - مقالې خبرلوڅ تصويرونه - مقالې په في الميزان کې د هېواد معنوي اړخونه - نثر باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د رحمت شاه سايل شعرونه پښتون - په پېښور کې د باچاخان د مرکز نه خپرېدونکې مياشتينۍ مجله د رحمت شاه سايل شعرونه - په هېواد وېبپاڼه کې د رحمت شاه سايل ځينې شعرونه د رحمت شاه سايل ژوندليک - په هېواد وېبپاڼه کې د رحمت شاه سايل ژوندليک پښتانه ليکوال پښتانه شاعران افغاني ليکوال پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%89%DB%90%D9%86%D9%85%D8%A7%D8%B1%DA%A9
ډېنمارک
ډنمارک هیواددنمارک د شمالي اروپا د اسکندونیایي ټاپووزمه په سیمه کې د ګرینلند او فاروئ ټاپوګانو په څنګ کې يو مشهور سلطنتي جمهوري هيواد دی. دا د ناروی د هيواد تر ټولو سوېلي خواته پروت دی مرکزي برخه یې هم په شمال کې د المان سره نښتې ده. ډنمارک د سويډن په سوېل لوېديځه برخه کې شتون لري او د ناروی په سوېل کې پروت دی. د ډنمارک بريدونه د بالکان رياستونو او شمال سمندر سره لګيدلي دي. جغرافیا دانمارک یوه ټاپو وزمه ده چې په گڼ شمير نورو ټاپوگانو باندې نغښتې ده. چې په کښې یولينډ،،او نورې لکه ،سجيلينډ،،فئن ،ويندسيسل،دائ لو لينډ،فالسټر،او بورنهوم او دغه رقم نورو واړه واړه ټاپوګان پکښې خوندي دي. ډنمارک د بالتيک او ورسره تړلې بحر د خپل انتظام لاندې ساتي.او دغه بحر ته دنيش سيند يا خليج هم وائي. فاروئ ټاپوګان او ګرینلنډ دوه يو شان هیوادونه دي چې د ډنمارک د پادشاهئ سره تړلي دي خو د اروپایی ټولنی غړي هوادونه ندي. ډنمارک په سويډن پسې په دوئم نمبر کښې سياحتي هيواد دے چې ۴۰.۷ ميلونه سيلانیانو په ۲۰۰۷م کال کې تری لیدنه کړی وه. نظام ډنمارک يو تک یو پارلمانی نظام لرې. دا هیواد په يو رياستي سطح جوړ حکومت لري چې پکښې اته نوي بیلی نظامي ادارې دي. ډنمارک د اروپایي ټولنی يو غړې هيواد دے چې اول به ورته د ۱۹۷۳ نه وروسته د اروپایي اقتصاد کيمونيټي وايل کیده. خو له هغه وخت دغه کيموينټي په يورو زون کښي بدله شوې نه وه چې وروستو بيا په يوه کرسئ يورو کښې بدله شوه، چې غړي مملکتونو په رسمي توگه دغه يورو خپل غړی هیواد وباله. سیاسي موقیعت ډنمارک د ناټو غړی هیواد هم دی. دا هیواد د خپل ازاد تجارتي نظام له کبله د لوړ درامد يو مهم هيواد گڼل کيږي. له نه تر ۲۰۰۸ پورې ډنمارک دنړۍ په خوشحاله هيوادونو کښې د صحت ،اسانتیا پرمختګ او پوهنی په حواله سره راته. په ۲۰۰۸م کال کې د گلوبل پيس انډيکس سروے له خوا ډنمارک د امن په لحاظ د ایسلنډ نه وروستو، په دوئم نمبر کښې وټاکل شو. ډنمارک د سويډن او نوی زیلاند سره شريک په ۲۰۰۸م کال کې د يوې موسسې کرپشن پرسيپشن انډيکس له خوا په دنيا کښي تر ټولو کم دروغه مملکت وشميرل شو.. کوپن هاګن د يوې جريدې له خوا په ۲۰۰۸م کال کې د ډنمارک لوی او ستر ښار کوپن هاګن د دونيا په ښادو او آبادو ښارونو کښې راوستی وو. ژبي د ډنمارک قومي ژبه، ډنمارکي ده، چې د ناروژي، او سویډني ژبو سره نږدي او تاريخي اړيکي لري. اقتصاد تاریخ اداری ویش سیاسی جوړښت مشهوره ځایونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D9%8A%D8%A8%D9%88%D8%AA%D9%8A
جيبوتي
جیبوتي چې رسمي نوم یې د جېبوتي جمهوریت دی د افریقا په ښکر کې پروت یو هیواد دی چې پلازمینه یې د جیبوتی ښار ښار دی. مساحت یې ۲۰۰۲۳ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۱۵۹۸۱۸ نفره دی. جیبوتی په ۲۷ د جون ۱۹۷۷م کال له فرانسه نه خپلواکی ترلاسه کړه، د پیسو واحد یې د جیبوتی فرانک او ولسمشر یې اسماعیل عمر غیله دی. جیبوتي، په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت، د افریقا د ښاخ په برخه کې یو هېواد دی. دا هېواد له سویل لوري له سومالیا، له سویل لوېدیځ لوري له ایتوپیا، له شمال لوري له اریتریا، او له ختیځ لوري د سرې سمندرګۍ او د عدن له خلیج سره ګډه پوله لري. د عدن خلیج په هغه غاړه کې یمن پروت دی. دا هېواد ټولټال ۲۳،۲۰۰ کیلومتر مربع ۸،۹۵۸ مایل مربع مساحت لري. په لرغونې زمانه کې، دا هېواد د ایتوپیا، اریتریا او سومالیلنډ سره یوځای د پونټ د خاورې برخه وه. زیلا ته نږدې، چې اوس په سومالیلینډ کې ده، د منځنیو پیړیو عدل او عفت سلطنتونه وو. د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې، د سومالیلنډ فرانسوي مستعمره له فرانسويانو سره د واکمن دیر سومالي سلطانانو له لوري د لاسلیک شوو تړونونو وروسته رامنځ ته شوه او دایر داوا چې وروسته ادیس ابابا شوه ته د دې مستعمرې ریل پټلۍ لاره هواره کړه چې په چټکۍ سره زیلا د سوېلي ایتوپیا او اوګاډن د بندر بدیل وټاکي. دا سیمه وروسته په ۱۹۶۷ کال کې د فرانسې د عفر او عیسی د سیمې په نوم و نومول شوه. د جیبوتي خلکو یوه لسیزه وروسته د خپلواکۍ په ګټه رایه ورکړه. دې کار په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت تاسیس را منځ ته کړ، چې د دې هېواد پلازمینې په نوم ونومول شو. نوی دولت په همدې کال کې د ۱۹۷۷ کال د سپتمبر په ۲۰ نېټه د ملګرو ملتونو غړی شو. د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې، د حکومت د استازیتوب پر سر تاوتریخوالی د وسله والې شخړې لامل شو، چې په ۲۰۰۰ کال کې د واکمن ګوند او اپوزیسیون ترمنځ د واک د وېش په تړون پای ته ورسېد. جیبوتي یو څو توکمیز هېواد دی چې له ۹۲۱،۸۰۴ څخه ډیر نفوس لري چې په افریقا کې ترټولو کوچنی دی. فرانسوي او عربي ژبې د دې هېواد دوه رسمي ژبې دې او عفر او سومالي یې ملي ژبې دي. نږدې ۹۴٪ اوسیدونکي یې د اسلام لارویان دي چې د دې هېواد رسمي دین دی او له زرو کلونو څخه زیات په دې سیمه کې حاکم دی. سومالی او عفر دوه لویې توکمیزې ډلې جوړوي، چې عفر یې اکثریت دی. دواړه د افرو-آسیایي ژبو په کوشي ژبه خبرې کوي. جیبوتي په ستراتیژیک ډول د نړۍ د کښتیو ترټولو بوختو لارو ته نږدې موقعیت لري،چې سره سمندر او د هند سمندر ته لاسرسی کنټرولوي. دا هېواد د تیلو د اچولو او د بار د بدلولو مهم مرکز ګڼل کېږي او د ګاونډي ایتوپیا څخه د وارداتو او صادراتو لپاره اصلي سمندري بندر دی. دا هېواد د یوه پراخیدونکي سوداګریز مرکز په توګه، د بېلابېلو بهرنیو پوځي اډو ځای دی. د پراختیا بین الدول ادارې سیمه ایزه څانګه هم د جیبوتي په ښار کې مرکزي دفتر لري. نوم او د هغه ريښه جیبوتي په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت په نوم پېژندل کېږي. په سیمه ایزو ژبو کې د په عفر ژبه کې او په سومالي ژبه کې په نوم پېژندل کېږي. د دې هېواد نوم د هغه د پلازمینې په نوم نومول شوی، چې د جیبوتی ښار دی. د نوم په ریښه کې اختلاف موجود دی. د دې ریښې په اړه ډېرې تیورېګانې او افسانې شته، چې نظر هرتوکم ته توپیر لري. یوه تیوري د عفر ژبې له کلیمې ګابوتي څخه اخیستل شوې، چې معنی یې پلیټ یا ټوټه ده، چې ښایي د سیمې په جغرافیایي ځانګړتیاوو دلالت وکړي. بله یې دا نوم له ګابود سره نښلوي، چې معنی یې مرتفع ځمکه هواره ده. جیبوتي د تیحوتي خاورې یا د تحوت د خاورې معنې هم ورکوي په مصري کې: ده او د مصر د سپوږمۍ خدای له معنی څخه اخیستل شوی. له ۱۸۶۲ کال څخه تر ۱۸۹۴ کال پورې، د تاجورا د خلیج شمال لور ته خاوره د اوبوک په نوم یادېده. دا سیمه چې تر فرانسوي ادارې لاندې وه، له ۱۸۳۳ کال څخه تر ۱۹۶۷ کال پورې د فرانسوي سومالیلنډ په فرانسوي ژبه: په نوم یادېده او له ۱۹۶۷ کال څخه تر ۱۹۷۷ کال پورې د عفر او عیسی فرانسوي سیمه په فرانسوي کې: په نوم یادېده. ایداري وېش تاریخ کلتور اقتصاد جغرافیه اداري ویش د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B0%D9%87%D8%A8
مذهب
دین یا مذهب د ټاکل شوو چلندونو او اعمالو، اخلاقیاتو، باورونو، نړۍ لیدونو، متنونو، مقدسو ځایونو، پیغمبریو، اخلاقو، یا سازمانونو یو ټولنیز-کلتوري سیستم دی، چې بشریت له مافوق الفطرت، خارق العاده یا ماورایي او معنوي عناصرو سره نښلوي. که څه هم، په دې اړه د علماوو او پوهانو اجماع نه شته چې په دقیقه توګه یو دین له کومو څیزونو تشکیلېږي. بېلابېل دینونه ښایي مختلف عناصر ولري، چې خدای، مقدس یا سپېڅلي څیزونه، عقیده، یو مافوق الطبیعه یا اسماني موجود یا موجودات یا یو ډول داسې غایت او لوړوالی پکې راځي چې د پاتې ژوند لپاره نورمونه او ځواک چمتو کوي.په مذهبي یا دیني چارو او کړو وړ کې ښایي عبادتي چارې او مناسک، وعظونه، ذکر یا عبادت او لمانځنه د خدایانو اویا ولیانو او بزرګانو، قربانۍ، جشنونه، اخترونه او میلې، جذبې، نوښتونه، د جنازو مراسم، د ودونو مراسم، تفکر او تعمق، لمونځ او دعا، موسیقي، هنر، نڅا، عامه خدمت، یا د انساني کلتور نور اړخونه شامل وي. ادیان او مذاهب مقدس یا سپېڅلي تاریخونه او روایات لري، چې په مقدسو کتابونو، سمبولونو او نښو نښانو او سپیڅلو ځایونو کې خوندي دي او هدف یې تر ډېره ژوند ته معنا وربښل دي. ادیان ممکن سمبولیکې کیسې ولري، چې د پیروانو له لوري یې رښتیا بلل کېږي او دا ډول کیسې هم ښایي د ژوند، نړۍ او نورو ښکارندو د اصل او ریښې د توضیح او تشریح هڅه وي. په دودیز ډول، عقیده او ایمان، پر عقل او استدلال سربېره، د دیني باورونو سرچینه ګڼل کېږي. په ټوله نړۍ کې د اټکل له مخې ۱۰۰۰۰ متفاوت دینونه شته دي. د نړۍ شاوخوا ۸۴٪ نفوس له عیسویت، اسلام، هندویزم، بودیزم، یا هم له عامیانه دیني باورونو سره تړاو لري. په هغو وګړو کې چې له دین او مذهب سره تړاو نه لري، هغه څوک شاملېږي چې کوم ځانګړی دین یا مذهب په رسمیت نه پېژني، ملحدین یا بېدینان وي او د خدای د وجود منکرین وي. په داسې حال کې چې په نړۍ کې له دین سره تړاو نه لرونکو خلکو شمېر زیات شوی، خو ډېری همدا له دین سره بې تړاوه خلک بیا هم بېلابېلې مذهبي عقیدې لري. د دین یا مذهب په زده کړو کې هم ګڼې علمي څانګې شاملېږي، لکه الهیات، د ادیانو پرتلیزې زده کړې او ټولنیز علمي مطالعات. د دین یا مذهب تیورۍ د دین د منشاء او ریښې او کارونو لپاره بېلابېل توضیحات وړاندې کوي، چې د دیني وجود او عقیدې اړوند د موجودیت پېژندنې بنسټونه پکې شاملېږي. تعریف پوهان د دین پر یوه واحد تعریف په اتفاق کولو کې پاتې راغلي دي. که څه هم، د دین د تعریف لپاره دوه عمومي سیستمونه شته دي: ټولنپوهنیزوظیفوي او د پدیده پېژندنېفلسفې پر بنسټ. عصري لویدیځ د دین مفهوم په لویدیځ کې د عصري دورې پر مهال رامنځته شوی. له دغه مفهوم سره موازي مفاهیم په ډېرو اوسنیو او پخوانیو کلتورونو کې نه موندل کېږي. په ډېرو ژبو کې هم د دین لپاره هېڅ معادله یا مترادفه اصطلاح نشته ده. یوه ثابت تعریف ته رسېدل د پوهانو لپاره ستونزمن ثابت شوي او ځینو یې ان له شونتیا سترګې پټې کړې دي. یو شمېر نور بیا استدلال کوي چې د د تعریف په پام کې نیولو پرته یې پر غیر لویدیځو کلتورونو کې پلي کول مناسب نه دي. زيات شمېر پوهانو د دین د ماهيت د تعریفولو په اړه نظرونه څرګند کړي دي. دوی ګوري چې هغه طریقه چې په اوسني وخت کې دا مفهوم پکې کارېږي، یو داسې ځانګړی عصري جوړښت دی چې د تاریخ په اوږدو کې او له لویدیځ څخه بهر په ډېری کلتورونو کې یا ان په لویدیځ کې د ویسټفالیا تر سولې وروسته د پوهېدو او درک وړ نه و. د مک میلن د ادیانو دایرة المعارف لیکي:د دین د تعریف لپاره ډېره هڅه، ترڅو یو څه داسې متمایز یا احتمالا ځانګړی ماهیت یا د ځانګړتیاوو ټولګه پکې ومومي چې دین د انساني ژوند له نورو برخو جلا کوي، په اصل کې د لویدیځ اندېښنه یا دغدغه ده. دا هڅه د لویدیځ د فکري، روشنفکرانه او علمي تمایل یوه طبیعي پایله ده. دا د لویدیز مذهبي سبک محصول هم دی، چې د یهودي-مسیحي اقلیم په نوم یادېږي یا په لا زیاته دقیقه توګه، د یهودیت، عیسویت او اسلام د خدای پېژندنې میراث دی. په دغه دود کې د عقیدې توحیدي بڼه، ان که له کلتوري پلوه هم ټیټوالی پکې وي، د دین په اړه د لویدیځ د دوه ګونې نظریې ښودنه کوي. يعنې د توحيد یا خدای باورۍ بنسټيز جوړښت په اصل کې د يو ماوراء الطبیعه معبود او نورو ټولو څیزونو ترمنځ، د خالق او د هغه د مخلوق تر منځ، او د خدای او انسان ترمنځ یو توپير دی. ځانګړي ادیان ابراهیمي ابراهیمي ادیان هغه توحیدي دینونه دي چې باور لري له ابراهیم ع څخه راپیل شوي دي. یهودیت یهودیت تر ټولو زوړ ابراهیمي دین دی، چې ریښه یې د لرغونو اسراییلو او یهودو خلکو ته رسېږي. تورات د دغه دین بنسټیز متن دی، او د هغه لوی متن یوه برخه ده چې د تنخ یا تناخ یا عبراني بایبل په نوم پېژندل کېږي. دا دین د شفاهي سنتو په وسیله بشپړ شوی، چې په لیکلې بڼه په وروستیو متنونو یا نصوصو لکه میدراش او تلمود کې ترتیب شوي دي. په یهودیت کې د متنونو، اعمالو، دیني ځایونو او د سازماني بڼو یوه پراخه مجموعه شامله ده. په یهودیت کې بېلابېل خوځښتونه شته دي، چې ډېری یې له ربینیک یهودیت څخه سرچینه اخلي، په کوم کې چې باور دا دی چې خدای ج خپل قوانین او احکام موسی ع ته په سینا غره کې د لیکل شوي او شفاهي تورات په بڼه نازل کړي دي. په تاریخي توګه، دا ادعا د بېلابېلو ډلو له لوري ننګول شوې ده. یهود قوم یا وګړي په ۷۰ میلادي کال کې په بیت المقدس کې د معبد له ویجاړولو وروسته خواره واره شول. اوسمهال شاوخوا ۱۳ ملیونه یهودیان شته دي، چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې په اسراییلو او ۴۰ سلنه یې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي. د یهودانو ترټولو لوی مذهبي خوځښتونه اورتودوکس یهودیت حریدي یهودیت او عصري ارتودوکس یهودیت، محافظه کاره یهودیت او اصلاحپال یهودیت دي. عیسویت یا مسیحیت عیسویت د ناصري عیسی لومړۍ پېړۍ پر ژوند او لارښوونو ولاړ دی چې په نوې عهدنامه یا انجیل کې وړاندې شوي. عیسوي عقیده په اصل کې پر عیسی ع د مسیح، د خدای زوی، او د نجات ورکوونکي او څښتن په توګه باور دی. نږدې ټول عیسویان پر تثلیث باور لري، په کوم کې چې د پلار، زوی عیسی مسیح او روح القدس یووالی په یوه خدای کې د دریو کسانو په توګه درس ورکول کېږي. ډېری عیسویان کولی شي خپله عقیده له نیسین یا نیقیه عقیدې سره بیان کړي. په لومړۍ زریزه کې د بیزانس امپراتورۍ او بیا د استعمار په دوره کې د لویدیځې اروپا د دین په توګه، عیسویت په ټوله نړۍ کې د مذهبي تبلیغ له لارې تبلیغ شوی دی. دا د نړۍ ترټولو لوی دین دی، چې تر ۲۰۱۵ کال پورې یې شاوخوا ۲.۳ ملیارده پیروان لرل. د پیروانو د شمېر له مخې د عیسویت اصلي تقسیمات په لاندې ډول دي: کاتولیکه کلیسا، چې د روم د اسقف یا پاپ له خوا رهبري کېږي او له هغه سره په ګډه او پیروۍ سره یې په ټوله نړۍ کې اسقفانو یا راهبانو د ۲۴ سوی جوریس کلیساګانو ټولنه ده، چې لاتیني کلیسا او ۲۳ ختیځې کاتولیک کلیساګانې، لکه د ماروني کاتولیک کلیسا، هم پکې راځي. ختیځ عیسویت، چې په کې ختیځ ارتودوکسي ، اورینټل ارتودوکسي ، او د ختیځ کلیسا شامل دي. پروټسټانټېزم، د ۱۶مې پېړۍ پروتستانت اصلاحاتو کې له کاتولیک کلیسا څخه جلا شوې او په زرګونو مذهبي فرقو وېشل شوې. د پروټسټانټېزم په مهمو څانګو کې انګلیکانېزم، باپتیستان، کالوینیزم، لوترانیزم، او میتودیزم شامل دي، سره له دې چې دا هر یو بیا بېلابېل مذهبونه یا ډلې لري. اسلام اسلام یو توحیدي دین دی چې بنسټ یې پر قرآن کریم، چې د مقدسو کتابونو له جملې څخه دی او د مسلمانانو په باور د الله ج له خوا نازل شوی، او همدا راز د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر لارښوونو احادیثو باندې دی، چې د ۷مې پېړۍ یو ستر سیاسي او مذهبي شخصیت دی. د اسلام بنسټ د ټولو دیني او مذهبي فلسفو پر یووالي دی او له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه مخکې د یهودیت، مسیحیت او نورو ابراهیمي دینونو ټول ابراهیمي پیغمبران مني. دا دین په سوېل ختیځه اسیا، شمالي افریقا، لویدیځه اسیا، او مرکزي اسیا کې ترټولو پراخ دین دی، په داسې حال کې چې مسلمان هیوادونه د سوېلي اسیا، سب سهاران یا لوېدیځې صحرا افریقا او سوېل ختیځې اروپا په برخو کې هم شته دي. د ایران، پاکستان، موریتانیا او افغانستان په ګډون څو اسلامي جمهوریتونه هم شته دي. د مذهب تعريف د گڼ شمېر بېلابېلو ځانگړتياو له مخې، مذهب هم په بېلابېلو ډولونو تعريف شوی. په ډېريو تعريفونو کې د يو ډول بې مانا ټولگړي ځانگړتياو او د يوه کټ مټ تعريف تر مېنځ د انډول د ساتلو هڅه شوې. ځينو سرچينو بيا د يو شمېر رسمي، ليکل شوي تعريفونه رانقل کړي خو ځينې نور يې د تجربوي، احساساتي، اخلاقي ارزونې او مقصدي فکټورونو له مخې د مذهب په تعريف ټينگار کړی. په ډېريو تعريفونو کې داسې راغلي: سرچینې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%84%DA%AB%D8%B1%D9%8A%20%D9%85%D9%84%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%87
ملګري ملتونه
ملګري ملتونه َ ، د حکومتونو ترمنځ یو سازمان دی، چې موخې یې د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت، د ملتونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا، د نړیوالې همکارۍ رامنځته کول او د ملتونو د چارو همغږي کول دي. دا د نړۍ تر ټولو لوی او نامتو نړیوال سازمان دی. د ملګرو ملتونو عمومي دفتر په نیویارک ښار کې د نړیوال مالکیت په قلمرو کې دی، په جینوا، نایروبي، ویانا او هاګ کې نور اصلي دفترونه لري. ملګري ملتونه، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د راتلونکو جګړو له پېښېدو څخه د مخنیوي په موخه د ملتونو د نااغېزمنې ټولنې پرځای جوړ شو. د ۱۹۴۵ ز کال د اپریل په ۲۵ مه، ۵۰ هېوادونه په سانفرانسېسکو کې د یوې ناستې په ترڅ کې راغونډ شول او د ملګرو ملتونو لپاره د منشورد مسودې په جوړولو یې پیل وکړ، چې د ۱۹۴۵ ز کال د جون په ۲۵ مه تصویب او له مخې یې د همدغه کال د اکتوبر په ۲۴ مه د ملګرو ملتونو سازمان په کار پیل وکړ. د منشور له مخې د دغه سازمان په موخو کې د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت، د بشري حقونو ملاتړ، بشردوستانه مرستې کول، د تلپاتې پراختیا ترویج او له نړیوالو قوانینو ملاتړ شاملېږي. په پیل کې ملګرو ملتونو ۵۱ غړي هېوادونه لرل، چې په ۲۰۱۱ ز کال کې د سویلي سوډان په ورګډېدو سره د دغه سازمان د غړو هېوادونو شمېر ۱۹۳ ته ورسېد، چې د نړۍ نږدې ټولو خپلواکو هېوادونو استازولي کوي. د امریکا د متحده ایالاتو، شوروي اتحاد او نورو متحدینو ترمنځ د سړې جګړې پر مهال په لومړیو لسیزو کې د نړیوالې سولې ساتلو په موخه د دغه سازمان ماموریت له یو لړ ګواښونو سره مخامخ و، چې هغه مهال یې ماموریت د غیر وسله والو پوځي څارونکو او د ابتدایي څار په موخه په سپکو وسلو سمبال ځواکونو لېږل، راپور ورکول او د باور فضا رامنځته کول و. په ۱۹۶۰ مه ز لسیزه کې د استعمار له شیندل کېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب ترلاسه کولو په پراخه کچه زیاتوالی وموند. وروسته له هغې تر نیواک لاندې د ۱۱ ټرسټ قلمرونو په ګډون تر نیواک لاندې ۸۰ مستعمرو چې د سرپرستې د شورا له خوا څارل کېدلې ، خپلواکي ترلاسه کړه . په ۱۹۷۰ مه ز لسیزه کې د اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره د ملګرو ملتونو بودیجه د سولې ساتلو له برخې زیاته شوه. د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ،ملګرو ملتونو د ساحوي عملیاتو پر ځای د یو لړ پراخو ټولیزو دندو مسئولیت پر غاړه واخیست. ملګري ملتونه شپږ اصلي برخې ارګانونه یا ادارې لري: عمومي مجمع ، د امنیت شورا ، اقتصادي او ټولنیزه شورا ، د قیمومیت شورا ، د عدالت نړیواله محکمه او د ملګرو ملتونو سکرتریت. ملګري ملتونه یو شمېر ټولیزې ځانګړې ادارې، صندوقونه او پروژې لري، لکه: د نړیوال بانک ګروپ ، د نړیوالې روغتیا سازمان ، نړیوال خوراکي سازمان ، یونسکو او یونسېف . نا دولتي سازمانونه له او نورو ادارو سره له خبرو اترو او اجازې وروسته کولای شي، د ملګرو ملتونو په چارو کې ونډه واخلي. د ملګرو ملتونو د لوړپوړی اداري مدیر د همدغه سازمان عمومي منشي یا - دی، اوسمهال پرتګالي سیاستوال او دیپلومات انتونیو ګوتریش د دغه سازمان عمومی منشي دی، چې خپله پنځه کلنه لومړۍ کاري دوره یې د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه پیل کړه او د ۲۰۲۱ ز کال د جون په اتمه د یوې بلې کاري دورې لپاره وټاکل شو. د دغه سازمان بودیجه د غړو هېوادونو له خوا د ارزول شوو او داوطلبانه مرستو له مخې برابرېږي. ملګرو ملتونو، د دغه سازمان کارکوونکو او ادارو، د سولې د نوبل ګڼ شمېر جایزې ترلاسه کړې دي، سره له دې چې، د دغه سازمان د اغېزو په اړه نظر پوښتنې بېلابېل لیدلوري لري. یو شمېر مفسرین یې د سولې او انساني پراختیا په برخه کې مهم سازمان بولي، خو یو شمېر نور یې ناکاره، مغرضانه او فاسد بولي. جوړښت د ملګرو ملتونو سازمان، د ملګرو ملتونو د سیستم برخه ده چې د ګڼ شمېر بنسټونو او ادارو له شبکې جوړېږي. مرکزي سازمان یې پنځه مدیریتي ادارې لري، چې د دغه سازمان د منشور له مخې، عمومي اسمبلۍ، امنیت شورا، اقتصادي او ټولنیزه شورا، د نړیوال عدالت محکمه او د ملګرو ملتونو سکرتریت په کې شاملېږي. د دغه سازمان شپږمه مدیریتي اداره د قیمومیت شورا ده، چې د ۱۹۹۴ ز کال د نومبر په لومړۍ یې، وروسته له هغه چارې وځنډېدې، چې د دغې شورا ترسرپرستي لاندې د پاولو قلمرو خپله آزادي واخیسته. له دغو پنځو مدیریتي ادارو څخه څلور یې په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي دفتر کې دي، په داسې حال کې چې د عدالت نړیواله محکمه په هاګ کې ده. نورې مشهورې ادارې یې په جینوا، ویانا او نایروبي کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې دي. د ملګرو ملتونو نور اضافي بنسټونه، په ګڼ شمېر هېوادونو کې موقعیت لري. ملګري ملتونه شپږ رسمي ژبې لري، چې د دولتونو ترمنځ ناستو اوسندونو کې کارول کېږي، دغه ژبې عربي، چینايي، انګلیسي، فرانسوي، روسي او هسپانوي دي. د ملګرو ملتونو د خوندیتوب او امتیازاتو د کنوانسیون له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان او د هغو اړوند بنسټونه، د هغو هېوادونو له قوانینو چې په کې فعالیت کوي، آزاد دي او په کوربه او غړو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو له بې طرفي ساتنه کوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هېوادونو ترمنځ د سولې او امنیت د خونديتوب مسئولیت پر غاړه لري. په داسې حال کې چې د دغه سازمان نورې ادارې، یوازې غړو هېوادونو ته سلا مشورې ورکوي. امنیت شورا دا ځواک لري چې د غړو هېوادونو په هوکړه الزامي پریکړې وکړي او غړي هېوادونه د دغه سازمان د منشور د ۲۵ مې مادې پر بنسټ، باید هغه پلې کړي. د دغې شورا پریکړې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو په نوم یادېږي. امنیت شورا ۱۵ غړي هېوادونه لري، چې پنځه یې دایمي دي چین، فرانسه، روسیه، بریتانیا او د امریکا متحده ایالات لس پاتې نور غړي هېوادونه د دوه کلنې دورې لپاره د عمومي اسمبلۍ له خوا ټاکل کېږي: استونیا دوره یې په ۲۰۲۱ کې خلاصېږي، هند ۲۰۲۲ ز کال، اندونیزیا ۲۰۲۲ ز کال، نایجریا ۲۰۲۱ ز کال، مکسیکو ۲۰۲۲ ز کال، ناروې ۲۰۲۲ ز کال، سنت وېنسنت او ګرېنادینز ۲۰۲۱ ز کال، تونیسیا ۲۰۲۱ ز کال او ویتنام ۲۰۲۱ ز کال. پنځه دایمي غړي هېوادونه د ملګرو ملتونو د پریکړو د ویټو کولو حق لري، چې کولای شي له دلیل وړاندې کولو پرته د پریکړه لیکونو د تصویب مخه ونیسي. پاتې لس لنډ مهالې چوکۍ، د دوه کلنو دورو لپاره ټاکل کېږي، چې هر کال پنځه چوکیو ته په سیمه ییز بنسټ رایه ورکول کېږي. د امنیت شورا مشر، هره میاشت له غړو هېوادونو څخه د الفبا پر بنسټ ټاکل کېږي. د عدالت نړیواله محکمه د عدالت نړیواله محکمه چې د نړیوالې محکمې په نوم هم پېژندل کېږي، د ملګرو ملتونو اصلي قضایي ارګان دی، چې د ملتونو د ټولنې د عدالت د دایمي نړیوالې محکمې پر ځای د هالنډ په هاګ کې د سولې په ماڼۍ کې یې د یادې محکمې پخوانی ځای نیولی. د اصلي دنده د هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل کول دي. د جنګي جرمونو، د هېوادونو له ملي واکمنۍ، د سرغړونو، قومي جنجالونو او نورو مواردو اړوند قضیې هم څېړي. د ملګرو ملتونو نورې ادارې کولای شي، د نړیوالو قوانینو اړوند موضوعاتو په اړه سلا مشورې وغواړي. د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه د دغه سازمان د منشور پر بنسټ د د اساسنامې غړیتوب لري، هغه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو غړیتوب نه لري، هم کولای شي د دغې محکمې غړیتوب ترلاسه کړي. د د پریکړو پلي کول الزامي دي او نظریات او پریکړې یې د نړیوالو قوانینو د سرچینې په توګه کارول کېږي. دغه محکمه ۱۵ قاضیان لري، چې د عمومي اسمبلۍ له خوا، د ۹ کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. هر قاضي باید له بېلابېلو هېوادونو څخه وي. مقصد د ملگري ملتونو په لومړني شق کې ليکل شوي دي چې د ملگرو ملتونو مقصد دا دی: په شريکه نړۍ کې د امن ساتل د قومونو ترمينځه ملگرتيا او ښې اړيکي پېدا کول په نړيواله کچه د ښه اقتصاد،ثقافت او ښه انساني معاشرې پېدا کولو لپاره د هېوادونو ترمينځه ښه اړيکي ساتل په داسې ځای چې په کوم کې قومونه خپل مشترکه مقصدونه ترلاسه کولای شي د ملگري ملتونو د شق له مخې ددې تنظيم ټول غړي هېوادونه يو شان مهمتيا لري غړيتوب هر هغه امن خوښی هېواد کوم چې د ملگري ملتنونو چارټر کې ليکلی شوي شرطونه باندې برابر وي او هغه هېواد د ملگري ملتونو لخوا ورکړی شوي ذمه واريانې ترسره کولای شي هغه د ملگري ملتونو غړی جوړېدی شي. کله چې دا تنظيم جوړ شو په هغه وخت کې ددې غړي هېوادونه و بيا ورو ورو زياتېدل نن تقريبا د نړۍ هېوادونه ددې غړي دي. که يو هېواد د ملگري ملتونو د چارټر خلاف کار کوي نو هغه هېواد لري کېدای شي، د ملگري ملتونو د ټولو غړي هېوادونو لړليک دې ليکنه کې ولولئ:د ملگري ملتونو غړي هېوادونه برخې ملگري ملتونه تنظيم دې برخو کې ويشل شوی دی: جنرل اسمبلي سلامتي کونسل يا سيکيورټي کونسل اقتصادي او ټولنيز کونسل ټرسټي شپ کونسل نړيوال عدالت سيکريټيريټ جنرل اسمبلي په جنرل اسمبلۍ کې د ټولو غړو هېوادونو غړي موجود وي هر هېواد خپل استازيان د پنځ کالو لپاره ټاکل شي، هر هېواد خپل غړي پخپله ټاکي او هر هېواد صرف يو ووټ استعمالولی شي، په عامه توگه د جنرل اسمبلۍ غونده په کال کې يو ځل د سېپټمبر په مياشت کې ترسره کېږي خو که سلامتي کونسل وغواړي يا غړي هېوادونو کې زيات هېوادونه غوښتنه وکړي نو د جنرل اسمبلۍ غونډه په بل وخت هم راغوښتلی شي. کمېټيانې د جنرل اسمبلۍ کارونه ترسره کولو لپاره شپږ کمېټيانې جوړې شوي دي او په دې کمېټيناو کې هر هېواد نمايندگي وي لومړنۍ کميټي د سيکيورټي او سياسي ستونزو په اړه ده، د وسلې پټولو په اړه زمه واري هم ددې کمېټۍ کار دی دوېمه کمېټي د اقتصاد او مالياتي معاملاتو په اړه ده درېمه کميټي د ټولنيزو او کلتوري چارو لپاره ده څلورمه کميټي د داسې سيمو د چارو لپاره ده کومې چې خپلواکه نه وي پنځمه کميټي د اداري چارو او د بجټ په اړه ده شپږمه کميټي د قانون په اړه ده ددې شپږو کميټيانو څخه علاوه نورې هم کميټيانې شته او که ضرورت شي نو ملگري ملتونه نورې کميټياني هم جوړوي اختيارات او زمه واريانې د جنرل اسمنلۍ اختيارات او زمه وارياني گڼ شمېر دي لکه مثال په توگه: د سولې امن لپاره په نړيوالو اصولو غور کول او ددې لپاره وړانديزونه د نړيوال سياست پراختيا د نړيوال قانون ترقي او سمول ټولو انسانو ته بنيادي حقونه ورکول او خپلواکه ورکول د اقتصاد،کلتور،تعليم او صحت لپاره په شريکه کار کول د ملگري ملتونو په نورو برخو غور کول د هېوادونو ترمينځه يوې جگړې په وخت خپل وړانديزونه رامخې ته کول د سلامتۍ کونسل غيرمستقل غړي ټاکل د ملگرو ملتونو بجټ تيارول د ضرورت مند غړي هېوادونو لپاره چانده کول سلامتي کونسل يا سيکيورټي کونسل اقتصادي او ټولنيز کونسل ټرسټي شپ کونسل نړيوال عدالت سيکريټيريټ سرچينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D9%88%D8%B1%20%D9%87%DB%90%D9%88%D8%A7%D8%AF%D9%88%D9%86%D9%87
نور هېوادونه
دا د ابېڅو له مخې اوډل شوی د نړۍ د هېوادونو لړليک دی، چې پدې کې هغه هېوادونه چې د نړېوالو لخوا په رسمي توگه پېژندل شوي او د هغه هېوادونه چې د نړېوالو لخوا په رسمي توگه ندي پېژندل شوي، خپلواکه رياستونه، مېشتې سيمې چې په نورو هېوادونو اړه لري او په همدې توگه د ځانگړې زمکنۍ بشپړتيا سيمو نومونه راغونډ شوي. همدا لړليک د قانوني واک خاونده ټول هېوادونه په ځان کې رانغاړي، مانا دا چې پدې کې قلمرونه، د قلمرونو سيمه ايزې اوبه چې پدې کې هغه اوبه چې په حدودو کې دننه دي او هغه چې سره گډې او نښتې دي، په اقتصادي توگه ځانله منحصره زونونه، سمندريز پان، او د هوايي فضا خاوندې سيمې ټول راځي. د خپلواکو رياستونو د لړليک د کتلو لپاره د زمکنۍ بشپړتيا لرونکي هېوادونو لړليک وگورۍ. په دغه لړليک کې د نړۍ د هېوادونو نومونه په پښتو کې ليکل شوي او پدې کې دواړه، يعنې لنډ رسمي نومونه لکه. افغانستان او اوږده رسمي نومونه لکه. د افغانستان اسلامي جمهوريت شته. که چېرته په دغه لړليک کې د يو داسې هېواد يا سيمې نوم چې د هغه د رسمي نوم پر سر شخړه وي، راغلی وي، په دې مانا نه ده چې يعنې په ويکيپېډيا کې د ذکر کېدلو له امله دې رسمي وگڼلای شي. ! : - آ ا ب پ ت ټ ث ج چ څ ځ ح خ د ډ ذ ر ړ ز ژ ږ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ک گ ل م ن و ه ی نورلړليکونه - سرچينې - پای ليکونه - دا هم وگورۍ په دغه ليکنه کې د شته هېوادونو لړليک په دغه لړليک کې د شته هېوادونو نومونه دي چې ددغو نه يې: د ملگري ملتونو غړي هېوادونه دي. د ملگرو ملتونو له خوا پېژندل شوی هغه رياست دی چې د هولي سي يا له خوا اداره کېږي او د ملگرو ملتونو غړيتوب نه لري يو د ملگرو ملتونو کتونکي: د واټيکان ښار. رياستونه چې د ملگرو ملتونو لخوا نه دي پېژندل شوي او د ملگرو ملتونو د ډېريو غړو هېوادونو لخوا هم نه دي په رسميت پېژندل شوي: آ ائل آف من آروبا آيسلېنډ آذربايجان ا اریتره اوزبکستان اسپانیا استرالیا استوايي گينه اسټونيا اسرائیل ارجنټاين اردن ارمنستان اتريش افغانستان اکوادور البانيا الجزایر آلمان امريکايي ساموا انترکتيکا انتيگوا او باربوداس اندونیزیا آنگولا انگويلا اوروگویه اوکراین اېټاليا اېتوپیا ايران آيرلنډ ب بارباډوس باهاما بحرين برازي برما برمودا برونای برونډي بېلاروس بلجیم بلغاريا بلویا بلیز بنگله دېش بنین بهوټان بوټسوانا بورکینا فاسو بوزنیا او هرزگاوینیا پ پاپا نيو گوني پاراگوای پاکستان پالو پاناما پرتگال پورتوریکو پولند پیتکرن ټاپوگانی پيرو ت تاجکستان تانزانیا تانگا تایلند تایوان ترک او کیکاس ټاپوگانی ترکمنستان ترکیه ترینیداد او توباگو تنزانیه توکلو توگو تووالو ج جاپان جامایکا جبل الطارق جنوبی افریقا جنوبی کوریا جنوبی گرجستان او جنوبی ساندویچ ټاپوگانی جیبوتی جیرسی چ چاد چک چیلئ چین د امریکا کوچنی لیری پرتی ټاپوگانی د برتانیوی هندی سمندر سیمه د بوویت ټاپو د دومینیکا جمهوریت د سالمن ټاپو د عربو متحده امارات د فاریو ټاپوگانی د فالکلند ټاپوگانی د فرانسی گیانا د کرسمس ټاپو د کوک ټاپوگانی د کوکس ټاپو د کیمین ټاپوگانی د مارشل ټاپوگانی د مرکزی افریقا جمهوریت دامریکا متحده ایالات دامریکا ویرجین ټاپوگانی دآیویری ساحل دبرتانیی ویرجین ټاپوگانی دفرانسی لاندی جنوبی سیمی دماریانا شمالی ټاپوگانی دنمارک دومینیکا ر روسیه رومانیا روواندا رییونیین زائر زمبیا زیمبابوی س سان مارینو سراللیون سعودی عربستان سلوادور سلویکا سلوینیا سنت لیوشا سنگاپور سوالبورد سوتوم او پرنسیپ سودان سورینام سوریه سومالیا سویدن سویزرلند سویزرلند سیرنکا سیشل سین کیتس او نیوس سینت پاری او مایکولون سینت هیلینا سینت وینسینت او گریندانس سینیگال شرقی تیمور شمالی کوریا صربیا عراق عمان غربی ساموا غربی صحرا ف فرانسه فرانسوی پالینیز فلیپین فنلند فی جی قبرس قرغیزستان قزاقستان قطر ک کاماروس کامرون کانادا کروات کمبودیا کوستوریکو کولمبیا کویت کیپ ورد کیری باتی کینیا کیوبا گ گابن گانا گانکو گرجستان گرنادا گرنزی گرینلند گمبیا گواتمالا گوادالوپ گوام گیانا گینه بیسائو گینه ل لائوس لبریا لبنان لتوانیا لتویا لسوتو لوکزامبورگ لویه برتنیا لیبیا لیختن اشتاین م ما کائو مارتینیک ماریتانیا مالاگازی مالاوی مالت مالدیو مالی مالیزیا مانتی نگرو مراکش مصر مقدونیه مکزیکو ملداوی منگولیا موری تیوس موزمبیق مونا کو مونتسیرات میکرونیزیا مییات ن نائجیریا نارفوک ټاپو ناورو ناروې نامیبیا نيوزيلانډ نوی کالیدونیا نی یو نيپال نايجېريا نیدرلیندس آنتیلیس نيکاراگوا ه هالند هانکانگ هایتی هند هندوراس هنگری هیرد او د مکدونالد ټاپوگانی و واتیکان والیز او فوتونا واناتو ویتنام وینزیویلا یمن یو گندا یونان دا هم وگورۍ نور لړليکونه د نورو هېوادونو لړليک
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D9%88%D8%AD%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D8%AE%D9%85%D9%8A%D9%86%D9%8A
روح الله خميني
سيد روح الله مصطفوی موسوی خميني يا آيت الله خميني يا امام خميني ۲۲ سپتمبر ۱۹۰۲ مړینه: ۳ جون ۱۹۸۹ د ايران د اسلامی انقلاب لارښود او د اسلامی جمهوريت بنسټگر وو. ژوند سیّد روح الله مصطفوی موسوی خميني په ۱۹۰۲ کال کې د خمين په ښار کې نړ ۍ ته سترگې رڼې کړې. ددغه نابغه او هوښیار ماشوم دژوند لا پينځه مياشتې نه وې تېرې شوي چې دهغه مهال درژيم گوډاگيو د هغوی پلار ، ايت الله سيد مصطفی موسوي شهيد کړ اودغه ستر انسان د خپلې گرانې مور او مشر ورور علامه سيد مرتضی موسوي تر سرپرستۍ لاندې وروزل شو.د ماشومتوب پېر يې په خمين ښار کې د همدغه ښار له عالمانو او فاضلانو په لومړنېو زده کړو تېر کړ اوپه نولس کلنۍ کې د اسلامي علومود زده کړې لپاره داراک ښار ته لاړچې په هغه وخت کې يوه ستره علمي حوزه او ديني مرکز گڼل کېده.په هغه مهال داراک علمي حوزه دیوه وتلي مجتهد او لوېې استاد ايت الله العظمی شېخ عبدالکريم حايري يزدي تر سرپرستي لاندې اداره کېدله چې بيا يې د قم د مذهبي ښار د سترو عالمانو په غوښتنه په ۱۳۴۰ هجری قمری کال کې دغه ښار ته کډه وکړه او د حضرت امام رضا ع د قدرمنې خور ، حضرت بی بی معصومه س د سپېڅلي حرم تر څنگ يې د قم د سترې علمي حوزې بنسټ کېښوده. سرچينې ايراني سیاستوال شيعه مسلمانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AB%D8%B1%D9%8A%D8%A7%20%D8%B7%D8%B1%D8%B2%D9%8A
ثريا طرزي
ملکه ثريا طرزي زېږېدنه: ۲۴ د نومبر، ۱۸۹۹، مړينه: ۲۰ د اپرېل، ۱۹۶۸ د شلمې پېړۍ په پيل کې د افغانستان ملکه او د امير امان الله خان پاچا ماندينه وه. ثريا طرزي په سوريه کې زېږېدلې وه او زده کړې يې له خپل پلار سردار محمود طرزي نه ترلاسه کړي وې. نوموړې په قوم پښتنه او د محمدزيانو ټبر پورې تړاو درلوده. نوموړې د خپل د وخت يوه تر ټولو پياوړې مسلمانه افغانه ښځه وه چې د ښځو د حقونو لپاره يې هلې ځلې کړي. د کورنۍ مخينه ملکه ثريا طرزي د سردار غلام محمد طرزي لمسۍ او د نامتو افغان لارښود او د افغان ژورناليزم پلار، سردار محمود طرزي لور ده. نوموړې په دمشق کې زېږېدلې او هماغلته يې لومړنۍ زده کړې د خپل پلار نه ترلاسه کړي. د افغانستان ملکه د ښځو حقونه د ژوند وروستۍ شېبې په ۱۹۲۹ زېږيز کال کې د افغانستان پاچا امير امان الله خان د واک نه پدې موخه گوښه شو چې په هېواد کې د خپل منځي جگړې د پېښېدلو مخه ونيسي او اعلی حضرت امان الله خان د هېواد نه دباندې روم ته لاړ او ملکه ثريا هم هماغلته د خپلې کورنۍ سره په اېټاليې کې ژوند کاوه او په هغه وخت کې اېټاليا کې هم پاچاهي وه. ملکه ثريا په ۲۰ د اپرېل، ۱۹۶۸ زېږيز کال کې د اېټاليې هېواد په روم ښار کې ددې نړۍ سره د تل لپاره خدای پاماني وکړه، د هغې مړينه په ډېره درنه سترگه د اېټاليا د حکومت له خوا ولمانځل شوه او افغانستان ته د نوموړې د جسد د لېږدولو پر مهال د اېټاليا يوې پوځي ډلې د روم تر هوايي ډگره پورې د هغې مړی بدرگه کړ. بيا وروسته کله چې د هغې تابوت افغانستان ته راورسېد نه هلته يې هم په ډېر درناوۍ لمانځنې وشوې او وروسته بيا د ننگرهار ولايت په پلازمېنه جلال آباد کې په شاهي باغ کې د خپل خاوند تر څنگ چې تر دې ۸ کاله دمخه مړ شوی وه، خاورو ته وسپارلې شوه. انځوریز البوم سرچينې ملکه ثريا طرزي افغاني ملکې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%DA%A9%D9%85%D9%BE%D9%86%DB%8D%20%D9%85%D8%B4%D8%B1%D9%8A
د کمپنۍ مشري
كله چې خلك د ادارې كلمه اوري، په عام ډول د هغوى ذهن د رسمي دفترونو اداره او بڼه انځوروي خو حقيقت دا دى چې اداره د ژوند په هر يو انفرادي او ټولنيزو اړخونو كې منل شوى اهميت لري. د هر څه د مخه بايد پوه شو چې اداره څه ته وايي نو راځۍ چې د ادارې لنډه پيژندنه وكړو: اداره داسې يو پرله پسى كار دى كوم چې د نورو كارونو په برابرولو كې مرسته كوي، ترڅو په سمه توگه غوره شي او په سم ډول سرته ورسول شي. په سمه توگه غوره كول په دې مانا چې یوازې هغه كارونه كوم چې دهدف په لاس ته راوړلو كې مرسته كوي بايد غوره شي، په سم ډول سرته ورسول شي په دې مانا چې د لږو طبعي شتمنيو په لگولو سره بايد ډيري په زړه پورې پايلې ترلاسه شي. لكه مخكې مو چې وويل، اداره د ژوند په هر يو انفرادي او ټولنيز اړخونو كې خپل ځاى لري، د بيلگې په ډول د انسان وخت له هغه سره يوه طبعي شتمني ده نو په كار دۍ چې د هغه پوره ادارې ته پام وشي او د لږ وخت په لگولو سره ډير كار وشي خو څرگنده دې وي چې د ادارې ځانگړى استعمال په هغو ځايونو كې كېږي چيرته چې خلك ديو گروپ په بڼه كې كارونه سرته رسوي، دا ځكه چې د ټولو كار بايد د هدف پر لور وى او په اغيزناك ډول هدف ترلاسه شي. طبعي شتمني په دې مانا چې د هغه شته والى له انسانانو سره يوه ټاكلې اندازه لري د كوم زياتوالى چې د انسانانو له وس څخه پورته دى. اداره او كارپوهنه يو نوى شى نه بلكه د مصر تاريخي څلي اهرام جوړول په هغه وخت كې هم كارپوهنه وه، خو البته د نن په څېر رسمي بڼه ورته نه وه وركول شوې. د هر يوه تاريخي څلي په جوړيدوكې له يو لك ۱۰۰۰۰۰ څخه زياتو كاريگرو د شلو ۲۰ كلونو لپاره كار كړۍ ؤو. دا په دې مانا چې هلته يو څوك ؤو چې هر كاريگر ته د هغه كار ورپه گوته كړي، د كار لپاره پوره ډبرې برابرې كړي تر څو كاريگر بوخت وساتل شي، كاريگر د لا ښه كار كولو لپاره وهڅوي، د كاريگرو تر منځ ستونزي او شخړې ختمې كړي، د كار پايلې وگوري او داسې نور. دا مهمه نه ده چې هغوى دا كار پوه په څه نوم ياداوه خو هلته كارپوه ؤو. دا چې په هغه وخت كې كارپوهنه يو ځانگړى مسلك نه ؤو د هغه ډيرې وجهې كيداى شي لكه د خلكو نفوس ډير كم ؤو او په ډگر كې پرمختيا نه وه شوې، ساينس او ټيكنالوجي وده نه وه كړې او داسې نور. ولې نن سبا كه له يوې خوا د خلكو تعداد زيات شوى نو له بلې خوا د پوهنې، ساينس او ټيكنالوجي په ډگرونو كې هم په زړه پورې پرمختيا وي تر سترگو كيږي كوم چې د كارپوهنې د رسمي بڼې پر شته والي ته دلالت كوي، نو ځكه كارپوهنه په اوسني وخت كې يوه رسمي پوهه او د وخت له مهمو ضرورتونو څخه گڼل كېږى. د اوسنې نړى پرمختللي هيوادونه كه له يوې خوا د كاركولو نوي وسايل لري، له بلې خوا كارپوهنې ته د پام وړ ارزښت وركوي دا ځكه چې طبيعي شتمنى او د توليد مادي عوامل په نړى كې د استعمال له امله ورځ په ورځ مخ په كمېدو دي او پرمختللې نړى هڅه كوي چې هغوى كارپوهنه د يوې رسمي بڼې په لرلو سره ټولنې ته ورپېژندلې او په همدى لړى كې يې په زړه پورې ليكنې او مضبوط گامونه اوچت كړي دي. كه پام وكړو له نن څخه پنځوس ۵۰ كاله دمخه جوړه شوې راديو د اوسنى راديوگانو په پرتله ډېره غټه وه، ولې اوسنى راديوگانې ډېرې وړې او ورسره په زړه پورې كار سرته رسوي، دا په دې مانا چې كارپوهنه د ساينس او ټيكنالوجي سره اوږه په اوږه په اغېزناك ډول د منزل په لور گامونه وهي. كارپوهنه داسې يو هنر دى چې د كار كوونكو د كار كولو وړتيا كار كولو ته هڅوي او هڅه كوي چې هغوى په اغېزناك ډول د يو ټولگي مخ ته ټاكل شوي هدفونه لاس ته راوړي او ټولگي او گروپ ته پايښت او ټينگښت وروبښي، كه كارپوهنه نه وي نو د يو ټولگي طبعى شتمني به لگېږي او پايلې به لاس ته نه راځي، دا په دې مانا چې په اوږد مهاله ډگر كې به نوموړى ټولگى د شتمنى له كمښت سره مخامخ او د نورو د سيالى وړ به نه وي چې په پاى كې به د خپلې خپلواكۍ په بيه له نورو سره تړونونو ته اړوي. دا كار پوهنه وه چې جاپان ته يې په ډېړه لږه موده كې د نړى پر مخ ځلا ور وبښله او د جاپان جوړشويو توليداتو ته يې په ماركېټونو كې په زړه پورې ځاى تر لاسه كړ. د جاپان خلك د گروپ په بڼه كې د كار كولو د وړتيا په لرلو سره په خپلو كارونو كې ډېرې لږې طبعي شتمنى او د توليد عوامل كاروي ولې په زړه پورې پايلې لاس ته راوړي. د گروپ په بڼه كې كاركول ډېر زيات اهميت لري، كه د يوه ځنځير جوړښت ته پام وكړو نو ډېر په اسانه به پوه شو چې د گروپ په بڼه كې كار كول يعنې څه ؟ د گروپ په بڼه كې كار كول زمونږ كارته ښكلا، قوت، اغېزناكتوب، پايښت او ټينگښت وربښي او د سيالى په اوږد مهاله ډگر كې مو د سيالى وړ گرځوي. اميد دى چې د گروپ په بڼه كى د كار كولو د وړتيا هڅه وكړو ترڅو دا د اداري فساد له خوا يرغمل شوى افغانستان د يو نوي پرمختللي هيواد په څېر يوځل بيا له سيالانو سره سيال او ورباندې لگول شؤو داغونو څخه يې د تل لپاره پاك كړو. د کمپنی مشری هغه دنده ده چی باید ټول ترلاس لاندی کارکوونکی گمارل ، دهغو څارل ، د هغو څیړل ، د هغو کتل او لوړاوي ترفیع او لیری کول دی او دهغه په اثر د کمپنی د مقاصدو لاسته راوړل دی . د کمپنۍ د مشرۍ یا مدیریت لپاره د پام وړ ټکي : افهام او تفهیم: یو ښه ساخمتاني مدیر باید د خبرواترو ښه وړتیا ولري. تاسو شاید د بیلابیلو خلکو سره یوځای کار وکړۍ، برسیره پر دې که غواړۍ چې ښه مدیریت وکړۍ، او گاکان او تمویل کوونکي مو درڅخه خوښ وي تاسو باید د ناستو غونډو له لارې او هم په خپل ځان کې د مفاهمې د وړتیا د لوړولو لپاره پوره کار وکړئ. تر څو لدې لارې خپل اند، حل لارې او مشورې په څرگنده او واضح توگه نورو ته ولیږدولی شۍ. کله کله ستاسو شتون په یوه پروژه کې ډیر اړین وي، دلته بیا ستاسو د مفاهمې وړتیا ته تر ټولو زیات اهمیت ورکول کیږي. ښه مدیر باید ښه افهام او تفهیم وکولای شي. آسانتیا برابرونکی: د خبرو اترو د وړتیا سره جوغت د خپل لاس لاندې کارکونکو ته د یو اسانتیا برابرونکي په څیر ځان جوړول هم یو هنر دی. د روزنې ټرینینگ له لارې مدیر کولای شي پوه شي چې د مشکل سره څنگه لاس او پنجې نرمې کړي، څنگه ناستې میتینگونه رهبري کړي، څنگه یو ښه کاري ټیم و روزي، او بالاخره څنگه یو نوښتگر فکر رامنځ ته کړي. دغه پورته وړتیاوې مدیر ته دا ځواک ور بښي چې خپله پروژه ښه تنظیم، خپلې چارې له غوښتنې سره سمې پرمخ بوزي او د خپل ټاکلي هدف په لور چټک گام واخلي. تر لاس لاندې کسانو ته مشورې او حل لارې ورکړئ. مدیریت: افهام او تفهیم او مدیریت یو له بل سره تړلي دي. د ساختمان مدیر باید د پروژې لپاره یو بشپړ انځور ولري، او ددې ترڅنگ د کاري ټیم د غړو لپاره د بیلابیلو رولونو او مسؤلیتونو د تعریف او ورسپارنې وړتیا هم ولري. د لمړۍ ورځې نه باید مدیر خپل آخري هدف وپیژني، پدې پوه شي چې څنگه د شته منابعو څخه پوره گټه پورته کړي، او څنگه د خپل کاري ټیم د غړو وړتیاوې لوړې کړي ترڅو آخري پایلې له لوړ معیار او غوښتنې سره برابرې ترلاسه کړي. مدیر باید د پروژې له جزئیاتو خبر او د لاس لاندې کسانو وړتیاوې وپیژني. د هدف ټاکنه: د پیل نه، د پروژې مدیر باید د مشتري د غوښتنو په پام کې نیولو سره د خپل آخري هدف د لاسته راوړو لپاره خپل واړه اهداف او موخې تعریف، تعین او وټاکي. د پروژې مدیر باید کاري پلانونه جوړ، او وړ ستراتیژۍ په کار واچوي تر څو خپل نهایي هدف د غوښتنې سره سم ترلاسه کړي. لوی هدف په وړو اهدافو کې تعریف کړئ. جزئیات: د پروژې څخه لوی انځور اخیستل پوهیدل بسیا نه کوي، د کوچنیو برخو او کارونو د بشپړیدو او یوځای کیدو څخه پروژه د تکامل خواته ځي. نو کچیرې مو واړه کارونه ښه پلان، تطبیق او معیاري وي، ټوله پروژه به له سره برالۍ او کامیابه وي. د لوی هدف د درلودو سره سره مدیر باید د پروژې وړې برخې سره بیلې، منظمې، او پلانگذاري کړي. له نیکه مرغه چې مدیر د داسې کار کونکی ندی چې له مخې یې پروژه له سره رامنځته شي، کوم چې په خپل وار د کار د اسانتیا لامل کیدای شي. یوه لویه پروژه او څو کوچینو پروژو وویشئ او هره پروژه برخه ښه سمبال کړئ. وکالت: په ځانگړې توگه کله چې مدیر نشی کولای ټولو اموراتو ته ځان ورسوي، نو دوی خپل کار یو معتبره کاري ټیم ته پریږدي. او هغوی ددې وړتیا په ځان کې لري چې دغه ورسپارل شوې دنده په ښه صورت پرمخ بوزي. اولویت پیژندل ډیر مهم دي، مدیر باید پدې پوه شي چې کوم کار ته د شرایطو په پام کې نیولو سره اولویت ورکړي او کوم کار کیدای شي و ځنډول شي. د کار کونکو په گمارلو او د دندو په اجرا کې ډیر ځیر اوسئ. گروپي کار ټیم ورک: طبیعتاً، چې یو ټیم رهبري کړی شي، مدیر باید ډیر مهم رول ولوبوي. مدیر باید د گروپ د غړو ترمنځ د همغږۍ فضا رامنځته کړي، د کارکونکو لپاره د معلوماتو د شریکولو زمینه برابره کړي، تر څو لدې لارې ټول کارکونکې یو د بل سره اړیکي ولري او خپل مشکلات او ستونزې سره شریکې او تر بحث لاندې ونیولای شي. مدیر باید هر کارکونکی داسې وپوهوي ترڅو هغه خپل رول د پروژې د بریا په ټول انځور کې وگوري، نه داچې پریږدي هغه خپله د ځان په فکر کې شي، او خپل ځان یو بیل غړی وبولي. د خپلې پروژې د کارکونکو ترمنځ د کورنۍ د غړو په شان فضا رامنځ ته کړئ. فکري وړتیا: د پروژې مدیران باید په خپل ځان فشار راوړي چې نوښتگر اندونه ولري. مهمه نده چې دوی د پروژې د جزئیاتو د حل، یا د نوي ټوکیدونکو ستونزو سره سر او کار لري. دوی پدې پوهیږي چې یوازې د پیچلو او ستونزمنو کارونو سره د دوی سر او کار ندی، دوی باید د هغو سمونونو یا بدلونونو په برخه کې چې د پروژې د عملي کیدو په ترڅ کې رامنځته کیږي د نورو سره په گډه کار وکړي. د هر ډول شرایطو او ستونزو لپاره ښه حلال اوسئ. نرمښت یا د نورو هم اوریدل: د ساختماني چارو محیط ډیر چټک پرمخ روان او ځنې وخت د سخت فشار لاندې وي. وړ مدیر د بدلونونو، او ناخوالو لپاره پیش بین وي، او پدې پوهیږي چې غیر متوقعه او نه پیش بیني کیدونکې پیښې د پروژې د پلي کیدو پرمهال رامنځ ته کیږي، او دی باید ورته تیار وي. ده دا زده کړي چې څنگه په یو وخت څو فعالیتونه سره منظم او ښه مدیریت کړي، که څه هم چې په همدې مهال کې به دوی په یوه بله ځانکړې موضوع چې ډیره مهمه او جدی وي خپل تمرکز لري. مدیر د خپل کاري ټیم لپاره اطمنان او سکون راوړي، او د ښه مدیریت له برکته هم دوی او هم یې مشتریان د هغه څه نه چې لاسته یې راوړي ډیر خوښ وي. تر سخت فشار لاندې کاري محیط ته ځان برابر او په هم مهاله توگه د څو ستونزو د حل لپاره ځان تیار کړئ. پوهه: د پروژې مدیر پدې معنی ندی چې مدیر شو نو علم یې هم بس دی. دی باید هڅه وکړي چې ځان نور هم پیاوړی او خپله پوهه لوړه کړي. هڅه وکړي چې لوړ تحصیلات وکړي، او خپل ځان د ورځنۍ تکنالوژۍ او امکاناتو څخه خبر وساتي چې له دې امله دی او د ده کاري ډله خپلې چارې ښې او منظمې او د پلان سره سمې پای ته رسولای شي. که د مدیریت په څوکۍ ناست هم یی، خپله ورځنۍ مطالعه مه ځنډوئ. د مدیر لسگونې وړیتاوې لاندې د یو مدیر لس غوره وړتیاوې د هغوی د زیات کاریدو له مخې یو پر بل پسې برابرې شوي او غواړو دلته ېې لنډه تشریح ستاسو سره شریکه کړو. پدې هیله چې ستاسو د ورځني مدیریت په پیاوړتیا کې څه ناڅه گټور تمام شي. د گډ لیدلوري الهام ورکول: یو ښه پروژوي مدیر کله کله داسې پیژندل کیږي چې هغه د خپلې موخې لپاره یو خیالي حل او حل لاره ترسیم، او په مفصله توگه نورو ته څرگنده کړی شي. خیال، یا تخیل زیاتره وخت دا ځواک راکوي چې د یو بدلون لپاره نوی حل، د هغه حدود او پولې ترسیم او وټاکلی شو. یو ځل دا خبره عامه وه چې ویل کیدل به: مشر هغه څوک دی چې موږ له لاسه نیولي پورته کړي، موږ ته زموږ پدې ځای کې د شتون دلایل راکړي، موږ ته د بدلون په اړه روحیه او الهام راکړي. یو خیالي مشر تر لاس لاندې خلکو ته دا ځواک ورکوي چې دوی داسې احساس وکړي چې دوی پدې لار کې یوازې ندي، بلکه یوه ښه کلکه امسا مشر لري، تر څو د ضرورت په وخت کې پرې تکیه وکړي. د مشر تخیل تر لاس لاندې کسانو ته دا ځواک ورکوي چې دوی خپله تخیل پخپلو ورځنیو چارو کې تمرین او تجربه کړي. د بنّیز په ژبه: خیالي مشران خلکو ته دا فرصت ورکوي چې دوی خپله تخیل پخپل ځان کې پیاوړی کړي، او د خلکو په منځ کې دا خبره خپره کړي چې تخیل د دوی په ژوند او مسلکي دنده کې څه رول لري. ښه خبرې اترې کونکی مفاهمه کونکی: د خبرو اترو ځواک د لوړ پوړو او یا تر لاس لاندې کسانو سره زیاتره وخت د مدیریت د دوهمې مهمې اړتیا په توگه پیژندل شویدی. د پروژې مشري هر وخت د هدف، مسؤلیت، کردار، او توقعاتو په برخه کې، د ښه، واضح، شفاف او ساده افهام او تفهیم لپاره لمړیتوب اهمیت ورکوي. د یوې موضوع په راخلاصولو خلکو ته په لنډو کې تشریح کولو او مسیر ورکولو کې ډیر اهمیت پروت دی. د پروژې مشر د ټیم د غړو او لوړو پوړو ترمنځ یو ارتباط دی. یو مشر باید ددې ځواک ولري چې د خپل کاري ټیم د بریاو او لاسته راوړنو په بیانولو، او د دواړو خواو په قناعت حاصلولو برلاسی وي، او د اړیتا په صورت کې د خلکو په هڅونه تشویق هم سترگې پټې نکړي. د ښو، ساده، او څرگندو خبرواترو له مخې د پروژې مشر کولای شي د پروژې د هر غړي لپاره مرستندوی واقع شي، کوم چې نن او سبا ددې کاري ټیم د لاسته راوړنو او فعالیتونو لپاره ډیر گټور پریوزي. امانت داري: د یو مشر لپاره ډیره مهمه ده او باید په یاد ولري چې دده کار او کردار باید د لاس لاندې کسانو لپاره سرمشق وي. یو ښه مشر د ښو اخلاقو او خوی تمرین او تجربې ته ډیره اړتیا لري. د خپل ځان لپاره اخلاقي معیارونه ټاکل، او پر هغو باندې عمل کول، او همدا راز د هغه چا چې ددغو اخلاقي معیارونو سره برابر عمل کوي د هغوی هڅونه تشویق ، او هغه څوک چې دا اخلاقي معیارونه نه مراعات کوي خبر ورکول، هم د مشر د مسؤلیتونو څخه دي. پخپل زړه سره سلیقه يي روزل شوی مشرتوب د ټیم په درد نه لگي، بلکه هغه مشري چې په امانت دارۍ، او متقابل درناوي ولاړه وي د ټیم او هم د مشر لپاره ډیر گټور دی. هڅونه او تشویق: لنډ او ساده، موږ هغه مشر چې تل منفي بافي کوي، او موږ ځپي، نه غواړو!. موږ د هڅونې او بونس سره یوځای مشر ته ښه راغلاست وایو، هغه مشر چې د هو!، کولی شو په روحیه زموږ سره کار وکړي. موږ غواړو پدې باور کار وکړو چې موږ د یو ځواک راکونکي سفر یوه برخه یو، موږ غواړو دا احساس کړو چې ژوندي یو، موږ غواړو هغه خلک تعقیب کړو چې د هو!، کولی شو په روحیه زموږ د سفر مشري کوي. نه هغه څوک چې د یو کار د نه کولو یا نه کیدلو لپاره دوه سوه بیلابیل دلایل راوړي. ښه هڅونکی مشر خپلې موخې ترلاسه کولی شي، او د لاسته راوړنو په لوړتیا کې خبرې کوي. ښه مشري موږ ته د ځواک، اطمنان، او لاسته راوړنو لوړتیا را په برخه کوي. هم دلي یا تلقین کول : مشر باید د نورو کسانو ژوند او د ژوند شرایط درک کړي، لکه یو زده کونکی چې خپله تبصره د مشر په اړه لیکي: دا ډیره ښه خبره ده چې د پروژې مشر ددې فکر وکړي چې موږ د خپل کاري دفتر څخه بهر هم ژوند لرو. سیالي: موږ باید پدې باور ولرو چې، یو څوک هومره پوهیږي لکه څومره چې دی هغه په عمل کې موږ ته ښودلی شي. د پروژې د مشر په تخنیکي علمي پوهه تکیه کول ندي په کار، نو د مشرۍ سیالي د مشر په علمي پوهه کې نشو را خلاصه کولی، لکه څنگه به چې دې ټکي ته پرون ډیر ارزښت ورکول کیده. د پروژې مشر باید د هغه څه له مخې چې د نورو مشري په ښه توگه وکولی شي و گمارل شي، نه د علمي پوهې او مرتبې له مخې. د مشر په ټاکلو کې د هغه د ښه رهبرۍ مشرۍ سوابق شاځمکه کولی شي د هغه د سیالۍ د گټلو لپاره مناسب معیار وي. د مشرۍ په برخه کې تجربه د سیالۍ بل اړخ تشکیلوي. د په کار گمارلو وړتیا: باور د مشر او تر لاس لاندې کسانو ترمنځ یوه مهمه خبره ده. تاسو خپل باور او اعتماد نورو ته دخپل عمل له لارې ښکاره کوئ؛ څومره د دوی کار چک کوئ؟، څومره د دوی په وړتیا باوري یئ؟، او څومره دوی ته حق ورکوئ چې په یو کار یا تصمیم کې برخه واخلي؟. هغه کسان مشران چې په بل چا باور نلري، زیاتره وخت ناکام بلل شویدي. او د تل لپاره د وړوکي مشر مدیرک په څوکۍ پاته کیږي، او یا داچې ټول کار به پخپله ترسره کوي!. یو زده کونکي پدې اړه ډیره ښه تبصره لیکلې: یو ښه مشر لږ ټنبل ښه وي. تر فشار لاندې سړه سینه پاتې کیدل: په یوه خیالي نړۍ کې کیدای شي یوه پروژه د خپل مهال ویش، او بودیجې سره سمه، او له کومو لویو خنډونو پرته پای ته ورسیږي. مگر موږ په خیالي نړۍ کې نه اوسو، پروژه باید خنډونه ولري. یو ښه مشر به دغه خنډونه په خپلو لویو لویو گامونو سره طۍ کوي. کله چې یو مشر د یو مشکل او یا تشویش زیږونکې پیښې سره مخامخ کیږي، دی دغه مسئله د ځان لپاره په زړه پورې بولي، دی دا احساس کوي چې دوی پدې برلاسي کیدی شي، او دا د ځان لپاره یو ښه چانس گڼي. بنّیز لیکي: د هغه مواردو په اړه چې وړاندوینه ېې نشي کیدی، او همدا رنگه گډوډۍ او بدلون هغه څه دي چې مشر ددې لپاره حل پیدا کوي، د هغه انځور نورو ته کاږي، او پروژه د نورو کسانو سره گډه پر مخ کش کاږي. په یاد ولرئ چې ـــــ تر لاس لاندې کسان مو پر تندي خولې ونه ویني. د کاري ټیم جوړولو وړتیا: یو بریالی کاري ټیم جوړونکی کیدای شي هغه ځواکمن کس ته ووایو چې د خپل کاري ټیم لپاره هغه څه برابر کړي چې د ټیم گډونوال ټول د یوې گډې موخې لپاره متحد، همفکر، او او ټول د گډې موخې په لور روان کړي. ددې لپاره چې د بیلابیلو فکرونو، وړتیاو، او نا پیژانده څیرو څخه یو موټی او یو پر بل پورې تړلی کاري گروپ جوړ کړي، مشر باید ددې کار د تر سره کولو لپاره مناسبه پروسه، او ډینامیک په پام کې ونیسي. دی باید ددغه کار په برخه د مشرۍ مناسب سټایل شیوه عملي کړي، او ددې موخې لپاره ېې گام په گام عملي کړي. مشر باید د ټیم د هر غړي خوی، عادت او اخلاق ځانته له مخکې معلوم کړي وي. د مشکل حلولو وړتیا: که څه هم ډیره کله ویل کیږي چې گټور مشر هغه دی چې د مشکل حلولو مسؤلیت د نورو سره شریک کړي. موږ د مشر څخه توقع لرو چې دی مشکل په خپله حل کړي. مشران د دلته همدا اوس فرصت لپاره تازه، نوښتگر، او ښه ځواب وړاندې کوي. دوی پدې سر نه خوږوي چې نورو څه کړیدي.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%D9%88%D9%85%D9%86%D9%8A%DA%A9%D8%A7%20%D8%AC%D9%85%D9%87%D9%88%D8%B1%D9%8A%D8%AA
دومنيکا جمهوريت
دومینیکن چې رسمي نوم یې د دومینیکن جمهوریت دی د هېسپانیولا د ټاپو په ختیځ لور کې د کارایب د سیند په څنگ کې پروت هیواد دی چې پلازمېنه یې د سانتو دومنیگو ښار دی. ډومينيکن جمهوريت يو هېواد دی چې د هسپانيولا په ټاپو کې موقعيت لري، کوم چې د کرابين سيمې په لويه انټيليس مجمع الجزاير کې پروت دی. دې هېواد د دې ټاپو ختيځ پنځه-اتمې برخې نيولي دي چې له هايتي سره شريکې دي، په دې ډول هسپانيولا د ساينټ مارټين تر څنګ يو له دوه کرابيين ټاپوګانو څخه دی، کومه سيمه چې د خپلواکو هېوادونو سره شریکه ده. ډومينيکن جمهوريت په اينټيليس کې د مساحت له اړخه له کيوبا وروسته د ۴۸۶۷۱ کيلومتر مربع ۱۸۷۹۲ ميل مربع مساحت په لرلو سره دويم ستر هېواد دی، د ۱۰.۸ ميليونه د ۲۰۲۰ زکال د تخمين تر مخې وګړو په لرلو سره د نفوس له اړخه درېیم ستر هېواد دی، د دې له ډلې درې اعشاريه درې ميلیونه يې د سينټو ډومنګو په ښاري سيمو کې ژوند کوي، کوم چې مرکزي ښار دی. د دې هېواد رسمي ژبه اسپانوي ده. د په نوم اصلي اوسېدونکو په هسپانيولا کې د اروپايانو له رسېدو مخکې ژوند کاوه، دا سيمه يې په پنځو مشرتوبونو وېشلې وه. دوی يوه پرمختللې کرنيزه او ښکارزنه ټولنه جوړه کړې وه او د يو منظم تمدن د جوړولو په جريان کې وو. همدا راز په کيوبا، جميکا، پورټي ريکو او بهماس کې هم ژوند کاوه. جينويي سمندري بېړۍ کرسټوفر کولمبس په ۱۴۹۲ز کال کې د لومړي سفر پر مهال هلته ورسوله، د کيسټل لپاره يې د يو ټاپو لټون وکړ او بيا يې د دوی لپاره دا ټاپو خپل کړ. سينټو ډومنګو مېشت ځای په امريکاګانو کې لومړی خپلواک اروپايي کلی او په نوې نړۍ کې د اسپانوي نيواکي واکمنۍ لومړی ځای دی. په ۱۶۹۷ز کال کې، اسپانيې د دې ټاپو په لويديځه درېیمه برخه د فرانسې واکمني ومنله، کومه سيمه چې په ۱۸۰۴ز کال کې د هايټي خپلواک دولت شو. له درې سوه څخه زياتو کلونو اسپانوي واکمنۍ څخه وروسته ډومينيکن خلکو د ۱۸۲۱ز کال د نومبر په مياشت کې د خپلواکۍ اعلان وکړ. د خپلواکۍ د خوځښت مشر و، هغه نيت درلود چې د ډومينيکن قوم د ګران کولمبيا د هېواد سره يو ځای کړي، خو نوي ازاد شوي ډومينيکان د ۱۸۲۲ز کال د فبرورۍ په مياشت کې په زور سره له هايټي سره يوځای کړای شول. دوه ويشت کاله وروسته د ډومينيکي خپلواکۍ په جګړه کې له بريا پس په ۱۸۴۴ز کال کې خپلواکي تر لاسه شوه. په راتلونکو دوه اويا کلونو کې، په ډومينيکن جمهوريت کې تر ډېره بريده سياسي جګړې د جګړو تمويل د اروپايي سوداګرو د پورونو په مټ کېدو، د ګاونډي هايتي له خوا د بريدونو ناکامې هڅې او د لنډې مودې لپاره بېرته د اسپانوي نېواکګر حالت ته راستنېدل تجربه کړل، دا ټول پړاونه په ۱۸۶۳-۱۸۶۵ز کلونو کې د ډومينيکي ګټونکي جنګ څخه مخکې تېر شوي و، د کومې جګړې په پايله کې چې اسپانويان په بشپړ ډول وشړل شول. د دې پړاو په اوږدو کې، دوه ولسمشران ووژل شول په ۱۸۹۹ز کال او په ۱۹۱۱ز کال کې. د بهرنيو پورونو د نه تاديه کولو د ګواښونو له امله، متحده ايالاتو ډومينيکن جمهوريت ۱۹۱۶ -۱۹۲۴ز کلونه ونيو؛ له دې وروسته د تر مشرۍ لاندې شپږ ارام او خوشحاله کلونه تېر شول. له ۱۹۳۰ز کال څخه د تر مشرۍ لاندې ديکتاتوري نظام واکمني وکړه تر دې چې هغه په ۱۹۶۱ز کال کې ووژل شو. جوان بوش په ۱۹۶۲ز کال کې ولسمشر وټاکل شو، خو په ۱۹۶۳ز کال کې د يوې پوځي کودتا پر مهال له دندې لرې معزول کړای شو. د دې هېواد وروستۍ کورنۍ جګړه په ۱۹۶۵ز کال کې د متحده ايالاتو د پوځي مداخلې په پايله کې پای ته ورسېده او له دې وروسته د مطلق العنانه واکمني پيل شوه ۱۹۶۶ ۱۹۷۸ او ۱۹۸۶ ۱۹۹۶ز کلونه. له ۱۹۷۸ز راهيسې، ډومينيکن جمهوريت د استازولۍ ديموکراسۍ پر لور ولاړ چې له ۱۹۹۶ز کال راهيسې د ډېر وخت لپاره يې مشري کوي. په ۲۰۱۲ز کال کې د پخواني ولسمشر په مقابل کې د ۵۱٪ انتخابي رايو په خپلولو سره د ځای ناستی شو. د ۲۰۲۰ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. ډمينيکن جمهوريت په کرابيين او منځنۍ امریکايي سيمه کې تر ټولو ستر اقتصاد دی د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت او نړيوال بانک تر مخې او په لاتيني امریکا کې اوم ستر اقتصادي هېواد د. د وروستيو پنځه ويشتو کلونو په اوږدو کې، ډومينيکن جمهوريت په لويديځه نيمه کره کې تر ټولو چټک-مخ پر وده اقتصاد درلود د ۱۹۹۲ او ۲۰۱۸ز کلونو تر منځ موده کې يې د کورني ناخالص عايد ودې کچه ۵.۳٪ سلنه وه. په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ز کلونو کې کورنی ناخالص عايد ٪۷.۳ او ۷.۰٪ ته ورسېد چې په لويديځه نيمه کره کې په ترتيب سره تر ټولو لوړ دی. د ۲۰۱۶ز کال په لومړۍ نيمايي کې، د خپلې اقتصادي ودې چټکتيا په جاري ساتلو سره د ډومينيکن اقتصاد ۷.۴٪ ته لوړ شو. اوسنۍ وده يې د ابادۍ، وسايلو جوړولو، ګرځونديۍ او کان کيندلو په مټ پر مخ روانه ده. دا هېواد په ټوله نړۍ کې د سرو زرو د کان درېيمه ستره سيمه ده، کوم چې د پيوبلو ويچو کان په نوم پېژندل کېږي. شخصي کم لګښت يي په ۲۰۱۵ز کال په منځنۍ کچه له ۱٪ څخه ښکته، د کار پیدا کول او د مراعات ورکولو د کچې د لوړتيا پايله ده. په ډومينيکن جمهوريت کې د ناقانونه هايتي کډوالو راتګ ستره ستونزه ده چې په ډومينيکن اقتصاد فشار راوړي او د ډومينيکن او هايتيانو تر منځ تاوتريخوالي زياتېدو لامل ګرځي. ډومينيکن جمهوريت همدا راز د ۱۱۴،۰۵۰ تنو ناقانونه وينزويلايي کډوالو کوربه هم دی. په کرابين کې ډومينيکن جمهوريت هغه هېواد دی چې زيات سيلانيان ورځي. د کال په اوږدو کې د ګالف سيمې هغه دي چې ډېر توجه راجلبوي. د کرابيين تر ټولو لوړه غر څوکه چې پيکو ډوارټي نومېږي او د کرابيین تر ټولو ستر جهيل او ښکته نقطه چې د جهيل اينريکيلو په نوم ياديږي، له جغرافيايي اړخه يو منتوع هېواد ډومينيکن جمهوريت کې موقعيت لري. د دې ټاپو د تودوخې منځنۍ درجه . وي او دا هېواد يو ستر اقليم او بيالوژيکي تنوع څخه برخمن دی. دا هېواد همدا راز په امريکاګانو کې د جوړو شويو لومړۍ کليسا، کلا، خانقا او جنګي کلا ځای هم دی، کوم چې د سينټو ډومنګو په نوې جوړې شوې سيمه کې موقعيت لري، دا د نړيوال ميراث يوه سيمه ده. بيسبال د دې هېواد ملي لوبه ده. رېښه د ډومينيکن نوم له سينټ ډومينک څخه اخستل شوی دی، څوک چې د ستورپېژندونکو مشر او د ډومينيکن نظم بنسټ اېښودنکی و. ډومينيکن نظم د سينټو ډومنګو په مستعمره کې د لوړو زده کړو يو خای جوړ کړی، کوم چې اوس د په نوم پېژندل کېږي چې دا په نوې نړۍ کې لومړی پوهنتون دی. دوی خپل ځانونه د دې ټاپو د اوسېدونکو د زدهکړو او د مريتوب د ښکار سيمه ييزو اوسېدونکو د خونديتابه لپاره وقف کړی و. د خپل تاريخ په ډېره برخه کې، تر خپلواکې پورې، دا سيمه يواځې د سينټو ډومنګو په نوم پېژندل کېده کوم چې د دې هېواد د اوسنۍ پلازمېنې او سرپرست پالونکي قديس، سينټ ډومينک دی- او په انګليسي ژبه کې د شلمې پېړۍ تر لومړيو پورې په همدې نوم پېژندل کېدو. د دې هېواد اوسېدونکو ته ډومينيکنز ويل کېدل ، کوم چې د ډومينګو صفتي نوم دی، په همدې بنسټ انقلابيانو د دوی نوي خپلواک هېواد ته د ډومينيکن جمهوريت نوم ورکړ . د ډومينيکن جمهوريت په ملي سرود کې ، د اصطلاح نه ليدل کېږي. د دې ملي رسود ليکوال په پرله پسې ډول شاعرانه اصطلاح کاروي. د ټکی د ټاينو ژبې څخه اخستل شوی دی او معنا يې ده د ځمکو مور . دا په سندرو او د هېواد په نورو نومونو کې بيا بيا کارول کېږي. په انګليسي ژبه کې د دې هېواد نوم ډېر خله لنډ ليکل کېږي او هغه په دې ډول .. ..، خو په اسپانوي کې بیا دا ډېر کم وي. سرچينې د ډومنیکان جمهوریت
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%DB%90%DA%A9%D9%88%D8%A7%D8%AF%D9%88%D8%B1
اېکوادور
اکوادور واورئ --؛ هسپانوي تلفظ: واورئ؛ کویچوا: اکوایور؛ شوار: ایکواډور یا ایکواتور، په رسمي ډول د اکوادور جمهوریت هسپانوي: ، چې په لفظي ډول د استوا جمهوریت په توګه ژباړل کیږي، کویچوا: اکواډور ریپوولیکا، شوار: ایکواتور نونکا، د سویلي امریکا په شمال لوېدیځ کې یو هېواد دی چې په شمال کې د کولمبیا، په ختیځ او جنوب کې له پیرو او په لویدیځ کې له ارام سمندر سره پوله لري. اکوادور په ارام سمندر کې د ګالیپاګوس ټاپوګان هم شاملوي چې د اصلي ځمکې لویدیځ ته شاوخوا کیلومتره میله واټن کې پراته دي. پلازمېنه یې کیوټو ده. د ننني اکوادور سیمې یو وخت د یو شمېر هندي الاصله امریکایي ډلو کور ؤ چې په تدریجي بڼه د مې پیړۍ په بهیر کې د اېنکا په سترواکۍ کې شاملې شوې. دا سیمه د مې پیړۍ په اوږدو کې د هسپانیا له خوا مستعمره شوه، په ز کې د ګران کولمبیا د یوې برخې په توګه خپلواکي ترلاسه کړه، چې وروسته بیا په ز کې په خپله د خپلواک دولت په توګه راڅرګند شو. د اکوادور له توکمیز پلوه په متنوع نفوس کې د دواړو سترواکیو میراث منعکس کیږي، چې له . میلیونو وګړو څخه ډېری یې مېستې زوزدوه رګه دي، ورپسې د اروپایانو، اصلي امریکایانو او افریقایي نسلونو لوی اقلیتونه دي. هسپانوي یې رسمي ژبه ده او د زیاتره نفوس له خوا ورباندې خبرې کېږي، که څه هم د کویچوا او شوار په ګډون نورې بومي ژبې هم پیژندل شوي. د اکوادور خپلواکه دولت د منځني عاید درلودونکی نیابتي-ډېموکراتیک جمهوریت او یو مخ پر ودې هېواد دی چې په توکو، لکه پټرولیم او کرنیزو محصولاتو باندې ډیره تکیه کوي. دا هېواد د ډېموکراتیک جمهوري ریاست له خوا اداره کیږي. دا هېواد د ملګرو ملتونو سازمان، د امریکايي ایالتونو سازمان ، مرکوسور، پروسور او د ناپېیلي غورځنګ- بنسټ اېښودونکی غړی دی. په نړۍ کې د چاپېریال د ډېرې تنوع درلودونکو هېوادونو څخه یو اکوادور د لویې کچې بومي نباتاتو او حیواناتو کوربه توب کوي، چې ښه بېلګه یې د ګالیپاګوس ټاپوګان دي. د خپل ځانګړي ایکولوژیکي میراث په ویاړ، د نوی اساسي قانون په نړۍ کې لومړی هغه دی چې په قانوني توګه د پلي کېدو وړ طبیعت حقونه، یا د ایکوسیستم حقونه په رسمیت پیژني. د اقتصادي او پالیسۍ څیړنو د مرکز په وینا: د ز او زکلونو ترمنځ، بې وزلي له .٪ څخه .٪ ته راټیټه شوې او د سړي په سر کلنۍ وده یې ٪. وه په تیرو دوو لسیزو کې د . سلنې په پرتله. په ورته وخت کې، د هېواد د اقتصادي نابرابرۍ د ګیني شاخص له . څخه . ته راټیټ شوی. رېښه د هېواد نوم په هسپانوي ژبه کې د استوا معنی لري، د هسپانوي رسمي نوم، ریپبلیکا ډیل اېکوادور لغت د استوا جمهوریت څخه راوتلی، د ګران کولمبیا د پخوانیي اکوادور څانګې څخه اخیستل شوی چې په ز کې له هغو سیمو څخه تشکیل شوی چې د وېش پر بنا د کیوټو د تر واک لاندې راتلې. کیوټو، چې د صوبې او جمهوریت پلازمېنه پاتې شوې، یوازې د کیلومتره میله په واټن، له استوا سره د یوې درجې په مه برخه کې موقعیت لري. تاریخ له اېنکا نه مخکې دوره د اېنکا له راتګ نه مخکې په دې سیمه کې چې بیا وروسته اکوادرو شو، بېلابېل خلک میشت شوي وو. د لرغون پېژندنې شواهد ښیي چې په امریکا ګانو کې د پخوانیو -هندوانو لومړی مېشت کېدنه شاوخوا - کاله وړاندې د کنګل د وروستۍ دورې په پای کې نږدې تر سره شوې. لومړني خلک چې اکوادور ته رسیدلي ممکن د شمالي او مرکزي امریکا څخه د ځمکې له لارې یا یې د آرام سمندر ساحل ته د کښتۍ په واسطه سفر کړي وي. که څه هم د دوی ژبې سره تړلې نه وې، دې ډلو د کلتورونو ورته ګروپونه رامنځته کړل، چې هر یو یې په بېل چاپیریال کې میشت دي. د ساحل خلکو د کب نیولو، ښکار کولو او راټولولو کلتور ته وده ورکړه. د انډیز د هسکو سیمو خلکو د ژوند کرهنیز طرز ته وده ورکړه، او د امازون حوزې خلکو د ښکار کولو کوچیاني بڼې او راټولولو طریقې ته ودهپراختیا ورکړه. د وخت په تیریدو سره دغو ډلو یو له بل سره په اړیکه او یو له بله سره په خلط کېدو پیل وکړ تر څو د یوې سیمې کورنیز ګروپونه د ورته ژبې او کلتور سره په یوه ټولنه یا قبیله بدل شول. په اکوادور کې زیات شمېر تمدنونه رامنځته شوي، د بېلګې په توګه د والدیویا کلتور او په ساحل کې د مچالیلا کلتور، کویټس د اوسني کيوټو سره نږدې، او کناری د اوسني کوینکا سره نږدې. هر تمدن خپلو ځانګړو د معمارۍ فن، کلالۍ، او مذهبي ګټو ته وده ورکړه. د انډیز په لوړو غرونو کې، چیرې چې ژوند ډیر آرامه ؤ، د قومونو ګروپونو سره همکاري وکړه او کلي یې جوړ کړل. په دې توګه لومړي نسلونه د کرنې سرچینو او د څارویو د کورني کولو پر بنسټ جوړ شول. په پایله کې، د جنګونو او د دوی د مشرانو د ودونو د ریشتو له لارې، د نوموړو نسلونو یوې ډلې کنفدراسیونونه جوړ کړل. یوه سیمه د شیریس په نوم د کنفدراسیون لاندې یوځای شوه، کومې چې د مختلفو سیمو ترمنځ منظمه سوداګري او راکړه ورکړه تجربه کوله. د نوموړي هېواد سیاسي او نظامي ځواک د دوچییلا د وینې-کرښې - تر واکمنۍ لاندې راغی. د اېنکا دوره کله چې اېنکایان راورسیدل، دوی وموندل چې دا کنفدراسیون دومره وده کړې چې د اېنکا دوه نسلونو واکمنانو - توپا اېنکا یوپانکي او هوینا کیپیک دوی د اېنکا سترواکۍ ته جذب کړي. اصلي کنفدراسیونونه چې دوی ته یې خورا ستونزې ورکړې د پیرو، بولیویا او شمالي ارجنټاین لرې سیمو ته تبعید کړای شول. په ورته ډول، د پیرو او بولیویا څخه د اېنکا یو شمیر وفادار پیروان اکوادور ته راوړل شوي وو ترڅو د بغاوت مخه ونیسي. په دې توګه، د اکوادور د جګو ځمکو سیمه په ز کې د اېنکا سترواکۍ برخه شوه چې هماغه ژبه یې خپره کړه. په مقابل کې، کله چې اېنکایانو د اکوادور په ساحلي او ختیځ امازون ځنګلونو کې یرغل وکړ، دوی چاپیریال او ځایی خلک دواړه په لوړه کچه خپل دښمنان وموندل. برسېره پر دې، کله چې اېنکا هڅه وکړه چې د دوی تابع کړي، نو دا اصلي خلکو د ننه خوا ته شا تګ وکړ او د غلچکیو تاکتیکونو لاره یې غوره کړه. د پایلې په توګه، د امازون څنډې او د اکوادور آرام سمندر ساحل ته د اېنکا پراختیا له خنډ سره مخ شوه. د امازون ځنګل او د اکوادور ساحلي خلک تر هغه چې هسپانوي سرتیري او مبلغین ځواک ته ورسیدل یو څه خپلواکه پاتې شول. امازونیان او د ساحلي اکوادور کیاپاس وګړي یوازینۍ ډلې وې چې د اېنکا او هسپانوي تسلط سره یې مقاومت وکړ، دوی خپله ژبه او کلتور تر مې پیړۍ پورې په ښه بڼه وساتل. د اسپانیا د راتګ نه مخکې ، د اېنکا سترواکي په کورنۍ جګړه کې ښکیل وه. د اروپایی ناروغۍ له امله چې په اکوادور کې خپره شوې وه، د ولیعهد نینان کوچي او سترواک هوینا کیپاک دواړو ناڅاپي مړینې، د دوه ډلو ترمنځ د واک خلا رامنځته کړه. د اتاهولپا په مشرۍ شمالي ډلې ادعا وکړه چې هوینا کیپیک له خپلې مړینې نه مخکې د سترواکۍ د ویشلو په اړه لفظي فرمان ورکړی ؤ. هغه د اوسني اکوادور او شمالي پیرو اړوندې سیمې خپل د علاقې وړ زوی اتاهولپا ته ورکړې وې، چې د له کیوټو څخه پرې واکمني وکړي؛ او پاتې نور یې هواسکر ته ورکړې وې، چې له کوزکو څخه ورباندې حکومت کوي. هغه غوښتل چې زړه یې د هغه په زړه پورې ښار کیوټو کې ښخ شي او پاتې بدن یې په کوزکو کې د هغه له پلرونو سره ښخ شي. جغرافیه کلتور اقتصاد تاریخ سرچينې اېکوادور
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B5%D8%B1
مصر
مصر چې رسمي نوم يې د مصر عربي جمهوريت دی، په څو لويو وچو کې پروت هېواد دی چې د افريقا شمال ختیځ کونج او د اسيا سويل لوېديځ کونج ته د سينا ټاپووزمې نه جوړ شوي يوه ځمکني پول په مټ غځېدلی دی. مصر د مديترانې په حوزه کې پروت دی، شمال ختيځ ته د غزې له تړانګې فلسطين او اسرائيلو سره ګډه پوله لري، ختيځ ته يې د عقبة خليج او سور سمندر، سويل ته يې سوډان او لوېديځ ته يې ليبيا پراته دي. د عقبة خليج بلې غاړې ته اردن، د سور سمندر بلې غاړې ته سعودي عربستان او د مديترانې بلې غاړې ته يې يونان، ترکيه او قبرص پراته دي، خو دا يو هم له مصر سره ځمکنۍ پوله نه لري. د بل هر هېواد په پرتله مصر تر ټولو اوږد تاريخ لري، د نيل د ډلټا په اوږدو کې د دې هېواد ميراث له زېږد مخکې شپږمې او څلورمې زرېزې ته رسېږي. لرغونی مصر چې د لرغوني تمدن زانګو بلل کېږي، د ليکلو، کرنې، ښارمېشتېدنې، منظم دين او مرکزي حکومتولۍ د ودې د لومړيو پرمختګونو شاهد و. د الجيزة د مقبرې، ابو الهول، د ممفيس ويرانۍ، طيبه، کرنک او د پاچايانو درې په څېر مشهور يادګارونه د دې ميراث څرګندونه کوي، په ورته وخت کې د علمي او ولسي مهمې توجه مرکز ګرځېدلی. د مصر اوږد او شتمن کلتوري ميراث د دې هېواد د ملي هويت نه جلا کېدونکې برخه ده، کوم چې په دوو لويو وچو کې د دې هېواد د موقعيت څرګندونه کوي، چې هغه په يو وخت کې مديترانه، منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د دې هېواد شتون دی. مصر د مسيحيت لومړی او مهم مرکز و، خو په اوومه پېړۍ کې په پراخه کچه اسلامي کړای شو، سره له دې چې د پام وړ مسيحي لږه کي هم لري، بيا هم تر ډېره بريده مسلمان پاتې شوی دی. د معاصر مصر لرغونتيا ۱۹۲۲ز کال ته رسېږي، دا هغه مهال دی، کله چې مصر له بریتانوي سترواکۍ نه د يو پاچايي نظام په توګه خپلواکي تر لاسه کړه. د ۱۹۵۲ز کال له اوښتون وروسته، مصر جمهوريت اعلان کړ او دا جمهوريت په ۱۹۶۱ز کال کې ړنګ شو. د شلمې پېړۍ د دويمې نيمايي په اوږدو کې، مصر له ټولنيزو او مذهبي شخړو او سياسي ټيکاو نه شتون نه تېر شو، په ۱۹۴۸، ۱۹۵۶، ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ز کلونو کې يې له اسرائیلو سره څو وسله والې نښتې وکړې، دې دواړو هېوادونو تر ۱۹۶۷ز کال پورې په نوبتي ډول د غزې تړانګه نيولې وه. په ۱۹۷۸ز کال کې مصر د کامپ ډيويډ تړون لاسليک کړ، په رسمي ډول د غزې له تړانګې په شا شو او اسرائيل يې په رسميت وپېژندل. دا هېواد اوس هم د ۲۰۱۱ز کال د اوښتون او د هغې د اغېزو په ګډون د سياسي ناکرارۍ، تروريزم او اقتصادي ودې نه شتون له امله، له ستونزو سره مخامخ دی. د مصر د اوسني نيمه صدراتي جمهوريتي حکومت مشري عبدالفتاح السيسي کوي، ډېری څارونکي دې حکومت ته يو مستبد يا د يو استبدادي حکومت د مشرتابه په سترګه ګوري، کوم حکومت چې په هېواد کې د بشري حقوقو په وړاندې پخوانيو ستونزو پيدا کولو د دوام مسئول دی. اسلام د مصر رسمي دين او عربي يې رسمي ژبه ده. له سل ميليونه نه د زياتو وګړو په لرلو سره مصر په شمالي افريقا، منځني ختيځ او عربي نړۍ کې تر ټولو زيات نفوس لرونکی هېواد دی، په افريقايي هېوادونو کې درېيم زيات نفوس لري له نايجيريا او ايتوپيا وروسته او په نړۍ کې څوارلسم هغه هېواد دی چې زیات نفوس لري. ډېری اوسېدونکي يې د نيل سيند پر څنډو ژوند کوي، دا سيمه ۴۰۰۰۰ کيلو متره ۱۵۰۰۰ ميل مربع مساحت لري او دا هغه سيمه ده چې د کرنې لپاره ځمکه په کې موندل کېږي. د سهارا دښتې پراخه سيمو کې ډېر کم خلک ژوند کوي، کومه چې د مصر ډېره ځمکه پوښي. د مصر نژدې نيمايي اوسېدونکي په ښاري سيمو کې ژوند کوي، له دوی نه ډېری يې د قاهرې، سکندريې او د نيل ډيلټا په نورو ګڼ مېشتو ښارونو کې خپاره شوي دي. مصر په شمالي افريقا، منځني ختيځ او اسلامي نړۍ کې يو سيمه یيز ځواک بلل کېږي، خو په ټوله نړۍ کې د منځني ځواک په سترګه ورته کتل کېږي. مصر د متنوع اقتصاد لرونکی دی، له اقصادي اړخه په افريقا کې دويم ستر ځواک، په نړيواله کچه د کورني ناخالص توليد له پلوه دري دېرشم او د له نظره د نړۍ شلم ستر اقتصاد لري. مصر د ملګرو ملتونو، بې پری خوځښت، عرب اتحاديې، افريقايي اتحاديې، اسلامي همکاريو سازمان او ځوانانو د نړيوالې ټولنې له بنسټ اېښودونکو غړو نه دی. نومونه انګليسي نوم له لرغوني يوناني نوم نه اخستل شوی، له يوناني نه د منځنۍ فرانسوي ژبې د او لاتيني ژبې د ټکي په مټ يې انګليسي ته لار موندلې ده. د لومړيو يوناني لیکونو په ډبرليکونو کې يې د ---- په توګه يادونه شوې ده. د صفت په توګه چې - په ډول تلفظ کېدو قبطي ژبې د په توګه پور کړ او له دې ځايه بيا د قبطي په شکل عربۍ ژبې ته ورسېد، وروسته په قبط بدل شو، چې همدا په انګليسي کې د په شکل يادېږي. يوناني بڼې يې له وروستيو مصري تل العمارنة هيکوپتاح يا ممفيس نه پور شوې وې، هغه د زوړ مصري نوم -- بدله کړای شوې بڼه ده چې معنا يې ده د پتاح د کا روح کور، کوم چې په ممفيس کې د بتاح رب النوع د معبد نوم و. د مصر ټکی په عربۍ کې د ميم په زیرسره لوستل کېږي لرغونی عربي قرأني او د مصر نوی نوم دی، په داسې حال کې چې مصر په مصري عربي لهجه کې د ميم په زور لوستل کېږي په سيمه یيزه عربي ژبه تلفظ کېږي. دا په اصل کې سامي نوم دی، په سامي ژبه کې له نورو وییونو سره نېغ په نېغه يو شان دی، لکه: په عبري ژبه کې د لغت. د مصر لپاره د دې نوم د کارولو تر ټولو لرغونی دليل د اکادي دی چې په -- دې بڼه ويل کېده او د اړوند دی، چې معنا يې ده پوله يا سرحد. د دې هېواد لرغونی نوم . و، چې معنا يې ده توره ځمکه، شونې ده چې اشاره يې د نيل د سيلاب ميدانونو حاصلخېزه تورې ځمکې ته وي، دا د سرې سارا له يا سرې ځمکې نه جلا ده. په عام ډول د دې نوم اواز د په توګه کېده، خو شونې ده چې په لرغوني مصري ژبه کې د په توګه تلفظ کېده. د قبطي پړاو پر مهال په مصري ژبه کې دا نوم د او په توګه پېژندل کېده او په لومړۍ يوناني ژبه کې د په توګه راڅرګند شوی دی. د سيند څنډې ځمکه په معنا يو بل نوم هم ورته کارېده. د پورته او ښکته مصر نومونه په پرله پسې ډول - د لوخو ځمکه او - شمالي ځمکه هم وو. تاريخچه له تاريخ مخکې او لرغونی مصر د نيل د چوترو په اوږدو او د سارا په څنډو کې پر ډبرو د کېندلو شواهد شته. له زېږد مخکې په لسمه زريزه کې د راټولو شوو ښکاريانو او کب نیونکو کلتور د دانو د ميچن کوونکو پر کلتور اوښتی و. له زېږد مخکې ۸۰۰۰ کې د اقليم بدلون يا د څارويو د زیاتو څرولو له امله د مصر لوړې سيمې په وچېدو شوې او په دې توګه سارا رامنځ ته شوه. لومړيو قبيلوي خلکو د نيل سيند ته کوچ وکړ، چېرې چې دوی يو پرمختللی کرنيز اقتصاد او زياته متمرکزه ټولنه جوړه کړه. له زېږد مخکې د ۶۰۰۰ په شا او خوا کې، نوي ډبرين کلتور د نيل په دره کې رېښې وکړې. د نوي ډبرين پير پر مهال په ښکته او پورته مصر کې له حکومتونو مخکې په جلا جلا ډول ګڼو کلتورونو وده وکړه. بدارية کلتور او بيا د هغې ځای ناستی نقادة لړۍ په عمومي توګه د مصري حکومتونو پیلامه بلل کېږي. په ښکته مصر کې تر ټولو لرغونی پېژندل شوی ځای مريمدا دی چې تاريخ يې له بدارية نه شا اوخوا اووه سوه کاله پخوا ته ورګرځي. د ښکته مصر اوسنۍ ټولنې د خپلو سويلي سيالانو تر څنګ له دوه زره کلونو نه د زيات وخت لپاره يو ځای ژوند کړی، که څه هم له کلتوري اړخه سره جلا وې، خو بيا بيا سوداګرۍ له لارې يې خپلې اړيکې ساتلې وې. د مصري هيروغليف ليک د لومړيو پېژندل شوو ډبرلیکونو شواهد له حکومت جوړېدو مخکې پړاو په اوږدو کې د درېيم نقده په خاورينو لوښو راڅرګند شول، چې تاریخ يې له زېږد مخکې شا او خوا ۳۲۰۰ کال ته رسېږي. له زېږد مخکې ۳۱۵۰ کې منس پاچا د يوې متحدې پاچايۍ بنسټ کېښود، همدې سلسلې د راتلونکو درې زره کلونو لپاره پر مصر د بېلا بېلو سلسلو حکومت ته لاره اواره کړه. په دې اوږد پړاو کې د مصر کلتور وغوړېد او په دين، هنر، ژبه، ادب او خپلو دودونو کې ځانګړي مصريان پاتې شول. د متحد مصر لومړيو دوو واکمنو سلسلو له زېږد مخکې ۲۷۰۰-۲۲۰۰ کلونو په اوږدو کې د زړې پاچايۍ د پړاو لپاره زمينه برابره کړه، کومو چې ډېر اهرامونه جوړ کړل، مهم يې د درېیمې کورنۍ د زوسر اهرام او د څلورمې کورنۍ جيزه اهرامونه دي. تاریخ مصر د عربي ټکی يا ويی دی. د مصر پخوانی او آر نوم کوُمَت : دی. ایداري وېش جغرافیه دې هېواد د زمکې۱،۰۰۱،۴۵۰ کیلومتر مربع سیمه نیولې، د غزې په پټۍ کې له فلسطين سره په سویل کې، سوډان، ليبيا او شمال او ختیځ لورو ته د مدیترانې او سور بحر سره بریدونه لري. د مصر هېواد د نړۍ له پینځلسو نامتو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.د ۷۷ ملیونو ډېرې برخه یې نیل سیند پر غاړه، چېرې چې کرنیزه او حاصل خیز زږمکې شتون لري، ژوند کوي. د ځمکې ډېرې برخه یې د سحرا دښتو نیولي دی، چې دا دښته بېخی د اوسېدو وړ نه ده. مهم ښارونه د ګڼ مېشتو ښارونو څخه یې د قاهره او اسکندریه ښارونه یادولې شو. احرامونه د مصر هېواد د هغو اهرامونو له وجې په نړیواله کچه پېژندل کېږي، کوم چې د فرعوني واکمنو لخوا د خپلو مړو د ښخولو لپاره جوړکړل شوي دي. دا اهرامونه د نړۍ په حیرانوونکو ودانیو او څلو کې شمېرل کېږي. د غزې اهرام، د کرنک عبادتځای، او د بادشاهانو دره، او د هغو کیندنو او انځوریځو دیوالونو په واسطه په نړیواله کچه پېژندل کېږي. سیاست نن سباد مصر هېواد د سیاسي او کولتوري اړخ څخه د هرچا د پام وړ دی، او د منځني ختیځ هېوادونو په سیاسي او پوځي ادلون بدلون کې ښه کارنده ونډه لري. سرچینې د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه دوه لویو وچو هېوادونه مصر منځني ختیځ هېوادونه نږدې ختیځ هېوادونه د آفریقاهیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%DB%90%D8%B1%D9%8A%D8%AA%D8%B1%D9%8A%D8%A7
اېريتريا
اریتره اریتریه د سور سمندر پر غاړه د افریقا په شمال ختیځ کې پروت هیواد دی چې دغه هیواد په کال ۱۹۹۳ کې له اېتوپیا څخه په بیلیدو سره خپلواک شو. او پلازمېنه یی اسمره دی. ایداري وېش اریتریا هیواد په خپل ایداري وېش کې په ۶ ولایتونو ویشل شوې ده. د اریتریا مرکزی سیمه انسبا سیمه ګاش-بارکا سویلي سیمه شمالي سور سمندر سیمه سویلي سور سمندر سیمه تاریخ جغرافیه اریتریا هیواد په وچه کې له سوډان ایتوپیا او جیبوتی هیوادونو سره ګاونډې ده. همدارنګه د سور سمندر له لارې له سعودی عربستان او یمن سره ګډه پوله لري. اقتصاد کلتور د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه اریتره
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%DB%90%D8%B3%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%8A%D8%A7
اېستونيا
دایستونیا جمهوریت، يا استونیا ایستونیايي: يا په سهېلي اروپا کې پروت يو هېواد دی. چې د ۲۰۰۴ زېږيز کال نه راپدېخوا د اروپايي ټولنی غړيتوب لري. دا هېواد په سهېل کې د فینلنډ نه د نرې فینلنډي خليج په مرسته بېل شوی دی او د لويديځ له خوا د بالتیک دا هېواد د سويډن نه بېلوي. ددغه هېواد سمندر غاړي ۳۷۹۴ کيلومتره اوږدوالی لرې. همداشان دا هېواد په ختيځ کې د روسیه سره ۲۲۹ کیلومتره ګډه پوله لري او په سوېل کې د لاتویا سره ۳۳۹ کيلومتره ګډه پوله لري. د استونیا پلازمینه د تالین ښار دی. وګړي د دویمې نړیوالې جکړې نه مخکی د استونیا ۸۸ سلنه وګړي استونیایان وو اما د پخوانی شوروی اتحاد د پلانوړو پراساس چې له هغې مخې به یې روسان په استونیا کې میشتول اوسمهال د استونیایانو فیصدې ۶۱ سلنو ته راټیټه شوې ده. جغرافیه استونیا د بالکان په شمال کې ترټولو کوچینی عیواد. یاد هیواد ۲۲۷۴۵ مساحت لري. اداری ویش پلازمینه تالین ایدا مرکز یووی پارنو مرکز پارنو پارنو پولوا مرکز پولوا پولوا تارتو مرکز تارتو تارتو رپلا مرکز رپلا رپلا ساره مرکز کورساره لنه مرکز راکوره لنه ولایت مرکز هاپسالو هاریو مرکز تالین هیو مرکز کاردلا والګا مرکز والګا والګا وورو مرکز وورو ږورو ویلیاندی مرکز ویلیاندی ویلیاندی یاروا مرکز پایده یوګوا مرکز یوګوا سیاسی جوړښت کلتور د استونیا هیواد رسمي ژبه استونیایي ده. اقتصاد دین تاريخ د ساینسي تيورۍ له اساسه داسې ښايي چې په اسټونيا کې د انسان درک اله مالوم شو کله چې کاله کلونه وروسته په سیمه کې واورې اوبه شوې. اېسټونيا جمهوريت د اروپایي اتحادیه غړي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%DB%8C%D8%AA%D9%88%D9%BE%DB%8C%D8%A7
ایتوپیا
اېتوپیا چې رسمي نوم یې د ایتوپیا فدرالي دموکراتیک جمهوریت په انګلیسي دی افریقا،د افریقا ښکر کې په وچې پورې تړلی یو هیواد دی. پلازمینه یې آدیس آبابا او مساحت یې ۳۰۰۱۰۴۱ کیلومتره دی. ایتوپیا ۶۳۵۱۳۵۱۱۰ میلیونه وګړي لری او د پیسو واد یې د ایتوپیا بیر ده. ایداري وېش تاریخ جغرافیه کلتور اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه اېتوپیا په وچې پورې تړلي هیوادونه د اېتوپيا ژبې د ایتوپیا ژبې د ۲۰۰۷ د سرشمېرنې له مخې اورومو . اماریک . سومالی . تیگرینیا . سیدامو . ولایتا . ګورج . افار . هادیه . ګمو . نور . د ایتھنولوګ په وینا، په ایتوپیا کې انفرادي ژبې ویل کیږي. په هېواد کې ډېری وګړي د کوشیټیک یا سیمیټیک څانګو افریقایي ژبو خبرې کوي. په پخوانیو کې د اورومو ژبه شامله ده، چې د اورومو لخوا ویل کیږي، او سومالیا چې د سومالیانو لخوا ویل کیږي؛ په وروستي کې اماریک شامل دي، چې د امهارا لخوا ویل کیږي، او د تیګرینیا، چې د دګریانو لخوا ویل کیږي. په ګډه، دا څلور ډلې د ایتوپیا د نفوس درې پر څلورمه برخه جوړوي. نورې افریقایي ژبې چې د پام وړ شمیر ویونکي لري د کوشیټیک سیډامو، افار، هادیه او اګاو ژبې او همدارنګه د سامیتیک ګوراج ژبې، هراري، سلت، او ارګوبا ژبې شاملې دي. عربي چې د افرواسیاټیک کورنۍ پورې اړه لري، په ځینو سیمو کې هم ویل کیږي. برسیره پردې، د اوموټیک ژبې د اوموټیک توکمیزو لږکیو ډلو لخوا ویل کیږي چې په سویلي سیمو کې اوسیږي. په دغو محاوراتو کې آری، بنچ، ډیم، ډیزین، گامو-ګوفا-داورو، مال، همر، او والیتا شامل دي. د نیلو-سهاران کورنۍ ژبې هم د توکمیزو لږکیو لخوا ویل کیږي چې د هیواد په سویل لویدیز برخو کې متمرکز دي. په دې ژبو کې نور، انوک، نیانګاتوم، ماجنګ، سوري، میین او مرسي شامل دي. انګلیسي هغه بهرنۍ ژبه ده چې په پراخه کچه ویل کیږي، په ثانوي ښوونځیو او ټولو دریمو زده کړو کې د لارښوونې وسیله؛ فدرالي قوانین هم په برتانوي انګلیسي ژبه د فدرالي نیګاریت ګزیټا په شمول د اساسي قانون کې خپاره شوي دي. اماریک د لومړنیو ښوونځیو د لارښوونو ژبه وه، خو په ډیرو سیمو کې د سیمه ایزو ژبو لکه اورومیفا، سومالیا یا تیگرینیا لخوا بدله شوې ده. په داسې حال کې چې ټولې ژبې د ایتوپیا د په اساسي قانون کې د مساوي دولت پیژندنې څخه خوند اخلي او اورومو د اصلي ویونکو لخوا ترټولو نفوس لرونکې ژبه ده، اماریک د ټولو ویونکو د شمیر له مخې ترټولو نفوس لرونکی دی. د ایتوپیا مختلفې سیمې او چارټر شوي ښارونه د خپلو کاري ژبو ټاکلو لپاره وړیا دي. امهاري د امهارا سیمې، بینیشنګول-ګومز، سویلي هیوادونو، ملیتونو، او خلکو سیمه، ګمبیلا سیمه، ادیس ابابا او ډار داوا کې د رسمي کاري ژبې په توګه پیژني. د اورومو ژبه د رسمي کاري ژبې په توګه کار کوي او په اورومیا، کې د هرار او ډار داوا او د امارا سیمه کې د اورومیا زون کې د زده کړې لومړنۍ ژبه ده. صومالیه د سومالیا د سیمې رسمي کاري ژبه ده او ډییر داوا، په داسې حال کې چې افار، هاراري، او تیگرینیا په خپلو سیمو کې د رسمي کاري ژبو په توګه پیژندل شوي. په دې وروستیو کې د ایتوپیا حکومت اعلان وکړ چې افار، اماریک، اورومو، صومالیه او تیگرینیا د ایتوپیا د رسمي فدرالي کاري ژبو په توګه منل شوي دي. ایټالوی لا هم د خلکو د ځینو برخو لخوا ویل کیږي، ډیری یې د زاړه نسل په منځ کې، او په ځینو ښوونځیو کې تدریس کیږي په ځانګړې توګه د اسټیټوټو سټالی ایټالیانو اومنیکمپرینسیو دی اډیس ابیبا. امهاریک او تیګرینیا دواړو د ایټالوي ژبې ځینې کلمې په پور اخیستي دي.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%85%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7%20%D9%85%D8%AA%D8%AD%D8%AF%D9%87%20%D8%A7%D9%8A%D8%A7%D9%84%D8%A7%D8%AA
امریکا متحده ايالات
د امریکا متحده آیالاتونه .. يا په عمومي توګه د متحده ايالاتو يا امريکا په نوم پېژندل کېږي، يو هېواد دی چې په شمالي امريکا کې پروت دی. له پنځوسو ايالتونو، يوې فدرالي سيمې، پنځو لويو غیر ثبت شوو سيمو، ۳۲۶هغو سيمو چې د اصلي اوسېدونکو له خوا ادره کېږي او له ځينو نورو کوچنيو سيمو څخه جوړ دی. مساحت يې درې اعشاريه اته ميلیونه مربع ميله دی نهه اعشاريه اته ميليونه مربع کيلومتر، د مساحت له مخې د نړۍ درېيم يا څلورم ستر هېواد دی. متحده ايالات په شمال کې له کاناډا سره پراخ سرحد لري، په سويل کې له مکسيکو سره او له باهاما، کيوبا او روسيې سره محدوده سمندري پوله لري. له ۳۳۱ ميليونه څخه د زيان نفوس له لرلو سره، د نفوسو له اړخه په نړۍ کې درېيم ستر هېواد دی. پلازمېنه يې واشنګټن ډی.سي دی او تر ټولو ګڼ مېشته ښار يې نيويارک دی. سور پوستو هنديانو نږدې ۱۲۰۰ کاله مخکې له سايبيريا څخه د شمالي امريکا اصلي سيمو ته کوچ وکړاو په شپاړسمه پېړۍ کې د اروپايانو له خوا د امريکا نېواک پيل شو. متحده ايالات په ختيځه څنډه کې له ديارلسو بریتانوي مستعمرو څخه جوړ شول. له لويې بریتانيې سره د مالياتو او سياسي استازولۍ پر سر اختلافات، د امريکايي انقلابي جګړې لامل وګرځېد ۱۷۷۵-۱۷۸۳ ز کوم چې د هېواد خپلواکي رامنځ ته کړه. د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې، متحده ايالاتو په شمالي امريکا کې پراختيا پيل کړه، کرار کرار يې نوې ځمکې ونيولې، د نوو ځمکو نيول، کله د جګړې له لارې و، ډېر ځله د اصلي امريکايانو د بې ځايه کولو او نوو ايالتونو د منلو له لارې؛ په ۱۸۴۸ز کال کې، متحده ايالاتو ټوله لويه وچه ونيوله. د نولسمې پېړۍ تر دويمې نيمايي پورې په متحده ايالاتو کې مریيتوب قانونی و، تر هغه وخته چې امريکايي کورنۍ جګړې مریيتوب ختم کړ. هسپانوي-امريکايي جګړې او لومړۍ نړيوالې جګړې، متحده ايالات د يوه نړيوال ځواک په توګه راپورته کړ او همدا حيثيت يې په دويمه نړيواله جګړه کې ثابت شو. د سړې جګړې په اوږدو کې، متحده ايالاتو د کوريا او ويتنام په جګړو کې برخه واخېسته، خو له شوروي اتحاد سره يې له نېغ په نېغه جګړې څخه ډډه وکړه. دواړو نړيوالو زبرځواکونو په فضايي سيالۍ کې هم سيالي وکړه او هغه مهال دا سيالي خپل اوج ته ورسېده چې، لومړی انسان د سپوږمۍ پر مخ ښکته شو. په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي اتحاد په شیندل کېدوتجزیې سره سړه جګړه پای ته ورسېده او متحده ايالات د نړۍ د يوازيني زبرځواک په توګه پاتې شو. متحده ايالتونه، يو فدرالي جمهوريت او استازی ديموکراتيک دولت دی چې حکومت يې درې بېلا بېلې څانګې لري، د دوو مجلسونو لرونکې مقننه قوه د دې درې څانګو يوه برخه ده. متحده ايالات د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق، د امريکايي ايالتونو سازمان، ناټو او نورو نړيوالو سازمانونو بنسټګر غړی دی. متحده ايالات د ملګرو ملتونو د امنيت شوری دايمي غړی دی. په داسې حال کې چې د دې هېواد نفوس، د کلتورونو او قومونو يوه ګډوله ده دا نفوس د پېړيو کډوالۍ څخه رامنځ ته شوی دی. متحده ايالات د اقتصادي آزادۍ، د ژوند څرنګوالي، زده کړې او بشري حقوقو په برخه کې د نړيوالو معيارونو په لوړه درجه کې ځای لري. د فساد کچه په کې ډېره کمه لیدل شوې ده. په هر حال، په دې هېواد کې د توکم، شتمنۍ او عايد، د اعدام سزاوې، د بنديانو د کچې د زياتوالي او نړيوالې روغتيايي پاملرنې د کمښت له اړخه نيوکې شوې دي. متحده ايالات يو زيات پرمختللی هېواد دی، دا هېواد د ټولې نړۍ د ناخالص کورني توليد يو پر څلورمه برخه جوړوي او د اسعارو د تبادلې بیونرخونو پر بنسټ د ناخالص کورني توليد له نظره، د نړۍ يو ستر اقتصاد دی. د ارزښت له پلوه، متحده ايالات د نړۍ تر ټولو ستر د توکو واردوونکی او دویم ستر صادرونکی هېواد دی. که څه هم، د دې هېواد ټول نفوس د نړۍ څلوراعشاريه دوه سلنه نفوس جوړوي، دا هېواد د نړۍ د ټولې شتمنۍ نهه وېشت اعشاريه څلور سلنه شتمني په واک کې لري، دا تر ټولو زيات سهم دی چې يو هېواد يې په اختيار کې لري. متحده ايالات د نړۍ د نظامي لګښتونو يو په درېيمه برخه جوړوي، د نړۍ په کچه پياوړی پوځي ځواک او په نړيواله کچه يو مخکښ سياسي، کلتوري او علمي ځواک دی. رېښه د امريکا ټکی، په لومړي ځل په ۱۵۰۷ز کال کې کارول شوی و، کله چې دا نوم د نړۍ په نقشه کې راڅرګند شو، کومه چې الماني نقشه جوړوونکي مارټين والدسيمولر جوړه کړې وه. د هغه په نقشه باندې دا نوم په غټو تورو د نقشې په هغه برخه لیکل شوې وه، کوم ځای چې اوس سويلي امريکا بلل کېږي، دا نوم ورته د امریګو وسپوچي په وياړ ورکړل شوی و. امريګو هغه لومړی ايټالوي لوڅاوکشاف و، چا چې دا اټکل کړی و چې، غرب الهند د اسيا د ختيځو څنډو استازيتوب نه کوي، بلکې دا سيمې له پخوا څخه د پېژندل شوې پراخې ځمکې برخه ده. په ۱۵۳۸ز کال کې فلاندرزي نقشه ايستونکي جراردوس مرکاتور د امريکا نوم د نړۍ په هغه نقشه کې کارولی و، چې هغه جوړه کړې وه، هغه د دې نوم اطلاق، په ټوله لوېدېځه نيمه کره کړی و. د امريکا متحده ايالات لومړۍ مستند شوی جمله، د ۱۷۷۶ز کال د جنورۍ دوېمې نېټې ته په هغه ليک کې ورګرځي، کوم چې اسټون مويلان د جورج واشنګټن ياور جوزف ريډ ته استولی و. مويلن هيله ښودلې وه چې: د امريکا له متحده ايالاتو څخه هسپانيې ته له بشپړ او پراخ واک سره ولاړ شي، تر څو د انقلابي جګړې په هلو ځلو کې مرسته وغواړي. د امريکا متحده ايالتونه د جملې لومړی پېژندل شوی خپروای، د ۱۷۷۶ز کال د اپريل په شپږمه نېټه په ويليامزبرګ کې د ويرجينيا په ورځپاڼه کې په يوه لیکنه کې خپور شوی و، کومه مقاله چې، د يوه نامعلومه کس له خوا لیکل شوې وه. د کانفډريشن د اصولو لومړۍ مسوده چې جان ډيکنسن چمتو کړې وه او بيا د ۱۷۷۶ز کال د جون د مياشتې په اولسمه نېټه بشپړه شوه، وايي: د دې کانفډريشن نوم به د امريکا متحده ايالاتونه وي. د کانفډريشن د اصولو وروستۍ مسوده، په ۱۷۷۷ز کال کې ايالتونو ته د تصويب لپاره واستول شوه، په کومه کې چې راغلي وو: د دې کانفډريشن بڼه به د امريکا متحده ايالات وي. د ۱۷۷۶ز کال د جون په مياشت کې تماس جفرسن د خپلواکۍ د اعلاميې د اصلي لومړۍ مسودې په سر کې د سرليک په ډول د انګليسي په غټو تورو دا فقره ولیکله :د امریکا متحده ايالات. د سند دا مسوده، د ۱۷۷۶ز کال د جون مياشتې تر يووېشتمې نېټې پورې خپره نه شوه او دا نه ده څرګنده چې، ايا دا فقره د ډيکنسن له خوا د جون په اولسمه نېټه د کانفډريشن په اصولو کې د دې اصطلاح له لیکلو مخکې کارولې وه او که وورسته. لنډيز يې متحده ايالات هم معياري بلل کېږي. نورې عامې بڼې يې .. او او دي. په عامو خبرو کې يې په دې .. . ډول د نوم يادونه کېږي او په نړيواله کچه يې د په ډول يادونه کېږي. کولمبيا، هغه نوم چې د امريکا په شعرونو او ترانو کې د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې ډېر رواج شو، د کرسټوفر کولمبس له نامه څخه را ايستل شوی نوم دی؛ دواړه کولمبس اوکولمبيا بيا بيا د متحده ايالاتو د ځايونو په نومونو کې راڅرګندېږي، لکه کولمبس، اوهايو، کولمبيا، سويلي کارولينا او د کولمبيا ولسوالۍ. په سويلي کره کې ډېرې ادارې او ځايونه په دې دوو نومونو ياد شوي دي ،لکه: کولون، پاناما، د کولمبيا هېواد، د کولمبيا سيند او د کولمبيا پوهنتون. د امریکا متحده ايالات فقره، په لومړي سر کې امريکايانو د جمعې په بڼه کاروله. دې نوم د ايالتونو يوه ټولګه تعريفوله، د بېلګې په ډول: متحده ايالتونه دي. له کورنۍ جګړې وروسته يې بيا مفرد نوم دود شو او اوس د متحده ايالاتو د اوسېدونکو په منځ کې معياري نوم دی، د متحده ايالاتو اوسېدونکی امريکايي بلل کېږي. متحده ايالات، امريکا او يو. ايس د دې هېواد د صفت په توګه يادېږي، لکه: امريکايي ارزښتونه، د متحده ايالاتو ځواکونه. په انګليسي ژبه کې امريکن ويېلغت ډېر ځله هغو موضوعاتو ته کارول کيږي چې، نېغ په نېغه له متحده ايالاتو سره اړيکه نه لري. پرمختګ د امریکا بریالیتوبونو د هسپانیی او امریکا په جگړه کی او په لومړۍ نړیواله جگړه کې دې هېواد ته د نړۍ د پیاوړو پوځي هېوادونو په لیست کی ځای ورکړ. دویمې نړیوالې جگړې څخه د نړۍ لومړۍ اتومی اسلحه لروونکی هېواد په توگه راووت او د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کی یې د تل لپاره غړیتوب واخیست. ایداري ویش آلاباما آلاسکا آریزونا آیالات ارکانزاس کالیفرنیا کلراډو کون تیکت دلاویر فلوریدا جورجیا هاوایی ایداهو ایلینوی اینډیانا آیووا کانزاس کنتاکی لویزیانا مین مریلنډ ماساچوست میشیګان مینه سوتا میسیسیپی میزوری مونتانا نبراسکا نوادا نیو همپشایر نیوجرسی نیو مکسیکو نیویورک شمالي کاولینا شمالي داکوتا اوهایو اوکلاهوما اورګان پنسلوانیا روډ آیلنډ سویلي کارولینا سویلي داکوتا تنسی تګزاس اوتا ورمانت ویرجینیا واشنګټن ډي سي لویدیځه ویرجینیا ویسکانسین وایومینګ تاریخ د الاسکا په ګډون د متحده ایالاتو ځايي وګړي له آسیا څخه کډوال شوي. هجرت ، یا ، کاله دمخه پیل شو. ځینې کلتورونه ، لکه د کولمبیا دمخه د مسیسیپي کلتور ، د کرنې پرمختللي میتودونه ، یادګار ودانۍ ، او د دولت په کچه ټولنې. د امریکې اکثریت وګړي وروسته له هغه مړه شول چې اروپایان د وبا له امله په امریکا کې میشته شول چې د اروپایانو سره لکه کوچنۍ ګوښه کیدل. په کې ، د ایټالیا سپړونکی کریسټوفر کولمبس ، د هسپانیا پاچا سره د تړون لاندې ، د کارابین ډیری ټاپوګانو ته ورسید ، کوم چې د اصلي خلکو سره لومړۍ اړیکه ده. په کې په دوهمه ورځ ، هسپانیایی کانکیستور ژون پونس دی لیون هغه ځای ته ورسید چې هغه بیا لا فلوریډا نومیږي ، چې وروسته د متحده ایالاتو په نامه یادیږي اروپا ته لومړنی مستند دی. په سیمه کې هسپانوي میشت ځایونه د متحده ایالاتو په سویل لویدیځ کې د نورو میشت ځایونو سره تعقیب شوي ، چې زرګونه یې میکسیکو ته اړولي. فرانسوي فر سوداګرو د لوی لاکونو په شاوخوا کې د نوي فرانسې پورې اړوند سوداګریز پوسټونه تاسیس کړي؛ فرانسې د مکسیکو خلیج پورې د شمالي امریکا ډیری داخلي کنټرول هم درلود. د ویرجینیا کالونی په کې د جیمسټاون د انګلیسي لومړۍ بریالۍ جوړجاړی دی ، په کې د پلیموت کالونی. په کې د میساچوسټس بې کالوني منشور د کډوالۍ څپې لامل شوې ، او په کې شاوخوا ، پیوریټان په نوي انګلینډ کې میشته شول. د ناوخته لسیزې او د امریکې د انقلاب په وروستیو کې شاوخوا ، بندیان د برتانیا امریکایی استعمار ته استول شوي وو. په کې ، هالنډیان د هډسن سیند په څنډه کې میشته ، په شمول د نوي ایمسټرډم په شمول ، په منهټن ټاپو کې موقعیت لري. په کال کې هالنډیانو خپل امریکایی ملکیتونه انګلینډ ته وسپارل. د نیو هالینډ ولایت د نیویارک په نوم نومول شوی. ډیری نوي کډوال په ځانګړي توګه سویل ته د نوکرانو په توګه کار کولو لپاره ګمارل شوي و ، کوم چې د او ترمینځ ویرجینیا ته د کډوالیو شاوخوا دوه پر درې برخه نماینده ګي کوي. د اتلسمې پیړۍ دننه کیدو سره ، افریقایي غلامان د کار ځواک اصلي سرچینه شوه. په کې د کیرولینا استعمار له تقسیم او په . کې د ګورجیا له استعمار وروسته ، دېرش برتانوی استعمار تاسیس شو چې بیا وروسته د متحده ایالاتو مرکز هم ګرځي. پدې کې وړیا محلي حکومتونه شامل و چې ټاکل شوي وو او ټولو آزاد سړو لپاره شتون لري ، د انګلیس د دوديز حقونو لپاره د ډیریدونکي تعریف او د دولت حاکمیت له امله چې جمهوري غوښتونکی سیاست یې رامینځته کړی. دوی ټولو د افریقا غلام تجارت قانوني کولو لپاره هم کار کاوه. د کالونیو نفوس د زیږون کچه ، د مړینې ټیټې کچې ، او منظم مهاجرت له امله خورا زیات شوی. د عیسویانو بیداریدل چې د او ترمینځ رامینځته شوي ، د لومړي لوی بیدارۍ په نوم پیژندل شوي ، د مذهب او مذهبي آزادۍ سره د خلکو علاقه. د فرانسوي او هندي جنګ په جریان کې ، برتانوي ځواکونو کاناډا له فرانسې څخه ونیوله ، بیا هم د فرانسوي ژبې نفوس له سیاسي پلوه له سویل ختیځې استعمار څخه جلا دی. د اصلي امریکایانو پرته نور نو د اصلي امریکایانو په نوم پیژندل شوی څوک چې بې کوره شو ، د دیرش کالونیو نفوس . ملیونه ته ورسید په . انګلیس د دې شمیرې یو پر دریمه برخه محاسبه کړه ، پداسې حال کې چې تور امریکایان د نفوس پنځه پر پنځمه برخه و. امریکایی ښکیلاکګرو د لوی بریتانیا په پارلمان کې هیڅ استازیتوب نه درلود ، که څه هم دوی د برتانیا مالیه ورکړه. جغرافیه د امریکا د متحده ایالاتو ساحه شاوخوا . ملیارده جریبه ده. د الاسکا ایالت ، چې د کاناډا له متحده ایالاتو څخه جلا شوی ، په ساحه کې ترټولو لوی ایالت دی ، مساحت یې ملیونه جریبه لري. د هاوایی ایالت ، د شمالي امریکا سویل لویدیز کې د ارام سمندر سمندر په مینځ کې د ټاپوګانو یوه ډله ده چې تر ملیون جریبه څخه ډیرې ساحې پوښلي. د متحده ایالاتو متحده ایالات د روسیې او کاناډا وروسته او وروسته چین یا وروسته د سیمې په لحاظ دریم یا څلورم هیواد دی. امر د چین او هند تر منځ د دوه لانجمن ساحو د ساحې محاسبه کولو کې توپیر سره توپیر لري ، او د متحده ایالاتو ټوله ساحه څنګه محاسبه کیږي: ساحه یې ،، مربع میله ده ، چې له مخې یې ،، مربع کیلومتره ده د ملګرو ملتونو د احصایو څانګې په وینا ، او د انسایډلوپیډیا برتانیکا له مخې د نړیوال حقیقت کتاب ، او ،، مربع میل ،، مربع کیلومتره. او ،، مربع میل ،، مربع کیلومتره دی. پدې توګه ، متحده ایالات د روسیې ، چین او کاناډا وروسته د سیمې په لحاظ څلورم ځای لري. اقتصاد د امريکيالات
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D9%8A%D9%86%D9%84%D9%8A%D9%86%DA%89
فينلينډ
فینلانډ فینلنډفنلند په فنلنډي چې په رسمي توګه د فینلانډ ولسمشريزه ده د اروپا په شمال کې پروت یو هېواد دی. فنلنډ یو اسکندونیایي ټاپو وزمه هیواد دی چې د اروپا په شمال کې موقیعت لرې. یاد هیواد ۰۰۰۴۰۰۵ میلیونه وګړي او ۱۴۵۳۳۸ کیلومتره مربع مساحت لرې. ددی هیواد رسمي ژبي فینلنډي او سویډني دي چې ۳۳۸۹ سلنه وګړي یې فینلنډی ژبی جوړوی او پلازمینه یې د هلسینکی ښار دی. جغرافیه اقتصاد تاریخ کلتور اداري ویش د فنلنډ هیواد ایداري وېش لوی ښارونه فېنلانډ د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%8A%20%D9%85%D9%82%D8%AF%D9%88%D9%86%DB%8C%D9%87
شمالي مقدونیه
شمالي مقدونیه مقدوني: ، یا مقدونيه د اروپا په سوېل ختيځ کې او د يونان په شمال کې پروت یو هېواد دی. دغې ولسمشريزې له پخوانی یوګسلاویا څخه په کال ۱۹۹۱م کال کې خپله خپلواکي ترلاسه کړه. د یاد هیواد پلازمینه د اسکوپیه ښار دی. د شمالي مقدونیا رسمي ژبه مقدونیایي ده، مساحت یې ۷۱۳۲۵ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۳۱۵۰۶۱۲ میلیونه تنه دي. د شمالي مقدونیه انځورونه اقتصاد کلتور تاریخ جغرافیه اداري ویش خپلواکی رسمي نښان نقشه شمالي مقدونیه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%D9%85%DB%90%D8%B1%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87
شمېرپوهنه
ریاضیات له یوناني کلیمې: ، نه اخیستل شوې چې د پوهې، مطالعې او زده کړې په معنا ده او د داسې موضوعاتو، لکه: د شمېرنو حساب او عددي تیوري، فورمولونو او اړوندو جوړښتونو، لکه: الجبر، شکلونو او هغو فضاګانو چې دا شکلونه په کې شامل دي لکه: هندسه او مقدار او د هغو بدلونونو لکه: محاسبه او انالیز له مطالعې نه بحث کوي. د دې پوهې د کره پراختیا او د معرفت پوهنې د حالت په اړه عمومي هوکړه نشته. د ریاضیاتو په ډېر فعالیت کې د ذهني شیانو د خاصیتونو کشف او ثابتولو د نظري استدلال په واسطه شامل دي. دا شیان یا له طبیعت نه ذهن ته اخیستل کېږي لکه طبیعي شمېرنې یا یو خط، یا په عصري ریاضیاتو کې ذهني شیان دي چې د خپلو اساسي خاصیتونو له خوا چې د حقیقي فرضیو اواصولو په نامه یادېږي، تعریف کېږي. یو ثبوت د مخکې پېژندل شوو پایلو لپاره او د مخکې ثابت شوو قضیو، فرضیو او له طبیعت نه د درک په حالت کې د ځینو اساسي خاصیتونه لپاره، چې د تربحث لاندې تیوریو د رښتیني پیل د ټکو په توګه ګڼل کېږي، د ځینو قیاسي قواعدو د کارونو له یوې لړۍ نه تشکیل شوی دی. د ثبوت پایله، د قضیې په نامه یادېږي. د فزیکي قوانینو برعکس، د یوې قضیې اعتبار په هېڅ تجربه اتکا نه کوي، بلکې د هغه د استدلال په سموالي باندې اتکا کوي که څه هم تجربه زیاتره د علاقې وړ نوو قضیو د کشف لپاره ګټوره وي. په ساینس کې ریاضيات، د پېښو د ماډل جوړولو لپاره په پراخه کچه کارول کېږي. دا له تجربوي قوانینو نه د کمیتي وړاندوینو د استخراج امکان برابروي. د بېلګې په توګه: د سیارې حرکت د نیوټن د جاذبې قانون په کارولو سره د ریاضیکي محاسبې پر مټ په کره توګه وړاندوینه کېدای شي. د هرې تجربې نه د ریاضيکي حقیقت استقلال پدې معنا دی چې د واقعیت بیانولو لپاره د داسې وړاندوینوغور او دقت، یوازې د ماډل په وړتیا پورې اړه لري، نو کله چې ځینې ناسمې وړاندوینې رامنځته کېږي، دا معنا لري چې ماډل ته باید وده ورکړل شي یا بدل شي، نه دا چې ریاضيات غلط دي. د نمونې په توګه: لمر ته د عطارد په نژدې نقطه کې حرک د نیوټن د جاذبې د قانون په واسطه نه شي تشرېح کېدای، خو د انیشټین د عمومي نسبیت په واسطه په ښه توګه تشرېح کېږي. د انیشټین د تیورۍ دا تجربوي اعتبار ښیي چې، د نیوټن د جاذبې قانون یوازې یو تقریب دی چې لاهم په ورځني ژوند کې خورا دقیق دی. ریاضيات په ډېرو ساحو، لکه: په طبیعي علومو، انجینرۍ، طب، مالي، کمپیوټر ساینس او ټولنیزوعلومو کې اړین ګڼل کېږي. د ریاضیاتو ځینې ساحې، لکه احصایه او د لوبې تیوري ته خپل کارونې سره په مستقیمه اړیکه کې پراختیا کوي او زیاتره د تطبیقي ریاضیاتو په نوم ډلبندي کېږي. د ریاضیاتو نورې برخې ته د هر ډول کارونې نه په خپلواکه توګه پراختیا مومي او له همدې امله نظري ریاضيات بلل کېږي، مګر عملي کاورنې زیاتره وروسته کشف کېږي. یوه غوره بېلګه یې د تام عددنو د تجزیې مسئله ده، چې بېرته اقلیدس ته راګرځي، خو مخکې له دې چې د کمپیوټري شبکو د امنیت لپاره د مخفف نوم سیستم کې وکارول شي، هېڅ عملي کارونه یې نه درلوده. له ډېر پخوا راهیسې چې لیکل شوي ریکارډونه شته دي، ریاضیات د انسان فعالیت ګڼل کېږي، خو د ثبوت مفهوم او له هغې سره تړلی ریاضيکي دقت په لومړي ځل په یوناني ریاضياتو، په ځانګړې توګه د اقلیدس د عناصرو په کتاب کې راڅرګند شو. کله چې الجبر او د دفرنشیل او د انتګرال محاسبه د ریاضیاتو د اصلي ساحو په توګه په حساب او هندسه کې اضافه شول، ریاضیاتو په یو څه ورو چټکتیا سره تر رنسانس دورې پورې وده وکړه. له هغه وخت راهیسې، د ریاضيکي نوښتونو او ساینسي موندنو ترمنځ تعامل د ریاضيکي کشفونو په میزان کې د چټک زیاتوالي لامل شوی. د ریاضیاتو بنسټیز ناورین، د نولسمې پېړۍ په پای کې د اکسیومي تګلارې د سیستماتیک کولو سبب شو. دې په خپل وار سره د ریاضیکي ساحو او د دوی د کارونو په برخو کې د پام وړ زیاتوالی را منځ ته کړ. د دې شاهد د ریاضیاتو موضوعي طبقه بندي ده، چې له شپېتو نه ډېرې د ریاضیاتو د لومړۍ سطحې ساحې فهرست کوي. د ریاضیاتو ساحېبرخې د رنسانس له دورې نه مخکې ریاضیات په دوو اصلي ساحو وېشل شوي وو، حساب چې له عددونو سره ښکېل و او هندسه چې د شکلونو مطالعې ته اختصاص شوې وه. ځینې کاذب علمونه، لکه: د عددونو په وسیله طالع لیدنه او د ستورو په وسیله طالع لیدنه هم موجود وو، چې په روښانه توګه له ریاضیاتو څخه، نه توپیر کېدل. د رنسانس دورې شاوخوا دوې اصلي نوې ساحې راڅرګندې شوې. د ریاضياتو د سمبولیک ارایې معرفي چې د الجبر سبب شوه چې په لنډه توګه د فورمولونو مطالعه او کاورنه په کې شاملې دي. محاسبه چې دفرنشیل او انتګرال محاسبې لنډ شکل دی، د متوالي توابعو مطالعه ده، چې د بدلون او د مختلفو مقدارونو متحولینو ترمنځ اړیکه را منځ ته کوي. دا وېش په څلورو اصلي ساحو کې د ۱۹ مې پېړۍ تر پایه پورې د اعتبار وړ پاتې شو، که څه هم ځینې ساحې، لکه نجومي میخانیک او جامد میخانیک چې زیاتره د ریاضیاتو په توګه ګڼل کېدل، اوس په فزیک پورې تړاو لري. د دې دورې په جریان کې ځینې موضوعات چې په ریاضيکي ساحو په بېلابېلو برخو وېشل شوي نه مخکې دي، لکه احتمالي تیوري او ترکیبونو ته یې چې پراختیا وکړه او وروسته د خپلو خپلواکو ساحو په توګه وپېژندل شوې. د نولسمې پېړۍ په پای کې په ریاضیاتو کې بنسټیز ناورین او د اکسیومي تګلارې د سیستماتیک کولو پایله، د ریاضیاتو په ساحو کې د ډېر زیاتوالي لامل شول. د ریاضیاتو موضوعي طبقه بندي، له ۶۰ نه ډېرې د لومړۍ سطحې ساحې لري. ځینې دا ساحې د زړې طبقه بندۍ له څلورو اصلي ساحو سره سمون لري. دا د ۱۱: عددي تیوري د لوړ حساب لپاره عصري نوم او ۵۱: هندسې موضوع ده. که څه هم ډېرې نورې لومړۍ درجې ساحې موجودې دي چې په نامه کې یې هندسه شته یا معمولاً په هندسه پورې تړاو لري. الجبر او محاسبه د لومړۍ درجې ساحو په توګه نه ښکاري، خو هره یوه په څو لومړۍ درجو برخو باندې وېشل شوې ده. د لومړۍ درجې نورې ساحې د شلمې پېړۍ دمخه اصلاً نه وې، د بېلګې په توګه ۱۸: د کتګوري تیوري؛ متجانس الجبر او ۶۸: کمپیوټر ساینس یا مخکې د ریاضياتو په توګه نه ګڼل کېدې، لکه ۰۳: د ریاضي منطق او استدلالي بنسټونه د ماډل تیوري، د محاسبې تیوري، د سیټ تیوري، د ثبوت تیوري او د الجبري منطق تیوري. تاريخ الهام، بوب او کارېدونکې شمېرپوهنه، او ښکلاپېژندنه مشتق آيا شمېرپوهنه ساينس ده؟ د شمېرپوهنې د ډگرونو يو ليد په شمېرپوهنه کې اصلي موضوعگانې کميت يا کچه کميت او يا هم چې په پښتو کچه بلل کېږی په شمېرلو او مېچ کول پېلېږي. : -: : - طبيعي گڼونه ونه ناطق گڼونه ريښتن گڼونه پېچلي گڼونه - جوړښت . : -: : - رياضي تيوري الجبر د ډلې تيوري تيوري کرښيزه الجبره الجبري مېچپوهنه تشيال . : -: : - مېچپوهنه توپيري مېچپوهنه مېچپوهنه الجبري مېچپوهنه مېچپوهنه ونج يا بدلون . : -: : - بنسټونه او مېتودونه . : -: : - . : -: : - کارندويه شمېرپوهنه کارندويه شمېرپوهنه، په حقيقي نړۍ کې د ورځينيو مسايلو د حل لپاره يو بشپړه پوهنه ده. اهمې قضيې - . - - . . . تاريخ او د شمېرپوهانو نړۍ شمېرپوهنيز اوزارونه : : شمېرنی او کمپيوټر دا هم وگورۍ شمېرپوهنيزې لوبې شمېرپوهنيز چوکاټونه چوکاټونه سرچينې . : . . . . . . . . . . . -- . .. . . . . . . -. . . . شمېرپوهنه پوهنه ساينس
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D8%B2%DB%8C%DA%A9
فزیک
فزیک هغه طبیعي علم دی چې، ماده او د هغې بنسټیز عناصر، په فضا او وخت کې د هغې حرکت او چلند او د انرژۍ او قوې اړوند موضوعات مطالعه کوي. فزیک یو له خورا بنسټیزو علمي څانګو نه دی او اصلي موخه یې دا ده چې پوه شو، کائنات څنګه چلند کوي. فزیک یو له پخوانیو علمي څانګو نه دی او په ستورپوهنه کې د هغه د ښکېلتیا له امله ښایي تر ټولو لرغونی علم وي. فزیک، کیمیا، بیولوژي او د ریاضیاتو ځینې څانګې په تېرو دوو زرو کلونو کې د طبیعي فلسفې برخه وو، خو دا طبیعي علوم په ۱۷ مه پېړۍ کې د ساینسي انقلاب په ترڅ کې د ځانګړو څېړنیزو هڅو په توګه په خپل مسیر کې راڅرګند شول. فزیک د څېړنې د مختلفو څانګو څو او دسیپلینه ساحو، لکه : د بایو فزیک او د کوانتم کیمیا سره اړیکه لري او د فزیک پولې په کره ډول نه دي مشخص شوې. نوي نظرونه په فزیک کې زیاتره هغه بنسټیز میکانیزمونه روښانه کوي چې د نورو علومو پر مټ مطالعه شوي او په اکادمیکو څانګو، لکه: ریاضي او فلسفه کې د څېړنې نوې لارې وړاندیز کوي. په فزیک کې پرمختګونه ډېری په نویو ټیکنالوژیو کې پرمختګونو ته لاره هواروي. د بېلګې په توګه: د الکترومقناطیس، د جامد حالت فزیک او هستوي فزیک په پوهه کې پرمختګونه په مستقیم ډول د نوو محصولاتو، لکه: تلویزیون، کمپیوټر، کورني وسایل او اټومي وسلو د پراختیا لامل شوي، چې په نننۍ عصري ټولنه کې یې د پام وړ بدلون راوړی دی، په ترمودینامیک فزیک کې پرمختګونه د صنعتي کېدو لامل شول او په میخانیک فزیک کې پرمختګونه د محاسبې د پراختیا سبب شول. تاریخچه د فزیک کلیمه له لرغونې یونانی کلیمې نه سرچینه اخلي: په رومي کې ورته وایي، چې د طبیعت پوهې په معنا ده. لرغونې ستورپوهنه ستورپوهنه یو پخوانی طبیعي علم ګڼل کېږي. لومړنيو تمدنونو، لکه: سومریان، پخواني مصریان او د سیند درې تمدن چې له ۳۰۰۰ کاله مخکې له میلاد نه پخوا تاریخ لري، د لمر، سپوږمۍ او ستورو د حرکتونو په اړه د وړاندوینې پوهه او بنسټیزه پېژندنه درلوده. داسې باور کېده چې، ستوري او سیارې ارباب الانواع او الاهې دي او ډېر وختونه د هغوی عبادت کېده. په داسې حال کې چې د ستورو د لیدل شوو موقعیتونو څرګندونې زیاتره غیر علمي او پرته له شواهدو وو، دې لومړنیو مشاهدو د وروستۍ ستورپوهنې بنسټ کېښود، لکه څنګه چې ستوري په اسمان کې لویې دایرې تېرولې، مګر د سیارو موقعیتونه یې نه څرګندول. د اسګرابو په وینا: د لوېدیځ ستورپوهنې سرچینې کېدای شي، په مېسوپوتامیا کې وموندل شي او په کره علومو کې ټولې لوېدیځې هڅې د بابل له لرغونې ستورپوهنې نه سرچینه اخلي. مصري ستورپوهانوهغه یادګارونه پرېښودل، چې د کهکشانونو او د آسماني ستورو د حرکتونو پوهه ښیې، په داسې حال کې چې یوناني شاعر هومر په خپله هماسي کیسه یا الیاد او اودیسي کې د ډول ډول آسماني شیانو په اړه یې لیکنې کړې، وروسته یوناني ستور پېژندونکو د ډېرو کهکشانونو لپاره چې د شمالي نیمې کُرې نه لیدل کېږي، نومونه چمتو کړل چې نن ورځ هم کارول کېږي. طبیعي فلسفه طبیعي فلسفه، د لرغوني دورې ۶۵۰ کال مخکې له میلاد نه تر۴۸۰ کال مخکې له میلاد نه په ترڅ کې له یونان نه سرچینه اخلي، چې د سقراط دمخه فیلسوفانو، لکه: تالیس د طبیعي پېښو لپاره غیرطبیعي توضېحات رد کړل او ادعا یې وکړه چې، هره پېښه طبیعي لامل لري. دوی د استدلال او مشاهدې په واسطه د تایید شوو نظرونو وړاندیز وکړ او د دوی ډېرې فرضیې په تجربه کې بریالۍ ثابتې شوې. د بېلګې په توګه: اتومیزم اتومي نظریه، چي نړۍ له اتوم نه جوړه شوې ده نږدې ۲۰۰۰ کاله وروسته له هغه، چې د لیوسیپس او د هغه د زده کوونکي دیموکریتس له خوا وړاندیز شو، سم و. اسلامي او اروپایي منځنۍ پېړۍ په پنځمه پېړۍ کې د لوېدیځ روم سترواکۍ ماته شوه او دهغې په پایله کې فکري فعالیتونه د اروپا په لوېدیځ کې کم شول. برعکس، د ختیځ روم سترواکۍ چې د بیزانتین امپراتورۍ په نوم هم یادېږي د یاغیانو د بریدونو په وړاندې مقاومت وکړ او د فزیک په ګډون د زده کړو بېلابېلو برخو ته یې دوام ورکړ. د میلیتس اوسېدونکی اسیدور په شپږمه پېړۍ کې د ارشمیدس د آثارو یو مهم تالیف رامنځته کړ، چې د ارشمیدس لیکلې نسخه په کې کاپي شوې ده. په شپږمې پېړۍ کې په اروپا کې یوه بیزانتیني عالم جان فیلوپونس د ارستو د فزیک لارښووني تر پوښتنې لاندې راوستې او د هغې نیمګړتیاوې یې په ګوته کړې. هغه د تحرک نظریه معرفي کړه. د ارستو فزیک د فیلوپونس د راڅرګندېدو تر وخت پورې ونه څېړل شو. د ارستو فزیک د لفظي استدلال پر بنسټ و، خو برعکس فیلوپونس په مشاهده باندې تکیه کوله. د ارستو د فزیک په اړه فیلوپونس لیکلي دي: مګر دا په بشپړ ډول ناسم دی او ممکن زموږ نظر د هر ډول لفظي استدلال په پرتله د حقیقي مشاهدې په وسیله په اغېزمن ډول تایید شي، ځکه چې که تاسو له عین ارتفاع نه دوه وزنونه چې یو یې د بل په پرتله څو چنده دروند وي راوغورځوئ، وبه ګورئ چې د حرکت لپاره د اړین وخت نسبت د وزنونو په پرتلنې پورې اړه نه لري، بلکې په وخت کې اختلاف ډېر کوچنی دی او په دې توګه، که په وزن کې ډېر اختلاف د بحث وړ نه وي، په بله وینا: را ځئ ووایو چې، د یو بل دوه چنده دی، نو په وخت کې به هېڅ توپیر موجود نه وي، که وي هم، نا محسوسه توپیر دی، خو د وزن توپیر په هېڅ وجه بې اهمیته نه دی، ځکه چې د یوه جسم وزن د بل په پرتله دوه برابره دی. د ساینسي انقلاب په ترڅ کې د ارستو د فزیک پر اصولو د فیلوپونس نیوکه لس پېړۍ وروسته ګالیله ته الهام وکړ. ګالیله به چې کله په خپلو آثارو کې د ارسیو د فزیک په نیمګړتیا استدلال کاوه، د فیلوپونس نه به یې په اساسي ډول یادونه کوله. د پاریس پوهنتون د هنرونو په پوهنځۍ کې استاد ژان بوریدان په ۱۳۰۰ لسیزه کې محرک مفهوم ته وده ورکړه چې د جسم د کتلوي انرژۍ او مومنتم د عصري مفکورو پر لور یو ګام و. اسلامي پوهې، له یونانیانو نه د ارستو فزیک په میراث یووړاو د اسلامي زرینې دورې په ترڅ کې یې نوره هم وده ورکړه، په ځانګړې توګه يې په مشاهده او قیاسي استدلال باندې ټینګار وکړاو د ساینسي مېتود لومړنیو بڼو ته یې وده ورکړه. ترټولو د پام وړ نوښتونه، د نور فزیک او د لید په برخه کې وو چې، د ډېرو ساینس پوهانو ،لکه: ابن سهل، الکندي، ابن الهیثم، الفاریسي او ابن سینا له آثارو نه لاسته راغلل. تر ټولو د پام وړ اثر د نور فزیک کتاب و چې د کتاب المناظر په نوم هم یادېږي چې د ابن الهیثم له خوا لیکل شوی دې او په هغه کې یې په قاطع ډول د لید په اړه د لرغوني یونان نظریه نه یوازې ناسمه ثابته کړه، بلکې یوه نوې تیوري یې هم وړاندې کړه. هغه په نوموړي کتاب کې د تیارې کمرې یا پېښې څېړنه وړاندې کړه د هغه د بې له لنزه کامرې زر کلنه نسخه او د سترګو خپله کار کولو طریقه یې نور هم تر څېړنې لاندې ونیوله. هغه د علمیاتو او د پخوانیو پوهانو د پوهې په کارولو سره وتوانېد، چې تشرېح کړي ،چې سترګو ته رڼا څنګه ننوځي. هغه وویل چې: د رڼا وړانګه متمرکزه ده، خو د سترګو شاته د رڼا خپرېدو د څرنګوالي په اړه رېښتیني توضیحات باید تر ۱۶۰۴ ز کال پورې انتظار وکړي. د عکاسۍ د عصري پرمختګ نه سلګونه کاله وړاندې، د رڼا په اړه د هغه مقالې تیاره کامره تشرېح کړه. په ختیځ او لوېدیځ کې له ۶۰۰ کلونو نه ډېر، د نور فزیک اووه ټوکه کتاب کتاب المناظر د منځنۍ پېړۍ په هنر کې د لید د درک له تیوري نه د لید تر طبیعت پورې په څانګو کې تفکر خورا اغېزمن کړ. ډېرو وروستنيو اروپایي پوهانو او تحصیل کړو ملګرو، له رابرت ګروسیتست او لیوناردو دا ونچي نه نیولې تر ریني دیکارت، جوهانس کپلر او اسحاق نیوټن پورې د هغه احسانمند وو. په حقیقت کې د ابن الهيثم د نور فزیک اغېز د نیوټن د مشابه عنوان د اثر ترڅنګ، چې ۷۰۰ کاله وروسته خپور شو، ورته درجه لري. په اروپا کې د نور فزیک کتاب ژباړې خورا لوی اغېز درلود. وروسته اروپايي پوهانو وکولای شوچې له هغې نه داسې وسایل جوړ کړي، چې ابن الهیثم جوړ کړي وو او د رڼا د کار د څرنګوالي په طریقه وپوهېدل. له همدې امله لویو اختراعاتو، لکه: عینکو، ذره بینونو، دوربینونو او کمرو ته وده ورکړل شوه. پولې او موخې ستورپوهنه د عمومي پوهنو په لړ کې تر ټولو لرغونې پوهه ده . له لومړنیو تمدنونو څخه چې نېټه یې ۳۰۰۰ مخزېږدي پېر ته ورستنېږي لکه سامريان ، لرغوني مصريان او داندس درو د تمدن ، ټولو د لمر ، سپوږمۍ او ستورو په هکله اټکلیزې بنسټیزې پوهې درلودلې . ستوري او سيارې ډېرځلې د عبادت لپاره ټاکل کېدل، داسې يې گڼل چې د هغوی خدايان دي . خو د پوهنې له مخې یې ځلیزې بې بنسټه او ناجوته وې ځکه چې زباتولی یې نشوای ، همدا لومړنیو څارلیدنو د ستورپوهنې د بنسټ ډبره ايښې . د آسگر آبويي اخځ لمخې د لوېديځې ستورپوهنې څرک له مېسوپوتاميا څخه راپورته شوی او د قاطع پوهنې قاطع ساينس څرک په لوېديځې نړۍ کې د بابليانو څخه اخیستل شوی . مصري ستورپوهانو داسې نښې پرېښودلې چې د گډو ستورو مالومات یې رابرسېره کړي ول او د اسماني گرځنده گرو په هکله یې مالومات ورکول ، خو يوناني شاعر هيومر بيا د ډؤل ډؤل اسماني گرځنده گرو توکيو په هکله خپل د ايلياد او اودېسې په لیکنو کې لیکلي دي . وروسته بيا د يونان ستورپوهانو له هاغو څخه نومان جوړ کړل ، چې نن هم هماغه کارېږي . ډېريؤ د ستورو ټولگې چې په شمالي هایمشېر کې راڅپړل شوي هم هماغه نومان ورته کارېدلي . طبعي فلسفه د طبعي فلسفې څرک له يونان څخه د ارکايک پېر کې ۴۸۰مخزېږدي ـ ۶۵۰مخزېږدي کې راجوت شوی . دا هاغه مهال ؤ چې کله د سقرات څخه لا مخکې پېر کې د تهېلز پشان يو فیلسوف چې د غیر طبعيي څرگندونې چې د طبیعي څرگندو ځلیزو په هکله وې رد کړلې او په ډاگه یې ټینگار وکړ چې هره پېښه يوه طبیعي وجه درلوده . هغوی د هغو آندونو روښانه کولو لپاره وړاندیزونه وکړل چې د وجې او څارلیدو په مرسته ولاړ وي او د هغوی ډېری فکري هڅي په تجربو کې بريالۍ راووتې . د بېلگې په توگه : اټومیزم سمې وموندل شوې چې تقریبآ ۲۰۰۰ کاله وروسته د وړاندیز څخه د ليوسيپوس او د هغه د زده کوونکي ډیموکراتيوس لخوا ثابتې شوې . لرغونې پنځپوهنه ښاغلی آيزاک نیوټن ۱۶۴۳ زېږدي ـ ۱۷۲۷م زېږي چې د خوځښت قانون يې او د کايناتو په منځ کې لاندې کاږل يا د جاذبې هغه یې يو لوی گام په پنځپوهنې کې ؤ رامنځته شو . پنځپوهنه هغې څخه وروسته يوه ځانگړې بېله پوهنه شوله کله چې نويو اروپايانو موډرن يوروپينز د تجرباتي او ډېروالي چلندلار څخه کار پخپلو پنځونو کې واخیست ، کومې چې د اوس لپاره د پنځپوهنې قانون گڼل کېږي . ساينسي مېتوډ تيوري او تجربې د نورو ساينسونواو شمېرپوهنې تړاؤونه فلسفي گډون تاريخ دننه منځوي تيوريگانې د څېړنې ډگر گاټه کلک توکي اټومي ، ماليکيولي ، او ليدواله پنځپوهنه د اوچتوانرژيو ذراتو پنځپوهنه ستورپنځپوهنه اسټروفيزيکس بنسټيز ه پنځپوهنه د پنځپوهنې اوزار او اغېزې اوسينۍ څېړنې سرچينې پنځپوهنه يا فزيک په لومړي ځل په يونان کې راوتلې. فزيکپوهنې ته په پښتو کې پنځپوهنه وايي . پنځپوهنه يوه طبعي څانگه د ساينس پوهنې ده چې په کايناتو کې د بنسټيزو قوانينو ، قواوؤ او ددغو قواوؤ اغېزې په يو او بل څه باندې راسپړي او ددغو اغېزو بشپړه مانا او شننه راباسي. پنځپوهنه پوهنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%D8%B1%D9%85%D9%84%D9%BE%DB%90%DA%98%D9%86%D8%AF%D9%86%D9%87
درملپېژندنه
درملپېژندنه چې په يوناني كې ورته فارماكولوژي وايي چي مانا درمل او مانا پوهنه ده چې دپښتو د هم مانیزې ويي سره كټ مټ يوه راوځي. دا د هغو كيمياوي موادو زده كړه ده كوم چې ښيي چي دغه مواد څنگه په ژوندي جسم كې عمل كوي. سرچينه درملپېژندنه ژونکيميا
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%D8%B1%D9%85%D9%84%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87
درملپوهنه
درملپوهنه په اروپايي ژبو بلل کېږي او دا د يوناني ژبې د فارماکون درمل او - يا زده کړه يو تړنگنوم دی. د دارو درملو د اعمالو او کړنو زده کړه ده. په بله وينا دا د يوه ژوندي اورگانيزم او د جوړو شويو کيميايي درملو د خپلمنځي اغېزو يوه زده کړه ده چې په نورماله ژونکيميايي کړنې اغېزمن کوي. يادښتونه ژونکيميا پوهنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A2%D9%8A%D8%B3%D9%84%D9%8A%D9%86%DA%89
آيسلينډ
آیسلنډ آیسلند چې په رسمي چارو کې د آيسلنډ جمهوريت په ايسلنډي: هیواد بلل کېږي. يو اورښندونې ټاپو وزمه هېواد دی چې په سهېلي اطلس سمندر کې پروت دی او د ګرینلنډ ناروې د برطانيه او آيرلېنډ او د فارو ټاپوګان او هېوادونه ورنه چاپېر دي. د آيسلېنډ جمهوريت يا په آيسلنډي په رسمي چارو کې يادېږي. که څه هم همدا دا ددی هیواد دوديز نوم دی اما د جمهوريت نوم يوازې ددې هېواد د حکومت پت نظامي څرګندونو کې کارېږي او دا نوم د دې هېواد د اصلي نوم برخه نه ده. ددی نوم وضاحت د آیسلنډ لومړي وزير د دفتر نه په يوه رسمي ليک کې چې آري پال کريستينسون ته یې لیګلی وو چې د آرني ماګنوسون د ايسلنډي زده کړو د انستيتيوت پروفيسر دی. په هغې کې دا څرګندونې راغلي چې د اطلس سمندر سهېل کې پروت يو اروپايي هېواد دی. د دې هېواد د وگړو شمېر نژدې دی او د دې هېواد ټول مساحت دی. د آيسلنډ لوی ښار او د هېواد پلازمېنه ریکیاویک نومېږي، چې پخپله همدا ښار او د دې ښار شاوخوا سيمو کې مېشت وگړي د همدې هېواد د ټولو وګړو د درې برخو نه دوه برخې جوړوي. د جغرافيې له مخې آيسلنډ د اورښندونکي غرو او زمکو يو فعاله سيمه ده، چې په دې هېواد کې تر لويې کچې اورښندونکي غرونه او ډاگونه موندل کېږي. جغرافیه کلتور سیاسي جوړښت اداري ویش اقتصاد تاریخ سیلاني او مشهور ځایونه سرچينې آيسلېنډ
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%DB%90%D9%BC%D8%A7%D9%84%D9%8A%D8%A7
اېټاليا
ایټالیا په ایټالوي چې په رسمي توګه د ایټالیا جمهوريت بلل کېږي، د اروپايي اتحادیه د هيوادونو څخه يو دی. یاد هیواد د اروپا لوی وچه په جنوب کې پروت دی، پلازمینه یې روم ښار دی. دا ټاپو وزمه له دوه نورو لویو ټابو ګانو څخه په مدیترانه کې جوړه شوی چې سیسیل ټاپو او ساردینیا دي. نن ورځ ایټالیا د نړۍ له پر مختللو هیوادونو شمیرل کیږی چې د ۸ګروپ هیوادونو غړیتوب هم لرې. د پیسو واحد یې یورو او رسمي ژبه یې ایټالوي ده. د ایټالیا د وګړو شمیر یې ۶۰ میلیونه او ۶۰۰ زره دی چې ۶۹۱ سلنه یې مسیحیان دي. ایټالیا د وګړو له پلوه په اروپا کې پنځم او په نړۍ کې درویشتم ځای لرې. ایټالیا په اروپا کې ښه او معتدله هوا لري اما د سمندر غاړو هوا یې له منځني غرنیزی هوا سره توپیر لري. اقتصاد کلتور اداري ویش کلتور سیاسي جوړښت سرچینې اېټاليا د اروپا هېوادونه د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B1%D8%AF%D9%86
اردن
اردن الأردن، رسمي نوم يې د اردن هاشمي سلطنت دی، په لويديځه اسيا کې پروت هېواد دی. د شام په سيمه د اردن د سمندر په ختيځه څنډه کې د اسيا، افريقا او اروپا په درې لارې کې پروت دی. اردن له سعودي عربستان، عراق، سوريې، اسرائيلو او فلسطين له لويديځې تړانګې سره پوله لري. مړ سيند يې په لويديځو پولو پروت دی، داهېواد په خپل لرې سويل لويديځ کې د سور سمندر سره شپږ ويشت کيلو متره ۱۶ ميله ساحل لري. عمان يې پلازمېنه، ستر ښار او اقصادي، سياسي او کلتوري مرکز دی. په اوسني اردن کې د لرغوني ډبرين پير انسانانو ژوند کړی. د ژېړو برونزو پړاو په پای کې په دې سيمه کې درې د اوږدې مودې پاچهۍ څرګندې شوې دي چې هغه دا دي: عمون، مواب او ادوم. په وروستيو واکمنيو کې يې د النبطية پاچهي، پارسي سترواکي، رومي سترواکي، راشده واکمني، امويان، عباسي خلافت او عثماني سترواکۍ شاملې دي. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په ۱۹۱۶ز کال کې د عثمانيانو پر ضد له ستر عربي پاڅون نه وروسته، بریتانيې او فرانسې عثماني سترواکي سره ووېشله. د الهاشمي له خوا په ۱۹۲۱ز کال کې او بيا د امير لومړي عبدالله له خوا د ختيځ اردن امارت تاسيس شو او دا امارت د بریتانيې تر تحت الحمايت لاندې راغی. په ۱۹۴۶ز کال کې، اردن په يوه خپلواک هېواد واوښت چې په رسمي ډول د ختيځ اردن د هاشمي پاچهۍ په توګه وپېژندل شو، خو کله چې په ۱۹۴۸ز کال کې اردن په اسرائيلي جګړه کې لويديځه تړانګه ونيوله، په ۱۹۴۹ز کال کې د دې هېواد نوم د اردن هاشمي پاچهۍ ته واوښت، دا سيمه له اردن سره نښتې پاتې شوه، تر څو په ۱۹۶۷ز کال کې يې اسرائيلو ته وبايلله. اردن په ۱۹۸۸ز کال کې د دې سيمې د ملکيت له خپلې ادعا نه تېر شو او دويم عربي هېواد وګرځېد چې له اسرائيلو سره يې په ۱۹۹۴ز کال کې د سولې تړون لاسليک کړ. اردن د عرب اتحاديې او اسلامي همکاريو سازمان بنسټ اېښودونکی غړی دی. د دې خپلواک هېواد نظام مشروطه پاچهي ده، خو پاچا پراخه اجرائيوي او قانون جوړوونکي واکونه له ځانه سره لري. اردن نيمه وچ او شاړ هېواد دی، ټوله سيمه يې ۸۹۳۴۲ کيلو متر مربع ۳۴،۴۹۵ ميل مربع ده، د وګړو شمېر يې نهه ميلیونه دی، په عربي هېوادونو په يوولسم شمېره زيات نفوس لري. غوڅ اکثريت يا پنځه نوي سلنه وګړي يې سني مسلمانان دي، اصلي لږه کي مسيحيان هم لري. اردن په بيا بیا ناکراره منځني ختيځ کې ارامه سيمه بلل کېږي. اردن له عرب پسرلي وروسته چې په ۲۰۱۰ز کال کې يې دا سیمه ونيوله، کوم زیان ونه لېده. له ۱۹۴۸ز کال راهيسې، اردن له ډېرو جګړه کې ښکېلو ګاونډيو هېوادونو نه کډوال منلي دي. د ۲۰۱۵ز کال د شمېرنې تر مخې په اردن کې د اټکل تر مخې دوه اعشاریه یو ميليون فلسطينيان او يو اعشاريه څلور ميلیونه سوريايي کډوال مېشت دي. اردن د هغو زرګونو عراقي مسيحيانو پناه ځای دی، کوم چې د داعش له تعقيب تښتېدلي دي. په داسې حال کې چې اردن کډوال مني، له سوريې نه د کډوالو وروستي بهير د دې هېواد په سرچينو او پر ملي زیربناوو د پام وړ فشار راوستی. اردن د انساني ودې د شاخص له پلوه يو سل او دويم هېواد دی او د عايد له منځنۍ کچې پورته اقتصاد لري. د اردن اقتصاد په سيمه کې يو له کوچني اقتصاد نه دی چې د ماهر کار ځواک پر بنسټ د بهرنۍ پانګونې د لېوالتيا وړ دی. دا هېواد د سيلانيانو د لېوالتيا مرکز هم دی او د ښه پرمختللي روغتيايي برخې له امله د روغتیايي سيال بينۍ لپاره هم جذاب دی. سره له دې، د طبيعي سرچينو کمښت، د کډوالو زيات ورتګ او د سيمې نا ارامۍ د دې هېواد اقتصادي وده له ستونزو سره مخامخ کړې ده. رېښه اردن خپل نوم د اردن له سمندر نه اخیستی دی چې د دې هېواد شمال لويديځه پوله تر ډېره بريده همدا سمندر جوړوي. په داسې حال کې چې د دې سمندر د نوم د اصليت په اړه ګڼ نظرونه وړاندې شوي، دا ډېره منل شوې چې دا نوم د سامي ژبې له ياراد ټکي نه اخستل شوی نوم دی، چې معنا يې ده ښکته کېدل، دا ټکی د دې سمندر د مخ په ځوړ حالت څرګندونه کوي. ډېری هغې سيمې ته چې اوس ورنه اردن جوړ شوی، له تاريخي پلوه د ترانس اردن نوم کارول کېده يعنې له اردن ورهاخوا، په دې نوم سره د ياد سمندر ختيځ لور ته سيمو ته اشاره کېده. په عبري ژبه لیکل شوي بابل کې د دې سيمې يادونه په دې معنا شوې ده چې، له اردن شاته. په لومړيو عربي تاريخي ليکونو کې دې سمندر ته د الاردن نوم يادونه شوې، همدا نوم د سامي ژبې له ياردن سره همغاړی دی. جند الأردن د اسلام په لومړي پير کې د دې سمندر پر غاړه د يوې پوځي ولسوالۍ نوم و. وروسته د دويمې زريزې په پيليدو سره او د صليبي جګړو پر مهال، په دې سيمه کې د اولټرجورډين په نوم خاني خپلواکه مشري تاسيس شوه. تاريخچه لرغونی پړاو په اردن کې د تر ټولو لرغوني انسان د اوسېدو د شواهدو تاريخ ۲۰۰،۰۰۰ کلونو پخوا وخت ته رسېږي. اردن په شام کې د خپل موقعيت له امله د لوړ ډبرين عصر د پاتې شونو له اړخه شتمن دی تر ۲۰۰۰۰۰ کلونو زوړ تاريخ، په هغه شام کې چېرې چې له افريقا بهر د انسانانو پراختيا يو له بل سره نژدې شوه. پخوانيو ساحلي چاپيريالونو د انسانانو پام ځان ته راواړاوه او له دې پړاو نه د وسايلو ګڼ پاتې شوني موندل شوي دي. ساينسپوهانو د ډوډۍ جوړولو تر ټولو زاړه پېژندل شوي شواهد د اردن په شمال ختيځه صحرا د ناتوپان په سيمه کې موندلي چې لرغونتيا يې ۱۴۵۰۰ کاله ته رسېږي. د ښکاريانو د راټولېدو له کلتور نه د يوه ګڼ ميشته کرنيز کلي جوړولو ته لېږد په نوي ډبرين کې عصر کې تر سره شو له زېږد مخکې ۱۰۰۰۰-۴۵۰۰. د عين غزال په نوم دغه شان يو کلی د اوسني عمان په يوه ختيځه سيمه کې پروت دی. د انسانانو مجسمې چې له ګچ نه جوړې شوې او تاريخي لرغونتيا يې له زېږد مخکې ۷۲۵۰ يا له دې هم مخکې وخت ته رسېږي، په اردن کې موندل شوې دي، دا مجسمې د انسان د څېرې ښودلو په لومړۍ ستره درجه بندۍ کې شاملې دي، کومې چې تر اوسه تر لاسه شوې دي. په اردن دره کې د تولايلات غاسول په څېر د مسو د عصر د عامو کلو په خلاف له زېږد مخکې ۴۵۰۰-۲۶۰۰، په ختيځه بازالت صحرا کې د ګردو ډبرينو انګړونو؛ چې موخه يې معلومه نه ده، لرغون پېژندونکي حيران کړي دي. په سويلي شام کې پیاوړي ښارونه او د ښارونو مرکزونه په لومړي ځل د ژېړو برونز په عصر کې له زېږد مخکې ۳۶۰۰-۱۲۰۰ کې جوړ شول. وداي فاينان د مسو د را ايستلو مرکز وګرځېد دا فلز د ژېړو د توليد لپاره په پراخه کچه وکارول شو. سوداګري او د خلکو تګ راتګ په منځني ختيځ کې خپل اوج ته ورسېد، تمدنونه يې پراخ او سم کړل. د ټرانس جورډان په هغو سيمو کې کلي په چټکتيا سره پراخ شول، چېرې چې د اوبو باوري سرچينې او کرنيزې ځمکې وې.لرغوني مصريان د شام پر لور وغځېدل او په پايله کې يې د اردن د سمندر دواړه غاړې په واک کې واخستې. د اوسپنې په پير کې له زېږد مخکې ۱۲۰۰-۳۳۲ د مصريانو له وتلو وروسته، ټرانسجورډان د امون، ادوم او مواب پاچهۍ کور و. د دې پاچهو خلکو، د کنعاني ډلې په سامي ژبو خبرې کولې؛ د دوی سياستونه د قبيلوي پاچهیو په توګه پېژندل شوې دي، نه د يوه دولت. امون د عمان په لوړه برخه، مواب د مړ سمندر ختيځ ته په لوړو ځمکو او ادوم په سويل کې د وادي عربه په شا او خوا کې موقعيت درلود. سرچینې هېوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%A6%D9%8A%D9%84
اسرائيل
اسرائيل چې په رسمي ډول د اسرائيلو دولت په نوم پېژندل کېږي، په ختېځه اسيا کې پروت هېواد دی. دا هېواد د مديترانې سمندر په سويل ختیځو څنډو او د سره سمندر په شمالي څنډو کې پروت دی، په شمال کې له لبنان، شمال ختیځ کې له سوريې، ختيځ کې له اردن، ختيځ او لويديځ ته د فلسطيني ځمکو د لويديځې څنډې او غزې تړانګې سره يې پولې شریکې دي، مصر يې سويل لويديځ ته پروت دی. تل ابيب د دې هېواد اقتصادي او تيکنالوجيکي مرکز دی، په داسې حال کې چې د حکومت مرکز او اعلان شوې پلازمېنه يې القدس ښار دی، له دې سره سره پر ياد ښار د اسرائيلو پر واکمنۍ نړيوال اعتراف محدود دی. اسرائيل له افريقا نه د لومړيو انسانانو د کډوالۍ شواهد لري. د لرغون پېژندنې پر بنسټ کنعاني قبيلې د منځني برونز ژېړو له پير نه په دې سيمه کې ثابتې شوې دي، په داسې حال کې چې د اسرائيلو دولت او يهود د اوسپنې په پير کې منځ ته راغلي دي. نوې اشوري سترواکي له زېږد مخکې په ۷۲۰ کال کې اسرائيل ويجاړ کړل. وروسته يهودا د بابلي، پارسي او هلينستي سترواکيو له خوا ونيول شو او د يهودي خپلواکو ولايتونو په توګه پاتې شو. له زېږد مخکې ۱۱۰ کې د مکابيين بريالۍ بلوا هاموني خپلواکه پاچهي رامنځ ته کړه، دا پاچهي له زېږد مخکې ۶۳ کال کې د رومي جمهوريت تابع وګرځېده او ورپسې له زېږد مخکې په ۳۷ کال کې يې هلته هيرودي واکمني نصب کړه او په شپږم زکال کې يې د رومي يهودي ولايت جوړ کړ. يهودا د يوه رومي ايالت په توګه تر هغه وخته پاتې شو، تر څو د يهوديانو ناکام پاڅون د پراخې ويجاړۍ، د يهوديانو د شړلو او له يهودا نه د سوريې فلسطين ته د دې نوم د بدلېدو لامل وګرځېد. د پېړيو په تېرېدو سره په دې سيمه کې د يهودو شتون دوام پيدا کړ. له زېږېد وروسته په اوومه پېړۍ کې، عربيانو له بيزانس سترواکۍ نه شام ونيو، دا سيمه په ۱۰۹۹ز کال کې تر لومړۍ صليبي جګړې او ورپسې په ۱۱۸۷ز کال کې د ايوبيانو تر نیواک پورې د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې پاتې شوه. په ديارلسمه پېړۍ کې د مصر مملوک سلطنت شام ته خپله واکمني وغځوله، تر څو دوی په ۱۵۱۷ز کال کې د عثماني سترواکۍ له خوا مات شول. په نولسمه پېړۍ کې، د يهوديانو تر منځ ملي بيداري صهيونستي خوځښت رامنځ ته کړ او له دې وروسته يې فلسطين ته کډوالي پيل کړه. له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته، بریتانيې ټوله هغه سيمه چې اسرائيل په کې جوړ شوي، فلسطيني ځمکې او اردن د ملتونو د ټولنې له خوا د ورکړل شوي واک په توګه اداره کول. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، د ملګرو ملتونو نوي جوړ شوي سازمان د فلسطين لپاره په ۱۹۴۷ز کال کې د وېش طرحه تر لاسه لاندې ونيوله او په جلا جلا توګه يې د عربي او يهودي هېواد او نړيوال شوي قدس د جوړولو وړانديز وکړ. يهودي استازولۍ دا طرحه ومنله، خو عربي مشرانو رد کړه. په فلسطين کې د يشوف ځواکونو او فلسطيني عربي ځواکونو تر منځ د کورنۍ اجباري جګړې نه وروسته، د بریتانيې د واکمنۍ په پای ته رسولو سره سم اسرائيلو خپلواکي اعلان کړه. دا جګړه په ۱۹۴۸ز کال کې د عربي-اسرائيلو د جګړې په نوم نړيواله شوه چې د اسرائيلو او ګڼو شا او خوا عربي هېوادونو تر منځ وه، په ۱۹۴۹ز کال کې د جنګ بندۍ پر موافقه پای ته ورسېده چې پر بنسټ يې اسرائيلو د پخوانۍ واکمنۍ زياته برخه په واک کې لرله، په داسې حال کې چې لويديځه تړانګه اردن او غزه مصر واخستل. له هغه وخت راهيسې اسرائيلو له عربي هېوادونو سره ګڼې نښتې کړې او د ۱۹۶۷ز کال د جون په مياشت کې له شپږ ورځنۍ جګړې را وروسته يې زياتې سيمې اشغال کړې دي، د جولان لوړو او فلسطيني لويديځې تړانګې نیواک ته دوام و رکوي چې ختېځ قدس او د غزې تړانګه هم په کې شامل دي. که څه هم په دې خبره اختلاف دی چې د اسرائيلو له جلا کېدو وروسته به د غزې اشغال په خپل ځای پاتې شي که نه. اسرائيلو خپل مدني قوانين د جولان لوړو او قدس ته هم غځولي دي، خو دا کړنې د نړيوالې ټولنې له خوا غیر قانوني بلل شوې او رد شوې دي، اسرائيلو په نيول شوو سيمو کې مېشت ځايونه جوړ کړي چې دا چاره هم نړيواله ټولنه د نړيوال قانون تر مخې ناقانونه بولي، خو بیا هم اسرائيل له دې موضوع سره مخالفت څرګندوي. د اسرائيلو او فلسطين د شخړو د حل هڅې د سولې کوم وروستي تړون ته نه دي رسېدلي، په داسې حال کې چې اسرئيلو هم له مصر او هم له اردن سره د سولې تړونونه لاسليک کړي او په دې وروستيو کې يې له ځینو نورو عربيي هېوادونو سره اړيکې عادي کړې دي. اسرائيل په خپلو بنسټيزو قوانينو کې خپل ځان يو يهودي ديموکراتيک هېواد او د يهوديانو ملي هېواد بولي. دا هېواد يو ليبرال ديموکراتيک نظام، نسبي استازولي او ټولو ته د رايې حق ورکوي. لومړی وزير يې د حکومت مشر او کنست يې مقننه قوه ده. په ۲۰۲۱ز کال کې له نهه ميلیونه نه د زيات نفوس په لرلو سره اسرائيل يو پرمختللی هېواد او د غړی دی. د ناخالص کورني نومي توليد له پلوه اسرائيل د نړۍ يو دېرشم ستر اقتصاد دی او تر ټولو پرمختللی هېواد دی چې اوس هم په جګړه کې ښکېل دی. اسرائيل په منځني ختيځ کې د ژوند لوړ معيار لرونکی هېواد دی، د وګړو پوځي روزنې، د وګړو لوړو زده کړو د سلنې کچې، د ناخالص کورني توليد سلنې په واسطه څېړنې او پراختيا لګښتونو، د ښځو خونديتوب، ژوند ته د هيله مندۍ نوښتونو او خوښۍ ته په کتنې سره اسرائيل د نړۍ له مخکښو هېوادونو نه دی. رېښه د بریتانيې ترواکمنۍ لاندې ۱۹۲۰-۱۹۴۸ز، دا ټوله سيمه د فلسطين په نوم پېژندل کېده. په ۱۹۴۸ز کال کې له خپلواکۍ سره سم، دې هېواد په رسمي ډول د د اسرائيلو دولت نوم خپل کړ په عربي کې دولة اسرائيل او په عبري ژبه کې ، نور ډېر تاريخي او مذهبي نومونه، لکه: د اسرائيلو ځمکه، ايفر چې له ايبر نيکه نه اخیستل شوی و، صهيون او يهودا هم وړانديز شوي وو، خو دا ټول رد شول، په داسې حال کې چې اسرائيل نوم د بن ګوريون له خوا وړانديز شو او د ۶-۳ رايو په اخیستلو سره تصويب شو. د خپلواکۍ په لومړيو اوونيو کې، حکومت اسرائيلي اصطلاح، د اسرائيلو د تبعه ښودلو لپاره غوره کړه او د بهرنيو چارو وزير موشيه شاريت يې رسمي اعلان وکړ. له تاريخي پلوه، د اسرائيلو ځمکه نوم د اسرائيلو بايبلي پاچهۍ ته اشاره کوي او د بني اسرائيل نوم ټولو يهوديانو ته اشاره کوي. اسرائيل نوم په عبري کې ، اسرائيل، آل خدای په خپل ځای دی واکمني کوي، که څه هم له هوشع ۱۲:۴ وروسته له خدای سره د مبارزې په معنا تفسريږي، په دې فقرو کې ستر يعقوب ته اشاره کېږي چې د عبري بايبل سپېڅلي کتاب په وينا، هغه ته د رب له ملايکې سره بريالۍ غېږنېونې وروسته دا نوم ورکړل شو. د يعقوب دولس زامن د بني اسرائيلو نېکونه شول، دوی د اسرائيلو د دولسو قبيلو يا د بني اسرائيلو په نوم هم يادېږي. يعقوب او د هغه زامن په کنعان کې اوسېدل، خو لوږې او قحطۍ اړ کړل چې د څلورو نسلونو لپاره مصر ته ولاړ شي چې دا موده د ۴۳۰ کلونو لپاره د موسی تر وخته وغځېده، موسی د يعقوب کودی د لمسي لمسی و، موسی اسرائيل د خروج پر مهال بېرته کنعان ته رهي کړل. د لرغون پېژندنې لومړی پېژندل شوی اثر، چې د اسرائيلو کلیمه يې د يوې ټولګې په توګه ياده کړې ده، په لرغوني مصر کې د سټيل مرنپتا ده چې تاریخ کې له زېږد مخکې د ديارلسمې پېړۍ وروستيو ته رسېږي. دغه سيمه د سپېڅلې ځمکې په نوم هم پېژندل کېږی، د يهوديت، مسيحيت، اسلام او بهايي عقیدې په ګډون د ټولو ابراهيمي اديانو لپاره سپېڅلې ده. د پېړيو په اوږدو کې، دا سيمه په بېلا بېلو نومونو پېژندل شوې، لکه: کنعان، وجاهي، السامرة، يهودا، يهود، يودع، سوريا فلسطين او سويلي سوريا. کلتور جغرافیه اقتصاد سرچينې هېوادونه اسرایل
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%8A%D8%B1%D8%A7%D9%86
ايران
ايران رسماً د ايران اسلامي جمهوريت دی، په لويديځه اسيا کې پروت هېواد دی. په شمال لويديځ کې له ارمنستان او اذربايجان سره، په شمال کې د کسپين له سمندر سره، په شمال ختيځ کې له ترکمنستان سره، په ختيځ کې له افغانستان سره، په سويل ختيځ کې له پاکستان سره، په سويل کې د فارس له خليج او عمان له خليج سره او لويديځ لور ته د ترکيې او عراق سره ګډه پوله لري. د ۱۶۴۸۱۹۵ کيلو متره مربع ۶۳۶۳۷۲ ميل مربع مساحت په لرلو سره، ايران په اسيا کې پنځم سترهېواد دی او په منځني ختيځ کېله سعودي عربستان وروسته دويم ستر هېواد دی. د پنځه اتيا ميليونه وګړو په لرلو سره، په نړۍ کې د نفوسو له پلوه اولسم هېواد دی. پلازمېنه او ستر ښار يې تهران دی. د اوسني ايران اصلي ځمکه د افغانستان پخوانی اریانا، اذربایجان، او خلیج پارس له ځمکو څخه جوړه سوې ده. پارس چي د پخواني افغانستان واکمني او پلازمینه یې بلخ ولایت وو د پارسي کلمې څخه اخیستل سوی لفظ دی. د اسلام تر راتګ وروسته کله چي پر دغه ځمکه عربانو یرغل پیل کړ نو یې د فارس نوم ورباندي کښېښود، ځکه په عربي ژبه کي د پ لفظ شتون نلري او عربانو یې په بدل کي د ف لفظ وکاراوه. عرب مسلمانانو په اوومه زېږديزه پېړۍ کې د پارس سترواکي ونيوله او د اوسني ايران اسلامي کولو ته يې لاره پرانيسته. د راشده خلافت او اموي واکمنۍ پر مهال ایران د عجمي عراق او خراسان یوه برخه وه او ترهغه وروسته په عباسي خلافت کي کله چي مسلمان خلیفه ګان له سیاسي پلوه ناتوانه سول د پارس سیمه د سلجوقیانو، افغانانو او نورو ترکي دولتونو تر واک لاندي راغله. په پنځلسمه پیړۍ کي د صفاریانو په نوم واکمني د متحده پارس دولت جوړ کړ او هېواد يې په شيعه اسلام واړاوه. په اتلسمه پېړۍ کې د نادرافشار له لوري د پارس شیعیزم ته پرلپسې چوپړ ترسره سو او غوښتل یې چي شاوخوا هیوادونه په ځانګړي ډول افغانستان تر خېټه لاندي کړي خو په دې کار کي ناکامه سو او څو ځله یې له افغانانو څخه شرموونګې ماته وخوړه عیني لکه څرنګه چي یې دصفویانو د واکمنی پر مهال له عثماني واکمنی څخه ماته کړې وه. په نولسمه پېړۍ کې له روسيې سره د جګړو د يوې لړۍ په پايله کې پارس د پام وړ ځمکي له لاسه ورکړې. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې ايران د اساسي قانون د اوښتو شاهد و او په ۱۳۳۵ کال کي یې خپل نوم له پارس څخه په ایران بدل کړ، ترڅو دافغانانو، ترکانو او نورو قومونو چي پر دوی یې له سلګونو راهیسي واکمني کړې وه ځان خپلواک وښیي. د لويديځو شرکتونو له لوري د ايران د تيلو د مهيا کولو او ملي کولو هڅې په ۱۹۵۳ز کال کې انګليس-امريکايي اوښتون رامنځ ته کړ، پايله یې دا سوه چې د محمد رضا پهلوي په مشرۍ زياته استبدادي واکمني او په ايران کې د لويديځ د زيات سياسي نفوذ لامل وګرځېد. رضا پهلوي په ۱۹۶۳ز کال کي د سمونونو يوه لړۍ پر لار واچوله. د ايران له انقلاب وروسته، په ۱۹۷۹ز کال کي روح الله خميني اوسنی اسلامي جمهوريت جوړ کړ او د هېواد لومړی مذهبي رهبر سو. د ايران حکومت يو اسلامي مذهبي حکومت دی چې د صدراتي دموکراسۍ عناصر په کې شامل دي او تر ټولو زيات واکونه يو مشر استبدادي رهبر ته ورکړل شوي دي، دا دنده په ۱۹۸۹ز کال کې د خميني له مړينې وروسته تر اوسه د علي خامنه اي سره ده. تر ډېره بريده د ايران حکومت مطلق العنان بلل کېږي، له بشري حقوقو او مدني آزادۍ نه د سرغړونې له امله تر پراخه نېوکو لاندې دی، په دې سرغړونو او محدوديتونو کې له تاوتريخوالي ډکو ګڼو لاريونونو ځپل، ناعادلانه ټاکنې او د مېرمنو او ماشومانو لپاره محدود حقوق ورکول شامل دي. ايران يو سيمه یيز او منځنی ځواک دی، له جيوپوليتيکي پلوه د اسيا په لويه وچه کې ستراتيژيک موقعيت لري. ايران د ملګرو ملتونو، ، اسلامي همکاريو سازمان او بنسټ اېښودونکی غړی هېواد دی. ايران د فوسيلي سون توکو سترې زېرمې لري په دې کې د نړۍ دويم ستر طبيعي ګاز زېرمې او د نړۍ څلورم ستر ثابت شوي تېلو زېرمې شاملې دي. ايران تکثيري ټولنه لري چې د ګڼو توکميزو، ژبو او ديني ډلو نه جوړه ده خو پارسی قوم یې دلته مراد پارسي ژبي قومونه دي پر نورو قومونو ظلم کوي اود واک چاري یې تر ډیره پخپلو لاسونو کي نیولي دي. سترې ډلې يې فارسي، اذري، کوردي، مازندراني او لريان دي. نوم د ايران ټکی نېغ په نېغه له منځنۍ فارسي ژبې، له نه اخستل شوی، په لومړي ځل د درېيمې پېړۍ په ډبرليک نقش رستم کې تاييد شوی، په ورته وخت کې اشکاني ډبرليک کې د اريان اصطلاح کارول شوې ده چې دا دواړه ډبرليکونه ايرانيانو ته اشاره کوي. د منځنۍ ايراني او ټکي د منځنۍ فارسي او اشکاني ټکو يو ځای شوې بڼې ته مايل ښکاري، دا دواړه ټکي له پروتو-ايراني ژبې د ټکي نه اخستل شوي چې معنا يې ده: اريايي، يعنې له ايرانيانو نه، دا ټکی له پروټو-هندو-اروپايي ټکي - نه د را ايستل شوي په توګه منل شوی دی چې معنا يې ده هغه څوک چې په مهارت سره راټوليږي. په ايراني ژبو کې، د توکم پر اساس پېژندګلوي د خپل ځان پېژندنې په توګه تاييد شوې، چې په لرغونو ډبرليکونو او اوستا په ادبياتو کې ځای ورکړل شوی دی، همدا راز په نورو ايراني توکميزو نومونو کې هم پاتې دی، لکه الان ايرون. د ايراني افسانو تر مخې، د دې هېواد نوم د ايراج له نوم نه اخستل شوی دی، ايراج يو افسانوي شاهزاده او پاچا و چې د خپل ورور له خوا وژل شوی و. له تاريخي اړخه، لویديځ ايران ته فارس وايي، د يوناني تاريخ پوهانو د لیکنو له امله چې عمدتاً ټول ايران ته د نوم اخلي او معنا يې ده د فارسيانو ځمکه، په داسې حال کې چې پرسيس د لرغوني ايران يو ولايت و چې اوسمهال د فارس په نوم پېژندل کېږي. د يونانيانو تر ټولو پراخه بهرنۍ اړيکې له فارسيانو سره وې، دا اصطلاح ان له يوناني-فارسي جګړو له زېږد مخکې ۴۹۹-۴۴۹ ډېر وروسته هم کارېده. په ۱۹۳۵ز کال کې، کله چې نوروز د ۱۹۳۵ز کال د مارچ مياشتې له يووېشتمې نېټې سره برابر شو، رضا شاه پر دې مهال له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې، ايران ته خپل اصلي نوم ايران وکاروي او دا نوم د همدې کال د مارچ مياشتې له دوه وېشتمې نېټې نافذ شو. د نوم له بدلون سره د مخالفت له امله دا پریکړه په ۱۹۵۹ز کال کې لغوه شوه، د ايرانيکا دايرة المعارف سموونکي پروفيسر احسان يارشاطر د دې لپاره مبارزه وکړه چې ايران او فارس د يو بل پر ځای وکارول شي. اوسمهال دواړه ايران او فارس په کلتوري برخو کې کارول کېږي، په داسې حال کې چې ايران نوم په رسمي دولتي جوړښتونو کې په خپل ځای پاتې دی. د ايران ټکي تاریخي او کلتوري کارول تر اوسني دولت پورې محدود نه دي. د ايران کلتوري او ژبنۍ حوزې قلمرو ته د لوی ايران ايران زمين يا ايران بزرګ اصطلاح کارول کېږي. پر اوسني ايران سربېره، په دې کې د قفقاز، اناتولي، بين النهرين، افغانستان او مرکزي اسيا ځينې برخې هم شاملې دي. تلفظ په فارسي کې د ايران تلفظ په ډول کېږي. د ټولګټو شريک انګليسي تلفظ يې په اکسفورډ انګليسي قاموس کې په او ډول شوی، په داسې حال کې چې د ميريام ويبسټر د قاموس په څېر امريکايي انګليسي قاموسونه يې تلفظ په دې ډول کوي چې: - ، د قاموس د ايران تلفظ په ډول ليکلی دی. کمبريج قاموس يې د بریتانوي انګليسۍ لهجې تلفظ په ډول او امريکايي لهجې انګليسي تلفظ په ډول کړی دی. په ورته توګه، په ګلاسکو کې د انګليسي قاموس بيا هم انګريزي انګليسي او امريکايي انګليسي تفلظونه وړاندې کړي دي. له امريکا غږ نه د تلفظ لارښود کې هم د ايران د نوم تلفظ په دې ډول شوی دی. قومونه ايران لکه افغانستان بيلابيل توکمونه لري ، د ايران توکمونه په لاندې ډول دي؛ فارسپارسیان: ٪۶۸ ترکان: ٪۱۶ کوردان: ٪۹ بلوچان: ٪۲ عربان: ٪۲ ترکمانان: ٪۲ نور قومونه: ٪۱ نوم تاريخ د اوسني ایران تاریخ له هجري سپوږمیز کال څخه هغه وخت راپیلیږي کله چي ددغه هیواد شاهي واکمني د افغانستان او نورو هیوادونو په اجازه د لرغوني پارس نوم ایران ته واړاوه. د پهلوي کورنۍ ترمخه ددغه هیواد تاریخ تر ډېره پوري د نورو قومونو او واکمنیو اړوند دی او پر دغه سیمه باندي په بېلابیلو وختونو کي ترکان، افغانان، عرب او نور خلک واکمن سوي دي. د لرغوني پارس پخواني افغانستان یا اریانا واکمني چي مرکز یې بلخ ولایت وو اوسنی ایران یې یوه برخه بلل کېده او ترهغه وروسته هخامنشیانو، ساسانیانو او نورو کورنیو وخت پر وخت دلته واکمني کړې ده. د ساسانیانو تر واکمني وروسته کله چي دغه سیمه عربانو لاندي کړه اوسنی ایران د عجمي عراق په نوم د اسلامي واکمنۍ یوه برخه وه چي څه برخه یې د پخواني افغانستان یا خراسان اړوند کېدل. ورپسې دغه هیواد دعباسي خلافت، ترک سلجوقيانو ، صفاریانو صفویانو او نورو هیوادونو ترلاس لاندي سیمه وه. دصفوي واکمنۍ تر ناتوانه کېدو وروسته پارس د افغان هوتکیانو تر لاس لاندي راغلی او ورپسې افشاري کورنی ورباندي واکمنه سول. د نادرشاه افشار د مړیني سره سم افغانان د پارس د لویي برخي څښتنان سول او اصفهان یو له هغه ښارونو وو چي په رسمي ډول د افغانستان اړوند بلل کېدی خو د احمدشاه بابا مړینه او په سیمه کي د انګریزانو نفوذ ددې باعث وګرځېدی چي اصفهان او د پارس لویدیځي سیمي بیرته د یو نوي هیواد په توګه راڅرګند او بغاوت وکړي او ددې لپاره چي خپل تاریخ له افغانانو او نورو څخه خپلواک وښیي د ایران پهلوي واکمنۍ په وروسته کي د پارس نوم ایران ته تبدیل کړ. اساسي تشکيلاتواو دندو ته کتنه جمهور ريئس دامقام د واک له مخی دويمه کړۍ گڼل کيږی . جمهور ريئس د څلورو کالو لپاره د ټولټاکنو د لاری انتخاب او داساسی قانون سره سم يوتن يوازی دوی دوری پر دی چوکۍ باندی ټاکل کيدلای شی . دی داجرائيه قوی مشر او داساسی قانون تفسير هم دده دنده ده چی دکوم بل هيواد په هکله دجمهور ريئس په دندو کی ددغه کار صلاحيت زما تر سترگو شوې ندی او راته دحيرانتياوړ ښکاری . دايران اسلامی دولت جمهور ريئس په عمل کی د روحانيت لوړ واک دتمثل يو ځانگړۍ ارگان جوړوی . د اولسمشرۍ په ټولټاکنو کی کانديدان هغه وخت په سياليو د دريدلو حق تر لاسه کوی چی د شورای نگهبان لخوايی وړتيا تائيد شی او لدی نه پرته هيڅوک ځان کانديد کولای نشی . حکومت دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی پیرانشهر د ایران د تمدن پاڼی دی پارلمان دايران د پارلمان مجلس ټول غړې ٢٩٠ تنه دی او دخلگو لخوا دمستقيمو رايو ورکولو له مخی د څلورو کالو پاره ټاکل کيږی .پارلمان دتقنينی ارگان په توگه دقوانينو د وړانديز او تصويب دنده لری . ددی ارگان لخوا ټول تصويب شوی قوانين هغه وخت نافذ گڼل کيږی چی دشورای نگهبان لخوا دتائيد وړ وگرځی . دپارلمان په ټاکنو کی دکانديدانو وړتيا هم بايد دشورای نگهبان لخوا تائيد او دستر روحانی مشر لخوا ومنل شی . پارلمان کولای شی خپل غړی او جمهور ريئس تر عدلې تعقيب لاندی راولې . شورای خبره گان دپوهانو جرگه ددی شورا له ډيرو سترو دندو څخه يوه هم دهيواد د ستر روحانی مشر ټاکل ٫ له دندی ليری کول او دهغه پراجراآو باندی څارنه ده . دپوهانو جرگه ٨٦ غړې لری چی دخلگو لخوا په مستقيمو ټاکنو کی د٨ کالو دپاره غوره کيږی . يوازی مذهبی روحانيون کولای شی دی شورا ته ځانونه کانديد او دشورای نگهبان له تائيد وروسته سياليو ته و دريږی . ددی شورا تر ټولو مهم غړۍ داگړۍ ښاغلۍ اکبر هاشمی رفسنجانی دی شورای نگهبان دڅارنی جرگه داجرگه دهيواد ترټولو اغيزمن ارگان دی چی ټولټال ١٢ غړې لری . دغړو نيمه برخه ٦ تنه يی د دينی علومو پوهان دی چی دهيواد ستر روحانی مشر يی په گوته کوی اوپاته ٦ تنه يی دحقوقو پوهان چی دقضا لخوا ټاکل کيږی . دشورا ټول غړی ديارلمان څخه دباور رايی اخيستنی وروسته وظيفوی واک پلاس راوړی او په کارپيل کی . دنومړې شورا دواک موده شپږ کاله او بنسټيزه دنده يی پر ټولوانتخاباتو باندی څارنه ده . داشورا همدارنگه هغه قوانين منظور او تفسيروی چی دپارلمان لخوا تصويب شوی وی . دهيوادستر روحانی مشر لکه څنگه چی ياده شوه دا شخص دپوهانو دجرگی لخوا په دنده گمارل کيږی . دستر روحانی مشراصلی دندی د قضايی قوی د ريئس ټاکل ٫ دپوهانو دجرگی دنيمی برخی غړو نومول ٫ د وسلوالو ځواکونو دقوماندانانو ټاکل ٫ د دولتی راډيو او تلويزيون د ريئس ټاکل دی ٫ دامنيت شورا او دمنځگړيتوب شورا گمارل دی . لدی نه پرته دجمعی دلمانځه امامت کول او ترټاکنو وروسته د جمهور ريئس دصلاحيت تائيدول هم ددغه روحانی مشر په دندو کی راځی . دايران دولت اوسنۍ ستر روحانی مشر ايت الله علی خامنه ای دی چی دژوندترپايه پر دغی دندی باندی گمارل شوی حکومت او سياست دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی جغرافيه اقليم ولايتونه اقتصاد توکميزې ډلې لويې ژبې مذهب لوی ښارونه سرچینې لیکوال: پوهنمل حاجی محمد نوزادی. د فارس خليج هېوادونه نژدې ختيځي هېوادونه د آسیا هېوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%D9%85%D8%B3%20%D8%A7%D9%84%D9%87%D8%AF%D8%A7%20%D8%B4%D9%85%D8%B3
شمس الهدا شمس
شمس الهدا شمس زېږېدنه: ١٣١٦ لمريز - مړينه: ۹ د اکتوبر، ۲۰۰۵ زېږيز په انگرېزي: د افغانستان يو پياوړی سياستپوه او سياسي شنونکی ؤ. نوموړی تر خپلې مړينې پورې د افغان ملتپال ولسواک گوند افغان ملت مشر او سياسي کدر پاتې شوی ؤ. ښاغلی شمس د کونړ ولايت د نورگل ولسوالۍ به کوز نورگل کې به يوه روحاني کورنۍ کې چې د قاضیانو په نامه هم يادېږي د ډگروال حاجي نورالهدا خان په کور کې پېدا شوی دی. زده کړې لومړنی ښوونځی يې په نورگل کې لوستی دی. تر دوولسم ټولگي يې حربي ښوونځی او بیا په ١٣٤٤ لمريز کال کې د کابل حربي پوهنتون څخه فارغ شو. ډېره موده يې د ننگرهار په يولسمه فرقه کې دنده ترسره کړې ده. په ١٣٥٧ لمريز کال کې د دفاع وزارت څخه کورنيو چارو وزارت ته بدل شو. د کورنيو چارو به وزارت کې د جگړن په رتبه د روغنياتو امر وه. گوند ته ننوتل په ١٣٥٧ لمريز کال کې د ثور د خونړۍ کودتا څخه وروسته له خپلې دندې څخه ليرې کړای شو او په کور کښېنولی شو. ځکه شمس د افغان ملت د گوند له مشرانو څخه وه. په داسې حال کې چې د گوند ډېر مشران په کابل کې او په ټول هېواد کې نيول شوي وه په زندان کې پراته وه. شمس په پټه د گوند مشري کوله او گوندي رهبر و. د همدې کال د مرغومي په ٢٢مه نېټه په داسې حال کې چې کور يې د خلقيانو لخوا محاصره شوی و او دی تصادفي د يو گوندي ورور په کور کې مېلمه وه چې د خپل کور د محاصرې څخه خبر شو نو په همدې شپه د کونړ په سيند پورې ووت او پاکستان ته مهاجر شو. پېښور ته د رسېدو سره سم يې د افغان ملت د گوند مرکز جوړ کړ، گوندي وروڼه يې سره راغونډ کړل، د افغان ملت د جريدې په چاپولو يې لاس پورې کړ او په کابل کې يې د گوندي وروڼو سره پټې اړيکې ټينگې کړې. ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ واړه مشغول دي ځينې ځان، ځينې جهان جوړوي شمس په پېښور کې ځان جوړ نه کړ، بلکې گوندي وروڼه يې منظم کړل او جبهو ته يې ولېږل، گوند يې نړېوالو ته وپېژانده، د قلم مورچل يې تود کړ. په ١٣٦٦ لمريز کال کې د وري په مياشت کې په پېښور کې په يوه گوندي کنگره کې د افغان ټولنپال ولسواک گوند افغان ملت ريس وټاکلی شو چې تر ١٣٨٤ لمريز پورې يې په پېښور کې د گوند د رياست دنده پرمخ بېولې ده. مړينه شمس الهدا شمس چې د افغان ټولنپال ولسواک گوند مشر ؤ په ۹ د اکتوبر، ۲۰۰۵ زېږيز کال په خپل پلرني ټاټوبي، د کونړ ولايت په نورگل کلي کې د زړه د ناروغۍ له امله ومړ. د هغه مړينه نه يواځې د افغان ملت گوند ته يوه لويه ځايه وه بلکه په افغانستان کې ټولو ملتپالو ولسواکو خوځښتونو ته يوه دروند تاوان هم وه. شمس الهدا شمس د خپل ژوند په وروستني کالونو کې وروسته له کالونو کډوالۍ څخه بېرته خپل پلرني ټاټوبي ته ورگرځېدلی و او په جلال آباد کې يې خپل د گوند لپاره يو دفتر پرانيستی و. . - . . - . . . . . . - . - . . . - . . . . . . . . . . . سرچينې د ۲۰۰۵ کال مړينې افغان سياستوال سياستوال پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%B1%DB%90%D8%AA%D8%A7%D9%86%D9%8A%D8%A7
برېتانيا
د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت، په عموم کې د انګلستان يا بریتانيې په نوم پېژندل کېږي، په شمال لوېديځه اروپا کې يو خپلواک هېواد دی چې د اروپا د مرکزي سيمو په شمال لوېدیځو ساحلونو کې موقعيت لري. په برتانيه کې د سترې برتانيې ټاپو، د ايرلينډ ټاپو شمال ختيځه برخه او د برتانيې د ټاپوګانو نورې ګڼې جزېرې شاملې دي. شمالي ايرلينډ د ايرلينډ له جمهوريت سره ګډه پوله لري. له دې پرته له بریتانيې څخه اتلانتيک بحر چاپېر دی، په ختيځ کې د شمال له سمندر، سويل ته يې انګليس کانال او سويل لوېدیځ ته يې سلتيک سمندر واقع دي، په دې ډول بریتانيه په نړۍ کې تر ټولو اوږدې ساحلې پولې لري. لويه بریتانيه او ايرلينډ د ايرلينډ د سمندر په واسطه سره جلا شوي دي. مساحت يې ۲۴۲۵۰۰ کيلو متر مربع ۹۳،۶۲۸ مربع ميله دی، د وګړو شمېر يې په ۲۰۲۰ز کال کې اته شپېته ميليونه اټکل شوی دی. بریتانيا يو اتحادي ديموکراتيک پارلماني او د اساسي قانون شاهي نظام لرونکی هېواد دی. پاچا يې ملکه اليزابيت دويمه له ۱۹۵۲ز کال راهيسې واکمني کوي. پلازمېنه او ستر ښار يې لندن دی، کوم چې يو نړيوال ښار او سوداګريز مرکز دی، له دې سره د نښتو نورو سيمو د دې ښار د وګړو شمېر څوارلس ميليونه دی. بریتانيا له څلورو هېوادونو جوړه شوې چې دا دي: انګلستان، سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ. له انګلستان پرته نور هېوادونه يې خپلواک دولتونه لري، چې هر يو يې د ځانګړي ځواک لرونکي دي. بریتانيا د څو کلونو په اوږدو کې د دې هېواد د جوړوونکو هېوادونو د يو لړ يو ځای کېدنو، اتحاديو او جلا کېدنو نه بشپړشوی دی. د انګلستان د سلطنت په کوم کې چې ويلز هم شامل و او په ۱۵۴۲ز کال کې ورسره يو ځای شوی و او د سکاټلينډ د سلطنت تر منځ په ۱۷۰۷ز کال کې د اتحاد له تړون څخه وروسته د سترې بریتانيې سلطنت رامنځ ته شو. په ۱۸۰۱ز کال کې ورسره د ايرلينډ سلطنت په يو ځای کېدو سره دا هېواد د متحدې بریتانيې او ايرلينډ په سلطنت بدل شو. د ايرلينډ ډېره برخه په ۱۹۲۲ز کال کې له بریتانيې څخه جلا شوه او په دې سره اوسنۍ برتانيا او شمالي ايرلينډ پاتې شول او په ۱۹۲۷ز کال کې يې د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت رسمي نوم غوره کړ. د من، ګرينزي او جرسي نژدې ټاپوګان د بریتانيې برخه نه دي، د بریتانيې په وليعهد پورې اړوند دي چې د بریتانيې حکومت يې د دفاع او نړيوال استازيتوب مسئوليت لري. له پولو بهر څوارلس بریتانوي ځمکې هم شته، کومې چې د بریتانوي سترواکۍ څخه راپاتې دي، له ۱۹۲۰ز کلونو راهيسې، کله چې ياده سترواکي په خپل اوج کې وه او د نړۍ د وچې ځمکې په څلورمه برخه او د نړۍ د نفوسو په درېيمه برخه يې حکومت کاوه او دا په تاريخ کې تر ټولو ستره سترواکي وه. د بریتانيې د ډېرو پخوانيو مستعمرو په ژبه، کلتور ، حقوقي او سياسي نظام کې د بریتانيې اغېزې لېدل کېږي. بریتانيا د داخلي ناخالص توليد له پلوه د نړۍ پنځم ستر اقتصاد او د پېرودلو د وړتيا د برابرۍ له اړخه د نړۍ لسم ستر اقتصاد لري. دا هېواد د لوړ عايد اقتصاد او د انساني پراختيا ډېر لوړ شاخص ډېره لوړه کچه کې ځای لري چې په نړۍ کې ديارلسمه شمېره ځای کې قرار لري. بریتانيا د نړۍ لومړی صنعتي شوی هېواد دی او په نولسمه او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د نړۍ تر ټولو پياوړی ځواک و. اوس هم بریتانيا د نړۍ يو له سترو ځواکونو څخه ده چې په نړيواله کچه د پام وړ اقتصاد، کلتور، پوځ، علمي، ټيکنالوژيکي او سياسي اغېز لري. د هستوي وسلې لرونکي هېواد په توګه پېژندل شوی او په نړيواله کچه يې پوځي لګښتونه په څلورمه درجه کې دي. په ۱۹۴۶ز کال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د لومړۍ ناستې راهيسې، دا هېواد د دې شورا دايمي غړی دی. بریتانيا د ټولګټو هېوادونو، اروپايي شورا، د جي۷ هېوادونو، د لسو ډلې، د جي۲۰، ملګرو ملتونو، ناټو، ، د اقتصادي همکاريو او پراختيا سازمان، انټرپول او نړيوال سوداګريز سازمان غړی هېواد دی. دا هېواد په ۱۹۷۳ز کال کې د اروپايي ټولنو او بيا د دې د ځای ناستي اروپايي اتحاديې سره له يو ځای کېدو راهيسې، د دې سازمانونو غړی و، په ۲۰۱۶ز کال کې يوه ټولپوښتنه وشوه او بریتانيا په ۲۰۲۰ز کال کې له دې ټولنو ووتله. د نوم رېښې او اصطلاحات د ۱۷۰۷ ز د يووالي قانون اعلان کړل چې د انګلستان سلطنت او د سکاټلينډ سلطنت د لويې بریتانيې تر نامه لاندې په يوه سلطنت کې متحد شول. د متحد سلطنت اصطلاح، کله ناکله د پخوانۍ سترې بریتانيې د سلطنت لپاره کارېده، که څه هم له ۱۷۰۷ زڅخه تر ۱۸۰۰ز کال پورې يې رسمي نوم ستره بریتانيا وه. د ۱۸۰۰ز کال د يووالي قوانينو په ۱۸۰۱ز کال کې د سترې بریتانيې او ايرلينډ سلطنتونه سره يو ځای کړل او په دې توګه د سترې بریتانيې او ايرلينډ متحد سلطنت رامنځ ته شو. په ۱۹۲۲ز کال کې د ايرلينډ د جلا کېدو او د ايرلينډ آزاد ايالت له خپلواکۍ وروسته، د کوم په پايله کې چې له انګلستان سره د ايرلينډ د ټاپو يوازې شمالي ايرلينډ برخه پاتې شوه، نوم يې يو ځل بيا په د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت واوښت. که څه هم بریتانيا يو خپلواک هېواد دی، انګلستان، سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ ته هم هېوادونه ويل کېږي. د بریتانيې د لومړي وزير ويبپاڼې دا اصطلاح کارولې ده چې: په يوه هېواد کې نور هېوادونه تر څو بریتانيا تشرېح کړي. ځينې شمېریز لنډيزونه، لکه: د بریتانيې د دولسو سيمو لپاره، د سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ د سيمو د يادولو لپاره کارول کېږې. شمالي ايرلينډ، همدا راز د ولايت په نوم هم يادېږي. د شمالي ايرلينډ د ښودلو لپاره کارېدونکی نوم شونې ده چې د لانجو لامل وګرځي، ځکه ډېر ځله د يو چا د سياسي غوراوي ښودنه وکړي. د سترې بریتانيا اصطلاح، په عمومي توګه، د سترې بریتانيې ټاپو ته کارول کېږي، يا له سياسي اړخه په يو ځای انګلستان، سکاټلينډ او ويلز ته. کله نا کله د ټول انګلستان د نوم د مترادف په توګه هم کارول کېږي. د بریتانيا نوم هم د لويې بریتانيې او هم د متحده سلطنت لپاره کارول کېږي. په بېلا بېل ډول ګټه ترې پورته کېږي: د بریتانيې حکومت، په خپله ويبپاڼه د بریتانيې پر ځای د متحد سلطنت يا کارول غوره ګڼي، خو هغه مهال نه، کله چې د خپلو سفارتونو يادونه کوي، په داسې حال کې چې څرګندوي، چې دا دواړه نومونه د بریتانيې لپاره کارول کېږي، په ورته وخت کې د بریتانيې حکومت اصطلاح هم، هومره کارول کېږي، څومره چې د د متحده سلطنت حکومت اصطلاح کارول کېږي. د بریتانيې د جغرافيايي نومونو دايمي پلاوي، د جغرافيايي سيمو لپاره د ځانګړو نومونو په لارښود کې روښانه کړې ده چې، ،، او . ټول مصطلحات، چې په لنډيز ډول هم کارول کېږي، د لويې بریتانيې او شمالي ايرلينډ جيوپوليټيکي نومونه دي. د دې لارښود په نوملړ کې بریتانيا نه شته، خو وايي چې دا د لويې بریتانيې لپاره د نوم اصطلاح ده، چې په دې نوم کې شمالي ايرلينډ نه داخليږي. په تاريخي لحاظ د بي بي سي اداره غوره ګڼي چې د بریتانيې نوم وکاروي، کوم چې د سترې بریتانيې لنډيز دی، که څه هم اوسنیو لارښوونو په دې اړوند کوم ځانګړی درېځ نه دی نيولی، يوازې دا چې په دې نوم کې شمالي ايرلينډ نه دی شامل. د بریتانوي صفت، د بریتانيې اړوندو موضوعاتو او په قانون کې د بریتانيې تبعه او هغو موضوعاتو لپاره کارول کېږي، چې د تابعيت او هويت اړوند وي. د بریتانيې خلک، د خپل هويت د ښودلو لپاره جلا جلا اصطلاحات کاروي، کېدای شي دوی ځان ته بریتانوي، انګریز، سکاټلينډی، ويلزی، شمالي ايرلينډی يا ايرلينډی ووايي، يا ځان د ګڼو هويتونو د ترکيب په توګه پېژني. د بریتانيې د تبعه لپاره رسمي هويت د بریتانيې تبعه دی. سرچينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D8%B3%D9%8A%20%DA%98%D8%A8%D9%87
پارسي ژبه
دري چې د پارسي، پاړسي، هزاره گي يا دېگاني په پاړسي: فارسي په نومونو هم يادېږي د څو گړدودونو په درلودو ېې ځانته څو نومان ترلاسه کړيدي ، خو معياري ژبه ېې د فارسي په نوم ثبت ده . دغه ژبه د هندواروپايي ژبو په کتار کې يوه پراخه د افغانستان لوېديځ لور ته د ايران ژبه ده . ددې ژبې پراخېدل د مُغلو له پير سره پيل شوه ، د زېږېدو ځای ېې ماروالنهر ياد شوی چې د نن ورځې د اوزبکستان د سوېل لوېديځې سيمې بخارا ياده شوې چې د همدې ژبې ځينو مؤرخينو هم يادونه کړېده چې يو ېې هم غلام محمد غبار دی ، همدارنگه د دري گړدود په جوړولوکې ېې د لرغونو سيمه ييزو ژبو لکه اسکای ، تخاري، سغدي، پارتي او هم پهلوي اغېزې ښودلي دي . او تر هند پورې ېې پولې وغځولې . ژبه په دوو هېوادو ، ايران او تاجکستان کې د ملي او رسمي ژبې په حيث پېژندل کېږي او د همدې ژبې گړدود د دري په نوم په افغانستان کې د دوهمې رسمي ژبې په توگه په کال ۱۹۶۴م ز کې ونومول شوه. په افغانستان کې د وروستنيو سرشمېرنو اټکل چې په کال ۱۹۹۹ز کې شوی و له مخې ېې د دري ژبې ويونکي په ټول افغانستان کې شاوخوا. ميليونه وگړي ياد کړي دي . سرچينې ژبې پاړسي ژبه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%AB%D8%A7%D8%A8%D9%88%D9%86
ګابون
ګابن چې رسمي نوم یې د ګابن جمهوریت دی د مرکزي افريقا په لودیځ لور کې پروت هیواد دی. د ګابن پلازمینه لیبرویل ښار او رسمی ژبه یې فرانسوي ده، یاد هیواد ۷۴۵۲۶۷ کیلومتره مساحت او ۸۶۷۴۵۴۱ میلیونه وګړي لري. د پیسو واحد یې د مرکزي افریقا فرانک دی او په ۱۷ اګست ۱۹۶۰م کال یې له فرانسه نه خپلواکی ترلاسه کړی. ګابن په رسمي ډول د ګابن جمهوريت دی، چې د مرکزي افريقا پر لويديځ ساحل باندې پروت هېواد دی. دا سيمه چې د استوا پر کرښه باندې پرته ده، شمال لويديځ ته يې استوايي ګينه، شمال ته يې کامرون، ختيځ او سوېل ته د کانګو جمهوريت او لويديځ ته يې د ګينه خليج پروت دی. نږدې ۲۷۰۰۰۰ کېلو متر مربع ۱۰۰۰۰۰ ميل مربع پراخوالی او د اټکل له مخې ۲،۱ ميليون وګړي يا نفوس لري. درې څرګندې سيمې لري: ساحلي درې، غرونه مرکزي برخه کې کرسټال غرونه او چيلو ماسسېف او په ختيځ کې هواره او بې ونو دښته. د ګابن پلازمېنه او تر لوی ښار او رسمي ژبه يې فرانسوي ده. ننني ګابن کې په اصل کې وګړي استوګن شول، چې د توکم قبيلو د کډوالۍ له امله په پراخه ډول بې ځايه او جذب شول. په ۱۸ پېړۍ کې ګابن کې د يورنګو پاچاهۍ په نوم د ويونکو پاچاهي جوړه شوه. ياده پاچاهي په اصل کې د غلامانو د پېر او پلور له امله د يو پياوړي سوداګريز مرکز جوړېدلو وړ وه. يورنګو په ۱۸۷۰ لسيزه کې د غلامۍ پرېښودنه حس کړه. په ۱۹۶۰ کې له فرانسې څخه د خپلواکۍ له راهيسې د ګابن خپلواک دولت دري ولسمشران درلودلي دي. د ۱۹۹۰ ز لسيزې په لومړيو کې دې هېواد يو ګڼ ګوندي نظام او يو نوی ديموکراتيک اساسي قانون وړاندې کړ، چې يو څه روڼ ټاکنيز بهير ته يې لاره هواره او زيات حکومتي بنسټونه يې سم يا اصلاح کړل. ګابن له او سويلي افريقا څخه وروسته په سيمه کې د پينځم تر ټولو لوړ او له او استوايي ګينه څخه وروسته د پينځم تر ټولو لوړ سړي سر عايد ناخالص کورني محصول په درلودلو سره په نيمه صحارايي افريقا کې يو له نېکمرغه هېوادونو څخه دی، چې پراخه نفت او باندنۍ شخصي پانګه اچونې په ياده برخه کې مرسته کړې ده. د هېواد ناخالص کورنی محصول په ۲۰۱۰ ز کال څخه تر ۲۰۱۲ ز کال پورې په کلني ډول له ٪۶ څخه زياته وده وکړه. که څه هم د عايد په وېش کې د نابرابرۍ له امله، د نفوس د پام وړ برخه غريبه پاتې کېږي. ګابن په ولسي ادب فولکلور او د افسانو پوهه يا تاريخ کې بډايه هېواد دی. د کيسو يا داستانونو د ساتنې دودونه په کې ژوندي دي. لکه د وګړو تر منځ او د په منځ کې داستانونه. ګابن د مخ پټووني يا نقاب له امله هم پېژندل کېږي. لکه: او د د ساتنځای څېرې. رېښه د ګابن نوم په اصل کې له څخه تر لاسه کېږي، چې پرتګالي کې په چپنه کې نغاړلو ته وايي او نږدې د له لورې د کومو سيند د ننوتوځي مدخل بڼه ده. تاريخچه له استعمار څخه مخکې دوره له ۱۸۸۵ ز کال څخه مخکې د سيمې لومړني اوسېدونکي ولسونه يا وګړي وو. دوی د بانټو قبيلو د کډوالۍ له امله، د هغوی له لورې په پراخه ډول بې ځايه شول. په ۱۵ مه پېړۍ کې لومړني اروپايان سيمې ته ورسېدل. په ۱۸ پېړۍ کې په کې د په نوم د ويونکو پاچهي جوړه شوه. په ۱۸ او ۱۹ پېړيو کې د غلامۍ سوداګرۍ د واک له لارې ياده پاچاهي د هغو پياوړو سوداګريزو مرکزونو د جوړېدلو وړتيا درلوده، چې د يادې دورې پر مهال ګابن کې رامنځته شول. د ۱۷۲۲ ز کال د فبروري پر ۱۰ چې يو ويلزي سمندري داړه مار و او انګليسي کې د تور بارت په نوم يادېږي، په سمندر کې مړ شو. نوموړي له ۱۷۱۹ ز کال څخه تر ۱۷۲۲ ز کال پورې د امريکا او لويديځې افريقا پر بېړيو باندې بريدونه وکړل. استعماري دوره ۱۹۶۰-۱۸۸۵ز کلونه فرانسوي سپړونکي په ۱۸۷۵ ز کال کې ګابن او کانګو سيمې ته د خپل لومړي ماموريت مشري وکړه. نوموړي د ښارګوټی بنسټ کېښود او وروسته استعماري والي و. په نني ګابن سيمه کې بېلابېلو قبيلو ژوند وکړ، چې په ۱۸۸۵ز کال کې فرانسې په رسمي ډول ونيوله. انګليسي سپړونکې ګابن ته د بېرته ستنېدنې په يون کې په ۱۸۹۴ ز کال د سيند د غاړو په اوږدو کې پورته شوه. د ونې له منځ ختلې تنې څخه جوړه شوې بېړۍ په واسطه په سفر کې يې د خزندو او د تازه اوبو د کبانو نمونې ټولې کړې. ګابن په ۱۹۱۰ ز کال کې د فرانسوي استوايي افريقا له څلورو سيمو څخه شو، چې د يادو څلورو سيمو يووالی تر ۱۹۵۸ ز کال پورې ژوندی پاتی شو. په دويمه نړيواله جګړه کې متحدينو د ويشي فرانسې پلوې استعماري ادارې د له منځه وړلو په موخه پر ګابن بريد وکړ. ګابن د ۱۹۵۸ ز کال د نومبر پر ۲۸ په فرانسوي ټولنه کې يو خپلواک جمهوريت شو انو د ۱۹۶۰ ز کال د اګسټ پر ۱۷ په بشپړ ډول خپلواک شو. له خپلواکۍ څخه وروسته ۱۹۶۰ ز کال څخه تر اوسه د هېواد لومړنۍ ولسمشر چې په ۱۹۶۱ ز کال کې وټاکل شو، و او عمر بونګو اونډيمبا يې مرستيال ولسمشر و. واک ته د له رسېدلو څخه وروسته مطبوعات تر فشار لاندې راغلل، سياسي څرګندونې يا تظاهرات بند شول، د بيان خپلواکي پرې شوه، نورې سياسي ډلې په پرله پسې ډول له واک څخه بې برخې شوې او په ولسمشرۍ کې د واک د پراخولو په موخه د فرانسوي کرښو قانون له مخې اساسي قانون بدل شو. ولسمشري هغه دنده وه، چې د ځان لپاره غوره کړه. که څه هم هغه وخت چې د ۱۹۶۴ ز کال په جنوري کې د يو ګوندي حکومت جوړولو په موخه ملي جرګه له منځه وېوړه، له واک څخه د نوموړي د لرې کولو او د پارلماني ديموکراسۍ د بيارغونې غوښتونکې فوځي کودتا وشوه. فرانسوي سرتېرو په ۲۴ ساعتونو کې دننه ته د واک د بېرته ورکولو په موخه سيمې ته الوتنې وکړې. له څو ورځو جګړې څخه وروسته د پراخه لاريونونو او پاڅونونو سره سره، کودتا پای ته ورسېده او مخالفين بنديان شول. فرانسوي سرتېرې تر اوسه د ګابن د ننۍ پلازمېنې په باندنۍ څنډه باندې پروت کمپ کې شته. په ۱۹۶۷ ز کال کې د له مړينې څخه وروسته يې بونګو ځايناستی ولسمشر شو. د ۱۹۶۸ ز کال په مارچ کې بونګو د په منحل کولو او د په نوم نوي ګوند په رامنځته کولو سره ګابن يو ګوندي دولت اعلان کړ. نوموړي د پخواني سياسي تړاو په پام کې نيولو څخه پرته د ګابن ټولو اوسېدونکو ته د ګډون بلنه ورکړه. بونګو د حکومت د پرمختګ سياستونو په ملاتړ کې د يوې وسيلې په توګه د کارونې له لارې د يو ملي خوځښت رامنځته کول غوښتل، چې موخه يې د هغو سيمه ايزو او قبيلوي سياليو له منځه وړل وه، چې په تېر کې يې د ګابن سياست وېشلی و. بونګو د ۱۹۷۵ ز کال په فبروري کې ولسمشر وټاکل شو. د ۱۹۷۵ ز کال په اپرېل کې د مرستيال ولسمشر د دريځ يا دندې پر ځای د لومړي وزير څوکۍ يا دنده رامنځته شوه، چې په خپل کاري ډول يې د ځايناستې حق نه درلود. نوموړی د ۱۹۷۹ ز کال په ډسمبر او د ۱۹۸۹ ز کال د نومبر اووه کلنې دورې پورې دواړو ټاکنو کې ولسمشر وټاکل شو. د ۱۹۹۰ ز کال په لومړيو کې اقتصادي ناخوښۍ او سياسي خپلواکۍ غوښتنې لپاره هيلې د زده کوونکو او کارکوونکو له لورې توند لاريونونه او کاربنديزونه اعتصابونه وهڅول. بونګو د کاريګرو له لورې د وير يا غم د سبب په غبرګون له هغوی د برخې پر برخې پر بنسټ سره خبرې اترې وکړې او د پام وړ مزد يا معاش امتيازات يې رامنځته کړل. د دې تر څنګ يې ورسره د د پرانيستلو او د ۱۹۹۰ ز کال له مارچ څخه تر اپرېل پورې د يوې ملي سياسي ناستې د برابرولو ژمنه وکړه، چې د ګابن د راتلونکي سياسي نظام په اړه به په کې بحث وشی. د په نوم د بونګو ګوند او ۷۴ نورو سياسي ادارو يا بنسټونو په ناسته کې ګډون وکړ. ګډونوال په اړين ډول د حاکم او د هغه د متحدينو او د اپوزيسيون ټولنو او ګوندونو د متحده جبهې تر منځ په دوه ناتړلو يووالو اتحادونو باندې ووېشل شول، چې بېلو شويو او ډلو څخه جوړه شوې وه. ایداري وېش ګابن هیواد په خپل ایداري وېش کې په ۹ ایداري برخو ویشل شوی دی. استوایر اوګوویه علیا - موین اوګوویه - انګونیه نیانګا اوګوویه ایویندو - اوګوویه لولو - اوګوویه ماریتیم - وولو انتم - تاریخ کلتور جغرافیه اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه گابن
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%AB%D8%A7%D9%85%D8%A8%D9%8A%D8%A7
ګامبيا
ګامبيا چې په رسمي ډول د ګامبيا جمهوريت دی، په لويديځه افريقا کې پروت هېواد دی. دا هېواد د افريقا په اصلي وچه کې تر ټولو کوچنی هېواد دی او پر اتلانتيک سمندر باندې له لويديځ ساحل څخه پرته نوره ټولو اړخونو ته يې سينګال پروت دی. ګامبيا د خپل ورته نوم ګامبيا سيند د ټيټو رسېدنو يا لوريو پر دواړو اړخونو باندې پروت دی. ياد سيند د ګامبيا د مرکز له لارې بهېږي او په اتلانتيک سمندر کې تويېږي. د ګامبيا جمهوريت ۱۰۶۸۹ کېلو متر مربع ۴۱۲۷ ميل مربع پراخوالی او د ۲۰۱۳ ز کال تر اپرېل پورې د سرشمېرنې له مخې ۱۸۵۷۱۸۱ تنه نفوس لري. بېنجول د هېواد پلازمېنه او تر ټولو پراخه سيمه ده. پرتګاليان لومړني اروپايان وو چې په ۱۴۵۵ کې د ګامبيا سيمې ته ننوتل، مګر هيڅکله يې په کې مهمه سوداګري رامنځته نه کړه. په ۱۷۶۵ ز کال کې دا سيمه د ګامبيا مستعمرې او قيموميت په رامنځته کولو سره د برتانوي سترواکۍ برخه جوړه شوه. ګامبيا په ۱۹۶۵ ز کال کې د داودا جوارا تر مشرۍ لاندې خپلواکي تر لاسه کړه. جوارا تر هغې مودې پورې حکومت وکړ، چې د ۱۹۹۴ز کال په سپينه کودتا کې يحیي جامع ورځنې واک واخيست. اداما باررو د ۲۰۱۷ ز کال په جنوري کې د ۲۰۱۶ ز کال د ډسمبر په ټاکنو کې ته له ماتې ورکولو څخه وروسته د هېواد درېيم ولسمشر شو. جامح د دندې له نه پرېښودلو څخه مخکې، په لومړيو کې د ټاکنو پايلې ومنلې، مګر د لويديځو افريقايي هېوادونو د اقتصادي ټولنې له لورې يې د اساسي قانون کړکېچ او پوځي منځګړيتوب مداخله پيل کړه، چې د مهالوېش له مخې له پای ته رسېدلو څخه دوه ورځې وروسته يې د ګوښه کولو لامل شو. د هېواد پر اقتصاد باندې کښت، کب نيونه او په ځانګړي ډول ګرځښت واکمن دي. په ۲۰۱۵ ز کال کې يې ٪۴۸،۶ سلنه وګړو په فقر کې ژوند کاوه. په کليوالي سيمو کې فقر زيات ان ٪۷۰ پراخ دی. رېښه د نوم له مانډينکا اصطلاح يا څخه اخيستل شوی دی، چې د ګامبيا سيند معنا لري. يا دا چې شونې ده نوم يې د سپيڅلې سيرير ژبې له څخه اخيستل شوی وي، چې د کډو يو ځانګړی ډول دی چې د سيرير د يو مشر د مړينې پر مهال وهل کېږي. په ۱۹۶۵ ز کال کې د خپلواکۍ په تر لاسه کوول سره يې د نوم وکاروه. په ۱۹۷۰ ز کال کې د يو جمهوريت له اعلان څخه وروسته د هېواد د نوم اوږده بڼه د ګامبيا جمهوريت شو. د يحیی ادارې ياد نوم د ۲۰۱۵ ز کال په ډسمبر کې د ګامبيا اسلامي جمهوريت ته بدل کړ. د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري پر ۲۹ ولسمشر اداما باررو د هېواد نوم بېرته د ګامبيا جمهوريت ته بدل کړ. ګامبيا د خورا کوچني شمير هېوادونو له ډلې څخه دی، چې په عام ډول ورته انګليسي ژبه کې د معلومه مقالې نوم کارول کېږي، پرته له نورو حالتونو څخه چې نوم په کې په جمعه حالت نيدرلېنډز، فيپينس دی يا د حکومت بڼه لري لکه: متحده پاچهي يا انګليستان، د چک جمهوريت. بې له اصطلاح يا مقاله په رسمي ډول د هېواد د حکومت او نړيوالو بنسټونو له لورې هم کارول کېږي. ځانګړې اصطلاح په اصل کې د دې له امله هم کارول کېږي، چې د سيمې نوم د ګامبيا سيند له مخې نومول شوی و. په ۱۹۶۴ ز کال کې د هېواد له خپلواکۍ څخه لږه موده مخکې د وخت لومړي وزير داودا جاوارا برتانوي رسمي کارونې لپاره د جغرافيوي نومونو په اړه تل پاتې کمېټې ته ليک واستوه چې په کې د ګامبيا د نوم لپاره د بېلې اصطلاح يا مقالې د تر لاسه کولو وړانديز وکړ؛ موخه يې له زمبيا سره د ګډوډۍ يا مغشوش کېدلو مخنيوی و، چې هغه هم په وروستيو کې خپلواکه شوې وه. په اوس وخت کې او دواړه نومونه په عام ډول کارول کېږي. تاريخچه له ۹ څخه تر ۱۶ پېړيو پورې: عرب سوداګرو په نهمه او لسمه پېړيو کې د ګامبيا سيمې لومړني ليکلي دلايل برابر کړل. د لسمې پېړۍ پر مهال مسلمان سوداګرو او پوهانو د لويديځې افريقا په بېلابېلو سوداګريزو مرکزونو کې ټولنې جوړې کړې. دواړو ډلو د افريقا له لويې دښتې څخه بلې غاړې ته سوداګريزې لارې رامنځته کړې، چې د سرو زرو او د فيل او نورو ژوو د غاښونو تر څنګ د غلامانو په توګه د سيمه ايزو خلکو د پراخه لېږد د سوداګرۍ او همدرانګه د جوړو شويو توکو د رالېږد لامل شوې. په ۱۱ يا ۱۲ پېړۍ کې د پاچاهيو حکومتونه، لکه: ټکرور پر سينيګال سيند باندې لږ شمال لور ته پرته پاچاهي، لرغونې ګانا او اسلامې ته اوښتي وو او خپلو محکمو کې يې د عربي ژبې لوستي مسلمانان ګومارلي وو. د ۱۴ پېړۍ په پيل کې د ننۍ ګامبيا ډېره برخه د مالي سترواکۍ برخه وه. پرتګال د ۱۵ پېړۍ په نيمايې کې د سيند له لارې دې سيمې ته ورسېدل او له هېواده د باندې سوداګرۍ باندې واکمني يې پيل کړه. انګليسي د فرانسوي واک پر وړاندې په ۱۵۸۸ ز کال کې له کراټو څخه مخکې د پرتګالي واکمنۍ غوښتونکي انټونيو پر ګامبيا سيند باندې د خپلې سوداګرۍ پراخه حقونه پر انګرېز سوداګرو باندې وپلورل. د ملکې لومړۍ اليزابت له لورې جوت يا څرګندو ليکونو ياد ورکول يا بخښل تاييد کړل. په ۱۶۱۸ ز کال کې د انګليستان پاچا لومړي جېمز يو انګليسي شرکت ته له ګامبيا او د سرو زرو ساحل ننني ګانا سره د سوداګرۍ په اړه يو قانون وړاندې کړ. د ۱۶۵۱ او ۱۶۶۱ ز کلونو تر منځ د ګامبيا ځينې برخې لکه د او . ټاپو معاصر سيمه او په ګډون په ګامبيا سيند کې د . ټاپو د کرولېنډ او سيميګاليا تر ديوکي حکومت لاندې راغلې. يادې سيمې چې اوس په ليتويا کې دي، د شهزاده يعقوب کېټلر له لورې وپېرل شوې. نوموړې مستعمرې په ۱۶۶۴ ز کال کې په رسمي ډول انګليستان ته پرېښودل شوې. د ۱۷ پېړۍ د وروستيو او ټولې ۱۸ پېړۍ پر مهال برتانوي او فرانسوي سترواکيو په پرله پسې ډول د سينيګال او ګامبيا سيندونو په سيمو کې د سياسي او سوداګريز غوره والي په موخه هڅې وکړې. برتانوي سترواکۍ هغه مهال ګامبيا ونيوله، چې په ۱۷۵۸ ز کال کې د سينيګال له نيونې څخه وروسته د په مشرۍ سيمې ته يو جګړه ايز ټولګی يا هيئت ښکته شو. د د ۱۷۸۳ ز کال لومړي تړون سترې برتانيې ته د ګامبيا سيند ملکيت ورکړ، مګر فرانسې د سيند پر شمالي څنډه باندې البريدا کې يوه کوچنۍ کلابند سيمه تر لاسه کړه. دا سيمه په پای کې په ۱۸۵۶ز کال انګليستان ته پرېښودل شوه. غلامي له ۱۷ تر ۱۹ پېړۍ ښايي له دې عمومي سيمې څخه د هغو درې پېړيو پر مهال تر درې ميليونه خلکو پورې د غلامانو په توګه نيول شوي وي، چې له اتلانتيک څخه د اخوا غلامۍ سوداګرۍ فعاليت وکړ. څرګنده نه ده چې له اتلانتيک څخه د اخوا غلامۍ سوداګرۍ له پيل څخه مخکې، د قبيلو تر منځ جګړو په واسطه څومره خلک د غلامانو په توګه ونيول شول. ډېری نيول شوي غلامان د نورو افريقايانو له لورې پر اروپايانو باندې وپېرل شول. ځينې يې د قبيلوي جګړو بنديان وو، ځينې يې هغه قربانيان وو چې د نا ادا شويو پورونو له امله پلورل کېدل او زيات نور يې په ساده ډول د تښتونې قربانيان وو. سوداګرو په لومړيو کې د کار کولو په موخه خلک د خدمت کوونکو يا مزدورانو بڼه په توګه اروپا ته ولېږل. د لېږد مودې تر هغې دوام وکړ، چې په ۱۸ پېړۍ کې په لويديځ هندوستانونو او شمالي امريکا کې د کار بازار پراخه شو. په ۱۸۰۷ ز کال کې انګليستان په ټوله سترواکۍ کې د غلامۍ سوداګري له منځه وېوړه. انګليستان په نابريالي ډول ګامبيا کې هم د غلامۍ سوداګرۍ د پای ته رسولو هڅه وکړه. د غلامۍ هغه کښتۍ چې په اتلانتيک کې د شاهي سمندري ځواک د لويديځې افريقا لښکر له لورۍ يې مخه ونيول شوه، ګامبيا ته ستنې شوې. د کښتۍ سپاره غلامان د ګامبيا له سيند څخه وړاندې پر ټاپو باندې خوښې شول، چې ورڅخه په ياده سيمه کې د نوي ژوند د رامنځته کولو تمه کېدله. برتانيې په ۱۸۱۶ ز کال کې د ننني بانجيول سيمه پوځي ځای يا پوسته جوړه کړه. ایداري وېش د ګامبیا هیواد په ۶ ایداري سیمو ویشل شوی دی. کریوال کونتاور برنکاما مانسا کونکو باسس جانجانبورا پلازمینه بانجول ترټولو کوچینې برخه کانیفینګ تاریخ په ۱۴۵۵م کال کې ګامبیا د پرتګالیانو لاسته ولویده چې درې پیړۍ وروسته بریتانیا په ۱۷۶۵م کال کې پری واک ټینګ کړ. کلتور جغرافیه ګامبیا هیواد ۱۱۲۹۵ کیلومتره مساحت درلودلو سره د افریقا لوې وچې په لویدیځ سمندرغاړو کې پروت د یادې لوې وچې ترټولو کوچینی هیواد دی. اقتصاد د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه گامبیا
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%AB%D8%B1%D8%AC%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86
ګرجستان
ګرجستان ګرجي: په انګلیسي په قفقاز کې پروت یو هیواد دی چې پلازمېنه یې تفلیس نومیږي او گرجستان د اوراسيا په سیمه کې پروت دی چې له آسیا او اروپا سره ګډه پوله لري. ګرجستان لویدیځ ته له تور سمندر شمال خواته یې روسیه سویل ته له ترکې او ارمنستان او د سویل ختیځ لورته له آذربایجان سره ګډه پوله لرې. د ګرجستان پلازمینه تفلیس ښار دی او مساحت یې ۷۰۰۶۹ کیلومتره مربع او نفوس یې په ۲۰۱۶م کال کې ۷۲۰۰۰۳ نفره وو. ددی هیواد د حکومت ډول نیمه ولسمشریزه ده. ګرجستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په اروپا او آسیا دواړو لویو وچو کې موقیعت لری. نو ددی سره یاد هیواد هڅه کوی چې په ناټو سازمان او اروپایي ټولنه کې ځان شامل کړې. ګرجستان، په رسمي ډول د ۱۹۹۰ ز کال څخه تر ۱۹۹۵ ز کال پورې د ګرجستان جمهوریت، په دوو لویو وچو کې غځېدلی هېواد دی چې په قفقاز کې، د ختیځې اروپا او لوېدیځې آسیا په تقاطع ساحه کې پروت دی. له لوېدیځ لوري له تور سمندر، له شمال او ختیځ لوري له روسیې، له سویل لوري له ترکیې او ارمنستان او له سویل ختیځ لوري له آذربایجان سره پولې لري. مساحت یې ۶۹۸۰۰ کیلومتر مربع ۲۶۹۱۱ مایل مربع دی او له اشغال شویو سیمو پرته، ۳۷ مېلیونه وګړي لري. ګرجستان د استازوندویې ولسواکۍ یا غیرمستقیمې ولسواکۍ سیاسي نظام لري چې د یومجلسه پارلماني جمهوریت له خوا اداره کېږي. تفلیس يې پلازمېنه او ترټولو لوی ښار دی، چې نږدې څلورمه برخه نفوس په کې مېشت دی. د کلاسیکې زمانې په اوږدو کې څو خپلواکې پاچهۍ ،لکه: کولکیس او ایبریا په اوسني ګرجستان کې رامنځته شوې. ګرجستانیانو د څلورمې پېړۍ په لومړیو کې رسماً عیسویت ومانه چې د ګرجستان د لومړنیو دولتونو په دیني او سیاسي یووالي کې یې مرسته وکړه. په منځنیو پېړیو کې د ګرجستان متحدې پاچهۍ راڅرګندې شوې او د ۱۲ او ۱۳ پېړیو په لومړیو کې د پاچا ودانوونکي ډېویډ او سترې ملکې تامار د واکمنۍ پرمهال خپل زرین دوران ته ورسېد. له هغې وروسته، پاچهۍ زوال وکړ او په پای کې د بېلابېلو سیمه ییزو قدرتونو، لکه: د مغولیانو، عثماني سترواکۍ او د فارس د سترواکۍ د پرله پسې کورنیو تر واک لاندې ټوټې شوه. د ګرجستان یوې پاچهۍ د روسیې سترواکۍ سره په ۱۷۸۳ ز کال کې یو تړون وکړ، چې د ۱۹ مې پېړۍ په اوږدو کې یې په تدریج سره د عصري ګرجستان د خاورې یوځای کولو ته دوام ورکړ. په ۱۹۱۷ ز کې د روسیې له انقلاب وروسته، ګرجستان د آلمان تر ساتنې لاندې د یوه خپلواک جمهوریت په توګه راڅرګند شو. ګرجستان له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د شوروي اتحاد له لوري په ۱۹۲۲ ز کال کې په زور ضمیمه شو او د پنځلسو بنسټګرو جمهوریتونو څخه یو شو. په ۱۹۸۰ ز کلونو کې، د خپلواکۍ یو غورځنګ راڅرګند شو او په چټکۍ سره یې وده وکړه، چې د ۱۹۹۱ ز کال په اپریل کې د شوروي اتحاد څخه د ګرجستان د جلا کېدو لامل شو. په زیاتره راتلونکو لسیزو کې، د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته ګرجستان له اقتصادي ناورین، سیاسي بې ثباتي، توکمیزې جګړې او په آبخازیه او سوېلي اوستیا کې یې له بېلتون غوښتونکو جګړو سر مخامخ شو. په ۲۰۰۳ ز کال کې د ګلاب سپین بې وینې انقلاب څخه وروسته، ګرجستان لوېدیځ پلوه بهرنۍ تګلاره په کلکه خپله کړه. په اروپایی اتحادیه او ناټو کې د یوځای کېدو په موخه یې یو لړ دیموکراتیک او اقتصادي اصلاحات وړاندې کړل. لوېديځ ته د دغه هېواد تمايل د دې لامل شو چې ډېر ژر يې له روسيې سره اړيکې خرابې شي، چې په ۲۰۰۸ ز کال کې په يوه ځای کې د يوې لنډې جګړې لامل هم شو. ګرجستان یو پرمختلونکی هېواد دی، چې د بشري پراختیا په شاخص کې ډېر لوړ طبقه بندي شوی. له خپلواکۍ راهیسې اقتصادي اصلاحات د لوړې کچې اقتصادي آزادۍ او د سوداګرۍ د آسانتیا، همدارنګه د فساد د شاخصونو، بې وزلۍ او د بېکارۍ د کموالي لامل شول. په نړۍ کې یو له لومړیو هېوادونو څخه دی چې بنګ یې قانوني کړل او په نړۍ کې یوازینی پخوانی سوسیالیست دولت شو چې دا کار یې وکړ. دا هېواد په اروپا او آسیا کې د نړیوالو سازمانونو لکه د اروپا شورا، د تور سمندرګي د اقتصادي همکاریو سازمان، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، یورو کنټرول په اروپا کې د هوایي چلند د خودیتوب سازمان، د بیارغونې او پراختیا لپاره د اروپا بانک، د دری ګونې ټولنې او د ولسواکۍ او اقتصادي پراختیا لپاره د سازمان غړیتوب لري. رېښه د د نوم د لیکنې په اړه لومړۍ یادونه په ایټالیوي ژبه د پیټرو ویسکونټ د مپه مونډي په نوم په نقشه کې ده، چې په ۱۳۲۰ ز کال پورې تړاو لري. په لاتیني نړۍ کې د هغې د راڅرګندېدو په لومړي پړاو کې، تل په ورته الفبا نه لیکل کېده او لومړی بې غږ توری يې په سره د بڼه لیکل کېد. ښايي په ۱۱ او ۱۲ پېړیو کې د ګرجستانیانو له فارسي نوم څخه سرچینه اخیستې وي چې د سریاني ژبې-- او عربي ژبې له لارې تنظیم شوې. د لور- بنسټ تیورۍ - د ګرځندوی ژاک دویتري له لوري وړاندې شوې، نوموړي د ګرجستانیانو په منځ کې د سنټ جورج د شهرت له مخې د دغې نوم رېښه تشرېحه کړه، په داسې حال کې چې ګرځندوی جان شاردین فکر کاوه چې د یوناني کلیمې د ځمکې کروندګر څخه سرچینه اخیستې. ،لکه څنګه چې پروفیسور الکساندر میکابریدز زیاتوي، د کلیمې په اړه دغه سل کلن توضیحات، د پوهې د ټولنې له لوري رد شوي او د فارسي ، لیوه کیلمې ته د رېښې په توګه اشاره کوي. دا کلیمه چې د فارسي کلیمې سره پیل کېږي، وروسته د سلاوي او لوېدیځې اروپا د ژبو په ګډون په ډېرو نورو ژبو کې ومنل شوه. ښايی دا اصطلاح په خپله د نږدې کسپین سیمې د لرغوني ایراني نوم له لارې چې د ګورګان د لیوانو خاوره په نوم یادېده، رامنځ ته شوې وي. اصلي نوم یې ساکارتویلو ؛ د کارتویلیانو خاوره دی، چې د کارتلي ګرجستاني مرکزي سیمې څخه اخیستل شوی، له ۹ مې پېړۍ څخه ثبت شوی او په پراخه کارونه کې تر ۱۳ پېړۍ پورې د ګرجستان د منځنيو پېړیو ټولې پاچهۍ ته اشاره کوي. هغه خپل نوم چې د قومي ګرجستانیانو له خوا کارول کېږي، کارتولبی ، یعنی کارتویلیان دی. د منځنیو پېړیو ګرجستاني تاریخې پېښې د کارتویلیانو هم نومه نیکه، کارتلوس، د جېفث کړوسی ګڼي. خو پوهان موافقه لري چې دا کلیمه د کارتز څخه اخیستل شوې، چې له لومړنیو ګرجستاني قبیلو څخه دویمه ده چې په لرغونو زمانو کې د یوې برلاسې ډلې په توګه راڅرګنده شوه. د ساکارتویلو نوم له دوو برخو څخه جوړ شوی. رېښه یې، کارتولي،- -، د کارتلي د مرکزي ختیځ ګرجستاني سیمې اوسېدونکی یا ایبریا، لکه څنګه چې د ختیځ روم سترواکۍ په سرچینو کې پېژندل کېږي ،مشخصوي. لرغونو یونانیانو سترابو، هرودوت، پلوتارک، هومر او رومیانو تیتوس لیویوس، تاسیتوس او نورو د لوېدیځ ګرجستانیان د کولشیانو په نوم او ختیځ ګرجستانیان د ابرییانو په ځینو یوناني سرچینو کې په نوم یادول. د ګرجستانی سرپایتاړی -- یو معیاري جغرافيائی جوړښت دی، چې هغه سیمه چې په کې اوسیږي ،مشخصوي، چې د یوه قوم نوم دی. نن ورځ د هېواد رسمي نوم ګرجستان یا دی، څرنګه چې د ګرجستان په اساسي قانون کې داسې راغلي دي : د ګرجستان د دولت نوم ګرجستان دی. مخکې له دې چې د ۱۹۹۵ ز کال اساسي قانون پلی شي، د هېواد رسمي نوم د ګرجستان جمهوریت ؤ. لاهم کله ناکله خلک او رسنۍ یې د ګرجستان جمهوریت په نوم یادوي. ښارونه د ګرجستان د ښارونو نوملړ د ګرجستان ښارونه د ګرجستان هیواد د ولایتونو مرکزونه لاندی نوملړ د ګرجستان هیواد د ولایتونو مرکزونه چې هریو ځانته ښار ګڼل کیږي ښیې. سوخومي کوتایسي روستاوی ګوري پوتي باتومي متسختا چیاتورا تقیبولي ځوګدیدي تسقالتوبو تقوارچلي ګاګرا تلاوي جغرافیه اقتصاد اداري ویش د ګرجستان هیواد ایداري وېش د ګرجستان ولایتونه ګرجستان په ټوله کې په ۱۲ ولایتونو ویشل شوی دی چې له دولسو نه یې آبخازیا او آجاریا نیمه خپلواکه یاهم خپلواکي غوښتونکي دي. سیاسي جوړښت کلتور خلک د ګرجستان هیواد ترټولو لوی او اکثریت قوم ګرجي قوم ګرجیان دي چې د هیواد واک هم د ددوي په لاس کې دی. د ګرجیانو نه وروسته په ګرجستان کې دوهم لوی قوم آذربایجانیان دي. ژبه د ګرجستان رسمي او دفتری ژبه ګرجي ده. اخیستلیکونه سرچينې قفقاز گرجستان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%AB%D8%A7%D9%86%D8%A7
ګانا
ګانا یاهم غنا په انګلیسي چې رسمي نوم یې د ګانا جمهوریت دی. د افریقا لویې وچې په لویدیځ کې پروت هیواد دی، د یاد هیواد پلازمېنه د آکرا ښار دی. ګانا په ۶ د مارچ ۱۹۵۷م کال له بریتانیا نه خپلواکی ترلاسه کړه، د یاد هیواد رسمي ژبه انګلیسي د پیسو واحد د ګانا سدي او مساحت یې ۵۳۵۲۳۸کیلومتره مربع دی د وګړو شنیر یې ۰۰۰۰۰۰۲۳ میلیونه او ولسمشر یې نانا اکوفو ادو دی. ۲۰۱۰ ګانایان حکومت ریاستی نظامولسمشریزه ولسمشر نانا اکوفو ادو لومړی وزیر محمدو باومیا ولسي جرګه خپلواکي ۶ مارچ ۱۹۵۷ ولسمشریزه ۱ جنوري ۱۹۶۰ اساسي قانون ۲۸ افریل ۱۹۹۲ ۲۳۹٬۵۶۷ ۸۰ام ۹۲٬۰۹۹ ۴٫۶۱ ۳۱٬۰۷۲٬۹۴۰ ۲۴٬۲۰۰٬۰۰۰ ۲۰۲۰ ۴۷ام ۲۰۱۰ ۱۰۱٫۵ ۲۵۸٫۸ ۱۰۳ام ۲۲۶ بیلیونه ۲۰۲۰ ۷٬۳۴۳ ۶۹٫۷۵۷ بیلیئت ۲۰۲۰ ۲٬۲۶۶ ۴۲٫۴ ۲۰۱۲ ۰٫۵۹۶ ۲۰۱۸ ۱۴۲ام د ګانا سدي نړیوال ساعت ښوی لاس ۲۳۳ . ګانا چې په رسمي ډول د ګانا جمهوريت دی، په لويديځه افريقا کې يو هېواد دی. دا هېواد په سويل کې د خليج او د اتلانتيک سمندر رانغاړي، په لويديځ کې له ساحل سره، شمال کې له بورکينا فاسو او لويديځ کې له سره ګډه پوله لري. ګانا ۲۳۸۵۳۵ کېلومتر مربع ۹۲۰۹۹ ميل مربع سيمې په پوښلو سره ډول ډول رانغاړي، چې له ساحلي هوارو دښتو څخه ګرمو باراني ځنګلونو پورې لړۍ جوړوي. له ۳۱ ميليون څخه د زيات نفوس په درلودلو سره ګانا له نايجريا څخه وروسته په لويديځه افريقا کې دويم تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی. د هېواد پلازمېنه او ستر ښار اکرا دی او نور ستر ښارونه يې کوماسي ، ټامېل او سکندي تاکورادي - دي. په اوسنۍ ګانا کې لومړنی تلپاتې دولت د ۱۱ پېړۍ د بونو دولت و. د بېلابېلو پېړيو په تېرېدلو سره په کې ګڼې پاچاهۍ او سترواکۍ راپورته شوې، چې تر ټولو ځواکمنې يې په شمال کې د ډاګبون پاچاهي او سويل کې د اشانټي سترواکي وه. پرتګالي سترواکي چې په ۱۵ پېړۍ کې پيل شوه او ورپسې ګڼ شمېر نور اروپايي ځواکونو ياده سيمه کې د سوداګريزو حقونو لپاره تر هغې مودې پورې مبارزه وکړه، چې په پای کې برتانيې د ۱۹ پېړۍ په پای کې د ذکر شوي ساحل اداره يا واک رامنځته کړ. له يوې پېړۍ څخه له زيات استعمار څخه وروسته د ګانا اوسنۍ پولې وټاکل شوې، چې څلور بېلې برتانوي استعماري سيمې د سرو زرو ساحل ، اشانټي ، شمالي سيمې او برتانوي ټوګولېنډ رانغاړي. يادې سيمې د ۱۹۵۷ کال د مارچ پر ۶ د ملتونو په ګډو ګټو کې د يوې خپلواکې سيمې په توګه سره يو ځای شوې او ياده سيمه په فرعي سهارايي افريقا کې لومړنۍ سيمه شوه، چې خپلواکي تر لاسه کوي. ګانا په پای کې له استعمار څخه د وتلو په هڅو او د ټول افريقايي - خوځښت کې پياوړې شوه. ياد هېواد يو ګڼ ملتي دولت، د يو لړ توکمونو او د ژبنيو او مذهبي ډلو کور دی، په داسې حال کې چې اکان په کې تر ټولو لويه توکميزه ډله ده چې له نيمايي څخه زيات نفوس جوړوي. د ګانا پراخه ډېره کي اوسېدونکي ۷۱،۳ سلنه عيسويان دي، چې نږدې پينځمه برخه ٪۲۰ يې مسلمانان او لسمه برخه ٪۱۰ يې د دوديزو عقيدو پيروي کوي يا دا چې بې دينه دي. د ګانا د حکومت ډول د اساسي قانون له مخې ناوېشلې ديموکراسي ده، چې ولسمشر په کې د دولت او حکومت دواړو د رئيس په توګه مشري کوي. نوموړی هېواد له ۱۹۹۳ راهيسې د افريقا لويه وچه کې يو له تر ټولو خپلواکو او ثابتو حکومتونو څخه دی او د روغتياپالنې، اقتصادي ودې او انساني پرمختګ په برخو کې په يو څه ښه ډول چارې پر مخ وړي. ياد هېواد په وروستيو کې په لويديځه افريقا کې له پام وړ اغېز څخه ګټه پورته کوي او په نړويوالو چارو کې خورا متحد او د ناپييلي خوځښت، افريقايي اتحاد، د لويديځو افريقايي دولتونو د اقتصادي ټولنې، د ۲۴ ډلې او د ملتونو د ګډو ګټو غړی هېواد دی. د ګانا نوم ايتمولوژي د پياوړي توريالي پاچا معنا لري او هغه وړ نوم لقب و، چې په لويديځه افريقا کې د منځنۍ پېړيو د سترواکۍ پاچاهانو ته ورکول شوی و. ياد نوم بايد له اوسنۍ ګانا سره ځکه ګډ نه شي، چې ياده سترواکي شمال لوري ته په نني د مالي جمهوريت: ، سينيګال ، سويلي ماوريټانيا او همدرانګه د جينيا په سيمه کې غځېدلې وه. ګانا د سرو زرو د زياتې کارونې له امله پېژندل کېدله او د همدې له امله د ترانس-سهارايي - قبيلو پر مهال د عربانو له لورې د سرو زرو ځمکه: نومول شوې وه. تاريخچه د منځنيو پېړيو پاچهۍ د نننۍ ګانا ډېره برخه د بېلابېلو توکمي ډلو له لورې په منځنيو پېړيو او د موندنې دوره کې استوګن وه. تر ټولو پخوانۍ پېژندل شوې پاچهۍ، چې په منځنۍ ګانا کې راپورته شوې؛ د - دولتونه وو. ياد دولتونه له اوسني څخه د په نوم يوازيني يو شخص تر مشرۍ لاندې پر اسونو باندې ګانا سيمې ته راغلل. دوی په خپلو پرمختللو ټوپکونو سره او د مرکزي واک پر بنسټ په اسانۍ سره د سيمه ايزو خلکو چې د په نوم د ځمکې خدای پادري يې مشري کوله پر ځمکو باندې بريدونه وکړل او سيمې يې ورڅخه ونيولې، ځانونه يې پر سيمه ايزو وګړو باندې واکمنان کړل او ګامباګا يې خپله پلازمينه وټاکله. د مړينه د هغه د زامنو تر منځ د کورنۍ جګړې لامل شوه، چې ځينو يې له پلازمېنې سره اړيکې پرې او د ډاګبون ، مامپروګو ، موسي ، نانومبا او والا په ګډون يې بېل دولتونه رامنځته کړل. که څه هم په لويديځه افريقا کې د ننۍ ګانا سيمې د وګړو زيات خوځښتونه ازمايلي دي، مګر د اکان ژبې ويونکو ورته د ۱۵ پېړۍ په پای کې کډوالي پيل کړه. د شپاړسمې پېړۍ تر لومړيو پورې اکان وګړي د بونومان په نوم په اکان دولت کې په پياوړي ډول رامنځته شول، چې د - په نوم سيمه يې په وياړ نومول شوې ده. له ۱۳ پېړۍ څخه اکانيان د بېلابېلو اکان دولتونو د جوړولو په موخه له هغه ځای څخه راښکاره شول، چې د باور له مخې د سيمه ده او زياتره يې د سرو زرو پر سوداګرۍ باندې تکيه وو. ياد دولتونه بونومان د - سيمه، اشانټي اشانټي سيمه، ډينکيرا لويديځه شمالي سيمه، د مانکيسيم پاچهي مرکزي سيمه او اکوامو ختيځه سيمه وو. په ۱۹ پېړۍ کې د ګانا د سويلي برخې سيمه د اشانټي پاچهۍ کې شامله وه، چې د استعمار پلوۍ له پيل څخه مخکې په فرعي سهارايي افريقا کې له اغېزناکو او پياوړو دولتونو څخه و. د اشانټي سترواکۍ حکومت په لومړي ځل د يوې ناتړلې شبکې په توګه او په پای کې يې د يو پرمختګ او د په پلازمېنه کې د مرکزي خورا ځانګړې بيوروکراسۍ په لرلو سره د يوې متمرکزې پاچاهۍ په توګه عمل وکړ. له اروپايانو سره د اکانيانو له اړيکې څخه مخکې اکاني وګړو پرمختللی اقتصاد رامنځته کړ، چې په اصل کې د سرو زرو او او له سرو زرو څخه د جوړو شويو توکو پر بنسټ و چې وروسته يې د افريقا له دولتونو سره سوداګري وکړه. ایداري وېش د ګانا هیواد په ۱۰ ولایتونو ویشل شوې ده. اقتصاد جغرافیه کلتور تاریخ د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه گانا
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%8A%D9%88%D9%86%D8%A7%D9%86
يونان
یونان چې رسمي نوم يې هليني جمهوریت دی، په سويل ختيځه اروپا کې پروت هېواد دی. د ۲۰۲۱ز کال د شمېرو له مخې د وګړو شمېر يې لس اعشاريه اوه میلیونه دي؛ اتن يې ستر ښار او پلازمېنه ده، دويم ستر ښار يې تسلونيکي دی. یونان د بالکان په وروستۍ سويلي برخه کې موقعيت لري، د اروپا، اسيا او افريقا په څلور لارې کې پروت دی. په شمال لويديځ کې له البانيا سره، شمال ته د شمالي مقدونيا او بلغاريا سره او شمال ختيځ ته له ترکيې سره ځمکنۍ پولې لري. د دې هېواد د مرکزي سيمو ختيځ ته د اژه سيند، ايوني سيند يې په لويديځ کې، کريت سمندر او مديترانې بحيره يې سويل ته پراته دي. د مديترانې د ډنډ په غاړو يونان تر ټولو اوږده ساحلونه لري او په نړۍ کې د دې هېواد ساحلي سيمې په يوولسمه درجه اوږدې دي چې اوږوالی يې ۱۳،۶۴۶ کيلو متره ۸،۴۹۸ ميله ته رسېږي، ډېر ټاپوګان لري چې په ۲۶۷ کې يې انسانان ژوند کوي. د يونان اتيا سلنه ځمکه غره نيزه ده، اولمپس غر يې تر ټولو لوړه څوکه لري چې ۲،۹۱۸ متره ۹،۵۷۳ فوټه ته رسېږي. دا هېواد له نهو دوديزو جغرافيايي سيمو څخه جوړ دی چې هغه د ا دي: مقدونيه، مرکزي يونان، پلوپونز، تسالي، اپيروس، د اژه سيند ټاپوګان دودکانيز او سيکلاد په دې کې شامل دي، تراکيا، کرت او ايوني ټاپوګان. يونان د لويديځ تمدن زانګو بلل کېږي، د ديموکراسۍ، لويديځې فلسفې، لويديځو ادبياتو، تاریخ لیکنې، سياسي علومو، د سترو علمي او رياضياتي قواعدو، تمثيل ا و اولمپيک لوبو د زېږد سيمه ده. له زېږد مخکې له اتمې پېړۍ راهيسې، يونانيان په ګڼو خپلواکو ښاري دولتونو کې منظم شوي و چې د پوليس په نوم پېژندل کېدل، کوم چې په مديترانه او تور سمندر کې خپاره وو. له زېږد مخکې په څلورمه پېړۍ کې د مقدونيې دويم فليپ د اوسني يونان ډېرې سيمې سره يو کړې، د هغه زوی ستر سکندر په چټکۍ سره له ختيځې مديترانې څخه تر هندوستانه د لرغونې نړۍ ډېرې برخې ونيولې. تر دې وروسته هلينستي پړاو د يوناني کلتور عروج او په لرغونې زمانه د اغېز شاهد و. له زېږد مخکې په دويمه پېړۍ کې يونان، روميان له خپل دولت سره الحاق کړل او په دې ډول د رومي سترواکۍ او د هغې د دوام بيزانس سترواکۍ نه بېلېدونکې برخه وګرځېد، کوم چې له کلتوري او ژبني اړخه تر ډېره بريده يوناني و. د يونان ارتودوکس کليسا چې له زېږد وروسته په لومړۍ پېړۍ کې جوړه شوه، مرسته وکړه چې د اوسنۍ يوناني پېژندګلوۍ بڼه جوړه کړې او يوناني دودونه يې پراخه ارتودوکس نړۍ ته ولېږدول. د پنځلسمې پېړۍ په نيمايي کې تر عثماني واکمنۍ لاندې له راتګ وروسته، د خپلواکۍ له يوې جګړې پس په ۱۸۳۰ز کال کې يونان د يو نوي ملي دولت په توګه راڅرګند شو. د دې هېواد شتمن تاريخي ميراث تر يو بريده د يونسکو د اتلسو نړيوالو ميراثونو په مټ ښودل شوی دی. د يونان نظام يو اتحادي پارلماني جمهوريت دی، پرمختللی هېواد دی چې پرمختللې لوړ عايد اقتصاد او د لوړ معيار ژوند لري، په ورته وخت کې د بشري ودې شاخص برخه کې ډېره لوړه درجه ورکړل شوې. په بالکان کې د یونان اقتصاد تر ټولو ستر دی او په ورته وخت کې يو مهم سيمه ايز پانګونکی دی. د ملګرو ملتونو د جوړونکي غړي په توګه يونان لسم هغه هېواد و چې له اروپايي ټولنو کوم چې له اروپايي اتحاديې مخکې و سره يو ځای شو، همدا راز له ۲۰۰۱ز کال راهيسې د يوروزون برخه دی. دا هېواد همدا راز د ګڼو نړيوالو ادارو غړيتوب لري، اروپايي شورا، شمالي اتلانتيک تړون سازمان ، د اقتصادي همکارۍ او پرمخګ سازمان ، سوداګرۍ نړيوال سازمان ، په اروپا کې د امنيت او همکارۍ سازمان او پکې شامل دي. د يونان بې بېلګې کلتوري ميراث، د ګرځندوی ستر صنعت، د بېړيو پياوړې برخه او جيوستراتيژيک اهميت دا هېواد د يو منځني ځواک په توګه ډلبندي کړی دی. نوم په نوې يوناني ژبه کې د دې هېواد اصلي نوم په بڼه لیکل کېږي. د لرغونې يوناني او دوديزې نوې يوناني رسمي نوم يې په بڼه لیکل کېږي چې په انګليسي کې هلاس دی. په انګليسي ژبه د بديل نوم هلاس سرچينه يې همدا ده، کوم چې نن سبا په ډېرو لرغونو يا شاعرانه سياق او سباق کې موندل کېږي. يوناني صفتي بڼه يې په بڼه لیکل کېږي په انګليسي کې الينيکوس ليکل کېږي کله کله د هيلينيکي يوناني په ډول هم ژباړل کېږي او عموماً د يوناني ادارو په رسمي نومونو کې په ورته توګه ژباړل کېږي، لکه چې د يونان دولت په رسمي نوم کې راغلی . د انګليسي یونان او يوناني ټکي د لاتيني ژبې له او نومونو په مټ له څخه مشتق شوی دی، دوی د هغو لرغونو يوناني قبايلو څخه و، څوک چې د سويلي ايټاليې په کې مېشت شوي وو. په پايله کې دا اصطلاح د پروټو-اندو-اروپايي رېښو د ټکي څخه اخستل شوې چې معنا يې ده زړېدل. تاریخ له تاریخ مخکې او لومړی تاريخ په سويلي بالکان کې د انسانانو د نيکونو د لومړي شتون شواهد له زېږد مخکې ۲۷۰،۰۰۰ کلونو ته رسېږي، کوم چې د يونان د مقدونيا په پاترالونا غار کې موندل شوي دي. د يونان په سويل د ماني اپيديما غار کې له افريقا دباندې د تر ټولو لرغوني مودرن انسان پاتې شوني موندل شوي چې تاريخ يې ۲۱۰،۰۰۰ کلونو ته رسېږي. د ډبرين پړاو ټول پړاونه ډبرين، منځنی ډبرين او نوی ډبرين په يونان کې موندل شوي، د بېلګې په ډول د فرانچيتي په غار کې. په يونان کې د نويو ډبرينو استوګنځايونو تاريخ له زېږد مخکې له اومې زرېزې څخه دي چې په اروپا کې د څو پېړيو په توپير تر ټولو لرغونی دی، ځکه يونان په هغه لاره پروت دی د کومې په مټ چې کروندګري له نژدې ختيځ څخه اروپا ته خپره شوې ده. له زېږد مخکې په ۳.۲۰۰ کې د نوي ډبرين يوناني پړاو له پای ته رسېدو وروسته، له زېږد مخکې د څلورمې زرېزې په پای کې له زېږد مخکې د درېيمې پېړۍ تر نيمايي پورې د يونان په ځمکه د ډبرو له اقتصاد څخه د ژړو اقتصاد ته د يو کرار لېږد پړاو رامنځ ته شو، په دې کې اوترزيس کلتور او کوراکو کلتور هم شامل و چې لومړۍ سترې و دانۍ د کاشيانو کورونه يې درلودل. له منځني هلاديک پړاو مخکې تيرين کلتور، کوم چې د راتلونکي مينوي تمدن او ميسني تمدن ټولنيز-اقتصادي بنسټ جوړ کړ. یونان په اروپا کې د لومړي پرمختللي تمدن کور دی او د لويديځ تمدن د زېږد سيمه بلل کېږي، له زېږد مخکې د ۳۲۰۰ په شا او خوا کې د اژه سيند په ټاپوګانو کې په سيکلاډيک تمدن سره پيليږي، له دې پسې په کرت کې د مينوي تمدن له زېږد مخکې ۲۷۰۰-۱۵۰۰ او وروسته په مرکزي سيمو کې د مينسي تمدن له زېږد مخکې ۱۶۰۰-۱۱۰۰. دې تمدنونو ليکل درلودل، مينويانو یو ناڅرګند لیک کاراوه چې د په نوم پېژندل شوی او ميسينايانو د يوناني ژبې لومړۍ بڼه په کې ليکله. ميسينيانو په تدريجي ډول مينويان په خپل ځان کې جذب کړل، خو له زېږد مخکې د ۱۲۰۰ په شا او خوا کې له نورو تمدنونو سره يو ځای، د سيمه یيزو پېښو له امله چې د برونزو پير د سقوط په نوم پېژندل کېږي دا تمدنونه هم ونړېدل. په دې سره هغه پړاو پيل شو چې د يونان د تور پير په نوم پېژندل کېږي، له کوم پړاو څخه چې ليکلي اسناد نه شته. که څه هم د موندل شوي متنونه پر سياسي وضعيت د نظر اچولو لپاره ډېر سره شيندلي دي او نه شي کولای چې د يو ستر دولت د شتون ملاتړ وکړي، اوسني هايتي او مصري اسناد د يونان په مرکزي ځمکه د يو ستر پاچا تر واکمنۍ لاندې د يو واحد دولت د شتونت څرګندونه کوي. سرچينې يونان د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%AB%D8%B1%DB%90%D9%86%D8%A7%D8%AF%D8%A7
ګرېنادا
گرېنادا په انگرېزي: یو ټاپوزمه هیواد دی چې د کارایب د سیند ختیځ لور ته پروت دی گرېنادا
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%AB%D9%88%D8%A7%D8%AA%D9%8A%D9%85%D8%A7%D9%84%D8%A7
ګواتيمالا
ګواتیمالا واورئ: : --- واورئ ، په رسمي ډول د ګواتیمالا جمهوریت هسپانوي: ، په مرکزي امریکا کې یو هېواد دی چې شمال او لویدیځ ته له مسکسیکو، شمال ختیځ ته له بیلیز او کارابین، ختیځ ته هاندوراس، سویل ختیځ ته له ال سلوادور او سویل ته له ارام سمندر سره پوله لري. دا هېواد له شاوخوا . ملیونه اټکل شوي نفوس سره ، په مرکزي امریکا کې ترټولو ډډېر نفوس لرونکی هېواد دی او په امریکا کې م ډېر نفوس لرونکی هېواد دی. ګواتیمالا یوه ټانکیزه ډیموکراسي ده؛ د دې هېواد پلازمېنه او لوی ښار د نیوا ګواتیمالا دی لا اسونسیون دی، چې د ګواتیمالا ښار په نوم هم پیژندل کیږي، چې په مرکزي امریکا کې ترټولو لوی ښار دی. د مایا تمدن اصلي برخه، چې د میزوامریکا په اوږدو کې پرته ده، په تاریخي لحاظ د اوسنۍ ګواتیمالا په خاوره کې میشت ؤ. په مه پیړۍ کې، د دې سیمې ډېره برخه د هسپانویانو له خوا فتحه شوه او د نوې هسپانیا د د نائب السلطنه د یوې برخې په توګه یې خپل شتون اعلان کړ. ګواتیمالا په ز کال کې له هسپانیې او مکسیکو څخه خپلواکي ترلاسه کړه. په ز کال کې ګواتیمالا د مرکزي امریکا د فدرالي جمهوریت برخه وګرځېده، کوم چې بیا په زکال کې منحل شو. د نولسمې پیړۍ له نیمایي څخه تر وروستیو پورې، ګواتیمالا د اوږدې بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې سره مخامخ شوه. د شلمې پیړۍ په پیل کې، دا هېواد د یو شمیر دیکتاتورانو له خوا اداره کېده چې د متحد-میوو شرکت او د متحده ایالاتو د حکومت لخوا یې ملاتړ کیده. په ز کې، مستبد مشر جورج یوبیکو د ډیموکراسۍ پلوه پوځي کودتا له لارې راوپرځول شو، چې په دې سره د لسیزو-اوږد انقلاب پیل شو کوم چې د پراخو ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو لامل شو. په ز کې د متحده ایالاتو په ملاتړ نظامي کودتا انقلاب پای ته ورساوه او دیکتاتور رژیم یې واک ته ورساوه. له ز څخه تر ز پورې، ګواتیمالا د متحده ایالاتو په ملاتړ د حکومت او کیڼ اړخو یاغیانو تر منځ خونړۍ کورنۍ جګړه تجربه کړه، په کومه کې چې د پوځ له خوا د مایا نسل توکميزه ټول-وژنه هم شاملېږي. د ملګرو ملتونو - د سولې د خبرو اترو له تړون راهیسې، ګواتیمالا اقتصادي وده تر لاسه کړه او بریالۍ ډیموکراتیکې ټاکنې پکې وشوې، اما دا هېواد تر اوسه هم د بې وزلۍ او جرمونو لوړې کچې، د مخدره توکو مافیایي کړیو، او بې ثباتۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي. د ز له مخې، ګواتیمالا د بشري پرمختیا د شاخص له مخې د لاتینې امریکا او کارابین هېوادونو څخه م ځای درلود. په ګواتیمالا کې له بیولوژیکي پلوه د پام وړ او ځانګړو ایکوسېستمونو کثرت، ډېری ځایي ډولونه شاملوي او د ژویو تنوع د اوسېدو اصلي ځای په توګه د میسوامریکا په ټاکل کیدو کې مرسته کوي. رېښه د ګواتیمالا نوم د له کلیمې یا د ډېرو ونو ځای، څخه اخیستل شوی، د ډډېرو ونو د ځای لپاره مایایي کلیمې څخه یا ښايي په ځانګړې توګه، د ونې لپاره مشتق شوی دی. دا هغه نوم ؤ چې د تالکسلټیکان جنګیالیو چې د هسپانوي فتحې پرمهال د پیډرو دي الوارډو سره ملتیا کوله، دې سیمې ته ورکړ. تاریخچه د کُلمب څخه مخکې په ګواتیمالا کې د انسان د استوګنې لومړنۍ نښې تر ق.م پورې تاریخ لري. د لرغون پېژندنې شواهد، لکه د هېواد په بېلابېلو برخو کې موندل شوي د تډېرو څوکو لرونکي اوبسیډین یا ولکانیکي لاوا، د ق.م په شاوخوا کې د انسانو د شتون وړاندیز کوي. د لرغون پېژندنې داسې شواهد شته دي چې د دې ثبوت کوي چې د ګواتیمالا لومړني استوګن د ښکار راټولونکي وو. د پیټین او د آرام سمندر ساحل څخه د ګردې نمونې ښیي چې د جوارو کښت ته په ق.م کې د خلکو له خوا وده ورکړل شوې وه. داسې ځایونه چې تر ق.م پورې قدامت لري د لوړو غرونو په سیمه کې او د مرکزي آرام سمندر په ساحل کې او سیمو کې موندل شوي. لرغونپوهان د میسوامریکا د کولمب څخه مخکې تاریخ په پری-کلاسیکله کلاسیک څخه پخوا دوره د ق.م څخه تر ز، کلاسیک دوره څخه تر ز، او پوسټ کلاسیکله کلاسیک وروسته دوره څخه تر ز وېشي. تر دې وروستیو پورې، له کلاسیک مخکې دوره د څیړونکو لخوا د یوې ابتدايي دورې په توګه ګڼل کیده، په کومه کې چې خلک په عمومي ډول د کروندګرو په کوچنیو کلیو کې په کوټیو کې ژوند کاوه، البته په دې دوره کې د ګوتو په شمډېر دایمي ودانیو شتون هم ثابت دی. دا نظریه د شلمې پیړۍ له وروستیو راهیسې له دې دورې څخه د یادگار پاتې معمارۍ د کشفونو په سبب ننګول شوې، دا کشفونه، په لا بلانکا، سان مارکوس کې یو محراب، له ق.م څخه، په میرافلورس او نارانجو کې تر ق.م پورې لرغونوالی لرونکي د مراسمو ځایونه؛ لومړني یادگار ماسکونه؛ او د میرادور بیسین ناکبی، زولنال، ال ټینتال، واکنا او ایل میرادور ښارونه شاملوي. د ز کال د جون په درېمه ، څیړونکو د طبیعت اړوند یوه مقاله خپره کړه چې د دوی د ترټولو زوړ او لوی مایا تمدن اړوند ساحې کشف بیانوي، کوم چې په مکسیکو کې د اګواډا فینکس په نوم پیژندل کیږي. نوموړی د یادګاري معمارۍ، د خاورې او خټو له مخلوط څخه جوړ شوی یو لوړ، مستطیل ډوله څلی دی چې شاوخوا متره اوږدوالی او نږدې متره پلنوالی لري. لويديځ لوري ته د مترو په اوږدوالي د خټو استنادي څلی پروت دی. د نورو ودانیو او ذخیرو پاتې شوني هم د لیډار ټیکنالوژۍ له لارې کشف شوي، اټکل کیږي چې د څخه تر ق.م پورې جوړ شوي وي، دا کشفونه په ډاګه کوي چې مایا د خپلې لومړنۍ دورې څخه راپه دېخوا لوی، یادگاري کمپلیکسونه جوړ کړي. د میسوامډېریکن تمدن کلاسیک دوره د مایا له تمدن سره هممهاله ده. دا په ګواتیمالا کې په بې شمیره ساحو کې نمایش ته وړاندې شوې، په داسې حال کې چې ترټولو لویه د پام وړ ساحه په پیټین کې ده. دا دوره د ښاري کیدو، د خپلواکو ښاري حکومتونو رامنځته کیدو، او د میسوامډېریکن نورو کلتورونو سره د اړیکې په واسطه مشخصه شوې ده. دې دورې نږدې تر ز کال پورې، کله چې د کلاسیک مایا تمدن ړنګ شو، دوام وکړ. مایا د مرکزي ټیټو سیمو زیاتره ښارونه د وچکالۍ له امله پریښودل یا دوی هلته د قحطۍ له امله ووژل شول. د دغه تمدن د ړنګېدو پر لامل تبصرې شوې دي، خو د وچکالۍ نظريې چې د د جهيلونو، لرغونو ګردو او نورو نښو نښانو په مرسته ډېر اهمیت ترلاسه کړی. داسې انګیرل کېږي چې د اوږدې وچکالۍ لړۍ یا په بله اصطلاح موسمي دښتې، د مایا تمدن له منځه وړی، کوم چې د خپل ګڼ نفوس د ژوندانه لپاره په منظم موسمي باران تکیه درلوده. د کلاسیک څخه وروسته دورې، د سیمه ییزو سلطنتونو، لکه: په پیټین کې اتزا، کووج، یالین او کیجاچ، او په لوړو سیمو کې مام، کیچ، کاکچیکیل، چاجوما، زوتوجیل، پوکومچي، قیقچي او چاورتي خلکو له خوا استازیتوب کیږي. د دوی ښارونو د مایا کلتور د زیاتره اړخونو ساتنه کړې ده. د مایا تمدن د نورو میسوامریکن تمدنونو سره له یو بل سره د اړیکو او تعامل د لوړې درجې او کلتور د خپرېدنې له امله زیات شمډېر ګډې ځانګړتیاوې لري چې سیمه د همدغو ځانګړتیاوو او فکتورونو پر بنسټ مشخصه شوې ده. د لیکوالۍ، ډبرلیک، او جنترۍ په څېر پرمختګونه که څه هم له مایا څخه نه دي پیل شوي؛ په هر حال، د دوی تمدن دوی ته په بشپړه توګه وده ورکړې. د مایا نفوذ د هاندوراس، بیلیز، ګواتیمالا او شمالي السلوادور څخه شمال خوا ته ان تر مرکزي مکسیکو پورې تر سترګو کېږي، چې له مایا څخه له کیلومتره میله څخه زیاته فاصله لري. د مایا په هنر او معمارۍ کې ډېرې بهرنۍ اغېزې موندل کېږي، کوم چې فکر کېږي چې تر ډېره د مستقیم بهرنۍ سوبېفتحې پر ځای د سوداګرۍ او کلتوري تبادلې پایله ده. سرچينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%AB%D9%8A%D8%A7%D9%86%D8%A7
ګيانا
ګویانا په سوېلي امريکا کې پروت یو هېواد دی. د ګویانا رسمي ژبه انګلیسي د پیسواخد یې د ګویانا ډالر او مساحت یې ۹۹۹۲۱۴ کیلومتره مربع دی یاد هیواد ۷۶۰ زره وګړي لري او پلازمینه یې د جورج ټاون ښار دی. تاریخ کلتور اقتصاد جغرافیه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D8%A7%D9%8A%D8%AA%D9%8A
هايتي
هایتي چې رسمي نوم یې د هایتي جمهوریت دی د هېسپانیولا په ټاپو کې د کارایب سمندر سره پروت هیواد دی چې پلازمینه یې د پورتو پرنس ښار دی. د یاد هیواد مساحت ۷۵۱۲۷ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۷۳۳۱۹۹۶۹ تنه دي. تاریخ کلتور اقتصاد جغرافیه ایداري ویش د هایتي هیواد ولایتونه یاهم د هایتي هیواد د آیالاتونو نوملړ. هایتي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D9%86%D8%AF%D9%88%D8%B1%D8%A7%D8%B3
هندوراس
هندوراس، رسمي نوم يې د هندوراس جمهوريت دی، دا په مرکزي امریکا کې يو هيواد دی. د هندوراس جمهوريت په لويديځ کې لګواتمالا، سويل ختيځ کې له ايل سلوادور، سويل ختيځ کې له نيکاراګوا، سويل ته له ارام سمندر کې د فونسيکا خليج او شمال ته د هندوراس له خليج سره ګډه پوله لري چې د کرابيين سمندر يوه ستره داخلي لاره ده. پلازمېنه او ستر ښار يې ټيګوسيګالپا دی. په اتلسمه پېړۍ کې د اسپانوي استعمار څخه مخکې هندوراس د يو شمېر مهمو ميسوامريکايي کلتورونو کوربه و چې ډېر د پام وړ يې مايا دی. اسپانويانو هلهه کاتوليک مذهب او اوس يوه غالبه اسپانوي ژبه متعارف کړه، تر څنګ يې ګڼ دودونه خپاره کړل، کوم چې له سيمه ييز اصلي کلتور سره ګډول شول. هندوراس په ۱۸۲۱ز کال کې خپلواک شو او له هماغه وخته جمهوريت دی، که څه هم په دې هېواد کې په پرله پسې ډول ټولنيزې ناندرې او سياسي بې ثباتي راغلې ده او په لويديځه نيمه کره کې يو له بې وزلو هېوادونو څخه دی. په ۱۹۶۰ز کال کې، شمالي برخه، کومه چې د ماشو د ساحل په نوم پېژندل کېده، له نکاراګوا څخه هندوراس ته د نړيوال عدالت محکمې له خوا ولېږدول شو. په بنستيز ډول د دې هېواد اقتصاد کرنيز دی، په دې ډول دا هېواد د طبيعي افتونو لپاره اسانه هدف دی، لکه په ۱۹۹۸ز کال کې د ميچ په نوم سمندري توبان. ښکته طبقه يې په بنسټيز ډول په کرنه ولاړه ده، په داسې حال کې چې شتمني د هېواد په ښاري مرکزونو باندې تمرکز لري. د هندوراس انساني پرمختګ شاخص ۰.۶۲۵ دی، په دې ډول دا هېواد د منځنۍ درجې پرمختګ لرونکی دی. کله چې په عايد کې نابرابري سميږي، نو د هغې د نه مساوات تر مخې د بشري ودې شاخص ۰.۴۴۳ دی. د هندوران ټولنه په بنسټيز ډول ده؛ خو د پام وړ امريکايي هندوستاني، تور پوستي او سپين پوستې ټولنې هم په هندوراس کې شته. دا هېواد په پرتليز ډول د لوړې کچې سياسي ثبات څخه برخمن و، تر دې چې په ۲۰۰۹ ز کال کې په کې کودتا وشوه او په ۲۰۱۷ز کال کې يو ځل بيا د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال ګډوډي منځ ته راغله. هندوراس په شا او خوا ۱۱۲،۴۹۲ کيلو متر مربع ۴۳،۴۳۳ ميل مربع ځمکه خپور هېواد دی، د وګړو شمېر يې له نهه ميليونه څخه زيات دی. د دې هېواد شمالي برخې د لويديځ کرابيیان سيمې برخه ده، لکه چې د سيمې په نفوس پېژندنه او کلتور کې ښودل شوی. هندوراس د خپلو شتمنو طبيعي سرچينو له امله شهرت لري، کانونه، کافي، استوايي ميوې او ګني پکې شامل دي، تر څنګ يې د مخ پر وده رخت جوړولو صنعت له امله شهرت لري، کوم چې نړيوال بازار ته مواد وړاندې کوي. رېښه په اسپانوي ژبه کې د هندوراس لغوي معنا ژورتيا ده. شونې ده چې په دې نوم سره د ټرجيلو خليج لنګرځای ته اشاره کېږي د اسپانوي په لیوني لهجه کې فنډورا يا د کولمبس اقتباس ته اشاره کېږي چې ويلي يې دي يعمنې د خدای څخه مننه چې موږ له دې ژورو څخه ووتو. د شپاړسمې پېړۍ تر پای پورې دې ټول ايالت ته د هندوراس نوم نه و کارول شوی. له ۱۵۸۰ز کال مخکې، هندوراس يواځې د دې ايالت ختيځې برخې ته ويل کېدل او لوېديځ اړخ ته يې د هيګيراس نوم اخيست. يو بل لومړی نوم يې ګايموراس دی، کوم چې په ۲۰۰۹ز کال کې د سياسي خبرو اترو د نوم په توګه بيا کارول شوی و، کومې خبرې چې په هندوراس کې د کاسټاريکا په وړاندې شوې وې. هندوراسيانو ته ډېر ځله په اسپانوي ژبه کې د يا په توګه هم اشاره شوې. دا نوم د نکاراګونانو له خوا چمتو شوی او دا د اسپانوي هندوران د جنرال فلورنسيو ژاټروچ د نوم له پای څخه اخستل شوی دی، چا چې په ۱۸۵۷ز کال کې د شمالي امريکا د ماجراجو وليام واکر د بريد پر ضد هونډور د وسله وال پوځ مشري کړې وه. عرفي نوم يې د ستاينې پر بنسټ دی، نه د سپکاوی پر بنسټ. تاريخچه له استعماري پړاو مخکې د کولمبيا له جګړې مخکې، نوی هندوراس په دوو کلتوري سيمو وېشل شوی و چې هغه دا دي: په لويديځ کې ميسوامريکا او په ختيځ کې استمو کولمبيا سيمه. د هرې ډلې د هندوراس په داخل کې يوه بنسټيزه سيمه وه د ميسوامريکا لپاره د سولا دره او د استو کولمبيا سيمې لپاره لاموسکوټيا او د دوی په منځ کې سيمه په تدريجي ډول د لېږد سيمه وه. په هر حال، له کولمبيا څخه په مخکې پړاو کې دې تصوراتو هېڅ معنا نه درلودل او خپله يې د ډول ډول سيمو ښودنه کوله. داخلي غره ييزو سيمو لينکا خلک هم عموماً په کلتوري بنسټ ميسوامريکايي بلل کېږي، خو له نورو سيمو سره د هغوی د اړيکو حد د وخت په بدلون سره بدلون موندلی د بېلګې په توګه، د ټولټيک سترواکۍ د عروج پر مهال خپرېدل. په وروستي لويديځ کې، د مايا مدنيت د کلونو لپاره وغوړېد. د هندوراست د پولو په داخل کې پیاوړی، تر ټولو مشهور او تر ټولو زيات څېړل شوی ايالت د په نوم و، کوم چې په بنيادی ډول په غېر مايا سيمه کې، يا مايا او غير مايا سيمو تر منځ په پوله پروت و. په نهمه پېړۍ کې د ترمينل کلاسيک د اور پر مهال د نورو ښکته مرکزونو سره کم شو. د دې مدنيت په مايا لويديځ هندوراس کې د په ډول ژوندی پاتې دی، کوم چې د هغوی د چولټيايي ژبندي ملګرو څخه په لويديځ کې ګوښه شوی دی. خو بيا هم، له کولمبیا څخه د مخکې تاريخ د يوې يوې برې استازولي کوي. د نورو مدنيتونو پاتې شوني په ټول هېواد کې موندل شوي دي. لرغون پېژندونکو په ناکو دره کې د ناکو او لاسيرا، يوجوا جهيل کې د لاس نارانجوس، کوماياګوا دره کې د ياروميله، لاسيبا او ساليټرون ويجو دواړه اوس د کيجون بند د زېرمو لاندې، په اګون دره کې د سيلين فارم او کايميل، سيرو پالينکيو، ټراويسيا، کوروسټي، ټيکامايا، ډيسپولونکال او په ښکته اولوا سمندري دره کې د پلايا ډي لوس مورټوس په څېر د ګڼو نورو سيمو مطالعه کړې ده. په ۲۰۱۲ز کال کې، د سکين کتلو روښانه کړه چې لاموسکوټيا کې ګڼو پخاني نامعلوم د لوړ کثافت کلي موود وو، کوم څه چې د لاسيوډاد بلانکا له افسانې سره سمون درلود. کېندنو او څېړنو څخه وروسته د دې سيمې د تاريخ په اړه پوهه کې پرمختګ وشو. اټکل شوی چې دا کلي له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ز کلونو پورې خپل اوج ته رسېدلي دي. اسپانوي نېواک ۱۵۲۴ ۱۵۳۹ ز کلونه په ۱۵۰۲زکال کې د نوې نړۍ پر لور په خپل حلورم او وروستي سفر کې، کرټوفر کولمبس د نوي ښارګوټي ټرجيلو سره نژدې د سره ښکته شو، په دې ډول هغه لومړی اروپايي وګرځېد چې د هندوراس په ساحل کې پروت خليج ټاپوګانو څخه يې ليدنه وکړه. د ۱۵۰۲ز کال د جولای په دېرشمه نېټه، کولمبس خپل ورور بارتولوميو د ټاپوګانو د لټون لپاره واستاوه او بارتولوميو له څخه د مایا د يوې سوداګري بېړۍ سره مخ ش، کوم چې په ښه لباس ملبس مايا او شتمن سامان الات بار وو. د بارتولوميو سړيو هغه سوداګريز سامان غلا کړ چې دوی غوښت او د اسپانوي او مايا تر منځ د لومړي ثبت شوي مخامخ کېدو پر مهال د يو ژباړن په توګه د خدماتو وړاندې کولو لپاره يې د بېړۍ عمر خوړلی ماڼو وتښتاوه. د ۱۵۲۴ز کال د مارچ په مياشت کې، د يو نېواکګر په توګه په هندوراس ته ننوتونکی لومړی اسپانوی وګرځېد. له هغه وروسته ولاړ، چا چې ځواکونه له مکسيکو څخه لاندې راوستي وو. په راتلونکو دوه لسيزو کې ډېر نېواک رامنځ ته شو، لومړی د هغو ډلو له خوا چې ته وفادارې وې او دويم د هغو له خوا چې وفاداري يې درلوده، خو په ځانګړي ډول د الوارډو د پلويانو په مټ. پر اسپانوي سرچينو سربېره، دې نېواکګرو د مکسيکو په وسله والو ځواکونو زياته تکيه درلوده او ميکسيکا زرونه پوځونه، کوم چې په دې سيمه کې ځای پر ځای شوي وو. ایداري ویش هندوراس هیواد په ۱۸ ایداري واحدونو ویشل شوی دی. اتلانتیدا چولوتکا کولون کومایاګوا کوپان کورتس ال پرایسو فرانسسکو مورازان ګراسیاس آدیوس اینتیبوکا ایسلاس دلا باهیا لاپاز لمپیرا اوکوتپکویه اولانچو سانتا باربارا واله یورو کلتور تاریخ اقتصاد جغرافیه هندوراس
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%8A
هنګري
مجارستان هنګري هیواد چې رسمي نوم یې د د مجارستان هنګری جمهوریت دی په منځنۍ اروپا کې پروت د وچې پورې تړلی هیواد دی چې پلازمینه یې د بوداپست، بوداپست ښار دی او ګاونډي هیوادونه یې د لویدیځ له خوانه اتریششمال نه سلواکیاشمال ختیځ نه له اوکراین ختیځ او جنوب ختیځ نه له رومانیا جنوب ته له سربيااو کرواسیا او د جنوب لویدیځ لوري نه له سلوانیا سره گډه پوله لري. یاد هیواد ۰۳۰۹۳ کیلومتره مربع مساحت او ۰۰۰۰۰۰۱۰ میلونه وګړي لري. د هنګری د حکومت ډول یط پارلماني دی. ولسمشر یې یانوش آډر او لومړی وزیر یې ویکتور اوربان دی رسمي ژبه یې هنګري ژبه ده. هنګري په هنګري ژبه کې: په مرکزي اروپا کې، په وچه کې راایسار هېواد دی. دا هېواد چې د کارپاتیان د غرونو تر منځ پروت دی، ۹۳۰۳۰ کیلومتر مربع ۳۵۹۲۰ مایل مربع مساحت لري، چې له شمالي لوري د سلواکیا، له شمال ختیځ لوري د اوکراین، له ختیځ او سویل ختیځ لوري د رومانیا، له سوېل لوري د سربستان، له سویل لوېدیځ لوري د کرواسي او سلوانیا او له لوېدیڅ لوري د اطریش له خوا چاپېر شوی دی. هنګري نږدې ۱۰ میلیونه نفوس لري چې زیاتره یې هنګري نژاده او همدارنګه د پام وړ روماني لږه کي لري. هنګري چې د دې هېواد رسمي ژبه ده، په نړۍ کې د اورالي ژبو تر ټولو پراخه تکلمي ژبه ده او د غیر هندي-اروپایي ژبو له ډلې یوه ده، چې په پراخه کچه په اروپا کې تکلم پرې کېږي. بوداپست، د هېواد پلازمېنه او لوی ښار دی او نورې لویې ښاري سیمې یې ډیبرېت سین، سېګېډ، مېشکالتس، پې یچ او جیور دي. د اوسني هنګري خاوره ،د بېلابېلو خلکو، لکه: سېلتیانو، رومیانو، جرمن قبایلو، هونیانو، لوېدیځ سلاویانو اوآوراسیانو پرمخ د څو پېړیو په اوږدو کې یوه څلولارې وه. د هنګري دولت بنسټ د هنګري د لوی شهزاده، ارپاد له خوا د نهمې پېړۍ په وروستیو کې د کارپاتیان د سیمې په نیولو سره کېښودل شو. د نوموړي کړوسی لومړي سټیفن په ۱۰۰۰ کال کې په تخت کېناست او خپل سلطنت یې عیسوي سلطنت ته واړاوه. هنګري هېواد په ۱۲ پېړۍ کې یو سیمه ییز ځواک شو، چې په ۱۵ پېړۍ کې یې خپل کلتور او سیاست اوج ته ورسېد. دا هېواد په ۱۵۲۶ز کال کې د موهاچ له جګړې وروسته، په نیمایې توګه د عثماني سترواکۍ ۱۵۴۱ ۱۶۹۹زکلونو تر واک لاندې راغله. د اتلسمې پېړۍ په پای کې دا هېواد د هابسبورګ تر واکمنۍ لاندې راغی، چې وروسته د اطریش له سترواکۍ سره یوځای شو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د اطریش- هنګري یو لوی ځواک را منځ ته کړ. اطریش- هنګري له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته سقوط وکړاو ورپسې د تریانون له تړون سره سم د هنګري اوسنۍ پولې و ټاکل شوې، چې په پایله کې یې نوموړي هېواد ۷۱٪ خاوره، ۵۸٪ نفوس، او ۳۲٪ هنګري قوم له لاسه ورکړل. هنګري هېواد د دوو نړیوالو جګړو تر منځ له کړکېچنې دورې وروسته، په دویمه نړیواله جګړه کې له محوري ځواک سره یوځای شو، چې د پراخ زیان او تلفاتو سره مخامخ شو. هنګري له جګړې وروسته د شوروي اتحاد یو ګوډاګی دولت شو، چې د هنګري د خلق جمهوریت د رامنځ ته کېدو لامل شو. هنګري د ۱۹۵۶ ز کال له بې پایلې انقلاب څخه وروسته یو څه آزاد شو، که څه هم لا تر دې وخته د ختیځ بلاک تر کنټرول لاندې غړی پاتې شو. له اطریش سره د هنګري د پولې پر سر د دېوال لرې کولو د ختیځ بلاک او وروسته د شوروي اتحاد د سقوط ګړندی کړ. هنګري د ۱۹۸۹ ز کال د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه یو دموکراتیک پارلماني جمهوریت شو ،چې په ۲۰۰۴ ز کال کې له اروپايي ټولنې سره یوځای شو او له ۲۰۰۷ ز کال راهیسې، د شینګین د سیمې برخه دی. په نړیوالو چارو کې هنګري هېواد، د یوه منځنی ځواک په توګه لیدل کېږي، چې دا ځواک یې تر ډېرې کچې د خپل دودیز او اقتصادي اغېز له امله دی. هنګري د لوړ عاید اقتصاد په درلودلو سره یو پرمختللی هېواد ګڼل کېږي او د بشري پراختیا په شاخص کې په ۴۰ کې ځای کې راځي، چې اتباع یې د پوره روغتیا پاملرنې او د وړیا ثانوي زده کړو له امتیاز څخه برخمن دي. هنګري د هنر، موسیقۍ، ادبیاتو، سپورت، ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د پراخې ونډې اوږد تاریخ لري. نوموړی هېواد په اروپا کې دیارلسم ترټولو مشهور سیاحتي ځای دی چې په ۲۰۱۷ کال کې یې ۱۵.۵ میلیون نړیوال سیلانیان را جلب کړي وو. هنګري د ملګرو ملتونو، ناټو، د سوداګرۍ نړیوال سازمان یا ، نړیوال بانک، د پانګونې نړوال بانک یا ، په زیربنا کې د پانګونې آسیایي بانک یا ، د اروپا د شورا، د وېشګارد ډلې او د ترک هېوادونو په سازمان کې د څارونکي دولت په ګډون د زیاتره نړیوالو بنسټونو غړیتوب لري. رېښه د هنګري په نوم کې د توری او لاتیني ښایې له تاریخي اړخه د هونیانو سره د هنګري د اړیکې له امله ویې چې آواراس څخه وړاندې په هنګري کې مېشت شوي وو. پاتې کلیمه د بیزانس د یوناني له لاتیني بڼې څخه اخستل شوې ده. دا یوناني نوم د زړې بلغاریایي له څخه اخیستل شوی، چې دا بیا په خپل وار سره د اوغورترک له لس د اوګور قبیلې څخه اخستل شوی دی. د هغو قومونو جمع نوم و چې وروسته له بلغاریایي قبیلوي کنفدراسیون سره یوځای شول چې د آوارس څخه وروسته یې د هنګري په ختیځو برخو کې واکمني کوله. د هنګري کورنۍ نوم دی، چې د هنګري او هېواد څخه منځ ته راغلی دی. د نوم چې د هېواد په وګړو دلالت کوي، په کره بڼه په ځینو نورو ژبو، لکه: ترکي، فارسي او نورو ژبو کې د هېواد په نوم، د بېلګې په توګه یا د ماګیارانو خاوره، یا ورته حالت دلالت کوي. د کلمه د هنګري د اوو لویو نیمه کوچي قبیلو، ، له نوم څخه اخیستل شوې دی. د لومړۍ برخه ښایي د پروتو اوګري ژبې له څخه اخستل شوی وي چې معنا یې انسان، یا شخص دی، چې د مانسي خلکو په نوم کې هم لیدل کېږي. دویمه برخه یې، ، چې د وګړي، وګړو، نسب، په معنا ده، د هنګري ژبې په کې پاتې شوې چې د مېړه، په معنا ده او د ماري ژبې له سره چې د زوی، په معنا ده او د فنلنډي لرغوني ژبې له سره چې د ځوان سړي په معنا ده، رېښه لري. اقتصاد کلتور اداري ویش د هنګري هیواد د ولایتونو نوملړ د هنګری هیواد د ښارونو نوملړ بوداپست سیاسي خپلواکی تاريخ آر لیکنه: د هنگري تاريخ د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه هنگري هېوادونه په وچې پورې تړلي هیوادونه د اروپا هېوادونه