url
stringlengths
31
783
title
stringlengths
1
140
text
stringlengths
20
223k
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%85%D8%B3%D9%8A%D8%AD%20%D8%AD%D9%82%D9%8A%D9%82%D9%8A%20%DA%A9%D9%84%D9%8A%D8%B3%D8%A7
د مسيح حقيقي کليسا
د مسيح حقيقي کليسا يوه خپلواکه عيسوي کليسا ده چې په کال کې په بيجېنگ، چين کې جوړه شوه. نن ددغې فرقې د غړو شمېره . ميليونو ته رسېدلې چې په پنځه څلوېښت بېلابېلو هېوادونو کې اوسېږي. دا کليسا د پروټېسټانټو عيسويانو يوې ډلې پورې تړاو لري. دوی د کرسمس او ايسټر لمانځنه نه کوي. ددې کليسا لس بنسټيزې عقيدې پدې توگه دي: مقدس روح .د مقدس روح نیول، چی په ټولو ژبو کی ویل شوی دی او نښانه تايید پردی دی چی مونږ وارثان د جنت یوو باپټيزم د تعمید غسل له اوبو سره، دا د گناهونو د بښلو او بیا رغولو لپاره یوه دیني لاره ده. د تعمید غسل باید چې په روانو اوبو کې ترسره شي لکه په سیندونو، ویالو او یا هم په چینو کې. تعمید ورکونکی چا چې پخپله مخکې یې د سپېڅلو اوبو په واسطه د تعمید غسل تر سره کړی دی نو دا کار د عیسی علیه السلام په نوم تر سره کوي. او څوک چې د تعمید غسل ترسره کوي باید چې په پوره ډول ټول وجود یې په اوبو کې دننه وي او خپل سره ښکته خواته ټیټ کړي. د پښو پرېولل دغه دپاکوالۍ دستور د عیسویانو نه پرته د سېکانو په دین کې هم شته چې بیا جرړه یې له هماغه عیسوي د پاکوالی دستور ته رسیږي. نن ورځ د دې غسل نسبت عیسویت ته کیږي ځکه په دې دین دا غسل له گناهونو څخه د پاکوالي موجب گرځي او د نوموړي معتقد کس پیوند د مړینې پر وخت له عیسی علیه السلام سره کیږي. سپېڅلی گډون يا خبرې اترې .د پاک خدای لاره ، مقدسه لاره ده چی په سبب د یاد راوړل د عیسی علیه السلام مړینی کیږی .دا کار باعث د دی کیږی چی د خدای لاره، چی زمونږ په جسم او روح کی یو ځای شی ، مونږ ابدی ژوند ته ورسیږو او د قیامت په ورځ بیا ژوندی شو .کله چی دغه لاره ممکینه شی ، باید ترسره شی، او ددی لپاره یوه ټوټه ډوډی او انگور ته اړتیا ده د سبات ورځ د یهودیانو د استراحت ورځ، د ونی وهمه ورځ شنبه، د خدای له طرفه یوه مذهبی او مقدسه ورځ ده، چی په هغی کی دخدای د رحمت سیوری د پیدایشت او .رستگاری جشن لپاره د آبدی او هوساینی ژوند د لاسته راوړلو په هیله عيسی مسيح هغه کلمه چی د بشر په جسم کی داخل شوه، د دار پر سر د گناهکارانو د لمنځه وړلو په خاطر اعدام شو، په دریمه ورځ کی بیا ژوندی شو او آسمان ته وخوت. هغه د انسانانو له له جنسه څخه یوازینی ریښتنی ناجی دی ، د آسمانونو او ځمگی د پیداکونکی ریښتینی بنده دی. انجيل دا پر پخوانی او اوسنی وصیتونو ولاړ ، الهام نیونکی د پاک خدای څخه او یوازینی ریښتینی متن او د مسیح د پیروانو د ژوند معیار دی. ژغورل کېدنه .رستگاری د خدای د رحمت او بخښنی د دین په واسطه لاسته راوړل کیږی، مومنین باید پر مقدس روح ملاء وتړی تر څو د خدای په پاکی او بشردوستی پوه شی کليسا دعیسی واقعی کلیسا، د عیسی مسیح علیه السلام پواسطه جوړه شوه او د روح القدس لخوا د آخیرینی باران په وخت کی را منځته شوی دی. د قيامت ورځ د حضرت عیسی علیه السلام د بیا ځلی راتگ سره قیامت ترسره کیږی، هغه وخت چی هغه د جنت څخه د نړی د داوری په باره کی کوږی او پرهیزگاران ابدی ژوند مومی او بدکاران د تل لپاره محکومیږی
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%84%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D8%A7
ملاريا
ملاريا يوه پرازيتي انتاني ناروغي ده چې د نړۍ په تودو او نيمه تودو سيمو کې ډېره خوره ده. په نړېواله کچه هر کال نيژدې ٣٠٠ تر ٥٠٠ ميليونه انسانان په ملاريا اخته کېږي، چې نيژدې له ١،٥ تر ٣ ميليونه انسانان د ملاريا د ناروغۍ له امله مړه کېږي چې د دغو څخه يو ميليون کوچنيان دي چې عُمر ئې تر پنځو کلو لږ دی. ددغې ناروغۍ له امله لويه برخه ښکار شوي خلک، د افريقا په لويه وچه کې ماشومان او نوي ځوانان دي. ددې ناروغۍ علت د پروټوزون يو ډول پرازيت دی چې د پلازموډيم په نامه يادېږي. ددغې ناروغۍ ترټولو خطرناکه ډول د پلازموډيم فالسيپارم او د پلازموډيم وايوېکس له کبله پېښه شوې ملاريا ده، خو ددغه پرازيت نور اړونده توکمونه لکه پلازموډيم اواله او پلازموډيم مالاريا هم انسانان په ناروغۍ اخته کوي. د پلازموډيم د توکمونو دغې ډلې ته چې انسانان په ناروغۍ اخته کوي، د مالاريا پرازيتونه وايي. دا پلازموډيم د يو ډول ښځينه غوماشې چې د انافېلس په نامه يادېږي، هغه وخت انسانو ته ورځي. کله چې دغه غوماشه خلک وچيچي نو دا پرازيت د انسان وينې ته ورځي او په ډېر لږ وخت کې د وينې په سره توکو کې وده کوي چې پدې مهال ناروغ تبې کوي، د وينې د کمښت سره مخامخ کېږي، د يخ د احساس سره سره رېږدي، او په ژورو پېښو کې دا ناروغي د زکام د ناروغۍ ورته نښې هم ښکاره کوي چې ددغې ناروغۍ پرمختيون سره کوما او مړينه هم پېښېدلای شي. کله چې ملاريا په گرمو هېوادونو کې ډېر ليدل کېږي لکه په افريقا، هندوستان، پاکستان، لاتين امريکا، جنوبي آسيا، شرقي اسيا او همداسې زمونږ په گران هېواد افغانستان کې د ملاريا ناروغي شته. د ملاريا د ناروغۍ د لېږدېدنې مخنيوی او کمېدنه د ځينې روغتيايي تدابيرو په پلي کولو سره شونې ده. د پشه خانو د کارولو، په کور او د کور شاوخوا چاپېريال کې د غوماشوژونکو درملونو په پاشلو او د ولاړو اوبو ډنډونو په بهېدلو سره، کوم چې د ملاريا د غوماشې د هگيو ځالې دي، د ملاريا پېښې تر لويې کچې راټيټوي. د ملاريا د ناروغۍ لپاره تر اوسه پورې هېڅ کوم واکسين نشته. خو ددې هرڅه سره سره داسې دارودرمل شته چې ددغې ناروغۍ مخنيوی کوي او ددې لپاره چې د انتانيت د وېرې مخنيوی وکړي نو پکار ده چې په پرله پسې توگه همدا درمل وکارېږې. همدا د وقايوي درملو درملنه د ډېريو هغو خلکو لپاره چې د ملاريا په سيمو کې اوسېږي ډېره گرانه ده. که څه هم چې د درملو په وړاندې مقاومت په عامه توگه ډېر پېښېږي خو د ملاريا په سبب رامېنځ ته شوي انتاني ناروغي د ملاريا ضد دارودرملو ،چې په دغو کې کلورکين يا پيريمېتياماين راځي، په کارولو سره يې درملنه کېږي. تعریف ملاریایوه هغه ناجوړي ده چې د ګرمي په موسم کي یاني هغه هېوادونو کې رامنځ ته کېږی چې ګرم وي. دا ناروغي د یو قسم غوماشې چې د انوفېلس په نوم یادېږی رامنځ ته کېږي. د دې غوماشې په ناړو کې یو رکم پرازیت دي چې پلازموډیم نومېږي او دغه پلازموډیم په انسانانو کې د ملاریاناروغي رامنځ ته کوي. د ناروغي رامنځ ته کېدل د ملاریاناروغي د یوې ښزینه غوماشې چې د انوفېلس په نوم پېژندل کېږي، د دې په چېچولو سره وه انسان ته ورتېرېږي. کله چې یوه ښزینه غوماشه انوفېلس یو انسان وچېچې نو ده دې غوماشو په ناړو کې چې پرازیت پلازموډیم دي د انسان و بدن ته ورننوځي. دا پلاسموډیم زي وه یېنې ته او هلته د یېنې په حجراتو کې ځانونه ډېروي له هغه ځایه بیا وینې ته رازي. په وینې کې د وینو پر سره حجراتو برېد کوي. او همدلته وسېږي او د دې حجراتو سر رنګ چې هېموګلوبن یادېږي خورک یې وي. او دغسي له دینه زهري مواد جوړېږي چې دا تبې رامنځ ته کېږي. د رشکتو موده کله چې دا غوماش یو څوک وچېچي نو لومړنی نوښانیانې تقریباً ۶ ورځې وروسته او یا هم ډېر لکه تر اوونی یا هم تر میاشتي پورې وخت نېولی شي. د ملاریاډولونه له مکروب له مخي د ملاریاناروغي ۳ ځایه ځان تقسیمه وي. ملاریاکوانتارا دا ملاریاناروغي تر ټولو سپکه ګڼړ کېږي. پدې ملاریاکي د تبو تر منځ ۷۲ ساته فاصله وي. او مکروب یې یا پرازیت یې پلازموډیم ملاریا ده. ملاریاترتېانه د دې ملاریاناروغي د تبو تر منځ ۴۸ ساته فاصله وي. او دا ناروغي ډېر کم وخت خلک وژني. ملاریاټروپیکا دا ملاریاناروغي تر ټولو خطرناکه ډول یې دی. د دې ستونځه دا ده چې تبې بې وخته پر انسان رازي. دغه یې وجه ده چې سړی په وخت سره نه پوېږي چې دا ناروغي لري. او که چېري د دې ناروغي علاج ونکول شي نو د انسان د مرګ امکانات تر۳۰٪ کې دي. د ناروغي نښې د ملاریالمړنی نښانیانی ډېره لوړه تبه او ورسره رېږدېدل، خوله کول. ډېر کلک سر درد او د ټول وجود درد درلوښتل. کله نه کله له نس د خوا هم خرابېدل. او په مالومه وختو سره تبه رامنځ ته کېدل. خو دا په مالومه وخت سره د تبې را منځ ته کېدل یوازي په ۱، او ۲، ډول ناروغي کې ښکارېږي. په ملاریاټروپیکا کښې نا مالومېږی. ډیاګنوزې د ملاریاناروغي مالومول لپاره ده وینې ټېست کې کتل کېږي چې دا پرازیت د وینو سره حجراتو کې شته او یا یې هم حجرات خراب کړي دي. درملنه چې کله د ملاریاناروغي یو څوک ولري نو سري ورته دوا ورکول کېږي. د ملاریادواګاني د ډاکټر په مشوره خپل په وخت او تر خپل مودې پوري باید وخوړل شي. سرچینه انتاني ناروغۍ پرازيتي ناروغۍ د تودې سيمو ناروغۍ ملاريا
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%86%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%BA%D9%8A%D9%88%20%D9%84%DA%93%D9%84%D9%8A%DA%A9
د ناروغيو لړليک
. - باندنۍ تړنې لړليک لړليک لړليک : ... د ناروغيو لړليک
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D8%A7%D8%A8%D9%87
سابه
هغه علم چی سابه تر ځیړنی لاندی نیسی د اولیریکلچر په نو سره یادیږی. سابه د انسانانو په ژوند کې ډېر ستر رول لري . د پخوا پېر خلکو به د سابو نه ډېره گټه اخيسته. سابه په ټوليزه توگه د بشر د پايښت ، د ودې، او سالم بدن روزنې کې ډېره غټه ونډه لرلې. سابه په څو څو ډوله موندل کېږي ، د سابو کارونه په څو ډوله کېږي ، لکه د بېلگې په ډول سابه د انسانانو او ځناورو لپاره دخوړو په څېر کارول کېږي، د ډول ډول ناروغيو د پاره ترې نه درمل جوړېږي ، همداسې به په پخواني پېر کې خلکو د ځينو پاڼو نه د زخم د پټۍ په ځېر کار اخيسته. په سابو کې ډېر ويټامينونه وي . دسبو ډولونه ۱ هغه سابه چې دځمكې دپاسه برخى يې خوړلې كيږى . دكول يا يخ موسم سابه لكه: گلپى ، براكولى ، كرم ، غوزه ايز كرم ، چينايې كرم او كولرابې . دسولناسى دكورنۍ سابه: لكه رومي بانجان ، توربانجان او مرچ . تاك ډوله سابه: لكه بادرنگ ، كدو او خربوزه . شنه سابه لكه: پالك او چارډ . لگيومي يا پلي لرونكي سابه: لكه مټر ، لوبيا ، او فاصليا . ۲ هغه سابه چې دځمكې لاندې برخى يې خوړل كيږي: دريښوسابه لكه: گازره ، ملۍ ، ټيپر او دسلاد چغندر . دغوټوسابه ټيوبر لكه: كچالو . ۳- دتودوخې داړتيا په اساس دسبو ويشن : دساړه موسم سابه هغه دي چې په سوړ بخنه هواكې يا په سوړ بخنو سيمو كې روزل كيږي او دفعالې ودې په وخت كې دعادي يخ سره مقاومت لري ۱ جدول . دتاوده موسم سابه هغه دي چې په تود بخنه هوا كې يا په تود بخنو سيمو كې زياته وده او لوړ حاصل توليدوي او دعادي يخ وهنې څخه ضرر ويني ۴ وحشى يا سارانې سابه : دافغانستان خلك خصوصا ً په كليو او بانډو كې دزيات شمير وحشي سبو څخه استفاده كوي . دوحشي سبو شمير خوراډير دي او تراوسه پورې دهغوي دنباتې او غذايې خصوصياتو په باب په افغانستان كې كومې علمې څيړنې سرته رسيدلى نه دي . كيداي شي چې دوحشى سبو په ډله كې ځينې يې دغذائى ارزښت له نظره خورا مهم وي . دوحشي سبو دڅرنگوالى په باب بايد علمى څيړنې سرته ورسيږي . سابه په څو ډوله وېشل کېږي ځينې ځنگلي سابه، ځينې خپل سري سابه ، ځينې په لاس کرل شوي سابه او داسې په دو کې خاصيت يې لکه ترخه زهر جن سابه، خوړونکي سابه، د ځناورو د کارونې لپاره سابه او داسې نور. د سبو استعمال د سابو ډولونه سابه په څو ډوله وېشل کېږي ځينې ځنگلي سابه، ځينې خپل سري سابه ، ځينې په لاس کرل شوي سابه او داسې په دو کې خاصيت يې لکه ترخه زهر جن سابه، خوړونکي سابه، د ځناورو د کارونې لپاره سابه او داسې نور. د انسانانو لپاره خوړونکي سابه راځي . شوتل پالک يا ساگ روميان پياز شين پياز توروکې شوگله شړشم کدو ملۍ گازرې گندڼه بادرنگ بېنډۍ ټېپور فاسله مټر شنه پلي بېنډۍ کچالان هوگه توربنجړ نخود غنم د انسانانو لپاره خوړونکي سابه شوتل پالک يا ساگ روميان پياز شين پياز شلخی توروکې شوگله شړشم کدو ملۍ گازرې گندنه بادرنگ بینډۍ فاسله مټر سرچينې سابه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D9%88%D8%BA%D8%AA%D9%8A%D8%A7
روغتيا
د روغتیا نړیوال سازمان د تعریف له مخې: روغتیا یوازې د ناروغۍ یا په بدن کې د ناجوړۍ نه لرل نه دي، بلکې بشپړ جسمي، ذهني او ټولنیز ښه والی درلودل هم دي. د وخت په تېرېدو سره د بېلابېلو موخو لپاره د روغتیا ګڼ تعریفونه وړاندي شوي دي. د سالمو فعالیتونو، لکه: د منظمو فزیکي تمرینونو او کافي خوب کول او د ناسالمو فعالیتونو او کړنو، لکه: سګرټ څکولو یا زښته ډېرې اندېښنې کولو راکمول یا ورنه ځان ساتل د ښې روغتیا لامل ګرځي. ځینې هغه عاملونه چې پر روغتیا اغېز پرې باسي، فردي انتخابونه دي، لکه: ایا د لوړخطر درلودونکي چلند کې ښکېل شم که نه او بل ډول يې جوړښتي عاملونه دي، لکه: ايا ټولنه په داسې توګه تنظیم شوې ،چې وګړي په اسانۍ یا سختۍ سره اړین روغتیايي خدمتونه ترلاسه کوي که څنګه. لاهم د فردي او ډله ییزو انتخابونو ورهاخوا ،نور عاملونه شته، لکه: جنیټیکي ګډوډۍ اختلالات. تاریخچه د وخت په تېرېدو سره د روغتیا معنا لابشپړه شوې ده. د بایومیډيکل لیدلوري سره سم، د روغتیا د لومړنیو تعریفونو پام پر دې مسئله ورټول و چې ایا بدن کړنیزه وړتیا لري که څنګه او همدا ډول روغتیا ته د نورمال کړنیز حالت په سترګه کتل کېدل چې وخت پر وخت د ناروغیو له امله خرابېږي. د دې ډول روغتیا د تعریف یوه بېلګه دا ده: هغه حالت چې د اناټومي، فزیولوژيکي او رواني استحکام، د کورنیزو، کاري او ټولنیزو ارزښتمنو چارو د ترسره کولو وړتیا او د فزیکي، بیولوژیکي، رواني او ټولنیز سټرېس سره د تعامل د وړتیا په وسیله تشخیصېږي. وروسته بیا په ۱۹۴۸زکال کې د روغتیا نړیوال سازمان د پخوانیو تعریفونو په پرتله یو بشپړ متفاوت تعریف وړاندې کړ او روغتیا یې له ښه والي هوساینې سره وتړله او ویې ویل چې: روغتیا یوازې د ناروغۍ یا ناجوړۍ نه لرل نه دي، بلکې بشپړ جسمي، ذهني او ټولنیز ښه والی هوساینه درلودل هم دي. که څه هم دا تعریف نوی و او هرکلی ترې وشو، خو نیوکه هم پرې موجوده وه، ځکه چې مبهم او زښته ډېر پراخ و او د اندازه کولو وړ نه بلل کېده. د اوږد مهال لپاره، لکه څرنګه چې ډېری روغتیايي بحثونه، د بایوميډيکل موډل عملي والي ته ورستانه شول، نو دا تعریف د یوه غیرعملي ایډیال په توګه وپېژندل شو. لکه څرنګه چې وړاندې ناروغي یو حالت بلل کېده، خو بیا وروسته یو بهیر پروسه وبلل شو، په ورته توګه د روغتیا په تعریف کې هم بدلون راغلی دی. یو ځل بیا، د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۹۸۰یمو کلونو کې د روغتیا ارتقا غورځنګ پراختیا تقویه کړه. دې چارې د روغتیا نوی مفهوم رامنځته کړ او دا یې یو حالت نه، بلکې د تحرک دوام او د ژوند سرچینه وبلله. په ۱۹۸۴ز کال کې، د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا پر تعریف بیاکتنه وکړه او داسې یې راوپېژندله: روغتیا هغه کچه ده تر کومې چې یو فرد یا یوه ډله د خپلو هیلو د ترلاسه کولو او خپلو اړتیاوو د پوره کولو او د ژوندچاپېریال د بدلون او یا هغه سره د ځان سمولو وړتیا لري. روغتیا د ورځني ژوند یوه سرچینه ده، نه د ژوند موخه؛ دا یو مثبت مفهوم دی چې پر ټولنیزو او شخصي سرچینو او همدا ډول فزیکي ظرفیتونو ټینګار کوی. روغتیا هغه وړتیا بلل کېږي چې انسان خپل تعادل او ثبات وساتي او له ناوړه پېښو نه روغ شي. ذهني، فکري، عاطفي او ټولنیزه روغتیا هغې ته ویل کېږي چې یو کس د سټرېس د مدیریت وړتیا ولري، مهارتونه ترلاسه کړي، اړیکې وپالي چې دا ټول بیا د انعطاف او خپلواک ژوند سرچینې جوړوي. دا چاره د روغتیا د ورزده کولو، تقویې او زده کړې ډېر فرصتونه رامنځ ته کوي. د ۱۹۷۰مې ز لسیزې په وروستیو کې، د سالمو وګړو فډرال پروګرام د وګړو روغتیا د لاښه کولو لپاره د امریکا متحده ایالتونو د چال چلند یوه ښکاره برخه وه. په هره لسیزه کې، د سالمو وګړو یوه نوې نسخه راوزي، چې په هغې کې په راتلونکې لسیزه کې د روغتیا د لاښه والي لپاره نوي هدفونه ټاکل شوي وي، نوي موضوعات او د اندازې وړ موخې مشخصې شوې وي او د دې ارزونه کېږي چې په کومو برخو کې پرمختګ موجود و او په کومو کې نه. د امریکا نامتمرکز او ناهمغږي روغتیايي سیسټم ته په پام سره، یاد پرمختګ په ډېرو موخو پورې محدود شوی دی چې د نتایجو په رامنځته کولو کې د سالمو وګړو پروګرام د اغېزمنتوب په تړاو د اندېښنو لامل شو. په ۲۰۲۰ز کال کې د سالمو وګړو پروګرام د روغتیا ارتقا او د مخنیوي لاروچارو ته ډېر اهمیت ورکړي او د روغتیا ټولنیزو ټاکوونکو عواملو ته د لاسرسي پر اهمیت يې زښته ډېر پام ورټول کړی دی. یو نوی مفصل ډيجیټل رابط په تېر کې د خپرو شوو پېړو کتابونو پر ځای د معلوماتو کارول او خپرول اسانه کوي. په سالمو وګړو پروګرام کې د راغلو بدلونونو اغېزه به په راتلونکو کلونو کې معلومه شي. په انسانانو کې د روغتیايي ستونزو د مخنیوي او درملنې او د ښې روغتیا دودولو په موخه د روغتیايي پاملرنو د وړاندې کوونکو له خوا منظم کار ترسره کېږي. د حیوانانو د روغتیا اړوند چارې د وترنري علومو له لوري پرمخ وړل کېږي. د سالم اصطلاح په پراخ ډول د غیرژوندویو جوړښتو د ډېرو بڼو او پر انسانانو د هغوی د اغېز اړوند کارول کېږي، لکه: د سالمو ټولنو، سالمو ښارونو او یا سالمو ژوندچاپېریالونو په مفهوم کې. د روغتیايي پاملرنې د اقداماتو او د یوه کس شاوخوا چاپېریال سربېره، یو شمېر نور عوامل هم شته چې د خلکو پر روغتیايي حالت اغېز پرېباسي. دې عواملو ته د روغتیا ټاکوونکي عوامل وايي، لکه: د یوه کس شالید، د ژوند طریقه، اقتصادي حالت، ټولنیز شرایط او معنویت. څېړنو ښودلې ده چې، د سټرېس لوړه کچه، د انسان پر روغتیا اغېز پرېباسي. د ۲۱مې ز پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې د وړتیا په توګه د روغتیا ادراک د انسان د روغتیا د لاښه والي په موخه د هڅو په تړاو د ځان-ارزونو - دروازه پرانیسته، تر څو د قضاوت په اصلي شاخصونو بدله شي. دې چارې همدا ډول موکه رامنځته کړه، تر څو هر انسان، ان د ګڼو مزمنو ناروغیو یا مرګوني وضعیت درلودلو په حالت کې، د روغ اوسېدو احساس ولري او دا چې د روغتیا ټاکوونکي عوامل له هغودودیزو طریقو نه لرې چې د ناروغیو د خپراوي په راکمولو تمرکز کوي بیاځلي وازمایل شي. ټاکونکي عوامل په عمومي ډول، هغه شرایط چې یو کس په کې اوسېږي، هم د هغه د روغتیايي حالت او هم د هغه د ژوند د کیفیت لپاره خورا مهم دي. په ډېرېدونکې بڼه منل شوې ده چې، روغتیا یوازې د روغتیايي علومو د پرمختګ او تطبیق له لارې نه، بلکې د یوه کس او ټولنې د هڅو او د ژوندانه د طریقې د ځیرکو انتخابونو له لارې ساتل او لاښه کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې: د روغتیا په سترو ټاکونکو عواملو کې ټولنیز او اقتصادي چاپېریال، فزیکي چاپېریال او د یوه کس فردي ځانګړنې او چال چلند شامل دي. په ډېره مشخصه توګه، هغه کلیدي عوامل چې د انسانانو په روغ یا ناروغ اوسېدو اغېز پرېباسی، په لاندې توګه دي: عاید او ټولنیز حالت د ټولنیز ملاتړ شبکې زده کړې او سواد کارموندنهکاري شرایط ټولنیز چاپېریالونه فزیکي چاپېریال شخصي روغتیايي عادتونه او د مقابلې مهارتونه د سالم ماشوم وده بیالوژي او جینیټیک د روغتیايي پاملرنې خدمتونه جنسیت کلتور د روغتیا تاريخ ناروغۍ تر مسيح کالونه مخکې یوازې یو آسماني ناورین ګڼل کېده، او هېحا ناروغ ته پاملرنه نه کول. خو بيا هم په هر حال ، پخواني خلکو یو څه د دوی د تجربو او همدارنګه د دوی مذهب یا عقیدې پراساس د ناروغ کیدو څخه مخنیوی کړی. د روغتیا کچه د نړیوال روغتیا سازمان په وینا ، روغتیا په دریو کچو ولاړه ده: د مخنیوي کچه لومړۍ ، دوهمه کچه او دریمه کچه. د لومړۍ کچې مخنیوی دا مرحله د اقداماتو یوه ټولګه ده چې د ناروغۍ پیښې مخنیوي لپاره نیول کیږي. دا اقدامات په ټولنه کې د خلکو فزیکي او رواني ځواک کچه لوړوي او د ژوند چاپیریال سالم کوي؛ او دا په دوه مرحلو ویشل شوی دی: روغتیا ته وده ورکول پدې کې د عامې روغتیا تعلیم ، د عمر ګروپ رژیم ښه کول ، مناسب کور چمتو کول ، کار او سالم ساتیرۍ شامل دي. د دویمې کچې مخنیوی پدې مرحله کې د ناروغۍ وخت تشخیص او مناسب او ګړندي درملنه شامل دي. دا تدابیر اړین دي ترڅو د ناروغۍ مخنیوي پرمختللي مرحلو ته مخه کړي. د دریمې کچې مخنیوی پدې مرحله کې ، هدف د ناروغۍ درول او د بشپړ معلولیت یا مړینې مخنیوی دی. فیزیوتراپي د دې یوه بیلګه ده ترڅو اغیزمن شوي غړي ته حرکت بیرته راولي. جراحي ، د شیشې کارول ، د اوریدلو مرستې ، او ځانګړي تمرینونه د پروسې نور مثالونه دي چې د ځینې ورک شوي وړتیا بیرته ترلاسه کولو یا د نور معلولیت مخنیوي لپاره کارول کیږي. عامه روغتیا عامه روغتیا د ناروغیو مخنیوي او عمومي ناروغيو د تشخيص هنر دی شخصي روغتيا د خواړو روغتيا د خواړو ککړتیا ، ناروغۍ خپریدو ، او د خواړو زهري کیدو مخنیوی تر ډېره حده هڅه وکړئ غوړ او مالګه کم مصرف کړئ. مسلکي روغتيا مسلکي روغتیا د طب یوه څانګه ده چې په ژوند کې د زیان رسونکي فاکتورونو په پیژندلو ، ارزولو او کنټرول سره ، د ناروغیو او پیچلتیاو مخه نیسي چې ممکن د فزیکي ، کیمیاوي ، بیولوژیکي ، ایرګونومیک فاکتورونو له امله رامینځته شي. سرچينه . .
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D8%B1%D9%86%D9%87
کرنه
کرنه چی دزراعت او بزگری په نامه هم یادیږی، څارویو،بوټو،فنگسونو او نورو ژوندیو موجوداتو دروزنی څخه دغذا،فایبر،درملو اوداسی نورو محصولاتو دلاسته راوړلو څخه عبارت ده چی انسان ته د ژوندی پاتی کیدو اوورځنی ژوند تیرولو لپاره اړینه بلل کیږی. کرنه په میشت انسانی تمدن کی یوه انکشافی کیلی وه، په کوم سره چی د اهلی انواعو دکر په وسیله اضافی غذایی مواد تولید شول چی د تمدن په انکشاف کی یی بی ساری او ډیره ونډه واخیسته. دکرنی مطالعه د کرنی دساینس په نوم هم یادیږی. دکرنی تاریخ د زرگونو کلونو پخوا پوری ټړلی، او انگشاف یی په زیاته کچه مختلفو اقلیمونو،کلتورونو اوټکنالوجیواو داسی نورو لاملونو ته په گوته شوی. گرچه، اتکا په ټولو کرنیزو عملیاتو په عمومی ډول په ټکنالوجی د تولیداتو دزیاتوالی لپاره مخصوصا داهلی انواعولپاره په عین ځمکه کی په کار وړل شوی. بوټی، معمولا دخړوبونی مختلفو ډولونو ته اړتیا لری، که څه هم داسی نور میتودونه لکه د دکمو اوبو کر، اود کلیو رمی په څرځایونو کی چی تراوسه د څارویوغواگانو،وریو او داسی نورو دساتلو لپاره مناسب ځای دی. په انکشافی دنیا کی، صنعتی کرنه دښه مونوکلچر په وسیله دننی ورځی دکرنی د مدرنو سیستمونو یو غالب سیستم بلل شوی دی، که څه هم د استمراری کر لپار پرمختلونکی حمایه لکه کرنیزه پراختیا په ایکولوجیکی سیستم کی یا عضوی کرنه شته ده. ترصنعتی انقلابه پوری، د انسانانودنفوس یو زیات شمیر خلک په کرنه کی په مزدورکاری بوخت ول. مخکنی صنعتی کرنه د ورځنی ژوند د تیرولو دکرنی په شان وه چی دهقانانو به خواړه خپل دورځنی ژوند دتیرولو لپاره تیارول نه دتجارت لپاره. په کرنیزو عملیاتو کی یو دپام وړ تغیر په تیره یوه پیړی کی دټکنالوجی نه په استفادی اود جهانیزو مارکیټونو دانکشاف په اساس رامنځ ته شوی. چی دا په کرنیزو ټکتیکونوکی د ټکنالوجی د انکشاف باعث شوی لکه د - میتود دامونیم نایتریت دترکیب لپاره، چی دغذایی موادو د دوران لپاره صنعتی عملیات جوړوی، سره له کرنیز تناوبه اودکمی حیوانی سری په استعمال سره. ننی اگرانومی، دبوټو نسلگیری، کرنیز کیمیاوی مواد فنجی مړه کوونکی او کیمیاوی سری، او دټکنالوجی انکشاف په چټکتیا سره زمونږ دغذایی موادو تولید زیاتوی خو په عین وخت کی د انسانانو په صحت باندی منفی اغیزی اوپه پراخه ډول په چاپیریال دناوړه اغیزو باعث کیږی. همدارنگه دحیواناتو په روزنه کی انتخابی نسلگیری او د عصری عملیاتو نه په استفاده زمونږ دغوښی په تولیداتو کی زیاتوالی را وستلای شو خو دڅارویو په رفاهیت اود اتیبیوتیکو، وده ایزو هارمونونو، او نورو کیمیاوی مواد چی په عمومی ډول دغوښی په صنعتی تولید کی په کار وړل کیږی ناوړه اغیزی درلودای شی. په جنټیکی ډول اصلاح شوی ژوی د کرنیزو تولیداتو یو زیاتویدونکی او مهم عامل بلل کیږی، که څه هم دا پا ډیرو هیوادونو کی منع شوی. دکرنیزو غذایی موادو تولید او داوبو منجمنت نن ورځ ددنیا یو له مهمو موضوعاتو څخه شمیرل کیږی چی دخلکو دپام وړ پاملرنه یی ځانته جلب کړی او باعث د زیاتو مناظرو اودنورو موضوعاتو دمنځ ته راتگ په نړیواله کچه شوی دی. دپام وړ تنزل دخاوری په ښیرازتیا او داوبو دمنابعو، په شمول د تنزل داوبو په ځمکنیو زیرمو کی دتیرو څو لسیزو له مشکلاتو څخه شمیرل کیږی. او د ځمکی دکری د گرمیدو اثر په کرنه او دکرنی اثر دځمکی د کری په گرمیدو لاتر اوسه سم ندی جوت شوی. عمده کرنیز تولیدات په عمومی ډول دغذایی موادو، فایبر، سوند موادو، او خامو موادو گروپونو کی ویشلای شو. مخصوص غذایی مواد لکه دانیحبوبات،غلی، سابه، میوی، غوړی، غوښه، مساله جات او داسی نور. فایبر شامل ده پختی، وړی، کنف، وریښم، اوکتان. خام مواد شامل د لرگینو تختواو بانکس. او داسی نور مهم مواد چی د بوټو په وسیله تو لیدیږی عبارت دی له کنډ، رنگ، درمل، عطر او هغه د سوند مواد چی دعضوی موادو څخه لاسته راځی او زینتی تولیدات لکه پری شوی گلان او د بزغلیو بوټی. د دنیا یو په دریمه برخه کارکونکی په کرنه بوخت دی، چی دخدمتونو دسکتور نه وروسته دویم سکتور راځی دډیرو کارکوونکو ددرلودلو پر اساس، که څه هم دکرنیزو چارو کارکوونکو شمیرپه پرمختللیو هیوادونو کی په تیرو څو سلیزو کی په زیاته کچه لږ شوی دی. کرنه د افغانستان د جغرافیایی جوړښت له امله یو خاص اقتصادي ارزښت لري. په افغانستان کې کابو ۷۵ تر۸۵ سلنه خلک په کرنه بوخت دی. نو ددی له امله د افغانستان په ملی اقتصاد کې ستر رول لوبوی. د کرنی رول په ملی اقتصاد کې یو د هغه عایداتی او تمویلی منابعو څخه دی، چې د افغانستان هغه خلک چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي خپل وخت ورباندې تیروي او هوسا ژوند کوي کرنه په افغانستان کې په بیلا بیلو برخه وېشل شوې ده، مهمې برخې یې په لاندی ډول دی. مالداري دغواگانو روزنه د بزو روزنه بڼوالي د پسونو ساتنه د باروړونکو حیواناتو روزنه د میوو روزنه د سبزیجاتو تولید د غله جاتو تولید ځنگلونه ټوليز لیدلور کرنه د تاریخ په اوږدو د انسانانو لخوا تر سره کېږي او یو د نسل څخه بل نسل ته دا زده کړ شوي تخنیکونه انتقال مومي. هر وخت چې د تولید صورت نیسي ددې لپاره چې تر څو د هغه حاصل وروسته هغه استعمال او د هغه په مرسته ژوند وکړی. او همدا شان خلکو مختلف نباتات په خاصه توگه غنم ، جوار ، وربشی ، وریجی ، انار او نورې میوی د دی پخاطر کرل چې هغه خرڅ کړي. او د هغه له لاری وکړای شي خپل امرار وکړي . مخينه د تاریخ څخه مخکې لرغونپوهان د لومړنيو كرنو په شواهدو پسي گرځي، چې دا شواهد عبارت دي له ژرندو، د تخمونو د ساتلو وسايل، د كرلو وسايل، لور، او نور اړوندي مذهبي نښي نښاني. چې ځيني شيان په لاندي ډول موندل شوي هم دي. ۷۵۰۰۰ كاله پخواني ساده مدوره ډبره چې څلور اېنچه پنډوالی لري، چې همواره د كار كړلو ډبره يي هم درلوده، او له دې ډبرې څخه د حبوباتو په اوړولو کې گټه اخيستل كېده، د فرانسی په كې پيدا شوه. ۲۰۰۰۰ كلنه د هاون ډبرې د فرانسې په كې پيدا شوې. ۱۲۰۰۰ كلنه لور ته ورته اله د فرانسي په كې وموندل شوه. ۱۰۰۰۰ كاله مخکې يعني د ډبري په دوران کې غنم د تركيي جنوب شرقي سيمو کې وكرل شول. ۹۵۰۰ كلن د كرني وسايل د شمالي سوريي په ابو هريره كلي کې موندل شوي. په سويس ۸۷۰۰ كلن داسي شواهد لاس ته راغلي چې د سويس هغه خلكو چې په غارونو کې ژوند كولو حبوبات يي په هموارو ډبرينو لوښو کې پخول او خوړل ۸۰۵۰ كلن د لور تيغونه ، د ژرندي ډبري، او هاون، او همدارنگه د خټي كوزي د شمالي ايران له غاري كمبرند څخه لاس ته راغلي. ۸۰۰۰ كاله پخوا او غنم سره يوځاي شول تر څو چې د ډوډي غنم منځ ته راغلل. ۷۵۰۰ كاله پخوا د خټينو لوښو جوړولو صنعت منځ ته راغي ۷۰۰۰ كاله مخکې د خټينو لوښو څخه د حبوباتو په ساتلو او پخولوکې گټه اخيستل کېده ۶۰۰۰ كلن د حبوباتو د ساتلوصندوقچه، د كرلو وسايل، خټيني كوزي، د حبوباتو د وچولو داشونه په مصر کې موندل شوي. د عیسی ع له ميلاد څخه ۳۰۰۰-۲۷۳۲ كاله مخکې د لومړني يوي قلبي وسيله په مصري او چېنايي تاريخي اثارو کې موندل شوي دي. د عیسی ع له ميلاد څخه۲۶۰۰ كاله مخکې مصريانو تخميرخمير مايي ته د ډوډي په پخولو کې انكشاف وركړ. ۲۵۰۰ كاله د عیسی ع له ميلاد څخه مخکې د ډوډي غنم د هند په - ، هنگري او چېن کې ښكاره شول. ۲۴۷۰ كاله د عیسی ع له ميلاد څخه مخکې پادشاهي نانوايي او د پخولو كټوو پاتي شوني د فرعونيانو له اهرامونو څخه په مصر کې لاسته راغلي. د عیسی ع له ميلاد څخه ۲۰۰۰-۱۱۰۰ كاله مخکې يو زړه وصيت نامه چې په يوسف ع پوري اړه لري چې هغه د مصر د حبوباتو د ذخايرو سر پرستي په غاړه لري، موندل شوي. د عیسی ع له ميلاد څخه ۱۱۰۰ كاله مخکې د قلبي د يوي اوسپنيز تيغونه وكارول شول. د عیسی ع له ميلاد څخه ۷۰۰ كاله مخکې په يونان کې د سولن قانون كرهني ته انكشاف وركړ، ډوډي او خاوره د د كرهني رب النوع د دين يوه برخه شوه، اوربشي منځ ته راغلي، غنم د ، د توري بحيري له سواحلو او مصر څخه وارد شول، لاسي ژرندي په مصر او لري ختيځ کې وكارول شوي. د عیسی ع له ميلاد څخه ۲۰۰ كاله مخکې د غنمو د ژرندوپراختيا و موندله چې د غلامانو او حيواناتو په وسيله ترسره کېده. د عیسی ع له ميلاد څخه ۱۵۰ كاله پخوا د روميانو د ډوډي پخونكو اتحاديه منځ ته راغله. د عیسی ع له ميلاد څخه ۱۰۰ كاله مخکې روميانو د اوبو ژرنده جوړه كړه. قدیمی تاریخ د کرنی هغه دوره وه چې د نیل د وادی حاصل خیزه ځمکې چې په مصر کې واقع وی. د نباتاتو کر رواج شو د نباتاتو حاصل ټولول رواج شولی. د میلاد څخه ۷۰۰۰ کاله د مخه په مصر کې کرنه شروع شوله. د میلاد څخه ۵۰۰۰ کاله د مخه سامریاتو زراعتی تخنیکونو ته پرمختگ ورکړ. د منځنی پېړۍ تاریخ د معاصر عصر تاریخ ورسته د ۱۴۹۲ کال راپدی خوا چې کله د غنمو او حیواناتو نسل گیری واقع شوله. پدی برخه کې نور بوتی لکله جوار، رومی ، کچالو ، ککو ، تنباکو شامل وو. کچالو پدی وخت په منځنۍ اروپا کې اصلی خواړه وگرځیدل. په ۱۶ پیړۍ کې په اوروپا کې پرتگالیانو جوار معرفی کړل. په ۱۹ پیړۍ کې زراعتی تخنیکونه نور هم پرمخ لاړل او حاصلات زیات شول. زراعت میکانیزه شو او د ځمکې د کر ځای هم زیات شو نو لدی لاری تولید هم ډیر زیات شو . دکرنی لرغونتوب په افغانستان کې افغانستان يو لرغوني هيواد دي هغه شواهد چې د قره كمر او د باميان د چهل ستون له غارونو څخه لاسته راغلي دهغه په اساس مونږ ويلاي شو چې ۲۰۰۰۰ كاله مخکې له ميلاد څخه د افغانستان جامعي شتون درلود او د ډبري تر لومړني دوران پوري يي بيلا بيل پړاونه طي كړي دي او هغه داچې د ميلاد څخه ۲۰۰۰-۳۰۰۰ كلونه مخکې افغانستان كرهنه درلوده. دا ټولو ته څرگنده ده چې د افغانستان لرغوني نوم اريانا وو ، د مكس مولر په نامه يو پوه وايي اّر د كرنې مانا لري، نو له دې كبله ارين د كرونكي او بزگر په مانا دى، چې دا دواړې ماناوې اوس هم په پښتو ژبه كې شته او ځينو شاعرانو او ليكوالو په خپلو شعرونو كې راوړي او هم د كندهار د پښتنو په سيمو كې رواج لري، لكه: اره لور پر غاړه چې په دې ځاى كې د كرنې مانا وركوي او دا ښكاره ده چې اريايانو له كرنې سره مينه درلوده او كرنه د هر شريف او نجيب سړي كاروو. له نن نه پنځه زره كاله وړاندې د شمال د دښتو د گرځنده سپين پوستو انسانانو يوه لويه ډله د افغانستان د شمالي څنډو په آريانا ويجه نومي ځاى كې سره راغونډ او مېشت شول او د خپل ملي تشخص په درلودلو سره يې يو منظم ټولنيز ژوند پيل كړ، دوى ته آريائيان يا اصيلان وويل شول او له همدې تشخص سره يې خپله سيمه آرياناويجه يا د اصيلانو ټاټوبى وگڼله. ورو ورو وپنځېدل، زيات شول اوله بلې خوا په جوي حالاتو كې بدلون راغى او اړ شول چې له آريانا ويجه نه چې د آمو په شمالي اړخ كې پرته ده د هندوكش شمالي لمنو ته راولېږدي او په دې پراخو سيمو كې خواره شي.دوى د اس سورلي دودكړه، كرنه يې كوله، ځاروي يې روزل او پر شيدو سربېره يې له وړيو او پوستكو نه ځان ته كالي جوړول، له لرگيو، خټو او فلزو نه يې لوښي جوړول، خدايگوټي يې لمانځل او د هغوى په نامه يې قربانۍ كولې . په دې دوران كې د بلخ پيشداديانو د يما په مشرۍ د مدني اصلاحاتو يوه نوې دوره پيل كړه، په ژوند او د ژوند په چارو كې ژور بدلونونه راغلل او د كرنې او ودانيو زوړ سيستم بېخي نوى شو . د افغانستان لرغوني تاريخ په دريو دورو ويشل شوي: د ډبري دوران: په دي دوره کې ډبرينو وسايلو وده وكړه، كرهڼه پيل شوه، او د حبوباتو د ساتلو لپاره يي د خټينو لوښو جوړول پيل كړل، نو له دي امله دي دوري ته يي ډبرينه دوره عصر حجر وويل شول، روسي لرغون پيژندونكي په دي باور دي چې د افغانستان په شمال کې د امو په څنډو کې د ۴۰۰۰ كلونه د ميلاد څخه مخکې غنم كرل شوي او له هغه ځاي څخه منديگك ته وړل شوي، ددې دوري اثار دامريكايي لويي دوپري په وسيله د بلخ ولايت په اق كپروك، د تخار په چنار گنجشكان او دبدخشان د كر په دره او هزار گوسفند کې موندل شوي او پيژندل شوي دي. د برونزو دوران: په دي دوره کې په افغانستان کې كرهني وده وكړه، تصوير لرونكي لوښي منځ ته راغلي، له خامو خښتو څخه كورونه جوړ شول، همدارنگه ددې دوري د خټو څخه جوړ شوي خدايان ددې دوري ځانگړتياوي گڼل کېږي، د تخار دشلي تپهاو شورتوغي، د منديگك لاندني برخي، او اق كپروك پاسني برخي د سمنگان قره كمر او د كر دره ددې دوري نموني دي چې ددوي عمر ۲۰۰۰ كاله مخکې د عیسی ع له ميلاد څخه تعين شوي دي. داوسپني دوران: ددې دوران لرغوني اثار په افغانستان کې د بلخ په قزل تپه، د جوزجان په طلا تپه ، د سيستان په شهر سوخته، او د كندهار په منديگك او د موراسي کې پيژندل شوي دي د محصولاتو د تولید غونډالونه هغه سیستم دی چې ځنگلات او نوری ونی د د کوچنیو دانو لکه غنمو او میوو د تولید لپاره غوځول کېږي. هغه سیستم دی چې په کرونده کې یوازی یو ډول نبات وکرل شي البته دا د صنعتی کروندو له ډلی څخه راځی. هغه سیستم دی چې په یوه کرونده کې ډیر او مختلف نباتات کرل شوی وی داسیستم د په نامه سره هم یادیږي. د څارویو د تولید غونډالونه یا مالداری هغه سیستم دی چې د هغه په ترځ کې حیوانات د مختلفو موخو لپاره روزل کېږي او د نویو نسلونو د منځ ته راتگ لپاره یې نسل گیری یا کوي. علاوه ددی د څارویو د تولید سیستمونوه د هغه ځای یا هیواد یا منطقی په نباتی ټولنه پوری اړوند دی. لوی څړځایونه ، لوی د بوټو ځایونه د شخوند حیواناتو د روزلو لپاره زمینه مساعدوی. پدی سیستم کې معمولا یو حیوان روزل کېږي. داسیستم هغه وخت استعمالیږي چې کله ځمکه کمه وی نو تولیدونکی یا بزگز په یو وخت کې مختلف حیوانات ساتی. د تولید عملیات د ځمکې قلبه کول په تیرو وختونو کې به ځمکه په لاس او بیا د حیواناتو په مرسته قلبه کېدله . چې البته په پرمخ تلوونکو هیوادونو کې نن ورځ هم د ځینی حیواناتو څخه په قلبه کولو کې گټه اخلی. په پرمخ تللو هیوادونو کې د قلبی لپاره د ماشينونو څخه استفاده کوي چې کرنیر محصولات یې په کمی او کېفی ډول سره زیات کړی دی. قلبه کول معمولا د ځمکې د آماده کولو د پروسی څخه عبارت دی. کله چې دا پروسه تر سره شي نو بیا د ځمکې هغه متراکمی برخی له منځه ځی او په هغه کې نوی تخمونه او یا نوی بوټی په ښه توگه وده کولی شي. بله مهمه گټه یې داده چې ځمکه ورسته د قلبه کولو څخه د یو تعداد بکتریا د تعاملاتو او فعالیتونو په نتیجه کې نایتروجن زیاتوی چې د خاوری د حاصلخیزی لامل کېږي. د ناروغیو او آفتونو مهارول ناروغۍ او آفتونه په نباتاتو او د هغه پر حاصلاتو او د محصول په کېفیت باندی ډیر ناوړه اغیزه لري او بزگران د خراب حاصل له کبله ډیر اقتصادی تاوان په سر اخلی. په تیرو وختونو کې د ناروغۍ کنترول چې معنی یې ۱۰۰ فیصده د منځه وړل وو مگر نن ورځ د کنترول د کلمی څخه ډیره استفاده نه کېږي او د هغه پر ځای د منجمنت یا مدیریت څخه استفاده کېږي. او کله چې څو مختلفی مدیریتی پروسی سره یوځای کړی تر څو چې آفات کنترول کړل شي نو هغه تی تلفیقی مدیرت د افاتو وایی. ناروغۍ او آفات بیلابیل ډولونه لري او په مختلفو طریقو سره گروپ بندی شوی دی. ښه گروپ بندی یې د هغه ناروغۍ رواړونکې عامل په اساس ده : ویروسی ناروغۍ بکتریایی ناروغۍ قارچې ناروغۍ پریېونی ناروغۍ نماتودی ناروغۍ بله گروپ بندی یې د د عامل په بنسټ ده : د ژوندیو عوامل په واسطه ناروغۍ د غیر ژوندیو ناروغیو په واسطه ناروغۍ بله گروپ بندی یې د د نبات په بنسټ ده : پدی برخه کې ټولو نباتاتو ته د هغه اړوند ناروغۍ تر ځیړنی لاندی نیول کېږي. افات هم په مختلفو لارو سره د ویش وړ دی: فصلی آفات د ونو افات د بوټو افات دخاوری او غذایی عناصرو مدیریت خاوره د کمرو یا ډبرو د تخریب څخه د باد ، اوبو ،حرارت او وخت سره په تعامل کې منځ ته راځی. خاوره د کرنی اساس یا بنسټ بلل کېږي. او د نبات د تغذیی د یو بکس په توگه پیژندل کېږي. په خاوره کې تقریبا ټول هغه عناصرپیدا کېږي چې د عناصرو په جدول کې ذکر شوی دی. پدی کې ځینی عناصر د نبات په تغذیه کې مهم رول لري. کله چې دا عناصر کې نشي نو نبات ته مریض یا ناروغ ویل کېږي. او د زیاتیدو په صورت کې ورته وایی چې دا عنصر زیات ورکړ شوی دی نو ناوړه نښی یې منځ ته راوړی دی. عناصر په دریو برخو ویشل شوی دی: هغه عناصر چې ډیر اړین دی هغه عناصر چې په دوهمه درجه ارزښت لري هغه عناصر چې کوم خاص ارزښت د نبات لپاره نلري مگر د نور عناصرو په جذب کې ورڅخه گټه اخستل کېږي د اوبو لگولو مدیریت او ډولونه په تیرو وختونو کې اوبه د هر ځای څخه راتلی او په هغه باندی کنترول نه وو. د نفوس په زیاتیدو سره د انسانانو تر منځ د ځمکې ویش منځ ته راغی او دهغه په اساس اوبه هم یو خاص ځای د هر فرد او د هغه د محصول د تولید لپاره لرلو . نو کله چې اوبه داسی اړینی شولی انسانانو د ویالو په کنودلو او د بندنو په جوړولو شروع وکړله . وروسته ورسته بیا د حرارت په زیاتیدو سره اوبه کمی شولی نو خلکو نورو سیستمونو ته مخ کړله او هغه ی کشف او یا هم انکشاف ورکړ. نن ورځ د اوبو لگولو مختلف سیستمونه وجود لري چې ځینی مشهور یې په لاندی ډول دی: د څاڅکې په شکل سره اوبه لگول د خط په شکل سره اوبه لگول ډ جویی په شکل سره اوبه لگول د باران په شکل سره اوبه لگول د غونډ پټی اوبه کول پروسس، ویشنه او انتقال او بازار موندنه کله چې انسانانو په کرنه او دنباتاتو په اهلی کولو شروع وکړله نو هغه به په هغه وختونو کې د یوځای څخه بل ځای ته سفر هم کولو تر څو د هوا د ناوړه حالاتو څخه ځان په امان کې وساتی. نو پدی وخت دوی دی ته ته هم مخه واړوله چې یو مقداد خواړه د ځان سره وساتی. نن ورځ همغه د خوړو ساتنی پروسه دومره پرمختگ کړی دی چې کابو د نړی د نیمایی څخه زیات خلک د پروسس شویو خوړو څخه استفاده کوي. پدی نژدی وختونو کې د جهانی کېدو د پدیدی راپدی خوا سفرونه زیات شوی ، تولید اختصاصی شوی دی، او په ځینی ځایونو کې خاص محصولات حاصل نه ورکوي نو څکه تولید په یو ځای کې صورت نیسی او په ډیرو مصارفو او وخت په نیولو سره د یو ځای څخه بل څای ته انتفال مومی. دا انتقال مسقیم د قراردادی څخه قراردی ته صورت مومی او یا کله ناکله په هغه کې میانجی گر او دلالان هم وجود لري. په تیرو وختونو کې به تولید صورت موندلو مگر د هغه د خرځلاو په هکله هیځ فکر هم نه کېدو او د بزگر او نورو تولیدونکو محصولات به تر ډیره خرابیدل . مگر نن ورځ خلک هوښیار شوی دی مخکې له تولید څخه هغوی د ځای لپاره قراردادی پیدا کوي او خپل محصول د تولید څخه مخکې خرڅوی. د تولید څخه ورسته دوهم ستر د مصرف منبع مارکېتنگ یا بازاریابی ده . بیوتکنولوژی په دی تیرو وختونو کې البته د ۱۹۰۰ کال راپدی خوا مشتریان د محصولات د کېفیت او مشخصاتو څخه راضی نه وو نو څکه ی بیوتکنولوژی تته مخه کړه . پدی ځای ډي ان ای د یو سپیشز څخه بل انتقال مومی او په نتیجه کې یو بل نبات او یا حیوان د نویو مشخصاتو سره راځی چې د نویو کېفی او تولید خواصو درلودونکې وی. نن ورځ پدی ډول سره غواگانی ، جوار ، غنم او ځینی محصولات تولیدیږي. عصري کرنه عصري کرنه د کرنیز انقلاب ورسته منځ ته راغله . ډېر کارونه د حیواناتو څخه په ماشين وواښتل او د یو تعداد نویو آفت کشونو منځ ته راتگ کرنی ته نوی مخ ورکړ. ناروغۍ تر یوحده کنترول شولی ، نوی نباتی مقاوم نسلونه منځ ته راغلل او اوبو لگولو نوی تخنیکونه منځ ته راغلل او تر ننه پوری پدی برخه کې کارونه کېږي. کرنیزه پالیسي کرنیزه پالیسي د تولید په ښه کېدو او دهغه د میتودونو د لاښه کولو په برخه تمرکز کوي. دا پالیسي لاندی موخی په خپل ترکیب کې لري: ساتنه اقتصادي ثبات چاپیریالی باثباتی د خوړو کېفیت د خوړو محفوظیت د خوړو امنیت او د فقر کمول سرچېنې کرنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%82%D8%AA%D8%B5%D8%A7%D8%AF
اقتصاد
یوه وټه د یوه هیواد یا سیمې د وټیز غونډال اقتصادي نظامڅخه جوړ دی، کوم چې د دې سیمې کار، پانگه او ځمکنې سرچینې، او وټیز عوامل د توکو په تولید، تبادله، ویشنې او مصرفونې کې برخه اخلي. چې وروستی پایلې ته په کتو سره وټه یو بهیر دی د تکنالوژیکي ودې، تاریخ او د هغه ټولنیز سازمان، او همدارنگه جغرافیې، طبعي سرچینو او د ژوند چاپیریال په گډون، چې دا ټول د وټې د اصلي لامل په ټوگه پیژندل کیږی. مخینه لرغونی پېر له ډیرې پخوا څخه د انسانانو په منځ کې په انفرادي ډول سره د توکو تولید، ویشنې او د خدمتونو چارو دود درلود، چې دا چارې پخپله د وټې ځیني ډولونه دی. خو په همدې ډول سره د ټولنو په پراخیدلو او د ورځینو اړتیاوو په ډیریدلو سره وټیزې چارې هم پرمختللې کیدلې . چې په لمړني ځل سومر یانې کاله مخکې له میلاده د بابلیانو لرغونی دور د راگړې ورکړې او پیسو پر بنسټ په لمړۍ ځل وټیز پرمختگ رامنځ ته کړ او تر هغه وروسته بیا بابلیانو او ورسره شاوخوا نورو نږدی څنگ ته ښاریانو یې له دوی نه وروسته زوړ وټیز غونډال نور هم پراخه کړ. چې نن زمونږ په اند قواعد او قوانین، په پورونو او نورو وټیزو کړنو کې بلل کیږي، او په سوداگریزو کړنو او خصوصي ملکیتونو پورې اړوند حقوفي قراردانونه او قانوني کودونه. بابلیانو او ورسره گاونډیو ښاري ایالتونو یی د وټه بڼه د اوسنو مدني ټولنو قانون د مفهوم د پرتلې ترکچې پورې لوړه کړه. هغوی لمړۍ تدوین شویو قوانینو او پازوالیزو اداري غونډالونو ته پراختیا ورکړه او بیا یې په محکمو، زندانونو او دولتي سوابقو کې پلې کړل څو پیړۍ وروسته د میخي لیک په رامنځته کیدو سره، او د لیکنو په کارلو سره لکه پور اداینه او شته توکي دا په لمړۍ ځل کابو ۲۶۰۰ کاله مخکې له میلاده د پیغامونو او لیکونو استول تاریخ ،افسانه، شمېرپوهنه ، ستورپېژندنه او په نورو حرفوي مخینو کې، لارې چې خصوصي ملکیتونه وویشي کله چې وغواړي... په پور باندې د گټې شمیر... د مالکیت او مالي تاوان د جبران اړوند قوانین کله چې توکو زیان یا کس ته فزیکي ضرر ورسیږي... جریمه د سرغړونو په صورت کې... او د پيسو د تاوان جبران کول او نورې سر غړونې چې دا په تاریخ کې لمړنۍ کره قانون وو. منځنی پېر د منځنیو پیړیو پر مهال، څه چې نن مونږ ورته وټه وایو د پایښت له کچې څخه ډیره لرې نه وه. او هغه مهال د ټولنیزو ډلو تر منځ ډیر بدلونونه تر سترگو شوي دی. چې د دوی په سر کې ستر مطرح فاتحانو ته یی له خطره ډکه پانگونه وه یانې د مالي سرچینو د تر لاسه کولو لپاره، چې له مخې یی باید چې پانگه بیرته د هغو توکو په بدل چې دوی نوې نړۍ ته راورد کړي ورکړل شي. او سوداگرو لکه ژاکوب فوگر او جوواني دې بیتشي دې میدیشي دوی لمړنۍ بانک جوړ کړ. او همدا ډول د مارکوپولو ، کرسټوفیر کولمبوس او د واسکو دې گاما لڅاوونو لمړنۍ نړیواله وټه رامنځ ته کړه. چې په دغه وخت کې وټه د لمړنۍ سوداگرۍ په نوم یادیږي نوی پېر صنعتي انقلاب صنعتی انقلاب له اتلسمی پېړې څخه رانيولې بیا تر نولسمې پیړۍ پورې هغو سترو بدلونونو ته ویل کیږي کوم چې د کرنې، توليد، کان ایستنې او لېږد چارو په برخه کې رامنځته شول او په ټولنیز اقتصاد او فرهنگي حالاتو یی هم ژور اغیز درلود، چې پیل یی له انگلستان څخه وشو. کاپيټاليزم او کمونيزم د دوهمې نړېوالې جگړې وروسته دا هم وگورۍ اسلامي وټه داسلامي اقتصاد ظهور د اسلامي بانکداری مخینه داسلامي اقتصادي سيستم اصول اسلامي وټیز غونډال داسلامي اقتصاد پرتله له نورو اقتصادي سيستمونو وټپوهان پای یادښتونه سرچېنې - .. . . - . . - - . . . : : - . . .. . . وټپوهنه اقتصاد
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%85%D8%A7%D8%B3%D9%BC%D9%8A%DA%AF%D9%88%D9%BC
اماسټيگوټ
اماسټيگوټ يو داسې سېل حجره ده کوم چې فلاجېلوم نه لري. دغه اصطلاح په ځانگړي ډول د ټرايپانوسوم پروټوزونز د ژوند-څرخ د يوه حالت د څرگندولو لپاره پکار وړل کېږي. د ټرايپانوسوم پروټوزونز د ژوند-څرخ دغه پړاو ته لېشمانيال پړاو وايي، خو په لېشمانيايي حالت کې دا هغه بڼه ده چې پرازيت په ورټيبرېټ کې ځای نيسي، خو دا بيا په ټولو ټرايپانوسوم توکمونو کې منځ ته راځي. سرچينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AA%D8%A8%D9%87
تبه
تبه یوه طبي اصطلاح ده چې د بدن د تودوخې د لوړیدلو معنې لري. په انکلیسي ژبه کې د او اصطلاحات د تبې لپاره کارول کیږي. معمولاً عضویت ته د انتان یا مایکروب د ننوتلو په پایله کې رامنځته او د انتاني ناروغیو یوه وصفي علامه بلل کیږي. د بدن نورماله داخلي تودوخه ۳۷ درجه د سانتي گراد ده چې د تبې په وخت دا درجه نوره هم پورته کیږي. تبه کیدای شي خفیفه، متوسطه او یا هم شدیده واوسي. تبه د انتان په مقابل کې د عضویت یو فزیولوژیک غبرگون دی چې له عضویت څخه دفاع کوي. میکانیزم یې په دقیق ډول نه دی ځرگند خو داسې تیوري شته والی لري چې؛ کله چې یو انتان انتیجن عضویت ته ننوځي نو له هغو انتي باډیو سره کومې چې د له پاسه ځای پرځای شوې دي نښلي او انتیجن انتي باډي کمپلکس جوړوي. وروسته مسټ ژونکې چوي او یو شمیر مواد آزادوي چې د سایتوکین یا کیموکین په نوم یادیږي دغه مواد د وینې له لارې دماغو ته رسیږي او په دماغو کې د تبې مرکز تنبه او د بدن د تودوخې درجه لوړوي. ناروغۍ
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B5%D9%86%D9%88%D8%A8%D8%B1%20%D8%AD%D8%B3%D9%8A%D9%86%20%D9%85%D9%88%D9%85%D9%86%D8%AF%20%DA%A9%D8%A7%DA%A9%D8%A7%D8%AC%D9%8A
صنوبر حسين مومند کاکاجي
کاکاجى صنوبر حسين مومند ١٨٩٧ ز کال - د ۱۹۶۳ ز کال د جنوري ۳ سياسي مبارز، ليکوال، شاعر، انقلابي شخصيت، او د خدايي خدمتگارانو يو غړی هم وو. مخينه کاکاجي چې اصلي نوم يې صنوبر حسين مومند وو، پر ١٨٩٧ زېږديز کال پېښور ته نژدې په کږه وله نومي کلي کې زېږېدلی دی. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې هم دغلته کړې وې. د لسم ټولگي نه تر فارغېدو وروسته يې په يوه ښوونځي کې د استاد په توگه دنده ترسره کړې، خو د خپل انقلابى فکر او انگريز دوښمنۍ په سبب دندې پرېښودلو ته اړوتی وو. له دندې څخه تر گوښه کېدو وروسته په سيمه کې د کروندگرو، بزگرانو او مزدورانو تنظيم سازۍ سره سره د وطن د ازادۍ هلې ځلې يې پيل کړې. عملي سياست يې د خدايي خدمتگار او بيا د کانگرس گوند له کاريال نه پيل کړې، خو د خپل تيز او انقلابي طبيعت په سبب دلته پاتې نه شو او فارورډ بلاک کې شامل شو. کاکاجي د عدم تشدد سياست د وخت او حالاتو مطابق نه گڼلو او هم د خپلې انتها پسندۍ په وجه له نوجوان بهارت سبها او له انجمن نوجوانان سرحد سره ملگری شو. د دين ستر عالم مولانا عبدالرحيم پوپلزی ددغه انجمن مشر وو. علامه عبدالرحيم پوپلزی د يو لوی انقلابى او سامراج دوښمن ليډر په حيث شهرت موندلی وو. کاکاجى صنوبر حسين مومند د انگرېزانو پر وړاندې کلکه مبارزه کړې او په دې اند وو چې انگرېزان بايد د پښتنو له سيمو او په ټوليزه توگه له ټول هند نه ووځي. هغه د خدايي خدمتگارانو يو غړی هم وو. کاکاجى د انگريز سامراج نه سخت نفرت کولو او د انگريز د تالي څټو خانانو، اربابانو او جاگيردارانو خلاف يې مبارزه د خپل سياست اصلي موخه گرزولې وه. د يو بل ازادي غوښتونکي او انقلابى ليډر سبهاش چندرا بوس په ملگرتيا کې يې د انتها پسندۍ لار خپله کړې وه، خو وروسته خپلې مطالعې مشاهدې او تجربې دغې لارې نه اعتدال او منځلارې توب ته راووست. انگريزى حکومت د کاکاجي د گرفتارۍ ډېر کوششونه وکړل، خو کاکاجي ځان د گرفتارۍ نه بچ ساتلو او د انگريز سامراج خلاف جد و جهد جاري ساتلو لپاره يې انډر گراونډ سرگرمۍ شروع کړې. کله چې کار کول گران شو نو کاکاجي محاذ جنگ بدل کړو او په طريقه کار کې يې هم بدلون راوست. کاکاجى علاقه غير ته ولاړ، په باجوړ کې ديره شو، بيا په غازي اباد نومې کلي کې د ازادۍ يو ستر مجاهد د ترنگزو حاجي صاحب سره ملگری شو او د ازادۍ جدو جهد ته يې يو بل شکل ورکړو. کاکاجى چونکې بنيادي طور يو اديب او دانشور وو او صحافيانه صلاحيتونه يې لرل او دا هغه وخت د ذرائع ابلاغ په قوت او اهميت هم اگاه وو، ځکه شعله نومې مجله يې جاري کړه، چې په لاس جوړ کړى پريس به يې شايع کوله؛ د رسالې ليکونه به د کاکاجي خپل وو؛ خبرونه، تبصرې او مضمونونه به يې ليکل او چاپ کول چې په خلکو کې به يې سياسي شعور پيدا کولو او د ازادۍ په قيمت او اهميت به يې پوهولو. د جد و جهد ميدان ته له تيارولو سره سره دا شان کاکاجى په يو بل انداز د يو ريښتونى انقلابى په حيث خپلې ذمه وارۍ پوره کولې. کاکاجى د پښتو، اردو او فارسۍ عالم او اديب وو. د انگريزي ادب مطالعه يې هم لرله. تخليقي ادب سره سره د عمر خيام د رباعيانو ترجمه هم وکړه. د ايران د يو انقلابى شاعر لاهوتي انقلابى نظمونه يې هم پښتو ته راواړول او د عالمي شهرت حامل مصري اديب ډاکټر طه حسين او شاه ولي الله د کتابونو د ژباړو نه علاوه يې د مشهور صحابى ابو ذر غفارى رض د ژوند حالات هم وليکل. د خپلو دوو شهيدانو ملگرو صاحبزاده اسلم او حافظ عبدالستار د ازادۍ په تحريک کې کردار او جدوجهد په اړه يې هم يو کتاب وليکلو او چاپ کړو. کاکاجي د پاکستان جوړيدو نه پس پېښور ته چې واپس راغی نو د خپل انقلابى ملگري صاحبزاده اسلم خان شهيد په نوم يې اسلم نومې مجله جاري کړه، چې بيا وروسته حکومت لکه د سيلاب د مجلې بند کړه. سيلاب نومې رساله کاکاجي د جلا وطنۍ نه مخکې چاپوله، خو انگريز حکومت ونه شوه زغملی او ضبط يې کړه. کاکاجى په پښتونخوا کې د ترقۍ پسند ادبى تحريک په بانيانو کې وو او د انجمن ترقي پسند مصنفينو په جوړولو کې يې برخه واخسته او په ١٩٥٤ کې د انجمن د صدر په حيثيت گرفتار کړی شو، ځکه چې حکومت په انجمن ترقي پسند مصنفين په ټول ملک کې پابندى ولگوله. دغه وخت فارغ بخاري هم گرفتار کړی شو چې د صوبې د انجمن سکرتر وو. کاکاجي د ولسي ادبي جرگې په جوړولو کې هم ډېر لوی رول ولوباوه چې امير حمزه خان شينواري او دوست محمد خان کامل ورسره ملگرى ول. دغو درېواړو عالمانو او اديبانو د ليکوالو په فکري لارښوونه کې بنسټيز رول لوبولی او شاعرانو اديبانو ته يې د تنقيد کولو او تنقيد زغملو لاره ښودلې ده. د پاکستان تر جوړيدو وروسته چې کاکاجي کله پېښور ته راستون شو، نو د روغتيا د خرابۍ په سبب يې عملي سياست کې برخه وانخسته، خو نظرياتي سياست يې تر اخره جاري وساته؛ په ملک کې د نوي نوابادياتي نظام خلاف له قلمي او نظرياتي مبارزې نه په شا نه شو، ځکه د واکمنانو په سترگو کې لکه اغزی داسې غړيده. په همدغه سبب د بيمارۍ او ضعيف العمرۍ باوجود پر ١٩٥٦ ز کال کې يې گرفتار کړو، د جيل نه يې د لاهور شاهي کلا اذيت خانې ته ورسولو، چيرته چې د زړه او ساه لنډۍ په رنځ کې مبتلا شو خو حکومت ترې بيا هم ويره کوله او هغه وخت يې خوشي کړ چې د بچ کيدو طمعه ئې نه وه. مړينه کاکاجي صنوبر حسين مومند دا لوی ملي مبارز له زندان څخه تر خوشي کېدو لږه موده وروسته د ۱۹۶۳ ز کال د جنوري پر ۳ په خپل کلي کږه واله کې وفات او هماغلته خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده جنت يې ځای. چاپ شوي اثار کاکا صنوبر ۱۳ کتابونه لیکلي، تالیف کړي او ژباړلي دي: د عمر خیام د څلوريځو ژباړه. مقالات صنوبر. سوانح عمري حضرت ابو زر غفاري رح. حضرت عمر فاروق، سوانح او کارنامې. د ابن بطوطه د سفرنامې ژباړه. د گور غریبان. فتنه الکبری ژباړه. مضمون و انشانیه. پښتو صرف ونجول. تاریخ اسلام. د شاه ولي الله د عمرانیات او معاشیات ژباړه. پشتو ادبیات کې تاریخ. شعري ټولگه. سرچينې پښتانه افغانان پښتانه شاعران پښتانه ليکوال افغاني ليکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%8A%D8%AF%20%D8%AC%D9%85%D8%A7%D9%84%20%D8%A7%D9%84%D8%AF%D9%8A%D9%86%20%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86
سيد جمال الدين افغان
علامه سيد جمال الدين افغان په کال ١٢٥٤ هجري سپوږميز کال د شعبان په مياشت کي چي له ١٨٣٩ زېږد کال سره برابر دی د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد کې په يوه ديندوسته کورنۍ کي زېږېدلې دی. دې د اسلامي نوښت بنسټگر او يو فعال سياسي غړی و، چې د اسلامي ملتپالنې يو مخور پلوي و. سېد جمال الدين افغان په ۱۸۸۵ زېږد کال کې د پان اسلاميزم غورځنگ په جوړولو بريالې شو. د علامه نظريه او مبارزه په اسلاميت ولاړه وه. مخينه سيد جمال الدين د سيد صفدر ځوى و نوموړی په ۱۲۵۴ سپوږميز کال د کونړ په اسعداباد کي وزيږېد. د سيد جمال الدين افغاني کورنۍ د کونړ په اسعداباد کي اوسېدله خو د امير دوست محمد خان په وخت کي د ځينو اړتياوو له مخې د هغه په امر د سيد پلار له کورنۍ سره کابل ته راغى او هلته مېشت شو. زده کړې سيد جمال الدين افغان په اووه کلنۍ کي په خپل کور کي د دوديزو پوهنو په زده کړه پېل وکړ. دې ډېر ځيرک او هوښيار و، دفکر پراخي يې دونه وه چي په لږ وخت کي يې د وخت دود نړي پوهني ټولي زده کړې ان چي استادانو يې هم له نبوغ او فکر څخه گټى اخيستلې. افغان سيد پر اتلس کلنۍ صرف، نحوه، معانى، بيان، نوى او زوړ تاريخ ، تفسير ، حديث، فقه، اصول، عقايد، کلام، منظق، رياضى، هندسه او طب ختم کړل. ده له ډېر ځراکت او قوى ذهن سره پراخه مطالعه هم کوله او په هر برخه کي يې د خلگو د ويښتا په او هوسايني له پاره يو نوى نظر او پېغام ډگر ته راا ايستى چي دا دده د نبوغ ښه بئلگه او د ذهن د پياوړتيا څرگنده نښه گڼل کيږي چي د خپلي بيساري پوهي په برکت يې کور، کلى، هيواد او دنوۍ ډېر هيوادونه ويښ او د ژوند په رستينې مانا پوه کړل او د هغوى بيده وجود ته يې د ويښتا په روح ننيستى. کابل تر تگ مخکي يې په کونړ کي ه سيد فقير بادشاه څخه دينى او عربى پوهنى زده کولې او په کابل کي يې بيا د گداى گذري په ماجت کي له لويو پوهانو څخه لوست کاوه. د وخت په تيرېدو سره پردې زده کړو قناعت ونکړ او د پوهى مينى تر هنده ورساوه. د پوهى او زده کړې په لار کي يې د هيڅ ستونزو او خنډونو پروا نه کوله. سيد افغان په هند کي يو کال او څو مياشتي تيري کړې. پر تېره زه کړه يې نوي پوهه د نوو اصولو سره زياته کړه يانى سيد مخکي په عربې، فارسي او ترکى علوم لوستلي و واو په همديې ژبو ږغېدى په هند کي يې انگلېسي او اردو هم زده کړه. سيد چي پخوا يې فلسفه د عربې پوهنو سره يوځاى ويلېگ وه دا وخت يې په هند کي د نوي فلسفې په کارولو سره چي له اروپا څخه يې ځرک رارسېدلى وزده کړه.په سيد جمال الدين کې د کوچنيوالي څخه د ښه استعداد او نبوغ نښي نښانې څرگندي وې ځکه نو پلار دی لومړی د کامې د شير گړ د حضرتانو په ديني مدرسه کي شامل کړ . بيا پلار د ځان سره کابل ته بوت ، هلته يې له مشهورو استادانو څخه ديني علوم ، رياضي ، طب ، منطق او فلسفي کتابونه ولوستل او د دې تر څنگ يې پوځي زده کړه هم و کړه . په لږه موده کي ډېرعالمان ده ته د تدريس کولو څخه عاجز شول . په زلمي توب کي يې هند ته سفر و کړ او هلته يې د ديني او نورو عصري علومو زده کړي بشپړي کړې . بيا حجاز ته ولاړ ، يو کال د عربو په ملکونو کي و گرزېد . کله چي سيد جمال الدين افغان په دغو سفرونو کي پر زده کړه سربېره د شاو خوا سيمو د سياسي ، اجتماعي او اقتصادي حالت ډېره ژوره مطالعه و کړه نو دا فکر ور سره پيدا شو چي څرنگه خپل هيواد، ټول اسلامي هيوادونه او نوره نړۍ د انگرېزانو د استعماري بند، اثر او نفوذ څخه خلاصه کړي ، نو يې عملي هلي ځلي شروع کړې . پدې وخت کي امير محمد اعظم خان د امير دوست محمد خان زوی د افغانستان پاچا وو ، سيد جمال الدين د نوموړي پاچا د نيژدې مشاورينو او د دربار د مخورينو څخه وو . د امير محمد اعظم خان د پاچاهۍ دوره ډېره لنډه وه او بيرته امير شير علي خان د دوهم ځل د پاره پاچا شو . امير شيرعلي خان له خپل ورور محمد اعظم خان سره د نيژدې تعلقاتو ، يا د انگرېزيانو په اشاره او يا د سيد جمال الدين څخه خپلي واکمنۍ ته د خطر په نسبت دی د خپل هيواد پرېښودو ته اړ کړ . سيد له هيواد څخه تر وتلو وختي لا خپل ټول پلانونه او مترقي پروگرامونه د وخت امير ته و سپارل او له هيواد څخه و وت . لومړی هند ته ولاړ ، خو انگرېزيانو د هغه ځايه څخه و ايست او له هغه ځايه مصر او بيا ترکيې ته ولاړ . په ترکيه کي د هغه هيواد د صدراعظم په غوښتنه د پوهني او معارف د وزارت د مجلس غړی و ټاکل شو . سيد د ترکيې څخه مصر ته ولاړ او هلته يې نهه کاله د الازهر په اسلامي مدرسه کي د استاد په توگه دنده تر سره کړه . په ١٨٧٩ ميلادي کال کي له هغه ځايه وتلو ته مجبور شو، هند ته ولاړ . ډېر ژر انگرېزانو مجبوره کړ چي له هنده څخه هم ووزي . له هغه ځايه لندن ته ولاړ او هلته يې د ضياالخافقين په نامه يو اخبار پيل کړ او له هغه ځايه فرانسې ته ولاړ او هلته يې هم يو اخبار پيل کړ . اخبار يې د فرانسې حکومت بند کړ ، هغه وو چي د هغه ځايه څخه ترکيې ته ولاړ . په ١٣١٤ هجري سپوږميز ١٨٩٧ ميلادي کال د سرطان د ناروغۍ له امله وفات شو او په ترکيه کي ښخ شو . چي وروسته بيا ١٣٢٣ هجري لمريز ١٩٤٤ ميلادي کال کي د ده تابوت د ترکيې د حکومت په موافقه کابل ته راوړه شو او د کابل پوهنتون په احاطه کې په شاندارو مراسمو ښخ شو . سيد دا مهال د پوهي او اخلاقو نوى لار پرانيستله دى په هند کي پر يوه ځاي ديره نه شو بلکى غوښته يې چي د هند هري سيمي ته ولاړ شي، د خلگو سره وگوري او د هغوى د ژوند په اړه خبري ورسره وکړي. په دې کوگه په ټول هند کي وگرځېدى او په هر ځاى کي يې له خلگو سره په ټولنو او غونډو کي وليدل اود خپل سفر پر مهال يېد هغو ځايو اصول او احوال ځانته ښه روښانه کړل. سيد ته پر يوه ځاى پاته کېدل د خفگان خبره وه ځکه يې نو د نړۍ ډېرو برخو او هېوادو ته په مناسب وخت کي سفرونه وکړل او د هري سيمى او هېواد خلگ يې د ژوند د رښتينى مانا د پوهېدو له لپاره راپور ته کړل. سيد افغان له هنده مکې شريفي ته ولاړ، حج يې وکړ اود عربو خوى، کړه وړه اودودونه يې وليدل او ډېره گټه يې ورته وکړه. ترحج وروسته بيرته افغانستان ته راغى چي دا مهال لوى پوه او نابغه ځني جوړ شوي و. کله چي بيرته هيواد ته راستون شو نو د وخت حکومت دده د ځراکت او پوهي امله ورته د حکومت په حاکمه درجه کي اوچت او لوړ ځاى ورکړ. څه وخت چي امير دوست محمد خان هرات ته د وراره او زوم سلطان د احمد خان تسليم کړه او وروسته د وربيښي ناروغۍ له امله مړ شو، وروسته محمد خان د زامنو تر منځ شخړي رواني وې امير شېر علي خان او محمد اعظم خان تر منځ دواکمنۍ پر سر شخړه روانه وه دې پيښو سيد افغان ډېرو زوراوه، که څه هم د محمد اعظم خان ملگرى و، سيد افغان دا مهال اووه ويشت کلن و او د وزارت تر جوکۍ رسېدلى و،د محمد اعظم په زړه کي يې خورا ځاى نيولى و اوتل به يې مشوره ورسره کولْ، سيد افغان ده ته په هره برخه کي د نوى فلسفې له مخي پوهه ورکړې وه، ده هم د واک پر مهال دده لار ښووني منلې. کله چي امير شير علي خان، محمد اعظم خان ته ماته ورکړه نو سيد افغان ته يې بلنه ورکړه، خو هغه ونه منله، د محمد اعظم په ماته يې اراده له لاسه وزکړه او د امير شير علي خان سره يي هم مرسته ونکړه. دا مهال سيد د خپل ځان له پاره وضعه سمه ونه گڼله ځکه يې بهر ته د تگ هوډ وکړ. ددې له پاره چي خپل هيواد او خلگو ته يې خدمت کړى وي نو امير شير علي خان ته ورغي او د رخصتېدو پر مهال يې هغه دهيواد د پرمختگ په نيت ځيني مواد وړانتدي کړل لکه په کابل کي د يوې چريدې خپرول، د افغانستان د سياسي خپلواکي اخيستلو اعلان، د کابينې جوړونه، د عسکرو منظمول، د ملي ژبي پښتو پالل او بدا يول، د ښوونځيو جوړول، سړکونه جوړول د پستې او مخابرې وسايل برابرول او نور... دارنگه د سيد په باره کي وايي چي ده محمد افضل خان ته پوره درس ورکړې و. که چيري افضل خان باچا سوى واى نو به سيد افغان د خاوري د آبادۍ، خپلواکۍ د گټلو په لار کي او د خلگو د هوسا ژوند له پاره نه تسړي کېدونکي خدمتونه کړى واى، تر دې وروسته سيد افغان له خپلي خاوري په ژوند ولاړ او تر مړينى وروسته پسله ډېره وخته تش تابوت اوهډوکي گران هيواد ته په خورا درنښت راوړل شول او د کابل پوهنتون په منځ کي ښخ شو. چي په هيواد د کورنيو ورانوونکو جگړو په ترځ کي نه يوازي داچي ژوندي انسانان مو بې پټ هاو په خاورو ومنډل سول بلکي له مړو اومزارونو سره هم دښمنۍ وپالل سوې. چي په دې ترڅ کي د سيد افغان قبر هم دا ډول وران او په بې شمېره مرميو سورۍ، سورۍ سو، چي ته به وايي د ډېر منظم پلان له مخي دا کار سوي دي. زموږ د خاوريوانسانانو ادرين غليمانو يوازي په دې زړه نه سړېدى چي نن او سبا ته مو اور واچوي بلکې د پرون د وياړونو پر تندي يې هم داغونه راکښېښول... که څه هم د سيد افغان د ژوند اړخونه په څو پاڼو او کتابو کي نشي ځاييداى او د هغه د وياړلي ژوند په اړه کتابونه ليکل په کار دي، چي دده د ژوند او اثارو په برخه کي مالومات بشپړ سي. خو دلته ددغه ستر انسان په اړه يو څو ټکي روښانوو. سيد جمال الدين افغان د ختيځي نړۍ ستر عالم، لوى سياستبوه ، مبارز او انقلابي و، دى نه يوازي پوه او مفکر و بلکي له پوهي او مفکورې سره عمل هم ملگرى کړي و، ځکه نو د عمل او مبارزې د لاري اتل او مخکښ گڼل کيږي، دده دعمل له پاره بايد داووايو چي دده پيغامونه او نظريې دي، چي هر وخت او هره ورځ يې په بيلو، بيلو هيوادو او خپلو تاليفاتو کي ځاى کړي دي، دده دا پيغامونه يوازي د يوې ورځي او يوه تن له پاره نهوو بلکې هغه مهال د هغو قومو او هيوادو د ويښولو له پاره لوى درس و چي د استعمار تر تتۍ لاندي و واو خورا ښه بېلگه يې دعروۍ الوثًى مجل هده. ده د نړۍ پر مخ مسلمانان چي د اروپا له خوا تر ښکېلاک او تيري لاندي وو د يوه لاس گوتي گڼلې او ددغه ښکېلاکي واکمنۍ د ختمولو له پاره يې دوى يو والي او ورورۍ ته رابلل چي ځانونه خپلواک او هيوادونه يې له ښکېلاکه وژغورل سي او پردى وان ونه توانيږي چي ددوى پر مادي او مانيزو شتمنيو خېټه واچوي ستر سيد د ښکېلاک د ناوړي پاليسۍ ورکولو له پاره په هر هيواد کي هر قامته خپلي سوي، سوي نارې په ډېر حراکت اوزړورتيا سره وهلې او دايې لويه هيله وه چي د ښکېلاک استعمار تور ټغرله دغو هيوادو څخه ټول کړه سي. ده غوښتل چي دا هيوادونه د مفکورې او عمل له لاري راويښ کړي د پردي دښمن پر وړاندي کلک و د ډيري او استعماري نقښې يې وراني کړي او په پاى کي وکولاى سي چي د استعمار کور ځنځير د تل له پاره له خپلي غاړي وباسي. همدارنگه سيد افغان تبعيض او تفرقه نه منله، هه ته انسان انسان ښکراېدى، تور، سپين او ژړ يې يو وجود گڼل. دده دالوړه مفکوره هر ځاى په هر هيواد کي جوته سوې ده. ياني دى چي به هرځاى ته ولاړي ځان يې د هغه ځاي او د هغه د ځاى د خلگو گاڼه، هند ته چي ولاړي، هندوانو، د هند مسلمانانو او نورو توکمونو ته يې د مبارزې مفکوره ورکړه او ځان يېد دوى يو غړى گاڼه حو چي هند ځان داروپا له ښکېلاکه خپواک کړي مصر او ايران ته چي ولاړ، هلته د هغوى په درد دردمن و او د ښکېلاک د ورکېو لاري يې ورښولې، ترکيې تهچي ولاړ، هلته د ترکانو وروڼو په غم کي ځان کډ باله، دى چي به هرځاى تليى، هلته به يې د هغه له پوهانو اومخورو سره کتل او هغوى به يې خپلواک اوسرلوړي ژوند ته هڅول چي خپل ولس د ښکېلاک ختمولو له پاره پوه او ويښ کړي. د سيد افغان مفکوره تدرې هم لوړه وه، ځکه هغه انسان د اسنان په نوم پېژندى چي بايد د نړۍ پر مخ خپواک ژوند وکړي، د نړۍ مخ سيد افغان ته د يوه کور حيثيت درلود او نړيوال يې د يوې کورنۍ غړي بلل. موږ په پوره باور سره ويلاى سو چي دى له يوې بيوزلي کورنۍ څخه راپورته سو او په خپله پوهه يې کور، کلى، هيواد، ختيځ او لويديځ روښانه کړ، دده شخصيت ډېر اوچت و، دده په باب پوره او بشپړه ليکنه البته زموږ د توان خبره نه ده او نه هم موږ دده ديادوني حق ادا کولاى سو. دده د سرت تاريخي او نړيوال شخصيت يادونه لکه څنگه چي دده له شان سره لازمه ده موږ نه سو کولاى دده په اړه چي هرڅه ويل سوى او ليکل سوي دي بيا هم لږ دي، ښايي او لازمه دهچي د وخت چاوراکي زموږ دغه ستر افغان ته پام واړوي په اړه يې ملي او نړيوالو سيمنارو او سرتو سترو غونډو ته لار هواره کړي. چي له يوې خوا دده ستر انسان حق اداء سوى ويا و له بله پلوه زموږ ځوان نسل د هغه له بيساري ستر ارمان او اوچت شخصيت سره ښه ډېر آشنا سوى وي. گوندي وي چي افغان ځوان نسل وکولاى شي دستر سيد افغان د پوهي تفکر او لوړ ارمان په رڼا کي ځانته د ژغورني يوه روڼه لار پيدا کړي او د روانو بدبختيو له تورو تاريکو څخه ځان راوباسي. د ستر سيد افغان شخصيت د نورو په نظر کي: ډېرو بهرنيو پوهانو د سيد افغان د لوړ پوهنيز شخصيت په اړه ډيري ژوري او علمي نظريې څرگندي کړي دي، چي په دې لنډه مقاله کي يې بشپړ بيان نسو راوړلاى، خو بيا به هم د څو تنو د نظر په لنډ ډول راواخلو. چارلزايدمز ليکي: ددې نامتو عالم کارنامې او کار روايي د يوه ځانگړي هيواد د سمون له پاره نه وې بلکې د ټولو اسلامي هيوادو له پاره وې. زموږ ددې خبري ثبوت د هغه څرگند اوجوت نظردى چي د گران هيواد افغانستان، مصر، ترکيې، ايران او هندوستان په باره کي يو شان وې، ده په هر هيواد کي د وينا او تبلغ په پايله کي يو ږوږ پيدا کړى و او بيده خلگ يې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو له پاره يې راويښول. مرسيو ميستل ليک: د لرغوني او تاريخي افغانستان نامتو پوه او سيد هري خوا ته چي تللى دي، د تلو سره سم يې هلته ذهني انقلاب راوستلى دي او دده ددغه خوڅښت او ښور پايله وه چي په ختيځو هيوادو خلگ د خپلو حقو د ترلاسه کولو له پاره راويښ سول... د امريکا يو پوهوايي: سيد جمال الدين افغان د لوړي فلسفې خاوند، د فصاحت او بلاغت پر ډگر تر هر چا پا تر ټولو دمڅه و، لوى سياست پوه او د کللکو دلايلو څښتن و، ډېر زړه و راو همت بئگلگه گڼل کېده، په خبرو کي يې زياته اغېزه وه، په خپل وخت کي د نړۍ په خلگو کي د دونه عزت خاوند و چي لږ سيالان يې درلوده، ډېره پخه اوعلمي تجربه يې درلوده چي موږ يې پوره مننه کوو... دا هم د ستر سيد يو قول وهم اې لويه خداي! زموږ له سترگو دوهم پردې پورته کړې چي حقايق هغسي ووينو لکه څنگه چي دي او په توگه له بد مرغۍ او گمراهۍ وژغورل سو. لويه خدايه! ته وهم ټپ کړې ځکه کله، کله وهم د بېرو هنداره سي اوډاروونکي څېرې پکښي ليدل کيږي او کله، کله بيا بې حقيقته خوشالي سړي ته ځلوي. وهم په هر حال د حقيقت حجاب دى او پر ليمو باندييوه پرده غوړوي، وهم د ارادې واکمن دى او پر عزم باندي غالب له ده شرزيږي او خير کښتي، نو ځکه وهم د شر بابيلونکي او د خبر شړونکي دى، وهم کمواکه غښتلى ښيي، نژدې ليري ايسوي، د امن ځاى له خظره ډک څرگندوي او د پنا ځاى د مرگ خوله ښکاره کوي. وهم وهمېدلي له ځانه بې خبره کوي او له صحيح حسه يې ليري بياي ې موجود يې په خيال کي معدوم راځي او معدوم يې موجود وهمېدلى په يوه بې حقيقته دنياگي اوسي او په يوه داسي عالم کي ځان گڼي چي ليدل يې ناشوني دي، وهمېدلي په دغه خيالي عالم کي د مېرگي نيولي په څيرلو څي يو څي کوي هډو نه وهيږي چي څه کوم؟ څوک ولاړه؟ څوک راغله؟ څه راکړه سوه څه راڅ يو وړل سوه؟ وهم يو ناولي روح دي چي د انساني نفس هغه مهال په پېڅه کيږي چي هغه د ناپوهۍ او ناخبرۍ په ترايو کي گوډ، ړوند کيږي او له ويري هيسته هڅه کوي حقايق چي پټ سي نو وهم ټيگيږي او ارادې تر خپل واکل اندي کوي. وهمېدلي د گمراهۍ چول ته غورځوي، پر ناليدلو او کږو وږو لارو يې سر کوي، څو بيخي د مقصد لوري حتي ورک کړي ليکنې رساله نیچریه د عروةالوثقی په مهالنۍ کې ليکنې د ارنست رنان د خطابې په رد کې ليکنه د وخت واکمنو، او روڼ آنديو ته ليکونه د ضیاءالخافقین په مهالنۍ کې ليکنې تتمة البیان فی تاریخ الافغان د علامه سېد افغاني سفرونه د هند سفر علامه سېد د خپلو افکارو، نظرياتو څېړنې او تبليغ لپاره په ځوانه ځوانۍ د هند په لور وخوځېد. او پدې لار کې په نه ستړې کېدونکي تلاښ لاس پورې کړ، او له هېڅ ډول کوښښ او سعي يې سرفه ونکړه. علامه سېد په ۱۸۵۶ز کال د هند په لور خوځي ترڅو د انگريزي ښکېلار ځواک پر وړاندې د خپلواکۍ د غورځنگ فکري مشري په غاړه واخلي. د علامه سېد لومړنې بهرنې سفر د هند په لورې ؤ. او تر هغه ځاى پورې چې د سېد د ځوانۍ اړيکې وى، نو دې سفر ته يو تجربوي او څېړنيزه سفر ويلاى شو. ده غوښټل ترسو د هند له روانې سياسي او ټولنيزې وضعې څخه ځان خبر کړي، نو پدې اړه يې د هند له پوهانو، مشرانو او سياسي وتلو څېرو سره ليدنې کتنې پېل کړې. د هغوې له افکارو څخه يې ځان خبر کړ، او د ښوونيز نظام په اړه يې د هغوي کړه وړه له نظره تېر کړ. علامه سېد دا تريخ واقعيت هم درک کړ، چې په هند کې واک او چارې د مسلمانانو له لاسو څخه په ټولييز دول وتلې دي. نو لدې امله د هغه مخالفت او کينه د انگرېزانو په وړاندې له هرچا زياته وه، او د مسلمانانو څخه يې غوښتنه دا وه چې خپلې اړه يکې له پرنگيانو سره وشلوي. علامه سېد په هند کې څه کم يو کال تېر کړ، او بيا د حج مبارکې فريضې اداکولو لپاره د حجاز په لور وخوځېد. حجاز ته سفر علامه سېد په هند کې له يو کال تېرولو څخه وروسته د حجاز په لورې وخوځېد ترڅو په ځوانه ځوانۍ کې د حج سپېڅلې فريضه ادا کړي. بېت المقدس ته سفر علامه سېد د حج د فريضې له اداکولو څخه وروسته د بېت المقدس په لورې وخوځېد. مړينه سيد جمال الدين افغاني په ۹ د مارچ ، ۱۸۹۷ زېږيز کال کې په استنبول کې له دې نړۍ نه سترگې پټې کړې او هماغلته په استنبول کې خاورو ته وسپارلی شو. د ۱۹۴۴ زېږيز کال په وروستيو کې د افغانستان د دولت په غوښتنه د هغه جسد بېرته افغانستان ته ولېږل شول او د کابل پوهنتون په انگړ کې خاورو ته وسپارلی شو چې هديره يې بيا د په گومبدې وپوښل شوه. فلسفه مسلمان فيلسوفان د ختيځ فيلسوفان افغاني فيلسوفان پښتانه فيلسوفان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%A7%D8%B3%D9%84%D9%85%20%D9%88%D8%B7%D9%86%D8%AC%D8%A7%D8%B1
محمد اسلم وطنجار
محمد اسلم وطنجار ۱۹۴۶-۲۰۰۰ په انگرېزي: يو افغان جنرال او سياسي څېره وه. نوموړي د ۱۹۷۸ ز. کال کې پر ولسمشر سردار محمد داود خان باندې په کودتا کې اهم رول درلوده. چې همدې کودتا سره د ثور انقلاب پيل شو او نوموړی د کمونيستانو په حکومت کې يو جگپوړی چارواکی شو. مخينه محمد اسلم وطنجار د پکتيا يو اندړ غلجی پښتون ؤ. هغه په افغانستان کې د کابل په پوځي اکاډمۍ کې خپلې پوځي زده کړې ترلاسه کړي وې، بيا وروسته روسيې ته ولاړه او هلته يې د ټانکستۍ په څانگه کې نورې زده کړې ترلاسه کړې. افغانان پښتانه د خلق ډيمواکرټيک گوند غړي کمونيستان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D8%AA%D8%A7%20%D9%85%D9%86%DA%AF%DB%90%D8%B4%DA%A9%D8%B1
لتا منگېشکر
لتا منگېشکر مراټيهندي: زېږېدنه ۲۸ د سپتمبر د هند يوه سندرغاړې ده. دا چې نوموړې يواځې هندي او مراټي فلمونو ته سندرې وايي، هغه په نړۍ کې يو تر ټولو پېژندل شوې هندي سندربوله ده. نوموړې د هند د شلو نه هم ډېرو ژبو کې سندرې وييلي او په همدې توگه يې د هند د بلبلې لقب ورکړ شوی دی. د لتا زېږون نوم هېما دی او لتا يې پلار ورته وېل ځکه چې د پلار لخوا په يوې تياتر ننداره وړاندې کولو کې د يوې نجلۍ تمثيلي نوم لتېکا ايښودل شوی و خو دې ته يې له نازه لتا ووېل . لتا منگېشکر يوه د هند نوموتې سندرغاړې او غړاکاره کمپوزره ده . لتا منگېشکر د هندي سينما د سندريز ډگر تر ټولو ډېره نوموتې او په نړېواله کچه پېژندل شوې د پردې ترشاه سندرغاړې ده چې هند کې يې ډېر احترام او ستاينه کېږي .تر اوسه پورې د گينس نړېوال سيالي کتاب له مخې د هغې د ډېرو سندروويلو ريکارډ يا سيالی نده ماته شوې . مخينه لتا منگېشکر د هند په ايندور سيمه کې د گومانټک ماراتها کورنۍ په غېږ کې کال ۱۹۲۹م زېږيز زېږېدلې . پلار ېې هم غزلبول و او نوم يې پنډټ دينانت منگېشکر و . هغه د کلاسيکې هندي سندارا سندرغاړی او تياتر لوبگر و . د لتا مور شيوانتي شودهاماتي د هند د شمالي ولايت مهاراشترا د ټلنر سيمې پورې اړه لري او د دينانت دوهمه مېرمن وه . زده کړې لتا منگېشکر خپلې زده کړې له کور څخه پیل کړې وروسته بيا ښوونځي کې شامله کړه شوه . ځينې سرچينې وايي چې هلته يې زده کوونکيو ته سندرې له ماشومتوبه ورزده کوولې چې يوه ورځ يې استاد مخه ونيوله او په قار شو ، نو دې هم زده کړې پرېښوولې او په کور کېناسته ، بله سرچينه بيا وايې چې دې غوښتل ددې وړه خور آشا بوسلې ورسره يوځای يوه ښوونځي ته ولاړه شي خو هغې ته چانس وربرابر نشو نو ځکه يې ښوونځی پرېښود او په کور کېناسته. سندريز ډگرته ورتگ پهيلي لومړنى فلم و، چې لتا د يوې هنرمندې په توگه پكې وځلېده، لتا په دغه فلم كې د فلم د جينۍ سنيپرابها د خور په رول كې راڅرگنده شوه. د هنر ملكه لتا منگيشكرڅه ډول له موسيقۍ او هندي فلمونو سره د هنر پر مبتكر مېز راڅرگنده شوه؟ لتا منگيشكر د خپل وړوكتوب پرمهال له سندغاړي سېگل نه اغيزمنه شوه او له سينما تر راوتلو وروسته يې پرېكړه وكړه، چې لويه شي، له سيگل سره به واده كوي. له هندي فلمونو او سندرو سره يې ناپايه مينه له همدې ځايه پيل شوه. د وخت په تېرېدو سره دا مينه له موسيقۍ سره په يوه تلپاتې ژمنه واوښته. د لتا منگيشكر پلار پډيت دينانت منگيشكر د لتا او موسيقۍ نرمنځ د نږدې او غښتليو اړيكو له مخې وړاندوينه وكړه، چې لور به يې يو مهال د هند د موسيقۍ د ملكې په توگه راڅرگنديږي، خو زمان ډېر زر وښودل، چې دپډيت وړاندواينه يوه رښتينې هيله وه. كه څه هم، چې لتا له موسيقۍ سره بې پايه مينه درلوده، خو كورنيو دربدريو دې ته اړ اېسته، چې په هندي فلمونو كې د هنرمندې په توگه رولف ترسره كړي. سوبهادرا، بدى مان، پهيلي او ځينې نور هغه فلمونه و، چې لتا د يوې هنرمندې په توگه پكې راڅرگنده شوه. پهيلي لومړنى فلم و، چې لتا د يوې هنرمندې په توگه پكې وځلېده، لتا په دغه فلم كې د فلم د جينۍ سنيپرابها د خور په ځېر حركتونه كول. ويل كيږي لتا ته به هميشه خپل پلار او استاد ويل، چې له غرور او ځانځانۍ نه لرې و اوسي. د لتا پلار او استلاد په زړه پورې لارښوونو د هغې د ژوند برخليك او ژونهد لاره وټاكل او دغه څېره يې د يوې شهكارې ملكې په توگه را و پېژندله. لتا منگيشكر خپل خوږ او احساس پاروونكى غږ په كلنۍ كې له حنجرې را واېست. دا د كرتي حاصل فلم يوه سندره وه، ددغه فلم لارښوونكى واسنت جوگليكر و، ددې سندرې تر ويلو وروسته لتا ته وړانديز شوى و، چې د هندي فلمونو د سندرغاړې په توگه تړون وكړي. لتا دا وړانديز ومانه ، خو پلارې دغه پرېكړه خوښه نه كړه. او كلونه د لتا منگيشكر د شهرت پيل و او دا همغه فلمونهه و، چې د كارپوهانو په وينا د نړۍ په هره برخه كې ليدل كېدل. د لتا منگيشكر لاندينيو سندرو د ډېرو اورېدونكو تنده ماته كړه: ايي گا انې والا، چلې جانا...، دير سې اجارې ، جايا بېقرارهې.. د هندي فلمونو د شهرت په همدې كلونو كې ښه سندرغاړې نورجهان وه، نورجهان د لتا منگيشكرد سندرو ستاينه وكړه او ويې ويل، چې په هندي را روان پېر كې به د لتا په څېر هنرمنده پيدا نشي. لتا په خپل هنري ژوندانه كې څلور سترې جايزې گټلې او تر زرو يې زياتې سندرې ويلې دي، خو اوس داسې برېښي، چې غږ يې ورو ورو غلى كيږي، هغه اوس ډېره زهيره ده، خو غږ يې لا همغسې ازانگې كوي. مړینه لتا منګشکر نن د ۹۲ کالو په عمر کې د یکشنبې په ورځ چې د فبروري له ۶مې نېټې کال ۲۰۲۲ز سره سمون خوري د ممبي ښار په بريچ کندي روغتون کې ساه ورکړه، چیرته چې هغه د جنوري میاشتې په لومړيو کې وروسته له هغې چې د کرونا تیست يې مثبت وخوت، بستر شوې وه. د هندوستان حکومت د نوموړې د مړينې په مناسبت او د هغې د درناوي په خاطر دوه ورځنی ملي ماتم اعلان کړی او په دغو دوو ورځو کې به د هند ملي بیرغ نيمګړی ځوړوند وي. سرچینې هندۍ سندرغاړې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%AF%20%D8%AF%D8%B1%D9%8A%D8%A7
فرهاد دريا
فرهاد دريا ۳۱ د وږي ل. - په انگرېزي: يو افغان سندرغاړی او کمپوزر دی. نوموړی د افغانستان، پاکستان، ايران او تاجيکستان تر څنگ په ازبکستان کې هم گڼ شمېر مينه وال لري. په تېرو څو کالونو کې يې د يو شمېر سندرو او سندريزو البومونو ډېر تود هرکلی شوی. مخينه فرهاد دريا د كابل د گذرگاه په سيمه کې زېږېدلی. دريا د افغانستان له يوې نوموتې او لرغونې كورنۍ څخه سر راپورته كړی، نيكه يې شېر محمد خان ناشر د اوسمهالي كندوز له لومړنيو سوداگرو، خدمتکارانوڅخه ياديږي؛ چې په كندوز او په ټوليز ډول د افغانستان شمالي سيمو ته يې د صنعت او كرنې په برخه كې بې بريده چوپړ کړی. د افغانستان خلك يې د ادبي او پېښليكي تاريخي كتابونو دخپراوي له امله ناشر بولي. دريا اوولس كاله ماشومتوب او زلميتوب د لرغوني كندز د شبنم او شبدر ترڅنگ تېر كړ. هنري ژوند فرهاد په كندز كې د نيستان په نوم د سندربولو ملگرو يوه ډله جوړوي او وروسته د كابل ښار حبيبيې لېسې ته ځي. فرهاد تر فراغت وروسته خپل غږ او سندريزه لېوالتيا د كابل پلتخنيك ته لېږدوي او نور نو د سندريز بڼ يو مست او توتي گرځي. په ل كال كې د فرهاد دريا تر مشرتابه لاندې د باران مشهوره ډله ، اركستر بنسټ مومي او ډېر ژر د افغانانو كورونو ته لار مومي او د راډيو ټلويزيون د يوې ځوانې نوموتې هنري ډلې په توگه سر رااوچتوي . همدغه وخت دى، چې د افغانستان خلك د يوه شل كلن زلمي له سندرو او مستو ترانو سره اشنا شو. يو داسې سندرغاړى، چې هم غږ جوړوي ، هم سندره لولي ، هم نوې يا مډرنې موسيقۍ ته غاړه وركوي او هم كلاسيكې او ولسي موسيقۍ ته کار کوي. يانې د نوې او كلاسيكې موسيقۍ ترمنځ يې د خوند او اغيز واټن نه كميږي . فرهاددريا له ځان او تر ځانه درياب دى، او دنورو هنرمندانو د هنري چوپړ چارو لپاره بيا د ورېځ مستعار نوم ټاكي . زده کړې د ل كال د سره بهير له پيل سره جوخت د فرهاد كورنۍ هم كابل ته کډه شوه او دريا تر ل كال پورې د هېواد ترڅنگ پاتې كيږي . په خپلو زرغونو او ژونديو سندرو سره د خپلواكۍ ياد او فرياد كوي. سندرې يې كه هرڅو خپرېږي په همغه كچ يې د ملت او دريا غږ شور او ځوږ مومي. په ل كال فرهاد دكابل د ادبياتو پوهنځی پاى ته رسوي او تريوه كاله د كابل پوهنتون د ښكلو هنرونو په پوهنځي كې د كلاسيكې موسيقۍ تيوري لولي. د ل كال په مني كې له سندرو سره يوځاى پراگ ، چكوسلواكيا ته ځي او له هغه ځايه بيا د كډوالۍ لومړني كور هامبورگ ، جرمني ته كډه كوي او دغه ښار خپل دويم كور گڼي. پاريس يې مينې ته بولي د فرهاددريا له خولې ، او په ل كال له سلطانې دريا سره واده کوي او ورڅخه د هجران په نوم ېې يوزوی دی. فرهاد دريا د زوی د نوم په هکله داسې څرگندوي ٫٫ دغه نوم له دې امله غوره كيږي، چې دغه كوچنى كډوال پر دې وپوهيږي، چې له دې ځايه ډېره لرې يوه بله ځمكه هم شته او هغه ځمكه دده اصلي ټاټوبى دى٬٬. په ل كال فرهاددريا امريكا ته كډوال كيږي او تر ننه هم هملته د سندرو او ملي ترانو بنډارونه جوړوي . په افغانستان کې د سندرو ټولگې دريا له ل كال څخه تر ل كال پورې په افغانستان كې د سندرو البومونه خپروي او ترهغې وروسته تر ل كال پورې په بهرنيو هېوادونو كې د خپلو مينه والو لپاره البومونه چمتو کړي او لا ېې بهير روان دی . ترسره کړي کنسرټونه فرهاد دريا په برېتانيا، فرانسې، هالنډ، سويډن، ډنمارك، سويس، اسټراليا، امريكا، المان، كاناډا او نورو هېوادونو كې د كنسرټونو له لارې د افغانستان د فرهنگ او موسيقۍ په شهرت او خونديتوب كې له بريده ډېره هڅه كړېده. د دريا غږ د افغانستان د يووالي او يوځايتوب غږ بلل كيږي او ټول قامونه يې له خپلو حنجرو نه راوتلى غږ انگيري . فرهاد دريا، چې اوس د سندرو او موسيقۍ په برخه كې د يوه ځانگړي ځېل څښتن بلل كيږي ، محمد قاسم استادقاسم، استاد سراهنگ او استاد اولمير خپل په هنري ژوند کې ېې اغېزې داسې وينېي چې له ډېرې مينې څخه ورته خپل ښوونكي وايي او د احمدظاهر او نورو سندرغاړو له الهامي اغيزو څخه يادونه كوي . فرهاددريا، ظاهر هويدا يو داسې كس بولي، چې د هنري ودې لپاره يې له هڅو او هلوځلو سپما نده كړې او دده په هڅونه کې ېې لېوالتيا ښوولې. فرهاد دريا په دې وروستيو كې پتېيلې ده، چې د پښتو ژبې پر نوې موسيقۍ كار وكړي ، ولسي سندرې بابولالې، لښته د چندڼو او..... سره راغونډې كړې او د ولسي اونوې مډرنې موسيقۍ په ملتيا ېې څو ښكلي پښتو سندريزې ټولگې خپرې كړي . دريا د پښتو ژبې د نوې موسيقۍ لپاره د پيرمحمدكاروان، دروېش دراني، عبدالباري جهاني، رحمت شاه سايل، مصطفى سالك، عبدالغفور لېوال او نورو نوښتگرونويو شاعرانو شعرونه راټول كړي او غواړي د سندروپه ښكلي چاپېريال کې دا مډرن پير لا پسې گړندی کړي او ښکلې ټولگې راوباسي. فرهاد دريا څو څو ځله د كال د غوره سندرغاړي پّ توگه نازول شوی . په پيل كې د ل كال په مني كې په افغانستان کې د ملي ټلويزيون له ليارې د کال د غوره سندرعاړي په توگه ونومول شو او همدا رنگه په دې وروستيو كې د ل كال په اوړي كې په ډنمارك كې د غوره سندرغاړي په توگه د افغاني ټولنو لخوا ستيانليک ورکړ شو . په مرستندويو ټولنو کې د دريا ونډه دريا تېر په ۲۰۰۴ م زېږيز كال كابل ته سر د يوه لوی کنسرټ په جوړولو کې ورښکاره کړ او د خپلو زرگونو مينه والو زړونه ېې خوښ كړل. ددې تر څنگ ېې د کوچه په نوم د کوڅې بې وزلو ماشومانو لپاره ېې د بهرنيو ملاتړو هېوادوالو او موسسو له ليارې د مرستې يو بهير پيل کړ ، همدا رنگه ېې د آشيانه په نوم چې د يوه ايرانۍ مطبوعاتي مرستندويې ټولنې بنسټ په کابل کې کېښود ورسره غړيتوب ترلاسه کړ. يومرستون ېې هم جوړ کړی چې د بې کورو او بې وزلو کونډوسره خپل په مټ د بانکي گڼونونو جوړولو پر بنسټ په مياشت کې يو وار مالي مرسته کوي او د مرستې بهير ېې روان دی . ددې تر څنگ فرهاد دريا د ملگرو ملتونو په چاپېريال کې يوې جرمن مېشتې مرستندويې ټولنې کې کار کوي او د هغوی او د اوسيني حکومت لخوا په گډه د افغانستان د سولې د سفير په توگه په ستاينليک هم نازول شوی . سرچينې . باندنۍ تړنې د فرهاد دريا رسمي وېبپانه د فرهاد دريا د مينه والو وېبپاڼه تړنه د فرهاد دريا د موسيقۍ او لپاره ځانگړې وېبپاڼه د فرهاد دريا ويډيوگانې په ژوندۍ بڼه د فرهاد دريا موسيقي واورۍ پښتانه پښتانه سندرغاړي سندرغاړي افغان سندرغاړي کمپوزران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%87%D9%88%D8%B4
مهوش
فريده مهوش ۱۳۲۶ ل ۱۹۴۷ ز کال، کابل د افغانستان پخوانۍ اماتوره سندرغاړې ده، چې وروسته یې په مسلکي ډول سندرو ته مخه کړه. فريده مهوش په پښتو، دري او هندي ژبو سندرې ويلې او کورنۍ او بهرنۍ ستاينيزې يې ترلاسه کړې دي. مخينه فريده مهوش په ۱۳۲۶ ل ۱۹۴۷ ز کال کې په کابل کې زېږېدلې ده. د هغې پلار په خټه د کشمير وو چې محمد ايوب نومېد او کابل ته د سوداگرۍ لپاره راکډه شوی وو. پلار يې د سوداگرۍ چارې پر مخ وړلې او مور يې د کندهار پاړسي وانه وه، چې په کابل کې د ديني زده کړو او پاړسي ژبې ښوونکې وه. استاد مهوش په يوه مذهبي كورنۍ كې راټوكېدلې. په كورنۍ كې يې يومذهبي محيط واكمن و او هيچاهم دا تصور نه كاوه، چې مهوش به يوه ورځ د سندرو استاده بلل كيږي. كلنه وه، چې له فاروق نقشبندي سره يې واده وكړ. ډېرو خلكو داسې انگيرله، چې د مهوش په هنري هلوځلو سره به دغه نكاح وشليږي،ځكه خُسر، لېورونو اواندرورگانو يې دهنري چارو مخالفت كاوه او دايې خپل ټبر او كورنۍ ته ننگ او پيغورباله، خو نقشبند يوازينى كس و چې مهوش يې خپلو هنري چارو ته نوره هم وهڅوله. مهوش نن د افغانستان دموسيقۍ يوه ځلانده او درنده څېره ده، د استادې فريده مهوش هنري ودې د افغانستان پر ډېرى ښځينه سندرغاړو او په ټوليز ډول د افغانستان پر اوسمهالې موسيقۍ يو ستر اغيز وكړ. د آغلې مهوش د غږ او سندرو تر ټولو غوره راز د هغې د کابل په دري لهجه كې رابرسېره كيږي چې ورته کابلي پاړسي هم وایي. په پاړسي ژبې کې د دري تر ټولو غوره گړدود د کابل سيمې پاړسي گړدود دی. مهوش يوازې په دري ژبه نه بلکه پر خپلې ملي ژبې پښتو هم سندرې وايي. مستې منگى بر وړى دى او راشه په مينه مينه د استاد فريده مهوش نوموتې پښتو سندرې دي. استاد فريده مهوش اوسمهال د امريکا د متحده ايالاتو د کلفورنيا لوی ښار کې مېشته ده. زده کړې لومړنۍ زده کړې يې د زرغونې انا لېسې کې پیل کړې او وروسته يې د بکولريا يا دولسم ټولگي کچې پورې د رابعيه بلخي ښوونځۍ څخه راووته . دندې آغلې خپلې دندې د ټولنيزو گټو وزارت کې د يوې مامورې په توگه رسمي دنده پیل کړه او بيا يې د معادن وزارت يا زېرمو چارو وزرات کې د ټايپستې په توگه کار پيل کړ چې وروسته د څه مودې د هغې د هنري کارونو د بوختيا له کبله له اړوند وزارت څخه گوښه کړی شوه. هنري فعاليت او سندريزې ټولگې آغلې غږ د اماتورې په توگه راووېست او وروسته د ډېرې ستاينې يې مخه دوديزې هندي سندارا زده کړې ته د دود له مخې د غزلبولانو لکه استاد نبی گل، حفیظ الله خیال، نینواز او محمدحسین سرآهنگ سره د گوړې ايښودو سره پیل کړ. ستاينيزې فريده مهوش په خپلو هنري برياليتوبونو كې ځيني لقبونه او ستاينيزې هم ترلاسه كړيدي. آغلې مهوش ته په .ل كال د هندي كلاسيكې سندارا پر بنسټ د وخت اطلاعاتو او كولتور وزارت د استادۍ رسمي لقب وركړ. سرچينې سندرغاړي افغان سندرغاړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%81%D8%B3%D8%A7%D9%86%D9%87
افسانه
هغه مهال، چې انسان، بهرنۍ نړۍ ته د خپلو دروني خبرو د څرگندولو لپاره په سوچ كې شو او ويې غوښتل داستاني بڼه وركړي، څرنگه چې يې په دې برخه كې د داستان ليكنې لپاره اصول يا لار نه لرله، نو يوازې به يې د خپلو هيلو د څرگندولو لپاره له خپل تخيل څخه كار اخيست. نو د ناواقعي شخصيتونو او پېښو په بيانولو يې خوله خلاصه كړه. په دې توگه افسانه جوړونه په لومړنيو او ابتدايي بڼو پيل شوه او يوه پېچلې، كنايه ډوله او سمبوليكه لار يې ووهله. له خيال څخه زياته گټه اخيستنه ده، چې وينو زياتې افسانې له جهل، خرافاتو او بېځايه خبرو څخه ډكې دي. ښايي د افسانه جوړونې يو دليل به دا هم وي، چې له عجايبو او حيرانوونكو پېښو سره وېره او تمه ورنغاړي، بيا يې خلكو ته وړاندې كوي، چې يوه شېبه ورباندې بوخت وي. پر دې بنسټ، افسانو هغه پېښې هم رااخيستي، چې په ټوليز ډول يې يا اتلان رښتيني نه دي، يا يې هم ناواقعي كارونه ترسره كړي دي. په زياتو افسانو كې د وخت، ځاى، څيزونو او اتلانو اړيكي منطقي نه دي. خو موږ په افسانو كې گټورې او ارزښتمنې بېلگې هم لرو. افسانې ته په پښتو ژبه کړکيسه وايي چې د جمع حالت يې کړکيسې دی. د افسانې ځينې تعريفونه پخپله په دې نوم کې پراته دى. لکه افسانه هغه کيسې ته وئيلی شو چې په لوستونکو يا اورېدونکو افسون يا جادو وکړي. يعنې په هغه کيسه کې دومره اثر وي چې لوستونکی ئې په سحر کې گير شي. دويم تعريف ئې داسې دی؛ چې افسانه د حقيقت نه اپوټه کيسې ته وئيل کېږي. هغه کيسې چې حقائق پکې بيان نه شي بلکې د ژوند حقيقتونو ته فرضى او افسانوى رنگ ورکړ شي. لنډه دا چې افسانه هغه فرضي کيسې ته وايي چې تعلق ئې د ژوند، يا د کوم قوم يا ولس د فرهڼ يا کلتور، ژوند ژواک او دود دستور سره وي خو د خوند پيدا کولو په غرض پکې واقعاتو ته دکيسې رنگ ورکړ شوی وي. د امريکې نوميالی نقاد او افسانه ليکونکی ايډگرايلن پو وايي چې افسانه هغه اغېزناکه کيسه وي چې په يوه ناسته کې ختمه شي. او يوه ناسته د يو ې گېنټې نه تر دريوؤ گېنټو پور هم کيدی شي. د افسانې فني عناصر دې نه پس د افسانې د فني عناصرو خبره راپورته کيږي چې آيا افسانه د کومو فني عناصرو د تړون او ترتيب نه رغولی يا جوړولی شى. نو په دې کې له هر څه نه لومړی شرط د قصې دی. په افسانه کې ځينې واقعات وي چې دغو واقعاتو ته داسې ترتيب ورکول چې خوند او پزړه پورتيا هم پيدا کړي قصه بللی شى. او د واقعاتو جوړښت يا يو بل سره تړل پلاټ گڼلی شى. دغه پلاټ د قصې نه پس د افسانې دويم اهم فنى توکی دی. چې بنياد ئې دزمکې د ټکړې نه جوړ دی. يعنې څنگه چې دزمکې په ټکړه يا پلاټ پوره عمارت اودرولی شى دغه شان د پلاټ په بنياد پوره افسانه ليکلی شى. واقعات چې د کومو انسانانو، ځناورو يا نورو څيزونو په ذريعه خلقو ته رسولی شى هغه د افسانې کردارونه بللی شى. څومره چې افسانه نگار ماهر وى او مشاهده ئې تيزه وى دومره دهغۀ کردار نگارى مضبوطه وى. دکردارونو ترمنځه کلام ته مکالمه يا ډائيلاگ وئيلی شى. چې د افسانې يو بل فنى توکی دی. او بيا دغه واقعات د کردارونو په ذريعه نيغ په نيغه رسؤل هم نۀ دى پکار. څومره چې په دغه رسايۍ کښې اړوپيچ پيدا کړی شى. دومره افسانه ښۀ گڼلی شى او دغه څيز ته دفيکشن يا افسانوى ادب په اصطلاح کښې سسپنس يا تلوسه وئيلی شى. دې سره سره د افسانې ژبه هم يو مهم توکی دی افسانه کۀ بيانه وى يعنې افسانه نگار ئې پخپله بيانوى نو بيا ژبه ادبى او معيارى پکار ده. او افسانه کۀ مکالماتى يعنې د کردارونو په ذريعه وى نو بيا ژبه د کردار د معيار مطابق پکار ده. يعنې تعليم يافته کردار ته ښۀ ژبه او بې تعليمه کردار ته دهغۀ د مزاج مطابق ژبه ورکؤل پکار دى. په اخره کښې افسانه نگار خپل پيغام ورکوى او سسپنس ختموى. سسپنس چې ختم شى دغه ځاې ته نکته عروج وائى، ښۀ افسانه هغه بللی شى چې هم پکې فنى عناصر په ځاې وى او هم ئې پيغام جاندار وى دغه پيغام ته تهيم هم وئيلی شى د پښتو افسانې ارتقاء پښتو کې دافسانې د ا رتقاء نه لومړی مختصر شان ذکر د کيسې د پس منظر هم ضروري دی د قصې سفر د قصې ابتداء دانسان دمهذب کيدلو سره سمه شوې ده. ځکه چې د انسان فطرت دا دی چې هغه خپل معلومات بل ته رسؤل غواړى او کله چې پکې دلچسپى پيدا کوى نو معلوماتو ته د قصې شکل ورکړى. خو په باقاعده توگه د قصې فنى سفر د اټلى نه شروع شوی دی. وړومبی د افسانو کتاب د اټلى نقاد بکاشيو ليکلی ؤ چې په لسو قصو مشتمل ؤ، دغسې په مصر، يونان او هند کښې هم قصې ليکلی شوې دى نو هغه د فيکشن باقاعده ابتداء نۀ وه بلکې دهغې پس منظر يا تمهيد ئې گڼلی شو. بيا په روس او يورپ کښې افسانې ډيره وده موندلې ده پښتو افسانه پښتو ته افسانه د اردو په ذريعه راغلې ده د پښتو وړومبۍ افسانه کونډه جينۍ په کال ١٩١٧ء کښې راحت زاخيلې ليکلې وه چې د پريم چند د اردو افسانې بړی گهرانی کى بيټى نه متاثره ښکارى خو بيا هم ماحول ئې بيخى پښتون دی. او بيا خصوصاً دکليوال معاشرت ترجمانى پکې شوې ده د راحت زاخيلې ځينې نورې افسانې هم په مختلفو مجلو کې چاپ شوى دى. دغه ابتدائى دور کې د ماسټر کريم، ايس اې رحمان کاکاخيل او ځينو نورو ليکونکو افسانې به هم په مختلفو اخبارونو او مجلو کې چاپ کيدلې. د دويم صف په افسانه نگارو کې د حمزه بابا، مرادشينوارى، اجمل خټک، عبدالغفران بيکس وغيره نومونه ديادولو وړ دى. دپښتو د افسانو وړومبۍ مجموعه د نادرخان بزمى ده چې پلوشې نومېږي. دغسې پښتو افسانې خپل سفر ښۀ په تيزۍ روان کړو د ارباب رشيداحمد افسانې انگازې د معيارى افسانو باقاعده ابتداء وه دغه دور نه پس د قلندر مومند ، گل افضل خان ، همېش خليل، او زيتون بانو د افسانو مجموعو پښتو د معيارى افسانوى ادب سره سياله کړه. د دوى موضوعات دکليوال رنگ سره سره ترقى پسند رحجان او انقلابى رنگ ؤ. دې نه پس چې چا په افسانه کې جوت بدلون راوستی دی هغه طاهر اپريدی دی. چې پښتو کښې ئې د علامتى افسانې باقاعده وېشنيزه کيښوده او د موضوعاتو په لحاظ ئې هم افسانه کې ډير جدت راوستو. زمونږ د نوى کول په افسانه نگارو کې د قيوم مروت، عنايت الله ضياء، نورالامين يوسفزى، زبير حسرت، خورشيد اقبال خټک، اوميجر الطاف خټک افسانې د قدر وړ دى. پښتو ادبیات ادبیات
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%88%D8%B4%D9%88%D9%81%D8%AA%D8%B3%DB%8C
موشوفتسی
موشوفتسي د سلواکيا د تورچانسکي د ولسوالۍ پورې تړلې علاقه داري ده. تاريخ موشوفتسي د تورچانسکي د سيمې تر ټولو لوی کلی دی دا سيمه نه يواځې په بېسارو تاريخي آبداتو او يادگارونو مشهوره ده بلکه خپل ۷۷۰ کلن تاريخ هم ښه پوره نوم او شهرت وربخښلی دی. د سيمې په اړه لومړنی کتيبې هم د اطريشي امپراطور اندرې دوهم ۱۲۳۳ دی چې د همدې علاقه دارۍ اوسيدونکی ؤ. کلی له دوو برخو جوړ و: يوه برخه يې زوړ پاچاهي ماڼۍ او بله برخه يې تيرمويس چې ددې سيمې ننی نوم هم له همدې ځايه نشت کوي. دې سيمې د تاريخ په اوږدو کې گڼ نومونه لرلي دي لکه؛ موسوي موس، موسويز، مايوس اليو، نومينو موسويلخ، ايپېديوم مويس، موسويس اوليم، مايوس او اوسنی نوم موسوسن د موشويس لرغونی برخه پخوانۍ کوڅه خوارنيکوف دی چې تر اوسه يې خپل نوم چريانکوف ساتلی دی بله برخه يې هم د ردمازانم کلی يا کوڅه ده. موشويس په لومړي سر کې خپل يو خپلواک دولت و چې د خپلې مستقلې محکمې لاندې خپلې چارې پرمخ بېولې. ددې د استقلال او خپل حکومت دوره تر ۱۴ ميلادي پېړۍ پورې غځېدلې ده. په ۱۵۲۷ کال کې موشوفتسي د اويارسوف تر واک لاندې شو چې پوره ۴۰۰ کاله يې په دې سيمه واک وچلاوه. په تېرو زمانو کې موشوفتسي نامتو صنعتي سيمه وه. دلته ۱۹ ډوله مختلف شيان د گڼو کتبه کارانو له خوا جوړ او توليدېدل. نن موشوفتسي يو له ښو تفريحي سيمو ځينې حسابېږي طبيعت موشوفتسي ته خدای ښکلی طبيعت ورکړی دی. شنه ځنگلونه، ښايسته غونډۍ گانې يې زړه راښکونکي دي. لويه تاريخي ارزښتمن آبدات باندنۍ تړنې ووړ کتاپ معلومات دريِنُک منظرې سلواکيا
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88%20%D9%BC%D9%88%D9%84%D9%86%D9%87
پښتو ټولنه
پښتو ټولنه د ١٣١٦ لمريز کال د ثور په لومړۍ نېټه د کابل ادبي انجمن او د کندهار د پښتو انجمن له يو ځای کېدلو نه جوړه شوه. د پښتو ټولنې له جوړېدلو سره سم په ١٣١٦ لمريز کال دنده درلوده چې: د افغانستان تاريخ تدوين او د افغانستان په تاريخي څرنگوالي له هره پلوه پوره پوره رڼا واچوي. ژبې او ادب ته تحول او ترقي ورکړي اولسي پانگه فولکلور د هېواد له هره گوټه راټول او نشر کړي. د يوی عصري علمي ژبې په حېث د پښتو ژبې د راژوندي کولو او تدوينولو له پاره کار وکړي. د کابل مجلې، کابل کالنۍ او نورو هېوادنيو جريدو په وسيله ادب او ژبې ته ترقي ورکړي او جهان ته په يوه ابرومند ډول افغانستان وروپېژني. پښتو ټولنه په ١٣٣٣ لمريز کال په ١٣٣٣ لمريز کال کې د پښتو ټولنې د وظيفو او اهدافو په باب نوی گام پورته شو، د پښتو د درنو ليکوالو نه د ملي ژبې پښتو د پېشرفت، عصري کېدلو او علمي کېدلو په باب نظريې وغوښتلې او بيا د يوې غونډې په ترڅ کې د پښتو ټولنې تگلاره په ٥٦ مادو کې تجويز او ترتيب شوه، ددغې لايحې له مخې پښتو ټولنه د يوې علمي ادبي اکاډيمی په توگه جهان ته اعلان او د يوې جلا بودجې او ٢٩ افتخاري غړو درلودونکې شوه. دا وخت د پښتو ټولنې مرام او مقصد داسې وټاکل شو: پښتو ژبې او ادب ته ترقي ورکول. د پښتو ژبې علمي پانگه زياتول، پښتو کې له خارجي ژبو څخه غوره علمي او ادبي آثار ژباړل او د هغه خپرول. د پښتو ادبي، تاريخي، کلتوري او نور قلمي او شفاهي آثار ټولول او خپرول، لکه زاړه ديوانونه، لنډۍ، متلونه، افسانې، فولکلور او نور. د پښتو ژبې د لغاتو او قواعدو تدوين، د ضرورت له مخې د نويو اصطلاحاتو او لغاتو وضع کول، ادبي او لغوي څېړنې او د پښتو په لساني علومو پورې آثار ليکل او خپرول. د پښتو د ادبياتو، د پښتو نوميالو د پېژندنې په باب خپرونې کول. په پښتو کې د ليکونکو روزل او تربيه کول او د پښتو ليکلو د يو ښه او متحد اسلوب رواجول. د پښتو موسيقي ته ترقي ورکول او د پښتو ډرامو جوړولو، ښودلو او فلمونو اخيستلو د پاره تبليغ کول او زيار اېستل. د پښتو ژبې د دفتري کولو او په پښتو کې د ليک او لوست او تعليم د عامولو له پاره زيار اېستل او هڅه کول. د پښتو د پرمختگ، ترقي او معرفي لپاره اخبار او راډيو کې خپرونې کول، کنفرانسونه جوړول، په خارجي ژبو د پښتو ادب خپرول خارجي علمي او ادبي ټولنو سره اړيکې ساتل. پښتو ټولنه به پورتنی مرام ته د رسېدلو له پاره کتابونه، وړې رسالې او نورې خپرونې کوي او د کابل مجله خپروي. په ١٣٣٥ لمريز کال کې پښتو ټولنه د مطبوعاتو د مستقل رياست څخه بېله او د پوهنې له وزارت سره وتړله شوه او همدا وخت و چې د پښتو ټولنې غړو ته د پوهنتون د استادانو غوندې علمي رتبې او امتيازي معاش ومنل شو او د پښتو ټولنې غړو ته د څېړونکی، څېړنيار، څېړنمل، څېړنوال، څېړندوی او څېړنپال شپږگونې علمي رتبې ورکړی شوې، پښتو ټولنې دا وخت له نړيوالو علمي موسسو سره اړيکې ټينگې کړې او علمي راشې درشې پيل شوې، له دې راوروسته هم پښتو ټولنې ځينې لوړې ځوړې وليدې چې دلته يې څېړل اوږديږي. د پښتو ټولنې اداره او غړي کله چې ادبي انجمن او پښتو انجمن سره يو شول او په پښتو ټولنه واوښتل نو د پښتو ټولنې لپاره نوی تشکيل جوړ شو، غړي يې زيات شول او د کارونو د چټکۍ لپاره لانديني څلورگونې څانگې پکې جوړې شوې. د تاليف او ترجمې څانگه د ادبياتو څانگه د نشرياتو څانگه د پښتو لغت، صرف و نحوې څانگه دا وخت د پښتو ټولنې ريس د وخت د پوهنې وزير وو. عموموي مدير يې احمد علي خان دراني او عمومي مرستيال يې غلام جيلاني اعظمي وو. د تاليف او ترجمې د څانگې کارکوونکي د تاليف او ترجمې د ځانگې کارکوونکي پدې توگه وه. عبدالغفور خان د انگليسي ژبې ژباړونکی عبدالباقي خان لطيفي احمد علي خان کهزاد يعقوب حسن خان عبدالواحد خان د روسي ژبې ژباړونکی اورادالدين خان د عربي ژبې ژباړونکی عبدالخالق خان د ادبياتو د څانگې کارکوونکي د ادبياتو د څانگې کارکوونکي پدې توگه وه. امين الله خان زمريالی سرور خان گويا قاري عبدالله خان ملک الشعرا محمد قدير خان تره کی محمد گل خان نوري محمد سرور خان پويا د نشرياتو د څانگې کارکوونکي د نشرياتو د څانگې کارکوونکي پدې توگه وه. يار محمد خان مير عبدالواحد خان احمد الله خان کريمي عبدالصمد خان عبدالخالق خان اخلاص محمد اعظم خان ايازی سيد قاسم محمد معصوم قيام الدين خادم د پښتو د لغت، صرف او نحوې د څانگې کارکوونکي د پښتو د لغت، صرف او نحوې د څانگې کارکوونکي پدې توگه وه. صالح محمد خان گل پاچا خان الفت د پښتو د لغت، صرف او نحوې د څانگې د دغو دوو کارکوونکو سره سره يو شمېر نور اداري کارکوونکي يې هم درلودل. په ١٣١٧ لمريز کال کې ددې لپاره چې پښتو ته ښه او بېړنی کار وشي د پښتو ټولنې ټول پښتو ژبې غړي د ژبې په مديريت کې سره يوځای کړل شول، مدير امين الله خان زمريالی وټاکل شو. انگرېزي مترجم ارجنداس کپور او اداري کاتب يې عبدالصمد خان و. دې مديريت د تاليف او ترجمې او د لغاتو او قواعدو دوې څانگې درلودې چې دا کسان پکې وو. قيام الدين خادم گل پاچا خان الفت اورادالدين خان محمد سرور خان ايازی عبدالخالق خان اخلاص محمد گل خان نوری چې په همدې کال يې د پښتو کلی گانو د ليکلو او خپرولو وظيفه پيل کړه. پښتو ټولنه د ١٣١٨ نه تر ١٣٥٢ کلونو پورې د ١٣١٨ کال په ژمي کې چې د مطبوعاتو مستقل رياست جوړ شو، او د پخواني ادبي انجمن څانگې ددې رياست جز شوی او ددې انجمن د ژبې مديريت د پښتو ټولنې په لوی مديريت واوښت لوی مدير يې د مطبوعاتو مرستيال استاد عبدالحی حبيبي وټاکل شو او دا وخت يې تشکيلات پدې ډول وو د ژبې مديريت د تاليف او ترجمې مديريت د صحافت مديريت د قواعدو د کورسونو د تفتيش مديريت دا وخت يې غړي پدې توگه وه ښاغلی زمريالی ښاغلی الفت ښاغلی بېنوا ښاغلی رښتين ښاغلی تره کی ښاغلی اوراد الدين ښاغلی ايازی ښاغلی نظامي په ١٣١۹ کې د پښتو ټولنې کارونه تر پخوا پراخه شول. کابل راډيو لپاره يې پښتو مضامين تهيه کول او د کورسونو چارې يې په غاړه وې. په ١٣٢۰ لمريز کال کې د پښتو ټولنې لوی مدير ښاغلی عبدالرحمن وټاکل شو او معاونين يې ښاغلی محمد اعظم خان ايازی او ښاغلی امين الله زمريالی وو. عمومي مبصر يې گل پاچا خان الفت و ددې کال په چنگاښ مياشت کې د پښتو ټولنې تشکيل پراخ شو او دا لاندې مديريتونه يې درلودل د پښتو آريانا دايره المعارف مديريت د نقد او تبصرې مديريت سيار مديريت په همدې توگه د پښتو ټولنې د کورسونو څانگه هم پراخه شوه، دا وخت د پښتو ټولنې د دايره المعارف مدير ميا حسين خان، د قواعدو مدير صديق الله رښتين، د لغاتو مدير عبدالخالق خان اخلاص، د تاليف او ترجمې مدير محمد گل خان نوری او د صحافت مدير عبدالرؤف بېنوا وو. پدې وخت کې د پښتو ټولنې نور غړي پدې توگه وه: اورادالدين مولوي شېرگل يار محمد نظامي سيد صعود د ١٣٢١ کال په پای کې بېرته استاد عبدالحی حبيبي د پښتو ټولنې مدير وټاکل شو چې تر ١٣۲۴ کال پورې يې مدير ؤ. په ١٣٢٥ لمريز کال کې ښاغلي عبدالرؤف بېنواد پښتو ټولنې لوی مدير وټاکل شو دا وخت د صحافت د څانگې مدير يار محمد خان نظامي، د تاليف او ترجمې د مديريت کفيل عزيزالرحمن خان سيفي، د قواعدو مدير محمد شېرگل خان، د لغاتو د څانگې مدير محمد گل خان نوري، د محلي ژبو د څانگې مدير عبدالقدوس خان پرهېز او د کورسونو مدير عبدالغني خان وو. د صحافت په څانگه کې سيد بهاالحق خان هاشمي او نېک محمد خان فدايي د تاليف او ترجمې په څانگه کې محمد ابراهيم خان ثابت غلام احمد رحماني، د قواعدو په څانگه کې عبدالواسع خان او د لغاتو په څانگه کې محمد رفيق خان قانع وو. په ١٣٣۰ لمريز کال کې ښاغلی صديق الله خان رښتين د پښتو ټولنې لوی مدير وټاکل شو. دا وخت پښتو ټولنه د يوې اکېډمۍ په توگه ومنل شوه او د کار نوی پروگرام ورته جوړ شو. په ١٣٣١ کال کې له پښتو ټولنې څخه د زېري جريده بېرته خپره شوه په دې کال کې د پښتو ټولنې تشکيل په دې ډول و. لوی مدير صديق الله رښتين د تاليف او ترجمې مدير عزيزالرحمن خان سيفي د پښتو دايره المعارف د څانگې مدير محمد يونس خان مراد د دايره المعارف غړی حفيظ الله خان د زېري د جريدې چلوونکی عبدالله خان بختانی خدمتگار د زېري د جريدې غړی محمد دين ژواک د لغاتو د څانگې مدير پاينده محمد خان روهيلی د لغاتو د څانگې غړی عبدالصمد خان د ادبياتو د مديريت کفيل محمد ابراهيم خان ثابت د ادبياتو د مديريت غړی شرف الدين خان د کابل د مجلې چلوونکی نور محمد خان پوونده د کابل د مجلې غړی عبدالرزاق خان زړور د کورسونو د مديريت کفيل محمد ايوب خان مهمندی د تحرير او توزيع مدير امان الله خان د ١٣٣٥ لمريز کال په پيل کې د کار د ښه توب او له پوهنې وزارت سره د پښتو ټولنې د زياتو اړيکو له مخې پښتو ټولنه د مطبوعاتو له رياست څخه جلا او د پوهنې له وزارت سره وتړل شوه. دا وخت د پښتو ټولنې رياست استاد الفت ته وسپارل شو او همدا وخت د پښتو ټولنې غړو ته علمي رتبې ورکړی شوی او د پوهنتون په سويه يوه موسسه شوه، له باندنيو علمي موسسو سره يې اړيکې ټينگې شوې او د سفرونو له لارې پښتو ټولنې د نړۍ علمي موسسو ته ور وپېژندله شوه. په ١٣٣۷ کال کې د پښتو ټولنې مرستيال عبدالشکور رشاد وو. د ١٣۴٢ لمريز کال په چنگاښ کې يو ځل بيا پوهاند صديق الله رښتين د پښتوټولنې او ښاغلی عبدالله خدمتگار د پښتو ټولنې د مرستيال په توگه وټاکل شول. د کار د ښه توب لپاره د پخوانيو تشکيلاتو په ځای د فولکولور او ادب لوی مديريت، د اجتماعي علومو لوی مديريت او د خپرونو لوی مديريت منځ ته راغلل او د تدريساتو لوی مديريت په خپل نامه پاتې شو خو کارونه يې ښه او گړندي شول. د پښتو ټولنې له خوا ترسره شوي کارونه پښتو ټولنې د خپل عمر په اوږدو کې ډېر خدمتونه ترسره کړي. ډېر آثار او خپرونې يې رامنځ ته کړي، ډېری ادبي او تعليمي چارې يې پرمخ بېولي او ډېر کسان يې روزلي او رسولي دي. د پښتو ټولنې له خوا ترسره شوي هغه اکاډيميک کارونه چې مونږ دلته خبرې پرې کوو په لاندې بېلو بېلو برخو ووېشلای شو: د کابل مجلې پرله پسې خپرول د کابل کالنۍ خپرول د کتابونو خپرول د زېری د جريدې خپرول د دايره المعارف خپرول د هېواد د جريدې خپرول د راز راز مشاعرو ترتيبول د علمي سيمينارونه جوړول سرچينې د پښتو ټولنې په هکله دا ليکنه د ښاغلي حبيب الله رفيع د کتاب پښتو پالنې نه اخيستل شوې. افغانستان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%8A%D8%AF%20%D9%85%D9%8A%D8%B1%20%D9%85%D9%87%D8%AF%D9%8A%20%D8%B4%D8%A7%D9%87%20%D9%85%D9%87%D8%AF%D9%8A
سيد مير مهدي شاه مهدي
سيد مير مهدي شاه مهدي زوکړه د ۱۹۲۶ زېږدي کال د جنوري ۳ - مړینه د ۱۹۹۶ زېږدي کال د سيپټمبر ۲۶، د خدايي خدمتگار د غورځنگ غړی، د پښتو ژبې شاعر او په لومړنيو کيسه ليکوالو کې شمېرل کېږي. مخينه سيد مير مهدي شاه مهدي د ۱۹۲۶ زېږدي کال د جنوري پر ۳ نېټه د داودزو د سيمې په کنکوله نومې کلي کې زېږېدلی دی. د پلار نوم يې سيد عبدالتواب شاه دی. د عربي د مروجه علومو فاضل دی. د پښتو ادب ځلانده ستوری ليکوال وايي چې: د درس نظامي نه يې فراغت بياموندی دی او اوس په واحد گړهۍ کې اوسي. د مهدي کورنۍ يوه علمي درنده کورنۍ وه او د استاد کامل په وينا، د هغه پلار خدای بښلی مولانا سيد عبدالتواب شاه صيب د خپلې علاقې يو جيد مشهور عالم او د ادبې ذوق او موزون طبيعت څښتن وو او همده ته يې علمي او ادبي ذوق و شوق او روايات په ميراث کې رسېدلي دي. سيد مهدي شاه مهدي د پښتو د قومي او ازادي راوړونکو مبارزو په لړ کې هم نه هېرېدونکې هلې ځلې کړې دي. نه يوازې دا چې د قلم په ژبه يې د خدايي خدمتگارۍ د موومنټ بشپړه پلوي کړې او په آثارو کې يې غبرگون ورکړی، بلکې په دې لړ کې يې له عملي جدوجهد نه هم ډډه نه ده کړې. له همدې لامله څو څو ځلې زنداني شوی دی. يو ليکوال خو ځکه وايي: مهدي صيب په پښتو ادب کې څه نوې يا نومورکې گمنامه هستي نه ده، بلکې د يو شاعر، اديب، مقرر، افسانه لیکونکي، ډرامه ليکونکي او صحافي په څېر په درسته پښتونخوا کې د ځلاند حېثيت څښتن دی. د ازادۍ په تحريکونو کې يې تودې برخې اخيستي دي. په پښتو له سره تېر دی. د پښتون د قوم هسکه جنډه سرنگون نه غواړي. له دې کبله د خپل پلار په څېر يې ډېر ځلې بندي خانې سره پت پاللی دی. مهدي د صحافت په هغه نهضت کې هم د پوره ونډې والا وو چې د پښتنو د سياسي بېدارۍ او د پښتو ادبي بهير د پياوړتيا لپاره يې پرله پسې هڅې کولې. دا د قومي جرايدو او مجلو هغه لړۍ وه چې د سياسي اهدافو تر څنگ يې معاصر پښتو ادبي بهير ته نه ستړې کېدونکي خدمتونه وکړل. په حقيقت کې د همدغو مجلو له لارې د پښتونخوا معاصر ادبي نهضت پياوړتيا پيدا کړه او په خلکو کې يې پراختيا ومونده. هغه د پښتو ادبياتو يو نوميالی اديب وو چې گڼ شمېر لنډې کيسې، داستانونه او شعرونه يې ليکلي دي. د شعر بېلگې يې چې خويونه مې وحشت د رنديت وي - نو وگړي مې ادم بولي په څه؟ چې صفت پرې د جانان ليکلی نه شم - نو جهان مې بيا قلم بولي په څه؟ چې مې خوله کې ژبه نشته سوز د پاره - څوک مې شمع د تورتم بولي په څه؟ چې محفل مې ټپوسانو سره ساز وي - نو شهباز مې خپل همدم بولي په څه؟ چې د خپل قام په خوراک باندې گزران کړم - د نهنگ نه مې څوک کم بولي په څه؟ چې مې زهر د غیرت غاښو کې نشته - هم مې مار هم مې عالم بولي په څه؟ چې بې خاره مې په دشت څه زرغون نه وي - گلستان مې بيا امم بولي په څه؟ مړينه سيد مير مهدي شاه مهدي د ۱۹۹۶ زېږدي کال د سیپټمبر پر ۲۶ نېټه د کېنسر ورپېښې ناروغۍ له لامله له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه. چاپ شوي نښيرونه يې ۱- فاتحه سورة د سورة الفاتحة تفسير، د ۱۹۶۴ زېږدي کال چاپ کال. ۲- مظلوم امام د کربلا د خونړۍ پېښې او د امام حسين د ژوند په اړه، د ۱۹۶۶ ز کال چاپ. ۳- روڼ سهر د شعرونو ټولگه، د ۱۹۶۵ زېږدي کال چاپ. ۴- نشان د لنډو کيسو لومړۍ ټولگه، د ۱۹۶۵ ز کال. ۵- د بوډۍ ټال د لنډو کيسو دويمه ټولگه، د ۱۹۵۸ ز کال چاپ. ۶- پت د لنډو کيسو درېمه ټولگه، د ۱۹۵۹ ز کال چاپ. ۷- لاله گلونه د لنډو کيسو څلورمه ټولگه، د ۱۹۶۹ ز کال چاپ. ۸- تور داغونه د لنډو کيسو پېنځمه ټولگه. د ۱۹۷۹ ز کال چاپ. ناچاپ نښيرونه يې ۱- نوی پښتون ناول. ۲- د مينې مشال. ۳- امام حسين او د هغه مقصد. ۴- د يزيد دويم دور. ۵- د مهدي ډرامې. ۶- د خدايي خدمتگارو په اړه. ۷- د مهدي ناچاپې افسانې. باندنۍ تړنې سرچينې ۱- پښتانه ليکوال پښتانه شاعران افغاني ليکوال پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%BA%D8%A7%D8%B2%D9%8A%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%AC%D8%A7%D9%86%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%D9%88%D8%B1%D8%AF%DA%AF
غازي محمد جان خان وردگ
د عيسوي حساب ۱۸۷۹ كال وو په دغه كال كې د كورنيو جگړو ځپلي او استعمار ټوټې ټوټې كړي افغانستان د پايتخت كابل په عسكري منصبدارانو كې د محمدجانخان وردك په نامه د توپچي يو جنرال و چې وروسته بيا د غازي محمد جانخان په نامه مشهور شو . ده له خپل ملك او خپل ولس سره بې اندازې زياته مينه لرله.... دا وخت د غربي استعمار ښامار د هند لو او ارت مځك له خپل ستوني نه تير كړې وو او خوله يې د گران افغانستان نغرلو ته هم را اچوله پېښور او كويټه يې ترې شكولي وو او خيبر او بولان د هضمولو په هڅه كې وو..... د افغانستان په زړه كابل كې د سرو گوره گانو فوځونو غوبل جوړ كړى وو، د ټول ملك د تباهۍ او د ټول ملت د ابدي غلامۍ او مريې توب سخت خطر وو.. پادشاه د خپلې كمزورۍ په نتيجه كې د پيرنگيانو په لاسو كښې بندي وو او د واكمنې كورنۍ د افرادو تر منځ په ملك كښې د واك او اختيار د خپلولو په غرض نه ختميدونكې جگړې روانې وې... د يوې كورنۍ د افرادو د ځانگړو او شخصي غرضونو د سركولو د پاره په ټول ملك كې د بې اتفاقيو او شخړو اور بل وو... انگريزي استعمار هم د خپلې كاميابۍ په غرض دغه اور ته ببوزى واهه او هغه د لوگي د پردې تر شا پسې را وړاندې كيده او د لوى اما كمزوري شوي افغانستان د وجود نه يې ټوټه ټوټه بيلوله او د خپلې هندي مستعمرې په پيڅكواو لمنو پورې يې ورتپله...په داسې خطر ناك وخت او دا راز تياره محيط او ماحول كې ځمونږ ځلمي جرنيل محمد جان خان وردك د خپلې مقدسې عسكري وظيفې او د خپل ډير درانه مسړليت احساس د اشتعال داسې درجې ته رسولى وو چې د قام او ولس د ډيرو ساده مغزو او مړو احساساتو لرونكي افراد يې هم په شور ورسره راوستل.... زلمي جرنيلان د هغه وخته دغه خطر ليد چې ډير پيرنگي فوځونه كابل ته نه وو را رسيدلي ، دى به ډير ځله په نيمه شپه كې په ډير اضطراب له خوبه را پاڅيد خپلو توپونو ته به ورغى اوپاكول به يې، لاسونه به يې پرې وهل او ښكلول به يې ... كله به د نيمې شپې په تپه تياره كې چې واورې به هم ورېدلې خپل توپونه به يې راويستل يوه خوا او بله خوا به يې گرزول په لوړو به يې خيژول ، غرونو ته به يې پورته كول او بيا به يې كندو او ژورو ته كوزول.. خلكو ته به دده دا شان كارونه ناآشنا او د ليونو شانته ښكاره كيدل او په مطلب به يې نه پوهېدل ... خو حقيقت دا وو، چې د جرنيل محمد جانخان زړه د خپل لوى افغان او ستر افغانستان د تكړې تكړې كيدو د خطر په رارسېدو دومره پريشانه او مضطرب شوى وو چې شپه او ورځ او غرونه او كندې يې په نظر كې يو شان ښكارېدل... دهغه سره د خپل ځان او خپلې كورنۍ غم نه وو هغه د كوم مقام او موقعيت يا دكومې رتبې او درجې د گټلو خواهش نه درلود... دهغه فكر او آرزو دومره لوړه او عالي وو چې داشيان ورته ډير سپك او حقير ښكاره كيدل ... د هغه سره د ټول ملك لوى افغان او ستر افغانستان غم وو .. هغه ته څرگنده وه چې د ملك ننگ ، شرافت او آزادي تراوسه پورې د ټول افغان د اتفاق په زور ساتل شوې او اوس هم د ټول افغان د متحدكولو زور په كار دى چې د خپل پلار نيكه ټاټوبى وساتي او افغاني پگړۍ پرې نه ږدي، چې د انگريزي استعمار د آسونو په پښو كې په مځكه پريوزي.. ځمونږ غازي جرنيل د گوربت نومي غره په لمنه كې زيږيدلى او لوبيدلى وو او غوښتل يې چې د گوربت يعنې عقاب په څېر خپل ټاټوبي او وطن د خپل گران ولس او لوى افغان آزادي وساتي. جرنيل محمد جانخان تر هغه وخته لا ځينو ساده گانو ښه نه پيژانده، چې د افغانستان ښكلى او گران مركز كابل د انگريزي فوځونو د آسونو تر پښو لاندې شوى نه وو ... په دغه وخت كې د زلمي جرنيل د صبر كنډول بېخي ډك شو ځكه چې په گران افغانستان كې استعماري فوځونو غوبل جوړ كړى وو، دده ښكلي توپونه د بابر د غونډۍ په سر كښې وو، چې ددښمن پوځونو ته نژدې وه خو دى پخپله د كابل نه لرې د وردگو په منځ كې پخپله كلا كې له ملك څخه د دښمن د شړلو او خپل قام اوولس ته له هغوى څخه د نجات وركولو په فكر كې ډوب وو... د لرې او نژدې ځايونو څخه د افغاني زلميانو ډلې ډلې د جرنيل ځاى ته راغونډېدل او په دې ترتيب د استعمار نه د وطن د نجات د پاره لوى لښكر جوړ شو .... د لښكر شمير چې د شلو دېرشو زرو كسانو نه زيات شو او جرنيل ته دا يقين وشو، چې د هېواد نه ددښمن د شړلو دپاره كافي ځلميان راغونډ شوي دي نو يې ډيل ونه كړ او سم دلاسه په كابل ور روان شول... د غازيانو او استعماري فوځونو تر منځ پر له پسې او ډير خونړي جنگونه وشول خو دښمن بالاخره د جرنيل د لښكرو سيلاب ته ټينگ نه شو او داسې ماتې يې وكړه، چې بيا يې د همېشه د پاره كابل ته شا واړوله....دا وخت هرچا ته دا حقيقت پوره پوره څرگند شو، چې غازي محمد جانخان ليونى نه بلكي رښتينى هوښيار دى ځكه هغه ددې وطني جنگ په گټلو سره دا حقيقت څرگند كړ چې د ټول افغان سره يوكيدل او د يوه مقصد د پاره په يوه لاره روانېدل دومره لوى او ستر طاقت دى، چې په هر ډول مشكلاتو بريالى كيدلى شي. ضروري يادونه بايد وويل شي چې غازي محمد جان خان د وردگو ولايت د جغتو د ولسوالۍ د بيدموشك د كلي اوسيدونكى وو البته هغه مهال اوسني ولايتي او سيمه ييز تشكيلات موجود نه وو. خو يوه كلا يې د جغتو د سعادت باباخيلو او كمال باباخيلو د كليو تر منځ هم شته چې ختيځ لور ته يې كاريز بهيږي او لوديز لور ته يې د غازي محمد جان خان په نوم باندې د ليسې انگړ واقع دى ، چې د افغانستان د ټولو خلكو ستر وياړ گڼل كيږي. غازي محمد جان خان د ۱۸۳۵ او ۱۸۸۰ ميلادي كلونو تر منځ ژوند كړى او د افغانستان په سياسي تاريخ كې يې غښتلى رول تر سره كړى دى. دا هغه وخت وو چې هېواد مو د انگريزي ښكيلاك د دوهم يرغل سره مخ وو چې د وردگو، غزني او پلازمينې كابل په سيمو كې غازي محمد جانخان بهرنيو يرغلگرو ته كلكې ماتې وركړې دي او په دې لاره كې يې د شهادت لوړ مقام گټلى دى. پورتنۍ ليكنه د هيواد د ستر ليكوال، اديب او غښتلي خدمتگار ارواښاد محمد ارسلان سليمي صاحب ده چې د ليكوالي املا و انشا د كتاب په ۱۶۹- ۱۷۱ مخونو كې خپره شوې چې د هغه پخپلو الفاظو د جغتو په مهالنۍ كې خپريږي. البته نوموړى كتاب د هيواد وتلي ليكوال ارواښاد گل پاچا الفت صاحب ليكلى دى. د افغانستان نوميالي افغانان پښتانه غازيان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%BA%D8%A7%D8%B2%D9%8A%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%A7%D9%8A%D9%88%D8%A8%20%D8%AE%D8%A7%D9%86
غازي محمد ايوب خان
امیر محمد ایوب خان ۱۸۵۷ زېږديز کال، کابل - د ۱۹۱۴ ز کال د اپرېل ۷، لاهور چې انگرېزان يې د مېوند فاتح يا افغان شهزاده چارلي په نومونو هم يادوي. نوموړى د هرات پخوانی والي او د مېوند جگړې فاتح وو. د افغانستان ملي اتل غازي محمد ايوب خان د امير شېر علي خان زوی وو او دده مور د لالپورې د مومندو د مشر سادت خان لور وه. د ۱۸۸۰ زيږديز کال د جولاى په ۲۷ يې انگرېز جنرال بارو ته د مېوند په جگړه کې ماتې ورکړه او بيا يې په کندهار کې د انگرېزانو پوځ كلابند کړ. د ۱۸۸۰ ز کال د سيپټمبر په ۱ يې د انگرېزي جنرال فرېدرېک رابرټس سره په کندهار کې جگړه وکړه، خو د جگړه ييز تاکتيک په کارولو سره يې شاتگ وکړ او داهوډ يې وکړ چې دا ځل خپل لښکر لا پياوړی او سمبال کړي او له انگرېزنو سره د جگړې ډگر ته ورووځي، خو انگرېزانو ونه غوښتل چې په کندهار کې نور تم شي. هغه وو چې د افغان او انگرېز دويمه جگړه پای ته ورسېده. يو کال وروسته ايوب خان بيا د کندهار د نيولو تکل وکړ، خو د امير عبدالرحمن خان له خوا له ماتې سره مخامخ شو. په ۱۸۸۸ ز کال کې ايوب خان له ايران نه ولاړ او په برتانوي هند کې تر خپلې مړينې واوسېده. د ايوب خان قبر د پېښور د دُرانيو په هديره کې د شېخ حبيب مقبرې کې ځای لري. مخينه سردار محمد ايوب خان د انگرېزانو په مقابل کې د افغان او انگليس په دويمه جگړه کې برخه درلوده او د اسلامي ولولو له کبله ورته د غازي لقب ور په برخه شوی دی. نوموړی له دې کبله د افغانستان ملي اتل هم يادېږي. دی د امير شېر علي خان زوی وو. مور ېې د ننگرهار د لالپورې د سعادت خان لور وه . دامير شېر علي خان څخه خپگان غازي ايوب خان له خپل مشر ورور سردار محمد يعقوب خان سره، چې د پلار له خوا د هرات حکمران مقرر شوی وو اوسېده. کله چې سردار محمد يعقوب خان په ۱۲۵۲ لمريز ۱۸۷۳ ز کال کې کابل ته ولاړ، د خپل پلار له خوا د مخکيني بغاوت په جرم بندي شو او تر سختو جسمي او اروايي ربړو او کړاوونو لاندې ونيول شو، نو سردار ايوب خان په دې کار له خپل پلار څخه ډېر خپه شو. سره له دې چې امير شېر علي خان د هرات د حکمران په توگه د هغه د مقررۍ فرمان د مستوفي حبيب الله وردگ او محمد عمر خان په لاس هرات ته ولېږه، خو نوموړي ونه مانه او د خپل پلار په وړاندې ېې پاڅون وکړ. امير شېر علي خان د دغه پاڅون د ارامولو لپاره د سر لښکر حسين علي خان او مستوفي حبيب الله وردگ تر مشرۍ لاندې خپل لښکر هرات ته ولېږه. محمد ايوب حان چې د هغه د مقابلې ځواک په ځان کې ونه ليد، نو له ډېر لږ مقاومت څخه وروسته اوسني ايران ته ولاړ. هلته ېې پناه واخيسته او په مشهد کې دېره شو. کله چې امير شېر علي خان د ۱۸۷۸ زېږيز کال په ډسمبر مياشت کې له کابل څخه تېښتې ته اړوت او بلخ ته ولاړ، څو مياشتې وروسته يعقوب خان چې له زندان څخه آزاد او د کابل والي وټاکل شو د واکمنۍ اعلان وکړ. په همدغه مهال سردار ايوب خان له مشهد څخه هرات ته راستون شو او د نايب الحکومه والي په توگه ېې د چارو په سمبالښت لاس پورې کړ. امير ته د بښنې ليک لېږل کله چې غازي ايوب خان له ايران څخه راستون شو او د لوېديځې سيمې د چارو واک يې خپل کړ، نو پلار ته ېې له هرات څخه مزار شريف ته د بښنې يو ليک واستاوه. امير شېر علي خان د ۱۲۵۸ لمريز کال چې د ۱۸۷۹ زېږيز سره سمون خوري د هماغه کال د کب مياشت په ۳ مه په مزار شريف کې ومړ او افغانستان يو ځل بيا د انگرېزي ښکېلاک تر بريد لاندې راغی. د افغان انگليس دوهمه جگړه د ۱۸۷۸ زېږيز کال په نومبر مياشت کې انگرېزي ښکېلاکگرو ځواکونو د دويم ځل لپاره پر افغانستان تېری وکړ. کابل او کندهار ېې ونيول، چې پر ضد ېې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې پاڅونونه پيل شول. امير يعقوب خان د ۱۸۷۹ ز کال د مې مياشت په ۲۴ مه له يرغلگرو انگرېزانو سره د گندمک تړون لاسليک وکړ. دا هماغه تړون وو چې افغانان يې د شرمېدلي تړون په نامه يادوي. دا تړون د انگرېزانو د سفير پيېرې لويېس ناپولېيون کيوانارې سره شوی وو. تر دې وروسته د کابل خلک د دغه سفير په پرضد راپاڅېدل او هغه ېې د کابل په بالاحصار کې وواژه. انگرېزانو د خپل سفير کېوناري د غچ اخيستو په موخه د خيبر ، کرمې او کندهار دريو لوريو څخه پر افغانستان يرغل وکړ. امير محمد يعقوب خان چې د انگرېزانو د مخنيوي په خاطر د لوگر خوشي ته د انگرېزانو قرارگاه ته ورغلی وو، ونيول شو او بيا څو مياشتې وروسته انگرېزانو هغه د واک له گدۍ څخه گوښه او په ۱۸۷۹ ز کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه ېې د يوه پوځي ټولگي په ملتيا برتانوي هند ته جلاوطن کړ. ملي پاڅون ته د ولس چمتو کول سردار ايوب خان دغه وخت په هرات کې وو. له دغه ځايه ېې د ملي مشرانو په مشورې د انگرېزانو پر ضد د جهاد او پاڅون هوډ وکړ. له يوې خوا په هرات کې د لښکرو په ترتيب، نظم او چمتووالي بوخت شو، له بلې خوا ېې امير عبدالرحمان خان ته بلنه ورکوله چې د برتانوي هند د يرغلگر پوځ پر وړاندې له ولسي پاځون سره يو څای شي. امير عبدالرحمان خان دا مهال يانې د ۱۸۸۰ زېږيز کال په مارچ کې د انگرېزانو له منگولو څخه د هېواد د ژغورنې په تکل د هېواد په شمالي سيمو کې د پاڅون خبرتياوې ځړولې او په دې نوم ېې پر ځان خلک راټولول چې له ده سره د انگرېزانو پر ضد پاڅون او جهاد کې ملگري شي تر څو له دوو خواوو څخه پر دوښمن مرگوني گوزارونه وکړي. خو عبدالرحمان خان د نوموړي دا بلنه رد کړه او هغه ته ېې په ځوابيه ليک کې وليکل چې:اوس له انگرېزانو سره دوښمني کول د افغانستان په گټه نه ده. امير شېر علي خان همدغه تېروتنه وکړه، ځکه له منځه ولاړ، تاسو هم له انگرېزانو سره د سولې لار ونيسۍ نږدې دوه مياشتې وروسته په هرات کې ملي مجاهدينو ته د امير عبدالرحمان خان له خوا د دوی رد ځواب ورسېد. هغوی ډېر خواشيني شول او غوسه شول نو هوډ ېې وکړ چې په يوازې ځان به دغه ملي او اسلامي دنده ترسره رسوي ، نو هم هغه و چې د هرات افغاني لښکرې د سردارغازي ايوب خان په مشرۍ د فراه او گرشک پر لارو کندهار ته د تللو له پاره چمتو شوې. د لښکر شمېر او د چارو سپارل سردار ايوب خان د هرات د حکومت چارې د امير محمد يعقوب خان زوی او وليعهد موسی جان او لوی نايب خوشدل خان ته وسپارلې او په خپله ېې د چمتو کړي لښکر سره چې شمېره ېې په ځينو تاريخونو کې دولس زره ۱۲۰۰۰ ، ځينو کې اته زره ۸۰۰۰ ، او په ځينو نورو کې بيا ۵۵۰۰ تنه سپارو ، پلي او په توپخانه سمبال پوځونه ښودل شوي دي له هرات څخه د کندهار پر لور روان شو . د ميوند پر دښته جگړه تودېدل د ميوند پر دښته د ايوب خان په مشرۍ افغاني لښکر له زرگونو انگرېزي لښکر سره چې په ډول ډول وسلو سمبال و جگړه پيل کړه . له څو ورځو پرله پسې جگړې وروسته له ټول انگرېزي پوځ څخه ۶۰۰ تنه د جگړې له ډگر څخه په تېښته بريالي شول او نور ټول ووژل شول. دا چې د انگرېز وسايل په خيبر ، کابل ، جلال اباد او کوېټه کې ډېر و نو ېې د ځينو مخبره کړېو په لاس د کابل قرارگاه ته د انگرېز يو جنرال ته چې نوم ېې جنرال ستورات و تلگراف ولېږه چې جگړه د لوی کندهار د ميوند په سيمه کې سخته ده او انگرېزي لښکر ټول تباه شوی نو جنرال هک پک او غوسه ورغله نو ېې د يو بل جنرال ته چې نوم ېې رابرټس و امر وکړ چې په چټکۍ سره دې مرسته کندهار ته ورسوي څو نور افغانان وځپي . په ځپل شويوکې د افغان ولسي وگړو هم ډېره مرگ ژوبله ليدلې وه . انگرېز په افغانانو بيا يرغل وکړ او خپلو پاتې شوو ځينو پوستو ته ېې مرستې ورسولې يوه خواته دميوند پر دښته پراته دپرنكي پوځونه په هرډول وسلو او وسايلو سمبال شول له بله خوا افغانان په ډېرو لږو وسلو خو دايمان او عقيدي په وسله سمبال و د هغوى مقابلې ته راوتلي و او په دې نيت او تكل و چي دغه كفري لښكرې له خپلې خاروې څخه وباسي .هلته د غازيانو د جگړې د پای شپو ورځو څخه يوه ورځ دمخه ۱۸۸۰ م ز کې د جولای مياشت په ۲۶مه امير عبدالرحمان خان د کابل په پلاز کېناست او دېخوا د هيواد د ازادي غوښتونکو پاڅون څه نا څه ټکنی و . د تاريخپوهانو له اړخه داسې وايي: د افغاني غازيانو سره په دغه جگړه كې افغانې ميرمنې هم شاملې وې چي ځينو يې غازيانو ته خواړه اوبه او باروت وررسول او ځينو له خپلو پلرونو ، ورونو او ميړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلې ته راوتلې وې، يوه له دغو نومياليوښځينه و څخه پېغله ملاله ميوندۍ هم وه. چې وروسته بيا د انگرېزانو لخوا شهيده کړای شوه . د افغانانو تر منځ د ملالې ميوندۍ او د ميوند د جگړې ياد د هغې اتلې له ټپې څخه څرگندېږي . د پښتنو خويندو، ميندو مرستوله کبله هم د انگرېز د ډېرو تمو سره چې کندهار ته به د پوځ مرستې بشپړ پړاؤ پر مخ بيايی او يا به هغوی له افغان جنگياليو څخه خلاسوي بېرته به کوټې ته مخه کوي يو ارمان پاتې شوی و خو بيا د ځينو کورنيو جاسوسانو له خوا گټلې جگړه د انگرېزانو په دسايسو ټکنۍ شوه او د غازي ايوب خان سره ېې د هغه تره امير عبدالرحمان خان په جگړه ښکېل کړ. هلته د ميوند فاتح غازي ايوب خان لس ورځې د شهيدانو د تدفين او د انگرېزي يرغلگر پوځونو د زرگونو مړو د ښخولو او د لښکر د تنظيم په چارو کې بوخت پاتې شو. د انگرېز درغلي په کندهار کې د انگرېزي ځواکونو مشر جنرال پرايمروز وکړای شول چې له يوې خوا د پاتې پوځيانو له پاره اذوقه او اکمالات وربرابر کړي او له بلې خوا د ښار دفاعي مورچلې ټينگې او ځان د اوږدې دفاع له پاره چمتو کړي . په همدغه وخت کې له کابل څخه په کندهار کې د انگرېزي پوځ قوماندانۍ ته دا ډاډ هم ورکړل شوی و چې که تر يوې مياشتې پورې د غازيانو په وړاندې مقاومت وکړای شي د دوی ځواکونه به له کابل څخه د هغوی ژغورنې ته ورورسېږي . کله چې افغاني غازيان د ميوند له فتحې لس ورځې وروسته د کندهار ښار ته ورسېدل ، نو له بېلا بېلو خواؤ څخه ېې پر دښمن بيا بريدونه پيل کړه . ځای په ځای ېې هغوی ته د مرگ ژوبله او مالي زيانونه ورواړول ، تر دې چې د ښار نیول بيخي نږدې شوي و . په همدغه وخت کې د انگرېزي قواؤ بولندوی جنرال پرايمروز يوه حيله دوکه په کار واچوله او هغه دا چې د محمد زيو د کورنۍ يوه زړه بوډۍ چې د سردار شېر علي خان نيا او د سردار مهردل خان مور وه او په ټوله کورنۍ کې ېې ډېر نفوذ هم درلود ، انگرېز بولندوی هغې ته مور ويلي و ، هغه ېې د زړه سوي او څه رشوت په مقابل کې دې ته چمتو کړه چې په غازي سردار ايوب خان پسې ولاړه شي او له هغه څخه انگرېزانو ته څلوېښت ورځې مهلت وغواړي ، چې له مخې ېې هغوی د خپلو ځواکونو د وتلو او سفر چارې تنظيم کړي . نو بيا به د کندهار ښار غازيانو ته پوره پرېږدي او انگرېز به په خوښه برتانوي هند ته ولاړ شی . انگرېزانو ته د مهلت غوښتلو لپاره سردار ايوب خان د بوډۍ دغه خبره ومنله . له دې نه و خبر چې هلته په کابل کې انگرېزي ځواکونو له امير عبدالرحمان خان سره موافقې ته رسېدلي دي چې څه پوځونه به ېې د بت خاک په لاره د جلال اباد او بيا پېښور ته درومي او ځينې به کندهار ته خپل کلابند پوځونو د ژغورنې لپاره ځي . وروسته به کندهار امير عبدالرحمان خان ته سپاري او دوی به له کندهار څخه روغ رمټ کوېټې ته اوړي . د همدې موافقې له مخې رابرټ سل له خپلو پوځيانو سره د ۱۸۸۰ م زېږيز د اگست په اتمه ، په داسې حال کې چې د امير عبدالرحمان خان فرمان او ساتونکي د سردار شمس الدين خان زوی سردار عزيز خان ورسره و ، له کابل څخه حرکت کوي . نوموړي په لاره کې د امير هغه فرمان چې خلکو ته ېې په کې د خپلې پاچايۍ او د انگرېزانو د وتلو ډاډ او مبارکي ليکلې وه . ځای په ځای خلکو ته د ډاډ په موخه ښکاره کواوه او دغسې انگرېزي ځواکونه روغ رمټ د اگسټ په ۲۷ مه نېټه کندهار ته ورسېدل . په سبا ېې په ناڅاپه توگه د غازيانو پر مورچلونو بريدونه پيل کړل . دلته ېې د پښتنو قبايلو تر منځ او په تېره د اکا او وراره اعتبار هم تر سوال لاندې راوست چې له مخې ېې عبدالرحمان خان مجبور پر دې شو چې د انگرېز سره د ايوب خان پر ضد ودرېږي . لدې سره غازيان له لږو او ډېر مقاومت څخه وروسته خواره واره او مجبوره شول چې بېرته د هرات په لور ولاړ شي . پاتې ژوند او مړينه انگرېزانو د کندهار ښار د امير عبدالرحمان خان ځواکونو ته وسپاره و پاتې پوځونه ېې له موقع څخه په استفادې سره روغ رمټ د افغانستان له پولو واوښتل او برتانوي هند ته ولاړل . تر هغه چې د سردار غازي ايوب خان ځواکونه او لښکرې بيا راټولېدې او هرات ته رسېدلې د امير عبدالرحمان خان ځواکونه د عبدالقدوس خان اعتمادالدوله په مشرۍ د هزاره جات پر لار هرات ته رسېدلې او هغه ېې نيولې و. سردار ايوب خان مجبور شو چې له خپلو څو ملگرو سره اوسيني ايران ته بيا ولاړ شي . څه موده ايران کې و ، بيا برتانوي هند ته ولاړ . د ژوند تر پايه ېې په لاهور او راولپنډۍ کې د بېوزلۍ او جلا وطنۍ په حال کې شپې ورځې تېرولې . بالاخره دغه نوميالي غازي د ۱۹۱۴م زېږيز کال د اپرېل په ۱۷مه نېټه لاهور کې د ۵۷ کالو په عمر وفات شو او د هغه د خپل وصيت له مخې چې وېلي ېې و د افغان په خاوره کې بايد خښ شي . د پېښور ښار د سيد حبيب په هديره کې خاورو ته وسپارل شو . د غازي ايوب خان پاتې ټبر نيم په ننگرهار کې اوډېره په پېښور کې مېشته ده . سر چينې د اريانا دايره المعارف ۸۲۳ ــ ۸۲۴ ــ ۸۲۵ مخونه د افغانستان نوميالي د بېنوا اثر باندنۍ تړنې د مېوند فاتح دلته پروت دی - د علي جان ليکنه افغانان پښتانه غازيان د افغانستان نوميالي اتلان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%B2%D9%8A%D8%B2%20%D8%A7%D9%84%D8%B1%D8%AD%D9%85%D9%86%20%D8%A7%D9%84%D9%81%D8%AA
عزيز الرحمن الفت
عزيز الرحمن الفت د پښتو ادب له پينځو ستوريو څخه د يوه ستوري استاز گل پاچا الفت زوئ دی. پ ۱۳۱۵ لمريز لېږدي کال يې د پروان ولايت د کوهستان په ولسوالۍ کښې دغې دنيا ته سترگې پرانيستي. د عزيز الرحمن پلرنی کور د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ د کڅ په سيمه کې دی. زده کړې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې ئې د ننگرهار او حبيبيې په ليسو کښې کړي دي. عزيز الرحمن په ل کال د کابل پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې شامل شو او په ل کال کې يې دغه پوهنځی په برياليتوب سر ته ورساوه. د پوهنتون په دوران کې د عزيز الرحمن الفت ليکنې د اصلاح او انيس په ورځپاڼو کې خپرېدې. عزيز الرحمن په ل کال کښې د لوړو زده کړو لپاره امريکا ته لاړ او هلته يې په اداري چارو کې له بلومنگټن انډيانا پوهنتون څخه ماستري واخيسته. امريکا ته د لوړو زده کړو لپاره له تللو مخکې يې يو کتاب له دري نه پښتو ته وژباړه او غوره داستانونه ېې ونوماوه او د همدغه کتاب د ژباړې له مخې يې د رحمن بابا دريمه درجه جايزه واخېسته. دندې عزيز الرحمن الفت په دغو سيمو د کندهار شاوليکوټ، د پروان بگرام، د کاپيسا کوهستان، او د فرياب گرزيوان او اندخوی، د ارزگان د هراوود، او د هرات گلران کې د ولسوال په توگه دندې تر سره کړي. په کندز او کندهار کې يې د ښاروال په توگه هم دندې تر سره کړي دي. خدای بخښلي سيد مسعود پوهنيار به ويل، د عزيز الرحمن الفت خوله به تل له خندا ډکه وه. خو له دې سره په چارو کې يو جدي او فعال سړې و. د نياو او عدالت په مقابل کې به يې د هيچا پروا نه کوله. ان کله چې دی د کندهار په شالگيوټ کې ولسوال و. والي ترې سر ټکاوه، يو ځل والي راته وويل چې ته ورته لږ نصيحت او خبرې وکړه. خو عزيز الرحمن دې خدای وبښي زما څه چې که خپل پلار يې هم په دې اړه څه ورته ويلي وای نه به يې وو منلي. د عزيز ارحمن الفت وروستۍ دولتي دنده د کندهار ښاروالي وه، په ل کال کې يې تقاعد وغوښت چې و نه منل شو او وروسته يې پخپله کار پرېښود. عزيز الرحمن الفت د ژوند لوړ و ژور ليدلي او د ژوند د رښتيني خوند څکه يې کړې، هغه مهال چې دی په کندز کې والي و، په يوه غونډه کې د بيانيې په ورکولو سره د شپږو مياشتو لپاره د زندان د تورو تمبو شاته وغورځول شو. په همدغه زماني واټن کې چې لا يې ماموريت نه رخصت نه و اخيستی په الفت د وژلو بريدونه هم شوي چې قسمت ترې ژغورلی دی. عزيز الرحمن الفت د ل کال د ليندۍ پر مه پېښور ته مهاجر شو، په پېښور کې يې د کابل د لاسپوڅي دولت او د هغو نورو وگړيو اعمالو په ضد چې د اسلام تر پردې لاندې تر سره کول او د ملي او اسلامي مبارزينو د منزل پر لور يې د يون لوري ته تغير ورکاوه. په کلکه غندل او پر ضد يې په پراخ فعاليت لاس پورې کړ. عزيز الرحمن الفت په همدغه وخت کې تر زيات کتابونه او رسالې وليکلې چې پخپل شخصي لگښت يې چاپ کړي دي. عزيز الرحمن الفت په ل کال کې د اسلامي انتقام په نامه يو حزب جوړ کړ چې موخه يې په هيواد کې د روسي يرغلگرو پر ضد د مبارزې سمبالول او منظمول وو، د هغو وطن پلورونکو پر ضد يې هم په خلاص مټ فعاليت کاوه چې د هيواد ملي گټو ته يې زيان رساوه. عزيز الرحمن الفت د پاکستان او ځينو نورو هيوادونو دولتي مشرانو ته اوږده مکتوبونه لېږلي وو، چې په هېواد کې بهرنی مداخلت ته پکې څرگنده اشاره شوې وه او بهرني مداخلې يې خندلې وې. عزيز الرحمن الفت دوه مياشتې د محاز ملي اسلامي او يو کال د مولوي خالص په حزب اسلامي کې د فرهنگي کمېټې د مشر په توگه دنده تر سره کړې ده. د نثر بېلگه عزيز الرحمن الفت په سياسي لوبې کې کاږي: لويه خدايه! نور ته دغه وطن دغه خلک او دغسې په زرگونو تنه مايوسه، بېکسه، دردېدلي، او نا اميده پاکې مېرمنې، او بوډاگان، يتيم ماشومان، معيوبه زخميان او د غرو او دښتو آوارگان د روسانو منگولو، د اميرانو له کنځلو، د دوۍ د دروازو له ودرېدلو، د روسي ايجنټانو له تسلط او د گاونډيانو له هر راز توهين، تمسخر، سپکاوي، او تحقيرولو نه د تل لپاره داسې آزاد او خلاص کړې چې د دوۍ دا آزادي بل قدرت ته د دوۍ د غلامي او بندگي په قميت تمام نه شي. او د شرقي استعمار ټکول د غربي استعمار د نفوز لپاره بيا سوړې پيدا نه کړې. پاکه خدايه! که تا د څو خودغرضو او چپاولگرو قاتلو، جابرانو، او ظالمانو د بې موجبه قتلونو او آزارونو په گناه د افغانستان ټول مسلمانان نيولي او له دوۍ نه ناراضه يې، نو د دې تر څنگ خو د لکونو نورو مسلمانانو پاکې وينې ستا د رضا لپاره هم تويې شوې دي، دا خو به هم ستا په دربار کې يو څه اجر او پاداش لري، نو ته اې قهاره او جباره خدايه د دغو بيگنا تويو شويو وينو په خاطر خپل قهر او غضب په هغو جابرو ظالمانو، ستمگرو، سنگدلو قاتلانو او چپاولگرانو باندې نازل کړې چې د مسلمانانو په ځورولو او د مهاجرو په برړولو، د دوۍ د استحقاق په خوړلو، د جهاد په ودرولو او د کورونو په لوټ او تالاکولو ځانونو او اولادونو، وروڼو، بچيو، ورېرونو او نور خپلوانو ته په مېليونونو روپۍ زخيره کړې او د کال څو مياشتې په هغو او دغو بهانو په دغو پيسو باندې په خارج کې عياشي او فحاشي تېروي. خدايه! ته موږ د هغه تش په نامه اسلامي ټيکه دارانو له ظلم، توهين، تحقير، زلت، سپکاوي، او احتياج نه هم نور خلاص کړې... مړينه شهيد عزيز الرحمن الفت په همدغه هڅه و هاند کې د خپل هيواد په خاطر شپه او ورځ پر ځان يوه کړې وه. ده د خپل ژوند په وروستيو کې غوښتل چې د مقاومت د ليکو تر منځ واټن ورک کړي. له همدې امله يې د افغانستان د رښتينو مجاهدينو او مهاجرينو په نامه شورا جوړه کړه او د افغانستان په سپېڅلي او ځلاند نامه يې يوه پينځلس ورځنې جريده خپره کړه چې دغه جريده د ده په ژوند تر اوومې گڼې خپره شوه. عزيز الرحمن الفت د افغانستان د مقاوت له هغو مخکښانو او مېړنيو څخه دۍ چې د اسلامي مفکورې په لرلو يې د ملي گټو په خاطر ځان قربان کړۍ دي. عزيز الرحمن الفت په ل کال کې د سياسي لوبې په نامه يو کتاب وليکه چې ده د قلم سوز او زړه درد په کې انعکاس شوي دي، د همدغه سوز او درد په غبرگون کې الفت ل کال د وږي پر ماښام شهيد کړ شو. انا الله و انا اليه راجعون پښتانه پښتانه ليکوال پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%D9%88%D8%A7%DA%93%D9%87
خواړه
هر هغه څه چې د کاربوهايډرېټو، غوړو، اوبو او يا پروټينو نه جوړ وي او د ودې او يا خوند لپاره د ژوو او انسانانو د خوړلو وړ وي او يا يې هم د څښلو وړ وي د خواړه يا خوړو په نامه يادېږي. ډېر داسې فرهڼونه دي چې د خوړو ځانگړي دودونه لري: پدغه دودونو کې په بېلابېلو ډولونو خواړه پخول، د بېلابېلو خوړو غوراوی او د ځانگړو خوړو رواج او ډېر کارېدنه دا ټول هغه څه دي چې ځانته ځانگړې زده کړه لري او د همدغې زده کړې نوم گاسټرونومي دی. د خوړو په هکله زده کړې ته د خواړو ساينس وايي. خواړه په پښتو ژبه کې هغه خوړونکي توکو ته وايي چې وروسته له دې چې په خوله کې په غاښونو ژوول کېږي او په همدې توگه په بدن کې د بېلابېلو هضمي پروسو نه هم تېرېږي. د خواړو سرچينې نژدې ټول خواړه د بوټو او ژويو نه ترلاسه کېږي، که څه هم چې پدې کې ځينې استثناگانې هم شته. نژدې هر يو ژوندی که هغه بوټي وي او که هغه ژوي وي، د يو يا بل ژوندي د خوړلو برخه جوړوي، او دا خواړه يا د برار او ژوند کولو په خاطر او يا هم د مذهبي او فرهڼيزو دودونو او شگومونو له مخې د يوه او يا هم د ډېرو انساني ټولنو لخوا خوړل کېږي. هغه خواړه چې د بوټو نه ترلاسه کېږي انسانان د بوټو ډېرۍ برخې د خوړو په توگه کاروي. پدې کې د بوټو نژدې دوه زره بېلابېل توکمونه د خوړو لپاره کرل کېږي، او ډېری يې زمونږ د ورځنيو چارو خواړه دي چې د بېلابېلو فصلونو نه لاس ته راځي. د بوټو نه لاس ته راغلي خواړه په لانديني ټولگيو وېشل کېږي: سابه د بوټو نه لاس ته راغلي توکي دي چې د خوړو په توگه کارېږي. په سابو کې د بوټو ريښې لکه کچالو او گازرې، د بوټو پاڼې لکه پالک او کاهو، د بوټو ډډونه لکه اسپراگس او پښۍ او په آخر کې د بوټو گلان، لکه گلپي او شين گلپي يا براکولي، دا ټول سابه يادېږي. ډېرۍ مسالۍ، داروگان او خوند بسيا کوونکي توکي چې د خوند، درملنې او وږم لپاره د خوړو په ډول کارېږي، دا ټول د بوټو نه لاس ته راځي. هغه خواړه چې د ژوو نه ترلاسه کېږي انسانان غوښه هم خوري، خو ځينې يې بيا د غوښو خوړلو په هکله د ځانگړې فلسفې خاوندان دي. په همدې توگه د کورني ژويو نه ترلاسه شوي نورې لاس ته راغلي توليدونه هم خوړل کېږي. د بېلگې په توگه شيدې چې د ډېريو کورنيو ژويو نه ترلاسه کېږي، هرڅوک يې څښي او په فارمونو کې د شيدو نه نور شيان لکه پنېر او کوچ هم لاس ته راځي. مارغان او چرگان هگۍ اچوي، او دا بيا بل داسې خواړه دي چې د ژويو نه لاس ته راځي. په ډېرو فرهڼونو کې گبين چې د شاتو د مچيو نه په لاس راځي هم د خوړو په توگه کارېږي. نور خواړه ځينې خواړه داسې دي چې نه يې ژوي او نه هم بوټي د لاسته راوړنې سرچينه گڼل کېږي. دغه ډول خواړه د خوړنده فنجای نه لاس ته راځي چې په هغو کې مرخېړي شامل دي. په همدې توگه د فنجای او روغتيا ته ځيان نه رسونکي باکټېريا هم د خواړو د تخمير کولو په لارو چارو کې کارول کېږي، لکه د اچارو جوړول، ډوډۍ پخول، د الکولي څښاکونو په جوړولو کې، د مستو، شړومبو، او پنېر په جوړولو کې له دغو نومېدلو سرچينو نه کار اخيستل کېږي. منل شوی تعريف په انگرېزي ژبو هېوادونو کې د خواړو تعريف په دغه څلور کټه گوريانو کې شوی دی، او د همدغه څلور کټه گوريانو هر يو شی خواړه بلل کېږي. : سرچينې دا هم وگورۍ د خواړو سياست د خوړو لړلیک
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BC%D9%88%D9%84%D9%86%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87
ټولنپوهنه
ټولنپوهنه په انگرېزي: د دوو وييونو، ټولنې او پوهنې تړنگنوم دی؛ په پاړسي ژبه کې ورته جامعه شناسي او په عربي ژبه ورته علم الاجتماع وايي. ټولنپوهنه د اکاډميکو زده کړو يو ډگر دی چې د ټولنې او په ټولنه کې د وگړيو تر منځ د ټولنيزو اړيکو په اړه ويېنه بحث کوي. ټولنيزې څېړنې بيا په کوڅه کې د ورکنومو وگړيو د لنډو اړيکو له شننو نيولې تر نړېوال ټولنيز بهير پروسې په ځان کې رانغاړي. د زده کړې په دغه ډگر کې يو داسې ليدلوري ته نغوته اشاره شوې چې ولې خلک په ټولنو کې اوډل شوي، يا ولې د يو وگړي په توگه، د يوې اتحاديې، د ډلو او انسټيټيوټونو د غړو په توگه انسان خپل ځان ته اوډلې ټولنې جوړې کړې دي. د يوې اکاډميکې زده کړې په توگه ټولنپوهنه د ټولنيزو ساينسونو ارزښتناکه مهمه برخه ده. دا هم وگورۍ ټولنه ټولنيز ساينسونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%88%D9%BC%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87
بوټپوهنه
بوټپوهنه د ژونپېوهنې يا بيالوژۍ يوه څانگه ده. په لنډه توگه يو څه داسې تعريف لري: بوټپوهنه د بوټو د ژوند په هکله يوه ساينسي زده کړه ده. د ژونپوهنې د يوې څانگې په توگه ورته د بوټو ساينس يا پوهه او يا هم د بوټوژونپوهنه وايي چې په انگليسي ژبه د بوټاني په نامه يادېږي. پدې زده کړې کې د بوټو زغښت، رغښت يا جوړونې، برار او ودې په هکله بشپړه پوهاوی او په دغو کې د زاتي توپيرونو څېړنې ته هم بوټپوهنه وايي. بوټي پېژندنه د ډول ډول گلانو،وښښو، سابو، اغزو او د ونو د دغو بوټو د ودې لپاره برابر چاپېريال، څره، اوبه او نور کمياوي موادو په اړه معلومات ورکوي . بوټپوهنه پخپله په ځان کې د بوټو په هکله ډېرې نورې زده کړې رانغاړي چې په دې کې د بوټو جوړښت، د برار او ودې، د توليداتو، د مېټابوليزم، د لويېدلو او د بوټو د ناروغيو په هکله زده کړې شاملې دي. د بوټو په اړه څېړنه او پوهاوی د قبايلي چاپېريال نه راوتلی دی. ډول ډول بوټي به د څکلو سره يا خوړلو په ذريعه به په نښه او پېژندل کېدل همداو چې د زهري بوټو او درملو پېژندل به ترې کېدل. ځکه هم بوټپوهنه په ساينس کې يوه لرغوني پوهه ده . له هاغه لرغوني وخت نه دبوټپوهنې په څېړنيز ډگر کې لا پراختيا راغلې او د ۵۵۰۰۰۰ شاؤخوا د بوټو خېلونه او ژواندي پکې څېړل شوي. دبوټپوهنې پرمختگ او اړمنتيا په ژونپوهنه کې د بل ژوند د بڼې په پرتله د بوټو په ژوند باندې له بل اړخ نه کتل کېږي . له ماليکيولي ژونپوهنې نه تر ماليکيولر ،زاتپوهنې جنېټکس او ژونکيميا بايوکمسټري يا کمياوي پولې پورې د ژواندو اورگانونو د سلونو، مساماتو، او نورې برخې لکه د ژواندو بدني تړاؤ اناټوميسره سره ېې د بوټو ټولشمېرنه او پخپلو ټولگو کې د ژونپوهنې ليدل کېږي. په دغو هر څېړنيزې پولې باندې يو بوټی پوهاند سره د دغو هر يو څان څان ته په خپلو ټولگو کې د وېشنې لپاره فکر وي چې ورته ټاکسانومي وايي ، جوړښت ته ېې د بوټي بدني تړاؤ پلانټ اناټومي يا هم گړنديتوب ته ېې بيا د بوټي پږني حالت پلانټ فيزيولوژي وايي . په تاريخي لحاظ بوټيپوهنه ټول هاغه څه پخل منځ کې رانغاړي کوم چې پر ځناورو ، يا حيواناتو باندې اړه نلري. پدغو ناځناورو ژواندو کې د فنجای يا پسکه وهونکي ژواندي راځي . دا په مايکالوجي څانگه کې لوستل کېږي. د بکټريوم، بکټريا او د ويروس چې بيا د مايکروژونپوهنې پورې تړاؤ لري لوستل کېږي . همداسې په نامه د الگای يو ډول ژواندی دی چې په فيکالوژي کې لوستل يا مطالعه کېږي . ډېری د فنجای پسکه ژواندي ، د الگای او نور داسې مکروبونه د بوټېپوهنې سره کوم تړاؤ نه لري خو بيا هم ډېره پاملرنه ورته د بوټيپوهاندو رااوړي . او اکثرآدغه د پسکه وهونکو ژواندي ، الگای ژواندي او بکټريا د بوټي پوهنې په لومړيو تعليمي کورسونو کې رانغاړل شوي وي . د بوټو په اړه تعليم او پوهنه په څو وجو اړينه ده . بوټي په مځکه باندې د ژوند له بنستيزو اړخونو نه يادېږي . بوټي مونږ ته اکسيجن صفا هوا ، خواړه ، سپڼسي ،تار يا ريښکۍ ، او دارو درمل جوړوي له همدې نه چې بيا د ژوند بڼه نوره هم پسې د پايښت لپاره سموي . همداسې بوټي کاربون ډای اکسايډ لوگيزغمي او په ځانگړې توگه يو ډول زرغون غاز چې ورته وايي د فوټوسنتيسس په وجې. په راتلونکي کې د بوټو په ښه ډول پوهنه به د انسانانو لپاره يو قاطع مسله وي . په تېره بيا بوټي کاربون ډای آکسايډ هم جذبوي، دا گاز د فوټوساينتېسز په پروسه کې يو اهم گاز دی. د بوټو په هکله يوه ښه او بشپړه پېژندنه د انساني ټولنو راتلونکي ته اهم مالومات دي چې ددې سره مونږ پدې توانېدی شو چې: نړۍ ته خواړه برابر کړو د ژوند بنسټيزې کړنې وپېژنو د دارو درملو او د نورو موادو د جوړولو جوگه شو چاپېريالي بدلونونه وپېژنو د انسانانو خواړه په ريښتيا سره ټول خواړه د بوټو نه پلاس راځي. دا يا خو په راسنه توگه له مېوو، بوټو نه جوړ شوو خوړونکو توکو نه او يا هم په غير راسنه توگه د احلي هاغو ځناورو نه پلاس راځي چې په بوټو خوړلو . په بله مانا بوټي د ټولو خواړو بنسټيز دلوهې ځنځير اشتهايي زنجير بللی شو، او يا ېې د چاپېريال پوهاندو له اندواند څخه ورته لومړنی ټرافيک لېول. ټوله نړۍ مړولو لپاره اړينه ده چې پدې پوه شو چې څرنگه بوټي خواړه رابرابروي يا له بوټو نه څرنگه خواړه پلاس راځي. همداسې د راتلونکي کهول لپاره د خوړو برابرولو ملاتړ کوي. د بېلگې په توگه... د بوټو د کرنې او پالنې له کبله. ټول بوټي د وگړو لپاره په گټه نه وي ، ځينې پوچ توکي د کرهڼې لپاره د پاموړ ستونزې بلل کېږي . ددې لپاره دبوټيپوهنې ساينس مونږ ته دا رابرابروي چې د هغو ناوړې اغېزې په نورو بوټو باندې رالږې کړي .که څه هم چې دغه پوچ توکي يا بوټي خپلسري راشنه کېږي کوم چې بيا د چاپېريال لپاره موزر جوړېږي او د چاپېريال دبېرته سمېدو مخ نيوی کوي. در جوته ېې کړۍ چې د پوچ بوټي موده يوه نسبي مفکوره ده او په پراخه توگه داسې راپېژندل شوې ده چې دا پوچ بوټی ساده خو ډېر پياوړی بريالی وي. بوټتوکمپوهنه د بوټو او خلکو تر مېنځ د همدې او يا بل ډول اړيکو زده کړه ده. د ژوند بنسټيزه کړنې بوټي هاغه وړ ژواندي دي چې د ژوندانه د بنسټيزو کړنو څېړنې لکه د سلولونو وېش، او د پروټينو جوړښت پرې پرته د کومې خرخشې او ستونزمنې ټاکنې سرته رسي، خو د ژويو او انسانانو په هکله د څېړنې پر وخت دېر ځله اخلاقي پوښتنې رامېنځ ته کېدای شي کوم چې د څېړنې مخنيوی هم کوي. پدې هکله لويه بېلگه د گرېگور مېنډل څېړنې دي. نوموړي ساينسپوه د نخود د بوټي په هکله د څېړنو په لار کې د جنېټيکي قوانينو بنسټ کېښود. د کومې پوهې بنسټ چې مېنډل ايښی دی هغه د بوټپوهنې نه پرته ناشونی وه. ددې تر څنگ باربارا مک کلېنټوک د جوارو د بوټي په هکله د څېړنې په پايله کې ټوپوهونکي جينونه يا جمپېنگ جينونه راجوت کړل. همداسې نورې بوټپوهنيزې بېلگې هم شته چې د هغوي په هکله څېړنې د ساينس په ډگر کې ډېرو نورو پوښتنو ته ځواب وييلی او د لا نور پوهاوي لاره يې هواره کړې. دارو درمل داسې ډېر طبي، نشيي او د ښه وخت تېردونکي دارو درمل لکه د چرسو بوټی، کافي او نيکوټين نېغ په نېغه د بوټو نه لاس ته راځي. اسپرين يو بل داسې مثال دی کوم چې په اصل کې د ولې د ونې ډډ نه په لاس راځي او د درمل جوړونې کړنو وروسته د درملو په توگه کارېږي. داسې ډېرې ناروغۍ دي چې د ډېرو ارزښمنو درملنو سبب يې بوټي دي او لا نوره تمه هم ده چې د همدې بوټو نه به لانورې لاس ته راوړنې هم رامېنځ ته شي. نامتو پارونکي دارو لکه کافي، چاکلېټ، تمباکو او چای دا ټول له بوټو نه لاس ته راځي. ډېري الکولي څښاکونه د ډول ډول بوټو لکه د اوربشو او انگورو د تومنه تخمير کولو وروسته جوړېږي. بوټي مونږ ته ډېر طبعي توکي رابرابروي ، لکه پومبه ، لرگي، کاغذ، سپين کتان سپڼسي ،د سابو غوړي او هم ځينې ډول رسۍ او ربړ . د توت د بوټو د کرلو پرته د ورېښمو ترلاسه کېدل به ناشونی وي، دا ځکه چې د ورېښمو چينجی د توت په بوټو کې ښه روزل کېږي. پدې وروستيو کې گني، سويا او نور هغه بوټي چې په لويه کچه په ځان کې د تومنې وړ شکره او يا هم غوړي لري دژواکي-سونگتوکو د سرچینې په توگه کارېدلي، او د انرژۍ همدا سرچينې د فوسل سونگتوکو لپاره اهم الترنتيفونه گڼل کېږي. ژونډيزل هم وگورۍ. چاپېرياليز بدلونونه د بوټو په مرسته مونږ کولای شو چې زمونږ په چاپېريال کې د ډېرو خواؤ نه رامېنځ ته شوي بدلونونو باندې پوه شو او. د بوټو د چاپېريال د ويجاړېدنې په هکله پوهاوی او د بوټو د انواعو د ورکېدو څېړنه په سمه او بشپړه توگه د بوټو ډلبندي او په غونډالونو وېشنه په ټکزانومي پورې اړه لري. د بنفشه وړانگو په وړاندې د بوټو ځواب او غبرگون زمونږ سره په اتمسفير کې د اوزون د کمي په هکله د لانورو مالوماتو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. . - . . . . تاريخ پخوانۍ بوټپوهنه د ۱۹۴۵ زېږيز کال نه مخکې د بوټي پوهنې د کار په لومړني پړاؤ کې شاؤخوا د ۳۰۰ کاله مخکې ليکل شوؤ تر ټولو غټه رساله تيوفراسوس ليکلې ده. د بوټو په تاريخ کې د هيستوريه پلانېتروم او د ان ده کاؤسوس اف پلانټ په نوم اثار ډېر زيات اهميت لري او دغه ليکي کتابونه د بوټي پوهنې په ډگر کې تر ټولوبنسټيزه او انتيکه اثار گڼل کېږي ،دا په شاؤخوا ۴۰ نه تر ۶۰مو کلونو کې ليکل شوي . د روميانو طبيب ليکوال ډيوسکورېډس ډېرې اړينې يوناني او رومي درملنو معلومات او سوبوتونه پکې راټول کړي دي . په کال ۱۶۶۵ کې چې لومړني خشنليد مايکروسکوپ کارېده نو رابېرټ هوک په لومړي ځل حجره يا سل په خولپوټي کارک کې وموند. ډېر لږ موده وروسته ېې بيا د بوټي په نسج ټيشو کې هم وموند. د جرمني ليونهارټ فچ، د سيويس کونراډ ونگېسنر، او د برتانيې دوه ليکوالانو نيکولاس کلپېپر او جان گېرارډ د حربل په نوم يو ليکي کې ډېر داسې د بوټو له اړخه معلومات راټول کړي وو چې په طب کې ورنه کار اخيستل کېږي . نوې بوټپوهنهد ۱۹۴۵ نه راپدېخوا دا هم وگورۍ د بوټو د غونډالوېشنې تاريخ بوټياڼه او د بوټيانو لړليک خوړنده گلان گلان او د گلانو لړليک ځنگلونه واښه د بوټاني ژورنالونو لړليک د بوټپوهانو لړليک د بوټو اناتومي د بوټو فيزيالوژي ونه د گلانو ډولونه د ونو ډولونه د پاڼو ډولونه د بوټو ډولونه حبوبات د اغزو ډولونه د وښښو ډولونه د سابو ډولونه څره څه شی ده؟ کمياوي مواد څه دي؟ خاوره مځکه اوبه چاپېريال سرچينې .. . : نورې لوستنې د بوټپوهنې په هکله د ډوله کتابونه ۰-۵۶۳-۳۷۰۲۳-۸ ۰-۵۶۳-۱۰۶۶۶-۲ : ۰-۸۸۱۹۲-۶۵۵-۸ . .. ۱۹۹۵ ۰-۳۹۳-۳۱۴۹۵-۲ . ۰-۸۸۱۹۲-۵۵۰-۰. . . : ۰-۵۲۱-۵۸۷۳۸-۷. . : ۲۰۰۲ ۰-۲۹۷-۸۴۳۰۰-۱ : ۱۹۹۶ ۰-۲۹۷-۸۳۲۵۵-۷ : - ۰-۷۴۷۵-۶۳۰۰-۴ - ..: ۱۹۸۱ ۰-۳۱۲-۲۷۲۷۱-۵ . ۱-۸۷۰۲۳۲-۰۵-۴ د بوټپوهنې په هکله اکاډميک او ساينسي کتابونه .. .. ۲۰۰۰ . ۰-۹۴۳۰۸۸-۳۹-۹ . . . ۱۹۸۹. . . ۰-۶۳۲-۰۱۴۷۵- . . ۱۹۹۷. . . ۰-۶۳۲-۰۳۶۳۹-۷ ۰-۸۶۵۴۲-۷۳۷-۲ ۳ ۲۰۰۱ ۰-۱۲-۲۵۷۷۶۶-۳ . .. .. ۱۹۹۸. . - . ۰-۳۸۷-۹۸۳۲۶-۰ .. ۲۰۰۰ ۱-۸۵۹۹۶-۱۵۷-۶ . . . ۱۹۹۲. ..: : . ۰-۷۶۳۷-۲۱۳۴-۴ .. ۱۹۸۱. . . ۰-۱۲-۵۰۸۳۸۰-۷ ۰-۱۲-۵۰۸۳۸۲-۳ . . .: . ۱-۵۷۲۵۹-۰۴۱-۶ . . ۱۹۹۶. . ۲ . ... ۰-۵۲۱-۴۲۱۹۴-۲ ۳۲٫۵۰ . ۲۰۰۲ ۰-۱۹-۹۲۵۵۴۸-۲ : ۰-۵۳۴-۱۵۱۶۲-۰ . . . ۲ . ...۱۹۹۷. ۰-۵۲۱-۵۸۹۳۵-۵ . . . - ۲۰۰۳. ۰-۴۷۰-۸۴۹۷۳-۸ . . ۱۹۹۸. . ۳ . ۲۰۰۲ . ۰-۸۷۸۹۳-۸۲۳-۰ . ۱۹۸۵. . ۳ . . . ۲۰۰۲ ۰-۱۹-۸۵۰۰۶۵-۳ ۲۲-۹۹ باندنۍ تړنې د د بوټانيکو لاسوندونو انسټېټيوت . ۱۷۰۰ . ۲۰۰۰ - : : . د گلانو او نورو بوټو ټولگې يا ډاډابېزونه ۱۷۹۰-۱۸۵۶ ۱۹۰۶-۱۹۱۳ - . . پوهنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%86%D9%BC%D8%B1%D9%86%DB%90%D9%BC
انټرنېټ
اېنټرنټ د یو له بل سره تړلیو کمپيوټري شبکو نړیوال سیستم دی، چې د شبکو او دستګاهوسیلو تر منځ د اړیکې نښلولو لپاره د اېنټرنټي پروتوکول له ټولګې څخه کار اخلي. دا د شبکو شبکه ده چې له خصوصي، عمومي، اکادمیکو، سوداګریزو او دولتي شبکو څخه جوړه شوې ده، لمنه یې له ځايي ان تر نړیوالو شبکو رسېږي، چې د برېښناييالکترونیکي، بېسیمه او نظري شبکې تېکنالوژيو د پراخې لړۍ په واسطه تړل شوې ده. اېنټرنټ د معلوماتو، سرچینو او خدماتو لکه یو له بل سره تړلي د لومتن اسناد او د پراخ نړیوال وېب اپلېکېشن کاریالونه، برېښنايي پوست، تلېفون او د فایل شریکولو د لېږد پراخه لړۍ لري. د اېنټرنټ تاریخ د پکېټ سوېچېنګ د ځانګړي مسیر له ټاکلو پرته د معلوماتو د لېږد او مسیر موندنې کوچنی کڅوړې او څېړنو پرمختګ ته ورګرځي چې ۱۹۶۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو د دفاع وزارت له خوا رامنځته شو چې د کمپیوټرونو د وخت شریکولو په ورته وخت کې د څو کاروونکو تر منځ د کمپيوټري سرچینو شریکول امکان رامنځته کړي. لومړنۍ مخکښې شبکې ارپانېت په لومړیو کې د اکادمیکو او سيمهییزو نظامي شبکو د ملا د تیر په توګه خدمت وکړ. د ملي ساینس د تمویل بنسټ شبکه په ۱۹۸۰ لسیزه کې د نوي ملا تیر په توګه، همداراز د نورو سوداګریزو برنامو د پراختیا لپاره د خصوصي مالي تمویل، د نوې تېکنالوژۍ د پراختیا په برخه کې د نړیوال مشارکت لامل شو او ډېری شبکې یې سره یو ځای کړې. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د سوداګریزو شبکو او شرکتونو اړیکې مدرن اېنټرنېټ ته د اوښتون پیل وښود او له شبکې سره د شخصي، موبایلي او ګرځنده کمپيوټري نسلونو د نښلونې په برخه کې يې دوامداره وده رامنځته کړه. په ۱۹۸۰ لسزه کې که څه هم اېنټرنټ په پراخ ډول د اکادېمیکو خلکو له خوا کارول کېده، سوداګریز کېدلو يې خدمات او تېکنالوژۍ تقریباً د مدرن ژوند په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای کړل. د تلېفون، رادیو، تلويزیون، کاغذي لیک او ورځپاڼو په ګډون ډېری دودیزې رسنۍ د اېنټرنېټ په واسطه بیا تعریف شوې په بڼه کې يې بدلون راغی یا ان لرې کړی شوې. نوي خدمتونه زېږوي لکه ایمېل، اېنټرنټي تلېفون، اېنټرنټي تلویزیون، انلاین موسیقي، ډیجیتالي ورځپاڼې او د ويډیويي خبرونو د خپرولو ويب سایټونه. ورځپاڼې کتابونه ګڼې نورې چاپي خپرونې د وېبپاڼو د تېکنالوژۍ د تطبیق په حال کې دي، یا هم د بلاګ او انلاین وېب فیډونو او د بېلابېلو سرچینو څخه دانلاین خبرونو د راټولولو له لارې بدليږي. اېنټرنټ د شخصي اړیکو چټکتیا او نوې بڼې د چټکو پیغامونو، اېنټرنټي اتحادیو او د ټولنیزو شبکو د خدمتونو له لارې رامنځته کړې. انلاین پېر د لویو پرچون پلورونکو، کوچنیو سوداګرو او متشبثینو لپاره په تصاعدي ډول وده کړې، ځکه شرکتونو ته وړتیا ورکوي چې د خښتې او هاوان په سوداګرۍ کې د يوې کمپنۍ یوازي فزیکي حضور ته کاریږي له حضور څخه خپلو خدمتونو ته د لوی بازار په لور پراختیا ورکړي. یا ان کولی شي مالونه په انلاین ډول وپلوري. په اېنټرنټ کې مالي خدمتونه او سوداګري پر سوداګرۍ د ټول صنعت د تأمین پر ځنځير اغېز کوي. اېنټرنټ د لاسرسي او کارولو د پاليسۍ په برخه کې د تېکنالوژيکي پلي کولو په برخه کې هېڅ کوم واحد متمرکز حاکمیت نه لري. هره اساسي شبکه خپله ځانګړې پالیسي لري. په اېنټرنټ کې د دوه اصلي نومځایونو پراخ تعریفونه، د اېنټرنټ پروتوکول پته ځای او د ډومېن نوم سیستم د ساتونکي سازمان په لارښونه د ټاکل شویو نومونو د اېنټرنټي مرستې له خوا ټاکل شوي. د اصلي پروتوکولونو څارل او معیاري کول د اېنټرنټي انجنيرۍ د کاري ځواک فعالیت دی، چې یو غیر انتفاعي سازمان دی او نړیوال ګدونوال لري، د کمزورۍ ټکی یې دا دی چې ښايي هر څوک د تخصصي تخنیک په مشارکت ورسره اړیکه جوړه کړي. اېنټرنټ د ۲۰۰۶ کال د نوامبر په میاشت کې د امریکا د نن ورځې یو اېس اې ټوډې له خوا د نړۍ د اووه عجایبو په نوي نوملړ کې ځای کړای شو. ترمېنالوژي اصطلاحات د اېنټرنټېډ کلیمه د م کال په لومړیو کې د یو له بل سره نښلول شویو یا یو له بل سره تړل شویو په معنا وکارول شوه. د اېنټرنټ کلیمه په کې د داخلي شبکو د لنډې بڼې په توګه وکارول شوه. نن ورځ د اېنټرنټ اصطلاح تر ډېره د یو له بل سره نښلول شویو کمپیوټري شبکو نړیوال سیستم لپاره کارول کېږي. که څه هم ښایي د کوچنیو شبکو د هرې ډلې لپاره وکاريږي. کله چې د دې کلمې کارول عام شول ډېری خپرندویانو د اېنټرنټ له کلیمې سره د یو لوی خاص نوم په توګه چلند وکړ دا لږ عام دی. چې په انګلیسي کې په لویو تورو باندې لیکلو یا کپیتلایزېشن ته تمایل ښیي چې نوي اصطلاحات په لویو تورو ولیکي او د کوچنيو تورو لور ته مخه کړي چې ورسره اشنا شي. ځینې وختونه لاهم دا کلیمه په لویو تورو لیکل کېږي تر څو چې نړیوال اېنټرنټ له هغو کوچنیو شبکو څخه بېل کړي چې په لویو تورو لیکل کېږي. که څه هم ډېرې خپرندويې د اې پي سټایل بوک په ګډون له کال راهیسې په هره حالت کې په کوچنیو تورو د لیکلو وړاندیز کوي. په کال کې د اکسفورډ ډېکشنري د یوې مطالعې په پایله کې ومونده چې په شاوخوا بېلیونه چاپ شویو او انلاین سرچینو کې اېنټرنټ په سلنه قضایو کې په لویو تورو لیکل شوی. د اېنټرنټ او پراخ نړیوال وېب اصطلاحات زیاتره د یو بل پر ځای کارول کېږي. کله چې د وېب پاڼو د کتلو لپاره له وېب بروزر څخه کار اخلو اېنټرنټ ته د تللو خبره عامېږي. که څه هم پراخ نړیوال وېب یا وېب د پراخو اېنټرنټي خدماتو څخه یوازینۍ وېب دی. د اسنادو یوه ټولګه وېبپاڼه او نورې سرچینې د یو آر اېل او هایپرلېنک په واسطه سره نښلول شوي دي. تاریخچه په ۱۹۶۰ لسیزه کې، د امریکا د دفاع وزارت د پرمختللو څېړنو د پروژو اجنسۍ د کمپيوټرونو د وخت شریکولو په اړه څېړنې له مالي پلوه تمویل کړي. د پکېټ سوېچېنګ په اړه څېړنه د اېنټرنټي تېکنالوژۍ له بنسټیزو څېړنو څخه یوه وه، د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې د پاول باران له کارونو څخه او په مستقل ډول د ډونالډ ډاوېس له خوا په ۱۹۶۵ کې پیل شوه. په ۱۹۶۷ م کال کې د عملیاتي سیستمونو پر اوصولو تر سپوزیم وروسته پکېټ سوېچېنګ د وړاندیزي شبکې له طرحې څخه د او د سرچینو شریکولو د نورو شبکو لکه مېريټ نېټورک په امریکا کې د کمپيوټري شبکو د غوره خدماتو وړاندې کوونکی غیر انتفاعي سازمان سیکلېډس په فرانسه کې د کمپيوټري شبکو څېړنیزه شبکه په طرحو کې چې د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې يې پراختیا موندلې وه ځای په ځای شوې. د ارپانېټ پراختیا د شبکې له دوو غوټو سره پيل شوه چې د لاسانجلس په کلفورینیا پوهنتون کې د شبکو د اندازه کولو د مرکز او هنري سامیولي د انجنیرۍ او تطبیقي علومو د ښوونځي تر منځ چې د لیونارد کلېن راک او سیستم په لارښوونه د امریکا د څېړنو په نړیوال مرکز کې د ډاګلوس اېنجېلبارت په واسطه د کلفورينیا په میلانو پارک کې د ۱۹۶۹ کال د اکتوبر په ۲۹ رامنځته شوه. درېیم سایټ په کلفورېنیا پوهنتون کې سانتا بابرا د کولرـ فرېډ - د محاورهيي ریاضیاتو مرکز و، چې د اوتا پوهنتون د جغرافیې ډیپارتمنت په واسطه څارل کېده. د ۱۹۷۱ کال په پای کې د راتلونکې ودې د یوې نښې په توګه، ۱۵ سایټونه له ځوان سره وصل شول، دا وروستي کلونه په ۱۹۷۲کال کې د کمپيوټري شبکې په فلم د سرچینو له شریکولو څخه خبرول کې مستند شول. د لپاره لومړنۍ نړیوالې همکارۍ لږې وې. اړیکې په ۱۹۷۳ کې د ناروې پر زلزلیز صف د سپوږمکۍ ستېشن له لارې د سویډن په تانوم کې د پيټر کرېسټن د څېړنیز ګروپ له خوا د لندن پوهنتون کالېج کې جوړې شوې، چې د بریتانوي اکادمیکو شبکو لپاره یې لار پرانیسته. د پروژې او نړیوالې کاري ډلې د بېلابېلو سټندردونو او پروتوکولونو د پرمختګ لامل شوې چې په واسطه یې څو بېلابېلې شبکې له یوې واحدې شبکې یا د شبکو یوه شبکه سره نښلول کېدی شوی. په ۱۹۴۷ کې وېنت سریف او باب کهان د اېنټرنټ اصطلاح په د نظر غوښتنه کې د اېنټرنټي کار د لنډیز لپاره وکاروله، او وروستني دا کارونه بیاځلي کړه. سرف او کان په ډیزاین او اړینو اغیزو کې لیوس پويزېن ته امتیازکرېډېت ورکړ. د سوداګریز د تلېګراف، تلېفون او پُست خدمتونه وړاندې کوونکي د عمومي معلوماتو د شبکې . د پرمختګ په اړه اندېښمن و. سرچينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D9%88%DA%81
پوځ
يو پوځ يا يوې پوځي ځواک ن. ته د يوه هېواد د ساتنې ځواک هم وييل کېږي. پوځي ځواک د تاريخ په اوږدو کې د بېلابېلو تناسخي پړاونو نه تېر شوي. پوځونه د پېړيو پېړيو راپدېخوا په بېلابېلو سيمو او ټولنو کې وه او شته. خو په لرغوني پېر کې د پوځ جوړښت ډېر ساده وه او يواځې سرتېري په تېرو لرگيو او تيږو سمبال وه، د وخت په تېرېدو سره او د انسان د پوهنيز پرمختگ سره سم د پوځونو بڼې هم بدلې شوې، يو وخت داسې هم راغی چې پوځيان په آسونو سپاره به وه او وسپنيزې وسلې لکه تورې، نيزې او ډال به ورسره وه، د ځينو سره به غشي او لينده هم وه ورو ورو د نورو لاس ته راوړنو سره د ودانيو او د وگړو د مېشت ځايونو بڼې هم بدلې شوې، د بېلگې په توگه د ښار چارپېر به خلکو دېوالونه جوړول او د پاچا لپاره به يې ټينگې کلاگانې او دنگې ودانۍ جوړولې. د وسلو بڼې هم په بېلابېلو زمانو کې بدلې شوې او پليټکښ توپکونه او توپونه راووتل چې آن پدې نوي عصر کې د ماشين گڼو او نوي پوځي سامانو لکه ټانکونه آلوتکې او کمپيوټري جنگي آلې په پوځونږ کې نور هم انقلاب راوستی، اټکل داسې دی چې په راتلونکې کې به داسې پوځي قوتونه وي چې پوځيان او سرتېري به يې يواځې ماشينونه وي نه انسانان، خو د داسې يوې پوځې قوې شتون به د انسانانو ژوند نور هم د خطر سره مخ کړي. که څه هم چې پوځ هرې هغې قوې ته وييل کېږي چې په وسلو سمبال وي، خو په ټولگړي مانا پوځ د کارپوه سرتېرو يا چريکي سړو هغه منظمه دايمي قوه ده چې يواځې د جنگي مسايلو او د جنگ لپاره روزل کېږي او د هغو ملېشو او داوطلبو نه چې د عامو وگړو نه جوړ او د لږې روزنې په ورکړې سره د اړتيا په وخت کې کله چې يو ملت د بشپړه جگړې په حالت کې وي او د يوه لنډمهالې قوې په توگه پکار وړل کېږي، توپير بايد ځنې وشي. د پوځ وييکه د اصلي اردو يا د يوه هېواد د ساتلو اصلي قوې ته اشاره کوي. هغه اند چې په يوې ټولنه کې پوځ ته د لومړيتوب حق ورکوي، د ملېټريزم يا پوځي کېدنې په نامه يادېږي. آرپوهه د ملېټري يا وييکه د لاطيني ژبې د وييکې ځنې اخيستل شوې چې دا بيا د يا اضافي حالت نه راوتلې او مانا يې سرتېری دی. د پښتو ژبې وييکه پوځ خورا پخوانۍ وييکه ده چې ځينې وختونه فوځ او يا فوج هم تلفظ شوې. خو دا وروستۍ نومېدلې بڼه يې بيا اردو ژبې د پښتو نه پور کړې او اوس په اردو ژبه کې دېره رايجه ده. د همدې وييکې مانا د يوه صفت په توگه د پوځ وييکه سرتېرو، جنگي سامان آلاتو او زغريي سامان پلو اشاره ده. دا پدې توگه هم کارېدلی شي چې موخه يې د داسې پوځي ريزرف يوون لوري ته اشاره وي چې د يوه ځانگړي امر لپاره او يا هم د ټولگړي ليد له پلوه د يوه رياست او يا هېواد هغه ريزرف سرتېري وي چې په جنگي قواو کې د دندې لپاره گومارل کېږي. په رسمي چارو کې په برتانيوۍ انگليسي کې د يا پوځ وييکه د يوه صفت په توگه کارېږي او کله ناکله په ځانگړې توگه د جگړه ايزو زمکني قواؤ پورې اړوند وي، او د سمندري ځواک او هوايي ځواک لورې ته اشاره پکې نه وي. خو په نوې برتانيوۍ انگليسي کې همدا لغت ځانله ددې موخې لپاره هم کارول کېږي چې ټول جگړه ايزو ځواکونو لوري ته اشاره پکې وي، او دا د پوځي ځواکونو هغه ټولې څانگې په ځان کې رانغاړي. د پوځ تاريخ د پوځ تاريخ يوازې د يوه ځانگړي پوځي ځواک تاريخ نه بلکه اکثراً د کړکېچونو او د اختلافونو د تاريخ سره يوځای گڼل کېږي. د پوځ تاريخ څه نا څه د جگړې له تاريخ سره توپير لري، د پوځ تاريخ پر خلکو او پر جگړه ايزو روزنځايونو باندې متمرکزه وي، خو د جگړې تاريخ بيا د جگړې په اوښتون، او د حکومتونو د تخنيک، او جغرافيې د بدلون انځور جوړوي. . . . . پوځي تنظيمونه .. . . . . . - . - . . : پوځي پوهه پوځي پوهه د زده کړې هغه ډگر دې چې پوځي سرتېري يې په گڼ شمېر تخنيکي، ساپوهنيز او د عملي زده کړو له لارې ترلاسه کوي، په دې کې د جگړايزو درنو او سپکو وسلو د کارولو او جوړولو زده کړه او جگړې وړتيا هم شامله ده. ددې پوهې پېژندنه داسې کېږي، د پوهې هغه ارت ډگر چې د هر ډول وسلې والې نښتې پر مهال په ځان کې د بېلابېلو ساينسي غونډالونو د نغښتلو او سمو کارولو سره، يوه پوځي لښکر ته بری ور په برخه کوي او د بري د ترلاسه کولو په موخه کارېږي، د پوځي پوهې په نامه يادېږي. پوځي اند : د پوځ نور کارونه .. . پوځي لېږدرالېږد - - . پوځي عدل . . . . پوځي سېک . . .. . . پوځي ځواک پوځي ځواک يو داسې ويی ده چې يو ځانگړي يونټ او يا قطعې او يا هم په وسلو سمبال بېړۍ چې په يوه سيمه کې د څار لپاره گومارل شوې وي، او يا د همدې ډول ځواکونو يو ټولي ته هم وايي. د ساري په توگه د خليج په جگړه کې د امريکا د متحده ايالاتو مرکزي قومانداني، چې د ټولو پوځي ځواکونو واک يې په لاس کې وه. - . . . ځانگړي پوځونه د هېوادونو له مخې د پوځونو لړليک وگورۍ پوځي اتحاد ناټو انزوس د وارسا تړون اوس نه پلي کېږي دا هم وگورۍ د افغانستان پوځ د افغانستان هوايي ځواک . باندنۍ تړنې نړېوال امن د امريکايي ساينسپوهانو فېډراسيون پوځ سرچينې . --- . . . ... . . . . . . . . . .. . . ... . . مهالنۍ پوځ
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%A7%D8%B2%D9%88%20%D8%AA%D9%88%D8%AE%DB%8D
نازو توخۍ
نازو انا د ملي مشر ميرويس خان مور وه، چې په ١٠٦١ هجري سپوږمیز کال کې تازي رباط ته نيژدې وزېږېده. پلار يې سلطان ملخی توخي نومېده چې له غزني تر جگلدکه د پښتنو مشر وو. نازو انا نه دا چې یوه ټولنیزه هوښیاره ښځه وه، بلکې یوه ادیبه او شاعره، او د میرویس نيكه په څېر باتورانو روزونکې هم ده، د پښتو ادب سره يې ډېره مينه درلوده. زېږېدنه تقريباً درې سوه کاله پخوا د کلات او کندهار په منځ کې يوه جگه او با شکوهه کلا ليدل کېدله ، چې د تازي درباط سویل ته د سلطان ملخي توخي له خوا ، چې د پښتنو مشرؤ جوړه شوې وه. او ددې کلا څښتن ته له غزني څخه تر جگدلکه پورې ټولو قومونو د اطاعت سر ټيټ کړی و. او يوه خپلواکه حکمراني یې درلودله. نازو انا د پښتنو ددغه ملي مشر سلطان ملخي توخي په کور کې زېږېدلې وه. په پټه خزانه کې د نازو انا د زېږېدلو نېټه داسې کښل شوېده . نازو د سلطان ملخي توخي لور وه او په هجري کال په تازي نومي ځای کې وزېږېده . زده کړې د نازوانا په علمي روزنه کې ددې پلار ډېره پاملرنه درلوده . او هغې له فاضلو مېرمنو او سپين ږيرو پوهانو څخه ليکل او لوستل زده کړل. دا زده کړه تر هغه وخته روانه وه چې ددې پلار سلطان ملخی توخی يو غره ته نږدې په يو جنگ کې وفات شو. د مشرتابه وړتيا او مېړانه کله چې د نازو انا پلار سلطان ملخی توخي په جگړه کې شهيد شو نو له همدې نېټې وروسته د کورنيو چارو اداره او د ولس مشرتوب ددې پر غاړه ولوېده. خصوصاً له هغه وخت څخه چې حاجي عادل د نازو انا ورور هم له دې نه جلا شو او د خپل پلار د کسات انتقام اخيستلو په هوډ جنگ ته ولاړو د کلي او کور ساتنه هم نازو انا ته پاتې شوه. او دې هم د يوه پښتانه زلمي په څېر توره تر ملا کړه او له څو ننگياليو تربورو سره یې يو ځای خپل ټاټوبی د پرديو له هجومه وساته . ادبي ژوند او د ځوی روزنه نازو اناد پښتو ادبياتو يوه تکړه او نازک خياله شاعره او د لوړ مقام څښتنه مېرمن وه ، چې ورته د انا لقب ورکړ شوی دی. او د پښتنو د ملي قاعد ميرويس نيکه مور ده. دې مېرمنې نه يوازې دا چې افغاني ټولنې ته د ميرويس نيکه په شان عښتلی او مدبره زوی وروزه تربيه یې کړ بلکې د خپل عصر يوه مېړنۍ ښځه هم وه چې په پوهه ، متانت او مېلمه پالنه کې یې لوی مقام لرلی ، هو ! دا واقعيت دی چې ميرويس نيکه د خپلې پوهې او اديبې مور د پوره پاملرنې او عالي روزنې په منښتې نتيجې کې د قوم او ملت د مشر ، د ملي او خپلواک دولت د بنسټ ايښودونکي ، نيکه او د يوه مدبر سياستمدار او پوهاند لوړو پوړونو ته ورسېد. او د هغه د شخصيت په ټاکلو کې یې خپله مورنۍ او هېوادنۍ وجيبه تر سره کړې ده. نازوانا د ميرويس په ذهن او افکارو کې له قوم او وطن سره مينه د عالي اخلاقو ، د پوهې او پوهنو د زده کړې روحيه وروزله. لکه چې پدې لکه محمد هوتک ليکي حاجي مير ويس نيکه چې وزږېد ، مور یې نازوانا په ديانت او عبادت سره لوی کړ او د دين ټول فرايض یې په اووم کال وروښودل. هر وخت به یې ميرويس نيکه ته نصيحت کاوه چې د بېټ نيکه په قول د تا په مخ کې لوی کارونه دي ، چې لوی شې د خدای عبادت او د خلکو خدمت کړه تر څو ستا د خدمت په اثر خلک ارام وکا وایي چې ميرويس د خپلې مور دا وصيت پاو خبره تل يادوله تر هغه چې پر هجري کال یې خپل قوم د صفويانو له ظلمه وژغوره او په کندهار کې یې د ملي او مستقل حکومت بنسټ کېښود، نو یې سجده د شکر وکړه او وې وېل !، خدايه دا هغه کار و چې ماته مور راسپارلی او وصيت یې کړی و، دا خو ستاد عبادو او بندگانو خدمت و چې ما ترسره کا. لنډه دا چې نازو انا لا په کوچنيوالي کې له پښتنو مېرمنو او سپين روبو پوهانو څخه لوست کړی و او مېړهمخې ارتينه وه چې نارينه ېې مېړانې ، زړورتيا او سخاوت ته حيران وو، برسېره پر زړورتيا ، ورين تندي او عبادت هسې مېرمن وه چې په مناجات ېې ډېرې رشې اشعار وېل. او يو ديوان ېې درلود چې دوه زره بيتونه پکې راغونډ و. او په داسې ښکليو او ښو وييکو الفاظو سره یې ادا کړي او ويېلي وو چې نارينه مشاعرو نشو ادا او ويېلی.، خو له بده مرغه چې ددې د رشو اشعاروديوان تر اوسه هم مورخينو او څېړونکو ته پلاس نه دی ورغلی و يوازې يوه رباعي یې پټې خزانې په خپلو پاڼو کې تر مونږه رارسولې ده. دا رباعي یې داسې ده. د نازو انا خوب د نازو انا د خولې نه روايت دی چې په کومه شپه چې ميرويس نيکه پېدا کېده نو نازو انا بېټ نيکه په خوب وليده چې نازو انا ته يې وييل چې د خپل د نوي ماشوم پالنه او روزنه په ښه توگه وکړي دا ځکه چې کله هغه ستر شي نو هېواد به د هغه په لاسونو د برکت خاوند شي. نازو انا به هر وخت د خپل د خوب کيسه خپل ځوی ميرويس نيکه ته کوله او نصيحت به يې ورته کاوه چې خپل اعمال د پوره ديانت او ايماندارۍ سره ترسره کړي. او په همدې توگه ځوان ميرويس خان تر خپلې مړينې تر مهاله د مور په نصيحت او مشوره کار کاوه او د افغانستان يو تکړه لارښود او پاچا شو. سرچينې په افغانستان کې د ښځو د ښوونې او روزنې تاريخي بهير، ليكواله: څېړونكې ساهره شريف پښتنې شاعرانې پښتنې ليکوالې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B2%D8%B1%D8%BA%D9%88%D9%86%D9%87%20%D8%A7%D9%86%D8%A7
زرغونه انا
زرغونه انا د لوی احمد شاه بابا مور وه . زرغونه انا په خټه الوکوزۍ وه . د خپل وخت يوه پوهه او هوښياره مېرمن وه . د دې د پاره دا وياړ بس وو چي نه يوازي يې د احمد شاه بابا روزنه په کوچني والي کي کړې وه بلکي په لويوالي کي يې هم کله چي احمد شاه بابا د يوې لويي جرگې له خوا زموږ د هيواد د مشر او ساتونکي په توگه و ټاکل شو د يوې لويي مشاوري په توگه د هغه سره مرسته کوله . وايي کله چي په ١١٧٤ هـ ق يا ١٧٦١ م کال کي احمد شاه بابا د دولت مشران راټول کړه څو د کندهار د نوی ښار جوړ کړي او د دښمن د احتمالي حملې د مخنيوي د پاره لازمي چاري و سنجوي نو تر ډېر و خبرو وروسته دا خبره و منل سوه چي د ښار پر شا و خوا دي اوه دېوالونه او اوه خندقونه را و گرځول شي څو لدې لاري د ښار خلک د دښمن د حملې څخه و ژغورل سي . کله چي زرغونه انا له دې حاله خبره سوه نو سمدستي يې احمد شاه بابا را وغوښت او ورته و يې ويل : زويه! دا خبره ټينگه په غوږ کي و نيسه ، چي افغانان هيڅکله د خاورو په دېوالونو او د اوبو په خندقونو ځانونه نه ساتي . پدې خندقونو او دېوالونو به يوازي زه او ته و ژغورل شو ، هغه ستا نور وروڼه او خويندي چي تر دې دېوالونو او خندقونو څخه د باندي پاتي دي ايا هغه له تا څخه ساتنه نه غواړي او نه هغه افغانان دي ؟ او بل دا چي ته بايد دومره انتظار و نه باسې چي دښمن د ملک تر سرحدونو راتېر شي او ستا ښار ته را و رسيږي . د زرغونې انا د مړيني کال نه دئ معلوم ، داسي ويل کيږي چي د ١١٧٤ هـ ق او ١١٨٦ هـ ق کلونو تر منځ به وفات شوې وي . قبر يې د کندهار د ښار د کوهک په کلي کي دئ . ښاغلى بېنوا يې داسې راپېژني استاد عبدالروف بېنوا په دې باب په خپل کتاب پښتنې مېرمنې کې ليکي: زرغونه انا د اعليحضرت احمد شاه بابا مور وه، چې دا پښتنه مېرمن د دې هسكو غرو په لمنو كي د پښتونوالي يوه ښه محركه بلله كيږي. زرغونې انا د دې پاكي خاوري د خدمت او لوړ والي دپاره يو داسي نابغه زوى لكه احمد شاه بابا د پښتانه و ملت ته تقديم كړ. او لكه احمد شاه بابا چې د بابا لقب وړى دى هم دغه رنگه دې پښتنې مېرمني د انا لقب گټلى دى. او تر اوسه پوري يې په پښتني دنيا كي نوم ژوندى دى. زرغونې انا تل د خپل نابغه زوى سره په ښو ښو افكارو كي مرسته كوله لكه په خپلو پاكو شيدو كي چې يې د پښتونوالي غذا وركوله، هم دا شان يې د پښتونوالي او غيرت درس په خوله ورښووه. په هـ چې احمد شاه بابا د پښتنو مشران او نور اركان را وبلل چې د كندهار د نوي ښار د جوړولو دپاره يوه سمه صحيحه نقشه طرحه كړي، تر ډېرو نظريو وروسته دا نظريه خوښه شوه چې ښار بايد اوه ديوالونه او څو خندقونه ولري چې د دښمن له حملې څخه خوندي سي. دا نظريه ټولو و منله مگر په دې حال كي زرغونه انا خبره سوه، اعليحضرت احمد شاه بابا يې كور ته و غوښت ورته وې ويل: زويه! دا خبره ټينگه په غوږ كي ونيسه . . . چې پښتون هيڅكله د خاورو دېوالو ته پناه نه وړي، او نه په خندق ځان له غليمه خوندي كوي. پښتون د خداىج په مرسته او په خپل وچ موټ ځان او وطن ساتي. كه ته پښتون وې او په حقيقت كي د پښتانه د غيرته ډكي ويني تر تا پوري را رسېدلي وې، نو په خپل پښتني همت او استقامت به ځان، پښتون او وطن وساتې. . . خوشي دېوالونه او خندقونه مه جوړوه!! په دې دېوالونو او خندقونو به يوازي زه او ته خوندي شو هغه پښتنې ورېندارگاني او پښتانه وروڼه چې د دې خندقونو او دېوالونو و ها خوا ته دي هغه نو له تا څخه ساتنه نه غواړي؟ او زموږ پښتانه نه باله كېږي؟؟ او ته هم بايد دومره انتظار و نه باسې چې دښمن تر ښاره پوري را ورسېږي! هغه و، چې د احمد شاه بابا له مغزو څخه هغه دباندينۍ مفكوره وو تله، او يوه معمولي كلا يې جوړه كړه. همدا شان نقل كوي چي: په هـ كال د احمد شاه بابا د ماتي ږغ په درواغو خلاف له واقع كندهار ته را ورسېد، خلك د احمد شاه بابا له ماتي او د عسكرو د پو پنا كېدو له آوازې څخه وارخطا ښكارېده، څو دا خبره زرغونې انا ته ورسېده، دې مېرمني وويل: برى او ماتې د تقدير په لاس دى، مگر احمد ځان وژني او ماتې نه كوي! زرغونه انا د الكوزو ټبر ته منسوبه وه كه څه هم د دې انا د مړيني او اوفات تاريخ څرگند نه دى، خو دوني ښكارېږي چې تر هـ د كندهار ښار د جوړولو تر تاريخ وروسته او د احمد شاه بابا په ژوند وفات سوې ده. څنگه چې احمد شاه بابا په هـ وفات سوى دى نو د دې مېرمني وفات د هـ او هـ كلونو تر منځ واقع سوى دى. او د ارغنداو د رود پر غاړه د كوهك په كلي كي يې مزار دى خداى دې وبخښي نو كه زرغونه انا د دې د ننگيالي زوى احمد شاه بابا د زېږېدو په وخت هـ د شلو كالو و بولو او مرگ يې هم مثلاً د هجري په حدودو كي و گڼو، نو ويلاى شو چې د دې پښتنې انا ژوند د شپېتو، او د اويا كالو په منځ كي و. د افغانستان نوميالي تاريخي پښتنې مېرمنې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AC%D8%A7%D9%88%D8%B1%20%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%B2%D9%8A%D8%A7%D8%B1
مجاور احمد زيار
پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار ۱۳۱۵۳۳۱ لېږديز لمريز، ۱۹۳۷۴۵ کال د ننگرهار ولايت، د مزينې رود په انگرېزي: د افغانستان يو اوڅار پښتو ژبی، ژبور څېړونکی، ژبپوه، لرغونپوه، شاعر، ليکوال او اديب دی. مخينه پوهاند مجاور احمد زيار ۱۳۱۵۳۳۱ نېټه د ۱۹۳۷ زېږدي کال کې د ننگرهار ولايت د مزينې رود په حصارك كې زږزدلی دی. په ۹ کلنۍ کې چې د ښوونځي د ۹ ټولگي زده کوونکی وو، د پلار له سیوري بې برخې شو، له خپلې مور او دوو کوشنيو وروڼو سره پاتې شو او ستونزمن ژوند يې د لومړني ښوونځي تر پايه پورې وزغامه. دغه لومړنی ښوونځی يې په خپل کلي او کامه کې په خوارۍ او مزدورۍ سرته ورساوه. تر څلور کلنو ديني او ادبي زده کړو وروسته يې د کابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو ابن سينا کې شامل شو. په ۱۳۳۲ ل کال کې د کابل په دارالمعلمين کې شامل او پر ۱۳۳۷ ل کال يې پای ته ورساوه. تر دې وروسته يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې زده کړو ته د پښتو ژبې د ادبياتو په څانگه کې پاينه ورکړه او د ليسانس تر درجې پورې يې زده کړې وکړې. تر دې وروسته يې د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې د استاد په توگه دنده پيل کړه، هممهال يې د وږمې مجلې د چلولو چارې او د پښتو ملې د چلولو چارې پر غاړه درلودې. د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانگو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توگه يې څلور کاله د افغانستان د ژبپوهنې اتلس د رغاونې پروژې له مخې د پښتو او يو شمېر نورو لږه کيو ژبو څه له پاسه سل گړدوده لهجې د هېواد له گوټ گوټه راټولې کړې او ويې څېړلې. له ۱۹۶۶ تر ۱۹۷۲ ز کانه يې د هغه بورس له مخې، چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر کاري برخوال په توگه ور په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه، ادبپوهنه او توکمپوهنه اتنالوجۍ کې د ماسترۍ او ډاکترۍ لوړترين بريليکونه ترلاسه کړل. تر هغه راهيسې يې د کابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ يووړه. له ۱۹۸۴ تر ۱۹۸۶ ز کاله يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانگه کې د مېلمه استاد په توگه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته ورسولې او دوه کاله ۱۹۹۴-۱۹۹۶ يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاکتري څانگې د مرستيال پروفیسرپه توگه دنده ترسره کړه او راوروسته يې د کورني پيوستون پر بنسټ د انگليستان په پوهنتوني ښار اکسفورډ کې د مېشتيا رښته په برخه شوه. د افغانستان اسلامي جمهوريت جلالتماب هېوادمشر ډاکتر محمد اشرف غني د يو فرمان له مخې، پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار پر ۱۳۹۷ ل کال د ژبپوهنې په برخه کې د علومو اکاډمۍ د پوهنيز سلاکار په توگه په دنده وگوماره. څېرمه چارې او دندې پر ۱۹۷۲ - ۱۹۷۵ د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه. پر ۱۹۷۸ - ۱۹۷۹ ز کلونو د افغانستان د علومو اکادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز مشري. پر ۱۹۸۰ ز کال د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د کمېسيون غړيتوب. پر ۱۹۸۰ ز کال د افغانستان د سولې، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري. پر ۱۹۸۰- ۱۹۸۴ ز کلونو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري. له ۱۹۹۱ ز کاله راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنگي ټولنې مشري. علمي او ادبي هستونې پوهنيزې څېړنې پښتو نومتړنگونه يا اسمي ترکيبات الماني د سويس د برن پوهنتون د ۱۹۷۴ زېږدي کال خپرونه. پښتو پښويه د کابل پوهنتون د ۱۳۶۲ ل کال خپرونه. ويي پوهنه، د کابل پوهنتون د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه. پښتو ليکلار، د ننگرهار د بايزيد روښان پوهنتون د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه. پښتو بدلمېچ يا پښتو شعر څنگه جوړېږي؟ لومړی چاپ د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا پر ۱۳۶۹ ل کال ترسره شوی. دويم چاپ پر ۱۳۸۹ ل کال. پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې پټه خزانه يوه لغوي خزانه پښتو سيندگى هممانيزونه پښتو سيندگى نويزونه انگرېزي - پښتو سيندگى سربلونه اوستربلونه د خوشال ادبي پښتو د يوې کره پښتو ليکلارې لارښود د ژبپوهنې بنسټونه غږپوهه او د پښتو پښويه گرامر درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني اکادميکه خپرونه. پښتو دري فرهنگ د برلين پوهنتون په غوښتنه کښل شوی دی. الماني پښتو فرهنگ د برلين پوهنتون په غوښتنه کښل شوی دی. د پښتو الماني ژباړيز پرابلمونه په الماني ژبه کښل شوی، ناچاپ دی. ټولنوال رياليزم: برخه برخه په هنر او ژوندون مجلو کې خپور شوی دی. پښتو گړدودونه لهجې: په وږمې مجله کې چاپ شوی دی. پښتو آرپوهه اتمولوژي: تر ژ پورې په وږمه مجله کې خپور شوی دی. ژباړې پښتانه او وروڼه مليتونه، د چاپ او خپرونې د دولتې کومېټې رياست د ۱۳۶۶ ل کال خپرونه. د کنېشکا د سره کوتل ډبرليک له الماني پټه خزانه پرالماني. ادبي پېيلې او ناپېيلې ټولگې زنداني نغمې د شعرونو ټولگه د ۱۳۵۹ ل کال چاپ. سوزونه او سازونه د شعرونو غونډ، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې رياست د ۱۳۶۴ ل کال چاپ. وينه او مينه شعري غونډ، د ملي دفاع وزارت د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه. گلکڅونه شعري غونډ، د افغانستان د ليکوالو د انجمن خپرونه، ۱۳۶۷ ل کال چاپ. گلولې اند و ژوند شعري طرحې او څلوريزې، د سرحدونو چارو وزارت د ۱۳۶۸ ل کال چاپ. اند و واند رزم و بزم شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ. پوهه او گروهه د سبرونو نڅا شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ. گلوييونه شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ. څڅواکي شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ. زما نړۍ د مرجانونو څانگې نوې پېړۍ او نوې زرۍ اور و وينې د شعرونو غونډ، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې رياست د ۱۳۶۴ ل کال چاپ. ساندې او سندرې مينه د زړه په وينه رومان او ناپېيلي نثري تولگه د ۱۳۷۲ ل کال لاهور چاب. سپین غر شعري غونډ ناچاپ . د دغو چاپي اثارو ترڅنگ د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوکه گړدودي څېړنو او نورو گڼو ناچاپه څېړنيزو ليکنو او بيا په هېواد کې او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انگرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيکي خپرو شوو ليکنو، ژباړنو او ويناوو، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په کچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليکوالي ريکارډأ څښتن کړى دى. پر دغو ټولو علمي - فرهنگي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند، نوښتگر پوهاند او ليکوال دا څه له پاسه دېرش کاله د يوې - کره ليکنۍ پښتو او نوي - ازاد پښتو شعر غبرگ غورځنگونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوگه کېدو په برخه کې يوه بېسارې اغېزمنه ونډه درلودلې ده. د کتابونو انځورتون نورې لوستنې لرغونپوهنه د پوهاند دوکتور زيار له څېرموڅيړنيزو بوختياوو څخه باندنۍ تړنې د مجاور احمد زيار وېبپاڼه په ويکي شعرونه وېبپاڼه کې د مجاور احمد زيار شعرونه ۱- محمد اسمعيل يون، د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځی پښتو کتابښود، د ۱۳۸۷ لمريز کال چاپ، ۵۱-۵۴ مخونه . ۲- ۳- ۴- پښتانه ليکوال پښتانه شاعران افغاني ليکوال پښتانه افغانان ننګرهاريان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1%20%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA
ننګرهار ولایت
ننګرهار ولایت ولایت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو د ختيځو سرحدي ولايتونو څخه دى چې په ختیځ کې د پاکستان له پښتونخوا ايالت، شمال کې له کنړ او نورستان، شمال لودیځ کې له لغمان، لویدځ کې له کابل، لوګر او پکتیا او په سوېل کې بیا د پاکستان له خیبر پښتونخوا ایالت سره ګډه پوله لري. ددې ولایت مرکز د جلال آباد ښار دی. د اټکل له مخې دا ولايت له کابل څخه وروسته د هېواد گڼمېشتی ولايت ګڼل کېږي، چې د وګړو شمېر يې له څه د باندې ۳۰۰۰۰۰۰ تنو هم پورته دی. آرپوهه په تاريخي لحاظ دغه ولايت په بېلا بېلو نومونو نگار، نگارا ، نگاراهار، نگر.... ياد شوی . له دغه ولايت څخه پر ١٣٤٥ کي لومړی لغمان او بيا پر ١٣٤٨ ترې کونړ بېل او ځانگړي ولايتونه وگڼل شول. ددغه ولايت تاريخي سابقه يې د پخوانيو آريايانو له مدنيت سره اړيکه لري.د بوديزم دين په دې سيمه کې ډېره پرمختيا کړېده. د چينايي گرځند هېوان تسنگ له قوله، نگارهارا د کلمې يادونه د اوستا په کتاب کې شوېده چې مطلب يې همدغه د ننگرهارسيمه ده. د لرغون پېژندونکو له کيدنو څرگندېږي چې له پينځلس زرو څخه زياتې وړې او منځني کچ مجسمې په مختلفو حالاتو کې له ننگرهار، په ځانگړي توگه له هډې څخه په لاس راغلي دي چې ډېره برخه يې د پاريس موزيم ته وړل شوي دي.دامجسمې د مميلادي دوېمې او شپږمې پېړۍ پورې اړه لري. يو بل گرځند فاهبين دا آثار د دوهمې ميلادي پېړۍ دمخه بولي. د بوديزم اهم ټاټوبې ننگرهار دبوديزم اصلي او مهم ټاټوبې تشکيلوي. که چېرې له لعلپورې، باسول نه تر بهسودو او درونټې پورې سيمه په دقت سره وکتل شي د غرو په لمنو کې د کابل د سين په غاړه په زرگونو واړه او غټ غارونه او د بوديزم عبادت ځايونه ليدل کېږي چې په هريو کې يې مذهبي مراسم ترسره کول او له دې عبادت ځايونو څخه په زرگونو مجسمې او اثار په لاس راغلي چې ټول د قاچاق په ډول له ملکه بهر وړل شوي. په ننگرهار کې يوه لويه عباده خانه چې هلته د بوديزم ښوونه کېده هډې ته نژدې پرده ده. د بوديزم د علماؤ او ډول، ډول ژوو انځورونه يې د عبادتخانو په دېوالونو انځورول او د مرمر له غټو کاڼو څخه به يې په ډېر مهارت مجسمې جوړولې او انځورولې. هډه د جلالکوټ د سوېل ختيځ لور ته د يو ستر ښار نوم ؤ چې د هند او باميانو ترمنځ يې موقعيت درلود. درې کاله مخکې هم د وچ ډنډ ترڅنگ د بوديزم د يوې مذهبي راهبې قبر د يو گنبذې لاندې موجود ؤ، چې د سړک پراخولو له امله ونړوله شوه. د جلالکوټ سوېل لوري ته اته کيلو ميټره لري هډه پرته ده چي پکي د بودايي دوري ډير ښه په زړه پوري اثار خوندي وو. له ډير و لري لري ملکونو څخه به خلک د دي ليدو ته راتلل ، دي سيمي ته د اسلام تر رارسيدو پخوا ننگرهار د بودايي معدنيت مهم مرکز او د ساکياموني سرهر تاگونم بودا د کوپړۍ يو هډوکي دلته ښخ وو، ځکه هډه بلل کيدله د ولايت پلازمېنه د ننگرهار ولايت مرکز د جلالکوټ جلال اباد ښار دى. جلالکوټ پر ٩٨٩-٩٩٠ه ق کلونو کي او شمالي هندوستان د پاچا جلال الدين اکبر مغل ٩٦٣-١٠١٤ه ق په حکم د کابل صوبي ولايت ديوان مستوفي خواجه شمس الدين خواني ١٠٠٨ ه ق جوړ کړي دی. دا ښار په ۱۸۸۰ زېږيز کال کې د سېلاب په اغيز وران شو او د نوي ښاري پلان له مخې بيا ورغول شو. جلالکوټ پنځه ناحيې لري ننگرهار پخوا هغه سيمه وه چي له سروبي څخه د خيبر تر تورخمه غځيدلي وه او د جنوب لخوا سپين غر پري راگرځيدلي په تاريخي لخاظ ننگرهار د پښتو ژبي پلار خوشال خان خټک ١٠٢٢-١١٠٠ه ق کي هم داسي ياد کړي: اپريدي مومند شينواري گوره څه کا د مغلو لښکر پروت په ننگرهار دي سراج العمارت او د امير شهيد بڼ چې هلته د امير حبيب الله خان او امان الله خان مقبرې هم شته چې د ليدلو ځايونه دي او په خوگياڼيو کې د نملې مملې بڼ يو تاريخي حثيت لري. جلالکوټ د افغانستان د پاچا اعلحضرت سراج الملت و الدين امير حبيب الله ١٣١٩-١٣٣٧ ه ق ژمنی پايتخت و ، په جلا ل اباد کي د سراج العمارت باغ ،کوکب او باغ شاهي په نومونو باغونه لري ، نوموړي امير او زوی يې امان الله شاه غازي په باغ امير شهيد کي ښخ دي . د ښوونې او روزنې وضعيت په ننگرهار ولايت کي ښووني اوروزني ته دوگړو لاس رسى دپخوا په پرتله ښه شوى دى ننگرهارولايت ٨٨٣ ښوونيز اوروزنيز مرکزونه لري چي ٧٦٩ يي دعموميزده کړو ښوونځي ٢٧٧ بابه ليسي ، ٢٥ بابه دارالحفاظه او ٢ بابه دارالعلومونه شتون لري دغه راز ١٧ بابه د ښوونکو د روزني ښوونځي ١٦ بابه د تخنيکي او مسکي زده کړو ښوونځي ، ١ باب د ليک او لوست د زده کړي ښوونځى ، ٢ بابه تخنيکي د کوچنياو ټولنيز ښوونځي ، ١ باب د شپي ليسي ښوونځى ٦٩٤ بابه کليوالئ مرکزونه ، ١١٩ بابه دچټکو زده کړو ښوونځي ، ١٢ بابه گرځنده ښوونځي او ٢٩٩ بابه دليک او لوست د زده کړو دولتي او غير دولتي کورسونه په ننگرهار ولايت کي په فعاليت بوخت دي چي په ټول ټال ٧٢١٣٢١ تنه زده کوونکي زده کړه کوي . د ننگرهار په کرکز کليو او بانډو او لري پرتو سيمو کي داويدونکو دژوند او زده کړي کچه سره توپير لري چي ٦٠ سلنه وگړي يي په مرکزي او ښاري سيمو کي او ٤٠ سلنه وگړي يي په کليوالي سيمو کي دزده کړي له نعمت څخه برخه مند دي ، دغه راز دا ولايت يو دولتي پوهنتون لري چي دطب ، انجنييري ، اقتصاد ، حقوق ، کمپيوتر ساينس ، کرني ، وترنري ، ساينس ، ژبه او ادبيات ، شرعيات او دښووني اوروزني پوهنځي پکي فعال دي او يو شمير نور غير دولتي يا خصوصي پوهنتونونه لکه خراسان ، اريانا ، الفالاح ، سپين غر ، روښان هم په فعاليت بوخت دي . دننگرهار ولايت اقتصادي پرمختيايي پلان هم روان دی. دوست محمد دوست د ننګرهار طب پوهنځی له مشهورو استازانو څخه وو. د دولتي ليسو د ښوونکو نارينه ،ښځينه شمېر په کال کي : د ننگرهار د پوهنې ریاست د ننګرهار پوهنې ریاست پوهنې امریتونه او بابه ښوونځي لری اقتصاد دننگرهار ولايت دزراعتي محصولاتو مارکيټ : دننگرهار ولايت ځيني زراعتي محصولا صرف دننگرهار ولايت لپاره بسنه کوي او ځيني نور يي نورو گاونډيو ولاياتو او گاونډي ملک پاکستان ته صادروي دننگرهار ولايت څخه کابل او نورو گاونډيو ولا ياتو ته صادريدونکي محصولات پلاندي ډول دي : ستروس ، زيتون ، گچالو ، ليړوگان ، پالک ، ملۍ ، دڼيا ، پياز ، کرم ، بانجان ، کاهو اوداسي نور سبزيجات . دننگرهار ولايت ولايت څخه گاونډي هيواد پاکستان ته صادريدونکي محصولات په لاندي ډول دي: شماره جنس واحد مقياس په ټن ارزښت په ډالر پنبه پياز روميان کچالو خربوزه انار کشمش وچ پياز ممپلي مجموعه منبع : د کال راپور ننگرهار ولايت ته دگاونډي هيواد پاکستان څخه وارديدونکي توکي : ميوه جات : مالټه ، کيله ، امروت ، ام ، هندواڼه ، املوک او داسي نور . غله جات : لوبيا ، دال ، غنم ، وريجي ، مۍ ، نخود اوداسي نور . سبزيجات : کريله ، روميان ، کچالو ، پياز ، کرم کدو ، کچالان ، بينډۍ ، مټر ، هوگه ، مرچک اوداسي نور . او همدارنگه نور همداسي نور ډيرزيات داسي شيان دي چي ضرورت دپوره کولو لپاره دپاکستان څخه په مستقيم او غير مستقيم ډول وارديږي . په ننگرهار ولایت کې تولیدی فابریکی: په ننگرها ر ولایت کې تولیدی فابریکی عبارت دي له:دیخ جوړولو فابریکی، د زیتونو د اچارو فابریکه، دگلابو نه دعطرجوړولو فابریکه، په محلی توگه دگنیو څخه د گوړی جوړولو فابریکی، د شړشمو څخه دتیلو ایستلو فابریکه، د شیریني جوړولو فابریکي، د مالگي جوړولو فابریکه، د پلاستیک جوړولو فابریکی، دتعمیراتو لپاره د چپسو او مرمرو فابریکي، دصابون جوړولو فابریکه، د بایسکل، ریکشا جوړولوفابریکی، د قالین بافی او داسی نوری فابریکی وجود لري، کرنه ، مالداری سوداگری، خدمات، او د کوچنیو لاسی صنایعو صنعت دښاریانو د ژوندانه د عاید دلاسته راوړلو اصلی سرچیني دي. دننگرهارولايت سيمه ايزه جغرافيه ولسوالۍ د ننگرهار ولایت په لاندې ۲۲ ولسوالیو وېشل شوی: جغرافیوي جوړښت ننگرهار په ختيځو ولاياتو کې يو مهم ولايت دى. دا ولايت ۷۶۱۶ کيلو متر مربع مساحت لري. دا ولايت نژدې شپږ سو ه متره د بحر د سطحي څخه په جگوالي پروت دی. جلالکوټ ښار په ختيځ طول البلد ٧٠ درجي ٢٧ دقيقي ٥٤ ثانيي او شمالي عرض البلد ٣٤ درجي ٢٦ دقيقي او ٢٠ ثانيو کي واقع دي. اقليم او هوا ننگرهار د هغه د پېداوار له مخې د مديترانه يي اقليم لرونکې او د استوا د کرښې لاندې گڼل شوېدى. ځکه چې د مالټې، نارنج، خرما، شولو او گنيو پېداوار هلته ډېر دي. وچ او تود اوړې او معتدل باراني ژمې لري چې دا وضعه يې په هوارو ځمکو کې صدق کوي. مگر د سپين غره سيمې او د کنړ درې چې صنوبري او ستنې لرونکو پاڼو لکه لمنځه او څېړۍ په ځنگلونو پوښل شوي، ډېرې موسمي بارانونه لري، لېکن د بهسود او کامې په برخه کې ټيټ غرونه د تېرو پاڼو لرونکو ونو ځنگلونه لري. اورښت پکې زياتره په ژمي او د پسرلي په پېل کې اوري، د اورښت کلنۍ اندازه يې د ۱۲۵۰-۴۰۰ ملي مترو په منځ کې تغېر مومي او د تودوخې منځنۍ درجه ۲۱ او لوړه يې د اسد په مياشت کې ۴۸ درجو ته پورته کېږي. جغرافیاوي او اداي جوړښتونه د ننگرهار ولایت د افغانستان له کلیدي سیاسي، اقتصادي، علمي او سوق الجیشي ولایتونو څخه گڼل کېږي، چې اصلي لامل یې د پلازمېنې کابل او گاونډي هېواد پاکستان ترمنځ واقع کېدل دي. دا ولایت د سمندر له کچې ۶۰۰ متره لوړ پروت دی، چې په شمال کې یې کونړ او لغمان، لودیځ ته کابل او لوگر ولایتونه او ختیځ او سویل ته یې د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت پروت دی. ژمې یې وچ او سوړ مگر اوړی یې ډېر تود دی. د خوگیاڼو، شېرزاد، پچیر اگام، دور بابا، سپین غر او دری نور ولسوالیو باندې واوره ورېږي، پاتې نورې ولسوالۍ یې په ژمي کې یو څه لندبل او باران لري. د ننگرهار ولایت له پورته ځانگړتیاوو سره سره د تورې بوړې نامتو غرییزو کمپلېکسونو له وجې هغه وخت په نړیواله کچه وپېژندل شو چې د ۲۰۰۱ز کال په وروستیو کې د القاعده او امریکې په مشرۍ د اتحادي ځواکونو سره د سختې جگړې مرکز وگرځېد. د تورې بوړې غزییزه سیمه باندې د لومړي ځل لپاره بي دوه پنځوس الوتکو ناتاره بمباري وکړه، مگر له ډېرې شدیدې بمبارۍ سره سره بیا هم د القاعده ځواک وسله کېښودلو ته غاړه کېنه ښوده او جگړې ته یې دوام ورکړ چې په همدې جگړییزو شېبو کې د القاعده مشر اسامه بن لادن هم له سیمې پښې سپکې او د جگړې له ډگره ژوندی ووت. د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۶ زېږیز کال د مارچ په مياشت کې په ننگرهار ولايت کې وموندل شول. نښلوونکي لوى لارې د کابل تورخم لوى سړک له ننگرهار څخه تېرېږي. د کابل تورخم د سړک په دې تېر نېږدې کې پوره کرېړ شوې چې د نقليه وسيلو لپاره د گټې وړ وگرځېد. د جلالکوټ- اسمار د سړک کرېړ اچولو چارې لا پرمخ روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي. انځوریز البوم سرچینې عربي ویکي پيډیا بهرنۍ تړنې د ننگرهار ولایت مقام، د رسنیو دفتر د ننگرهار اسلامي پوهنتون ویب د جلا اباد ښاروالۍ ریاست ویب سایټ کې د ښار نقشه د ننگرهار ولايت نخشه د افغانستان ولايتونه افغانستان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%88%D9%85%D9%86%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%D8%A8%DB%90%D9%84%D8%AA%D9%88%D9%86
مومن خان بېلتون
مومن خان بېلتون ۱۲۹۹ - ۱۳۹۴ لمريز کال د لړم ۱۸ کابل، ۱۹۲۰ - ۲۰۱۵ زېږدي کال د نوامبر ۹ يو افغان سندرغاړی وو چې په پښتو او پارسي ژبو يې سندرې ويلې. مخينه مومن خان بیلتون، چې په بېلتون ډېر نامتو وو، پر ۱۹۲۰ زېږدي کال د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ د چکري سيمې د جمعه خان په کور کې زېږېدلی وو. په کوچنیوالي کې يې خپل پلار او مور له لاسه ورکړل او له چکړي څخه د لوگر څرخ ولسوالۍ ته وکوچېد. هغه په لوگر کې داسې احساس کاوه چې هغه يې پلرنۍ سيمه او ټاټوبی وي. مومن خان بېلتون چې کله لوگر کې میشت شو نو د لومړي ځل لپاره د ښه غږ لرلو له لامله د نامتو شاعر او صوفي بهايي جان آغا له خوا ونازول شو او اوږده موده د ده په کورنۍ کې وپالل او وروزل شو. همدا اغېز دی چې د بېلتون ډیرې سندرې د ارواښاد بهايي جان د شعرونو پر بنسټ جوړې شوې او ويل شوې دي. نوموړی موسیقۍ ته هم بهايي جان وهڅوه او د ده په سپارښتنې سره يې راډیو ته لاره وموندله. استاد بېلتون په خټه پښتون داودخېل وو. په موسیقۍ کې يې لومړنی استاد غلام جیلاني نومید او وروسته یې له سلام لوگري سره شاگردي پیل کړه، خو تنبور او رباب غږول یې له غلام جیلاني استاد څخه زده کړل. بېلتون د افغانستان په ملي راډيو تلوېزيون کې ډېرې سندرې وويلې او د کابل راډيو د خپرونو له پيله يې له دې راډيو سره همکاري درلوده. نوموړی د ۲۲ کالو وو چې خپله لومړنۍ دري -پښتو سندرهدل من ز غم هایت پاره پاره - که مې واخلې خبر ای نگاره يې په ملي راډیو کې وویله. مومن خان بېلتون یو له هغو سندرو غاړو څخه وو چې هره سندره او شعر یې په حافظه کې ساتلي ول. ده د سندرو تر ۲۰۰ څخه ډیر شعرونه په يادو زده ول. په دې شعرونو کې يې ډیره برخه د بهايي جان ده. نوموړي په پښتو او دري ژبو په سلگونه سندرې ويلې دي. دی د لوگر سبک د موسيقۍ له مخکښانو څخه بلل کېده. مومن خان بېلتون په کابل راډیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ سندرې ثبت کړې دي. سندرغاړی مومن خان بېلتون د ژوند په وروستيو کې ناروغ وو. سعيد زابلي دده د ژوند په وروستيو ورځو کې ورسره مرکه وکړه چې موږ يې يوه برخه دلته راوړو: ارواښاد بيلتون تازه ناروغ شوى وو، د مركې لپاره ورغلم په ستړي او رنځيدلي غږ يې راته وويل: ناروغۍ له كاره ويستلى يم، پنځه- لس زره روپۍ نشته چې ډاكټر ته ولاړ شم او دوا وكړم، يوازې ډاكټر دومره فيس غواړي چې دوا به دې هېره شي. تر مركې وروسته مې د حضرت بهايي جان صاحبزاده يادونه ورته وكړه، كله چې پوه شو، له حضرت بهايي جان صاحبزاده سره د خپلوۍ اړيکی لرم، نو د حضرت بهايي جان صاحبزاده ډيرې خاطرې يې په مړ ژواندي غږ او له اوښكو په ډكو سترگو راسره شريكې كړې: په چكړيو كې اوسيدو د مور او پلار تر مرگ وروسته له خپلې ایکې یوې خور سره په کوچینوالي کې د لوگر ولایت څرخ ولسوالۍ ته ولاړم، هلته مې غوايي او پسونه پوول او په لوړ آواز به مې د زړه له سوزه غزلې ويلې. د استاد بيلتون د وينا له مخې، بهايي جان صاحبزاده یې خپلې خانقا ته ورغواړي او پوره ۱۵ كاله د هغه په خانقاه كې تېروي چې د كور د خدمت ترڅنگ د هغه غزلې هم ترنم كوي: ډېر ملايان به ناست وو او زه به يې په مابين كې وم، له چمبې سره به مې د بهايي جان غزلې ويلې او ډېرو به راته اوښكې تويولې. وروسته بهايي جان صاحبزاده، بيلتون ته ليك وركوي او د كابل راډيو ته يې لېږي: كابل راډيو ته چې راغلم ما سندرې ورته وويلې، د هغوى ډېرې خوښې شوې او په راډيو كې يې يوه كوټه راكړه، هلته اوسېدم. كله مې چې له ارواښاد بيلتون سره مركه وكړه او دفتر ته راغلم، مشر ته مې وويل، مركه مې راوړې، خو ترڅو چې له هغه سره مرسته نه وې شوې، زړه به مې ډير ناارامه وي، سمدستي يې نفر راوغوښتى نغدې پيسې او د خوراكي توكو ډك موټر يې وروليږه. خداى دې وبخښي، امين مړینه استاد مومن خان بېلتون د ۱۳۹۴ لمريز کال د لړم پر ۱۸ تر غرمې مخکې لس نيمې بجې د ۲۰۱۵ ز کال د نومبر پر ۹ د ۹۵ کالو په کابل کې ومړ. کورنۍ مومن خان بېلتون اووه اولاده لري چې ۵ هلکان او دوې نجونې دي. سرچینې پژواک خبري اژانس افغان سندرغاړي سندرغاړي مړه شوی کسان کال مړه شوی کسان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%B5%D8%B1%D8%AA%20%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D8%B3%D8%A7
نصرت پارسا
نصرت پارسا د فبروري ۲۲ ۱۹۶۹مۍ ۸ ۲۰۰۵ يو افغان سندرغاړی وه. هغه تر خپلې مړينې پورې د هېواد نه دباندې د آلمان په هامبورگ کې موسيقي غږوله او کله ناکله به يې په نورو هېوادونو کې په کنسرټونو کې هم برخه اخيسته. مخينه نصرت پارسا د کابل ښار په يوې منځنۍ کورنۍ کې زېږېدلی و. د هغه کورنۍ د پخوا نه د موسيقي په چاپېريال کې تر يوې کچې پورې ښکېل وه او همدا سبب وه چې د ځوان نصرت هنري وړتيا وده وکړه او له ده نه يې يو بريالی سندرغاړی جوړ کړ. . . . هندوستان ته مهاجرت . . . . . . . . په جرمني کې يو ستوری . . . . . ما دستمال آورديم . . آهسته برو . . د ونکوور غميزه . . . . . - - . . . . : . د خښولو لمانځنې . - . . . . . . . . . . - - . . . . . درگاه دنیا گهر سایه نگاه ناز دل کانسرټونه - سرچينې ! . . . . . . . . . . : . . . . باندنۍ تړنې د نصرت پارسا رسمي وېبپاڼه افغان سندرغاړي د ۱۹۶۹ زېږېدنې د ۲۰۰۵ مړينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D8%AF%20%D8%A7%D9%88%D9%84%D9%85%D9%8A%D8%B1
استاد اولمير
استاد اولمير زېږېدنه: ۱۳۱۲ لمريز - مړينه: د غويي ۱۴، ۱۳۶۱ د افغانستان يو نامتو سندرغاړی وه. نوموړی د پېښور د سولې په کلي کې د سيد احمد خان په کور کې زېږېدلی و. دده د سندرو مينه وال نه يواځې په افغانستان کې دي بلکه د افغانستان نه دباندې په کوزه او بره پښتونخوا کې هم ډېر دي. زده کړې استاد اولمير د سيد احمد خان زوی ، په ۱۳۱۲ لمريز ۱۹۳۳ زېږديز کال کې د پېښور د سولۍ په کلي کې زېږېدلی و. لومړنۍ زده کړې ېې تر څلورم ټولگي په خپل کلي کې وکړې او بيا د پېښور صدر په فرنټيئر نومي ښوونځي کې شامل شو او تر لسم ټولگي پورې ېې دغلته زده کړه وکړه. له کوچنيوالي څخه ېې له موسيقۍ سره په ځانگړې توگه له فلمي سندرو سره ډېره مينه لرله. همدې ذوق او له سازوسرودونو سره زياتې مينې هغه په لس کلنۍ کې د سيمې له مشهور هنرمند استاد جعفرخان سره شاگرد کړ. پوره شپږ کاله ېې له هغه سره د موسيقي په زده کړه تېر کړل. د سندربولۍ ډگرشخصي او هنري ژوند مور ېې په کوچنيوالي کې مړه وه، د ښوونځي زده کوونکی و چې پلار ېې هم مړ شو، نو له تره سره ېې استوگنه غوره کړه تره ېې د اولمير د هنر ډېر قدر او درناوی کاوه، د سبز علي خان شاگرد ېې کړ. نوموړي چې د اولمير غوره او پياوړی هنري استعداد وليد ، له ځان سره ېې لاهور ته بوت او هلته ېې دده په غږ ځينې سندرې ريکارډ کړې ، کله چې څه موده وروسته بېرته پېښور ته راغی نو له استاد سبز علي خان سره ېې په گډه خپله دا لومړنۍ سندره د پېښور له راډيو څخه خپره کړه. زړگی مې شو ټوټې ټوټې دې کار ېې ټوله کورنۍ ورڅخه خپه او خوابدې کړله . اوخپلوانو جلا او خوارۍ بدمرغۍ ورته مخه شوه. څه موده ېې د مشهور ولسي شاعرگلستان سره تېره کړه ، له هغه څخه به ېې سندرې او بدلې زده کولې . د طوند په خواريو او بدمرغيو کې لالهانده اولمير په ۱۳۲۹ لمريز ۱۹۵۰م زېږديز کال د تيرا د سيمې له قومي مشرانو سره د افغانستان د خپلواکۍ په جشن کې د گډون لپاره کابل ته راغی . د هغه وخت د قبايلو رياست نوموړی ملي شاعر ملنگ جان ته ، چې د غه مهال په کابل راډيو کې د پښتو موسيقۍ مهتمم و، وروپېژاند. څه موده ېې له راډيو سره گډکار ته دوام ورکړ ، خو بيا ېې د ځينو معاذيرو له کبله اړيکې وشلېدلې. په ۱۳۳۵ م لمريز کال ېې د ارواښاد استاد نبي گل په مرسته بيا له کابل راډيو سره اړيکې ونيولې او د ژوند تر پايه ېې په دې برخه کې خپلو هنري هلوځلو ته دوام ورکړاو د پېښتو د موسيقي د ودې او پرمختيا په بهير کې ېې ډېره ارزښتمنه ونډه تر سره کړه. ډېر شاگردان ېې وروزل او په خپل غږ ېې په راډيو کې د ۲۵۰ سندرو په شاوخوا ثبت او خپراوي سره د پښتو موسيقي پانگه ډېره بډايه کړه. د نوموړي دهمدغو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو ، پياوړي او څپانده استعداد له امله ؤ چې په ۱۳۵۰م لمريز ۱۹۷۱م زېږديز کال د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د مسلکي غونډې په ترڅ کې دئ د استاد په درانه لقب ونمانځل او ووياړل شو. برسېره پر دې ېې دوه ځله د لومړۍ درجې د سندرغاړي هنري جايزې اخيستي . او له هېواد څخه بهر ېې په افغاني هنري ډلو کې هندوستان ، د وخت روسيې او چک سلواکيه ته سفرونه کړي دي . د استاد اولمير غزلونو، سندرو، شعرونو او ترانو نوموړى دې ته وهڅاوه چې په کابل کې پاتې شي او هلته يې لږ تر لږه ٢٥٠ سندرې وويلې . هره سندره د افغانانو په زړه کې وتلى ځاى لري. دندې د استاد اولمير غزلونو، سندرو، شعرونو او ترانو نوموړى دې ته وهڅاوه چې په کابل کې پاتې شي او هلته يې لږ تر لږه ٢٥٠ سندرې وويلې . هره سندره د افغانانو په زړه کې وتلى ځاى لري. د استادۍ لقب او جايزې استاد اولمير چې لا يې د استادۍ لقب نه و تر لاسه کړى خلکو به د استاد په نامه ياداوۀ چې وروسته بيا په ١٣٥٠ کال کې د افغانستان د راډيو تلويزيون او د هيواد د اطلاعاتو او کلتور د وزارت لخوا د موسيقۍ د استاد لقب ورکړل شو. استاد اولمير په هندوستان ، روسيه ، چکوسلواکيا ، پېښور او کوټه کې هم ډير کنسرتونه ورکړي او د دوستانو محفلونه به يې هميشه په خپلو خوږو سندرو تاودۀ وو. استاد اولمير ډير شاگردان روزلي او بې شميره سندرې يې نورو سندرغاړو ته هم کمپوز کړې دي . مړينه استاد اولمير د ژوند تر پايه واده ونه کړ او د ژوند ډېره برخه ېې په يوازېتوب، خوارۍ او لالهاندۍ تېره کړه . په ۱۳۵۹ م لمريز ۱۹۸۰م زېږدېز کال د وږي سنبلې په مياشت کې استاد موټر وواهه ، کيڼ لاس ېې مات شو او څو شپې ورځې ېې په روغتون کې تېرې کړې . همدې رنځونو او کړاؤونو هغه د ژوند په وروستيو کې ډېر وځوراوه. خو له دې سره سره ېې هم خپل هنري ذؤق او مينه د زړه په وينه وپال ـله، او په دې لړ کې ېې د پښتو موسيقي هنر ته د ستاينې وړ خدمتونه وکړل. بالاخره د ۱۳۶۱ م لمريز ۱۹۸۲م زېږديز کال سره سمون خوري د غوايي د مياشتې په ۱۴ مه نېټه ومړ او په سبا ېې د شاه شهيد د زيارت تر څنگ خاورو ته وسپارل شو. سرچينې د افغانستان مشاهير، ۱-۲-۳ ټوکه، ليکوال سيد محي الدين هاشمي. د بي بي سي پښتو وېبپاڼه افغانستان پېژندنه، ليکوال اورنگزېب ارشاد د آريانا دايرهّ المعارف د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د دايرهّ المعارف مرکز خپرېدو لړۍمخ ۷۷۷م کيڼه خوا لومړۍ موضوع باندنۍ تړنې د استاد اولمير د ٢٥ تلين په مناسبت د استاد اولمير ژوند ته لنډه کتنه پښتانه سندرغاړي افغان سندرغاړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%AD%D8%B3%D9%8A%D9%86%20%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D9%87%D9%86%DA%AF
محمد حسين سراهنگ
محمد حسين سرآهنگ انگرېزي ژبه: د غزلو د سرتاج په لقب د هند لخوا نومول شوی او د افغانستان يو تر ټولو نوموتی د ختيځې لرغونې سندارا غزلبول استاد و . دی د استاد غلام حسين سرآهنگ چې د وخت تکړه غزلبول و ، زوی دی . دی په کابل کې د خواجه خوردک سيمه کې چې وروسته يې نوم په خرآباد واوښت زېږېدلی و . پلار يې د وخت د پاچا په دربار کې نوموتی سندرغاړی ، غزلبول و او ډېر هندي او افغاني سندرغاړي او غزلبولان يې د زده کړې څخه برخمن شوي . کورنۍ مخينه زده کړې زده کړې يې په کابل کې د اماني لېسې څخه تر اتم ټولگي پورې بشپړې کړې او وروسته يې بيا د سندرو پيل له کوره او غږ پوهنې ، او غزلو په مسلکي پوهنې پسې هند ته ولاړ او هلته يې پیل وکړ چې تر د ماسټرۍ پولې پورې زده کړې بشپړې کړې . ډېرو هندي تعليمي ټولنو ورته د موسيقۍ په ډگر کې اعزازي پوهنيزه سندونه او بری لیکونه ورکړي . هنري آثار په لومړي سر کې استاد سرآهنگ د لرغونې ختيځې سندارا شرقي کلاسيکه موسیقي زده کړه له خپل پلار څخه په کور کې وکړه بيا کله چې يې پلار د هغه لوړ استعداد دغه ډگر کې ولید نو يې له ځان سره د هند په لور رهي کړاو هلته يې د پټياله سيمې نوموتوغزلبولانو ته د زده کړې لپاره کښېناوه چې له هغه ځايه يې د هند د سيمې ټول راگونه زده کړل او لا يې نور مهارت په غږبولۍ کې ترلاسه کړچې د هند لخوا ورته سرتاج موسيقي لقب په رسمي توگه د علي آباد د پوهنتون څخه ورکړل شو . لاسته راوړنې سرچينې استاد محمد حسين سرآهنگ سره مرکه د يوټيوب له پاڼې افغان سندرغاړي پښتانه سندرغاړي پښتانه سندرغاړي دېگانان پښتانه پاړسي ژبي سندرغاړي ختيځه سندرغاړي ختيځه سندارا غزلبولان کمپوزران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D8%A7%D8%B1%D9%88%D9%86%20%D8%A8%D8%A7%DA%86%D8%A7
هارون باچا
هارون پاچا ۲۰ د جولای، ۱۹۷۲ ز. - په انگرېزي: يو نامتو پښتون سندرغاړى دی. هغه د خيبر-پښتونخوا د صوابۍ په پنج پير کلي کې زېږېدلى دى. دی په صوابۍ کې د يوې دوديزې او روڼ اندې کورنۍ غړی دی . څه موده کېږي چې د ځينو سخت دريځو لخوا کال ۲۰۰۳م زېږدي کې کډوالۍ ته اړشو او لومړی امريکا ته کډوال شو بيا په کال ۲۰۰۸م زېږدي کې اروپا ته د چک هېواد ته کډه وکړه او هلته د ازادۍ راډيو سره په کار بوخت دی . زده کړې خپلې لومړنۍ زده کړې يې د پنج پير په دولتي ښوونځي کې پيل کړې، منځنۍ زده کړې يې د لسم ټولگي پورې د پېښور لومړني ۱ـ شمېرې لېسې کې وکړې. بيا يې خپلې لوړې زده کړې د .. او لسانس درجو پورې په کال ۱۹۹۲م زېږدي کې په اډوارډز کالج پېښور کې بشپړې کړې. هغې څخه وروسته يې په ۱۹۹۴م زېږدي کې خپله ماسټري د تولنپوهنې په برخه کې د پېښور پوهنتون کې ترلاسه کړه او هماغه پوهنتون کې اوس خپل په درېمې درجې لوړو زده کړو د ډاکټرۍ په تيزس بوخت دی . هنري ژوند هارون باچا هم لکه د نورو افغان ، پښتنو سندرغاړو پشان دوديزه سندريزه پېلامه لري ، په لومړي سر کې يې د دود له مخې کورنۍ لخوا د قرات اجازه ورکړل شوه بيا يې چې د هغه استعداد وليد د سندرو ويلو اجازه بشپړه ورکړه. هارون باچا د هغه وخت د پېښور څانگې ټلويزيون پي ټي وي ته مشهوره لوبگر پروفيسر ضيا القمر ورواسته او د هغه له لومړني سندريزې ټولگې د رنگونو ماښام څخه سندرې ووېلې.. هارون هغه وخت مشهور شو، چې کله په لومړي ځل د لنډيو ټپو په يوې بې جوړې نوي طرز اول به کله- کله غم و... سندرې پیل وکړ . نوموړي پښتو ټپو ته نوی غږيز طرز او خوند ورکړ . همدارنگه يې لنډۍ په مختلفو کمپوزونو ويلې دي. په دې برخه کې يې نوښت د ولسونو لخوا پښتونخوا ،افغانستان او هند کې ډېر وستايل شو. سندره له پښتو نه هندي ژبې ته پخپل طرز ورننوته او د هندي سندريزې ژبې ځان کې ونغاړله . دغه سندره يې د دوهم سندريز البم غنچکونه څخه ده چې په کال ۱۹۹۶م زېږدي کې بشپړ شو. هارون باچا د پیر سره سم سندريزه بدلونونه ازمويلي دي او نه يوازې دا چې ولسي سندرې يې هوبه هو ويلې دي بلکه ځانته يې د غزل په ډگر کې ځانگړی ځېل پنځولی او ولسي بدلې ، چاربيتې ، ټپې ، لنډۍ ، او داسې نورو يې ډېر ځوان سندرغاړي په سندرو راوستلي . نوموړی د پښتو تکړه غزلبول خيال محمد څخه په سندريز ډگر کې اغېزمن شوی او د هندي اوردو ژبې غزلبولانو لکه استاد غلام علي ، مهدي حسن ، جگجيت سنگ، آشابوسلې ، لتا او داسې نورو مينه وال دی . هارون باچا د شعر په غوراوي کې د پښتو ادب په پخوانيو او اوسينيو نوموتو شاعرانو کې د پښتونخوا له اړخه ډېرو شاعرانو شعرونه په سندرو کې کارولي همدا رنگه د غني خان ، رحمت شاه سايل ، ډاکټر اسرار ، شمس القمراندېش ، صاحب شاه صابر، عزيز منيروال، منير حمزه خان شينواري شعرونه د يادولو وړ دي ، د لوی افغانستان د ادب ځلانده ستورو لکه د خوشال خان خټک ، او رحمان بابا شعرونه يې هم سندريز کړي . د هارون باچا له خولې چې وايي ٫٫سندرو په جوړولو کې ورسره صاحب گل مرسته کړې او ډېر څه يې ورڅخه زده کړي ٬٬. لاسته راوړنې نوموړی د خپلواکو ټولنو لخوا هر ځای ډېر ستايل شوی ، خو په ځانگړي توگه يې د پښتونخوا ځايي ټلويزیون څخه په کال ۲۰۰۱ م ز کې د ښو ولسي سندرو ويلو له کبله جايزه ترلاسه کړې . اوسمهال د چک هېواد پلازمېنې پراگ کې ژوند کوي او هلته د سندرو اميل په نوم خپرونه د آزادۍ راډيو څخه وړاندې کوي . د سندرو ټولگې د رنگونو ماښام مجلسي ۱۹۹۶ز غنچکونه ۱۹۹۶ز پرخه په لمبو کې ۲۰۰۳ز ياقربان ولولې نظرمات چورلکونه قدمونه تماشې لاله زار درمان ۲۰۱۲ز نوی مجلسي غزل۲۰۱۲م.ز نوی مجلسي غزل ۲۰۱۳م.ز ولس جانان کړه ۲۰۱۳م.ز سرچينې هارون باچا ته ځانگړې شوې يادښتپاڼه سندرغاړيافغان سندرغاړيپښتانهپښتانه سندرغاړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%B8%D9%8A%D9%81%20%D8%AA%DA%A9%D9%84
نظيف تکل
نظيف الله تکل ۱۳۴۰ لېږديز لمريز کال د کونړ ولايت د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر دی. مخينه نظيف الله تکل په ۱۳۴۰ ل ل کال کې د کونړ ولايت د څوکۍ په ولسوالۍ کې زيږيدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د کونړ ولايت د څوکۍ په ليسه کې کړې دي. تر دې وروسته د کابل په پولي تخنيک انستيتوت کې شامل شوی او د ماسترۍ درجې په اخيستلو سره يې پای ته رسولی دی. دندې ښاغلي تکل د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال انجنري دندې درلودې او په افغانستان کې د ټول گټو چارو وزارت د پروژو جوړولو په مرکزي اسټيټيوټ پما کې يې کار کاوه. د دې دندې تر څنگ ېې د وخت په فرهنگي چارو کې هم فعاله ونډه اخيسته. د کډوالۍ پر مهال ېې په هالنډ يا نيدرلينډ هېواد کې د ۲۰۰۳ زېږديز کال او بيا تر ۲۰۰۵ کال پورې يې د مېشتو کډوالو ليکوالو او فرهنگيالو د ټولنې افغاني کلتوري ټولنې د مشرتوب دنده په غاړه درلوده. د ښاغلي تکل شعرونه او ليکنې په بېلابېلو رسنيزو خپرونو کې خپرې شوې او خپرېږي. نوموړی اوسهال له خپل ټاټوبي افغانستان څخه لرې د هالنډ نيدرلينډ په هېواد کې ژوند کوي. چاپي آثار او پاڼې مړې شوې شعري ټولگه د ۱۳۷۱ ل ل کال د افغانستان د ليکوالو ټولنې له خوا چاپ. دا اثر يې دويم ځل په ۱۳۸۵ لمريز کال کې چاپ شوی دی. شبنم په پاڼه شعري ټولگه، د ۱۳۷۱ ل کال چاپ. پاڼې د لونگو شعري ټولگه، د ۱۳۷۱ ل ل کال چاپ. د شعر بېلگې د ښاغلي تکل دازاد شعر شعر يوه بېلگه کينه دا ستا د زلفو ټال دا ستاد څڼو امېل چي کله ځانگي د سينو په څوکو اوښکلوي هغه نورسه غوټۍ هغه د تيو څوکي ماله کينه پرې راځي سرچينې پښتانه شاعران پښتانه ليکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AD%D8%A8%D9%8A%D8%A8%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D8%BA%D9%85%D8%AE%D9%88%D8%B1
حبيب الله غمخور
ښاغلی حبيب الله غمخور په انگرېزي: د ۱۹۵۶ ز کال د جون د مياشتې پر مه نېټه د روزگان ولايت د ترينکوټ په ښار کې نړۍ ته سترگي روڼې کړي دي . زده کړې په ۱۹۶۳ ز کال د ترينکوټ د سيدال خان لېسه کې شامل او په ۱۹۷۵ ز کال کې یې پايته ورسوه . د کانکور د ازمويني نه وروسته په ۱۹۷۶ ز کال د کندهار عالي دارالمعلمين کې شامل شو، لومړۍ صنف يې چې ورته ۱۳ صنف هم وایي له امتحانه وروسته خلاص کړ او ۱۴ صنف ته کامياب شو. په ۱۹۷۸ ز کال داپريل په ۲۷ نيټه د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند دولتې واک ترلاسه کړ، ده په همدغه کال دسپتمبر په مياشت کې د تاريخ په رشته کښې د لوړو زدکړو لپاره د پخواني شوروي اتحاد ته ولېږدول شو. په ۱۹۸۵ ز کال د تاريخ په رشته کې د ورونژ له دولتي پوهنتون څخه د ماسټرۍ د ډيپلوم دترلاسه کولو وروسته وطن ته راستون شو . دندې ښاغلی حبیب الله غمخور د نجيب الله په وخت کې د قومونو او قبايلو چارو په وزارت کې لومړی د مدير بيا د کوچيانو د رياست د معاون او وروسته د ۱۹۸۶ ز کال څخه تر ۱۹۹۲ ز کال پورې یې د کوچانو د رياست درئيس په توگه دندې درلودې . له ۱۹۹۲ ز کال نه وروسته د سياسي اختلاف، اوکورنۍ جگړې د ناخوالو له کبله د زيات شمېر افغانانو په څېر له افغانستان څخه کډوال شو ، له هيواد څخه یې د روسيې په لور يون وکړ او روسيې ته ولاړ. په کال ۱۹۹۷ زدډسمبر د مياشتې په ورستيو ورځو کې ېې د روس هېواد پرېښود او د سويډن هېواد په لور کډه وکړه . د ۱۹۹۷ زکال را په دې خوا د سويډن د مالمو په ښار کې اوسيږي . دا څو کاله کيږې چې په اروپايي هېوادو کې د افغاني کلتوري ټولنو سره په گډه د افغانستان د کلتوري هڅو په موخه په فرهنگي او سياسي هلو ځلو کې فعال دی . همدا رنگه د انټرنټ په پاڼو کې گڼې مقالې ليکي او پخپله هم يوه وونيزه د خپل ولایت روزگان په نوم چلوي همدا رنگه د ټول افغان ، لر او بر ، دعوت ورسره ورسره چې په سويډن کې د پيوستون نوې هيلې ، د ايران - سويډن گډې چاپي خپرونې دي لیکني چوپړ ورته کوي او ددې سره د مانا، اواي زن ايران ، کيوان افغان افغاني نشريه په امريکا کې، افغان رساله چې له کاناډانه خپرېږې اود ځينو افغانانو په مټ خپرېږي ونډه لري . ښاغلی غمخور د روس په هېواد کې د سیاسي هلو ځلو تر څنگ په په فرهنگي هلو ځلو کې هم گړندی و . ده لومړنۍ ليکنې په پخواني شوروي اتحاد کې د اقتصادي ستونزو له امله په روسي ژبه پيل کړې چې د هغه ښار د کمونار او ملدوی کمون ناحيو په ورځپاڼو ، د سولې او سوسياليزم په مجله کې چاپ شويدي . د ښاغلي حبيب الله غمخور په آند چې وايي ٫٫هر انسان د خپلې ټولنې خدمتگار دی اړتيا د شخصي ډلو ، گوندونو ، پخوانيو کمونسټي او غیر کمونیسټي ډلو پورې د تړلو نشته او نه هم افغانان د هغو څخه ښه يادښتونه لري او څوک چې په دغو کې ښکېل دي دوی سياسي تاجران بلل کېږي ٬٬. په افغانستان کې یې د امين افغانپور د افغانستان د وتلي ژورنالسټ او ليکوال په هڅو د هېواد ورځپانې او جرگې مجلې کې ځينې مقالې خپري شوي هم دي . فرهنگي کارونه په سويډن کې د افغانانو د علمی او فرهنگي مرکز او دوستۍ د فرهنگې ټولني رئيس په توگه دنده لري . په سويډن کې یې د ايران د علمي او فرهنگي ټولني د مشرتابه جرگې غړيتوب اخيستی . په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنگي مرکز لخوا د خپريدونکې خپرونې نوې هيله چې د ۲۰۰۱ ز کال راپدې خوا په دوو مياشتوکې يو ځل خپريږي ، مسوول مدير دی . په سويډن کې د افغانانو په غوښتنه د افغان ټولنې فرهنگي ، او مخکښه ليکوالو د نمانځغونډې جوړې کړي دي. په ۲۰۰۱ ز کال د جون په يولسمه نېټه د هيواد د نامتو شاعر او سياستپوه گل پاچا الفت په هکله نړۍ وال علمي سيمينار جوړ کړ. په ۲۰۰۳ ز کال د مۍ په مياشت کې د عبدالباري جهاني سره يو ماښام په نامه د مشاعرې غونډه جوړه کړې . د اروپاد نورو ښارونو په فرهنگي محافلو او غونډو کې فعاله ونډه اخلي . په ۲۰۰۱ کال کې په اروپا او امريکا کې دځينو افغان ميشته روڼ اندو سره يو ځای دنړۍ وال ملي جرگې ټولنې په جوړولو کې یې فعاله ونډه درلوده او د همدغی ټولنې د مشرتابه جرگې په غړيتو ب ومنل شو . په ۲۰۰۵ ز کال یې دپښتو ژبې د يو پوهاند علامه رشاد په ياد دمالمو په ښار کې نړيوال سمينار جوړ کړ پدغه سمينار کې په اروپاکې افغان ليکوالو او بهرنيو پوهانو،سياست والو او دسويډن هيواد پارلماني او دولتي استازو فعاله ونډه درلوده . د ۲۰۰۲م کال دسويډن د پارلماني او محلي اورگانو لپاره دمالمو په ښارکې د څلورو ناحيو د ټاکنو دگډ کميسيون غړيتوب ترلاسه کړی ، د اروپا د پارلمان لپاره او اوس بيا د سويډن د پارلمان او محلي ارگانو لپاره د ټاکنو هغه پخوانۍ دنده لري . فعلأ د مالمو دښار په يوه ناحېه کې چې د قومونو او دولتي ارگانو تر منځ دمناسبو اړيکو دټينگولو او دهمدې ناحې داوسېدونکوسره دمرستو په نامه يادېږي دولتي دنده لري . متاهل دی خو ماشومان نلري . په فارغ وخت کي فرهنگې غونډې جوړوي او افغاني وبپاڼو ته سياسي تبصرې لیکي . چاپ شوي آثار تر اوسه یې لومړۍ کتاب د ډيورنډ کرښه يا د ناسور زخم په نامه چاپ ته د چمتو کولو په حالت کې دۍ ، چې فعلأ د بينوا ويب پاڼې په برېښنايي کتابتون کې پروت دی. دنړۍ او افغانستان په مطبوعاتو کې یې تر ۱۰۰ زياتې مقالې خپرې شوې دي. پښتو یې مورنۍ ژبه ده په دري او روسي ژبو روانې خبرې او ژباړنې کوي او په سويډني ژبه کې هم ښه لاس رسې لري. پښتانه ليکوال پښتانه افغانان افغاني ليکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D9%84%D9%85%20%DA%AF%D9%84%20%D8%B3%D8%AD%D8%B1
علم گل سحر
علم گل سحر ۱۳۴۲ لمريز لېږدي کال ۱۹۶۳ زېږدي کال، د پکتيا ولايت، د زرمت ولسوالي، د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او لیکوال دی. مخينه علم گل سحر د محمد سليم زوی، پر ۱۳۴۲ لمريز لېږدي کال د پکتیا ولایت د د زرمت ولسوالۍ د اسلام خېل په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د زرملي باتو ښوونځي کې، منځنۍ زده کړې يې د غزني د شېخ عطار په لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې کړې دي. رسمي دندې د پوهني وزارت علمي غړی. د سواد مجلې مرستیال. د عرفان مجلې مرستیال او مسوول. د کورنیو چارو وزارت کارکوونکی. د بي بي سي راډیو لیکوال. د ازادي راډیو ویاند او پرودیوسر. د لمر تلویزیون عمومي ایډیتور. د قلم ادبي مجلې مسوول مدیر. د هېوادمشر د ویناوو لیکوال. د هېوادمشر د دفتر د برنامو ریاست د مکاتباتو او عامه اړیکو مسوول. د هېوادمشر د دفتر د برنامو ریاست مرستیال. مدني اکر د شعر بېلگې یې توره شپه خوره کړي، شمعه پټه له پتنگه شي - کرکه زما زیاته نوره هم له دغه جنگه شي تا ټولې خبرې راته بیا په خندا وکړې خو - دغه راته وایه د سبا وعده به څنگه شي ته خو ښه پوهیږې خو بیا هم د ناز خبرې کړې - دغسې نازو ته زما ژر حوصله تنگه شي زه یې په زړه لاس کیږدم، د زړه درزا یې واورمه - هغه چې په ناز زما په غیږه کې راړنگه شي ماته په یادگار د زلفو درې تارونه پریږدي ځي - زړه نازړه غرمه چې مې روانه له پالنگه شي ته به هم زاهده زور د مینې ته لاس پورته کړې - تاته په خندا که چیري ښکلې غنمرنگه شي ته به وایې دلته د انسان روح قبضه شوی دی - کله چې زموږ کلي محروم د ډول له ډنگه شي چاپ شوي نښيرونه یې ۱ د سپوږمۍ ښکالو د شعرونو ټولگه. ۲ د لمر جنازه د شعرونو ټولگه. ۳ـ د پاریال خوبونه د شعرونو ټولگه. ۴ پاس سپوږمۍ ده، لاندې ته یې د شعرونو ټولگه. ۵ ستوري د ماشومانو لپاره د شعرونو ټولگه. ۶ لاهم څارمه ستا لارې د شعرونو ټولگه. ۷- زه یم تږی ته اوبه یې د شعرونو ټولگه. ۸ مینه او وسواس د کیسو ټولگه. ۹ مینه او جگړه ناول. ۱۰ د انار تر ونې لاندې د تورنټو اوښکې د ناول ژباړه. ۱۱ شیطان څراغ د طنزیه کیسو ټولگه. ۱۲ چرگه او کوتره د ماشومانو لپاره کیسې. ۱۳ خاموش فیلیسوف د مقالو ټولگه. ۱۴ د متلونو کیسې او نور مالومات فولکوریک اثر. ۱۵ د متلونو کیسې، خبرې له خبرو پیدا کېږي. سرېبېره پر دې، د سهر صاحب په سلگونو مقالې د هېواد او بهرنیو رسنيو له لارې خپرې شوې دي. تر چاپ لاندې نښيرونه يې ۱ د عرفان مجلې تاریخچه او نیولیک څېړنيز نښير. ۲ د دوندر لیوان د ناول ژباړه. ناچاپ نښيرونه يې ۱ د ښاپیرۍ په لټه د کیسو ټولگه. ۲ خو ته مې ونه لیدې د شعرونو ټولگه. ۳ کاروانونه د بکوا په دښت تېرېږي د سندرو او نارو په اړه څېړنه. ۴ ژوند په شېبو کې څېړنيز نښير. ناچاپ نښيرونه يې ۱- د عرفان مجلې تاریخچه او نیولیک څېړنيز اثر. ۲- د ښاپیرۍ په لټه د کیسو ټولگه. ۳- خو ته مې ونه لیدې د شعرونو ټولگه. ۴- کاروانونه د بکوا په دښت تیریږي د سندرو او نارو په اړه څیړنه. ۵- ژوند په شېبو کې څېړنيز اثر. پښتانه شاعران پښتانه ليکوال افغاني ليکوال پښتانه افغانان اخځليک ۱-
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%84%D9%85%D8%A7%20%D8%B4%D8%A7%D9%87%D9%8A%D9%86
سلما شاهين
شاعره او ليکواله سلما شاهين په پېښور کې زيږيدلې او خپلې زده کړې يې همدلته ترسره کړې دي . پوهانده سلما شاهین د ز. کال د اپریل په مه نېټه کی په باغده مردان سیمه کې زیږزدلې ده. د هغی پلار امیر محمد خان يو پیژندل شوی پښتون و هغې خپل ژوند د پښتو د پرمختگ لپاره صرف کړی او د همدغه کار لپاره هغې واده هم و نه کړ. پروفیسر سلما یو ښه محقق د ژبی او ادبیات په برخی کی و او هغی د افغانستان پاکستان او چین د ادبیاتو په باره تحقیقات کری دی هغی د پېښور په پوهنتون کی د د پښتو ښوونکې ده. نوموړې خپله دوکتورا د پښتو په ادب کی تر لاسه کړې ده. د سلما شاهين چاپى اثار روهې سندرې پښتو ټپى نوى سحر شعرى مجموعه ، او اباسين د تاريخ په اينه کې دى . اخځونه پښتنې شاعرانې پښتنې ليکوالې پښتنې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%82%D9%84%D9%86%D8%AF%D8%B1%20%D9%85%D9%88%D9%85%D9%86%D8%AF
قلندر مومند
قلندر مومند زېږېدنه:۱ د سېپتمبر ، ۱۹۳۰ ز. - مړينه: ۴ د فبروري، ۲۰۰۳ ز. په انگرېزي: د پښتونخوا يو شاعر ، کره کتونکی ، ليکوال ، اديب او خبريال ؤ. نوموړي په سيندکښنې کې هم نوم درلود او د درياب په نامه د يوه پښتو سيند ليکلو امتياز هم ور په برخه دی. نوموړی په سياسي چارو کې هم ښکېل ؤ او د پاکستان د کمونېست گوند غړی هم ؤ. دا چې نوموړی څه نا څه يو هر اړخيزه شخصيت ؤ خو د نوموړي د ژوند په وروستيو وختونو کې کله چې قلندر مومند د پټې خزانې د جعلي ثبوتولو په موخه يو کتاب، پټه خزانه في الميزان وليکه نو په دې توگه يې د پښتو په ادب کې يوه ناندريزه بحث ته لمن ووهله. مخينه د قلندر مومند اصلي نوم صاحبزاده حبيب الرحمن قلندر مومند ؤ او د پېښور د صاحبزاده مومند په کلي کې نړۍ ته راغلی ؤ. زده کړې دندې قلندر مومند د پېښور گڼو رسنيو سره دندې ترسره کړي. نوموړی په ۱۹۶۲ ز. کال کې د اردو ورځپاڼې انجام د خبري څانگې ايډيټر پاتې شوی. همدا راز يې د بانگ حرم، خېبر مېل او د پښتو اوونيزې رهبر سره خبريالي کارونه سر ته رسولي. قلندر مومند د اردو ورځپاڼو آج او د مشرق ورځپاڼې لپاره مسلسل کالمونه ليکلي او د پېښور د پرېس کلب بنسټ ايښودونکی هم پاتې شوی. ادبي ژوند چاپ شوي آثار سباوون - د شعرونو ټولگه گجرۍ - د لنډو کيسو جونگ پټه خزانه في الميزان - يو انتقادي اثر درياب - پښتو سيند انځورتون پښتانه شاعران پښتانه ليکوال پښتانه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%84%D8%B7%D8%A7%D9%86%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D9%88%D8%AF%20%D8%BA%D8%B2%D9%86%D9%88%D9%8A
سلطان محمود غزنوي
سلطان محمود غزنوي ۲ د اکتوبر، ۹۷۱ ز. ک ۳۰ د اپرېل، ۱۰۳۰ ز. ک چې د يمين الدولة محمود يا: يمين الدولة عبدالقاسم محمود ابن سبکتگين هم يادېږي د ۹۹۷ ز. کال نه تر خپل مړينې پورې د افغانستان امپراتور پاچا ؤ. دسلطان محمود حکومت د مړينې د زېږېدنې د غزنويانو پاچايي د افغانستان تاريخ د هندوستان تاريخ د پاکستان تاريخ
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%D8%A7%D9%87%20%D8%AD%D8%B3%D9%8A%D9%86%20%D9%87%D9%88%D8%AA%DA%A9
شاه حسين هوتک
د ميرويس نيكه دويم زوى حسين نومېد چې د ۱۱۱۴ هـ كال د ربيع الاول پر ۲۳ د كلات په سيوري كې وزېږېد. د عمر تر دولسو كلو پورې يې فقه، تفسير، منطق او د بلاغت علوم ولوستل. هغه مهال چې پر ۱۱۳۵ هـ كال اعليحضرت شاه محمود اصفهان فتح كړ، نو خپل كشر ورور حسين يې د كندهار پر تخت كېناوه. اعليحضرت شاه حسين ډېر عالم، اديب او علم روزونكى پاچا وو او د ده عصر پر پښتنو باندې په ډېرې ارامۍ او راحت تېر شو، لوېديزې او شمالي خوا ته تر فراه، سبزوار او هرات پورې او ختيځ خواته تر غزني او گومل پورې ده حكمراني كوله او سربېره پردې، پښين ، شال او د پنجاب د اسماعيل او غازي خان دېرې هم د شاه حسين په وختو كې فتح شوې. همدارنگه د ملتان لته هم د كندهار د قوواو له خوا تهديد شوه او د پښتنو پرمختگ د ملتان تر حدودو ورسېد. د دې زلمي پاچا د علم پروروۍ د ثبوت لپاره همدا دليل بس دى چې په شاهي ارگ كې يې ادبي انجمن جوړ كړى وو او په اوونۍ كې به یې يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما، شاعران او اديبان خپل كتابتون ته رابلل. شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول. شاعرانو ته به يې صلې وركولې چې د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو قيمتي نښير پټه خزانه ډگر ته راووت او وليكل شو او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شول. شاه حسين پخپله هم د پښتو ژبې ښه شاعر وو. پر ملي وزن يې خواږه شعرونه ويل. لومړنی ژوند شاه حسين هوتک د ۱۱۱۴ هجري کال د لومړۍ خورربيع الاول په ۲۳مه نېته د کندهار د غلجيو د کلات ولايت اړوند سيوري سيمه کې وزېږېد، تر دولس کلنۍ پورې يې د هغې زمانې متداول علوم لکه فقه، تفسير، منطق او د بلاغت او ادب فنون له مشهور عالم ملايارمحمد هوتک نه ولوستل، وروسته له هغې چې کندهار د صفويانو له سلطنته ازادي واخيسته دې هم د هېواد د اداري چارو سمبالول له خپله پلازه زده کړل ، د پلار ترمرګ وروسته چې کله د ده مشر ورور شاه محمود واک ته ورسېد، دی هم ورسره د چارو په سمبالولو کې مرسته کوله. کله چې شاه محمود هوتک په ۱۱۳۵۱۷۲۲ زېږديز د جنورۍ په مياشت کې له کندهاره د کرمان په لور روان شو، نو دی يې په کندهار کې د خپل ځايناستي په توګه وټاکه او د هېواد او سلطنتي چارو اداره يې په بشپړ ډول ده ته وسپارله. د شاه حسين واکمني کله چې شاه محمود هوتک په ۱۱۳۲ هـ کال لومړی فراه ته او له هغه ځايه د کرمان د خلکو په غوښتنه کرمان ته ولاړ، نو د سلطنت چارې يې بيجن سلطان لکزي ته وسپارلې، نوموړي د شاه محمود په غياب کې د ملک جعفرخان په مرسته او ملګرتيا د شاه محمود د واکمنۍ له منځه وړلو دسيسه جوړه کړه، شاه محمود د بيجن سلطان او د ده د ملګرو د خبردادري او منعه کولو لپاره بېرته کندهار ته راغی، خو مخکې له دې چې کندهار ته راورسيږي، د هغه کشر ورور شاه حسين هوتک د بيجن سلطن او د ده ملګري له منځه وړي وو او د سلطنت واګې يې په خپل لاس کې نيولې وې، هماغه وو، چې شاه محمود په ۱۱۳۵ هـ کې بېرته کرمان ته د تګ اراده وکړه او شاه حسين يې په کندهار کې رسماً خپل ځايناستی وټاکه. د قوم مشرانو او رئيسانو هم د شاه محمود په متابعت دی په خپله پاچاهي ومانه او خطبه يې د ده په نامه ولوستله او سکه يې د ده په نوم ووهله. شاه حسين چې په پيل کې يې يوازې د کندهار د نژدې اړنود سيمو سلطنت په لاس کې درلود، وروسته په ۱۱۳۸ هـ کال يې د خپل سلطنت لمنې لوېديځې خوا ته تر هرات او سيستانه پورې او ختيځې خواته د ګومل تر درې او سوېل خواته د اوسني جنبوي پښتونستان تر شمال او ژوب ايالتونو پورې پراخه کړې.پټه خزانه، ليکوال:محمد هوتک، ۱۱۱ مخ ويل کيږي چې کله د شال سيمې د فتحې خبر د شاه حسين دربار ته راورسېد، د دربار له شاعرانو څخه يوه تن ملازعفران په دې هکله دا لاندې شعرونه ولوستل چې نه يوازې د شاعر بلکې د ټولو حاضرينو د انعام وړ وګرځېدل ، چې ټولو حاضرينو ته يو يو زعفراني شال ورکړل شو: د شاه حسين هوتک د شعر یوه بېلگه د واکمنۍ پای او مړينه د دې علم دوست پاچاهي تر ۱۱۴۹ هـ پورې دوام وكړ ، څو د همدې كال د رجب په ۱۷ نادر شاه افشار د افغانستان خواته د ضبط په خيال راوكوچېد، ځكه چې ده د درې څلورو كالو پرله پسې جگړو په اثر د هرات د ابداليو حكومت له منځه اخيستى وو او د پښتنو د ځواکونو پاتې برخه يې هم په پارس او گورجستان كې ماته كړې وه، ځكه يې نو اوس د كندهار د غلځيو د پايمالولو څخه بل كار نه درلود. د كوچني اختر د مياشتې پر دويمه نادر شاه تر سيستان راتېر شو او د همدې مياشتې پر ۱۸ د دلخك او دلارام له لارې د هېلمند غاړې ته راورسېد او د دې ځاى تر نيولو وروسته د كوچني اختر پر ۲۱ د هېلمند تر سيند راپورې ووت. د ۱۱۴۹ هـ د ذيقعدې په اوايلو كې يې د كندهار کلکه كلا محاصره كړه. شاه حسين د كندهار زلمى مدافع له خپل نامتو سپه سالار سيدال خان ناصر سره يو كال او څو مياشتې په مېړانه دفاع وكړه او نادر شاه يې له خپل ستر پوځي ځواک سره پرې نه ښود چې پر ښار تصرف وكړي. د ۱۱۵۰ هـ د ذيحجې لومړۍ ورځې وې چې د زلمي شاه حسين نظامي طاقت پاى ته ورسېد، ځكه چې تر هغه دمخه د هوتكو د دورې نامتو او زړور سپه سالار سيدال خان ناصر د شاه حسين له زوى محمد سره د كلات په كلا كې د نادر د جنگياليو په لاس ورغى او دا نامتو سپه سالار د نادر په امر د سترگو له نعمته بې برخې او ړوند كړاى شو. ځكه نو شاه حسين هم نادر شاه ته تسليم شو او د ده له دې تسلېمېدو سره د هوتكو د شاهنشاهۍ لمر ولوېد او لكه سلطان محمد چې ليكي: زلمى شاه حسين تر ۱۵ كالو سلطنت وروسته د نادرشاه په امر د پارس مازندران ته تبعيد شو او هماغلته د نادري قهر د زهرو په مټ د برات په لسمه پر ۱۱۴۹ ؟ ، بايد ۱۱۵۲ وي، له دنيا ولاړ. سرچینې د افغانستان پاچايان افغانستان پښتانه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D9%88%D8%AF%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%D8%A7%DA%85%DA%A9%D8%B2%DB%8C
محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی زېږېدنه: ۱۹۴۸ ز. - په انگرېزي: د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر او د عبدالصمد خان اڅکزي ځوی دی. نوموړی يو ملتپاله او ډېموکراټ سياسي مبارز دی. محمود خان اڅکزی څو څو واره د پاکستان د ولسي جرگې يا نېشنل اسېمبلۍ غړی پاتې شوی. په ۲۰۰۲ ز. کال کې هغه يوازينی پښتون ملتپاله سياستپوه وه چې د ټولټاکنو له لارې يې د پاکستان د ولسي جرگې د غړيتوب لپاره وټاکل شو. په پاکستان کې اڅکزی يو ناندريز شخصيت دی چې د نوموړي د سياسي گروهو له کبله يې ډېر سيال سياستوال او گوندونه نه خوښوي. د دې سبب دا دی چې محمود خان اڅکزی په سيمه ايزه کچه د پښتنو د حقونو غږ پورته کړی او د پښتنو په سيمو کې د هغوی په طبيعي منابعو باندې د پښتنو د واک خبره يې رابرسېره کړې. نوموړی په کوټه کې په خپل پلرني ټاټوبي کې اوسېږي. پښتانه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%D9%87%D8%B1%D8%AA%20%D9%86%D9%86%DA%AF%D9%8A%D8%A7%D9%84
شهرت ننگيال
مخينه زده کړې دندې چاپ شوي آثار هلته چې تاريخ تکرارېږي - چاپکال ۱۳۷۰ ل. په سکروټوکی مزلونه - له پیښوره ترخوست کابل اوکندهار یونلیک - چاپکال ۱۳۷۹ ل. پېښور پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه - لویه جرگه، صلح، دیموکراسي - د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د مرکو، پيغامونو او اعلاميو ټولگه - چاپکال ۱۳۷۹ ل. پېښور ناچاپه آثار باندنۍ تړنې سرچينې پښتانه ليکوال پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%88%D8%AF%D9%8A%D8%B2%D9%85
بوديزم
بوديزم بودايي دين يو هندي دين يا ګوتم بدهـ ته پر منسوبو يو لړ اصلي لارښوونو ولاړه فلسفي عقېده ده. دا دين په لرغوني هند کې له ميلاد مخکې د شپږمې او څلورمې پېړۍ تر منځ کلونو کې د سرامانا له عقيدې څخه سرچينه اخلي چې د اسيا په ډېره برخه کې خپور شوی دی. دا د نړۍ څلورم ستر دين دی چې د بودايانو په نوم پېژدونکي، له پنځه سوه او شل ميليونه څخه زيات پلويان لري او دا د نړۍ د نفوس له اوه سلنه څخه زياته برخه جوړوي. په بودايي دين کې بېلابېل دودونه، باورونه او روحاني کارونه شامل دي چې په پراخه کچه د بودا له مېلاد څخه مخکې په پنځمه يا څلورمه پېړۍ کې پيدا شوی اصلي نوم يې سدهارت ګوتما و په لارښوونو او د دې لارښوونو په فلسفي تفسيرونو ولاړ دي. لکه چې د بودا په څلورو غوره حقايقو کې روښانه شوي، د بوديزم موخه دا ده چې په ستونزو دوهاخا غلبه وشي کومې ستونزې چې د رېښتيني طبيعيت د حقيقت د هيلې او ناپوهۍ څخه راولاړې شوي، په دې کې نه دوام انيکا او د خپل وجود نه شتون اناتي شامل دي. ډيری بودايي عقايد د نروانا د تر لاسه کولو له لارې يا د بودا د لارې په تعقيب سره له فردي ذاتيت څخه په تېرېدو، د مرګ پړاو په پای ته رسېدو او بيا زېږېدو باندې ټينګار کوي. بودايي تګلارې د ازادۍ د لارو، بيلا بيلو بودايي متونو ته ځانګړې شوې نسبي او تعارفي اهميت او د خپلو ځانګړو لارښوونو او عملونو په تفسير کې سره توپير لري. د دوی په ډېرو لېدل شوو کارونو کې مراقبه، د اخلاقي حکمونو ساتنه، ربهانيت، بودا ته پناه وړل، درما او سانګا او د پاراميتاس بشپړوالی يا تقوا پالنه شامل دي پوهانو په ټوليز ډول د بودايي دين دوه څانګې په واقعيت کې پېژندلې دي: تراوادا پالي: د مشرانو مکتب او ماهيانا سنسکريت: ستره وسيله. تراوادا په سريلانکا او په سويل ختيځه اسيا کې ډېرې پلويان لري، لکه کمبوډيا، لاوس، ميانمار او تايلينډ. ماهيانا، په کوم کې چې د زين، پاکې خاورې، نيچرن بوديزم، تيانتيا بوديزم تندای او شينګون شامل دي، تر ډېره بريده په نيپال، ماليزيا، بوټان، چين، جاپان، کوريا، ويتنام او تايوان کې پرې عمل کېږي. واجريانا کوم چې هندي ماهرانو ته منسوب د لارښوونو يوه ټولګه ده، شونې ده چې د ماهيانا بوديزم يوه جلا څانګه يا يې يو اړخ وبلل شي. تبتي بوديزم، کوم چې د هند د اتمې پېړۍ د ويجريانا لارښوونې تعقيبوي، د هماليا سيمې په هيوادونو کې منل کيږي او عمل پرې کېږي چې منګوليا او کالميکيا پکې شامل دي. له تاريخي اړخه، د دويمې زريزې تر لومړيو پورې، بوديزم تر ډېره بريده په افغاسنتان کې هم خپور و، همدا راز تر يو بريده يې په نورو سيمو کې لکه فلپين، مالديف او ازبکستان کې د پښې اېښودلو ځای پيدا کړی و. د بودا ژوند بوديزم يو هندوستانی دين دی چې د ګوتم بدهـ پر لارښوونو ولاړ دی، څوک چې د شرامانا چې شاکياموني د شاکيا حکيم يا بودا راويښ شوی کس هم ورته ويل کېږي، نوموړي له ميلاد مخکې په پنځمه يا څلورمه پېړۍ کې ژوند کړی دی. په لومړيو ليکنو کې د بودا کورنی نوم ګوتم پالي: ګوتما ښودل شوی. د بودا د ژوند تفصيلات د بودايانو په ډېرو لومړيو متونو کې ښودل شوي دي، خو يو تر بله سره په ټکر کې دي. ستونزمنه ده چې د هغه د ټولنيز شاليد او د ژوند تفصيلات ثابت شي او کره نېټې يې هم نامعلومې دي. د لومړيو متونو شواهد ښيي چې سيدهارت ګواتما په لومبيني کې زېږېدلی و، دا د اوسني نيپال برخه ده، په کاپيلواستو کې لوی شوی و چې د ګنګ په دښته کې يو ښارګوټی دی او د اوسني نيپال او هندوستان پولې ته نژدې موقعيت لري، هغه خپل ژوند د اوسني هندوستان په بهار او اترپرديش ښارونو کې تېر کړ. د روحانيونو ځينې ژوند ليکونکي وايي چې د هغه پلار سودهدانا نومېدو او پاچا و، مور يې ملکه مايا نومېده. د ريچارډ ګومبريچ په څېر پوهان دې دعوې ته د شک په سترګه ګوري، ځکه د شواهدو له يو ځای کولو څرګندېږي چې هغه په شاکيا ټولنه کې زېږېدلی و، کومه ټولنه چې د شتمنو د يوې کوچنۍ ډلې يا د جمهوريت په څېر د يوې شورا له خوا اداره کېده، په دې ځای کې رتبې نه وې، بلکې مشرتوب ته اهميت ورکول کېدو. شونې ده چې د بودا، د هغه د ژوند، د هغه د لارښوونو او د هغې ټولنې په اړه چېرته چې هغه ستر شوی دی ځينې کيسې وروسته جوړې شوې او بيا په بودايي متنونو کې ننويستل شوي وي. د - د شريف د لټون په اړه خبرې او په کې د دې د چينايي موازي په څېر، د ځينو لومړيو متونو پر بنسټ ګواتما د ژوند د کړاوونو دوخا او مرګ، او د زېږېدو له کبله د دې د نه ختمېدونکي تکرار تر اغېز لاندې راغلی و. په همدې بنسټ هغه له دې کړاوونو چې د نروانا په نوم هم پېژندل کيږي څخه د خلاصون لټه پيل کړه. لومړي متنونه او ژوند ليکونه څرګندوي چې ګواتما په لومړي سر کې د مراقبت له دوه ښوونکو زده کړه وکړه چې هغه دا دي: الارا کلاما سنسکريت: اردا کلاما او اوداکا راماپوټا سنکسريټ: اوداکا راماپوټا، له دوی يې مراقبه کېدل او فلسفه زده کړل، په ځانګړي ډول له لومړي ښوونکي څخه يې د مراقبې له لارې د د نيشت سيمې ته لاسرسی پيدا کول زده کړل او له دوهم ښوونکي څخه يې په ځانګړي ډول د ادراک او نه غېر ادراک سيمې ته لاسرسی موندل زده کړل. هغه دا زده کړې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کمې وبللې، هغه سخت زهد او تقوا پيل کړل، په دې کارونو کې د نه خوراک سخت تنظيم او د سا ايسارولو بېلا بېل ډولونه شامل وو. له دې لارې يې هم خپله موخه تر لاسه نه کړه او د ديانا مراقبه کېدو تمرين ته يې مخه کړه. داسې مشهوره ده چې هغه به انځر ته ورته د يوې ونې لاندې د مراقبې لپاره کېناستو چې دې ونې ته په بودګايا ښار کې اوس د بودا ونه وايي او په دې ډول ويښتابه بودي ته ورسېدو. د ويښتابه اړوند د - او په څېر د بېلا بېلو متنونو په وينا، بودا د کارما د کارونو او خپل پخواني ژوند په اړه او همدا راز ذهني چټلتيا اساواها په ختمولو، کړاو ته پای ورکولو او په سمارا کې د بيا زېږېدو پوهه په لاس راوړه. دې پېښې همدا راز دا يقين ورکړ چې منځلاريتوب د معنوي تمرين سمه لار ده، تر څو کړاونو ته د پای ټکی کېښودل شي. د يو بشپړ روښانفکره بودا په څېر، هغه پلويان راجلب کړل او سانګا رهباني نظام يې جوړ کړ. هغه پاتې عمر د درما په تدريس کې تېر کړ، کوم چې هغه موندلی و، وروستی نروانا يې تر لاسه کړ او په اتيا کلنۍ کې د هندوستان په کوشيناګر کې مړ شو. د بودا لارښوونې د هغه پلويانو خپرې کړې او همدا لارښوونې له ميلاد مخکې د لومړۍ زريزې په وروستيو پېړيو کې د بودايانو بېلا بيل فکري مکاتب وګرځېدل، هر يو له ځان سره ځانګړي متنونه درلودل، هر يو يې بېلا بېل تفسيرونه او د بودا د باوري لارښوونو لرونکي وو؛ همدا عقايد د وخت به تېرېدو سره په نورو عقايدو بدل شول چې په اوس وخت کې يې تر ټولو زيات پېژندل شوي او تر ټولو زيات پراخه خپاره شوي تراوادا، ماهايانا او وجرايانا بوديزم دي. نړيوال ليد بوديزم اصطلاح د لوېديځ د نوو لغاتو جوړولو سره اړيکه لري چې عموماً او نږدې د ډونالډ ايس. لوپز جونيور په وينا يې ژباړه داسې کيږي د بودا ډراما، په چينايي ژبه کې ، په جاپاني ژبه کې په تبتي ژبه کې ، په سنسکريتي ژبه کې او په پالي ژبه کې يې معنا کېږي. څلور اصيل حقايق دوخا او د هغې پای څلور حقايق د بوديزم بنسيزې لارښوونې ښيي: موږ د هغو حالتونو او شيانو غوښتنه کوو او په غېږ کې يې نيسو چې تلپاتې نه دي، همدا دوخا ده چې د خوښۍ ورکولو وړتيا نه لري او دردونکی دی. دا موږ په سامسارا کې ساتي، کوم چې د بيا زېږېدلو پای ته نه رسېدونکی څرخ، دوخا او بيا مرګ دی. خو د نروانا پر لور د دې نه ختمېدونکې څرخ څخه د خلاصېدو لاره شته چې هغه د اته اړخيزې لارې پيروي ده. د بوديزم ښوونځي د بودیزم ښوونځي په طبيعت کې د بې حده آزادۍ تر پولې نه ځي ، او د وحېې له مخې د کتابونو او صحيفو، يا گروهو له اهميت څخه ډېر توپیريزه گروهه ده بيا په ځانگړې توگه د هغوی د عبادت طريقې چې له مخې ېې بنسټ په درې عملي طريقتونو باندې څرگندېږي د عبادت بنسټيزې ستنې بلل کېږي. دغه درې طریقتونه يا د بودیزم بنسټيز ښوونځي پدې نومونو يادېږي . بودا ، دهرما سبقونه ، او سانگها ټولنه. په يوې ځانگړې عبادتځای کې پناه اخيستل او لرې د بودا په څېر يوې عبادت خونې کې په ورته عبادت مشغولا دبودیزم د دود تابيا او تسليمېدل گڼل کېږي . همدا د بودا د تگلارې، د راهب عمومي توپیر دی له نورو عامو وگړو يا نا راهبانو څخه . همدارنگه د طریقې نور اړخونه ېې بیا د اخلاقياتو په څرنگوالي پورې ، د روحانيونو د ټولنې ملاتړ ، د معمول ژوند څخه انکار او اړونده روحانيت ته نژدې کېدل ، د ذهني سېک ترلاسه کولو تمرين کول او ارواهي درملنه خپلول، د اوچتې سطحې پوهه ، بصيرت او هوښيارۍ فصل کرل ، د بودا لیکلي نصيحتونه لوستل ، د بودا څخه مرسته په هر کار کې غوښتل د هغه نمانځنې ، او ځان اړوېستل تر څو د هغه په لار کې روحاني تمریناتو کې ننوځې. د بودا د سبقونو ځينې برخې ، ژوند ته په درنده کتلو راڅرخي او د آزادۍ موخې ېې په يوې رسالې چې ٫٫ د څلور مشهوره حقایق ٬٬ په نوم يادېږي . دا سبقونه ېې د دوکها په گروهې ولاړ دي ، د دې اصطلاح څخه د ٫٫گاللو موخه ٬٬ يا په بله مانا پر ځان باندې زغم تېرولو مانا راوځي چې د ژوند د ناخوالو سره تړاؤ لري .ځان د ژوند هر اړخ ته تسلیمول د همدې سبق طبيعت بیانوي چې د ژوند بند ته وررسېدو تکل هم بلل کېږي . همدا د بودیزم دمورال او اخلاقو بنسټيزه گروهه بلل کېږي. د بودا ژوند د پخوانيو لیکنو څخه داسې څرگندېږي چې بودا په ۵ مې مخزېږدي پېړۍ کې يوه داسې چاپېريال کې زېږېدلی چې د برصغير د پخواني هند شواخواسیمې په یوې کلتوري ،او جغرافيايي سیمو پورې اړه لري . د بوديزم آندود او پوهه د بودا د ښوونو یوه ټوټه: له مړینې وروسته بیا په بل جسد کې را ژوندي کېږو. دا بیا ژوندي کېدنه مو څو ځله تکرارېږي، چې دې بیا ځلې ژوندي کېدو ته د شتون څرخۍ وایي. یا ژوند و مړینه وایو. شتون غم دی، زېږېدنه غم دی، زړبوډي او زړښت غم دی، ناروغي غم دی، غم او خواشیني، ماتم او ناهیلتیا غم دی، له هغه څه سره تړاو چې زړه مو نه غواړي، غم دی. لرېتوب له هغه څه چې زړه مو غواړي، غم دی. لنډه دا چې د زړه تړاو غمجنوونکې دی. او دا غم هغه وخت پای ته رسېږي چې چې نور هېڅ ځانتیا یا درک کوونکې نه وي، څه هغه د ژوند په قید کې وي یا نه وي. موخه باید لدې غمجنې څرخۍ څخه د څان ویستل وي. مذهب بوديزم د هند مذهبونه گوتم بودا
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%8A%D9%87%D9%88%D8%AF%D9%8A%D8%AA
يهوديت
يهوديت يو ابراهيمي، توحيدي او قومي دين دی چې د يهودو د قوم ديني، کلتوري او ټوليز قانوني او تمدني دودونه په کې رانغښتي او کله کله د اسرائيلو په نوم هم ياديږي. مذهبي يهوديان يهوديت د هغه تړون ښودنه بولي، چې خدای د اسرائیل له زوزات سره کړې وه. په يهوديت کې د متونو، اعمالو، الاهي منصبونو او ادارو يوه ټولګه رانغښتې ده. تورات د يوه پراخ متن برخه ده چې د تناخ يا عبري بايبل او بشپړوونکو شفاهي رواياتو په نوم پېژندل کيږي، کوم چې د ميدراش او تلمود په څېر وروستيو متنونو په واسطه وړاندې شوي دي. په ټوله نړۍ کې د ۱۴.۵ او ۱۷.۴ ميليونه پيرويانو په لرلو سره، يهوديت په نړۍ کې لسم ستر دين دی. په يهوديت کې ګڼ مذهبي خوځښتونه شته، ډېری يې له حاخامي يهوديت څخه راوتلي دي، کوم چې باور لري چې خدای خپل قوانين او اوامر په موسی باندې د سينا په غره کې د ليکلي او شفاهي تورات په شکل کې رانازل کړي دي. له تاريخي پلوه د دې ادعاوو ډېری يې د جلا جلا ډلو له خوا ننګول شوي دي، لکه صدوقيان او د دويم معبد په پړاو کې هلنيستي او همدا راز د منځنيو پېړيو په لومړيو او له هغې وروسته پړاوونو کې د کرايتانو له خوا او د مدرنو غېرارتودوکسي فرقو د ځينو برخو له خوا. شونې ده چې د يهوديت ځينې عصري څانګې، لکه بشرپاله يهوديت بې ديني يا د خدای نه منونکي وبلل شي. نن سبا د يهودو سترې ټولنې ارتودوکس يهوديت هاريدي يهوديت او ارتودوکس عصري يهوديت، محافظه کار يهوديت او اصلاحي يهوديت دي. د دوی تر منځ د توپير سترې سرچينې له يهودي قانون څخه د دوی فهم، د حاخامي پيروۍ اختيارات او د اسرائیلو د دولت اهميت دي. ارتودوکس يهوديت په دې باور دی چې، د تورات او يهودي قانون اصل الهي، تلپاتې او نه بدليدونکی دی او بايد په سختۍ سره يې پيروي وشي. محافظه کار او اصلاح غوښتونکی يهوديت تر دې آزاد دی، په داسې حال کې، چې محافظه کار يهوديت د اصلاح غوښتونکي يهوديت په پرتله په عموم کې د يهودي اوامرو يو څه زيات دوديز تفسير کوي. د اصلاح يو دوديز درېځ دا دی چې يهودي قانون ته بايد د عمومي لارښوونو په سترګه وکتل شي، نه د هغو محدوديتونو او ژمنتياوو چې منل يې په ټولو يهوديانو لازم وي. له تاريخي پلوه، يهودي قانون ځانګړو محکمو عملي کړی دی، نن سبا هم دا محکمې شته، خو پر يهوديت عمل کول تر ډېره بريده په خپله خوښه دي. په کلامي او حقوقي چارو کې واکونه يو شخص يا يوې ادارې ته نه دي ورکول شوي، بلکې په هغو سپېڅلو متنونو، يهودي مشرانو او علماوو کې اېښودل شوي، چې دا چارې تفسيروي. يهوديت د ژېړو په عصر کې په منځني ختيځ کې د يوه منظم دين په اړه ژورې رېښې لري. اوسنی يهوديت له ميلاد مخکې نږدې پنځه سوه کاله مخکې له لرغوني اسرائيلي دين څخه بشپړ شوی دی او يو له پخوانيو توحيدي دينونو څخه بلل کېږي. د ايستر کتاب په څېر د تناخ په کتابونو کې عبرانيانو او اسرائيلو ته يهود ويل کېدل او د اسرائل بچيانو نوم بيا يهود ونيو. د يهوديت متنونو، دودونو او ارزښتونو د مسيحيت او اسلام په ګډون، په وروستيو ابراهيمي دينونو ستراغېز درلود. عبراييزم، لکه هلنيزم د لويديځ تمدن په رامنځ ته کېدو کې بنسټيز نقش درلود، ځکه چې هغه د لومړي مسيحيت پر شاليد د بنسټيز عنصر په توګه اغېز درلود. يهوديان يو قومي مذهبي ډله ده، يهوديت ته پر اوښتو سربېره په دوی کې هغه څوک هم شامل دي، چې په اصل کې يهوديان زېږېدلي. په ۲۰۱۹ز کال کې په نړۍ کې د يهوديانو شمېر څوارلس اعشاريه اووه ميليونه اټکل شوی و، يا نږدې د ټولې نړۍ صفر اعشاريه پنځه ويشت سلنه نفوس. د ټولو يهوديانو شااوخوا شپږ څلوېښت سلنه په اسرائيلو کې ژوند کوي، اته دېرش اعشاريه اته سلنه يې په متحده ايالاتو او کاناډا کې ژوند کوي، له پاتې نورو ډيری يې په اروپا کې ژوند کوي او نور لږه کي يې په امريکا، اسيا، افريقا او استراليا کې خپاره دي. د ځانګړتياوو پېژندنه او د عقیدې اصول د نژدې ختيځو لرغونو خدايانوپه خلاف، د عبري خدای انځور د واحد او يو خدای انځور وړاندې کوي؛ په دې ډول د عبري اصلي خدای اړيکې له نورو خدايانو سره نه، بلکې له نړۍ او په ځانګړي ډول له هغو خلکو سره دي چې هغه پنځولي دي. په همدې بنسټ يهوديت له اخلاقي توحيد سره پيلېږي: دا باور چې خدای يو دی او د انسانانو کارونو ته پام کوي. د تانيخ عبري بايبل تر مخې، خدای له ابراهيم سره ژمنه کړې وه چې، د هغه له بچيانو به يو ستر قوم جوړوي. ډېر نسلونه وروسته، هغه اسرائيلي قوم ته امر وکړ چې د يوازيني يو خدای سره مينه او د هغه عبادت وکړي؛ دا معنا چې يهودي امت بايد نړۍ ته د خدای د فکر بدل ورکړي. هغه همدا راز يهوديانوته حکم وکړ، چې يو له بل سره مينه وکړي؛ دا معنا چې يهوديان بايد د خلکو لپاره د الله د مينې پیروي وکړي. دا احکام د احکامو او قوانينو له ټولګې يوازې دوه ستر يې دي چې ياده ژمنه جوړوي، کومه ژمنه چې د يهوديت تومنه جوهر ده. که څه هم په يهوديانو کې يو باطني دود شته، چې کابالا يې بولي، حاخامي عالم ماکس کادوشين هنجاري يهوديت دعرفان عادي تصوف بللی، ځکه په دې کې د هغو لارو او طريقو په واسطه د خدای د هرې ورځې شخصي تجربې شاملې دي، چې ټول يهوديان په کې شریک دي. دا د هالاخا يهودي قانون او د برکة هامزوت شفاهي تعبير په مراعاتولو سره عملي کېږي، دا هغه لنډې دعاوې دي چې، هر وخت د يوه مثبت حکم د تر سره کېدو لپاره ويل کېږي. عادي شيان تصادفات، پېژندل شوي، د هرې ورځې شيان او پېښې چې موږ لرو، د خدای د تجربې لپاره حالات جوړوي. داسې شيان، لکه: د يو چا د ورځې روزي، خپله ورځ، د خدای د شفقت د څرګندونې په توګه محسوسېږي او د برکت لپاره بلنه کوي. سپېڅلتيا، هغه سپېڅلتيا چې د خدای له تقليد پرته بل څه نه دي، د هرې ورځې کارونو په تړاو چې رحيم او رحمان دی، چې يو څوک خپل ځان له بت پرستۍ، زنا او وينې تويولو څخه په دډه کولو سره له چټلتيا څخه پاک ساتي. برکت ها-ميټزووټ د سپېڅلتيا پوهاوی په حاخامي مراسمو کې راپورته کوي، خو په ډېريو دې مناسکو کې تر سره شوي شيان سپېڅلي نه دي او د عامو ځانګړتياوو لرونکي دي، په داسې حال کې چې ډېری سپېڅلي شيان ديني دي. نه يوازې دا چې، عادي پېښې او شيان د خدای تجربه له ځانه سره راوړي. له انسان سره پېښېدونکي هر څه دا تجربه رامنځ ته کوي، د بد تر څنګ ښه هم دي، ځکه برکت په ښو زېرو کې هم ويل کېږي. په دې بنسټ، که څه هم د خدای تجربه د بل هېڅ شي په شان نه ده، د هغه د تجربه کولو او د هغه په اړه د پوهېدو لپاره فرصتونه زيات دي، ان که يوازې هغه په نظر کې ونيسو ،چې د برکت لپاره بلنه کوي.په داسې حال کې يهودي فيلسوفان په دې اړه چې ايا خدای ذاتي که متعالي دی او ايا خلک آزاده اراده لري يا يې ژوند ټاکل شوی دی بحث کوي، هلاخا هغه نظام دی، د کوم له لارې چې هر يهودي عمل کوي، تر څو خدای نړۍ ته راوړي. سرچینۍ یوواله وحدانیت يهوديت
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D8%A7%D9%8A%D9%86%D9%8A%D8%B2%D9%85
جاينيزم
جینېزم ، چې په دودیز ډول د جین دارما په نوم یادېږي، یو پخوانی هندي دین دی. دا دین یو له پخوانیو هندي ادیانو ګڼل کېږي. د جینېزم درې اصلي ستنې یا ارکان اهنسا عدم تاوتریخوالی، انیکانتاودا عدم مطلقیت، او اپریګرا له دنیا سره زړه نه تړل دي. جینان پنځه اصلي عهدونه یا ژمنې لري: اهیمسا له هر ډول ژوندیو سره تاوتریخوالی نه کول، ساتیا حقیقت او رښتینولي، استیا غلا نه کول، برهماچاریا جنسي پاکلمني یا پرهېزګاري، او اپریګره ملکیت نه لرل. دغو اصولو پر جین کلتور له ګڼو لارو اغېزه کړې، د بېلګې په توګه دا اصول عمدتا د ګیا خوړنې او غوښې نه خوړلو د ژوندانه د ډول لامل شوي دي. پاراسپاروپاګراهو جیوانام د ارواحو دنده له یو بل سره مرسته کول دي د دغې عقیدې شعار دی او ناموکارا منتر یې ترټولو عامه او اساسي دعا ده. جینېزم د خپلو معنوي عقایدو او تاریخ ریښې د ۲۴ رهبرانوپېشواګانو یا تیرتانکارانو له سلسلې څخه مومي او د اوسنۍ زمانې په څرخه کې یې لومړنی کس ریشابادیوا دی، چې له دغه دود سره سم ملیونونه کاله مخکې یې ژوند کړی. درویشتم تيرتانکارا، چې پارشواناتا نومېده، تاريخپوهان يې تر نهمې قبل المیلاد پېړۍ پورې اړوند ګڼي. همدا راز څلورویشتم تيرتانکارا یې بیا مهاویرا و چې په شاوخوا ۶۰۰ قبل المیلاد کلونو کې اوسېدلی دی. جینېزم یو ابدي مذهب ګڼل کېږي چې تیرتانکاران یې پکې په نړۍ کې د وجود د هرې دورې لارښوونه او رهبري کوي. جینېزم د نړۍ یو له هغو پخوانیو ادیانو څخه دی، چې تر نن ورځې پورې عمل پرې کېږي. دا دین دوه ستر لرغوني فرعي دودونه لري، چې یو یې دیګامبرا او بل یې هم سویتامبارا دی او د پرهېزګارۍ یا زاهدانه اعمالو او جنسیت په اړه او دا چې کوم متنونه مذهبي یا قانوني ګڼل کېدای شي، په اړه یې مختلف نظریات لري. دواړه دودونه د عامو خلکو شراواکا او شراویکا له ملاتړ برخمن ملنګان یا دروېشان لري. د سویتامبارا دود بیا درې فرعي دودونه لري: مندرواسي ، تیراپنتي او ستانکاواسي . دا دین له څلورو تر پنځو ملیونو پورې پیروان لري، چې د جینانو په نوم یادېږي او ډېری یې په هند کې ژوند کوي. له هند څخه بهر یې ځینې لویې ټولنې په کاناډا، اروپا او متحده ایالاتو کې دي، او جاپان یې بیا د وراوښتونکو د ګړندۍ پراختیا موندونکې ټولنې کوربه دی. مهم جشنونه یا اخترونه یې پریوشنا او داس لکشنا، اشتانیکا، مهاویر جانما کلیانک، اکشایا تریتیا، او دیپاوالي بلل کېږي. د جینانو د نفوس اټکل له څلور ملیونو څخه تر دولس ملیونو پورې کېږي. بنسټیز اصول عدم تشدد د اهنسا اصل تاوتریخوالی نه کول یا ټپ نه جوړول د جینېزم یو بنسټیز اصل دی. د دغه اصل له مخې یو څوک باید هر ډول تاوتریخوالی او تاوتریخجن فعالیتونه پرېږدي او د تاوتریخوالي نه کولو په اړه له همدغسې ژمنې پرته بیا نورې ټولې مذهبي چارې او چلندونه بې ارزښته دي. د جین په دیني تعالیمو او لارښوونو کې، دا مهمه نه ده چې تاوتریخوالی څومره سم یا د دفاع وړ دی، بلکې په ټوله کې یو څوک باید هېڅ ژوندی موجود ونه وژني او زیان ورونه رسوي، او په دې توګه عدم تشدد او له تاوتریخوالي ډډه کول په دغه دین کې ترټولو لوړه مذهبي دنده ده. د جين مقدس متون لکه اکرانګا سوترا او تاتورتاسوترا وايي چې هر څوک بايد د ټولو ژونديو موجوداتو وژنه پرېږدي، هغه که واړه وي يا لوی وي، خوځنده وي او که ناخوځنده وي. دیني تعالیم یې لارښوونه کوي چې یو څوک نه باید بل ژوندی موجود ووژني او نه هم د بل د وژلو لامل شي، او نه هم په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له کوم قتل سره رضایت وښيي. پر دې سربېره، جینېزم د ټولو موجوداتو پر وړاندې نه یوازې په عمل کې بلکې په وینا او فکر کې هم پر عدم تشدد ټینګار کوي. دا اصل وايي چې د هرچا پر وړاندې د کرکې یا تاوتریخوالي پرځای، ټول ژوندي موجودات باید له یو بل سره مرسته وکړي. جینان پر دې باور دي چې تاوتریخوالی د یو چا پر روح منفي اغېزه کوي او نړوي یې، په ځانګړې توګه کله چې تاوتریخوالی له ارادې، کرکې یا هم بې پروایۍ سره مل ترسره کېږي، یا کله چې یو څوک په غیر مستقیم ډول د یو انسان یا غیر انساني ژوندي موجود د وژلو لامل کېږي او یا یې هم له وژلو کېدو سره رضایت ښيي. څو اړخیز حقیقت د جینېزم دویم بنسټیز اصل انیکانتاوادا دی، چې له انیکانتا څو اړخیزوالي او وادا نظریه یا اصول څخه اخیستل شوی دی. دا اصل وایي چې حقیقت او واقعیت پېچلي دي او تل ګڼ اړخونه لري. دا اصل زیاتوي چې واقعیت تجربه کېدای شي، مګر په بشپړ ډول پر ژبه بیانېدای نه شي. دغه اصل وایي چې د اړیکو جوړولو لپاره د انسان هڅې نایا د حقیقت جزوي بیان دی. د دغه اصل له مخې، یو څوک کولی شي د حقیقت خوند تجربه کړي، مګر د ژبې له لارې دا خوند په بشپړه توګه بیانولی نشي. باور پکې دا دی چې د تجربې د څرګندولو هڅې بیا سیات یا په ځینو مواردو کې معتبرې دي، مګر بیا هم شاید، یوازې یو لید، نیمګړتیا ورسره مل وي. دغه اصل د پایلې په توګه وایي چې په همدې ترتیب روحاني حقایق هم تجربه کېدای شي مګر په بشپړه توګه بیانېدلی نشي. دا اصل وړاندې وایي، چې لویه تېروتنه پر اکانتا یو اړخیزوالي باور دی، چې پکې یو څه نسبي حقیقت مطلق ګڼل کېږي. دا نظریه پاموړ لرغونتیا لري او په بودايي متنونو لکه سمانفالا سوتا کې موندل شوې ده. جین اګاماس بیا وایي، چې ټولو ماوراء الطبیعه فلسفي پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره د مهاویرا تګلاره یو مناسب هو و. دا متنونه انیکانتاودا د بودا له تعالیمو څخه د یوه مهم توپیر په توګه معرفي کوي. بودا د منځنۍ لارې لارښوونه کړې او ماوراء الطبیعي پوښتنو ته د همداسې ده یا داسې نه ده ځواب کې افراط یې رد کړی. په مقابل کې مهاویرا خپلو پیروانو ته لارښوونه کړې چې همداسې ده او داسې نه ده دواړه ځوابونه ومني، او له شاید سره بیا د دې وړتیا هم ولري چې پر مطلق حقیقت پوه شي. دایمي وجود پکې د جیوا روح او اجیوا موضوع په توګه په یوه دوه اړخیز انیکانتاوادا چوکاټ کې تصور شوی دی. له دنیا سره زړه نه تړل په جینېزم دین کې دریم اصلي یا بنسټیز اصل بیا اپریګرا دی چې معنا یې له دنیوي متاع سره زړه نه تړل دي. د راهبانو او راهبه ګانو په اند، جینېزم د هر ډول شتمنۍ، اړیکو او احساساتو د بشپړ عدم تملک د ژمنې غوښتنه کوي. پرهېزګاره یا زاهد په دیګمبارا دود کې د یوه سرګردانه دروېش په توګه مطرح دی، او په سویتامبارا دود کې د یوه مېشت دروېش په توګه مطرح دی. د عوامو یا غیر روحاني جینانو لپاره بیا دا اصل د محدودې شتمنۍ لرل چې په صادقانه توګه ترلاسه شوې وي، او په خیرات یا خیریه لارو کې د اضافي اموالو یا شتمنۍ ورکول وړاندیز کوي. د ناتوبایي شاه په وینا، اپریګره پر مادي او رواني دواړو اړخونو تطبیقېږي. مادي ملکیتونه د شتمنۍ بېلابېلو ډولونو ته اشاره لري. رواني ملکیتونه بیا احساساتو، خوښونې او نه خوښونې، او په هره بڼه زړه تړلو ته اشاره لري. باور پکې دا دی چې له ملکیتونو سره بې کنټروله تړاو د یوه شخص شخصیت ته مستقیم زیان رسوي. د جین اخلاقیات او پنځه عهدونه یا سوګندونه جینېزم د پنځو اخلاقي دندو لارښوونه کوي، چې پنځه قولونه یا سوګندونه یې بولي. دغو ژمنو ته د جینېزم د عوامو پیروانو لپاره انوورتاس کوچني تعهدات ویل کېږي، او د جیني روحانیونو یا دروېشانو لپاره بیا مهاورات لوی تعهدات ویل کېږي. د دواړو لپاره یې اخلاقي اصول دا وړاندیز کوي چې جینان یوه ګورو ښوونکي، سلاکار، دیوا جینا، خدای، او عقیدې یا نظریې ته لاسرسی لري، او دا چې هر فرد له پنځو جرمونو څخه پاک دی: د عقیدې په اړه شک، د جینېزم د حقایقو په اړه بې باوري. د جین له تعلیماتو او لارښوونو سره صادقانه علاقه یا تمایل، د ملګرو جینانو په رسمیت پېژندنه، او د دوی د روحاني کارونو ستاینه. دا ډول یو شخص د جینېزم لاندېني پنځه عهدونه پر ځای کوي: اهیمسا ، قصدي عدم تشدد یا نه ژوبلول: د جینانو لخوا اخیستل شوی لومړی لوی عهد یا ژمنه دا ده چې نورو انسانانو او همدارنګه ټولو ژوندیو موجوداتو په ځانګړې توګه حیواناتو ته به زیان نه رسوي. دا په جینېزم کې ترټولو لوړه اخلاقي دنده ده، او دا نه یوازې د افرادو پر عملونو تطبیقېږي، بلکې د دې غوښتنه کوي چې په وینا او افکارو کې هم تاوتریخجن نه وي. ساتیا ، حقیقت او رښتینولي: دا عهد په دې معنا دی چې تل به رښتیا وایې. نه به درواغ وایې او نه به هغه څه وایې چې رښتیا نه وي، او نه به هم نور هڅوې چې د هغه چا تایید وکړي چې دروغ وايي. استیا ، غلا نه کول: د جین مذهب پیرو باید هغه څه وانه اخلي چې په خپله خوښه نه وي ورکړل شوي. پر دې سربېره، یوه جیني دروېش ته که یو څه ورکړل شي، باید د اخیستلو لپاره یې بیا هم اجازه وغواړي. برهماچاریا ، بکرتوب یا مجردوالی او له جنسي اړیکې ډډه: د جیني راهبانو او راهبه ګانو لپاره له جنسي او نفساني لذتونو او خوښیو څخه ډډه کول وړاندیز شوي. خو د عامو پیروانو لپاره یې بیا دا عهد د عفت او پاکلمنۍ او د ژوند له ملګري سره د وفادارۍ معنا لري. اپریګره ، ملکیت نه لرل: په دغه عهد کې له مادي او رواني ملکیتونو او اموالو سره تړاو پرې کول او زړه نه تړل، او له ډېر تمایل او حرص څخه ډډه کول شامل دي. د جينېزم دین راهبانو او راهبه ګانو په بشپړه توګه ټولې شتمنۍ او ټولنيزې اړيکې پرې اېښي دي، هيڅ شی نه لري او له هېچا سره تړلي نه دي. سرچینې مذهب
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D8%A7%D8%A8%D8%A7%D9%88%D8%B1%D9%8A
ساباوري
ساباوري یا انیمیزم د باورنې یا عقیدې یو غونډال دی په کوم کې چې د بدن او سا تر منځ بېلتون نه مني. او دا بېلتون نه یوازې په انسانانو کې بلکې په ژویو ، بوټو او نور. ساباوري
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%88%D9%87%D8%A7%D8%A8%20%D8%B3%D8%B1%D8%AA%DB%90%D8%B1
عبدالوهاب سرتېر
عبدالوهاب سرتېر ۱۳۲۸ لمريز لېږدي کال، د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالي په انگرېزي: د افغانستان يو پښتون شاعر او اديب دی. مخينه عبدالوهاب سرتېر د حاجي عبدالغني زوی، پر ۱۳۲۸ لمريز لېږدي کال د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د موسی زيو په کلي کې زېږېدلی دی. زده کړې عبدالوهاب سرتېر خپلې زده کړې د سيد جمال الدين د ښوونې او روزنې په موسسه کې پای ته رسولې دي. دندې تر ۱۳۵۸ لمريز کال پورې په حبيبيې او استقلال لېسو کې د پښتوژبې او ادبياتو ښوونکی و. وروسته يې د افغانستان په راډيو ډلويزون کې پر کار پيل وکړ چې هلته د بېلابېلو خپرونو ليکونکی، ويونکی او چلوونکی و.وروسته يې د افغانستان په راډيو ټلويزيون کې په کار پيل وکړ چې هلته دبېلابېلو خپرونوليکونکی ، ويونکی اوچلوونکی وو چاپ شوي آثار د عبدالوهاب سرتېر شعرونه له ۱۳۴۳ لمريز کال راهيسې د هېواد په مطبوعاتو کې خپرېږي. د نوموړي څو شعري ټولگې چاپ شوي چې په لاندې توگه دي. څيرې گرېوان - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۷۷ لمريز د کوثر جام - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۷۷ لمريز د څپو ژبه - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۷۸ لمريز چينه - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۸۰ لمريز سوی ډاگ - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۸۰ لمريز هميانۍ - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۸۰ لمريز بڼ - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۸۴ لمريز نوموړی د ۱۹۹۳ زېږيز کال راپدېخوا په آلمان کې د پردېسۍ ژوند تېروي. باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د عبدالوهاب سرتېر شعرونه په ټاټوبي وېبپاڼې کې د عبدالوهاب سرتېر شعرونه پښتانه شاعران پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA
پروان ولايت
د پروان ولايت مرکز د چاريکار ښار دى او نوروې ولسوالۍ او علاقه دارۍ يې په دې ډول دي: جبل السراج، غوربند، پنجشېر رخه، سرخ پارسا او بگرام د پروان ولايت د اداري واحدونو په ولسواليو کې راځي. سالنگ، شينواري، شيخ علي او کوه ساپي د پروان ولايت علاقه دارۍ جوړوي. پروان ډېره ښه هوا لري، په اوړي کې يې د تودخې درجه تر رسېږي. خو ژمى يې سوړ او بيا په سالنگونو کې د تودخې درجه تر منفي پورې رسېږي. د پروان ولايت مساحت کيلومتره دی او د وگړو شمیر يې په لمریز کال کې د رسمې شمیرو له مخې ښودل شوى، چې بيا په ل کال کې يې د خلکو شمېر ښودل شوى. د پروان ولايت ځمکې ډېرې ښې حاصل خېزې دي. چې خلک یې انگور، غنم، او پنبه، کچالو په کې کري. د جبل السراج، د سمنټو فابريکه د دغه ولايت له مهمو اقتصادي توليداتو څخه شمېرل کېږي. همدلته يو برېښناکوټ هم لري چې د کيلو واټو په وړتيا د يوې اندازې د جبل السراج او ددی ولايت مرکز چاريکار ښار اړتيا پوره کوي. پروان ولايت د نندارې ښه ځايونه لري، له همدې امله هر وخت هلته ډېر زيات سيلانيان د مېلو لپاره ورځي. په ژمې کې د دغه ولايت په واورينو سيمو کې خلک د واورو لوبې کوي. اوس چې په هېواد کې سوله او ارامې راغلې، بهرنيان هم په ژمي کې دغه ولايت ته د سکي لوبې لپاره راځي. پروان د افغانستان له مرکزي ولايتونو څخه دی اوډيره ځلانده تاريخي سابقه لري. اوپيان د بودايې، دين دورې له نظره مهيم نقش درلود. اود بوديزم پلويانو هلته ځانگړي عبادت ځايونه درلودل د پليسن په نظر اسکندريه په اوپيان کې جوړه کړی شوه چې مورخينو داوپيان نوم په مختلفو ليک دودونو ياد کړی لکه : اوپيدوم ،اوپينوم ،اوپيای او اوپيان درج کړی دی خو اصلا هغه اوسني اوپيان دي چې د چاريکار لويديځ لورته پروت دی. بله تاريخي سيمه بگرام دی چې د کابل شاهانو پايتخت و. او د څلور ضلعو لرونکې لويې کلا چې د کرسته او تتراگون په نوم هم ياديږي اوپه هندي ژبه کې دلوي او مهم ښار معنی ورکوې. ربې دلوي په معنا او گرام دښار په معنا ،لرو .اوس دهغې ساحې خواته د بگرام هوايې ډگر جوړشوی دی. کوه صافي يې دفاعې ديوال شمېرل کېده. هغه وخت له بگرام نه کابل ته د دښتې له لاری په قلعه حاجي مستقيمه لاره تللې وه چې کابل شاهان مستقيمآ د کابل بالا حصار ته راتلل اوددې لارې په اوږدوکې دسرک دواړو خواوته گڼې ونې وې ترڅو لارويان د لمر له تاوانه وژغوري. جغرافيوي موقعيت داولايت ډېره ځلنده تاريخي سابقه لري .داوپيان برخه کې سکندر مقدوني لويه سکندريه جوړه کړې ده ،چې دقفقار دسکندري په نوم يادېده . بوديزم د دين دخپرولوپرمهال دبوديزم پلويان هلته ډېرعبادت ځايونه جوړکړي وو . داوپيان دتاريخ بېلا بيلو دورو کې لکه پېدوم لکساندري ،پينوم او اوپيان درج کړي دي .بله تاريخي سيمه يې دبگرام ده ،چې دلته پلازمېنه وه . چې دکابل نه پرته دادکابل دشاهانولپاه دويمه پلا زمېنه وه . اوکوه صافي يې دفاعي ديوال شمېرل کيده اودکابل شاهان مستقيمآ بالاحصار ته راتلل . ددې ولايت هواسړه دکالنې اورښت اندازه يې ۴۰۰-۳۰۰ملي مترو پورې ريکارډ شوې ده . داوړي په موسم کې دتودوخي درجه د۲۰او ۳۰سانتي گرادو اودژمې په موسم کې تر ۲۵ اودجبل السراج په برخه کې له ۱۰-۵ درجو پورې راښکته کيږي . ددې ولايت چارچاپېره دجبل السراج غرونه ، سالنگ کې دوشاخ ، دپغمان غرونه ، دپنجشېر په پای کې دانجمن کوتل ،دسالنگ کوتل اودبشر کوتل له گاونډيو ولايتونو سره نښلوي .ددې ولايت خلک دنژاد اوتوکم له مخې اصيل اريايان دي .جنگې او زړور دي د اوپيان په برخه يې سکندر ته ډېر زیانونه رسولې وو .اودروسانو ديرغل پرمهال روسانوته دپنجشېر په برخه کې ډېر زيانونه ورسېدلې دي .ولايت مهم پېداوار انگور،مميز،تلخان ،غنم ،پنبه اوکچالودي پاتې د ې نه وي ډېرښه بانجان رومي لري . داولايت داوبوډېرې ښې منابع لري .دجبل السراج بند ،غوربند بند ، دغوربند سيند ،سالنگ سيند،اودپنجشېر سيند يې داوبوښې منابع دي. ځنګلونه دسرو،ناجو ،څېړی ،غذ،چنار،اونخلې ونې ډېرې دي اودغوربندپه برخه کې بادام ،ذردالو،اومڼې ښه حاصل کوي . کاپيسابگرام دکال په شمال کې يوه حاصل ښيزه سيمه ده .چې دکوه دامن اوکوهستان په نامه ياديږي .ددې سيمې نوم له پخوانيوزمانوراهسې کاپيسادی اوددې سيمې اوږدووالی ۱۰۰اوسوريې ۵۰۰کيلومتروته رسیږي .ددې لويې ساحې په منځ کې دکاپيسې په نوم يوښاروو. چې داپه حقيقت کې دکاپيسا مرکزياپلازمېنه ده . بگرام هم ددې سترې ساحې يوه برخه ده ،چې له لرغونوزمانوراهيسې هغه هم دکاپیسا په نوم يادېده . داسيمه له ډېرو لرغونو زمانو راپه ديخوا مثلآ دهغامنشيانوپه لومړې دورکې اودسيروس په وخت کې يانې پنځه پېړې دمخه ترميلاده اوبياترهغې هم دمخه په دې ځای کې کلا اويومستحکم حصار موجود و .هغه کنډوالې چې نن دبگرام په نامه ياديږي نژدې دوه نيم کيلو متره فاصله لري ،چې دايوخوايې لويديځ ،ختيځ اوجنوب ته يې دلوي ديوال اثار نښې نښانې څرگنديږي . چې دوخت دتېريدوسره يې ديوي غونډۍ بڼه خپله کړې ده په دې ځای کې ديونانيانوسترمرکز وه چې بياوروسته داپلازمېنه اوداساحه دکوشانيانو لاس ته ولويده اوپه پېړيوپېړيو يې ډېرې نورې سيمې يې کنټرول کړي دي .نوځکه داسيمه دکتلو وړ اويوه غوره توريستې نقعله ده ،چې دتورستانو له پاره ډېره مهمه اوترټولوغوره سيمه گڼل کيږي . زراعت انگور،مميز،تلخان ،غنم ،پنبه ،کچالو،سابه ،بانجان رومي اوداسې نور .... دجبل السراج سمنټ ددې ولايت له مهمو اقتصادي توليداتوڅخه شمېرل کيږي اودبرښنا فابريکه يې ۱۵۰۰کيلوواټ في ساعت په ظرفيت دجبل السراج اوچاريکارو دبريښنا اړتيا پوره کوي .په چاريکاروکې دچاقو جوړولو صنعت ډېرشهرت لري اودکشمش پاکۍ فابريکه يې په ډېر مقدار مميز بهر ته صادروي . دخړوب وړځمکه يې ۱۷۶۰۰۰اکړه اوللمي ځمکه يې ۶۸۰۰۰اکړوته رسيږي . د بگرام مشهور کلي مياخيل ،ناصري ،کوه صافي ،دوراني ،څينزي،بگرام ،دولت شاهي، ډيله ،دباط ،نصروکلا ،غلام علي ،ماهيگير ،لغماني ،گلا کلا، ازباشی ،جانقدم ،کلای بلند ،قلاچه ،گدانشاه ،خروټي ،شاکا ،نوده ،جعفرخېل ،توغچې ،يورچې ،بخشي خېل ، لکند خېل،ترکمان ،چې دلته يوڅه کلي دپښتنو اويوڅه د دري ژبو په لاس کې دي .اوکوم دودونه چې ما لیکلي دپښتنوسیمو دي چې يوتربل پورې ډېر ورته والی لري . دبگرام ولايت خلک زياتره په کرنه اوبدلوبوخت دي دبگرام په حوزه کې يولمړنۍ ښوونځی اودکوچنيانو دښوونې اوروزنې له پاره شته دي . لمړي ښوونځي ماهيگر کې دليکوالۍ ښوونځي په توغچې ،رباط ،کوه صافي ،کلای بلند . ازباشي اوکلای نصرو مشهور زيارتونه هم لري . اداري جوړښت د پروان و لايت چې له غوربند څخه د پنجشر درې تر پايه غځيدلی لو سالنگ هم ددی ولايت برخه گنل کيږی د لاندی اداری واحدونه لری. چاريکار ښار د ولايت مرکز جبل سراج ولسوالۍ غوربند ولسوالۍ سرخ پارسا ولسوالۍ بگرام ولسوالی شينواری علاقه دارې شيخ علی علاقه دارې کوصافی علاقه دارې سالنگ علاقه دارې مشهور زيارتونه په بگرام کې دصوفي بابا زيارت په ماهيگر کې دميرشاه غازي زيارت په توغچې کې خواجه ورف ولي زيارت په گدانشاه کې دخواجه خېروصاحب زيارت اوپه دې وروستيوکې يعنې ۲۰کالونه راپه ديخواپه يوزباشي کې دملااکبر اخون زيارت دی چې دبزرگ بابا په نوم مشهور دی او ډېررسنده زيارت دی. دودونه رواجونه پښتو له ډېره وخته دخپلو محيطي شرايطو اونورو عنعنوي اصلوسره سم دټولنيزژوند دکړو وړو لپاره په خپلو مينځوکې ځينې قومي اواولسي تړونونه اوپريکړه دي . اودهغهو تړونونواوپريکړو له مخې خپل ورځني کارونه کوي .دغه اصول اودودونه له هماغه پخوا وخته په اولس کې پاتې شوي اوداولس خلکوديو خنل شوي شي په توگه ورڅخه کاراخيستې دی .دغه دودونه دپېړيو اوږدو کې له يوخسل څخه بل ته پاتې شوي اوتر نن پورې دپښتنې سيموپه بېلا بېلو برخو کې په هغو دودونو له مخې توسره کوي. ځينې دودونه اوس خپل اهميت دلاسه ورکولو له امله دمنځه تللي دي اوځينې لاتراوسه هماغسې پاتې اوپه خلکو کې دمنلووړدي . له دودونوڅخه دبشري ټو لنوداجتماعي اړيکو روحي اوکلتوري خصوصياتو اوکړو وړو په سپړنه اوڅېړنه کې ډېره په زړه پورې استفاده کيدای شي . همدغه دودونه دي چې دبشر پوهانوله پاره ديوې ټولنې دخلکو په څېړنه اوهر اړخيزه پوهېدنه کې ډېر گټور اوباارزښته بريښي . دپښتني کلتورددغې خوندورې برخې ټولولوته زمونږ ټولنې دکلتوري خصايصو دځانگړتياوو دپوهېدنې په منظور هره ساحه کې ډېره اړتيا ليدل کيږي . که څه هم د دغه دودونو دټولولوله پاره له څه مودې راپه ديخوا کار پېل شو، خولکه څنگه چې معلومه ده دټولو پښتنې سيمو دودونه تراوسه نه دي راټول شوي نوهم په دې اساس غواړم چې په خپل پايليک کې دپروان ولايت کې دبگرام ولسوالی د دودونو په باب يوڅه وړاندې کړم . د واده دود له ډېرې پخوا زمانې نه دپښتنو په سيمو کې دواده دود زماپه نظر ډيرلږ توپيرسره سرته رسيدالو خواوس په کې ډېرډېر توپيرونه رامنځ ته شوي داچې هر ولايت يا ولسوالی خلک دهرځای دخلکو سره استوگنه اختيار کړه دهماغه خلکو دود او دستور ورباندې تاثير کړی دی دنمونې په توگه زمونږ په کلي کې داسې يو متل هم شته چې هرچېرته اوسې په خوي به دهغوشې . چې داټول د دغو درې لسيزو جنگونو پايله وه چې هرڅوک په هر ځای کې مهاجر شول اوخپل کلي يې پريښودل اوبهر ملکونو ته ولاړل اوډېر خلک يې درپه دره کړل . نودا يوه طبعي خبره ده چې اجتماعي محيط يا ټولنه تاثير لري که هر څومره ځان ترې وساتې خوامکان نه لري دلته به راشو هغه خپل دود اودستورونه چې څومره په زړه پورې اوله خوښيو ډک دودونه اوڅومره ديوې پښتنې پېغلې دعيزت اوابروساتنه په کې ليدل کېده څومره درنې اوښکلې جامې يې درلودې چې حتی په خارج کې هم افغاني جامې خوښی دي چې دا دافغانانو خاصې جامې دي کله به چې دچاکره به پېغله نجلۍ وه نوډېرو خلکو به ورته سترگه اوښتله يا بې خور تله چې څومره به د ده کور پخلی خوندور وي اوڅنگه به يې کور پاک وي چې يوه لنډې هم ددې په هکله پخوانيو ښځو ويلی ده : چې پېغله لوري په کاله وي دهغه کورسوی جواری خوند کوينه ناوې خونيمه ننداره وی پېغله شمله وي دپلار کور پرښه ښکارينه نوڅوک چې هلک والا وي او غواړي چې خپل ځوي ته کوژده وکړي دهلک مور خور ورندار ديوی ښې نجلی په لټه کې کيږي نو کله چې نجلې وليده باحيا پردناکه اوقدرمنه ده اودهغې په باره کې خپل ځوي ته وويل اوځوي په کې څه ونه ويل نوبيا دهلک مور دهغې پېغلې کور ته ورځي اودمور سره خبرې کوي اوپه همدې شان څو ځلې ښځې ورځي چې کله دنجلې مور واځي شي اودغه ته يې هوکي کړه نوبيا خبره دنجلې پلار ته کوي که هغه هم راځي وي نو دهلک مورته وايې چې سبا به دغه وخت به سړي راوکيږه.نو دهلک پلار ياترونه ياڅوتنه دکلي مشران دنجلې کورته ورځي اوهغوي دخوا ورته يوڅه دخوړلو له پاره ورته تياريږي اوهغه خواړه چې وخوړل بياورته خبره يادوي اودکلي مشران ورباندې دوعا کوي . دنجلې ورور ياتره ځوي ورته ريښکۍ دسمال راوړي اودهلک پلار مخې ته ږدي اوخلک ورته مبارکي ورکوي نو کله چې دسمال جيگ کړي د دسمال په ځای يو څه روپې ږدي دارښکې يادسمال داشان وی چې بخوازمانه کې به دومره تکې هم نه دسمال خوبیخي کم بافته وه نوښځوبه يايو دتکې دسمال يا دغه سې يوعادي دسمال به يې رواخيستل په څلوروکنجوکې به يې شنه گيا داپه دې معنا ده چې شنه شي يعنې دزامنو مور شي په بل کونج کې يې پچې دا ددې په مانا چې مالداره شي اوپه بل کونج کې وريژې چې وړينه شي . په بل کونج کې مالږه چې يو تربله او نمک شي يعنې که دچا دکور مالږه وخوري نودهغه کور سره به بد نه کوي اوهمداشان د ريښکې دسمال په منځ کې يوه افغانې دسپينو زرو پورې گنډ له اوپه منځ کې يوقند يوه آينه اتر صابون اوطاق درې يا پنځه هگۍ ايښودلې . نوکله چې دهلک والا دسمال ويوړ بيابه دکلي هلکان راتلل اود ټوپک ډزې به يې کولی ښځې به ورته مبارکي ته رامللې اوهغو هلکانو چې ډزې به يې کولی هغوي ته به دسمالونه ورکول . بيابه چې کله څو ورځې تېرې شوې دهلک پلار يا بل مشر به ورځې اودکژدې په هکله غږيږي اوهغه باندې خوړه ږدي . نوکوژده شروع کيږي اودوي خوړه وروړي اودنجلې کورله خونه دغو خلکوته دسمالونه ورکوي دنجلې په کور کې خپل خپلوان اوهلک په کور کې خپل خپلوان راغونډ شي اوکوژده په ښه سازو سره شروع کوي کله چې ډوډې وخوړل شي بيا دهلک دکورنې له خوا يوڅوته سپنږيرې ورځي اودسمال راوړي . د دسمال په منځ کې وچې مېوې سره گډه وي ،تازه مېوه ،لاسي روغانې ياکلچه پکې ږدي .چې دا پنډ يومن ،نيم من وي .اودپاسه يوه ښايسته تيکه اچوي چې په هغه تيکې باندې خالونه ،مرې ،پېسې،چاکليت ،زونډي پرې گنډي .اوډېر ښايسته يې جوړوي .اودارومال دهلک پلارمخې ته ږدي اوبيا هم ټول خلک ورته مبارکي ورکوي .ښځې ورباندې نڅاگانې کوي نورې ښځې ورته مبارکې ته راځي . دکوژدې نه څوورځې وروسته دنجلې کور ته جوړه وروړي بیابه په سبا دنجلې کور نه به دهغه مور اونورې خپلوانې دهلک کورته راتلې چې هغه ته به منجومې ويلې چې د دوښځو به ورژې نچولې يا دهگيو ټکلې يا غوښه به يې ورباندې کيښودله چې دامنجومې بې دهلک کورته وړلې . بله ورځ به هلک اودهغه کوروالا يعنې کور اوخور دهلک سره يو ځای دجلې کورته ورتلل .او هلته به يې خواښې يعنې دجلې مورته ټکرې اچولو .ټکري اچول يعنې يوڅه پېسې به يې په ددسترخوان اچولې . اودخواښې دخوابه ورته دسمال به ورکولو کله چې هلک به کورته راتلو نو دماشونو دهلک بوټ پټول اوڅوبه يې ورته پېسې ورنکړې بوټ به يې نه ورکولو البته وښځو په وينا دماشومانو داکارکوو . کله چې دواده مسله منځ ته شي هلک پلار بيا ورځي اوبيا دنجلې پلار ورباندې خوړه اودکور لوخي ږدي بيا دوي نجلې ته ختي جوړه وروړي او کوم شيان چې پلار ورباندې ايښي هغه هم اخلي اودنجلې کورته وي اوددې په څنگ دولور په هکله هم غږيږي يو څه پېسې چې په خپل زړه په کوژده کې اچوي هغه دهلک پلار له خوا وي اوس دنجلې پلار نورې پېسې هم غواړي داخبره بيا دکلي مشران فيصله کوي يا هروخت اوزمان ولور معلوم وي خودنجلې پلار خلاصوي اودواده مراسم پېل کوي . بيا دناوې مور ياخور دناوې دجاموپه گڼډلو باندې شروع کوي اوڅوتنه ښې ښځې دښه شگوم له پاره راټولوي اودنجلې کالي ورباندې کڼډي اوله وې نه وروسته دهلک کور والا سټه يا دواده خوړه وروړي هغوبيا ورته کرداري دسمالونه ورکوي اوپه سبا شپه يې خلک راخبروي اونکريزو شپه پېل کيږي . د نکريزو شپه دواده يو هم په زړه پورې شپه ده اوپه زياتو پښتنو سيمو کې په ډېر لږ توپير سره سرته رسيږي په دې شپه کې نجلې ډېره خپه وي اوخپلو همزولو په منځ کې ناسته وي اوزړې جامې يې اغستې وي او دا شپه دپلار په کور کې اخري شپه گڼي نوبيا ورته د هلک د کور له خوانکريزې راوړل کيږي نجونې او پېغلې راغونډيږي او هره پېغله ورته يوه گوته نکريزې ږدي اوهلک ته خپل همزولي نکريزې ږدي او بيا ورته پېغلې سندرې وايې . شپه ده د نکريزو جونکې بيا تمبل وهينه خلک د هرخوانه په واده راغلي دينه نن په دې نکريزو کې د دوه مينو زړونه دي زړونو کې ټوکېدلي سره گلونه دي او بيا زړې ښځې داسې سندرې وايې : په لاس پورې کړي خينه که خينه شوه نيم کله داپلاني کړې مسله او بيا ځينې ښځې غواړي چې ناوې اود ناوې مور وژړوي نو دوی داسې سندرې وايې : د سحر سترگه راوخته لايکه ده فلانۍ به ځای کې لاس وهي چې لور ورکه ده ژاړه ناوې ژاړه په ژړاکې شرم نشته دی دا دې د پلار کور دی هلته دې څوک نشته دی زموږ ناوې غوټ زړگې ده کوږته نه ژاړي داده لېوره وهل چې وخوري بيا به ښه ژاړي همدا شان ټول بيت تکراروي خو يوازې دنوم په ځای بل نوم اخلي . د ناوې جوړول دا هم يو خاص دود لری څنگه چې د مخه وويل د نجلی پېکی د وريزو په سروی نوچې واده شی دواده په ورځ چې ناوی جوړوی د هغی پېکی وربېلوي .چې دا ډېره سخته ورته تماميږی او ناوې ژاړي د ښځو په مينځ کې ناسته وی او مخ ته ېې دسمال نيولې وی . او نورويښتان ېې گډوډير دی او زړی ښځې ورته سندری واېې کله چې داپيا شه ورته بيلوی يا جوړه د يو هلک چې ده يا ۴کلو وی هغه راولی او دناوی پيکې ورته بيلوی چې هغه ماشوم ته يوه سوچه سلاح ورکوې او بسم الله د نجلی پيا شه ببله وی چې هلک يا د ناوی وروريا وراره يا ماما زوی وی .بيا وروسته ورته نوری ښځې کوڅې کوی په ويښتو باندی ورته گند وس د غوړوسره سرلوگې ،نرکچور د سر په غوړوکې گډوی او د ناوی په ويښتو بې وهې چې دا سر غوړډير ښه په سر باندی ورله غوته کوی .چې دا باندی يو قسم يوست نارری چې د هندورنو په دوکانو کې هم شته خواوس دا رواج له مينځه تللې روسی خو ارشيگاه ته ځې او هلته سنگارکوی د کند يا سرلرگې په ځای نافت ،د ويښتو جلا او داسی نور شيان ومی کله چې ناوی جوړوی داسی سندری واېې : دوه دوه تاره اخلی سرور ورو بيلويه په نخرونخرو ېې بيلو يه نو کله چې ناوې سينگار کړي نوپخوابه داسې دود وو چې ناوې به تياره شوه اوپه تياره وړله نوښځې به ورته راټولې شولې اوداسې سندرې به يې ويلې : ستا دناوې کجاوې برولاړې برولاړې اوس به روانيږې ناوې اوس ته دې دورورنه رخصت واخله ناوې وه وروستې ديدن دې ناوې ورو اوس راروانيږي ناوې اوس ته دې دپلار نه رخصت واخله ناوې واخله ناوې اوس راروانيږي ناوې اوس نو په همدې شکل دکورغړي ټول اخلي اوسندرو کې يادوي اوکله چې وار راشي نو دجنې کور والا يومشر ورباندې بوره اوبه ورشيندي. ښځې خپل مراسم په ځای کوي اوسړي څپل مراسم ښځې کورته رادننه شي خو سړي هم کورته رادننه کړي ښځې دجنې له خوا داسې سندرې وايې: زموږزومه ځالنه اوس راننوزه داننه زموږ دناوې جارشې روسې قد گورې که ونه دهلک له خوابيا داسې ځواب ورکوي : موږداسې زوم راوړې لکه گل گل په بالبزه کې لکه گل گل په بالبزه کې بيا دنجلې له خوا داسې وايې : ناوې لکه چندړ ودروې ناوې لکه چندړ ودروې دالېورې لکه سېرلې ترې تاو وي په همدې ډول دهلک ټوله کورنې يادوي البته نمونه يې په سندروکې يادوي : او د هلک له خوابيا داسې ځواب ورکوي : زموږ دناوې شونډ غونډ منډ دی ارمان مې د دفلانې ډېر مند دی دوی او خپل خپلوان چې په دی واده کې زيارونه گالی يادوی . چې همدا سندری بعضی په ډېر سخت جنگو تماميږي او خبرې عين تر ټوپکه رسيږي اودسړو جنگ هم شروع کيږي خو بعضې ودونو کې بيا بده نه گڼي او په خندايې تېروي کله چې سړي راشې اوناوې جيگه کړي په آس يې کينوي اودناوې ترمخه دهغې ماما ،کاکاکيني او آس په حرکت کيږي دلته دناوې ورور ياتره زوي يا بل کوم خپلوان دريږي اووايې ترڅو دانښه نه يې ويشتلي ناوې نه شي وړې چې دانښه داډول وي چې دکلا د دروازې په سر يوه هگۍ زوړنده وي او وايې چې که دانښه مو وويشته نو ناوې وړې شې اوکه ومونه ويشته ناوې نه شي وړې دلته دهلک له خوايو ځوان راپاڅيږي اودنښې په ويشتلو باندې پېل کوي که نښه وويشتله نو ښه ده ناوې وړي اوکه ونه ويشتله نوبيا سپينږيري له منځه کيږي اودخېر اوبه له منځه تېروي اوناوې وړي خووراگړو ته يوه غټه نانه پاتې کېږي. نکاح دناوې دراوړلو نه مخکې کله چې ډوډې وخوړل شوه نکاح دتړلو دودپرځای کيږي البته دواده په ورځ ملا يا امام يا څوتنه دکلي سپينږيري چې په يوه کوټه کې ناست وي اوډوډې وخوړله بيادوعا کوي چې اوس به نکاح تړو اوڅوتنه سړي چې يودناوې خپل اويودهلک خپل دښځو منځ ته ورځي اودناوې څخه دنکاه پلار پوښتنه کوي چې دنکاه پلار دې څوک نيسې ناوې داسې غلې ناسته وي اودابه ديوال وي هيڅ خبرې نه کوي اودايو دود دی چې شاهدان راغلي دابه درې ځلې به ځي اوبيا به راځي اوپه هره پېره کې به دنجلې دهمزولو له خوا چې شاهد خبر نه وي يو څه ورپسې غوټه کوي که سړي خبر شي نو خلاص به يې کړي او که نه عين دسړيو کوټې پورې ورننوځي اوپېغلې اوماشومان ورپورې خنداگانې کوي اوپس د درې کرته به يې دنکاه پلار وخود اوټولو به ورله مبارکي ويله کله چې هغه شاهدان چې دملا مخ ته ورغلل نو : دکوم ځای راغلې ؟ دوي وايې :دښارعدالت نه ملا صاحب ورته وايې څه موراوړل ؟ دوي وايې شرعي وکالت بيا ملا صاحب غبرگه کړي دچاپه نامه دفلاني خان په نامه اوبيا نو دنکاه رسمي مراسم پېل کيږي ملا صاحب دواده خطبه وايې اوبيا نو دنکاه پلارته مخ راړوي او ورته وايې : فلانې دفلاني لور چې په ده نامه بله لور نه لري تافلاني دفلاني زوي ته په شرعي نکاه ورکړې ده وردې کړه هومادفلانۍ دفلانيزوي ته ورکړې وه ،ورمې کړه داسوال اوځواب درې ځله تکرار شي بيا نوملاصاحب زوم ته مخ را اړوي او ورته وايې تافلانۍ دفلاني لور چې په دی نامه بله لور نه لري په شرعي نکاه قبوله کړې وه ،قبوله دې کړه . اوهغه په ځواب کې وايې : هو ماقبوله کړې وه قبوله مې ده . شرعي نکاه چې څوک تړي نو نجلۍ او هلک نه پوښتنه کيږي . خودپښتنو په سیموکې چې يو وار مور اوپلار وويل دالور مې دفلانې نوکه دنجلې زړه وي اوکه نه يا دهلک زړه وي اويا نه نوپه نکاه کې به هو وايې زماپه نظر دا دپښتنو يوه غټه ناپوهي ده چې دلورخوښه يو عیب گڼي . اوبل داچې دوکيلانوترمينځ دمهر ايښودلو په وخت کې هم شخړه مخځ ته راځي چې يو لس لکه وايې اوبل پنځوس زره وايې نوپه دې وخت کې بيا يوڅه هغه ورټيټيږي اويوڅه داورجيږيږي او بلاخره په خوښې اوخوشالۍ فيصله کوي .اوداخر دعاکوي اوهلک والا ځي اوخپله ناوې کورته وړي . د واده او نکاح مسوليت زياتره په مور او پلاروی څنگه چې رسول اکرم صفرمايلی دی او داسی واېې چې لور يا ځوی ځوان شو بايد د هغه فکر کې مور او پلار اوسی عن ابي سعيد وابن عباس قالا : قال رسول الله ص من و بد له ولد فليحسن ا سمه دادبه فاذ ابلغ فليز وجه فان ولم يزوجه فاصاب اثما فانما اثمه علی . رواه البيهقي في شعيب الايمان ژباړه دابوسعيد او ابن عباس روايت دی چې رسول اکرم ص فرمايلي : دي هرچاته چې خدای پاک اولاد ورکړلو نو بايد په هغه باندې ښه نو م کيږدي نوکله چې دبلوغ اودځوانې دوران ته ورسېدلو نوهغه ته باي واده وکړي که چېرې واده ورته ونکړي نو هغه به ددې له اثره ناوړه کارونوته لاس واچوي نوپه دې صورت کې دهغه گناه دپلار په غاړه ده . دناوې دريمه دريمه ورځ دناوې په بگرام کې يوخاص دود او دستورلري اودادود دډېرپخوا زمانې نه راپاتې ده .کله چې ناوې واده شي نوهغه تر درې ورځودخوسر دکور ډوډۍ نه خوري اوخپل خپلوان يعنې مور، خور، ترورډوډۍ ورله لېږي اوتر درې ورځو چې دناوې کوټې ته څوک ورننوځي البته دخوسرگنې نوې ناوې مجبوره ده چې دهغه احترام له پاره ودريږي اومخ يې پټوي اودرې ورځې چې پوره شي نودناوې خپلوان دخپل لور کره ورځي اوپخکړي خواړه چې هغه ته منجومه وايې وروړي اوخپل دوستان خورنڼې هم ورته يوڅه وروړي او وروسته ډوډې خوړلونه ناوې باندې لاس منډونې کوي ،يعنې دډېرو درنوجامو نه يوڅه سپکې جامې اچوي اودکورپخلنځۍ ورته ښې اوله نغري څخه يې تاوه وي او وروسته له هغه نه لاس منډونې نه مطلب دادی چې په پنځو شيانو کې موټې کوي وريژې ،بوره ،غنم ،غوړ،مالگه اودکورنورې کوټې ورښې او وروسته دناوې پلارگنې رخصت اخلي اوخپل کورته ځي اوناوې په ډېروچغو پسې جړاکاې کوي . دناوې اومه يا دسروروړل د واده په اومه شپه دماښام دخوانه دناوې ورور اوکه ورور نه وي تره ،اوښې ،يا دتره ځوي ورځي اوخپله لورکورته بيايې چې دپلارکره دوه يادرې ورځې تېروي اوکله چې راځي دخوسر دکورڅخه سرورهم راوړي سروريعنې روټنې نه يې مطلب پخکړې غوښه اوچپاټې دي چې دناوې له خواهم راوړي اودپخوانه يې هم وړي چې دابيا دپلار ياخوسر دوسې تاوان پورې ده بعضې پسونه حلاله کوي بعضې دوه درې منه غوښه راوړي هم داشان ۳۰۰ يا۴۰۰ چپاټې پخوي چې دابياهرکورته يوه چپاټې اوپه مينځ کې يو څه غوښه تاوه وي اولېږي اوبل داچې دناوې له پاره کالي هم کړي چنگه چې دغه دوديوڅه کم شوې اوزياتره خلک دغوښې په ځای تازه مېوه کلچې او وچه مېوه ناوې سره کوي خو زماپه نظر پخوانې دود ډېر ښه وه کله به چې روټنې دچاکورته وره غې نو هغوي به خبر شول چې ناوې راغلې ستړي مشی ته يې ورشي اوبل دا چې دروټنې يوخاص خوند هم لري . چغل بازي يودودهم دچغل بازې دې چې کله دنجلې اوهلک کوژده وشې بيا دنجلې خپلوانوته ډوډې کړي اودهغه نه وروسته دهلک حپلوانوته دنجلې کورنې نارې ياډوډې کړي نوپه دې نارو کې دزوم دنجلې دکوروالاوو دښځو سره بلديږي کله چې زوم يو دوه کرته راشي بيا دهلک مور او هلک يوځای راځي اونجلې مور يا ورندارې يا مشرې خورسره خبرې کوي او وايې چې سباشپې ته هلک ستا سو کره راځي نودلته دنجلې دکورښځې خبروي مگر نارينه گان نه خبروي يعنې داټول دښځو کار دی چې هلک په تياره کوټه کې ننه باسي اوهلته يې کينوي اويو څه خواړه دلاسه وشي وروړي اوکه دسړيو تگ راتگه وي ډوډې هم نه وروړي بيا وروسته چې شپه پخه شي نو دنجلې ورندار ياخور نجلې ته وايې چې فلانې کوټې نه هغه شې رواخله په وې وخت کې ځنې نجلې پوه اوځنې نجلې هيڅ پوهه نه وي نو نجلې ديوڅه شې په بانه ورليږي اوبيا سحر وختي هلک په تياره کې دکورڅخه راوځي اوهغه ښځه چې هلک راولي اوبېرته يې په تياره کې يې تردرواځې رسوي هغه ته بيا يوڅه پېسې ورکوي که چېرې هلک باندې نارينه خبر شي نوحق لري چې دټوپک وار هم پرې وکړي دکورنه يې هم حصار کړي اوپه واده کې ډېرجنگونه رامنځ ته کيږي او عين تردې چې بعضې خلک دواده نه هم زوم کور کې نه پرېږدي چې راشي . مخ پټول مخکې له وادنه او وروسته له واده نه کله چې ديوې نجلې کوژده وشي نوهغه به دهلک دخپل اوخپلوانو که نارينه وي اوکه ښځينه مخ پټوي کله چې دهلک خپلوانې راشي نجلې نه ورسره ستړي مشي کوي نه ورسره کيني بعضې داچې ځان ترې پټوي کله چې واده وشو نو هغه به دځینو محدودو کسانو څخه مخ پټوي دنمونې په ډول دخپل خواښۍ نه خوسرنه لېوره نه ماما خوسر نه مشر تره نه تربورنه اوداسې نورونه مخ پټوي عين تر مرگه پورې خو خواښې نه ترهغه وخته پټوي ترڅو چې داده څوماشومانو مورنه وي شوي دپلارگنې له خوا دخپل پلار ،مشر ورور مخ پټوي چې دابه پخوا زمانه کې يوه خاصه حيا وه چې ناوې به درلوده اوبل داچې په ډېره اسانې يې خپل پلار او ورور په حېث مخه نه ورکوله خواوس په دغه زمانه کې دغه دود له منځه تللې دی اوڅوک مخ نه پټوي اوزياتره اوس د دري ژبو دودونه کوي ځان سينگاروي او دټولو پر مخ دخپل کوژدن والا سره دريږي اويو تربله گوتې په لاس کوي دشريعت له مخې مخ پتول شته خو ښه حجاب ښودلی چې لاس تربنده پښې تر څنگلي او مخ لږ ښکاره شي زما په نظر دومره مخ پتوی چې پخوا انه دومره ازادي لکه اوس چې ده دشريعت له مخې چې عمل وشي دابه ډېر ښه کار وي اوبل داچې ناوې يوخاصه حياوي سنگينه اوعاجزه وي څنگه چې پخوازمانه کې به داسې ويل کيده چې په يوه ورځ درې ناوې گانې وليدلې سوال وکړه خدای يې قبلونکې دی . وروسته دواده نه دجامو اغوستل کله چې پېغله واده شي نوبيا مجبوره ده چې هر ډول دخاوند،خواښې ،خوسر زړه وي هماغه شان جامې جوړې کړي دهماغو خوي اوعدت باندې عمل وکړي نوکله چې واده شي لمړې داچې بيا ښه بيلو ،گيبي پرتوگ اغوندي لوي گرد قميص اغوندي يا دگيبي پرتوگ پر ځای پيڅۍ اغوندي اوترډېره وخته پورې پټی ږدي . ولور په بگرام کې د واده دود په درې ډوله دی : يوپه پېسو بل په بدل او بل په بدوکې . ۱ــ په پېسو : دغه دود له ډېرې پخواڅخه رواج دی او دپېسو اندازه معلومه وي داپېسې څومره وي ؟ چې هغه دزمانې په تېريدو او دپېسودارزښت سره سم فرق کوي اواړه لري چې دښځې د ولور په برخه کې اوس اکثرو خلکو له پخوانيو نرخونو څخه سترگې پټې کړي يوازې د دواړو خواوو په جوړيدلو پورې اړه لري چې په هر څومره سره جوړ شول . د ولور دغه دود ډېر ملا ماتو ونکی او درد ناک دی ، دنجلې مور اوپلار د دې پر ځای چې دخپلې لور ژوند په نظر کې ونيسي په پېسو پسې گر ځي اومقابل لورې يې داړتيا له مخې ورکوي . که په اینده کې يې ژوند هرڅنگه وي په دې پسې نه گرځي مقصد يې دښځۍ کول دي . ۲ــ په بدل : څينې خلک چې په کورکې پېغله لور لري نو هغه دخپل زوي لپاره په بدل کې ورکوي دبدل بل وران کار دادی چې په هر رقم چې دهغې بلگرې ژوند کوي نو هغه بله هم په همغه رقم زوند کوي که دهغه په لور ظلم کوي نو دابله نجلې چې هر څومره ښه خوي ولري هغه هم بايد دظالمانو دظلمه خلاص نه وي که يوه نجلۍ باندې بله ښځه وکړه نو دابله نجلۍ مکلف دی چې خپل دوهم زوي ته دوهم وکړي نو ورورودغه دوستي دهغو په هفرت بدلېږي . زماپه نظر بدل کول ياپه يوه ښځه دوه ښځې ورکول ډېر غلت کار دی داځکه چې څنگه ماپورته يادونه وکړه که ديوې عمر بد وي هغه بلې هم بد وي دوي داسې سوچ نه کوي دا دخدای کار دی نو خپو ټولې پخځه گوتې خو برابرې نه دي نو د وه ښځو ژوند هم هيڅ امکان نه لري چې يو شان وي يوه به مړه وي بله به خواړه وي يوه به ماشوم لري بله به نه لري نو داچې ديوې لپاره دبلې عمر ورانيږي نو هيڅ کله بايد بدل ورنه کړو وروسته دواده نه دښځې پای قدم کله چی نجلې واده شي اوناوې شي او دخوسر کورته ولاړه شي اوهغه ټول مراسم پر ځای کړي او وروسته داوو ورځو نه چې دپلار کره لاړه شي اوسبا بېرته راشي نو دکور په کارونو باندې بېرته پېل کوي نو تر مرگه پورې .نو کله چې دې دخوسر کره دوه درې مياشتې تېرې شي په دغه موده کې د واده والا کورته کوم ضرر پېښ شي نو هغه ناوې ددوي بدشگومه گڼي يعنې دهغو که دهغو يو چارپايه حېوان هم مړشي سړی لاسه کړي نو هغو داسې حکم کړي چې دناوې تندی د داغولو دی تندې يې و داغه وي چې کوم بله پېښه ونه شي نو هغو يوه سکه کلمه داره به يې ويله هغه به په کوم کوم کورکې وه هغه به يې ډېره په اور سره کړه او بيا به يې دناوې په تندي ياپښې ايښودله او پس له هغې به يې د دوي زړه خوشاله شو چې بدشگومې نور زوږ له کور څخه لاړه چې دا دشريعت له لارې ډېر يو ناروا کار دی ددوي پورې ناوې هيڅ کوم اړيکې نه لري چې هغه چارپايه مړشي داټول دخدای پاک کارونه دي دخدای په کارونو کې بل ته شزا ورکول ډېره لويه گناه ده زماپه نظر دا ده انسانيت څخه لرې کار دې او خوشاله په دې يم چې اوس ډېر کم شوې يوزرې هغه ويل شته چې فلانۍ قدم ښه نه وو اوداسې يو متل دی چې وايې بخت يا په کوڅې وي يا په کوټې . ښځه ۳ــ په بدو کې ورکول : په ټولوښتنو کې ډېر خراب دود چې هغه دادې چې لورهيڅ نظر کې نه راځي خصوصآ دبگرام په ولسوالې کې که کوم زوي خون وکړي يا چاسره جنگ وکړي اويا په کوم بلې نجلې مين شو نو خپله لو يا خور په بدو کې ورکوي که دهغې ژوند خراب وي او که ښه حتی تر هغې چې دکور ونوکرې په شان خدمت کوي خو خپل پلار او وروردهغه نه پوښتنه نه کوي او نه نور دلور په سترگه ورته گوري اويوبل رواج هم شته چې هغه داسې دی که کوم سړی دبل سړي سره ښه وکړي يعنې په يو جنگ کې دهغه طرفداري وکړي هغه سړي ته لونگی ورکوي دلونگی ورکول يعنې هغه ته خپله لور ديو سوغات په توگه ورکوي که لور يې وړه وي او که غټه نو هغه ورکوي که سړی زوړ وي اوکه ځوان ميراث لورته نه ورکول کله چې دچاپلار مړشي اوهغه ورور ونه لري دهغه مال چې دپلار نه ورته پاتې و ي لور حق نه لري چې په هغه کې خپله حصه واخلي د ې داحق به دهغه تره دتره زوي او که دتره زوي ونه لري نوتربوران کولای شي چې دنجلې مال او نجلې واخلي دنجلې اخيستل يعنې هغه دخپلې خوښې سړی نه شي انتخابولی لو دوي دشريعت نه لرې کارونه کوي خپله حصه هم اخلي دنجلې حصه هم اخلي او دې په څنک کې نجلې نه شي کولای چې نجلې بل ځای واده وکړي نو دابه هغه ځای واده کوي چې تربور يې يادوي که مال دهغه کيږي نو نجلې به دهغوي . که دهغه سړي زوي وړوکی وي ،ځوان وي ،زوړ وي دښځې والاوی نجلې دهغه کيږي اونجلې په هغه کور کې عمر هم ښه نه وي چې داټول ناوړه دود دی چې داسلام خلاف هم دی او دنجلې خلاف هم دی دظالمانو دظلم لاندې وي اوبله دا ديادولو وړده يعنې هيڅ لو خپل مال نه شي اخيستلای که پلار وي که مړ شوي وي که پلارگنې مړه وي مال دنورو وي او لورله وږې مري نو هغه حق نه لري چې دخپل پلار نه يو څه وغواړي او که وی يې غوښتل نو دهغې خاوند دقوم سره دښمني گانې کينه نفرت پېل شول او داسې وايې چې دالور موږ ته پېسې نه له دې نه وړه ده يعنې دمال په مقابل کې دلورنه تېريږي . يوه لنډۍ دميراث په هکله ده : خلک خو وايې چې دوزخ سخت دی دميراث کورنه به سخت نه وي دوزخونه . دناوې کردار پخوازمانه کې چا به چې لور درلوده هغه به چې دڅوالسو يا پنځلسو کلو شوه نو مور به هغې ته دلاس گنډل ورزده کول چې دا دلاس گنډل زماپه نظر تريو څايه چې يو څه معلومات تر لاسه کړي دهرې منطقې لاسي کار توپير لري لکه په کندهار کې يو رقم اوپه لغمان کې بل رقم اوهمدغه شان رموږ په وطن کې يورقم لاس گنډل لري چې هغه به يې لورته ورزده کړل نو پس له هغه به يې خپل کردار کړو ديرش يا کم او يا ډېر دسمالونه سربکسي گانې دماشومانو له پاره خولۍ ،جامې او همداشان مريونه يې تاويزونه په لاس گنډل دپېغلو او دپخو ښځو له پاره لمنې ،پلوونه او مشرلنو سړيوته دتسپو زونډی جوړول . دناوې کور دلور پلار چې کوم شيان په خپلې لور ناوې ته ورکوي نو هغه ټول ناوې دکور په نامه ياديږي دوي يوکوچنې ټغر ،يوبوغ بند څو دانې بالښتان ،چې په رنگه تارويا استرج تاروباندې چکن سوي وي دکوټې له پاره پردې البته چې خپله ناوې په لاس گنډلي او هدارنگه سربکسي او اسې نو شيان څرنگه چې مو مخکې يادونه وکړه چې پردې دکوتې له پاره دغه پرده به يې پخوا زمانه کې ديوالونوله پاسه بندولې چې په هغو کې به ډېر په زړه پورې گلان ،مرغی ، مېوي کله مڼه او داسې نو شيان گنډل اوپرته له دغو شيانونه چارغ ،يوه کاسه کوزه اوچلمچي به يې ورکوله اوله دې نه اضافه شيان چې کومې ناوې ته ورکړل نو هغه دهغې دپلار شتمنې سره اړه لرله دغه څو شيان چې ما پورته ياد کړل بې له دغو به که يې که خواره وه او که غريبه وه خپله لور به يې نه روخصته وله او همداسې ډېر په پخوا زمانه کې دغه دود رواج درلوده کله به چې دناوې رخصتولو ورځ به وه او که شپه چراغ به يې ورته لږه ولو اويوه ښځې ته چې دناوې دکور څخه به وه ورکولو او دناوې دخسر کره به يې وړه . او بل داچې زوم ته به يې هم کالي ،بوټان ، لونگی ، دسمال ورکولو نو کله به چې زوم د ورا سره يو ځای راغلو نو دڅو هلکانو سوه به دخواښې کورته ورننوتل او زوم به د خواښې له خوا وغوښتل شو او هغه ته به يو څه خواړه چې هغه خواړه به ماليده وه يا به هگۍ وې دغوا په غوړيو کې او دهغه نه وروسته زوم ته نوي کالی واغوستل . په جامو کې دپېغلې نښې اونښانې : کله چې پېغله دپلار په کور وي نو هغه ځانگړی جامې لري چې ترواده پورې هغه نه بدلوي او دا دود له ډېر پخوا زمانې نه په بگرام کې دود لري پېغلې تور پرتوگ چې هغه نه به پخوا زمانه کې وزيري پرتوگ ويلو او تور پړوني گرد قميص چې هر رنگ وي او دوريځو په سريې پېکۍ وي ترڅو چې واده نه وي نو خپل پېکۍ نه بېلوي او بل داچې دکور کار به کوي دبانې به ډېر نه ځي بعضې خلک په لنډيو کې داسې وايې . چې پېغله لورې په کاله وي دهغه کور سوی جواری خوند کوينه په تناره ولاړې پېغلې ډوډۍ دې نه خورم دديدن وږې دې يمه اوربل په توره نه ورانيږي چې وخت راشي په سلايې ورانه وينه او پا هم خپله پېغله داسې وايې : قربان قربان د دادا کوره د ډکه شکوره به گرده تاوېدمه سبکه سبکه پېغلتو به اوس مې ياديږي پرکې واړه خالونه چې پېغلتوب مې راپه ياد شي که مې په غېږ کې شازاده وي ودمرينه اوبيا ځينې خلک داسې وايې : چې په پېغله لورباندې کورکړي کودې راواخلې مخې دواړه لورې تورکړ دزوي پېداکېدل يخوابه دچاپه کورکې يو نوې ماشوم هلک پېداشو اوهغه په داسې حال کې چې نوموړې سړی به په خپل کورکې بل نارينه او لاد نه درلود ، دتربوران او دښمنانو له خوابه زيات په عذاب وه اويا به يې لورانې ډېرې وي اويابه يې اولينې زوي وه .نو نېږدې دوستان اوکليوال به ورته راتلل او دټوپکو ډزې به يې کولی او خپلوان او دوستان به يې مبارکې ته راتلل ښځو ته به يې ټکري ورکول او خلکانو به چې دټو پک ډزې کولې هغو ته به يې دسمالونه ورکول . او يوخاص دود داوو چې شکرانې به يې ورکولې .ماشومانو باندې به يې پتاسې وېشلې ،ختمونه به يې کول ، خېراتو نه به يې کول . دلورپېداکيدل ترکومه ځايه چې زه پرې خبره يم دپښتنو په ټولو سيمو کې دا دود يو رقم دی . لکه چې دچا په کورکې لور وشي نو ډېر خپه وي او خصوصآ زموږ په کلي کې دا له ډېره پخوا زمانې دود را پاتې دی . که دچا زامن دېر وي او که لږ خو لور نه خو ښه وي عين تر دې چې دلورمور ته به يې صحح خواړه هم نه ورکول اودېر ظلم به يې پرې کاوه .ماشوم ته به يې نوې جامې نه کولې دوا درمل به يې نه ورکاوه او داسې نور واړه او غټ شيان . نو کله به چې غټه شوله وکور کار دباغو کار ومال ساتنه د دوي کار و.او د دومره کار په کولو سره به يې ښه خواړه زامنو ته ورکول او خراب خواړه به يې لور گانوته ورکول . زماپه نظر دا ډېر دانساني عاطفې نه لرې کار دی دا ډول ظلم پر لورانه شريعت کې شته او نه په کفر کې .داځانته دپښتنو يوډول دود دی . زما په نظر هيڅ مور او پلار بايد دخپل ماشومانو ترمنځ توپير ونه کړي .دواړه تاته خدای درکړي کبر کول ښه کار نه دی . دشريعت څخه ډېر لرې دی نو کيدای شي پاک خدای تالره معجزه هم درکړي هلته بيا څه کړی بيا لور خوښه وې او که نه . زيري کول زموږ په کلي کې داسې دود دی چې کله دچا په کور کې يوه خوښي راشي نو دهغه کور ماشومان خپل نږدې دوستانو ته زېرې وروړي اوهغو په بدل کې ورته خوږې پتاسې يعنې شرينې ورکولې ،پېسې به يې ورکولې او داسې نو شيان . او زموږ په کلي کې داسې يو دود دی چې ماشوم به زېرې ورووړ اول به يې زېرې نه ويلو اوداسې به يې ويل : زېرې مې درباندې څه راکوې ؟ نوبعد ديو څه نه ماشوم ته يو څه ومنل بيا به يې هغه د خوښې زېرې ورته وويل او هغه څه چې ورته منل شوي و هغه به يې ورکولو او کله چې قارغې به هم دچا کور دپاسه وچغېده نو ښځو به ورته ويل دنېکۍ زېرې دنېکۍ زېرې: که دنېکۍ زېرې وی خله کې دې گوړه که د بدو زېرې وي خله کې دې تورې خاورې . سنتي ختنه په سنت گرې کې زموږ دوطن داسې کوم خاص دود نشته . همداچې ماشوم د اوو ورځوشو نوهغه به يې دکلي په نايې سنت کولو . او وروسته به يې نايې ته غنم ،وريژې اوداسې نور شيان ورکول .او داسې خاص کوم سېل پرې نه کولو . خوختم يې کولو دخای پاک شکر پر ځای کولو او خپل نېږدې دوستان به يې ورله مبارکې ته راتلو اودماشوم له پاره يې قند،هگۍ ،کوچ يا پېسې يا چرگ ورله وړلو. که چېرې دهلک پلارډېر مالداره وي او زامن يې کم وي نو په خپل زوي باندې يو لوي خېرات کوي . دکلي په مينځ کې ديگي باندې کوي اوټولو کلي والوته ډوډی ورکوي . او اوس زموږ په وخت کې کله چې ماشوم سنت وي نو هغه ډآکټر ته بيا يې او له هغه نه وروسته ماششوم ته ښې جامې کوي ښه ځای ورله جوړوي .ختم کوي اودخلکو راټولول اوس هم که دچازامن نه وي لويه سنتي کوی او که دچا وي نويوازې دښځو مبارکي اخلي او داسې کوم سېل سازپرې نه کوي خو خېرات ورکوي . دنظر ماتولو دود او دستور دنظر مسله چې زموږ دسيمو به هر ځای کې رواج لري که چېرې زموږ په کلي کې چاله ناروغي اويا کوم بله ستونزه پېداشي خصوصاْ هغه چاته چې ياډېر ښايسته وي او ياډېر ښه ځوان وي ياکومه پېغله چې ډېره ښايسته وي يا ماشوم چې ډېره ښکلۍ څېره ولري او ښايسته وي او کله چې دچا کورته لاړه شي يا يې په لاره کې څوک وويني او وروسته له هغه نه ناروغه شي نو بيا وايې چې فلاني نظره کړې ده چې هغه بيا ځينې خاصې ښځې دی چې نظر ماتوي درې وخته ماشوم وروړي او دهغه نظر وچوي .چې نظر په اوبو ،اوړو ،مرچو ،ماتوي .او اسې په نظم باندې برابر يو څو بيته دي چې وايې او نظروچوي . نظروچ نظروچ نظروچ که وس کې وس وچ کړی که نظر کړی نظر يې مات کړی په هواکې دمرغانو په اوبوکې ديانو نظر وچ نظروچ نظروچ دښو زړو دبدو زړو دولو دناولو دکورودکلي نظروچ نظروچ نظروچ دشنوسترگودتورسترگو دسروشونډونظر وچ دسپينوغاښونظروچ داينس اوجنس نظر وچ نظروچ نظروچ نظر وچ که وس کړی وس وچ کړې که نظرکړی نظرمات که نظرکړې نظر مات له څخه وروسته که اوبه وي که وړه وي که مرچ وي ځي مخ په قبله ورگزاره وي اوهغه ښحه بېرته راځي او شاته نه گوري . اوبل داچې دنارينه پرتوگاښ هم يو قيچي کوي او دودیې کوي هغه نارينه چې ماشوم نظرکړې وي . دماشومانو سندرې دماشومانوسندرې خاص دماشومانوله خواپه بيلا بيلو وختو نوکې ويلې کيږي کله چې ماشوم په خبرو راځی او دځمکې پرمخ قدم وهي اودکليو په کوڅو کې دغه سندرې چې له ډېرې پخواپه دوي کې شته او ماشومانوله ترمينځ خورې دي . نوماشومان هم پسې زده کوي او سينه په سينه له يوه نسل نه بل نسل ته په شفاهي ډول انتقال مومي . يوماشوم چې څومره کوچنې وي په همغه اندازه په لږو سندرو باندې پوهيږي مگرچې څومره چې سن لوړيږي او دکور کلي له نورو ماشومانوسره يې تگ راتگ ،مينه اولوبو کې گډون زياتيږي هماغومره سندرو سره اشنايې پېداکوي . لومړې ځل دمور له خواهم ورته سندرې ويل کيږي .چې ډېر ماشومان دمور په سندرو ويلوعادت شوي او بې له سندرو ويلو څخه ويده کيږي هم نه .چې داسندرې په دا شان دي : الالولالو لالو تاسې مه راځې غلو غفار خان داسې يده دی لکه غرکنده پيشو تاسې مه راځې غلو الالو لالو لالو لاس اوپښې تړلي په لتو تاسې مه راځې پېشو غفارخان داسې ويده دې لکه گوډی درنجو الالو لالو لالو دبادرنگو په موسم کې داسې سندری ويلې : اوښان يې قطارکړي بادرنگ يې په بارگړي دادابه مې خبر شي مابه ورکړي په بادرنگو شپېلې وهه دبنگو دمازديگر په وخت کې به ټولو ماشومانو داسې په اواز سندرې ويلې : ځې چې ځو کوروته مرغې لاړلې جالوته کله به چې بران شو ماشومان به خپلو کورو ته تلل او داسې سندرې به يې ويلې : بارانه مه وريږه پاس په کمره ورېږه په کمره شولې مې دي جنوکې ټولې مې دي خانه ټوپک رواخله جنو کې ډاک په داک گړه و وروره ! بېدارشه ستاپه لونگۍ جنگ دي جب کې دې قلې قلې بادرنگ دی نرې نرې باران دی ورورمې راروان دی دکټ لاندې پېشو ده پيشوته وايم پشې ورورکه ستړی مه شې تو تکۍ په دادوه تاره لکۍ يو تاردې راکړه زه غجکه جوړوم خپل ساعت پرې تېروم شامه تورې تکې تورې دليلازونډي درپورې زه دې خورم ته رته گورې چرمښکې زماملگرې ده پولې لاندې غلې ده يوچارکې لرې ده لري کې تاردی تارزماپه کار دی نه څښم دجميل اوبه خله به مې تڼاکې شي کابل به رانه اتې شی کله به چې نجونو په خپلو مينځو کې لوبې کولې نو دوو به لاسونه سره وينواوگردې به تا وېدې اوداسندرې به ويلې : لې لې لې نجونې لاړې په جرگې خوري ماشکه دي رانجه دي که دسترگې توروې خدای ې سترگې تورې مه کړه دځواناو سترگې سرې ځوانان ناست دي په دوکان غشي ولي په مېدان دامېداني داسې کړي لکه ستوري داسمان يوه مڼه پخه شوه بله زېړه زرغونه شوه يوه دپاچا لوروه پښه يې ورته کړه سپېره شوه همداشان کله به چې هواپخه وه اودکوټې نه به دباندې نه شو وتلې نو بيابه يې لاسونه سره کول اوپه خپل مينځ کې به يوه وټاکله هغه به ددې نوروپه گوتو داسې سندره ويله : اقوبقوسرسيندقو غوايې لاړې په ترپکو مږ مې وويشت په لکۍ نه يې اډ شته نه پوښتۍ پاتو خورې راوځه له کيږدي په نستوڼوکې ده چې دي الوچې زرغونې مالوشنگ ډبيلۍ ميلمه پالنه د پښتو دميلمنو پالو دود يو په زړه پورې اوله انساني عاطفې سره برابر دوددی يوه کلي ته په ژمي کې دلارې ستړي او ډېر ملمانه ورسر يې نو هغه کلي جماعت ډېر تود وي او ملمانه ډېرستړي وي نويې ستړتيا دجماعت دتودوالي په نسبت ورکه شي دوي هم دماښام لمانځونه دکليوالوسره وکړي وروسته له وظيفي کولوسره دکلي ښه مېړه غږ وکړي راځې ميلمنو چې کورته ځو د جماعت څخه ټول راوځي دکلی ځوانان اوسپينږيري شتمن وي اوکه غريب ټول دميلمنو مخې ته په ډې ښه توگه ولاړ وي اوپه ډېر ټينگه هرڅوک په خپل وار مېلمنو ته وايې چې له ماسره راځې ټول کيوال وار په وار مېلمنوته ست کوي او مېلمانه وڅوشتمنو کسانو اودکلي ښه ملکو سره ځي چې په پښتوکې يو متل دی چې کلي په نام لري يوخوي ترنورو ښه لري نوکله چې مېلمه دبل قوم يادلري ځای ديوه تن کره ځي نو دهغه ډېرقدرونه کوي اودښه نه ښه خواړه ورته تياروي او پسه ورته حلالوي اوپه ډېر ښه خوي مېلمه رخصت کوي . زموږپه وطن کې درې ډوله مېلمستياوې کوي : ۱ــ لمړۍ مېلمستياوې په هغه وخت کې کوي چې دلاندي مږان حلال شي نويوبل سره بولي د دوي دښو خويونوپه لړکې هغه چاچې لاندې نه وي کړې اونه يې لري دکلي ښه مېړه بېوزلې سړي مېلمانه کړي دکورله پاره يې هم غوښې ورکړي . او دکلي نورشتمن هم همدغه شان کوي اوداسې ښکاري چې هغه بېوزلوهم کار کړې دی . د پښتو یو ښه خوی دا هم دی که خپلوان وی او یا که کلیوال یا د بل کلي سره پېژني نو که چېرې په هغوغم ورغلې وي ياښادي وي يا چانوې واده کړې وي يا خورلڼې ولري هغو ته مېلمستيا کوي خپله انساني اوپښتنې وظيفه ترسره کوي او اسې هم ډېر له پخوانه دود شته چې دبل کلي سپينږيري چې راغلي نو دډېرقدروروسته هغه ته به يې يا یوه ښه چپن يا لونگۍ اوياهم يوه جوړه کالي ورکول او زوم ته به يې ومېوو ډک دسمال ورکوو. دبرات شپه ياشوبرات : دبرات شپه زموږپه کلي کې يوخاص مراسم لري او دې شپې ته دېرتياری نيسي اول خو هرڅوک واده شوې لورمېلمنه کوي پلار يې ځي ورور ،تره زوي ،وراره ورځی او خپله خور راولي او ښه خواړه هم برابروي دبرات په شپه نکريزې اوسترگې تورول حتمي وي نوکله چې شپه لږ څه پښه شي دکلي هلکان جدا او نجونې جدا اوخپل شوټه فقير ټاکي او هغه سينگاروي چې دايوه لوبه ده نو هغه هلک يا نجلې ته هلک ته سپينه ږيره ږدي بريت ورله جوړوي لويه کورتې ورله اغوندي لوي لوي بوټان ورکوي چې زاړه وي لونگۍ ورله وهي ديو زاړه فقير په شان يې جوړوي او نجلې د زړې ښځې په شان بل داچې لوي لرگي ورته په لاس کې ورکوي دفقيرانو کچکول يا یو جام په لاس کې ورکوي او دکلي نور هلکان ورپسې ځي هر کورته دروازه وروهي اوغږ کوي البته دايوخاص هلک هم لري چې دايې له لاسونو نيولې وی او دهغه دخېر ټولولو لکه چې دروازه وهل او اواز ويستل ، لکه شوټه فقير ته خېر راوړې نو دهر چا تروسې پورې چې وي هغه ته وړه غنم ،مميز ،بوره او اسې نور شيان ورکوي ترسهاره پورې دوي گرځي اړداشان بيا په خپل مينځ کې سره وېشي . دبرات په شپه دنجونوخاص فال ليدل دبرات په شپه يوه يتيمه نجلۍ پاک ځان وينځي او ښې جامې ورله اغوندي او دا دټولي په مينځ کې کينوي او سر باندې ټيکرې اچوي چې دې ته دبرات دشپې ناوې وايې دنجلې په مخ کې يو جام ږدي او په هغه کې اوبه اچوي په اوبو کې هريو خپل فال گوري خپل يوشې په جام کې اچوي لکه گوتې ،بنگړي ،غوږوالې اچوي نونجلې ته فال گوري . پشې وختله په ونه توده چوکۍ وخوړله په کونه لاس که بې بې لاس کړه يا داسې وايې : گل دکدوگل دی يومې جگاوه تر لاندې بل دی لاس که بې بې لاس کړه يا داسې وايې : سوردزربنک دسرو زرونه ډک لاس که بې بې لاس کړه کله چې نجلې خپل راسته لاس خچه گوته په بسم الله په جام کی کش کړی د هر چاشی چې په گوته کې بند شول د هغې سوال پاک خدای قبلوی د اختر شپه : د اختر شپه زموږ په کلي کې يوه خاصه او د خوشحالۍ څخه ډکه شپه وي. د اختر په شپه زموږ ټول سپين ږيري راغونډيږي په جومات کې فيصله کوي، چې روناری په چاده، په همدې شکل کورونه برابروي، چې اول فلانی کور دوهم د فلاني کور او داسې نور. کله چې اختر شپه شوه نو انجونې ډېرې خوښي کوي او نکريزې د پيغلې کور ته وړي البته کوژدې والا ته جامې هم ورسره وړي او وچه مېوه هم ورسره وړي او په کورونو يې ويشي او ټوله شپه په هگۍ پخولو ډوډۍ تيارولو او وړه لاندولو او داسې نور کارونه کوي، کابو ۱۰۰يا ۲۰۰ رنگه هگۍ په هر کور کې پخيږي او د اختر په سبا چې هر څوک اختر مبارکۍ ته راځي هگۍ ورکوي او که د خېښي مسله وي نو هغه خپلوانو ته دسمال جوړوي نو وچه ميوه په کې اچوي او داسې نور شيان تر غرمې، چې د اختر ناری خلاص شو او په هر کور کې ډوډۍ وخوړه بيا ماسپښين انجونه ټالونو ته ځي او هلکان هگۍ جنگوي، خوسی کوي او يا داسې نورې لوبي کوي. که تالو کې کومه کوژده شوې انجلۍ کور ته راشي نو د هغه هلک خويندې خپلوانې د هغه پلو کې ميوه اچوي انجلۍ پلو نيولی او مخ پټوي او نورې انجونې ورته مڼې، هگۍ، وچه ميوه، چارمغز او داسې نور شيان اچوي. او وړوکی اختر مو هم په همدې ډول دی. سرچينې ۱- اتلس، محلات، افغانستان: ولايت پروان. ۲- بابکرخيل، اورنگزېب، افغانستان پيژندنه، پېښور: داريک گرځنده کابتونونو اداره، ۱۳۵۶ کال. ۳- پتنگو عبدالکريم، گړنی ادب، کابل: ۱۳۵۷ کال. ۴- خپل ياداشت، د کلي د زړو او سپين سرو ښځو په مرسته. ۵- رفيع، حبيب الله، پښتني ودونه، کابل: ۱۳۸۱ کال. ۶- عارض، غلام جيلاني، د افغانستان دولايتونو جغرافيه، کابل: ۱۳۷۹ کال. ۷- غلام محمد، د پښتنو دودونه، کابل: ۱۳۵۳ کال. ۸- لغماني، محمد منظور، معارف الحديث، کابل: ۱۳۸۰ کال. ۹- کهزاد، احمد علي، بگرام، کابل: ۱۳۱۷ کال. ۱۰- ناهضي، محمد حکيم، قاموس جغرافيه افغانستان، کابل:د اريانا د نشراتو ټولنه، دايرة المعارف، ۱۳۳۵ کال. د افغانستان ولايتونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%DA%A9%D8%AA%D9%8A%D8%A7%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA
پکتيا ولايت
پکتيا د افغانستان د سوېلي ولايتونو څخه يو مهم ولايت دی چې د پلازمېنې نوم يې ګردېز او د افغانستان په جنوب ختیځه برخه کې موقعیت لري چې جنوب ختیځې خواته یې د خوست ولایت، ختیځ ته یې د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړه قبایلي سیمه پاړاچنار، جنوب لویدیځ کې د پکتیکا ولایت سره گډه پوله لري، په لویدیځ کې د غزني او په شمال کې له لوگر ولایت سره نښتی ده. په شمال ختیځ کې حتا د ننگرهار له ولایت سره هم یوه کوچنۍ پوله لري. د یادونې وړ ده چې پکتیا ولایت د جنوب ختیځ زون د مرکز په توگه هم ټاکل شوی ده. ولسوالۍ احمد آباد ولسوالۍ ځاځي ولسوالۍ زرمت ولسوالۍ جانيخېل ولسوالۍ پکتيا چاوک ولسوالۍ څمکنۍ ولسوالۍ ډنډ او پټان ولسوالۍ سيد کرم ولسوالۍ شواک ولسوالۍ علې خیل ولسوالۍ ګرده څیړۍ ولسوالۍ گردېز ولسوالۍ،گردېز احمد خېل ولسوالۍ ميرزکه ولسوالۍ لژه والسوالۍ تاریخچه پكت: د اّريايانو د پېژندل شويو قبايلو نوم دى. دا قبايل د ميلاد څخه كاله وړاندې د هندوكش جنوب ته له بخدي څخه رامهاجر شول. نوموړي مهاجر هغه وخت د پنكه جانا په نوم يادېدل. پنكه جانا د پينځگونو قبايلو نوم دى، چې د لسو قبيلو څخه جوړ شوى و او يوه برخه يې د پكت قبيلې جوړوله، چې د اّريانا په جنوب ختيځ كې د غرونو په لمنو، درو او شاو كې يې استوگنه كوله او هغه ځايونه، چې دوى پكې اوسېدل، د پكت په نوم وپېژندل شول. ريگ ويدا د سپين غر په دواړو خواوو كې د پكت د قبيلې د اوسېدلو يادونه كوي او د همدغو لسو قبيلو په جنگونو كې يې د همدغې قبيلې يانې د پكت د قبيلې په ټينگه يادونه كړې ده. هرودوت له ميلاد څخه وړاندې په څلورمه پېړۍ كې د پكتي، پكتيس او پكتيوس د قومونو او د دوى د اوسېدلو ځايونه يانې پكتيا او پكتيكا څخه يادونه كړې ده او همدا ډول د پكتيكا يا پختيخا نوم سم دم د نننۍ ورځې د پښتونخوا سره برابر دى. يانې داسې تعبيرېږي، چې هم دا د پختيخا نوم دى. د پښتونخوا سره تړاو ولري او د پښتونخوا نوم دې د پكت د قبيلې يا د هغوى د اوسېدلو د ځايونو له نومونو څخه اخيستل شوى وي لكه د هغه وخت د پختيخا له نوم څخه، چې اوس مهال په پكتيكا يا پكتيا باندې بدل شوى دي. دا روښانه خبره ده، چې د پكت د قبيلې د اوسېدلو ځايونه د پكتيا او د پكتيكا سيمې بلل شوي دي، نو راځئ همدا مسئله له بله پلوه هم راوسپړو. هغه داسې چې د پكتيا او د پكتيكا نومونه په دوو برخو ووېشو او وگورو، چې څه لاس ته راځي. كه د پكتيا نوم دوه برخې كړو، نو لومړۍ برخه يې همدا د پكت د قبيلې نوم دى او دويمه برخه يې يانې يا د سيمې د نسبتي پسوند په توگه راغلى دى او د پكتيكا په نوم كې هم د كا زياتوالى هم همدارنگه تعبيرېږي. يانې پكت د قبيلې وم يا د سيمې د منسوبيت علامه ده. كه دا دوې كليمې سره يوځاى كړو، نو د پكتيا نوم ترې لاس ته راځي او د پكتيكا په نوم كې پكت د قبيلې نوم او كا د سيمې د منسوبيت علامه، چې له دغو دواړو كليمو څخه هم د پكتيكا نوم لاس ته راځي. د هرودت د يادښتونو په قول له ميلاد څخه څلور پېړۍ وړاندې څلورو قومونو په پكتيا او پكتيكا كې څنگ په څنگ استوگنه درلوده، چې په منځنۍ دوره كې په لاندې نومونو ياد شوي دي. گنداري چې د ويدي په سرودونو كې هم ذكر شوي دي او تر ډېره په همدې نوم پاتې شوي دي. اپاريتي ستاگيدي داديكي بايد ووايو، چې دې څلورو نومونو د وخت په تېرېدلو سره داسې بدلون موندلى دى: يا گنداري چې اوس مهال ورته كندهاريان وايي. يا اپاريتي چې اوس يې نوم په اپريدو بدل شوى. يا ستاگيدي چې اوس مهال د ډېرو په تعبير د خټكو د قوم نوم دى. يا داديكي، دادي، يا داديك چې اوس مهال يې تاجيك بولي. ريگ ويدا په خپلو يادښتونو كې نه يواځې د پكت د قبيلې او د اّريايانو له لسو نورو قبيلو څخه د لسو هېوادونو په جنگ كې يادونه كړې ده، بلكې په ډېرو ليكنو كې عين تر دې، چې د شاه پكت نوم هم ياد كړى دى. په دې مانا چې د پكت قبيلې د اّريايانو د همدغو لسو يادو شويو قبيلو مشري په غاړه درلودلې ده. بايد وويل شي، چې د پوهاند علامه عبدالشكور رشاد په قول په دويمه ميلادي پېړۍ كې د بطليموس سيمه د پكتيانه په نوم نومول شوې ده يانې پكت د قبيلې نوم او يانه د سيمې د منسوبيت علامه ښودل شوې ده. په دې برخه كې راځو د پكتيا ولايت د مركز د گرديز ښار او د نوم په هكله يې يو څو خبرو ته. گردېز د پكتيا ولايت مركز دى، چې د كيلومترو په فاصله كې د كابل ښار جنوب لوري ته پروت دى. نوموړى ښار د افغانستان يو زوړ او تاريخي ښار دى او په خاص ډول د گردېز د ښار بالاحصار، چې يو ځانگړى تاريخ لري، د گردېز ښار بالاحصار د يوې مستطيل شكلې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ شوى دى، چې اوږدوالى يې تقريباً متره او لوړوالى يې له هوارې ځمكې څخه د مترو په شاوخوا كې اټكل شوى. چارچاپېره يې خندقونه مورچې تر سترگو كېږي. نوموړى بالاحصار له اسلام څخه وړاندې جوړ شوى دى، خو دقيقه نېټه يې نه ده معلومه، چې په كوم كال او كومه نېټه كې اباد شوى دى، خو تاريخ پوهانو ويلي، چې ډېره موده د بوديزم مركز پاتې شوى دى. د تاريخ پوهانو له قوله ويل كېږي، چې د كابل شاه د اسلام د لښكرو د فتوحاتو پر وخت كې گردېز ته پناه وړې وه، چې هلته يې بيا په همدې بالاحصار كې پوځي مركز جوړ كړ او تر ډېره موده يې د اسلام له لښكرو سره جگړه وكړه او د ډېر مقاومت وروسته يې ماته وخوړه. د حدودالعالم مولف د گردېز ښار په هكله ويلي دي: گردېز شهريست برحد ميان غزنين و هندوستان بر سرتلي نهاده و مراورا احصار محم است و سه باره دارد. په دې مانا چې گردېز د غزني او هندوستان ترمېنځ داسې يو ښار دى، چې د يوې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ دى او د يوې كلكې كلا درلودونكى دى او دا كلا درې برجونه لري. د گردېز ښار د بالاحصار په هكله ډېرې مختلفې نظريې موجودې دي، خو د ډېرو په تعبير دا بالاحصار د چنگيز خان د ظالمې بادشاهي په دوران كې جوړ شوى دى. په كومه غونډۍ، چې نوموړى بالاحصار جوړ شوى دى، داسې ويل كېږي چې نوموړې غونډۍ طبيعي غونډۍ نه ده، بلكې د ظالم بادشاه د بادشاهۍ پر مهال د نوموړي د بادشاه په امر د غلامانو په لاس جوړه شوې ده، خو دا چې دا خبره تر كومه رښتيا ده، دا يوه پوښتنه ده، چې تراوسه يې ځواب نه دى پيدا شوى. خو موږ دلته د گردېز ښار د نوم په هكله خبرې كوو او همدې خبرې ته راځو، چې د گردېز نوم څه مانا لري؟ د گردېز نوم دوې برخې لري، چې يوه يې گر او دويمه برخه يې ديز دى. دا دواړه كليمې بېلې، بېلې ماناوې لري. د پوهاند علامه عبدالشكور رشاد په قول په اوستا او سانسكريت ژبو د گير كلمه د غره په مانا راغلې ده، چې بيا وروسته د منځنۍ دورې په ايراني ژبو كې رالنډه شوې ده او د گير نه په گر بدله شوې او تراوسه په پښتو، فارسي او دري ژبو كې د غره په مانا باندې معموله ده. د بېلگې په توگه په كهرد كې يو كوتل د گردرې په نوم يادېږئ او په كټواز كې هم يو لوى غر د گرلامي په نوم نومول شوى دى. همدغه د گر كلمه وروسته بيا په غر بدله شوې ده، چې اوس مهال په پښتو، دري او فارسي ژبو كې د ځينو لويو غرونو او كوتلونو په نومونو كې تر سترگو كېږي. د بېلگې په توگه د چونغر په نوم يو غر، چې د سمنگانو په جنوب ختيځ كې واقع شوى او دويم د چونغر په نامه يو غر د كابل په لويديځ كې د قلعه قاضي او چوكۍ ترمېنځ واقع شوى او درېيم د سپين غر مشهور غر دى، چې د پكتيا ولايت په شمال كې پروت دى. د گردېز د نوم دويمه برخه يانې ديز د لومړي كسر له مخې د كلا په مانا ده، چې د دژ له كليمې څخه اخيستل شوې ده. پوهاند علامه عبدالشكور رشاد وايي، چې دا كليمه په سانسكريت ژبه كې احصار يانې كلا ته وايي لكه په لاندې كليمو كې چې يې گورو. كهندژ چې اوس يې خلك كندز بولي، د هېواد د يوې سيمې نوم دى او دوې برخې لري، چې يوه برخه يې كهن او دويمه برخه يې همدا د دژ كلمه ده. كه موږ ځير شو، په فارسي ژبه كې كهن د زوړ يا زړې په مانا دى او دژ د كلا په مانا، نو كه موږ دواړه كليمې سره يوځاى كړو، نو موږ ته په پښتو كې د زړې كلا نوم راكوي او يوه بله كليمه يانې د دژبان يا دژدار كليمه د كلا د ساتونكي يا څوكيدار په مانا راغلې ده، نو پورتنيو كليمو ته په ليدو سره موږ تر دې ځايه رسېږو، چې ووايو گردېز د غره پر سر احصار يا د غره پر سر كلا ته وايي. جغرافیایی موقعیت پكتيا يوه زړه او غرنۍ سيمه ده، چې د هېواد په جنوب ختيځ كې د سپين غر يا سليمان غر جنوبي لوري ته پرته ده. د پكتيا سيمه د شمال لويديځ لوري ته د لوگر او غزني سيمو سره، د جنوب ختيځ لوري ته د خوست او پكتيكا سيمو سره او د شمال لويديځ لوري ته د ننگرهار او د كرمې له پاړه چنار سيمو سره نښتې پولې لري. د پكتيا په سيمه كې د اوسېدونكيو لويه برخه د ځاځيو، منگلو، مقبلو، څمكنيو، ځدراڼو، احمدزيو او طوطاخېلو او همداسې نور قومونه جوړوي. ځينې كرماشي او سعادات افغانان هم په دې سيمه كې استوگن دي. پاتې دې نه وي، چې د پكتيا په سيمه كې يو شمېر اهلهنود افغانان هم شتون لري. لرغونتیا پکتيا د افغانستان په هره سيمه او هر لوري کې د لرغونو زمانو نښانې او بيلگې په ستر گو کيږي ، چې د ټولو څخه يولږ شمير تاريخي او لرغوني سيمي د کورنيو او بهرنيو څيړونکو له لوري پيژندل شوي او څيړل شوي ، او له نيکه مرغه د دې څيړنو پايلې نه يوازې د هيواد لپاره ارزښتمنې گڼل کيږي ، بلکې د سيمې او نړۍ د تاريخ لپاره هم گټور لاسوندونه گرځيدلي دي . زيات شمير پوهانو د همدې لرغونو توکو او تاريخي لاسوندونو د څيړنو پر بنسټ افغانستان ته ، د نړۍ د تمدنونو د يوځای کيدو ټا ټوبي لقب ورکړی ، يو شمير نورو افغانستان د تمدنونو زانگوبللې او يوشمير نور بيا افغانستان د لرغونو مدنيتونو د پيدايښت او پراختيا مرکز گڼي . دياد شويواو دې ته ورته نورو القابو څخه په ډاگه کيږي چې په اوسني افغانستان کې د لرغونو زمانو زياتې بيلگې شته چې کورني او بهرني څيړونکي يې د يادشويو عنوانونو په ويلو او ورکولو يوه خوله پاتې شوي دي . تر هغه ځايه چې په لرغوني پکتيا پورې اړه لري ، د افغانستان دا دوياړه ډکه سيمه د دې لاسوندونو هغه برخه ده چې د هيواد پر معاصر تاريخ سر بيره يې د منځنيو پيړيو او لرغونو زمانو زياتې برياوې په خپل غيږ پلي کړي اوتاريخي وياړنې يې په خپلې پښتنې لمن کې ساتلي دي . په دې لنډه ليکنه کې شونې نه ده چې د پکتيا ولايت هر اړخيزه تاريخي څيړنه وشي ، يوازې هڅه کيږي چې په لرغونې پکتيا کې د تاريخي ابداتو او يوشمير نامتو اثارو بر سيرن جاج واخستل شي . لرغونې پکتيا د افغانستان سهيل ختيځ لورې ته پرته غرنۍ خو په شنو ځنگلونو پوښلې سيمه ده او ميشتو وگړو يې د هيواد په جوړښت او دفاع کې ټاکونکې ونډه لرلې ده . اوسنۍ پکتيا درې لسيزې وړاندې د هيواد هغه سهيلي زون و چې سهيل ته يې بهرنۍ اوږده کرښه ، ختيځ لور ته يې ننگرهار ، شمال خواته يې د لوگر او غزني ولايتونه او لويدځ لوري ته يې د زابل ولايت پروت وو ، خو د تيرو دريو لسيزو په ترڅ کې د نفوسو زياتوالی ، د سيمي ارت والی او د اداري سهولتونو او سوق الجيثي اړتياوو پر بنسټ د هيواد په نوي اداري ويش کې د خوست او پکتيکا ولايتونه په رسمي توگه پرانستل شوه . د پکتيا ولايت اداري ويش نقشه د لرغونې پکتيا په اړه د دې لنډې ليکنې منځپانگه پر دريو برخو تاويږي ، لومړی به د هغو لرغونو توکو جاج واخلو چې د لرغونې پکتيا د بيلا بيلو برخو څخه تر لاسه شويدي ؛ ورسته به په پکتيا کې يوشمير لرغونو او تاريخي سيمو ته يو ځغلندنظر وکړو او په پای کې به اړين وړانديزونه وليکل شي . لومړی : د لرغونې پکتيا څخه د تر لاسه شويو لرغونو توکو څرک : په پکتيا کې د غير رسمي سپړنو له پيره مالومات نه دي خپاره شوي ، ښايي لا ميل به يې دا وي چې په هغه پير کې د پکتيا ولايت او هغې حوزې ته د بهرنيانو پام نه دی اوښتی او يايې د غير رسمي سپړنو مهال نه دی تر گوتو کړی ؛ نو ځکه يې په اړه خپرونې هم نه دي شوي . په داسې حال کې چې د پکتيا له گاونډيو سيمو لکه ننگرهار ، لوگر ، غزني او د پښتونخوا د بيلا بيلو برخو څخه په زياته پيمانه لرغوني اثار وموندل شو او د يوشمير اثارو په اړه څيړنيزې ليکنې هم په برتانوي هند او اروپايې هيوادونو کې خپرې شويدي . د لومړي ځل لپاره په ١٣٣٦ لمريز کال په تصادفي توگه د ميرزکې څخه يوشمير اولس کيزي مسکوکات را بر سيره شول . د دې خبر په اوريدلو د وخت چارواکو يو گډ هېئت د گرديز ښار ته وليږلو . په دې هېئت کې استاد احمد علي کهزاد او په کابل کې د دافا موسسې غړو برخه درلوده . ميرزکې ته د لرغونپوهانو د رسيدو سره سم لومړنۍ څيړنې اوسپړنې پيل شوې چې په نتيجه کې يې د لسو زرو څخه زياتې اولس کيزي مسکوکات تر لاسه کړې ، چې د هيواد په ملي موزيم کې د اولس کيزو مسکوکاتو تر ټولو ستره خزانه گڼل کيده چې له بده مرغه د خپل منځي جگړو پر مهال د ملي موزيم د نورو اثارو په څيرد داړه مارانو په وسيله لوټ شول . د ميرزکې څخه تر لاسه شوي اثار د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا په زيات پام وڅيړل شوه او د څيړنو پايلي يې د مسيو گيرشمن او مسيو کوريل له خوا په افغانستان کې د اولس کيزو زيرمه په نوم يو داسې کتاب خپور کړ چې نه يوازې د ميرزکې څخه تر لاسه شوي اولس کيزي په پوره تفصيل پکې پيژندل شوي دي ، بلکې د هغو څيړنو پر بنسټ يې دپکتيا او شا اوخوا سيمو تاريخي بهير را برسيره او د پوهيدو وړ وگرځاوه . داسې بريښيدل چې د ميرزکې په دې لرغونې خزانه کې تر ٥٠ زره زياتې اولسکيزې موجودې وې ، له دې ټولگې څخه يې تر لس زره زياتې ملي موزيم ته ورسيدې چې يوشمير يې دپاکولو اومينځلو پر مهال د کيمياوي موادو په کارولو سره له مينځه ولاړې او يو شمير نور يې هم ښايي د ځايي اوسيدونکو له خوا په ناپوهۍ کې بيځايه شوې وي . هغه څه چې تر ١٣٧٢ لمريز کال پورې د ملي موزيم په ويترونو نو کې د ميرزکې د اثارو په نوم ساتل کيدې ، د هغو شمير لس زرو اولس کيزو ته رسيدلی . د لرغونپوهانو څيړنو وښول چې د ميرزکې په لرغونې ټولگه کې تر ټولو پخوانۍ اولس کيزي ، ٥٠٠ پنځه سوه کاله تر زيږد وړاندې زمانو پورې اړه لري او تر ټولو ورستۍ يې په ٢٢٠ دوه سوه شل زيږد کالونو پورې اړوند گڼل شويدي . د دې لرغوني ټولگې يوه بله ځانگړتيا دا ده چې په ټولو اولس کيزو کې د هغو واکمنو اولس کيزي نه شته چې د هندوکش په شمالي برخو کې يې واکمني درلوده ، خو د هغو ټولو واکمنو اولسکيزي په دې ټولگه کې شته چې د هندوکش په لويديځو برخو واکمن وه . د بيلگې په توگه د هر مايوس ، ميناندر ، سترکنشکا او يوشميرنورو نومونه يادولای شو . دا اولس کيزي په زياته پيمانه مسي او نقره يې جوړې شوي دي . لرغونپوهانو دا ټولگه د جوړښت او ارزښت له مخې پر دوو برخو ويشلې ده ، يوشمير هغه اولسکيزي دي چې د اوږدو ميلو په څير جوړې شوي اويوازې په سيمه کې د ورکړې راکړې لپاره کارول شوي دي ، چې تر ټولو پخوانۍ بلل کيږي او بله برخه يې د سپينو زرو پرې شوي او قطعه شوي اولس کيزي دي چې د وخت د واکمنو نومونه او پر يوشمير يې نښانې او علايم حک شويدي . د ميرزکې څخه يوازې د يادې شوې خزانې اولسکيزي نه دي را برسيره شوي بلکې په تصادفي توگه د سروزرو داسې يوه ټولگه هم تر لاسه شوه چې د وزن پيمانه يې تر دوه نيم ټنه زياته ويل کيږي . دا طلايې خزانه هغه وخت را برسيره شوه چې په هيواد کې د خپل منځي جگړو اور زور اخستی و . دا خزانه د افغانستان څخه په زياتې بې رحمۍ بهرنيو هيوادونو ته په قاچاق وليږل شوه . په دې اړه د يونسکو يوتن چارواکي د بي. بي. سي سره د مرکې په ترځ کې و ويل چې د ميرزکې څخه وړل شوي يوشمير سره زر د يونسکو له خوا پيرودل شويدي ، کله چې په هيواد کې حالات او امن ښه شي ، دا پيرودل شوي زيورات به بيرته افغانستان ته ورکړل شي . د لرغوني پکتيا په لمن کې يو بل ارزښتمن لرغونی اثر ، د گنش مجسمه ده چې هغه هم په اتفاقي توگه تر لاسه شويده . د گرديز څخه تر لاسه شوې د گنش مجسمې يو انځور د گنش مجسمه په يوې ډبرينې ستنې درول شوې او په لاندنۍ برخه کې يې په سانسگريت دوې کرښې ليکل شوي چې تاريخ يې د هندي لرغونپوه داکتر سرکار په اند په شپږمه او اومه زيږدي پيړۍ پورې اړه لري . دا مجسمه تر پيداکيدو وروسته سمدستي کابل ته وليږل شوه او په کابل کې د هندوانو پير راتنات درمسال ته وسپارل شوه . د گينش يوه بله مجسمه د کابل د خير خانې کوتل شمال لورې د شکر درې ولسوالۍ اړوند سيمې څخه تر لاسه شويده ، د همدې سيمي څخه د سوريا او شيوا مجسمې هم په لاس را غلي دي ، چې د هندي لرغونپوهانو سرکار او اگروال له خوا په خپل وخت په پوره او هر اړخيزه توگه وڅيړل شوې . هندي لرغونپوهانو د خپلو څيړنو په پايله کې څرگنده کړله چې د گرديز څخه پيدا شوې دگنيش مجسمه څوارلس انچه سورلري او لوړوالی يې څلورويشت انچه ته رسيږي . د مجسمې ډبر ليک يې چې په سانسگريټ ليکل شوی ، داسې بيانوي چې : دا لويه او ښايسته ماها وينا ياکا د نامتو شاهي کورنۍ واکمن ساهي له خوا وقف شوې او د نامتو پاچا ساهي خنکالا د واکمنۍ په اتم کال جوړه شوه . د اوستايي ژبې څخه په دې ژباړه کې د خنکالا پاچا پيژندل ستونزمن شويدي ، د يوشمير تاريخ پوهانو له نظره ښايي دا خنکالا د کشمير هغه واکمن وي چې په يوه لږ تغيير يې په نورو اسنادو کې نوم د وخانيلا ياد شوی دی ، بله هم دا چې د دې مجسمې د جوړيدو پير هم د همدې کشميري پاچا دواکمنۍ مهال سره برابر دی . دا مجسمه په سيمه کې د هنري جوړښت له مخې بې سارې گڼل شوې ده ، سر يې د يوه پخواني هندي رب النوع چې فيل ته ورته مخ يې درلود ، يوشان ده او د همدې جهته يې د گنش په نوم يادکړې او منلې ده . د هنري سبک له مخې دا مجسمه يوه انتقالي دوره څرگندوي ، هغه وخت چې د هند په لويه وچه کې گوپتايې هنري خوځښت پيل شو ، په سيمه کې د هلنيستيک هنر وروستي کلونه تر شا پريښودل ،چې په همدې مهال کې د گرديز څخه تر لاسه شوې د گنش مجسمه جوړه شوې ده ، نو ځکه ورته د انتقالې پير لاس ته راوړنه ويل کيږي . د يادونې وړ ده چې د د فيل په شان مخ لرونکي مجسمې د افغانستان په نورو سيمو ، لکه کاپيسا او شکر دره کې هم تر لاسه شوي دي ، خو د گرديز څخه تر لاسه شوې مجسمه هم د هنري جوړښت له مخې او هم د زمانې پير له مخې د نورو سره ورته والی نه لري . دويم : په پکتيا کې دلرغونو او تاريخي ابداتو څرک ؛ تر اوسه په رسمي توگه د پکتيا د تاريخي او لرغونو سيمو سروې او پلټنه نه ده شوې ، او د هغو لرغونو ودانيو او دهغو د پاتې شونو په اړه هم لا تر اوسه خپرونې او ليکنې نه دي شوي ، په داسې حال کې چې د پکتيا په هره برخه کې د لرغونو ودانيو او د هغو د پاتې شونو نښانې او بيلگې په ستر گو کيږي . په دې برخه کې يوازې د پکتيا ولايت مرکز گرديز ښار د هغو تاريخي او لرغونو ودانيو ، يادونه کوو چې اوس يې پاتې شونې د بيان پرته د تاريخي برم ښکارندويي کوي . د گرديز ښار د پکتيا ولايت اداري مرکز دی چې د ختيز طواللبلدپه ٢٩ درجو او ١٩ دقيقو او د شمالي عرض البلد په ٣٢ درجو او ٣٧ دقيقو تر منځ پروت دی . دا ښار د شا او خوا کليو په گډون ٦٥٣ مربع متره پراخوالی لري ، چې د بحر له سطحې څخه يې لوړوالی ٢٣٠٠ متره ته رسيږي . د گرديز ښار شمال لور ته د لوگر ولايت د تيرا غاښۍ او د سهيل لور ته يې د سپاهي خيلو سټي کنډو پروت دی ، د ختيز پلوه د سيد کرم ولسوالي او د مچلغو او غړک سيمي او لويدز لور ته يې د زرمت ولسوالي پرته ده . په گرديز کې د لرغونوودانيو نښانې په زياته پيمانه ليدل کيږي . دبيلگې په توگه د گرديز بالا حصار يادوو ، دا لرغونی عسکر کوټ اوس د يوه مستطيل شکله خاورينې غونډۍ په څير د ليدونکو پام ځان ته را اړوي . دا لرغونې ودانۍ د اوسني گرديز ښار په منځنۍ او لويديځه برخه کې جوړه شوې ده . د دې تاريخي غونډۍ پراخوالی ٣٥٠ متره او د مځکې له سطحې څخه يې لوړوالی ٤٠ متره ته رسيږي . دبالاحصارپرشااوخوادپخوانيومخنيونکو مرچلو خندقونه اوکيندل شويو جرونو نښانې لا تر اوسه په پوره بيل والي ليدل کيږي . د دې جنگي کلا جوړښت او د هغې ستراتيژيک موقعيت دا په ډاگه کوي چې په تيرو زمانو کې دوسله والو خوځښتونو ستر سمبال ونکی او لار ښونکی مرکز و . د بالا حصار پر څنډو دوې نورې تاريخي کلاوې شته چې اوس يې د غونډيو بڼه خپله کړيده . د ٥٠٠ متره په واټن ختيز لور ته يوه تاريخي غونډۍ واقع ده چې اوس پکې د ميشتو افسرانو لپاره د اوسيدو ځايونه او ودانۍ جوړې شوي دي . د بالا حصار لويديز لورته يوه بله تاريخي غونډۍ شته چې د سر سنگ کلا په نوم ياديږي . د دې کلا پر سر هم نوې ودانۍ او کورونه جوړ شوي دي . د سر سنگ کلا مخامخ لورته د گرديز سند پرغاړه دوې نورې تاريخي غونډۍ هم شته چې د محمودي او نادري غونډيو په نوم ياديږي چې تاريخ او ستراتيژيک ارزښت يې څرگند او د پام وړ دي . په افغانستان کې د اسلام دين د خپريدو وروسته ديوشمير مورخينو په اثارو او ليکونو کې د ځينو تاريخي پيښو په اړه د گرديز ښار يادونه په واروار شويده ، په ځانگړي توگه د رتبيلي پاچاهانو د جگړو پر مهال ، د يعقوب ابن ليث صفار، غزنوي او غوري پاچاهانو د واکمنۍ پر مهال او له هغو پيرو وروسته په متواتره توگه په تاريخي اثارو او متونو کې د گرديز په اړه يادونې شته چې د بيلگې په توگه د حدودالعالم ، سيستان تاريخ ، تاريخ مرصع ،تحقيق ماللهند او يوشمير نور يادولای شو . لنډه دا چې د پکتيا په هره برخه کې د لرغونو ابداتو او تاريخي ودانيو بيلگې په گوته کولای شو . د دې وينا د ريښتينوالي لپاره دادی د هغو يوشمير لرغونواثارو او تاريخي توکو انځورونو ليدلو ته تاسو درانه لوستونکي رابولم چې د پکتيا د غونډۍ له سيمي څخه په تصادفي توگه تر لاسه شوي دي . دا انځورونه د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي پخواني استاد ښاغلي ډاکتر گل افضل غونډیوال ماته راليږلي چې د مرستې څخه يې د زړه له کومي مننه کوم . د قومونو له پلوه نوموړې سيمه په لاندې ډول بیله يا وېشل شوې ده د احمدزيو قوم له زرمت څخه نيولې بيا تر ششگروهي شيژنك، گردېز او كوهسين پورې پروت دى. د طوطاخیلو قوم له ميرزكي څخه نيولې بيا تر سيد كرم او كوهسين پورې استوگن دي. د منگلو قوم له ميرزكي څخه نيولې بيا ځاى پرځاى د خوست تر متون پورې استوگن دي، چې په ځينو ځايونو كې د منگلو قومي نوم په هغو سيمو، چې دوى پرې استوگن دي تاثير كړى دى او اوس مهال يې خلك د منگلو د سيمې په نوم پېژني. د بېلگې په توگه موږ له هغو سيمو څخه د لجې منگلو د سيمې نوم يادولاى شو. د ځاځيو قوم، چې يو لوى او تاريخي قوم دى، له ميرزكي څخه نيولې بيا د سپين غر تر لمنو او د سپين غر له لمنو څخه بيا د هېواد تر سرحد پورې استوگن دى او د خوست په ولايت كې هم يوه لويه سيمه د ځاځي ميدان په نوم يادېږي او په دې سيمه كې هم همدا د ځاځيو قوم استوگن دى. د ځدراڼو قوم له سټو كنډو څخه نيولې تر المره او د خوست تر اسماعېل خېلو پورې پروت دى، چې مخامخ له اورگون سره تړلې پولې لري. د څمكنيو قوم د جاني خېلو ولسوالۍ له ختيځ څخه بيا د پټان ولسوالۍ پورې، چې د هېواد په پولې كې پرته ده، استوگن دي. لكه څنگه چې مو وويل پكتيا يوه غرنۍ سيمه ده، نو بايد يادونه وشي، چې دا سيمه له ځنگليزو غرونو څخه برخمنه ده. شنې درې، رڼې او روانې اوبه لري او طبيعت يوه رښتونې ښكلا وربخښلې ده. د نوموړې سيمې ځنگليز غرونه پر نښترو، لمنځو، څېړيو، زرغونځيو، اوبښتو، بيجورو، غوړشتيو او د خوون په ونو مشتمل دي. قدرمنو لوستونكيو! لكه څنگه مو چې وويل پكتيا يوه زړه او لرغونې سيمه ده، نو ضرور خبره ده، چې د پكتيا د سيمې په اړه يو څه څېړنه وكړو. د نوموړې سيمې په نوم باندې بايد پوه شو او د نوموړي ولايت مشهور ښارونه او قومونه وپېژنو، نو راځو د پكتيا د نوم لرغونتيا ته! د تاريخ له نظره د پكتيا نوم ډېر زوړ او لرغونى دى. لكه څنگه چې د پكتيا نوم له پكت څخه اخيستل شوى، نو ضرور ده چې د پكت كليمه وپېژنو او د هغې په مانا باندې ځانونه وپوهوو. د ځاځيو ولسوالۍ: درې وړانديزونه د پکتيا ولايت سيمه ايزو چارواکو ته وړانديز کوم چې د ولايت د مرکز او ولسواليو لپاره د تاريخي او لرغونوسيمود سپړنو په نيت د سروې يوه بيړنۍ پروژه ترتيب او د پلي کولو لپاره دي د هيواد داطلا عاتو او کلتوري وزارت لوپوړي چارواکي ژمن کړي . د کارپوهانو په مرسته دې هغه سيمي په گوته شي چې د سپړنو په لړ کې لومړيتوب ورکول کيږي ، او د علمي سپړنو او څيړنو عملي چاري دي پيل شي . اړينه ده چې په پکتيا کې د يوه تاريخي موزيم د پرانستلو لپاره وړ شرايط برابر شي ، د هغو هيوادوالو څخه دي د موزيم د بډايني لپاره غوښتنه وشي ، چې يا پخپله لرغوني توکي لري او يا يې د تر لاسه کولو سهولتونه په اختيار کې شته ؛ په پای کې د پکتيا ولايت ښاغلو چارواکو څخه هيله کوم چې د لرغونو اثارو د خپلسري سپړنو او قاچاق په مخنيوي کې لا زيات گړندي گامونه پورته کړي. اخځونه د الفبا په ترتيب باوري ، رسول . د افغانستان لرغوني مدنيتونه . کابل : د کابل پوهنتون ١٣٧٥ . تڼيوال ، ظريف . پکتيا ته يو ځغلند نظر . کابل : د کابل پوهنتون ١٣٦٧ . دواليکار، ک. م . په افغانستان کې د گنش دوې مجسمې . ژباړونکۍ عتيق زوی . د افغانستان لرغونپوهنه کابل : دولتي مطبعه ١٣٦٠ کهزاد ، احمد علی . افغانستان در پرتو تاريخ . کابل : مطبعه دولتي اړوندې لیکنکې آریوب نیمگړی لیکنۍ د افغانستان ولايتونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%8A%D8%AF%20%D9%85%D8%AE%D8%AF%D9%88%D9%85%20%D8%B1%D9%87%D9%8A%D9%86
سيد مخدوم رهين
سيد مخدوم رهين د محمد شريف زوی د اطلاعاتو او کلتور وزير د جهاد په کلونو کې له جنگسالار پير گيلاني سره په اسلامي محاذ کې و چې له وطنه دباندې د مجاهدينو په حکومت کې هم د اطلاعاتو کلتور وزرادت ورسپارل شوی و ، وروسته ظاهر شاه پلوی شو ، د طالبانو له نسکوريدو راهيسته په همدې څوکۍ ناست دی . افغانان افغان سياستوال افغان وزيران افغان جنگسالاران د شورای نظار غړي د شمالي ټلوالې غړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AD%D8%A8%D9%8A%D8%A8%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D9%82%D8%A7%D8%AF%D8%B1%D9%8A
حبيب الله قادري
انجينر حبيب الله قادري د حاجي احمد قادري زوی او د افغانستان د مخدره توکيو پر ضد د مبارزې وزير پخوا د کډوالو د وزارت مرستيال وو. پښتانه افغانان پښتانه سياستوال افغان سياستوال افغان وزيران د شورای نظار غړي د شمالي ټلوالې غړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%85%D9%8A%D8%B1%D8%B2%DB%8C%20%D8%B3%D9%86%DA%AF%D9%8A%D9%86
اميرزی سنگين
انجينير اميرزی سنگين د امير گل گلشاه خېل زوی، افغانستان د لنډمهالي حكومت په جوړېدو سره د افغانستان د مخابراتو وزير ټاكل شوې. امير زې سنگين د پكتيكا ولايت د اورگون ولسوالۍ اوسېدونكې دې . لومړنۍ زده كړې لومړنۍ زده كړې يې په اورگون او منځنۍ زده كړې يې په گردېز كې سرته رسولي دي. ۱۲ ټولې يې د ټېليكميونيكېشن ښوونيزه مركز څخه په لومړي درجه ترلاسه كړه. لوړې زد كړې په ۱۹۷۳ز كال يې د جنوبي لندن له پوهنتون څخه د انجينيرۍ سند ترلاسه كړ. په لومړي ځل په ۱۹۷۵ز كال د ټېلي كميونيكېشن ښوونيزه مركز كې د ښوونكي په توگه ومنل شو، د ۱۹۷۸ز او ۱۹۸۰ز كلونو ترمنځ يې د ټېلي كميونيكېشن رياست په غاړه ؤ. په ۱۹۸۰ز كال هېواد پرېښودو ته اړ او د سوېډن هېواد ته مهاجر شو. هورې يې په ۴ مياشتو كې په سوېډني ژبه كې د لسانس سند ترلاسه كړ. دندې او ټولنيز خدمتونه سنگين د افغانستان لپاره د سوېډن د مرستو د كمېټې يو له بنسټ اېښودونكيو څټو څخه دى، چې دې كمېټې د افغانستان په ښوونيزه، كرنيزه او روغتيايي څانگو كې په تېرو دوه نيمو لسيزو كې د يادولو وړ مرستې كړي دي. دارنگه يې د سعودي عربستان په خالد نړېوال هواي ډگر كې د مخابراتو په پروژه كې د غړي په توگه له ۱۹۸۲ز څخه تر ۱۹۸۵ز كال پورې پاتې شوې. لدې څخه وروست ۵ كلونو لپاره د سوېډن هېواد په مخابراتي، گرځنده ټېليفونو نېټ وركونو د سېسټم په پنځونه او نوي كونه كې كار وكړ راتلونكې موخې او لاسته راوړنې د افغانستان د وزارت د يو كارنده پلان لمخې غواړي چې افغانستان ددې جوگه كړي، ترڅو د نړېوالې خبرتيايي ټكنالوژۍ د ټولنې غړې شي، ترڅو د افغان كولتور استازيتوب وكړاى شي، او له اړيكتيايي او خبرتيايي ټكنالوژيو څخه خپله برخه گټه پورته كړي. دارنگه دا وزارت غواړي چې افغانان له مخابراتو او څخه گټه پورته كړي، ترڅو افغان دولت او ټولنيزې اسانتياوې لا پياوړې كړي. ددې وزارت له موخو څخه دا هم دي، ترڅو غربت راكم كړي، او د وړ او اړو خلكو سره مرسته او لاسنيوې يې وكړي. د مخابراتو او خبرتيايي ټكنالوژۍ وزارت په پلان كې لري ترڅو په راتلونكيو ۴-۶ كلونو كې لاندې لاسته راوړنې ترلاسه كړي. ټول ښارونه او ۵۰۰۰ كلي د پراخه اړيكتيايي او خبرتيايي خدمتونو پواسطه وپوښي. په راتلونكي يو كال كې ۵ ټلېكام كمپنيو خدمت پېلونه. ملكي برېښنايي سپڼسيزې پروژې پېلونه، چې د ښه نوعيت او ټېټې بيې لرونكې به وي، او خلكو ته به ملكي او نړېوالې اړيكتيايي او خبرتيايي اسانتياوې په راتلونكيو ۳ كلونو كې برابروي. دا كېبل به د زمكې لاندې تېرول كېږي، چې د منځنۍ اسيا هېوادونه به له سوېلي اسيا سره د افغانستان له لارې تړي. په راتلونكيو ۴ كلونو كې د ۱،۵ بېليونه افغانيو په كچه پانگه اچونې زياتونه. د ۵ مېليونه كاروونكيو ته د گرځنده او ټېليفون اسانتياوې برابرول په راتلونكيو ۴ كلونو كې چې دا اندازه د هېواد ۲۰ شل په سلو كې نيسي. په راتلونكو ۴كلونو كې د ۵۰۰۰۰ كارونه برابرول په راتلونكيو ۱۰ كلونو كې د افغان دولت ۲ بېليونه ډالره گټه ترلاسه كول. پښتانه افغانان پښتانه سياستوال افغان سياستوال افغان وزيران د شمالي ټلوالې غړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%A7%D9%85%D9%8A%D9%86%20%D9%81%D8%B1%D9%87%D9%86%DA%AF
محمد امين فرهنگ
ډاکټر محمد امين فرهنگ د مير محمد صديق فرهنگ زوی ، د اقتصاد وزير ظاهر شاه پلوی دی چې له طالبانو راهيسته په کابينه کې تل موجود و پښتانه افغانان افغان سياستوال افغان وزيران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%A7%D8%B3%D9%85%D8%A7%D8%B9%D9%8A%D9%84%20%D8%AE%D8%A7%D9%86
محمد اسماعيل خان
محمد اسماعيل خان د مير محمد اسلم زوی، د افغانستان په اسلامي جمهوریت کي د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د انرژۍ او اوبو وزير، د هرات پخوانی والي، د اسلامي جمعيت ګوند غړی او یو له هغه ټوپکسالارانو څخه دی چي د افغانستان په کورنۍ جګړه کي یې رول درلود. ژوندلیک اسماعیل خان په زیږدیز کال کي د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کي زېږېدلی دی. نوموړی د افغان شوروي جګړې پر مهال د جمعیت ګوند غړۍ او د بهرنیو استخباراتو په مرسته یې د افغان خلق حکومت په وړاندي جګړه کول. د کمونسټ حکومت تر پرځېدو وروسته اسماعیل خان د کورنۍ جګړې پر مهال د هرات ولایت مشرتوب په لاس کي واخیست او له رانیولې بیا تر کال پوري ددغه ولایت مشر وو. د طالبانو له لوري د هرات تر نیولو وروسته اسماعیل خان د یو زنداني په ډول ژوندئ ونیول سو خو په کندهار کي تر لږ زندان تېرولو وروسته د جمعیت د نورو مشرانو غوندي له افغانستانه وتښتېدی او په کال کي د متحده ایالاتو او ناټو په مرسته له نورو جنګسالارانو سره یوځای افغانستان ته بیا داخل سو. په کال کي اسماعیل خان پرځای ددې چي د خپلو جنایاتو په تړاو محکمه سي برعکس د نورو جمعیتي زورواکو په څېر د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر وټاکل سو او دغه دنده یې تر کال پوري سرته ورسول. اسماعیل خان د جمهوري حکومت پر مهال د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کي د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو په وړاندي یو مشهوره زورواکۍ ګڼل کېدی او په کال کي د جمهوريت له پرځېدو وروسته یوځل بیا د طالبانو له لوري ژوندئ ونیول سو. طالبانو د نوموړي د ناروغۍ له کبله ده ته اجازه ورکړه چي له هیواده بهر خپل علاج ترسره کړي، خو نوموړی چي څنګه له هیواده ووتی یوځل بیا یې د طالبانو په وړاندي مخالفت پیل کړ او د شمالي ټلوالي د پخواني جنګسالار احمدشاه مسعود له زوی سره یو ځای سو. جنگسالاران افغانان افغان وزيران د شورای نظار غړي د شمالي ټلوالې غړي لوېديځپال لوېديځپاله سياستوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D8%AF%D8%A7%D9%8A%D8%AA%20%D8%A7%D9%85%D9%8A%D9%86%20%D8%A7%D8%B1%D8%B3%D9%84%D8%A7
هدايت امين ارسلا
ډاکټر هدايت امين ارسلا د سوداگرۍ وزير او د ولسمشر لوړ پوړی سلاکار .ښاغلی ارسلا د مجاهدينو په حکومت کې د بهرنيو چارو وزير و ، دی د پير سيد احمد گيلاني په ملي محاذ کې فعال غړی و خو وروسته بيا د پخواني پاچا ډلې ته ورنژدې شو . له طالبانو وروسته په لومړۍ کابينه کې د ماليې وزير و . پښتانه افغانان پښتانه سياستوال افغان سياستوال افغان وزيران افغان جنگسالاران د شمالي ټلوالې غړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D9%84%D9%8A%20%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%AC%D9%84%D8%A7%D9%84%D9%8A
علي احمد جلالي
ډاکټر علي احمد جلالي په انگرېزي: د ۱۳۲۳ لمريز کال غزني يا ۱۳۱۹ لمريز کال کابل يوافغان ليکوال او د افغانستان د کورنيو چارو پخوانى وزير دى. نوموړى دا مهال د واشنگټن په ملي دفاعي پوهنتون کې استاد دى. مخينه علي احمد جلالي د غلام جيلاني جلالي زوی، چی د ځينو سرچينو پر بنسټ د غزني او د ځینو نورو پر بنسټ پر ۱۳۱۹ يا هم ۱۳۲۳ لمريز کال په کابل کې زېږېدلی دی. پلار یی غلام جيلاني جلالي د غزني د واغظ ولسوالۍ د شهزادگانو په کلی کی زیږدلی. علي احمد جلالي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د کابل په حبیبيه لېسه کې پای ته رسولې دي. لوړې زده کړې یې په حربي پوهنتون کې سرته رسولې. له حربي پوهنتون څخه تر فارغیدو وروسته یي په امریکا متحدو ایالتونو کې لوړو پوځي زده کړو ته ادامه ورکړه. له هغی وروسته یی د انگلستان د ارکان حرب له کالج څخه ډیپلوم ترلاسه کړ. د امریکا د کلیفورنیا د سمندري دفاع په کالج کې یې نورې زده کړې هم وکړې او د سیاسي علومو په څانگه کې یې د فوق لیسانس ډیپلوم د باستون پوهنتون د سیاسي علومو له انستیتوب څخه تر لاسه کړ. دندې علي احمد جلالي د افغانستان په اردو کې تر شل کاله خدمت وروسته د شوروي یرغلگرو پر ضد جهاد پیل کړ او پر ۱۳۶۱ لمریز کال یې د امریکا متحدو ایالاتو ته هجرت وکړ. نوموړی پر ۱۳۸۱ لمریز کال بېرته خپل هېواد ته راستون شو. په هغه موده کې چې جلالي په امریکا کې وو، په امریکا غږ راډیو کې د پښتو، پارسي او دري ژبو د څانگي رئیس وو. نوموړي ددې تر څنگ د انگلستان په لوړو پوځي موسسو کې لکچرونه اورول. جلالي له ۱۳۸۱ لمریز کاله څخه د ۱۳۸۴ لمریز کال تر نیمایي پورې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی دی. نوموړي وروسته د اکاډميکو فعاليتونو د دوام لپاره له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو داسې اوازې هم وې، چې گواکې علي احمد جلالي له هېوادمشر حامد کرزي سره د واليانو د ټاکلو او د هغو دولتي چارواکيو پر سر، چې د نشه يي توکيو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن ول، مخالفت وښود چې دغه مخالفت د ده د استعفا لامل وگرځېد. ځينې سرچينې بیا وايي چې نوموړي د ۲۰۰۳ زېږدي کال له جنوري څخه د ۲۰۰۵ زېږدي کال تر اکتوبر پورې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په توگه دنده ترسره کړي ده. علي احمد جلالي په ۱۹۸۲ ـ ۲۰۰۳ ز کلونو کې له امریکا غږ راډیو سره د خپلې دندې پر مهال د افغانستان، ایران او تاجکستان لپاره د پښتو، دري پارسي ژبو د خپرونو مشري په غاړه درلوده. د یوه ژورنالیست په توگه يې په ۱۹۸۲ ـ ۱۹۹۳ ز کلونو کې د افغانستان جگړه او په ۱۹۹۳ ـ ۲۰۰۰ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد منځنۍ اسيا حالات تر کتنې او څېړنې لاندې نيولي ول. نوموړي د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ اسیا جمهوریتونو ته هم سفرونه کړي دي. علي احمد جلالي د افغانستان او مځنۍ آسیا، د سیاسي، پوځي او فرهنگي حالاتو په اړه ډېر کتابونه او مقالي ليکلې دي. په امریکا، انگلستان، افغانستان، پاکستان او ایران کې يې په انگلیسي، پښتو، دري، عربي، تورکي او فرانسوي ژبو اثار چاپ شوي دي. دده نوی کتاب آن سوی کوهستان نومېږي چي په امریکا او اروپا کې په انگلیسي ژبه چاپ شوی او د شوروي پرضد د افغانستان د خلکو جهاد په اړه پکې پوځي کتنه شوې ده. د افغانستان پوځي تاریخ په دوو ټوکو کې د جلالي د نورو مهمو اثارو په ډله کې راځي چې د یوه اخځ په توگه ورځني په بیلا بیلو برخو کې کار اخیستل کېدای شی. علي احمد جلالي له زرو څخه ډیرې مقالې او څه د پاسه شل عمده اثار ليکلي دي. نوموړی په فرانسوي، روسي او ترکي ژبو پوهېږي او په دې ټولو ژبو کې لیکنه او روانې خبرې کولی شي. چاپ شوي اثار تاريخ مختصر افغانستان از نگاه عسکري، د ۱۹۶۷ ز کال چاپ. د افغانستان د تاريخ پاڼې. جنگ او ديپلوماسي. د غره له هغې خوا، په انگرېزي ژبه پر ۱۹۹۸ ز کال په امريکا متحدو ايالتونو کې چاپ شوی. دا کتاب په اروپا کې هم چاپ شوی او په يو شمېر بهرنیو ژبو هم ژباړل شوی دی. د خوشحال خان خټک د عصر او چاپېر يال پوځي څېړنه، د ۱۳۹۱ لمريز کال کابل چاپ. د جلالي کورنۍ علي احمد جلالي څلور وروڼه لري، چې نومونه يې دادي: ليکوال، ژباړن او شاعر محمد نادر جلالي په حق رسېدلی د راډيو افغانستان پخوانی رئيس ډاکتر عبداللطيف جلالي په حق رسېدلی، د قران کريم حافظ او څه موده د کابل پوهنتون استاد احمد شاه جلالي، د کابل پوهنتون استاد او د راډيو ټلويزيون پخوانی ويندوی ډاکتر عبدالسلام جلالي. اخځونه پښتانه ليکوال پښتانه افغانان پښتانه سياستوال افغان سياستوال افغان وزيران د شمالي ټلوالې غړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87
عبدالله عبدالله
ډاکټر عبدالله عبدالله زېږېدنه: ۵ د سېپتمبر، ۱۹۶۰ ز. - په انگرېزي: . د افغانستان په اوسني سياست کې يوه ښکېله څېره ده چې د شمال ټلوالې له منځي څخه راولاړ شوی . هغه د افغانستان د جبهه ملي په نوم يو نوي گوند مشر دی او د ۱۳۸۸ ل. کال د ټولټاکنو کې د ولسمشرۍ خپلواکه کانديد ؤ. تر دې وړاندې هغه د افغانستان په لنډمهاله دولت کې د باندنيو چارو وزير پاتې شوی او د وزارت د مودې څخه وړاندې د شمالي ټلوالې او د نظار شوروا قومندان احمد شاه مسعود پخوانی وياند و . د نظار شورا فعاله غړی دی چې د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو وختونو کې د جنگسالار احمد شاه مسعود د وژل کېدو وروسته وغوړيد. د حامدکرزي د حکومت په پای کې او د ۲۰۱۴م ز. کال ټولټاکنو ته د خپل سیال نوماند اشرف غني احمدزي په مقابل ونوماوه او د ټولټاکنو په بهیر کې یې په ډول ډول ولسي بلواؤ لاس پورې کړ چې د ټولټاکنو د بهیر نامنلې رايې ومنل شي خو بيا هم بريالی نشو او اشرف غني په پراخ ډول ټولټاکنې وگټلې ، دا چې ده نه منلې او د افغانستان ثبات یې گواښه نو اشرف غني احمدزي ده ته په حکومت کې برخه ورکړه . دغه برخه يې د نوي قانون په رامنځته کولو سره د افغانستان اساسي قانون هم وگواښه او د ملي يووالي حکومت په نوم یې دوه مشریزه دولت رامنځته کړ . دې ته په کتلو سره افغانان ناهیلې ښکاري چې دا حکومت وکولای شي د ولس حقوقي بې پرېوالی خوندي کړي . مخينه د نامتو افغان تاریخپوه پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د مرکې پر بنسټ د ډاکتر عبدالله عبدالله مور او پلار دواړه د پنجشېر دری تاجیکان ول. کله چې دده پلار ومړ نو عبدالله عبدالله د دوه یا دوه نیمو کلونو و. دده مور د یوه رسمي کار په باره کې رسمي دفترونو ته تللې وه چې دغلام محي الدين زمريالي نظر پری غورځېدلی و. زمریالي په هغه وخت سره له ما پوهاند رشاد د مرستې غوښتنه وکړه چې له دې ښځې سره یې د واده مسئله جوړه کړم. هماغه و چې د ښځې کور ته ورغلو او د زمریالي لپاره مو په شرعي نکاح ور واده کړه. په دې توگه عبدالله عبدالله هم د نوي پښتون پلار څښتن شو، چې اوس د ماشوم ذهنیت له لامله عبدالله عبدالله خپل پلار زمریالی گڼي. عبدالله د لمرېز د ز د تلې پر مه نېټه په کابل کې زېږېدلی دی. د ډاکټر عبدالله له خولې د هغه پلار د کندهار و. عبداله د افغانستان په تېر څوارلس کلنې دورې کې د ببرک کارمل پشان د پردیو په مالي ملاتړ او د تېرمهال ۱۹۹۲جنگي جرمونو کې ښکېلې جمعیت او نظار شورا په چوکاټ کې رامنځته شو، او د همدغو ناجوړه سياستونو په وجې نن افغانستان کې سوله او ثبات ټکنی دی . د دوی ډله ییزه سیاست د مافيايي کړیو په لاس کې جوړ شوی چې د عامو افغانانو ورځيني بیت المال، دولتي پوستونو باندې یې د لوېدیځو هېوادنو او د سیمې د دؤو گاونډيو لکه ایران او پاکستان په پوځي او اقتصادي ملاتړ خېټې اچولي. دغو کړنو هېواد کې په سياسي سطحه فساد رامنځته کړی ، چې يوه بېلگه یې د دوی په لاس چوړ شوي اساسي قانون نقض دی ، چې له مخې یې په حکومتي صلاحيت باندې گوندي وېش او خپلسري ټاکنې او روابط په ضوابط ولاړ دي . زده کړې نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل ښار په غازي محمد ايوب خان ښوونځي کې تر لاسه کړي دي، او په ز کې په کابل کې له نادريې لېسې څخه فارغ شوی دی او خپله ادعا لري چې په ز کې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته شامل شوی او په ز کې له طب پوهنځي څخه فارغ شوی دی . د ځينو افغانانو له آنده چې د نظار شورا ډلگیو په کتار کې د دولسم ټولگي څخه فارغینو کچه لا ټيټه گڼي خو د لوړو سندونو مدعيانو یې سندونه په جعلي توگه يا هم د برهان الدین رباني د حکومت پرمهال جوړ کړي دي ښايي يو له دغو مدعيانو ځخه ښاغلی عبدالله عبدالله هم وي ، ځکه چې هم جگړه او هم په لوړو درجو زده کړه يوځای ناشونې ده. دندې په ز کې په نور روغتون کې پر دنده وگومارل شو په روغتون کې يې خپله دنده په نيمايي کې پرېښوده او په همدغه کال پېښور ته ولېږدېده. ډاکتر عبدالله پر کال ز د پېښور د سيدجمال الدين افغان په روغتون کې د ډاکتر په توگه دنده تر لاسه کړه او د پنجشېر د جبهې سرپرست په توگه يې هم کار کاوه له دې وروسته بيا له قومندان احمد شاه مسعود سره د وياند اوسلاکار په توگه گرځيده . عبدالله د ډاکتر نجيب الله د حکومت له ړنگېدو وروسته د - ز تر منځ د دفاع وزارت د وياند او د مسعود د دفتر د رئيس دنده تر سره کړه او په ز کې د برهان الدين رباني د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو په وزارت کې مرستيال شو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، چې د برهان الدين رباني حکومت په پنجشېر او خواجه بهاء الدين کې را ايسار شوی و، ډاکتر عبدالله د بهرنيو چارو سرپرست وزير و. په ز کې د سپټمبر له ۱۱مې وروسته، چې امريکا پر افغانستان بريد وکړ نو ورسره جوخت د شمال ټلوالې په مړژواندي بدن کې هم سېک را پيدا شو او نوموړی د بون په تړون کې د بهرنيو چارو د وزير په توگه پر دنده وگومارل شو. او په انتقالي حکومت کې هم د بهرنيو چارو وزير و، چې له ټاکنو وروسته يې دغه څوکۍ، بيا سپنتا ته ورپاتې شوه. د ۱۹۹۲م تر ۲۰۰۱م زېږديزو کالونو کورنیو جگړو کې ښېل او د قوماندان احمدشامسعود د ډلې استازی . ۲۰۰۱م زېږدیز کې تر ۲۰۰۴م زېږديز پورې د موقتې ادارې د بهرنیو چارو وزیر . ۲۰۰۹م زېږديزکال ټولټاکنو ته د حامد کرزي په مقابل نوماندېدل او بايلل. د جبهه ملي متحد په نوم سياسي گوند جوړول او دی یې مشر کېدل . د ۲۰۱۴م زېږديزو کالونو ټولټاکنو ته د اشرف غني احمدزي پر مقابل نوماندېدل او له ۴۰٪ څخه لږې رايې ترلاسه کول . د اساسي قانون پر خلاف د ۲۰۱۴م زېږديز کال د يووالی حکومت تر نوم لاندې د اشرف غني احمدزي سره سم دوهم دولتي مشر کېدل . ډاکتر عبدالله درې لوڼې او يو زوی لري او پر دري سربېره په پښتو ، انگرېزي او اوردو هم بلديت لري او ویل کيږي، چې يو څه فرانسوي يې هم زده ده. سرچینې بي بي سی ټکې کام د روهي وېبپاڼه بهرنۍ تړنې افغان جنگسالاران افغانان افغان سياستوال افغان وزيران د شمالي ټلوالې غړي د شورای نظار غړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%AD%D9%86%D9%8A%D9%81%20%D8%A7%D8%AA%D9%85%D8%B1
محمد حنيف اتمر
محمد حنيف اتمر ۱۹۶۸ - انگرېزي: د افغانستان د کورنيو چارو پخوانی وزير دی. تر دغې دندې دمخه نوموړی د ښوونې او روزنې او د کليو د پراختيا او بيا رغاونې د وزير په توگه هم دندې ترسره کړي. مخينه حنيف اتمر يو پښتون دی او د پلار نوم يې محمد آصف اتمر دی. هغه د افغانستان د پخواني پاچا، محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په لغمان کې زېږدېدلی دی. کله چې محمد حنيف اتمر ځوان شو نو خپله لومړنۍ دنده يې د خاد خدمات امنيت دولتي، د افغانستان څارگرې ادارې سره پيل کړه. او د همدغې ادارې د يوې ځانگړې څانگې سره يې کار کاوه. د افغان-روس په جگړه کې هغه د مجاهدينو پر وړاندې جنگ کړی چې همداراز يې په ۱۹۸۸ کال کې د جلال آباد په جگړه کې خپله پښه له لاسه ورکړې. کله چې کابل د مجاهدينو په واک کې ورغی نو نوموړي افغانستان پرېښوده او برتانيې کې کډوال شو. زده کړې او دندې محمد حنيف اتمر د انگلستان له يورک پوهنتون نه دوه ديپلومه ترلاسه کړي. لومړنی ديپلوم يې د مالوماتي تخنيک او کمپيوټر په څانگه کې او يوه ماسټري يې له ۱۹۹۶ نه تر ۱۹۹۷ کالونو په موده کې د عامه کړنلارو، نړېوالو اړيکو او د جگړې وروسته بيا رغونې په زده کړو کې لاس ته راوړې. هغه په روانه توگه په پارسي، انگرېزي او اردو ژبو خبرې کولی شي. په ۱۹۹۲ ز. کال کې هغه د افغانستان او پاکستان په اړه د بشري اجنسيو سلاکار وه، چې دا دنده يې تر دوه کالونو پورې درلوده. تر دې وروسته هغه د ناروې افغان کوميټې ته ولاړ او هلته يې د پروگرام منېجر په توگه تر ۲۰۰۰ کال پورې شپږ کاله کار وکړ. په هماغه کال نوموړی هغه د نړېوالې ژغورنې کوميټې يا آی آر سي له خوا د افغانستان لپاره د مرستيال ډايرکټر جنرال په توگه په دنده وگومارلی شو، خو په ۲۰۰۱ ز. کال کې پر امريکا د ۱۱ د سېپتمبر د بريدونو وروسته چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ او د بون د تړون له مخې په افغانستان کې يوه موقعته دولتي اداره جوړه شوه، نو اتمر هم د گڼ شمېر نورو افغانانو په څېر افغانستان ته ولاړ او د طالبانو وروسته افغان حکومت سره يوځای شو. سياسي ژوند د ښاري پراختيا او پرمختگ وزير په ۲۰۰۲ ز. کال کې اتمر ته د موقعتې ادارې لخوا بلنه ورکړل شوه چې په حکومت کې د ښاري پراختيا او پرمختگ د وزير په توگه دنده ترسره کړي. او په همدې توگه هغه دا بلنه ومنله او د حامد کرزي په مشرۍ د طالبانو د واکمنۍ وروسته د افغانستان د نوي دولت د کابينې غړی شو. دا چې دی د کابينې تر ټولو ځوان ټېکنوکرات غړی وه نو ده خپله تجربه او انرژي په دې توگه وکاروله چې د افغانستان يو شنډ وزارت يې بېرته فعاله کړ او پر پښو درولو وروسته يې اهمې لاسته راوړنې درلودې چې آن د افغانستان تر نورو ولايتونو پورې هم ورسېدې او د څلور کالونو تر پايه د نژدې ۵۰۰ ميليونه ډالرو د کالنۍ بوديجې خاوند وگرځېد. د ښوونې او روزنې وزير د ۲۰۰۶ ز. کال په مۍ کې محمد حنيف اتمر د ولسي جرگې د ډېرکيو د اعتماد د رايې تر گټلو وروسته د ښوونې او روزنې د وزير په توگه لواړه وکړه. هغه د حامد کرزي د کابينې د لږشمېر کاميابو وزيرانو په کتار کې شمېرل کېږي چې د افغانستان دولت ته يې د پام وړ کارونه کړي، دا ځل د ښوونې او روزنې د وزير په توگه هغه د افغانانو د يوه عمده اړتيا، د ښوونې د نشتوالي سره مخامخ وه او په دغه برخه کې هغه د هېواد په ليرو پرتو سيمو کې د طالبانو د گواښونو برسېره گڼ شمېر نوي انسټيوټونه او ښوونځي پرانيستل. د کورنيو چارو وزير د ۲۰۰۹ ز. کال د جنوري په ۱۰مه نېټه ښاغلي اتمر د امريکايي سناتور او د امريکا د ولسمشر مرستيا جو بايډن سره په کابل کې د يوې کتنې په ترڅ کې د افغان ملي پوليس په اړه داسې وييل چې د امريکا متحده ايالتونه د افغاني پوليسو په روزنه او ځواکمن کولو ژمن دي. د ځينو لخواا دا کتنه ډېره اهمه وه او داسې وييل کېږي چې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې اتمر هم يو احتمالي کانديد وي. د ۲۰۰۹ کال په پېل کې حنيف اتمر په افغانستان کې د طالبانو د شتون د شمېر اټکل داسې وکړ چې د هغه په گومان په افغانستان کې له ۱۰۰۰۰ نه تر ۱۵۰۰۰ طالبان شته. د ۲۰۰۹ ز. کال په مارچ کې د گارډين ورځپاڼې يو راپور خپور کړ چې په دغه راپور کې د حامد کرزي او د امريکا او اروپايي متحدينو تر منځ د تاوتريخوالې خبر مطرح شوې چې د يوه نوي لومړي وزير د رول يادونه هم پکې شوې، دا چې د داسې يو رول لپاره هېڅ کوم بل نوم لا تر اوسه پورې نه دی څرگند شوی خو د ورځپاڼې ليکنې داسې اشاره کړې چې ښاغلی اتمر د امريکا په رسمي جگپوړو کې ښه پېژندل شوې څېره ده. چاپ شوي آثار محمد حنيف اتمر يو شمېر کتابونه په انگرېزي ژبه هم ليکلي چې هغه په دې توگه دي: - په پرمختلونکو هېوادونو کې د غېر دولتي تنظيمونو پرمختگ : بشري مرستې، سوله او جگړه په افغانستان کې: څه بايد زده کړو؟ . سرچينې باندنۍ تړنې د شورای نظار غړي د شمالي ټلوالې غړي افغان کمونيستان د افغانستان د کمونيست پرچم ډلې سياستوال د افغانستان د خلق پرچم د ډيموکراټيک گوند سياستوال د افغانستان د پرچم ډلې سياستوال افغانان پښتانه سياستوال افغان سياستوال افغان وزيران لوېديځپال سياستوال پښتانه لوېديځپاله سياستوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%8A%D9%88%D8%B3%D9%81%20%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88%D9%86
يوسف پښتون
انجينير يوسف پښتون د ښار جوړولو وزير د ښار جوړولو مخکينی وزير چې د کندهار والي وټاکل شو ، دوی د ښار جوړونې په برخه کې لوړې زده کړې لري او ويل کيږي چې د بحرين د ښار ماسټر پلان يې جوړ کړی دی . دا هم وګورئ افغانان پښتانه سياستوال افغان سياستوال افغان وزيران د شمالي ټلوالې غړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B3%D8%B9%D9%88%D8%AF%D9%87%20%D8%AC%D9%84%D8%A7%D9%84
مسعوده جلال
ډاکټره مسعوده جلال د حاجي طلا محمد لور د ښځو د چارو وزيره په بيړنۍ لويه جرگه کې د مشرتابۀ لپاره په ټاکنو کې د حامد کرزي سياله چې وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم يوازينۍ ښځه سياله وه . دا د طب ډاکټره ده .شه شزه ده سیاسی ده شه سیاسی مال دے افغانان افغان سياستوال افغان وزيران د شمالي ټلوالې غړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%8A%D8%AF%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%A7%D9%85%D9%8A%D9%86%20%D9%81%D8%A7%D8%B7%D9%85%D9%8A
سيد محمد امين فاطمي
ډاکټر سيد محمد امين فاطمي د مرحوم سيد ابرار پاچا زوی د عامې روغتيا وزير له حضرت صبغت الله مجددي سره په اسلامي ملي جبهه کې و . دوی هم د مجاهدينو په جلاوطنه حکومت کې د عامې روغتيا د وزير په توگه کار کاوۀ . پښتانه افغانان پښتانه سياستوال افغان سياستوال افغان وزيران د شمالي ټلوالې غړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%AE%D9%88%D8%AF
نخود
نخود یو دومشیمه بوټی د حبوباتو له جملی نه دی چې د په نباتی کورنۍ پوری اړه لری . علمي نوم يې دی د معمولی نخودو علمي نوم دی . د نخودو وحشي ډولو نه دي لیدل شوی . نخود د پیدایښت لرغونی اړخ لری د لرغونو یو نانیانواو رومیانو له خوا روزل کیدل . ځیني مورخین په دې عقیده دي چې نخود یو لرغونی مصري بوټی دی ۱۹۴ ق . م په وخت کې روزل کیده. داسې هم ویل کیږي چې لرغونوخلکو د نخودو،لوبیا، نسکو او موټو تر منځ دقیق تشخیص نشوای کولاي له دې کبله سخته بریښي چې په دې پوه شو چې تاریخي اسناد د کوم یو بوټي په اړه لیکل شوي دي . شواهد ځرگندوي چې د د پیدایښت ټاټوبی منځنۍ اسیا ده. تازه نخود مټر په منځنۍ او شمالي اروپا کې په منځنیو دورو کې روزل کیده. په انگلستان کې نخود په یولسمه پیړۍ کې روزل کیدل . امریکاته د هغه د کاشیفونو په واسطه یوړل شول چې فعلا زیات اهیمت لری او یومهم فصل شمیرل کیږي. اقتصادي ارزښت نخود یو مهم غذايي بوټی دی د نړۍ په بازارونو کې په تجارتي ډول پلورل کیږي. په اوسط ډول سره نخود ۲۴ فیصده پروتین، ۶۱.۷ فیصده نشایسته، ۱.۵ فیصده شحم ، ۰.۳۳ فیصده کلسیم، ۰.۲۶ فیصده فاسفورس ، ۰.۵۱ فیصده اوسپنه او همدارنگه د ویتامینونو لرونکي دي . دنخودو رسیدلې دانې د دال ، اوړو او همدارنگه د وچودانو په ځیر په زیانې اندازه سره په مصرف رسیږي . د نخودو نا رسیدلي پلي او تازه پاڼې د سبزي په شکل سره په مصرف رسیږي . چې بعضې يې د گنگل په شکل او زیاته اندازه يې په تازه شکل پلورل کیږي . نخود د نړۍ په ۳۴ هیوادونو کې په تجارتي ډول کرل کیږي او د غذايي موادو په حیث په مصرف رسیږي . مگر په افغانستان کې دومره مشهور نه دي د تورو نخود کرل چې په افغانستان کې رواج لري چې وچې دانې په پاخه ډول په مصرف رسیږي .له نخودونه په صنعت کې د شیرینو غذاگانو په جوړولو کې استفاده کیږي همدارنگه د نړۍ په زیاتو هیوادونوله نخودونه د حیواناتو د غذا په حیث هم استفاده کیږي . په زراعت کې هم نخود زیات ارزښت لري ددې نبات په نیلو کې د لیگیوم د کورنۍ د نورو بوټو په ځیر یو ساختمان موجود دي چې د مخصوې بکتر یا په واسطه د هوا نایتروجن په ځمکه کې نصبوي چې د خاورې فزیکي حالت برابروي چې د راتلونکي فصل د نباتاتو لپاره زیات ارزښت لري د یوفصل په اوږدوکې نخود له ۵۰ ځخه تر ۶۰ کیلو گرامه نایتروجن په یو هکتار کې نصبوي . د نخودو دکرنې ساحه او حاصل نخود یو زیات مهم او ارزښتناک بوټی دی د نړۍ په گڼ شمیر هیوادونو کې روزل کیږي چې له دې جملې نه په ۳۴ هیوادونو کې په تجارت لپاره روزل کیږي ديو کلن حاصل اندازه . میلیون ټنو ته رسیږي . په جهاني مقیاس کې . میلیون هکتاره ځمکه د نخودو تر کښت لاندې ده چې - فیصده يې په هند کې ده او . میلیون ټنه حاصل ورنه لاس ته راوړي په اوسط ډول سره په یو هکتارځمکه کې د نخودو دحاصل اندازه ۵۶۰ کیلو گرامه ښودل شوې ده. د نخود نباتي مشخصات نخود یو واښه وږمه کوچینی بوټی دی چې ۲۵ ځخه تر ۵۰ سانتي مترو پورې لوړوالی لري . ریښې يې په ښه ډول سره منشعبې شوې چې له ۱ ځخه تر ۲ مترو په ځمکه کې ښکته کیږي . مستقیمه او منشعبه ډکه تنه لري. بڼکه ډوله مرکبې پاڼې لري چې له ۱ ځخه تر ۳ جوړو پورې رسیږي چې د رنگ له مخې کم رنگه شنې او سپینې گردلرونکې وي . زیات شمیر نخود سپین یا سره يا بانجاني گلان لري. پلي يې پړسیدلي ۴ ځخه تر ۸ سانتي مترو اوږدوالی لري . د نخود تخمونه ښویې، ژور ژور، گونځې شنه یا زیړ وي . په پلیو کې له د۲ ځخه تر ۹ دانې تخمونه موجودوي د تخمونه انډوسپرم يې ژیړ يا شین وي . د نخودوبیولوژیکي مشخصات نخود نسبتاً په سوړ بخونه هواکې ښه وده کوي د تخم د زرغونیدو لپاره ټيټه تودوخه ۴.۴ درجې د سانتي گراد ټاکل شوې په ۲۴ درجو کې زیات تخمونه زرغونیږي . د نبات د نمو لپاره مناسبه تودوخه له ۲۰ ځخه تر ۳۰ درجو پورې ده. زیاته اندازه لندبل او وریځ لرونکې هوا په دوام دارډول سره د گلانو ، پلیو او په تخم کې د ذخیره کیدونکو موادو په اندازه منفي اغیزه کوي . د ژوند دوران يې په ورایټیو او د روزنې په شرایطو پورې اړه لري چې ۷۰ ځخه تر ۱۴۰ ورځو پورې رسیږي . وچه هوا هم د نبات په حاصل باندې منفي اغیزه کوي. په نوبتي کرونده کې له نخودو مخکیني مناسب نباتات قطاری نباتات خصوصاً سبزیجات گنل کیږي له غله يي نباتاتو وروسته هم په کامیاب ډول سره روزل کیږي . د نخودو ډولونه په نړۍ کې د نخودو ډیر ډولونه موجود دي د تازه خوراک نخود د وچو دانونخود په زیاته پیمانه روزل کیږي .لاتر اوسه دا نه ده معلومه چې په افغانستان کې ځو ډوله نخود کرل کیږي او د کښت اندازه يې ځومره ده. د تخم له نظره نخود په دوه ډوله ویشل شوي ځینې يې ښويې او ځینې یې زیږه دي لتل مارول په گرمو سیمو کې ښه نتیجه ورکوي د الاسکا ورایتي د مړاوي کیدونکې مرض په مقابل کې مقاومت لري او توماس لکستون یې ښه شهرت لرونکي دي. د نخودو کرنه خاوره او دخاورې تیارول نخود په مختلفو خاورو کې د روزنې وړ دي . د وختي حاصل لپاره شگلنه لوم خاوره مناسبه ده د لوړ حاصل لپاره ښه زهکشي شوې کلې لوم خاوره یا سیلټ لوم په زړه پورې بریښي . تیزابي خاورې د نبات د کښت لپاره مناسبې نه دي د خاورې : . . د نخودو لپاره مناسب دي . دسرې استعمال ددې لپاره چې د نخودونه زیات حاصل لاس ته راوړو ضروري ده چې دهغه په کرونده یوه اندازه عضوي او کیمیاوي سرې استعمال کړو ترځو دنبات د ضرورت وړ عناصر و انډول په خاوره کې برابر شي. چې د هغه اندازه په دې ډول سره ده. په یو جریب کې ۳۰ کیلو گرامه یوریا،۲۵کیلوگرامه ډي اي پي او ۲۵ کیلوگرامه پو تاشیم سلفیت سره باید استعمال شی سره باید د کرل شویو تخمونه سره په تماس کې نه شي . د کرنه او فاصله نخود نسبتاً د سړوپه مقابل کې مقاوم دي په ډيره توده هوا کې ښه حاصل نه ورکوي له دې کبله په هغو سیمو کې چې نخود په اوړي کې روزل کیږي نو باید وختي وکرل شي همدارنگه ناوخته کرنه حاصل کموي په هغه سیمو کې چې اوړی یې سوړ وي ناوخته کرنه هم کیدای شي. د نخودو تخمونه په کلې خاوره کې ښايې . په ژوروالي او په شگلنه خاوره کې د په ژوروالي سره کرل کیږي په ځينو وختونو کې نخود په قطارونو کې یو له بله د فاصله لري کرل کیږي . ددې لپاره چې پوره اندازه بوټي تولید شي باید په یو جریب کې کیلو گرامه تخم چې د کیمیاوی موادو سره معامله شوی وی کرل کیږي . په نخودو کې د ننه نامطلوبه بوټي د مخنیوي لپاره متافرس .-. استعمالیږي اود للون سره لري کیږي. هغه پټي چې للون پکې اجراکیږي ښايې د قطارونو تر منځ فاصله یې زیاته وي . ځرنگه چې نخود په چټکۍ سره وده کوي نو له دې کبله زیات للون ته اړتیا نه لري. اوبه لگول نخود د تیغ وهلوپه وخت کې زیاتو اوبو ته اړتیا لري . نو ددې لپاره چې خاوره ښه لندبل ولري خاوره د کرنې نه مخکې باید داسې اوبه شي چې اوبه په خاوره کې د سانتی ځخه تر سانتي پورې په ځمکه کې ښکته نفوذ وکړي . په دې صورت کې د خاورې لندبل د گل تر باسلو تر مرحلې د نبات لپاره کافي دی . نخود دری ځله اوبه کیږي د غوټۍ د راوړلو په مرحله کې ، د گل او دپلیو د تشکیل په مرحله کې اوبه کیږي . د گل د مرحلې نه مخکې خاوره باید د گل او میوې د تشکیل په مرحله کې - فیصده لندبل باید ولري د اوبو کمبود د گل او میوې د تشکیل په مرحله کې په حاصل باندې منفي اغیزه لري. له بوټو نه د پلیو راټولول ځرنگه چې نخود غیر محدوده وده کوي نخودو ته اوبه ورکول په یوه وخت کې گل باسل او حاصل راټولول لمنځه وړي نو د لاندنیو پاڼو په ژیړیدو سره باید اوبه لگول بندکړو تر ځو د هغه د اضافي ودې مخنیوی وشي او حاصل په یوه وخت کې راټول شي. تجریبو ښودلې ده چې کله دانې تر غاښونو لاندې ماتې شي چیتې نه شي د نخودو دراټولولو ښه او مناسب وخت گڼل کیږي . حاصل په یو واری توگه سره راوټولیږي بوټي ټول له ځمکې ځخه راویستل کیږي . د کورني استعمال او تازه مارکیټ لپاره د نخودو پلي د لاس په واسطه راټولیږي چې د لاس په واسطه د پلیو راټولول د هغه بیه لوړه بیايي چې په دې ډول ۲ یا ۳ ځله پلي له پټویو نه راټولیږي. د پليو راټولو وخت د پلیو د رنگ له مخې ټاکل کیږي کله چې د پلیو رنگ د تور شین ځخه کم رنگه شین ته د بدلون په حالت کې وي پلي راټولیږي . خلاصه دا چې پلي باید په داسی وخت کې له بو ټو نه راټول شي چې د هغه کمیت او کیفیت یو د بل په زیان تمام نه شي. ساتنه د نخودو وچې دانې باید په پاک ځای کې چې لندبل يې تر کنترول لاندې وي ذخیره شی د دانو د لندبل اندازه باید د ځخه تر فیصده پورې وي د لندبل زیاتوالی د تخمونو د خوسا کیدو سبب کیږي همدارنگه د لندبل په کموالي سره په تخم کې د درزونو او د ماتیدو سبب کیږي چې تخم نامیه قوه یا د تیغ وهلو قدرت له لاسه ورکوي. ناروغۍ او افتونه: دوې حشرې نباتي سپږې او ویول نخودو ته زیان اړوي . چې له نیکه مرغه دواړې حشرې د پودر په واسطه کنترولیږي . همدارنگه د تخم او ریښو ورستیدل د ارسان یا سیماب لرونکو مرکباتو په واسطه کنترولیږي د مقاومو تخمونو کرل د مرضونو په مخنیوي کې کومک کولای شي. نتیجه او سپارښتنه نخود زیات مهم غذايي او زراعتي بوټی دي د هوا نایتروجن په ځمکه کې نصبوي چې د خاورې فزیکي حالت برابروي همدارنگه زیاته اندازه پروتین او ویتامینونه لري چې په تازه ، پاخه او وچ ډول سره په مصرف رسیږي له هغه نه استفاده کول د انسانانو په غذا کې د پروتینو یوه اضافي منبع گڼل کیږي . د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې په تجارتي ډول تولیدیږي زیات عاید ورنه لاس ته راوړي . زمونږ په هیواد کې د هغې روزنې ته په زیاته پیمانه پراختیا ورکول کیداي شي که د نخودو اصلاح شوي تخمونه بزگرانو ته ترویج او د هغوي په اختیار کې ورکړل شي د هیوادوالو د غذايي موادو سطحه به لوړه ، خوارځواکي په لمنځه لاړه شي او ملي اقتصاد به پیاوړتیا ومومي . مر بوطو مرجعو ته سپارښتنه کیږي تر ځو د نخودو اصلاح شوي تخمونه د کرهڼو له ځیړنیزو مرکزونو نه تر لاسه او د بزگرانو په اختیار کې ورکړي. ليکوال : رحمت پیتاوال سرچينې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%BA%D9%86%D9%85
غنم
غنم د نړۍ يو پخوانى بوټى دی چې له كالو نه پخوا په اوسني عراق، كاله پخوا په مصر كې او كاله پخوا په چين كې كرل كيدو. له تاريخ نه وړاندې غنم په اروپا او افريقا كې خپاره شوي دي. غنم په نړۍ كې په زياته پيمانه مصرفېږي چې له نيمايي نه زياته برخه وگړي له غنمو نه استفاده كوي. غنم په زياته اندازه پروتين ځخه تر فيصده پوري، له ځخه تر سلنه نشايسته، دوه سلنه شحم او د .... ويټامينونه لري. د غنمو پروټين لوړ كيفيت لري چې تر سلنه پورې د وجود په ذريعه جذبېږي. د غنمو سل گرامه ډوډۍ د ځخه تر كالوري انرژي لري. د نرمو غنمو اوړه د غنمو د نورو نوعو په نسبت غوره دي. له ډوډۍ پرته له غنمو ځخه مكروني، كيك، كلچو او الكولو په جوړولو كې استفاده كيږي. په اوسني حالت كې غنم د نړۍ په ټولو برخو كې كرل كيږي. هغه سيمې چې جگوالې يې د بحر له سطحې نه ښكته بيا تر ځلور زرو مترو پورې له بحر نه جگوالى ولري د غنمو د كر لپاره مناسبې دي. زمونږ د هېواد تقريباً په ټولو برخو كې غنم كرل كيږي چې هر كال نږدې . مليون هكتاره ځمكه نيسي. په اوسنۍ مرحله كې د غنمو حاصلات ډېر ټيټ دي ځكه چې بزگران له خپل درمند ځخه د غنمو د تخم تياروي. كيمياوي او عضوي سرې په لږې اندازې سره ځمكې ته علاوه كيږي د نامطلوبو بوټو، ناروغۍ او افتونه په ښه ډول مخنيوى نه كيږي. په اوسني حالت كې له يو جريب ځمكې ځخه په اوسط ډول منه حاصل اخستل كيږي. چې دا اندازه ډېره كمه ده كه له اصلاح شوي تخم، پرمختللې تكنالوژۍ او د كرنې له عصري لاروچارو استفاده وشي زمونږ بزگران كولاي شي له يو جريب نه د ځخه تر منه غنم په لاس راوړي. دغنمو بيولوژيكي ځانگړتیاوې غنم د تودوخې - درجو د سانټي گراد كې په نېش وهلو پيل كوي. د خاورې په مخ د نېش په راښكاره كيدو سره لوړې تودوخې ځخه تر درجو د سانټي گراد ته اړتيا لري. د نبات د ودې لپاره د تودوخې مناسبه درجه د ځخه تر درجو پورې ټاكل شوې ده. د تودوخې په درجو كې د نبات وده دريږي. همدارنگه د نبات د ودې لپاره ټيټه تودوخه ځخه تر درجو پورې ده. د مني غنم په مني او پسرلي كې بوټى وهي نوې ساقې تشكيلوي چې په دې مرحله كې كافې اندازې لندبل او د ځخه تر درجو تودوخې ته اړتيالري. كه په دې مرحله كې تودوخه دسانتې گراد- درجوته راښكته شي دساقو تشكيل دريږي .وچ اقليم دساقوپه تشكيل باندې منفي اغيزه لري .دلوى تخم كرل او په كافي اندازه دنايتروجني سرواستعمال دساقوتشكيل زياتوي. په پسرلي كې لوړه تودوخه او دخاورې دلندبل كمښت هم دساقو په تشكيل باندې بده اغيزه لري چې وروسته په يووخت كې نه رسيږي . په مني كې اورښت د دانې په ډكيدوكې زيات رول لري همدارنگه په پسرلي كې اورښت دنبات بدني وده زياتوي او هم دنويو ساقو دتشكيل لپاره زمينه برابروي چې داعمل دغنمو د واښو په زياتوالې كې رول لري. غنم په هغه خاورو كې چې پي اچ يي .-.درجو،حاصلخيزۍ ، او دنامطلوبو بوټوځخه پاكې او كافي اندازه لندبل ولري ښه حاصل وركوي. زيم لرونكې اوضعيفې ريگي خاورې دغنمو دكرلو لپاره مناسبې نه دي. په نړېواله کچه د توليداتو شمېر دتخم برابرول اصلاح شوى تخم دحاصلاتوپه زياتوالي كې ستر رول لري.هغه اصلاح شوى تخم چې له محيط سره توافق ولري كولاي شي چې په سلوكې پنځوس برخې دغنموحاصلات زيات كړي .زمونږ په هيوادكې پنځوس فيصده دغنمواصلاح شوى تخم كرل كيږي چې دا اندازه نوره هم په ډېرويدو ده. په اوسني وخت كې ډير تخمونه له بزگرانو ځخه لاس ته راځي. داسې تخم چې بزگرانو توليد كړى وي دښه كيفيت لرونكى نه وي .دلوړ حاصل دتوليد توان نلري همدارنگه دنارغيو او افتونو په مقابل كې مقاومت هم نه شي كولاي.او امكان لري دنامطلوبو بوټو تخمونه له ځان سره كروندې ته يوسي. هغه تخم چې دښه كيفيت درلودونكى وي تخم بلل كيږي چې دتخم له دقيقواومشخصو شرايطولاندې روزل كيږي. دنېش وهلو لوړه فيصدي لري دنورو انواعو اونامطلوبو بوټو له تخم اونور بيگانه شى پكې شتون نه لري. دابه يو ښه كار وي چې بزگران خپله ځلور پنځه كاله وروسته تخم توليد كړي. ددې كار لپاره لومړى بايد دتخم دتوليد لپاره يوه ساحه انتخاب شي ترځو دخالص تخم دلاس ته راوړلو لپاره زمينه برابره شي.نامطلوبه بوټي بايد په لومړي سركې لمنځه لاړ شي. دغنمو دنورو انواعو تخم د روگينگ دعمليي په واسطه كله چې غنم صاف ټولوبوټو وږي ايستلي وي شوي بايد لمنځه يوړل شي او كرونده دناروغيو او افتونونه پاكه وساتل شي. تخم له كرلو مخكې بايد دفنگس ضد كيمياوي درملو باندې ككړشي. ترځو دتخم اوخاورو له فنگسي ناروغيو ځخه وژغورل شي. ديو جريب ځمكې لپاره له - كيلو گرامه تخم كيفايت كوي. بايد يادونه وشي چې تخمونه دوخت په تيريدوسره خپل خاصيت له لاسه وركوي. نو دا به ښه وي چې هركال دښه كيفيت تخم توليد اويا دتخم دتوليد له سرچينوځخه واخستل شي. هغه تخمونه چې اوس په افغانستان كې كرل كيږي عبارت دي له آمو،روشان ،للمي،گل ، انقلاب ، ، هرات اوپامير . دځمكې برابرول په يوه كرونده كې دغنم پرله پسې كرل دنارغيو،افتونودډېريدوسبب كيږي چې په نتيجه كې دحاصلات كميږي او دتوليد بيه لوړيږي . ددې لپاره چې دناروغيواندازه كمه كړو نوبايد داسې فصلونودغنموترمخه يا وروسته وكرل شي چې دناروغيوگډ كوربه نه وي . همدارنگه هغه نباتات چې وده يي له غنمو سره توپير ولري دمامطلوبو بوټو دكميدوسبب كيږي او هم دخاورې له دعين عمق نه دنباتاتو غذايي مواد زيات نه اخستل كيږي. غنم په مختلفو خاوروكې توافق لري خوهغه خاورې چې زيم ونه لري اوبافت ئې متوسط او دحاصلخيزۍ اندازه يې منځنۍ يا جگه وي لوړ حاصل توليدوي .په زيم لرونكوځمكو كې دنبات دريښولپاره په كافي اندازه اكسيجن نه رسيږي نبات دناروغيو په مقابل كې حساس كيږي اوناروغۍ منځ ته راځي. دغنمودكښت لپاره ځمكه په مني كې برابريږي په هغو سيموكې چې ځمكه يخ وهي دپسرلني غنمو لپاره په پسرلي كې هم ځمكه برابريدلاي شي مگر غوره به داوي چې ځمكه دكښت لپاره په مني كې برابره شي. ځمكه لومړى د- سانتي متروپه اندازه قلبه دكيمياوي سرې او تخم له استعمال وروسته ماله كيږي. دغنمو كښت غنم بايد په مناسب وخت كې وكرل شي. كه دمني غنم ډېر دوخته وكرل شي حاصلات به ئې ټيټ وي دپخوالي مرحله به يي مخكې وي كيداي شي دالوتونكو په واسطه زيات لمنځه يوړل شي. همدارنگه كه غنم ډېر وروسته وكرل شي ښايي غنم ښه بوټى ونه وهي چې له نامطلوبو بوټوسره سيالي وكړي. په نتيجه كې دحاصل دكموالي سبب كيږي . په هغو سيموكې چې جگوالى يي ۲۲۰۰ مترونه زيات او دېرې يخي وي دغنمو دكښت لپاره مناسب وخت دسنبلې اخر اودميزان سر دى. اوپه هغوسيمو كې چې جگوالى ئې د۱۸۰۰ مترو په شاوخوا كې وي لكه كابل،لوگر،وردگ دميزان نيمائي دكښت لپاره مناسب وخت دي .اوهغه سيمې چې جگوالى ئي له ۱۸۰۰ متروكم وي لكه سروبى، ننگرهار،لغمان،فراه دعقرب په مياشت كې كښت سرته رسيږي. په هغوسيموكې چې پسرلني غنم رواج دي كله چې جوي اوضاع دژمي په اخراودپسرلي په لومړيوكې اجازه وركړي او وختي وكرل شي ډېره ښه نتيجه وركوي اوكه په مناسب وخت كې جوي اوضاع پرې نږدي چې كښت وشي.نوبزگران بايدپه خپل پلان كې له سره غوروكړي اونور فصلونه انتخاب كړي ځكه چې ناوخته دغنموكرنه حاصل نه وركوي.كه مونږ ناوخته كرنه كوو نوښائي چې دتخم مقدار زيات شي ترځووكولاي شي دنامطلوبوبوټوسره مقابله وكړي .او كه دتخم اندازه كمه وي نو له نامطلوبو بوټوسره مقابله نشي كولاي . دافغانستان په زياتر سيموكې ۵.۲ ۵ كيلوگرامه تخم په يوه جريب كې كرل كيږي.مگر په پرمختللوهيوادونوكې چې كرنه په ماشين سره سرته رسيږي ۱ ځخه تر ۱.۵ منه تخم په يوجريب كې كرل كيږي. په للموكې دتخم اندازه په ميدان،غزني،پكتيكا كې ۷ كيلوگرامه اوپه شمال كې ۲۰ كيلوگرامه دي ځكه چې په شمالي سيموكې اورښت يوځه زيات وي اوخاوره ښه لندبل ساتي. تخم بايد په مناسب عمق په كلې خاوره كې ۵-۳ سانتي متره اوپه ريگي خاوروكې ۸-۷ سانتي متروپه ژوروالي وكرل شي. كله چې تخم په مناسبه ژور والي سره وكرل شي نولندبل زيات تغيرنه كوي خاوره بايد ډېره نرمه وي اوله تخم سره زيات تماس ولري چې ماله كول دا تماسزياتوي. هغه تخمونه چې په لږ ژوروالي سره كرل شوي وي شايد په ژمي كې لمنځه لاړشي. اوهغه تخمونه چې په زيات عمق كرل شوي وي كيداي شي دخاورې له زيات عمق نه نېش راونه باسي. اودا هم ويلى شو چې شنه كيدل او وروسته وده زيات وخت نيسي. اوبه لگول دغنمو له كرلو مخكې اوبه لگول ددې لپاره ضرور دي چې خاوره پسته او دكښت نه وروسته حد اقلاً تر ۲۰ ورځو پورې په خاوره كې كافي اندازه لندبل موجود وي ترځوچې ريښې وزغلي. په غنموكې ډېره حساسه مرحله دوږي ايستلو نه وروسته ده په غنموكې دپرسيدو تر مرحلي مخكې كه بوټى تنده ونه ښيئ اوبه دومره اهميت نه لري . اوبه لگول دوږي ايستلو،دانوډكيدو او پخيدو په مرحلوكې زيات ارزښت لري كه د دانو د ډكيدو په مرحله كې كافي اندازه لندبل موجود وي د دانو په ډكيدوكې مرسته كوي او كه كافي اندازه لندبل موجود نه وي په سلوكې لس برخې په حاصلاتو كې كمښت منځ ته راځي .غنم معولاً ځلور ځله اوبه كيږي . . له كرلو شل ورځې وروسته. . دبوټي وهلواوساقوداوږديدو په مرحله كې. . وگل ايستلو په مرحله كې . . دشيرې په مرحله كې. دخاورې حاصلخيزي كه دې خاورې حاصلخيزي په ښه ډول تنظيم شي نو سره كود له ټولو عواملونه زيات تاثير لري. غنم دسرې په مقابل كې ښه عكس العمل ځرگندوي .نايتروجن يوداسې عنصر دي چې كمښت يي دپه نبات كې دزيات محدوديت باعث گرځي. ځرنگه چې دافغانستان خاورې په كمه اندازه عضوي موادو درلودونكې دي نو دخاورې دوهمي جوړښت ئي هم ډير ضعيفه دي. نو دعضوي موادو لكه حيواني پارو،دنباتاتو بقاياوې اوشنو سرو مصنوعي اضافه كول زيات اهميت لري.دافغانستان په زراعتي خاوروكې دعضوي موادو اندازه له ۱ ځخه تر ۲ فيصده پورې رسيږي چې دا رقم ډېر ټيټ دي كه مونږ وغواړو دخاورې په ۳۰ سانتي متروكې ۱ عضوي مواداضافه كړو نو۸،۴ ټنه عضوي مواد ديوه جريب ځمكې لپاره ضروري دي. نو ويلى شو چې زمونږ خاوري دحاصلخيزۍ دارتقا لوړ پوتنشيال لري. كه مونږ وكولاي شو په كافي اندازه عضوي سرې تهيه كړو دكيمياوي سروته يواځې دعناصرو دتوازن لپاره ضرورت شته دي. دكيمياوي سرو داستعمال په اړه بايد وويل شي چې دفاسفيتو،نايتريتو او دخاورې عمومي حاصلخيزي په نظركې ونيول شي. كه په خاور ي نوموړي موجود وي. نو كولاي شو دكيمياوي سرو په لگيدوكې سپما راولو. په خارو اوريگي خاوروكې دسرې استعمال زيات اهميت لري. په عمومي ډول سره په يو جريپ ځمكه كې ۵۰ كيلو گرامه يوريا ۲۵ كيلو گرامه ډاى امونيم فاسفيت ، او۲۵ كيلوگرامه پتاشيم لرونكې سرې استعماليږي. چې۳ يوريا،ټوله ډاي امونيم فاسفيټ اوپتاشيم لرونكې سره دكرلووخت كې لگول كيږي. دريمه برخه ديوريا سره دبوټي وهلو وخت كې اودريمه برخه نوره دوږوي ايستلو وخت كې استعماليږي. په ياد بايد ولروهغه ځمكې چې په تشديدي ډول كښت لاندې وي ښايي دفاسفورس بقايا پكې زياته وي اوپه ځينو ځمكو كې نايتروجن هم باقي پاتې كيږي چې دا هم بايد په نظركې ونيول شي. دنامطلوبو بوټومخنيوى دغنمو په كروندوكې دنامطلوبو بوټوموجوديت دغنمو حاصلات راكموي.چې په دې اړه په اكثروهيوادونو لكه ايران،عراق،سوريه،روسيه اودمنځنۍ اسيا په هيوادونوكې ځيړنې شوي دي چې دا ځيړنې ښيي چې نامطلوبه بوټي د۲۰ ځخه تر۳۰ فيصده دغنمو حاصلات راټيټوي. .نوبايد كروندې له ابتدا ځخه دنامطلوبو بوټوځخه پاكې وساتل شي.دكروندې شاوخوا هم بايد پاكه وساتل شي ترځو دنامطلوبو بوټودتخم دتوليدسرچيني لمنځه لاړې شي. پاك تخم،پاك كښت،پاك سامان دنامطلوبو بوټو له شنه كيدو ځخه مخنيوى كوي . نوبتي كرنه هم نامطلوبه بوټي په كروندوكې كموي .غنم رنگه بوټي دوه دري كاله وروسته په پلن پاڼو فصلونوكې لمنځه ځي. زمونږ په هيوادكې دغنموپه كروندوكې نامطلوبه بوټي دلاسي وسايلويامستقيماً دلاس په واسطه لمنځه وړل كيږي مگرپه لويو كروندوكې دلاس په واسطه دنامطلوبو بوټولمنځه وړل يو ستونزمن كار دي. نودكيمياوي درمل يا په واسطه مخنيوى دبوټو د ودې په لومړيومرحلوكې ډېر موثريت لري. دكيمياوي درملوپه واسطه دبوټودمخنيوي لپاره لومړى نامطلوبه بوټي تشخيص او وروسته دكيمياوي درملو په واسطه لمنځه لاړشي. دغنمو دكروندويوشمير نامطلوبه بوټي په لاندې ډول سره دي. .كانادائى اغزى دا نامطلوبه بوټى ځوكلن نبات دي چې دتخم اوريښوپه واسطه تكثر كوي په ډيره اسانۍ سره ماتيږي اونوې غوټۍ جوړوي . او دا كار ددې نبات دتكثير سبب گرځي او دكښت په وخت كې هم تكثيريږي . ددې اغزي يو بوټى ځلورزره تخمونه توليدوي اوكيداي شي چې دځو كلونو لپاره داستراحتپه مرحله كې وي ددې لپاره چې ددې اغزي مخنيوى وشي دځو كلونو لپاره ځمكه بايد ژوره قلبه شي خو دا كار ډير قيمته او دخاوري د تخريب سبب كيږي. همدارنگه مونږ كولاي شو دااغزى د -- په واسطه لمنځه يوسو چې په يوه ليتر كې ځلور سي سي حل او دواپاشي كيږي . ديوه جريب ځمكې لپاره دوه سوه ليتره محلول كفايت كوي. .جودر جودر هم يو ستونزمن بوټى دي ځكه چې دا نبات له غنمو نه مخكې پخيږي او تخم يي دغنمو دريبلوپه وخت كې په كرونده كې خپريږي جودر په غله كې دغنمو كيفيت راټيټو. غنم او جودر دواړه په يوه نباتي كورني پوري اړه لري مشابه اگرونوميكي خواص او وده لري زراعتي عمليات كولاي شي ددې نامطلوبه بوټي نفوس ټيټ وساتي كيمياوي كنترول اووه ۷ سي سي په يوه ليتر اوبو كې اويا چې دا يوه سي سي په يوه ليتر اوبه كې حل كيږي كه ځه هم چې د بيه ډيره جگه ده خو په لږ مقدار په كاركيږي دا درمل كله چې غنم له دوو ځخه تر اوو۷ پاڼې ولري استعماليږي ددې لپاره چې دجودر مخه ونيسو نوبايد پاك تخم وكرل شي نوبتي كرونده مراعات شي او دغنمو له كرولو مخكې بايد ځمكه دوفال شي. .پيرونې پيروتې ځوكلن نبات دي چې ژوري ريښي لري دتخم ،دفارم دوسايلو او دجرړو په واسطه تكثيريږي . او دحيواناتو په واسطه هم زياتيدى شي او دا گياه له غنموسره داوبو،غذايي مواد او درڼا په جذب كې سيالي كوي . پيروتې په غنم باندې جگيږي او غنم چپه كوي چې دچپه شوي غنموراټولول دماشين په واسطه يو ستونزمن كار دي او كه پيروتې ډېرې زياتې شي نو له ۵۰ ځخه تر ۶۰ فيصده پورې حاصل راټيټوي . ددې بوټي له منځه وړل يو ستونزمن كار دي لومړى بايد دتخم له توليدځخه مخنيوي وشي.جرړې ،دجرړوغوټې اونهالي بايدلمنځه لاړ شي. پيروتې ډير مقاوم نبات دي نوسخته مبارزه غواړي. ددې لپاره چې دنامطلوب بوټي په مقابل كې مو موثره مبارزه كړې وي بايد له انتخاپي دوا ځخه گټه واخستل شي.كله كله دپيروتې لپاره له -- نه هم كار اخستل كيږي چې پنځه سي سي په يوه ليتر اوبو كې منحل او دوه سوه ليتره ديوه جريب ځمكې لپاره پكاريږي . .خاكشير يا وحشي شرشم دا نبات دبراسكا وړې نباتي كورنۍ پورې اړه لري پلنې پاڼې لري دا نبات په سړو سيمو كې لكه باميان او داسي نو رځايو نه كې په زياته پيمانه پيداكيږي. ترځو چې په ميخانيكي شكل خشاوه ددي نبات مخنيوى كيږي معمولا ډير ناوخته وي او دې بوټي خپله خساره اړولې وي ددې نامطلوبه بوټي دمخنيوي لپاره هم -- موثره دوا ده او بايد په لومړيو مرلوكې چې خاكشير يوازې اووه۷ سانتي متره جگوالى ولري استعمال شي. دغنموناروغۍ: غنم ديوشمير فنگسي ناروغيوسرخيواوتوركو ترحملې لاندې راځي چې دا ناروغۍ كولاي شي دغنمو زياته برخه حاصلات لمنځه يوسي. سرخي دغنمو يوه ډېره خطرناكه فنگسي ناروغي ده چې كولاي شي دحاصلاتوزياته فيصدي اوحتي سل فيصده لمنځه يوسي. سرخي په درى ډوله ده . دپاڼې سرخي يا : دپاڼې سرخي چې دنصواري رنگه سرخي هم بلل كيږي ديو فنگس به واسطه منځ ته راځي چې دا فنگس كولاي شي غنم،وربشې،ترتيكلي او نور گراسونه په دې ناروغۍ اخته كړي. ددې ناروغۍ شديده حمله دحاصلاتو زياته برخه لمنځه وړي چې په عمومي صورت سره د دږو دكميدو، د دانې دوزن دكموالي اودكيفيت دخرابوالي سبب كيږي. دساقي سرخي يا دا ناروغۍ د فنگس په واسطه منځ ته راځي چې علاوه له غنمودا فنگس وربشې،ترتيكلي او نورگراسونه ترخپلي حملي لاندې راولي . دا فنگس كه دنمو په لومړيومرحلوكې غنم په ناروغۍ اخته كړي او محيطي شرايط برابروي كيداي ناروغي په شكل سره واقع شي او ټول نباتات لمنځه يوسي. دا ناروغۍد ساقودتعداددكمښت،د دانې دوزن دكميدو او د دانې دكيفيت دخرابوالي سبب كيږي. مخططه سرخي: دا سرخي هم ديو فنگس په واسطه منځ راځي. چې دا فنگس غنم،وربشې،ترتيكلي او نور مشابه گراسونوتر خپلې حملي لاندې راولي ددې ناروغۍ نوبتي كوربه تر اوسه نه دي پيژندل شوى. دا ناروغې دحاصل دكمښت،په وږوكې د دانو دكموالي او د دانې دكيفيت دخرابوالي سبب كيږي. دسرخيو مخنيوى: دفنگس هغه ضدكيمياوي درمل چې دسرخيو دمخنيوي لپاره استعماليږي عبارت دي له : ريدوميل چې تجارتي نومونه يي ميتالكسل او متالكسينين چې سستميك دي.چې د منكوزيب،كپتان،فلپت،كاپراوكسي كلورايد سره په مخلوط شكل كولاي شي دسرخيو مخنيوي وكړي چې په ۱۰۰۰ ليتره اوبوكې - حل او دواپاشي كيږي. دتخم دتداوي شپږ گرامه ديو كيلوگرام تخم لپاره پكاريږي. نور درمل چې دسرخيو دمخنيوي لپاره استعماليږي عبارت دي له : اوكسي كاربوكسين: په زر ليتره اوبو كې حل كيږي. مانيبدايتين : - - التاكمبايكاربنديزيم - - بايد ووايوچې دمقاومونوعو كرل دسرخيو دمخيوي يوه ښه لاره ده همدارنگه دمتناوب كوربه زرشك لمنځه وړل هم دناروغۍ په كميدوكې زيات رول لري. پټ توركي: ددې ناروغۍ عامل يو فنگس . . دي. په دې ناروغۍ داخته بوټو قد كوچيني وږي يي تك شين تور بخند رنگ لري او غوښنې دا ني منځ ته راوړي د دانو په ځاي دفنگس توررنگه سپورونه توليديږي چې دخساشوي ماهي بوي لري. هغه تخمونه چې دفنگس په سپورو باندې ككړ وي له شنه كيدو ورسته په بوټي كې دا ناروغي منځ ته راځي . ددې ناروغۍ دمخنيو لپاره تخم له كيمياوي درمل ويتاواكس سره معامله كيږي چې له يوكيلو تخم سره دوه گرامه ويتاواكس گډيږي. لوځ توركي : لوځ توركي په افغانستان كې يوه مهمه فنگسي ناروغي ده چې د فنگس په واسطه منځ ته راځي دا ناروغي په بوټي كي هغه وخت معلوميږي چې بوټي وږي وباسي. ناروغ بوټي تور وږي وباسي . دكيمياوي درملوپه واسطه دتخم تداوي ددې ناروغي دمخنيوي يوه موثره او ارزانه طريقه ده . ځو سستميك زهري دواوي چې تخم له دې فنگس نه ساتي جوړې شوې دي ويتاواكس ،تيرام چې دواړه په يوه ټن تخم كې دوه كيلوگرامه استعماليږي ددې ناروغۍ مخنيوى كوي. دفنگس هغه ضد درمل چې دغنمودتوركو دمخنيوي لپاره استعماليږي عبارت دي له: - تجارتي نومونه يي .اندرسنز . . . . . دگرد په شكل په سل ليتره اوبوكې تجارتی نمونه يي - همدارنگه تيرام دتخم دتداوي لپاره كولاي شو استعمال كړو. دغنمو افتونه اومخنيوى: ځو حشرې لكه صحرايي ملخ ،تريپس ،لړمۍ اوكفشك غنم ترحملې لاندې راځي اود تاوان سبب گرځي . صحرائي ملخ : ملخ كولاي شي دغنموكروندو ته سخت تاوان ورسوي چې زيات تاوان دپسرلني غنمو كروندوته اړوي. ملخ په مني كې هگۍ اچوي كه جوي اوضاع مناسبه وي حشره زياتي هگۍ اچوي په دې هكله بايد سروي گاني ترسره شي چي دهگيوتعدا معلوم شي ترځووروسته منځ ته راتلونكى تاوان معلوم شي . مخنيوى: كرنيزې عمليي كولاي شي دملخو زيات تعداد راكم كړي اوپه هغو سيموكې چې دملخو حملې دغنمو كروندي تاواني كړي وي بايدمقاوم نباتات لكه باجره وكرل شي اوهمدارنگه ميخانيكي طريقه هم موثره ده په ميخانيكي طريقي سره دافت دمخنيوي لپاره زيات خلك رابلل كيږي ترځوچې دملخو مخنيوي وكړي لومړى جرونه وښكل كيږي بيا مچك دې جروته شړل كيږي اووروسته ترخاورولاندې كيږي دا كارترهغه وخته پورې امكان لري چي ملخو وزرونه نه ويي كړي اوكه ملخو وزرونه وكړل او دالوتو توان يي پيداكړ بيا نو مخنيوى نه كيږي.خو كه دملخ وهلي ساحه پراخه وي نو بيا كيمياوي مبارزه غواړي. دغنمو په كروندوكې دملخو دمخنيوي لپاره دكيمياوي درملواستعمال يوموثره طريقه ده هغه درمل چې دملخو دمخنيوي لپاره استعماليږي عبارت دي له : داي ميتوئيد سايگون،فيرودان،- كارپوفوران،گروپ كارباميت ولارسبان. دزهري طعمه جوړول: سوين ۵۰-۲۵ د۵۰-۴۰كيلودسبوس له اوړو سره. تريپس : تريپس ډېره وړه حشره ده چې يواځې ۶ ملي متره اوږدوالى لري استوانه يي شكل لري كله وزر لري او كله وزر نه لري. وزرئې ببر وي . ددې حشرې مچك په مختلفو رنگونو پيداكيږي خو دبالغه حشره يي توره رنگ لري . دا حشره دغنمو په پاڼو او تنو باندې ژوندكوي ددې افت دمخنيوي لپاره بايد ۱،۵ ځخه تر دوه۲ سي سي ملتاين په يوه ليتر اوبو كې حل اوبيا دواپاشي شي. لړمۍ : دا حشره كله چې غنم په بند وي اوساقه پيدا شي په پسرلي كې په غنموحمله كوي دورځې له خوا ځان په پاڼو كې پټوي او دمازيگر او ماښام له خوا خوراك كوي او كله كله دغنمو سر هم غوځوي . داحشره كله چې پسرلي كې هوا سړه او لندبل زيات وي په تيره په هغه كروندو كې چې تير كال هم غنم پكې كرل شوي وي زياتې وي او زيات تاوان رسوي ددې لپاره چې ددي حشرې مخنيوى وشي بايد زهري مړۍ يا طعمه ورته جوړه شي چې دزهري طعمې لپاره ۳۵ گرامه دپتركس ،شل گرامه بوره اويوه كيلوگرام سبوس او په كافي اندازه اوبه جوړيږي ديوه جريب لپاره پنځه كيلو زهري طعمه بس كفايت كوي. كفشك : داحشره دغنموله شيرې،پاڼو،تنې او دانې ځخه تغذيه كوي .كله چې دا حشره له غنمونه تغذيه كوي يوځه بدبويي اوزهري موادبوټي ته داخلوي نو كه له دوو ځخه تر دريو فيصدو پورې غنم كفشك خوړلي وي نو ټولو غنمو خوند خرابيږي ښه ډوډۍ نه وركوي او له گټې ځخه وځي . تخمين شوې ده چې په افغانستان كې پنځه سوه زره جريبه ځمكه دغنموفصل په ۱۳۸۱ كال كې تباه كړى دي. له پنځه سوه كلونو راهيسي دفارياب،بادغيس،هرات،بلخ او هلمند په ولايت كې ژوند كوي مختلط يا هراړخيزمخنيوى : په ايران كې د ياهراړخيزه. مخنيوي ځخه كار اخستل شوي دي .ددې حشري هراړخيز خواص ددې حشرې طبيعي دوښمن ځيني فنگسونه دي چې په كفشك حمله كوي اولمنځه يي وړي او له مروجو افت كش نوچې دا حشرې لمنځه وړي له استعمال ځخه ډده كيږي اوښايي چي دا افت هم ددې درملو په مقابل كې مقاومت پيداكړي . هغه هرزه گياوې چې دا حشره ژوند پكې تيروي بايد وسيځل شي ترځو ومنه شي كولاي چي په بوټي كې ژمي تير كړي چې دا يوه اغزمنه طريقه ده . دجالو په واسطه ددې حشري راټولول او لمنځه وړل هم يوه موثره طريقه ده . كيمياوي درمل داي تين كه دوه سي سي په يو ليتر اوبو كې حل او دوا پاشي شي ددې حشرې له منځه تلو سبب كيږي خوبايد په ياد ولرو له هغو نباتاتو نه چې په دواپري شيندل شوي وي تر اوو ۷ ورځو استفاده ونه شي. دغنمو راټولول اوزيرمه كول: دغنمو راټول او ذخيره كول يو مهمه پروسه ده.غنم هغه وخت راټوليږي چې دانه ۱۴ فيصده لندبل ولري زمونږ په هيواد كې غنم دلور په واسطه لوكيږي كله چې مونږغنم لوكوونو بايد غنم دځمكې پرمخ وانه چول شي ښايي دانې لندبل جذب كړي چې وروسته دفنگس له حملي سره مخامخ كيږي كله چې غنم ددرمند لپاره را ټولوويوه اندازه ضايعات لري چې دا مخامخ ضايعات دي كه په مناسب وخت راټول شي دا ضايعات كميږي له درمند نه وروسته غنم بايد په گدام كې زيرمه شي گدام بايد كلك جوړشوي وي ترځو موږكان ونشي كولاي چې غله خرابه كړي په گدام كې غنم بايد په بوجيوكې دتختو دپاسه كيښودل شي او هوا دبوجيو ترمنځ جريان وكړاي شي گدام بايد لندبل ونه لري كه لندبل ولري نودغنمو دانې لندبل جذبوي چې وروسته په فنگسي ناروغيو اخته كيږي. هغه تخمونه چې ښه پاك شوي وي خارجي مواد ونه لري دزيات وخت لپاره زيرمه كيداي شي . ليکوال: رحمت پیتاوال سرچينې باندنۍ تړنې - . . غنم بوټي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%89%D9%8A%20%D8%A2%DA%A9%D8%B3%D9%8A%20%D8%B1%D8%A7%D9%8A%D8%A8%D9%88%D9%86%D9%8A%D9%88%DA%A9%D9%84%D9%8A%DA%A9%20%D8%A7%D8%B3%D9%8A%D8%AF
ډي آکسي رايبونيوکليک اسيد
ډي آکسي رايبونيوکليک اسيد -- يو ماليکول دی، له دوه کړيو يا ځنځيرونو نه جوړ شوي دي، چې د غبرګ مارپېچ د تشکيلولو لپاره له يو بل نه تاوېږي او ټولو پېژندل شوو ژوندويو موجوداتو او زياتو ويروسنو ته د هغوی د پرمختګ، دندې اجرا کولو، ودې او د بيا توليد په موخه جينيټکي لارښوونې لېږدوي. ډي این اې او ريبونوکليک اسيد آر این اې نيوکليک اسيدونه دي. د پروټينونو، شحمياتو او پېچلي کاربوهايدريتونو څو قيمته قندونو تر څنګ، نوکليک اسيدونه د مکروماليکولونو د څلورو سترو ډولونو له جملې نه دی، چې د ژوند د ټولو معلومو بڼو لپاره اړين دي. د ډي این اې دوه پوښونه د پولي نيوکلوتايدونو په توګه پېژندل شوي دي، چې له د نيوکليوتايدونو په نامه د یوڅه ساده مونوميرونو نه ترکيب شوی دی. هر نيکلوتايد د څلورو نايتروجن لرونکو نيکلوبېسونو يو قند چې ډي اوکسي رېبوز ورته وايي او يو فاسفيټ ګروپ له ډلې له يو نه يې ترکيب شوی دی. نيکلوتايدونه يو له بل سره د اشتراکي اړيکو په واسطه په يوه ځنځير کې د يو نيکلوتايد د قند او د بل نيکوتايد د فاسفيټ تر منځ وصل شوي دي، چې د قند فاسفيټ ملاتير - په بدلولو کې اغېزه لري. د دوو بېلو پولي نيکوتايد پوښونو نايتروجني بنسټونه، د دوه پوښه شوې ډي این اې د جوړولو په موخه له هايدروجني اړيکو سره د قاعدې جوړه کېدنې اصولو سره سم يو له بل سره تړلي يا را ايسار شوي دي. تکميلوونکي نايتروجني بنسټونه، په دوو ډلو يعنې پايريمايډين او پورين وېشل شوي دي. په ډي این اې کې پايريمايډين تايمين او سايتوسين دي، پورينونه ادينين او ګوانين دي. د دوه پوښه شوي ډي این اې دواړه پوښونه ورته بيولوژيکي معلومات زېرمه کوي. ذکر شوي معلومات، هغه وخت تکرارېږي چې دواړه پوښونه بېلېږي. د ډي این اې يوه پراخه برخه د انسانانو لپاره له ۹۸ سلنه نه زياته غير رمزي دي، يعنې دا معنا، چې دا برخې د پورټيني لړۍ لپاره د نومو په توګه کار نه کوي. د ډي این اې دوه پوښونه د يو بل برعکس لورو کې حرکت کوي او د همدې له امله غير موازي يا د موازي ضد دي. د نيکلوبيسونو يا هستوي قاعدو د څلورو ډولونو له ډلې يو يې په قند پورې ضميمه تړلی دی. دا د ملاتير تر څنګ د دې څلورو نيکلوبيسونو لړۍ ده، چې جينيټيکي معلومات تفهيم کوي. د آر این اې پوښونه د نقل يا په نوم يوه پړاو کې د ډي این اې پوښونو نه د نمونې په توګه د ګټې اخېستنې په واسطه جوړېږي، چې د ډي این اې بنسټونه په کې د خپلو برابرو قاعدو لپاره د تايمين له حالت نه په استثنا بدل شوي دي، چې آر این اې د همدې لپاره يوراسيل ځای پر ځای کوي. تر جينيتکي رمز لاندې، دا آر این اې پوښونه، په يوه پړاو کې چې يا تعبير او ژباړه ورته وايي، په پروټينونو کې د امينو اسيدونو لړۍ مشخص کوي. د هسته لرونکو حجرو په دننه کې، ډي این اې د کروموزومونو نوم په اوږدو ساختمانونو کې تنظيم شوی دی. له قسمي حجروي وېش نه وړاندې دا کروموزومونه د ډي این اې تکرار په پړاو کې کاپي او تکرار شوي دي، چې له هر لوري د حجرې لپاره د کروموزومونو يوه بشپړه مجموعه برابروي. هسته لرونکي ژوندي موجودات حيوانات، نباتات، فنجي او پوتستونه د خپل ډي این اې زياته برخه، د هستوي ډي این اې په توګه د خپلې هستې په دننه کې زېرمه کوي او ځينې يې د ميتوکاندريايي ډي این اې په توګه، په مايتوکاندريا کې او يا د کلوروپلاست ډي این اې په حیث په کلوروپلاستونو کې زېرمه کوي. د دې برعکس هسته نه لرونکي موجودات بکتريا او خپل ډي این اې يوازې په سايتوپلازم کې په دايروي کروموزومونو کې زېرمه کوي. په هسته يي کروموزومونو کې کروماتين پروتينونه، لکه: هيستونونه ډي این اې تنظيم او سره ټولوي. دا نغښتي سره راټول ساختمانونه د ډي این اې او نورو پروتينونو تر منځ د متقابلو عملونو لارښوونه کوي. همدارنګه د ډي این اې د نقل شوو برخو په ادراه کولو کې مرسته کوي. ځانګړنې ډي این اې يو اوږد پوليمير دی، چې د نيکلوتايدونو په نوم له تکرارېدونکو برخو نه جوړ شوی دی او هر يو يې په عادي ډول د يوه مفرد توري يا په واسطه په نښه شوی دی. د ډي این اې ساختمان د خپل اوږدوالي په امتداد متحرک دی، چې په تړلو حلقو او نورو شکلونو کې د تاوېدلو وړ دی. دا په ټولو نوعو کې له دوه مارپيچې يا تاو ځنځيرونو نه ترکيب شوی دی، چې د هايدروجني اړيکو په واسطه له یو بل سره تړلي دي. دواړه ځنځيرونه د ورته محور په شاوخوا راتاو شوي دي او يو له بله په يوه اندازه واټن يعنې يا . کې ساتل کېږي. د ځنځيرونو جوړه د . وړانګه لري. د يوې بلې څېړنې له مخې: کله چې په بېلابېلو حل لارو کې اندازه شي، د ډي این اې ځنځير يا کړۍ . . پورې پراخه اندازه شوې ده او د نيکلوتايد يو واحد يا برخه . . اوږد اندازه شوی دی. که څه هم هر انفرادي نيکلوتايد زيات کوچنی دی، يو ډي این اې پوليمير ډېر غټ اوسېدلی شي او کېدای شي، لکه په کروموزوم ۱ کې په سلګونو ميليونه نيکلوتايدونه ولري. کروموزوم ۱ لږ تر لږه د ۲۲۰ ميليونه بنسټيزو جوړو په درلودلو سره تر ټولو ستر انساني کروموزوم دی او که چېرې وغځول شي، کېدای شي ۸۵ ملي متره به وي. ډي این اې په عادي ډول د يوه مفرد پوښ په توګه نه شته، مګر د پوښونو د جوړې په توګه دی چې په کلک ډول يو له بل سره نيول شوي دي. دا دوه اوږده پوښونه له يوه بله، د ډبل مارپېچ په شان تاوېږي. نيکلوتايد د ماليکول چې ځنځير يوځای ساتي د ملاتير يوه کړۍ يا برخه او نيکلوبېس چې په مارپېچ کې د ډي این اې له بل پوښ سره متقابل عمل کوي دواړه لري. له قند سره وصل د هستې قاعدې ته نيکلوسايد وايي او هغه قاعده چې په يو قند او يو يا له يو نه زيات فاسفيټ سره وصل ده، نيکلوتايد ورته وايي. يو چې ګڼ وصل شوي نيکلوتايدونه لکه: په ډي این اې کې شاملوي، پولي نيکلوتايد یې بولي. د ډي این اې پوښ د ملاتير د بدلېدونکي فاسفيت او قند له ګروپونو نه جوړ شوی دی. په ډي این اې کې د - قند دی، چې يو پنتوز پينځه کاربنه قند دی. قندونه د فاسفيټ ډلو په واسطه يو ځای شوي دي، چې د مجاور قند کړيو د درېيم او پينځم کاربن اتومونو تر منځ اړيکې جوړوي. دوی د - او - کاربنونو په توګه پېژندل کېږي. لومړني يا اعلی سمبول د دې لپاره کارېدلی دی، چې دا کاربن اتومونه، د قاعدې له هغو اتومونو نه بېل کړي، چې ورته يوه ګلايکوسايډي اړيکه تشکيلوي. د همدې له امله هر ډي این اې پوښ، په عادي ډول يو پای لري، چې يو فاسفيټ ډله يا ګروپ په کې د يو رايبوز پينځه لومړني يا اعلی کاربن سره ضميمه شوي دي او یو بل پای چې يو خلاص هايدوکسيل ګروپ په کې د يو رايبوز درې اعلی کاربن سره ضميمه دی. د قند فاسفيټ ستون فقرې په امتداد، د او کاربنونو د موقعيت ټاکنه په لوريز يا قطبي ډول د ډي این اې هر پوښ ته ورکول کېږي. د هستوي تېزابو په ډبل مارپېچ کې د نيکلوتايدونو لوری جهت په يوه پوښ کې د يو بل پوښ په پرتله برعکس دی: پوښونه غير موازي دي. د ډي این اې پوښونو نامتوازن پای په اړه ويل کېږي چې: د پينځه اعلی پای او درې اعلی پای لوريز يا قطبي والی لري، چې له پينځه اعلی پای سره يو وروستنی فاسفيټ ګروپ ډله او د پای يو وروستی هايدروکسيل ګروپ لري. د ډي این اې او آر این اې تر منځ يو ستر توپير دا دی، چې په ډي این اې کې - قند، په آر این اې کې د بديل پنتوز قند رايبوز سره معاوضه کېږي. سرچینې د وراثت علم
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D9%8A%D8%A7%D8%B1%DA%89%D9%8A%D8%A7%20%D9%84%D8%A7%D9%85%D8%A8%D9%84%D9%8A%D8%A7
جيارډيا لامبليا
جيارډيا لامبليا چې پخوا د لامبليا انټېسټېنالېس په نوم سره هم يادېده يا جيارډيا ډيوډونالېس او جيارډيا انټېسټېنالېس يوه فلاجلي پروټوزوني پرازيت دی چې د انسانانو د معدې او کولمې لارې منتن کوي او د جيارډياسېز ناروغي مېنځ ته راوړي. کوربانه جيارډيا انسانان په ناروغۍ اخته کوي. دا يو تر ټولو عام پرازيت دی چې پيشوگانې هم پرې اخته کېږي. د دغه پرازيت په پېورو کوربانو کې غواگانې، سگ لاهوان، هوسۍ، سپي او پسونه هم شامل دي. نښې نښانې کله چې څوک په دغه پرازيت اخته شي نو بيا همدا پرازيت د جيارډياسېز ناروغي منځ ته راوړي، دا د معدې او د کولمو د په لاره کې يوه منتن ناروغي ده چې نښې يې ډېر زيات نس ناستي يا دستونه دي، او کولمې تاو کوي او دردونه هم ورسره احساسېږي. ددې ناروغۍ نورې نښې د باد له وجې د نس پړسوب، ستړيا، زړه بدوالی، کانگې، د بدن د تول کمښت، او باد خوشې کول. په ځينو ناروغانو کې بيا يواځې زړه بدوالی او کانگې تر ټولو لويې نښې وي. کله چې د جيارډيا لامبليا پرازيت د ناروغ بدن ته لار پېدا کړي نو ناروغ په ځان کې دغه نښې نښانې وروسته د لس ورځو ويني. جيارډيا په نړېواله کچه د کولمو د ناروغيو يو لوی لامل دی او دا هغه غېرباکتريايي د نس ناستې ناروغي ده چې په شمالي امريکا کې ډېره پېښېږي. په اصل کې د دغه پرازيت د اصلي ژواکپوهنې په هکله مونږ ډېر لږ پوهېدلای شو. تاريخ د جيارډيا لامبليا د ټروفوزويټ بڼه لومړی ځل په ۱۶۸۱ کال کې د انتون وان ليوون هوک لخوا د هغه پخپلو غايطه موادو کې وموندل شوه. د هغه کتنې بيا په يو عدسي مايکروسکوپ باندې بيا بيا د يو برتانيوي مايکرولوجېسټ يا ککتوکپوه براين جې فورډ لخوا وکتل شوې. هغه دا هم په ډاگه ښکاره کړ چې څوک څومره په اسانۍ سره د جيارډيا پرازيت په يوه ساده او زوړ مايکروسکوب ترلاندې کتلی شي. پرازيتونه د اوبو اړونده ناروغۍ هغه ناروغۍ چې د غايطه موادو آزمېښت ته اړتيا لري
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BC%D8%B1%D9%8A%D9%BE%D8%A7%D9%86%D9%88%D8%B3%D9%88%D9%85%D8%A7
ټريپانوسوما
ټريپانوسوما د ټريپانوسومونو يو ډول دی، دا يوتوکميز يا مونوفايلېټيک ډلې يوسلولي پرازيتي پروټوزوه دی. دا نوم د يوناني ژبې وييکو زړه تنگی او بدن نه اشتقاق شوی، په کومه توگه چې دا ژوندی خوځېږي، پخپله دا څرگندوي چې دا نوم ولې ورته ورکړل شوی. د ژواکپوهنې له مخې بېلابېل داسې کک توکمونه يا مايکرواورگانيزمونه دي چې انسانان اغېزمن کوي، او ډېری يې انسانان په ډول ډول ناروغيو اخته کوي، يو د دغو نه د ټريپانوسومياسېز ناروغي يا د خوب ناروغي ده. دا ناروغۍ اکثراً د بې شمزيو ژونديو نه انسانانو ته ورځي د بېلگې په توگه د يوې غوماشې د چيچلو سره همدا کک توکمونه د انسانانو بدن ته لار پېدا کوي چې بلاخره په يوه يا بل ډول ناروغي بدلېږي. د ټريپانوسوما د کک توکمونه مايکرواورگانيزم د ژوند څرخ ډېر پېچلی دی چې پدې کې بېلابېل مورفولوژيکي يا جوسه-پېژنديک پړاوونه شامل دي، په ځانگړې توگه هغه توکمونه چې د بې شمزيو نه نورو ته لېږدول کېږي. دوی په بې شمزيو کوربنو کې د ډېرو بېلابېلو بڼه جوړونکو پړاونو نه تېرېږي، خو په شمزۍ لرونکو کې کوربنو کې دغه سلولونه يوه ځانگړې بڼه ځانته جوړوي چې د ټريپوماسټيگوټ په نامه يادېږي، په ټريپوماسټيگوټي بڼه کې ددغه ژوندي فلاجېلوم د شا له لورې نه د مخ و لورې ته غځېدلی دی او په همدې دا فلاجېلوم يو څپورې پردې پورې تړلی دی. د ټريپانوسوما په کورنۍ کې دا لانديني توکمونه شامل دي: ټ. اېويم دا ټرېپانوسوما دا ډول په مارغانو کې ټريپانوسمياسېز منځ ته راوړي. ټ. بويسوني ټ. بروسي دا ډول په انسانانو کې د خوب ناروغي او په په مالونو کې لکه پسونه، غواگانې او همداسې نور کورني ژويو کې د ټريپانوسومياسېز طاعون منځ ته راوړي. ټ. کاراسي په تازه اوبو کې ټيلي اوسټ ټ. کروزي چې په انسانانو کې د چاگاس ناروغۍ سبب گرځي ټ. ټرېپانوسوما ايکوينيوم وگېس اسونه په تابانيدا اخته کېږي، سوېلي امريکا ټ. ايکويپيرډم ټ. ايوانسي انتان په کې په هند کې . ټرېپانوسوما لېويسي په مږکانو کې ټرېپانوسوما مېلوفېگيوم پسه په مېلوفېگس اووينوس اخته کېږي ټرېپانوسوما : ټرېپانوسوما ټ. روټاټوريم ټ. ټ. ټ. ټ. ټ. وايوېکس سرچينې . . ---
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B3%DA%A9%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D8%B3%20%D9%84%D9%88%D9%85%D8%A8%D8%B1%D9%8A%DA%A9%D9%88%D9%8A%DA%89%DB%90%D8%B3
اسکاريس لومبريکويډېس
اسکاريس يوه پرازيتي ناروغي ده. دا ناروغي په انسانانو کې وي او ددغې ناروغۍ اصلي لامل يو ډول پرازيتي گرد چينجی دی چې ساينسي نوم يې اسکاريس لومبريکويډېس دی. داسې اټکل کېږي چې د نړۍ څلورمه برخه خلک په دغې ناروغۍ اخته دي او د اسکاريس ناروغي په ځانگې توگه په تودو سيمو کې ډېره خپره ده او په نورو هغو ځاينو کې چې په ډېره لږه کچه پاکي، نظافت، او روغتيايي حفظان په پام کې نيول شوی وي. ددغې اسکاريس جنس نور توکمونه هم پرازيتي دي او په کورنيو څارويو کې هم د ناروغۍ سبب گرځي. پرازيتي ناروغۍ د خواړو نه پېدا ناروغۍ گردي چينجيان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D9%84%D8%A7%D8%B2%D9%85%D9%88%DA%89%D9%8A%D9%85%20%D9%88%D8%A7%D9%8A%D9%88%DB%90%DA%A9%D8%B3
پلازموډيم وايوېکس
د پلازموډيم وايوېکس پرازيت په وار وار د بېنن يا د سلولي بې ډولۍ تر ټولو لوی لامل دی، خو ددغه پرازيت تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې دا په هرو درو ورځو کې د ملاريا ناروغي رامنځ ته کوي. دا يو د هغو څلورو پرازيتونو نه دی چې په ټولگړې توگه په انسانانو کې د ملاريا د انتاني ناروغۍ سبب گرځي. دا پرازيت لږې ستونزې رامنځ ته کوي، خو د ملاريا د پرازيتونو تر ټولو خطرناکه او مرگونی پرازيت پلازموډيم فالسيپارم دی. پلازموډيم وايوېکس د يوې ښځينه انافېلېس غوماشې د چيچلو سره د انسانانو بدن ته لاره پېدا کوي، او د انافليس د غوماشې همدا ښځينه جنس انسانان چيچي. : - . : . . : . . : : . . . . . . . . . . . -- . . -- . . . درملنه . . . . سرچينې پرازيتي ناروغۍ ملاريا
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D9%84%D8%A7%D8%B2%D9%85%D9%88%DA%89%D9%8A%D9%85%20%D9%81%D8%A7%D9%84%D8%B3%D9%8A%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%85
پلازموډيم فالسيپارم
پلازموډيم فالسيپارم يو پروټوزوني پرازيت دی، او دا د پلازموډيم هغه يو جنس دی چې په انسانانو کې د ملاريا ناروغي رامنځ ته کوي. دغه پرازيت د انافېلېس د غوماشې په ذريعه انسانانو ته ورځي. پلازموډيم فالسيپاروم د پرازيتي انتاني ناروغيو خطرناک ډول دی او په همدې توگه د پلازموډيم فالسيپارم ملاريا په نړيواله کچه يوه مرگونې انتاني ناروغي ده او د دې ناروغۍ د پېچلتيا کچه ډېره لوړه ده. ددې سره سره دا په انسانانو کې د ملاريايي انتاني ناروغيو ۸۰٪ برخه جوړوي چې د دې ناروغۍ د ۹۰٪ ناروغانو د مړينې سبب گرځي. مخينه په انسانانو کې د ملاريا ناروغي د پلازموډیم د جنس د يو ډول پروټوزوه په اخته کېدو سره مېنځ ته راځي. د ملاريا نوم د اېټاليوۍ ژبې يا مالې اري يا څخه راوتلی دی چې مانا يې بده هوا ده. دا نوم په ۱۷۱۷ زېږيز کال کې د لانسيسي هغه وړانديز پورې اړه لري کله چې هغه د مردارو ډنډونو زهرجن بړاس ته اشاره کوله او پدې اند وه چې د ډنډونو همدا زهرجن بړاس دا ناروغي مېنځ ته راوړي. پرازيتي ناروغۍ ملاريا پرازيتونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D9%8A%D9%86%D9%87
وينه
وينه په انگرېزي: يوه ډېره ځانگړې اکرنۍ دوراني نسج دی چې په خپل ځان کې بېلابېل نور سلولونه لري، همدا سلولونه بيا په يو ډول اوبلن چاپېريال کې بهېږي او د دغه اوبلن چاپېريال نوم پلازما دی چې کله ناکله د وينې پلازما په نامه هم يادېږي. د وينې په سلولي توکو کې د وينې سره توکي کوم چې د ساباسونکي گازونو لېږد رالېږد دنده لري، سربېره پر دې همدا سره توکي د وينې د سور رنگ اصلي لاملونه دي دا ځکه چې سره توکي د هېموگلوبين نه جوړ شوي او هېموگلوبين يو ډول وسپنه لرونکی پروټيني تړنگتوکی مرکب دی چې د په دې مرکب کې آکسيجن د وسپنې د عنصرونو سره تړلی وي. آکسيجن بيا ټول بدن ته د انرژي د جوړولو په پروسه کې اړين عنصر بلل کېږي. د وينې نور سلولي توکو کې سپين توکي هم راځي، دغو توکو ته په طبي ژبه کې ليوکوسايټونه يا ليوکوسايټز هم وايي. ددغو توکو دنده د ناروغيو او نورو مکروبونو پر وړاندې د بدن ژغورنه ده. د وينې درېيمگړي واړه توکي پلېټلېټز سلولونه دي. ددغه ډول توکو دنده د وينې غوټه کېدنه ده او دا بيا په بدن کې د ټپونو د رغېدلو په پروسه کې گټورې کړنې ترسره کوي. په طبي ژبه کې د هېمو - او يا هېماټو - برتانيوي انگليسي کې - او - د يوناني ژبې وييکې ، چې د وينه مانا لري، نه راوتلي او همدا نومونه په طبي لاروچارو کې هم کارېږي. د اناتومي له مخې وينه يوه تړونکی ووب يا ، بلل کېږي او دا هم د وينې د کړنو پخاطر او په هډوکو کې د وينې د سرچينې پخاطر. د وينې کړنې ووبونو ته د آکسيجن رسول آکسيجن هېموگلوبين پورې ځان نښلوي او هېموگلوبين د وينې په سره توکي کې وي د غذايي موادو لکه گلوکوز، امينو اسيدونو او غوړن اسيدونو رسول دا توکي په وينه کې حل کېږي او يا هم ځان د پلازما پورې نښلوي د بېکاره موادو لکه کاربون ډای آکسايډ، يوريا او لاکټيک اسيد وېستل د وينې په ايميونولوژيکو کړنو کې د وينې سپين توکيو اکر شامل دی، چې اهمه کړنه يې بدن کې د باندنيو توکو پېژندنه او د انټيباډي له لارې د هغوی مخنيونه ده. وينه د بدن د ځان-رغونې د ميکانيزم يوه اهمه برخه جوړوي لېږدنده کړنې، چې په دې کې د موخې ځايونو ته د هورمونونو لېږدېدنه او د ويجاړ شويو ووبونو سگنالونه لېږدول شامل دي. د بدن د تنظيم د بدن د تودوخې تنظيم هايډروليکي کړنې، لکه لکوالی دا هم وگورۍ جمپېنگ سپايډر د وينې په جوړښت او اکرني غونډال کې رامېنڅ ته شوې ربړې، ووبونه د ناسوبوالي او ناسم کارنتوب په لور ورماتوي. د اسکېميا اصطلاح د هغه ووب اړونده اشاره کوي کوم چې په ناکافي کچه په وينې خړوبېږي. وينه په سږو او بدن کې د زړه په مرسته په اکرني غونډال کې پمپېږي. زړه ته د وينې د بېرته راستنېدو اضافي فشار بيا د جاذبې د ځواک او د هډتړ د عضلاتو د دندو په مرسته رامېنځ ته کېږي. په تيورو ژويو کې وينه د ليمف سره په يوه توازن کې ده، ليمف په پرله پسې توگه د وينې نه جوړ شوی د کپېلري د ډېر چڼېدنې په پايله کې چې بېرته وينې ته ورستنېږي د توراسيک ډکټ له لارې. لېمفاوي اکر اکثراً د دوهم اکر په نامه هم ياد شوی. د انساني وينې توکي وينه د بدن د تول ۷٪ برخه جوړوي، چې منځوی غلاضت يې نژدې ۱۰۶۰ کيلوگرامهمتر۳، چې د خالصو اوبو غلاضت ۱۰۰۰ کيلوگرامهمتر۳ ډېر نژدې دی. د يوه اوسطه بالغه فرد د وينې واليوم څه نا څه ۵ ليتره دی. وينه له پلازما او د گڼو نورو سلولونو چې اکثراً د کورپوسکلز په نامه هم يادېږي نه چې د اېرېتروسايټونو د وينې سره توکي، ليوکوسايټونو د وينې سپين توکي، او د اېرېتروسايټونو د وينې صحيفې په نامه يادېږي، جوړه شوې. د واليوم له مخې په وينه کې د سره توکو کچه نژدې ۴۵٪ ده او د وينې پاتې ۵۵٪ د پلازما نه جوړه ده جې په دې کې لږه برخه د سپينو توکو کچه جوړوي. وينه په بشپړه توگه د وينې پلازما او نور سلولونه د غېر-نيوټوني مايعاتو خوځښتي ځانگړتياوؤ نه برخمنه ده. د وينې د بهېدنې ځانتياوې دا دي چې دا مايع د تر ټولو وړو رگونو کې موثرې بهېدنې وړتيا لري او د پلازما په پرتله د بهېدو لږ مقاومت ښکاره کوي. د دې برسېره، که چېرته د انسان ټول هېموگلوبين د وينې په سره توکو کې نه بلکه په پلازما کې په آزاده بڼه کې وای، نو دا اکرنی دوراني مايع به ډېر ټينگ وای او همدا ټينگښت به د زړه او رگونو د غونډال په سم کار کې خنډ راپېښ کړای وای. سلولونه په يوه مايکروليتر وينه کې دا ډول سلولونه موندل کېږي: اېرېتروسايټونه په نارينؤ کې له ۴٫۷ تر ۶٫۱ ميليونه سلولونو پورې، او په ښځو کې له ۴٫۲ تر ۵٫۴ ميليونه سلولونو پورې: په تيورؤ ژويو کې د وينې سره سلولونه هستې يا نيوکليس او نور اورگانېلز نه لري. د داسې ژونديو د وينې سره توکي يواځې هېموگلوبين باندې سمبال دي چې سلولونو ته آکسيجن ور رسوي. د وينې سره سلولونه د اېنډوتېليل د رگونو او نور ډول سلولونو سره يو ځای گلايکوپروټينونه هم لري چې د وينې د ډولونو په مشخص کولو کې اهم توکي گڼل کېږي. د وينې هغه تناسب چې د سره کروياتو برخه جوړوي د هېماتوکريت په نامه يادېږي، او په نورمال حالت کې دا د وينې ۴۵٪ برخه جوړوي. که د وينې د ټولو سره کروياتو د سطحې مساحت څوک سره يو ځای په پام کې ونيسي، نو دا مساحت به څه نا څه ۲٬۰۰۰ ځله د بدن د باندنۍ سطحې نه ډېر وي. ليوکوسايټونه له ۴٬۰۰۰-۱۱٬۰۰۰ : ليوکوسايټونه چې په عام ډول د وينې د سپينو توکو په نامه پېژندل کېږي د بدن د ساتندويه يا محافظتي غونډال برخه جوړوي، د وينې د دغو سلولونو دنده دا ده چې په بدن کې د پردي توکو پېژندنه وکړي او هغه له مېنځ نه يوسي. همدا راز د زړو سلولونو او د سلولونو د ناکاره پاتې شوني له مېنځه يوسي او رنځ پېښوؤنکي پاتوجينونه او نور انتاني توکي هم تخريب او منحل کړي. د ليوکوسايټونو د سرطان ناروغي د ليوکيميا په نامه يادېږي. ترومبوسايټونه ۲۰۰٬۰۰۰-۵۰۰٬۰۰۰: چې پلېټلېټز يا صحيفې هم بلل کېږي، د وينې دا ډول سلولونه د وينې د غوټه کېدلو او تړل کېدلو دنده ترسره کوي. دا سلولونه فېبرينوجېن په فېبرين بدلوي. همدا فېبرين يو ډول جال خوروي چې په دغه جال کې د وينې سره توکي سره راغونډېږي او همدا ډول وينه غوټه کېږي، دا حالت د وينې د بهېدلو مخه نيسي او همدا ډول بدن کې د باکټريا د ننوتلو مخه هم نيول کېږي. پلازما پلازما د وينې نژدې ۵۵٪ برخه جوړوي، دا يوه اوبلنه ماده ده چې د وينې د مايع محيط ترېنه جوړ دی او رنگ يې زېړبخن دی. په يوه منځوي وگړي کې د وينې د پلازما ټول واليوم ۲٫۷ ۳٫۰ ليترو پورې رسېږي. دا يوه ډېره اهمه اوبلنه ماده ده چې ۹۲٪ برخه يې اوبه او پاتې ۸٪ برخه يې د وينې پلازما پروټينونه او ځينې نور معدنيات جوړوي. پلازما حل شوي غذايي توکي هغه چې په وينه کې حل شوي او يا هم په پلازما پروټينو نښتي لکه گلوکوز، امينو اسيدونه او شهمي اسيدونه په بدن کې څرخوي او بېکاره توکي او فضله مواد لکه کاربون ډای آکسايډ، يوريا او لاکټيک اسيد له دوراني غونډال نه ليري کوي. نور اهم توکي په دې توگه دي: سېروم البومين د وينې غوټه کېدنې عاملين چې د وينې په غوټه کېدو کې مرستدويه دي اميونوگلوبولينونه انټيباډي ليپوپروټينوني توکي گڼ شمېر نور پروټينونه گڼ شمېر اېلېکټرولايټونه چې ډېری يې سوډيم او کلورايډ دي د سېروم اصطلاح د وينې پلازما لور ته اشاره کوي، د وينې پلازما هغه مايع ده چې د وينې غوټه کېدنې پروټينونه ترې ليري شوي او د البومين او اميونوگلوبولينو نه بډايه ده . په انسانانو کې د شرياني وينې نورماله نژدې ۷٫۴۰ نورماله حدود ۷٫۳۵ ۷٫۴۵ دی. د وينې همدا خاصيت دغه مايع د ضعيفه القلياتو په کتار کې شمېري. هغه وينه چې د ارزښت يې له ۷،۳۵ نه ښکته وي د اسيدي وينې او چې د ارزښت يې له ۷٫۴۵ نه پورته وي د قليايي وينې په کتار کې شمېرل کېږي. د وينې ، د وينې د آکسيجن ۲ نسبي فشار، د وينې د کاربون ډای آکسايډ ۲ نسبي فشار، او د وينې د بايکاربونېټ ۳ په منظم ډول د هېموستاتيک مېکانيزم له مخې تنظيمېږي، - . . . د تيورو ژويو د وينې اناتومي ۴۵٪ . ۵۵٪ . . ۷٫۴۰ ۷٫۳۵-۷٫۴۵ . ۷٫۳۵ ۷٫۴۵ . ۲ ۳ - . - . ۷٪ ۵ ۲٫۷-۳ . ۱۰۶۰ . ۲٬۰۰۰ . : ۹۶٪. . . . ۳٫۰٪ . ۱٫۰٪ . . . ۹۲٪ ۸٪ . : سېروم البومين اميونوگلوبولينونه انټيباډي هورمونونه کاربون ډای آکسايډ نور بېلابېل پروټينونه - . . . د وينې فيزيولوژي جوړېدنه او کمېدنه د وينې سلولونه د هډوکي په مېنځ کې جوړېږي، چې د بون مېرو يا د هډوکي مغز په نامه يادېږي. د وينې جوړېدنې دغه پروسې ته هېماټوپويسز يا وينه جوړېدنه وايي. د وينې پروټيني توکي چې په دې کې غوټه کېدونکي پروټينونه هم دي په زيات شمېر کې په ځيگر کې توليدېږي، خو هورمونونه بيا په اينډوکرايني مرغړيو کې توليدېږي چې په وينه کې د بهېدو کچه يې د هايپوتالاموس لخوا کنټرولېږي. د وينې د اوبلنوالي ځانتيا هم د هايپوتالاموس لخوا اداره کېږي چې د پښتورگو او هضمي غونډالونو لخوا پرې وړ کړنې ترسره کېږي. د وينې سلولونه په توري کې او د ځيگر په کوپفر سلولونو کې خپل تنزلي پړاو پوره کوي. ځيگر د ځينو پروټينونو، حشمياتو او امينو اسيدونو د چاڼولو دنده هم لري. پښتورگي بيا په فعاله توگه فضله مواد د ميتيازو له لارې د بدن نه ليرې کوي. د ايرېتروسايټو يا د وينې د سره توکو عمر اکثراً ۱۲۰ ورځې وي چې په سيستماتيک ډول نوي ايرېتروسايټونه چې د هېماټوپويسز د پروسې له مخې جوړېږي، د زړو ايرېتروسايټونو ځای نيسي . د آکسيجن لېږدونه . . - . . . . . . . . - . . . : . . . . . . . . مياشې د غوماشو وينې ته هېمولېمف وايي او تيورو ژويو ته ناورته په غوماشو کې وينه د آکسيجن په لېږدېدنه کې هېڅ رول نه لري. په دغو کې ژوندي مخلوق کې يو ډول پرانيستې برخه ده چې د ټراکيا يا کرنکې په نامه يادېږي. په دغه کرنکه کې د هوا نه په سيخه توگه آکسيجن ورننوځي چې بيا همدا آکسيجن راساً د هغوی ووبونو انساج ته د ډفيوژن د کړنې په مرسته ورځي. خو د غوماشو وينه ووبونو ته يواځې د خوړنتوکو د رسولو او د غونډال نه د بېکاره فضله موادو په وېستلو کې مرسته کوي. کوچني بې شمزۍ ژوي . . . . . - . د ژور سيندونو بې شمزۍ ژوي . . د کاربون ډاي آکسايډ لېږدېدنه . . . . . د هايډروجن آيونونو لېږدېدنه . . رنگ - . . . . . . - - . . روغتيا او ناروغۍ لرغوني درمل . . . . موندنه . پېتالوژي . . . . . . - . - . .. . . . . . . - . . . - . درملنه . . . . . . - . افسانې او دينونه . . . : . . هندو-اروپايي - . . . . . د يهوديت له مخې : . . : : : : . . . د عيسويت له مخې . . . . . . . . . . د اسلام له مخې د اسلامي حکمونو له مخې د هغو خواړو چې په ځان کې وينه لري حرام گڼل کېږي. د يهوا د گواهانو له مخې . . . . . د چينايي او جاپاني فرهڼونو له مخې . - . . . هنر . . . دا هم وگورۍ د انساني وينې د توکو لړليک : سرچينې وینه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%DA%98%D9%88%D9%86%DA%A9%DB%90%20%D8%AA%D9%8A%D9%88%D8%B1%D9%8A
د ژونکې تيوري
د ژونکې تيوري د ژواکپوهنې يو بنسټيزه ساينسي تيوري ده. په ټولگړي توگه ددې تيورۍ منل شوې برخې په داسې ډول دي: يوه ژونکه د ژونديو شيانو د کړنو او د جوړښت يو بنسټيزه يوون دی. ټول اورگانيزمونه د يو يا ډېرو ژونکو نه جوړ شوي. ټولې ژونکې د پخوا نه موجودو ژونکو نه د ژونکو د وېش د پروسې له لارې پېدا شوي. په ژونکو کې جنيټيکي توکي شته چې د ژونکيزو وېشنو په وخت کې ژونکې لور نوې جوړېدلې ژونکه ته ورلېږدول کېږي. ټولې ژونکې د اهميت له مخې د يو ډول کيميايي جوړښت نه جوړې دي. د انرژي-بهاو، مېټابوليزم او ژونکيميا کړنې په ژونکو کې دننه ترسره کېږي. د ژونکې د تيورۍ درې اهمې برخې داسې دي: ټول ژوندي اورگانيزمونه د يوه يا ډېرو ژونکو نه جوړ شوي. ژونکه د ژونديو شيانو د کړنو او د جوړښت تر ټولو بنسټيزه يوون جوړوي. ټولې ژونکې د پخوا نه موجودو ژونکو نه رامېنځ ته کېږي. په دغه تيورۍ کې دوه استثناء گانې هم شته: که څه هم چې ويروسونه د ژونکو نه جوړ دي، خو د ځينو له مخې بيا دا ژوندي گڼل کېږي. تر ټولو لومړنی ژونکه د پخوا نه موجودې ژونکې نه زېږېدلې. د ژونکې تيوري په اصل کې د تيودور شوان او ماتياس ياکوب شليدن لخوا پرمخ يووړل شوه، او په بشپړه توگه د ليوس پاسچر په کارنو ومنل شوه، په ځانگړې توگه د وروستي نوموړي هغه کارونه چې د ميکروبونو په برخه کې يې ترسره کړي. ژونکه د ژواکپوهنې بنسټيز يوون دی. ژونکه د لومړي ځل لپاره په ۱۶۶۳ زېږيز کال کې روبېرټ هوک وموندل. هغه بيا ډېر ژر وليدل چې کوم څه چې ده موندلي، هغه ژونکې ته ورته دی چې راهبانو يې څرگندونې کړي وې. که څه هم چې هغه څه چې ده موندلي وه د يوه وچ لرگي يا مړ بوټوي برخه وه او هغه يواځې يو تش سلول د زده کړې لاندې اچولی وه چې هېڅ کوم هسته يې په مرکز کې نه درلوده. لومړنی کس چې د مايکروسکوب ترلاندې د ژوندي سلول په ليدو بريالی شوی وه هغه په ۱۶۷۳ زېږيز کال کې آنتون وان ليوان هوک وه. باندنۍ تړنې ژواکپوهنيز تيورمونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%B1%D9%88%D9%81%20%D9%82%D8%AA%D9%8A%D9%84%20%D8%AE%D9%88%DA%96%D9%8A%D8%A7%DA%BC%DB%8C
عبدالروف قتيل خوږياڼی
عبدالروق قتيل خوږياڼی ۱۳۱۳ يا ۱۳۰۸ لمريز لېږدي، د ننگرهار ولايت - د ۱۳۹۶ ل ل کال ليندۍ، کابل د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او شاعر وو. زده کړې عبدالروف قتيل خوگياڼی پر ۱۳۱۳ يا ۱۳۰۸ لمريز کال د ننگرهار ولايت د خوږياڼيو په کږه کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي کې ترسره کړې او بيا د لغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو. پر ۱۳۳۰ ل ل کال د نوموړې مدرسې له دولسم ټولگي څخه فارغ او د شرعياتو په پوهنځي کې، چې هغه وخت د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي يوه څانگه وه، شامل شو او دغه پوهنځی يې تر دويم ټولگي پورې ولوست. دندې عبدالروف قتيل بيا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښوونکي، پلټونکي په توگه او نورو څانگو کې خدمت وکړ. همدا راز يې ډېر کلونه د هېواد په بېلابېلو رسنيزو څانگو کې کار وکړ او د ځينو خپرونو د مسؤل مديريت په څنگ کې د ځينو ولايتونو د اطلاعاتو او کلتور آمر وو. د ښاغلي قتيل خوږياڼي تر اوسه يو شمېر شعري او داستاني آثار چاپ شوي دي. مړينه د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا نړېوال مرکز پخوانی مشر، لیکوال او شاعر عبدالروف قتيل خوگياڼی د ۱۳۹۶ ل ل کال د ليندۍ پر ۲ د ورپېښې ناروغۍ له لامله په کابل کې ساه ورکړه. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه. چاپ شوي اثار يې د ځينو خپرو شويو اثارو نومونه يې دا دي: ۱- دوه ياران پښتو ناول. ۲- ارمان د لنډو کيسو ټولگه. ۳- انقلابي نغمې د حماسي او وطني شعرونو ټولگه. ۴- دا حسن دا لمبې شعري ټولگه. ۵- ټنگ ټکور شعري ټولگه. عبدالروف قتيل خوږياڼي د شاعرۍ تر څنگ ډرامې او لنډې کيسې هم ليکلې دي. د پښتو داستاني ادبياتو د تاريخ په څېړنه کې د نوموړي آثار ځانگړی ځای لري. نوموړی د ژوند په وروستيو کې هم په رسنيزو چارو بوخت وو. اخځونه ۱- ۲- پښتانه شاعران پښتانه ليکوال پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%A8%D8%A7%D8%B3%D9%8A%D9%86%20%D9%8A%D9%88%D8%B3%D9%81%D8%B2%DB%8C
اباسين يوسفزی
اباسين يوسفزی په انگرېزي: شاوخوا ۴۵ کاله وړاندې دملکنډ ايجنسۍ ددېر د خان پورکلی کې نړۍ ته راغلی دی. زده کړی لومړنۍ زده کړې يې پخپله سيمه کې وکړې او دلوړوزده کړولپاره پېښورته ولاړاو پښتوژبه کې يې دډاکټرۍ ترکچې زده کړې و کړې. دپېښورپه اسلاميه کالج کې دپښتوڅانگې مشرؤ. د پېښور په پوهنتون کې هم د پښتو ژبې ښوونکی و او په بېلابېلو برخو کې یې د زده کوونکو د لیلیو له سرښوونکي نیولي بیا د کرېکېټ کلب تر مشرتابه پورې دندې تر سره کړې دي. د ښاغلي یوسفزي دوه کتابونه چاپ شوي دي چې يو يې غورځنگونه او بل يې الوت نومیږي .نوموړۍ د سپرمراد نیازوف د روحنامې اثر په پښتو اړولی او په بېلابېلو ورځپاڼو او مجلو کې یې مقالې هم لیکلې دي . دندی دوحدت اومشرق په ورځپاڼو ، دمشعل اوخيبر په مجلو اودخيبرتلويزيون اوپيښور راډيولپاره یې ليکنې ديادونې وړدي. دبيلابيلوشاعرانو اوليکوالوپه سلوکتابونويې کره کتنې ليکلې دي. دغني خان اوليکوالودټولنې غړى اودهيواد اوخيبرمجلومسول مديرهم پاتې شوى دى. دښوونځيو د٩ مو او١٠ موټولگيو دزده کوونکولپاره يې پښتوکتابونه ليکلي دي. اباسين يوسفزي درحمان بابا ادبي جايزه ، په صوات کې دچاچا رحيم بخش جايزه، دپښتانه ادبي ملگري جايزه گټلې اوله ادبي اوټولنيزوموسسونه يې شاوخوا ٥٠ شهادت نامې اومډالونه ترلاسه کړي دي. چاپ شوي نښيرونه يې ۱- غورځنگونه. ۲- الوت. ۳- انځورتون اخځليک ۱- پښتانه شاعران شاعران پښتانه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AD%D8%AF%D9%8A%D9%82%D9%87%20%DA%A9%D9%8A%D8%A7%D9%86%D9%8A
حديقه کياني
حديقه کياني په انګرېزي: يوه مشهوره پاکستانۍ سندرغاړې ده. نوموړې د خوږ غږ په درلودلو سره ډېر مينه وال ځان ته را جذب کړې دي. نوموړې نه يوازې دا چې په اردو ژبه سندرې وايي، بلکې په پښتو ژبه يې هم ډېرې سندرې ويلي. له هغو څخه يې يوه جانان چې پکې اوسي څومره ښکلې دنياګۍ ده. دا سندره يې په ټولو سندرو کې ډېره مشهوره ده. حديقه كياني يوه پاكستانۍ سندرغاړې ده، چې په اردو موسيقۍ كې د يوه جلا او زړه راښكونكي ځېل څښتنه ده. پاكستانيان يې د سروزرو نجلۍ بولي، د لقب لامل يې ښكلا او د موسيقۍ جلا او په زړه پورې ځېل بلل كيږي. حديقه كياني د راولپنډۍ په سيران پټوار ښار كې نړۍ ته سترگې پرانستې دي. كياني په يوه هنري او هنرپاله كورنۍ كې خاپوړې وكړې او ډېر ژر له هنر او موسيقۍ سره وتړل شوه. كياني درې كلنه وه، چې له سر نه يې د پلار سيورى ولوېد، كورنۍ يې د پاكستان د هنرد ملي ټولنې استازې وه. دغه استازيتوب كياني ته لاس وركړ او د پاكستان د هنري ټولنې غړې يې وگرځوله. كياني ، د لومړي ځل لپاره د پنډۍ په گلياقت هال كې د زرگونو مينه والو په وړاندې راڅرگنده شوه. د كياني د اكاډميكو زده كړو په خاطر د پېنډۍ د وقارالنساء د نجونو د ښوونځي ور پرانستل شو. وروسته يې د پاكستان په استازيتوب په تركيه، اردن، بلغاريا، او يونان كې د ماشومانو په فسټيوالونو كې برخه واخسته. حديق كياني، دڅه وخت لپاره د سهيل رانا په رنگ په رنگ نړۍ اوونيزه خپرونه كې برخه واخسته، دغې خپرونې د كياني په هنري وده او شهرت كې ډېره مرسته وكړه. د نوموړې د زده كړو دوهم لوژيكل ځاى عليگړ ښوونځى و، وروسته دولتي كالج ته ولاړه او په كالج كې يې د هنر پر ارزښتونو ځان وپوهاوه. دغه مهال كياني له امجد بابي او خالد احمد سره د لاهور په تلويزيون كې د ماشومانو ميوزيكل خپرونې كولې. اوس د حديقه كياني د مينه والو شمېر مليونونو ته اوړي، كياني د كلاسيكې موسيقۍ په زده كړه كې د فياض احمد خان له تجربو او لارښوونو گټه واخسته او كلاسيكه موسيقي يې په خپله ژوره معنا ولوسته. وروسته يې له عدنان سميع اړيكي ټينگ كړل او د هغه له تجربو يې هم گټه ترلاسه كړه.حديقه كياني د هنر او موسيقۍ په ډگر كې يوه ځانگړې لاره، شخصيت او مينه وال لري. له موسيقۍ او سندرو سره د كياني ځانگړيو حركتونو او له اورېدونكو سره نېغو اړيكيو د هغې په محبوبيت كې زياتون راوست. په تېرو پنځو كلونو كې د حديقه كياني په هنري وده او سندريزتوب كې دېر توپير تر سترگو كيږي، كياني د كلاسيكې موسيقۍ پرځاى پاپ او لويديزې موسيقۍ ته ډېره غاړه ږدي. ويل كيږي كله، چې د حديقه كياني پلار مړ كېده او د نوموړي د مړي امبولانس يې ترڅنگ تېرېده، پر كياني يې ډېر اغيز وكړ، دغه اغيز حديقه كياني له رواني ستونزو سره مخ كړه ، همدا لامل و، چې مور يې وپتېيله، چې د موسيقۍ په يوه ښوونځي كې يې شامله كړي. حديقه كياني ډېر وخت د سندرو د شعر غوراوى، د سندرې كمپوز او ميلوډي پخپله ټاكي. يوځل حديقه كياني په سټوډيو كې د سندرو پر تمرين لگيا وه، د سټوډيو چارواكو سټوډيو روښانه كړې وه او غږ يې نېغ په نېغه ثبتېده، كله، چې دغه تمريني سندره ريكارډ او واورېدل شوه، دومره ښكلې او په زړه پورې وه، چې كياني يې د بيا ويلو هڅه ونه كړه. ددغه بري تر ټولو ستر لامل د هغې ښكلى او كوډگر غږ دى، چې ډېر ژر د اورېدونكو زړونو او دماغونو ته لار پرنيزي. كه د موخې تر لاسه كول غواړئ، راتلونكې ته پام وكړئ! موسيقي د كياني لومړنۍ او وروستنۍ موخه ده، ددغې موخې د پرمخ بېولو او ترلاسه كولو لپاره هغې د خپل ژوندانه ملگرى هم ورسره همغږى كړ. كياني په انگلستان كې د ل كال د موسيقۍ په نړيواله ډله كې له جنيد عالم، اكاش او فخرالزمان سره يوځاى برخه واخسته، وروسته يې له بالي ساگو سره هم كار وكړ او له اسيايي سندرغاړو سره يې يوځاى مليونه وگړو ته سندرې وويلې. نوموړې له بالي ساگو سره په دوو نورو كنسرتونو كې هم گډون وكړ، چې يو يې د بي،بي،سي او بل يې د له خوا جوړ شوى و. وروسته حديقه كياني امريكا او كاناډا ته لاړه او هلته يې هم كنسرتونه وركړل. له بالي ساگو سره يې په هانگ كانگ كې هم په يوه كنسرت كې ونډه واخسته. كياني په دې وروستيو كې د پيپسي له شركت سره يو دوه كلن تړون لاسليك كړ، چې د هغه ترمخه به نوموړې د پيپسي په ځينو اشتهارونو كې برخه اخلي او هم به پخپلو كنسرتونو كې دپيپسي اشتهارونو ته لاره پرانېزي. په دې وروستيو كې حديقه كياني هڅه وكړه، چې پر پاكستان سربېره په لويديزه نړۍ كې هم د شهرت څښتنه و اوسي، ددغې موخې دړ ترسره كېدا لپاره يې د رف كټ په نوم د انگليسي سندرو يو البوم را واېست. په دغه البوم كې له حديقه كياني سره عامرذكي هم ترسترگو كيږي. حديقه وايي، د البوم له نومه دا راڅرگنديږي، چې په البوم كې نرمو او نازكو احساساتو ته ځاى نه دى وركړل شوى، بلكې د ژوندانه ترخه او پټ حقيقتونه راسپړي. حديقه كياني د خپلو خبرو په ترڅ كې د بوهي باريان سندرې ته نغوته كوي او وايي، چې په دغه سندره كې د جينۍ رول كه د كشميرۍ نجلۍ روايتي كردار بولئ او كه نه د ماهي وي ويمپاير، په دواړو اړخونو كې خوند او رنگ لېږدوي.حديقه وايي، د سندرو پر مهال ، چې كوم سټايل او ځانگړنې رابرسېره كوي دايې د اصلي ژوندانه اړخونه هم دي. د هغې په وينا مسلكي كردار يې له چاپېرچل سره د اوو اتو كلونو د استوگنې له بهيره سرچيسنه اخلي او د وخت له بدلون سره يې سم گامونه اخستي دي. حديه كياني، د خپلو جامو په اړه وايي، چې له كوچنيتوبه راهيسې د جامو او لباس ډېر خيال كوي، له نړيوالې موسيقۍ څخه خبرتيا لپاره نه يوازې د موسيقۍ او فېشن خپرونې گوري، بلكې د نوښت او بدلون لپاره د بهرنيو سندرغاړو كسټونه هم اوري. كه د موسيقۍ له اړخه حديقه كياني د خلكو له ذهنونو را وباسو، له سندرغاړې پرته به هغه څه وي؟! كياني يې پخپله ځوابوي: زه ډېره غلې او شرمېندوكې جينۍ يم، له خلكو سره ډېره لږ ناسته پاسته كوم، زما يوڅو نږدې ملگري شته، خو له خپلې مور، ورور، خور او وريرونو سره ډېره نږدې يم. پاکستانۍ سندرغاړې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D8%AF%D9%87%D9%88%D8%B1%D9%8A%20%DA%89%DA%A9%D8%B4%D9%BC
مادهوري ډکشټ
دنڅا بې جوړې او ښايسته نجلۍ مادهوري غوښتل دښوونيز بهير په بشپړتيا سره مايكرو بيالوجسټه شي ، خوكله يې چې دغې هيلې وزرونه غوړول ، په اډاب فلم كې يې پښه ونښته او هنر ته يې مخه وكړه. دممبيي په پادلي كالج كې يوه ښكلې او جذابه جينۍ پر خپلو زده كړو بوخته وه، ببلي د بيولوي په څانگه كې د وړتيا سمبول و، نوم يې د ټولگيوالو پر خولو گرځېده، ببلي په ابود فلم كې د مادهوري په څېره كې راڅرگنده شوه. د تېزاب اېك ، دو، تين او دنڅا او پښو دپايزيبونو سندرو د شهرت اسمان ته يووړه، نڅا يې خوند او رنگ وموند ، دسينما د مينه والو پر زړونو يې د راج او واكمنۍ واگي په لاس كې واخستل او نور يې د زړونو پر غلا لاس پورې كړ. مادهوري له كالج څخه د سينما تر پردې څنگه راغله؟ په وړتيا؟ كه په ځانگړې نڅا او سندريزو حركتونو؟ بس دواړه يې در وشميرئ! مادهوري ښايي د هندوستان دهغو لږو او په شمېر كمو سينمايي نجونو په كتاركې راشي،چې ښوونځي ته يې ډېر لږ سر ورښكاره كړى ، خو سربېره پر دې دهغې ښځينه زړه راښكون ، دكلاسيكې نڅا روزنه او د بيالوژۍ په څانگه كې ځانگړې وړتيا ښايي د هغې د شهرت لاملونه وشمېرو. مادهوري په سينمايي نړۍ كې هغه وخت پښه نيولې شوه، كله ، چې سوباش گهي دهغې پر نڅا او هنري گډا نيوكې وكړې، سوباش له مادهوري وغوښتل، چې په فلمونو كې له بېخونده رولونو او نڅيزو صحنو تېره شياو دفلم مركزي كردارونو ته ځان جمتو كړي، مادهوري نيوكې او غوښتنې په خلاصو غوږو واورېدې او پر بېكاره رولونو يې ډبره كښېښوه. مادهوري او سينما دنڅا دغې بې جوړې او ښايسته نجلۍ غوښتل دښوونيز بهير په بشپړتيا سره مايكرو بيالوجسټه شي ، كله يې چې دغې هيلې وزرونه غوړول ، په اډاب فلم كې يې پښه ونښته ، اډاب دمادهوري د زده كړو په لاركې لومړنى خنډ و، دغه فلم ډېر ژر له ذهنونو پرېوت او د ناكامۍ پر لور كوږ شو. كرما د سوباش گهي دوهم فلم و، چې مادهوري د رول وياړ پكې تر لاسه كړ، مادهوري په دغه فلم كې د نڅا او هنري حركتونو په ترڅ كې د شهرت او برياليتوب په لور مخه وكړه. دوكه او برياليتوب په ل كال په يوه سوداگريزه مجله كې د مادهوري اشتهار خپور شو، په دغه اته مخيز اشتهار كې مادهوري ويلي و، چې اتو تنو فلم جوړوونكو د مركزي كردارونو غوښتنه ترې كړې، په دغو فلم جوړوونكو كې ديوني كپور او راكش روشن نومونه هم راغلي و، دا د مادهوري لومړنۍ دوكه وه ، چې دفلم جوړوونكو او مينه والو په سترگو كې له جامو سره ننوته ، مادهوري ته دمركزي كردارونو د رول لوبونې خه نه و ويل شوي ، خو اشتهار ورو ورو ددې دغه ادعااو دوكه رابرسېره كوله ، په تېزاب ، رام لاخان ، او اېك، دو، تين سندرې سره يې په سينمايي نړۍ كې يو نوى توپان راوست. د تېزاب په وياړ يې گڼ شمېر مډالونه واخستل او برياليتوب يې دنيز په څېر چټك شو. په كال په دل فلم كې دښه رول له امله په غوره جايزې ونمانځل شوه، ساجن، كهل نائيك، هم اپ كى هى كون او نور گڼ شمېر فلمونه يې راووتل. دبرياليتوب پېر دسينما په لاركې تر لومړنيو پړاوونو وروسته ، دمادهوري د برياليتوب پړاو پيل شو، يارانه، راج كومار مه هانتا، پريم گرانټ ، په سينمايي پيښليك كې ثبت شول، له سنجيدت سره گډ رول مادهوري ته د ورځپاڼو او خپرونو غيږه پرانسته، دسنجيدت ښځې دعوه وكړه او دنوموړي د بيا تر لاسه كولو هڅه يې كوله. دكل نائيك جويي كې پيچهى د سنجيدت دمېرمنې غوسه نوره هم زياته كړه او دښځو له ټولنې يې وغوښتل ، چې پرمادهوري بنديز ولگوي او له سنجيدته لاس واخلي.تر كويلا وروسته راكش روشن په خپلو فلمونو كې د مادهوري پر زلميو رولونو بنديز و لگاوه، مادهوري پر دغه بنديز ددرنښت چوپتيا غوره كړه. پر كال مادهوري په وجود فلك كې راښكاره شوه، خو دغه فلم د تېزاب ريكارډ خوندي نه كړه او سړه بدرگه يې وشوه. په وروستيو كلونو كې مادهوري خپل هنري شهرت نور هم لوړ كړ، او نوره د هندي سينما پر سرخېلو ستورو كې حساب شوه. پېژندگلوي د سينما دغه ښكلې نجلۍ په لمريز كال د هند په ممبيي ښار كې خاپوړې كړې، پنځه فټه او څلور اېنچه ونه لري، وزن يې كيلو گرامو ته رسيږي، بريالى فلم يې تېزاب دى، په هندي هنرمندانو كې يې نرگس او بلراج سهاني او په بهرنيو كې يې اينگرايډ پيرگمن خوښيږي، گنگ،جمنا او شعلې فلمونه ډېر گوري، له مركو او ژورنالستانو بد وړي، ويسټن چرچل او اندرا گاندي يې ايديال شخصيتونه دي. سنديا، جل مين مچهلي، نريترا مين بجلي، پدميني، هيلن، انتقام او نور يې غوره نڅاوې او نڅيز فلمونه دي. استاد مهوش؛ ژوند او هنر د هندي فلمونو لوبگرانې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%86%D8%A7%D8%B1%D9%84%D8%B3%20%DA%86%D8%A7%D9%BE%D9%84%D9%8A%D9%86
چارلس چاپلين
چارلس چاپلين،بريالۍ كوميډي څېره د شلمې پيړۍ په پنځمه لسيزه كې چاپلين په امريكا كې له سياسي بريدونو سره مخامخ شو، هغه اړ شو چې له خپلې كورنۍ سره يو ځای له امريكانه سويس ته كډه وكړي. د برتانيې مشهور او ممتاز فلمي هنرمند چارلس چاپلين د ١٨٨٩ كال د اپريل په ١٦ نيټه په لندن كې وزيږيد، پلار او مور يې سندرغاړي وو ، د پنځه كلنۍ په وخت كې چاپلين د خپلې مور پر ځاي په يو نمايش كې سندرې وويلې او د ننداره چيانو ستاينه يې ترلاسه كړه ، ترهغې وروسته چاپلين په هنري صحنه كې په خپل هنري ژوند پيل وكړ٠ كله چې هغه د كارنون په ننداريز هنري پلاوي كې گډون وكړ د گونگ مرغه په نامه ډرامه كې يې اصلي رول ولوباوه او بری يې وموند . تر١٩٠٠ كال وروسته چاپلين په امريكا كې پرخپلو گرځنده هنري نندارو پيل وكړ او ستر برياليتوبونه يې ترلاسه كړل . په ١٩١٤ كال كې هغه په امريكا كې د لومړي ځل لپاره په فلم كې رول ولوباوه او ورپسي يې په همدې كال په ٣٥ فلمونو كې رول ترسره كړ. تر١٩١٤ كال وروسته چاپلين په فلمي پرده كې خپل ځانگړى صورت خلكو ته وښود ، چاپلين د ١٩١٤ كال نه تر ١٩٦٧ كاله پورې نژدې په ٩٠ فلمونو كې رول لوبولى ٠په فلمونو كې د چاپلين له خوا لوبول شوى رول اساسا د عادي او معمولي خلكو صورت و ، د دغو عادي كسانو ژوند تل له ستونزو سره مخامخ كيده ، خو دوى دغو ستونزو ته خپل سرونه نه وو ټيټ كړي او په ډير جرئت سره يې له راز راز چلنجونو سره مقابله كوله ، هغه په فلمونو كې دكاپيټاليسټي ټولنې د بدو او ناوړو پديدو په مقابل كې تيز طنزاو مسخره وكړه ٠ چاپلين د كوميډۍ يو ستر هنرمند و، هغه په خپلو فلمونو كې د طنز او مسخرې په واسطه د فلم نندارچيانو ته كيسې وويلې،چاپلين په فلمونو كې نه يوازې د كاپيټاليسټي ټولنې د ناوړواو بدو پديدو په هكله له تيز طنزه كارواخيست ،بلكې له انسانانو سره يې خپله مينه هم څرگنده كړه ٠ دبېلگې په ډول؛ په مدرن ټايمز ، لوى ديكتاتور او نورو فلمونو كې يې د خلكو په اړه خپله توده پاملرنه او احساسات وښودل . چاپلين د كوميډۍ لوى استاد او ستر فلمي هنرمند و ، هغه خپل ټول عمر فلمي هنر ته وقف كړی و ، د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو او سيمو كې خلك دده له فلمونو سره مينه لري ، چاپلين په ١٩٧٦ كال كې د چين د شانگهاي ښار ته سفركړی و او د چين د بيجنگ اوپرا د مشهورو هنرمندانو دپه زړه پورې او خوندورو تمثيلونو ننداره يې وكړه . د شلمې پيړۍ په پنځمه لسيزه كې چاپلين په امريكا كې له زياتو سياسي بريدونو سره مخامخ شو، هغه اړ شو چې له خپلې كورنۍ سره يو ځای له امريكانه سويس ته هجرت وكړي. چاپلين په خپل ژوندانه كې څلور ځله واده وكړ او له څلورمې ښځې سره يي دژوندپه اوږديدوسره اته كوچنيان پيداشول.د ١٩٧٧ كال د دسمبر په پنځه ويشتمه نيټه دنړۍ ډير مشهور ،ممتاز كوميډين او فلمي هنر مند چارليس سپنسير چاپلين د ٨٨كالو په عمر له نړۍ او خپلو مينه والو سره د تل لپاره خداى پاماني وكړه .چارلېس چاپلين ومړ، خو څېره يې اوس هم دخلكو په ذهنونو كې ژوندۍ ده او دغه ژونديتوب به تر پېړيو پېړيو دوام ومومي. لوبگران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AD%D8%A8%D9%8A%D8%A8%20%D9%82%D8%A7%D8%AF%D8%B1%D9%8A
حبيب قادري
د حبيب ترټولو غوره هيله دا ده ،چې افغاني موسيقي په يوه داسې بڼه واوړي، چې د نوي توكم لپاره زړه راښكونې او له ورځنيو هنري پرمختياوو سره سياله او همغاړې واوسي. د حبيب قادري نوم له سخت كار، زيار او پرله پسې هڅو سره يوځاى راځي. دغه زيار او پرله پسې هڅو نوموړى د نړيوال شهرت او نړيوالو برياليتوبونو تر پوړيو ورساوه. له تېرو لسو كلونو راسې د حبيب ښكلو، عشقي، تخيلي او صوقيانه سندرو خواره واره افغانان دې ته اړ اېستي، چې د حبيب سندرو او هنر ته خپلې غېږې پرانيزي.هغه په خپل هنري بهير كې ديوه بريمن هنرمند په څېره راڅرگند شو او له استاد مهوش، فيض قادري، ليلا فروهر اېرانۍ، شهره او نورو نوموتو سندرغاړو سره يې پريوه سټېج دهنر او سندرو اظهار وكړ. حبیب قادري ځکه ذلیل شو چې قادر نومیده، په افغانستان کې هغه څوک چې قادر بلل کیږي احمق او حسد بلل کیږي. حبيب د خپل هنر او سندريزو حركاتو له امله دومره مشهور، او پر زړونو ته پرېوت ، چې په كنسرتونو او سندريزو محفلونو كې يې له سندرو او غزلو سره د خلكو په زړونو كې د نڅاوو مينه او ذوق راټوكيږي. حبيب قادري د كمونستي پېر د يوه لوړپوړي چارواكي سلطان عزيز قادري زوى دى. حبيب خپلې لومړنۍ زده كړې د كابل د كارته ْ پروان په شيرينو ښوونځي كې بشپړې كړې،خو كله،چې د ربړو اوځورونو وېره ور ولوېده، په ل كال يې له كورنۍ سره يوځاى هند ته كډه وكړه. هلته نومړي كوښه وكړ، چې له موزيك سره تړلې مينه يې وده وكړي، لومړى يې له لويديز موزيك سره ځان روږدى كړ، وروسته يې بيا دتبلې پر زده كړه پيل وكړ.تبله د قادري د موزيكالو وسايو هغه برخه وه، چې د غږولو پرمهال به يې خوند او لذت ترې اخست.د قادري ددغه زړه راښكون انعكاس د نوموړي په لوړ نغمه ييز اهنگ كې رابرسېره كيږي. كله، چې پر ل كال لاس انجلس ته لاړ ، خپله لومړنۍ هيله يې غوړېدلې وليده او ډېر ژر په كوستاميسا سندريز ښوونځي كې شامل شو، څلور كاله وروسته حبيب له ښوونځي فارغ و او غوگتل يې په نورو څانگو كې هم زده كړه وكړي. پر ل كال يې پرېكړه وكړه، چې له اورنج كوسټ كالج نه د ادارې او مالوماتي سستم په څانگه كې سند تر لاسه كړي.خو پر دې ټولو سربېره حبيب خپل احساسات پردي نه كړل ، بهرميشتي افغانان يې د خپل غږ او سندرو مخاطبان وگڼل او دغه مخاطبان يې تر ډېره بريده له خپلو سندرو او هنري هڅو خبر وساتل. حبيب غوښتل نوى افغان نسل له خپل هيوادني هنر ، دود او كولتور نه خبر وساتي او ددغه هنر او كولتور د خونديتابه لپاره يې وهڅوي، دحبيب قادري دغه هيله تر ډېره بريده بريالۍ وخته ، نوموړي دخپل هنر او موسيقۍ كړۍ پراخه كړه ، موسيقۍ ته يې نوى رنگ وركړ او په دغه رنگ كې يې نوى نسل هم ورسره رنگ كړ. حبيب د لاس انجلس په موزيكل ښوونځي كې د لويديزې موسيقۍ د زده كړې ترڅنگ د افغان هندو موسيقۍ پخواني كلاسيك تړاو هم څاره، خو د نومړي موخه جوته وه او هغه دا، چې غوښتل يې له نړيوال معيار سره د خپلې افغاني موسيقۍ رېښې ونښلوي. وروسته يې د حبيب غږ په نوم د موسيقۍ د يوه مركز بنسټ كښېښود، خو د حبيب ترټولو غوره هيله دا وه ،چې افغاني موسيقي په يوه داسې بڼه كې سره واوډي، چې د نوي توكم لپاره زړه راښكونې او له ورځنيو هنري پرمختياوو سره سياله او همغاړې واوسي. كله، چې حبيب د چادرگلنار په نوم خپل لومړنى البوم خپور كړ، د مينه والو له تاوده هركلي سره مخ شو. دحبيب دوهم البوم تر خپريدا مخكې په شپږو هېوادونو كې پلورل شوى و.ددغه البوم جانومي سندره، خو يې بيخي ژبه په ژبه گرځېده. ساحل د حبيب درېيم البوم و،چې دنوموړي په هنري وده، شهرت او شخصيت كې يې ستر رول ولوباوه. حبيب پر بيلابېلو ستونزو سربېره هنر پرېنښود، حبيب هنر ته ژمن پاتې شو اوكله چې پر ل كال لا په خپل نړيوال هنري سير بوخت و، د گلونو دناوې په نوم ې يو بل سندريز البوم هم خپور شو. حبيب ددغه البوم په اړه يوه نادره خبره وكړه: ددغه البوم د خپراوي پرېكړه مې ځكه وكړه، چې ځينې سندرې جادويي ځانگړنې لري او د سړي په واك كې نه وي، زما په اند دغه ډول سنمدرې بايد ژر ثبت شي. كله، چې حبيب پر ل كال په نيويارك كې كنسرت وركړ، پر خپلو برياليتوبونو نور هم ډاډمن شو، دغه ډاډ حبيب ته دا ځواك وركړ، چې د زرين خوبونه په نوم خپل څلورم البوم هم خپور كړي.تر دې وروسته په كاناډا كې دافغانانو فرهنگي ټولنې حبيب ته د د موسيقۍ د بلبل لقب وركړ. دغه لقب تردې مخكې احمدظاهر ته وركړل شوى و. حبيب په لقبونو بسيا نه شو، خپل هنري فعاليتونه يې جاري وساتل او د مهمان يار په نوم يې د سندرو پنځم البوم هم خپريدو ته چمتو كړ، ددغه البوم د ډېرى سندرو كمپوز پخپله حبيب كړى و. حبيب د خپلو ثبتونو په لړ كې د ملگرو ونډه هم له ياده نه باسي: زه د خپلو ملگرو په اړه ډېر څه نشم ويلاى، خو دومره به ووايم، چې له نږدې نهو كلونو راهيسې زمادهنري چارو مرستندويان دي، ماته وفادار دي. ملگري يې نه يوازې د يوه كوډگر غږ څښتن بولي ، بلكې د سندرو د يوه ښه ليكوال په توگه يې هم پېژني.حبيب وايي: موږ په تجربو كې ستر شوي يو، همدا لامل دى، چې موسيقي مو بدلون مومي، خو ارزونه يې ثابته ده. زمالومړنى البوم له وروستنيو هغو سره توپير لري او زه كوښښ كوم يوازې خپل سبك پر مخ بوځم. حبيب قادري غواړي د صوفي شاعر عشقري په نوم د موسيقۍ ښونځى جوړ كړي او دغه ښوونځى وكولاى شي دافغانستان موسيقۍ ته يوه نوې او ژوندۍ اروا وروبښي. افغان سندرغاړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%88%D8%B3%DB%8C%D9%82%D9%8A
موسیقي
موسیقي د میلوډي، هارموني، ریتم او د غږ د تون د عناصرو له مخې د غږ د تنظیم کولو هنر دی. چې د ټولو انساني ټولنو نړیوال کلتوري اړخ جوړوي. د موسیقي په عمومي تعریف کې د موسیقي عمومي عناصر لکه د غږ زیر او بم والی چې په میلودي او هارموني واک لري ریتم او د هغو اړوند مفاهیم ټیمپو، میټر او بیان ډینامیکس لوړ والی او نرم والی او د غږ او ټیمبر کیفیت چې کله هم ورته د موسیقي د غږ رنګ ویل کېږي شاملېږي. کېدای شي د موسیقي مختلف ډولونه له دغو عناصرو څخه په ځینو ټینګار وکړي یا ټینګار ونکړي او یا یې هم له پامه وغورځوي. موسیقي د سازونو د پراخه ډولونو او د غږونو د تخنیکونو له مخې په موسیقاري او یا هم رپ ډول اجرا کېږي؛ دلته یوازې انسټرومنټل بې شعره پارچې، یوازې غږیزه پارچې لکه هغه سندرې چې ورسره ساز نه وي او هغه پارچې چې سندره او ساز سره ګډوي شتون لري. د میوزیک کلمه له یوناني اخیستل شوې. په ټولیزه بڼه، هغه چارې چې موسیقي د یو هنر او یا هم یوې کلتوري چارې په توګه تشرېح کوي په کې د موسیقاري اثارو سندرو، نغمو، سمفوني او نور جوړېدل، د موسیقي نقد، د موسیقۍ د تاریخچې مطالعه او د موسیقاري ښکلا پېژندنې ارزونه پکې شاملېږي. د پخواني یونان او هند فیلسوفان موسیقي په دوه برخو کې تعریف کوي: میلوډي، د هغو نغمو په توګه چې په افقي ډول برابرېږي او هارموني د هغو نغمو په توګه چې په عمودي ډول برابرېږي. د موسیقي اړوند معمول عبارات لکه د کرو هارموني او دا زما غوږونو ته جوړه موسیقي ده دغه ټکي ته اشاره کوي چې موسیقي فرمایشي ده او اورېدل یې خوندور دي. له دې سره د شلمې پېړۍ کمپوز جوړونکی جان کېج باور لري چې هر غږ کېدلای شي، موسیقي وي، د بېلګې په توګه دلته هېڅ ځورونکی نایز نشته، یوازې غږ دی. د موسیقۍ جوړول، اجرا کول، اهمیت او آن تعریف یې د کلتورونو او ټولنیزو جوړښتونو له مخې توپیرونه لري. په حقیقت کې، د تاریخ په اوږدو کې، د موسیقۍ یو شمېر نوي ډولونه یا فورمونه تر نیوکو لاندې نیولي او هغه یې موسیقي نه ده ګڼلې، لکه په ۱۸۲۵ ز کال د بیټوون کمپوزونه، د ۱۹۰۰ مې لسیزې په پیل کې لومړنی جاز او په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې هارډکور پنک . موسیقي بېلابېل ډولونه لري لکه د ټولې د خوښې وړ موسیقي ، سنتي موسیقي ، هنري موسیقي ، د مذهبي مراسمو لپاره لیکل شوې موسیقي او کاري سندرې لکه چنټيز . په ډېرو کلتورونو کې موسیقي د خلکو د ژوندانه د طریقې مهمه برخه جوړوي، ځکه په مذهبي مراسمو، یو شمېر مراسمو یا جشنونو لکه فراغت او واده، ټولنیزو فعالیتونو لکه ګډا او یو شمېر کلتوري مراسمو کې کلیدي رول لوبوي. وګړي کېدلای شي موسیقي د شوق له مخې وغږوي، لکه یوځوان چې د ځوانانو په آرکستر کې سیلو غږوي او یا هم د مسلکي میوزیک جوړونکي یا سندرغاړي په توګه کار وکړي. د موسیقي په صنعت کې سندرې او موسیقي جوړونکي کسان لکه سندرې لیکونکي او کمپوزران، میوزیک غږونکي چې ارکسترا، جاز ډله او د راک بانډ میوزیک غږونکي، سندرغاړي او غږ جوړونکي په کې شاملېږي، هغه کسان چې موسیقي ثبتوي موسیقي تولیدونکي او د غږ انجینران، هغه کسان چې کنسرت برابروي او هغه کسان چې ثبت شوې پارچې، او موسیقي تر پېرودونکو رسوي شاملېږي. حتی که چېرې یوه سندره اجرا شوې هم وي، د موسیقي په برخه کې منتقدین، د موسیقي ژورنالستان او موزیک پوهان کولای شي هغه و ارزوي او ورباندې نظر ورکړي. هنر او تفرېح موسیقي د ګڼ شمېر موخو لپاره کمپوز او اجرا کېږي، د خوند اخیستو په موخه، مذهبي او یا هم تشریفاتي مراسمو لپاره او یا بازار ته د تفریحي محصول په توګه وړاندې کېږي. هغه مهال چې یوازې د موسیقۍ د کمپوز لیکلې بڼې ته لاسرسی کېده، لکه په کلاسیکه او رمانتیکه دوره کې، د موسیقي مینه والو به د خپلې خوښې وړ موسیقۍ د کمپوز لیکلې بڼه پېرودله څو وکولای شي په خپل کور کې یې له پیانو سره اجرا کړي. کله چې فونوګراف یا ګرامافون جوړ شو، مشهوره سندرې ثبت شوې او د هغو د لیکلو بڼو ځای یې ونیو او د موسیقۍ مینه والو به کولای شول د خپلې خوښې وړ سندرې واوري. په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې د ټیپ ریکارډر او په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې د ډیجټال میوزیک په رامنځته کېدو د موسیقۍ مینه والو کولای شول خپل د خوښې وړ سندرو لیست جوړ او له ځان سره یې په لېږدېدونکي کسټ غږونکي یا غږونکي کې وګرځوي. شوقي یا اماتور موسیقي غږونکي کولای شي د خپل ځان د خوند اخیستو لپاره یوه سندره جوړه او یا اجرا کړي او خپل عاید له بلې لارې برابر کړي. حرفوي موسیقاران یا سندرغاړي بیا کېدای شي د ګڼ شمېر سازمانونو او بنسټونو له خوا په کار وګمارل شي لکه د وسله والو ځواکونو له خوا د مارش ډلو لپاره، د کنسرت ډلو لپاره او یا هم د عامه موزیک په ډلو کې، کلیسا ګانو او کنیسه و، سمفوني ارکسترونو، د فلم جوړونکو کمپنیو او د موسیقۍ د ښوونځیو له خوا وګمارل شي. حرفوي سندرغاړي ځینې وختونه د آزادو او یا هم فصلي موسیقارانو په توګه کار کوي، په بېلابېلو مراسمو او ګڼ شمېر ځایونو کې د قراردادونو په لټه کې وي. همدارنګه د اماتور او حرفوي موسیقارانو ترمنځ هم ګڼ شمېر اړیکې وي. اماتور موسیقاران په پیل کې له حرفوي موسیقارانو زده کړه کوي. په ټولنیزو جوړښتونو کې مخکښ اماتور موسیقاران له حرفوي هغو سره په یو شمېر مراسمو لکه سیمه ییزو کنسرتونو او سیمه ییزو ارکسترونو کې ونډه اخلي. په موسیقۍ درملنه په موسیقۍ درملنه په ځان دننه بهیر دی چې یو ماهر روغتیا پال موسیقي د هغه له ټولو اړخونو فزیکي، احساسي، رواني، اجتماعي، ښکلا پېژندنې او معنوي سره د خپل پېرودونکي د روغتیا د ښه کولو په موخه کاروي. په ځینو مواردو کې، د پېرودونکي اړتیاوې په مستقیمه توګه د موسیقي له لوري پوره کېږي؛ په ځینو مواردو کې د هغو اړیکو له مخې چې د پېرودونکي اوروغتیا پال ترمنځ جوړوي، هغو ته رسېدنه کېږي. په موسیقۍ درملنه د هر عمر لرونکو کسانو لپاره د ګڼ شمېر شرایطو لکه : اروایي ستونزو، طبي ستونزو، فزیکي ناتوانۍ، حسي اختلالاتو، د ودې کولو د نه وړتیاو، د نشه یي توکو د کارولو اړوند ستونزو، ارتباطي اختلالاتو، شخصیتي ستونزو او د عمر د زیاتوالي له امله رامنځته شوو ستونزو په حالت کې کارول کېږي. همدارنګه کېدای شي د زده کړو په برخه کې د ودې، د نفس د عزت د رامنځته کولو، تشویش د له منځه وړو له بدني سپورت څخه د ملاتړ او روغتیا ته اړوندو ډېرو فعالیتونو د آسانه کولو په موخه وکارول شي. په موسیقۍ روغتیا پالان کېدای شي خپل پېرودونکي سندرو ویلو، موزیک غږولو، سندرې جوړولو او د موسیقۍ نورو اړوندو کارونو ته وهڅوي. په موسیقۍ درملنې ته یو له لومړنیو اشارو د الفارابي نږدې ۸۷۲- ۹۵۰ د عقل د معاني په رساله کې شوې، چې په ارواه د موسیقي درملیزې اغېزې تشرېح کوي. موسیقي له ډېر مهاله له احساساتو سره د وګړو د جوړ راتلو په موخه کارول کېدله. په اوولسمه پېړۍ کې عالم رابرت بورټن په خپل کتاب چې د ډېفرېشن د اناتومي په معنی دی استدلال کوي چې موسیقي او ګډا د رواني ناروغیو په ځانګړې توګه د ډېفرېشن په درملنه کې مهمه ونډه لري. هغه زیاته کړې چې موسیقي فوق العاده قدرت لري ...چې نورې ناروغۍ هم له منځه یوسي او هغه یې د ناهیلیتوب او ډېفرېشن پر وړاندې ځانګړې درملنه بللې. هغه په لرغونې زمانه کې، کانوس، کمانچه غږونکي ته اشاره کوي، چې هغه موسیقي وکاروله څو مالیخولیایي یا تر ډېفریشن لاندې سړی یې خوشاله ... مین یې نور پسې مین، او مذهبي سړی یې لا پسې عابد کړ. په عثماني امپراتورۍ کې هم، رواني ناروغۍ په موسیقۍ درملنه کېدلې. د ۲۰۰۶ ز کال په نومبر میاشت کې ډاکټر مایکل جی کروفورډ . . او د هغه همکارانو وموندله چې په موسیقي درملنه د شیزوفرني له ناروغانو سره مرسته کوي. سرچینې غږ هڅوب
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%86%DA%89%D9%87%20%DA%A9%D9%8A%D8%B3%D9%87
لنډه کيسه
لنډه کیسه په انگرېزي: يو نوی ادبي نثري ځېل دی، چې د پېژند آر نښه يې لنډوالی دی. د کيسې دغه لنډوالی کېدای شي چې يوازې ليکوال هغه وخت لاسته راوړي چې د کيسې منځپانگه سره داسې ونيښسېزي چې يوازې اړينې برخې يې وليکي. ډېر پوهان بیا په دې اند دي چې لنډه کیسه له آره له هغو نکلونو څخه راپيلېږي چې په تېرو وختونو کې به د خلکو په منح په شفاهي ډول یو بل ته کيدلې، په ځانگړي ډول ماشومانو ته. لنډه کیسه یو داسې فن دی چې ځان ته ښکلایز اصول او فني غوښتنې لري لکه کوټلی تاثیر، رمزیت سمبولیکوالی او د موادو فنکارانه اوډنه، هره کیسه باید تلوسه، پیل ، منځ او پای سره د یوې انتباهي او هیجاني پایلې وي. کیسه باید له پیل څخه منطقي وي پلاټ او بیان یې منطقي ، کافي منسجم او له ولولو ډک وي. د کیسې پلاټ جوړښت د احساساتو، فطري درک او ایډیاوو څخه جوړېږي . د لنډې کيسې ليکلې بڼه د ډېرو پوهانو په اند د لمړي ځل لپاره په انگریزي ادبیاتو کې پیدا شوه چې د امریکا ځینې لیکوالان لکه . د يادونې وړ دي. په افغانستان کې نکلونه چې د لنډې کیسې سره ډېر اړخ لگوي، له پخوا زمانو څخه دود دي. په اوسني وخت کې ډېر لیکوالان هڅه کوي چې لنډې کیسي ولیکي. افغان لیکوالان په دې ډگر کې بریاوې هم لري. په اوسنیو لیکوالو کې ایمل پسرلی، عبدالوکيل سوله مل شينواری، اکبر بری، محمود نظري، محمد صديق پسرلی، زرین انځور، غوث خیبري، سعدالدین شپون، اجمل اټک او ډېر داسې نور نومولی شو. سرچينې دا هم وگورئ د پښتو لنډو کيسو تاريخ نابللي مېلمانه باندنۍ تړنې . . . . . . . . . پښتو ادبیات
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%DA%AB%D8%B1%20%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA
لوګر ولایت
لوگر د افغانستان د ولایتونو له ډلې څخه یو دی. چې د لوگر ویي د پښتو ژبې د دوو ویننو تړنگ دی : لوی او غر، چې په ختیځ زون کې پرته سیمه ده، چې د کابل په سویل ختیځ کې پروت دی. آرپوهنه دلوگر دکلیمې په اړه دوه ډوله څېړنې تر سره شوي.لومړۍ ایتمولوجیکه او دویمه فولک ایتمولوجیکه څېړنه.ایتمولوجي په ژبپوهنه کې دیوې کلیمې یا ویي د ریښې پلټنې ته وايي.او فولک ایتکولوجي بیا په ژبپوهنه کې د یوې کلیمې ولسي یا عامیانه ریښې پلټنې میتود ته وايي.۱ په لومړۍ څېړنه کې د لوگر ویی له دوو مورفیمونو لو او گر څخه رغیدلی دی، چې لو دلوی او ستر په مانا اوگر د غر یا غره په مانا دی.په روسي کې غره ته گړه ویله کیږي او په ټولو سلاوي ژبو کې دگر،گره،گري ریښه شته ده.دغه کلیمه په سانسگریټ کې دگیري په اوستا کې اورمړي کې د په جوله او بڼه استعمالیده، چې دپښتو په ژبه کې دغرپه شکل لاژوندۍ پاتې ده.۲په اردو ژبه کې اوس هم د گهرویی شته،چې کور ته ویل کیږي. زما په آند داگهر د همدغه گراوغر زړه بڼه ده.ځکه پخوانیو آریایانو له بیلابیلو سیلاوونو او نوروطبیعي آفاتو څخه د ژغورنې په موخه ډیر په غرونو کې میشته کیدل. دا غرونه ددوی لپاره له بیدیا او اوارې څخه ښه په امن استوگنځي وو.نو ځکه په اردو ژبه کې کور ته گهر ویل کیږي، چې هماغه دپخواني غر چې د استوگنځي په مفهوم کاریده.اوس هم کاریږي. دگرد کلیمې په اړه لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي وایي چې:په سانسگریټ کې غرته گیري ویل کېږي او په لرغوني اریایي کې دغې کلیمې ته د توماسچک په وینا گرویل کېده. اروپایي څېړونکو چې دبابلي کتیبو په اړه کومې څېړنې کړي،نو په هغو کې دگرکلیمه دغره لپاره کارول شوې ده.۳ داچې لوگر ته ولې لوی غر ویل شوی،علت یې دادی چې په دې سیمه کې لوړ او دنگ دنگ غرونه ډیر زیات دي، چې لړلۍ یې دپکتیا،پکتیکا او دېره جاتو غرونو ته رسېږي.پاتې شوه داخبره،چې لوی غر څنگه په لوگر اوښتی، داژبني اومهالني ابدال يا اوښتنې دي،چې دوخت په تېریدو سره ژبني تړنگونه تحول مومي او کلیمې خپلې بڼې بدلوي.په آریایي ژپو کې داډول بیلگې زیاتې دي.لکه په پښتو کې هر هغه کلیمه چې له دوو خپلواکو مورفیمونوڅخه تړښت موندلی وي، نو د لومړي مورفیم خپلواکه وروستۍ څپه غورځیږي،چې دې عملیې ته په تشریحي ژبپوهنه کې غورځیدن ياوايي.دساري په توگه مونږ وایومرسته دا یو مورفیم دی، کله چې ورڅخه نوم جوړوه،لکه مرستندوینو وروستۍه واوله څپه ترې لویږي. همداډول په پوهنه کې چې په پوهنځي کې د پوهنهوروستۍ هغورځیږي. په دې ډول دې ته ورته نورې بیلگې. په ځینو کتابونو کې لوگر ته لهوگر هم کارول شوی دی خو دا کارونه ایتمولوجیک شالید نه لري. دلوگر دریم نوم لوکرنا دی. دیونان وتلي او نامتو جغرافیه لیکونکي بطلیموس دکابل څېرمه سیمې د ارگرداارغنده لوکرنالوگراو بگرداوردگپه نومونو یاد کړي دي.۴له دغو سیمو څخه یوه یې لوکرنا یا اوسنی لوگر دی، چې د پلازمېنې کابل سویل ختیځ ته څېرمه پروت دی.دویمه څیړنه د لوگر دکلیمې په اړه فولک ایتمولوجیکه څېړنه ده.ځېنې خلک وايي چې لوگر دلوگریانې هغه کسان چې لو کوي په مانا دی.داپرځای خبره ده،چې ددغه سیمې خلک خپل معیشت د کرنې له لارې سمبالوي او په دغه سیمه کې غنم هم زیات کرل کېږي، خو دا تسمیه له دې خبرې سره هېڅ اړخ نه لگوي.تر کومه ځایه چې زما تجربه ده، نو په لوگر کې دغنمو دلو کولو په وخت کې د لو لپاره له ختیځو ولایتونو څخه کسان راځي او لو کوي، چې په بدل کې یې غنم تر لاسه کوي. ان داچې ددوی دښه لو له کبله ځینې مشرقیوالې کورنۍ په لوگر کې میشته شوي او نورې بزگري چارې پرمخ بیايي. په خپله لوگریان لو او تریشر نه کوي، نو دپورتنیو دلایلو پر بنسټ دغه ایتمولوجي چې د خلکو په ذهنونو کې ېې ځای نیولی ناسمه او ستره تېروتنه ده. لوگر په خاک پاکپاکې خاورې هم مشهور دی. ددې نوم پس منظر داسې دی، چې حضرت عثمان رض ۲۵-۳۵ه افغانستان ته راننوته، نو پر هغه مهال دده جنگي قومندان عبدالرحمان بن سمره دغزني له لارې لوگر ته راغی.هغه وخت په لوگر کې بودايي دین دود واو لوگریان د نوموړي دین لارویان وو. عبدالرحمان بن سمره ددې سیمې ټول وگړي د اسلام پر سپیڅلي دین مشرف کړل او وروسته بیا دحضرت عثمان رض لخوا دیوه لیک په ترڅ لوگر ته د پاکې خاورې يا خاک پاک ستاینوم ورکړل شو. ځمكپوهنه لوگر دپلازمېنې کابل سویل ختیځ لور ته پرته سیمه ده، چې دجنوب ختیځ دروازه هم بلل کیږي.دغه سیمه تر کال ۱۳۴۳پورې دکابل ولایت ادارې پورې اړونده وه، خو وروسته له ۱۳۴۳هڅخه دیوه جلا ولایت په توگه رامنځ ته شو.۵ لوگر د اداري جوړښت پربنسټ له شبږو ولسوالیو او ۶۵۷کلیو څخه رغیدلی دی.۶ولسوالۍ ېې په لاندې ډول دي. محمد آغه څرخ خروار برکي برک خوښۍ ازره مساحت ېې ۴۵۶۸۰۰کیلو متر مربع دی او نفوس ېې ۳۳۹۷۰۰کسان دي. د ډیورنډ له کرغېړنې کرښې څخه ۴۷۵کیلو متره واټن لري.دلوگر ولایت مرکز پل علم نومیږي. دا ولایت دمرکز په زون پورې اړوند دی.خو په غیر رسمي او قومي لحاظ دلوېې پکتیا له ولایتونو څخه گڼل کیږي، چې له کابل، ننگرهار، پکتیا ، غزني او وردگو سره لارې او پولې لري. په لوگر کې د ایتنیکي جوړښت له پلوه پښتانه، تاجک او هزاره میشته دي.په پښتنو کې لاندیني قومونه ورکې استوگن دي:ستانیکزي،الکوزي،سهاک،شامه خیل،ناصر،احمدزي،مسعود،وزیر،متاڼي او ځینې نور. ددې سیمې اوسیدونکي دافغانستان د لرغوني آریایانو له توکم څخه دي.په لوگر کې داسې سیمې او مینې شته چې تر اسلام دمخه دکوشانیانو،بودایانو دتمدن ښکارندويي کوي.په دغه سیمه کې سیمه ییزه لوگرۍ موسیقي ډیره وده کړې، که چیرې دسیمه ییزې موسیقۍ دسبک په اړه څېړنه وشي،نوشونې ده،چې دافغانستان په سیمه ییزه موسیقۍ کې به دځانگړي سبک په برخه کې لومړی دریځ وگتي. په ټولیزه توگه باید وویل شي،چې لوگر تر اسلام دمخه دلرغونوکوشانیانو۱۶۵زاوبودایانو۲۶۰زدپیړیو پیړیو مدنیتونو سیمه اومینه اوسیدلې ده.تر اسلام راوروسته۲۵ هجري کال را په دیخوادسترو اسلامي سوبمنانو کوربه سیمه اوسیدلې ده.چې ښه بیلگه ېې داسلامي تاریخ سترمفسر مولانا یعقوب چرخي یادولی شو.همداډول ددې سیمې ولس دتاریخ په اوږدو کې دیرغلگرو پر وړاندې په تیره توره جهاد اومبارزه کړې ده.میړنی مبارز نایب امین الله خان لوگری او دده پلار غلام حیدرخان چرخي هغه څوک و،چې دامیر عبدالرحمان خان په وخت کې ېې کافرستان نورستان کړ اوهغه خلک ېې داسلام په سپیڅلي دین مشرف کړل.همداډول ډاکټرمحمد ولي ناصري اوځیني نور توریالي اومیړني څټې یاولی شو،چې دتاریخ په زړه کې تل ژوندۍ خاطرې دي. وګړې پښتانه د لوگر ولایت اکثریت جوړوي او نور لږکیان قومونه يې تاجکان او هزاره دي. ولسوالۍ او نورې سیمې سجاوند دغه سیمه دکابل گردیز او غزني په منځ او د لوگر په برکي برک ولسوالۍ کې پرته ده.سجاوند دپیړیو پیړیو لپاره لرغونی کولتوري او دتمدن مرکز و.په تاریخي متونو کې هم دغه سیمه کې دیوه ډیر ارزښمن کولتوري مرکز په توگه یاد شوی دی.سجاوند دلوگر هغه لرغونې سیمه ده،چې له غزني سره اداري پوله لري. دسجاوند دسیمې یادونه لرغوني یوناني مشهور جغرافیپوه بطلیموس کړې، چې دلوگر دپیژندلو په اړه ېې په خپلو لیکنو کې ثبت او ظبط کړي دي.۱۳ تربطلیموس راوروسته چینايي زیارت کونکي هونتسنگپه لرغونې افغانستان کې ېې دگرځیدو تاریخ شپږمه میلادي پیړۍ ښودل شوې ده. په اثارو کې دسجاوند سیمه راپیژندل شوې ده.۱۴ دنوموړي په قول پهتسوکوتاکې دغزني او اوسني لوگر شاوخواسیمې دشونا په نامه یو ستر معبدلمونځ ځای جوړشوی،چې په زرگونه کسان ېې عبادت کوي. دمورخینو په نظر دشونا معبد له اره برهمني او لمر نمانځنې ځای و.۱۵په دې ډول سجاوند دلوگر اړنده سیمه ده،چې تاریخي جرړې ېې زرگونه کالونه وړاندې زمانو ته رسیږي .په دغه لرغونې سیمه کې دتخت جمشید په نامه یوه بله تاریخي سیمه شته،چې وروسته به پرې بشپړه رڼا واچوله شي. دعینکو مس داسیمه دلوگر دمحمد اغې لودیځ ته پرته سیمه ده،چې له پلازمینې کابل سره ۲۰کیلومتره واټن لري.ددغې سیمې له نوم څخه ښکاري چې دمسو دمعدنونو درلودونکې بډایه سیمه ده.دکورنیو اوبهرنیو سروې گانو پربنسټ دعینکومس دڅومره والي له مخې دهیواد په کچه دمسو ستر کان دی او دڅرنگوالي له مخې هم په سیمه کې سیال نه لري.برسیره پردې دعینکومس یوه زرخیزه سیمه ده.بلکې یوه تاریخي اوکولتوري مینه تیره شوې ده.چې دتاریخ په اوږدو کې او په تیره بیا د درې لیسیزو جنگ جگړو پرمهال په ناقانونه توگه ځینې کیندنې ورکې شوي.چې په پایله کې ېې له سپینو زرو،گچو او ډبرو څخه جوړې شوې مجسمې رواتي دي،چې شمیر ېې شاوخوا ۱۵مجسمې دي.دا هغه مجسمې دي،چې دقاچاق وړونکو له منگولو څخه ترلاسه شوي دي. دا نو څرگنده نه ده ،چې په دې سیمه کې څومره نور تاریخي اولرغوني توکي شته دي او څومره په ناقانون توگه راایستل شوي دي.خو یوه خبره دپام وړ ده ،چې دغو ناقانونه کیندنو او غلاوو ددغې سیمې لرغونتیا په زبات ورسوله.همدا لامل شو،چې دحکومتي چارواکو پام ورواوښته او دم گړۍ داطلاعاتو او کولتور وزارت دلرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې ۰۱۲امنیتي قطعه هلته میشته ده.دلوگر دعینکومس داوسني وضیعت په اړه به وروسته وغږیږم. مغل خیل دغه سیمه د لوگر دمحمد اغې لودیځ لورته پرته سیمه ده.څنگه چې له نوم څخه ېې ښکاري داسیمه په ۱۳مه میلادي پیړۍ کې کله چې دچینگیز لښکرو دافغانستان پر لور لښکر کښي کړې وه، نو په هغه مهال ددغو لښکرو ځینې کورنۍ په همدغه سیمه کې دلنډ وخت لپاره میشته شوي وو،چې وروسته بیا بیرته ستانه شول.خو داسیمه بیا همدغو مغلو کډوالو ته منسوبه شوه.داڅرگنده نه ده، چې دغه مغلي کورنۍ به چیرته تللي وي.خو په دې سیمه کې دمغلي کورنیو دتل پاتې کیدو امکان ځکه نشته چې دامهال په دغه سیمه کې اصیل اریایان پښتانه قومونه اوسیږي ،چې ډیر ېې ستانیکزي دي او شاوخوا ۲۰۰۰۰نفوس جوړوي. زرغون ښار زرغون ښار دلوگر یو له لرغونو سیمو څخه ده، چې تر دې مهاله ېې په اړه بشپړعلمي مالومات په لاس کې نه شته.خو تر کال ۱۹۲۹ز پورې ددغې سیمې نوم سبزاباد و،چې وروسته بیا د وزیر محمدگل خان مومند په حکم په زرغون ښار بدل شو.تر دې مهاله په همدغه نوم یادیږي.داسیمه دمحمد اغې په لودیځ کې پرته سیمه ده،چې پاړسي ژبي ېې زرغون شهربولي. په زرغون ښار کې دهیوادپه کچه یو ډیر مشهور زیارت دی،چې دخواجه صدر اولیا زیارت په نامه یادیږي.ددغه روحاني شخصیت قبر ته د هیواد له ډیرو برخو څخه خلک د دم او دعا لپاره ځي راځي.دولسي خلکو په وینا:خواجه صدراولیا له نن څخه شپږ پیړۍ وړاندې په همدغه سیمه کې دخدای دیوه دوست په توگه تیر شوی دی.وايي:یوه ورځ خواجه صدراولیا په لمانځه ولاړ و،چې مور ېې ترې اوبه وغوښتې ،خو ترڅوچې هغه لمونځ خلاصوه،نو مور ېې بیرته ویده شوې وه.کله چې نوموړي سلام وگرځاوه،نو سمدلاسه ېې جام له اوبو ډک کړ او دمور کټ ته ودرید،خو هغه ېې له خوبه ویښه نه کړه.مور ېې هماغسې ویده وه.پس له څو گینټو انتظار وروسته مور ېې له خوبه پاڅیده ،دده له لاس څخه ېې داوبو یخ جام واخیست،خو له جام سره دخواجه صدراولیا دورغوي غوښه هم پرې شوه.ځکه چې اوبه هم یخې وې او موسم هم سوړ ژمی و.مور ېې ددې پیښې په لیدو ډیره خواشینې شوه، دخپل زوی د مینې ادب او درناوي په چلند ډیره و ویاړیده او ډیره خوښه شوه او دعا ېې ورته وکړه،چې اې خدایه ته زما زوی د والیانوسر کړې .خلک واېې له دې پیښې وروسته ده ته دخواجه صدراولیا نوم و رکړل شو،چې له همدې شیبې وروسته له ده بیلابیل کرامتونه څرگندیدل.ځکه خو ېې زیارت ډیرمشهور دی.زرغون ښار ته دهمدغه زیارت لپاره خلک ډیر ځي راځي.دده زیارت په لرگیو نقاشي شویو ستنو دریدلی او ښکلی شوی دی.له دغو نقاشی شویو لرگیو څخه ښکاري چې دا زیارت ډیر پخوانی دی.همدا ډول خلک وایی چې له نن څخه شاوخوا ۳۰کاله پخوا په دغه زیارت کې یوه توره ډبره وه،چې یو متر سور او نیم متر ېې پلنوالی و.دې ډبرې په ډیروجگړو کې دغلگرو پر وړاندې دنورو غازیانو په ډله کې جهاد کاوه.همداراز دې ډبرې هغه پخواني افتونه له منځه وړل ،چې خلکو ته به دزیان لامل گرځیده. ددې تیږي دمبارزو څرگندنې نښې دا وې،چې دشپې له خوا به غیب وه. سهار وختي مخکې له اذانه په وینو ککړه په خپل ځای کې ایښې وه.یانې هرو مرو به ېې کومه بلا یا افت له منځه وړی و.خوله بده مرغه په تیرو درې لسیزو جگړو کې دا په زړه پورې عجیبه او غریبه ډبره یو په یو غیب اوتري تم شوه. د جمشید تخت دا لرغونې او تاریخي سیمه دبرکي برک ولسوالۍ په سجاوند کې پرته ده.لکه څنگه چې دنوم له قرایینو څخه یې ښکاري،نو لرغونتیا ېې د آریایانو دریم ستر افسانوي پاچا جمشید زمانو ته رسیږي،چې ۲۵۰۰قبل المیلاد ېې تاریخي جرړې غزیږي.له تخت جمشید سیمې څخه دسروزرو اوسپینو زرو دوه مجسمې نارینه اوښځینه ترلاسه شوي دي،چې بیا دطالبانو دواکمنۍ پرمهال له دغې سیمې څخه قاچاق شوي دي. دا نو څرگنده نه ده، چې دا دوه سترې تاریخي مجسمې په کوم بهرني موزیم کې دنندارې لپاره ایښودل شوي وي.همدا ډول له تخت جمشید څخه داسې ډبرینې لیکنې لاس ته راغلي،چې ددې سیمې دپیړیو پیړیو لرغونتوب په زبات رسوي. شاهي کلا دا کلا او دا سیمه اوس دیوه واړه کلي حیثیت لري او په سلگونه کورنۍ ورکې میشته دي.دا کلا دلوگر دمحمد آغې لودیځ لور ته پرته ده.دا سیمه هم یوه لرغونې او تاریخي سیمه ده، چې ستانیکزي او پوپل زي په کې میشت دي.دنوموړې سیمې په اړه لیکني مالومات په لاس کې نه شته.خو له تاریخي شالید څخه ېې ښکاري،چې کله له محمد اغې سیمې څخه دبیلا بیلو پاچایانو اوپه ځانگړي توگه دغزنوي پاچاهانو لړلۍ۳۵۱-۵۸۳ه قافلې او کاروانونه تیردل ،نو ددغو کاروانونو لوړپوړي چارواکي اوشاهان په همدغه سیمه کې دشپې یا دورځې لخوا تم کیدل.ځکه چې دغه سیمه ددوی لپاره دښکار او امن ځای بلل کیده.ددې کلا کوم څرک نه تر سترگو کیږي ،خو داسیمه دشاهي کلا په نامه اوس هم یادیږي او دیوه غټ کلي نوم دی.خو دې کلا ته لږڅیرمه دپړاو په نامه یوه لرغونې کلا اوس هم شته چې په اټکل سره دا به هماغه شاهي کلا وي او ددې کلي اړوندې سیمې هغه مهال دهمدغې کلا په نامه یادیدې یا به ددې کلا په مربوطاتو کې شاملې وې. سلطان صیب غر که څه هم دغه سیمه کوم تاریخي ارزښت نه لري،خو له افسانوي ارزښت څخه ډیره برخمنه ده.نو ځکه په دغه لیکنه کې ېې یادونه اړینه بولم.سلطان بابا دلوی خدای ج دوست او ولی الله و.په زړه ډیر نرم او لورین و.هیچاته په سزا ورکولو خوښ نه و. نوموړی دلوگر افسانوي اواسطوریزو کیسو مذهبي زورواکی او ولي الله تیر شوی دی. سلطان صیب په مټو ډیر غښتلی سړی و.خلک داسې وايي چې:کله سلطان صیب پر دې پوه شو،چې په اخرت کې دمسلمانانو لپاره جنت او دکافرانو لپاره دوزخ جوړ شوی، نوسلطان صیب د دوزخ په جوړیدو سخت خواشینی شو.په همدې فکرونو کې و،چې دمحمد اغې سرخاو کلي ته څیرمه غره ته وخوت او په همدغه غره کې ېې د دوزخونو د ورانولو تکل وکړ،چې دوزخونه له منځه یوسي.سلطان صیب وروسته له دې پریکړې په همدغه غره کې تر ننه پورې غیب اوتري تم شو.دغه غر چې دسلطان صیب غره په نامه یادیږي په سرخاو کلي کې پروت دی،له دغه غره څخه لږ وړاندې دلته بند لاره ده. داغر تل په واورو پټ او گنگل وي او داوسیدو څه امکانات په کې نه لیدل کیږي. ولسي وگړو گروه دا ده،چې خدای ج دخپل ددغه دوست له دې پریگړې څخه ناخوښه شو او نوموړی ېې په همدغه غره کې په کچه گوته په زنځیرونو وتاړه.خلک وايي ،چې کله سلطان صیب چې په غره کې په زنځیرونو تړلی دی،له زنځیرونو خلاص شي، نو ټول دوزخونه به له منځه یوسي او ړنگ به ېې کړي.په دې اړه په لوگریانو کې ځانگړې سندره هم ویله شوې ده. سلطان گړندی پیر ده تړلی په زنځیر ده که خلاص سو دی به وران کړي دوزخونه جوړ به کړي جنتونه وايي،چې یوه ورځ یوه کوچۍ شپنه د خپل سیرلي په لټه پسې ددغه غره یوه سوري ته ننوته، هلته ېې سلطان صیب ولید،چې په زنځیرونو تړلی و او اوږده ږیره ېې وه. سلطان صیب دې پیغلې ته د ډالۍ په توگه یوه سره مڼه ورکړه،چې دده حال به چاته نه وايي. شپنې هم ورسره ژمنه وکړه،چې دسلطان صیب حال به چاته نه وايي.خو کله چې کوچۍ کلي ته ستنه شوه او خلکو ېې په لاس کې په سوړ ژمي کې سره او تازه مڼه ولیده پرې شکمن شول او ورڅخه ېې دحال پوښتنه وکړه. کوچۍ مجبوره شوه چې خپل دسترگو لیدلی حال یوپه یو دوی ته نقل کړي. کوچۍ شپنې دسلطان صیب ټوله کیسه کلیوالو ته بیان کړه او وروسته له دې بیانه کوچۍ شپنه گونگۍ او لیونۍ شوه. له دې اسطورې څخه مونږ دوه اخیستنې تر لاسه کولی شو. یوه دا چې دا کیسه مذهبي او گروهی اړخ لري او کټ مټ ېې اسطوره بللی شو.مسلمانان په دې عقیده دي چې، دقیامت له علامو څخه یوه داده چې مهدي ع به راځي او له کفارو سره به جنگ جگړې کوي. همدا ډول مسلمانان پر دې گروهمند دي،چې په اخره زمانه کې عیسی عله اسمانه راکوزیږي، دڅلویښتو کالو لپاره به یوه عادله واکمني کوي، ظلمونه به ختم کړي ، ظالمانو ته به سزا ورکړي او مظلومان به په خپل حق ورسوي. په همدې شان اهل تشیع وال معتقد دي،چې امام حسین او امام حسن داخرې زمانې د رارسیدو او د یوه اسلامي واکمنۍ لپاره په یوه غره کې چمتوالی نیسي. خو داڅرگنده نه ده،چې دا غر به کوم غر وي. اهل تشیع وال په دې گروهمن دي،چې کله ځمکه لږ څه ولړزیږي،نو دوی ورته گذر وايي او دا مانا ترې اخلي،چې گواکې د گذر پر مهال د ځمکې په تل کې د امام حسین او امام حسن داسپونو کاروانونه او قافلې روانې وي.نو ځکه ځمکه لړزیږي. دسلطان صیب کیسه کټ مټ دغو کیسو ته ورته ده. دنوموړي په کیسه کې دویمه اخیستنه دا ده،چې دده موخه د دوزخونو له ورانولو څخه زما په آند داده،چې ده ظلمونه او ناخوالې په نړۍ کې له منځه وړل.کله چې د ځمکې له مخ نه عدالت او نیاو ورک شي، زورزیاتی وده وکړي، نو همدا رنگینه نړۍ خلکو ته سوراور او دوزخ گرځي او دوزخ ته ورته څیز ترې جوړیږي.نو ځکه دده د دوزخونو له منځه وړل همدا د ناخوالو له منځه وړل دي. او جنتونه جوړول دا مانا لري،چې گوندې دی به یو داسې ښکلې او عادله نړۍ رامنځ ته کړي،چې دجنت په څیر وي.هلته به هیڅ ډول تاوتریخوالی ،زور زیاتی او ظلمونه نه وي.حق به حقدار ته رسیږي.دجنت په څیر ښکلې خوشاله او رنگینه نړۍ به رامنځ ته کړي. سقاوې دښته داستره او ارته دښته دکابل او لوگر په منځ کې پرته ده،چې په سلگونه جریبه ځمکه ېې راچاپیره گړې ده.ددې سیمې دنوم ایښودو شالید داسې دی،چې تر دې نوم وړاندې ددې سیمې نوم سې گاوه و. سې گاوهپه سقاوه واوښته. دسې گاوه نظر هم سم او پرځای ځکه چې د افغانستان په سویل لودیځ کې اوس هم د ششگاو په نامه شته ده.او دا نوم ایښوده ځکه شوې چې پخوا په ځمکې دغوایانو په حساب گز کیدې چې وروسته وورسته په میټریک سیسټم واوښتې، نو ددې سیمې تاریخي پس منظر په دې ډول تیر شوی دی. برکي راجان داسیمه هم یوه لرغونې سیمه ده.تاریخ ېې لرغونو بودایانو۲۶۵ز ته رسیږي.او هغه ځکه چې دبرکي واکمن پر هغه مهال هندي راجا و.وروسته بیا برکي په برکي راجا یا راجان ونومول شو.په دې توگه په لوگر کې دهندي واکمنانودواکمنۍ لړلۍ۲۶۵زکالونو ته رسیږي.هغه مهال ددې سیمې اسیدونکي لا داسلام پر سپیڅلي دین نه وو مشرف شوي. دغو وگړو دبودايي مذهب پیروي کوله. گمران داسیمه دلوگر دمحمداغې لودیځ لور سپیدسنگ سیمې ته څېرمه پرته ده.دگمران دنوم دایښودو په اړه دوه فولک ایتمولوجیک نظریات شته دي.یو لړ خلک وایي چې: دغه نوم په اصل کې دگماو راهان زړه بڼه ده.چې دلارې ورکونکي په مانا دی.وروسته دوخت په تیریدو سره دگمراهان ه ترې لویدلې ده او گمران منځ ته راغلی دی.گمران يا گمراهان دمغلو دلښکرو هغه ډله وه،چې په ۱۳ مه میلادي پیړۍ کې دافغانستان په جنوبي سیمو یرغل راوړی و.په دې ترڅ کې څو مغلي لښکرو په همدغه سیمه گمران کې خپله لاره غلطه کړه او بیا همدغلته استوگن شول، چې په پایله کې داسیمه دگمران یا گمراهان په نامه دوی ته منسوبه شوه. دویم نظر دا دی،چې خلک وایي گمران له دوو کلیموگم او ایران څخه رغیدلی دی.تاریخي شالید ېې داسې دی،چې کله دایران صفوي شاه۱۶-۱۸ز پیړۍ په کال ۱۵۰۲زکې دافغانستان ځینې سیمې ونیولې. په دې سیموکې لوگر هم شامل و، ایراني صفوي لښکرو په همدغه گمران سیمه کې خپله لار غلطه کړه،چې وروسته داسیمه دوی ته منسوبه شوه.یانې گمران یا گمران هغه ایرانیانو چې خپله لاره ورکه کړې ده.په دغه تاریخي سیمه کې تاجک او پښتانه عبدالرحیم زي میشته دي او د پلازمینې کابل له چهار اسیاب ولسوالۍ سره ۱۲کیلو متره واټن لري. دلرغونو سیمو اوسنی وضعیت دلوگر ټولې لرغونې سیمې دیوې لسیزې په ترڅ کې ډیرې ځپل شوي، غصب شوي او په ډیرو برخو کې ېې په خپل سري توگه کیندنې ترسره شوي دي،چې دلته ېې څو بیلگو ته کتنه کوو. د لوگر سجاوند له تخت جمشید سیمې څخه دوه دسروزرو مجسموچې یوه ېې نارینه اوبله ېې ښځینه وه، کیندل شوي او بیا دطالبانو د واکمنۍ پر مهال ۱۹۹۵ ۲۰۰۱ دگریز له لارې پاگستان ته قاچاق شوي دي.تر دې مهاله ددغو سترو دوو لرغونو توکو برخلیک نه دی څرگند.۲۴ همدا ډول د لوگر له عینکو مس څخه ۱۵مجسمې،چې له سرو،سپینو زرو او گچو څخه جوړې شوې وې.په ناقانونه توگه کیندل شوي، خو له نیکه مرغه،چې دا مجسمې په گردیز کې دامنیتي ارگانونو لخوا دقاچاق وړونکو له منگولو څخه ونیول شوې او بیا دلوگر اطلاعاتو او کولتور ریاست ته وسپارل شوې ،خو له بده مرغه ددې لپاره چې په دغه ولایت کې دلررغونو اثارو دساتنې لپاره کوم ځای شته نه و،نو دا۱۵کولتوري شتمنۍ ملي موزیم ته ورانتقال شوې.۲۵ د خروار په کافر کوت سیمه کې دطالبانو له وخته راهیسې کیندنې شوي او کیږي.ویل کیږي،چې په دغه سیمه کې دیوه زاړه ښارگوټي نښې نښانې لیدل شوي،چې پرکال ۱۳۸۳کې دافغانستان دهغه وخت دکورنیو چارو وزیر تاج محمد وردگ او داطلاعاتو او کولتور وزیر سیدمخدوم رهین هم له دغه لرغوني ښارگوټي څخه لیدنه وکړه.په پایله کې ددغه ښارگوټي د ډیرو سرویگانو ژمنې ېې ورکړې.خو په عمل کې ددې سیمې لپاره هیڅ کار تر سره نه شو.ددغه ښار نښې شاوخوا۲۰متره ساحه راچاپیروي.اوس ددې سیمې په شاوخوا کې ولسي خلکو کورونه ودان کړي دي.همداراز ډیره برخه ېې د خلکو له خوا غصب شوې هم ده.دلوگر داطلاعاتو او کولتور دریس په وینا:په کافر کوټ کې دگردیز یو تن اوسیدونکی حاجي عبدالوهاب وخت پروخت کیندنې کوي.۲۶ دخوښۍ ځای دی،چې دامهال د لوگر په عینکو مس کې دلرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې ۰۱۲ ځانگړې قطعه ځای پرځای شوې ده.داڅرگنده نه ده،چې دوی به وکولی شي،دا سیمه ټوله تر ولکې لاندې راولي.ځکه هلته اوس دیوه چینایي شرکت لخوا دمسو کان د استخراج دلومړني پړاو کار دوام لري، او امنیت ېې یو ډله ملي پولیسو او شخصي امنیتي شرکت پرغاړه ده.اندیښنه داده،چې دملي پولیسو، شخصي امنیتي شرکت او د اطلاعاتو فرهنک وزارت دلرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې ۰۱۲ قطعې تر منځ همغږي نه شته.نو له دغې خلا څخه قاچاق وړونکي ښه گټه پورته کوي. ان کیدای شي،چې خپله امنیتي کسان دپیسو په بدل کې له قاچاق وړونکو سره مرسته وکړي.ځکه دغه لرغوني توکي په ډیره لوړه بیه پلورل کیږي.په دغه سیمه کې تر دې مهاله په ښکاره توگه کیندنې نه کیږي،خو کیدای شي،چې شپې لخوا کیندنې تر سره شي. اوس مهال دلوگر دعینکو مس ته د ډیرو شرکتونو پام وراوښتی دی.آن ځینو نړیوالو شرکتونو ورباندې شخړې اوسیالۍ درلودې.یوه بله اندیښنه دا ده چې ، پر دغه مسو کان باندې دامریکې او چین تر منځ اقتصادي رقابت دی.ځکه له کله نه چې په دغه سیمه کې چینايي شرکت کار پیل کړی دلوگر ولایت امنیت ډیر خراب شوی دی.ځینې کسان وايي،چې په دې نا امنیو کې دهغو هیوادونو لاس دی کومو،چې ددغه مسو کان داستخراج سیالۍ کې ماته وخوړه،او نه غواړي چې د امن په فضا کې دا مس استخراج شي.دمسو دکان استخراج کونکي ډیر بهرنیان دي.که دغه بهرنیان ددغې لرغونې سیمې دلرغونو اثارو په شتون پوه شي او ددغه اثارو دغه پټ راز بربنډ شي، نو په دغه سیمه کې دبهرنیانو نفوذ به ددې سیمې د لرغونو اثارو لپاره په ستر گواښ بدل شي. دلوگر دلرغونو سیمو او لرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې پروړاندې ستره ستونزه او خنډ دا دی،چې ددغه ولایت په ځینو سیمو کې ټوپکوال او زورواکان واکمن دي.په اټکل سره ځینې کیندنې او قاچاق ددغو زورواکانو په مرسته یا د دوی په ډاډگیرنه ترسره کیږي داپه داسې حال کې ده ،چې څه موده وړاندې امریکايي لرغونپیژندونکې نانسي هیچ دوپري چې له شپږو لسیزو راپه دیخوا دافغانستان په برخه کې کار کوي،پر افغان حکومت نیوکه کوي،چې فرهنگي او تاریخي میراثونو ساتنې ته ېې د خپل کار په لومړیتوبونو کې ځای نه دی ورکړی.دغه میرمن وايي چې: په افغانستان کې لرغونو توکو ته ډیر زیان اوښتی او افغانان دخپل فرهنگ په اړه ډیر مالومات نه لري.۲۷ دا هم وگورئ د عینکو مېس کان سرچینې باندنی تړنې . نیمگړی لیکنۍ د افغانستان ولايتونه افغانستان د لوگر ولايت
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D9%88%D9%86%DA%93%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA
کونړ ولايت
د کونړ ولایت انگرېزي: د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دی، چې ختیځه برخه کې موقعیت لري. دا ولایت له گاونډي پاکستان سره په پوله پروت دی. منځۍ مرکز یې د اسد اباد ښارگوټى دی. کونړ دپخوانيو موٴرخانو په آثارو کي کنړ، کنير، کهويس ، کونر ، کولو، کونړ، کونر او داسي نورو په نومونو راغلي دي. کونړ کونر په شکل له دوو کلمو څخه جوړ شوي دي چي نورستانيانو ورته کونړ وايه او په نورستاني لهجه يې معنادښوونه دره يا زيتون دره ده. په دي نوم کې هم د نورو نورستاني کلمو او نومونو په شان چي په نورو ژبو کې ييله،په ړ اوښتلي بدلون راغلى دى او په کونړ يى شهرت پيدا کړى دى. تاريخي اسنادو ځينې نور شواهد داسې ښائي چې ډير پخوا د کنړ دره له غرونو څخه نيولي ان دکنړ د سيند دغاړوپوري په گڼوځنگلونو پټه وه ، چي زياتره پوټي يي، ښونان اوغوړا څکي وو، د دي ډولونود موجوديت د ثبوت د پاره به دا کافي وي چي وويل شي کله چي سلطان محمود غزنوي د لومړي ځل لپاره د اسلامي فتوحاتو په لړ کي د کونړ د دې درې په خوله کي د کابل له سيند څخه راپورې ووت دنور او قيرات په درويي حملي کولي نو يي د خپل لښکر سره دنجارانو، آهنگرانو، سنگ تراشانو اونور کسبگرانو ډلي هم را واخيستلي ترڅو چي د ځنگل وني اوبوټي ووهي، تيږي ماتي کړي او د خپل لښکرد پرمختگ د پاره لاره جوړه کړي. د يو بل مستند دليل له مخي چي ددغو دوو ډولونو عموميت ته مصداق ورکوي هغه دا دي: کله چه د کونړ د ناوي د ښکتنيو او هوارو برخو پخواني کورونه وکتل شي دهغوۍ دکوټو په چتونو کي د ډاگو دستک د پاسه د دړو پرځاي د ښونانو او غوړاڅکو لښتي اچول شوي دي چي پورتني دواړه تاريخي او عيني شواهد په دي دلالت کوي چي په رښتيا سره په پخوانيو زمانوکې د کونړ دره په تيره بيا د کونړ د سيند د شمال شاوخوا په ځنگلونو پټه او زياتره وني يي همدغه ښونان او غوړاڅکي وو، او زما ديادو خبره ده چي زموږ دسيمي نرنگ دغرونو لمني ان تر سمي پورې د ښونانو او څيړيو او نورو ونو پټې وې، نوځاي يي درلود چي نورستانيانو هغه د ښوونو په نامه ياده کړي ده. همداراز کو د اوبو، څاه او رود په معنا دي لکه ،چي همدا اوس موږ په ورځنيو محاورو کې کوهې زيات استعماليږي، نو چي داسي ده دکونړ يعني د اوبو او رود دره او که تاريخي اسنادو ته مراجعه وشي په عمومي صورت سره کونړدومره شهرت نه لري لکه چي په لرغونو اثارو کي دکونړ سيند راسا يي لري. نودا هم پوره ممکنه ده چي د کونړ دا معنا به واقعيت ولرلاي شي چي د سيند او اوبو دره يي وبولو، ځکه که اوبه يي نه درلودلاي اووچ خوړ واي نو ممکن بيايي دغسي معنا نه شوه ورکولاي. د پوهاند عبدالحى حبيبي د پنځوسو مقالو د پساندونو په يوه برخه کي داسي راغلي دي: کونار يعني کونار چي جمله يي داسي په قوس کې ليکلي شوي ده رود دره کاغان شرقي پکهلي ضلع هزاره دلته مطلب د کو څخه دي چي په نوموړي اثرکۍ د اوبو او رود په معنا استعمال شوي دي. د پورتنيو څيړنو او تحقيقونو څخه دا جوتيږي چي د کونړ لفظ دليکني سره بايد ترک ورسته و وليکل شي نه دا چي دکونړ لفظ دليکني څخهو واښستل شي. ځيني وخت ليدل کيږي د کونړ د جمع شکل د کونړونهکنړونه ليکل کيږي په دي شکل د کونړ ليکل که مفرد وي کنړ او که جمع وي کنړونو دواړه شکله بيخي غلط دي. دا چي ولي داسي ليکل کيږي زما په نظرڅه رنگه چي په کونړکې په رسمي دفترونو کې ټول مراسلات او مکتوبونو په دري ؤ يعني په خپله د کونړ دفتري ژبه دري وه نو دا ده چي د کنړ د کلمي پرځاي د سهولت له مخي يي په کنر انتقال کړي بيا دغه کنر کنرها شوي او وروسته تري د جمعي حالت په پښتو کنړونه جوړ شوي دي. پرته له دي بله کومه تاريخي ريښه نه شي لرلاي. دا چي په مخکنۍ برخه کې وليکل شو چي کنړ ته کنر هم وايي د کونړ د نوم دا شکل هم د يوي خواته د حدودالعالم د اشاري له مخي چي کنر يي ورته ويلي دي او د بلي خوانه دخاص کونړ ختيزي خواته يوکلي د تنر په نوم شته دي که دهغه کلي د نوم سره د مقايسي له مخي وويل شي نو ممکن هغه ته نر وي او که درون ته. جغرافیوی جوړښت او قومی جوړښت د کونړ ولایت د افغانستان په خنیځ کې پروت دی چې شمال ته یې د نورستان ، سهیل ته یې د ننگرهار ، لویدیځ ته یې د لغمان ولایتونه پراته دي.او په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا سره ۱۷۵ کیلو متره گډه پوله ویشي.دکونړ ولایت یو غرنی ولایت دی چې څه دياسه ۴۵۰۰ کیلو متره مربع مساحت لري. دکونړقومونه الکوزي: الکوزي سړبني پښتانه دي او د دانیو زیرک پورې اړه لري او دکونړ په سر کاڼو کې وجود لري. تر کلاڼي: دا قبیله د سړبن په ټولنیز گروپ پورې اړه لري او په کونړ کې شته دی. سالارزي: سالارزي دپورتنۍ قبېلې یو ښاخ دی او دکونړ په لاندنیو سیمو کې ژوند کوي. دانگام ،اسمار، شنگړۍ ،شالۍ شال،ناړۍ ،بریکوټ ،دم کلی ،نرنگ ، سرکاڼو ،گنجگل ،ټانکو ،شولتنشلتن،مروره ،اغذباغ ،ساو ، ساوخوړ ،څوکۍ ، بارگام ،ازیرگل ،ډمبرو ، حصارهایساره کرهاله،دونه یی . خاښي خېل:خاښی خېل یا خو ښي خېل د کونړ په ځینو ځایو کې هستوگنه لري چې په یو روایت سره د ميرزا الغ بېگ به وخت کې کونړ ته لېږدېدلي دي. سرکاڼي: دا دالکوزیو یو ښاخ دی چې دکونړ په سر کاڼو کې او سیږي او د نوم دمناسبت له مخې د سرکنډ کلی هم د دې قبیلې یو کلی شینواري: د شیگل شینواري تقریباٌ ۳۰۰ کاله دمخه د ځینو عواملو له کبله د سره کمر له خوا نه تللي دي او د شیگل ځمکه یې له نو رو قومونو څخه چې په هغه وخت کې کافران وو نیولې وه،شیگل ته د شینوارو راتگ او د نورو قومونو څخه د شیگل نیول د شیخ بابا په مشرۍ چې اصلي نوم یېذکریا دی تر سره شوې ده. ادریم زي عبدالرحیم زي: دا قبیله د غلجیو په ټولنیز گروپ کې شامله ده او د احمد زیو یو ښاخ دی او دکونړ په ښېوه کې او سیږي. لودین: دوۍ غرښتي پښتانه دي او په کونړ کې هستوگنهاستوگنه لري. ماموند: دوۍ د سړبن په ټولنیز گروپ کې شمېرل کیږي او دښا خي خېلوخا ښي خېلو دترکاڼي په قبیلې پورې لړه لري.دوه ماموند وجود لري:لومړی ماموندکاکازيواړه ماموند دوړو ماموندو ځینې خېلونه په شوړتنشلتن،دانگام او په وټه پور کې مېشت دي. مشواڼي:مشواڼي په اصل کې غرغښتي پښتانه دي، دوئ دکونړ په ناړۍ،دانگام او اسمار کې اوسیږي. ملکزي: په کونړ او دنرنگ په جار قلعه کې هستوگنه لري. ملاگوري: سړبني پښتانه دي او د مومندو په سترې قبیلې پورې اړه لري ، د ملا گورو کورني د درې په ملا گورې او دنرنگ دکوټکې په کلي کي اوسیږي. مومند: مومند دسړبن په ټولنیز گروپ کې یوه ستره قبیله ده چې د کونړ د ولایت په اسد آباد ، خاص کونړ،سرکاڼو،نورگل او نرنگ کې اوسیږي. یوسفزي: یوسفزي هم په کونړ کې هستوگنه لري او یو لوۍ پښتون ټبر دی. بزرگخېل: بزرگخېل یوهلویه قبیله ده چې دکونړ په نرنگونو لکه بر نرنگ ، کوډو ، کړه ماراو په یوه روایت سره په کوټکي او حکیم آبادکولي گرام او دڅوکۍ په کلماني گې هستوگنه لري. ساپې:صافي د زیاتره تاریخي اسنادو له مخې د ساپي قوم چې په کونړ کې مېشت دي یو لوۍ قوم شمېرل کیږي چې په لومړۍ سر کې د غوړې مرِۍ څخه سره کمر ته رالېږدېدلي دي او بیا له دې ځایه د شونکړۍ له غاښې کونړ ته اوښتلي لومړۍ یې بهر آباد او بیایې له مجبوریته د کونړ سین ښکته او پورته برخوته د هغو ځایونو دقومي قدرت په وجه نفوذ نه دی کړی له سین څخه دېوگل ته راغلي او هلته استوگن شو او په دې پلار دره کې یې لوۍ مرکزیت پیدا کړ او بیا د مزار درې،باډېل درې او دپېچدرې له سرونو څخه د درو دخولو پورې را خپاره شول. سادات په کونړ کې زیات شمېر د سیّدانو کورنۍ موجودې دي ، د دې سیدانو عمومي لوۍ کلی پشدپشت دی چې سیّد محمود پاچا هم دلته اوسېده ، په دې برسېره د کونړ په ځینو نورو سیمو لکه شال،بر نرنگ،شین کوړک،دو شاخېلو،یارگل،خاص کونړ،کوز نرنگ او نورو ځایونو کې هم د سیّدانو پاچاهانوکورنۍ مو جودې دي. موسیٰ خېل موسیٰ خېل هم په کونړ کې اوسېږي. امنیتي حالات دهېوادونو په تاریخ کې هغه سیمې د ولسونو او ځواکونو د پوره پاملرنې وړ گرځېدلې دي چې د نورو سیمو په پرتله د هغوۍ جغرافیوي او سوق الجیشي موقعیت د یو شمېر مشخصاتو له پلوه دوتلي فوقاالعاده اهمیت درلودونکي وي. زموږ په گران هېواد کې هم کومې سیمې چې د جغرافیوي،اقتصادي، فرهنگي او سوق الجیشي ممتاز اهمیت څخه برخوردارې دي هلته زموږ نیکونه راټول شوي ، کلاگانې،کلي،ښارونه، حصارونه او کروندې یې آبادې کړي،قوي بناگانې یې تأسیس،تجارتي،مذهبي،علمي او کلتوري مرکزونه یې رامنځ ته کړي او مدنیتونه یې ایجاد کړي دي او د تاریخي دورو په اوږدو کې په تېره بیا د مسیحي دورې د لسیزې پېړۍ په شاو خوا کې چې تقریبا داسلامي دورې سره سمون لري له خوږو، ترخو، تودو، سړو، ژورو، ماتو او بربادیو څخه ډک تاریخي خاطرات او یادونه لري.نو که د کونړ دې ډول موقعیت ته وگورو په ډېره وتلې توگه د دغسې ممتاز موقعیت لرونکی دی .خو په خاص ډول په تېرو درې لسیزو کې چې کومې ناخوالې زمونږ په گران هېواد او په اسلام او هېواد پاله خلکو راغلي او روانې دي نو کونړکونړونههم د دغو ناخوالو او بر بادیو څخه په امن کې نه وو او نه دی. د بن لادن لپاره لټون اسامه بن لادن ولسوالۍ د کونړ ولایت ولسوالۍ: کنړ په ټولیز ډول ۱۶ولسوالياني لري چي په لاندي ډول دي مروره ولسوالي وټه پور ولسوالي دره پيچ ولسوالي نرنگ ولسوالي سرکاڼو ولسوالي دآنگام ولسوالي برکونړ ولسوالي شيگل ولسوالي چپه دره ولسوالي نورگل ولسوالي څوکي ولسوالي خاص کونړ ولسوالي ناړي ولسوالي غازي آباد ولسوالي اسمار ولسوالي او داسد آباد ښار چې خپله یوه ولسوالۍ ده سياست دکونړ ولايت اوسنی والي سيد فضل الله دی د کونړ درې دمزار دره کله چې دښېوې او اسلام پور دکلیو څخه داسلام پور دغاښې حخه ورتېر شو د نور گل کلی راځي چې د یوې درې په خوله کې پروت دی دا دره د مزار درې په نوم یادېږي. د دېوگل دره سم تلفظ یې دېوه گل دی،د درې ذکر د دې نوم وروسته بې مورده دی ځکه چې دا نوم له دیوهروښنایي او گل دره څخه ترکیب شوی چې مجموعي معنا یې نور او یا رڼا دره ده . د دېوه گل دره ډېره اوږده دره ده او د څوکۍ کلي یې په خوله کې پروت دی او وروستی سرحد یې دپېچ درې، چپې درې او بیا واما ته رسیږي. صافیان دې درې ته پلار دره وایي. داځکه چې په کونړ کې د صافیانو ساپيانو د قوم لومړنی مرکز او استوگنځی بلل کېږي. زمكنې جوړښت په کونړ کې اقتصادي فعالیتونه داوبدنې صنعت په کونړ کې که څه هم وړۍ زیاتې استحصالېداۍ شي خو بیا هم د وړیو څخه ډېره کمه گټه اخیستل کېږي، معمولاً وړین کالي چې په غرنیو سیمو کې زیات رواج لري جوړېږي د دې خبرې علت دا دی چې په دغو سیمو کې ساړه زیات او له بلې خوا نه د هغو داوسیدونکو تگ راتگ تل په ځنگلونو کې وي او وړین کالي د ونو او بو ټو د څانگو سره د نښتلو په وخت کې زیات مقاومت لري په دې سیمو کې د پسه وړۍ دلاسو نو په واسطه لاسي څرخۍریشي چې د ریشولو په کار کې ښځې زیاته برخه اخلي او خاص مهارت لري کله چې وړۍ ورېشل شي نو بیا په خپل لاس جوړو شوو ساده دستگاه گانوکې ترې تکه جوړوي او د استحصال شوي ټوټې څخه د هغو د تارونو د نري توب او پنډوالي په اعتبار مخصوص کالي لکه کورتۍ،شړۍ،پکول،صافي واله خولۍ،کوڅۍ،پاپیچی،شوقه،څړۍ،ټغرې،لمڅی،،دباروړلو دپاره وریی،جوالونه،غوندي او داسې نور ترېنه تیاروي. همدارنگې په کونړ کې په تېره بیا د کونړ د ناوې په ښکتنیو سیمو کې د پنبې کرل زیات رواج درلود یا لري.خو پخوا چې دمحلي صنعت له مخې د خلکو جامې عموماً له خامتاکرباس څخه وې نو دا وه چې پنبه زیاته کرل کېدله د ژمي په موسم کې چې له یوې خوا د مني د حاصلاتو له جملې څخه پنبه هم وه او له بلې خوانه شپې به اوږدې وې، دکورنیو ښځو به په خپلو لاسونو تر حلاجۍ او ندافۍ وروسته په لاسي څرخو هغه رېشلې او جو لاگانو به د ماکو په دستگاه خامتا اوبدله او بیا یې څادر ، پټکي او کالي ورځینې تیارول. د وگړو شمیر کونړ دافغانستان د پر نفوسو ولا یاتو څخه دی او تقریباً ۵۰۰،۰۰۰ اوسیدونکي لري،چې اکثره یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي.دکونړ ۹۵٪ په سلنه کې پښتانه او نور ۵٪ نورستانیان او پشه یان دي. تاريخي ځايونه استحکامي کلا گانې دکونړاوسیدونکي د خپلو مېشته کېدوله وخته راهیسې لکه د هېواد دنورو قومونو او قبیلوغوندې همېشه په دې فکر کې وو،چې دسیمې په یوه داسې محل یا ځاي کې دخپلې هستوگنې دپاره کلي اوکلاوې آبادې کړي چې دجغرافیوي موقعیت له مخې باید د لاندنیو مشخصاتو درلودونکي وي: دسیمې په هسې یو محل کې واقع وي چې په شاوخواسیمو باندې دیوې حاکمې نقطې حیثیت ولري. داستحکامي پوخوالي له مخې پوره طبیعي عوارض درلودل،یعنې په جگو غونډیو او ځایونو پرتې وي او په ډېر محدود جنگي قدرت یې دفاع کېدله او دپردیو حملې پرې دومره موثرې تمامې نه شي. معمولاً دکلاگانو موقعیت دڅلورو لارو، درې لارو د تلاقي په نقطو کې او یا د عمومي لارو پر سر وي. داوبو رسولو منابع لکه رودونه او چینې ورته نژدې وي او یا په دننه کې هم داوبو دغه منابع ولرلاي شي. دهغو د ودانولو په چارو کې تر ممکنه حده پورې د ساختماني موادو اکمال ډېرې ستونزې ونه لري که دکونړدپخوانیوکلاگانو جوړخت ته ړکتل شي تر ډېره حده پورې دجغرافیایي موقعیت په اعتبار پکې پورتني بېلگې په نظر کې نیول شوي دي. دچغان غونډۍ د چغان غونډۍ کلا چې معمولاً ورته د چغان غونډۍ وایي له پخوا زمانې نه تر اوسه پورې دیوې کلکې دفاعي کلا ، د کشف او ترصد د پاره ډېر مناسب محل گڼل کیږي چې شاوخوا سیمې ترې په ډېرې آسانۍ سره تر کنترول لاندې نیول کېداۍ شي. د چغان غونډۍ د اسمار او پېچ د درې او دکونړ دښکتتنۍ برخې د تلاقي او د لوۍ سین او پېچ سین دیو ځاۍ کېدو په برخه کې موقعیت لري. د چغان غونډۍ دلاندې چې یو وخت دنیسا ښار موقعیت درلود او یا ننگرښار هم دلته پروت ۇ دلا وضاحت لپاره دغه غونډۍ ددمکلي مخامخ دکرهالې شمال شرق خواته دغره دلمنې په یوه جگه غونډۍ جوړه شوې ده.دا کلا او محل هغه وخت په چغان غونډي ونومول شوه چې دلته په دې سیمه کې دجغانیانو حکمراني وه،او دچنگېز داولادې دچغتایانو په وخت کې د دې ځاي دتسمیې دوجه په نسبت، دومره مستنده نه ښکاري اوامکان لري چې په چغسراۍ د دمکلي اړول به د جغتایانو په وخت صورت موندلی وي نه د چغان غونډۍ،ځکه چغانیان له جغتایانو څخه بل څوک وو. دکلوم کلا دکلوم کلا چې دکولم،کالم،کلم او دقلوم په نوم هم یاده شوې ده دمرکزي نورستان د پېچ درې په وروستۍ برخه کې پوشال،رمگل او مندوگل ته نژدې په ناجل کې دغره په جگه څوکه باندې له تیږو څخه جوړه شوې ده چې ډېره محکمه کلا ده.په تاریخي اسنادو کې چې د دې کلا څخه یادونه شوې ده هغه دامیر نیمور او دامیر عبدالرحمن د هغو لښکر کشیو د واقعاتو بیان دی چې به نورستان یې کړي دي.گوډ تیمور کله چې د کتور په درو کې لښکر کشي وکړه او هغه کلا یې له ډېره ستونزو اوقر بنیو ورکولو وروسته فتح کړه نو دخپلې فتحې په یاد یې هلته یو یادگار پرېښود دغه یادگار دکلوم دکتیبې به نوم یادیږي. دپیار کلا دپیار کلا چې د لویدیز نورستان ژونیا ته نژدې یې موقعیت درلود د کتور د نورستانیانو د پخو کلاگانو څخه یوه کلا ده چې د هغې د تسخیرولو واقعه داسې بیان شوې ده، کله چې د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې په کونړ کې دپوځي سوقیاتو په ترڅ کې سپهسالار غلام حیدر خان څرخي ته امر وشو چې نورستان ونیسي نو د لغمان حاکم اولیاقل چې دپیار د خلکو په تنبیه کولو اخته ۇ دجگړې نیت وکړ. د سراج التواریخ په قول په ۳۲ دقیقودسرعت عمل څخه مراد دی په موده کې یې د کافرانو قوت مات کړاو ځینو یې غرونو ته پناه یووړله او له دې جملې څخه ۱۸۰ تنه چې د پیار په کلا کې یې ځاۍ نیولی ۇ کلا بند کړل ، دوه شپې او ورځې کلا محاصره وه او کله چې ورته د اولیاقل په امر اور واچول شو وسوزول شوه او کلا ونیول شوه. دکټار کلا دا کلا دکتر کلا په نوم چې د کتر یا کتور د قبیلې پورې مربوط د یوې کورنۍ ځاۍ ۇ او بل تاریخي نوم یې دی او په بر چغسراۍ کې یوه ډېره ټینگه او لوړه کلا وه،چې دشامیر کوټ شمال لویدیځ خوا ته دیوه غره په لمن کې کې تر کتر کتور او گمبیر راښکته موقعیت لري. زموږ د پخوانیو خلکو له خولې چې نقل یې کاوه ، د دغه کلا خلک ډېر سخت کافران وو ډېر سنگدله او بېرحمه خلک وو کله چې دهغوۍ دمسلمان کولو په مقصد لښکر وسو په دې لښکر کې د نرنگ خلک هم شامل وو، خو د کلاد کافرانو لخوا دډېر سخت مقاومت سره مخامخ شول او هېچا نه شو کولاۍ چې کلا ته ور وخېژي، دا ځکه چې هغوۍ پرې له پاسه تیگې راکولولې تر څو چې په یوه ډول جنگي تکتک سره وروختل او کلا ته یې اور واچوه او دا چې د کلا په ساختمان کې زیاتره لرگي کارول شوي وو نو کلا په آسانۍ سره اور واخیست او دکټار کافران غرونو ته وختل. دمخه وویل شو چې دوۍ ډېر سخت زړي کافران وو نو د دوۍ دمظالمو او کلک زړیتوب کیسې زموږ د پخوانیو خلکو په کلتور او ورځنۍ محاوره کې تر ننه مروج پاتې دي، د مثال په توگه که څوک په چا ډېر ظلم وکړي کوم چې دهېڅ عاطفې نښه بکې نه وي نو ویل کېږي، او یا دمخاطب په شکل ویل کېږي،او یا که جېرته کومه غوا د شیدو ورکولو ته نه ودرېږي نو ویل کېږي. دکونړ دودونه په عمومي ډول په کونړ کې ډېر غوره دودونه شته دی چې دنړۍ په نورو قومونو کې یې ساری نه لیدل کېږی او زموږ دهېواد یوه وتلې بېلگه گڼل کېږي چې له دې جملې څخه جرگه،تړه،څلی،نرخونه،چیغه،ننواتې،ناغه،مېلمه پالنه،د جومات او ملا رواجونه او داسې نور د خورا ستاینې وړ دي. داهم وگورۍ افغانستان کاکازي ترکلاڼي سرچینې انگرېزی ویکیپېډیا د افغانستان د ولايتونو جغرافيه ، ژباړه: اورنگزېب ارشاد ، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار ، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار آلماني ویکیپيډ یاظفر کاکاخېل ، پښتانه د تاریخ په پاڼو کې،یونیورستي بک اجنسي،پېښور ۱۳۸۴ دافغانستان لنډ تاریخ پوهاند رازقي نړيوال د کتاب څخه دافغانستان په اړه رپوټ په افغانستان کې دروس جگړه ليکلړ افغانستان د افغانستان ولايتونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%A7%D8%AF%D8%BA%D9%8A%D8%B3%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA
بادغيس ولايت
د بادغيس ولايت د افغانستان په شمال لوېديځ کې پروت یو ولايت دی، چې د مرغاب او هريرو سیندونو ترمنځ موقعيت لري. بادغيس د بادخېز په معنى هم راغلى دى، ځکه بادونه پکښې زيات چلېږي او له همدې کبله یاد نوم ورکړل شوى دى. د بادغیس ولایت مرکز د قلعه نو په نوم سره یادیږی. ددې ولایت لویدیځ ته هرات ولایت، ختیځ ته فاریاب ولایت، شمال ته ترکمنستان او سوېل ته یې د غور ولایت موقعیت لری. بادغیس ولایت ۲۰۵۹۱ کیلومتره مربع مساحت او شپږ ولسوالۍ لري. نوم ایښودنه د بادغیس لرغونۍ نوم وایتیگَئیسه وو چي په ځمکه کي یې د دوولسم رامنځته کېدونکي غر معنا ورکول. د لرغوني اریانا افغانستان په اوستا متنونو کي دغه نوم د وادګس یا وادغس په نامه یاد سوی دی چي وروسته یې اوسنۍ بادغیس بڼه خپله کړې ده. ځمکپوهنه بادغیس ولایت شپږ ولسوالۍ او شاوخوا کلي لري. ددې ولایت ځمکه په غرونو او غونډیو پوښل سوې ده او پاته یې هواره او نیمه هواره ده، همدارنګه د ولایت لوی شمېر نفوس له مرکز دباندي په کلیو او ولسوالیو کي اوسیږي او خپلي اقتصادي اړتیاوي له زراعت څخه پوره کوي. تاریخ د لرغوني اریانا افغانستان په تاریخونو کي بادغیس هغه مهال ځانګړی نوم خپل کړ کله چي د پارس یو شمېر یرغلګرو واکمنیو لکه ساسانیانو او نورو دغه ځای لاندي کړ. د اسلام د مبارک دین تر راتګ مخکي یاده سیمه د افغانستان د نورو سیمو په څېر کله یو ځانګړې او خپلواکه او کله د یرغلګرو په واک کي پاته کېدل. په اوومه زیږدیزه پېړۍ کي د اسلام د لمر راختلو سره د عراق او پارس ځمکي یوپه بل پسې د مسلمانانو تر واک لاندي راغلې او بادغیس له راشده خلافت رانیولې بیا تر اموي خلافت پوري د اسلامي لښکرو په وړاندي سخت مقاومت وکړ چي مشري یې د نیزک بادغیسي په نامه شخص کول. د نیزک تر مرګ وروسته دغه ځای د اموي او عباسي خلافتونو اړوند وګرځېدی او په نهمه زیږدیزه پېړۍ کي کله چي عباسیان کاواکه سول، بادغیس د طاهري سلطنت اړوند سیمه سوه. په زیږدیز کال کي بادغیس د افغانستان صفاري واکمنۍ لاندي کړ او تر هغه څو لسیزي وروسته د مغولو خونړیو بریدونو دغه ځای له خاورو سره خاوري کړ چي تر ټولو مشهوره برید یې د تیمورلنګ له لوري ترسره سو. د تیمور لنګ تر مړیني وروسته د هغه اولادونو او بېلابیلو افغان واکمنانو بادغیس د هرات ولایت اړوند د یوې مهمي ستراتیژیکي سیمي په توګه اداره کاوه. په زیږدیز کال کي د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال بادغیس په رسمي ډول یو نوی ولایت او پلازمینه یې قلعه نو وټاکل سوه چي تر ننه پوري هم پر دغه بڼه پایښت لري. اقتصاد د بادغیس ولایت نفوس په کرنه بوخت دی، چي له دې اړخه یې باغونه او ځمکي او اهلي حیوانات لري. ددې ولایت یوازي فیصده نفوس په سوداګرۍ او هم په مزدوریو بوخت دي. نفوس د بادغیس ولایت نفوس د کال د سرشمېرني له مخي نفره اټکل سوی دی، چي په دي کي تر ټولو ستر ټبر پښتانه او ورپسې په ترتیب سره تاجکان، ازبک او نور توکمونه دي. طبیعی منظری بادغیس ولایت د خپلو ولاړو اوبو، ښکلو غونډیو او هغه ګلانو له کبله ډېر مشهوره دی چي د پسرلي په موسم کي دلته راشنه کیږي. ولسوالۍ بادغیس ولایت ولسوالۍ او یوه پلازمینه لرې. قلعه نو د ولایت پلازمینه آبکمري ولسوالۍ د جوند ولسوالۍ غورماچ ولسوالۍ مقر ولسوالۍ بادغيس قاديس ولسوالۍ بالا مرغاب ولسوالۍ سرچینې د افغانستان ولايتونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B2%D8%B1%D8%AA%D8%B4%D8%AA%DB%8C%D8%A7%D9%86
زرتشتیان
زرتشت یاهم زردشتیان د زرتشت شخص مذهب او حکومت سلسله وه چې له ایران نه یې سرچینه اخیسته یاد مذهب اوس هم تر ۲۰۰۰۰۰ پوری پیروان لري. د حکومت سیمي پاد شاهان تاریخ جنګونه زردتشت دین بلخ
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%DA%A9%D9%8A%D8%B2%D9%85
سکيزم
سیکیزم یا سکېزم یا سیکې په پنجابي ژبه: سیکي، ، د پنجابي له څخه چې د سیک، لټونکي يا زدهکوونکي په معنا دی اخیستل شوی، یو هندي مذهب دی چې شاوخوا د پنځلسمې پېړۍ په پای کې يې د هند شبه قارې د پنجاب له سیمې څخه سرچینه اخیستې. دا په دې وروستیو کې له نویو تاسیس شویو سازمان شویو عقیدو څخه ده. او د ۲۱ پېړۍ په پيل کې د ۲۵-۳۰ میلیونه پیروانو په لرلو سره چې سیکانو په نوم پېژندل کېږي په نړۍ کې پنځم لوی ځای لري. د سکیزم مذهب د ګوروناناک ۱۴۶۹-۱۵۳۹، لومړني عقیدوي لارښود ګورو چې د هندوییزم مذهب زدکړې او اېډیولوژي يې رد کړې او د هغه د ځای ناستي ناین سیک له معنوي زدکړو څخه رامنځته شوی. لسم ګورو ګوبېنډ سېنګ ۱۶۶۶-۱۷۰۸، د سیکانو د سپېڅلي کتاب څښتن ګورو ګرانټ خپل ځای ناستی ونوماوه او د انساني لارښوونکو کرښې يې سره نږدې کړې او سپېڅلی کتاب یې د وروستي لارښود په توګه د تل لپاره ژوندی وساته چې د سیکانو لپاره د روحاني او مذهبي ژوند لارښود و. ګورو ناناک داسې تعلیم ورکړ چې فعال، خلاق او عملي ژوند له حقیقت، وفادارۍ، پاکۍ او پر ځان کنترول سره ژوند کول له میتافزیکي حقیقت څخه پورته دی او اېډیال انسان له خدای سره اتحاد کوي او د هغه اراده پېژني او هغه اراده پلي کوي. ګوروهارګوبېنډ ۱۶۴۴-۱۶۰۶، د سیکانو شپږم لارښود چې د میري سیاسي مهالني او پيري معنوي د متقابلې همغږۍهمزیستۍ مفهوم يې رامنځته کړ. د سیکانو سپېڅلی کتاب د اېک اونکار واحد خدای په اړه د مول منتر له بنسټيزې دعا سره پيلیږي. د سیکانو اصلي باورونه په ګروګرانټ صاحب کې تشرېح شوي، چې پر واحد خدای عقیده او تفکر، اللهي وحدت او د ټول بشریت برابري؛ په سېوا بې خوده خدمتله کومې تمې پرته کې ښکېلېدل؛ د ټولو په ګټه د عدالت او نېکمرغۍ لپاره هڅه او په ګډ ژوند کې صادقانه چلند او معیشت په کې شامل دي. د سیک مذهب له دغو معیارونو څخه په پيروۍ دا ادعاګانې ردوي چې د دوی هر ځانګړی مذهبي دود د مطلق حقیقت په انحصار کې دی. سیکیزم په سېمرن ، د لارښودګورو د زدهکړو په یاد راوړل او تفکر ټینګار کوي، چې کولی شي د کېترن له لارې د موسیقۍ په ډول څرګند شي، یا په داخلي توګه د نام جاپنا د هغه پر نوم تفکر له لارې، د خدای د حضور د احساس لپاره د يوې وسیلې په توګه تشرېح شي. خپلو پیروانو ته دا ورښيي چې پنځوغلو لکه شهوت، غوسې، تمې، تړاو او نفس ته بدلون ورکړي. یاد دین د مذهبي ځورونې پر مهال پراختیا او تکامل وموند چې د دواړو اسلام او هندوییزم له اړولو څخه رامنځته شو. په هند کې مغلو واکمنانو دوه ډلې سیکان ګروارجن ۱۵۶۳-۱۶۰۵ او ګرو تېغ بهادر ۱۶۲۱-۱۶۷۵ وروسته له دې چې د اسلام له منلو څخه یې انکار وکړ شکنجه او اعدام کړل. د سیکانو شکنجه او ځورول په ۱۹۶۶ کال کې د خپلواکۍ، وجدان او مذهب څخه د خوندیتوب لپاره د ګورو ګوبېنډ او د هغو غړو له خوا چې د سانت سېپاهي سپېڅلي سرتېري ځانګړتیاوې يې لرلې، د خلسا د رامنځته کولو لامل شول. ترمینالوژي اصطلاحات د سیکانو د سپېڅلي کتاب برخه اساساً د ګورموکي په الفبا لیکل شوې، هغه لیکدود چې د ګوروانګاد په واسطه د لېندا له متن څخه چې په تاریخي ډول او د نني هند په شمال کې کارول کېده سټندرد شوی. د سیک مذهب پيروان د سیکانو په نوم پېژندل کېږي، چې د ګورو د زدهکوونکي یا زدکړیالانو په معنا دي. د سکیزم انګلیسي اصطلاح د سیکي له پنجابي فعل څخه اخیستل شوې چې د زدهکړې پر مهالني مسیر دلالت کوي او ريښه يې سېکنا چې د زدهکولو په معنا ده. فلسفه او تدریس سکیزم د بوداییزم، هندوییزم او جینیزم تر څنګ د یو هندي دین په توګه طبقهبندي کېږي. د سیک مذهب بنسټ د ګوروناناک او د هغه د ځای ناستي په لارښوونو کې نغښتی. د سیک اخلاق پر معنوي ودې او د ورځني اخلاقي چلند تر منځ په همغږۍ تینګار کوي. د يادې عقیدې بنسټ اېښودونکی ګوروناناک دا لیدلوری داسې خلاصه کوي: حقیقت تر ټولو لوړ فضیلت دی، خو لا تر دې هم لوړ په صداقت سره ژوند کول دي. د سیک مذهب پر اېک نور تي سب جګ اپجییا ټينګار کوي یعني ټوله هستي له یوې روښنایۍ څخه راپورته شوې. د خدای مفهوم د سکیزم مفهوم توحید دی، چې پر یوه خدای له عقیدې لرلو څخه دفاع کوي. او د اېک اونکار له اصطلاح سره مشخصېږي. د سیک په مذهب کې په ټوله کې د خدای مفهوم حیرانوونکی ښوونکی دی. چې د نېرنکار بې بڼې، اکل بې مهاله، کارت پوراخ خالق او اګاماګوچار له فهم څخه لرې او نه لېدونکی په توګه په پام کې نیول کېږي. په تحت الفظي مفهوم په سیک مذهب کې خدای هېڅ جنډر نه لري. که څه هم په استعاري ډول خدای مذکر او د خدای ځواک مونث ګڼل کېږي. د مثال په ډول لسم ګورو، ګورو ګوبیند سینګ جي خدای په کراتو د اکل پور د زمان او مکان څخه پورته او نېرانکار له بڼې پرته له نوم سره یادوي . هغه همدارنګه خدای خپل پلار او د خدای ځواک خپله مور یادوي. په ورته ډول بل مثال دا دی چې سپېڅلی کتاب او ابدي ګورو او ګورو ګراند صاحب وایي ټول انسانان د روح ناوېګانې دي چې له خپل خاوند رب سره یو ځای کېدو ته لېواله دي. سربېره پردې ګروګانولارښوونکو په ګورو ګراند صاحب کې هم لیکلي چې ډېر عالمونه شته او خدای په هغو کې ژوند خلق کړی. د سیک مذهب سپېڅلی کتاب د بې بڼې یو خدای یعنې اېک اونکار له نوم سره پیلېږي. چې د سیکانو په دود کې د واحد خدای د وحدانیت په توګه پېژندل کېږي. اېک اونکار ځینې وختونه په لویو تورو په لږ خلاص مفهوم د یو لوی واقعیت، یو خالق، په ټوله نړۍ کې خپور شوي روح او له خدای او مخلوق څخه د خواره خو متحد او واحد حس د تشرېح کولو لپاره د نورو لارو په معنا دی. د اېک اونکار دودیز منتر تر هغه مهاله چې نانک هوسي بهي سچ ګرو نانک د سیکانو لومړی ډله ژوندۍ وي د تل لپاره دوام مومي. د ګورولارښود موجودیت ابدي دی. د سچ معنا ریښتیا، حقیقت او واقعیت دی. په دې معنا چې ګورونانک له مودو راهیسې ریښتونی دی او صادق به پاتې شي. د ګوروګرانت صاحب لومړۍ کرښه او هر راتلونکی راګا موسیقي اېک اونکار ته اشاره کوي. دنیاوي خیالتوهم مایا چې د لنډمهال یا غیر واقعي په توګه تعریفېږي، د خدای او ژغورنې د څارنې له اصلي انحرافاتو څخه یو دی: چېرې چې دنیاوي جاذبې یوازې له لنډمهاله خیالي رضایت او درد سره مل دي چې د خدای د عبادت له پروسې څخه منحرفېږي. له دې سره نانک ټينګار کوي چې مایا د نړۍ د غیرواقعي والي لپاره نه بلکې د هغې د ارزښتونو یوه سرچینه ده. په سیک مذهب کې باور دا دی چې د نفس، غوسې، حرص، تړاو او شهوت اغېزې چې د پانچ چور پنځه غلو په نوم پېژندل کېږي په ځانګړي ډول د حواسو د ګډوډۍ او ځورونې لامل کېږي. سیکان باور لري چې نړۍ اوس مهال د کالي ګا د تیارو عصر په حال کې ده. ځکه نړۍ له مایا سره د مینې او تړاو له امله د بې لارۍ په لور روانه ده. د پنځه غلو پر وړاندې د زیان منونکو افرادو برخه لیک له خدای څخه جلاوالی دی، او دا وضیعت یوازې د خدای د جدي او نه ستړي کېدونکي عبادت له لارې بېرته سمېدی شي. سرچینې سکهیزم مذهب
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1%20%D8%B3%D9%84%D8%B7%D8%A7%D9%86
کشور سلطان
کشور سلطان په پښتو موسيقۍ کې يو پېژندل شوی نوم دی. نوموړې د مردان يوه پښتنه ده. افغان سندرغاړي پښتانه سندرغاړي پښتانه سندرغاړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%82%D9%8A%D9%88%D9%85%20%D9%85%D8%B1%D9%88%D8%AA
قيوم مروت
عبدالقيوم مروت ۲۵ د دسمبر، ۱۹۴۴ ز. - د پښتونخوا په تکړه ليکوالو او شاعرانو کې شمېرل کېږي. هغه په پښتو او اردو ژبو کې يو برلاسی اديب دی چې د لنډو کيسو او شعرونو يو شمېر کتابونه يې چاپ شوي. زېږېدنه قيوم مروت په ۲۵، د ډېسمبر ۱۹۴۴ کال کې په ټانک کې پېدا شوی. د هغه پلرنی ټاټوبی د لکي مروت د باجوخېلو کلی دی خو د هغه نيکه په ۱۹۳۸ ز. کال کې ټانک ته راکډه شوی او همدلته مېشت شوی. زده کړې قيوم مروت د هنرونو لېسانس دی او د پاکستان ملي بانک سره يې کار کړی. دندې ليکلي آثار عبدالقيوم مروت په پښتو او اوردو ژبو کې يو شمېر آثار کښلي دي. همداراز هغه په پښتو، انگرېزی، اردو، پنجابی، سرائکی او هندکو ژبو ليک او لوست کولی شي پښتواثار تنکی زخمونه....شاعری نوی زخمونه......شاعری پټ مخونه.........افسانې...ایوارډ یافته دومره قدرې خبره.....افسانې سرې شنې...........شاعری محمد دې تمام جهان آبا.......نعتیه .شاعری چا ته به واې نه.......افسانې اوردو اثار صرف شرفا کیلې....افسانې د پښتونخوا، بلوچستان، او افغانستان منتخب افسانو اردو ترجمه مجهې مهفوظ کرلې.....د ایوب صابر اخری پښتو انټریو په اردو ترجمه بچپن سې پچپن تک......د کوهاټ نامتو ارټسټ لیاقت علی خان د ژوند حالات وه مین بهی هون وه تم بهی هو......طبع آزاد افسانې میرا ټانک.........۱۹۴۷ نه تر دې وخته د ټانک حالات او واقعات او تاریخ. پښتانه شاعران پښتانه ليکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D9%8A%D8%B3%DB%90
پيسې
پيسې هر هغه څه چې په عام ډول سره د اداينې په توگه ومنل شي او د اومتوکو او د خلکو د لاس رسي او د پور د اداینې جوگه وي پیسې بلل کیږ. پيسې څه ته وايي؟ پیسې : پيسو ته په انګرېزي ژبه کې وايي چې د لاتيني ژبې له څخه اخېستل شوی دی. مونيټا د روم د جونو د الهې نوم دی چې په خپل معبد کې يې د پيسو سکې جوړولې. تعريف: د تبادلې وسيله او د بيو او پورونو د اظهارولو معياري واحد ته پیسې ويل کېږي. د پيسو منځ ته راتګ پيسې څه وخت منځ ته راغلې دې؟ له کله چې انسانانو د ځمکې پر مخ ژوند پيل کړی، پيسو په يونه يو شکل شتون درلود. د پيسو ډول د هر وخت د ژوند کولو له معيارونو سره سم تغير کړی او ورځ تربلې يې پرمختللي بڼه خپله کړې ده. د ښکار په عصر کې د وحشي حيواناتو پوستکي د پيسو په توګه کارول کېدل، د مالدارانو ټولنو پسونه او بېلابېل حيوانات د پسو په توګه کارول، د کروندګرو ټولنو تخمونه، غنم، او نور کرنيز توليدات د پیسوپر ځای کارول. يونانيانو سکې د پيسو پر ځای کارولې. د پيسو د تاريخ پنځه مرحلې . د توکو پيسې جنسي پيسې؛ د انساني تمدن له پيل څخه د توکو او اجناسو بېلابېل ډولونه د پیسو په څېر کارول شوي دي. د انساني ژوند په لومړيو پړاوونو کې قېمتي ډبرې، پوستکي، تنباکو، چای، د کب نېونې وسايل، غېشي او جنګي وسایل، د ښکار وسايل او ګڼ شمېر نور توکي او وسايل د پيسو په ډول کارول کېدل. . فلزي پیسې؛ د تمدنونو په پرمختګ او د ځمکني او بحري تجارت په ودې سره فلزي پیسو د جنسي پيسو ځای ونيو. ګڼ شمېر ملتونو او ټولنو د سپينو زرو، طلا، نقرې او نورو قېمتي فلزاتو څخه پيسې سکې جوړې کړې. . کاغذي پيسې؛ کله چې له فلزي پيسو په ځانګړې توګه له طلا څخه جوړو شويو پيسو څخه ګټه اخېستنه زياته شوه، د لندن ګولډسميث کمپنۍ د خلکو د طلاوو د ساتنې په موخه ډېر خوندي او محفوظ ساتنځايونه جوړ کړل. د نړۍ ګڼ شمېر لويو تجارانو خپلې طلاوې د ساتنې په موخه په ګولډسميث کې وساتلې. ګولډسميث له هر تجار څخه د طلاو له ترلاسه کولو وروسته هغوی ته ځانګړي کاغذي سندونه ورکول چې وروسته بيا تجارانو همدا سندونه د طلاوو پر ځای يو پربل پلورل او پېرل چې په دې سره د کاغذي پيسو د رامنځته کولو مفکوره هم رامنځ ته شوه چې په پای کې يو شمېر هېوادونو په ګولډ سميث کې د طلاوو له خوندي وروسته د خپلې طلا په اندازه کاغذي پيسې چاپ کړې. . کرېډيټ پیسې؛ په اوسنۍ عصري نړۍ کې د پيسو يو نوی ډول هم رامنځته شو چې بانکي چک ورته ويل کېږي. چک هم د بانک نوټونو په څېر دنده تر سره کوي خو دا چې چک د يوې ځانګړې مودې له پوره کېدو وروسته د کارونې وړ نه وي او د يوې ټاکلې اندازې پیسو د تاديې لپاره کارول کېږي، ځکه نو چک ته بانکنوټ نشو ويلای. اوس مهال د پيسو د لويې کچې لېږد رالېږد لپاره چک او د کوچنيو معاملاتو د اداينې لپاره نغدې پيسې کارول کېږي. . نژدې پیسې ؛ د پيسو د رامنځته کېدو وروستۍ مرحله د تبادلې وړ اسنادو رامنځته کېدل دي چې د بيه لرونکو اسنادو، اسهامو، ونډو او نورو په نومونو سره يادېږي. دا چې ياد ډولونه د پيسو تر ټولو نژدې عوض دي ځکه نو ورته نژدې پيسې ويل کېږي. دا ډول پیسې سياله شتمني ګڼل کېږي او له همدې امله پيسې غيرقابل لمس شتمني ده او ملکيت يې يوازي د ثبت په کتاب کې په ليکلو سره له يوه شخص څخه بل شخص ته انتقالېدلای شي. د پیسيو جوړښت: پيسې په ټوله کې له دوو برخو جوړې دي، يوه برخه يې حقيقي ارزښت يا ترکيبي جوړښت ده او بله برخه يې اسمي يا ظاهري ارزښت ده. ترکيبي جوړښت: هغه طلا، نقره يا مس چې د بانک نوټونو د چاپولو په بدل کې د بک اپ تضمين په ډول اېښودل کېږي يا سکې ورڅخه جوړېږي، حقيقي ارزښت يا ترکيبي جوړښت ورته وايي. اسمي ياظاهري جوړښت: هغه مقدار چې د نوټ يا سکې پر مخ ليکل شوی او د تبادلې په وخت کې د يوه ځانګړي مقدار په حيث کارول کېږي، اسمي يا ظاهري جوړښت ورته وايي. د بېلګې په ډول کومه طلا چې د لسو افغانيو د نوټ يا سکې د جوړلو لپاره کارول شوې يا د تضمين په ډول ساتل شوې، حقيقي ارزښت او د لس افغانيو ارزښت ته چې يو نوټ يې لري، اسمي يا ظاهري جوړښت ويل کېږي. د کاغذي پيسو تر رامنځته کېدو وړاندې د حقيقي او اسمي ارزښتونو تر منځ کوم توپير نه وو خو دکاغذي پيسو اوسکو له رامنځته کېدو وروسته د حقيقي او اسمي ارزښتونو تر منځ توپير رامنځته شو تر څو له پيسو په ځانګړې توګه له سکو څخه د تجارتي موادو په توګه کاروانخېستل شي. ځکه نو مرکزي بانکونو د سکو په جوړښت کې پر طلا برسېره مس او سرپ هم ورګډ کړل او د هغوی اسمي ارزښت يې تر حقيقي ارزښت زيات وټاکه چې خلک ورڅخه يوازي د تبادلې د وسيلې په توګه واخېستلای شي، نه د طلا او نقرې په توګه. کاغذي پيسې او خيالي پيسې کاغذي پیسې هغه پيسو ته ويل کېږي چې په پوره توګه تضمين شوې او د غوښتنې پر مهال د بدلېدو وړ وي. لکه ټول عادي بانک نوټونه او سکې. خيالي پيسې: هغه پيسو ته ويل کېږي چې هيڅ تضمين ونلري او يوازي د حکومتي اعتبار درلودونکې وي. د غوښتنې پر مهال يې په بدل کې بهرني اسعار يا توکي د حکومت له لوري ورکول کېږي. قانوني او غيرقانوني اجباري او غيراجبارينوټونه قانوني اجباري نوټونه هغه نوټونه ته ويل کېږي چې هر شخص يې بايد د پېر اوپلور پر مهال وکاروي، لکه عادي بانک نوټونه. غيرقانونيغیراجباري نوټونه هغه دي چې هر شخص يې په تر لاسه کولو يا کارولوباندي اړ نه وي. لکه بانکي چيکونه چې يوازي هغه کسانو ته ورکول کېدای شي چې پخپله خوښه يې غوښتنه وکړي. د پيسو ځانګړتياوېخواص: په اوسني عصر کې اقتصاد پوهانو د پيسو لپاره يو شمېر معيارونه ټاکلي او هر هغه شی چې دا معيارونه پوره کړي، د پيسو په توګه کارول کېدای شي: . د ټولو خلکو له لوري د منلو وړ وي؛ هر شخص بايد د پيسو کارولو ته چمتو وي او په ورځنيو چارو کې يې د تبادلې د وسيلې په توګه ومني. طلا او نقره د پيسو تر ټولو غوره ډولونه دي چې په بېلابېل ډول کارېدای شي او ټول خلک يې د تبادلې د وسيلې په توګه مني. کاغذي پيسې هغه وخت ټولو ته د منلو وړ وي چې مرکزي بانک چاپ کړې او اجباري نوټونه وبلل شي. چک له دې امله پيسې نه بلل کېږي چې ټول خلک يې د پیسو په توګه نه مني. . د جريان وړ دوامدار وي؛ پيسې بايد د يوې مناسبې دورې لپاره د کارولو وړ وي. حيوانات او زړېدونکي اجسام ځکه پيسې نشي کېدای چې د جريان وړ او دوامدار نه دي. هغوی د يوې لنډې مودې لپاره پاتې کېدای شي او وروسته مړه کېږي يا تخريب او له منځه ځي. کاغذي پيسې که څه هم د ډېرې اوږدې مودې لپاره نشي کارول کېدای، خو بيا هم پيسې ګنل کېږي ځکه چې اجباري نوټونه دي. . د لېږد رالېږد وړ وي؛ پيسې بايد له يوه ځای څخه بل ځای ته د لېږد وړ وي. که يې ارزښت هرڅومره زيات هم وي، خو حجم يې بايد کم او په اسانۍ سره له يوه ځای څخه بل ځای ته او له يوه شخص څخه بل شخص ته د لېږد وړ وي. . په اسانۍ سره د پېژندلو وړ وي؛ پيسې بايد داسي شی وي چې هر شخص يې په ليدلو يا لمس کولو سره وپېژندلای شي. د سکو او بېلابېلو ارزښتونو لرونکو نوټونو څرګند او اسانه توپير د ښو پيسو بېلګه بلل کېږي. . په اسانۍ سره د وېش وړ وي؛ پيسې بايد لوی او کوچني نوټونه دواړه ولري او د اړتيا پر مهال يې غټ نوټونه په اسانۍ سره په وړو نوټونو تبادله کړل شي او د هر ډول بيو او قېمتونو لپاره پوره واحد لرونکې پيسې شتون ولري. . کميابه کم پيدا وي؛ پيسې بايد کميابه وي او په اسانۍ سره تر لاسه نکړای شي. . ثبات لرونکې وي؛ د پيسو قېمت او ارزښت بايد نسبتا ثابت وي او هره ورځ کښته او پورته نشي ځکه پيسې د ارزښت او قېمت د اندازه کولو وسيله ده. ځکه نو بايد پیسې تل ثابت ارزښت ولري. طلا او نقره د دې ځانګړتيا په درلودلو سره تر ټولو غوره پيسې کېدای شي خو حکومتونه هڅه کوي چې کاغذي پیسې وکاروي ځکه هغه ارزانه او اسانه چمتو کېږي. حکومتونه دکاغذي پيسو د ارزښت د ثابت ساتلو په موخه د پيسو عرضه کول کنټرولوي او د اړتيا پر مهال زياتې پيسې مارکېټ ته عرضه کوي او يا يې د عرضې مخه نيسي تر څو د پيسو ارزښت ثابت وساتي. . يوشان والی؛ د پيسو هر نوټ بايد له بل سره مساوي ارزښت ولري. د بېلګې په ډول د پنځوسو افغانيو ټول نوټونه بايد له مساوي ارزښت څخه برخمن وي، داسي نه چې يو نوټ لږ او بل ډېر ارزښت ولري. د پيسو دندېوظايف د پېسو دندې په څلورو بېلابېلو برخو کې تر بحث لاندې نېول کېږي: . اساسياصلي دندې: د تبادلې د وسيلې او د ارزشي واحد په توګه کارېدل د پيسو اصلي دندې ګڼل کېږي. ... د تبادلې د وسيلې په توګه: د پيسو دا دنده له مهمو او اساسي دندو څخه ګنل کېږي ځکه چې د دې دندې په اساس له پيسو څخه د منځګړي په توګه کاراخېستل کېږي او د معاملاتو پر مهال د دوه اړخيزه قناعت لامل ګرځي. دا چې په بارټر جنس په جنس تبادله سيسټم کې يوازي او يوازي د يوه ځانګړي جنس په وړاندي تبادله ترسره کېدای شوه، خو د پيسو له امله د بارټر سيسټم ناخوالې له منځه ولاړې او هر کس کولای شي د پيسو په مټ د خپلې خوښې وړ توليدات په هر ځای کې وپېري. د پيسو په وسيله موږ اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړې او کولای شو د نړۍ په هر ګوټ کې پېراو پلور، پانګونه او په مستقيمه او غيرمستقيمه توګه تجارت وکړو. ... د ارزشي واحد په توګه: د پیسو دويمه دنده د ارزشي واحد په توګه کارکول دي. په بارټر سيسټم کې موږ اړ وو چې د يوه جنس د ارزښت د ټاکلو لپاره د هغه اوږدوالی، پلنوالی، وزن او نورې ځانګړتياوې په پام کې ونيسو خو د پيسو په وسیله يو داسي معياري واحد رامنځته شو چې د هر جنس لپاره يو ځانګړی ارزښت پرې ټاکل کېدای شي. د پيسو په وسيله موږ د مڼو بيه د پيسو په شکل سره ټاکلای شو، پداسي حال کې چې په بارټر سيسټم کې مو بايد د مڼو بيه د مالټو په شکل سره ښوولې وای. پيسې همداراز د حسابي واحد په توګه هم کارول کېږي. د يوې کټګورۍ اړوند ټوله دارايي، ټوله پانګه، ټول عوايد، او ټول لګښتونه د پولي واحدونو په بڼه ښودلای شو. پيسې د حسابي واحد په توګه د اقتصادي ارزښتونو په حسابولو کې هم کارول کېږي. د بېلګې په ډول د قېمتونو، عوايدو، مصارفو، ګټې، زيان، ملي عوايدو، اقتصادي ودې او نورو برخو محاسبه هم په پولي ډول تر سره کېږي. . فرعي دندې: پيسې درې فرعي دندې ترسره کوي؛ د بېلابېلو اداينو معيار، د ارزښت خونديتوب، او د ارزښت انتقال .. پېسې د بېلابېلو اداينو تادياتو د معيار په توګه: د پيسو درېيمه دنده دا ده چې د بېلابېلو ځنډول شويو تادياتو د معيار په توګه کارول کېږي. پيسې اوسنۍ فعلي ارزښت له راتلونکي ارزښتونو سره وصلوي. ټول پورونه دپيسو په شکل اخېستل کېږي او بايد بېرته په هماغه کچه پيسې تاديه کړل شي. په بارټر سيسټم کې د جنس په پور کې بېرته بل جنس ورکول کېده خو ستونزه دا وه چې د داسي جنس پيدا کول چې له پخواني جنس سره سل سلنه مشابهت ولري، ناممکن وو، ځکه نو د پور د اداينې پر وخت ستونزې رامنځته کېدې او پورورکوونکی له زيان سره مخ کېدی، خو د پيسو په رامنځته کېدو سره دا ستونزه حل شوه. .. د ارزښت خونديتوب: د پيسو بله فرعي دنده د ارزښت خوندي کول دي. پيسې د بېلابېلو موخو له امله د اوږدې مودې لپاره ساتل کېږي. که څه هم د پيسو پر ځای نور اجناس هم د ډېرې مودې لپاره ساتل کېدای شي لکه طلا او نقره يا هم بېلابېل تجارتي توکي، خو د هغو پر ساتلو باندي د ګدام، استهلاک فرسايش، او نه سياليت لګښتونه راځي. پيسې د اجناسو په پرتله له کوم لګښت پرته ساتل کېدای شي او د اړتيا پر مهال په اساني په اصلي جنسونو بدلېدلای شي له سياليت څخه برخمنې دي. .. د ارزښت لېږد انتقال: له يوه شخص څخه بل ته او له يوه ځای څخه بل ځای ته د ارزښت لېږدول د پيسو بله فرعي دنده ګڼل کېږي. پيسې برسېره پردې چې ټولو خلکو ته د منلو وړ او د ارزښت ساتونکې دي، د ارزښت د لېږد دنده هم ترسره کوي. يو شخص کولای شي چې خپل تجارتي اموال په يوه ښار کې و پلوري او د نورو د پېرلو لپاره پيسې بل ښار ته ولېږدوي. . پېښکي دندې: .. پېسې د شتمنۍ د ټولو ډولونو په پرتله تر ټولو سياله شتمني: پيسې د اشخاصو او ادارو د شتمنيو د ټولو ډولونو تر ټولو سيال ډول دی. د اشخاصو او ادارو شتمني کېدای شي چې د نغدو پيسو، بانکي حساب، سپما، بيه لرونکو اسنادو، نوټونو، سکو، لنډ مهاله او اوږدمهاله دولتي سکوريټي او نورو په بڼه شتون ولري چې ټول سيال ژر تبادله کېدونکي دي، خو پيسې د تولو په پرتله ډېرې سيالې دي او ډېر ژر په پورتنيو شتمنيو بدلېدلای شي. .. پيسې د کريډيټ سيسټم پورونو د بنسټ په توګه: ټولي تجارتي معاملې په نغدو پيسو يا په پور کريډيټ سره ترسره کېږي. د پورونو لپاره د پيسو شتون اړين دی. تجارتي بانکونه د تجارانو کريډيټي معاملات هغه وخت اجرا کوي چې تجاران په خپلو بانکونو کې پيسې ولري. که پيسې نه وي، کريډيټي معاملات نشي ترسره کولای. .. د ملي عوايدو د اندازه کولو د وسيلې په توګه: د يوه هېواد د ټولو داخلي توليداتو ارزښت يوازي د پيسو په وسيله اندازه کېږي. .. پيسې همداراز د تصميم نيولو او د پيسو د مارکېټ او سرمايې د مارکېټ ترمنځ د توازن ساتلو د وسيلې په توګه هم دنده ترسره کوي. د پيسو ډولونه: پيسې د ترکيبي موادو او وسايلو له رويه پر دوه ډوله وېشل شوې دي، فلزي او کاغذي پيسې. . فلزي پيسې: هغه ډول پيسې دي چې له يوه ځانګړي فلز څخه جوړې شوې وي. لکه د طلا، نقرې او مسو سکې. فلزي پيسې پر درې ډوله دي: معياري پيسې، ټوکن پيسې، او سبسايډري پيسې ... معياري پيسې: اصلي پيسو ته ويل کېږي او پر څلور ډوله دي: د يوګونې فلزي پيسو سيسټم: هغه دي چې سکې له يوه فلز څخه جوړې شوې وي. د دوه ګونو فلزي پيسو سيسټم: هغه سيسټم دی چې سکې يې له طلا څخه جوړې شوې وي. د سپينوزرو يوګونی فلزي سيسټم: هغه دی چې سکې يې يوازي له سپينو زرو څخه جوړې شوې وي. بای ميټاليزم - : هغه سيسټم دی چې سکې يې له سپينو او سروزرو دواړو څخه جوړې شوې وي. .. ټوکن: هغه پيسې دي چې د اصلي پيسو پر ځای کارول کېږي او له سپکو او ټيټې بيه لرونکو فلزاتو څخه جوړې شوې وي. د دې ډول پيسو حقيقي ارزښت تر اسمي ارزښت کم دی. .. سبسايډري پيسې: هغه ډول پيسې دي چې د کوچنيو تادياتو په موخه جوړې شوې او له ارزانه فلزاتو څخه جوړې شوې وي. د امريکا په متحده ايالاتو کې دا ډول سکې له يو ډول ځانګړو کاغذونو څخه جوړې شوې دي. . کاغذي پيسې: هغه ډول پيسې دي چې له کاغذ څخه جوړې شوې وي او پر درې ډوله دي، استازولي کوونکې پيسې، د تبادلې وړ پيسې، او غيرقابل تبادله پيسې. .. استازولي کوونکې استازې پيسې: هغه ډول پيسې دي چې د حکومت له لوري يې د طلا او نقرې په بدل کې تضمين شوی وي. په لومړيو وختونو کې د قيمتي فلزاتو د ضايع کېدو او ورکېدو د مخنيوي په موخه کاغذي سکه رامنځته شوه چې وروسته بيا حکومتونو د کاغذي پيسو د چاپ لپاره طلا او نقره د تضمين په توګه اېښودلې. .. د تبادلې وړ پيسې: هغه ډول پيسې دي چې هر مهال په سکو او قيمتي فلزاتو د بدلېدلو وړ وي. .. غيرقابل تبادله پيسې: هغه ډول پيسې دي چې په سکو يا قيمتي فلزاتو د بدلېدو تضمين ونلري. د پيسو عرضه، تقاضا او مارکېټ پيسې هغه شتمني ده چې عام خلک يې د خپلو ورځنيو اړتياوو، کاروبار او تجارت لپاره ساتي او ترلاسه کوي. پيسې هم د شتمنۍ د نورو ډولونو په څېر عرضه، تقاضا او مارکېټ لري. د پيسو تقاضا د عام ولس له لورې کېږي، عرضه يې د حکومتونو او بانکي سيسټم له لوري کېږي او د پيسو مارکېټ له عرضه کوونکو او تقاضاکوونکو خلکو او حکومت څخه تشکيلېږي. د پيسو د تقاضا، عرضې اومارکېټ مطالعه له دې امله اړينه ده چې د تقاضا او عرضې زياتوالی او کموالی د قيمتونو، د سود کچې او عوايدو پر کچه باندي تاثير کوي. کله چې خلک د کاروبار او ورځنيو چارو د سمبالولو لپاره شتمني دارايي ساتي او د اړتيا پر مهال ورڅخه کار اخلي. د بېلګې په ډول ځيني کسان او ادارې د طبيعي پېښو لپاره خوراکي او نور اړين توکي ساتي خو يو شمېر نور يوه ټاکلې اندازه پيسې ساتي او د اړتيا پر مهال ورڅخه کار اخلي. همداراز د ټولو ورځنيو عادي او تجارتي کارونو د ودې او د ستونزو د حل په موخه خلک پرېکړه کوي چې د شتمنۍ کوم ډول له ځان سره ولري، پيسې که توکي او وسايل. همدا د شتمنۍ د ډول په اړه پرېکړه کول چې د شتمنۍ څومره برخه د پيسو په بڼه وساتو او څومره برخه د شتمنۍ د نورو ډولونو په بڼه وساتو، د پيسو تقاضا بلل کېږي. د پيسو او بانکداري مضمون د پيسو د تقاضا تيوري په ژور او علمي ډول څېړي او ټول هغه عوامل چې پيسو ته د خلکو د اړتيا او لېوالتيا لامل ګرځي، تر بحث لاندي نيسي. د دې موضوع د لاروښانتيا په موخه لازمه ده چې د پيسو د تقاضا فکټورونو او لاملونه تشرېح کړو. ولي خلک د پيسو تقاضا کوي؟ د پيسو د تقاضا عوامل په دوو ډولونو تشرېح شوي دي، کلاسيک تيوري او د کېنز تيوري. . د پيسو د تقاضا کلاسيک تيوري: د تقاضا کلاسيکه تيوري د پيسو په پخوانۍ مقداري کمي تيوري کې وړاندې شوې او دوې تګلارې لري، د فېشر نظريه او د کمبريج نظريه. د فيشر نظريه: د فيشر په اند خلک پيسو ته د معاملاتو لپاره اړتيالري. کومې پيسې چې خلک له ځان سره ساتي، يوازي ددې لپاره دي چې د تبادلې د وسيلې په توګه ورڅخه کارواخلي. ځکه نو د پیسو غوښتنه يوازي د معاملاتو لپاره وي او کچه يې د ټولو هغو معاملاتو له جملې څخه ټاکل کېږې، چې په يوه ټاکلې دوره کې ترسره شوې وي. د نوموړي په اند د پيسو د تقاضا کچه د پيسو د چلند په چټکتيا پوري هم اړه لري. يعني کله چې د پيسو د چلند کچه او چټکتيا زياته وي، ډېر معاملات صورت نيسي او د پيسو د تقاضا کچه هم ورسره زياتېږي يعني . د فيشر په نظريه کې د پيسو د تقاضا ميخانيکي اړخ تعريف شوی دی او نور هغه عوامل چې د پيسو پرتقاضا اغېز لري، په پام کې نه دي نيول شوي. : د پيسو تقاضا، : د يوې ټاکلې مودې په ترڅ کې د ترسره شويومعاملاتو مجموعه : د بيو قېمتونو کچه. د کېمبريج نظريه: د کيمبريج اقتصاد پوهانو د فيشر د نظريې پر خلاف د نغدو پيسو د توازن اړخ ته نظر کړی او ويلي يې دي چې خلک پيسې يوازي ددي لپاره نه ساتي چې په نورو اجناسو يې تبديل کړي، بلکه بېلابېل فکټورونه هڅوونکي خلک د پیسو ساتلو ته هڅوي. د دوی په اند د پيسو غوښتنه هغه څوک کوي چې اړتيا ورته لري، د بېلګې په توګه هغه څوک د کور تقاضا کوي چې کور نه لري او غواړي پکښې و اوسېږي، او هغه څوک چې د تجارتي موخو لپاره يې تقاضا کوي، اصلا تقاضا نه ګڼل کېږي. ځکه نو د دوی په اند د پيسو تقاضا په اصل کې د نغدو پيسو تقاضا ته ويل کېږي او لاندي عوامل د پيسو پر تقاضا تاثيراچوي: . معاملات: خلک د تجارتي معاملاتو لپاره نغدې پيسې ساتي چې د اړتيا پر مهال يې په اجناسو او خدماتو تبديل کړي. . احتياط: خلک پيسې په احتياطي ډول د ناوړه او غيرمترقبه پېښولپاره ساتي. . د معاملاتو او احتياطي ډول د پيسو ساتلو په نظر کې نيولو سره، د نغدو پيسو ساتل د خلکو په عايد او شتمني پوري اړه لري. شتمن خلک ډېر معاملات ترسره کوي،او ډېرې نغدې پيسې په احتیاطي ډول ساتي. . پرعوايدو او شتمنۍ برسېره، د پيسو تقاضا له سره هم تړاو لري. د سود نرخ، د حقيقي سرمايې او انفلاسيون هغه عوامل دي چې د شتمنۍ د نورو ډولونو په پر تله د پيسو د غوره کولو په صورت کې د اپورچونيټي کاسټ په توګه رامنځته کېږي. . د کمبريج نظريې د اقتصادپوهانو په اند نور عوامل چې د پيسو پر تقاضا تاثيرات اچوي، له اشخاصو عادتونه، د تادياتو سيسټم، د پيسو د عوضي توکو شتون، د نفوسو کثافت، د اطلاعاتو سيسټم، او داسي نورو څخه عبارت دي. د پورتنيو عواملو او فکټورونو له تشخيص وروسته، د کمبريج نظريې پوهانو د پيسو د تقاضا تابع په لاندي ډول وړاندې کړه چې د پيسو تقاضا، يو نسبت ، او د پيسو عوايد په نښه کوي. او يا د قېمت ثابت دی ځکه يې په اوږدمهال کې تغیر کوي. که ياده تابع د ساده والي په موخه د فېشر د تابع په بڼه وليکو، نو يوازي ته د معکوس قېمت ورکوو ترڅو تابع لاندي شکل ونيسي: . د کېنز تيوري کېنز په خپل مشهور کتاب کار، سود او پيسې ۱۹۳۶ کې د پيسو د تقاضا تيوري وړاندې کړه. د نوموړي په اند د پيسو تقاضا د پيسو د سياليت له امله رامنځته کېږي. په پيسو باندي د يوه جنس يا توکي د بدلېدو وړتیا ته سياليت وايي. کېنز په دې باور وو چې هرهغه جنس يا وسيله چې ډېر سيال وي، تقاضا يې هم زياته وي او دا چې پيسې د شتمنۍ د نورو ډولونو په پرتله ډېر سياليت لري، ځکه يې تقاضا هم زیاته ده. له همدې امله د کينز د پيسو د تقاضا تيوري د سياليت خوښونې د تيوري په نوم نومول شوې ده. کېنز د پيسو د تقاضا يا د سياليت خوښونې لپاره دې عمده لاملونه يا هڅوونکي په نښه کړل، لومړی د ورځنيو اړتياوو او معاملاتو ترسره کول، دویم د پېښو په وړاندي احتياطي تدبيرنيونه، او درېيم د . . د ورځنيومعاملاتو د ترسره کولو فکټور: دا چې پيسې د تبادلې وسيله ده، ځکه نو لومړنۍ اړتيا ور ته د ورځنيو تجارتي معاملو په برخه کې رامنځته کېږي. د هر شخص يا کاروبار عوايد په مقطعي او مصارف په دومدار شکل رامنځته کېږي. د ورځنيوستونزو د حل او د توليد ددوام په موخه اشخاص او توليدوونکي اړ دي چې هره ورځ پيسې مصرف کړي خو عوايد عموما په نامعلومو نېټو کې لاس ته راځي، لکه په اونۍ کې يو ځل، په دوو اونيو کې يوځل او يا هم په مياشت کې يو ځل. ځکه نو مصارف د عوايدو په پرتله زيات او دوامدار وي او اشخاص او شرکتونه د معاملاتو د تداوم په موخه هر وخت نغدو پيسو ته اړتيا لري. کېنز د معاملاتي فکټور په بحث کې دوه نور فرعي فکټورونه هم څېړلي چې له ترکيب څخه يې معاملاتي فکټور رامنځته کېږي. دا فکټورونه له د عوايدو فکټور او د کاروبار فکټور څخه عبارت دي. ... د عوايدو فکټور: دا فکټور په کورنيو پوري تړاو لري. کورنۍ اړې دي چې د خپلو عوايدو د ترلاسه کولو تر وخته پوري د ورځنيو اړتياوو د رفع کولو په موخه يوه اندازه پيسې وساتي. ... د کاروبار فکټور: کاروباري ټولنه د خپلو ورځنيو مصارفو د پوره کولو موخه نغدو پيسو ته اړتيا لري. د بېلګې په ډول معاشات، د خامو موادو خريداري کول، ټرانسپورت، او داسي نور چې که چېري د عوايدو دترلاسه کولو ترنېټې پوري انتظار کوي، معاملات يې په ټپه درېږي. همدا لامل دی چې د عوايدو او مصارفو تر منځ يو زماني شکسته ګي لېرې والی رامنځته کېږي. پورتنيو توضېحاتو ته په کتو سره ويلای شو چې د اشخاصو او ټولنې د عوايدو راغونډول او د مصارفو تادیات د ټولنې د اساسي اداري قوانينو او رواجونو تر مستقيم تاثیر لاندي دي، ځکه نو معاملاتي فکټور د شخصي عايد او تجارتي ګټې تابع دی، او د سود بيه په دې تابع کې هيڅ رول نلري. او يا د پيسو تقاضا د معاملاتو لپاره، د پيسو هغه ثابته اندازه چې د عوايدو او مصارفو تر منځ د لېرې والي له امله يې ټولنه د پيسو په بڼه ساتل غواړي. او د پيسو له عوايدوڅخه عبارت دی. دا چې د عوايدو په راټولولو کې عموما د اداري طی مراحل کولو، ټکنالوژيکي وسايلو اونورو عواملو له امله ځنډ رامنځته کېږي او دا عوامل په لنډ مهال کې له منځه نشي وړل کېدلای، ځکه نو د قېمت ثابت دی. . د احتياطي تدابيرو د نيولو لپاره د پيسو تقاضا: له تجارتي معاملو پرته هم خلک د غيرمترقبه، طبيعي او تخنيکي پېښو او ستونزو درامنځته کېدو لپاره يوه اندازه پيسې ساتي. د اشخاصو لپاره ناروغي، ترافيکي پېښې، بېکاري او داسي نور عوامل د پيسو د تقاضا لامل ګرځي. د پيسو د تقاضا دا فکټور د آينده مستقبل د نا باوري توب له پر اساس رامنځته کېږي. : احتياطي تدابيرو فکټور، ثابت، او له عايد څخه عبارت دی. بايد يادونه وشي چې دا فکټور هم د سود له بيې سره هيڅ تړاونلري. او يا په لنډه توګه کېنز هغو پيسو ته چې د معاملاتي او احتياطي فکټورونو په اساس ساتل کېږي، اکټيف بېلانس وبلل. ځکه نو د اکټيف بېلانس تقاضا د عوايدو ثابته تابع ګڼل کېږي او په لاندي ډول ليکل کېږي: . د خياليآينده عوايدو فکټور : کېنز د لومړي ځل لپاره د پيسو د تقاضا په فکټورونو کې يو بل فکټور هم ور زيات کړ چې همدا د خياليآينده عوايدو لپاره د پيسو د تقاضا فکټور بلل کېږي. . کلاسيک اقتصاد پوهان په دې اند وو چې خلک يوازي د معاملاتي او احتياطي فکټورونو له امله پيسې ساتي، خو کېنز د دوی له نظريې څخه نور هم وړاندې ولاړ او د خيالي پيسو يا خيالي فکټور په ور زياتولو سره يې هغه پيسې چې خلک يې پر پورتنيو دوو فکټورونو برسېره د احتمالي ګټې په موخه له ځان سره ساتي. د پيسو د تقاضا هغه فکټور چې خلک دآينده وخت لپاره د اسهامو او سيکيوريټي له پېر اوپلور څخه د ګټې اخېستنې په منظور د پيسو ساتلو ته هڅوي، خيالي فکټور ګڼل کېږي. دا فکټورد اسهامو او سود له بيو سره مستقيم تړاو لري. کله چې خلک د راتلونکي لپاره پيسې ساتي، دوی پرېکړه کوي چې خپله شتمني د پيسو او که د اسهامو په بڼه وساتي، دوی د سود اوسنۍ بيه له راتلونکې احتمالي بيې سره مقايسه کوي او دهغې پر اساس پرېکړه کوي. کله چې د سود بيه ټيټه وي د اسهامو بيې لوړې وي او تمه کېږي چې په راتلونکې کې دسود بيه لوړېږي د اسهامو بيې ټيټيږي، د خياليآينده فکټور پر اساس د پیسو تقاضا زياتېږي او خلک هڅه کوي چې نغدې پيسې وساتي او په راتلونکې کې کله چې د ونډو بيې ټيټېږي او د سود بيه لوړېږي، دوی خپلې پيسې په سود ورکوي. د پيسوعرضه : هر هغه شی چې خلک يې د تادياتو لپاره کاروي او د پيسو په توګه يې مني، پيسې بلل کېږي. د پېړيو په اوږدو کې له سروزرو نېولې تر کاغذي بانکنوټونو او بانکي چيکونو پوري بېلابېلو توکو د پیسودنده ترسره کړې ده. له دې امله د پیسو هيڅ يو تعريف په دقيق ډول نشي ويلای چې کوم شيان توکي پيسې بلل کېږي او کوم شيان نه بلل کېږي. ځکه نو لازمه ده چې د پيسو د تعينولو او اندازه کولو لپاره ځانګړی تعريف ولرو. په همدې اساس د افغانستان بانک په دې اړه بېلابېلې څېړنې کړې او د پيسو د پېژندلو او اندازه کولو لپاره يې دوه تعريفونه رامنځته کړي دي. دا چې د بېلابېلو مالي او پولي توکو منځته راتګ دا چاره ډېره سخته کړېده، او له بل لوري په افغانستان کې لا تر اوسه ياد نوښتونه ندي پلي شوي، ځکه نو د نړۍ د نورو هېوادونو په خلاف، د افغانستان مرکزي بانک د پيسو لپاره يوازي دوه تعريفه کړي دي. لومړی: يا د افغانستان بانک د پيسو لومړی تعريف: د پیسو دا تعريف درې برخې په بر کې نيسي چې په مټ يې د افغانستان بانک د ټولو موجودو پيسو مجموعه عرضه اټکل کېږي. . ټولې غير بانکي پيسې بانکنوټونه او فلزي سکې، دا هغه پيسې دي چې له بانکونو څخه بهر د تجارتي او شخصي کارونو لپاره کارول کېږي او له خلکو او سازمانونوشرکتونو سره نغدې پرتې وي يا هره ورځ تبادله کېږي. د بېلګې په ډول هغه پیسې چې خلک يې د ورځنيو اړتياوو لپاره په جېبونو يا د دوکانونو په دخلونو کې لري. د دې پيسو د اندازه کولو لپاره مرکزي بانک په لاندي ډول محاسبه کوي: ټولې موجودې پیسې نوې چاپ شوې پيسې ـ فرسايش شوې پيسې هغه پیسې چې د بانکونو په الماريو او ګدامو کې د ذخيرې په ډول ساتل شوې دي او د تجارتي فعاليتونو لپاره نه کارول کېږي. . ټولې هغه بانکي پيسې چې په بانکونو تجارتي بانکونو کې دي او د چيک په وسيله د انتقال وړ وي. ټولې هغه بانکي پيسې چې سمدلاسه په بانکنوټونو بدلېدلای شي او له بانکي حسابونو څخه را اېستل کېدای شي لکه جاري حسابونه، د سپماحسابونه، دايمي حسابونه، توزېع کړل شوي چيکونه، د پيسې، .... . ټول هغه بانکي حسابونه چې د غوښتنې پر مهال سمدلاسه په نغدو پيسو بدلېدلای شي او مخکې له مخکې خبرتيا ته اړتيا ونلري. هغه بانکي حسابونه چې د قرارداد پر اساس بايد د اوږدې مودې لپاره پیسې پکښې پرتې وي او د را ايستلو لپاره يې بايد مخکې له مخکې مثلا درې مياشتې مخکې خبرتيا اړينه وي، په کې نه راځي ځکه د اړتيا پرمهال په لنډه موده کې په نغدو پیسو نشي بدلېدلای. په لنډه توګه د پيسو لومړنی تعريف چې ورته ويل کېږي، په لاندې ډول ليکلای شو: د پیسو دوهم تعريف : د پيسو دا تعريف د لومړني تعريف په پرتله پراخ مفهوم لري او پر پورتنيو پيسو برسېره يو شمېر هغه توکي او حسابونه چې پيسې ندي خو د پيسو په څېر دنده ترسره کولای شي او د اړتیا پر مهال ژر په پيسو بدلېدلای شي، هم په بر کې نيسي. دا تعريف له دوو برخو جوړ دی: . چې پورته تشرېح شو. . نور پولي حسابونه چې او په بر کې نيسي. : هغه حسابونه دي چې د يوې ټاکلې مودې لپاره د سودګټې او سرمايه ګذارۍ لپاره پکښې پيسې ساتل کېږي. لکه په کوچنيو پانګه اچونو او پور ورکولو کې او د پيسو د اېستلو لپاره يې بايد د قرارداد پر اساس د ټاکل شوې مودې مخکې خبر ورکول شي. د ټاکل شوې مودې څخه مخکې د پيسو د اېستلو په صورت کې جرمانه يا اضافي ټيکس ورڅخه اخېستل کېږي. : د سپما هغه حسابونه دي چې په پیسو د بدلولو لپاره يې مخکې له مخکې خبرتيا ته اړتيا نه لري. يادونه په کې ټول هغه حسابونه راځي چې تر سل زره امريکايي ډالر زياتې پيسې پکښې وي او د پيسو دې ډول ته په افغانستان کې وايي. په ګڼ شمېر هېوادونو کې د پیسو تعريف تر دې هم پراخ شوی او د هماغه هېوادونو د مالي او پولي توکو د شتون او کارونې مطابق او حتی هم رامنځته شوي دي، خو دا چې په افغانستان کې پيسو ته ورته مالي او پولي توکي تر اوسه کم دي او ډېر نه کارول کېږي، ځکه نو يوازي په همدې دوو تعريفونو بسنه شوې ده. په مجموع کې د افغانستان مرکزي بانک د پیسو د مقدار ټاکلو لپاره له او څخه کار اخلي. وټه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B3%D8%AD%D8%A7%D9%82%20%D9%86%D9%86%DA%AF%D9%8A%D8%A7%D9%84
اسحاق ننگيال
اسحاق ننگيال ۱۳۳۵ ل کال، د لغمان ولايت - ۱۳۷۷ ل د غويي ۸، پېښور د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر وو. مخينه اسحاق ننگيال پر ۱۳۳۵ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولايت د الينگار ولسوالۍ په بسرام کلي کې زیږېدلی دی. د پلار نوم یې محمد یوسف دی. زده کړې لومړی یې د لغمان ولایت په روښان لیسه کې زده کړې تر سر کړې..له ۱۳۵۳ څخه تر ۱۳۵۵ کال پوری په کابل کی د پولیسو په اکاډمۍ کې په زده کړو بوخت و، او له فراغت وروسته دهمدغې اکاډمې تدریسی غړی شو. دندې ژورنالیستیک کار یې د څارندوي مجله کی پیل کړ او ډیر کلونه ییورته په پیام ورځپاڼه کی دوام ورکړ. دلته یی هم د پوځی خبریال دنده ترسره کړه او هم یی زیاته موده په مستقیم ډول د دی ورځپاڼی د ادبي پاڼې د خپریدو مسولیت تر غاړې وو. ننگیال د یوی لنډی مودی لپاره د افغانستان د لیکوالو ټولنی د ژوندون مجلی د مسوول مدیریت دنده هم تر سره کړه د یوی لنډي مودی لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شعر او ادب د اداری مسوول وو. په کابل کی د تنطیمی اداری له سقوط نه وروسته وروسته پیښور ته لاړ او هلته یی د افغانستان لپاره د بی بی سی رادیو د تعلیمی خپرونو په پروژه کی کارپیل کړ، چی د ژوند تر پایه پوری په همدغه اداره کی په خدمت بوخت و. اسحاق ننگیال، له ۱۳۵۰ لیږدیز لمریز کال راهیسې په شاعرۍ پیل کړی دی. په خپل ادبی ژوند کی یی یو شمیر جایزی گټلی دی.؛ښه به وی چې دلته ئې اثار هم معرفي شي چاپ شوي آثار له اروا ښاد اسحاق ننگیال څخه دغه آثار راپاتی دی : ډالې د شعر لومړنی مجموعه کابل، د ۱۳۶۳ کال چاپ سپیره ډاکونه او غوړیدلی بزغلی د شعر دویمه مجموعه کابل، د۱۳۶۵ کال چاپ هغه شیبی هغه کلونه د شعر دریمه مجموعه کابل، ۱۳۶۵ کال چاپ څاڅکی ... څاڅکی دشعر څلورمه مجموعه کابل، د۱۳۶۸ کال چاپ مړينه اسحاق ننگیال د ۱۳۷۷ لمریز کال د ثور د میاشتی په اتمه د ۱۹۹۸ میلادی کال د اپریل په ۲۸ د سه شنبې په ورځ د ۴۲ کالو په عمر د زړه د دریدو له امله د پیښور په خیبر روغتون کې له نړۍ سترگې پټې کړې او د لغمان د الینگار په بسرام کې په خپله پلرنۍ هدیره کی خاورته و سپارل شو. سرچينې سيندونه هم مري، د محمد اسمعيل يون راټولونه او غوراوی، د ۱۳۸۷ لمريز کال دویم چاپ، ۳۲ مخ. پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%A7%D8%B3%D9%85%D8%A7%D8%B9%D9%8A%D9%84%20%D8%A7%DA%93%D9%85%20%D9%BE%D8%AA%D9%8A%D8%A7%D8%B1
محمد اسماعيل اړم پتيار
محمد اسماعيل اړم پتيار يو افغان شاعر او سندرغاړی دی. چاپ شوي اثار پر تا څه تېر شول وطنه د شهيد پيغام مظلوم او زمانه د كيږدۍ کوچۍ شپږ سوه ټپيزې پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A2%D8%AE%D9%88%D9%86%20%D8%AF%D8%B1%D9%88%DB%90%D8%B2%D9%87
آخون دروېزه
د آخون دروېزه اصل نوم عبدالله وو او لقب يې آخون دروېزه دی معروف په الله داد، په خټه د پلار له خوا تاجک يا ترک او د مور له خوا پښتون، مشهور ديني او روحاني عالم و، او د پښتو ژبې د ادب په تاريخ کې د نيم عروضي نثر له موسسينو څخه گڼل شوی دی او په پښتو کې ډېر شهرت لري خو څنگه چې نيم عروضي نثر تر ده دمخه پير روښان منځ ته رايستلی نو ځکه آخون دروېزه بايد د هغه سبک پيرو وبللای شي نه موسس. د پلار نوم يې گدايي د نيکه نوم يې سعدي د ورنيکه نوم يې احمد د غورنيکه نوم يې مته معروف په درغان و چې هغه بيا د جيون زوی او د جنتی لمسی و، دی د خپل دی نيکه په باب ليکي چې انساب او از قدما برانند که به مردم ترک باز مېگردد. د افغانستان نوميالي افغاني ليکوال پښتانه ليکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%A8%D9%88%20%D8%AD%D9%86%D9%8A%D9%81%D9%87%20%28%D8%A7%D9%85%D8%A7%D9%85%20%D8%A7%D8%B9%D8%B8%D9%85%29
ابو حنيفه (امام اعظم)
امام اعظم ابو حنيفه نعمان کابلي الاصل د ثابت زوی د زوطی لمسی او د ماه کړوسی او د اهل سنت او جماعت له څلورو امامانو څخه يو ستر امام او د اسلامي مشهور تشريعي حنيفي مذهب موسس و چې دا مذهب تر اوسه د ده په نامه يادېږي او په دُنيا کې تر نيمو زيات مسلمانان په همدې مذهب دي. مخينه امام اعظم په اصل کې د کابل او د هغه د اصل په باب په ډېرو تاريخي ماخذ تذکرو او مناقبو کې راغلی دی. د امام اعظم نيکه زوطي د کابل د پروان د سيمې د خواجه سياران يا د استرغچ د کلي و چې له کابله بيا کوفې ته تللی دی خو د ده د تگ په باب کې دده روايتونه شته يو دا چې تر اسلام راوړلو وروسته پخپل شوق د اسلام د پېشوايانو د ليدلو لپاره يې کوفې ته چې د اسلامي خدمت مرکز و هجرت کړی دی او بل دا چې وايي د عربو له خوا د کابل د فتح په وخت کې د تيم الله بن ثعلبه د قبيلې د يو چا په لاس کښېوتلی او د مريي په توگه يې له ځانه سره بيولی و خو ابوبکر خطيب په خپل تاريخ بغداد کې چې اسماعيل د حماد ځوی او د امام اعظم لمسی و وييلي چې: زما په خدای قسم دی چې زموږ کورنۍ ته هېڅوخت مريتوب لاره نه ده موندلې، نيکه مې په ۸۰ هـ کال کې زېږدلی او ورنيکه مې ثابت په کوچنيوالي کې د علي بن ابي طالب کرم الله وجهه په حضور مشرف شوی او حضرت علي ورته د خير دعا کړې ده. شيخ ابوزهر په خپل کتاب ابوحنيفه کې ليکي: ممکنه ده چې زوطي د ده د سيمې د فتح په وخت کې بندي شوی وي خو څنگه چې د خپلې سيمې له غټانو څخه و، نو مسلمانانو به دده سره د يوه بندي رويه نه وي کړې، څو چې له يوې خوا يې دده عزت او پت پرځای کړی وي او له بلې خوا يې دده د خپلوانو علاقه او مينه ځانو ته وراړولي وي، ځکه نو دده کړوسی حق لري چې د مريتوب له نسبته خپله کورنۍ مبر اوگڼي. زېږون او زده کړې وييل کېږي چې د ثابت پلار د امام اعظم نيکه د خراسان د خلکو په دود د نوروز يا مهرگان په ورځ حضرت علي ته پالوده وروړې وه حضرت علي يې هديه منلې او ورته وييلي يې وه چې: زموږ هره ورځ نوروز دی یا زموږ هره ورځ مهرگان دی. ثابت څلوېښت کلن و چې امام اعظم په ۶۸۰ - ۶۹۹ زېږيز کال کې په کوفه کې وزېږېد او څو چې زلميتوب ته رسېده د پلار غوندې د خز په سوداگرۍ بوخت و، خو په زلميتوب کې يې د علومو زده کړې ته ملا وتړله. ځني مورخان ليکي چې امام اعظم په کوچنيوالي کې ځکه د علومو د زده کړې څخه ليرې پاته و چې دده د کوچنيوالي زمانه يوه خورا له آشوبه ډکه زمانه وه، او د حجاج بن يوسف له لاسه چې د خليفه عبدالملک له خوا د عراق حکمران و، هرې خوا ته د ظلم اور بل او د ستم قيامت جوړ و په تېره بيا چې د حجاج سفاکي او بې باکي زياتره د علم او فضل خاوندانو ته متوجه وه. څو چې په ۹۵ هـ کې حجاج مړ شو او په ۹۶ هـ کال کې وليد هم له دُنيا ولاړ او د هغه پر ځای سليمان بن عبدالملک خليفه شو چې د مورخانو په قول د بني اُميه له خورا ښو خليفه گانو څخه و او دده د خلافت په دوره کې درس او تدريس بيا ځلانده رونق پيدا کړ او د خلکو زياته پاملرنه بيا د علومو او فنونو وخوا ته واوښته. امام اعظم نعمان بن ثابت بن زوتا، چې په خپل کنیت سره ابو حنیفه سره ښه پېژندل کېده، په ۷۶۷ز کال چې له ۸۰هجري سپوږمیز کال سره سمون خوري، د کوفې ښار کې وزېږېد. دا امام د حنفي فقهی ښوونځي بنسټ اېښودونکې دۍ. دا رنگه امام صېب یو له نامتو تابعینو له صحابه ؤ څخه وروستنې نسل څخه ؤ، ځکه ده په خپل ژوند کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه ؤ لکه امام مالک بن انس او داسې نور سره لیدلي ول، او له هغوي څخه یې سپېڅلی احادیث هم اورېدلی ول. زېږېدنه، نوم او کوشنیتوب امام ابو حنيفه رحمه الله عليه وسلم په ۸۰ هجري چې له ۶۹۹زېږيز کال سره سمون خوري په کوفه کې زېږېدلې. کوفه په هغه وخت کې د علم او پوهې مرکز ؤ، امام صېب به تل د فقهيانو او سپېڅليو حديثو حلقو ته حاضرېدو. د قرآن کريم له حفظ څخه وروسته امام صېب په کوفه کې له خپل پلار سره د سوداگرۍ په کاروبار بوخت ؤ. له سوداگرۍ سره سره به يې د وخت پوهانو مجلسونو ته هم سروښکاره کاوه. کله چې د امام عامر الشعبي نظر پېرې ولگېده، نو هغه ورته نصيحت وکړ ترڅو علم او پوهې ته مخه کړي، ځکه امام عامر رحمه الله په امام صېب کې د نبوغ، ذکاوت، د عقل پوخوالې او د هوښيارۍ نښې له ورايه وليدې نو ځکه يې دې ده وهڅاوه ترڅو د پوهانو ديني حلقو ته مخه کړي، هماغه ؤ چې امام صېب د نوموړي عالم خبره سرپه سترگو ومنله او خپله د سوداگرۍ کار يې پرېښود او علم ترلاسه کولو پسې ووت. امام صېب سپېڅلي احاديث روايت کړل، عربي ژبه او ادب يې پوره زده کړل، او وروسته لدې يې د کلام علم ترلاسه کړ تردې چې پدې علم کې لوړې پوړۍ ته ورسېد او د بې لارو ډلو له سرخېلو سره به يې په عقيدوي مسائلو کې مجادلې او مباحثې کولې چې تل به پکې بريالې راووت. څه موده وروسته يې فقهې ته مخه کړه او د حماد بن ابي سليمان په حلقه کې ورگډ شو ان تردې چې ۱۸کاله يې ورسره تېر کړل. امام صېب د به هرکال د حج فريضه ترسره کوله آن تردې چې ځينې پوهان وايي چې امام صېب ۵۵ځله د حج فريضه ادا کړې وه. د امام صېب دا سفرونه هغه دې ده ته اړ کړ چې د بېت الله الحرام او نبوي مسجد له فقهاؤ پوهانو سره وگوري او د هغوي له پوهو څخه برخمن شي، له هغوي څخه نبوي احاديث ترلاسه کړي، فقهي مسائل ترې وپوښتي، او د هغوي له درس او تدريس څخه گټه پورته کړي، پدې ډله کې چې هغه له چا سره کتلي او د هغوي له پوهې څخه يې گټه اخيستې نوموړې تابعي عامر الشعبي ۱۰۳هجري- ۷۲۱ز مړ، عکرمه مولى ابن عباس ۱۰۵هـ- ۷۲۳ز مړ، نافع مولىبن عمر ۱۱۷هـ - ۷۲۵ز مړ او زېد بن علي زېن العابدين ۱۲۲هـ - ۷۴۰ز مړ دي. ځيني پوهان د امام صېب ښوونکي آن تر ۴ زرو پورې رسوي، امام صېب له تابعينو څخه ؤ، هغه پدې مانا چې ده په خپل ژوند کې د پېغمبر صلى الله عليه وسلم له سپېڅلو اصحابو سره کتنې شوي او د هغوي له ويناؤ څخه يې گټه ترلاسه کړې، له هغوي څخه يې مبارک احاديث روايت کړي، لکه انس بن مالک، عبدالله بن ابي اوفىو سهل بن سعد او ابو الطفيل عامر بن وائله رضي الله عنهم. ۶۹۹ ۷۶۷ ۸۰ ۱۴۸ . - - . . ۴۰ . - - . - - . - . . . . د تابعی په توگه ۶۷ . ۹۳ ۱۰۰ ۲۰ . . ۲۰ . . لومړنې ژوند او زده کړه . . . . . . . . . ۹۵ ۹۶ . . - . ۷۲۲ - . -. . . . . . . ځواني ۷۶۳ - . - - . - . - . . . . .۸۶ - . .۲۶۸-۲۷۰. . ۷۶۷ . ۵۰٬۰۰۰ . د نبي علیه السلام وړاندوینه د امام ابو حنیفه رحمه الله روزنه چې په کوم پیر کې وشوه، په هغه وخت کې زیاتره فقها موالی ول.د هغوی د نسب لړۍ دومره لوړه نه وه، مگر څښتن تعالی هغوی ته د پوهې لوړه مرتبه ورکړې وه، چې له نسب څخه ډېره سپېڅلې، تل پرمختگ کوونکې او ډېر وخته پورې پاتې کېدونکې نعمت خاوندان شول. د نبی علیه السلام دا دعا چې ډېر زر به پوهه د عجمو ته ور انتقال شي، په زبات ورسېده. که څه هم چې طبراني او شېرازي دا روایت کړې، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: که چېرې د دین مقام هرڅومره هم لوړ شي، نو د پارس خلک به یې د ترلاسه کولو څخه شاته پاتې نه شي. په کومو کتابونو کې چې ددې حدیث یادونه شوې، الفاظ یې مختلف دي، مگر د مانا له مخې سره یو دي. د علي کرم الله وجهه دعا روایت کېږي، چې علي کرم الله وجهه د امام اعظم علیه رحمه الله پلار او د هغه اولادې ته د خیر او برکت دعا کړې وه، نو له دې خبرې څخه دا خبره په زبات ورسېده، چې د امام صېب پلار مسلمان ؤ، او د امام صېب زوکړه هم په یوه مسلمانه او متدینه کورنۍ کې شوې وه. په تاریخي کتابونو کې ددې خبرې یادونه شوې چې: د امام صېب پلار ثابت په مسلمانه کورنۍ کې وزېږېد، او د امام صېب پالنه هم په یوه مسلمانه کورنۍ کې وشوه. د خپل ښوونکي ځاېناسته: کله چې د امام صېب ښوونکې حماد بن ابي سليمان ومړ نو د هغه د حلقې په گدۍ امام ابي حنيفه رحمه الله کېناست، چې پدې وخت کې د امام صېب عمر ۴۰ کاله ؤ. امام صېب د يوه ځانگړې لارې درلودونکې ؤ، هغه مسائل او ستونزې چې په حلقه کې به خلکو دده مخې ته وړاندې کولې په يو ځانگړې انداز او طريقه حلولې، دا مسئلې به يې سمدلاسه خپله نه حوارولې، بلکه په حلقه کې به يې له ناستو خلکو څخه وپوښته، ترڅو د ټولو نظر ترلاسه کړي، بيا به امام صېب ددوي رائى سره راټولې او د هغوي له رايو څخه به يې په گډه يوه رايه د ټولو په خوښه راخپله کړه. امام صېب د ډېر مال خاوند ؤ، ډېر زده کوونکو به يې دا توان نه درلودو ترڅو خپلو درسونو ته دوام ورکړي نو امام صېب به ددوي نفقه په خپله غاړه اخيسته او د هغوي لپاره به يې يوه اندازه پېسې له خپل جېب څخه وټاکلې ترڅو هغوي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. لکه څرنگه چې ددې مذهب يو نوموړي امام ابو يوسف سرپرستي کول او د هغه جېب خرڅ ورکول. امام يوسف رحمه الله پدې اړه داسې وايي: امام صېب زما او زما د کورنۍ پوره ۲۰ کاله د مذهب اصول يې د امام صېب مذهب په کوفه کې راوټوکېد، او دد په لاسو د حنفي مذهب اصول جوړ شول، او ښائسته يې کړل لکه څرنگه چې په خپله وېنا کې وايي: په تحقيق سره زه د الله د کتاب څخه مسئلې حواروم، که چېرې په قرآن کې مې پېدا نکړې، نو بيا مې نبوي احاديث رااخيستي دي، که چېرې په هغې کې مې هم پېدا نکړه، نو بيا مې د اصحابو څخه ، بيا ددوي له قول څخه بهر د بل چا قول ته نه وځم، کله چې خبره ابراهيم، شعبي، حسن، ابن سيرين او سعيد بن المسيب ته ورسېده نو بيا زما خوښه چې کوښښ وکړم، لکه څرنگه چې دوي کوښښ کړې ؤ. او دا په رښتيا سره هغه اصول دي چې نور اماما يې هم متابعت کوي. لومړې د څښتن تعالى په کتاب، بيا نبوي احاديثو ته رجوع کوي. د حنفي مذهب خپرېدل د اما ابو حنيفه مذهب په مختلفو ملکونو کې خپور شو چې د نړۍ ۷۰ په سلو کې د همدې مذهب پېروان دي، ددې مذهب په خپرولو کې د امام ابو يوسف رحمه الله لوى لاس ؤ، ځکه هغه د عباسي خلافت قاضي القضات ؤ، پدې خلافت کې حنفي مذهب رسمي بڼه درلوده. همدارنگه د سلجوقيانو، غزنويانو، عثماني خلافت او داسې نورو حکومتونو لخوا رسمي پېژندل شوې مذهب ؤ. ددې مذهب زياتره پېروان په عراق، مصر، شام، يمن، افغانسان، مرکزي اسيا هېوادونه، هند،، پاکستان، چين او داسې نور دي. نوموړي زده کوونکي يې: امام ابو يوسف، زُفر، حسن بن زياد، او امام محمد بن الحسن الشيباني ليکلي اثار الفقه الاکبر: دا کتاب يې په علم کلام کې ليکلې، پدې کتاب کې د الله تعالى د صفاتو، تقدير، خېر او شر من الله زبات ته رسولو څخه بحث کړې دى. المسند: دا کتاب د نبوي احاديثو په اړه دى، چې امام سيوطي رحمه الله پرې شرحه ليکلې ده او په التعليقه المنيفه علۍ مسند ابي حنيفه يې نومولې دى. کتاب الاثار - د ۷۰۰۰۰زره سپېڅلو احادیثو ټولگه -- - جامع المسانید کتاب الرد علی القدریه مړينه الله تعالى د امام ابو حنيفه رحمه الله په عمر کې برکت اچولې ؤ، د عباسي خليفه منصور له اړخه د قاضي القضاه د وظيفي په نه منلو سره په زندان کې واچلول شو چې هلته د ۷۰ کالو په عمر د جمادي الاول په ۱۱مه، په ۱۵۰هجري کال چې د ۷۶۷زېږيز کال جون د مياشتې له ۱۴مې نيټې سره سمون خوري لدې فاني نړۍ سترگې پټې کړى. د امام ابو حنيفه رحمه الله فقهي اصول دا حقيقت د هېڅ دليل محتاج ندې، چې د اسلام فقهاء ؤ او مجتهدينو د دين د ښوونکيو په توگه د مسلمان امت لپاره د قدر وړ خدمت کړې، دوي د راتلونکيو فقهي مسائلو د احکامو مالومولو لپاره علمي بحث او څېړنې کړي، او د اجتهاد او استنباط له لارې يې ددې مسئلو احکام ترلاسه کړي دي. ددوي ددې کوښښ او څېړنو ټول اسلامي امت پوروړې او منونکې دى، له الله څخه ورته د اجر غوښتونکي دي. دا خبره بايد په پام کې ولرو چې ددې امامانو علمي او فقهي څېړنو ته يو خپلواک مذهب نه بلکه د قرآن او سنتو تعبيرکوونکو او تشرېح کوونکو حيثيت ترلاسه دى. ددې فقهاؤ فقهي اختلاف د امت د يووالي منافي ندى،بلکه دا د شريعت له محاسنو څخه دي. پدې اړه قاضي ابن العربي داسې وايي: د ائمه ؤ فروعي اختلاف د شريعت په ښو کې شامل دى. نو موږ بايد د مجتهدينو اجتهادي رايو ته متوازي مذاهبو حيثيت ورنکړو، او نه هم لدې رايو څخه ډله ډلبندي او عصبيت ذريعه جوړه کړو. بلکه ددوي اختلاف يواځې يو اختلاف وگڼو. د اسلام ټول فقهاء او مجتهدين د درناوي وړ دي، او ددوي د احوالو او اثارو يادونه د برکت او نېکمرغۍ سبب گرځي. د فقهې حقيقت امام ابو حنيفه رحمه الله نه يواځې يو فقهي ؤ، بلکه د ټولو فقهاؤ امام هم ؤ، د هر فقهي يو څه اصول وي، چې دا اصول د خپلې څېړنې او تحقيق په دوران کې کارول کېږي. د امام ابوحنيفه رحمه الله هم يو څه اجتهادي اصول ول، چې دا اصول يې د فقهې د تدوين په دوران کې په نظر کې لرل. مخکې لدې چې دا اصول بيان کړو، ښه به دا وي، چې د فقهې حقيقت لږ روښانه کړو. د فقهې د ويي لغوي مانا الشق و الفتح ده، يانې څيرل او خلاصول، د يو شي پېژندلو لپاره اړينه ده، چې ورڅڅه پرده پورته شي، او صحيح او غلط بېل بېل کړاى شي. نو پدې ډول د فقهې ويي د پوهې او علم په ماناو استعمالېږي، مگر د اهل اسلام په عرف کې فقه د دين او شريعت پوهې ته وايي، علامه جارالله زمخشري رحمه الله ۵۸۳هـ مړ داسې ليکي: د فقهې حيقيقي مانا د څيرلو او خلاصولو په مانا ده. فقهي هغه څوک دى، چې د احکامو شننه او څېړنه کوي، د هغې د حقايقو پلټنه کوي او مبهم او پېچلي احکام روښانه کوي........ د حنفي فقهې بنسټيز اخځليکونه او مصادر کتاب الله نبوي احاديث ايا پر خبر واحد قياس غوره گڼلو لپاره د هغې د راوي فقهيتوب شرط دى؟ له خبر واحد څخه د قرآن د عام او مطلق حکم ځانگړي کول اجماع د اصحابو ويناوې قياس او اجتهاد د قياس لغوي مانا اندازه کوله، او اصطلاحي مانا يې د کوم مشترکه علت له مخې يو منصوص حکم په يو غېر منصوص مسئلې باندې جاري کول. امام جصاص ۳۷۰هـ مړ د قياس په حجتوالي کې ۲۲ ايتونه او ۱۳۹ نبوي احاديث او د صحابه ؤ ويناوي د دليل په توگه راوړي دي. لدې څخه وروسته يې عقلي د دلايل بيان کړي دي، او بيا يې د قياس نه مننوکيو اعتراضونو او شبهو ته ځوابونه ورکړي. امام سرخسي رحمه الله ۴۹۰هـ مړ فرمايي: صحابه، تابعين، صالحين او د دين امامانو مسلک دا دى، چې د راى په ذريعه په هغو اصولو قياس کول د کومو احکام چې په نص سره ثابت دي، ترڅو د نص حکم په فروعو باندې غير منصوص مسئلې باندې نافذ کړاى شي جائز دى، د کومې په ذريعې چې الله تعالى اطاعت کېږي، او دا د شرعي مآخذو څڅه يو اخځ دى، مر قياس او راى کې د لومړي حکم د اثبات صلاحيت نشته. د اجتهاد لغوي مانا : د کوم شي لټه او ترلاسه کولو لپاره خپل ټول توان په کار اچول او هر ممکن کوښښ کول. اصطلاحا: غير منصوص مسئلو د احکامو مالوملو لپاره پوهنيزه څېړنو ترسره کول.......... دا هم وگورئ امام شافعي امام احمد بن حنبل امام مالک امام ابن تيمييه امام زُفر امام حماد امام الجويني امام الشهرستاني تړلې موضوعگانې امام ابو حنيفه رحمه الله عليه د امام ابو حنيفه رحمه الله فقهي اصول او قواعد او د هغې ځانگړتياوې د امام ابو حنيفه رحمه الله فقهي اصول اخځليکونه امام اعظم رحمه الله، لیکوال: استادابو زهره مصري، ژباړه: علامه وارث علی نعیمي. مناقب الامام الاعظم، في ذيل المناقب للمکي، کوئټه، ۱۴۰۷هـ، ج ۲، ص ۱۲۵. ابن منظو افريقي، لسان العرب، دار صادر، بېروت، ۱۳۷۴هـ، ج۱۳، ص۵۲۲. شهرستاني، الملل و النحل، طبع مصطفى البابي مصر، ج۱، ص ۱۹۹. یادونې سرچینې سرچينې بهرنۍ تړنې د امام ابو حنیفه رحمه الله لنډ ژوندلیک : د امام مالک موطا : : د ۶۹۹ زوکړې د ۷۶۷ مړینې افغانان افغاني ليکوال سني اسلام لس اسلامي مذهبونه د مذهب بنسټ اېښودونکې د حنفي مذهب بنسټ اېښودونکې حنفيان حنفي مذهب سني امامان سني مسلمانان مسلمان پوهان سني مسلمان پوهان مسلمان فقها تبع تابعین څلور امامان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%AB%D9%84%D9%86%D8%A7%D8%B1%20%D8%A8%DB%8C%DA%AB%D9%85
ګلنار بیګم
گلنار بېگم يو تکړه پښتنه ښځينه سندرغاړې وه. گلنار بیگم په کونړ ولايت کي زيږيدلی وه، او د پلار نوم يي حاجې روح الله شینواری وو. هغه په بنو کي د يوي بلي سندرغاړي ورور ته ور واده شوی وه، هغې یو جادوگر غږ یې درلود څرنگه چې ددوی کورنی د پښتنو يو معتبره کورنې وه نو په همدې خاطر دې هیڅ کله خپل مخ ښکاره نه کړ. سرچینې پښتنې سندرغاړې افغان سندرغاړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%84%D8%B7%D8%A7%D9%86%20%D8%B9%D9%84%D9%8A%20%DA%A9%D8%B4%D8%AA%D9%85%D9%86%D8%AF
سلطان علي کشتمند
سلطان علي کشتمند ۱۳۱۶ هـ. ل. - په انگرېزي: يو افغان کيڼ لاسی سياستپوه دی. نوموړی په ۸۰ مې لسيزې کې دوه څله د افغانستان د کمونسټ ډيموکراټيک جمهوريت د لومړي وزير دنده پر غاړه لرله، د هغه د لومړي وزيرۍ، لومړنۍ دوره له ۱۹۸۱ ز. نه تر ۱۹۸۸ ز. پورې وه او دويمه دوره يې له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۰ ز. کال پورې وه. نوموړی د خلقي او پرچمي دوه روسپالو مارکسيستي ډلو څخه د پرچم د اړخ سياسي گوند غړی و. لکه څنگه چې اوس دغه دوه سياسي اړخونه د حامد کرزي د حکومت په ملاتړ د جبه متحد په نوم يادېږي ، نوموړی هم د همدې ډلې فعال غړی دی . مخينه سلطان علي کشتمند د نجف علي زوی دی. هغه په کابل کې زېږېدلی. هغه د هزاره توکم پورې تړاو لري. نوموړي خپلې زده کړې د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنڅي کې سر ته رسولي او د زده کړو له مهال نه د افغانستان د خلق او پرچم د يوازيني گوند غړيتوب يې ترلاسه کړی. کله چې د پرچم په نامه گوند د خلق له گوند څخه بېل شو نو بيا دی هم د خلق له گونده بېل شو او د ببرک کارمل تر مشرۍ لاندې ېې د پرچم گوند سره واړوله . دندې له ۱۳۴۰ هـ. ل. کال نه د کانونو د وزارت د صنايع په رياست کې دنده. له ۱۳۴۴ هـ. ل. کال نه د کانونو د وزارت د لاسي صنايع په رياست کې دنده. له ۱۳۴۵ هـ. ل. کال نه د منجمنټ مديريت د کانونو په وزارت کې له ۱۳۵۸ هـ. ل. کال نه د پلان وزير او د لومړي وزير مرستيال. له ۱۳۶۰ هـ. ل. کال نه د وزيرانو د شورای او د پلان جوړولو د کميټې مشر. له ۱۳۶۱ هـ. ل. کال نه تر ۱۳۶۷ هـ. ل. کال د وزيرانو د شورای مشر. له ۱۳۶۷ هـ. ل. کال نه د سياسي بيرو غړی او د افغانستان د خلق ديموکراتيک گوند د مرکزي کميټې منشي. د ۱۳۶۷ هـ. ل. کال د کب له مياشتې د وزيرانو د شورا د اجرايوي کميټې مشر. د ۱۳۶۹ هـ. ل. کال د غبرگولي له مياشتې تر تلې تر مياشتې د ولسمشر لومړی مرستيال. د ۱۹۳۵ زېږېدنې ژوندي خلک افغان کمونستان افغان سياستپوهان په افغانستان کې د روس پلوې جگړې ښکېل خلک د افغانستان د خلق ډيموکراټيک گوند سياستپوهان د شمالي ټلوالې غړي د افغانستان د کمونيست پرچم ډلې سياستوال افغان کميونيسټي واکمنان د افغانستان د پرچم ډلې سياستوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D9%8A%D9%88%D8%B3%D9%81%20%D8%AE%D8%AF%D9%85%D8%AA%DA%AF%D8%A7%D8%B1%20%D9%85%D8%B2%D8%AF%D9%88%D8%B1%D8%B2%D9%88%DB%8C
محمد يوسف خدمتگار مزدورزوی
محمد يوسف خدمتگار مزدورزوی د کنړونو ښکلی ولايت د نرنگ د سيمی لمټک کلي کې د ١٣٣٤ کال د مرغومی په ١١ نيټه چې د ١٩٥٥ زېږيز کال د جنورۍ لومړۍ نېټې سره سمون خوري، زېږېدلی دی. دی د محمد سيفور زوی دی او د پلارني ټبر لخوا د مزدور خان او د مورني ټبر لخوا د کيجانخان لمسی دی. مزدور خان او کيجانخان دواړه سره وروڼه او د محمد افضل خان ځامن او د محمد اکرام خان د ځوی عمر خان لمسيان وه. زده کړې لومړنۍ او دوهمۍ زده کړې يې د کنړ د نرنگ په لېسه کې پای ته رسولي او د لوړو زده کړو لپاره د افغانستان جمهوريت د پوليسو اکاډمی کې ومنل شو او د له همدغه اکاډمۍ نه يې د لېسانس بری ليک ترلاسه کړ. بيا تر دې وروسته يې په ١٣٥٨ اؤ ١٣٥٩ لمريز کلونو کې د افغانستان د خلکو د موکراتيک د ټولنيزو او سياسي پوهنو انسټېټيوټ په بری سره پای ته ورساوه. په ١٣٦٢ اؤ ١٣٦٣ کلونو کی ئي د افغانستان د موکراتيک جمهوريت د څارندوی اکاډمی د کميسارانو مسلکي پوهنځی د دوهم ځل لپاره د علمي او مسلکي پوهې د لوړولو په غرض لوستلی دی. کورسونه په ١٣٥٦ کال کې د ملگرو ملتونو د سازمان له خوا په کابل کې د مخدوره توکو د کشف او څارنې ميتوديکي کارپوهنيز کورس او په همدې توگه د ماسکو په ښار کې د جنائي جرمونو د کشف اؤ عامه امن او نظم د ټينگښت عالي کورس په برياليتوب سره سر ته رسولی او د ملگرو ملتونو له جوړو شويو درې بېلابېلو ورکشاپونو او پوهنيزو سيمينارونو کې ئي گډون کړی دی. دولتی دندی دهلمند ولايت دامنی قوماندانی د مخدور موادو د کنترول د شغبی غړی مرستيال اؤ مدير - د نيمروز ولايت د څارندوی قوماندان - د ننگرهار ولايت د څارندوی د سياسی چاروامر - د افغانستان دموکراتيک جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د کشف رئيس - د افغانستان جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د مخدوره مواد اؤ قاچاقو دکنترول رئيس ٠ چاپ شوي اثار د نوموړی ډير شعرونه ادبی ټوټی علمی اؤ ټولنيزی مقالی د ننگرهار په ورځپانه د څارندوی په مجله اؤ د هېواد په نورو ورځپانو کی چاپ خود وخت د سياستونو سره د نه ورتوالی له کبله په ځانگړی ډول ندی چاپ شوی . دا دی دنومړی ځل لپاره هيلی هاندونه اؤ ارمانونه چی د نوموړی د ژوند قيصه د حال په ژبه بيانوی گرانو لوستونکو ته ته وړاندی اؤ په نيږدی راتلونکی کی زما قيصه په عنوان لنډی قيصی چاب اؤ گرانو وطنوالو ته وړاندی شی . هيلې هاندونه او ارمانونه - چاپکال ۱۳۷۹ ل هيلې يادونه او منزلونه - چاپکال ۱۳۸۰ ل پرهرونه تصويرونه - چاپکال ۱۳۸۳ ل د زمانې غږ د خلکو غږ - چاپکال ۱۳۸۵ باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د محمد يوسف خدمتگار مزدورزوی شعرونه پښتانه شاعران پښتانه افغانان افغاني ليکوال پښتانه ليکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D9%85%D8%A7%D9%84%20%D8%B4%D8%A7%D9%87
جمال شاه
جمال شاه په افغانستان کې زيږيدلى. د هنر په بيلا بيلو برخو لکه سندرې ويل، کمپوز، د تمثيل د هنري پارچو ليکوال، ډايرکتر او لوبغاړى دى. ښاغلى جمال شاه د رسامۍ د هنر يو برلاسه نقاش دى چې په لس گونه نندارتونو نه يې د ليدونکو لپاره په بيلا بيلو وختونو کې پرانيستې دى. په تلويزيوني نندارو او فلمونو کې برلاس لري. مسلمان لوبگران پښتانه لوبگران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D9%8A%D8%B1%20%D8%B1%D9%88%DA%9A%D8%A7%D9%86
پير روښان
شېخ سراج الدين بايزيد خان چې د پير روښان په نامه هم ياديږي، د قاضي عبدالله زوی او د شېخ محمد لمسی په خټه اورمړ پښتون د خپل وخت لوی مفکر، د ټولنې اصلاح کوونکی، د خارجي او پردي تسلط کلک مخالف او د اولسي مبارزو لارښوونکی او په عېن حال کې ستر مذهبي مبلغ و چې پيراونو يې پير روښان باله، او مغولو او نورو مخالفينو د پيرتاريک په نامه ياداوه. مور يې بي بي امينه نومېدله او د حاجي ابوبکر لور وه چې د پنجاب په جالندهر کې اوسېدله، او بايزيد همالته په ۹۳۱ هـ سپوږميز نه تر۱۰۲۴ هـ سپوږميز کال کې وزېږېده. مخينه وايي چې د بايزيد نيکه گان له کندهاره د وزيرستان د کاڼی کوړم يا کانی کرم سيمې ته تللي و او د بايزيد سکه نيکه شېخ محمد چې د وزيرستان په کاڼی کوړم کې اوسېد، دوولس ځامن درلودل او په دې دوولسو ځامنو کې عبدالله د بايزيد پلار په فضيليت مشهور و او قاضيتوب يې کاوه. دا چې د بايزيد پلار څنگه په جالندهر کې د حاجي ابوبکر لور په نکاح کړه د پېښور فاضل او محقق ليکوال مولوي محمد عبدالقدوس قاسمي د هغه خېرالبيان په سريزه کې چې د پېښور د پوهنتون د پښتو اکېډيمی په ۱۹۶۷ زېږيز کال کې چاپ او خپور کړی دی، داسې بيانوي: د بايزيد نيکه شېخ محمد خپل يو بل ځوی ته د حاجي ابوبکر جلندهري لور بي بي امينه غوښتې وه خو څنگه چې حاجي ابوبکر همدا يوه لور درلودله نو پر شېخ محمد يې شرط کېښوده چې دده ځوی به له وزيرستانه جالندهر ته ورځي او دده لور به وزيرستان ته نه بيايي، هغه و چې د شېخ محمد ځوی هم جالندهر ته ورغی خو هلته ځوانيمرگ شو، او بي بي امينه کونډه پاتې شوه، نو د هغه وخت د پښتنوالي دود او دستور و چې د يوه پښتون کونډه بايد د کونډې د مېړه ورور او يا نورو خپلوانو کړې وای، ځکه نو شېخ محمد د خپل مېړني ځوی کوڼده بي بي امينه خپل فاضل او عالم ځوی عبدالله ته ور په نکاح کړه او ددې دوهم مېړه دپاره هم شرط دا و چې بايد جالندهر ته ورشي او قاضي عبدالله سره له دې چې په وزيرستان کې يې بل واده هم کړی و چې ماندينه يې فاطمه نومېدله او يو ځوی يې هم ځينې درلود چې يعقوب نومېده بيا هم مجبور شو چې جالندهر ته ولاړ شي، هلته يو دوه کاله پاتې شو څو چې په ۹۳۱ هجري سپوږميز ۱۵۲۴ زېږيز کال د بي بي امينې له نسبه د عبدالله ځوی پيدا شو او نوم يې ورباندې بايزيد کېښوده. تر هغه وروسته څنگه چې عبدالله په وزيرستان کې له يوې خوا د پلار پر ځای ناست و او د بل پلوه د هغې سيمې قاضي باله کېده نو نور يې نه شوای کولای چې په جالندهر کې پاتې شي او بي بي امينه يې هم په دې راضي کړه چې دا په جالندهر کې د خپل ځوی سره پاتې او پخپله قاضي عبدالله وزيرستان ته ستون شي، او بيا به په کال کې څو مياشتې جالندهر ته هم ورځي قاضي عبدالله کاني گرم ته راغی خو دا هغه وخت و چې هند سياسي حالات ورځ په ورځ بدلېدل، د لودي پښتنو پاچايي په هند کې پای ته رسېدلې وه او د پښتو پر سيمو د ظهيرالدين بابر يرغلونه پيل شوي وه. د قاضي عبدالله زړه په ښځه ااو زوی پسې کښانده و خو جالندهر ته يې د تلو لار پرانيستې نه وه. دده يو بل ورور شېخ خدا داد پهبېره خوشاب کې اوسېده چې د بابر يرغل هلته ور ورسېد نو هغه له هغه ځايه جالندهر ته ولاړ او بيا چې د بابر پوځونه جالندهر ته ورغلل نو د هغه ځای پښتانه د بهار خوا ته وکوچېدل مگر هلته هم آرام ژوند د پښتنو په برخه نه شو ځکه نو شېخ خدا داد د خپل ټبر او د بي بي امينې او د بايزيد سره د ۹۳۷ هجري سپوږميز کال شاوخوا کې د هندوستان کاني گرم ته راغی او د خپل ورور قاضي عبدالله سره يوځای شو. خو کوم مشکل چې قاضي عبدالله ته پيدا شو هغه د دوو بنو يو ځای ساتل او گذران کول و او بي بي امينه چې په خپلواک ژوند عادت وه د فاطمې مشرې کور کې ژوند تېرول ډېر گران تمامېده نو هغه و چې تر څه مودې وروسته چې لارې سمې شوې نو بي بي امينې د قاضي عبدالله څخه ځان خلاص کړ او خپلې پلارگنۍ جالندهر ته ولاړه او ځوی يې بايزيد د رواج او شرع سره سم قاضي عبدالله ته پرېښود. بايزيد چې تر دغه وخته د خپلې مور په مهربانه غېږ کې روزل شوی ؤ او يا يې د خپل مهربان تره شېخ خدا داد شفقت ليدلی ؤ يوازې نامهربانې ميرې او کم لطفه پلار ته پاتې شو، ځکه چې مور يې جالندهر ته ولاړه او تره يې د دوړو سيمې ته او دا خو د پښتو متل دی چې مور ميره شي پلار پلندر کېږي نو د قاضي عبدالله په کور کې بايزيد د يتيم په څېر ژوند تېراوه، که څه هم قاضي عبدالله خپل دواړه ځامن بايزيد او يعقوب خپل يو عالم او اعتباري شاگرد ملا پاينده ته وسپارل چې د هغه وخت مروج علوم ور وښيي، خو زياتره به داسې کېدل چې ميرې به خپل ځوی زده کړې ته پرېښود او په بايزيد به يې د کور کارونه کول او له دې وخته د ده په دراکو مغزو کې د تبعيض او عدم مساوات سره کرکه پيدا شوه، او چې هر څومره پوهېده او ځوانېده دا کرکه يې لا زياتېدله نو چې ځوان شو د پلار څخه يې د حج اجازت وغوښت او ورته يې ووييل چې هم به حج وکړي او هم به زيار وباسي چې څه علم زده کړي. خو پلار يې و نه منل او ورته يې ووييل چې د حج لپاره توښه ضرور ده - ته خپل مال نه لرې او پر گدا باندې يې حج نه کېږي، پاته شو علم هغه دلته په کور کې هم کولای شې. د بايزيد څخه چې د علم لار نيمگړې پاتې شوه نو د طريقت او تصوف لارې ته يې مخه کړه، شپې به يې په ذکر روڼولې او کله کله به روحي جذب دومره ورباندې غالب شو چې د رقص او سرود په مجلس کې به له ډېره شوقه د مجلسيانو سره په گډا هم سر شو. د ده د جذب دا کارونه د ده پر پلار چې مشهور عالم او قاضي ؤ ښه و نه لگېدل او د ځان بدنامي يې گڼله خو څه چاره يې هم نه شوای کولای که يې شاړه بدنامېده او که يې ساته رسوا کېده، او له بلې خوا د بايزيد زړه ورځ په ورځ د ميرې د بدې گزارې له امله له کوره سړېده او لومړی يې د خپل پلار او خپلې ميرې د استبداد په مقابل کې سر پورته کړ او پلار ته يې په ډاگه ووييل چې نور نو زما گذران د ميرې سره گران دی ما ته د خپل جايداد څخه څه را بېله کړه چې زه په خپله پرې بوخت شم او ځان ته خپل گذران پرې وکړم. که څه هم پر پلار يې دا خبره دېره درنه پرېوتله خو د زياتې رسوايي له بېرې او د خلکو له شرمه يې د خپل جايداد څخه برخه وربېله کړه او بايزيد له پلاره بېل شو او د خپل يو تره شېخ حسن لور بي بي شمسو يې په نکاح کړه. د بايزيد روښان آثار د بايزيد روښان له هغو آثارو چې اوس شته داسې څرگندېږي چې بايزيد په عربي او اسلامي علومو پوه ؤ، په تفسير او حديث او فقه کې يې مطالعه درلودله او په تصول کې يې نظراً او عملاً لوی لاس درلود او هم ثابتېږي چې بايزيد په څلورو ژبو، پښتو، پارسي، عربي او د پنجابي په يوه لهجه پوهېده او همداشان يې وييل او ليکل هم پرې کولای شو. د پښتنو دپاره يې په پښتو موزوني خبرې جوړولې او پاړسيانو ته په پاړسو او هنديانو ته په هندکو. د ده د ليکل شويو آثارو څخه تر اوسه دغه آثار معلوم دي: د پښتو رسم الخط صراط التوحيد حالنامه مقصور المومنين فخرا لطالبين خيرالبيان د بايزيد پير روښان يوه نومورکې رساله مکتوبات واجيه دي شلوک د بايزيد سرودونه پايڅوړ د افغانستان نوميالي پښتانه ليکوال پښتانه شاعران پښتانه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D8%B6%D9%84%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D9%81%D8%B6%D9%84%D9%8A
فضل محمد فضلي
فضل محمد فضلي د افغانستان د تياتر يوه پېژندل شوې څېره ده چې ډېری خلک يې د ف. فضلي په نامه پېژني. نوموړی په هنر کې د ځلاندې مخينې خاوند وه چې د افغانستان په ملي راډيو تلويزون کې يې گڼ شمېر ارزښتناک آثار، د ډرام، داستان، نندارو او تمثيلي ټوټو له ځانه پرې ايښي دي. مخينه فضل محمد فضلي اصلاً د کندهار په لومړۍ ناحیه کې د ارواښاد عبدالصمد خان په کورنۍ کې زېږېدلی . کله چې لا د لوی احمدشاه بابا د ښوونځي په لسم ټولگي کې زده کونکی ؤ له تمثیل سره يې علاقه درلوده او همالته یې د تیاتر په برخه کې کار راپیل کړ . وروسته بیا کال ۱۳۳۸ل کې کابل راډیو ته راغی او د ژوند ټوله خوږه دوره یې د لوبگرۍ په برخه کې د افغانستان په راډیو کې تېر ه کړ ه. زده کړې ښاغلي فضلي خپلې زده کړې په خپل پلرني ټاټوبي کندهار کې پیل کړي وې او ښايي دوديزې زده کړې يې درلودې او وروسته یې بيا د لوبگرۍ سره ډېره مینه درلوده چې لمخې يې په کندهار کې په جوړ شوي دوديز تياتر کې برخه واخیسته او بيا پلازمېنې کابل ته لاړه . دندې ښاغلي فضل محمد فضلي د افغانستان په ملي راډيو ټلویزيون کې له ۱۳۳۸م لريز څخه خپلې دندې په ډېرو نندارو ، لوبگريزو ټوټو او فلمونو کې راپیل کړې . وروسته له ۱۹۹۳م زېږدي د تنظيمي جگړو له کبله پېښور ته کډوال شو او هلته يې هم د بي بي سي روزينيزې خپرونې نوي کور نوي ژوند کې ونډه واخیسته او تر مړينې پورې په هماغه دنده چوپړ ترسره کاؤه. همداراز ښاغلی فضلي پروډيوسر ، فلمي لارښود او د لیکوال ستاينومونه هم خپل کړي ول . ننداريزې او فلمي ټولگې هغه په ډېرو تیاترونو او ډرامونو کې برخې اخيستي او نور زيات شمېر کسان يې هڅوبیزو کارونو ته روزلي ؤ : د ښاغلي ځینې هنري نندارې او فلمونه دا نومېږي : لوی احمد شاه بابا شهید جادوگر دشیطان مرگ ،اشتباه د میوند په یاد مادر وطن دډبرې زړه د کونډې ځوی لومړنۍ افغاني تلويزوني ډرامه دغه راز په سلگونو راډیويي ډرامې ، د راډیو پرلپسې داستانونه او د نورو تفریحي پروگرامونو لوبگريزې ټوټې یې هم چمتو کړي . ستاينيزې ښاغلي ف ـ فضلي د افغانستان د وخت د رسنيو او کولتور وزارت څخه ډېرې ستاينيزې ترلاسه کړي او ستاینلیکونه يې هم درلودل . همدارنگه د بي بي سي نوي کور نوي ژوند د راډيويي روزنيزې ډرامې د جبار خان په رول باندې ستايل شوی او ساینلیک يې ترلاسه کړی . مړينه دښاغلی فضل محمد فضلي د جوت زېږون په هکله يې پرته له کورنۍ او دوستانو څخه نور څوک ندي خبر او نه هم د افغانستان په خلکو کې د زېږدکالیزې نمانځل دود ؤ ، چې له همدې لامله په افغاني رسنيو کې لکه د بي بي سي پښتو خپرونې د ښاغلي ټولټال عمر د مړينې پرمهال ۸۳ کلن ښودلی. خو د هغه نژدې ملکاري او لوبگر ښاغلي يوسف هېواد دوست بيا د ارواښاد عمر ۹۵ کالو ياد کړی . همدارنگه د آزادۍ راډيو په وېبپاڼه کې يې د ښاغلي عمر ۷۷ کلن ښودلی . خو په کال ۲۰۰۵م زېږدي کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله پاتېدونکې نړۍ پرېښې ده . ده خپلې وروستۍ دندې د بي بي سي روزنیزې پروژې کې د راډيويي ډرامې د لارښودگر او لوبگر په توگه لرلې. سرچینې له ډنمارک څخه خپرېدونکې د خپلواکۍ رسنۍ. پښتانه لوبگران مسلمان لوبگران ډرامه ليکونکي