url
stringlengths
31
783
title
stringlengths
1
140
text
stringlengths
20
223k
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D9%81%D9%8A%D8%B9%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%DA%A9%D8%B2%D9%89
رفيع الله ستانکزى
رفيع الله ستانکزى د لوگر ولايت د محمدآغې په ولسوالۍ کې د مغل خېلو په کلي کې د انجينر محمد جميل په کور کې سترگې پرانيستې دي، چې په دغه مهال کې افغانستان پرته له جنگه بل څه نه پيژانده. زده کړې د دوی کورنۍ هم د مهاجرينو د اوږدې لړۍ يوه کړۍ شوه او ښاغلي ستانکزي خپل ښونيز ژوند په پاکستان کې پيل کړ او په کال ۱۳۸۱ لمريز کې د پېښور د محمديې عالي لېسې څخه په ډېره ښه درجه فارغ شو، او د لوړو زده کړو لپاره يې د ژبو او ادبياتو د پوهنځی د پښتو په څانگه کې خپلې زده کړې پيل کړې، چې په ۱۳۸۵ ل. کال کې د همدغې پوهنځی څخه په لومړي درجه فارغ شو. پښتو ادب کې ونډه د شعر او شاعرۍ سره له پخوا مينه لري، کابو ډېر شعرونه يې ويلي دي، خو اوس مهال يې خپله ټوله پاملرنه څېړنې ته کړې او خپلې لومړنې برياوې يې هم تر لاسه کړي دي. دښاغلي ستانگزي کوم اثر په ځانگړې توگه نه دی چاپ شو، خو د بېلابېلو مجلو او پاڼو څخه يې خپلې ليکنې د هېواد والو سره شريکې کړي دي. چاپ شوي آثار د ژباړې فن قران او تخنيک د ذهني پياوړتيا لپاره اړينې لارښوونې ناچاپه آثار د عبدالحميد مومند ژوندليک، شاعري، سبک او د سبک پلويان يې د عبدالحميد مومند په اشعارو کې د ماهيت په لحاظ تشبيه د ملنگ جان په اشعارو کې بديعي ښکلاوې د خوشحال خان په اشعارو کې د ښځې انځور او د ادبي فنونو سره د مينې لرلو له کبله يې بېلابېلې ليکنې کړي دي، چې تر اوسه د چاپ په گاڼه نه دي پسولل شوي. د دې ترڅنگ يې په ډېرو علمي سيمينارونو کې هم گډون کړی دی، چې يو له هغو څخه د ښوونې او روزنې د پوهنتون علمي سيمينار دی، چې په پښتو ادب کې ژباړه او اړتيا تر سرليک لاندې يې خپل سيمينار جوړ او وړاندې کړ، چې وروسته بيا د پوهنتون او څانگې د ښوونکو له خوا د ستاينې وړ وبلل شو او د لوړو زده کړو د وزارت له خوا په ستاينليک ولمانځل شو. د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د مشاعرې بنسټگر او د نورو فرهنگي کړيو سره په ادبي بنډارونو او ناستو کې هم برخه اخلي. د ژورنالېستانو د ټولنې غړی او دم گړۍ د اکسور سروې په نامه دفتر کې دنده ترسره کوي. دا هم وگورئ لوگر ولايت باندنۍ تړنې په پښتو ادب کې ژباړه او اړتيا - د رفيع الله ستانکزي وېبلاگ پښتانه شاعران پښتانه ليکوال د لوگر ولايت
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%98%D8%A8%D8%A7%DA%93%D9%87
ژباړه
ژباړه د اصلي یا سرچینې ژبې څخه د هدف وړ ژبې ته کټ مټ د متن د معنا لېږدول او رسول دي. په انګلیسي ژبه کې د ژباړې اړوند یو اصطلاحي توپیر شته چې هره ژبه یې نه لري او هغه دا دی چې په انګلیسي کې لیکلې ژباړې ته د او شفاهي ژباړې یا د مختلفو ژبو د کاروونکو ترمنځ شفاهي یا اشاروي ارتباطاتو ته د اصطلاح کارول کېږي چې په دې ترتیب سره ژباړه یواځې هغه مهال پیل کېږي چې په یوه ژبه یو شی ولیکل شي. یو ژباړونکی تل له دې خطر سره مخامخ وي چې په تېروتنه د اصلي ژبې کلیمې، ګرامر، یا نحوه او جمله بندي د هدف وړ ژبې ته راولېږدوي. له بلې خوا، دا ډول اوښتنې ځینې مهال د اصلي ژبې څخه داسې ګټورې کالک کلیمې او پوروېیونه راواردوي چې د هدف وړ ژبې لابډایه کوي. د سپېڅلو آسماني کتابونو او متنونو د لومړنیو ژباړونکو په ګډون، ټولو ژباړونکو د هغو ژبو په شکڷ نیونه کې مرسته کړې چې دوی ورته ژباړې کړې دي. دا چې ژباړه یو ستونزمن بهیر دی، نو د ۱۹۴۰مې ز لسیزې راهیسې د ژباړې اتومات کولو یا د انساني ژباړونکي سره د میخانیکي مرستې لپاره تر یوه حده بېلابېلې بریالۍ هڅې شوې دي. په دې وروستیو کې، د انټرنیټ منځته راتللو د ژباړې خدمتونو لپاره د نړۍ په کچه بازار غوړولی او د ژبې ځایی کول یا لوکلایزېشن یې اسانه کړي دي. آرپوههرېښه د انګلیسي کلیمه د یوناني څخه اخیستل شوې چې په معنا د سراسر او په معنا د لېږد یا راوړلو دی چې بیا د اصطلاح او د د مفعولي حالت څخه راځي. په دې توګه له یوې ژبې څخه بلې ته د متن لېږدول یا راوړل دي. له هالنډي او افریقايي یا افریکانس ژبو پرته، ځینو سلاویکي ژبو او جرمن ژبې د پر ځای د مفهوم لرونکې کلیمې رااخیستې دي او د لاتیني ریښو لرونکو ځای د دوی خپلو سلاویکي یا جرمني رېښو لرونکو کلیمو نیولی دی. پاتې سلاویک ژبو د دې پرځای د لپاره خپل وییونه د لاتین ژبې له بدیلې کلیمې څخه را اخیستې چې له څخه مشتق شوې او د سراسر مشري کولو یا سراسر لېږدولو په معنا ده او سراسر او مشري کولو یا راوړلو ته وايي. لوېدیځو او ختیځو سلاویک ژبو د روسۍ ژبې پرته د بېلګه غوره کړه، خو روسۍ او سویلې سلاویک ژبو د بېلګه غوره کړه. د رومانس ژبو چې په مستقیم ډول له لاتین څخه اخیستل شوې ده اړتیا نه درلوده چې د ژباړې لپاره همغومره مساوي کلیمې وړاندې کړي؛ د دې پر ځای، دوی ډېر ساده د دوو بدیلو لاتیني کلیمو څخه دویمه هغه راواخیسته، یعنې .. د ژباړې لپاره لرغونې یوناني اصطلاح، مېټافریز یا ، سراسر خبرې کول، انګلیسي ته د مېټافرېز لفظي، یا ټکي په ټکي، ژباړه راوړې ده او له تأویل یا سره توپیر لري چې په بله وینا یا بل عبارت ژباړل کېږي، او د یونانی له ، څخه اخیستل شوې ده. مېټافریز په وروستیو اصطلاحګانو کې د شکلي معادل او پارافرېز، د خوځنده معادل سره سمون لري. په روښانه ټکو، د مېټافرېز مفهوم - ټکي په ټکي ژباړه - یو نیمګړی مفهوم دی، ځکه چې ډېری مهال یوه مشخصه کلیمه په یوه مشخصه ژبه کې له یوې څخه ډیرې معنا ګانې لري او له دې امله شونې ده چې د یوې کلیمې معنا په یوه مشخصه ژبه کې له یوې څخه په ډېرو کلیمو کې بیان شي. له دې سره سره، میټافریز او پارافرېز ښايي د ژباړې د ممکنه تګلارو د کارولو په برخه کې د مطلوبو مفهومونو په توګه ګټور وي. نظریې لویدیځه نظریه د ژباړې د نظریې او عمل په اړه بحثونه لرغونو زمانو ته وررسېږي او لا یې هم د پام وړ دوام لرلی دی. لرغونو یونانیانو د مېټافرېز تحت اللفظي ژباړې او پارافرېز ترمنځ توپیر کاوه. دا توپیر د انګلیسي ژبې شاعر او ژباړونکي جان ډرایډن ۱۶۳۱-۱۷۰۰ ز کلونه په کار واچاوه جان ډرایډن ژباړه په هدف وړ ژبه کې د اصلي ژبې د کارول شویو عبارتونو د معادل او مترادف موندلو د غوراوي پر مهال د افادې او جمله بندۍ د دغو دوو حالتونو د معقول ترکیب په توګه راوپېژندله. کله چې کلیمې... په رښیا هم ډېرې زړه راښکونکې وي، نو د هغوی بدلول لیکوال ځوروي. خو هغه څه چې په یوه ژبه کې ښکلي وي، ډېری مهال ناسم یا نادوده او ځینې مهال بې معنا کلیمې او عبارتونه لري؛ په بله وینا: دا به معقوله نه وي چې یو ژباړن د لیکوال د کلیمو په کوچنۍ محدوده کې محدود کړل شي: همدومره بس ده چې ژباړن داسې عبارتونه وکاروي چې معنا او مفهوم ورخراب نه کړي.خو ډرایډن د تقلید یا ورته والي اړوند د عمل آزادۍ، لکه اقتباسي ژباړې پر خلاف خبرداری ورکړی دی او وايي: کله چې یو انځورګر ژوند کاپي کوي... د ځانګړنو او عمومي بڼې یا څېرې د بدلون اجازه نه لري.... د ژباړې د اصلي مفهوم عمومي جوړښت - معادل موندل - له هماغه راهیسې مهم دی چې سیسرو او هوراس په روم ښار کې په لومړۍ قبل المیلاد پېړۍ کې وړاندیز کړی و او د ټکي په ټکي ژباړې پر ضد یې ټینګ خبرداری ورکړی و. ځینې مهال د تیوریکي تنوع سره سره، د لرغونې زمانې راهیسې د ژباړې واقعي کار ډېر لږ بدل شوی دی. د مسیحیت په لومړیو وختونو کې او د منځنیو پېړیو پر مهال د خورا سختې ټکي په ټکي ژباړې او په بېلابېلو زمانو په ځانګړي ډول له کلاسیک دورې وړاندې روم او په ۱۸مه پېړۍ کې د مطابقت ورکوونکو څخه پرته، ژباړونکو زمینې او شرایطو ته په کتو په عمومي توګه د امکان تر کچې د معادلونو - لغوي، او د اړتیا په حالت کې د اصلي معنا او نورو مهمو ارزښتونو د تأویل یا په لټه کې له احتیاط څخه ډک نرمښت ښودلی دی. مهم ارزښتونه، لکه: د موسیقۍ په همغږۍ، یا په فلمونو کې د وینا د بیاني حرکتونو سره، د سبک یا سټایل او د نظم منظومه بڼه. په عمومي توګه ژباړونکو د معنايي واحدونو د اصلي ترتیب او د اړتیا پر مهال- د کلیمو د ترتیب د بیا تولید له لارې، په خپله د زمینې او متن د ساتلو هڅه کړې ده، او واقعي ګرامري جوړښت یې بیاځلي تعبیر او تفسیر کړی دی؛ د بېلګې په توګه، له معلوم حالت څخه نامعلوم حالت ته بدلول او برعکس. د کلیمو ثابت ترتیب لرونکو ژبو لکه، انګلیسي، فرانسوي، جرمني او د کلیمو آزاد ترتیب لرونکو ژبو لکه، یوناني، لاتیني، پولنډي، روسي تر منځ ګرامري توپیرونه په دې برخه کې هېڅ خنډ نه دي. د اصلي ژبې د متن ځانګړې نحوه جملې-جوړښت د هدف وړ ژبې د نحوي اړتیاوو سره سم عیارېږی. کله چې د هدف وړ په ژبه کې د اصلي ژبې اصطلاحګانې نه پیدا کېږي، نو ژباړونکي دغه اصطلاحګانې پور کوي او په دې توګه د هدف وړ ژبه لابډایه کوي. د ژبو تر منځ په ستره کچه د کالکونو او پوروېیونو د تبادلې او له نورو ژبو څخه د راواردولو په برکت، په عصري اروپايي ژبو کې ډېر لږ داسې مفهومونه شته چې نه ژباړل کېدونکي یا دي، خو ستره ستونزه بیا له فرهنګ سره د تړلیو اصطلاحګانو راژباړل دي چې د هدف وړ په ژبه کې معادل نه لري. د بشپړ پوهېدو په پار، دا ډول مسئایل باید توضیح او تفسیر شي. په حقیقت کې، څومره چې د دوو ژبو تر منځ یا د دوو ژبو او درېیمې ژبې ترمنځ اړیکه او راکړه ورکړه ډېره وي، همغومره د دوی تر منځ په ژباړه کې د کارېدونکي مېټافریز او پارافرېز نسبت ډېر وي. خو د کلیمو د ایکولوژیکي مناسب ځای د بدلون له امله، ځینې مهال دودیزه آرپوهه په یوه او یا بله ژبه کې د شته معنا لپاره د یوه لارښود په توګه غلطوونکې وي. د بېلګې په توګه: د انګلیسي ژبې حقیقي کلیمه باید د فرانسوۍ ژبې همآرې اوسنی، جاري، د پولنډۍ ژبې له اوسنی، چاری، موضعي، مهالي، شوني، د سویډنۍ ژبې له موضعي، په اوسمهال کې مهم، د روسۍ ژبې له بېړني، موضعي او یا د هالنډۍ ژبې له جاري سره ګډوډه او اشتباه نه شي. سرچينې ژباړه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%DA%96%D9%8A
سږي
سږي د انسان او ډېرو حېواناتو د ساه اخستلو نظام کې لومړي غړي دي، ځينې کبان او ځينې کونجکې هم دا غړي لري. په تي لرونکو او ډېرو هغو کې چې ستون فقرات د ملاتير لري، سږي يې د زړه په دواړو خواوو کې له ستون فقرات د ملا تير سره نژدې پراته وي. د ساه اخستلو په نظام کې د سږو کار دا دی چې له هوا نه اکسين تر لاسه کړي او د وينې جريان ته يې ولېږدوي او د ګازو د تبادلې په بهير کې د وينې له جريان نه کاربن ډای اکسايډ اتموسفير ته خوشې کړي. تنفس په بېلا بېلو ډولونو سره د بېلا بېلو عضلاتي نظامونو په مټ پر مخ وړل کېږي. تي لرونکي، په سينه ښوېدونکي حيوانات او مرغۍ د ساه اخستلو د ملاتړ او پياوړي کولو لپاره له بېلا بېلو غړو کار اخلي. په لومړيو څلور پښو لرونکو څارويو کې، د خولې په پمپ کولو سره د ستوني د عضلو له لارې هوا د هغوی سږو ته رسېده، دا هغه طريقه ده چې اوس هم په امپيبيانو کې ليدل کېږي امپيبيان هغه حيوانات چې په وچه او اوبو دواړو کې ژوند کوي-ذو الحياتين. په انسانانو کې د تنفس لپاره هغه اساسي غړی چې د ساه اخستلو دنده پر مخ وړيدیافراګم هغه جلا کوونکې پرده چې سينه له خېټې بېلوي دی. سږي د هوا جريان هم برابروي، چې د انسانانو د خبرو په ګډون د خولې د اوازونو شونتيا رامنځ ته کوي. انسانان دوه سږي لري، يو چپ اړخ او بل ښي اړخ ته دي. دواړه د سينې د پنجرې په تشه کې پراته دي. ښی سږی له چپ سږي غټ دی، په سينه کې د تشې يوه برخه د چپ سږي او زړه سره شریکه ده. دواړه سږي نږدې يو اعشاريه درې کيلو ګرامه ۲.۹ پاونډه وزن لري؛ خو ښي لور ته سږی يو څه دروند دی. سږي د ښکتني تنفسي ماشين برخه ده، هغه ماشين چې د ساه اخستلو له پايپ سره پيليږي او بيا يې څانګې په سترو او کوچنيو څانګو برونش او برونشيول کې سږو ته رسېږي او د تنفس هوا د رسوونکې سيمې په مټ تر لاسه کوي. د رسولو سيمه، د برونشيو په پای کې ختمیږي. دا د تنفسي سيمې په تنفسي برونشيول وېشل کېږي، کوم چې بيا په الويولي لارو وېشل کېږي، له دې بيا الويلي کڅوړې جوړېږي، په کومو کې چې اليولي الويل کوچنۍ کڅوړه ډوله موجود دی وي، په همدې ځای کې د ګازونو تبادله منځ ته راځي. اليولي د ساه اخستلو د برونشيولونو او اليولر د ويالو په دېوالونو باندې ډېر کم موجود وي. دواړه سږي په شريکه سره نږدې د ۲،۴۰۰ کيلو متره ۱،۵۰۰ ميله په اندازه د هوا لارې او له درې سوه نه تر پنځه سوه ميليونه پورې اليولي لري. له هر سږي د دوه پردوه لرونکې يوه کڅوړه چاپيره ده چې د څنډې په پرده يادېږي؛ دواړه پردې د اړخيزو مايعاتو د يوې پردې په مټ بېلې شوې دي، کوم چې بهرنیو او داخلي پردو ته اجازه ورکوي چې له زيات سولېدو پرته د تنفس پر مهال یو د بل دپاسه وښوېږي. داخلي پرده هر سږی په برخو وېشي، چې لوب بلل کېږي. ښي سږی درې لوب او چپ سږی دوه لري. دا لوبونه بيا په برخو او د سږو په کوچنیو لوبونو وېشل شوي دي. سږي د وينې يوه بې سارې وړاندې کول لري، د اکسيجن د تر لاسه کولو او د کاربن ډای اکسايډ د خوشې کولو په موخه، د سږي د وينې په جريان کې له زړه نه له اکسيجن خالي وينه تر لاسه کوي او د وينې د برونشي دوران پر مهال د سږو نسجونو ته اکسيجن لرونکې وینه په جلا ډول رسېږي. شونې ده چې د سږو نسج د ډېرو تنفسي ناروغيو تر اغېز لاندې راشي، لکه: د سږو نمونيا او د سږو سرطان. د سږو په اوږدمهالو خنډي ناروغيو کې اوږدمهاله برونشيت او امفيزم د سږو پړسېدل شامل دي، شونې ده چې لامل يې نشه کول د لوګي نشه يا د زيان رسونکو موادو په وړاندې ښکاره کېدل وي. له يو مسلک سره د اړوندو خلکو د سږو ډېرې ناروغۍ د ځينو توکو له امله منځ ته راغلې دي، لکه د ډبرو سکرو ګرد، اسبيسټوس فايبرونه ناسوځ مالوچ يا پاغونده يا د ډبرو دوړې. د برونکايټس په څېر ناروغۍ کولای شي ،د ساه اخستلو پر نالۍ اغېزې وکړي. د سږو سره اړوند طبي اصطلاحګانې ډېر ځله په پلمو سره پيليږي، دا ټکی له لاتيني نه اخستل شوی چې معنا يې ده سږي، لکه پلمونولوژي،يا نيمومو سره پيليږي چې له لاتيني ټکي نه اخستل شوی او معنا يې ده سږی لکه په نمونيا سينه بغل کې. په جنيني وده کې، سږي بهر لور ته د يوې بهرنۍ کڅوړې په څېر په جوړېدو پيل کوي، دا يوه داسې نالۍ ده چې د هاضمې د نظام د پورته برخې د جوړولو دنده پر مخ وړي. کله چې دواړه سږي جوړ شي، جنين له مايعاتو په يوې ډکې امينيټک يوه کڅوړه ده چې منځ يې خالي او له مايعاتو ډکه وي کڅوړې کې اېښودل کيږی او له همدې امله دوی د ساه اخستلو لپاره کار نه کوي. وینه هم د شریاني لارو په مټ له سږو بل لور ته اوړي. په همدې بنسټ، د زېږد پر مهال د سږو له لارې د هوا رسېدل پيليږي او هغه لاره بنديږي چې وينه يې بل لور ته اړوله، تر څو سږي وکولای شي، تنفس پیل کړي. سږي يوازې د کوچنیوالي په لومړيو کې بشپړه وده کوي. جوړښت اناتومي سږي په سيمه کې د زړه دواړو غاړو ته د پوښتيو په پنجره کې پراته دي. سږي په مخروطي بڼه وي چې پورته سر يې ګرد او نازک وي، پراخه مقعر ګرد تش منځی بېخ لري چې د ډيافراګم په محدبه سطحه پراته وي. د سږو څوکه د غاړې تر بېخ پورې غځېدلې وي، چې د لومړۍ پوښتۍ له هغې کچې نه لږ پورته ځای ته رسېږي، په کومه نقطه کې چې پوښتۍ د سينې له منځني هډوکې سره وصل کېږي. سږي د پوښتيو په پنجره کې د ملا تير سره له نژدې ځای نه د سينې تر مخې پورې او د تراشيا وچه مرۍ د ښکتنۍ برخې نه تر ديافراګم پورې غځېدلي دي. په سینه کې يو څه سيمه د کيڼ سږي او زړه تر منځ شريکه ده، همدا سږی په خپله څنډه کې يوه نښهکنده لري چې د چپ سږي د زړه د کندې په نامه يادېږي، همدا نښه د دې لپاره ده، چې زړه ته يې ځای ورکړی. د سږو مخامخ او بهرنۍ څنډې پوښتيو ته مخامخ دي چې د دوی په سطحو باندې کوچنۍ کندې يا نښې جوړوي. د سږو منځنۍ سطحې د سينې د مرکز پر لور وي، د زړه، سترو وريدونو غټو رګونو او کارينا په مقابل لوري کې پرتې وي، چېرې چې ټريشيا په دوو مهمو برونشونو وېشل کېږي. د زړه اغېز يوه کنده يا نښه ده، چې د سږو په سطحه په هغه سيمه کې جوړه شوې چې د زړه په مقابل کې موقعيت لري. دواړه سږي داخل لور د خپل ځان اړخ ته ته مرکزي تاوېدل لري، چې هليوم بلل کېږي، چېرې چې د وينې لرګونه او د هوا لارې تر سږو رسېږي چې د سږو رېښې جوړوي. د هيليوم دپاسه لمف غوټې هم شته. له سږو نه د سږو د څنډو پرده چاپېره ده. دا څنډه دوه سيروسي پردې دي؛ بهرنۍ دېوالي پردې د سينې د پنجرې داخلي دېوال پوښلی او د دخلي کولمو پردې نېغ په نېغه د سږو سطحه پوښلې ده. د دواړو څنډو تر منځ یوه ممکنه سيمه شته چې د څنډې يا تشې خالیګاه په نوم ياديږی، په کوم کې چې د څنډو غوړونکی يو نری پوړ پروت دی. لوبز هر سږی په برخو وېشل شوی دی چې لوبز بلل کېږي، دا وېش داخل ته د کولمو د تاويدونکې څنډې د پردې په مټ د کات یا درز په بڼه شوی دی. لوبز په څو برخو وېشل کېږي او همدا برخې بيا په نورو څانګو وېشل شوې چې فرعي څانګو ته يې لوبولس وايي. په ښي سږي کې درې او په چپ سږي کې دوه لوبونه دي. له زېږد مخکې د ودې په لومړيو کې دا درزونه د کولمو د پوښ په بېرته تاوېدو سره جوړيږي، کوم چې د مرۍ غاړې سره وېشي او سږي په لوبونو وېشي چې د سږو په پراخېدو کې مرسته کوي. ښي سږی د يو افقي درز او يو مايل درز په مټ په درې لوبونو وېشل شوی دی. کيڼ سږی د يو رېونده درز په مټ په دوو لوبونو وېشل شوی دی، کوم چې په ښي سږي کې له رېونده درز سره پر ليکه دی. په ښی سږي کې لوړ افقي درز، لوړ پورتنی لوب له منځني لوب څخه جلا کوي. ښکتنه رېونده درز،د درز ښکتنی لور له منځني او پورتني لوبونو نه جلا کوي. د سا اخيستنې کړنې اېنرژي په بدن کې د اېروبيک سااخيستنې په پايله کې جوړېږي. اېروبيک سااخيستنه يا سااخيستنې ته آکسيجن ډېر اهم عنصر دی او په دغه کړنه کې کاربون ډای آکسايډ يو درېيم گړی جوړښت دی، سلولونو ته د آکسيجن سمه لېږدېدنه او د سلولونو نه د کاربون ډای آکسايډ وېستنه، دا ټول د اېروبيکې سااخيستنې برخې دي. د لاروچارو د کتلو لپاره د سا نه اخيستنې کړنې د سااخيستنې د کړنو، لکه دگازونو بدلون او د هايډروجن آيون د غلاظت د مننظمولو سره سره سږي دا لانديني کړنې هم ترسره کوي: د سره رگونو په وينه کې د ژواکپوهنيزو فعالو توکو او دارو درملو غلاظت باندې اغېزه کوي. په تور رگونو کې غوټه شوې وينه فلتر کوی د يوې فيزيکي پستې ټوټې په څېر زړه ته د يو بالښت حيثيت لري او د سږو نرم والی د فشار په وړاندې د زړه ژغورنه کوي. د تيورو ژوؤ سږي د تيورو ژويو سږي د مچيو ځالې ته ورته سفنجي بڼه لري. ددوي د سږو سطحه په لويه کچه د ايپيتېليم ووب نه جوړه ده. د انسانانو سږي د دغه ډول سږو ښه بېلگه ده. د سااخيستنې کړنه په لويه اندازه د عضلي پرين په مرسته ترسره کېږي. پرين د ټټر او خېټې غړي هم سره بېلوي. کله چې پرين مخ په ښکته ځان راغونجوي نو په همدغه وخت کې هغه تشه چې سږي پکې پراته دي هم لويېږي. هوا د پزې او خولې له لارې بدن ته ننوځي، بيا همدا هوا د ستونې نه تېرېږي او کرنکې ته ورننوځي، کرنکه په خپلې لاندنۍ برخه کې په څانگو وېشل شوې چې دغه څانگې د برونکي په نامه يادېږي، همدا شان هوا هم په همدغو څانگو کې ورننوځي او په دې وخت کې بيا سږي د هوا نه ډک شي او د ټټر د تشې لويوالی، سږو کې د هوا د ننوتلو آسانتيا راولي. د پرين آرامه حالت بيا يو برعکس عمل ترسره کوي، کله چې سږي په آرامه حالت کې وي نو همدا سږي بېرته مخپورته راټولېږي چې په دې سره په سږو کې دننه هوا دباندې راوځي. د ورځښت او سپورټ په وخت کې پرين په چټکۍ سره خپل کار ترسره کوي. اناتومي د آلوتونکو ژويو سږي د خاپوړن ژويو سږي د بې شمزۍ ژويو سږي آر سرچينې د مارغانو سږي او د سااخيستنې کړنه غړي سااخيستنيز غونډال ټټر اناتومي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%B2%D8%B1%D9%8A%D9%86%20%D8%A7%D9%86%DA%81%D9%88%D8%B1
محمد زرين انځور
محمد زرين انځور ١٣٣٥ ل. هـ. کال ١٩٥٦ ز. کال يو نامتو افغان ليكوال ، کيسه ليکونکی ، کره کتونکی ، څېړونکی او ژورناليست دی. هغه دم مهال په افغانستان کې د ملي راډيو ټلويزون ريس دی. مخينه زرين انځور د ننگرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ د گردي غوث په کلي کې زېږېدلی دی. د پلار نوم يې الحاج عبداللطيف گرديوال دی چې هغه ډېر وخت يې د افغانستان د پوهنې د ودې او پرمختگ په لار خدمتونه کړي دي. د هېواد په بېلابيلو سيمو او په تېره بيا په ختيځو ولايتونو کې يې د ښوونکي، پلټونکي او مفتش او په وروستيو کې د ننگرهار د پوهنې د مرستيال په توگه دندې تر سره کړې دي. زرين انځور له ١٩٩٥ ز.١٩٧٤ ل. کال راهيسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني د کولن په ښار کې اوسي. زده کړې زرين انځور خپلې لومړنۍ زده کړې د گردي غوث په لومړني ښوونځي کې تر سره کړې دي. منځوۍ او دويمې زده کړې يې په ۱۳۵۲ ل. کال د ننگرهار ولايت د ايمل خان په لېسه کې پای ته رسولي ، بيا يې په ١٣٥٣ ل. کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې زده کړې پيل کړي چې په ١٣٥٦ ل. کال کې د ژورناليزم له څانگې خپل د ليسانس سند لاس ته راوړی. تر دې وروسته يې بيا په پېښور کې د کډوالۍ په کلونو کې د پېښور له پوهنتون نه د پښتو ژبې او ادبياتو په څانگه کې خپل د ماسټرۍ بريليک ترلاسه کړی. دندې نږدې لس کاله يې د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو په اداره کې د ادبي خپرونو د چمتوکوونکي او ليکوال په توگه کار کړی دی. په ١٣٦٦ ل. کال کې د افغانستان د ليکوالو ټولنې د ادبي نقد او ادبي څېړنو د څانگې مشر وو. نوموړي په ١٣٦٨ ل. کال کې پېښور ته کډوال شو او د آزاد افغانستان د ليکوالو ټولنې د خپرنيز ارگان خپلواکۍ مجله يې څلور کاله وچلوله. هماغلته په پېښور کې يې د يو شمېر نورو افغان ليکوالو سره په گډه د افغانستان کلتوري ټولنه جوړه کړه چې د همدغې ټولنې د سپېدې ادبي او کلتوري مجلې په خپرولو کې يې فعاله ونډه درلوده همداراز د افغانستان د مقاومت د ادبياتو د ودې او پياوړتيا لپاره يې ادبي او پوهنيزې غونډې او سيمينارونه جوړ کړي. بيا کله چې هغه جرمني هېواد ته کډه وکړه نو په ١٩٩٨ ز. کال کې يې د يو شمير فعالو فرهنگيانو او فرهنگپالو سره په گډه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه بنسټ کېښود چې تر اوسه يې په لسگونو مهم اثار په پښتو ژبه خپاره کړي او يو زيات شمېر ملي او کلتوري غونډې او سيمينارونه يې رابللي دي. ادبي ژوند زرين انځور د ښوونځي له وختونو نه شاعري او ليکوالي پيل کړې، خو هغه آثار يې خپاره شوي نه دي. کله چې هغه کابل پوهنتون ته د لوړو زده کړو لپاره راغی نو د خپلو زده کړو سره سره يې په افغاني رسنيو کې خپلې ليکنې او شعرونه خپرول. د هغه لومړنۍ ليکنې، شعرونه او لنډې کيسې په ١٣٥٤ ل. کال کې په ننگرهار مجله او بيا په زيري جريده، کابل، پکتيا، کندهار، پلوشه او نورو بيلابېلو خپرونو تر څنگ د افغانستان په راډيويي او ټلويزوني خپرونو کې هم خپاره شوي دي. که څه هم چې د زرين انځور د ادبي کار او زيار لويه برخه پښتو کيسه ليکنې او د نوي پښتو ادب کره کتنې او څېړنې ته ځانگړې شوې، خو هغه په نورو ادبي او کلتوري برخو کې يې هم څېړنې او ليکنې کړي او يو شمېر کتابونه يې خپاره شوي دي. چاپ شوي آثار د زرين انځورپه گڼ شمېر ليکنې د افغانستان او د هغه هېواد نه د باندې په رسنيو کې خپرې شوې دي چې شمېر يې نه دی مالوم، خو د خپرو شويو کتابونو لړليک يې په لاندې ډول دی: دا سرونه، دا رسمونه - د لنډو کيسو لومړنۍ ټولگه - چاپکال ١٣٦٣ ل، کابل شاړې کوڅې - د لنډو کيسو دويمه ټولگه - چاپکال ١٣٦٧ ل، کابل تروږمۍ - د لنډو کيسو درېيمه ټولگه - چاپکال ١٣٦٩ ل، پېښور زموږ د کلي پاڼې - د لنډو کيسو څلورمه ټولگه - چاپکال ١٣٧٢ ل، پېښور دلته غرونه نه دي هسک - د لنډو کيسو پنځمه ټولگه - چاپکال ١٣٧٩ ل، پېښور د غزل په اننگو کې - د حمزه شينواري د غزلياتو څېړنه او غور چاڼ - چاپکال ١٣٦٤ ل، کابل د شريف ديوان - د ننگرهار د ولسي شاعر د شعرونو جونگ - چاپکال ١٣٦٣ ل، کابل هجري د زنځيرونو شاعر - چاپکال ١٣٦٤ ل، کابل اباسين کيسې کوي - د پښتونخوا د کيسه ليکنې غورچاڼ او څېړنه - چاپکال ١٣٦٤ ل، کابل شعرونه او نقدونه - د معاصر پښتو شعر کره کتنه - چاپکال ١٣٦٥ ل، کابل د افغانستان د ژورناليزم مخکښان - چاپکال ١٣٦٥ ل، کابل د مهدي داستاني کليات تدوين او سريزه - چاپکال ١٣٦٧ ل، کابل يون - د حمزه شينواري د غزليزې ټولگې تدوين او سريزه - چاپکال ١٣٦٦ ل، کابل خپلواک غږونه له ښاغلي زلمي هېوادمل سره په گډه - انتخاب او سريزه - چاپکال ١٣٦٨ ل، کابل د پټې خزانې ميزان ريښتيا ميزان دی؟ - له محمد آصف صميم سره په گډه - چاپکال ١٣٦٩ ل، پېښور د ثور په تراژيدۍ کې فرهنگ، ادبيات او آزادي - چاپکال ١٣٧٢ ل، پېښور د صدر خوشال ژوند او اثار - چاپکال ١٩٩٦ ز. پېښور راروان دي تور بادونه - د لنډو کيسو ټولگه - چاپکال ۲۰۰۹ ز. پېښور ناچاپ آثار سرچينې باندنۍ تړنې پښتانه ليکوال پښتانه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%D8%B1%20%D9%85%D8%B1%D8%AC%D8%A7%D9%86%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%DA%81%D8%A7%DA%81%DB%8C
در مرجان خان ځاځی
ارواښاد درمرجان خان ځاځى اته اتيا کاله پخوا د ځاځيو، د هاشم خېلو په روقيان کښې ځېږېدلى له ابتدايې زده کړې وروسته يې په ل کال د کابل په دارالمعلمين کښې پرخپلې زده کړې پېل وکړ. ارواښاد د دارالمعلمين د لومړنيو دورو فارغ و او له فراغته وروسته د استقلال په ليسه کښې ښوونکى شو. د استقلال د ليسې مدير يو فرانسوي ،خو معاون يې نور احمد اعتمادي و. ارواښاد د ښوونکي پردندې سربېره د استقلال د ليسې اداري چارې هم تر سره کولې. پنځه کاله يې د استقلال په ليسه کښې د وطن يو شمېر راتلونکي پوهان او د سياست خاوندان وروزل، چې اعتمادي د همدې خدمتونو پر اساس ورته اعتمادنامه هم ورکړه. بيا د وخت د پوهنې وزير سره پر مشورې، پوهنې وزارت ته تبديل شو، ترڅو د افغانستان د نورو بچيانو په روزنه کښې دهغه له استعداد او وطن پالنې هم گټه پورته شي. نن د درمرجان خان د استقلال د ليسې شاگردان، هغه د يوه با دسپلين، مخلص او بارسوخه استاد په توگه يادوي. د پوهنې په وزارت کښې خداى بخښلي درمرجان خان دېرش کاله په بېلا بېلو ولايتونو او هم مرکز کابل کښې د وطن په زرهاو نجونې او هلکان وروزل او هغو ته يې د زده کړې امکانات د وخت د شرايطو سره سم برابر کړل. د پوهنې په وزارت کښې ښاغلى درمرجان خان لومړى د پوهنې د وزارت پرصواب ديد د گرشک د اعلى حکومت د پوهنې په ماموريت کښې و. بيا په هېوادکښې د پو هنې دوروسته پاتي حالت دښه کولو پر نيت تالقانو، بلخ، قندهار او هرات ولايتونو کښې د پوهنې د مسووليت دندې ور سپارل شوي وي. غواړم د موضوع د لنډيز لپاره يې په کندهار او کابل کښې پر هڅو څه ناڅه رڼا وا چوم: درمرجان خان په کندهار ولايت کښې، دا ځل د پوهنې د رياست مسووليت اوسرپرستي درلودله. کندهار کښې نايب الحکومه په دې وخت کښې تورن جنرال عبدالغني خان قلاى بيگي و. درمرجان خان په ډېر شوق د پښتو د تدريسي کتابونو پر راټولولو لاس پورې کړ، خو ځينو تنگ نظره عناصرو د کابل د پوهنې په وزارت کښې د هغه پر فعاليتونو نيوکې پېل کړې، چې گنې ارواښاد درمرجان خان، برسېره پر رياست د نايب الحکومه د مرستيالۍ دنده هم ترسره کوي!! د پوهنې د وزارت يوڅېړونکي هيئت ، چې هدف يې دغو خبرو ته رسمي بڼه ورکول ول هغوى ارواښاد ته د آدم زبان دار، مصرف کننده بودجه در طبع کتب اضافى يعنې پر پښتو تدريسي کتابونو چاپول، دست و پاى نايب الحکومه او داسې نورې ټاپې ولگولې، چې پر تعقيب يې د هرات ولايت پوهنې ته تبديل کړو. د پوهنې وزير په دې ټوله موده کښې مکروب پېژندونکى ډاکټر مجيد خان او اداري معين يې عبدالاحمد و. سره له دغو تنگ نظريو، خداى بخښلي درمرجان خان د افغانستان پوهنې ته د خپلو خدمتونو پر لامل يو لړ تقديرنامې او جائزې گټلي دي او د گران وطن په پوهنه کښې يوه پېژندل شوې څېره وه. کله، چې ارواښاد ډاکټر علي احمد خان پوپل د پوهنې وزير شو، درمرجان خان يې له هرات نه کابل ته راوغوښت او ورته يې د رحمان بابا د ښوونځي د مؤسس مدير په توگه وړانديز وکړ. په سر کښې ارواښاد درمرجان خان خپله حيرانتيا په دې مقررۍ وښودله، چې د ولايتونو د پوهنې له آمريتونوڅخه ورته څنگه د يوې ابتدايي ليسې د مديريت وړانديز وشو، خو پوپل صاحب هغوى ډېر ژر قانع کړل، چې د افغانستان د پښتنود سيمو هلکان عصري زده کړې ته اړتيا لري، چې رحمن بابا به په دې برخه کښې يو مهم ښوونځى په پلازمينه کابل کښې وي. په سر کښې رحمن بابا او خوشحال خان ښوونځي سره يو ځاى په کابل کښې د پښتو دوه يواځيني ابتدايي ښوونځي وه، خو په ١٩٣١ شمسي کال کښې درمرجان خان د رحمن بابا ښوونځى، چې د وطن د کورنيو بچيانو لپاره و، له خوشحال خان نه بېل کړو او د دارلامان د سړک تر څنکه يې په خواجه ملا کښې ورته يو دوه پوړيز تعمير پيدا کړو. رحمن بابا ته سربېره پر پښتنو زده کوونکو، يو شمېر هلکان له هزاره جات او نورو غير پښتو ژبو ولايتونو نه هم راوستل شوي وو. ارواښاد پوپل به کله کله د ماسپښين لخوا ناڅاپه رحمن بابا ته راتلو او د دې هلکانو د پښتو زده کړه او خبرې به يې اوريدلې. ارواښاد درمرجان خان رحمن بابا له ابتدايې څخه متوسطې ته او بيا درې کاله وروسته ليسې ته پورته کړه، خو له ليسې سره د ځينو متعصبو او کارورانوونکيو د پرله پسې تنگ نظريو نه، چې د پوهنې وزارت له مرکزه کيدلې، درمرجان خان له ډاکټر يوسف سره پر مصلحت،دپوهنې وزارت پرېښود او د معادن او صنايعو په وزارت کښې وروسته له يو لړ آمريتونو څخه په جنگلک، تخنيکم، کرکر او يو شمېر نورو مقرريو څخه د هغه وزارت په مرکز کښې داداري رييس دنده ورپه برخه شوه، چې د خپل تقاعد تر دورې پورې هلته پاتې شو. نن درمرجان خان د پنځه دېرش کلن خدمت پر اساس، چې د افغانستان معارف ته يې کړى د خپلو شاگردانو او همکارانو په مينځ کښې که هغوى د وطن نه د باندې او يا دننه دي د يو اخلاص مند انسان په توگه پېژندل شوى دى . زه د هغه ورور، له هغو ټولو څخه هيله لرم، چې د وطن دا مخلص ځوى او خدمتگار له خپلې دعا څخه بې برخې نه کړي.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%AC%D8%A8%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%D8%A7%D9%BE%D8%B1%D9%8A%D8%AF%DB%8C
عجب خان اپريدی
عجب خان اپريدی په انگرېزي: زوکړه ۱۲۵۵ لمريز لېږدي کال - مړینه ۱۳۴۰ ل ل کال د افغانستان د خپلواکۍ يو نامتو مبارز او د خپلواکۍ د لارې د مبارزینو مشر وو. مخينه عجب خان اپريدی د غلام حيدر خان زوی، په قوم اپريدی آدم خېل، پر ۱۲۵۵ ل ل کال د اخور درې د بوستخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. د پښتنو دا ستر اتل کوهاټ ته نژدي د ملک کمال خان موسی خېل په کلي کې اوسيده. لکه څنگه چې هغه د مېړانې، هېوادپالنې او خپلواکۍ غوښتنې يو اتل وو، نو هغه وخت چې هغه په خپلو قبايلي ورونو د انگرېزانو یرغلونه وليدل، نو د غيرت وينې ېې په جوش راغلې او د خپلو دوو نږدې ملگرو سره چې يو ېې ورور شهزاده خان، بل د پنجاب د کيملپور حيدر شاه او دريم ېې د تيراه د راجگل اکبر نوميد، د انگريزانو پر مرکزونو او کورونو د غدۍ په ډول يرغلونه کول او له دې کبله يې هغوی ته ډير زیانونه ورسول. عجب خان اپریدی په هند کې د آزادۍ غوښتونکو غورځنگونو په تیره د علي ورونو علي برادران د ملي مبارزو او قومي غرور د جذباتو لاندې راغلي وو. ښاغلی محمد ولي ځلمی په خپل نښير زموږ غازیان په کتاب کې د غازي عجب خان اپریدي په اړه داسې لیکي: څرنکه چې په پښتنو او پښتونولۍ کې د دښمن څخه بدل اخيستل یو ولسي دود دی او پښتو متل دی چې واېي: که سل کاله وروسته چا بدل واخيست نو تادي ېې کړې ده. انگرېزان چې د افغان انگرېز تر درېیمې جگړې وروسته یې د افغانانو سیاسي خپلواکي تسلیم کړه، نو د خیبر د اورگاډي پټلۍ په جوړو لو کې د انگرېزانو په پالیسۍ کې ښکاره توپیر رامینځ ته شو. انگرېزانو په خیبر کې د اورگاډي د پټلیو د جوړولو په کار کې د سرو سپینو زرو باران وکړ. په دې سره د انگرېزانو نېشه او غرور زیات شو. که داړه او یا دوکه به راتله، نو آمرانه حکم به وشو چې د قبایلو هر څوک چې د انگرېزانو خلاف دي، که په انگرېزي علاقه کې ولیدل شو نو هغه به سلاسسي نیول کېږي. د قبایلو عزتمند مشران په جیلونو کې واچول شول او انگرېزانو به په ډېر غرور سره په قبایلي سيکو کې تگ راتگ کاوه. یو ځل د ۱۹۲۳ زیږدي کال د اپرېل پر ۸ میجر اندرسن او میجر ایډورډ د ځواک په نېشه کې مست د لواړگي نه څلور میله وړاندې قبابلي سیمې ته ولاړل. نو داود شاه او اول خان هغوی په گولیو وويشتل او هماغه وو چې هغوی افغانستان ته راواوښتل. په همدغو ورځو کې انگرېزان د کوهاټ په دره کې ننوتل، نارینه په کور کې نه وو، د عجب خان د کور بې عزتي ېې وکړه. عجب خان د انگرېزانو دا حرکت قومي سپکاوی وگاڼه او د بدل اخيستلو لپاره ېې د ۱۹۲۳ ز کال په اپرېل کې د میجر ایلس میرمن په خطا ووژله او لور یې مس ایلس ترینه وتښتوله. عجب خان اپریدي د میجر الس د لور په تښتولو سره چې دغه میجر د انگرېزانو د مشهورو او زړورو افسرانو نه وو او نړیوال شهرت پیدا کړ او د نړۍ یو شمیر ورځپاڼو او مجلو دغه پېښه د مخالفت او یا موافقت له مخې په ډیر آب او تاب سره ولیکله او وروسته د ده پر مېړانه او زړورتیا باندې ناولونه، ډرامې او فېلمونه جوړ شول. انگرېزانو غوښتل چې د عجب خان پر کورنۍ او کهول د یرغل کولو او فشار راوستلو له لارې عجب خان ورته تسلیم او په لاس ورشي. هغه وو چې د ۱۹۲۳ زیږدي کال د نوامبر په میاشت کې په سپين درند کې د اپریدو يوه داسې لویه جرگه جوړه شوه، چې دوو زرو کسانو پکې گډون کړی وو. په دغه جرگه کې پرېکړه وشوه چې هر ملک به په خپله سیمه کې د عجب خان د لټولو پازوال وي. که عجب خان د دوی په سیمه کې موجود نه وي، نو به د هغه د موندلو لپاره سلیمي گند او چې هلته عجب خان د خپلو ملگرو سره اوسېږي لښکر لېږي. د عجب خان د نیولو پر سر دیرش زره روپۍ انعام کېښودل شو. انگرېزانو په سفارتي او سیاسي بڼه هم پر افغانستان زور اچاوه چې نوموړی انگرېزانو ته تسلیم کړي، ځکه چې عجب خان د ۱۹۲۴ زیږدي کال په فبرورۍ میاشت کې افغانستان ته اوښتی وو. انگرېزان چې غاصبان دي نو زما هـم غلـيمان دي - دانگریز چې بډې خور دی هغه قوم لره پیغور دی ښاغلي داود شاه اپریدي د غازي عجب خان اپریدي په اړه په بهیر ویبپاڼه کې یوه ډیره مستنده لیکنه کړې ده چې گرانو لوستونکو ته يې لوستل بې گټې نه دي. نوموړي لیکي: غازي عجب خان او د هغه ورور غازي شهزاده خان سره د خپلو دوو تنو مبارزو ملگرو مس ايلس د کوهاټ د چوڼۍ نه رااوچتوي، تيراه ته يې رسوي او د محمود اخـوند زاده چې د تيراه د سيمې يو روحاني مشر و او د عجب خان دوی نږدې دوست هم وو، په منځگړتوب پيرنگيان د عجب خان دوی شرطونه مني. د عجب خان د تره زوی او درې ملگري يې له قيده راخوشي کوي او د کور د سوځولو تاوان هم ورکوي. تر دې وروسته اوربند کېږی، خو تر اوربند وروسته پيرنگيان نږدې تر دوو اونیو وروسته تيراه بمباردوي او د عجب خان کور ته بيا اور اچوي. لنډه دا چې محمود اخوندزاده او د تيراه ځینې کمزوري خرڅ شوي ملکان يا ټيکه داران د پبرنگيانو په سلا عجب خان او د هغه ورور شهزاده اپريدي ته وايي چې تيراه پرېـږده. عجب خان دوی مجبوره کېږي چې تيراه پرېږدي او د شينوارو خواته د سيد انور شاه په سلا د شينوارو د مندتو د کلي خوا ته ځي. غـازي عجب خان تيـــــراه پريږدي - د پتمنـو شـيــنوارو خــواتــه ورځي داوده! د تيراه کاڼي او بوټي ژاړي - چې غازي عجب، شهزاده تيراه پريږدي د اختر شپې او ورځې وې چې عجب خان دوی د شينوارو سيمی ته ولاړل. پيرنگيان ډيره هڅه کوي چې د افغانستان پر حکومت زور راوړي، که په زور شي که په رضا، که د پيسو په بدل کې چې د شينوارو قوم عجب خان دوی ورتسليم کړي، خو د لوی خدای ج په فضل پيرنگيان په خپل دغه شوم پلان کې نه بريالي کېږي. ان پیرنگيان دې ته حاضر ول چې د شينوارو مندتو کلی بمبارد کړي، خو غازي امان الله خان يي مانع کېږي. نور حکومتي چارواکي لکه شاه ولي خان د پردې تر شا له پيرنگيانو سره مرسته کوي. داودشاه اپریدی لیکي: هغه وخت چې عجب خان اپريدی ژوندی وو نو د ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين او له ارواښاد نيک محمد پکتیاني سره یې یوه مرکه کړې وه او خپله کیسه یې دوی ته داسې بیان کړې وه: هغه وخت به محمود خوندزاده موږ ته ډاډ راکاوه چې که انگرېزان مې لس ځله په بمباريو کلي وران کړي، خو تاسو به له ځانه سره ساتو. تر دولسو ورځو وروسته انگرېزانو تيراه بمبارد کړه. اخوندزاده چې دا اکر وليد، موږ ته يې ځواب راکړ چې اوس تاسې زمانه ولاړ شئ، نور زه تاسې نه شم ساتلی. موږ له خپل قومه ووتـــو او د اورکزیو غونځــه نومي ځای ته ولاړو او موږ ته یې هلته ځای راکړ. موږ بيا بيرته په اپريدو کې د سيد انور شاه کلي ته وړو، کډې مو په ځنگله کې پرېښووې او د شپې زموږ کډې هم راپسې راغلې. سبا وختي ديرش، څلويښت کسان راټول شول او موږ ته يې ځواب راکړ چې تاسې به له دې ځايه ځئ، موږ نور تاسي نه شو ساتلی. موږ ناچار شو، د شينوارو نازيانو ته، چې مندتې ورته وايي، وړو. که څه هم په شينوارو کې موږ هيڅ څوک نه پېژندل، خو د سيد انور شاه د سخر په اعتبار مو هلـته ورواړول. کله چې پخپله عجب خان دا کیسه بیانوله، دې ځای ته چې راورسید، نو لـږ غلی شو او په فکر کې ډوب شو. داوده! د وينو اوښکې مې د سترگو تلېږي - د اور لمې دي چې په سر مي بليـــــږي وروسته عجب خان بيا سر راپورته کړ او په دې ډول يې په خبرو پيل وکړ: حقيقت دا دی چې تر اوسه ډېر وخت تير شوی دی. په دې سرگذشت کې ډېرې خبرې رانه هيرې او پاتې شوي دي. ان په همدې سفر کې د محمود اخوندزاده له ځايه له تيراه تر شينوارو پورې ډېرې پېښې رامنځته شوې دي، خو له هغه تيريږم، ځکه چې ډېر وخت غواړي او کوم ځانگړي اهميت هم نه لري. څه وخت چې موږ شينوارو ته وړو، نو وړوکي اختر ته څو ورځې پاتې وې. له اختر نه وروسته د شینوارو سپين ږيرو او مشرانو لکه منصور خان، سازميـر خان، عبدالغني خان او د مندتې نور شینواري سره راټول شول او داسې جرگه یې وکړه: عجب خان او شهزاده خان زموږ سيمې تـه د ناپېـژند ګلوۍ په حال کې راغلي دي. موږ لوی او واړه د دوی هر ډول مرستې او ورورۍ ته چمتو یو او په خپله غېږ کې ځای ورکوو. که انگرېزان په افغانستان هم فشار راوړي، موږ به دوی ساتو او مرسته به ورسره کوو. کله چې د کور له خوا ډاډمن شولو نو زه، عجب خان او ورور مې شهزاده حیدر شاه زما زوم او د تره زوی مې علم خان او اووه تنه نور شينواري زموږ سره ملگري شول او يو ملگری مو شينواری چې عمرا خان نومېد، هم زموږ سره ملگری وو. عمراخان چې کله له موږ سره ملگری کېده، نو خپلي مـــــور يې ورته ويلي وو چې اول خــــو مه ځه او که هــرو مرو ځې، نـه پاتې کېږې، نو ځه مو دې مل شه، خو خدای ج دې نه کوي چې شهزاده خان او عجب خان دوی مړه شي، خو که دا پېښه وشي نو ژوندی ما له بيرته رانه شې او له دوی سره به ځان هرو مرو يو ځای مړ کوې. په هر حال د تــــيراه له لارې خـــوست ته تير شولو او د خوست نه ټوټکــې او پــــاړه چنار ته وړو. له دې کبله چې نابلده وو، ډېر وگرځيدلو په اخر کې مو يوه کوټه پيدا کړه او د شپې هلته پاتې شو. په دې شپه هېڅ پېښه ونه شوه. سبا د مکبلو غره ته وړو، ورځ مو په غـره کې تيره کړه. بيا موږ د انگریزي پوځي افسر يا کمانډر قومندان بنگلې ته ورننوتو، هغې کوټې له چې پخوا مو په نخښه کړې وه. ځان مو ورورساوه او موږ د کوټې د څټ له هندارې نه په انتظار کې ناست وو. دا وخت يو انگرېز، چې يوه ښځه هم ورسره وه، د کوټې لــه بلې رې ننوت او په يوه کوټه کې دواړه سره ويده شول. زموږ هوډ دا و چې انگرېز به وژنو او ښځه به ژوندۍ نيسو. څو شیبې مو ځنډ وکړ چې دوی په خواږه خوب کې غرق شول، نو موږ بیا د کوټې ور مات کړ او ورننوتو. دوی راويښ شول، خو لکه چې اجل یې پوره شوی وو، ونه تښتيدل. په همدې کوټه کې چې دوی ويده وو، يو سپی هـم و. دوی سپي ته وویل چې نیسه یې. سپي ځان حملې ته جوړ کړ او موږ هم مجبوره شولو سپی مو په ټوپک وويشت او په انگرېز مو دوه ډزه وکړل، خو خطا شو، ونه لگيده. زموږ سره غيږ په غيږ شو او انگرېز مـو په ستوه پيش قبضي له پښــــو وغورځاوه او ښځه یې په تياره کې له پالنگه پاڅیدله، خو زموږ ملگری نه وو پوهېدلی چې ښځه ده؛ د ټوپک ډز یې ورباندې وکړ او له پښو یې وغورځوله. د دې کوټې تر څنگ په بله کوټه کې نور انگرېزان هم وو او موږ يې خبرې اوريدلې، خو هغوی له ويرې جرئت ونه کړ چې له خپله ځایه وخوځېږي. مونږ بيرته د خوست په لور هغه غره ته، چې هلته ٨ کسه شينواري ملگري له موږ نه پاتې شوي وو، ړو. له هغه ځايه تر درې شپو او ورځو وروسته د غره له رې شينوارو ته راغلو. پيرنگيانو هم په خپلو تاریخي کتابونو کې د غازي عجب خان او د شهزاده خان په هکله داسې ليکلي دي: . . ژباړه: عجب خان او شهزاده ته ملک منصور سنگوخېل شينواري په خپل کور کې ځای ورکوي. د جلال اباد والي خبر شوی و ـ چا ورته اطلاع ورکړې وه. د جلال اباد والي ملک منصور ته استازی يا پيغام ورلېږي چې عجب خان دوی ته ځای يا پناه ور نه کړی، خو منصور خان چيرته منله. خپله پيرنگيان په دغه کتاب کې اعتراف کوي چې ميړنی منصور خان په هیڅ وجه دې ته چمتو نه شو چې عجب خان دوی د افغان حکومت يا پيرنگيانو ته ورتسليم کړي. وروسته بیا غازي عجب خان او ورونو ته یې د افغانستان حکومت په مزار شريف کې دولس سوه جریبه ځمکه ورکړه او عجب خان له پلې کورنۍ سره هلته مېشت شو. لنډه دا چې غازي عجب خان د انگریزانو پر وړاندې یو ملي اتل تیر شوی دی. د هغه د مېړانې او هېوادپالنې په اړه ډېرې ملي سندرې شته. مدني اکر د عجب خان د دریو میرمنو نه لس زامن او د شهزاده خان د دوو ښځو نه پېنځه زامن پاته شول. گل اکبر او د هغه پلار سلطان میر چې د انگرېزانو نه پوخلا کېدونکي دښمنان وول، مزار شریف ته په تگ راضي نه شول او د جلال اباد گورنر هغوی له خپلې سيمې وایستل. مړينه عجب خان اپريدي په ۱۳۴۰ ش د ۱۹۶۱ ز کال په جولای میاشت کې د افغانستان په مزارشریف کې د ۹۵ کلو په عمر وفات او هلته خاورو ته په ډېر درناوي وسپارل شو. اخځونه ۱- ۲- ۳- د لیکوال لطيف ياد فېسبوک پاڼه. د افغانستان نوميالي پښتانه اتلان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D8%AF%D9%87
جده
جده د سعودي عربستان د يو ښار نوم دی. سعودي عربستان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%DA%A9%D9%85%D9%BE%D9%8A%D9%88%D9%BC%D8%B1%20%D8%A7%D8%B3%D8%A7%D8%B3%D9%8A%20%D8%A8%D8%B1%D8%AE%DB%90
د کمپيوټر اساسي برخې
د کمپيوټر زېرمه د کمپيوټر په زيرمه کې معلومات او مفروضات خوندي کېږي . د کمپيوټر يوه زېرمه ډېرې دا يروي شکله مقناطيسي تختې لري په دې دايروي شکله مقناطيسي تختو کې ډېرې زياتې دايروي کرښې شته .د کمپيوټر زېرمه يوه له هغو ذخيرو څخه ده چې په کمپيوټر کې اېښودل شوې وي او د بدلولوحاجت يې تر هغې نه پېښېږي چې خرابه شوې نه وي ډسکيټ او د ډسکيټ هډه : د ډسکيټ هډه د کمپيوټر په مخکينۍ برخه کې نصب ده ، په دې هډه کې ډسکيټ کېښودل کېږي او د هغه په مرسته له کمپيوټر څخه يو څه دې ډسکيټ ته راوړل کېږي . همدارنگه له ډسکيت څخه کولی شو چې کمپيوټر ته يو څه انتقال کړو .په هر ډسکيټ کې کولی شو چې معلومات له ځان سره خوندي وساتو . ډسکيت بايد د لمر له حرارت څخه لرې وساتل شي . يو عبارت له يوې عادي فيتې څخه دی چې په هغې کې د کمپيوتر پروگرامونه او داسې نور مفروضات او معلومات ثبت يا خوندي شوي دي . د فيته د انگليسي مخفف دی . د فيته کېدای شي د په هډه کې وکارول شي او گټه ترې واخيستل شي . پروسيسور او يادښت : د کمپيوټر مرکزي پرزې چې د کمپيوټر په ژبه بولي . دا په حقيقت کې د کمپيوټر ماغزه دي . يادښت په يو شمېر کلکو پلاستيکي او فلزي اوږدو وړو ټوټوکې د ننه په کمپيوټر کې ځای پر ځای شوی دی . په شخصي کمپيوټرونو کې کولای شو دوه رنگه يادښت وگوړو چې يو يې او بل يې بولي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D9%85%D9%BE%D9%8A%D9%88%D9%BC%D8%B1%D9%8A%20%D9%88%D9%8A%D8%B1%D9%88%D8%B3
کمپيوټري ويروس
داچې کمپیوټري ویروس څه شی،څنگه او د طبي ویروس سره څه توپیر لري؟ په دې اړه زه څه ویل نه غواړم ځکه دا ډیرې اوږدې لیکنې ته اړتیا لري. بلکه دلته درته له تخنیکې پلوه که چیرې ستا سو په کمپیوټر کې ویروس شتون ولری نو څنگه پوهیدای شۍ چې زما کمپیوټر په ویروس ککړ دی یوڅو اړین ټکي درپه گوته کوم. د کمپیوټر ویروس یو ډیر زیا نمن شی دی.ځکه ډیر ځله د کمپیوټر کارونکي ته د ویروس دشتون معلوما ت نه کیږي او کله چې کارونکی د ویروس په شتون پوه شي نو وخت له وخته تیروي او ویروس خپل کار کړی وي.داسې ډیرې نښې نښانې شته چې له پلوه یی تا سې په کمپیوټر کې د ویروس دشتون شک کولای شی. لاندینۍ نښې نښا نې اړینه نه ده چې خا مخا به دویروس له شتون نه پیدا شوې وي، ځکه داسې نور ډیر عوامل هم شته چې په کمپیوټر کې دا راز نښې نښانې رامنځته کړي. مگر که چیرې تا سو په خپل کمپیوټر کې یوه هم له دغو لاندینیو نښو څخه ومونده نو ښه به دا وي چې دیوه ښه پوستکاليسا فټ ویر په مټ خپل کمپیوټر کړۍ. نوموړې نښا نې په لاندې ډول دي: د ویروسی کمپیوتر نښی ستا سو په کمپیوټر کې د لگیدلي ها رډیسک خا لي ځای ورځ په ورځ کمیږي ددې لپاره ویروس خپل ځان دځان په څیر هو به هو د بل ویروس تولیدولو ته وایي. کړي په کمپیوټر کې د یا فا یلونو سره ځان سریښوي.او دا کار نوموړی ویروس څو څو ځله تکراروي ددویروس ددې کار له امله د نوموړو یادو شویو فایلونو میچ ډیر غوټیږي له همدې امله نوموړي فا یلونه په هارډیسک باندې ډیر ځای نیسي. پس که داسې ویروس په خپل وخت ونه نیول شي نودنوموړي ویروس د وار په وار څخه کارونکی په هارډیسک کې دځای دکمښت سره مخامخ کیږی.که چیری ستا سو په کمپیوټر کې د روستاړي لرونکې پوستکا لې او یا هم د لپاره کارونکي پوستکالي شتون ولري نو داهم ستاسو د هارډیسک ډیر ځای نیسي.په هر حال ددغې پورتنۍ نښې له ښکاره کیدلو سره په خپل کمپوټر با ندې د پوستکالی وچلوۍ. د هارډسک بې له کوم سببه پړکیدل ډیرو ښا غلیو او آغلیو په پورتنۍ جمله کې د فعا لیت او د په مانا دی. چې د رڼا ورکونکي تیوب ما نا ترې اخستلی شو. ستا سو د کمپوټر په مخه کې یووړوکی څراغ شتون لری چې د هارډیسک په نښان سره ښودل شوی. اوس نو کله چې تا سو کوم پروگرام یا پوستکا لی کا روی یعنې د پوستکا لي په کارولو بوخت یا ست او یا مو کوم پوستکالی تا زه چا لان کړۍ تر څو کار ترې واخلۍ په دې دواړو وختونوکې د هارډیسک با ید وپړکیږي یا نې با ید وکړي. مگر که چیرې تاسو په پورتنیو داوړو حا لتونوکې قرار نه لری او بیا موهم د هارډیسک په وار وار پړکیږي نو گمان کیږي چې ویروس پیل کړی او دوام لري. په دې حال کې هم د دپوستکالي چلول اړین بریښي. کمپیوټر ورځ له ورځې پڅ کیږي که چیرې تا سوفکر کوی چې کمپیوټر مو ورځ په ورځ پڅیږي په دې مانا چې که چیرې ستاسو کمپیوټر مخکې په دودقیقو کې کیدلو او اوس ډیر ځنډ با سي تر څو شي او یا هم که چیرې ستا سو د - پوستکالی مخکې په یوه دقیقه کې چا لانیدلو او اوس په ډیر ځنډ چا لانیږي نو د ویروس د شتون ډیره کره نښه کیدلای شي نو اړینه ده خپل د پوستکا لی وچلوی. دا یوه ډیره کره او ټا کنیزه نښه ده چې ډیر دوستا ن له دې ستونزې څخه ماته شکا یت کوي. بې له کوم سببه د فایلونو خرابیدل او یا هم له منځه تلل په عاموحالاتوکې نه کوم فا یل له ځا یه خراب وې اونه هم په خپله له منځه ځي حتی که چیرې په هارډیسک کې هم شتون ولري نو بیا هم دکوم فایل د خرابیدو او یا له منځه تللو شونتیا ډیره کمه ده. ویروس داوړ کارونه ډیر کوي په دې مانا چې کولای شي فا یل په بشپړه توگه له منځه یوسي او یا یي هم تر دې بریده خراب کړي چې د کارولو وړنه وي. که چیرې له تا سوهم له دې راز کارونو سره مخ کیږۍ نو داستاسوپه کمپیوټر کې د خورازیا نمن ویروس د شتون نښه ده. اړینه ده چې دهر څه دمخه خپل پوستکا لی وچلوۍ. ډیر ځله کمپیوټر په ټپه دریږي ډیر هغه پوستکا لي چې د لرونکي وي کمپیوټر په ټپه دروي همدا راز د ا و یا دخرابي له امله هم کمپیوټرپه وار وار په ټپه دریږي او همداراز د ویروس شتون هم کولای شي کمپیوټر په ټپه ودروي. په دې حا لت کې هم خپل د پوستکا لی وچلوۍ. مآخذونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D9%88%DB%8C%20%DA%A9%D8%A7%D9%84
نوی کال
نوی کال په بېلابېلو کلتورنو او هېوادونو کې يوه داسې پېښه ده چې د يوه کال پای او د بل نوي کال پيل لمانځل کېږي. هغه کلتورنه او هېوادونه، کوم چې د کاليزې مېچنه لري، همدا ټول نوی کال لمانځي. د نوي کال لمانځنې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D9%87%D9%84%D9%88%D9%8A%20%DA%98%D8%A8%D9%87
پهلوي ژبه
پهلوی ژبه یا منځني پارسي یا پارسک چی د پارس د سیمې ژبه معني لري د ایران د لویدیځو ژبو څخه وه چی د ایران په جنوب لوېدېځ کی ویل کېده او د ساسانیانو د واکمنۍ په وخت کې رسمی ژبه په توکه ومنل شوه. په دی وخت کی پهلوی ژبه د نژدې ختیځ په بیلو بیلو سیمو کی هم پراخه شوه. دغه ژبه د پهلوي لیکدود او اوېستا لیکدود په واسطه لیکل کېده. د پهلوي توری د ښی څخه کیڼ ته لیکل کیده. دغه توری د آرامی توری څخه جوړی شوی. پهلوي لیکدود په ځانگړي ډول د رسمی یادښتونو لپاره کارېده او د اوېستا لیکدود د مذهبي اثرونو لپاره کارېده. د اوستا او پهلوي لیکدود تورو تر منځ توپېر پدي کې دی چی د اوستا په لیکنه کې ږغ لرونکی توری او په پهلوي لیک کې یی ږغه توری کارېږي. د ساسانیانو مامورانو په ځانگړی ډول پهلوې اثرونه پر پاپیروس، لیکپاڼې لیکل او په ډبرو کې یی حک کول. سرچینې پخوانی ژبې پاړسي ژبه ژبې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%D8%A7%DA%85%DA%A9%D8%B2%DB%8C
عبدالله خان اڅکزی
غازي عبدالله خان اڅکزی د حاجي سربلند خان زوی دی چې د کوټې او چمن په منځ کې د کوږک د لمنې په یوه اباد کلي کې چې قلعه عبدالله نومیږیزي ، زیږدلی دی . وروسته همدغه کلی دده په نامه یاد شوی دی او پاتې کسان همدااو د سیوري نومي کاریزه کې اوسیږی . د احمد شا بابا د غزاگانو په وخت کې له دې ټبر څخه ډیرو نومیالیو گډون کړی وو. غازي عبدالله خان اڅکزی د افغان اوانگریز په لومړۍ جگړه ۱۸۳۸-۱۸۴۲ کې ډېرې سرښندنی کړې . ده د ملي مبارزینو په هغه غونډه کې گډون کړی وو چې ډېری تاريخپوهان ېې د کابل بېړنۍ لويه جرگه بولي او د انگریزانو پر خلاف جوړه شوې وه . ملي مبارزینو په خپلو منځو کې په قرآن لوړه وکړه چې انگریزان به له خپلې خاورې شړي . غازی عبدالله خان دا سمه گڼي چې تر څو سریحه پلمه پیدا نه شي پر انگریزانو به برید نه کوي . دا په اصل کې يو تاکتيکي حرکت وو . هغه وو چې څو ورځې وروسته د غازي عبدالله خان د کور خدمه ورکه شوه او هغه د برنس په کور کې پیدا شوه . کله چې غازي عبدالله خان خبر شو ، خدمه یې د خپلو سړیو په واسطه په زور سره د برنس له کوره راوايستله او ملي مبارزین د ملي پاڅون په هڅه کې شول ، د برنس پر کور یې بريد وکړ ، د برنس د کور ساتونکي یې ټول ووژل . کله چې د کابل اوسېدونکي خبر شول ټولو خپل دوکانونه وتړل او د مجاهدینو مرستې ته یې ورودانگل . برنس یې په داسې حال کې چې په حمام کې له دریو ښځو سره وو ، له حمامه راویوست او ټوک ټوک یې کړ ، کور یې ورچور کړ ، د نورو افسرانو کورونه یې هم چور کړل ، دوی یې وژل او ځنو په تېښته عسکري چوڼیو ته ځانونه ورسول. غازي عبدالله خان اڅکزي او امین الله خان لوگري له لس زره کسيز لښکر سره د وېليم حې مېکناټن په کلا ، بلاحصاراو بي بي مهرو په سیمه کې پر انگریزانو بريد وکړ خو جنرال سیل يې بريد په شا وتمباوه. ملي مبارزینو د بل لوی برید لپاره چمتووالی وکړ او د ۱۸۴۱ ز کال د نومبر پر دويمه چې د روژی ۱۷ نېټه وه سهار وختي ملي مبارزینو د کابل په خرابات کې د الکساندر برنس په کور یرغل وکړ . په دې یرغل کې د برنس او جانس کورونه وسوځېدل ، د شاه شجاع او انگریزانو ساتونکي یې په کوڅو کې راکښول. په همدغه وخت کې د ملي مبارزینو لویه کامیابي په برخه شوه . غازي عبدالله خان اڅکزي د بالاحصاراو بي بي مهرو په جگړو کې برخه واخيسته ، په همدغه جگړه کې ټپي شو ، همدغه ټپ له امله په شهادت ورسیداو د ريشخور په سره کلا کې خاورو ته وسپارل شو . افغانان پښتانه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%BA%D9%86%D9%8A%20%D8%AE%D8%A7%D9%86
غني خان
عبدالغني خان زوکړه ۱۹۱۴ ز کال-مړينه ۱۹۹۶ ز کال په انګرېزي: د پښتو ژبې شاعر، پژۍ جوړوونكى، پوه اديب، سياستوال، د سولې او روغې جوړې پلوی، د باچا خان فخر افغان مشر زوی وو. مخينه د ۱۹۱۴ زېږيز كال په ډسمبر مياشت كې د پښتونستان د اشنغر په كلي كې د خان عبدالغفار خان چې په فخر افغان هم پېژندل کېږي، په كور کې يو ماشوم وزېږېد چې نوم يې پرې عبدالغني خان کېښود. دغه ماشوم د پښتو ادب يو ځلېدونكى ستورى شو. د ښاغلي غني يو ملګرى ليكي چې غني خان په كوچنيوالي كې ډېر ښكلى او د مور و پلار ډېر نازولى وو، په غاړه يې د سرو زرو درنه اوږۍ او په ښي غوږ به يې د سرو زور والۍ وه، خو د قدرت اراده نه وه چې د غني د ناز دا موده نوره هم اوږده شي. غني له سختيو او ربړو سره هغه وخت لاس او ګرېوان شو، چې کله د پېنځو كلونو په عمر د مهربانې مور له غېږې څخه بې برخې شو. مور يې په ځوانۍ كې د وبا ناروغۍ له لامله وفات شوه. دى او كشر ورور يې عبدالولي خان د درې نيمو كلونو او يوه خور يې سردارو د اتو مياشتو په عمر بې موره شول. په دې وخت كې غفار خان د پېرنګيانو د حكومت له خوا په درې كاله بند محكوم شو. نو د دريو ماشومانو روزنه د دوى انا، د باچاخان مور ته ورتر غاړې شوه. د وخت زړه لا هم سوړ نه شو، د باچاخان مور هم په حق ورسېده. نو غني، ولي او خور يې له روزونکو مشرانو څخه بې برخې پاتې شول. زده کړې غني خان لومړنۍ زده كړې په هغه ازاد قومي ښوونځي كې پيل كړې، چې باچا خان او د هغه دوستانو د غريبو هلكانو لپاره په اتمانزو كې جوړ كړى وو. هلته زده كړې د ټولو لپاره په وړيا ډول وې. باچا خان ځكه خپل زامن د غريبانو ښوونځي ته واستول چې خلك ونه وايي چې باچا خان د خپلو او د نورو د زامنو ترمنځ توپير كوي. خپل زامن معتبر او غوره ښوونځيو ته لېږي او د نورو زامن د غريبانو ښوونځي ته هڅوي. په هغو ورځو كې د باچا خان دا خيال وو چې له غني څخه يو لوى اسلامي عالم جوړ شي، نو ځكه يې په غني خان اووه كاله عربي دوديز علوم ولوستل. باچا خان ډېر وخت په جېل كې بندي وو او يا به هم د خپل قومي سياسي غورځنګ د تبليغ لپاره په دوره وتلى وو. غني خان لسم ټولګى په بري سره پای ته ورساوه، وروسته د ډېلي جامعه مليه مدرسې ته ولاړ او دا هغه وخت وو چې په افغانستان كې د سقاؤ زوى باغي شو او باچا خان د خپل ورور ډاكټر خان په مشرۍ يو طبي پلاوى افغانستان ته ولېږه. په دې پلاوي كې اووه ډاكټران او دېرش نورو مرستیال زليمانو ګډون درلود چې غني خان هم ورسره مل وو. خو انګرېزان د دې ډلې پاسپورټونه تر هغه وخته وځنډول تر څو د افغانستان پاچا امیر امان الله خان گوښه کړای شو او د کندهار له لارې بهر ته ولاړ. غني خان د څوارلسو كلونو په عمر په ممبای كې د لندن په نيت د اوبو بېړۍ ته وخاته او په نوموړې ورځ يې خپل د تسلي په نامه خپل لومړى شعر وليكه. د انګلستان په ازاد چاپېريال كې د غني خان بې جوړې ښايست د هغه لپاره يو لوى مصيبت شو. دی به چې چېرې هم ته، نو انګرېزې نجونې به ورپسې تلې او سبق ته به يې نه پرېښوده، تر هغه چې د لندن يوه ښكلې فلمي لوبګره هم پرې ميینه شوه. کله چې باچا خان خبر شو نو سم دلاسه ېې ده ته د امريكې په لور د تګ امر وکړ. د امر سره سم غني خان امريكې ته ولاړ او د امريکې په لويزيانا ايالت كې په زده كړو بوخت شو. عبدالغفار خان بيا بندي شو او له دې سره د غني خان ژوند بيا له تريخوالي سره مخ شو او په ژوند كې يې ډېره گډوډي راغله. په ځانګړې توګه د اقتصاد لخوا ډېر راولوېد. غني خان د خپلې سيمې په هکله په يو شعر کې داسې وايي: رښتيا هم، د غني خان ژوند هغې دوه لارې ته رسېدلى وو، چې يوه لار ټولنيز يا سياسي ډګر ته تله او بله هم لار د غني د سپېڅلي طبيعت، فطرت، ادب او ښكلا دنيا ته. هغه په ۱۹۴۵ زېږيز كال د سياست ډګر ته ودانګل، په مركزي پارلماني انټي بيرو لپاره ودرېد او ځان يې كانديد كړ. د ده په وړاندې درې ډلې ولاړې وې. باچا خان د زلمي پښتون غورځنګ وځنډاوه. د ۱۹۴۸ زېږيز كال د جولاى په څلورمه نېټه د شپې پر يوه بجه د پاکستان حكومت له خوا ونيول شو. دا مهال د پاکستان له لوري په پښتونستان كې سخت تشدد او ظلم روان وو. ډېرې ازادۍ غوښتونكې پښتنې مېرمنې كونډې، واړه يتيمان، زاړه بنديان او زلميان ووژل شول. غني خان شپږ كاله په زندان كې تېر كړل. ده په زندان كې هم شعرونه ليكل. دى د هريپور په جېلخانه كې بندي وو. ده د خپل كتاب په پاى كې داسې ليكلي: دوراشې کامه كتاب خلاص شو، خو شعرونه ډېر پاتې دي، خير بيا به چېرته څه غم وكړو، ژوند هم عجب شى دى. وايي چې تر بند وروسته کوم چا غني خان ته وويل: ته او قافلې يې سره ډېر بد ګير كړي يۍ. د دې لپاره چې د غني خان پر ټولنيزه فلسفه او ادبي افكارو باندې څه ناڅه رڼا واچول شي، نو غوره لار دا ده چې د ده خپل كلام ته ځير شو او ويې لولو. انسان د غني په نظر ډېر لوړ مقام لري. دى آن د كايناتو او موجوداتو مطلب او اروا انسان ګڼي او بې له انسانه اسمان هم بې مانا ويني: غني خان كور ګڼي او د يوه مفكر انسان په توګه خپل د عارفانو په څېر د انسان زړه د خداى نه په جومات كې لټوي، نه په مكه كې، بلكې په خپل زړه كې يې مومي او وايي: غني خان خپلې فكري ستونزې داسې بيانوي: د خپل خداى مينې ده ته دومره جرئت وركړى، چې رندانه خبرې كوي، لكه: د پښتو ادب کې د هغه د شعري ژبې ځانګړتيا د فلسفې په ريالیزم اړخ باندې ولاړه ده او په شعرونو کې ېې د خپلې خاورې او خپل كلتور انځورونه يې منعکس کړي دي چې پښتو کلتور او ادب کې ځانته خپل ځای لري. غني خان او كورنۍ غني په خپله كورنۍ كې تر هر چا زيات د ننګيالي پلار عبدالغفار خان درناوى د ځان فرض ګڼي، كله چې يې پلار د انګرېزانو په جېل كې پروت وو او غني خان ته يې يو له ګيلو ډك ليك ليكلى وو، غني خان په ځواب كې دا بيتونه ورولېږل: غني خان خپل كتاب چې په انګرېزۍ ژبه يې ليكلى، خپل ګران پلار ته داسې ډالۍ كوي: . زه دا كتاب هغه لومړني پښتون ته ډالۍ كوم، چې زه يې پېژنم، تر ټولو غوره انسان ته چې ما پېژندلى يانې زما پلار ته. قوم او غني خان غني خان له خپل قوم سره ډېر لېونۍ مينه لري او تر هر ولس يې پښتون ولس زړه ته ډېر نژدې دى. هغه په دې چې په پښتون ولس كې پيدا شوى، د خداى شكر داسې پرځاى كوي: خدايه! شكر چې پيدا دې له دې قام كړم د پښــتون د نــر وجـــود دې يو اندام كړم او چې خړمخى پښتون ورور يې غېږې ته ورشي نور يې نو د دنيا ټول ښايست هېرېږي. غني خان وايي: سر څه د سپي سر وي چې فدا نه وي په قام نر څه ښځونى وي چې شيدا نه وي په قام په بل ځاى بيا وايي: ستا دا لاس د قسمت لاس دى ورانول، جوړول دوى كا د فرعون د كور په شانې دا حصار خاورې ايرې كړ پاڅه وښيه دنيا ته د پښتون د بچو ننگ پاڅه واوروه شغال ته د ويستلو تورو شرنگ غني خان او هېواد غني خان له خپل هېواد سره هم د زړه له كومې مينه لري، نو ځكه وايي: باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د غني خان شعرونه پښتانه شاعران پښتانه ليکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%83%D9%85%D9%BE%D9%8A%D9%88%D9%BC%D8%B1%20%DA%86%D9%BC%D9%83%D8%AA%D9%8A%D8%A7
د كمپيوټر چټكتيا
په عمومي توگه مونږ د كمپيوټر د استعمال پر وخت داسې خبرې له پامه غورځوو،كومې چې ورو،ورو زمونږ د كمپيوټر چټكتيا كموي.په پاى كې د كمپيوټر همدا سست فعاليت مونږ دې ته اړباسي چې يا خو نوې كمپيوټر واخلو،او يا هم د موجوده كمپيوټر هارډوير كلك كالى كې يوڅه بدلون راوړو. كه چېرې مونږ د څو خبرو خيال وساتو او پوره پام ورته وكړو نو د همدې كمپيوټر په چټكتيا كې په زړه پورې زياتوالې راتلاى شي،چې دا چټكتيا زمونږ لپاره بسيا كوي. راځئ اوس په دې مختلفو طريقو يو څه رڼا واچوو او گټه ترې واخلو. كله چې تاسې اپليكېشن آپشن انسټالوئ نو دې خبرې ته خيال كوئ چې هر وخت كسټم انسټال كړئ او يواځې خپل د ضرورت ور اپشن استعمال كړئ. كه چېرې ستاسې د كار نوعيت داسې دى چې د هغې لپاره۳۲ بايټس اړټيا نشته نو د هغې له استعمال څخه ډډه وكړئ. د كمپيوټر رنگ ډېپت او ريزولېشن چې څومره لږ وي نو دهغې چټكتيا به هم غوره او ډېره وي. په ډسك ټاپ باندې يواځې د اړتيا وړ شيان كېږدئ،ځكه په ډسك ټاپ چې څومره ايكونونه ډېر وې هغومره بيا په تازه كولو ريفرش كې ډېر وخت لږي. په عمومي ډول ټول هغه فنټونه كوم چې په كمپيوټر كې وي او استعمالېږي نه،نو خپل كمپيوټر باندې دا زياتي لوډ هم راكم كړئ او كوم فنټونه چې ستاسې په كار نه وې هغه له كنترول پېنل او بيا د فونټس له فولډر څخه ډېليټ كړئ. ډېوايس ډرايور او د ونډوز ټول اپډېټس د ضرورت په اندازه انسټال كړئ. هارډ ډېسك كې موجوده ستونزه سكېن ډېسك په واسطه حل كړئ. په ډسك ټاپ باندې له خپل ميتود مېتډ كرسرز،وال پېپر تيمز او نورو له استعمال څخه ډډه وكړئ. زياتې فايلونه ډېلېټ كړئ،همدارنگه د لويو فايلونو بېك آپ په سى ډى وليكئ او له هارډ ډېسك څخه ئې ختم كړئ. كه چېرې تاسې د ونډوز نوې ورژن انسټال كړې وي او په ښه ډول سره كار كوي،نو د هارډ ډېسك څخه د هغه مخكېني ورژن په ډېلېټ كولو سره د د هارډ ډېسك اوږې سپكې كړئ. د هارډ ډېسك خالي برخې زياتولو لپاره بې كاره پروگرامونه هم ډېلېټ كړئ،دې لپاره د اېډ رېموو ډائېلاگ پكس راخلاص كړئ، او د هغې ليك لړ اپليكېشن وگورئ كوم چې د ختمولو وړ دى هغه ختم كړئ. ددې طريقه په لاندې ډول ده: پيلونكې تنۍ زور كړئ،له دې څخه وروسته سېټېنگ او بيا كنټرول پېنل ته ولاړ شئ،هلته اېډ ريموو ايكن دوه ځله كېمنډلو سره را خلاص كړئ.په هغې كې انسټال شويو اپليكېشنز ليك لړ يا فهرست وگورئ. دلته هغه بېكاره اپليكېشنز غوره كړئ او د اېډ ريموو تڼۍ كيمنډئ. په دې ډول سره به ستاسې له كمپيوټر څخه غير ضروري شيان ډېلېټ شي. هارډ ډېسك هسې خو د كمپيوټر هره برخه مهمه ده،لكه پروسيسر كوم چې د هغو لارښوونو په رڼا كې چې ستاسې له خوا كمپيوټر ته وركول كېږي كار كوي.همدارنگه په هارډ ډېسك كې ټول هغه پروگرامونه سافټ وېرونه او معلومات ډېټا غوندې وي كوم چيې ستاسې وخت په وخت خوندي كوئ او ستاسې د كمپيوټر يعنې د هارډ وېر د چلولو توان لري. هارډ ډېسك يوه مقناطيسي ذخيره وې آله ده. ددې ذخيرې توكي مواد د ايلومينيم او سرامك په څېر كلك دي،كوم چې د مقناطيسي توكيو سره .................... كيږي. د هارډ ډېسك په منځني جوړښت كې يوه ستنه يا د سر په څېر يوه آله ده،د كومې كار چې په هارډ ډېسك كې د معلوماتو خوندي كول دي او لوستل دي. د هارډ ډېسك په مېنځ كې لږېدلې ډېسك د تاوېدلو توان لري. د هارډ ډېسك چټكتيا: د هارډ ډېسك د چټكتيا اندازه له درېو شيانو څخه لږېږي: ۱- د هارډ ډېسك د چټكتيا انحصار په سيك ټايم باندې وي. د هارډ ډېسك سيك ټايم چې څومره لږ وي هغومره يې چټكتيا ډېره وي. دا وخت په ملي ثانيه اندازه كېږي. سيك ټايم ته په ساده ژبه كې داسې ويلې شو چې، كوم معلومات چې ستاسې په كار وي د ستنې يا هېډ رسېدل هغو ته د سيك ټايم څخه عبارت دى. ۲- د هغه معلوماتو يا ډېټا په را پيدا كولو كې د مصرف شوې منځني وخت ته اېكسېس ټائم وايئ.د هارډ ډېسك فعاليت د اېكسېس ټائم په لږوالي سره زياتېږي. ۳- د نوموړې معلوماتو يا ډېټا انتقالول چې څومره زيات وي،نو هغومره به د هارډ ډېسك صلاحيت هم غوره او بهتر وي. د هارډ ډېسك خوندي توب: د كمپيوټر په هارډ ډېسك كې ډېره قيمتي معلومات وي، نو ددې لپاره يوه ښه مشوره دا ده چې د دې معلوماتو يوه كاپي بېك آپ ځان سره وساتئ.نن سبا داسې پوست كالي سافټوېرونه په لاس راځي،كوم چې تاسې ته معلومات ډېټا د ذخيره كولو لپاره يوه لوى فايل په څو وړو،وړو فايلونو باندې وېشي او هغه زپ او يا له يوې څخه په زياتو فلاپيانو كې د ذخيره كولو آسانتيا برابروي. د سي ډي رائيټر په نه موجوديت كې له دې پروگرامونو څخه گټه واخلئ. دپروگرام نه چلېدل او يا د معلوماتو ډېټا له لاسه وركول د كمپيوټري ويروس د موجودگۍ گواهي وركوي. له دې ستونزې څخه د خلاصون لار د ويروس ضد پروگرام انتي ويروس انسټالول دي. او همدارنگه د هغې آپ ډېټ هم له ځان سره وساتئ. په هارډ ډېسك كې د خرابئ پيدا كېدو يوه وجه د كمپيوټر بندول په غير مناسب ډول سره دى. د تل لپاره په پام كې ولرئ چې خپل كمپيوټر د شټ ډَون له لارې بند كړئ. د ډېسك ډېفرېگمېنټ پروگرام له چلولو څخه مخكې د خوندي شوې ډېټا شكل په دې ډول وي. د برېښنا ټكان:هغه ټكانونه چې د برېښنا د كمښت او ډېرښت له امله مېنځ ته راځي د فلكچوېشن په نامه يادېږي.دا ټكانونه هم هارډ ډېسك ته زيان رسوي. دې ډول زيان ته فيزيكل مېډيا زيان هم وايي.له دې ټكانو څخه خوندي پاتې كېدو لپاره يو.پي.اِس ان اِنټرُپټېډ پاور سپلائد برېښنا نه پرې كېدونكې منبع او يا هم سټېپلائزر استعمال كړئ د هارډ ډېسك ډېفرېگ كولو گټه: هاردديسک په عمومي توگه كله چې مونږ يو فايل په كمپيوټر كې خوندي كوو، نو كمپيوټر هغه فايل په هارډډېسك كې په څو ټوټو كې خوندي كوي. دا فايل چې كله مونږ راخلاصوو اوپن نو ددې ټوټو په راغونډولو كې له ستونزو سره مخ كېږي. كه چېرې د فايل له خوندي كولو څخه وروسته مونږ دېفرېگمېټ وكړو،نو دا فائل په ترتيب سره په يوه ساحه سېكټر كې خوندي كېږي،او له وېشل كېدو څخه ژغورل كېږي. د ډېسك ډېفرېگمېنټ چلولو څخه وروسته د خوندي شوې ډېتا شكل دا دواړه عملونه په انځورونو كې ښودل شوي دي. د ډېفرېگمېنټ د پروگرام له استعمال څخه وروسته د كمپيوټر گرافيكي عمل فايل راټولوي او يو ځاى كوي يې،او په اتومات ډول كار كوي. ددې عمل د ښه پوهېدلو لپاره د ډائلاگ بكس په ډول،ډول تڼيو بټنز باندې ځان پوه كړئ. سولگر
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D9%85%D9%BE%DB%8C%D9%88%D9%BC%D8%B1%20%D8%B3%D8%A7%DB%8C%D9%86%D8%B3
کمپیوټر ساینس
سولگرپوهنه انگرېزي: د مالوماتو او شميرنى انديزي او بنسټيزې زده كړې ته وايي،او په سولگریيزو غونډالونو كي ددوي كاريالونو او اوزارونو ته. چي دا په واروار د الگوريتم غونډاليزه زده كړه ،بهير او منځ ته راتلل څرگندوې او مالومات ليږدوي. د . په وينا بنسټيزه پوښتنه په سولگر پوهنه كي داده چې څه كيداي شې جي اغيزمن وي په خپلجاري ډول کمپيوټر پوهنه ډير څيرمه ډگرونه لرې .لكه:سولگر كښنيزې،د شميرني پر ځانگړي پايلو د تاكيد،او څه هم نور اندونه .لكه:جړيزه شميريزه نظريه او د ځانگړتياوو زده كړه له محاسباتي ستونزو څخه مخينه او پېښلیک د کمپيوټر پوهنې لومړنۍ موندنې د نن ورځې د شمروزمې کمپيوټرونو د پنځوونې بنسټ گڼل کېږي . د چوکاټي شمرني ابکوس په مټ د دقيقو شمېرلو شمېرلوستونه د حلولو په موخه د انټيک پير له وختونو څخه گڼل کېږي . ويلهېلم شيکارډ په لومړي ځل د ميخانيکي شمېرني لومړنی ډوليزه بڼه په کال ۱۶۲۳م زېږيز کې وپنځووله ، خو وې نشو کولی چې بشپړ ېې ورغوي . بلېز پاسکال په لومړي ځل همدا ميخانيکي شمېرنی د کار لپاره په کال ۱۶۴۲م زېږيز کې چمتو کړ چې ورته ېې نوم پاسکالين ورکړ. چارلز بېبېج يو بېل ډول انجن وپنځاوه ، او بيا ېې د عمومي اړتيا له کبله شنننيز انجن د ويکټورين پير په مهال رامنځته کړ ، چې له مخې ېې لولېس د هغه ماشين لارښودلیک وليکه . د همدې لارښود لیک د ليکنې په وجه هغې ته د نړۍ تر ټولو لومړنۍ پروگرامره يا خپرونه لیکونکې وايي . د ۱۹۰۰ م زېږيز شاوخوا د پنچکارډ ماشين په نوم يو ماشين نوی راووت . د ۱۹۴۰م زېږيز شاوخوا د پخوانيو ماشينونوپه پرتله په نوې بڼه د شمېرماشين يا شمېرنی په تکړه کاروونکې بڼه راووت ، د کمپيوټر اصطلاح د ماشين لپاره راوتلې نه دا چې د جوړوونکي نوم په هغه پنځوونه ايښوول شوی وي . وروسته له هاغه چې د همدغو شمېرنيو کمپيوټري ماشينونو څخه دا څرگنده شوه چې د لا پرمختگ په بهير کې نور هم غټ کارونه پرته له شمېرو پرې اسانه کيدی شي نو په کال ۱۹۵۰ م زېږيز کې د کمپيوټر ساينس په نوم د زده کړې اکاډميک ډگر جوړ شو . د نړۍ تر ټولو لومړنۍ د کمپيوټر ساينس پوهنې ډيپلوم ورکوونې بنسټ په ۱۹۵۳م زېږيز کې له کېمبرج پوهنتون څخه د کېمبرج ډيپلومه ان کمپيوټر ساينس په نوم راوواته . په امريکا کې په لومړي ځل د کمپيوټر ساينس بری لیک د پيورډيو پوهنتون څخه په کال ۱۹۶۲م زېږيز کې دود شو . په لومړنيو مهالونو کې ډېرو خلکو داسې نه گڼل چې کمپيوټر دې د زده کړې په ځانگړي ډگر واوړي او يوه زده کړيزه څانگه دې شي ، خو وروسته وروسته د پنځوسمو زېږدي کلونو په پای کې دا په زبات ورسېده چې د کمپيوټر اړونده زده کړې ځانته مسلک او ډگر لري . د هماغه کلونو په لومړنيو مخکښو کمپيوټر اړونده پېژندل شوو نومونو کې د نښه ټولو ته د کمپيوټر ساينس په ډگر کې د پاڅونونو راوستنې څرک ورکوي . لنډون دی . په لومړي سر کې ېې د وپنځاوه ، او بيا وروسته ېې کمپيوټر راووېست ، چې بيا په پراخه توگه په آزمويښتي ، او څېړنيزو مراکزو کې ترې کار اخيستل کېده . تر اوسه له کمپيوټرونو څخه کار اخيستل يو لوی باج گڼل کږي ، ځکه په هغو کمپيوټرونو کې که څوک يو توری په نا وړه توگه بل ځای وکاروي نو ټول کمپيوټر بندېږي او خپرونه ټکر سره مخامخېږي ، نو ځکه باید چې ټول کمپيوتر له سره بيا ولگول شي چې لويه ستونزه رامنځته کوي . د ۱۹۵۰م زېږيزو کلونو شاوخوا د کمپيوټر ساينس ډگر د ودې پر مخ روان و ، او دا پورته ياده شوې ستونزه يوه عادي عامه ستونزه گڼل کېده . وختونو وښوده چې د کمپيوټر کاروونه اوپه کارونو کې ېې اغېزمنتيا يو د کمپيوټر ساينس او ټکنالوژي اړين اړخ جوړوي . د نن ورځې نوي پيرد کمپيوټر له اړخه ډېر اړين بدلونونه حس کړي چې له مخې ې ماهره انفرادي وگړو څخه ېې کاروونه په پراخه کچه د عام وگړو لاس ته ورغلې . په لومړنيو پيرونو کې د کمپيوټر لاسته راوړه گران و او د کمپيوټر بيې لوړې وې ، خو وروسته وروسته د کمپيوټر په خرڅلاو کې بدلون راغی او هر ځای په ارزانه بييه اخيستلی شو نو ځکه ېې د کاروونې لمن له مخکښو کمپيوټر کارپوهانو څخه نورو عامو خلکو ته وغځېده ، خو بیا هم د نن ورځې د کمپيوټر په برخه کې د نويو پنځونو له کبله دې ته اړتيا شته چې کارپوهانو ته مخه شي . سترې لاسته راوړنې برسېره پر دې چې د کمپيوټر پېښلیک لنډ دی او اکاډميکه څانگه ېې لوی ډگر دی ، کمپيوټر ساينس په ساينس او ټولنه کې ډېره بنسټيزه ونډه لري او اخيستې چې پدې ډول يادېږي : د شمېر وزم تخنيک پاڅون ، چې د نن مهال مالوماتي پیر او انټرنټ ونډه يادېږي . د شمېرنې رسمي پېژندگلوي يا تشريح او په شمېرلو کې اسانتيا ، او ددې زبات چې په شمېر کې داسې شمېرنې لرو چې پرته له کمپيوټر څخه ېې حل اسانه نه برېښي نه هم ژر موندونکي ستونزې دي . د پوستکاليو د ژبې آندود يا نظريه ، يو اوزار چې له مخې ېې په جوته توگه د راز رازو مالوماتو د تگلارې بېل پوړونه ورتلونکې لنډې لارې چارې يادېږي . ساينسي شمېرنې د غټو ستونزو عملي حلونه رامنځته کړل ، همدا رنگه ېې د پوستکاليو په ترتيب کې تجربې رامنځته کړې . دغه کړنو د ماغزو د ودې لپاره ډېر پرمخ تللي سبقونه وپنځول ، د انسان د بدن د غړو همډوله نخشې د جينوم په نوم ترتيب کې د همدغو انساني جينومو پروژو کې وښکارېدې . الگورتمي سوداگرۍ په لويه کچه د مصنوي ذهانت ، ماشيني زده کړې اونورو شمارنيو او گڼياليزو تخنيکونو په مرسته د سوداگريز بازار اغېزمنتيا او ثابته شتمني ډېره کړېده . د کمپيوټري فردي ويډيويي چوکاټونو په مرسته د ويډيو په گډون مصنوي انځور جوړېدنه . د سولگر پوهني ډگړونه انديزه سولگرپوهنه : -: : - شمیرپوهنیزه سولپوهنه اتوماتا آندپوهنه شمیر آندپوهنه گراف آندپوهنه ډول آندپوهنه ټولی آندپوهنه محاسباتي هندسه سولگر کوانتومي آندپوهنه د شميرنې آندپوهنه : -: : - شميرنيزي اندوني شميرنيزي جړې اندوې د الگوريتومونو او اومتوكو جوړښت : -: : - د الگوريتم شننه الگوريتمونه د اومتوك جوړښت خپرنيز ليلپوهنه او ژپې : -: : - ژباړني خپرونيزې ژبې د سولگر توكي او جوړونۍ : -: : - گڼيال سوليز گڼبهيريز شميريزه او پيلاميزه شميرنه : -: : - بیو انفورماتیک شميريزه كيميا شمیریزه اعصابپوهنه شميرزه پږنپوهنه شميريز الگورنيتم شميرپوهنيز پيلاميال كاريالونه . : -: : - چليز غونډال سولگر جالونه سولگر كښنيز سولگر ليد توكبنسټونه - - سولگر خونديتوب مصنوعي زیرکتیا رباټیک انسان-سولگر غبرگون هرځای شته شمیرنه دا هم وگورئ سولگر كمپېوټر پوهنه څه ده؟ پاور ټايز یانې څه؟ دويال غونډالونه چليز غونډالونه گڼياله وېډيويي كامره ډېټا بېس څه شى دى اخځونه باندنۍ تړني په سولگر پوهنه كي د خپلواكو پوهنتونو لارښود د سولگر پوهني د لوستونو ټولگه په سولگر پوهنه د كتابپيژندلو ټولگې لارښوني او سرچيني د سولگر پوهني انځورونه پوهنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%D9%88%D9%8A%D8%A7%D9%84%20%D8%BA%D9%88%D9%86%DA%89%D8%A7%D9%84%D9%88%D9%86%D9%87
دويال غونډالونه
۱. گڼيال سولگرونه او گڼيال غونډالونه گڼيالو سولگرونو ډېر پوهنيز ساينسي، رغاوه ييز صنعتي او سوداگريز پرمختگونه شوني ممكن كړل، چې لدې پرته به ناشوني واى. زموږ تشيالي مخكښى به د رښتينمهالې -، پرله پسې سولگريزې څارنې څخه پرته ناشونى واى او دا هم څرگنده ده، چې نن ډېرې سوداگريزې پروژې يواځې د خپلكاري اتوماتې خبرتوكيزې بهيرونې په مرسته په اغېزمنه توگه چار عمل تر سره كوي. سولگرونه په ساينسي شمېرنو، سوداگريزې او كاروباري خبرتوكيزې بهيرونې، هوايي ترافيكڅارنې، تشيالي لارښوونې ، ښوونيز ډگر او ډېرو نورو برخو كې كاريږي. د گڼيال سولگر تر ټولو غټ شته ملكيت يې عموميت دى. دا كولاى شي د لارښوونو يو ترتيب وځاري، چې مخكښى بلل كيږي، چې په وركړ شويو خبرتوكيو چليږي. كارن كولاى شي د ځانگړې اړتيا په بنسټ مخكښى يا خبرتوكي ځانگړيز يا بدل كړي. ددې نرمښت په نتيجه كې، ټولموخي - گڼيال كمپيوټرونه كولاى شي د يو پراخ بېلابېلښت خبرتيايي-بهيريزې چارې تر سره كړي. ټولموخى گڼيال سولگر، د گڼيال غونډال تر ټولو ښه پېژندل شوې بېلگه ده. نور ساري يې د ټېلېفون ، گڼيال برېښنامېچي ، د وارواري شمېرونكي ، شمېريز ماشينونه، لرېخاپ ماشينونه او داسې نور دي. د گڼيال غونډال ځانگړنې خصوصيات يې د خبرتياوو د عناصرو سمبالښت دى. دغسې عناصر ښايي برېښنايي ټكانونه ، لسيالې گڼې ، د يوې آبېڅې توري ، حسابي چلښتونه ، ندايه نښې يا دداسې نورو مانا لرونكيو سمبولونو ټولگه وي. د خبرتياوو د عناصرو څنگ په څنگ ايښودنه د خبرتياوو يو څومره والى ښيي. د ساري په توگه د ، او توري جوړوي، د ۲۳۷ توري يوه شمېره جوړوي. نو ځكه، د عناصرو يو ترتيب يوه ژبه جوړوي، چې دا هغه قوانين دي چې خبرتياوې وړي يا استوي. لومړني گڼيال سولگرونه ډېرى د شمېره ييز سولښت لپاره كارېدل. پداسې حال كې، هغه عناصر، چې كارېدل، گڼې وې. لدغه كړنيز څخه، د گڼيال سولگر اصلاح راوټوكېده. د گڼيال سولگر لپاره يو تر ټولو پرځاى نوم به خبرتيايي بهيريز غونډال وي. د خبرتياوو عناصر په گڼيال غونډال كې په فزيكي څومره واليو، چې نښيالونه بلل كيږي، ښودل كيږي. برېښنايي سگنلونه لكه ولتاجونه او كرنټونه تر ټولو عام دي. دغه سگنلونه په ټولو نن-ورځيو برېښيزو گڼيالو غونډالونو كې يواځې دوه ارزښتونه قيمتونه لري او ويل كيږي، چې دويال دي. د گڼيال-غونډال اوډونكى د دويالو سگنلونو په كارونې باندې د ډېر-ارزښتي - برېښيزو سركټونو د ټيټ باوريتابه له كبله محدود شوى، په بله ژبه، له لسو حالتونو سره يو سركټ، چې د هر حالت لپاره د ولټاج يو ارزښت كاروي، اوډل كېداى شي، خو دابه د چلښت ډېر ټيټ باوريتوب ښكاروي. په بله خوا كې، يو ټرانزېسټر سركټ، چې يا بل او يا گل وي، دوه ممكنه سگنلي ارزښتونه لري او داسې جوړېداى شي، چې خورا باوري وي. د توكيو ددې فزيكي بنديز له كبله او لدې كبله، چې د انسان سول منطق دويال انگېرل كيږي، هغه گڼيال غونډالونه، چې د ارزښتونو د اخيستنې لپاره درول شوي، د دويالو ارزښتونو د اخيستنې لپاره لا درول شويدي. د خبرتياوو څومره والي يا خو د بهير له طبيعته راټوكيږي او يا په قصدي ډول د پرله پسې بهير څخه څومرول كيږي. د ساري په توگه، د يو استحقاقي جدول يو مهالوېش په ارثي توگه يو بهير دى، چې د كارمن نومونه، د تذكرې نمرې، اونيزې تنخاگانې، ماليات او داسې نور لري. د يو كارمن د وركړې چېك د خبرتوكيزو ارزښتونو لكه د آبېڅې توري نومونه، گڼې تنخا او ځانگړي سمبولونه لكه په كارونه بهيريږي. له بلې خوا، د څېږنې يو ساينسپوه كېداى شي د يو پرله پسې بهير كتنه وكړي، خو يواځې مشخص څومره والي څومروالىڅومرښت په جدولي بڼه كې ثبت كړي. ساينسپوه ځكه د خپلو پرله پسيزو خبرتوكيو څومرونه كوي. د هغه په جدول كې هره شمېره د خبرتياوو يو عنصر دى. ډېر فزيكي غونډالونه په رياضيكي توگه پر توپيريزو مساواتونو چې د وخت د يو چار عمل په څېر يې هوارى حل د بهير بشپړ رياضيكي كړه وركوي شرح كېداى شي. يو اټكليال سولگر د يو فزيكي غونډال نېغ پېښېورته والىورتښت ترسره كوي. د سولگر هره برخه د تر لوستنې مطالعې لاندې بهير د يوې ځانگړې برخې اټكليال دى. په اټكليال سولگر كې متحولونه په پرله پسې سگنلونو ښودل كيږي، معمولا، برېښيز ولتاجونه، چې د وخت په تېرېدو بدلون تحول كوي. د سگنل متحولونه د بهير هغو ته اټكلياليز په نظر كې نيول كيږي او په همدغه بڼه كړه وړه كوي. نو د اټكليال ولتاج مېچنې د بهير د متحولونو ځاى نيولاى شي. د اټكليال سگنل اصطلاح كله كله د پرله پسيز متداوم سگنل ځاى كله كله نيولاى شي، ځكه اټكليال سولگر د داسې يو سولگر، چې پرله پسيز متحولونه سمبالوي مانا لري. په گڼيال سولگر كې د يو فزيكي بهير د كولو لپاره څومره والي بايد وڅومرول شي. كله چې د بهير متحولونه پر رښتينمهالي پرله پسيز سگنلونو وړاندې شي، وروستي هغه د يو اټكليال-گڼيال-ته -- بدلښت وسيلې لخوا څومرول كيږي. يو فزيكي غونډال، چې كړه يې په رياضيكي مساواتونو سره شرح شوى وي، په يو گڼيال سولگر كې، چې د شمېريزو ميتودونو په وسيله سره ورته شوى دى. كله چې بهيرېدونكې ربړه په ارثي ډول وي، لكه په سوداگريزو كړنيزونو كې، گڼيال سولگر متحولونه د هغوى په طبيعي بڼه كې سمبالوي. د گڼيالو سولگرونو يو په لاندې انځور كې ښودل شوى دى. حافظه يي يوون مخكښي پروگرامونه او همداراز راكړيز ، وركړيز او منځگړي خبرتوكي زېرموي. د بهيرگريز يوون حسابي او نورې خبرتوكيزې-بهيريزې دندې، چې د پروگرام لخوا په گوته شوې وي سرته رسوي. څارنيز يوون د بېلابېلو يوونونو تر منځ د خبرتياوو د بهېدنې كتنه كوي. څارنيز يوون لارښوونې، چې په حافظه كې زېرمېدلي دي، يو په يو له پروگرامه بيامومي كوي. د هرې لارښوونې لپاره، څارنيز يوون بهيرگر لدې خبروي، چې هغه چلښت چې د لارښوونې لخوا په گوته شوى، دواړه، پروگرام او خبرتوكي په حافظه كې زېرمه شوي دي. څارنيز يوون د مخكښي پروگرام د لارښوونو كتنه كوي، او بهيرگر هغه خبرتوكي، چې د مخكښي لخوا په گوته شوي وي سمبالوي. د كارن لخوا برابر شوى مخكښى پروگرام او خبرتوكي حافظې ته د راكړيز وسيلو، لكه د ورغو-كارت لوستوال - او يا يو لرېخاپ ليكوال د اسانتياوو په مټ لېږدول كيږي. يوه وركړيز وسيله، لكه چاپگر ، د سولښتونو پايله ترلاسوي او چاپشوې پايلې كارن ته وړاندې كوي. راكړيزې او وركړيزې وسيلې ځانگړي گڼيال غونډالونه دي، چې د برېښميخانيكي برخو لخوا را ايستل شوي او د برېښيزو گڼيالو سركټونو لخوا څاريږي يا څارل كيږي. يو برېښيز شمېرگر ، له ليكمن يې د راكړيزې وسيلې په اوسېدو سره او وركړيز وسيله يې له شمېريزې راڅرگندۍ سره، گڼيال سولگر ته ورته يو گڼيال غونډال دى. شمېرگر ته لارښوونې د چار تڼيو له لارې ننويستل كيږي، لكه جمع او تفريق. خبرتوكي د شمېريزو تڼيو په وسيله ننويستل كيږي، پايلې په نېغه په شمېريزه بڼه راڅرگنديږي. څينې شمېگرونه له چاپ وړتياوو او پروگراموړيو اسانتياوو سره گڼيالو سولگرونو ته ورته والى پيدا كوي، كه څه هم، يو گڼيال سولگر تر شمېرگره ځواكمنه وسيله ده. يو گڼيال سولگر ډېرې نورې راكړيزې او وركړيزې وسيلې په ځان كې ځايولاى شي، دا نه يواځې حسابي سولښتونه كولاى شي، بلكې سوليزې منطقي چلونې او چلېدنې هم كولاى شي او همداراز د بهرنيو او دننيو حالاتو په بنسټ د پريڼ تصميم نيونې لپاره مخكښېداى پروگرامېداى شي. يو گڼيال سولگر د گڼيالو يو تړښتوالمنځتړښتى دى. د هر گڼيال د چلښت د پېژندنې لپاره دا اړينه ده، چې د گڼيالو غونډالونو او د هغوى د عمومي كړو اساسي پوهه ولرئ. ددې لړۍ لومړنۍ نيمه به په ټوليزه بڼه له گڼيالو غونډالونو سره سروكار ولري، چې د هغوى د اوډون لپاره اړين ضروري شاليد برابر كړاى شي. د لړۍ دويمه نيمه د گڼيال سولگر بېلابېل بحثوي، د هغوى چلښت، اوډون او د حافظه يي يوون چلښتيزې ځانگړنې به وروسته بيان شي. د بهيرگريز يوون اداره او اوډون به هم راواخستل شي. د څارنيز يوون د اوډون بېلابېل مېتودونه به هم وپېژندل شي. د كوچنيو، بشپړو گڼيالو سولگرونو اداره او اوډون به وړاندې شي. يو بهيرگر، چې كله له څارنيز يوون سره يو ځاى شي داسې يو توكى جوړوي، چې منځى بهيريز يوون بلل كيږي. يو منځى بهيريز يوون ، چې په كوچنيو انتيگرال شويو سركټي بوخڅو كې نغښتل شوى وي، ووړ بهيرگر بلل كيږي. هغه حافظه يي يوون، او هغه برخه، چې د ووړبهيرگر او راكړيزو او وركړيزو وسيلو تر منځ مخياله څاري، ښايي د ووړبهيرگر د بوخڅې تر منځ نغښتې وي او يا ښايي په نورو كوچنيو انتيگرال شويو-سركټي بوخڅو كې نغښتل شوى وي. له حافظې او مخياليز څار سره يوه يوځاى شوې ته، چې يو كوچنى سولگر جوړوي، ووړسولگر - وايي. د ووړسولگريزو توكيو شته والي د گڼيال غونډال د اوډون ټكنالوجي پر اوښتون راوستله، چې اوډونكي ته د داسې جوړښتونو د هستونې خپلواكي وركوي، چې پخوا به غير اقتصادي وو. دا مخكې ياده شوې وه، چې گڼيال سولگرونه د خبرتياوو عناصر سمبالوي او دا چې دغه عناصر په دوياله بڼه ښودل شويدي. د شمېرښتونو لپاره كارېدونكي چلندان ښايي په دويال شمېريز غونډال كې وښودل شي. نو عناصر، د لسيالو گڼو په گډون په دويالو رمزونو كې ښودل شويدي. خبرتوكيزه بهيرونه د دويالو سوليزو منطقي عناصرو په وسيله د دويالو سگنالونو په كارونه روانه شوېده. څومره والي په دويالو زېرميزو عناصرو كې زېرمه شويدي. ددې ليكنې موخه د بېلابېلو دويالي مفاهيمو، په ورپسې ليكنو كې د نورې مشرحې مطالعې د اخځليك په توگه، پېژندنه ده. ۲. دويالې شمېرې يوه لسياله شمېره لكه يو څومره والى ښيي، چې له زرونو جمع سوونو جمع لسونو جمع يوونو سره مساوي كيږي. زرونه، سوونه، او نور د ځواكونه توانونه دي، چې د ضريبونو د ځايونو لخوا استنباط شويدي. كه نور هم دقيق شو، بايد داسې وليكل شي: كه څه هم، اړوښت دادى، چې يواځې ضريبونه وليكل شي او له هغه ځايه د اړين ځواك توان پايله وكښي. په ټوليزه بڼه، له لسيال سره يوه شمېره د ضريبونو پر يوې لړۍ په لاندې توگه ښودل كيږي: --- د ضريب له ، ، ، ...، لسو گڼو څخه يو دى او د د ارزښت د ځاى ارزښت وركوي، نو ځكه د ځواك توان، چې ضريب بايد پرې ضرب شي: -- -- -- ويل كيږي چې لسيال شمېريز غونډال بنسټى دى، ځكه چې دا لس گڼې كاروي او ضريبونه يې د لسو پر ځواك توان ضرب شويدي. دويال غونډال يو توپيرند شمېريز غونډال دى. د دويال شمېريز غونډال ضريبونه دوه شوني ممكن ارزښتونه : او لري. هر ضريب پر باندې ضربيږي. د ساري په توگه، د دويالې شمېرې . لسيال مساوي . دى، لكه چې د په ځواك توان د ضريبونو له ضربه ښكاري: - - . په ټوليزه بڼه، يوه شمېره، چې په -بنسټي - غونډال كې شرح شوې وي، د پر ځواك توان ضرب شوي ضريبونه لري: . - . - . . - . - - . - - . - د ضريبونه له تر - پورې په ارزښت كې بريد لري. د بېلابېلو بنسټونو د شمېرو ترمنځ د توپيرموندنې لپاره، موږ ضريبونه په ليندكيو قوسينو كې ايساروو او له كارول شوي بنسټ سره يو مساوي ليكو خو كله كله يواځې د هغو لسيالو شمېرو لپاره نه، چې عنصر پكې دا روښانوي، چې لسيال دى. د -بنسټې شمېرې يوه بېلگه ده: . . ياد ولرئ، چې د -بنسټي لپاره ضريبي ارزښتونه يواځې ، ، ، او دي. دا دوديزه ده، چې د ضريبونو لپاره له لسيال غونډال څخه، هله چې د شمېرې بنسټ له لسو لږ وي، اړينې كڼې پور شي. د آبېڅې توري ددې لپاره كارول كيږي، چې هله چې د شمېرې بنسټ له ۱۰ ډېر وي، د لسو لسيالې گڼې ضميمه كړي. د ساري په توگه، په شپاړسيال ۱۶ بنسټي شمېريز غونډال كې، لومړنۍ لس گڼې له لسيال غونډال څخه پور شويدي. د ، ، ، ، او توري د ، ، ، ، ، او گڼو لپاره په ترتيب سره كارول كيږي. د شپاړسيالې شمېرې يوه بېلگه ده: په لسيال ، دويال ، اتيال او شپاړسيال غونډالونو كې لومړۍ ۱۶ شمېرې په لاندې جدول كې كښل شويدي. له -بنسټ سره د شمېرو حسابي چلښتونه د لسيالو شمېرو همغه قانون اخلي. كله چې له اشنا بنسټي پرته بل يو وكارول شي، د سړي بايد پام وي، چې يواځې د اجازه وړې گڼې وكاروي. د دوو دويالو شمېرو د جمعې، تفريق او ضرب بېلگې لاندې ښودل شويدي: ورغونډ : ترې وتلى : غونډ : وتلى : - ټول : توپير : ورډېروونى : ډېروونى : ابره : جدول. له بېلابېلو بنسټونو سره، شمېرې د دوو دويالو شمېرو جمع د لسيالو په څېر د ورته قوانينو لاندې شمېرل كيږي، پرته لدې چې په كوم ځانگړي ځاى كې د جمعې گڼې يواځې يا كېداى شي. كه كوم پاتشونى باقي په يو ځانگړي مقام كې ترلاسه شو، د يو ځانگړي ځاى د گڼو د لوړې جوړې لخوا كارول كيږي. تفريق ترې يوڅه پېچلى دى. قوانين تر اوسه هماغه د لسيال دي، لدې پرته چې په يو ځانگړي ځاى كې پور قرض د ترې وتلي مفروق منه گڼې ته ورغونډوي جمع كوي په لسيال غونډال كې يو پور ترې وتلې گڼې ته ورغونډوي. ضرب ډېر ساده دى. د ډېروونى مضروب فيه گڼې تل يا وي، نو ځكه، يو برخيز ضرب پايلې يا خو له ورډېروونى مضروب او يا هم له سره مساوي دي.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%DA%BC%D8%A7%D9%8A%D9%8A%20%D8%B3%D9%BE%DA%BC%D8%B3%D9%8A%D8%B2%DB%90%20%D8%A7%DA%93%D9%8A%D9%83%DB%90
رڼايي سپڼسيزې اړيكې
رڼايي سپڼسيزې اړيكې جوته ده،چې دا زموږ ټكنالوژي عصر پير د ډېرو ځلانده اختراعاتو او دريافتونو لاس ته راوړنه ده.خو اوس ددغه عصرپير په ارتقا لوړتيا كې ترټولو زياته ونډه زموږ د خبرتياوو استعمال د هغوى د لېږدونې وړيتا او د هغو توكيو چې مونږ يې ددغو موخو لپاره استعمالو،ده. د يونيمې لسيزې څخه مخكې زياتره برېښيزې اړيكې اړتياوې د تامبه زيو له لارې كېدى،كوم به چې دتاو شوې كواكزل محوري - كيبلونو په حالت كې وه. په دې سېسټم كې به اړيكې په مس زيو باندې د برېښنايې ټكانونو سگنالونو د لېږدونې په ذريعه كېدې. خو پدې كلونو كې يو نوې سېسټم منځ ته راغې،چې د مس زيو پرځاى رڼايي سپڼسى او د برېښنايي سگنالونو پرځاى رڼايي سگنالونو كار وي. د يو پېړۍ زړو مس زيو نه تر اوس دم رڼايي سپڼيسيو پورې پرمختگ او زموږ د ډېرې خبرتيا،پر اوږدو فاصلوواټنو باندې ژر لېږدونې زياتېدونكى وړتيا د ژوند په ټولو څانگو كې د ټكنالوژيكي پرختگ پولې ډېرې پراخه كړې دي. مخكې لدې، چې د رڼايي سپڼسۍ اړيكتياوې نور هم سره وشنوو، ښه به دا وى، چې د اړيكتيا په اړه يو څه معلومات ترلاسه كړو. اړيكتياوې يعنې څه؟ هغه وسيلې او سېسټمونه ، چې برېښيز الېكټرونيكي او رڼايي نوري سگنالونه په اوږدو واټنو لېږدوي د خبرتياو مختلف ډولونه لكه: اواز او ويډيو، لومړې برېښنايي يا رڼايي سگنال ته اړول كېږي............. برېښنايي سگنالونه د مس زيو په ذريعه لېږدول كېږي او يا هم په هوا كې د راډيوي څپو په څېر انتقالېږي. خو رڼايي سگنالونه د ښيښيي سپڼسيو په ريښكې باندې مزل كوي. كله چې يو سگنال خپل ځاى ته ورسېږي، نو هغه سگنال بېرته يو هېروونكي حالت ته واړوي،لكه غږ، په ټفلېفون يا هم د ټلويزيون پر پردې باندې روان انځورونه او ياهم لفظونه او انځورونه ستاسې د كمپيوټر سولگر پر پرده باندې. په اړيكتياو كې د پيغامونو لېږد رالېږد د مختلفو وسيلو په استعمال سره له مختلفو لارو كېږي. خو دا پيغام لېږدونه په دوه ډوله ده. ۱- له يوې نقطې څخه بلې نقطې ته ۲- له يوې نقطې څخه ډېرو نقطو ته: پيغامونه د مختلفو لېږديزو رسنيو په استعمال سره له يوه ځاى څخه بل ځاى ته لېږدول كېږي. په لېږدنيزو رسنيو كې مس زي، ارتباطي اړيكتيايي سپوږمكۍ دراډيو وړې څپې، او د رڼايي سپڼسيو كېبلونه شامل دي. د رڼايي سپڼسيز اړيكې منځ ته راتلل، ډېرې خبرتياوې، په خورا چټكتيا سره په اوږدو واټنو لېږدول !!! ؟؟؟؟ دې سوال ساينس پوهان ډېر پرېشان كړي وه، خو ددې مسئلې حل صرف د ليدونكې رڼا د اړيكتيايي رسنۍ چاپېريال په توگه استعمال وو. دا نظريه په لومړي ځل الكساندر گراهم بِل د ۱۸۷۰ م په اواخرو كې وړاندې كړه، خو د يو ښه ورونكي اهتزاز د پيدا كولو كومه لاره وه اونه هم د رڼا له يوه ځى څخه بل ځاى ته د لېږدونې. په ۱۹۶۰ ز كې د لېزر اختراع له څېړونكو سره مرسته وكړه، چې نوټ د حاشي لپاره د رڼا د سر موجونه هم شته چې موږ يې نه وينو، دې نه رڼا ته نه ليدونكې رڼا واي، او ليدونكې هغه رڼا ده، چې موږ يې وينو سره مرسته وكړه، چې داسې يوه لار پيدا كړي، چې ليدونكي رڼا د اړيكتيايي رسنۍ په توگه وكاروي. ددغو ټولو هڅو لاسته راوړنه رڼايي سپڼسي وه. ننني بنسټيز رڼايي سپڼسۍ مزي خورا ډېر برابروي اړو داسې ښېگنې لري ،چې له دې نه مخكې په بل كوم كې نه وى. انټرنېټ، گرځنده فون، فكس ماشينونه او داسې نوې په دې عصري ټولنه كې د ژوند كولو لاره ده. دا ټولې ټكنالوژۍ پر لېزر او رڼايي سپڼسيو باندې ولاړې دي. رڼايي سپڼيزې اړيكتياوې به په نږدې وخت كې د ټولو اوسنيو اړيكتيايي سېسټمونو ځاى ونيسي. ولې؟؟؟ ځكه، چې موږ غواړو ډېرې خبرتياوې په خورا چټكيا سره پر لرې واټنو وليږو. دا يواځې د كار لارې امكان لري. پر دې سربېره رڼايي سپڼسي نور ډېر ښه والې لري. رڼايي سبنسي په نړيوال اړيكتيايي سېسټم كې د ملا د تير حيثيت لري. دا د ښيښې څخه جوړ حيرانوونكې سپڼسي، چې هر يو يې د انسان له وېښته څخه نرې، خو له پولادو څخه كلك دى. ددې لپاره سكښت شوې دي، چې ډېرې خبرتياوې واخلي او د نوي ډول- بڼې رڼا په ذريعه يې ولېږدوي. لېزر او يو ځاى د نړۍ د اړيكتيايي سېسټمونو وړتيا ظرفيت خورا ډېر كړې دى، لكه حيرانوونكى پرمختگ پر سولونې ، انټرنېټ او نړيوال ټلفوني كې. دغه نري سپڼسي د مس زيو او كواكزل مزيو پر پرتله خورا ډېرې خبرتياوې په ډېره كره توگه له يو ځايه بل ځاى ته لېږدوي. رڼايي سپڼسي د لړيز گڼيال خبرتوكي د لېږدونې لپاره تر ټولو غوره شمېرل كېږي. دا سپڼسي په بنسټيزه توگه د ټولو ناخوالو مدافع دي. د تالندې په گډون شمول، د رڼايي سپڼسي د برېښنا لپاره غېر هادي دي. نو ځكه د رڼايي سپڼسيو په كېبلونو كې نېغ په نېغه تماس سره له جگ ولټېج برېښنا مزيو او برېښنا كارونكيو وسيلو سره كارېداى شي. ځكه، چې دا سپڼسي د ښيښې څخه جوړېږي نو ځكه نه كوليږي زنگ نه وهي او نه هم ورسره ډېر كېمياوي مواد جوړجاړې تعامل كوي. دا لامل دى، چى موږ يې تر هر ډول خاورې لاندې تېرولاى شو، او حتى، چې موږ يې تر هر ډول خاورې لاندې تېرولاى، چې تر ټولو كوليدونكي چاپېريال يا يې په كېمياوي كارخانو كې لوڅ پرېښودلاى شو. موږته معلومه ده چې په دې سپڼسيو كې د خبرتياوو وړونكې رڼا ده نو په مات شوي مزي كې د اور .... سيكى درا اوچتېدو امكان نشته،او داسې د اور لگېدو يا جوړوونكي كارگر ته زيان رسولو نه جوگه كېږي. رڼايي فيبر مزي له بهرني چاپېريال څخه هېڅ نه اغېزمن كېږي، نو كولاى شو،چى دوى د ټلېفون له ستنې سره وتړو او يا يې هم د ټلېفون له مزيو يا د برېښنا له مزيو سره يوځاى تېر كړو، ځكه چې رڼايي فېبر مزي له څپاندې لهر څخه هېڅ سگنال نه را اوچتوي. رڼايي فېبر مزي كه پكې ډېر سپڼسين هم وي د - په پرتله ډېر نري او سپك وي. نو ځكه يې لگونه نصبونه او كارونه تر نورو اسانه ده. د ورايه اړيكتياو لپاره رڼايي فېبر مزي تر ټولو غوره دى. ځكه ثبتول يې ډېر گران دى خو څارنه يې ډېره اسانه ده. له سپڼسي څخه هېڅ ډول برېښنايي وړانگې نه راوځي. د همدغو ښېگڼو له بركته رڼايي سپڼسي په مختلفو څانگو كې ليدل كېږي. تر ټولو په جوته توگه په اړيكتيايي او سولگريز كمپيوټري شبكو كې. رڼاييي سپڼسي د نړيوال مخابراتي او اړيكتيايي سېسټم د ملا تير جوړوي. دغه حېرانوونكي د ښيښې سپڼسي، چې د انسان تر وېښته نرې، خو تر پولادو كلك د ډېرو خبرتوكيو د لېږدونې لپاره سكښتل شوې دى. خبرتياوې د نوي ډول رڼا په وسيله مټ په دغو مزيو مزل كوي. دا نوې رڼا لېزر بلل كېږي. لېزر او رڼايي سپڼسيو سره يو ځاى د نړيوال اړيكتيايي سېسټم ظرفيت په حيرانوونكى توگه پرمخ بوولې دى. لكه په كې هېښوونكى پرمختگ، انټرنېټ او نړيوال ټلېفوني. لېزر څه شې دى.؟؟ لېزر د انگليسي د لنډيز دى. په دې عمليه كې رڼا د وړانگو د هڅول شوې استخراج په وسيله لوړېږي د لېزر رڼا ټولې څپې يو شان مزل كوي او يو شان اهتزاز لري. لېزر داسې يوې وسيلې ته هم وايي، چې د يو رنگيزې رڼا يوه تينگه وړانگه منځته اروړي، او دغه ټينگه وړانگه، چې كله پر يو ځاى باندې متمركزه شي هغه ځاى ډېر زيات تودوي. لېزر پر مخابراتو اړيكتياو سربېره خورا نور كارونې هم لري. ښه نو او راځئ، چې وگورو يو رڼايي اړيكتيايي سېسټم څه ډول وي. موږ مخكې وليدل، چې يو رڼايي مخابراتي اړيكتيايي سېسټم په دوه ډوله وى. اوس به موږ د يعنې له يو ځاى وبل ته ټكي-تر-ټكي اړيكتيايي سېسټم عناصر وگورو. په پام كې مو وي، چې په سېسټم كې اخېستونكي .اخستوال، يو وي. د ټكي-تر- ټكي سېسټم له لاندې برخو څخه جوړېږي: رڼايي لېږدوونكي د رڼايي سپڼسيو مزي رڼايي بيا رڼايي راخستوال انځورونه رڼايي لېږدوونكي: رڼايي لېږدوونكي برېښنايي ډوله برېښنايي انالوگ يا گڼيال ټكانونه سگنالونه توليدوي او بيا يي رڼايي ټكانونو ته اړوي. د رهايي ټكانونو سگنالونو سرچينه به يا وي او يا هم لېزر ډاى اوډ . د رڼايي سپڼسيو مزي په اړه ډېر وغږېدو، يو څو نورې هم بايد په ياد ولرو، هغه داسې، چې دا كېبل د يو يا ډېرو ښيښيي يا پلاستيكي سپڼسيو څخه جوړ شوې وى. دا سپڼسي د رڼايي ټكان سگنال لپاره داسې وي لكه د موټر لاره چې سرك وي. دا كېبل د بښنايي كېبل په څې وي. خو رڼايي سپڼسي يې د بريښنايي مزيو ه پرته ډېر خوندي ساتلي وى. هغه سېسټمونه چې په اوږدو واتنونو لېږدونې كوي، هغلته رڼايي كارېږي، چې رڼا بيا كړي. رڼايي ؟؟؟؟ راخېستوال : رڼايي راخېستوال، چې كله رڼايي ټكان سگنل ترلاسه كړي، بېرته يې همغه برېښنايي ټكان ته اړوي. د رڼايي سپڼسي دنننى جوړښت: انځور منځى مركز : د سپڼسي د ښيښې څخه جوړ نرې مركز، چې رڼا پكې مزل كوي. : بهرنې رڼايي ماده، چې له مركز څخه راتاوه وى، او نه پرېږدي، چې رڼا له مركز يا هستې څخه بهر راووځي. رڼا بېرته مركز ته منعكسوي. بهرنې پوښ : يو پلاستيكي پوښ دى، چې سپڼسې د خرابېدو څخه ژغوري. په زرگونو دغسې رڼايي سپڼسي په رڼايي مزيو كې بنډل شوې وى. بيا دغه بنډل د كبل بهرنې پوښ، چې جاكټ بلل كېږي په وسيله خوندي شوې وى. انځور د رڼايي فېبر غوڅه شوې برخه ښه نو دا خو وو د رڼايي سپنسي دنننۍ يا منځينې جوړښت، اوس راځئ وگورو، چې دا څنگه كار كوي. په رڼايي كېبل كې رڼا د سپڼسي په هسته مركز كې داسې مزل كوي، چې هره شېبه له سره لكېږي او بېرته منعكسېږي، تاسو به ښه پوهېږئ چې د رڼا له يوې سطحې سره لگېدل او بېرته په بشپړه توگه را منعكس كېدل كومه عمليه ده؟ هو بلكل، دې ته بشپړ دنننې انعكاس ويل كېږي. انځور د رڼا ټكان سگنل راځي او د ښيښې په ديوال لگېږي، او بيا پر بشپړ ډول دننه خواته منعكس كېږي، ځكه چې رڼا نه جذبوي، نو ځكه رڼا تر لرې لرې مزل كولاى شي. خو بيا هم په ښيښي كې ځينو له كبله يو څه رڼا په سپڼسي كې ضايع كېږي، خو دا د ښيښې په خالص توب او د رڼا د څپې اوږدوالې پورې اړه لري. دنننې انعكاس انځور تاسې به فكر كوئ، چې دارڼاي ټكانونه سگنالونه له كومه كېږي. د رڼايي ټكانونو سگنالونو سرچېنه رڼا پرېښودونكى ډاى اوډز دي. ډاى اوډ څه شې دى؟ ډاى اوډ يعنې دوه برېښنايي خواوې. ډاى اوډ يو تر ټولو ساده نيم هادي دى. نيمه هادي هغه ماده ده، چې برېښنا ټكان جټكه په بېلا بېلو ظرفيتونو كوي. زياتره نيمه هادي له هغو ضعيفو هادي موادو څخه جوړ شوې وي، كوم چې ناخالص وي، يعنې ورگډ شوې وي. د ورگډولو عمليې ته وايي. د په برخه كې الومينيم گېليم ارسنايډ د هادي مادې په توگه كارېږي. په اساسي توگه د وړو څراغونو په څېر دى، چې په يو برېښنايي سركټ كې په اسانه توگه لگېدلاى شي. او دوي په يو كې د الكټرونونو د حركت په وسيله روښانه كېږي، خو د عامو څراغونو په څېر نه تودېږي، نو ځكه يې د سوزېدنې امكان لږ دى. نو ويلائ شو، چې هغه برېښ-ځلانده وسيلې دى، چې له عادي څخه جوړ شوې دي، او هغه وخت د رڼا پيداكولو وړتيا پكې راپيدا كېداى شي، چې كله د يو ټكاني سرچينې په وسيله شي. نو بېلابېل د بېلابېلو رڼاگانې پيدا كوي. انځور دغه د په وسله راپيدا شوې رڼا خبرتياوې راخلي او د په وسيله يې لېږدوي. رڼايي سپڼسيزې اړيكې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%86%D9%87%D8%A7%D8%AC%20%D8%A7%D9%84%D8%AF%D9%8A%D9%86%20%DA%AF%D9%87%D9%8A%DA%81
منهاج الدين گهيځ
منهاج الدين گهيځ د هېواد له تكړه ژورناليستانو او ليكوالو څخه و چې د پياوړي ملي او اسلامي اند واند خاوند و او د همدې كرښې له مداره يې د خپلې مبارزې وړانگې غوړولې، د گهيځ په نامه يې يوه اوونيزه خپرونه راوويسته چې د اسلامي فكر و خيال د خورېدا او د ملي گټو د خونديتوب لپاره يې مبارزه كوله او ادعوا الى سبيل ربك بالموعظه حسنه تگلار يې خپله كړې وه. مخينه منهاج الدين د كندوز ولايت د خان اّباد ولسوالۍ له يوې روڼ فكرې او پوهه پالونكې كورنۍ سره تړاو لري، په كال د بدخشان په فيض اّباد كې يې سترگې وغړولې، پلار يې قاضي برهان الدين لوى عالم و چې همدا وخت يې په بدخشان كې په رسمي دنده ترسره كوله. قاضي برهان الدين يو وخت د خان اّباد جريدې مسووليت هم پر غاړه لاره. د منهاج الدين كورنۍ له خوگياڼيو څخه د كندوز ولايت د خان اّباد ولسوالۍ ته كوچېدلې او هلته مېشته وه. زده کړې منهاج الدين گهيځ خپلې لومړنۍ زده كړې له پلاره په خپل كاله كې تر سره كړي او بيا وروسته د خان اّباد په ښوونځي كې شامل شو، چې هملته په خان اّباد كې و. وروسته كابل ته لاړ او په كابل دارالمعلمين كې شامل شو چې هغه وخت په پغمان كې و، له همدې دارالمعلمين څخه فارغ شو او په غږزي ليسه كې د ښوونكي په توگه په دنده بوخت شو. دندې په غږزي ليسه كې يې تر ډېره وخته د ښوونكي په توگه كار وكړ، بيا وروسته د اريانا په بارچالانۍ شركت كې په كابل كې په كار پيل وكړ، د حج پر وخت د همدغه شركت له خوا د حاجيانو د مېلمه پالنې لپاره د سعودي عربستان په جده كې د همدې شركت د استازي په توگه وټاكل شو. شهيد گهيځ څلورو وروڼه لرل چې مشر يې همدى و، كشر ورور يې ښاغلي استاد سعدالدين شپون د گوربت پرله پسې اتمې گڼې په خپله يوه مركه كې د گهيځ په اړه وايي: گهيځ د ژورې مطالعې خاوند و، ډېره ښه روانه انگرېزي يې لوسته او ويله، يو دنياوي سړى و. گهيځ د همدې ژورې او پراخې مطالعې له مخې راوړاندې شو او د گهيځ رڼا يې خوره كړه. گهيځ يوه خپلواكه اوونيزه جريده وه چې د منهاج الدين گهيځ په امتياز او مسووليت يې د ل كال د دلوې پر مه نېټه په خپرونو پيل وكړ او پر همدغه ورځ يې لومړۍ گڼه چاپ كړه، چې د گهيځ جديت او مسووليت ترې له ورايه څرگندېږي. گهيځ د هېواد، سيمې او نړۍ پر حالاتو په زړه پورې ليكنې خپرولې، د واكمنو او عام ولس پاملرنه يې خپلو مسووليتونه ته را اړوله، ارواښاد صباح الدين كشككي د دههْ قانون اساسى افغانستان په مخ كې دغه اړخ ته يوى ځاى داسې اشاره كوي: د ل كال د جنوري پر مه نېټه شفيق په خپل يوه مطبوعاتي كنفرانس كې وويل: دا د حكومت دنده ده چې په هېواد كې د اسلام ضد تمايلاتو مخنيوى وكړي. گهيځ جريدې د شفيق د دغو څرگندونو په اړه په يوه تبصره كې وليكل چې د صدر اعظم دغه څرگندونې په دې ارزي چې پر هغو تبصره وشي، ځكه مخكينيو حكومتونو اسلامي مسايلو ته رښتينې پاملرنه نه ده كړې او زموږ په ټولنه كې يې د ديني اصولو انحرافات يوازې د سياسي ألو تر منځ د نظر اختلاف بللى. گهيځ وليكل ديني مسايلو ته د پخوانيو حكومتونو د ناپامۍ له امله چې زموږ پر ټولنه يې څومره ناوړه اغېز كړى د دغو د مخنيوي لپاره د صدراعظم شفيق په څېر زړورتيا او صريحه لهجه د زيات ارزښت وړ ده. رښتيا هم كه زموږ سياستوالو د خپلې ټولنې كلتور او دستور په پام كې نيولى واى او همغسې مبارزه او چلند يې كړاى وى، نو ټولنه به مو له دومره سترو بدبختيو سره نه مخامخېده. خو گهيځ د خپلې ټولنې پر نبض پوهېدلى و، هغسې چلند او مبارزه يې كوله چې ولس يې بيداروه او په خپله همدې مبارزه كې مخ په وړاندې لاړ، دومره چې سور ښكېلاكگر يې وارخطا كړ او د ده د وژلو پلان يې جوړ كړ، ښاغلى كشككي په دې اړه بيا ليكي: نخستين مدير اين جريده در زمستان بطور اسرار اّميز كشته شد، تفنگداران به منزل او در يك جيب روسى بدون نمبر پليت اّمده بودند، جريدهْ كاروان واقعاً شهادت او را به تفصيل نشر كرد ولى هر گز اعلان نشد كه چه كس دسيسه قتل او را چيده بود. او حقيقت التواريخ افغانستان از امير كبير تا رهبر كبير د گهيځ د شهادت په اړله ليكي: يكى ديگر از واقعات مهم و مبهم دوران محمد ظاهرشاه شهادت منهاج الدين گهيځ، صاحب امتياز و مسوول جريدهْ ازاد و ملى به نام گهيځ كه به صورت بسيار سرى و مرموز صورت گرفت، قاتل در ظاهر شناخته نه شد، اما از اينكه نشرات و جرايد اكثر به ضد احزاب كمونستى و ضد اهداف استعمار روسيه شوروى نشرات ميكرد، همه به اين باور بود كه قتل او از طرف سازمان جاسوسى كى جى بى شوروى صورت گرفته باشد، بعدها گفته مى شد كه اين قتل توسط افسر كوماندوى بالاحصار لومړى بريد فيض محمد مسعودى و همكار اشتراك ابلوف عضو سفارت شوروى كه مامور كى جى بى بود صورت گرفت. مخكې له دې چې شهيد منهاج الدين د گهيځ په خپرولو پيل وكړي، د ويښ ځلميانو يو فـعال غړى و، همدا وخت چې دى د ويښ ځمليانو غړى و د پلخمري په نساجي فابريكه كې يې كار كاوه، دا هغه و چې په ويښ زليمانو كې د ده د كارنده فعاليت له امله دى له دندې گوښه كړاى شو. بيا څه وخت وزگار و، او په خپل كلي خان اّباد كې يې دوكان درلود. كله چې منهاج الدين د گهيځ په خپرونو لاس پورې كړي، نو همدا وخت يې د ارزاقو په رياست كې كار كاوه او هم يې گهيځ چلاوه، يانې گهيځ يوه بيدارونكې رڼا او ويښوونكى غږ و، نه د مادي منابعو د لاسته راوړنې وسيله. گهيځ يو داسې بيداروونكى غږ و چې دنيا يې د عقبا توششه گڼله، دين او دنيا يې د پوهې پر ورښمين مزي نښلول. په همدې اړه پو لومړۍ گڼه كې ليكي: موږ د اسلام مقدس دين د ساينس، تخنيك او د ځمكې پر مخ د ترقۍ او پرمختگ لپاره د هر ډول امكاناتو څخه د كار اخيستلو او د فضا د يوې برخې د تسخيرولو مخالف نه گڼو او دغه راز عقيده لرو چې په هرې ټولنې كې صالح او سالم تمدن او د پوهې او ساينس له ليارې د انسان پرمختگ هېڅكله د اسلام د سپېڅلي دين په مخ كې خنأ نه شي كېدى، بلكې زموږ پوره باور دى چې د بشريت د رفاهيت او هوساينې لپاره د خداىج اوامرو ته غږړه ايښودل او په ژوندانه كې فعاليت كول دواړه لازم دي. د دين او اسلام په اړه د افغانانو بلهارۍ ته داسې اشاره كوي لكه دغه لاندې پاراگراف چې له نن څخه كابو كاله پخوا يې ليكلى چې له اوسني حال سره وړ دى: دا ليدل شوي چې په شرق كې د افغانانو په څېر هېڅ قوم د اسلام دين، د خپرېدو لپاره خپل سرونه نه دي قربان كړي او نه هېڅ قوم د غرب سياسي او مذهبي استعمار ته دومره كلكه څپېړه وركړې ده. تاريخ شاهد دى چې زموږ خلكو د خپلو معتقداتو او عنعناتو د ساتنې په لار كې سختې قربانۍ وركړي دي، د هېواد اوسنى نسل دا مكلفيت لري چې خپل ټول ديني او ملي نواميس د خپل ژوند په بيه وساتي. د گهيځ له شهادت وروسته د جريدې خپرونې د دوه نيمو مياشتو لپاره وځنأېدې، بيا وروسته د ل كال د ليندۍ پر مه نېټه گهيځ جريده د مولوي عبدالرب احدي وردگ په مسووليت خپرونې پيل كړې. ښاغلى شهرت ننگيال چې د گهيځ ياد په نامه يې پر گهيځ كتاب كښلى د گهيځ جريدې د ليندۍ د مه نېټه د مخ د گهيځ په اړه د يوې ليكنې اقتباس كړى: شخصى بود متواضع، باحوصله، صريح اللهجه، داراى منطق، و استدلال قوى، با جرئت و شهات، مهمان نواز و با دوستان خيلى صميمى، در زنده گى ساده و بى تكلفى را خوش داشت، بخدا توكل داشت و در راه مبارزه اسلامى چون كوه پا بر جا بود، به علماء احترام و ارادت زيات داشت، مگر وختيكه ميديد بعضى از اّنها از صف مبارزه اسلامى عقب رفته اند خيلى متاثر ميگرديد. خو له بده مرغه هېواد دښمنو د دغه غږ ازانگې او انعكاس و نه شو زغملى، او د كال د وإي پر ماښام يې گهيځ په خپل كاله كې پر شهادت ورساوه. اخځليكونه پښتانه ليکوال پښتانه شاعران پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D9%85%D9%88%D8%B3%D9%89%20%D8%B4%D9%81%D9%8A%D9%82
محمد موسى شفيق
محمد موسى شفيق په انگرېزي: د مولوى محمد ابراهيم كاموى زوي پلارنى ټاټوبى يې د ننگرهار ولايت د كامې سيمه ده، خو پخپله په كابل كې چېرې چې پلار يې ډېره موده په دنده بوخت ؤو، په ۱۳۰۸ لمريز كال د جوزا په پنځمه نيټه وزېږد. زده کړې لومړنى زده كړى د كامې او كابل په ښونځيو كې تر سره كړې بيا وروسته د ننگرهار ولايت په نجم المدارس كې داخل شو، دوه كاله وروسته د كابل عربى دار العلوم ته لاړ چېرته چې ئې دولسم ټولگې خلاص او مولوى لوړ منصب یې ترلاسه کړ. له مدرسى وروسته په شاهي دار التحرير كې مقرر شو. څه موده وروسته د پوهنې وزارت له خوا د لوړو زدكړو د تحصيل لپاره مصر ته ولېږدول شو او هلته ئې په حقوقو كې ماستري تر لاسه كړه چې بيا د امريكى په لورې ولاړ او هلته ئې د بين الدول حقوقو په څانگه كې د نيويارك د كولمبيا پوهنتون څخه ماسترى او نړېوالو مسايلو كې د هاردوارد پوهنتون څخه د برى سند تر لاسه كړه. دندې هېواد ته په راستنېدو د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسى پوهنځې كې د خاصو بين المللى او مقايسوي حقوقو تدريس په غاړه واخست. د ده بهرنيو چارو وزارت مشاور او وروسته د وزير په توگه هم په پوهنتون د تدريس لړۍ وغزوله دلته ئې د بېن الدول خصوصي حقوق سر ليك لاندې كتاب په ۱۳۴۴ كال كې وليكه ښاغلې شفيق په عدليه وزارت كې د قوانينو عمومي مدير په توگه ماموريت پېل او همداسى يې دا لړلې وغزوله ترڅو چې د تقنين د رئيس په توگه ئې دغه بهير د وخت او عصر د نويو غوښتنو سره برابر كړه. ده په يونان كې د حقوق پوهانو په نړيوال كنفرانس او په لاهور كې د مستشرقينو په كنفرانس كې په برخه اخستو په نړيوال غورځنگ كې د خپل هېواد استازيتوب وكړه او د ذروى وسلې نه لرونكو هېوادنو كنفرانس مشرتابه پر وخت يې په علمى ډگر كې د خپل هېواد شمله لوړه كړه. ارواښاد د يوه وتلى او بريالى د پلومات په توگه د افغانستان په سياسى افق كې وځلېده. هغه په جارجتون كې د ناپېليو هېوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو په كنفرانس كې د افغان پلاوي د مشر په توگه پخپله وېنا كې د ناپېلتوب غورځنگ د استقامت په جوتولو د ټولو پام راوگرځاوه او جده كې ئې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه كې خپله وېنا واوروله. د ملگرو ملتونو د عمومي ټولنى د ۲۷ مى غونډې مشرې په غاړه وه، او د درېمي نړى هېوادنو د حقوقو په ننگه يې انقلابى وېنا وكړه. په قاهره، بېروت او خرطوم كې د افغانستان د سفير په توگه دنده ترسره كړى ده. ارواښاد په ۱۳۵۰- ۱۳۵۱ د محمد ظاهر شاه لخوا د ده د ايماندارۍ او كارپوهنې له مخې د هېواد د امړي وزير په توگه وټاكل شو. ښاغلې شفيق په ادب كې هم خلاص لاس لرلو، او په خپلو ليكنو او شعرونو ئې د پښتو ادب ته ډېره ښكلا وربخلى ده. چه ښه بېلگه ئې د پېغام په نوم د پښتو شعري ټولگه ده، په لېكنو كې د لور قاتل، د شېطان برى، د پسرلي اختر ، او عرف د اسلامي فقهې له نظره د يادلو وړ دى. د هېواد لومړی وزير كله چې موسی شفيق د افغانستان د لومړي وزير په توگه وټاكل شو هېواد له ډېرو كړكېچونو حالاتو سره لاس او گرېوان ؤو، د هېواد دښمنان هم دى حالاتو ته ځير او په كمين كې ورته ناست ؤو، هغوي چې كله د شفيق پوهه ده حالاتو مثبت بدلون او د هېواد پرمختگ وليد دا هغه څه ؤو چې دوى ته د زغملو وړ نه ؤو هماغه ؤو چې خداى بخلې د ۱۳۵۲ كال د چنگاښ په كودتا كې د پرچميانو له خوا زنداني شو، له دونيم كاله زندان وروسته په ۱۳۵۴ كې له زندان راخلاص شو خو دوهم ځل د ۱۳۵۷ د ثور په خونړۍ كودتا كې بندې او د همدې مياشت په ۱۱ نيټه د زندان تورو تمبو شاته يې د شهادت جام وڅښه. چاپ شوي آثار عبقريان او نورې کيسې عبقريان و قصه های ديگر - په پښتو او دري ژبو د داستانونو ټولگه - د کتاب چاپولو موسسه - ۱۳۴۶ ل. کال کابل د ننگرهار شاعران - د ننگرهار د شاعرانو ژوندليکونه - د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت - چاپکال ۱۳۸۶ ل. کابل مړينه انځورتون سرچينې پښتانه ليکوال پښتانه شاعران پښتانه افغاني ليکوال افغانان پښتانه سياستوال افغان سياستوال افغان وزيران ننګرهاريان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%A8%DB%90%D8%B3%D8%AA%D9%88%D9%86%20%D8%AF%20%DA%89%D8%A8%D8%B1%D9%84%D9%8A%DA%A9%20%D8%A8%D8%B4%D9%BE%DA%93%D9%87%20%DA%98%D8%A8%D8%A7%DA%93%D9%87
د بېستون د ډبرليک بشپړه ژباړه
د بېستون د ډبرليک همدا لاندينی متن د ښاغلي پوهنوال باوري په زيار پښتو شوی. د يادېدو وړ څو ټکي په ايران کي د بېستون لرغونې ټولگه د نړيوال کلتوري ميراث په لړليک کي وکښل ثبت شوه . د بېستون په لرغونې ټولگه کي د نورو اثارو او لرغونو توکو برسيره هغه تاريخي ليکنه چي د بېستون ډبرليک په نوم نامتو شوئ دئ ، نه يوازي د ايران بلکي د دې سېمي د لرغوني تاريخ لپاره د لومړي لاس اخځ په توگه د ارزښت وړ دئ . همدې ارزښت ته په پام سره مي دا اړينه وگڼل چي د بېستون ډبر ليک په پښتو وژباړم . د دې موخي د پلي کېدو لپاره مي د بېستون ډبرليک د موندلو هڅي وکړې ، د ډبر ليک انگليسي او پاړسي متنونه مي پيدا کړ ل او د کار د اسانتيا په هيله مي د ډبرليک پاړسي متن د ژباړي نيت وکړ ، خو کله چي مي پاړسي او انگليسي متنونه سره پر تله کړل ، په پاړسي متن کي مي يو شمير تيروتني او نېمگړتياوي ولېدلې ، د بيلگي په توگه د پاړسي متن شمېره پر له پسې نه ده ليکل شوې ، په داسي حال کي چي د انگلېسي متن شميره پر له پسې ليکل شوېده ، په پاړسي متن کي د ډبر ليک يوشمير کرښي نه دي ليکل شوي او يا د پامه لوېدلي دي ، خو په انگلسي متن کي ټولي کرښي شته . يوه بله نيمگړتيا داوه چي په پاړسي متن کي د يو شمير هغو سيمو او وگړو نومونه اړول شويدي ، چي د ډبرليک په متن کي راغلي دي ، خو په انگليسي متن کي نومونه د ډبر ليک د متن سره برابر دي . دا او په دې ډول نوري لويې او وړې تيروتني مي مخي ته راغلې ، ځکه د پاړسي متن د ژباړ ي څخه وگرځېدم او د يونسکو وړد هړيټيج ، ايران چمبړ سوسايټي ، سايس اونلاين او يو شمير نورو انتر نيټ پاڼو څخه مي دبېستون ډبر ليک انگلېسي متن ، د ژباړي لپاره وټاکئ . په دې هيله چي د ځوانو څيړونکو او د لرغوني تاريخ مينه والو لپاره د گټي وړ وگرځي ، په وړو وړو برخو کي يې دخپرېدو تکل کوم . پوهنوال باوري د ډبرليک په اړه لنډي څرگندوني . د هخامنشيانو دريم پاچا داريوش د خپلي واکمنۍ پېښ ليک د بېستون په ډبرليک کي حک او ليکلئ دئ . د دې ډبر ليک اوږدوالۍ په ټوليزه توگه شل متره او پنځوس سانتي متره او سور يې اوه متره او اتيا سانتي متره ته رسيږي . د ليکنو او انځورونو په تړاو دا ډبر ليک په دريو برخو وېشلئ دئ . تر ټولو زياته برخه يې نه متره او اتيا سانتي متره اوږدوالۍ لري او سور يې درې متره او دريشپيته سانتي متره ته رسيږي ، چي ٤١٤ څلورسوه څوارلس کرښي ليک لري او دا برخه په يوشمير ايراني خپرونو کي د پخوانئ پارسي ليک په نوم ياديږي . د همدې لوئ ډبرليک ښئ لور ته د انځورونو او ليکنو برخه شته چي د ايلامي ډبرليک په نوم ياديږي . دا برخه پنځه متره او شپېته سانتي متره اوږدوالۍ لري او سور يې درې متره او اويا سانتي متره ته رسيږي . او د بيستون ډبرليک دريمه برخه کيڼ لورته ليکل شوېده چي اوږدوالي يې پنځه متره او اوه شپيته سانتي متره رسيږي ، او سور يې درې متره او دريشپيته سانتي متره دئ .دا برخه هم په ايراني خپرونو کي د پخوانئ ايراني ليک په نوم ياديږي چي ټوله ٥٩٣ پنځه سوه درينوي کرښي لري . د اکدي يا بابلي ليک په نوم د دې ډبر ليک يوه بله برخه شته چي د ايلامي ليک بر سر ښئ لوري ته ليکل شوېده . دا برخه د ذوزنقې په شکل حک شوېده چي لوړوالي يې څلور متره او سور يې دوه متره او دوه پنځوس سانتي متره دئ ، په داسي حال کي چي د وروستۍ برخي سور يې دوه متره او يو ويشت سانتي متره ته رسيږي ، د ډبرليک دا برخه يوسل او دولس کرښي لري . په ټوليزه توگه د دې ډبر ليک ارتوالئ يوسل اوشل متره مريع ته رسيږي . د ډبرليک بشپړ متن لومړی ستون پېژندنه: د داريوش لقبونه او د هغه د پاچايۍ ارتوالی لومړۍ کرښه : زه داريوش لوی پاچا ، د پاچاهانو پاچا ، د پارس پاچا ، د هېوادونو پاچا ، د هيستاسپس زوی ، د ارسامس لمسې . دوهمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ زما پلار هيستاسپس ، د هيستاسپس پلار ارسامس ، د ارسامس پلار اريا رامنی ، د اريا رامنی پلار تېس پېس ، د تېس پيس پلار هخامينش . دريمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ د دې امله موږ هخامنشي وبلل شو چي د ډير پخوا اصيل يو ، د ډير پخوا زموږ کورنۍ پاچاهان وه . څلورمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ ٨ تنه زموږ له نيکه گانو څخه پاچاهان وه . زه نهم يم موږ ٩ تنه يو په بل پسې په دوو څانگو کي پاچاهان يو . پنځمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ د اهورامزدا په غوښتنه زه پاچا يم . ماته اهورامزدا پاچاهي راکړېده . شپږمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ دا ټوله هغه هېوادنه دي چي ما ته راغلل او د اهورامزدا په غوښتنه زه د هغوپاچا وم . پارس ، عيلام ، بابولونيا ، اسيريا ، اربيا ، مودرای هغه چي سيندونو ته څيرمه دي فنيقيان ، سارديس اونيا ، ، ميديا ، ارمېنيا ، کپادوسيا ، پارتيا ، درنگيانا ،ارېيا خوارزميا ، باختريا ، سغديانا ، گندارا ، سا يتيا ، ستاکيديا ،اراکوزيا ماکا او ټوله ديرويشت هېواده . اوومه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا دئ هېوادونه چي ماته راغلل . د اهورامزدا په غوښتنه زما مريان شول . ماته يې باج راکړ .او په شپه او ورځ کي هغه کوي چي زما له لوري ورته وويل شي . اتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ په دې هېوادونو کي چي څوک مي پلوي وو، هغه ته مي ښه ډالئ ورکړې او هغه څوک مي پوره وځپئ چي زما پلويتوب يې نه کاوه . د اهورا مزدا په غوښتنه دا هېوادونو زما د قانون درناوئ کوي ، هغسي چي زما له لوري ورته وويل شي هم هغسي کيږي . نهمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ اهورامزدا ما ته دا پاچاهي وبخښل . اهورامزدا زما مرسته وکړه چي دا پاچاهي لاس ته راوړم ، او د اهورامزدا په مرسته دا پاچاهي لرم . د سميرديس وژل او د گايوماتا او ماگيان کودتا لسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا دئ هغه څه دي چي تر پاچا کېدو وروسته مي تر سره کړيدي . کمبايسيس د کوروش زوئ زما نه مخکي پاچا وو . د سميرديس په نوم دهغه يو ورور وو چي د کمبوجيه پلارنئ او مورنئ سکه وو . وروسته کمبوجيه هغه وواژه ، خو خلکو ته مالومه نه شوه چي سميرديس مړ شويدئ . تر هغه وروسته کمبوجيه د مصر په لور ولاړ ، خلکو سرکښي وکړه نافرماني وروسته تر هغه په هېواد کي درواغ زيات شول هم په پارس ، هم په ماد او هم په ټولو هېوادونو کي . يولسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛تر هغه وروسته يوتن جادوگر د گايوماتا په نوم چي دپايسهياوودا څخه وو ، پاڅون وکړ ، يو غر د ارکادر په نوم . هغه وخت چي يې پاڅون وکړ وېخن مياشتي څوارلسمه ورځ تيره شوې وه . هغه وگړو ته داسي درواغ وويل چي زه ، سميرديس د کمبوجيه ورور اود کوروش زوئ يم . وروسته له هغه ټول وگړي د کمبوجيه څخه وگرځېدل او په هغه پسې لاړل هم پارس ، هم ماد ، هم نور هېوادونه . پاچاهي يې ځان ته واخستل . د گراما پادا مياشتي ٩ مه ورځ تيره وه ، هغه وخت يې پاچاهي د ځان کړه . وروسته له هغه کمبو جيه پخپله ومړ . دولسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ گايوماتا جادوگر د کمبوجيه څخه پاچا هي واخستل . هغه پاچاهي چي د ډيري زماني راهيسي زموږ د کورنۍ وه . خو وروسته تر دې گاېوماتا نومي جادوگر د کمبوجيه څخه واخستل . پارس ، ماد او نور ايالتونه د هغه په نوم شول . هغه ټوله ونېول او پاچا شو . داريوش گايوماتا وژني او خپل پاچاهي پرځای ساتي ديارلسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هيڅ څوک نه وو، نه پارسي او نه مادي او نه څوک زموږ له ذاته تخم څخه وو چي پاچاهي د هغه جادوگر گايو ماتا څخه ترلاسه کړي . اولس ډير زيات له هغه نه ډاريدئ ، ډير هغه کسان چي هغه سمير ديس يې پيژندلئ وو هغه يې مړه کړل ، په دې خاطر چي گويا بيا به مي رسوا کړي ، چي زه سمير ديس د کوروش زوي نه يم . هيڅ يوه د دې توان نه درلود چي دگاېو ماتا په اړه يو څه و وايې ، تر څو چي زه راورسېدم . وروسته مي د اهورا مزدا څخه مرسته وغوښته ، اهورا مزدا زما سره د مهربانۍ مرسته وکړه . د با گيادي مياشتي ١٠ مه ورځ تيره شوې وه . هغه وخت ما گاېو ماتا او د هغه څو تنه نږدې مهم مرستندويان د هغه ووژل . د سيکا يووتي د ماد په سيمه کي د نې سيا په نوم يوتن مي هلته مړ کړ .پا چاهي مي له هغه واخيستل . د اهورامزدا په غوښتنه زه پاچا شوم . اهو را مزدا پاچاهي ماته راکړه . څوارلسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هغه پاچاهي چي زموږ څخه اخستل شوې وه ، هغه مي له سره جوړه کړه . ما هغه بيرته پرحال کړه .هغسي چي پخوا وه . هغسي ما وکړل . ما هغه نياوتونونه پرستيشگاه چي د گاېو ماتا جادوگر په امر وران شوي وه ، ورغول .اولس ته مي رمې او مرئيان چي گاېو ماتا ترې اخستي وه بيرته ور وگرځول . ما اولس پر خپل ځای مېشت استوار کړ . هم پارس ، هم ماد او هم هغه نور هېوادونه ، هغهسي چي وړاندي وه . هغه څه چي اخيستل شوي وه بيرته مي ور وگرځول . د اهورا مزدا په غوښتنه مي دا وکړل . ما هڅه وکړه چي خپله کورنۍ بيا هغه ځای ته ورسوم ، چي پخوا وو . همداسي مي د اهورامزدا په مرسته وکړل چي بيا گاېو ماتا زموږ کورنۍ را چاپير نه کړي . پنځلسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا دئ هغه څه چي تر پاچا کېدو ورسته مي کړيدي . د اېلام د ايالت د اسينا او د بابل د نيدېنتوبل بلواگانې شپاړسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛هغه وخت چي مي گاېوماتا جادوگر مړ کړ ، تر هغه وروسته د اسينا په نوم د اوپادارما زوی په ايلام کي پاڅون وکړ، او وگړو ته يې وويل چي زه د پاچا يم . تر هغه وروسته ايلاميان واوښتل نافرمان . د هغه اثينا پلويان شول . هغه په ايلام کي پاچا شو . يو بل تن په بابل کي د نيد نيتوبل - په نوم د ا ينايرا زوی ، هغه په بابل کي پاڅېدئ . داسي يې وگړي تير ايستل چي : زه نيبوچا دير زار د نابوني دوس زوی يم . وروسته له هغه ټول بابليان د نيد نيتوبل پلويان شول . بابل واوښت نافرمان هغه په بابل کي پاچاهي خپل کړه . اوولسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته مي يوه خبرتيا ايلام ته وليږل . د اسينا يې نېولئ ماته راوست او هغه مي و واژه . اتلسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه زه د بابل پر لور وخوځیدم . د هغه نيد نيتو بل په لور چي ځان يې نيوچادر زار باله . د نيد نيتو بل لښکرو دجله په خپل واک کي درلوده . هلته ودريدئ . د اوبو تل ډير کښته عميق وو . وروسته ما خپل لښکر پر ژيو مشکها او اوښانو سپاره کړل . او د يوشمير لپاره مي اسونه برابر کړل . اهورا مزدا زما سره د مرستي مهرباني وکړل او د اهورامزدا په غوښتنه د دجلې څخه تير شوم . او هلته مي د هغه نيد نيتوبل لښکري زياتي وځپلې . د اسيا ديا د مياشتي ٢٦ ورځي تيري شوي وې . نولسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه زه د بابل پر لور روان شوم . لا بابل ته نه وم رسېدلې چي د زازانا په نوم هغه ښارچي د فرات پر څنډو پروت دي ، هغه نيد نيتوبل چي ځان يې نيبوچا دير زار باله د خپلو لښکرو سره زما په وړاندي د جگړې ډگر ته راغۍ . ورسته مي دهغه سره جگړه وکړه . اهورا مزدا زما سره د مرستي مهرباني وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ما د نيد نيتوبل لښکري زياتي وځپلې . او پاته په اوبو کي ولوېدې . اوبو هغه يوړول . د انامکا مياشتي ٢ ورځي تيري وې چي جگړه مي وکړه . دوهم ستون شلمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه نيد نيتوبل د څو تنو سپرو سره وتښتېدئ او د بابل پر لور ولاړ . وروسته له هغه زه د بابل پر لور وخوځېدم . د اهو را مزدا په غوښتنه مي بابل هم ونېوۍ . او هم مي نيد نيتوبل را ټينگ کړ . وروسته مي نيد نيتوبل په بابل کي مړ کړ . يوويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وخت چي په بابل کي وم ، دا هغه هېوادونه چي زما څخه سرکښه شول . پارس ، ايلام ، ماد ، اشور ، مصر ، پارت ، مرگيانا ، ستاکېديا ، سايتيا . د اېلام د مارتيا بلوا دوه ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د مارتيا په نوم د ثين ثي خري زوی د پارس په يوه ښار کي چي کوگاناکا نوميږي اوسېدئ . او د ايلام څخه را وپاڅېدئ . او وگړو ته يې وويل چي زه ايمانش د ايلام پاچا يم . درويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وخت زه ايلام ته نږدې ووم . وروسته له هغه ايلاميان زما څخه وډارشوه . مارتیا چي د هغوی لارښود وو ، را چاپيره کړ او هغه يې وواژه . د ماد د فرورتېس بلوا څلور ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د ماد اوسېدونکئ فرورتېس نومئ په ماد کي ښورښ وکړ . داسي يې وگړو ته وويل چي زه خشهاترايت د ثاکساريس له ذاته يم . ورسته يې د ماد لښکر چي د هغه په قصر کي وه زما نه يې سرکښي وکړل او د هغه فرورتېس په لوري ولاړل . او هغه په ماد کي پاچا شو . پنځه ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ زما تر امر لاندي پارسي او مادي ځواک لږ وو . وروسته مي لښکر وليږه . د هيدارنېس په نوم زما يوتن مرئې وو هغه مي د لښکر سالار وټاکئ . داسي مي هغه ته وويل : چي هلته ولاړ شئ هغه مادي لښکر چي خپل ځان زما تابع نه گڼي هغه وځپئ . ورسته له هغه وهېدارنيس د لښکر سره ولاړ ، چي ماد ته ورسېدئ د مارو په نوم د ماد ښار يوه اوسېدونکي د ماديانو سره جگړه وکړه هغه چي د ماديانو مشر وو . هغه وخت هلته نه وو ، او اهورامزدا زما مرسته وکړه ، د اهورامزدا په غوستنه زما لښکر هغه سرکښه جگړه ماران زيات وځپل . د انا مکا مياشتي ٢٧ مه ورځ تيره وه . هغه وخت چي جگړ ه پېل شوه . ورسته له هغه په ماد کي د کمپاندا په نوم سيمه ما ته پاته شوه تر څو چي زه ماد ته ورغلم . د ارمنيانو بلوا شپږ ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ زما يومرئې د دادارشي په نوم چي ارمن وو ، هغه مي ارمنستان ته وليږئ . هغه ته مي وويل : مخ ته ولاړ شه او هغه سرکښه لښکري چي ځان زما تابع نه گڼي وځپه . وروسته دادارشي وخوځيدئ . چي ارمنستان ته ورسېدئ ، ټوله هغه سرکښان سره راټول شوه او د دادارشي پر ضد يې جگړه پېل کړه . د زوزاهيا په نوم د ارمنستان يوه وگړي جگړه وکړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکروهغه سرکښان ډير وځپل . د تيورا واهرا مياشتي ٨ مه ورځ تيره وه ، چي دا جگړه وشوه . اوه وېشتمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ بيا دوهم ځل سرکښه کسان سره راټول شوه او د دادارشي په وړاندي ئې جگړه پيل کړه . د ارمنستان يوه تن د تېگر ا په نوم دا جگړه وکړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . د اهو رامزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه سرکښه کسان ډير وځپل . د تيوراواهرا د مياشتي ١٨ مه ورځ تيره وه ، هغه وخت جگړه پېل شوه . اته ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ د دريم ځل لپاره سرکښه کسان سره راټول شوه او د دادارشي په وړاندي ئې جگړه پيل کړه . دارمنستان يوه تن د دژي اوياما په نوم جگړه وگړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . زما لښکرو د اهورامزدا په غوښتنه هغه سرکښه کسان ډير وځپل . د تا ېگارسي مياشتي ٩ مه ورځ تيره وه چي دا جگړه پېل شوه . وروسته دادارشي زما په غوښتنه په ارمنستان کي پاته شو ، تر هغه چي زه ورسېدم . نه ويشتمه کرښه ؛ داريوش پاچا وائې ؛ وروسته مي د وايميسا په نوم پارسي مرئې ارمنستان ته وليږئ او هغه ته مي وويل : وړاندي ولاړ شه او هغه سرکښه کسان چي خپل ځان زما تابع نه گڼي هغه وځپه . وروسته وايميسا وخوځېدئ . چي ارمنستان ته ورسېدئ هلته ټوله سرکښان راټول شوه او جگړه ئې د وايميسا په وړاندي پيل کړه . يوه سيمه چي ايزلا نوميږي او د اشور اړوند ده ، جگړه پيل شوه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه سرکښه کسان ډير وځپل . د انا مکا ١٥ مه ورځ تيره وه ، چي دا جگړه وشوه . ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ بيا دوهم ځل سرکښان راټول شوه او د وايميسا په وړاندي ئې جگړه پيل کړه . د او تي يارا په نوم په ارمنستان کي جگړه پيل کړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . د اهو را مزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه سرکښه کسان ډير وځپل . دتيوراواهرا تن نږدې ورستئ ورځي وې چي جگړه پېل شوه . . وروسته له هغه وايميسا زما لپاره په ارمنستان کي پاته شو ، څو چي زه ورسېدم . د ماديانو د بلوا پای يودېرشمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ وروسته له هغه زه د بابل څخه را ووتم . د ماد پر لور وخوځېدم، چي ماد ته ورسېدم دهغه ښار يو اوسېدونکئ د کوندورو په نوم ، په هغه سيمه کي چي فراورتيس ځان د ماد پاچا باله ، د خپلو لښکرو سره زما په وړاندي د جگړې په نيت راغئ . د هغه سره مي جگړه وکړه . اهو را مزدا زما سره مرسته وکړه . د اهو را مزدا په غوښتنه هغه فراورتيس مي ډير وځپئ . د ادوکانا ئېشه ٢٥ ورځي تيري شوي وې ، چي جگړه وشوه . دوه ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ وروسته ، فراورتيس د خپل يو شمير سپورو سره وتښتېدئ . په ماد کي د راگا په نوم سيمه د سوروانه شول . وروسته مي د هغه په تعقيب لښکر وليږه . فرورتيش ونېول شو او ما ته راوستل شو . ما هم د هغه پوزه او هم دوه غوږونه پرېکړل او ژبه مې ور غوڅه کړل ، او يوه سترگه مي ور ړنده کړل . او وروسته تر هغه مي دايکبتانا د يوه برج په دننه کي په دار وځړاوه . او د هغه پلويان وليدئ . دري ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ يو تن سگارتي د ثيسانتخما په نوم زما امر نه سر وغړاوه . داسي يې خلکو ته وويل چي : زه د سگارتي پاچايم ،او د ثايکسا ريس له ذاته يم . وروسته مي تخمس پادا په نوم زما يوه تن مرئې د پارسي او مادي لښکر لارښود وټاکئ او هغوئ ته مي وويل : مخ ته ولاړ شئ هغه سرکښه کسان چي ځان ز ما تابع نه گڼي وځپئ . وروسته تخميس پادا د لښکرو سره هغه لوري ته وخوځېدئ . د چي ثيسا نتخما سره يې جگړه وکړه . اهورا مزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زمالښکرو هغه سرکښان وځپل او چي ثيسانتخما يې ونېوئ . ماته يې راوست . وروسته مي د هغه پوزه دوه غوږونه ور غوڅ کړه او يوه سترگه مي ور ړنده کړه . زما د ماڼئ سره مي تړلئ وساتئ ټولو خلکو هغه وليدئ او وروسته مي هغه په اربيلا کي په دار وځړاوه . څلور ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ دا هغه دي چي په ماد کي مي تر سره کړل . د پارتيانو بلوا پنځه ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛پارتيا او هاير ثانيا زما څخه وگرځېدل نافرمانه شول ځانونه يې د فراورتيس وبلل . زما پلار هايستاسپس چي په پارت کي وو ، د هغه نه وگړ ي وگرځېدل او سرکښه شول . وروسته هايستاسپس د خپلو ملگروځواکونو سره وخوځېدئ . د ويشپاوزاتي په نوم ښار کي يې د پارتيانو سره جگړه وکړه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ، هايستاسپس هغه سرکښان ډير وځپل . دا د وياخنا مياشتي ٢٢ ورځ تيره شوې وه ، چي دا جگړه وشوه . درېيم ستون شپږديرشمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته مي يوشمېر پارسي لښکر د راگا څخه دهايستاسپس مرستي ته وليږل ، چي لښکر هايستاسپس ته ورسېدل ، وروسته هايستاسپس هغه لښکر د ځان سره مل کړه ،او وخوځېدئ . په پارتيا کي د پتي گرابا نا په نوم ښار کي يې د ښورښيانو سره جگړه وکړه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ، ويشتاسپ هغه ټوله سرکښان ډير وځپل . د گارما پادا لومړۍ ورځ تيره وه چي دهغوئ ترمنځ دا جگړ ه پيل شوه . اوه ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ تر هغه وروسته هېواد زما شو . دا دي هغه دي چي زما په وسيله په پارتيا کي تر سره شويدي . د مارگينا د فرادا بلوا اته ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ يو ايالت چي د مارگيانا په نوم ياديږي ، ښورښ وکړ . د فرادا په نوم يو تن د مارگيانا اوسېدونکو خپل مشر وټاکئ . وروسته مي دادارشي په نوم زما پارسي مرئې و باکتريا ته وليږئ ، او هغه ته مي وويل چي مخ ته ولاړ شه او هغه ځواکونه چي ځان زما تابع نه گڼي وځپه . وروسته دادارشي د لښکرو سره هغه لور ته وخوځېدئ . د مارگيا نيانو سره يې جگړه وگړه . اهورا مزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکرو ټوله سرکښان ډير وځپل . د اسي ياديا ٢٥ مه ورځ تيره وه ، هغه وخت چي دا جگړه پيل شوه . نه ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه هېواد زما شو . دا دي چي زما په وسيله په باکتريا کي تر سره شويدي . د پارس د واهيازداتا بلوا څلوېښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د واهيازداتا په نوم يوتن په تاراوا نومي ښار کي چي د پارس په ياويتيا سيمه کي ميشت وو . هغه د دوهم ځل لپاره ښورښ وکړ . داسي يې وگړو ته وويل چي : زه سميردېس د کوروش زوئ يم . وروسته هغه پارسي ځواکونو چي ماڼئ ته پخوا د انشان څخه راغلي وه زما په وړاندي يې ښورښ وکړ . او د هغه واهيازداتا لوري ته واوښتل او هغه په پارس کي پاچا شو . يوڅلوېښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته مي هغه پارسي او مادي لښکر چي زما تر امر لاندي وه ، وليږلې . د ارتا وارديا په نوم زما يو پارسي مريې مي د لښکرو مشر کړ . يوبل پارسي لښکر مي په ځان پسې د ماد پر لور وخوځاوه . وروسته ارتا وارديا د لښکرو سره د پارس پر لور وخوځېدئ . چي پارس ته ورسېدئ ، وهيازداتا چي ځان يې سميرديس جوړ کړئ وو د پارس په رخا نومي ښار کي د ارتا واردياپه وړاندي جگړې ته راووت . ورسته له هغه يې جگړه وکړه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه د و هيازداتا ځواکونه ټوله ډير وځپل . د تورا واهارا مياشتي ١٢مه ورځ تيره شوې وه چي جگړه پيل شوه . دوه څلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه ، هغه وهيازداتا د يو لږ شمير سپرليو سره وتښتېدئ . د پاشيايوادا لوري ته وخوځېدئ . د هغه ځايه څخه يې لښکر راټول کړ . او تر هغه وروسته يې د ارتا وارديا سره جگړه پيل کړه . د پارگا - په نوم غره سره يې جگړه پيل گړه . اهو را مزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکر د وهيازداتا ځواکونه زيات وځپل . د گارما پادا د مياشتي٥ مه ورځ تيره وه چي دا جگړه ونښته او وهيازداتا يې ونېوئ او د هغه نږدې ټول ملگري يې هم ونېول . در ې څلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې؛ وروسته له هغه وهيازداتا او د هغه نور ميړني چي زيات ورته نږدې وه د پارس په يووادايثايا په نوم ښار کي مي په دار وځړول . څلورڅلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا دي هغه چي په پارس کي زما په وسيله تر سره شول . پنځه څلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وهيازداتا چي خپل ځان يې سميردې باله ، هغه لښکر و اراکوزيا ته ليږلي وه .د هغه پر ضد مي زما يو مرئې د وېوانا په نوم چي ما د اراکوزيا او . . . ښار او د هغو مشر ټاکلي وو . هغوئ ته يي وويلي وه چي : وړاندي ولاړ شئ وېوانا او د هغه لښکر چي ځان د داريوش پاچا تابع گڼي ، وځپئ . وروسته له هغه د هيازداتا ليږل شوي لښکر د وېوانا په وړاندي د جگړې لپاره و خوځېدل . دژي کاپيشا کاني نومي سړي هلته جگړه وکړه . اهورا مزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکر هغه سرکښان ډير وځپل . د اناماکا ١٣ مه ورځ تيره شوې وه ، چي دا جگړه پيل شوه . شپږ څلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ تر هغه وروسته بيا ښورښيان سره يوځای شول او د وېوانا په وړاندي يې جگړه پيل کړه د گندوتاوا په نوم سيمه کي يې جگړه وکړه . اهو را مزدا زما مرسته وکړه . د اهو را مزدا په غوښتنه زما لښکر د هغه ښورښيانو لښکر ډير وځپئ .دو ياخنا مياشتي ٧ مه ورځ تيره شوې وه ، چي دا جگړه پيل شوه . اوه څلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته ، هغه تن چي د لښکرو مشر ټاکل شوئ وو او وهيازداتا د وېوانا پر ضد ليږلئ وو ، هغه د يو څو تنو سپرلو سره وتښتېدئ او لاره يې واخستل . په اراکوزيا کي د ارشادا نومي سيمي تر څنگ تير شو . وروسته له هغه وېوانا د خپل لښکر سره د هغه څار وخوځېدئ . هلته يې د هغه ټول نږدې ملاتړي ونيول او مړه يې کړل . اته څلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه هېواد زما شو . دا دي هغه چي په اراکوزيا کي زما په وسيله تر سره شول . ارخا، د بابليانو دوهمه بلوا نه څلوېښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وخت چي په پارس کي وم ، دوهم ځل بيا بابليانو ښورښ وکړ . يوتن ارمني د ارخا په نوم چي د هالديتا زوئ وو ، په بابل کي ښورښ پيل کړ . د دوبال په نوم سيمه کي يې درواغ وگړو ته ويل چي زه نبو چادر يزار د نابونېدوس زوئ يم . وروسته له هغه بابليانو زما له امره سرکښي پيل کړه ، او د هغه لوري ته ولاړل . هغه بابل ونيوئ او په بابل کي پاچا شو . پنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه مي لښکر بابل ته وليږل . د اېنتا فيرنيس په نوم زما يو پارسي مرئئ مي د لښکرو مشر وټاکئ .او هغه ته مي داسي وويل چي : وړاندي ولاړ شئ او هغه بابلي لښکر چي خپل ځان زما تابع نه بولي وځپئ . وروسته له هغه انتا فيرنيس د بابل په لور وخوځېدئ . اهورا مزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ، انتا فيرنيس بابليان وځپل او بنديان يې راوستل . د ورکزن ٢٢ ورځي تيري شوي وي ، هغه وخت ارخا چي په درواغو يې ځان نبو چادر يزار باله او هغه کسان چي نږدې پلويان يې وه ، ونيول . امر مي وکړ او ارخا او د هغه سړي او نږدې ملگري يې په بابل کي په دار وځړول شول . څلورم ستون يوپنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا دي هغه چي په بابل کي زما په وسيله تر سره شول . دوه پنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا دي هغه چي د اهورامزدا په غوښتنه مي د تېر يوه کال په ترځ کي وروسته له هغه چي پاچا شوم ، تر سره کړل . ١٩ جگړې مي وکړې . د اهورامزدا په غوښتنه مي هغوئ وځپل . او ٩ تنه پاچاهان مي ونيول . يو گايوماتا جادوگر وو . او درواغ يې ويل چي زه سميرديس د کوروش زوئ يم او په پارس کي يې ښورښ جوړ کړئ وو . يو د اسينا په نوم د ايلام اوسېدونکئ وو . هغه درواغ ويل چي زه په ايلام کي پاچا يم او هغه په ايلام کي زما په وړاندي وگړي سرکښه کړ ل . يو بل تن نيدينتو بيل - بابلي وو . هغه درواغ ويل چي زه نيبوچادريزار د نبونيدوس زوئ يم او په بابل کي يې زما په وړاندي ښورښ وکړ . يوهم مارتيا په نوم د پارس وو او هغه درواغ ويل چي زه ايمانش د ايلام پاچا يم اوپه ايلام کي يې زما په وړاندي ښورښ وکړ . يو د ماد فراورتيس نومئ وو . هغه درواغ ويل چي : زه خشا تريتا د کيا کساريس د کورنئ څخه يم او ماد يې زما له امره وه ايست . يود سا گارتيان ثېسانتا خما نومئ وو ، او درواغ يې ويل چي زه د کيا کساريس له کورنۍ څخه يم او د سا گارتيا پاچا يم ، او ساگارتيا يې تر واک لاندي کړه . يو فرادا مارگياني وو . درواغ يې ويل چي : زه د مرو پاچا يم . او مرو يې تر واک لاندي کړه . يو وهيازداتا نومئ د پارس وو . درواغ يې ويل چي : زه سمير ديس د کوروش زوئ يم . او پارس يې په ښورښ راوست . يو ارخا نومئ ارمني وو . درواغ يې ويل چي : زه نيبوچادريزار زوئ يم . او با بل يې زما د فرمانه وه ايست . درېپنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ٩ تنه پاچا هان مي په دې جگړو کي ونيول . څلورپنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې : دا دئ هيوادونه سرکښه شول . درواغو هغوئ نافرمانه کړل ، چي هغوئ وگړو ته درواغ و ويل . وروسته اهورامزدا هغه زما په واک کي راکړل . هر ډول چي مي هيله وه هغه ډول مي له هغوئ سره وکړل . پنځه پنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي له دې وروسته ښايې پاچا شې ځان په زياتي پياوړتيا له درواغو څخه ليري وساته . که چيري داسي فکر وکړې چي هېواد دې وساتل شي ، هغه کسان چي درواغ وايې هغوئ ته کلکه جزا ورکړه . ددې ليکنې د رښتينوالۍ پخلی شپږ پنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا دي هغه څه چي ما کړيدي . د اهورامزدا په غوښتنه مي په هغه يوه کال تر سره کړل . ته چي تر دې وروسته دا ليکنه ښايې ولولې ، هغه څه چي زما په وسيله تر سره شويدي ، ستا باور پرې وشي ، نه ښايې چي دا درواغ وگڼې . اوه پنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ اهورا مزدا خپل حاضر او حضور شاهد گڼم ، هغه چي مي په يوه کال کي تر سره کړيدي رښتيا دي ، نه درواغ . اته پنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د اهورا مزدا په غوښتنه ما زيات کارونه کړيدي ، او له همدې کبله دا ليکنه و ليکل شوه . ددې ليکنې د سپېڅلتيا او د خپرولو پخلی نه پنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د پخوانيو پاچاهانو داسي کړني نشته چي ما د اهورامزدا په غوښتنه په يوه کال کي تر سره کړيدي . شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛اوس په هغه څه چي زما په وسيله تر سره شويدي ، ستاسو باور پرې وشي .او همدا ډول وگړو ته و واياست .مه يې پټوئ . که دا خبره پټه نه کړئ او وخلکو ته وواياست ، نو اهورا مزدا دي ستاسو دوست وي ، ستاسو کورنئ دي زياته ، او ژوند مو ډير اوسه . يوشپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ که دا وينا د خلکو پټه کړئ ، او وگړو ته ونه واياست ، اهورامزدا دي ستاسو دښمن وي او ستاسو کورنئ دي ورکه محوه وي . دوه شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا دئ هغه څه چي ما تر سره کړيدي . په هغه يوه کال کي د اهورامزدا په غوښتنه مي تر سره کړيدي .اهو را مزدا زما مرسته کړيده ، او هم هغه نورو خدايانو ، چي شته . د رښتينولۍ او راستۍ اهميت درې شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د دې لپاره اهورامزدا او نورو هغه خدايانو چي شته زما سره مرسته کړېده چي ، کرغيړن نه وم ، درواغجن نه وم ، تبا ه کوونکئ نه وم ، نه زه او نه زما کورنئ . رښتنئ وم ، نه مي د خوار او نه د زورور سره زور وهلئ دئ .هغه چا چي زما د کورنئ سره ملتيا کړيده ، هغه مي نازولئ دي . او هغه چي زيان يې راته اړولئ هغه ته مي کلکه جزا ورکړېده . څلور شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي ښايې تر دې وروسته پاچا يې ،هغه څوک چي درواغجن وي او يا هغه چي تبا ه کونکئ وي د هغه دوست مه اوسه . په کلکه هغه ته جزا ورکړه . د نېکمرغۍ او بدمرغۍ دعاگانې پنځه شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي تر دې وروسته دا ليکنه چي ما ليکلي او يا دا څيرې چي ته ويني ، داسي نه چي وراني يې کړې . تر هغو چي توان لرې ، وه اي ساته . شپږ شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ که دا ليکنه او دا انځورونه و وېنې او وراني يې نه کړې ، تر هغه چي توان ولرې ، ويې ساتې ، اهورامزدا دي ستا دوست وي او کورنۍ دې زياته او ژوند دې ډير اوسه ، او هغه څه چي کوې هغه دي اهورامزدا در لره ښه کړي . اوه شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ که دا ليکنه او انځورونه ووينې او وران يې کړې تر څو چي توان دي شته ويې نه ساتې ، اهورا مزدا دې تا وځپي . او ستادې کورنئ ورکه وي . او هغه څه چي کوې اهورا مزدا دي هغه وران کړي . اته شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا دي هغه کسان چي د جادوگرگايوماتا چي ځان يې سميردي باله ، د هغه وژلو پر مهال هلته وه .په هغه وخت هغوئ مرسته وکړه . زما پلويان وه اينتا پاير نيس د پارسي واياسپارا زوئ ، اوتانيس نومئ د پارسي توخرا زوئ ، گئو بروياس نومئ د پارسي ماردونيوس زوی ، هيدارنيس نومئ د پارسي بگا بيگنا زوئ ، ميگابيازوس نومئ د پارسي داتوواهيا زوی ، اردومانش نومئ د پارسي واهاوکا زوئ . نه شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي له دې وروسته ښايې پاچي يې ، د دې کسانو د کورنيو ښه ساتنه وکړه . اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د اهورامزدا په غوښتنه مي دا ليکنه په بل ډول هم وکړه ، پر ارينې ژبي برسيره مي هم پر دړو لوح او هم پر پوستکو ترتيب کړه . دا ليکنه د مهر په وسيله ومنل تائېد شوه . زما په وړاندي نوشته او هم ولوستل شوه . وروسته تر هغه مي دا ليکنه ټولو ځايونو او هېوادونو ته وليږل او خلکو يې هرکلئ وکړ . پينځم ستون د اېلام د ايالت يوه نوې بلوا منی يو اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا هغه څه دي چي ما د خپل پاچا کېدلو وروسته په دوهم او دريم کال کي تر سره کړيدي . يو ايالت چي ايلام نوميږي ، بيا ياغي شو . يو تن چي اتا مېتا نومېدئ په ايلام کي ... د هغو مشرشو . بيله ځنډه مي خپل څلورم پوځ هلته وليږئ .زما يو پارسي مر ئې چي گو بر ياس نومېدئ د هغه لښکر مشر وټا کئ . او گو بر ياس د ايلام پر لوري وخوځېدئ ، د ايلاميانو سره يې مقابله پيل کړه . گو بر ياس بيله ځنډه ايلاميان وځپل او د هغو مشر يې ونېوئ . هغه يې ماته راوست او ما هغه و واژه ، وروسته له هغه ايالت زما شو . دوه اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ ايلاميان ډير بې وفا دي . اهو را مزدا د هغوئ مرسته ونه کړه . اهو را مزدا زما مرستندوئ شو . او د اهو را مزدا په غوښتنه زه بر يالئ شوم او هغوئ مي له منځه يوړل . درې اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا د اهو را مزدا مهرباني او لويه مرسته ده چي چا ته ژوند ورکړي اويا څوک مړ کړي . د سايتيانو پر ضد جگړه څلور اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ له هغه جگړې ورو سته د خپل پوځ سره سايتيا ته ولاړم . هلته سا يتيا را ته سر کښيښود تسليم شول . سايتيا ئيان زما سره شول او زه بحيرې ته ورسېدم . او هغه بل خوا ټوله زما دپوځ په وړاندي ودريدل ، وروسته مي جگړه ور سره وکړه او هغوئ مي ډير وځپل . او د هغوئ نور مشران هم . ما هغوئ ونېول او بنديان مي کړل او هغوئ چي زما مخه يې نيول ،و مي وژل . د هغوئ مشر سکونخا مي ډير وځپئ . او بيا مي هغوئ ته بل مشر وټاکئ . وروسته تر هغه دا ايالت زما شو . پنځه اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ سايتيا ئيان مي وځپل او اهو را مزدا زما مرسته وکړه او د اهو را مزدا غوښتنه او مهرباني وه چي هغه ټوله مي له مېنځه يوړل . شپږ اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا د اهو را مزدا مهرباني او لويه مرسته ده چي چا ته ژوند ورکړي اويا څوک مړ کړي . د ژباړونکي يادونه لکه چي په پيلامه کي مي څو اړينوټکو ته د درنو لوستونکو د پام اړولو په نيت څو کرښي ليکلي وې ، دادۍ د دې ژباړي په ورستۍ برخه کي هم د دريو اړينو ټکو يادولو ته ستاسو درنو لوستونکو پام اړول غواړم : لومړۍ : هڅه مي وکړل چي د بېستون کتبې بيلا بيلي نسخې د فارسي او انگليسي بيلا بيلي نسخې د ژباړی پر مهال په پام کي ونيسم او د بشپړېدو لپاره يې هڅي پر له پسې وساتم . چي له نېکه مرغه دادۍ د بېستون کتيبې د هغو نسخو څخه چي تر اوسه مي لوستلي او ليدلي دي ، د هغو په بشپړه ژباړه بر يالۍ شوم . دوهم : هڅه مي وکړل چي د سيمو او کسانو د نومونو سره يوځای د هغو نومونه په انگليسي رسم الخط هم وليکم ، چي د لوستلواوپيژندلو پر مهال دتير وتنو مخه ونيول شي . دريم : دا ورستۍ برخه چي تاسو درانه لوستونکي يې لولۍ ، د بېستون په فارسي متونو کي نه ده راغلې ، ښايې دپامه به لويدلې وي او يابه يې په فارسي متن کي د زياتولو اړتيا نه وي ليدل شوې .خو هغه يوه نيمگړتيا چي په انگليسي متن کي شته هغه په همدې ورستۍ برخه کي درې اويايمه او شپږ اويا يمه کرښه په يو ډول ليکل شوېده چي ښايې بيا تکرار ليکل شوې وي . د دې ژباړي په پای کي د دې ټکي يادول هم اړين گڼم چي ، که ښاعلي لوستونکي د دې کتيبې د ژباړي په اړه کومه نېوکه ، نظر او يا وړانديز لري او يا يې تر دې لا بشپړ متن په واک کي لري ، زما سره د همدې پاڼي د اړيکو له لاري ، را بطه وکړي ، ډير به يې منندوئ يم . نورې سرچينې د همدې متن انگليسي ژباړه دلته او هم دلته موندلی شی. د همدې متن فارسي ژباړه دلته موندلی شی. باندنۍ تړنې د بېستون ډبرليک د سلام فرهنگي ټولنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%B1%DB%90%DA%9A%D9%86%D8%A7%D9%8A%D9%8A%20%D9%BC%DB%90%DA%A9%D9%86%D8%A7%D9%84%D9%88%DA%98%D9%8A
برېښنايي ټېکنالوژي
د خبرتيايي ټكنالوژۍ پېژندنه بېلابېلو پوهانو په بېلابېلو ټكيو كې كړې ده. خو د يو ټوليز او جامع تعريف لپاره يې څو بېلگې وړاندې كوم: پخوا به مو ليكونه، پيغامونه، خبرتياوې معلومات د جارچيانو، قاصدانو، كوترو او پوستې له لارې استول راستول. خو، نن د كمپيوټري شبكې لكه انټرنېت او مخابراتي مزيو او كېبلونو له لارې ستاسې ليكونه د نړۍ په هر گوټ كې په څو ثانيو كې بل كمپيوټر ته استول كيږي، دغه راز استونه برېښليك برېښناليك يا يا په لنډيز سره بلل كيږي. پخوا به مو بل ځاى له چا سره هممهالې خبرې اترې نشوې كولې. خو نن خپلې نظريې، افكار او خبرتياوې په عين وخت كې له خپل كمپيوټره په يو ډېر ليرې پراته ځاى كې له بل كمپيوټر سره د انټرنېټ له لارې شريكولاى شئ. داسې، چې تاسې خپلې خبرې پر خپل كمپيوټر ليكئ او مخامخ لوري يې په همغه وخت كې هلته لولي، بيا هغوى ليكي او تاسې يې دلته لولئ. دې ته برېښبنډار وايي. پخوا به مو د يوې موضوع، مثلا د افغانستان د تاريخ په اړه معلومات غوښتل، ډېر كتابونه او كتابتونونه پسې لټول؛ خو د خپلې اړتيا وړ مواد نه موندل يا به مو له ډېر كړاو وروسته تر لاسه كړل. او يا به د رخصتۍ ورځ وه، كتابتونونه به بند وو، نه مو شواى كولى خپله څېړنه او تحقيق وكړئ. خو نن كمپيوټر روښانوئ، انټرنېټ ته ورځئ او وېبځيونه لټوئ، هغه كتابتون ته ورځئ، چې له انټرنېټ سره تړلى وي او د خپلې اړتيا وړ مواد په ډېره لږه موده كې ترې لاسته راوړئ. دغه چار وېبپلټنه يا وېبلټونه بولي. پخوا به مو اسعار بل ځاى ته د چا په لاس استول، خو نن د بانكونو تر منځ پيسو راكړه وركړه او لېږد رالېږد د كمپيوټرونو د شبكو، انټرنېټ او مخابراتي مزيو له لارې په ډېره اسانۍ كيږي. دغه عمل برېښلېږد بلل كيږي. پخوا به مو خپل سوداگريز توكي پخپله او د نورو هغه به خپله راوړل. خو نن د سوداگريزو مالونو پېرل، پېرودل او لېږد رالېږد د كمپيوټرونو او انټرنېټ د اسانتياوو په مرسته كوئ. دې ته برېښسوداگري وايي. پخوا به په جرگو، غونډو او ناستو كې د گډون لپاره سلگونه او زرگونه كيلو متره مزل كاوه. خو نن په يوه غونډه كې د بېلابېلا بېلو ښارونو او هېوادونو وگړي له مزله پرته برخه اخلي. د كمپيوټر، كمپيوټري شبكې او گڼوالو كامرو له لارې پېښه له انټرنېټ سره تړل كيږي او بيا د برېښنايي سيگنلونو له لارې ټولو گډونوالو ته ور رسيږي. دغه چار ته ويډيويي غونډه وايي. خبرتيايي ټكنالوژي همدا ده. د خبرتياوو همدغه لېږد رالېږد خبرتيايي ټكنالوژي بلل كيږي او د كمپيوټرونو، كمپيوټري شبكو، انټرنېټ، مخابراتي مزيو كېبلونو او نورو اړوندو وسيلو له لارې د خبرتياوو دغې اسانې، ساده او لږ بيې استونې او گډونې ته خبرتيايي ټكنالوژي وايي. دا هم وگورۍ رڼايي سپڼسيزې اړيكې د شبکې تړونونه نانو ټکنالوژي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D8%AD%D9%85%D8%AA%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D8%AE%D9%88%D8%B3%D8%AA%DB%8C
رحمت الله خوستی
رحمت الله خوستى په ١٣٣٨ کې دخوست مندوزيو دچندړ خيلو په کلي کې زيږيدلى دى . ترپنځم ټولگي پورې يې د څړبن ليسه لوستې ده اوپه ١٣٥٥ کې کابل ته ولاړ. تراتمه پورې يې د شاشهيد ښوونځي ولوست اوبيا يې دکابل د استقلال ليسه پاى ته ورسوله. په ١٣٥٧ کال کې دراډيوافغانستان رسمي مامورشو او اود ممثل په توگه يې کار کاوۀ. د ١٣٥٨ کال په پاى کې دهنر اوادبياتو په څانگه کې د پښتو فلمونو دايرکتر اوممثل وو. لومړنى فلم يې غوړه مالي وه چې استاد بيسد ليکلى وۀ. وروسته يې ليلکنې هم کولې . ١٧ پښتو فلمونه يې جوړ کړي دي. له راډيو نه په ٥٤ ١٣کال کې ووت اودکورنيو چارو زارت داخله ته ورغې. د تبليغ اوترويج په سياسي څانگه کې وو. په ١٣٦٥ کې بيرته راډيو افغانستان ته ورغى او هلته د کورنيو چارو د وزارت استازى شو. په ١٣٦٩ کې دصدارعضم په امر دهنرمندانو داتحاديي دهنري چارو مسئول شو. خوپه هيواد کې حالات خړپړ شول اوجگړې پيل شوې رحمت الله خوستى هم په ٧١ ١٣ کې له کابله ووت دپاکستان په ميرانشاه کې و. تر ٨١ ١٣ پورې هلته وو. په ٩٠ مو کلونوکې دبي بي سي تعليمي پروژو ته ورغى او په پيل کې د مين پاکى دانجنيررول اوبيا د ملک ادم خان رول ورته وسپارل شو. تراوسه هم دنوي کور نوي ژوند په راډيويي ننداره کې دا رول لري. اوس په خوست کې د فلم اخستلويوه څانگه او سټوډيو هم لري. پښتانه لوبگران افغان لوبگران مسلمان لوبگران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%BA%D8%B2%D9%86%D9%8A%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA
غزني ولايت
د غزني ولايت د افغانستان له ولايتونو څخه دى ، چې د شمال ختيځ له لوري له لوگر ولايت ، د شمال له لوري له وردك ولايت ، د شمال لوېديځ له لوري له باميان ولايت ، د لوېديځ له لوري له ارزگان ولايت ، له سويل لوېديځ له لوري له زابل ولايت ، له سويل ختيځ له لوري له پكتيكا ولايت او له ختيځ له لوري له پكتيا ولايت سره پوله لري . د افغانستان هره لويشت خاوره د لرغونو مدنيتونو استازيتوب کوي ، کله يې د نورو ملکونو څخه راغلي تمدنونه په افغاني څيره اړولي او او بيا يې په نوي رنگ او ډول پراختيا ورکړې او د نړۍ د تاريځ ځلانده سرليک يې گرځولۍ دۍ ، او کله يې د خپلو ميشتو وگړو په زيار او ميړاني د نوي مدنيت بنسټ ايښۍ او د هغه د پراختيا لپاره يې دوياړ ه ډک گامونه پورته کړي چي د غزني لرغوني سيمه يې د ښه ثبوت بيلگه ده . د ۲۰۱۳ز کال احصايې له مخې د دغه ولايت نفوس ۱۳۶۸۸۰۰ کسان اټکل شوي دي، چي ۶۰۲۹۶۵ يا ۶۰٪ يې پښتانه، ۳۰۴۰۰۰ يا ۳۲٪ هزاره، ۵۲۰۰۰ يا ۴،۷٪ تاجکان او له يوه سلنه څخه کم هند او سک خلک دي. لرغونی پېښلیک هغه سيمه چي يوناني مورخينو په تاريخي متونو کي د کرسانه په نوم ليکلې ده ، بيله شکه د اوسني غزني اړوندي سيمي دي ، چي لږ تر لږه درې سوه کاله پخواتر ميلاد يې څرک ترلاسه کولای شو پالوال ؛ ص : ٣٦٤ .او که تر هغه وړاندي د ستاکيديا نوم ته ځير شو ، د دې لوی ايالت زياته برخه هم د اوسني غزني ولايت هغه ورشوگاني را نغاړي چي څه ناڅه پنځه سوه کاله پخواتر ميلاد په سيمه کي د نامتو ايالت په نوم پيژندل شويده . د هو سي نه تر نوم لاندي د چيني زيارت کونکو او په ځانگړي توگه د هونتسنگ يادوني په څرگنده د اوسني غزني ولايت بيلا بيلي برخي را پيژني حبيبي ؛ ص : ٦٨٧ او په دې ډول نوري تاريخي پاڼي د لرغوني غزني په اړه د برم او ستايني زيات لاسوندونه لري چي د ټولو يادول په دې لنډه ليکنه کي شوني نه دي . په افغانستان کي د لرغونو څيړنو د رسمي پيل سره يوځاي په غزني کي د لرغونپوهانو له خوا څيړني پيل شويدي . په پيل کي د فرانسوي لرغونپوهانو بيلا بيل څيړنيز هيئتونه د لنډي او اوږدې مودي لپاره د سپړنو او څيړنو په هڅو بوخت شول ، په دې برخه کي تر ټولو پخوانۍ فرانسوي هيئت په ١٩٢٣ زيږد کال د اغلی فوشه او ښاغلي گودار په مشرۍ د غزني تاريخي ښار ته د څيړنو په نيت ورسيدۍ ،سر بيره پر دې چي دا سپړني د لنډي مودي لپاره تنظيم او پلي شول ، خو په غزني کي د اسلامي پير زياتي وياړمني بيلگي يې را څرگندي کړې پولاديان ؛ ص : ٤٤ ، تر فرانسوي لرغونپوهانو وروسته د ايتالوي لرغونپوهانو څيړه نيز هئيت و چي د غزني په بيلا بيلو سيمو کي يې ارزښتمني سپړني تر سره کړيدي ، د دې څيړنيز ټيم لارښود ښاغلۍ موريزو تدي و چي په ١٩٦٧ ميلادي کال غزني ته ورسيدۍ . تدی ؛ ص : ١٥ د نورو لرغونپوهانو د څيړنو او پلټنو تر څنگ امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې په ١٩٧٤ ميلادي کال کي د غزني ولايت ځيني سيمي او له هغې ډلي د ناور دښت تر څيړنو لاندي ونيوۍ ، چي په نتيجه کي د افغانستان تر ټولو زيات پخواني اثار تر لاسه شول . د دې اثارو تاريخي پير د ډبري دورې پخوانيو پيرونو پوري اړه لري ، چي تاريخي جرړي يې څه نا څه سل زره کاله پخوا زمانو ته رسيږي . دوپرې ؛ ص : ١٩ د غزني تاريخ په هر پاڼه کي د لرغونو مدنيتونو ، کلتوري وياړنو او ستروامپراتوريو بيلگي شته ، چي هر اړخيزه شننه او څيړنه يې زياتو او پر له پسې علمي هڅو ته اړتيا لري ، د دې سره سره چي د غزني په اړه څه ناڅه تاريخي او ارکيالوژيکي څيړني شويدي ، خو لا نور هم دزياتو او پر له پسې هڅو اړتيا شته چي د هيواد د دې تاريخي ولايت په اړه ناڅرگندي غوټي پرانستل شي . د دې لپاره چي د غزني ولايت تاريخي ارزښت مو را څرگند کړۍ وي ، يوازي هغه تاريخي ځانگړتياوي را يادو چي د هيواد او سيمي په کچه د غزني او اړوندو سيمو د تاريخي وياړونو په توگه منل شويدي . لومړۍ ځانگړتيا : د افغانستان تر ټولو لرغوني توکي د غزني ولايت څخه تر لاسه شويدي ؛ د غزني ولايت لويديځ لوري ته د ناور دښت په نوم يوه نامتو لرغوني سيمه پر ته ده چي د د لومړي ځل لپاره د امريکايې لرغونپوه ، لويس دوپرې له خوا په ١٩٧٤ زيږد کال تر څيړني لاندي ونيول شوه او تر هغه وروسته بيا په ١٩٧٦ زيږد کال د لر غونپوهانو د يوه بل څيړنيز ټيم په وسيله سروې او وڅيړل شوه ، د ناور دښت په ٥ ، ٣٣ شمالې عرض البلد او ٥٠ ، ٦٧ ختيځ طول البلد کي پروت دۍ . لر غونپوهانو د دې سيمي څخه د تر لاسه شويو اثار و د پيژندلو لپاره د غزني ١ ؛ غزني ٢ ؛ غزني ٣ ؛ او غزني ٤ ؛ نومونه ياد کړيدي ، چي په ټوليزه توگه د ناور دښت درې لويې برخي په برکي نيسي . لومړۍ برخه د ناوردښت هغه اواري سيمي را نغاړي ، چي د دريو لويو غونډوي په منځ کي چاپيري شويدۍ . دو يمه برخه د ناور دښت هغو لوړو حصار ډوله غونډۍ چي د ناور دښته يې احاطه کړيده ، او دريمه برخه د ناور دښت هغه ډبرين ځايگوټي دۍ چي په لرغونو زمانو کي انسانان پکښي ميشت وه . د ناور دښت په شمالي برخو کي لا تر اوسه د ډبرو څخه د جوړ شويوحصارونو بيلگي شته چي په نږدې ليدلو يې د حصار ونو پرته بل شۍ نه شي گڼل کيدای . د دې ډبرينو حصارونو له لوړي برخي د ناور دښت ټولې خواې په پوره څرگندتيا ليدل کيږي . د دښت لويديځ خوا ته هم دفاعي ډبرين حصار ورنه شته چي د دښت پر سهيلي خوا د ليدلو او څار پراخه سيمه لري ، د دې حصارونو تر څنگ د يوشمير گردي دايروي برجونو بيلگي هم ليدل کيږي ، چي په جوړښت کي يې د لويو ډبرو څخه کار اخستل شويدۍ ، خو د دې ډبرينوبرجونو لپاره د جوړو شويو او تراشل شويو ډبرو څخه کار نه دي اخستل شوۍ بلکي ټولي ډبري په خپل طبيعي حالت او ساده ډول کارول شويدي . په ناور دښت کي د اسي بيلگي هم په سترگو کيږي چي ښايې د پخوانيو انسانانو هديرې به وي ، چي د ډبرو په وسيله ماجر احاطه شويدي . داسي بريښي چي د هر ي هديرې پر چار پيره لږ تر لږه شل پنخه ويشت دانې لويې او وړي ډبري راگرځيدلي دي . د لرغونو انسانانو د اوسيدو ځايونه او د هغو انساني ډلو په وسيله کارول شوي د کار وسايل ، چي شمير يې تر زرگونو پارچو زياتيږي ، د ناور دښت څخه تر لاسه شويدي . په دې وسايلو کي ډبرين نوک تيزه پيکانونه ، دوڅوکي ډبريني چړې ، واړه ډبرين چاقوگان ، گردۍ تراشل شوي ډبري ، تراشونکي ، پريکونکي او سورۍ کونکي ډبريني وسلې او يو زيات شمير منځۍ ډبري هغه ډبري چي د نورو ډبرينو وسلو د جوړولو لپاره يې وړې اويا لويې برخي بيلي او غوڅي شويدي هم لاس ته راغلي دي . په ناور دښت کي د ميشتو لرغونو انسانانو له خوا په زياته پيمانه د اوبسيدان ډول ډبرو څخه کار اخستل شوي او تر څنک يې دکوارتيز او چقماقي ډبرو څخه هم کاراخستۍ دۍ . د غزني په ناور دښت کي ډبرينو وسلو دوې بيلگي د امر يکايې لرغونپوه لويس دوپري په باور د ناور دښت څخه دکار لپاره دو سيلو جوړولو دوه لوۍ مرکزونه چي په هغو کي د اوبسيدان ډبري څخه ډبرين وسايل جوړيدل ، د ډبرينو استحکاماتو او حصارونو شتون ، او د هديرو په څير د ډبرينو دايروي کوټنيو نښانې او نور په سلگونه د کار وسايل ، هغه لاس وندونه دي ، چي بيله شکه د ډبري پخواني دورې پاليو ليتيک کلتور څرکندوي او تاريخي جرړي هم د سلو زرو کالو پخوا زمانو ته رسيږي دويمه ځانگړتيا : د بودا تر ټولو ستره پرته نيروانا مجسمه په غزني کي پيدا شويده : بو دايې دين د لرغوني افغانستان هغه تاريخي پاڼه ده چي د نياو او عقيدې تر څنگ يې د يوه بشپړ کلتوري بهير په څير د دې هيواد د لرغوني تاريخ پاڼي رنگيني کړيدي . بوديزم هم لکه د نورو مفکورو او عقيدو په څير د زمانې په تيريدو سره بدلون وموند او په خپل لومړني شکل او دود پاته نه شو ، کله چي د پخواني افغانستان ميشتو اولسونو ته ورسيدۍ ، له هره اړخه يې د نوښت او بدلون نښانې را څرگندي شوې . په بوديزم کي د بدلون تر ټولو لومړنۍ نښانه او بيلگه د گندهارا په هنري مدرسه کي د پژۍ يا مجسمې په جوړولو کي را برملا شول . د لومړي ځل لپاره د بودا پژۍ يا مجسمه په بشپړه توگه د گندهارا په هنري مکتب کي رايج شول چي د ننگرهار اوسنۍ هډه يې دنوموړي مکتب د پلازميني په توگه د پيژندني لوړو پړاونو ته ورسول . په غزني کي د سردار تپه د بودايې پير يوه بيلگه ده چي په ١٩٦٧ زيږد کال يې د ايتالوي لرغونپوهانو په مشرۍ د سپړلو او څيړلو هڅي پيل شوې ، چي د زياتو ارزښتمونو اثارو په وړاندي کولو سره يې سيمه بيز او نړيوال شهرت وگټۍ . سردار تپه يوه مستطيل ډوله غونډۍ ده چي د غزنوي پيرد دريم مسعود ماڼۍيې نږدې څنگ ته ودانه شويده . داسي بريښي چي د سر دار تپې نوم پخوانۍ نه دي ، ښايې دامير حبيب الله خان او اعليحضرت امان الله خان د پير سر تړاو ولري . په هر صورت هغه څه چي د دې تپي ارزښت زياتوي هغه د هغو لرغونو بوداي اثارو شتون دۍ چي د څيړنو په بيلا بيلو پيرو نو کي تر لاسه شويدي . لومړني سپړنې په ١٩٥٩ زيږد کال د داکتر ادم ستينو په مشرۍ تر سره شويدي ، په ١٩٦١ زيږد کال س. م. پوگليزې د لنډي مودې لپاره څيړني تر سره کړې ، چي د دې سپړنو راپور په ١٩٦٢ زيږد کال خپور شو . خو په ١٩٦٧ زيږد کال په سر دار تپه کي پر له پسې څيړني د ښاغلي موريزو تدې له خوا پيل شوې چي په پايله کي يې زيات شمير ارزښتمن اثار تر لاسه کړل . د ايتالوي لرغونپوه ښاغلي تدې په نظر د جوړښت له مخي د سر دار تپه د کابل دمرنجان غونډۍ ، د لوگر د مسهې د پروان د نجراب او د ننگرهار د درونټې د اثارو سره ورته دي . نوموړۍ په دې باور دۍ چي د ډيزاين له مخي د مجسمو ورته والۍ په تاجکستان کي د تمشک د اثارو سره ورته والۍ لري ، خو لا نور هم په دې اړه د تيپولوژيکي څيړنو بهير ته اړتيا شته . موريزو تدې د هغه ورته والې يادونه هم کوي چي د سردار تپې او باميان څخه د تر لاسه شويو انځورونو او نقاشيو په منځ کي شته . د نوموړي په باور د نقاشيو تر منځ ورته والې سربيره د هغو ليکنو تر منځ هم ورته والۍ شته چي د باميان د سموڅواو د سر دار تپې د اصلي ستوپې څخه تر لاسه شويدي .لر غونپوهان په دې باوردي چي د تيپو لوژي ميتود پر بنسټ د سردار تپې اثار د اومي زيږدي پيړۍ په ورستيو او د اتمي زيږدي پيړۍ په لومړيو لسيزو پوري اړه لري . د الماني لرغونپوه بورخارد برينتس په عقيده د سر دار تپې هغه ستره اوپرته نيمه خوبولۍ پژۍ يا مجسمه چي د ايتالوي لرغونپوهانو په وسيله تر لاسه شويده ، د تاجکستان له هغې پرتې مجسمې سره ورته ده چي د تاجکستان د سهيلې برخي اجينه تپې څخه تر لاسه شويده . چي په افغانستان کي تر اوسه د نيراوانا په حال کي داسي بودايې پژۍ نه ده موندل شوې . بورخارد برينتس ؛ ص : ٦٤ د يادوني ده چي په دې ورستيو کي د افغان لرغونپوه ښاغلي طرزي له خوا د هغي ستري پژۍ د پيدا کيدو خبرورکړل شويدۍ چي د هونتسنگ له خوا يې په باميان کي د شتون يادونه شوېده دريمه ځانگړتيا : د غزنې موزيم په افغانستان کي د اسلامي اثاروتر ټولو ستره زيرمه لري : د دې سره سره چي د غزني موزيم د هيواد په ولاياتو کي دريم پرانستل شوۍ موزيم دۍ . د غزني موزيم د دولتي او يا حکومتي پلان له مخي نه دۍ پرانستل شوې . بلکي د دې ولايت په اړوندو سيمو کي د لرغونپوهانو پر له پسې څيړنو د زيات شمير اثارو د يوځای کيدو زمينه برابره کړه تر څو د يوه زيرمتون اړتيا وليدل شوه ، د اثار ورورو زياتيدل ، چي پايله يې د محلي واکمنو له خوا د يوه موزيم د پرانستلو هڅه شوه . هغه وخت چي په غزني او شا اوخوا سيمو کي د لرغونپوهانو په وسيله دڅيړنوبهير گړندۍ او ارزښتمن توکي تر لاسه شول ، له هغه وروسته د غزني موزيم ارزښت د پام وړشو . په لمريز کال د سلطان ابراهيم د مقبری څنگ ته د مرمرينو ډبر ليکونو تر لاسه کيدلوپه وجه د غزني موزيم نور هم بډاي شو . د لومړي ځل لپاره په لمريز کال د سلطان عبدا لرزاق ماڼۍ چي په غزني کي دهراتي تيموريانو د پير يوه ښکلې بيلگه وه ، د غزني موزيم په واک کي ورکړل شوه . په دې موزيم کي را ټول شوي اثار د دوو لارو تر لاسه شوي وه لومړي هغه اثار وه چي د حفرياتو او سپړنو پرته ترلاسه شوي وه لکه : يو شمير ډبريني ليکني ، په لاس ليکل شوي کتابونه ، ځني سکې يو شمير هغه ډبريني مجسمي چي د غزنوي پير په ماڼيوکي د ښکلا په نيت د اوبو پاشونو فوارو په توگه کارول شوي ، اوداسي نور يادولاي شو . دوهمه برخه هغه اثار دي چي د لرغونپوهانو په وسيله د سپړنو له لاري تر لاسه شويدي . په دي برخه کي د اسلامي پير هغه اثار چي د غزنوي پير هنري مهارتونه راڅرگنده وي لکه زينتي خاورين لوښي چي د گچو څخه جوړشوي ، يا هغه مرمريني نقاشۍ چي د غزنوي پير د پياوړو او بر لاسو هنرمندانو بيلگي دي ، او په دي ډول نور اثار چي د غزني په موزيم کي ساتل شوي وه ، يادولاي شو . د غزني موزيم لپاره د گرځندوۍ ادارې په ١٣٥٠ لمريز کال يوشمير اثار وپيرودل او هم د دواړو ادارو په گډ زيار د سيلانيانو د پام را اړولو په نيت پرله پسې نندارې پيل شوې ، چي د عايد څخه يې دواړو ادارو ته گټه ورسيدل . په ١٣٥٣ لمريز کال د ايتالوي لرغونپوهانو له خوا د موزيم د ماڼۍ د بياجوړيدو هڅه وشوه ، په ١٣٥٧ لمريز کال نوموړې موزيم د عبدا لا احد ولسي له خوا دغزني خلقي موزيم په نوم ونومول شو . دانوم بيرته په ١٣٥٩ لمريز کال د غزني موزيم شو او له بده مرغه د موزيم نندارې د ١٣٦١ لمريز کال وروسته وځنډول شوي او په ١٣٦٩ لمريز کال د غزني موزيم يو شمير اثار د امنيتي انديښنو له کبله د افغانستان ملي موزيم ته را نقل شوه ، اوپه موزيم کي پاته اثارد مصونيت او امنيت په نيت تر ١٣٧١ لمريز کال پوري دتړلو دروازو شا ته وساتل شوه . په ١٣٧١ لمريز کال د غزني نوي والي قاري بابا له خوا د موزيم د بيا پرانستلو هڅه و شوه ، خو له بده مرغه لا يې د پرانستلو هڅي بشپړي نه وې چي يو شمير هغه اثار چي تر اسلامي پير وړاندي زمانو پوري يې تړاو درلود په عمدي توگه له منځه ولاړل او يو شمير نور غلااو په بهرنيانو وپلورل شوه . د لرغونو توکوقاچاقبرانو او توپکيانو يوازي د موزيم په لوټ بسنه ونه کړه بلکي د غزني پر هغه لرغونو سيمو او ځايونويې يرغل وروړ چي د غزني ولايت د لرغوني تاريخ زياتي بيلگي يې د ځان سره ساتلي وې . په١٣٧٤ لمريز کال د هغه کنفرانس په ترځ کي چي د سپک ټولني له خوا په ننگرهار کي جوړ شوۍ وو ، د غزني د تاريخي اثارو او موزيم په اړه د نانسي دوپرې له خوا ځني پوښتني واورول شوي ، چي په ځواب کي يې په غونډه کي د هغه وخت د طالبانو استازي عبد السلام طيب د غزني د اثارو او موزيم په اړه د غونډي برخه والو ته د هغو د ساتني او پالني ډاډ ورکړ ، چي د غونډي د برخه والو له خوا يې تود هرکلۍ وشو ، خو په ١٣٧٥لمريز کال نړيوالو رسنيو د غزني د لرغونو اثارو په اړه هغه ناوړه کړه وړه رسوا کړل چي په غزني کي د طالبانو چارواکو تر سره کول ، په همدې کال د پراته بودا د نيراوانا په حال کي د بودا جوړه سوې مجسمه مجسمې ته د زيان اوښتلو خبرونه خپاره سول ، د طالبانو چارواکو لرغونو مجسمو ته زيان رسيدل ومنل او پړه يې د توپکيانو پر دورې واچول ، خو په غزني موزيم کي د شتو اثارو د ساتني هوډ يې يو ځل بيا ياد کړ . د دې وعدو سره سره هغه وخت د موزيم اثار نندارې ته وړاندي نه شول او د تړلي ورونو شا ته بندي وساتل شوه . پايله او وړانديزونه غزنۍ د افغانستان د يوه تاريخي ولايت په توگه د هيواد په ټوليز تاريخ کي ځانگړي بابونه او وياړلي سر ليکونه لري ، چي رښتينوالي يې په هغو لرغونو سيمو او تاريخي ودانيو کي څرگند دۍ چي د غزني په مرکز او اړوندو سيمو کي په سترگو کيږي . د غزني تاريخ زريني پاڼي د سيمي لپاره هم وياړني او د برمه ډکي لاس ته راوړني لري ، چي زيات شمير مورخينو او لرغونپوهانو يې په اړه په خپلو اثارو کي يادوني کړيدي . د غزني ولايت د نورو تاريخي وياړونو سر بيره داسي بيلگي هم شته چي څيړونکي يې د غزني ولايت او اړوندو سيمو ځانگړني بولي . د امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې په باور ، د ناوردښت په افغانستان کي د پخواني انسانانو تر ټولولرغونۍ ميشت ځای دۍ ؛ د الماني لرغونپوه بورخار برينتس په وينا په عزني کي د بودا تر ټولو لويه پرته مجسمه د ايتالوي لرغونپوهانو په وسيله رابرسيره شويده ؛ او په دې ډول نوري ځانگړني شته چي د ټولو را يادول د دې ليکني تر توان لوړ دي . وړانديزونه : د غزني ولايت د تاريخي برم او لرغونو وياړونو د ساتني او پالني لپاره ، په هيواد کي دکلتوري ادارو او سيمه ايزو چارواکو پام لاندي وړانديزونو ته راگرځوم : لومړۍ : په غزني ولايت پوري اړوند و ټولو لرغونو او تاريخي سيمو ليک لړ دي دلرغونپوهني د ارونو په پام کي نيولو سره بشپړ شي . دويم : هغه شمير تاريخي ودانۍ دي په گوته شي چي دنړيدو او ورانيدو ويره يې شته ؛ د دا ډول ودانيو د بيا جوړولولپاره دې د بيا جوړولو او پايښت ورکولو بيړنۍ پروژې د سيمه ايزو ادارو او د هيواد د کلتوري چارو داړوندو ادارو په ملتيا بيړنې گامونه واخستل شي؛ دريم : په غزني کي د گرځندوۍ ادارې ته پوره پاملرنه وشي ، او د زايرينو ، گرځندويانو د اسانۍ لپاره ، ځانگړي ودانۍ ، پارکونه او هوټلونه په نظر کي ونيول شي ؛ څلورم : د غزني تاريخي موزيم د پياوړتيا او ودي لپاره دي د سيمه ايزو ادارو او د اطلا عاتو او کلتور وزارت اړوندو ادارو او نړيوالو کلتوري موسيسو پر له پسې مرستي وغوښتل شي ؛ پنځم : د غزني پوهنتون دي ، د لرغونپوهني په برخه کي د ځوانو محصيلينو د روزني لپاره د د اسلامي پير لرغونپوهنه تر نوم لاندي ځانگړۍ ديپارتمنت پرانيزي ؛ شپږم : د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اړوندو چارواکو په مرسته دي په غزني ولايت کي ټولي هغه ودانۍ او يا ښکلي طبيعي سيمي په گوته شي ، چي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي د شاميليدو وړتيا لري ، د هغو نومونه او لنډه پيژندگلوي دې ، د يونسکو ادارې ته د رسمي منلو لپاره ورکړل شي ؛ ورستۍ خبره داچي ، د غزني چارواکي په ډير ښه دريځ کي دي ، که وغواړي چي خپل نوم د غزني او هيواد په تاريخ کي هميشنۍ کړي نو د غزني د تاريخي برم درا يادولو او پايښت لپاره دي کار وکړي ، او که نه نومورکي به شي . دغزنی ولایت ولسوالۍ اندړ ولسوالۍ ده يک ولسوالۍ جغتو ولسوالۍ خوږياڼو ولسوالۍ دواغظ ولسوالۍ گيرو ولسوالۍ قرباغ ولسوالۍ مقر ولسوالۍ جاغوري ولسوالۍ آب بند ولسوالۍ اجرستان ولسوالۍ ناوی ولسوالۍ زنخان ولسوالۍ ګیلان ولسوالۍ اخځونه باوري ، رسول . موزيم پوهنه او په افغانستان کي د موزيمونو دودي بهير . سپک ټولنه : پيښور ١٣٧٤. بورخارد برينتس . پښتانه او ورونه مليتونه . ژباړن : پوهاند داکتر زيار . کابل : دولتي مطبعه ١٣٦٦. تدې ، موريزو . د سردار تپې لومړنۍ راپور . ژباړن : واسع فيروزي . د افغانستان لرغونپوهنه . کابل : ودلتي مطبعه ١٩٨٣ . پالوال ، عبدالرزاق . د پښتنو نوۍ پخوانۍ تاريخ . ١٩٩٤ . پولاديان ، عبدالجليل . په افغانستان کي د فرانسوي لرغونپوهانو څيړني . د افغانستان لرغونپوهنه. کابل : دولتي مطبعه ١٣٦٢ . حبيبي ، عبدالحۍ . افغانستان بعد از اسلام کابل : دولتي مطبعه ١٣٥٧ . ٧: . .:.. . د افغانستان ولايتونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D9%88%D9%85%D8%B1
هومر
هومر يوناني: ، د لرغوني يونان د هغه ليکوال نوم دی چې د الياد او اوډېسې لرغوني يوناني شعرونه يې ليکلي. نړېوال پدې باور دي چې دا شعرونه د نالوستو شعرويونکو لخوا په ۸مه او ۷مه مخ زېږيزې لرغونې پېړۍ کې چې يوازې ژبنی ادب دود وو وييل شوي، خو دا موضوع لاتر اوسه پورې د پوهانو ترمېنځ د سکالو وړ خبره ده چې دوی لا دې پايلې ته نه دي رسېدلي چې آيا ددغو دوه شعرونو ويناوال يو دی او که څو کسو په گډه دغه شعرونه زېږولي. سره له دې چې د هومر د ژوند په هکله د پخواني يونان ادبپوهان او مؤرخين کوم دقيق معلومات نه لري . خو هرودت د يونان نامتو تاريخ ليکونکی ليکلي چې کاله د ميلاد څخه مخکې يې ژوند کاوه، خو ځينو شاعرانو بيا دده ژوند کاله مخکې له ميلاد نه ياد کړی دی . په خپله د يونان اوه ښارونه دا دعوه لري چې هومر په هغو کې ژوند کړی دی خو بيا هم د هومر د اوسيدلو اصلي ځای او پلرنی ټاټوبی په درست ډول نه دی معلوم . په ځينو کيسو او داستانو کې راغلې دي چې هومر د سپين ږيريتوب او د ژوند په اخر و کارونو کې خپل د دواړو سترگو ليد له لاسه ورکړی خو په ښارونو کې به يې د چنگ رباب او ساز سره اشعار ويل او له خلکو نه به يې څه غو ښتل . د هومر دوه ادبي منظوم داستانونه چې ايلياد او اوډيسې نوميږي په ټولو نړېوالو ژبو باندې ژباړل شوي. دغه داستانونه نړيوال شهرت لري د هومر د اثارو سره د خلکو پزړه پورتيا شپږ کاله مخکې له ميلاد نه پيل شوېده او ډېرو مينه والو به يې د هغه شعرونه په يادي زده کول او ډيرو پلويانو به يې دده په شعرنو باندې مجلسونه جوړول او ددغو شعرنو له ويلو څخه به يې خوند اخيست دلومړي ځل له پاره چې د هومر اشعار راټول او په ډير ښکلي خط يې وليکل. اريستارکوس د اسکندريې د کتابتون ريس وه. ده يو سل پنځوس کاله د ميلاد نه مخکې دوه کتابونه چاپ کړل چې تر اوسه پورې دغه باارزښته ادبي اثر د امانت په توگه پاتې دی. د ځينو روايتونو له مخې هومر يو سندرغاړی او ړوند شاعر و چې ايلياد يې د ځوانۍ په کلونو کې او اوډيسې يې په سپين ږيريتوب کې ليکلی دی. يوه الماني پوه او محقق فريدريک اگوست ولف تر ليکلي دي : چې هومر د ايلياد او اوډيسې اهمې برخې ليکلي دي اما نورو شاعرانو وروسته په هغه کې نور څه ورزيات کړي دي. له دې سره سره چې د هومر په هکله زموږ مالومات ډېر لږ دي خو له دې ټولو سره سره بيا هم نه شو ويلای چې د هومر موجوديت به ناشونی وي او له دې څخه انکار نشو کولای. هومر ته اړونده آثار ايلياد او اوډيسې ايلياد او اديسه دوه منظوم يوناني داستانونه دي چې د يونان قديمي شاعر هومير ته منسوب دي. خوداسې نظريات هم شته چې دا داستانونه يوه سړي نه دي جوړ کړي او په يوه وخت کې منځ ته نه دي راغلي ا و په خپله دهومير دژوند تاريخ هم په يوه وخت پورې يقيني نه دی ځنې يې له ميلاده اته پيړۍ يا پيړۍ وړاندې بولي . يوه داسې نظريه لا هم شته چې وايي د امنظوم داستانونه په پخوا زمانه کې جوړ شوی دی او هومير هغه په ياد کړي وو. او هرځای کې به يې ويل : د يونان په ادبي تاريخ کې د قهرمانانو عصر په نامه يوه زمانه قيد ده چې دا داستانونه هم د هغه عصر بيانونکی دی اودا عصر د وياړ او افتخار زمانه هم بلل کيږي ، څرنگه چې په دې داستانوکې د لرغونې يونان ولس قهرماني او د قهرمانانو کارنامې ستايل شوي دي نو دښې ډېرې زمانې له پاره دمقدساتو په جمله کې شميرل کيدل او دالمانځنه او تقديس وو چې دغه قديمي ادبي اثار يې له هيرېدو څخه ساتلي دي . ددې داستانونو ناظم هرڅوک چې وو د هومير په شمول د خپل ولس د قهرمانانو شهامتونه او شجاعتونه يې توصيف کړي نو دا وجهه وه چې ولس د هغو د اوريدو څخه خوند اخيست او وروسته نو خبره دې حد ته رسېدلې وه چې پر ټاکلو وختونو د هغو اوريدنه يو سنت ؤ، ايلياد او اديسه دوه منظوم حکايتونه دي چې دتراجان د جگړو بيان کوي ، ايلياد پر برخو مشتمل دی چې د جگړې وروستی ورځې د خپلو ټولو قهرمانيو سره پکې توصيف شويدي. په دغه منظومه حماسه کې د ترای محاصرې څخه غږيږي . او اوديسه هم يو داستان دی چې برخې لري او ترای ترسقوط وروسته د اتاکا د پادشاهي څخه غږيږي . ددغه منظوم داستانونو د لهجې څخه پوره معلوميږي چې د لهجې اختلاف يې د يوه زمان محصول نه دی . ددغې منظومې کيسې خلاصه داده : چې د ترای د پادشاه زوی پاريس د يونان د پادشاه دکورنۍ يوه شهزادگۍ د ليدا لورد بلوکس او کاستر خور او د مني لاس ښځه وه . اگاممنون پادشاهي په دې کيسه خبر شو نو غيرت يې په جوش راغی او دخپلو زورورو پهلوانانو اچيل او اوليس سره د ترای خواته روان شو ترڅو د شهزادگۍ تښتونکو ته مجازات ورکړي . د ترای دپادشاه چې خبر شو هغه هم د خپلو زامنو هکتور او پاريس سره د جنگ ډگرته راغی هغه مهال چې جگړه توده روانه وه د اگاممنون پادشاه او دهغه دپهلوان اچيل ترمنځ خوابدي پيښه شوه او اچيل له جگړې څخه لاس ويوست خو هغه وخت چې د جگړې په ميدان کې د اچيل ملگری د پاتروگل د ترای د پادشاه د زوی هگتور په لاس ووژل شو نو اچيل ته هم درد ورغی او دجنگ ميدان ته داخل شو ، ده په يوه ضرب هکتور مړ کړ او ترای پادشاه ته يې وغورزاوه . د اچيل له بېرې د ترای خلک له ميدان څخه وتښتيدل او په ښار ننوتل او دروازې يې وتړلې د اگاممنون لښکر چې هرڅه انتظار ويوست ښار خلاص نه شو او دمحاصرې په حال کې پاتې شو ترڅو يونانيانو چل وکړ او دلرگو آس يې جوړ کړ او په هغه کې دننه کښېناستل د ښار دروازه وانانو دوی ته فکر نه شو او کله چې آس ښار ته ننوت خلک ځينې راووتل او د دروازه وانانو سرونه يې پرې کړل ښار يې پرانيست . او دښار خلک يې ټول له تيغه تېر کړل او ديونان شهزادگۍ يې د هغو څخه خلاصه کړه او بېرته يې خپل وطن ته راوستله . په دغه جگړه کې ديونانيانو سره د مرستې له پاره د الپ ټول خدايان راغلي وو او دوی اچيل پهلوان ته وسلې جوړې کړې وې. داچيل مور هغه ته په داسې اوبو کې غسل ورکړی و چې بدن يې ټول د اوسپنې شوی وه او يوه بجلکه يې دغوښې وه او کله چې په جگړه کې دترای دپادشاه زوی باريس په زهرو لړلی غشی د هغه خواته وروويشته نو پردغه لوڅه بجلکه يې وموښت او له دغه زخم څخه اچيل پهلوان مړ شو . په دغه وخت کې داچيل په وسله اوليس او اجاکس پهلوانانو ترمنځ جگړه وموښته او اوليس پهلوان دنورو لښکرو څخه جلاشو او ديونان پر خوا لاړ په درياب کې يې کښتۍ ماته شوه او ده پر يوه تخته باندې تکيه وکړه . اوليس يوويشت کاله په درياب او ټاپوگانو کې سرگردانه ؤ، کله به يې د سمندر له څپو سره ډغرې وهلې او کله به در سايکلوپاڼو سره په جگړو بوخت و. دی پس له شل کاله خپل وطن ته راورسيد او وي ليدل چې ښځه يې تر دغه وخته پورې دده په نامه ناسته وه . دترای جکړه دايلياد او اديسې د داستانونو اساسي موضوع ده . تر هغه وخته پورې چې د ترای ښار فتح کيږي د ايلياد موضوع ده او تر هغه وروسته د اوليس سفر او ماجراوې د اوديسې په داستان پورې اړه لري ، څرنگه چې په دغو داستانونو کې د يونان دملت قهرماني لمانځل کيږي ، نو همدا وجه ده چې نوموړي اثر ته دنړۍ په ادبياتو کې د حماسې لقب ورکول شوی دی . داديسې حماسه د زمان په لحاظ له ايلياد څخه وروسته راځي. که څه هم د اديس په داستان کې دارباب النواعو جادو گرانو او اشباحو نقش ته زيات وزن ورکړ شوی دی او حتی په دې نړۍ کې د يوې بلې مرموزې يا په اصطلاح لاندې نړۍ خبرې هم په کې راغلې دي سره له دې دغه حماسه ديونان د فرهنگ تاريخ او فلکلور په برخه کې ډيره بډايه ده او د لرغوني يونان د مدنيت له روښانه کولو سره پوره مرسته کوي. څرنگه چې په اديس کې ديونانيانو ژوند په واقعي بڼه منعکس شوی دی له همدې امله دهومر دغه اثر د نړۍ په ادبياتو کې د رياليزم لومړنی اثر گڼل کيږي . په همدې اديس کې دنر او ښځو ترمنځ مناسبات د هر يوه کار او شغل د سولې او جگړې شرايط برخه ليک لولي ديني معتقدات د کورنۍ ژوند جزييات او د چاپيريال خصوصيات په ښه توگه تمثيل شوي دي . داديسی سبک ډير برمبال او پرتمين دی. اديسويس د حماسې اتل دپو هې زړه ورتوب او زغم ښودل دي. پنسيلوپ دده ميرمن د وفا داری نمونه ده او د خپل ميړه په غياب کې د هرډول نفسي او شيطاني وسواس سره مبارزه کوي. اديسويس هڅه کوي چې ډېر ژر د خپلې کورنۍ غيږې ته پناه وروړي خو جادوگران ارباب النواع او هر ډول بلاوې په هره شپه او هر گام کې دی له مشکلاتو او خنډونو سره مخامخ کوي ، دده وفاداره ميرمن د بډايو طلبگارو سره لاس په گريوان ده . دده زوی تياماخوس د خپل پلار دموندلو له پاره له هرډول وسايلو څخه کار اخلي . کله چې دغه ښکلې او په زړه پورې نکل شروع شي ، ماشومان خپلې لوبې پريږدي، او يونانيان هم خپل کارونه بل وخت ته ځنډوي. هومر
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D8%B1%D9%8A%D8%AF%D9%87%20%D9%87%D9%88%DA%89%20%D8%B3%D9%8A%D9%81%D9%8A
فريده هوډ سيفي
ډاکټره فريده هوډ سيفي ۱۳۴۸ ل. - په انگرېزي: يوه افغانه خبرياله ده چې د آزادۍ راډيو سره په کار بوخته ده. د خبريالۍ د دندې سره سره شعرونه هم وايي چې تر اوسه پورې يې د پښتو شعرونو يوه ټولگه له چاپه راوتلې. مخينه فريده هوډ کابل کې زيږېدلې ده. پلار يې مير افغان كامه وال نومېږي. په اصل کې د ننگرهار د کامې ولسوالۍ ده. دوه زامن لري، دا مهال په امریکا کې ژوند کوي، تر دې مخکې د چک جمهوريت په مرکز پراگ کې اوسېدله. زده کړې لومړنۍ او لوړې زده کړې يې په کابل کې بشپړې کړي دي.آغلې هوډ د خپلو زده کړو تر څنگ د ادبي کتابونو لوستل هم کول. فريده هوډ سیفي په ديارلس سوه اويايم ۱۳۷۰لمريز کال کې د کابل د طب له پوهنتون څخه فارغه شوه او په همدې کال پاکستان ته ولاړه. رسمي دندې آغلې هوډ لا د ښوونځي په اتم ټولگي کې وه چې د افغانستان په ملي راډيو ټيلویزیون کې ېې دادبي راډيويي خپرونوپه لړ کې د دیکلیماتورې په توگه برخه اخیسته. همداراز ېې د کډوالۍ پر محال په سیمه کې په بېلابېلو بهرنيؤبنسټونو پورې اړونده روغتيايي کلينیکونو او روغتونونو کې په کار پيل وکړ.دې سره يې د بي بي سي په تعليمي پروژو کې څه وخت د روغتيايي پروگرامونو د پروديوسرې په توگه هم کار کړی .د دوه زره دريم ۲۰۰۳ ززېږدي کال په ډیسمبر کې د چک جمهوري هېواد ته ولاړه او تر ننه پورې هم هلته د ازادۍ راډيو د روغتيايي پروگرامونو د جوړولو ترڅنگ خبرونه او راپورونه وړاندې کوي . کورنى ژوند دښوونځي له اتم ټولگي يې له را ډيوافغانستان سره همکاري کوله اوپه لسم اويوولسم کې خويې بيا ان کره کتنې لوستلې. په هيواد کې دستونزواوجگړوله امله پيښورته کډه شوه. هلته يې دخپلې طبي رشتې په لړکې کارته دوام ورکړاوکتنځى يې لاره. په ټل اوهنگوکې يې ميرمنې کتنځي ته ورتلې.دهغودخاطرو په اړه ديوه کتاب دچاپ هيله هم ورسره ده . چاپي اثار تر دې مهاله د ډاکټرې فريده هوډ سيفي يوه د شعرونو ټولگه چاپ شوې چې دشگو مزل نومېږي او يوه بله شعري ټولگه ېې چاپ ته چمتو ده.ددې ترڅنگه ېې د بېړنیو روغتيايي مرستو په برخه کې هم يوکتاب گوټی خپورکړی. همدارنگه ډاکټره هوډ سیفي د ښځو په اړه خورې ورې ژباړې او خاطرې لري چې هيله منه ده په راتلونکي کې دلويديځ د بوخت ژوند برسېره ورته د ليکنوموقع په لاس ورشي او خپاره ېې کړي. سرچينې بي بي سي پښتو باندنۍ تړنې د آغلې فریده هوډ پخپل غږ کې د هغې يو شعر په ويکي شعرونه کې د فريده هوډ سيفي شعرونه پښتنې شاعرانې پښتنې ليکوالې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BC%D9%88%D9%84%D9%86%D9%87
ټولنه
په پرله پسې ټولنيز تعامل کې د ښکېلو کسانو ټولګه، ټولنه بلل کېږي يا یوه ستره ټولنيزه ټولګه ده چې په یوې ګډې سيمه ييزې يا ټولنيزې سيمې کې سره شريک وي او عادتاً د يوه سياسي واک او واکمنو کلتوري هیلو تابع وي. د ټولنو پېژندنه د هغو افرادو تر منځ د اړیکو ټولنيزو اړيکو د بېلګو پر بنسټ کېږي، د کومو تر منځ چې ځانګړی کلتور او منل شوي دودونه شريک وي. شونې ده چې يوه ټولنه د همدې ټولنې د دا ډول اړيکو د ټولګې له مخې وپېژندل شي. د ټولنيزو علومو له مخې، يوه ستره ټولنه په فرعي ډلو کې د ډلبنديو يا نفوذ د صفاتو ښودنه کوي. د ځانګړو کارونو يا مفاهيمو د منلو وړ یا نه منلو وړ په ګرځولو سره، ټولنې خپله تګلاره جوړوي. په یوه ځانګړې ټولنه کې د چلند دا ډولونه د ټولنيزو معيارونو اخلاقو په نامه پېژندل کېږي. ټولنې او د دوی معيارونه له تدریجي او دايمي بدلون سره مخامخ وي. له دې امله چې ټولنه د ګډې همکارۍ پر بنسټ ولاړه وي، یوه ټولنه کولای شي، خپل غړي په داسې لارې د ګټې تر لاسه کولو وړ وګرځوي، چې له دې پرته په بله لاره يا په انفرادي ډول به ستونزمن و. په همدې بنسټ د فردي او ټولنيزو شريکو ګټو تر منځ توپير کېدای شي، يا په ډېرو حالتونو کې دا ګټې يو په بل کې سره نغښتې دي. شونې ده چې، ټولنه د يو ډول ذهنيت لرونکو خلکو نه جوړه وي چې په یوه ستره واکمنه ټولنه کې د دوی د خپلو معيارونو او ارزښتونو له خوا اداره کېږي. کله ناکله دې ته فرعي کلتور ويل کېږي، دا هغه اصطلاح ده چې په پراخه کچه د جرم پېژندنې او د يوې پراخې ټولنې په ټاکلو فرعي برخو عملی کېږي. په پراخه پيمانه او په ځانګړي ډول په جوړوونکي نظرکې، یوه ټولنه د يوه اقتصادي، ټولنيز، صنعتي او کلتوري جوړښت په توګه انځورېدای شي، چې د بېلا بېلو افرادو له ټولګې او په عين وخت کې يو له بل نه توپير لرونکو ډلو نه جوړه شوې وي. په دې اړوند، ټولنه له مادي نړۍ او د خلکو تر منځ د عیني اړیکو معنا لرلای شي، نه د هغو نورو خلکو سره چې د فرد او د دوی د خپل ټولنيز چاپېريال له کړۍ نه بهر وي. رېښه او کارونه د ټولنې ټکی، د دولسمې پېړۍ د فرانسوي ټکي نه اخیستل شوی چې معنا يې ده شرکت. دا ټکی بيا د لاتيني ټکي نه اخیستل شوی او لاتيني ژبې ته د ټکي نه راغلی و چې معنا يې ده انډيوال، ملګری، ملاتړ، صفتي حالت يې دی ټولنيز، د دوو ملګرو ډلو تر منځ د اړيکو يا تعامل لپاره کارېده، يا لږ تر لږه د متمدن لپاره. له کوم شرط پرته، دا اصطلاح ټول انسانیت ته هم کارېدای شي په عمومّ توګه ټولنه، په ټوله کې ټولنه، ياداسې نور، خو هغه څوک چې د نورې ټولنې په نسبت ملګري يا متمدن نه دي، هغوی ناټولنيز بلل کېدای شي. په ۱۹۳۰ز لسيزه کې دا ټکی، هغو ته وکارېده،څوک چې په ګانډیتوب او تعامل کې سره تړلي وي او په يوه منظمه ټولنه کې له ګډ ژوند نه ښه خبر وي، خو په اتلسمه پېړۍ کې سکاټلينډي اقتصاد پوه ادم سميت څرګنده کړه چې، یوه ټولنه شونې ده، له جلا جلا خلکو نه جوړه شي، لکه: د بېلا بېلو سوداګرو تر منځ چې خپله ګټه حس کوي، بې له دې چې دوه اړخيزه مينه يا ميلان ولري، خو دا هغه مهال ټولنه بلل کېدای شي، کله چې دوی يو بل ته له زيان رسولو ډډه وکړي. کله چې د ملګرتيا په احساس سره وکارول شي، نو ټولنه د افرادو هغه ټولګه ده، چې له يو بل سره د فعال تړون په پولو کې څرګندېږي. شونې ده، له داسې ځانګړتياوو جوړه وي، لکه ملي يا کلتوري پېژندګلوي، ټولنيز يووالی، ژبه، يا مراتبو سلسله یي جوړښت. مفاهيم په ټوليز ډول، ټولنه دې حقيقت ته پاملرنه کوي، چې یو فرد د يوې ځانګړې خپلواکې هستې په توګه په پرتليز ډول د محدودو سرچينو څښتن دی. لوی شاديان د تل لپاره تر ډېره بريده بونوبو، هومو، پان يا تر کمه بريده ګوريلا، پونګو ټولنيز حيوانات وو، په همدې بنسټ د رابينسن کروزو په څېر حالات يا خيالي کيسې دي، يا د انسانانو د ټولنيز خپراوي لپاره څو اړخيزې پېښې دي، کوم چې د حيواناتو د چلند د مطالعې په ډلبندۍ کې له ټولنې نه د مخکې او حيواني ټولنې تر منځ حالت کې راځي. د يوې پراخې تګلارې يا اخلاقو په توګه، د کلتورونو په اړوند کلتوري اړيکو د دوی د مادي کلتورټيکنالوژي او ټولنيز نظم په ګډون تر ډېره بريده، د لومړنيو ښهبد يا پرمختګ د مفاهيمو ځای نيولی دی. د انسان پېژندونکی موريس ګودلی په وينا: د انسانانو د تر ټولو نژدې ژونديو ملګرو چامپانزي او بونوبوس په خلاف، په ټولنه کې يو مهم نوښت د نارینه وو له خوا د پلارتوب دندې فرض کول دي، چې د اټکل له مخې، زموږ په نژدې اړوندو ملګروخپلوانو کې به نه وي، د چا لپاره چې په عمومي توګه د پلارتوب ټاکنه نه شي کېدای. په سياسي علومو کې په سياسي بنسټ هم ټولنې جوړېدای شي. د اندازې او پېچلتيا زياتېدو ته په کتنې سره، ډلې، قبيلې، مشرتوب او دولتي ټولنې شته. کلتوري، جغرافيايي او تاريخي چاپېريال ته په کتنې سره شونې ده چې دا جوړښتونه د سياسي اقتدار مختلفې مرتبې ولري، له کومو سره چې دا ټولنې اړ دي، مقابله وکړي. په همدې بنسټ، يوه ځانله شوې ټولنه، چې د ټيکنالوژۍ او کلتور کچه يې له نورو ټولنو سره برابره وي، د پايښت شونتيا يې د هغو په پرتله زياته وي، چې له نورو ټولنو سره نژدې اوسېږي او ممکنه وي چې، د هغې په سرچينو يرغل وکړي. هغه ټولنه چې خپلې سيالې ټولنې ته د اغېزناک ځواب ويلو وړتيا نه لري، په عمومي توګه د خپلې سيالې ټولنې په کلتور کې ورکېږي. په ټولنپېژندنه کې ټولنپېژندونکي پيټر ال. برګر، ټولنه په دې ډول تعريف کړې ده :..د انسان توليد، د انسان له توليد پرته بل هېڅ نه، چې په ورته وخت کې په پرله پسې ډول د خپلو پیدا کوونکو په اړوند عمل کوي. د هغه په باور: ټولنه انسانانو جوړه کړې وه، خو دا پنځونه په شا ځي او هره ورځ انسانان زېږوي. ټولنپېژندپوه ګرهارد لنسکي ټولنې د دوی د ټيکنالوژۍ، اړيکو او اقتصاد پر بنسټ وېشلي دي: ۱ ښکاريان او راټولېدونکي، ۲ ساده کرنه، ۳ پرمختللې کرنه، ۴ صنعتي او ۵ ځانګړې د بېلګې په ډول: د کبانو د ښار ټولنې يا سمندري ټولنې. دا هغه نظام ته ورته دي چې تر دې وړاندې انسان پېژندونکي د لانجمنو اندونو وړاندې کوونکي مورټن ايچ. فريډ او د ادغام اندونو وړاندې کوونکي ايلمان سرويس جوړ کړی و، دوی په ټولو انساني کلتورونو کې د ټولنيزې نابرابرۍ او دولت د اغېز پر بنسټ ،د ټولنو د ډلبندۍ يو نظام جوړ کړی و. د ډلبندۍ دا نظام څلور ټولي لري: د ښکاريانو راټولېدونکې ډلې د دندو او مسئوليتونو ډلبندي. له دې وروسته د کرنې ټولنه ده. قبايلي ټولنې، په کومو کې چې د ټولنيزې مرتبې او حيثيت يو لړ محدودې بېلګې شته. په طبقو وېشل شوي جوړښتونه، چې ملکانو يې مشري کوله. د پېچلي ټولنيزې طبقه بندۍ او منظم اداري حکومت لرونکي تمدنونه. پر دې سربېره لاندې برخې هم شته: انسانيت، انسان، پر کوم چې د ټولنې د عقايدو په ګډون د ټولنې ټول عناصر ولاړ دي. مجازي تولنه، هغه ټولنه چې پر ليکه پېژندګلوي ولاړه وي، کوم چې د معلوماتو په زمانه کې د بدلون په حال کې ده. د وخت په تېرېدو سره ځينې کلتورونه، د نظم او واکمنۍ د لا زياتو پېچلو ډولونو پر لور ولاړل. دا کلتوري بدلون، د ټولنې پر بېلګو ژور اغېز لري. ښکاري راټولېدونکې قبيلې، د موسمي خوراکي توکو پر شا او خوا مېشتې شوې، تر څو په کروندګرو کليو بدل شي. کلي پراخ شول ، ښارګوټي او ښارونه ځينې جوړ شول. ښارونه بيا په ښاري دولتونو او ملي دولتونو بدل شول. ډېرې ټولنې د يوه کس يا د خلکو د يوې لويې ډلې په لارښوونه د سخا وېش کوي. دا ډول سخاوت، په ټولو پېژندل شويو ټولنو کې لېدل کېدای شي، په عام ډول، سخاوتمند کس يا ډله وقار او نفوذ تر لاسه کوي. له بلې خوا، شونې ده چې د ټولنې ټول غړې د همدې ټولنې هر هغه غړی څنډې ته قرباني کړي چې د دوی له معيارونو نه سرغړونه کوي. د ډالۍ ورکولو، د ټوکو اړيکې او قرباني کولو په څېر کړنلارې، کومې چې د انسانانو په ډول ډول ډلو کې لېدل کېدای شي، د ټولنې په منځ کې ننوتلو وړ دي. د يوې ښکارندې په توګه ټولنيزه بشپړتيا له خپله ځانه سره يو لړ ځانګړي عناصر لري، کوم چې شونې ده، د هغو خلکو لپاره زيان رسوونکي وي چې دا يې خدمت کوي. سرچینې ټولنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%A7%D9%88%D9%84
ناول
ایک بادشاہ کسی ملک میں رہتا تھا اور وہ حلوہ خور باشاہ تھا
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%D8%B9%D8%B1
شعر
شعر په انگرېزي: هغه کلام ته وائی چې بحر،وزن،ردیف او قافیه ولری . ځنی نور بیا د شعر لپاره دغه شرط نه گنی او د شعر تعریف داسی کوی چې انسان د خپلو احساساتو جذباتو او عواطفو اظهار په داسی ادبی رنگ کې وکړی چې د اور یدونکی یا لوستونکی احساسات هم په هغه شان راوپاروی لکه څنگه چې د شاعر را لړزیدلی وی. که داسی کلام د بحر،وزن،ردیف او قافی د قید دننه وی هم شعر دی او که ددی څخه ازاد وی هم شعر دی . شعر د یو ځانگړي ذهني او عارفانه حالت زیږنده دی چې دهغه په نتیجه کې شاعر دچاپیریال دشیانو او انسانانو سره یو ډول روحي اوذهني اړیکه پیداکوي چې دغه اړیکه د احساس او فکر دتحریک سبب گرځي اوشاعر خپله پنځونه پدې انفعالي حالت الهام کې وړاندې کوي . شعر په موزون بیان د خیال او فکر عاطفي تړون دی . د پښتو ژبې ستر ليکوال، شاعر، ژبپوه پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار بيا د شعر پېژند داسې کوي: شعر په کره کېښکلې او اهنگينه ژبه د اند و واند يا خيال او فکر ولوليز يا عاطفي تړاو ته وايي. په بله وينا: شعر د احساس، واقعيت او تخيل ښکلې او زړه راکښونکې غوټه ده چې آهنگ وزن لري او لوستونکی او اورېدونکی ترې خوند اخلي. شعر د هنر د خورا لوړ ډول په توگه واقعيت په هنري انځورونو يا خيالي ايماژونو څرگندوي، تر دې چې تر بل هر ژبني هنر، يا په بله وينا ادبي ژانر له هنري انځورونو سره ډېر سر و کار لري. که موږ د بديعي ادبي اثر وييونه او توکونه له مرغلرو سره ورته وښيو، نو وبه وايو چې نثر د دغو مرغلرو د يوه صندوق مثال لري چې د هرې مرغلرې لپاره يې ځانگړى ځاى ټاکل اړين نه دى، خو شعر داسې مرغلين هار ته ورته دى چې ټولې مرغلرې يې په داسې مزي کې پېيل شوې چې د هرې دانې لپاره خپل انډول او تناسب ټاکل شوى دى، په دې توگه د شعر ژبه د نثر د ژبې په انډول ځانگړې ښکلا لري... د شعر ډولونه ۱- غزل او ډولونه یې. ۲- ازاد شعر او ډولونه یې. ۳- اډانه انځور یا ادبي طرحه. ۴- ازاده منظومه. ۵- قطعه. ۶- بوللـه قصیده. ۷- مستزاد. ۸- ترجیع بند. ۹- ترکیب بند. ۱۰- ټول قافیز. ۱۱- یوئیز تک بیتونه. ۱۲- دویزه مثنوي. ۱۳- دریز مثلث. ۱۴- څلوریزه مربع. ۱۵- پینځه ییزه مخمس. ۱۶- شپږیزه مسدس. ۱۷- اوه یز مسبع. ۱۸- اته یز مثمن. ۱۹ لسیز معشرږ ۲۰- ځلوريزهرباعي. ولسي نظمونه مقام بگتۍ چاربیته لوبه بدله داستان سروکی نیمکۍ لنډۍ ټپيزه د نکلونو غږونه کاکړۍ غاړې د آتڼ نارې بابولالې د وړو مشاعرې منظوم فالونه انکۍ چغیان کیسۍ شبې تاریخي نارې د مروتو کسرونه منظوم نکلونه د ښادۍ سندرې او۱۲ډوله نور دشعر شکل د یو ادبی اثر وړاندی کول په ځانگړ ي فورم یا قالب کې د هماغه اثر یا شعر شکل گڼل کېږی لکه : غزل ، بگتۍ او داستان . دشعر مضمون ټول بیلا بیل ټولنیز،اقتصادي ، کلتوري ،عناصر،مفاهیم،مفکورې،واقعیتونه ،احساسات اوخاطرې که په عشقي،حماسي یاپه بله هره بڼه ؤاوسي دپنځول شوي اثرمضمون بلل کېږي دشعر ردیف هغه کلمه یاجملې چې په یو مقفي شعر کې وروسته له ټولو قافیه والو مسرو په یوه شکل او یوه معنا تکرار راځي رديف بلل کېږي . اخځليک ۱- زيار، پوهاند مجاور احمد، پښتو بدلمېچ، پښتو شعر څنگه جوړېږي؟، ۷۶، ۹۳ مخونه. ادبپوهنه ادبيات پښتو ادبیات د شعر ډولونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%AE%D8%A7%D9%84%D9%82%20%D8%B9%D8%B2%D9%8A%D8%B2
عبدالخالق عزيز
عبدالخالق عزیز یو نامتو افغان سندر غاړۍ دی. دا هم وګورئ سرچینې پښتانه سندرغاړي سندرغاړي کندهاریان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%DA%93%D9%86%DB%8C%20%D8%B3%DB%90%DA%A9
کړنی سېک
کړنی-سېک يوه داسې برېښناييزه څپه ده چې د سلولونو پر پردې خپل مزل وهي. کړنی-سېک د حېواني ژوند يو اهم توکی دی، او د نسجونو تر مېنځ په ډېرې چټکۍ سره د مالوماتو لېږدنه رالېږدنه د همدغې څپې کار دی. کړني-سېکونه په بوټو کې هم پېښېږي. همدا څپې د بېلابېلو سلولونو لخوا جوړېږي، خو په لويه کچه د عصبي غونډال لخوا ډېر زيات د نيورانونو تر مېنځ د مواصلاتو له لارې د مالوماتو لېږلو لپاره کارېږي، ددې تر څنگ د نيورانونو نه د بدن نورو نسجونو ته لکه عضلاتي نسجونو او مرغړيو ته هم د مالوماتو د لېږد په چارو کې همدا څپې کارېږي. په بېلابېلو سلولونو کې کړني-سېکونه ټول يوشانتې نه دي او آن په يوه سلول کې د ځانگړنو او د سلول په بېلابېلو برخو کې د کړني-سېکونو کچه يوشی نه ده. د ساري په توگه د زړه کړني-سېکونه په ښکاره توگه د ډېريو نيورانونو د کړني-سېکونو سره خورا توپير لري. دا ليکنه په ځانگړې توگه د يوه ټيپيک يا عام کړني-سېک په هکله چې په اکسونونو کې پېښېږي ليکل شوې.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88%20%D8%A7%D9%88%D8%B3%D9%86%D9%89%20%D8%B4%D8%B9%D8%B1
پښتو اوسنى شعر
د پښتو اوسنى شعر د شلمې زېږدي پېړۍ له راپيليدو سره پيل شو. دا وخت پښتو شعر د موضوع او جولې دواړو له اړخه بدلون وموند او نوې لارې او لوري يې پيدا كړل. د پښتو شعر په دې موضوعي او ښكلي بدلون كې كورني او بهرني عوامل اغېزمن وو. پښتو شعر له هماغه پيله د ژوند شعر وو او د پښتنو د ژوند بېلابېل اړخونه پكې راغبرگېدل. په ۱۹ زېږدي پېړۍ كې انگريزانو دوه ځلي پر افغانستان تېرى وكړ او د دواړو تېريو په پايله كې يې غاښ ماتوونكې ماته وخوړه او دغې سکالو موضوع په پښتو شعر كې ژور غبرگون وموند. انگريزانو د افغانستان د خوړلو لپاره د ۱۹ پېړۍ په پاى ۱۸۸۳ زېږدي كې د افغانستان په زړه كې د ډېورنډ د ناولې كرښې په تېرولو سره موجوده افغانستان د خپل لاسپوڅي پاچا امير عبدالرحمن خان په لاس كې وركړ او د تحت الحمايه حكومت له لارې يې اداره كاوه. تر ډيورنډ كرښې ها خوا سيمې يې په برتانوي هند ورگډې كړې او تر خپل سيده ښكيېاك لاندې يې راوستې. د هېواد دغه ظالمانه وېش د هېواد روښاندي او دراك زامن ودرول او په لره او بره پښتونخوا كې د مبارزې احتجاج، قيام او پاڅون لپاره تابيا كېدله. پښتو شعر له همدې وخته په لره او بره پښتونخوا كې د آزادۍ د شعار په توگه خپل غږ راپورته كړ او د خپلواکۍ غوښتنې په نوي مضمون سمبال شو. په افغانستان كې د ۲۰ پېړۍ له راپيليدو سره د افغانستان مستبد او زورواک ديكتاتور پاچا امير عبدالرحمن خان مړ شو او د هغه د تعليميافته، خو عياش زوى امير حبيب الله خان په پاچا كيدلو سره د هېواد روښاندو د نسبي سياسي تنفس زمينه ومونده او د رسنيو او سياسي مبارزې له لارې له كورني استبداد او بهرني ښكيېاکه د خلاصون لپاره راولاړ شول. پر ۱۹۰۶ زېږدي كال په افغانستان کې د سراج الاخبار په نامه یوې چاپي رسنۍ په کار پيل وکړ، خو د لومړۍ گڼې تر خپریدو وروسته یې د چاپ مخه ونيول شوه. تر دې وروسته پر ۱۹۰۹ ز كال د مشروطيت غورځنگ په نامه يو سياسي گوند جوړ شو، خو مستبد حكومت د بهرني ښكېلاك په نغوته د دغه غورځنگ سرلاري او غړي اعدام او بنديان كړل. بيا هم روښاندو په بله بڼه خپل روښاندي كار ته دوام وركړ او پر ۱۹۱۱ ز كال علامه محمود طرزي د سراج الاخبار افغانيه په خپرولو سره فكري مبارزه پيل كړه. په دغه اخبار كې علامه محمود طرزي د پښتو د ښكېلاك ضد او ويښوونكو شعرونو خپرول پيل كړل. دا شعرونه دلته هم لوستل كېدل او د ډيورنډ كرښې ها خوا هم د پښتونخوا خپلواکي غوښتونكو لوستل او لاس په لاس گرځيدل. له دې سره جوخت پر ۱۹۱۰ ز كال ارواښاد راحت زاخيلي هم په پېښور كې د افغان جريدې په خپرولو سره د هغه ځاى د شاعرانو د استعمار ضد او آزادي غوښتونكو شعرونو په خپرولو لاس پورې كړ. له دې سره په پښتو شعر كې د روڼتابه نوې دوره پيل شوه او د سکالو له مخې په نوې روحيه او نوي مضمون پښتو شعرونه وويل شول. تر دې وخته پښتو شاعرۍ د بڼې له پلوه زاړه قالبونه درلودل. له زرگونو كلونو راهيسې د پښتو شعر يوه برخه په ولسي صنفونو او ژانرونو لكه لنډيو، نارو، سروكيو او نورو كې ويل كېده. يوه برخه يې لرغونې سندرې وې، لكه د امير كروړ، بېټ نيکه، بختيار كاكي او نورو پاړكي. بله كورنۍ يې د عاميانه شاعرۍ وه لكه چاربيتې، بدلې، مقامونه، پگتۍ او نور. بله برخه يې له عربي نه په راغلو قالبونو كې ويل شوي شعرونه ول، لكه بوللې، غزلې، مثنوي او نور. په ۱۹ ز پېړۍ كې د هندي شاعرۍ د مقامونو قالبونه او راگونه لكه بيرمي، پاړي، كليان او نور پښتو شاعرۍ ته راغل ول. د موضوع له نويوالي سره د شعر د زړو قالبونو د ماتولو هڅه هم پيل شوه او په دې ترتيب د موضوع او بڼې له پلوه په پښتو شعر كې بدلون او ان اوښتون راغى. كله چې د پښتو نوي شعر لړۍ علامه محمود طرزي په خپل اخبار كې پيل كړه، انگريزي ښكيلاك سخت ټكان وخوړ، ځكه دا اخبار په لره پښتونخوا كې هم لوستل كېده او پښتانه يې د انگريزي ښكيلاك پر ضد پارول. هغه وو چې انگريزانو خپل لاسپوڅي واكمن امير حبيب الله خان ته له برتانوي هنده رسمي ليكونه راولېږل چې د پښتو شعرونو خپرول دې په سراج الاخبار افغانيه كې بند شي. حكومت به علامه محمود طرزي ته د پښتو شعرونو خپرولو امر وكړ، خو طرزي به څه وخت د پښتو شعرونو خپرول وځنډول او تر دمې وروسته به يې يو ځل بيا يو پښتو شعر چاپ كړ او يو ځل بيا به له برتانوي هند نه د انگريزي ښكېلاك د احتجاج غږ راپورته شو. دى به بيا يو وخت غلى وو او د فرصت په برابرۍ به يې يو ځل بيا پښتو شعر چاپ كړ او دې يو گام پر شا او دوه گامه پر مخ سياست تر هغه دوام وكړ، چې پر ۱۹۱۹ ز كال د افغانستان ځوان ټولواك اعليحضرت غازي امان الله خان له پاچا كېدو سره سم د افغانستان بشپړه خپلواكي اعلان او ترلاسه كړه. په سراج الاخبار كې لومړنى چاپ شوى پښتو شعر د مولوي صالح محمد هوتك وو، چې د ۱۹۱۴ ز كال د جون پر ۲۵ نېټه د عبدالرحمن خان لودين له يوې يادونې سره خپور شو. د مولوي صالح محمد هوتک د شعرونو خپريدلو دوام وكړ او د ۱۹۱۴ ز كال په پاى كې، چې د لومړۍ نړيوالې جگړې په ترڅ كې انگريزانو د تركيې د اسلامي هېواد پر ضد لښكر كشي كوله، د افغانستان ملت يې سخت وپاراوه. انگريزانو هڅه كوله چې افغانستان بې طرفه پاتې شي او د افغانستان له تر لاس لاندې امير نه يې د بې طرفۍ ژمنه واخيسته، د سراج الاخبار د ۱۲۹۴ لمريز كال د وري د ۲۶ نېټې په گڼه كې د مولوي صالح محمد هوتک د يوه شعر خپرېدلو، چې پكې راغلي وو: انگريزان تلولي كړل، د افغانستان بې طرفۍ ته يې په شك وكتل، لومړى يې په برتانوي هند كې د اخبار د دې گڼې د خپريدلو مخه ونيوله، بیا يې د برتانوي هند فارن سكرټري د صوبه سرحد چيف كمشنر ته وليكل: د كابل د شاهي مدرسې يوه تن صالح محمد نومي په پښتو يو شعر ويلى چې خداى المان د برتانيې پر ضد پاڅولى. څرنگه چې شعر په پښتو دى، نو مطلب يې دا دى چې په صوبه سرحد كې هم نشر شي، نو په برتانوي هند كې د سراج الاخبار د اپرېل د ۱۶ گڼې د خپريدو مخه ونيسئ! ورپسې يې د انگليس د سي . آى . ډي يانې څارگرۍ سروال استخباراتو رييس ته راپور وركړ او بيا نو د هند مرستيال واکمن وايسرای د افغانستان امير ته يو له سرټكونې ډك ليك وليكه، څو د سراج الاخبار غوسمنه ژبه بنده كړي. تر لاس لاندې امير ځواب وركوي چې د سراج الاخبار مدير ته ويل شوي چې پاروونكي مطالب نشر نه كړي او همدا وو چې په سراج الاخبار كې د پښتو نشراتو لومړۍ څپه غلې شوه. څرنگه چې علامه محمود طرزي ته د دې كار دوام د سراج الاخبار په مرگ تماميده، نو ځكه يې مصلحتاً د څه وخت لپاره د پښتو شعرونو خپرول وځنډول. سراج الاخبار د ۱۲۹۴ لمريز كال په غويي كې د پښتو يو بل بادرده او هېوادپال همكار وموند. دا ځوان د سراجيه ښوونتون دارالمعلمين مدير غلام محي الدين افغان وو، چې خپلې د وطن د مينې ترانې يې ورته وسپارلې: دا سراج الاخبار ته د غلام محى الدين افغان د لومړي سپارل شوي شعر مطلع وه. د هغه يوه بولـله د همدې كال د تلې د ۱۸ نېټې په گڼه كې هم راغلی دی. ورپسې په بېلابېلو گڼو كې د عبدالعلي مستغنى، عبدالهادي داوي او نورو شعرونه راغلل. بيا د دغه كال په ژمي كې د انگريزانو د ياد شوي گواښ او مخالفت له امله سراج الاخبار پښتو برخه نه درلوده. د ۱۲۹۵ لمريز كال په پسرلي كې يو ځل بيا د مولوي صالح محمد په شعرونو سراج الاخبار پښتو خپرونې پيل كړې . د همدې كال د ليندۍ د ۱۹ نېټې په گڼه كې د حسيات ملي تر سرليك لاندې د ملا محمد خان عرض بيگي يوه خوږه ملي چاربيته خپره شوه: په دې توگه علامه طرزي يو ځل بيا په سراج الاخبار كې پښتو خپرونې ورو ورو اوج ته ورسولې او يو ځل بيا يې د خپلې آرې موخې په لور يون پيل كړ. هغه د غلام محى الدين افغان وطني او ملي شعرونه پرله پسې پكې خپاره كړل او پښتو خپرونو ته يې پراختيا وركړه. د همدغه كال د مرغومي د پنځمې نېټې په گڼه كې محمود طرزي او د هغه ملگرو يو بل زړور توب وكړ. هغوی په داسې وخت كې چې پاچا په ننگرهار كې وو، د عبدالهادي داوي د بلبل گرفتار دري شعر خپور كړ چې د افغانستان د آزادۍ غوښتنې هيله پكې نغښتې وه. د ۱۲۹۶ لمريز کال د غبرگولي د دويمې نېټې په گڼه كې د ادبيات ملي تر سرليک لاندې د دې شعر پښتو ژباړه، چې مولوي صالح محمد په ځانگړي خوږوالي او سلاست كړې وه، خپره شوه. ورپسې سراج الاخبار د خپل ژوند تر پايه ۱۹۱۸ ز کال پورې پښتو شعرونه خپاره كړل او له دې لارې يې د پښتو اوسني ادب وروزه. شعر دوه اړخونه لري: مضمون او جوله، يا خوند او رنگ چې كله يې د مضمون خواته ډېره توجه كېږي او كله د جولې خواته. زموږ په اوسني ادب كې مضمون ته پاملرنه او اساسي غوښتنه وه او زموږ نوي ادب داسې وخت سترگې وغړولې چې زموږ ملي غوښتنې د ملت د سياسي او بشپړې خپلواكۍ په پوله ولاړې وې. زموږ د دې وخت شاعر رسالت درلود چې دا غوښتنې په خپل شعر كې منعكسې كړي. هغوی هم همداسې وړل او شعرونه يې د اوسني ادب پيلامه شول. دغو شاعرانو د موضوع د اهميت له مخې لومړى د شعر د مضمون نويتابه ته لاس اوږد كړ او د خپلې دغې موخې لپاره يې هماغه زاړه شعري كالبونه استخدام او خپل نوي فكرونه يې پكې ځاى كړل. موږ وليدل چې په سراج الاخبار كې د اوسني ادب راغلي شعرونه زاړه كالبونه لري. په دغه اخبار كې لومړى چاپ شوى شعر د بولـلې قصيدې بڼه لري: او دويم شعر يې چې ارواښاد عبدالهادي داوي ويلى دى: د هغې زړې وعظيه او نعتيه مثنوي په بڼه دى چې سوونه كاله پخوا يې په رشيد البيان ، اسرارالعارفين او نورو كې بېلگې راغلې دي، خو خوند يې بيا داسې نه دى، نوې خبرې، نوې هڅونې او د فكر نوي سوبه شوي ملكونه لري. همدا راز د مولوي صالح محمد هغه اويا بيتيزه مثنوي، چې د انگريزي ښكېلاک پخې ماڼۍ ته يې سخت ټكان وركړ. دا د جولې له پلوه يوه مثنوي وه چې بېلگې يې په پښتو ادب كې زړې دي، خو د مضمون له پلوه يوه مهمه سکالو موضوع پكې رانغښتل شوې ده. په هغې کې د نړۍ د ډېر لوى ښكيلاكگر ځواك په مقابل كې د خپلواکۍ او حق سنگر ټينگ شوی دى. همدا د شعر د موخې اغېز دى چې انگريز يې له خپل ټول ځواک او وسلې سره ويرولى او د ښکېلاک دنگه ماڼۍ يې لړزولې ده. غلام محي الدين افغان په: غزل كې د تغزل زاړه كالبونه مات كړل او د هېواد مينه يې پكې ځاى كړه. ملا محمد عرض بيگي بيا دا كار له چاربيتې څخه واخيست او د چاربيتې زوړ چوكاټ يې د هېواد د مينې د يو نوي اړخ بيانولو ته چمتو كړ. مولوي صالح محمد د بلبل گرفتار په ژباړه كې تركيب بند ته نوى روح وركړ او نوى ترنم يې پكې پيدا كړ: ملا عبدالباقي افغان هم د شعر په زاړه قالب كې نوي فكرونه وځلول او نورو هم همداسې وكړل. د سراج الاخبار په پاڼو كې مو د پښتو د شعري بدلون بېلگې تر نظر تېرې شوې. هلته په لره پښتونخوا كې هم د شلمې پېړۍ له پيل سره د پښتو ننني ادب غزونې وكړې او هلته هم تر كالب ماتيدنې وړاندې شاعرانو د شعر په زړو كالبونو كې نوې سا پو کړه او د دې ډلې سرلاري راحت زاخيلي وويل: په دې ترتيب يې پښتانه قدم اخيستلو ته وهڅول او په خپله يې هم د پښتو په ادب كې نوي گامونه اخيستل پيل كړل. د پښتو په زړو كالبونو كې نوې سا عامه شوه او د شلمې پېړۍ په دريو لومړيو لسيزو كې د نوي ژوند روښانوونكي او بيانوونكي ډېر شعرونه وويل شول. په لره پښتونخوا کې پر راحت صاحب سربېره، په هغه پسې ارواښاد فضل محمود مخفي، محمد اسلم خان کمالي، محمد اکبر خادم، عبدالخالق خلیق، ميا احمد شاه، عبدالمالک فدا، فضل احمد غر او نورو ډېرې د ژوند ترانې وغږولې او ډېرې د ژوند سندرې يې وويلې. فضل محمود مخفي به ويل: محمد اسلم خان كمالي د افغان د يووالي ناره داسې اوچته كړه: محمد اكبر خادم پښتو غزل ته داسې زور او شور وركړ: فضل احمد غر افغان بيا نو د پښتنو په دنگو غرونو كې د پښتو ادب خواږه ازانگه داسې خواره كړل: په لره پښتونخوا كې د ننني شعر په پرمختگ كې لومړى د راحت زاخيلي افغان جريدې چې پر ۱۹۱۰ زېږدي كال تاسيس شوه، درنه برخه واخيسته. په پښتوادب يې نوې پېرزوينې وكړې او په پښتو كې يې نوي ادبي صنفونه او ژانرونه دود كړل. پر ۱۹۲۵ ز كال د سرحد د مياشتنۍ مجلې په خپريدلو سره د پښتو د ننني شعر او ادب پالنه د دې خپرونې په غاړه وه. پر ۱۹۲۶ ز كال د افغان مياشتنۍ مجله په دې خدمت كې ورسره مله شوه او پر ۱۹۲۸ ز كال د پښتون مجلې په تاسيس سره نوى ادب او شعر د نوې ټاكلې موخې لپاره په نه ستړي كيدونكي خدمت بوخت شو. په هر حال، دا وخت سره له دې چې زموږ په ادب كې د خپلواكۍ غوښتنې او ترقۍ ته د رسيدو فكر په شعر كې چټكې غزونې وكړې، خو په لومړي سر كې د جولې له پلوه په شعر كې كومه مهمه قالب شكني ونه شوه. شعري كالبونه ماتېږي پر ۱۹۱۹ ز كال د افغانستان د بشپړې خپلواكۍ په ترلاسه كيدو سره د شعر له لاس او پښو څخه هم پخواني زنځيرونه مات شول او نوې لارې او لوري يې ځان ته وټاكل. كه څه هم د دې دورې ډېر شعرونه په لاس كې نشته، خو د دې وخت څو هغه ملي او وطني ترانې، چې راپاتې دي، ټولې لوړ موسيقيت لري. تر دې وخته پورې چې د پښتو شعر كوم ولسي او ديواني كالبونه موجود ول په يوه قالب كې هم نه دي ويل شوي لكه: يا لكه: او نور چې تر ډېره ځايه د ترانو په اډانه كې دي. كله چې د كندهار طلوع افغان د لوى استاد پوهاند عبدالحی حبيبي په چلونه د ۱۳۱۰ ل ل، ۱۹۳۲ ز کال د كب له ۱۶ څخه ورو ورو ټول په پښتو واووښت؛ پښتو ادب ته يې د نورو بنيادي بخښنو تر څنگ نوي پاړكي هم وروبخښل. لومړى يې داسې پاړكي پكې خپاره كړل، چې د لرغونو مسدسونو، مخمسونو، تركيب بندونو، ترجيح بندونو پخواني بنديزونه يې پكې مات كړل او نوښتونه يې پكې راوستل او بيا يې د ۱۳۱۱ ل ل ۱۹۳۲ ز کال د غبرگولي پر ۱۸ نيټهو پښتو ته د پښتو نوی شعر تر سرليك لاندې يو داسې شعر خپور كړ چې پخواني ټول معمول كالبونه يې له بېخه پكې وران كړي ول: ورپسې يې ډېر دا ډول پاړكي خپاره كړل او د پښتو شعر يوه نوې دوره يې پيل كړه. دا مهال گڼو معاصرو شاعرانو خپلو شعرونو ته دا نوي قالبونه خوښ كړل. د كندهار پښتو مجله بله خپرونه وه چې لومړى يې په كندهار او بيا په كابل كې خپرونې درلودې او د پښتو د زړو شعري كالبونو په ماتولو كې يې ونډه واخيسته. كابل مجلې د پښتو مجلې تر مړينې وروسته دا دنده پرمخ بوتله او د پښتو د نوي شعر غوره نمونې يې وړاندې كړې. د ننگرهار اتحاد مشرقي او نورې خپرونې هم ورسره ملې شوې. د پښتو په ننني شعر كې د نوي ادب له هغو سراارو څخه، چې په بره پښتونخوا كې يې د پښتو شعر شكل او مضمون ته نوښت وركړ، لوى استاد ارواښاد پوهاند حبيبي، ارواښاد استاد بېنوا، ارواښاد استاد الفت، ارواښاد استاد خادم ارواښاد محمد رسول مسلم، ارواښاد مولوي صالح محمد، ارواښاد محمد عثمان پښتون، ارواښاد استاد محمد گل نوري او نور دي. په لره پښتونخوا كې هم همدا وخت د پښتو شعر نوي نوي كالبونه جوړ شول او د دوى په اصطلاح شاعرانو نظمونه رامنځته كړل چې بېلابېل جوړښتونه او د مسريو او بيتونو او ډونونه لري. د برق كاكاخېل د بېلتون سندره د همدې وخت ده چې پيغام سرحد خپره كړې ده: غر په لوري په گلزار- بهار راغى په يو وار ټول وطن شو سبزه زار بلبلان په چغار سر بوراگان او تر اوتر نوى شان دى د دنيا- غر په سمه په بيديا د ارواښاد فضل محمود مخفي د وطن ترانه هم همداسې يو نوى اثر و چې نوى خوند او رنگ يې درلود: وطن وطن يا خوږ وطن زما په ماله هر څه گران په تاكې دى ارام د روح ، د سر، د تن زما له تانه زه قربان د ارواښاد عبدالمالك فدا دې نظم: دا دنيا كړه ورانه ورپه سر دغم كڅوړه كړه نوې دنيا جوړه كړه ربه د دنيا پاكه خپله ځمكه د بې ننگه زلمو زړوه كړه بله دنيا جوړه كړه ربه د دنيا په پښتو كې د ادبي اوښتون يوه ښه او پخه نمونه وړاندې كړه. په لره پښټونخوا كې د دې غورځنگ سر اري فضل محمود مخفي، عبدالمالك فدا، فضل احمد غر، محمد اسلم كمالي، محمد اكبر خادم، عبدالخالق خليق، ميا احمد شاه شاه، عبدالاکبر خان اکبر، سمندر خان سمندر، سيد رسول رسا، فضل حق شيدا، عبدالله جان اسير، محمد شاه خيال او نور دي. د پښتو د ننني شعر په فكري بدلون كې لومړى په لره او بره پښتونخوا كې د انگريزي ښكېلاك پر وړاندې ټوليز خوځښت د افغانستان خپلواكۍ بهير او په لره پښتونخوا كې د انجمن اصلاح الافاغنه ټولنيز تحريك او بيا د خدايي خدمتگار سياسي گوند، په افغانستان كې د ويښ زلميانو سياسي خوځښت او دې ته ورته فكري او سياسي تحريكونو لويه ونډه درلوده او د نويو شعري كالبونو او شكلونو لپاره يې وخت پر وخت نوې فكري او موضوعي غذا رسوله. هو! دا هم د يادولو ده چې د نويو كالبونو په څنگ كې زړو كالبونو هم وده وكړه او نوې سا پكې ښه او ښه وچليده. شعر د بيان ډگر ساحه هم پراخ او د الوت وزرونه يې وغوړېدل. پښتو شعر نوې بڼه ومونده او د فكر او خيال نوي افقونه يې په نخښه كړل. د پښتو ژبې د دغو نويو شعرونو د دودېدو پر مهال لا د پښتو لرغونې سندرې نه وې ترلاسه شوې. تر دې مهاله لا د سلېمان ماكو تذكره الاوليا او د محمد هوتك پټه خزانه په لاس كې نه وې، خو جالبه ده اوس چې د پښتو لرغونې سندرې لكه د امير كروړ وياړنه، د بيټ نيكه مناجات، د خرښبون څلوريځ، د اسماعيل نيكه نارې، د شيخ تيمن پاړكى، د ملكيار غرشين پاړكى، د قطب الدين بختيار كاكي سندره، د شيخ متي مناجات، د هوتك بابا سندره او نوې سندرې دواړه لرو، نو كله چې دا نوې او د نويو كالبونو لرونكې سندرې د لرغونو سندرو ترڅنگ كېږدو يو بل ته ډېر ورته جوړښتونه او سكښتونه لري. له دې څرگندېږي چې پښتو شعر په غير ارادي ډول خپل لرغوني اريايي آر ته رجوع كړې او په خپله طبيعي لاره روان شوى دى. په دې توگه كالب ماتونې دومره پرمختگ وكړ چې له ازاد يا سپين شعر سره يې ډېره نرۍ پوله پاتې شوه او قاقيې او رديفونه يې ډېر لږ په پام كې ونيول. ازاد شعر وزر پرانيزي شلمې زېږدي پيړۍ د ادبي يون او تلون چار لا پسې گړندی كړ، په زړو كالبونو كې نوې سا وچليده، نوي فكر زاړه كالبونه مات كړل، ترڅنگ يې آزاد شعر وزر ورپول او د پښتونخوا د شعر په ارته فضا كې يې الوتنې پيل كړې. په دې ترتيب د شلمې پېړۍ د شاعر لپاره، چې ډېرې غوښتنې او ډېرې پوښتنې او هيلې لري، د خپل فكر د بيان ډېرې او بېلابېلې لارې پرانيستل شوې. ازاد پاړكي چې سپين شعرونه او بې قافيې شعرونه هم ورته وايي او ځينې كسان يې نوي شعرونه هم بولي، په ختيځ ادب كې نوې ښکارنده پديده ده او په پښتو كې هم د ازادو شعرونو دودېدل د شلمې پېړۍ وروستۍ نيمايي سروغات دى. ځينې كسانو ته چې ازاد پاړكي پر قافيه او رديف سربېره له وزن څخه هم ازاد ښكاري دا لويه تېروتنه ده، ځكه شعر چې كله وزن له لاسه وركړي هغه بيا شعر نه گڼل كېږي او د نوي منثور ادب د نورو ډولونو لكه لطيف ادب، ادبي ټوټې او نورو په ډله كې راځي. همدلته دی چې د آزادو شعرونو ويل د مقيدو شعرونو تر ويلو سختېږي، ځكه په مقيدو شعرونو كې د رديف او قافيې ترڅنگ د مسريو د وزن څپې هم ټاكلې او شمېرلې وي خو په ازادو پاړكو كې داسې كومه تله نشته، نو وزن يې بې له دې چې څپه ييز انډولونه ولري، يوازې د شعر د دريځ موقعيت له مخې په نامحسوس ډول تعقيبېږي. دا نو واقعاً چې دروند كار دى او تر څو چې د وزن پيمانه ډكه نه كړي داسې وينا ته ازاد شعر نه شو ويلاى. سره له دې چې د پښتو په ولسي سندرو كې ځينې د نكلونو نارې، د اتڼ نارې، د ښادۍ بدلې او نور شته چې رديف او قافيه نه ساتي، يوازې وزن لري او د ننني ازاد شعر په قانون برابرېږي لكه دا ناره: كه اور گډ كړې د برېڅو پر سپين ږيرو مرور يې پخولا نه كړه او يا دا سروكى: و پاچا د بلخ بلخ درې درې شينكي رودونه و پاچا د بلخ خو بيا هم په پښتو ادب كې نوي ازاد پاړكي د اروپايي شعرونو په پېښو تقليد رامنځته شوي او د لوېديځ له لوري يې زموږ ادب ته لاره موندلې ده. ازاد پاړكي هم لومړى يوازې له قافيې او رديف نه آزاد شول نوريې دخپلو مسريو د سيلابونو تول وساته خو بيا ډېر ژر يې د مسريو د څپو تول هم له لاسه وركړ او د لږو او زياتو څپو مسرۍ سره و اوډلې شوې او يوازې د شعر د لوستلو په وخت كې يې د يوې پارچې شعر له پيله بيا پايه داسې آهنگ وساته چې د شعر بېلابېلې كړۍ سره بېگانه نه ښكاري او له يوې مسرۍ نه بلې مسرۍ ته د تللو په وخت كې د شعر په آهنگ كې ناموزون ځنډونه، گڼډې او خنډونه نه پېښېږي. لكه څرنگه چې د بشپړتيايي يون غوښتنه ده، نوې مقفې سندرې لومړۍ په بې قافيې، خو سره همتوله څپو لرونكو مسريو اوښتې او بيا بې قافيې شعرونه په بېخي ازادو شعرونو بدل شول. دا بهير روان دى او ښكاره نه ده چې دا يون به بيا په څه اوړي او ازاد شعر به څه بڼه غوره كوي؟ د افغانستان په خپرونو كې لومړني بې قافيې شعرونه چې ليدل شوي د كليمه داره روپۍ ډرامه ده چې ارواښاد استاد عبدالرحمن پژواک سر ترپايه په ازاد شعر كښلې او د سيلابونو د تول په ساتلو سره يې يوازې رديف او قافيه له لاسه وركړي دي. دا ډرامه تر ۱۹۳۸ زېږدي كال راوروسته كښل شوې او يوه برخه يې دا ده: ياره، خو لنډه دا ده د دې له خولې نه جار شم ما ويلې څنگه به شي زه به جگړې ته ووزم دا به په اوښكو ناسته د بېكسۍ نه ژاړي. تر دې راوروسته د ارواښاد عبدالعظيم ساپي هغه ازاد شعرونه دي چې د ۱۹۵۲ ز كال په اوږدو كې د نيلاب ازادې جريدې خپاره كړي دي: دا پښتو د پښتونخوا د پښتنو ده پرې به پايي، پرې به وياړي واړه لوگه زه پښتون يم له پښتو سره مې ده مينه هم روزمه به يې زه په پښتونواله. ورپسې ډېرو شاعرانو آزاد شعرونه وويل، لکه ارواښاد استاد الفت، ارواښاد استاد بېنوا، ښاغلي سلېمان لايق، ډاكټر مجاور احمد زيار، ښاغلي محمد صديق پسرلي، ارواښاد پوهاند ډاكټر سيد بهاو الدين مجروح، ډاكټر هېر، حبيب الله رفيع، ښاغلي عبدالباري جهاني، او نورو گڼ شمېر شاعرانو په افغانستان كې ازاد شعر وپاله او نوې نوې، خوږې خوږې پارچې يې رامنځته كړې. په لره پښتونخوا كې هم ارواښاد سيد رسول رسا، فضل حق شيدا او نورو كالب ماتونه د بې قافيې شعر تر پولې راورسوله او تر ۱۹۵۸ ز كاله راوروسته بې قافيې شعرونو په اساسي توگه غزونې وكړې چې سرلاري يې قلندر مومند، مراد شينواری، غني خان، اشرف مفتون، بندار مايل، فوزيه انجم او نور دي. د پښتو د اوسني ادب شعر آره مايه او فكري پانگه د هېوادپالنې سکالو او د ناسيوناليزم د سياسي مكتب د لارې پالل وو، چې د ۲۰ ز پېړۍ له پيله تر پايه يې ښه وده پكې وكړه. په شپېتمه لسيزه ۱۹۶۰ كې پر كيڼ افراط ولاړې كمونستي سياسي مفكورې هم د پښتو اوسني شعر ته لاره وكړه او په لره او بره پښتونخوا كې يې يو شمېر شاعران رامنځته شول. لږ وروسته په ښي افراط ولاړه د پان اسلاميزم مفكورې هم په پښتو شعر كې خپله لاره خلاصه كړه او په تېرو څلورو لسيزو كې يو شمېر پښتنو شاعرانو دا دواړې سياسي لارې د ادب په ورشو كې وپاللې. په دې ترتيب د پښتو اوسنى شعر له يوې خوا د جولې له مخې پرمختيايي گامونه واخيستل او له بلې خوا يې د موضوع او مفكورې له مخې رنگارنگي پيدا كړه او هم يې د فن او هنر له اړخه د پرمختگ او ودې په لور گامونه واخيستل. دا مهال له هره اړخه معياري شعرونه رامنځته شول؛ ځوانو او څپاند شاعرانو خوږې او خوندورې شعري نغمې او ترانې وغږولې او د پښتو اوسنى شعر په افقي او عمودي ډول د پرمختگ لارې ووهلې. په ټوليزه توگه د پښتو د ننني ادب د شعر د برخې په وده كې د لرې او برې پښتونخوا موقوتو خپرونو، ورځپاڼو، مهالنيو او په تېره مجلو ډېره ونډه ودرلوده. په دې برخه کې راډيو او ټلويزيون هم ورسره مرستې وکړې او وخت پر وخت يې د ننني ادب معياري او خواږه شعر نمونې وړاندې او په خلكو كې خورې كړې. د دې ترڅنگ د پښتو د ننني شعر ځانگړې ټولگې هم په لره او بره پښتونخوا كې چاپ شوې چې شمېر يې سوونو ټولگو ته رسېږي او دا ټولگې په ټوله پښتونخوا كې لاس په لاس شوې. په دې ترتيب د پښتو اوسنى شعر له نويو تجربو، نويو ارزښتونو، نويو پيغامونو، نويو لاسته راوړنو او نويو هيلو او اميدونو سره د ۲۱ پېړۍ پر درشل وردننه شو او د پرمختگ نويو افقونو ته سترگې په لار دى: نور قافلې دې بې خطره درومي - موږه پر لاره مشالونه كېښوه. پښتو ژبه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D9%88%D8%AF%20%D8%B7%D8%B1%D8%B2%DB%8C
محمود طرزی
محمود طرزي د غلام محمد خان طرزي ځوي ، په ۱۲۸۵ ق کال په کابل کې زیږېدلی دی او په ۱۳۵۳ ق کال په استانبول کې مړ شو. او ځنې دده د زیږېدنې ځای د غزني دال ملک ښئي . پلار یې د سردار رحمدل خان زوی او د سردار پاینده محمد خان لمسی وو. د سردار پاینده محمد خان اولادې تر ډیره وخته د افغانستان حاکمیت په لاس کې درلود چې دا سلسله د افغانستان په تاریخ کې د محمد زو د واکمنۍ په نامه یادیږي. ددوی د حاکمیت په وخت کې ددې قبیلې د سردارانو تر مینځ د سلطنتي رقابت له امله افغانستان تر ډیره وخته د جنګونو، ګډوډیو او اغتشاشونو ښکار وو. د دده پلار غلام محمد طرزي د امیر عبدالرحمن د سلطنت په وخت کې په دې تور چې ګواکي د امیر مخالفینو سره اړیکي لري لومړی بندي او بیا د خپلي کورنۍ سره چې دا وخت محمود طرزي لا سپاړس کلن وو هند تبعید شو. محمود طرزي له دې وروسته له خپلي کورنۍ سره بغداد، دمشق او بیا استانبول ته لاړ. طرزي د ژوند په دې مرحله کې اردو، ترکي، عربي او فرانسوي ژبي زده کړې او د غرب له فرهنګ سره یې پوره آشنايي پيدا کړه. هغه د عصري زده کړو سره سره په ترکیې کې د سیکولر حاکم مصطفی کمال اتاترک د ترکانو پلار چې زیات ترکان یې د ایتاترک د ترکانو سپي په نامه هم یادوي، له اسلام ضد او غربي افکارو او په ایران کې د رضا شاه پهلوي له بې دینه او سیکولرستي افکارو متاثره شو.. دی یو لیکوال او شاعر شخصیت ؤ ،په نظم او نثر کې د یو مکتب خاوند بلل کیږي. د امير حبيب الله خان د سلطنت په موده کې ئې د سراج الاخبار او سراج الاطفال په خپرونو، ژباؤنو او نورو لیکنو لاس پورې کړ او د افغانستان په ادبي او سیاسي چاپېریال کې لوی انقلاب او بدلون راووست. که څه هم اثا ر ئې د لفظا له مځې متو سط او نظم ئې کمزوری دی خو د معنی له مخې د ستاینې وړ دی او له ده نه وروسته تر ډیره وخته ځنې کسان دده د سبک تر اغیزې لاندې وو.ده خپلې دوې لوڼي سریا او خیریه د امیر حبیب الله خان دوو زامنو سردار امان الله خان او سردار عنایت الله خان ته په نکاح کړې. د امیر حبیب الله خان تر مرګ وروسته چې کله امان الله خان واکمن شو، د محمود طرزي لور ثریا لومړۍ ملکه وه چې بې حجابه او لوڅ سر عام محضر ته راووتل. محمود طرزي په داسې وخت کې هیواد ته راغی چې افغانستان د کورنیو او بهرنیو جگړو نه لږ څه دمه وهلې وه نو ځکه په هیواد کې ادبې او علمي هلو ځلو لپاره زمینه برابره وه. دوه ملکي او عسکري ښونځي د حبیب الله خان په زمانه کې د حبیبه او خربیه په نومونو پرانیستل شول. سراج الاخبار چې د لومړۍ ګڼې څخه وروسته متوقف شوی وو، بیرته د محمود طرزي په کوښښونو د دویم ځل لپاره د سراج الاخبار افغانیه په نوم خپل نشریات پیل کړل. دې اخبار محمود طرزي ته له لویدیځ څخه هیواد ته د نورو تعلیمي او پرمختیايي موادو سره سره د سیکولرستي او غرب پلوو افکارو د رانقلولو ښه زمینه برابر کړل. طرزي له لویدیځو ادبیاتو څخه په پراخه پیمانه مقالې ژباړلې او بیا یې د سراج الاخبار افغانیه له لاري نشرولې چې دې کار په خلکو کې یو فکري او ادبې غورځنگ او د خپلواکۍ غوښتنې د احساس سره سره غربپالنه او ویسټرنایزیشن هم راوزېږوی . د حبیبې په ښونځي کې د قرانکریم،دیني علومو او ادبیاتو، سر بېره زمک انځورنه، تاريخ، ریاضیات، کيميا، فزيک، دري، اردو او انگلیسي ژبې هم تدریس کیدلې او د لومړي ځل له پاره د پښتو ژبه ددې ښونځې په تعلیمي نصاب کې شامله شوه، د درسي چارو د پرمختگ او پراختیا لپاره په دې ښونځې کې دارالتالیف تا سیس شو او د حبیبې د دارالتالیف په نامه یادېده. ځنې کتابونه به دلته او ځنې به هندوستان په سنگي چا پخونو کې چاپېدل. د سراج الا خبار پنځلس ورځنۍ مهالنۍ د محمود طرزي په لیکنې په ډیره ښه ژینگو گرافي له چا په راوتله. دې جریدې په خپل وروستي کال ۱۲۹۷ د سراج الاطفال په نامه یوه بله خپرونه هم خپره کړه، څنگه چې له نامه نه ئې څرگندیږي دا خپرونه په څلورو پاڼو کې د کوچنیانو لپاره خپریده او څو میاشتې وروسته ئې له سراج الا خبار سره یو ځای سقوط وکړاو خپل ځای ئې دامان افغان او ارشاد النسوان خپرونو ته پریښود . محمود طرزي که څه هم په ادبي لحاظ ډیري لاسته راوړني لري، خو پر عام ژوند یې لویدیځ پالنه غالبه وه او ویل کیږي چې افغانستان ته سیکولري افکار دده له لوري راوارد شوي دي. ده ته په مطبوعاتي ډګر کې د مطبوعاتو د پلار او په فرهنګي ډګر کې د سیکولرزم د پلار لقب ورکړل شوی دی. د افغانستان نوميالي افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%BA%D8%A7%D8%B2%D9%8A%20%D8%B4%DB%90%D8%B1%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%AE%D8%A7%D9%86
غازي شېر محمد خان
غازي شېر محمد خان د محمد رسول خان زوی د بخشي صاحب لمسي چې پر ١٢٠٨ ل.ق کې د غزني ولايت د قره باغ د ولسوالۍ په يوه دينداره او متدينه کورنۍ کې زيږيدلی دی. پلاريې محمدرسول خان دځوانۍ په عمر کې له دې ًفاني دنيا څخه سترگې پټې کړې. د غازي شېرمحمدخان سرپرستي او پالنه دده پياوړي نيکه بخشي صاحب په ښه توگه سرته رسولې چې په نتيجه کې يې دځان په وړ يو باغيرته او دوطن په آزادۍ مين شخصيت خپلې ټولنې ته وړاندې کړ. ښاغلی بخشي صاحب د قوم مشر او خدمتگار و ، دوطن پر آزادۍ مين، په عقل رسيدلی سړی و. دخپل چاپيريال او خلکو روحيه او آزادي يې ډېره ښه ساتلې، وه. د وطن د دښمنانو د ښکاره او پټو دسيسو پر وړاندې يې خپل خلک ښه پوهولي وو. دانگريز د هر ډول تجاوز د مخنيوي په هکله ډېر فعال و. انگريزان هم دده له دښمنۍ څخه په ويره کې وو کله چې انگريزانو د دوی داوسيدو دځای پته ځان ته ولگوله ډير ژر يې محاصره کړوتر څو ورځو جنگ او محاصرې وروسته جنگي تاکتيک څخه په استفادې سره يې له انگريزانو سره موقتي اوربند وکړ.کله چې شاه شجاع پاچا شو او مېکناټن د خپلو دسېسو تارونه هرې خواته وغزول چې په نتيجه کې يې ښاغلی بخشي صاحب سره له څو ملگرو په شهادت ورساوه. د دوی له شهادت وروسته د قوم سرپرستي او اداره ښاغلي شېر محمد خان په لاس کې واخيسته، غازي شېر محمد خان خپلې زده کړې دخپلې منطقې له علماو وڅخه وکړې داسلامي فقې او نحوې په بخش کې يې پوره معلومات در لودل. هغه ناوړې او نادودې چې د مگناټن او ملگرو له خوا له افغانانو سره کيدې هيڅ يو با ايمانه افغان ته د تحمل وړ نوې. نو يې تصميم ونيو چې دوطن دآزادۍ لپاره له انگريزانو سره په سر او مال مبارزه په کار ده. چې دلوی خدای جل جلاله په نصرت سره په خپله مبارزه کې تل بريالی وو. د امير شېر علي خان په دوره کې ښاغلي شېرمحمد خان د امير حضور ته وغوښتل شو، تر معرفت وروسته له دوی څخه د عسکري خدمت هيله وشوه چې د خپل تدبير او پوهې په نتيجه کې په لنډ وخت کې د کپتاني رتبې ته ورسيد ، څرنگه چې دی په جسمي لحاظ د قوي بڼې خاوند و په معنوي لحاظ هم ډېر زړور او با تدبيره شخصيت و. دوخت په تېريدو سره د کندک مشر، لوا مشر او جنرالي رتبو ته ورسيد او د امير شېرعلي خان په فوج کې د يو زورور او با تدبيره افسر په حيث پيژندل کېده. وروسته د قلات د ولايت د مشر په توگه مقرر شو. د انگريزانو د دوهم تيري په مقابل کې د نامتو مجاهدينو لکه غازي محمد جان خان وردك او ملامشک عالم تر څنگ د دين او وطن ددښمنانو پر ضديې د جهاد ډيوې بلې وساتلې. د افغانستان نوميالي غازيان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%AF%D9%84%D8%A8%D8%AF%D9%8A%D9%86%20%D8%AD%DA%A9%D9%85%D8%AA%D9%8A%D8%A7%D8%B1
گلبدين حکمتيار
ګلبدين حكمتيار ۱۳۲۷ هـ. ل. یو افغان واقعي مجاهد دی او د حزب اسلامي افغانستان مشر او د افغانستان د اخوان المسلمین او مسلمان ځوانانو له بنسټګرانو څخه دی چې له څو لسيزو څخه د افغانستان په سياست کې ښکېل دی. بېلابېل خارجي سياسي نظامونه چې په افغانستان کې یې د پردیو لپاره کار کولو پخپلو سياسي او جهادي تگلارو اغېزمن کړي. هغه د روسانو پر وړاندې د جهاد ٧٥٪ سلنه فعالیتونه درلودل او گوند يې تر ټولو ډېره جهادي مخینه لري . همدارنگه يې تر ټولو ډېره مالي او پوځي مرستې د عربي هېوادونو او اسلامپالو هېوادونو څخه ترلاسه کولې. کله چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل شوه نو حزب اسلامي افغانستان په دغې جګړه کې يو فعاله ګوند و او د هغه وخت د لنډمهاله حکومت پر وړاندې د يو مخالف اړخ په توګه یې جنګ کولو.وروسته له هغه د امریکایي اشغال پر وړاندې لومړنی کس وو چې د جنک اعلان یې وکړو او دغه جنګ ته افغانانو او مومنانو د جهاد نوم ورکړو. مخينه هغه د عبدالقادرخان زوي په ۱۳۲۷ هجري لمريز كال د كندوز ولايت د حضرت امام صېب ولسوالۍ د ورته بز په كلي كې زېږېدلې دى. نوموړی د څو لسيزو نه راپدېخوا د افغانستان په سياسي چارو کې راښکېل دی. خو تر ټولو ډېر هغه وخت مشهور شو کله چې روسانو پر افغانستان باندې يرغل وکړ او دی د سرولښکرو پر وړاندې د جهاد تکل وکړ. ددې سره سره دی د ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۵ پورې دافغانستان پخوانی لومړی وزير هم پاتې شوی. د حكمتيار كورنۍ د نائب الحكومه شېر محمد خان په وخت كې له غزني څخه كندز ته كډه او په امام صېب كې مېشته شوه. پلار يې د غزني د شاه جوى او مور يې د قره باغ اوسېدونكې وه. څلور وروڼه او درې خوېندې لري، چې د وروڼو نومونه يې دا دي: اخترمحمد مشر گلبدين حکمتيار شهاب الدين نورالدين نظام الدين پلار او دوه وروڼه يې اختر محمد او نورالدين د وخت د كمونست رژیم لخوا ونيول شول او په زندان كې په شهادت ورسول شول. د شهادت څرنگوالى او د خښولو ځاى يې نامالوم دى، خو د يوه سرتيري د خولې نكل دى چې: عبدالقادر خان يې له زندان څخه بهر ووېست او د آودان دښتې ته يې يووړ. هورې يې په پوځي جيپ پورې وتاړه، او جيپ يې ترهغې ځغلاوه ترڅو چې يې په بې رحمۍ سره په شهادت ورساوه. زده کړې حكمتيار تر پېنځم ټولگي پورې د امام صېب په منځني ښوونځي كې زده كړې وكړې. له پينځم ټولگي څخه وروسته د حربي ښوونځي لپاره غوره شو. شپږمن، اووم او اتم ټولگي يې په نوموړي ښوونځي كې ولوستل او د نهم ټولگي لپاره د شېرخان لېسې ته ولاړ. د ښوونځي د دزه كړې ترڅنگ يې لومړنۍ زده كړې له ارواښاد مولوي قربان محمد څخه وكړې، چې د چاه آب نوموړې عالم ؤ. نوموړي عالم چې د افغانستان له لرغوني او وخت له تاريخ څخه خبر سړې ؤ د حكمتيار په فكري او سياسي روزنه كې پوره ونډه لرله. د شېرخان له لېسې څخه په فارغېدو سره د انجنيرۍ پوهنتون ته د ورتلو نه مخکې كورسونو لپاره كابل ته ولاړ. دا كورس د هغو زده كړيالو لپاره ؤ چې د انجينيرۍ پوهنځي لپاره غوره كېدل، اوانجينيري پوهنځي لپاره لومړنۍ پېر ؤ. پدې پېر كې زده كړيال د انجينيرۍ پوهنځي لپاره تيارېدل. حکمتيار هم د همدغو کورسونو تر بشپړولو وروسته انجنيرۍ پوهنځي کې په زده کړو پيل وکړ خو د خپلو سياسي مخالفتونو په سبب پوهنتوني زده کړې بشپړې ترسره و نه رسولې. سياست کله چې د داود خان د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان وگړو ته د سياسي گوندونو د آزادۍ تر څنگ د بيان آزادي ورکړل شوه نو. د دغه فرصت نه گڼ شمېر وگړو ناوړه گټه پورته کړه او په افغانستان کې د سياسي ډلو د جوړولو بازار تود شو. په همدې وخت کې حكمتيار د انجنيري پوهنځي زده كوونكی ؤ او د کمونستي بړېڅو سره به يې ډغرې وهلې. دا هغه وخت و چې د کابل پوهنتون انگړ په يوه سياسي لوبغالي بدل شوی و او هر څوک چې به د يوه سياسي نظر خاوند و نو د خپل مخالف سره به په مناقشه اومباحثه كې ورگډ و. حکمتيار يو اسلامپال زده کوونکی و او د اخوان المسلمون له افکارو او نظريو نه اغېزمن شوی و او د همدغو ډلو په سياسي فعالينو کې شمېرل کېده او د وخت د سياسي نظام سره يې په ډېرو مسايلو اختلافونه رامېنځ ته شول. د روسانو پر ضد جهاد پاکستان چې د محمد داود خان واکمني يې د ځان د پايښت لپاره يو گواښ گاڼه نو د داود خان د حکومت په وړاندې يې پټې دسيسې او توطيې جوړې کړې او خپل سفارت کې يې د آی اس آی کارکوونکي وگومارل. چې په هغو کې يو کرنل امام و، د آی اس آی دې افسرانو ته دا دنده ورکړل شوې وه چې په افغانستان کې اسلامپال جذب کړي. په همدې وخت کې گلبدين حکمتيار، برهان الدين رباني، احمد شاه مسعود، حاجي دين محمد او ځينې نور غړي د پاکستان لخوا نه جذب شول او هغوی يې د داود خان د واکمنۍ په وړاندې وروځل. دلته پاکستان يو دوه اړخيزه لوبه پيلوي، له يو خوا افغان حکومت ته ځان په دې نژدې کوي چې دوی دا مالومات لري چې د افغانستان په گډوډيو کې څوک ښکېل دي او د همدغو کسانو نومونه د وخت حکومت ته په لاس ورکوي. له بلې خوا همدا کسان په پټه لارو پاکستان ته لېږي او هلته يې د پېښور په بالا حسار کې په پوځي روزنه گوماري. د افغانستان د حکومت په وړاندې د جنگېدلو لپاره وسلې ورکوي او بېرته يې افغانستان کې د جگړې لپاره لېږي. حکمتيار د خپلو همدغو کړنو پر بنسټ د پاکستان د استخباراتي کړۍ سره ډېرې نژدې اړيکې پېدا کوي. او دا لړۍ بيا هغه وخت نوره هم ټينگېږي کله چې په افغانستان باندې روسان پوځي يرغل کوي. دا کار د افغانستان عام وگړي نور هم قهرجن کوي او عام مسلمان وگړي د بېلابېلو جهادي گوندونو سره جهاد پيلوي. پدې توگه حکمتيار چې په پاکستاني چارواکو کې پېژندل شوی کس دی او ډېر خلک پېژني، نو د همدغې پېژندگلوۍ پر بنسټ د اسلامي گوند مشر کېږي چې وروسته په ۱۹۹۲ کې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ نه وروسته د يوه سياسي مشر دريځ خپلوي. د اسلامي غورځنگ جوړېدنه له يوې خوا په پوهنتون كې كمونستانو خپله ولكه ورځ ترورځې ټينگوله، او د غېر اسلامي سياسي ډلو ورځ په ورځ خورېدونكو هځو په ديني شعائرو د كمونستانو بېباكانه تېري ځورول، له بلې خوا د يوه اسلامي غورځنگ نشتوالي ځورول. په پوهنتون كې چا ملي جامه نشوه اغوستلې، ږيره پرېښودل نه ؤ، په هغه چا به ټوكې او مسخرې وهل كېدې چاچې به ږيره يا پگړۍ په سر كړې وه. پدې وخت كې په دين او وطن مېن ځينو ځوانان د لومړي ځل لپاره د لمانځه لپاره له پوهنتون څخه د لمانځه ځاى وغوښت، چې له ډېر كړاو څخه ورته د لېليې ۳ېم پوړ خالي كړاى شو، چېرې چې به مخكې لدې كنسرتونه او نڅاگانې كېدلې. د لمانځه ځاى د اسلامي غورځنگ لپاره د بنسټيزه خښتې په څېر ؤ چېرې چې مسلمان ځوانانو يوبل سره وپېژندل. حكمتيار له هرلمانځه څخه وروسته به يې له ځوانانو سره د پوهنتون سياسي روان حالات څېړل. د هغوي نظربه يې مالوماوه، او د هغوي اسلامي روحيه به يې تلله. پدې وخت كې له شهيد مولوي حبيب الرحمن سره او بيا دهغه له لارې د شريعياتو له ځينو نورو کسانو سره اشنا كېږي. د ليدنو كتنو دا كړۍ ورځ په ورځ پراخېدله ، نو دغوکسانو وپتېيله چې د يوه منظم سياسي كار د روانولو لپاره سره راغونډ شي او ټول هغه کسان راوبلي چې ددې كار لپاره وړ كسان وي. د هماغه پسرلي په يوې داسې شپه كې چې باران ورېده او د پوهنتون په انگړ كې هېڅوك نه ليدل كېدل، د ښوونې او روزنې د پوهنځي په يوه ښوونيزه خونه كې لاندې ځينې ځوانان سره راټول شول: شهيد عبدالرحيم نيازي شهيد مولوي حبيب الرحمن شهيد سيف الدين نصرتيار شهيد عبدالقادر توانا شهيد غلام رباني عطيش شهيد سيد عبدالرحمن شهيد استاد گل محمد خان حكمتيار له دې ډلې څخه ټول په شهادت رسېدلي، يواځې حكمتيار ژوندى پاتې دى. په غونډه كې له اوږدو خبرو اترو نه وروسته دا پرېكړه وشوه چې منظم كار روانوو، ځوانان اسلام ته رابولو، ولس راويښوو، د كمونستانو مقابله كوو، د دوي لخوا چې زموږ هېواد ته كوم جدي گواښ پېښ دى، او د دوي سياسي هلوځلو په ماهيت خلك خبر كړو. فېصله وشوه چې دا د يوې داسې شبنامې په واسطه وشي. د کابل کورنۍ جگړه کله چې په ۱۹۹۲ ز. کال کې د ډاکتر نجيب الله حکومت استعفا وکړه نو د دغې استعفا سره سم عبدالرشيد دوستم او پرچميانو پر ډاکتر نجيب کودتا وکړه او وروسته له کودتا يې د احمد شاه مسعود او جمعيت د سياسي گوندونو سره يو سياسي اېتلاف وکړ. دا هغه وخت و چې گلبدين حکمتيار لا په پېښور کې و. کله چې په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت لخوا دا پرېکړه وشوه چې د جهادي گوندونو کوم مشر تر کومې مودې د افغانستان ولسمشر پاتې کېږي او تر دې وروسته همدا جهادي گوندمشران افغانستان ته راغلل نو د واک پر سر اختلافونه يې په جگړه بدل شول او هر يو جهادي گوند د بل سره يا په اېتلاف کې او يا هم په وړاندې وجنگېده. په دې وخت کې د حکمتيار گوند د کابل نه دباندې په چارآسيا کې و او د مسعود ملېشه پوځ د کابل ولايت واک په لاس کې و. حکمتيار د مسعود سره د واک په اختلاف کې په کابل د راکټونو باران پيل کړ چې په دغو پېښو کې ۷۰۰۰۰ ولسي وگړي ووژل شول. د ۲۰۰۱ م زېږدي امريکايي يرغل پروړاندې درېدل مخکې لدې چې د امریکا په ملاتړ په افغانستان باندې يرغل پیل شي حکمتيار په ايران کې اوسېده چې په کال ۱۹۹۷م زېږدي کې کډوال شوی و. ښاغلي حکمتيار د پاکستان لخوا ډېرې مرستې ترلاسه کړلې او دننه په پاکستان کې یې ډېر واک له ۱۹۷۳م زېږدي څخه تر ۱۹۹۳م زېږدي پورې درلودل ، خو کله چې پاکستان په کال ۱۹۹۴م زېږدي کې پدې پوه شو چې د ښاغلي حکمتيار په مشرۍ گوند ته د افغانستان ډېره کي وگړي چې پښتانه دي ملاتړ نه ورکوي ځکه چې د قدرت پر سر پخپلو کې سره ولېدلي او د دننه د افغانستان کورنيو جنگونو کې هم نور اړخونه نشي مهار کولی نو مخه یې طالبانو خواته واړوله. د ۱۱م سپټمبر ۲۰۰۱م زېږدي کې چې د امريکا د نیوپارک په ښار کې اسمانڅکو دوه ودانيو باندې چې د امریکا او نړۍ د وټه ییزو اړیکو مراکزونه ول پرې د عرب توکمو سختدريځو لخوا برید وشو نو امریکې ته د شاوخوا استخباراتي مالوماتو په ترڅ کې افغانستان کې د پټ شوي عرب اسامه بن لادن سختدريځه گوند القاعده په گوته شول. پدې ترڅ کې د امریکا د وخت هېوادمشر کشر واکر بوش برحاله ولسمشر و. د ښاغلي بوش په اداره کې يوه افغان الاصله وگړي چې د امریکا د منځيني ختيځ او نورو اسيايي هېوادونو سياسي مشاور و ښاغلی زلمی خلیلزاد د امنیت ادارې سره په کار وگومارل شو. ښاغلي خلیلزاد د اېم اېس اېن بي سي خبرپاڼې سره يوې مفصلې مرکې کې د اووه لاروچارو مشورو پر بنسټ د بوش په ادارې ټینگار وکړ چې طالبان په ځانگړي توگه تر عرب جنگياليو لا خطرناک دي او باید چې ورباندې برید وشي. د دغو طرحو په وړاندې کولو سره بوش وپتېیله چې افغانستان باندې کال ۲۰۰۱م زېږدي د اکتوبر په ۷مه نېټه برید وکړي. پدې ترڅ کې خلیلزاد له پخوا څخه د شمالي ټلوالې ملاتړ د امریکا برید لپاره ترلاسه کړی و او ښاغلي احمد شاه مسعود او برهان الدین رباني خپل ډاډونه ورکړي ول او په کال ۲۰۰۰م زېږدي کې او ۲۰۰۱ زېږدي کې پنځه کسان د پلاؤو په توگه اروپا ته واستول او بيا يې واشنگټن ته د همدې پلان لپاره واستول چې د سي آی اې ملاتړ یې همدې برید لپاره ترلاسه کړ. پدې ترڅ کې ښاغلي حکمتيار د برید مخالفت وکړ او جهاد یې د بهرنیو پوځونو د برید په مقابل اعلان کړ. ښاغلی حکمتيار تر نن پورې يوه نامالوم ځای کې اوسېږي او هغه ته اړونده اورپکي یې د امریکايانو پرمټ جوړ شوي حکومت پر خلاف او د بهرنیو پوځونو نارواؤ پر خلاف چې پدې ۱۳ کالونو کې يو نیم میلون شاوخوا ولسي وگړي شهیدان کړي او د خلکو پتونه یې ننگولي خپلې جگړې ته دوام ورکړی همدارنگه افغاني طالبان هم ورسره يوځای غلچکي بریدونو ته دوام ورکړی. د پاکستان خوا طالبان د پاکستان په خلاف جگړې کوي ځکه چې د پاکستان حکومت هم د امریکا ملاتړی دی او د پښتنو مېشت ځايونه چې ډېری وگړي یې نالوستي کلیوال دي په نخښه کوي او په هوايي بمباريو د بې پیلوټه الوتکو پر مټ شمالي او سوېلي وزیرستان وولي. اوس جگړه دې حد ته رسېدلې چې د افغانستان دننه شمالي ټلوالې يوه ډله د نظار شورا د پنجاب حکومت سره په گډه نيابتي جگړې مخه د افغانستان په لور اړولې ځکه چې پنجاب خپل د واک گډوډېدو څخه وېره لري او پاکستان کې دننه بلوڅان هم د زور زياتيو په مقابل د پنجابي زورواکيو څخه خپل د حقوقو غوښتونکي دي چې دغو باندې پاکستان مشکوک دی چې د کرزي بيا د اشرف غني اداره یې ملاتړ کوي. پدې ترڅ کې مختلفه ناجوړه وگړي د ځانوژنې لپاره چمتو کوي او افغانستان ته یې استوي. خو په افغانستان کې دننه سياستوال لا هم ندي توانېدلي چې د پاکستان يرغل په کونړ او نورو سیمو او نيابتي جگړې لوبغاړي چې دننه په افغانستان کې ښايي عطانور یې لارښودی دی مخنيوی وکړي . د کرزي په دولت کې فعالیت ادبي ژوند حكمتيار له خپل سياسي او جهادي ژوند سره سره ليك ليكنې ته بشپړ وخت وركړى، او خپل سياسي، جهادي، ديني او ټولنيز موضوعات يې د قلم ژبې ته وركړي، او ښې ډېرې ليكنې يې كړي، چې د اټكل له مخې يۍ شمېره ۱۲۰ سلو ډول، ډول موضوعاتو ته رسېږي. د افغانستان په سياسي، ديني او ټولنيز بهير كې به دی هم يو د ليک او نظر كس وي، چې دومره ليکنې ېې ترسره كړي. په لاندې ډول د هغو كتابونو نومونه ياد شوي چې انجنير گلبدين حکمتيار ليكلي: پوهنیز او ديني ليكنې کليد قرآن دقرآن قَسَمونه انفاق در قرآن حقيقت نفاقپه تركي هم ژباړل شوى جايگاه زن در اسلام تقدم شعور برماده جنگ از ديگاه قرآن قرآن وملت هاى اسير خدا ، قرآن، انسان از سوره يوسف بياموزيم مرگ ژوند په قرآن کې ابراهيم در آزمون خدا امام مهدى و باورهاى خرافى تجلى ايمان در قول وعمل شعر وعرفان در محک قرآن آيا در قرآن عيبى يافته اند؟ نقد فيلم يوسف پيامبر حقيقت نفاق از ديگاه قرآن ساينس او د قرآن علمي اعجاز حقيقت شرک و توحيد پشتو ودرى اسرار نماز په پښتو، درى او اردو ژبو رښتينى ايمان؛ اركان او غوښتني ئې په ملائکو ایمان، دلايل او غوښتنې یې په پښتو ژبه، عربي ته ژباړل شوی. په قضا او قدر ايمان او مقتضيات ئې په پښتو ژبه، عربي ته ژباړل شوی. په الله ايمان معنى، دلائل اوغوښتنى يې په پښتو ژبه، عربي ته ژباړل شوی. په آخرت ايمان معنى، دلايل او غوښتنى يې په پښتو ژبه، عربي ته ژباړل شوی. په کتابونو ايمان معنى، دلائل اوغوښتنى یې په پښتو ژبه، عربي ته ژباړل شوی. په پيامبرانو ايمان معنى ، دلائل اوغوښتنې یې په پښتو ژبه، عربي ته ژباړل شوی. از سوره يوسف بياموزيم درى و پښتو د قرآن پلوشې لومړى جلد د الفاتحه سورت ، البقره او النسأ سورتونو تفسیر دی په اردو هم ژباړل شوى د قرآن پلوشې دوهم جلد د المائده، الانعام،الاعراف او الانفال سورتونو تفسیر دی. په اردو ژباړل شوى د قرآن پلوشې درېيم جلد په اردو هم ژباړل شوى د قرآن پلوشې څلورم جلد په اردو هم ژباړل شوى د قرآن پلوشې پنځم جلد په اردو هم ژباړل شوى د قرآن پلوشې شپږم جلد د قرآن پلوشې اوم جلد د قرآن پلوشې اتم جلد د قرآن پلوشې د يوسف سوره د قرآن پلوشې جزء په اردو ژباړل شوى د قرآن پلوشې جزءپه اردو ژباړل شوى بايبل د قرآن په رڼا کې بهترين شهکارعلمى ، سياسى و تحقيقى در ٨٧١ صفحه بزرگ جلوه هايى ازاسرار قرآن جزء ٢٩و ٣٠ او پښتو یې د قرآن پلوشې هر یو په دوه، دوه ټوکو کې سیاسي لیکنې موالات؟ عقيدۀ ما فکر آخرت اسلامي نهضت په اردو هم ژباړل شوى اساسى قانون د آزادى لار درسى از ميلاد چه نوع اتحاد؟ د فتحى کاروان خندق داران آتش ويژگي هاى صف اسلامي جهان بينى توحيدى د د کابل غم ولى؟ مصاحبه با محمود تركي ويژگيهاى صف اسلامى حاميان سنگر فرعون درسى ازعاشورى حسين در پاسخ به مخملباف اوربند او زموږ دريځ عروج و نزول ملت ها قومي مشرانو ته خطاب مهاجرينو ته څو توصيى نهضت و عناصر فرصت طلب هماغه د اسلام تاريخي لار سيد احمد شهيد ژباړه د جهاد د برياليتوب راز مسؤل قوماندان ته خطاب موقف ما و جريانات اخير حل سياسى قضيه افغانستان امت اسلامى درى و پښتو افغانستان د امريكا بل ويتنام بحران ، مشکلات و راه حل ها دسپتمبر ـ مرکى او مقالى مشکلات سياسى ـ مذهبى افغانها قيادت حزب اسلامى افغانستان د جگړي عوامل او د حل لاري ئې راه هاى حل بحران افغانستان د اسلام تېر برم ته د رسېدو لار د گوانتانامو د زندانيانو پيغام معلم يا دفکرى سنگر قوماندان د اسلامي دولت اساسي قانون کوم اساسى قانون د منلو وړ دى؟ خطاب به مهاجرين پشتو و درى د اسلامى حکومت په وړاندى خنډونه دافغانستان د اسلامى حکومت تگلاره د انقلاب درې مهمي قضيې او زموږ دريځ شيوه هاى انتخاب زعامت در جامعۀ اسلامى اور بند ! او زمونږ دريځ پښتو و درى پټې توتیې بربنډې څېرې درى، پښتو، عربي او اردو ژبو کې طالبان څوك دي او د مجاهدينو په اړه څه وايي؟ د امريکا ضد اسلامى جهاد ژور اسرار مهم اسناد انځوریز البوم دا هم وگور د افغانستان اسلامي حزب بهرنې تړنې د اسلامي حزب په اړه یو مالوماتي بلاگ د تنویر په نامه بلاگ د تنویر کتابټون - د حکمتیار ډیری کتابونه لدې کتابتون څخه ترلاسه کولای شی. سرچينې اسلامي غورځنگ، لیکوال: انجنییر گلبدالدین حکمتیار ۱۹۴۷ز زوكړي ژوندي خلک افغانان پښتانه جهادي سياستوال شاعران افغان شاعران لیکوالان افغان لیکوالان افغان مشران افغان جنگسالاران افغان جهادي رهبران اخوانیان جهادي رهبران لومړي وزیران افغان لومړي وزیران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%D9%8A%D8%A7%D8%B1
عبدالاحمد محمديار
عبدالاحمد محمديار په انگرېزي: ځوان ليکوال او شاعر دى، چې د افغانستان په فرهنگي ډگر کې يې زياتې هڅې کړې دي. دا مهال په کندهار کې ژوند کوي او د بېنوا فرهنگي ټولنې مشري يې ورترغاړې ده. مخينه د ارواښاد محمد حسين زوى پر ل كال د شنه ارغنداو په چارباغ سيمه كې زېږېدلى دى، يو كلن و چې د گوزڼفلج كرغېړنې ناروغۍ يې له سترگو څخه رڼا او له تنكيو پښو څخه د خوځښت زور واخيست. محمديار د ژوندانه تر دې شېبې پورې يوازې پر خپلو دوو ژمنو ملگرو لكړو د خپل ژوند درانه پېټې لېږدولي او له هغوى سره يې د تلپاتي يووالي ژمنه كړې ده. څه له پاسه اووه كلنه شاعري يې دې حد ته رسولې ده، چې په كندهار ادبي ټولنه كې يې د ادبي بنډار ټول ملگري تر بلې مياشتنۍ مشاعرې پورې د شعر اورېدو ته په تمه وي. ځينې خواره واره نثرونه او شعرونه يې په طلوع افغان ورځپاڼې، خلافت، هيلې، گندهارا، كندهار او نورو مجلو كې خپاره شوي دي. د محمديار د ذهن يوه برخه حماسې او يو ډول جوش ته ځانگړې شوې چې ځيږه ژبه يې بيا ددې اغېز نور هم ډېروي، تغزل يې ښايسته او له بغاوت څخه ډك دى، هېڅوخت يې د خپل شعرواعظ او زاهد ته ددوستۍ لاس نه دى وركړى، بلكې دى ورته هره شېبه گواښېږي او نادودې يې په زغرده غندي.هېڅوخت له ژونده نهيلى شوى نه دى، هغه د صبر لوى غر دى چې يوازې ديوې وركې رڼا په تمه شپې سبا كوي او هر څه زغمي. كله چې قلم اوچتوي نو د الهام په مست سمندركې ډوبېږي او خيال يې دومره اوچت الوت كوي چېد اسمان لورسپوږمۍ يې پر لمن باندې را رغړي. زده کړې عبدالاحمد محمديار خپلې زده کړې تر دوولسم پورې په کندهار کې بشپړې کړي. دا مهال په کندهار پوهنتون کې د ادبياتو پوهنځي د لومړي کال محصل دى. باندنۍ تړنې په ويکي شعرونو کې د عبدالاحمد محمديار شعرونه سرچينې د ارغند د څپو ژبه پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D9%8A%20%D8%AD%D9%8A%D8%B1%D8%AA
عبدالباري حيرت
ښاغلى عبدالباري حيرت د حيات الله كاكړ زوى پر ۱۳۵۶ ل كال د زابل ولايت په دارې كلي كې زېږېدلى دى. زده کړې د جگړو تور ښامار كډوالۍ ته اړويست، په كډوالۍ كې يې تر اتم ټولگي پورې د لورلايي په زنگيواله كې زده كړه وكړه. پرل. له گورنمنټ ډگري كالج څخه ددوولسم ټولگي په برياليو زده كوونكو كې و،پر همدې كال د كانكور تر ازموينې وروسته د كندهار پوهنتون ته بريالى شو او اوس د كندهار پوهنتون د طب پوهنځي ددرېيم كال محصل دى. ادبي ژوند له پنځو كلونو راپه د ېخوا شعرونه ليكي. حيرت د خپل شعري پر مخيون په بري كې دپښتو ادبي جرگې مشر خير محمد عارف ډېرې هڅونې ستايي، چې دده په اند ډېر څه يې ترې زده كړي دي. شعري بيان يې ساده او عاطفي دى، كه يې ډېر څه ولوستل د راتلونكي لپاره دډېرو ښو هنري پنځونو لپاره به د پياوړي مگټ څښتن شي، كه د وزن او څپو په برخه كې يې هم له لږ څه غور څخه كار واخيست شعري بيان به يې لا ښكلى شي، د نويو غورو شعري ټولگو لوستل هم په دې كار كې ورسره مرسته كولاى شي. د كندهار پوهنتون فرهنگي څانگې په مياشتنيو غونډو كې هم گډون كوي، همدا راز كله كله كندهار ادبي ټولنې ته هم ورځي او خپله ادبي تنده په كې ماتوي، د پوهنتون د درسونو تر څنگ ادبي او فرهنگي هڅې روانې ساتي. باندنۍ تړنې پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%B5%D9%8A%D8%B1%20%D8%B9%D8%A8%D8%B1%D8%AA
عبدالبصير عبرت
ارواښاد عبدالبصير عبرت پر ١٣٥٢ل كال د زابل ولايت، ناوې والسوالۍ په بلبلي كلي كې زېږېدلى دى. له اره د وردگو ولايت د سيداباد ولسوالۍ اوسېدونكى دى، چې پلار او نيكونه يې ډېر كلونه پخوا زابل ولايت ته راكډه شوي او هملته يې استوگنه غوره كړې ده. په څوارلس كلنۍ كې يې د پاكستان په يوه ديني مدرسه كې خپلې لومړنۍ زده كړې پيل كړې او بيا يې د همدې هېواد د بېلابېلو سيمو په ديني مدرسو كې درسونه وويل. تر څه مودې وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون شو؛ يو كال يې تېر كړى نه و چې بېرته پاكستان ته لاړ او يو ځل بيا يې پر ديني زده كړو پيل وكړ، د يوه كال په بهير كې يې قران كريم په بشپړ ډول حفظ كړ. نوموړي په خپل ژوند كې گڼ شمېر فرهنگي او ادبي كارونه ترسره كړي، د هرات او كندهار ولايتونو په اطلاعاتو او كلتور رياستونو كې يې ډېره موده د يوه ژمن او هوډمن ليكوال او ادبپال په توگه دنده ترسره كړې ده. نوموړي پر دې بوختتياوو سربېره شاعري هم كوله چې د شعرونو ټولگه يې د ده تر شهادت وروسته د كندهار اطلاعاتو او كلتور رياست له خوا پر ١٣٧٨ل كال خپره شوه، په دې ټولگه كې د عبرت هغه شعرونه راغلي چې له ١٣٧١١٣٧٠ل كال راوروسته شعرونه راغلي دي. كېدى شي دا ټولگه بشپړه نه وي او ډېر نور شعرونه يې له چاپه پاتې وي، ددې ټولگې ډېر شعرونه حماسي او رزمي بڼه لري، ورسره ځينې داسې بېلگې هم لولو چې د هنريت له مخې ډېر لوړ او ارزښتمن دي. د عبرت شاعري دده د عمر په پرتله ډېره اوچته ښكاري كه چېرې ژوند ورسره وفا كړې واى نو عبرت به خپلې ټولنې ته داسې هنري بېلگې وړاندې كړي واى چې په ښو او معياري بېلگو كې وشمېرل شي، له بده مرغه نوموړى پر ١٣٧٦ل كال په بادغيس ولايت كې په شهادت ورسېد. او هنري ژوند يې هم نيمگړى شو پښتانه شاعران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%DB%90%D9%86%DA%89%D9%88%D8%B3%DA%A9%D9%88%D9%BE%D9%8A
اېنډوسکوپي
اېنډوسکوپي د مېنځ کتنې مانا لري او په ټولگړي توگه دا هغه کړنه ده چې په دې کې د طبي موخو لپاره د انسان د منځني غړو کتنې لورې اشاره ده. دا کتنه د يوې طبي آلې په مرسته چې د اېنډوسکوپ په نامه يادېږي ترسره کېږي. په انجينرۍ کې هم د بوروسکوپ په مرسته د ناليدونکو تخنيکي کړنو حالت لوري ته اېنډوسکوپي وايي. په داسې کړنو کې هغه تخنيکي سامانونه چې د سترگو د ليدلو وړ نه وي نو د اېنډوسکوپۍ له لورې يې کتنه کېږي او بيا غوښتلې انجينري پرې سر ته رسي. کتنه اېنډوسکوپي يوه لږ خپرېدونکې تشخيصي طبي کړنه ده چې د بدن د منځنيو غړو د سطحو د کتنې لپاره بدن کې د يوه نلکې په ننوېستلو سره ترسره کېږي. دا آله يوه کلکه او يا هم کږېدونکې تيوب لري او يواځې داسې انځورونه جوړوي چې د طبي کتنې او طبي زده کړو په موخه د عکاسۍ لپاره هم کارېږي، خو ددې آلې په مرسته بيوپسي هم اخېستل کېږي او د مشکوکو غړو او نورو برخو څارنه او موندنه هم پرې ترسره کېږي. اېنډوسکوپي د لږ خپرېدونکې جراحۍ يوه اهمه وسيله ده. . : . . . د اېنډوسکوپ برخې يو اېنډوسکوپ له لاندينيو برخو جوړ شوی يوه کلکه کږېدونکې او تاوېدونکې کوپۍ يوه رڼاييزه سرچينه چې د بدن د اورگان په کتنه کې په يو غړي باندې رڼا اچوي او د کتنې ځای د سترگو د ليدلو وړ گرځي. د رڼا سرچينه اکثراً د بدن نه دباندې وي او رڼا د رڼايي سپڼسيو د غونډال په مرسته په اړونده ځايونو باندې غورځېږي. کارېدنه اېنډوسکوپ يواځې د طبي چارو لپاره نه کارېږي، ددې په مرسته ډېر څه کتل کېږي چې ځينې يې دا دي د معدې او کولمې يا گاسټرو انټېسټېنال لاره لاره: د خوړلو مرۍ، معده او د کولمې پورتنۍ برخه اېسوفېجوگاسټروډيوډېنوسکوپي وړه کولمه کولون کولونوسکوپي،پروکټوسېگمويډوسکوپي د تريخې نلکه انډوسکوپيک رېټروگرېډ کولېنجيوپانکرياټوگرافي ډويېډونوسکوپ-مرستندويه د ساه نلکه پزه راينوسکوپي د ساه اخيستنې لاندنۍ برخه برونکوسکوپي د متيازو لاره سيسټوسکوپي د ښځينه زېږندويه غونډال د مهبل غاړه يا سروېکس کولپوسکوپي د زېلانځي هيسټېروسکوپي د فالوپاين تيوبونو فالوسکوپي په نورماله توگه د بدن بند د يو وړوکي په مرسته: د بندونو منځ آرتروسکوپي د ټټر اورگانونه تورکوسکوپي او مېډياسټنوسکوپي د بلاربتوب پر مهال د جنين کتنه فيټوسکوپي پلاستيکي جراحي د طبابت نه پرته د انډوسکوپي کارونه - تاريخ . . . . . . . . . . . . . . - . . . وېرې د اېنډوسکوپي د کارولو سره دغه لاندينې وېرې شته دي د نورو غړو انتانيت د غړو سوری کېدنه د رنگونو او توپيري توکو په سبب د الرژۍ يا حساسيت راپارېدنه د ساري په توگه هغه رنگونه او توپيري توکي چې د يا سي ټي ځيرڅارنه کې کارېږي - اوسني پرمختگونه . . دا هم وگورۍ انجيوگرافي فېبروسکوپ روبوټيکه جراحي سرچينې : . :- . . . ---. باندنۍ تړنې د پروژه ، د ويډيويي زده کړې گڼيالي اطلس - گاسټرواېنټېرولوجي -
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D8%B1%D8%A7%D8%B3%D8%B3%D8%B1%D9%88%D9%86%D9%87
پراسسرونه
پراسسرونه په انگرېزي: هغه مشهور پراسسرونه کوم چې د انتل شرکت لخوا په دې وروستيو لسيزو کې بازار ته وړاندې شوي په لاندې ډول دي:زما مخپانې ته ښه راغلئ! پراسسر دا پراسسر په م کال د شرکت له خوا په ځاني کمپيوټرونو کې د گټې وړ وگرځيد چې دا يو بيتي پراسسر ؤ او کولای شوای چې تر يوه ميگا بايت ساتنځي پورې حافظه د گټې اخيستو وړ وگرځوي. او چټکتيا يې ميگا هرتز ته رسيږي. پراسسر دا پراسسر په م کال کې بازار ته وړاندې شو د پراسسر په څېر يو بيتي پراسسر ؤ د مخکنيو پراسسرونو په پرتله يې مهم ښه والی دا ؤ چې کولای شوای په يوه وخت کې څو پروگرامونه سرته ورسوي. ددې پراسسر بل ځانگړيتوب په ديې کې ؤ چې دې پراسسر کولای شوای چې په دوو لاندې حالاتو کې کار وکړي: حقيقي موډ ساتل شوی موډ دې پراسسر کولای شوای چې په حقيقي موډ کې تر يوه ميگا بايته او په ساتل شوي موډ کې تر ميگا بايته پورې ساتنځی په کار واچوي. پراسسر دا پراسسر چې په کال م کې بازار ته وړاندې شو د پراسسر څخه چټک ؤ او يو بيتي پراسسر ؤ چې کولای شوای تر گيگا بايته پورې حافظه تر کارونې لاندې راولي. پراسسر دا پراسسر په کال کې بازار ته وړاندې شو او د په لومړيو لسيزو کې له مشهورو پراسسرونو څخه ؤ. د لمړي ځل لپاره پټه حافظه ددې پراسسر په واسطه په کار يوړل شوه. پراسسر د پراسسر د انتل دشرکت په واسطه په کال کې بازار ته وړاندې شو د مخکنيو پراسسورنو سره ددې پراسسر توپير په دوو عمده څيزونو کې دی: :چټکتيا : ددې پراسسر چټکتيا د مخکنيو پراسسرونو په پرتله ډېره ده. :د کلمې اندازه: د پراسسر يوه کلمه د بيتو لرونکې وي،يا په بل ډول دا پراسسر کولای شي چې بيټه په يوه وخت کې پراسس کړي.چې په دې پسې او پراسسرونه منځ ته راغلل. همدارنگه لاندې پراسسرونه چې د بيلا بيلو کمپنيو پواسطه جوړ شوي هم د يادونې وړ دي: :اتانيم پراسسر : يو بيتي پراسسر دی چې د انتل شرکت لخوا جوړ شوی او په هغه کمپيوټرونو کې چې په شبکه کې د سرويس ورکوونکي دنده په غاړه لري ترې کار اخيستل کېږي. : پراسسر: يو بيتي پراسسر دی چې د او شرکت لخوا جوړشوی دی له دې پراسسر څخه په مکنتاش کمپيوټرونو کې کار اخيستل کېږي. :او پراسسر: دا او بيتي پراسسرونه دي چې د شرکت پواسطه جوړشوي دي له دې پراسسر څخه په هغه وسايلو کې کار اخيستل کېږي کوم چې د کمپيوټر پواسطه کنتروليږي. :الفا پراسسر : دا يو بيتي پراسسر دی چې دديجيتل شرکت پواسطه جوړ شوی او همدارنگه اوسمهال دشرکت پواسطه هم جوړيږي.د شبکې په سرويس ورکوونکو او لويو کمپيوټرونو کې ترې کار اخيستل کېږي. : پراسسر: دا يو بيتي پراسسر دی چې د سليکان گرافيکس شرکت پواسطه جوړ شوی او دشبکې په سرويس ورکوونکو ،په ويديويي لويو ماشينونو او نورو وسايلوکې ترې کاراخيستل کېږي. : پراسسر: دايو بيتي پراسسر دی چې د --شرکت پواسطه جوړشوی او په ځاني کمپيوټرونو کې ترې کار اخيستل کېږي. د گړۍ چټکتيا يواځې د د چټکتيا ټاکونکې نه ده بلکې د پراسسرپه چټکتيا کې د پراسسر ډيزاين او جوړښت هم ونډه لري.دهغه بيتونو شمير کوم چې په يوه وخت کې د پواسطه پراسس کېږي د په چټکتيا کې هم رول لري.نوې گانې په يوه وخت کې کولای شي چې ډير شمير بيتونه پراسس کړي. د پواسطه په يوه وخت کې د پراسس شوو بيتونو شمير معمولاً له څخه تر پورې وي او د د ويېکلمېپه نامه ياديږي.اوسنۍ گڼ شمير گانې ددستورونو يو بشپړ سيټ دی چې ددستورونو څخه يې ځيني په ډير لږوالي د گټې وړ گرځي. هغه کمپيوټرونه چې ددې ډول لرونکې وي ددستورونو د بشپړ سيټ کمپيوټرونو په نامه ياديږي.څيړنې ښيې چې داډول پراسسرونه د هغه پراسسرونو په پرتله کوم چې لږ شمير دستورونه سرته رسوي ورو وي. نن ورځ گڼ شمير لوی او ځاني کمپيوټرونه له هغو پراسسرونو څخه کار اخلي کوم چې د لږو دستورونو د مجموعې لرونکي وي چې دا د په نامه ياديږي. سي پي يو گانې چې د شرکت پواسطه جوړې شوې او سي پي يو گانې چې د شرکت پواسطه جوړې شوې د سي پي يو گانو بيلگې دي. پراسسرونه د پر بنسټ ډيزاين شوې دي مگر د انتل شرکت انجينران د د چټکتيا د زياتولو لپاره له نورو تخنيکونو څخه گټه اخلي چې د انتل گانو او د د چټکتياؤ تر منځ توپیر په پايله کې لږوي. ، بيتي پراسسر هم چې د انتل شرکت څخه دي د پر بنسټ ډيږاين شوې دي.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A2%D8%B1%20%D8%AF%DA%93%D9%87
آر دړه
آر دړه چې د مادر بورډ او سيستم بورډ په نامه هم ياديږي، دسيستم د برخې په دننه کې ځای په ځای شوې ده. پراسسر،اصلي حافظه، بسونه،پراختيايي درزونه او پراختيايې کارتونه د اصلي دړې د پاسه ځای لري. درايوونه او د کمپيوټر اړخيز وسايل لکه ليکمن ،موږک ،د چاپگر او مانيتور هم له دې دړې سره وصل دي . ټول هغه وسايل چې له دې دړې سره وصل شوي په حقيقت کې يو له بله اړيکې لري. اصلي دړه د کمپيوټر د سيستم مهمه برخه ده.که څه هم د کمپيوټر په سيستم کې نورې مهمې برخې هم شته ،کوم چې له دې برخو پرته د کمپيوټر سيستم نشي کولای چې کار وکړي، مگر اصلي دړه دا ټولې برخې يو له بله سره يوځای کړې. په ټوليزه توگه نوې اصلي دړې د شنه ځانگړيتوب لرونکې دي.شين خاصيت هغه خاصيت دی چې د هغه پر بنسټ اصلي دړه کولای شي چې کله له کمپيوټره څخه کار نه اخلو او کمپيوټر روښانه وي د ډيرو مصرف کوونکو وسايلو لکه مانيتور،کلک ډيسک،او د بريښنا مصرف لږوي. نو که چېرې کارن له يوه ټاکلي وخت وروسته ،چې هغه هم د کارن پواسطه ټاکل کېږي ،له ليکمن او موږک څخه کار وانخلي نو اصلي دړه د تصوير سگنالونه غوڅوي د کلک ډيسک ماشين له کاره غورځوي او همدارنگه ته د ننه ايستلو د گړۍ تپيدا قطع کوي او کمپيوټر په نيمه فعال حالت بدليږي.مگر د ليکمن د يوې کلۍ په فشار ورکولو سره ټول څيزونه خپل عادي حالت ته راگرځي او کمپيوټر بيرته خپل فعال حالت نیسي. آر دړه سولگر
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%B3%D9%88%D9%84%DA%AF%D8%B1%20%DA%89%D9%88%D9%84%D9%88%D9%86%D9%87
د سولگر ډولونه
کولای شو چې سولگرونه د ځينو ټکو له په پام کې نيولو سره په ډولونو وويشو.د معلوماتو د پراسس له مخې کمپيوټرونه په لاندې دريو ټولگيو ويشل شوي دي. گڼيالي کمپيوټرونه دا هغه کمپيوټرونه دي چې دتورو او اعدادو په مټ کار کوي او په ټوليزه توگه د گټې اخيستو وړ دي.په دې ډول کمپيوټرونو کې بايد ټول کميتونه د په توگه څرگند شي.کمپيوټر ته لمړني ورکړل شوي معلومات د تورو اعدادو او نښو څخه تشکېل شوي او هغه پايله چې د کمپيوټر په مټ ښودل کېږي هغه هم د تورو او اعدادو په بڼه وي او له همدې ډول کمپيوټرونو څخه ډيره گټه اخيستل کېږي. د رقمي کمپيوټرونو پايله د قياسي کمپيوټرونو په پرتله دډېر دقت لرونکې وي. قياسي کمپيوټرونه دا هغه کمپيوټرونه دي چې دنښو په واسطه کار کوي.دا کمپيوټرونه د رقمي کمپيوټرونو بر خلاف توري او اعداد نه پيژني مگر په يوه ټاکلي دقت سره کميتونه اندازه کوي.ددې ډول کمپيوټرو استعمال محدود دی او په ځانگړو برخو کې لکه د بريښنا د ولتاژ اندازه کول،چټکتيا،تودوالي،لوړوالي،د تيلو حرکت،د زاويو دوران ،د انرژۍ د سرچېنو موندل او په نورو ځانگړو برخو کې ترې گټه اخيستل کېږي.له شک پرته دا کمپيوټرونه ډيرې مهمې چارې سرته رسوي مگر گټه اخيستل ترې محدود دي.څنگه چې داډول کمپيوټرونه د مقاديرو پرتله او اندازه کول په عين عمليه کې سرته رسوي نو دهمدې لپاره ساتنځي ته اړتيا نه لري. ددي ډول کمپيوټرونو چټکتيا د رقمي کمپيوټرونو په پرتله ډيره خو ځيرتيا يې نسبتا لږ ده. ترکېبي کمپيوټرونه دا ډول کمپيوټرونه د دوو پورته ياد شوو ډولونو د ځانگړتياؤ لرونکې دي له همدې کبله د هايبريد يا ترکېبي کمپيوټرونو په نامه ياديږي.داډول کمپيوټرونه کولای شي چې رقمي او يا قياسي لومړني معلومات ومني.چټکتيا يې د قياسي او ځيرتيا يې د رقمي کمپيوټرونو په څير دي. په ډيرو ځانگړو برخو لکه د هوايې دفاع سيستم،د طبي لابراتوارونو وسايلو اوپه داسې نورو برخو کې چې هلته د لومړنيو معلوماتو د دواړو ډولونو اندازه کول اړين وي د گټې وړ گرځي.کمپيوټرونه د چارو دسرته رسولو د چټکتيا او قدرت له مخې په لاندې څلورو ډولونو ويشل شوي دي: لوی کمپيوټرونه له چټکو کمپيوټرونه څخه دي چې په يوه ثانيه کې د ميلونونو چارو په سرته رسولو لاس بري دي.په پوهنيزو، څيړنيزو او نظامي پروژو کې د گټې اخيستو وړ دي.دې ډول کمپيوټرونو د کمپيوټر په صنعت کې د لويو هيوادونو دسيالۍ لپاره شونتياوې منځ ته راوړې. ددې کمپيوټرونو قيمت ډير د قوي او يا له يوه څخه د زياتو پراسسورونو لرونکی وي. کمپيوټرونه دا کمپيوټرونه اصلاً په کمپيوټري شبکو کې د گټې اخيستو وړ گرځي.په دې سيستم کې د په نامه د يوه تخنيک په مټ کېدای شي چې څو کارنه له کمپيوټر سره د ليکمن او يا مانيتور له لارې په يوه وخت کې وصل شي.له دې ډول کمپيوټرونو څخه لوی شرکتونه او دولتي يا غير دولتي ادارې کار اخلي.ددې ډول کمپيوټرونو قيمت ډير او په لږ وخت کې دد لويو کمياتو په پروسس کولو لاس بری دی. کوچني کمپيوټرونه د معلوماتو د ساتلو د وړتيا او چټکتيا په برخو کې له کمپيوټرونو وروسته دا قوي کمپيوټرونه دي چې نسبتاً د کوچنيو شرکتونو لخوا ترې گټه اخيستل کېږي.د چارو په سرته رسولو کې د قدرت او چټکتيا له په پام کې نيولو سره په منځني حد کې ځای لري. مايکرو کمپيوټرونه دا کمپيوټرونه چې د ځاني کمپيوټرونو په نامه هم ياديږي د معمولي دود وړ کمپيوټرونوله ډول څخه دي.په ټوليزه توگه کېدای شي چې دا ډول کمپيوټرونه په دوو لاندې بڼو وموندل شي. الف :د ميز دسر کمپيوټرونه : دا ډول کمپيوټرونه د ميز په سر ايښودل کېږي او د لاندې بيلا بيلو برخو لرونکي دي: دسيستم برخه :پراسسور،ساتنځی ،اصلي دړه،درايوونه،پورټونه او د کمپيوټر نورې پرزې د سيستم په برخه کې ځای په ځای شوي دي. د ښودنې پاڼه ليکمن موږک ب:د ليږدولو وړ کمپيوټرونه : دا ډول کمپيوټرونه د کوچني حجم لرونکي دي او ديوه لاسي بکس په څير او حتي له هغه څخه هم اسانه کېدای شي چه په جيب کې يوړل شي.د پلن سکرين لرونکي دي او دبطرۍ په مرسته انرژي اخلي. ددې ډول کمپيوټرونو مشهورې بيلگې دادي کمپيوټرونه د يوه لاسي بکس په څير کوچني کمپيوټرونه دي چې تاسو کولای شۍ د گونډو د پاسه کېږدۍ او کار پرې وکړۍ.له همدې امله د په نامه ياديږي.داډول کمپيوټرونه له يوې بطرۍ څخه گټه اخلي چې د بريښنا له تللو وروسته بيا هم تر يوه مهاله کار کوي. لاسي کمپيوټرونه کوچني کمپيوټرونه دي چې کولای شو د يوه لاس پواسطه هغه ونيسو او په بل لاس پرې کار وکړو له جيب څخه د هغه په وړلواو راوړلو کې گټه اخيستي شو.د کليزې،ديادښت کتابچه ،اطلاعاتي بانگ،اود حساب د ماشين په توگه د چارو د سرته رسولو لپاره او همداسې په نورو برخو کې کولای شو چې ترې گټه واخلو.دا ډول کمپيوټرونه د ښودنې له کوچنۍ پاڼې او کوچني ليکمن څخه گټه اخلي.ډير له دې ډول کمپيوټرونو څخه د ليکمن او موږک په ځاي له يوه قلم او اشاره کوونکې دستگاه څخه کار اخلي.پروگرامونه يې معمولاُ په کې ساتل شوي وي.د او په نامه هم ياديږي. يادونه لکه څرنگه چې هر کمپيوټر کېدای شي له يوه ځاي څخه بل ځاي ته وليږدول شي،له همدې امله ددې ډول کمپيوټرونو لپاره د ليږدولو وړ اصطلاح نسبي ده. سولگر
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D9%82%D9%85%20%D8%AC%D9%88%DA%93%D8%A4%D9%86%DA%A9%D9%8A%20%D9%88%D8%B3%D8%A7%DB%8C%D9%84
رقم جوړؤنکي وسایل
رقم جوړؤنکي وسایل د:رقم جوړونکې وسايل کمپيوټر مخکې له دې چې په لاس ليکل شوی او يا چاپ شوی متن يوله بله وپيژني هماغه متن بايد په رقمي ډول بدل کړي تر څو د کمپيوټر په حافظه کې وساتل شي. څرنگه چې معلو مات په بيلا بيلو بڼو سره دي نو د هغوی د رقمي جوړولو لپاره بايد له بيلا بيلو وسايلو څخه کار واخيستل شي ددې وسايلو ځيني ډولونه په لاندې ډول دي: :سکنر : سکنر د معلوماتو د ننه کولو يوه وسيله ده چې کولای شي د گرافيکي بڼو او د متنونو رقمي ښودنه برابره کړي. سکنر په بيلا بيلو بڼو سره موندل کېږي د بڼو د نه په پام کې نيولو سره سکنر کولای شي چې فوتو گراف،رسامي،چارت،او دچاپ شوو معلوماتو نور ډولونه د په ډولونو بدل کړي تر څو د گرافيکي پروگرامونو په مرسته کمپيوټر وکولای شي چې هغه ذخيره او پراسس کړي. :ديجيتل کمره : ديجيتل کمره د يوه رقمي انځور په بڼه د حقيقي بڼو د سملاسي انځور اخيستلو لپاره په کار وړل کېږي. د پاڼې پر مخ د چاپي بڼو پورې محدوده نه ده بلکې هر هغه څيز چې عادي کمره يې اخيستلای شي هغه ثبتوي .ديجيتل کمره کولای شي چې دډيسک د معلوماتو د ساتنې د وسايلو لکه د فلش حافظه،د بيټي بڼو ډولونه ذخيره کړي.ديجيتل کمره له کمپيوټر سره د پورټ له لارې نښليدای شي. ويديويي رقم جوړؤنکی : دا دسرکتونوهغه مجموعه ده چې کولای شي له ويديويي کمرې ،تلفاز او يا نورې ويديويي سرچېنو څخه ورودي واخلي او هغه رقمي سگنالونو ته واړوي. له هغې وروسته کولای شي چې رقم شوي سگنالونه د کمپيوټر په ساتنځي کې وساتي او په سکرين يې وښيي. څرنگه چې ديجيتل ويديويي کمره اشکال په رقمي بڼه اخلي نو کولای شو چې ويديويي سگنالونه په مستقيمه توگه او له ويديويي رقم جوړؤنکي پرته کمپيوټر ته وليږدوي. :د غږ رقم جوړؤنکي : د غږ رقم جوړؤنکي د يوه داسې سرکت لرونکي دي چې کولای شي د مايکروفون او نورو غږيزو وسايلو غږ رقمي کړي. د غږ ورودي ذکي پروگرامونو ته اړتيا لري تر څو وکولای شي چې دا غږونه کمپيوټر ته په سمه توگه تفسير کړي. غږونه په هوا کې د څپو په بڼه خوځيږي،مايکروفون دا څپې د انالوگ په اليکتريکي سگنالونو بدلوي له هغې وروسته د په مرسته انالوگ سگنالونه باينري بڼي ته اوړي. معمولاً د غږ دکارت د پاسه ځای لري. :حس کوونکي : له حس کوونکو څخه د تودوخې،رطوبت،فشاراو نورو فزيکي مقاديرو د اندازه کولو لپاره گټه اخيستل کېږي. له دې وسايلو څخه د روبوت په جوړولو ،د جوي حالاتو وړاندويېنه ،پوهنيزو څيړنو او نورو سلگونو برخواو تطبيقاتو کې ترې کار اخيستل کېږي.تردې پورې چې زموږ او ستاسو د خوښۍ او خندا احساس هم حس کوونکي کولای شي ،تقليد کړي. ژباړن:ب.بهیر وردگ
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%88%D9%84%DA%AF%D8%B1
سولگر
سولگر یا کمپیوتر په انګلیسي: د چارو دښوولو يو ټوليز ماشين دی چې اومتوكې په خپلچاري توگه سمبالوي. كه څه هم د سولگر ميكانيكي بيلگې د انسانانو په ژوند كي د ډير پخوا څخه په تاريخ كي ثبت شوي دي خو د لومړي ځل لپاره بريښنايي سولگر ته د شلمي پيړۍ په نيمايي ۱۹۴۰-۱۴۵ كالونو كي پراختيا وركړل شوه. دغخه لومړني سولگر د يوې سترې خونې په كچه لوی وو او د اوسنيو سولگرونو په پرتله ېې د سلگونو سولگرونو برېښنا لگښت درلود. که چېرې د کمپيوټر پيښليک ته پاملرنه وشي نو په لمړيو کې کمپيوټر د شمير د مسايلو د سرته رسولو لپاره په کار وړل کېده او له همدې کبله د کمپيوټر يا شميرونکي په نامه نومول شوی دی. مگر له شک پرته د نن ورځې کمپيوټرونه د شمير پر مسايلو برسيره په نورو بيلا بيلو برخو کې ،او نژدې د ژوند په ټولو برخو کې د گټې اخيستو وړ گرځيدلي او هغه په لاندې ډول تعريفولای شو: کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی چې لمړني ورکړل شوي معلومات تر کار لاندې نيسي د مخکېنيو ورکړل شوو پروگرامونو پر بنسټ لمړني معلومات تحليل او تجزيه کوي او په ډير دقت او چټکتيا سره غوښتل شوي پايلې ساتي او يا هغه ښيې. پورتنی تعريف د کمپيوټر په اړه لاندې ټکي څرگندوي: کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی. کمپيوټر هر ډول لومړني معلومات چې رقمي اطلاعاتو ته د بدلون وړتيا ولري هغه پراسس او مني. کمپيوټر هغه ماشين دی کوم چې د پروگرام کولو وړتيا لري. کمپيوټر هغه ماشين دی چې د پروگرام کولو وړتيا لري. کمپيوټر هغه منطقي ماشين دی کوم چې د لومړنيو معلوماتو دتحليل او تجزيې وړتيا لري. کمپيوټر په ډير دقت او چټکتيا سره مسايل حلوي. کمپيوټر د ساتنځيحافظېلرونکی دی. كه چېري په ورکړل شوي پروگرام او يا لمړنيو ورکړل شوو معلومات کې کومه غلطي يا اشتباه نه وي نو کمپيوټر حسابي او منطقي مسايل پرته له کومې غلطۍ او اشتباه حلوي.يا په بل ډول ،کمپيوټر مسايل د پروگرام او لمړنيو ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ حلوي. کله ناکله به مو کمپیوتر ورو کیږی او سرعت یی ډیر کم وی. نن ورځ اکثرا دا ستونزی د کمپيوټري ويروس له امله منځ ته راځی. د کمپیوتر برخی حافظه د کنترول برخه ننی او باندنی غړی ماخذونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%A8%D9%86%20%D8%B3%D9%8A%D9%86%D8%A7%20%D8%A8%D9%84%D8%AE%D9%8A
ابن سينا بلخي
ابو علي ابن سينا بلخي افغان چې له آره د اوسني افغانستان د بلخ ولايت دى، اصلي نوم يې حسين، پلار يې عبدالله او د نيکه نوم يې سينا ؤ. دې په درې سوه اويا هجري سپوږميز کال، چې د ۹۸۰زېږيز کال سره سمون خوري، د سامانيانو د واکمنۍ په دوره کې د بخارا د افشنې په کلي کې وزېږېد. سينا څه کم و زيات ۱۱۵- ټوکه کتابونه ليکلي چې په بېلابېلو علومو کې دي، زياتره کتابونه يې د فلسفې او رنځپوهنې امورو کې دي. ابن سينا د اسلامي نړۍ نوموتې فلسفي دى چې اسلامي فلسفې ته يې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي. د ابن سينا مشهور کتاب کتاب القانون نومېږي چې په رنځپوهنه کې يې ليکلې دى. ژوند د ابو علي سينا بلخي اصلي نوم حسين دى، پلار يې عبدالله او د نيکه نوم يې سينا ؤ. دې په ۳۷۰ درې سوه اويا هجري سپوږميز کال د سامانيانو د واکمنۍ په دوره کې د بخارا د افشنې په کلي کې وزېږېد. دده کورنۍ له آره د بلخ ولايت وه. عبدالله ابن سينا د ابو علي ابن سينا پلار د سامانيانو د حکومت د يوه مامور په توگه په بخارا کې کار کاوه. وروسته يې هلته واده وکړ، او د دوه زامنو پلار شو، چې لوى زوى يې همدغه حسين ابن سينا ؤ. دې په ۴۲۸ څلور سوه اته ويشت هجري سپوږميز کال په همدان، چې په هغه وخت کې د افغانستان يو ښار ؤ وفات شو. ابن سينا يو نوموتې عالم، فلسفي او رنځپوه ؤ چې په ځينې کتابونو کې د ابو علي سينا، ابن سينا او بوعلي سينا په نومونو سره ياد شوې دى. په ځينو سرچينو کې يې نوم له لقبونو سره داسې راغلې دى: حجه الحق شرف الملک شيخ الرئيس ابو علي حسين بن عبدالله بن حسن ابن علي بن سينا البخاري. ابن سينا د ډېرو ليکنو څښتن دى، چې شفا په فلسفه او منطق کې او د قانون کتاب يې په رنځپوهنه کې د يادولو وړ دي. ابن سينا په فلسفه او منطق کې د فارابي ځايناستې گڼل کېږي، هغه ددې لپاره چې ابن سينا زياره افکار او آرا له فارابي څخه اخيستې دي، ده تل دا هڅه کړې، چې په هغه څه چې د ارسطو او افلاتون له کتابونو څخه پرې ندې پوهېدلې د خپل ښوونکي ابي نصر الفارابي له ليکنو څخه گټه پورته کړي. ډېرو ځايو کې د فارابي نظريات او راى مبهمې او نامالومې دي، چې د ابن سينا د لوړو افکارو په واسطه يې شننه شوې او په عامه ژبه نورو پوهانو ته وړاندې کړي دي. لکه څرنگه چې ابن رشد د ارسطو د ښوونځي د فلسفې شننونکې دى، همدارنگه ابن سينا هم د فارابي د اسلامي فلسفې شنونکې دى. زياتره فلسفيان د فارابي د افکارو تحليل د ابن سينا د ليکنو په رڼا کې کوي، ځکه چې ددواړو اسلامي فلسفيانو په نظرياتو او افکارو کې ډېر زيات نږدېوالې شته، لکه څرنگه چې فارابي د پېر او وخت له امله مخکې تېر شوې، دارنگه ابن سينا د بيان او يو څه په روښـانولو کې له هغه څخه مخکې دى. همدارنگه په اسلامي تمدن کې د حکمت او فلسفې له ټولو څخه ستر استازې شمېرل کېږي. دده اهميت د اسلامي فلسفې په تاريخ کې ډېر زيات دى ځکه چې دده تر وخته پورې هېڅ يو مسلمان فلسفي ونشواى کړاى ترڅو د فلسفې ټولې برخې چې په هغه پېر کې د ټولو علومو مور گڼل کېده په خپلو ليکنو کې په ساده او روښانه سبک سره تر غور او څېړنې لاندې راولي. دې لومړنې او ستر مسمان فلسفي ؤ چې دا کار يې ترسره کړ. د ابن سينا په زده کوونکيو کې د ابو عبيد جوزجاني، ابو الحسن بهمنيار، ابو منصور طاهر اصفهاني او د ابو عبدالله محمد بن احمد المعصومي نومونه چې هريو يې د خپل وخت او پېر نوموتي پوهان ول، د يادولو وړ دي. د ابن سينا ژوندليک د جوزجاني له خولې پلار مې عبدالله د بلخ څخه ؤ، چې د ساماني واکمن نوح د منصور د زوى په پېر کې بخارا ته راوکوچېد، چې په هغه وخت کې د اسلامي تمدن زانگو وه. پلار مې ساماني واکمنۍ په ديواني دفتر کې کار پېل کړ او د افشنه په نامه کلي کې يې زما مور ځانته په نکاح کړه. د مور نوم مې ستاره وه. زه د صفرې په مياشت کال ۳۷۰هجري لمريز کال له خپلې مور څخه وزېږېدم. نوم يې راباندې حسين کېښود. پلار مې څه موده پس بخارا ته وکوچېده، په هغه ځاى کې يې زه ښوونکيو ته وسپارلم ترڅو قرآن کريم او ادب زده کړه. د ژوند لسم کال په پاى ته رسولو سره مې قرآن کريم او ادب کې لوړ مقام ته ورسېدم تردې بريده چې زما ښوونکي زما پوهې ته اريان پاتې شول. په هغه وخت کې د ابو عبدالله په نامه يو کس بخارا ته راغې، او د هغه وخت علوم يې زياتره زده ول. پلار مې دا سړې خپل کورته راوست ترڅو وکړاې شم له هغه څخه يوڅه زده کړم. کله چې نوموړې زموږ کور ته راغې نو ما د اسماعيل زاهد څخه فقه زده کوله چې د هغه د غوره زده کوونکيو څخه وم، او په بحث او جدل کې چې د هغه وخت د پوهانو صفاتو څخه ول پوره برلاسې درلود. نوموړي عالم ماته منطق او هندسه را زده کړه، او د اساغوجي مشهور منطقي کتاب مې ورڅخه زده کړ.نو څرنگه چې يې زه په زده کړه کې ښه وليدم، نو زما پلار ته يې سپارښتنه وکړه چې له زده کړې څخه پرته يې په بل کوم کار ونه لگوي. او پرما يې هم تاکيد وکړ چې له زده کړې څخه پرته بل کار غور نکړم. ما خپل فکر په هغه څه چې زما ښوونکي ماته ويل مصروفاوه او خپل ذهن به مې د هغه څه په څېړنه اچوه. او هغه څه چې به مې ښوونکي ماته راښودل له هغه څخه ښه زده کول تردې چې منطق مې د هغه څخه زده کړ، او په دې فن کې له خپل ښوونکي څخه برلاسې شوم. کله چې زما ښوونکې له بخارا څخه ولاړ نو ما د الهياتو او طبعياتو علومو په زده کړه لاس پورې کړ. او لږ څه وروسته د رنځپوهنې علم ته مې لاس واچاوه. هغه څه چې مخکينيو حکيمانو ليکلي ول، ټول مې په دقت سره ولوستل. څرنگه چې د طب علم له ستونزمنو علومو څخه نه ؤ، نو په لږه موده کې لوړو پوړيو ته ورسېدم، ان تردې چې د رنځپوهنې زياتره لويو لويو پوهانو ماته ماته مخ راواړاوه او له ما څخه يې زده کړې پېل کړې. ما به ناروغانو درملنه کوله او يونيم کال مې پدې دنده کې تېر کړ. پدې موده کې لږې شپې به تېرې شوې وي چې په ويښه مې نه وي تېرې کړې، او لږې ورځې به تېرې شوې وي، چې له لوست پرته مې په بل کار تېرې کړي وي. د ابن سينا قبر لدې وروسته مې الهياتو ته مخه کړه او د ارستو د مابعد الطبيعه په نامه کتاب مې ولوست، مگر چندان پرې پوه نشوم. په همدې ډول مې نوموړې کتاب ۴۰ ځلې ولوست او په يادو مې زده شو، مگر د نوموړي کتاب په مطلب پوه نشوم. له ځان څخه نااميده شوم، او ځان ته به مې ويل چې ولې پدې پوه کې لاس رسې نه لرم. يوه ورځ ماذيگر د کتابپلورلو په بازار کې گرځېدم، کتاب خرڅوونکې مې وليد چې څو کتابونه يې په لاس کې نيولي ول، او اخيستونکي پسې گرځېده. زما څخه يې وغوښت ترڅو ورڅخه کتابونه واخلم. ما هم ورڅخه د ابو نصر فارابي مابعد الطبيعه نومې کتاب واخيست. کله چې کور ته ورسېدم بې له ځنډه مې په لوستلو پېل وکړ، او د مابعد الطبيعه چې مخکې پرې نه پوهېدم او له کړاوونو سره مخ ؤم حقيقت ته ورسېدم. د لوى توفيق په نصيب کېدو سره ډېر خوشاله ؤم، نو سبا ورځ مې د څښتن تعالى په لار کې ښه پرېمانه صدقه ورکړه. پدې وخت کې زه ۱۷ کلنۍ ته داخل شوې ؤم چې له ۳۸۷هجري لمريز کال سره يې سمون کله چې زه ۱۸ کلنۍ ته ننوتم نو د منصور زوى نوح سخت ناروغه شو، د وخت رنځپوهان يې له درملنې څخه عاجزه شول، نو څرنگه چې ما په رنځپوهنه کې ښه نوم گټلې ؤ زه يې دربار ته وروستلم او د نوح په درملنه مې پېل وکړ. ما د نوح درملنه وکړه او روغ رمټ شو. له هغه څخه مې وغوښتل ترڅو اجازه راکړي د هغه په کتابتون کې څېړنه وکړم. ډېر کتابونه مې هلته وليدل، چې د ډېرو يې چا نوم هم نه ؤ اورېدلې او ما هم ترهغه وخته نه ؤ ليدلي، و ددې کتابونو له مطالعې څخه مې ډېره گټه ترلاسه کړه. څه موده پس مې پلار لدې نړۍ وکوچېد. او زما ژوند يې له کړاوونو سره مخ کړ. له بخارا څخه د خوارزم گرگانج ته ولاړم. څه موده هلته په عزت سره واوسېدم. د هغه ځاى د امير ته مې لار پېدا کړه. او د څو کتابونو په ليکلو برلاسې شوم. مخکې لدې مې هم په بخارا کې څو ټوکه کتابونه ليکلي وه. پدې وخت کې د نړۍ حالات خراب شوې وه. نو ناچاره له گرگانج څخه بهر راووتم، او يو څه موده هسې اخوادېخوا وگرځېدم. گرگان ته ورسېدم او يو څه موده هورې پاتې شوم، او يو څو کتابونه مې وليکل. ابو عبېد جوزجاني په گورگان کې زماڅنگ ته راغې. ابو عبيد جوزجاني وايي: دا وه هغه څه چې زما ښوونکي د خپل تېر حال په اړه ماته ويلي ول. څرنگه چې زه د په هغه خدمت کې شوم. او د ژوند ترپايه همهغه سره وم. ډېر شيان مې له هغه څخه زده کړل. او د هغه ډېر کتابونه مې وليکل. ښوونکې مې پس له څه مودې رې ته ولاړ او د مجد الدوله په خدمت کې چې د هغه ځاى واکمن ؤ او د تورې ټوخلې په ناروغۍ اخته ؤ درملنه وکړه. وروسته لدې څخه د قزوېن په لور وخوځېد او له هغه ځاى څخه د همدان په لور وخوځېد او د يوه اوږدې مودې لپاره هورې پاتې شو. په همدې ښار کې ؤ چې د شمس الدوله ديلمي د وزارت په منصب ونازاوه. په همدې موده کې يې د قانون په نامه کتاب وليکه او د شفا په نامه ست کتاب يې هم زما په غوښتنه وليکه. کله چې شمس الدوله له دې نړۍ څخه سترگې پټې کړې نو د هغه زوې يې ځايناستې شو، ابن سينا د هغه د وزارت څوکۍ ونه منله، نو لدې کبله يې پدې پهانه چې هغه د اصفهان له واکمن سره اړيکې لري زندان ته واچول شو او ۴ مياشتې موده يې هلته تېره کړه. او په زندان کې يې ۳ کتابونه وليکل. له زندان څخه راوتو څخه وروسته يوڅه موده په همدان کې پاتې شو تردې چې د دروېشانو په جامه کې له ښاره بهر راووت او د اصفهان په لورې وخوځېد. زه، د هغه ورور او دوه کسه نور ورسره د لارې ملگري وو. وروسته له ډېرو کړاوونو اصفهان ته ورسېدو. د اصفهان واکمن علاء الدوله زما ښوونکي ته په گرمۍ سره ښه راغلاست ووايه او د هغه پلونه يې ډېر د قدر وړ وگڼل. او تل مدام به يې هغه له ځان سره په هر حال سفر، حضر، جگړه، او سولې کې له ځان سره ساته. سينا په همدې ښار کې د شفاء کتاب بشپړ کړ او په ۴۲۸هجري لمريز کال د هغه سفر په ترڅ کې چې له علاء الدوله سره يې د همدان په لورې کاوه ناروغ شو او د همدان په ښار کې يې له دې نړۍ سترگې د تل لپاره پټې او په همهغه ښار کې خاورو ته وسپارل شو. سينا د نورو فلسفيانو په اند علامه شهرستاني د ابن سينا په اړه داسې وايي: ابن سينا په فلسفه کې ډېر ژور لرليد لرولو، او د ناقدانه رائى لرونکې ؤ. امام غزالي بيا هغه په پوهه ذيرکۍ کې د فارابي انډول گڼي. ډي اولېري ابن سينا د ختيزو فلسفيانو له ټولو څخه ستر فلسفي گڼي . الفرېډ هيوم په خيال له ابن رشد څخه مخکې ابن سينا د عربو د فلسفي افکارو غوره استازې گڼل کېږي. چارج سارټن وايي چې ابن سينا د مسلمانانو نوموتلې فلسفي او غوره رنځپوه دى. دانگه د مصر مشهور فلسفي لطفي جمعه د ابن سينا په اړه داسي وايي: ابن سينا د فلسفې د عقل لپاره راپېدا شوې دى. د ابن سینا ليکنې ابن سينا د يو ويشتو کلو په عمر په ليکنو پېل وکړ، د زياتره تاريخ ليکونکو د رواياتو له مخې ده تر سل ټوکه زيات کتابونه او کتابگوټي ليکلي دي. د کابل چاپ د اريانا دايره المعارف ليکلي دي چي د پوهانو د هغه اثار ۲۲۰ کتابونه او کتابگوټي ښودلي چې د هغې له جملې څخه سل ټوکه خطي او چاپي اثار اوس هم موندل کېږي. لدې وجې چې د ابن سينا د اوسېدو په پېر کې عربي ژبه د علم او پوهې ژبه وه، نو ځکه د نوموړي رنځپوه زياتره ليکنې په عربي ژبه ليکل شوي دي، چې وروسته بيا نورو ژبو ته ژباړل شوي دي. د ابن سينا ليکنې په لاندې ډول ډلبندي کوو: ساپوهنه کله چې ابن سينا په خپلو ليکنو کې د اروا نفس کلمه استعمالوي مراد يې روح دى. د ناطقې نفس پېژندنه د اروا نفس په اړه د خلکو اختلاف د بدن سره د اروا اړيکې اروا پوهنه عمل النفس د اروايي قواوو څېړنه فلسفه الحکمه: دا کتاب د منطق، ختيزو فلسفو او تصوف اړه دى. شفا: دا کتاب چې ۱۸ ټوکه لري پر څلورو لويو برخو لکه منطق، طبيعيات، رياضيات او الهياتو وېشل شوې دى چې په حقيقت کې يو لوى فلسفيي دايره المعارف دى. دا کتاب د ابن سينا په ليکنو کې له ټولو څخه زيات پېژندل شوې او غوره کتاب دى، ددې کتاب موضوع مشايي فلسفه ، او ددې کتاب د ليکلو کال ۴۱۰هجري سپوږميز کال دى. د کتاب په لومړي سر کې د ابو عبېد عبدالرحمن محمد جوزجاني خبرې چې د ليکوال د موخې روښانه کوي چې د ارستو له رايو څخه اغيزمن دى يادونه شوې. د منطق څانگه په نهو او هر فن په څو مقالو کې دى. سرليکونه يې په دې ډول دي: ۱- اساسات، ۲- مقولات ۳- باري آرمنياس ۴- قياس ۵- برهان ۶- مغالطه ۷- شعر دا څانگه د ټولگي ۴ ټوکه په بر کې نيسي. نجات: دا هم فلسفي کتاب دى او د الشفاء د کتاب لنډيز بلل کېږي. الاشارات والتنبیهات: چې زياتره د منطق او حکمت د کتاب لنډيز بلل کېږي. شمېرپوهنه رسالة الزاوية مختصر إقليدس مختصر الارتماطيقي مختصر علم الهيئة مختصر المجسطي رسالة في بيان علّة قيام الأرض في وسط السماء، طبعت في مجموع جامع البدائع، في القاهرة سنة م. طبيعي رسالة في إبطال أحکام النجوم رسالة في الأجرام العلوية وأسباب البرق والرعد رسالة في الفضاء رسالة في النبات والحيوان رنځپوهنه کتاب الأدوية القلبية کتاب دفع المضار الکلية عن الأبدان الإنسانية کتاب القولنج رسالة في سياسة البدن وفضائل الشراب رسالة في تشريح الأعضاء رسالة في الفصد رسالة في الأغذية والأدوية قانون: دا کتاب د رنځپوهنې په اړه دى، چې په پينځه ټوکو کې ليکل شوې. په ختيز او لوديز کې يې زيات شهرت درلود. په لاتيني ژبه هم ژباړل شوې دى. دا کتاب تر نولسمې زېږيزې پېړۍ پورې په اروپايي پوهنتونو کې تدريس کېده. ټنگټکور مقالة جوامع علم الموسيقى مقالة الموسيقى مقالة في الموسيقى د ابن سينا فلسفه اروا او نفس ابن سينا اروا د انسان د جسم څخه بېله او خپلواکه بولي، چې همدا د اسلام توضېح شوې موضوع ده. ده د اروا د خپلواک وجود د اثبات په اړه يو شمېر کتابونه او کتابگوټي ليکلي چې مشهور يې دا دي: ۱- د ناطقې نفس پېژندنه. ۲- د اروا نفس په اړه د خلکو اختلاف. ۳- د بدن سره د اروا اړيکې. ۴- اروا پوهنه عمل النفس. ۵- د اروايي قواوو څېړنه. کله چې ابن سينا د اروا نفس کلمه استعمالوي مراد يې روح دى. پدې دې اړه دې داسې وايي: څوک چې د يوه شي پېژندنه غواړي په لومړي سرکې بايد د هغه شي وجود ثابت کړي. که نه د صحيح او سمې لارې څخه به اووښـتې وي. ځکه نو پرموږ لازمه ده چې لومړې د اروايي قوې موجوديت ثابت کړو. وروسته يې پېژندنه محدده او څېړنه يې وکړو. ابن سينا د اروا او نفس د پاېښت د عقيدې طرفدار دى او لکه چې اسلام وايي، په هغه ډول دې هم ارا د جسم څخه بېل موجود بولي يانې کله چې انسان مړ شي، اروا يې ژوندۍ او موجوده وي. او درک کولاى شي. دې عقېده لري چې: انسان د ژوند په هره مرحله کې که څه هم نشه يا په خوب کې وي، يا د بې هوښـۍ په حالت کې وي، اروا خپل موجوديت درک کوي. ځکه نو د مرگ وروسته هم د خوديت درک موجود وي. واجب الوجود څښتن تعالى واجب الوجود دى او ټول موجودات د هغه د ارادې لمخې پېدا شوېدي. څښتن تعالى د قرآن کريم د ياسين سپېڅلي سورت په آخر کې داسې فرمايي: ژباړه: هرکله چې ځښتن تعالى اراده وکړي د يو شي د پېدا کولو لپاره او وفرمايي چې جوړ نو هغه جوړ شي. سپېڅلتيا ده الله تعالى لره چې د هر شي واکمني يې په لاس کې ده، او ټول شيان هغه ته ورگرځېدونکي دي. د الفلسفه العربيه ليکوالان الفاخوري او خليل الجر د ابن سينا د کتاب النجات په حواله موجودات پر دوو برخو ويشلي دي: ۱- واجب الوجود ۲- ممکن الوجود لومړې: واجب الوجود هغه موجود دى چې نه شتون يې ناشوني وي. دويم: ممکن الوجود: هغه موجود دى، چې شتون او نه شتون يې شوني وي. د واجب الوجود شتون او وجود اړين دى، مگر د ممکن الوجود شتون کېداى شي چې وي او کېداى شي چې نه وي، يانې د ممکن الوجود شتون او نه شتون شونې دى. ابن سينا واجب الوجود هم په دوه ډوله ويشي: ۱- واجب الوجود بالذات ۲- واجب الوجود بالغير لومړې: واجب الوجود بالذات د خپل ځان څخه خپل ځانته وي، د نه شتون فرضيت يې ناشونې او ناممکن دى. واجب الوجود بالذات هغه لومړنۍ مبدا ده يانې څښتن تعالى چې هر موجود د هغه دوجود څخه وجود پېدا کوي. د واجب الوجود بالذات ټول صفات بالعرض يانې ذاتي دي، مثلا واجب الوجود بالذات واحد دى. ځکه چې دا جائزه نه ده چې تر يوه واجب الوجود بالذات ، زيات موجود وي. ځکه که دواړه شيا په خپل وجود کې مساوي او متلازم وي، د خپل وجود د خارج څخه يو علت ته اړتيا لري ، نو په هه صورت کې هغه دواړه واجب الوجود بالغير دي، نه واجب الوجود بالذات. ابن سينا وړاندې وايي: واجب الوجود بالذات څښتن تعالى مطلق خير او مطلق کمال دى، چې هېڅکله زوال نه مومي، ځکه هغه شې چې د نيستۍ او زوال لورې ته درومي د شر او نقص څخه خالي نه وييانې مخلوقات. واجب الوجود بالذات په ټوله ماناى سهر حقيقت دى، ابن سينا د الله تعالىلپاره ټول هغه صفات چې په قرآن عظيم کې بيان شويدي لکه د اخلاص په سپېڅلې سورت کې اود قرآن کريم د ليس کمثله شئ. مفهوم يا د ياسين دمبارکې سورې آخري برخې او ځينې نور آياتونه له روحيې سره برابر په فلسفي انداز بيان کړي دي. دويم: واجب الوجود بالغير: ابن سينا وايي چې: واجب الوجود بالغيرهغه دى چې د بل شي د وجود له کبله د وجوب حالت غوره کړي، د ساري په توگه: د ۴ عدد پخپل ذات کې واجب الوجود نه دى، اما د ۲۲ په صورت کې يې د څلووالي پاېله واجبېږي. چې همدا واجب الوجود بالغير دى. دويم: واجب الوجوب بالغير تصوف: د ابن سينا د الاشارات و التنبيهات د کتاب اخرتي درې څپرکۍ د تصوف په اړه دي، چې لومړۍ برخه يې د نېکمرغۍ سعادت، دوهمه برخه يې مقامات العارفين، درېيمه برخه يې د اسرار الآيات چې د اولياء الله د کراماتو په اړه يې تفصيل ورکړې دى. ابن سينا د اروا او نفس د خوند لذت د ډولو په اړه وايي: خوند حسي خوند نه دى، ځکه چې باطني خوندونه تر ظاهري خوندونو ډېر لوړ دي او د باطني خوندونو څخه ډېر ښه عقلي خوندونه دي. هرشې چې د عقلي خوند سره وي هغه کمال دى، چې مدرک ته حاصلېږي. ابن سينا د عارفانو په اړه داسې وايي:په دې نړۍ کې د عارفانو لپاره مقامات او درجې شته، چې يواځې دوې لپاره ځانگړې دي، او د نورو لپاره نشته، د هغو ځينې کارونه ظاهر او ځينې پټ دي. او هغه خلک چې دوي نه پېژني د ټولو څخه منکر دي. او هغه چې دوي پېژني د عارفانو کارونه لوړ بولي. ابن سينا د زاهد، عارف او عابد په منځ کې داسې توپير کوي: هغو خلکو چې د دنيا د خوښيو او شيانو څخه اعراض کړې دى زاهدان دي. هغه چې عبادت کوي، عابدان دي، هغه چې فکر يې د سپېڅلي مقام او د هغه د جلال، جمال او جبروت ته وي، او تل په دې انتظار کې وي، چې پرده باندې به د حق نور وځلېږي عارفان دي. د ابن سینا شعرونه ابن سينا په شعر ويلو کې هم لوى لاس درلود، چې زياتره شعرونه يې په عربي او دري ژبو يې ويلي دي. په علمي مسايلو کې يې بوللې هم ويلې دي، چې مشهوره قصيده يې د قصيده العينيه په نامه ده. اخځليکونه بیهقی، پورفندق، تتمه صوان الـحکمه، بخش زندگینامه خودنوشت و اضافات ابوعبید جوزجانی مطهری، مرتضی، خدمات متقابل اسلام و ایران اموزش و دانش در ایران د مصري ښ.ډ. محمد احمد جاد درسي لېکچرونه. د فلسفې او عقيدې د څانگې رييس ، نړېوال اسلامي پوهنتون اسلام آباداسلامي فلسفيان د اسلام فلسفه، ليکوال: ډي اوليري. الفلسفه الاسلاميه، ليکوال: الشيخ الکامل محمد محمد عويضه، دار الکتب العلميه، بيروت- لبناناسلام اور فلسفه، سعيد اختر مکتبه علم و ادب، اردو بازار- لاهور پاړسي ویکیپېډیا مسلمان فيلسوفان فيلسوفان افغان فيلسوفان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%8A%20%D9%84%D8%A7%D8%B1%D9%87
ولسي لاره
ولسي لاره په پارسي: ملي سرود، په انگرېزي: د الفاظو يوه مجموعه وي، د كليمو يوه سلسله وي. د جملو يو تركيب وي او د نظم يوه ټوټه وي، خو دا بېله ځانگړنه نه ده، بلكې هر نظم او شعر خصوصيت لري. له دې كبله د ملي سرود سپېڅلى او د درناوي وړ مقام هغه الفاظ، كليمې، جملې او نظم ترلاسه كوي، چې د شكل له مخې يـې الفاظ ښكلي، شمېرلي او د الماسو او لالونو غوندې راڼه او توږلي وي او د مانا له لحاظه د يوه ملت ملي روح په كې خوندي شوى وي. د يوه ملت ملي وياړونه يـې ځلولي وي، د يوه ملت د پرون، نن او سبا د هندارې بڼه ولري او د يوه ملت د اوسېدونكو د پرمختگ او ترقۍ راتلونكې موخه په نښه كړي. همدا سبب دى چې ملتونه او ملي حكومتونه د ملي سرود د رامنځته كولو لپاره د خپل هېواد لوى، لوى شاعران مسابقې ته رابولي، ټول د خپل، خپل فكر له مخې شعرونه جوړوي. مسئول مقام ته يـې سپاري او بيا يو جگپوړى هياْت ورته ټاكي چې هم يـې له ادابي او فكري او هم يـې له ملي اړخه ارزيابي كوي او په نتيجه كې هغه شعري ټوټه د ملي سرود لوړ او سپېڅلى مقام ترلاسه كوي، چې د شكل او محتوى له نظره په تول برابره او د يوه ملت د خصلت او جوهر ښكارندويه او څرگندويه وي. د شكل له نظره په لنډيز او د مانا له نظره په وجيزتوب ولاړه وي. د ملي سرود بل شرط دا هم دى چې هغه به د اړوند هېواد په ملي او د اكثريت په ژبه ويل شوى او پېيل شوى وي او دا د ملي ژبې د يو شمېر نورو حقونو په څنـگ چې يو منل شوى او نړيوال حق دى. چې د امتياز او تفوق طلبۍ هېڅ تور نه پرې نښلي. د منل شوي ملي سرود بله مرحله هغه ته د يوه موزون او پاخه كمپوز جوړولو مرحله ده، چې دا هم يا د مسابقې له لارې او يا هم د موسيقۍ د يوه پاخه استاد په وسيله جوړېږي او په درېيمه مرحله كې د هغه د ويلو لپاره د خوږغږو هنرمندانو يوه ډله ټاكل كېږي، چې په خاص شور، ځوږ، احساساتو او پرتم يـې ووايي. ددې مرحلو تر ترسره كېدو وروسته ملي سرود په ملت او ټولنه كې خپل سپېڅلى او لوړ مقام ترلاسه كوي؛ د رسمي غونډو، مېلمستياوو او مجلسونو په پرانيستلو كې اورول كېږي؛ د عسكري قطعو، ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو تعليمي او اساسي مركزونو درسي ورځې او محفلونه پرې پيلېږي. د ملي راډيو ټلوېزيون خپرونې پرې پيل او پايته رسېږي او په ټولو ملي او رسمي مراسمو كې يـې سپېڅلى غږ پورته كېږي او د داسې درناوي مقام ته رسېږي، چې له اميره تر فقيره، له رئيس جمهوره تر مزدوره ټول مجبور او مكلف دي، چې د ملي سرود د غږېدلو پر وخت له ځايه ولاړ شي او احترام يـې وكړي. د ملي سرود نوم دا ټول خصوصيات او ځانگړنې لري او كه دا ملي روحيه په كې ساتل شوې نه وي، نو بيا نه د ملي سرود مقام ترلاسه كولاى شي او نه د درناوي او احترام. ولسي لاره
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B3%D9%84%DA%A9%D9%88%D9%86%D9%87
مسلکونه
مسلک کېداې شي نغوته وي دا لاندې شيانو ته: دنده گومارنه شغل مسلک حرفه : : مسلکونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AA%D8%B1%D9%8A%D8%AE%DB%8C
تريخی
تريخی او يا هم چې په انگليسي ژبه يا کله ناکله بلل کېږي. د انسان په بدن کې يو ناک-وزمه غړی دی چې د ځيگر د شاه نه مخ په ښکته زوړند دی او نژدې صفرا يا ترخه چې په انگليسي يې يا بولي، تر هغه مهاله پورې ساتي ترڅو چې بدن ته د خواړو د هاضمې په مهال پکار راځي. اناتومي په کړیولرونکوخیواناتو کې تریخه یوې وړوکې کڅوړې ته ورته جوړښت لري چې دصفراژیړو پنوم مواد چې دینې په واسطه تولیدیږي ذخیره کوي دډوډی خوړلو څخه مخکې تریخه دیوه وړوکي ناک په شان وي خو له ډوډی وروسته کله چې ځان کوچنیو کولمو ته وڅڅوي دیوه خالي شوي بالون په شان تش اوهموار شکل ځان ته نیسي . دصفرا کڅوړه یو منځ خالي عړی دی چې دینې ښي لوب لاندې موقیعت لري په بالغو لویانو کې دصفرکڅوړه ۸سانتي متره چې له ۳.۱انچ سره سمون خوري اوږدوالی او ۴سانتي متره چې ۱.۶انچه کیږي قطر لري دژیړوکڅوړې ټول ظرفیت ۱۰۰ملي لیترو ته رسیږي او په متواسط ډول سرله ۳۰ څخه تر۵۰ ملي لیترو پوري ځایوالی شي . ژیړو کڅوړه له دری برخو څخه جوړه ده ۱ مايکروسکوپي اناتومي کړنې په ناروغيو کې د تريخي رول سرچينې :استاد نصرتي اناتومي دوهم ټوک،انګلسي ټولغونډ،. تریخی
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D8%B1%20%D8%B9%D9%84%D9%8A%20%D9%BC%DA%A9%D8%B1
سردار علي ټکر
سردار علي ټكر د كوزې پښتونخوا يو تكړه سندرغاړې دى، چې دده كوډگر غږ په لر او بر څه چې په ټوله نړۍ كې ډېر زيات مېنان لري. دې په ۱۹۵۶ز كال د ټكر په كلي كې زېږېدلې دى. تراوسه پورې د ټكر سلگونه البومه د پښتو ژبې سندريزه مينه والو ته وړاندې كړې دي. مخينه او زده کړې سردار علي ټکر په ز. کال کې د مردان د تخت بايي سيمې د ټکر په کلي کې سترگې نړۍ ته پرانيستي دي. نوموړی تر لسم ټولگي خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې سر ته رسولي او بيا يې د مردان په دولتي پوهنڅي کې په ساينسي مضامينو کې د څوارلسم ټولگي بريليک ترلاسه کړی. تر دې وروسته د پېښور پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځی ته ولاړ او هلته يې د ماشيني تخنيک په ځانگه کې انجنيري کړې. کله چې له انجنيري يې په برياليتوب سره سر ته ورسوله نو بيا يې د برتانيې او کاناډا هېوادونو کې څينې ځانگړي کورسونه بشپړ کړل. د هنر ډگر کله چې سردار علي ټکر په پوهنتون کې زده کړيال وه نو په هماغه وخت کې ورته د خپل د پټ استعداد د څرگندولو موقعه برابره شوه. په لومړيو ورڅو کې يې خپل استعداد د خپلو دوستانو په ډله کې محدوده ساتلی وه او د پوهنتون او ملگرو د موسيقۍ په بېلابېلو غونډو او لمانڅنو کې يې گډون کاوه. خو کله چې په ۱۹۸۲ ز. کال کې د پېښور د اېډورډ پوهنڅي د تاريخ د ځانگې يو پروفيسر، يار محمد مغموم د پښتو ژبې فلسفي شاعر غني خان لپاره يې يو محفل جوړ کړی وه او په هماغه مهال نوموړی پروفيسر د يوه داسې سندرغاړي په لټه وه چې د غني خان شعرونه په سندرو او موسيقۍ لا نور ښکلي کړي، نو په همدې وخت کې سردار علي ټکر په دې خبر شو او د څان سره يې دا پرېکړه وکړه چې دی به په دغه غونډه کې سندرې وايي. دا هماغه غونډه وه چې سردار علي ټکر يې د لومړي څل لپاره د گڼو خلکو په مخ کې خپل فن او هنر ښکاره کړ چې ډېرو خلکو د هغه د سندرو کسټونه ثبت کړل او ډېر لږ وخت وروسته همدا ټيپي کسټونه په بازار کې مينوال وموندل او سردار علي ټکر نوم او شهرت پيدا کړ. تر دې وروسته د لومړي څل لپاره سردار علي ټکر د پېښور راډيو په يوه خپرونه کې چې د زلمي کول په نامه يادېده، دوه غزلې وويلې. په راډيو کې د سندرو ويلو وروسته يې د پاکستان ټلويزون پي ټي وي ته لار وموندله او هلته يې هم سندرې ثبت کړې. په ۱۹۸۴ کال کې سردار علي ټکر افغانستان ته ولاړ او افغانستان ته سفر کولو سره يې د هغو شاعرانو د شعرونو ويلو چانس ترلاسه کړ، کوم چې پاکستان کې ورباندې بنديز لگېدلی وه. په افغانستان کې پاتې کېدل او هلته په ټلويزون کې سندرې وييل نور هم د سردار علي ټکر په شهرت کې زياتونه وکړه. د پښتو موسيقۍ په ډگر کې د نه هېرېدونکو خدمتونو په پايله کې سردار علي ټکر گڼ شمېر لاسته راوړنې لري. نوموړي ته د پاکستان د حکومت لخوا د پرايډ آف پرفارمنس يا د وړاندې کولو وياړ جايزه ورکړل شوه. پښتانه سندرغاړي افغان سندرغاړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%A7%D8%B9%D8%B8%D9%85%20%D8%AF%D8%A7%D8%AF%D9%81%D8%B1
محمد اعظم دادفر
ډاکټر محمد اعظم دادفر ۶ د دېسمبر، ۱۹۴۶ ز. - د کډوالو د چارو او د لوړو زده کړو پخوانی وزير دی. مخينه هغه په ۱۲۶ ۱۹۴۶ کال کي د اندخوي په ولسوالي کي دونيا ته سترگي غړولي دي، زده کړې وروسته د ابتدائي دوري د بشپړ کولوڅخه د کابل پوهنتون دطب په رشته کي تحصيل ته ادامه ورکړه، او په ۱۹۷۳ کال کي پوهنتون بشپړ او فارغ شو. دندې هغه د ۱۹۷۴ کال څخه تر ۱۹۷۸ کال پوري دطب په پوهنځي کي د استاد په حيث وظيفه اجرا کړه. اود ۱۹۷۶ کال څخه تر ۱۹۹۲ کال پوري په پاکستان کي دافغان مهاجرو دصحي مرکز رئيس وو او په ۱۹۹۲ کال کي په جېنيوا کې دسرې مياشتې د سلاکار په توگه او د ۱۹۹۵ کال څخه تر ۱۹۹۶ کال پورې په هامبورگ کې د افغانستان د پوهانو او د بياجوړونې دکوميټې غړی او د ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې دافغانستان په شمالي صفحاتو کې د طبي څانگې همغږی کوونکي او د ۲۰۰۴ کال د جولای د مياشتې څخه تر ۲۰۰۴ کال د دسمبر پورې دافغانستان دبشري حقونو د کميسيون سره همکار وو او د ۲۰۰۴ کال د اپريل د ۶ نيټې څخه تر ۲۰۰۴ کال د دسمبر پورې د مهاجرينو او بيرته راستنېدونکو د وزارت د وزير په حيث او د ۲۰۰۶ کال د مي مياشتي څخه را وروسته تراوسه پوري دافغانستان دلوړو زده کړو دوزير په حيث اوپه دي حاضر وخت کي په جرمني کي دافغان مهاجرو د طبيبانو د دټولني انجمن غړي دي اوفعلاْ دکومکونو او همکاريو يوه جرمني مؤسسه چي په افغانستان کي د افغاني ښوونځيو ملاتړ کوي غړي دي. او په ضمن کي نوموړی په ۱۹۹۹ کال کي دافغان مهاجرو او د کابل خلکو دصحي مشکلاتو په اړه رسالي ليکلي دي. دا هم وګورئ په افغانستان کې لوړې زده کړې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سرچينې ژوندي خلک د لوړو زده کړو وزیران افغانستان افغان وزيران افغان سياستوال د شمالي ټلوالې غړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%98%D8%A8%D9%87
ژبه
ژبه یو منظم ارتباطي سیستم دی چې انسانان یې د خبرو، اشارې، نښې یا تر ډېره د لیکنې له لارې کاروي. د ژبې جوړښت ګرامر دی او ازاد عناصر یې کلمات دي. د انسان ژبه د حیواناتو د ارتباط له پېرندل شوو سیستمونو څخه جلا ده، ځکه د لېږد په یوازې یوه ډول لیدلو، غږ او نورو پورې نه ده تړلې، بلکې په بېلابېلو فرهنګونو او وختونو کې ډېر بدلونونه پکې پېښېږي او د نورو سیستمونو په نسبت د مفاهیمو یوه غټه برخه رانغاړي. د ژبې علمي څېړنه ژبپوهنه بلل کېږي. د ژبو ژورې څېړنې لکه د ژبې فلسفه، د ژبې او فکر تړاو او داسې نور بحثونه لکه دا چې کلمات څه ډول د انسان تجربې بیانوي، لږ تر لږه د لرغوني یونان په تمدن کې د ګورګیاس او افلاطون له وخته را روان دي. د روسو ۱۷۱۲-۱۷۷۸ په څېر متفکران وايي چې ژبه له احساساتو څخه سرچینه اخلي، خو د کانټ ۱۷۲۴-۱۸۰۴ په څېر نور متفکران په دې باور دي چې ژبې له عقلاني او منطقي تفکر څخه سرچینه اخلي. د شلمې پېړۍ فیلسوفان لکه ویټګشټاین ۱۸۸۹-۱۹۵۱ استدلال کوي چې فلسفه پهخپله د ژبې څېړنه ده. د معاصرې ژبپوهنې په مهمو څېرو کې فرډینانډ ډو سوسور او نوام چامسکي یادولی شو. ګومان کېږي چې ژبه د لومړنیو انسانانو له ارتباطي سیستمونو څخه په تدریج سره هغه مهال جلا شوې ده چې هغوی د ذهن د نظریو د ذهن نظریه چې په انګلیسي کې ورته ویل کېږي، یو اروايي مفهوم دی او د ذهني حالتونو لکه باورونو، موخو او غوښتنو د څرګندولو وړتیا ته وايي او قصدمندۍ قصد مندي یو فلسفي مفهوم دی چې په انګلیسي کې ورته ویل کېږي او موخه یې د تصوراتو د جوړولو لپاره د ذهن وړتیا ده د جوړولو وړتیا ومونده. کله ناکله هم ګومان کېږي چې دغه پرمختګ د مغز د حجم له ډېرېدو سره رامنځته شوی. ژبه د انسان د مغز په بېلابېلو ځایونو کې رامنځته کېږي، په ځانګړي ډول په بروکا او ورنیکه کې. انسانان ژبه د ماشومتوب د دورې په لومړیو کې مومي او ماشومان په معمولي ډول تر درې کلنۍ پورې روانې خبرې زده کوي. ژبه او فرهنګ له یو بل سره تړلي دي. له دې امله ژبه په ارتباطي کارونو سربېره ټولنیز اړخونه هم لري، مثلاً د یوې ډلې هویت څرګندوي او ټولنیز پاړکي سره وېشي. ژبې د وخت په تېرېدو سره بشپړېږي او بدلون په کې پېښېږي. د ژبو د تکامل تاریخچه له اوسنیو ژبو سره د پرتله کولو له لارې رغولی شو چې څرګنده شي مورېینو یا اجدادي ژبو یې څه ځانګړنې لرلې، تر څو یې د ودې نور پړاوونه رامنځته شي. د ژبو هغه ډله چې ریښه یې مشترکه وي، د ژبنۍ کورنۍ په توګه پېژندل کېږي. د دې په مقابل کې، که ثابته شي چې یوه ژبه له نورو ژبو سره هېڅ مستقیمه یا غیر مستقیمه اړیکه نهلري، منزوي ژبه بلل کېږي. ډېرې داسې ژبې شته چې نه دي ډلبندي شوې، ځکه هېڅ ډول اړیکه یې نه ده ثابته شوې. همدا راز ښايي په نړۍ کې هېڅ جعلي ژبه موجوده نه وي. څېړونکي په دې باور دي چې له ۵۰ تر ۹۰ سلنه هغه ژبې چې د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې خبرې پرې کېدې، ښايي تر ۲۱۰۰ کال پورې له منځه لاړې شي. ژبپوهنه څه باندې ۲۰۰۰ کاله وړاندې په هند کې د ځانګړو ژبو تر لومړنیو تشرېحاتو را وروسته ژبپوهنه پر یوه علم بدله شوې ده. اوسنۍ ژبپوهنه یو داسې علم دی چې د ژبې پر ټولو اړخونو بحث کوي او له ټولو نظري لیدلورو څخه یې څېړي. لومړنۍ ژبپوهنه د ژبې رسمي څېړنه په هند کې له پانیني سره پیل شوې ده. پانیني تر میلاد مخکې د پنځمې پېړۍ ګرامر لیکوال و او د سنسکرېټ ژبې لپاره یې د مورفولوژۍ ۳۹۵۹ قواعد ولیکل. له دې سره سره، سومري لیکوالو د سومري او اکاډي ژبو ګرامري توپیرونه تر میلاد مخکې په شاوخوا ۱۹۰۰ کال کې وڅېړل. ورپسې په راتلونکو ټولو لرغونو فرهنګونو کې د ګرامري څېړنو دود پراخ شو. تر میلاد وروسته په ۱۷مه پېړۍ کې پورټ-رویال ګرامر لیکوالو دا نظریه تعقیب کړه چې د ټولو ژبو ګرامر د یوه نړیوال فکر په بنسټ کې ریښې لري، له دې امله ګرامر نړیوال دی. په ۱۸مه پېړۍ کې برېتانیايي فیلالوژېست او د لرغوني هند متخصص ویلیم جونز په لومړي ځل مقایسوي مېتود وکاراوه او د مقایسوي ژبپوهنې بنسټ یې کېښود. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې فرډينانډ ډو سوسور ژبه د ساکنو عناصرو د سیستم په توګه معرفي کړه چې په خپلو کې د شته تضادونو له لارې مشخصېږي. نوې ژبپوهنه په ۱۹۶۰مه لسیزه کې نوام چامسکي د ژبې تولیدي نظریه وړاندې کړه. د دغې نظریې پر بنسټ د ژبې تر ټولو اساسي بڼه د هغو نحوي قواعدو مجموعه ده چې د ټولو انسانانو لپاره نړیوال دي او د ټولو بشري ژبو بنسټ جوړوي. د قواعدو دغه مجموعه نومېږي. په دې توګه دی وايي چې د هرې ژبې ګرامر د ژبپوهنې لپاره یوازې تر هغه ځایه اهمیت لري موږ نړیوال اساسي قواعد ترې را وایستی شو. د نړۍ د ژبو کورنۍ د نړۍ ژبې په داسې کورنیو کې ډلبندي کولی شو چې له همنسبو ژبو څخه جوړې وې. ژبپوهان د ژبو سلګونه کورنۍ را پېژني، که څه هم کولی شو ځینې یې په لویو ډلو کې ډلبندي کړو، ځکه چې لا ډېر شواهد ترلاسه کېږي او ژورې څېړنې کېږي. دا مهال لسګونه جلا شوې یا منزوي ژبې هم شته: دا هغه ژبې دي چې د نړۍ له هېڅ بلې ژبې سره یې د ارتباط ثبوت نهشته. له دې ډلې باسکي ژبه ده چې په اروپا کې خبرې پرې کېږي، همدا راز نیومکزیکو، پورپچا مکزیک، د جاپان اینوی ژبه، د پاکستان بوروشاسکي او ډېرې نورې. د ژبو هغه کورنۍ چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر ویونکي لري، د اندو اروپايي ژبو کورنۍ ده چې د ټولې نړۍ د نفوس ۴۶ سلنه برخه پرې غږېږي. د ژبو په دې کورنۍ کې د نړۍ اصلي ژبې لکه انګلیسي، اسپانیايي، جرمني، روسي او هندي هم راځي. د اندو اروپايي ژبو کورنۍ لومړی د اورسیا د کډوالۍ په دوره کې تر میلاد وروسته شاوخوا ۴۰۰ تر ۸۰۰ او بیا د اروپا د استعماري پراختیا له لارې وده وکړه چې دغه استعمار اندو اروپايي ژبې هم له سیاسي نظره او هم د ډېروالي له نظره د امریکا په لویه وچه او ډېرو نورو هېوادونو کې برلاسي موقعیت ته ورسولې. په چیني-تبتي ژبو د نړۍ ۲۰ سلنه خلک خبرې کوي او د ختیځې اسیا ډېری ژبې پکې راځي؛ لکه هاکا، د چین ماندارین، کانټوني او سلګونه نورې کوچنۍ ژبې. په افریقا کې د ژبو کورنۍ ګڼې دي چې تر ټولو لویه یې د نیجر-کانګویي ژبو کورنۍ ده. په دې کورنۍ کې د سواحیلي، شوبا او یوروبا په څېر ژبې شاملېږي. د نړۍ ۶.۹ سلنه وګړي په نیجر-کانګويي ژبو خبرې کوي. همدومره شمېر خلک هم په افریقايي-اسیایي ژبو خبرې کوي چې لویې سامي ژبې لکه عربي، عبري او د صحرا سیمې ژبې لکه بربري او هوسه په کې شاملېږي. باندنۍ تړنې سرچينې ژبه ژبې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%8A%DA%A9%D8%AF%D9%88%D8%AF
ليکدود
ليکدود يا رسمالخط چې په فارسي ژبه کې يې دبیره هم بولي او په عربي ژبه کې يې قواعد کتابت ګڼي يو قرارداد يا تړون دی چې د مینځپانګې لیکلو لپاره کارول کیږي. د ليکدود ترمنځ توپیر د دوی په چلند یا د مفکورې په تفسیر کې دی کوم چې په متن کې د یو بل په پرتله د کلمو لیکلو لاره ورکوي. ليکدود د یوې ژبې سکریپټ لیکلو لپاره د معیاري لارې استازیتوب کوي. کله چې د یوې ژبې لیکلو لپاره له یو څخه زيات ليکدودونه شتون ولري، لکه کوردي ژبه، يغوري ژبه، سربيايي ژبه و یا اینوکتیتوت ژبه، د دا ډول ژبو لپاره شونې ده بېلابېل ليکدودونه شتون لوري. مرکب لیکنه ، جلا لیکنه، تمثیلونه ، جماعات ، پولی سلیبیک کلمې ، د پورونو جملې او حروفو له هغو مفاهیمو څخه دي چې د لیکدود د ټاکلو عوامل دي. اړوندې پوښتنې فارسي رسم الخط پښتو ليکدود سرچینې پاړسي ژبه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D8%A7%D9%8A%D9%8A%20%DA%98%D8%A8%D9%87
اريايي ژبه
آريايي ژبه: لرغونې آريايي ژبه نن ورځ وجود نه لري، خو په عصري ژبو کې يې ډېرې کلمې په بېلابېلو بڼو او ماناوو سره شته. لرغونې آريايي ژبه چې د اندو-اروپايي ژبې په نوم هم يادېږي. لکه څنګه چې آریانا په لوېدیځ او سویلي برخو ووېشل شو، نو د دوی ژبې هم په بېلابېلو سیمو کې توپیر وموند. اوس د دې ژبو بڼه خورا توپیر لري، مګر د هغې د ورته کلمو څخه دا اټکل کېدی شي چې دا ژبې له یوې ژبې څخه راوتې دي. د آریایي ژبې یو څو کليمې د خپلو ماناوو سره لېست شوي دي، له دې څخه دا اټکل کېدی شي چې د دې ژبو اصل څه دي. ځینې ماهرین په دې باور دي چې د آریایي ژبې یو کوچنی رسم الخط کشف شوی دی. دا یوه وصیت دی چې د هیتي پاچا مستاني، میتر او ورنا خدایانو ته اشاره کوي. دا ژبه نه هند-آریايي ده او نه ایراني، بلکې د دواړو سرچینه آریايي وه. دا سند په پنځلسمه پېړۍ کې لیکل شوی و. ګریسون وايي چې اریایان له مسیح څخه دوه نیم زره کاله مخکې د ایران په شمال لوېدیځ کې د میډیا په سیمه کې اوسېدل. بيا څو پېړۍ وروسته يو شمېر خلک له هغه ځايه ولاړل او هند ته مهاجر شول او ژبه يې له لرغوني آريايي څخه هندو آريايي ته او هغه کسان چې په ايران کې پاتې شول خپله ژبه يې په ايراني بدله کړه. لرغوني آريايان د لرغوني هند-اروپايي آريايي او سنسکرت ژبې دومره سره ورته دي چې داسې ښکاري چې دواړه ژبې يو وخت د يوې ګډې ژبې لهجې وې. د دې ژبې اصلي بڼه ژبپوهانو ته په مستقیم ډول نه ده مالومه، په دې حالت کې د دوی پوهه یوازې لنډه ده. کوم چې د دواړو ژبو د ورته والي پر بنسټ ولاړ دي. د آریایي ژبې د دې مشتق جوړښت ځانګړتیاوې په لاندې ډول وې. په لرغونې اندو-اروپايي ژبه کې د أ، آ، آی، ، او مختلف توري درلودل. مګر دا ټول، توري په ساده ډول په سنسکرت کې آ، أ شول. د دې تورو برعکس د اروپا په ډېرو ژبو کې د پام وړ دی. د مثال په ډول الفبا د اندو اروپايي یوناني سنسکريت اوېستا اردو او پښتو کې اوه سيپتوم هيپت سپت هسپت سات اووه په آریایي ژبه کې، په اندو-اروپایي کې، بې رنګه ا چې په ډېر کمزوري او ناڅرګند ډول تلفظ کاوه، په بدل شو. د مثال په ډول اندو-اروپایي یوناني سنسکرت لرغونی پاړسي اوستا اردو پښتو د پاتر پتير پتا پتار پت باپ او پلار په دې کې د الف او س له تورو وروسته په ش بدل شو. د مثال په ډول : د لاتیني زوړ سنسکرت اوستا : پنسو زه ماتوم پنشبټيهغه ماتوي پنشتو هغه ماتوي اُوروسته د اندو-اروپايي وروستی س په ح بدل شو. دغه ه په سنسکرت کې وسرګا تنفس بلل کېده. چې په زاړه اندو - آریایي کې پاتې شو، مګر په ایراني کې حذف شو او د کلمې وروستی ایراني په ا یا او بدل شو. د مثال په ډول اندو-اروپايي یوناني سنسکرت اوستا مونیسن په زړه کې مینیوس جوش مسخ ذهن، زړه مانو ذهن، زړه د کلمې په پای کې له ن وروسته ت حذف شوی. د مثال په ډول د اندو-اروپايي سنسکريت اوستا بهرګنیتا بی رهن برزد ۶ هند-اروپايي دھ ت په ز د بدل شو چې په سنسکرت کې ساتل شوی و، خو په زاړه اندو-آریایي ژبه کې خپل لومړی جز ز په بشپړ ډول له لاسه ورکړ. د مثال په ډول د هند-اروپايي سنسکرت اوستا م. ن. دهـ تا توجه میدها ذهن مزدا یاد ۷ په اندو-اروپايي کې د ستر جمع نښه اوم وه. په آریایي ژبه کې د اوم توری د هغو کلمو وروسته نوم شو چې په پای کې توري لري. د مثال په توګه: سنسکرت اوستا اردو: ګیري ټرام ګیري ټیټ غرونه په اندو-اروپایي ژبو کې د غیر فعال فعل نښه نه وه. خو په آريايي ژبه کې له ي څخه بې ځايه ماده جوړه شوه چې په دواړو ژبو کې پاتې شوه. د مثال په توګه: سنسکرت اوستا اردو ک. ر. ي. او کرِ يي اتِ ترسره کیږي دې ژبې د صفتونو په جوړولو کې د اوه، اویا، اتیا او نهه ویشتمه کلمه کارولې، چې په سنسکرت کې پاتې شوه خو په ایراني کې په ټی بدله شوه. د مثال په ډول شست یخ خ. ش. وشيتم سره نوات یخ نوعاتم نهه ۱۰ په نحوي ترکیب کې په دې ژبه کې خارجي حالت د علت په معنا، وروستنی حالت په اضافي معنا، محلي حالت او اضافي حالت د مطلق حالت په معنا کارول کیږي. ځکه چې دا کارول په سنسکرت او اوستا دواړو کې موندل کیږي. سنسکرت اوستا، د انساني حالت په مفهوم کې، تسای ګراهیم د دې ښځې کور اه رای یسینا د خدای د ستاینې سندرې سرچينې نامبهمه مخونه ژبې پښتو سندرغاړې زړه پښتو لرغونې پښتو سنسکريت سانسکريت ژ اريايان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%86%DA%89%DB%8D
لنډۍ
لنډۍ د پښتني ټولنې په گړني شفاهي ادب کې هغه ولسي شعر دی، چې شاعر يې مالوم نه دی او د هر حساس پښتون او حساسې پښتنې د ولولو هېنداره باله شي. د لنډۍ لومړى نيم بيتي ٩ او دويمه نیم بیتي يې ١٣ سېلابه دی. لنډۍ د پښتو ادبياتو ډېره لرغونې برخه گڼل کېږي. د لنډيو شاعران څوک دي؟ د پښتنو په غرو او رغو کې، په کلیو او ښارونو کې، په شنو درو او لویو دښتو کې، د اوبو د ځړوبيو تر څنگ او د کېږدۍ اړخ ته د شپانه په شپیلۍ او د بڼوال په بڼ کې، همدارنگه د پښتنو د خاورې په هر گوټ کې له دې اشعارو څخه په یو شان خوند اخیستل کېږي. زاړه وگړي يې لنډۍ د ځوانۍ د خاطراتو په یاد وايې. زلمیان او پیغلې يې د خپل زلمیتوب شور او مستي پکې لټوی؛ مینانو ته د راز او نیاز رویباري کوي؛ توریالی ورسره د تورو په ډگر کې گډیږي او مساپر پرې په مساپرۍ کې د خپل هېواد او ټاټوبي هنري او سندريزه تنده ماتوي. لنډۍ چې څومره ساده، سلیسې او روانې دي هغومره د پردیو ژبو له اغیزې پاکې او سپيڅلې دي. د لنډيو ځانگړتياوې د دېوانونو شعرونه که د عربي عروضو تابع دي، خو دا شعرونه نه یوازې د عربي عروضو څخه خپلواک دي، بلکې د سېلاب غونډال سېستم پر بنسټ ځان ته عروض لري؛ لومړۍ برخه یې لنډه ۹ سېلابه او دويمه برخه یې اوږده ۱۳ سېلابه ده. د دعو شعرونو د ویلو څرگنده ځانگړنه دا ده چې زیاتره پکې د ښځې له خوا نارینه ته خطاب وي. څنگه چې د ښځمنو ولولې تر نارينه وو نرۍ رقيقې دي، نو اغېزونه یې تر نارينه وو اغېزمن او تر نارينه وو خوندور دي. په لنډیو کې هم تر نورو شعرونو خوند او اغېز ډېر محسوسېږي. همدا شان هره یوه لنډۍ د ملي موسيقۍ يو داسې نوټ بللی شو چې پر بېلابېلو طرزو او اهنگونو باندې کېدای شي. لکه: رزم، بزم، د يانه سفر، ناستې، اتڼ، غم او خوښۍ د حالاتو د راز راز لحنونو سره سمون خوري. يانې هره یوه لنډۍ د ملي موسیقۍ پر ډول ډول اهنگونو او وزنونو باندې غږېدای شي. دا څو لنډۍ چې دلته د پاړسي او انگرېزي ژباړې سره لوستونکو ته وړاندې کېږي، دا د دې راز ملي اشعارو یوه ډېره وړه بېلگه ده. که نه وي دا راز په زرگونو زرگونو لنډۍ شته چې تر اوسه راغونډې شوې نه دي، او یوازې یوه برخه یې د پښتو ټولنې د کتاب په بڼه چاپ کړې ده. که دا بېلگه د لوستونکو خوښه شوه، نو بیا به زیار باسو چې د دا راز شعرونو یوه بله ټولگه له ژباړې سره مينه والو ته وړاندې کړو. لنډۍ د پښتو ژبې د ولسي ادب يو ځانگړی شعري ډول دی چې شفاهې ادب هم ورته وايي. هغه ځانگړنې چې پښتو لنډۍ يې لري، هغه په نورو شعري فورمونو کې نشته. په پښتو ولسي ادب کې د لنډۍ لپاره نور نومونه هم شته چې د پښتون ولس لخوا په دې ټولو نومو نو پېژندل کېږی .لکه: ټپه ، مصره او ټيکۍ .... چې دې هر نوم ته يوه ځانگړی فلسفه موجوده ده چې د بېلگې په ډول يې زه يادونه کوم. لنډۍ ته ځکه لنډۍ وايي چې د سېلابونو له مخې لنډه او دمانا له پلوه ډېره اوږده او غښتلې وي، او يا دا چې لومړۍ نيم بيتي يې ددوهمې نيم بيتي نه لنډه وي. لکه دا لا ندې لنډۍ : د لنډی ونې نه دی ځار شم لکه سيسي چې په کمر ولاړه وينه مسره لنډۍ ته مسره هم وايې او دا ځکه چې په پخوا زمانو کې د تورې او ډال جگړې وې او د هغو جنگونو پر مهال د جگړې ښه او پياوړې توره به په مصر کې جوړېدله. د مصرۍ تورۍ شهرت ډېر وو او هغه به ډېره تيره او ځلا نده هم وه. پر دې بنسټ د لنډۍ تورې اغېز او ښکلا يې له مصرۍ تورې سره تشبيه کړی، چې په د ميوند جگړه کې د ملالۍ له خولې مسره د يادولو وړ ده: که په ميو ند کې شهيد نه شوی خدايږو لا ليه بې ننگې ته دی سا تينه د ملالۍ دا لنډۍ د پښتنو د برياليتوب او د برتانوي يرغل د ماتې سبب شوه. يانې دغې لنډۍ په پښتنو زلميانو کې هغه جذبات او ولولې راوپارولې، چې د سرښندنې په روحيه کې غليم مات کړ او خپلې سينې يې د انگريزي ښېکلاک توپونو ته سپر کړې او په غليم يې هجوم وروړ تر څو يې غليم پر شا وتمباوه. او بر يې خپل کړ. زما په قبر لاړی تو کړه که يې د ننگ گو لې په شا خوړلی وينه همدا ډول لنډۍ ته ټپه هم وايې ،او دا هم يو ه د تسميی وجهه لری خغخ دا چې د لنډۍ تا ثير د سړی په زړه ټپ جوړه وې . يعنې که توری او ټو پکی ښکاره ټوپونه جوړه وې ،نو لنډۍ بيا پټ زخمونه د انسان په اوجود کې جوړولی شي چې يواځی احساس يې کيږی ،خو ليدل کيږی نه لکه دا لا ندې لنډۍ : باور مې نه شی که به روغ شم بلا زخمو نه مې په زړه دی مړ به شمه ٭٭٭٭٭٭ د روغيدو تمه مې نه شته جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه با ڼه دی ورو جگ کړه شير ينې ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه د لنډۍ بله ځا نگړنه داده چې شاعر يې معلو مه نه وې د هر چا يعنې د هر پښتا نه او پښتنې د خيال او زړه خبری دي . بله داچې وخت او ځايې هم معلوم نه وې ، چې د چا له خوا ،څه وخت ،او په کوم ځای کې ويل شوی دي ،او نه يې چا ته د تعداد پته لگيږی . د لنډيو کتابونه چاپ شوی ، خو د تعداد په اړه يې څوک څه نه شی ويلی او نه يې کوم ليکوال ته څوک منسو بولی شی ،او نه څوک په ويلو کې انتيظار با سی . حتی کله کله يې خلک يو د بل په وړاندې د مسا بقې په ډول هم وايې په تيره پښتنې پيغلي او زلميان لکه دا ټپه : د ټپی وار راسره کيږده ما ته بي واره ټپه خوند نه را کوينه ٭٭٭٭٭ ما سره سمه سيا لی مه کړه ما د لنډ يو سپاري لو ستلی د ينه د لنډيو وو يونکي زياتره وخت تور سري وي . او د لنډیو ډيره بر خه د ښځو له خوا ويل کيږي ،او يل شوي دي . د لنډيو د منځ ته را تگ په باب کو مه خا صه نيټه نه شته او اټکل کيږی چې د زرو کا لو څخه هم بخوا قدامت لری وڅيړونکي په دی عقيده دی چې ښا يې لو مړنې په لاس راغلی لنډۍ او يا په بل عبارت يوه زړه لنډۍ دا وې : سپوږميه سر وهه راخيژه يار مې د گلو لو کوي گوتې رېبينه ۱ لنډۍ چې د پښتو اولسی ادب او فلکلور اساس تشکلوی . د ژوند په هره بر خه کې د خپل مو ثر يت مظاره کړی وپښتا نه ځوانان او پيغلې يې د مينې ، هجران ، و صل ،غم ، او خو شحالی په حا لتو نو کې وايې ، مشران يې په خپلو خبرو کې د ځينو مسا يلو د تا يد لپاره وايې : ،حتی کله کله تری د متل په حيث د خپلو خبرو د قوت لپاره کار احستل کيږی ،نو ويلای شو چې په لنډيو کې د انسان ژوند هر اړخ او هره پيښه انځور شوی ده چې دا انځور يدنه په ساده او روانه ژبه چې د اولس ژبه ورته ويل شوي ده نو ځکه ورته اولسی ادب وايې . دلته د ټو لنيز ژوند د څو اړخونو او پيښو یا دونه کوم ،چې په پښتو لنډ يو کې په څو مره ساده ،روان او ظر يف انداز را نغاړل شوی او يو اوږده کسه يې په لنډو الفا ظو کې بیان کړی .که لو مړۍ د عشق بر خه او دهغه څو حا لته راواخلو ښه به وې . زه به عاشق سړی پو هيږم يا يې رنگ زيړ وی يا يې شو نډي وچي وينه په دی که خو شک نه شته ،چې په عاشقی او مينه کې جذ ببی ،غم ، خو شحالی ، مينت ، پيغور او تهمتو نه وي ،چې دا يو حالت هم د لنډيو نه دی او هر يو يې په خبل وار تعر يف کړی ،هر حالت يې ژبه ور کړی او غږو کې يې دي او په هغه ژبه کې غږولی په کو مه چې ټول پښتون قوم پو هيږی لکه د جدايې به وخت يې عا شق خپلی معشو قي ته د اسی وایې : جانانه دومره را سره واي لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه د لنډۍ پېژندنه د لنډۍ پیژنې په اړوند په ځینو کتابونو ، لیکونو او خپرونو کې داسې راغلي دي : لنډې په اولسي ادبیاتو کز هغه ادبیات دي چې د اولس بې نومه او بې نښانه شاعر پکې پدې بریالی شوی چې د بشر د ژوند تر ټولو عالي شیبې په دوو نا متوازنو بیتونو کې په ایجاز بیان او تصویر کړی دی .۱ نامتو ليکوال او څېړونکی حبيب الله رفيع لیکي: لنډۍ یو هغه دوه مسره ایز نظم دی چې لومړۍ او دوهمه مسره یې نه په قافیه کې سره یو شی او نه په وزن کې سره رابري وي . لنډۍ هغه موزون ، غیر متعارف ، مستزاد ، حکمي مقفی ، غیر مصرع بیت دی چې لومړۍ برخه یې نهه ۹څپې او دویمه برخه یې دیارلس ۱۳ څپې وې د پښتنو په مختلفو سیمو کې لنډۍ په مختلفو نومونو پاندې نومول شوي دي البته چې په هر محیط کې به یې د بیلې بیلې وجهې سبب شوی وي ، او هر یو نوم ایښودونکي به د یو خاص صفت او مقصد په لحاظ نوم پری ایښی وي . نو لدې کبله د لنډۍ په نومونو کې اختلاف معلومیږي . څو نومونه چې په بیلو بیلو محیطونو کې وربا ند ایښودل شوي دي په لاندې ډول دي : لنډۍ د کندهار او پکتیا پښتانه یې لنډۍ بولي چې دا اصطلاع د کثرت په توگه په دوي کې موجوده ده او هم د هري سیمې باسواده خلک یې پیژني . بل پېژند يې لنډه د مفرد مؤنث کلمه ده ، لنډۍ د لنډه بڼه ده ، د لنډۍ لومړنۍ برخه لنډه او دویمه برخه یې اوږده ده ، له دې کبله ورته لنډۍ وایي. یا دا چې په دی ډول نظم کې یو ډول تاثیرات پراته دی ، چې په اوریدونکی په محضی اوریدو سره یو داسي ډول اغیزه کوي چې په خوله یې تعریف نه کیږی او اکثر پښتانه یې په محض اوریدو سره په ژړ ا کیږی او په زړه کې یې یو هیجان او سوز پیدا شي ، نو ځکه یې د هغې لنډۍ نوم چې د مار په معنی ده په دې نظم باندې ایښی ده. نامتو انگرېز ختيځپوه راورټي: دې پورته قول یې تايید کړی دی او لنډۍ په باب کې لیکی : د پښتو ژبې یو ډول اشعار دي ، چې د ولاړې موسیقي په ذریعه ویلی کیږي ، د زیات جوش او حرارت نه ډک دی ، او ماته د دې په ذریعه خپل وطني او ملي سرودونه را په یادیږي ، چې .. .۱ د لنډیو ادبي او معنوي ویش لنډۍ د پښتو په فولکلوري ادب کې یو ځانته فورم دی چې د شکل له پلوه ډېرې زړې دي ، د موضوع په لحاظ هم دومره متنوعي دي چې د پښتني ژوند ټولې خواوې پکې په واقعي او طبیعي بڼه انځور شوي دي او سړی د پښتنو د اجتماعي ژوند دومره باریک موضوعات پکې پیدا کولای شي چې په نورو سندرو کې بیا په دې کم و کیف نه دي بیان شوي . ۱ د لنډیو مانيز او حماسي انځور وياړ او حماسه په خپل دین ، قوم ، ژبه ، نیکونو میړاني ، ز ړورتیا او نورو اوچتو صفتونو ویاړ کولو ته فخر ویاړنه وایی . حماسي هغه شعرونو ته ویل کیږی چې موضوع یې ، جنگ ،مړانه ، ښندنه ز ړورتیا ، ننگ غیرت ، توره او ویاړنه وي او ددې تر څنګ حماسه حکایوي بڼه لري یعنې د فاتخاراتو او میړانې کیسې یې یو تسلسل لري لکه په نظم کې د خوشحال خان خټک هغه شعر چې د ځان پیژندنه یې په کې کړې ده د هـجـرت زر دوه ویشـت سـن و چې زه راغـلـم پـه جـهـان زه خو شحال د شهباز خان یم چې تـورزن یم کـان په کـان شهبـاز خان د یحی خــــان و چې بـل نه و هســــی ځـوان یـحــی خـان د اکــــــوړی و چـې په تـوره و سلـــــطان یا په داستاني ادبیاتو کې د ادم خان او درخانۍ کیسه چې د کیسې له پیله تر پایه په کې د مېړانې خبرې، ښادنامې کارنامې او وياړونه لکه یو حکایت غوندې روان او یو له بل سره تسلسل لري. لکه لاندې لنډیو: علم دریاب کوشش کشتی دي په کشتی کینه په دریاب و گرځه میینه ٭٭٭٭٭ چیرته چې علم حاصلیږي هلته به خاوری کړمه غوښي خپل هډونه ٭٭٭٭٭ مورې لنډۍ توره مې راکړه پر دین غزا ده زه خپل ځان شهیدومه ٭٭٭٭٭ که له میونده روغ راستون شوي خدایږو لالیه بې ننگۍ ته دې ساتیــــــنه ۱ گودر او لنډۍ گودر د پښتنو د کلتور د کتاب هغه رنگينه پاڼه ده، چې له نوم څخه يې د سړي زړه ته ديدنونه، مينه او ښکلا خپل ځان ورښکاره کوي، او د ښايستونو د يوې ټولگې په شان ورته ځان ښکاره کوي. څرنگه چې دنوم څخه معلوميږي چې گودردپښتوژبې سوچه کلمه ده اودپښتنوټولوسيموکې دگودرکلمه عامه ده . کله چې موږ دگودرکلمه په خوله اخلو نوحتمآ زموږذهن ته دپېغلې ،منگي او ماذديگري کلمې راځي .داهغه کلمې دي چې دپېغلو،ځوانانو،شاعرانو،سندرغاړوله خواپه داسې الفاظواو کلموکې ستايل شوي چې انسان داوريدولو توان په ځان کې نه ويني چې په اوريدلويې دځوانی جزبه او د مينې ولوله راپاروي . دپښتنو په سيمه کې دگودرغاړه په مازديگري کې د پېغلو په تودواکاړو گرمه وي ځکه چې دا داسې ځای دی چې خپلې همزولې په کې جمع کيږي . گودر چېرې چې ښکلې او مستې پيغلې د اوبو راوړلو په بهانه خپلو همزولو سره د زړه خواله کوي، خوښي کوي، د خپلو مينو ديدنونه کوي. گودر د ويالې او چينې سره هغه ځای ته ويل کيږي، چې په هغه ځای کې د منگي خوله په اسانۍ سره د اوبو په واسطه ډکيږي. او د هغه سره نږدې کورونه د خپلو ورځنيو ابو د پوره کولو کار اخيستل کيږي، چې گودر ته معمولاً انجونې ځي او ډېرې په خوښۍ د گودر څخه د اوبو راوړلو ته خوښيږي. څرنگه چې زموږ په وطن او په ځانگړې ډول د پښتنو په سيمو کې د ښځو په تگ راتگ، مېلو او مستيو ته اجازه نه شته دی او نه هم په کې بې له گودر څخه کوم بل ځای شته دی، نو پښتنې انجونې گودر ځانته په دنيايي جنت کې شمېرې، ځکه چې هلته د خپلو همزولو انجونو سره د زړه د نړۍ رازونه شريکوي او د خپلو يارانو سره د ديدن څخه خوند اخلي، څوک په کې نوی د يارانې تار غځوي او څوک په کې خپلو زړو يارانو ته ټينگښت تارونه تړي. دلته يوه پښتنه انجلۍ د خپل يار د ديدن لپاره په ځان تکليف مني او کوز گودر ته اوبو پسې ځي، چې هغه د پښتنو په قول په يوه تېر دوه ښکاره کوي، چې وايي: اوبه د هر گودر خوږې دي جانانه ستا دپاره کوز گودر ته ځمه دلته د گودر په بهانه د يار د ديدن کولو سربېره د پښتنې انجلۍ د مينې سپېڅلتوب هم ځان ښکاره کوي، چې د خپلې مينې لپاره په ځان تکليف گالي او د يار ديدن کوي. په گودر کې نه يوازې د انجونو خنداگانې او د بنگړو شرنگهار شتون لري، بلکې هلته د گودر څخه يوه څه لرې په هغه سيمه کې چې گودر ورته ښه مالوميږي، ډېر زلميان هم ليدل کيږي، چې ډېرو انجونو په منځ کې د يوې انجلۍ د سالو خبره داسې په لنډۍ کې رانغاړي: پر گودر سور سالو ښکاره شو ما وې دې تورو اوبو اور واخيست مينه دلته د سالو يا ټکري سور والی او هغه هم د يوې داسې انجلۍ په سر چې په مستۍ ورځينې هخوا دېخوا سر اخلي او دا پرې د خپل مين زړه زخمي کوي. او يا هم کومو زلميانو، چې د گودر د غاړې د مستو انجونو کتار او ټولگه ليدلې وي، هغه بيا ځان د گودر د غاړې په شان غواړي، چې د انجونو د سرتاج شي او يا هم انجونې يې په خپل لاس راوشکوي او د زړه په سر يې کيږدي. لکه چې وايي: خاونده ما د گودر گل کړې چې جينکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه دلته د هغه گل يادونه شوې، کوم چې د گودر په غاړه وي او انجونې هغه راشکوي او په خپلو وېښتانو کې يې د مستۍ د نښې او د وېښتانو د ښايست لپاره ټوکوي، چې د خپل مين زړه پرې ټکور کړي. يا هم ځينې ميينان گودر ته د ټولو انجونو او يا هم د جوړه انجونو له تگ څخه سرټکوي او د خپلې مينې سره د بلې انجلۍ راتگ ورته ټکه ښکاري، لکه چې وايي: په گودر څه ټکه لوېدلې چې کشره خور يې بدرگه ورسره ځينه د پښتنو د کلتور د کتاب د پاڼو څخه دا جوتيږي، چې پښتانه انجونې يوازې حتا گودر د اوبو پسې هم نه لېږي، يا يې کشره خور او يا هم کشر ورور ورسره ليږي، خو دلته دا کشره خور دې خوار عاشق ته د ټکې په څېر راغلې، چې دی يې د خپلې مينې سره د همرازۍ څخه بې برخې کړی دی. که څه هم د مور څخه خوږه او نيږدې څه نشته خو کله چې يوه نجلې په کورکې د موراو پلار له خوا ورته رد او بد وويل شي هغه خپل ډک زړه گودرته وړي اودگودرپه غاړه دخپل زړه بړاس اوباسي . کله چې دگودرغاړه په شنواوسرورنگونوپټه وي نوځوانان يې بياپه شعرونواولنډويو کې انځوروي : پرگودرسورسالوښکاره شو ماوې دې تورواوبو اورواخيست مينه کله چې په گودردنجونوسره ، سپين او شنه ټيکري راغونډشي چې ددوي دټيکريودرنگونوتيزوالی دومره تيز وي چې داوبورنگ هم ځان سره اړوي .چې دلته دلنډۍ ويونکي هم دې ټکي ته اشاره کوي او وايې چې کله سور سالو په گودر راښکاره شي دغه سور رنگ دومره تيزوي لکه داور تاو چې سړی سيزي که څه هم اوبه داور ضد وي خو بياهم هغه تاثيرات چې په سور سالو کې وي اوبه او اور ورته هيڅ دي . يار مې ټو پک زه يې مر مي يمه په تورو غروکې يې ويشتم ورکه يې کړمه ٭٭٭٭٭ ورشه د يار خبر دی واخله چې بی د يدنه دی سا ته لیو نی شونه ٭٭٭٭٭ ما ز ديگر چير ته وی چې نه وې خوری وری زلفی په بام ولاړه ومه په لنډيو کې انځورونه او تشبېهات په بښتو لنډيو کې انځوړ یز کليمات ،تشبيهات او هم وزنه لغتونه په ډیر هنری وروان ، ساده دول راوړل شوی دی . د لنډۍ مو جود فورم ورته يو خاص خوند او ښکلا ور بښلی ده لکه دا لنډۍ : زلفی دی بی شماله ښوري لکه استاد شاگرد ته لښته خو ځو ينه دلته د زلفو لړ داستاد د لښتی سره تشبیه شوی دي که څه هم د زلفو نرمي او ظرافت بايد د يوي لښتی سره تشبيی نه شی ، خو د لښتی تاندوالی او د گوزر کيفت چې د لښتی درد په ښکاره ډول او د زلفو درد پټ احساس ددی تشبيه مانا ته ډير قوت ور بښی او که يو بل ماناوې تړاو ته يې ځیر شو . که د استاد د لښتی خو ځول شاگرد دی ته اړ با سی چې د يو مضمون لو ست ښه زده کړی . خو دا هم بی ځايه نه ده ،چې د يار زلفي هم سړی ته د مينې درس ورکوی . هغه د خوشحال بابا خبره چې وايې : بدرگه که محبت راسره نه وايې يک تنها به به خو نخوارو لارو تلل څوک که په لنډيو هر څومره وغږيږو ،نو د بس ټکۍ به پيدا نه کړو ،ځکه لنډۍ زمو نږ د اولس هغه قيمتی او ارز ښتنا که پا نگه ده خلا صيدل يې نا شونې ده او د يادولو وړ خبره خو دا ده ، چې دغه پا نگه خداي ج يواځی په پښتو پيرزو کړ يده . نوری زبي له دی نعمته بې بر خی دی او کمال يې په دی کې دی چې دا داولس خبري دی واو داولس د زړه خبری دی او داولس دزړه نه راوتلی دي ،ځکه نو داسی څوک به نه وې چې لنډۍ يې زده نه وې یايې نه پيژنې ،ځکه په لنډيو کې زياتره د ټو لنې حالات ، ټو لنيز ژوند ، او د چا پيريال په اړه مفا هيم رانغاړل کيږی ،حتی کلتوري مسايل په ډيره ساده ژبه انځور شوی دي لکه دا لا ندې لنډۍ : که مور او پلار دی خداي رضا کړل د ماما گانو به دي زنې ونيسمه زمو نږ په پښتنه ټولنه کې دا دود دی چې د جنې په غو ښتنه کې لومړۍ حق د پلار او مور دی . او دهغوی د رضا حاصلول يوه حتمې خبره ده ، خو کله کله يا په اکثره ځا یونو کې ماماگان هم ددي صلا حيت لری چې نجلۍ دواده او يا په عامه اصطلاح دبر خليک په ټا کلو کې رول ولری . چې په پورته لنډۍ کټ مټ مفهوم په لنډو الفا ظو کې رانغاړل شوی دی او يا دا لنډۍ : په ما دی ټول کلۍ خبر کړ په تا دې يو دادا خبر دی زړه دی چو ينه دلته هم د کليمو د رواجونو او دودونو مسله ده . چې په پښتنو کې يا دونې پټې وي .او که دغه راز په ډاگه شی ، نو بد عواقب به ولری . خو د مينې جذبات بيا کله کله انسان ته دومره جر عت ورکړی . چې انسان د خپلی ټولنې او ټو لنیز قانون نه سر غړاويې ته مجبوروی . لکه دا لنډۍ : په توراور بل مې جنگ جوړ يږی زما بې غوره ياره ځه چې تر ينه ځونه چې البته داحالت د ينې استعراق يا جنون مرحله ده چې سړی خپل استو گنځی پر يږدی . او د ناخوالو له لاسه د ټو لنې نه تجد يديږی . خو په هر صورت ملامتيا ددي مۍلو مو انسانانو هم نه ده . ځکه هغه دچا خبره ده . دمينې نازولی حالت ته جنون وايې نو چې د سړی مينه دیره نازولی شی ، نو هغه به ولی نه جنون کيږی . دوی چې جنون شی ، نو د دونيا ټول خواږه او د معشيت ژوند شاکړی او بلاخره د جنون په سمندر لاهو شی .او خپل هر څه د خپلی ميني نه قربان کړی . هغه د اختر و صيب خبره چې سرو مال به درته دوه په ميدان کيږدم کومه ورځ چې ستا د مينې جواری شوه نو دغسی پښتانه مينان هم ځان یو له بله قربانوی . او دا خو ښکاره ده چې بښتانه په قربانې او ځان تيرونه کې نوم لری لکه دا لاند ې لنډۍ : د غرغری ميدان ته راشه سبا مې ستا په تهمت دار ته خيژوينه خو معشو قه بيا د خپل غاشق پدی حال فخر کوی . او وياړی ،چې دا قر بانې يواځی او يواځی ددي مينې ته ورکوی . او خپل سپيڅلی روح د يوی سپيڅلی مينې قر بانوی . او وايې : خاونده ټوله مې تری زار کړی زما په سر يې غرغري منلی دينه په بای کې دومره وايم چې لنډيو ته زه دومره عقيده لرم چې که په پښتو کې هيڅ شعر نه وايې او يواځی همدا لنډي وی ،نو د پښتو ادب لپاره به کا فی وايې . او په اخر کې دادی کوم چې پښتا نه دی ژوندې وې او پښتون دی اباد وې . او خدای ج به پری د ابدی عمر پيزو وکړی عمر دی ډير شه خپله ياره زما د زړه ستنی په تا ولاړی د ينه سرچينې ۱-کو نړی ،جلا ل ال دين ،په پښتو لنډيو کې تشبهات ميا شتني مجله ،پيښور ،پښتو اکا ډمې ، جنوری ،فبروری ،کال : ۲۰۰۰ م ، مخ ۴۵ ۲- طاهر ،نواز .روهي ادب ،پيښور ، پښتو اکاډمی ،کال : ۱۹۷۸ مخ ۴۲ ۳- پښتو لنډۍ ،د ژبو او اد بياتو مر کز پښتو ټو لنه ،سر یزه ص ،۲ . ۴- ر فیع، حبیب الله ،د خلکو سندري دولتی مطبعه ، کابل ،گال : ۱۳۴۹ لمر يز ۵- نوری ، هوسا ، په حما سی لنډيو کې ارز ښت ،ملی او هنری ، کال : ۱۳۸۴ لمر یز د شعر ډولونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D8%AE%D9%84%DB%8C
پخلی
پخلی د خوړلو لپاره د خواړو د چمتو کولو يا پخولو کړنې ته وايي. همدا ويی د خواړو پخولو ټولې طريقې په ځان کې رانغاړي. پدې کې ډېرې داسې گڼ شمېر طريقې، د بېلابېلو شيانو او اوزارو گډون چې د خواړو خوند او يا هاضمې کې مرسته کوي دا ټول راځي. دا د خوړلو لپاره د وړ خوړنتوکو د ټاکلو، د خوړنتوکو د تللو او د هيلمنو پايلو په موخه، د خوړنتوکو د يوځای کولو يوه باترتيبه پروسه گڼل کېږي. هغه څه چې په پای کې لاس ته راغلي پاخه شوي خواړه اغېزمن کوي، هغه د بېلابېلو خوړنتوکو شتون، پخلی
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%DA%A9%D9%86%D8%AF%D8%B1%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%D8%AE%D9%BC%DA%A9
سکندر خان خټک
سکندر خان خټک زوکړه ۱۰۶۸ سپوږميز کال - مړینه اټکلي ۱۱۱۶ سپوږميز کال د پښتو ژبې تکړه شاعر، لیکوال او د ستر شاعر خوشال خان خټک زوی دی. مخينه د سکندر خان خټک د زېږېدو کال او نېټه نه ده مالومه، خو پوهانو چې کومې څېړنې کړې له هغو داسې راجوتېږي چې هغه پر ۱۰۶۸ سپوږميز کال زېږېدلی او تر ۱۱۱۶ پورې یې ژوند يقيني دی. سکندر خان خټک هم یو تکړه شاعر او په شعر کې یې د خپل پلار پیروي کړې ده. د شعر بېلگه یې دا ده: کورنۍ او مدني اکر د سکندر خان خټک د زامنو له شمېره د انور خان او منور خان په نومونو دوه زامن درلودل چې منور خان يې د منگل په نامه هم ياد کړى دی. تر دې مهاله نور داسې مالومات لاس ته نه دي راغلي چې د پښتو ژبې دغه ډېر ښه شاعر به په ټوله کې څو زامن درلودل. ليکلي او چاپ شوي نښيرونه يې ۱- د سکندر خان خټک دېوان. ۲- مهر شدی دیوان. ۳- د لیلی او مجنون مثنوی. ۴- دلی او شهۍ. ۵- شمايلنامه او پندنامه. اخځليک ۱- ۲- پښتانه شاعران پښتانه ليکوال افغاني ليکوال پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D8%A7%D9%8A%DA%A9%D9%88
هايکو
هايکو د جاپاني شاعرۍ يوه بڼه ده چې ۱۷ موراس يا په، د ۵، ۷ درې ميتريکي عبارتونو او ۵ موراس لري. د شعر ډولونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D8%B1%D8%B4%D9%85%DB%90%D8%B1%D9%86%D9%87
سرشمېرنه
سرشمېرنه د وکړو د هر یوه غړي په هکله د مالوماتو د راغونډولو بهیر ته وایی دا اړینه نه ده چې دا وکړي دې یوازې انسانان وي. سرشمېرنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%84%D8%A7%20%D8%AF%D8%A7%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D8%A7%D8%AE%D9%88%D9%86%D8%AF
ملا دادالله اخوند
ملا دادالله اخوند مړينه؛ ۱۳ مې، ۲۰۰۷ يو طالب پوځي وياند قومندان و. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له راپرزېدا وروسته نوموړی تر خپلې مړينې پورې د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې د طالبانو پوځي بولندوی و. مخينه داد الله د افغانستان په سويلي سيمه روزگان ولايت، او د ځينو په وينا بيا په کندهار کې زيږيدلی وو . جهادی مخېنه یې د شوروي زبرځواک پوځ پرضد پېلېږي، او په همدې لار کې يې خپله يوه پښه هم په ۱۹۸۰ لسیزه کې کې له لاسه ورکړه. ملا داد الله د وسله والو طالبانو د لس کسيزې شورا يو مهم غړى و چې په تېرو پینځو کلونو کې يې د نړيوالو او افغان ځواکونو په وړاندې د طالبانو د بريدونو مشري کوله . د راپورونو له مخې هغه د ملا محمد عمر اخوند د نژدې کسانو څخه و. ده د طالبانو لخوا د سيمو د نيولو په زياتره عمليانو کې وڼده درلوده . خو څرنگه چې په پيښور کې د نيوز د ورځپاڼې چلوونکى او د بي بي سي خبريال رحيم الله يوسفزى وايي ملادادالله وروسته له هغه سخت مشهور شوچې طالبانو وکولى شول چې دده په مشرۍ د شمال ډيرى ولايتونو ونيسي . دده په لاس د سيمو د کېوتو لامل په دې کې ليدل کيږي چې دى يو پرېکنده او سخت زړى قوماندان و چې په شمال کې د يو شمېر خلکو په وژنه هم تورن و. د طالبانو د نسکوريدو پر مهال ، د طالبانو د لوى درستيز ملا فاضل اخوند سره ملادادالله هم د کندوز په ولايت کې د طالبانو د پوځي چارو مسوليت په غاړه لرله. ملافاضل اخوند د زرگونو نورو طالبانوسره جنرال دوستم ته تسليم شو چې اوس گوانتنامو کې بندى دى، خو ملا دادالله وکولى شول چې له کندوزه په پټه، تر کندهاره ځان ورسوي. سرچینې کندهار کندهاریان افغان طالبان د القاعده غړي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%82%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86%D9%8A%20%D9%84%D8%A7%D8%B3%D9%88%D9%86%D8%AF%D9%88%D9%86%D9%87
قانوني لاسوندونه
د افغانستان اساسي قانون د ټوليزو رسنيو قانون د ډيورنډ کرښې تړونليک بن د كنفرانس د پريكړه ليك قانوني لاسوندونه :
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%20%D8%AF%20%D9%BC%D9%88%D9%84%D9%8A%D8%B2%D9%88%20%D8%B1%D8%B3%D9%86%D9%8A%D9%88%20%D9%82%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86
د افغانستان د ټوليزو رسنيو قانون
د افغانستان د ټوليزو رسنيو قانون. لومړی څپرکی - ټوليز حكمونه لومړۍ ماده : دغه قانون، د اساسي قانون د څلوردېرشمې مادې د حكم له مخې او د بشر د حقوقو د نړيوال ميثاق د نولسمې مادې په رعايتولو سره، د فكر او بيان د آزادۍ د حق د تاْمين او په هېواد كې د ټوليزو رسنيو د فعاليت د تنظيم په موخه وضعه شوی دی. دويمه ماده : د دې قانون موخې هدفونه دا دي: د فكر او بيان د آزادۍ د حق دودول او له هغه څخه ملاتړ، د خبريالانو ژورناليسټانو له حقوقو څخه د فاع او د هغوی د آزاد فعاليت لپاره د وړ شرايطو برابرول. د آزادو، خپلواكو او زيات پلويو كثرت گرا ټوليزو رسنيو دودول او پرمختيا. د وينا، ليكنې، رسم، انځور تصوير، د فيتې پر مخ د ثبت، تمثيل، خوځښت حركت او د نورو علمي، هنري او چاپي پديدو په مرسته د هېواد د اتباعو د فكر او احساس د څرگندولو لپاره د مناسبې زمينې برابرول. د اسلام د مبين دين د حكمونو په پام كې نيولو سره، د بشر د حقوقو په نړيوال ميثاق كې مسجل شوي د بيان او ټوليزو رسنيو د آزادۍ د اصل رعايتول. د ټوليزو رسنيو د سالمې ودې په موخه داسې مرسته چې وكړاى شي په هېواد كې د ثقافت د خپرېدو اغېزناكه وسيله شي او عامه راْيې په رښتينې او گټوره توگه ټولنې ته منعكسې كړي. درېيمه ماده : په دې قانون كې لاندېني اصطلاحات دا مفاهيم لري: رسنۍ: له لاندې وسايلو څخه په گټې اخيستنې سره د معلوماتو د لېږدونې وسيله يا آله ده: بصري وسايل: رسم، عكس، پسټ كارټ او پوسټر. سمعي او بصري وسايل: راډيو، ټلويزيون،كېبلي شبكه او انځوريز تصويري گرځنده فون موبايل. اطلاعاتي وسايل: اطلاعاتي او مطبوعاتي آژانسونه. مطبوعات: هغه چاپ شوي توري او شكلونه دي چې مطلبونه يا يو صورت افاده كړي او د ټوليز ارتباط ټول وسايل لكه: ورځپاڼه، جريده، مجله، رساله، كتاب، موعظه، خطابه او بيانيه په كې راځي. ټوليزې رسنۍ په دې قانون كې په لاندې ډولونو وېشل كېږي: دولتي ډله ييزې رسنۍ: هغه رسنۍ دي چې په دولتي ادارو پورې اړه لري او د هغوی له خوا تمويل او تجهيزېږي. ډله ييزې ټوليزې رسنۍ: هغه رسنۍ دي چې په سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنگي سازمانونو پورې اړه لري او د هغوی له خوا تمويل او تجهيزېږي. خبريال ژورناليسټ: هغه مسلكي كس دی چې د خبري وسايلو له لارې د معلوماتو د غوښتنې، ترلاسه كولو او خپرولو په ډگر كې په فعاليت بوخت وي. چاپخونه مطبعه: اقتصادي، تخنيكي او حقوقي موْسسه ده چې ورځپاڼه، مجله، كتاب، جريده، ابلاغيه، رساله، اعلان، پوسټر او پسټ كارټ په كې چاپېږي. چاپوونكى طابع: هغه رښتينى يا حكمي كس دی، چې د ملكيت يا د مالك په استازيتوب د چاپخونې مطبعې د چارو بالفعل چلوونكى وي. خپروونكی ناشر: هغه رښتينى يا حكمي كس دی، چې د غير موقوتو آثارو د چاپ او خپرولو اجازه لري. د امتياز خاوند: هغه رښتينى يا حكمي كس دی چې د موقوتو چاپي وسايلو په چاپ او خپرولو، د راډيو- ټلويزيون، كېبلي شبكې، آژانس او مطبعې په دايرولو لاس پورې كوي. مسوْول مدير: هغه كس دی چې په بالفعل ډول، د دې مادې په اتم جزء كې د خوندي شويو وسايلو د اړوندو چارو د تدوير مسوْوليت پر غاړه لري. خپرول نشر: هغه عمليه ده چې د هغې په واسطه د چاپي وسايلو، بروډكاسټنگ او د سمعي او بصري وسايلو پيغام عامو كسانو ته ورسوي. راډيو: د ټوليزو اړيكيو سمعي وسيله ده. ټلويزيون: د ټوليزو اړيكو سمعي او بصري وسيله ده . كېبلي شبكه: د ټوليزو اړيكو او انعكاس هغه سمعي او بصري وسيله ده چې ډول ډول نړيوالې اطلاعاتي، ښوونيزې، روزنيزې، فرهنگي او تفرېحي خپرونې د سپوږمكۍ له لارې اخلي او نورو ته يې وړاندې كوي. دويم څپرکی - حقوق او وجيبې څلورمه ماده : هر كس د فكر او بيان د آزادۍ حق لري. د دولتي مسوْولينو له خوا له مداخلې او محدوديت پرته، د معلوماتو او نظريو غوښتل، ترلاسه كول او انتقال په دې حق كې شامل دي او د بيان او د معلوماتو د خپرولو،وېش او تر لاسه كولو د وسايلو آزادي هم په خپله لمن كې ر خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. شپږمه ماده : خبريالان ژورناليسټان د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي. خبريالان ژورناليسټان حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو افشاء كولو څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي. اوومه ماده : خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه، شپږمه ماده : خبريالان ژورناليسټان د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي. خبريالان ژورناليسټان حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو افشاء كولو څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي. اوومه ماده : خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څ خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. هر كس د فكر او بيان د آزادۍ حق لري. د دولتي مسوْولينو له خوا له مداخلې او محدوديت پرته، د معلوماتو او نظريو غوښتل، ترلاسه كول او انتقال په دې حق كې شامل دي او د بيان او د معلوماتو د خپرولو،وېش او تر لاسه كولو د وسايلو آزادي هم په خپله لمن كې ر خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. شپږمه ماده : خبريالان ژورناليسټان د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي. خبريالان ژورناليسټان حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو افشاء كولو څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي. اوومه ماده : خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه، شپږمه ماده : خبريالان ژورناليسټان د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي. خبريالان ژورناليسټان حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو افشاء كولو څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي. اوومه ماده : خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څ خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. هر كس د فكر او بيان د آزادۍ حق لري. د دولتي مسوْولينو له خوا له مداخلې او محدوديت پرته، د معلوماتو او نظريو غوښتل، ترلاسه كول او انتقال په دې حق كې شامل دي او د بيان او د معلوماتو د خپرولو،وېش او تر لاسه كولو د وسايلو آزادي هم په خپله لمن كې ر خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. شپږمه ماده : خبريالان ژورناليسټان د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي. خبريالان ژورناليسټان حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو افشاء كولو څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي. اوومه ماده : خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه، شپږمه ماده : خبريالان ژورناليسټان د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي. خبريالان ژورناليسټان حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو افشاء كولو څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي. اوومه ماده : خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څ خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. شپږمه ماده : خبريالان ژورناليسټان د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي. خبريالان ژورناليسټان حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو افشاء كولو څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي. اوومه ماده : خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه،خه د دفاع په موخه،انغاړي. دولت د ټوليزو رسنيو د آزادۍ ملاتړ كوي او پياوړې كوي يې. هېڅ رښتينى يا حكمي كس د دولت او دولتي ادارو په خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. شپږمه ماده : خبريالان ژورناليسټان د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي. خبريالان ژورناليسټان حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو افشاء كولو څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي. اوومه ماده : خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. شپږمه ماده : خبريالان ژورناليسټان د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي. خبريالان ژورناليسټان حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو افشاء كولو څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي. اوومه ماده : خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه، خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. شپږمه ماده : خبريالان ژورناليسټان د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي. خبريالان ژورناليسټان حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو افشاء كولو څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي. اوومه ماده : خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه،گډون نه شي كولای د خبري او يا معلوماتي رسنيو فعاليت منع، تحريم، سانسور يا محدود كړي او يا په بل ډول سره د ټوليزو او معلوماتي رسنيو په چارو او خپرونو كې لاسوهنه وكړي خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. شپږمه ماده : خبريالان ژورناليسټان د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي. خبريالان ژورناليسټان حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو افشاء كولو څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي. اوومه ماده : خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. شپږمه ماده : خبريالان ژورناليسټان د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي. خبريالان ژورناليسټان حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو افشاء كولو څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي. اوومه ماده : خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه، خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټ خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. شپږمه ماده : خبريالان ژورناليسټان د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي. خبريالان ژورناليسټان حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو افشاء كولو څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي. اوومه ماده : خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه،و څخه د دفاع په موخه،. پنځمه ماده : هر څوك حق لري معلومات وغواړي او لاسته يې راوړي. دولت د هېواد اتباعو ته هغه معلومات برابروي، چې غواړي يې، د دې قانون له حكمونو سره سم خپلواكې اتحاديې جوړې كړي. اتمه ماده : د هېواد اتباع كولای شي، په درېيمه ماده كې د ټوليزو رسنيو خوندي شوي وسايل، د دې قانون له حكمونو سره سم تاْسيس كړي. بهرنۍ سياسي نمايندگۍ، نړيوالې موْسسې او په افغانستان كې د هغو نمايندگۍ كولای شي د ډيپلوماتيكو انډولونو په رعايتولو سره، د اطلاعاتو او كلتور وزارت تر اجازې وروسته د خبري توكو په چاپ او خپرولو لاس پورې كړي. درېيم څپرکی - مطبوع وسايل نهمه ماده : د هېواد اتباع، سياسي گوندونه، كورني ثبت شوي سازمانونه او بهرني كډوال مهاجرين كولای شي، د دې قانون له حكمونو سره سم چاپي وسايل تاْسيس كړي. ورځپاڼه، موقوته خپرونه او نورې چاپي خپرونې له مخكېنۍ اجازې سره سم تاْسيس او خپرېدی شي. هغه خپرونې چې چاپشمېر يې له دوو سوو گڼو څخه لږ وي د دې قانون په او ماده كې د خوندي شويو حكمونو تابع نه دي او د مخكېنۍ اجازې ترلاسه كول او ثبتول نه ايجابوي. لسمه ماده : د چاپي خپرونو موْسس، د خپلې خپرونې د ثبت پر وخت د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته د لاندېنيو معلوماتو په وړاندې كولو مكلف دی: - د غوښتنليك وركوونكي بشپړه پېژندگلوي او د استوگنځي پته. - د خپرونې نوم او د خپرېدو ځای يې. - هغه ژبه چې خپرونه پرې خپرېږي. - د خپرونې د تمويل سرچينه او د پانگې كچه يې. يوولسمه ماده : چاپي خپرونه د نوم، ټاكلې پتې، د چاپځي د يادون، د امتياز خاوند، د مسوْول مدير د نوم او د خپرېدو د نېټې لرونكې وي. دوولسمه ماده : په اصلي نسخه كې د اثر د خاوند پېژندگلوي او د هغه لاسليك حتمي دی. ديارلسمه ماده : هره چاپي وسيله، د دې قانون له حكمونو سره سم، د امتياز خاوند او مسوْول مدير لري. څلورم فصل - چاپخونې مطبعې څوارلسمه ماده : د هېواد اتباع، سياسي گوندونه او دولتي ادارې كولای شي د چاپخونې مطبعې په جوړولو او پرانيستلو لاس پورې كړي، په دې شرط چې له اطلاعاتو او كلتور وزارت څخه يې د فعاليت جواز تر لاسه كړی وي. پنځلسمه ماده: د مطبعې د پرانيستلو د جواز غوښتنليك وركوونكی اړ دی، د دې قانون د مې مادې د حكم په پام كې لرلو سره د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته لاندې مطالب وړاندې كړي: - بشپړه پېژندگلوي او د استوگنځي پته. - د مطبعې نوم او د فعاليت ځای. - هغه ژبه چې طباعت يې په واسطه صورت مومي. - د طباعتي آلاتو او تجهيزاتو ډولونه. - د هغې پانگې سرچينه او كچه چې د مطبعې په تدوير او پرانيستنه كې كارول كېږي. شپاړسمه ماده: د مطبعې د ملكيت انتقال مجاز دی، هغه كس چې د مطبعې ملكيت ورته انتقالېږي، اړ دی د دې قانون په مه ماده كې خوندي شوي حكمونه پلي كړي. اوولسمه ماده: د مطبعې د فعاليت پيل او د هغې د كار دوام د امتياز خاوند او د مسوول چلوونكي له درلودو پرته جواز نه لري. اتلسمه ماده: د هېواد اتباع، سياسي گوندونه او ټولنيز سازمانونه چې خپله د مطبعې خاوندان نه وي، حق لري له دولتي او شخصي مطبعو څخه د هغو له مالي او حسابي مقرراتو سره سم گټه واخلي. پنځم څپرکی - سمعي او بصري وسايل نولسمه ماده: دهېواد اتباع ، سياسي گوندونه، ټولنيز سازمانونه، نورې خصوصي او دولتي موْسسې كولای شي سمعي او بصري دستگاوې او وسايل د دې قانون له حكمونو سره سم جوړ كړي. شلمه ماده : د سمعي او بصري دستگاوو او وسايلو د ښه فعاليت او تنظيم لپاره، دراډيو او ټلويزيون د خپرونو ملي كمېسيون د پنځو غړو په گډون جوړېږي. د راډيو او ټلويزيون د خپرونو ملي كمېسيون، د ولسمشر جمهور رئيس له لوري د دوو كلونو لپاره ټاكل كېږي. د كمېسيون كار عنداللزوم تمديد كېدی شي. يوويشتمه ماده: د راډيو- ټلويزيون د خپرونو د ملي كمېسيون دندې او واكونه په لاندې ډول دي: - د مخكېنيو وضع شويو معيارونو پر بنسټ، دراډيو-ټلويزيون دستگاوو ته د جواز صادرول او د فريكونسيو ټاكل. - له راډيو- ټلويزيون څخه د گټې اخيستنې په ترڅ كې، سياسي گوندونو ته د مسلكي لارښوونو صادرول. - د خپرندويې او مدني ټولنې له چلوونكو سره تر سلا مشورې وروسته، د برېښنايي الكټرونيكي وسايلو خاوندانو ته د اړينو لارښوونو صادرول. - د ټوليزو رسنيو په واسطه، د دې قانون د حكمونو د پلي كولو څارنه . - د دولتي راډيوگانو او ټلويزيونونو د خپرنيزې پاليسۍ ټاكل. د راډيو- ټلويزيون د خپرونو ملي كمېسيون خپلواك دی، د خپلو كړنو اجراآتو رپوټ به ولسمشر جمهور رئيس ته وړاندې كوي. دوه ويشتمه ماده: د سمعي او بصري راډيو- ټلويزيون ټوليزو رسنيو د تاْسيس غوښتنليك- وركوونكی اړ دی د جواز د اخيستلو لپاره، د راډيو او ټلويزيون د خپرونو ملي كمېسيون ته لاندې معلومات وړاندې كړي: - بشپړه پېژندگلوي او د استوگنځي پته. - د سمعي او بصري وسيلې نوم او د فعاليت ځای. - د سمعي او بصري وسيلې ډول. - خپرنيز هدف او موخه. - د پانگې سرچينه او كچه يې. - د ماشين آلاتو او تجهيزاتو څومره والى كميت او څرنگوالىكيفيت. درويشتمه ماده: هره سمعي او بصري وسيله، بايد د دې قانون له حكمونو سره سم، د امتياز خاوند او مسوْول چلوونكى ولري. شپږم څپرکی - د امتياز خاوند شرايط او مكلفيتونه څلورويشتمه ماده: د ټوليزو رسنيو د امتياز خاوند، لاندې شرايط لري: - د افغاني تابعيت د سند لرل. - د اتلس كلنۍ سن بشپړول. - د واكمنې محكمې له حكم سره سم، له مدني حقوقو څخه نه محروميت. پنځه ويشتمه ماده: د سمعي او بصري وسايلو او د چاپي وسايلو د امتياز خاوند مكلف دی، خپل وسايل په دې قانون كې له درج شويو شرايطو سره سم ثبت كړي. كه چېرې كومه خپرونه تر ثبت مخكې خپره شوې وي، د امتياز خاوند يې اړ دی د يوې اوونۍ په ترڅ كې خپله خپرونه د دې قانون له حكمونو سره سم ثبت كړي. شپږويشتمه ماده: كه چېرې د امتياز خاوند د جواز د ثبتولو يا صادرولو د رد په هكله د اطلاعاتو او كلتور وزارت تصميم د قانون د حكمونو مغاير وگڼي، د مطبوعاتو د څېړنې كمېسيون ته مراجعه كوي، د نه قناعت په صورت كې كولای شي د محكمې په وړاندې دعوا سوره اقامه كړي. اووه ويشتمه ماده: د خپرندويې ادارې او ټوليزې رسنۍ د ملكيت انتقال او د چاپ او خپرولو د حق لېږدونه مجاز ده، هغه كس چې ملكيت يا حق ورته لېږدول كېږي، اړ دی د دې قانون په او مو مادو كې خوندي شوي حكمونه رعايت كړي. د خپروندويې ادارې او ټوليزې رسنۍ رامنځته كول او د چاپ او خپرولو حق د امتياز په خاوند پورې اړه لري. بل كس ته د دې حق د لېږدونې په صورت كې، د دې قانون په او مو مادو كې خوندي شوي حكمونه بشپړېږي. اته ويشتمه ماده: مسوول مدير، په دې قانون كې د خوندي شويو حكمونو د شرايطو په پام كې نيولو سره په عين وخت كې د خپلې رسنۍ مسوول دی. اووم څپرکی- د مسوول مدير شرايط او مكلفيتونه نهه ويشتمه ماده: مسوول مدير لاندې شرايط لري: - د هېواد د تابعيت د سند لرل. - د اتلس كلنۍ سن بشپړول. - د مسلكي زده كړو د سند يا لږ تر لږه د ژورناليزم په څانگه كې درې كلنه سابقه لرل. - د واكمنې محكمې په حكم، له مدني حقوقو څخه نه محروميت . - دولتي رسمي ماموريت نه لرل، رسمي دنده هغه وخت جواز لري، چې خپرونه په دولت پورې اړه ولري. دېرشمه ماده: مسوول مدير اړ دی، په اړونده خپرندويه وسيله كې د انتقاد كوونكي او انتقاد كېدونكي د حقوقو برابروالى رعايت كړي. اتم څپرکی - ممنوعه خپرونې يودېرشمه ماده: په ټوليزو رسنيو كې د دغه ډول ليكنو خپرول جواز نه لري: - هغه ليكنې چې د اسلام د اصولو مغاير او نورو دينونو او مذهبونو ته سپكاوى وي. - هغـه ليكنې چې د اشخاصو د سپكاوي او پر هغو باندې د افتراء لامل شي. نهم څپرکی - جزايي حكمونه دوه دېرشمه ماده: دامتياز خاوند په هغه صورت كې مسوْول گڼل كېږي چې د دې قانون د حكمونو مخالف عمل وكړي. دري دېرشمه ماده: هغه رښتيني او حكمي كسان چې د دې قانون د حكمونو په پام كې نيولو پرته د افغانستان په قلمرو كې د ټوليزو رسنيو په تاْسيسولو او چلولو لاس پورې كړي، په نقدي جزاء محكومېږي. كه چېرې د ټوليزو رسنيو موْسس او چلوونكى رښتينى شخص وي، په لاندې توگه په نقدي جزاء محكومېږي: ټلويزيون پنځلس زره افغانۍ. راډيو لس زره افغانۍ. آژانس لس زره افغانۍ. كېبلي شبكه دېرش زره افغانۍ. كه چېرې د ټوليزو رسنيو موْسس او چلوونكى حكمي كس وي، په لاندې توگه په نقدي جزاء محكومېږي: ټلويزيون اوولس زره افغانۍ. راډيو دوولس زره افغانۍ. كېبلي شبكه څلور دېرش زره افغانۍ. آژانس دوولس زره افغانۍ. څلوردېرشمه ماده: مسوول مدير كولای شي د اثر د خاوند د نوم له څرگندولو څخه ډډه وكړي. په دې صورت كې د اثر له خپرېدو څخه پيدا شوی مسووليت، مسوول مدير ته متوجه دی. په موقوتو خپرونو كې د ليكوال په مستعار نوم انتقادي ليكنې خپرېدی شي، په دې شرط چې د ليكوال نوم او هويت مسوول مدير ته څرگند وي، د ليكنې يا اثر له خپرېدو څخه پيدا شوی مسووليت مسوول مدير ته متوجه كېږي. پنځه دېرشمه ماده: كه چېرې د اثر خاوند د دې قانون له حكمونو سره سم د جزاء وړ گڼل شوی وي، د جرم د فاعل په توگه تر عدلي څارنې لاندې نيول كېږي، په دې حالت كې مسوول مدير د جرم د شريك په توگه گڼل كېږي. كه چېرې د ليكنې خاوند معلوم نه وي، له خپرېدو څخه يې پيدا شوی مسووليت، يوازې مسوْول مدير ته متوجه دی. شپږدېرشمه ماده: كه چېرې ليكوال په نقدي جريمه محكوم شي، مكلف دی، د جريمې د حكم د صادرېدو له نېټې څخه د يوې مياشتې په موده كې محكوم بها د دې قانون له حكمونو سره سم تحويل كړي. لسم څپرکی - وروستني حكمونه اووه دېرشمه ماده : بهرني اتباع كولای شي د سينماټوگرافۍ فلمونه په هېواد كې جوړ كړي، په دې شرط چې له مخكې يې د اطلاعاتو او كلتور وزارت اجازه ترلاسه كړې وي. اته دېرشمه ماده: د ټوليزو رسنيو فعاليت د هغې اساسنامې په وسيله سمبالېږي، چې موخې، دندې، واكونه، تشكيل او اړوندې مالي چارې په كې شاملې وي. نهه دېرشمه ماده: د اطلاعاتو او كلتور وزارت اړ دی، د كورنيو او بهرنيو ټوليزو رسنيو د خپرونو د آزاد فعاليت د تحقق په منظور ممكنې آسانتياوې برابرې كړي. څلوېښتمه ماده : د هغو ټوليزو رسنيو د امتياز خاوند او مسوْول چلوونكى چې د دې قانون تر ټينگښت دمخه يې په فعاليت پيل كړی وي، مكلف دي د هغه د انفاذ له نېټې څخه د دوو مياشتو په موده كې، د دې قانون حكمونه په پام كې ونيسي. يوڅلوېښتمه ماده: د ښوونځيو او د لوړو زده كړو، څېړنيزو، او مسلكي موْسسو د درسي او پوهنيزو كتابونو چاپ او خپرول، د دې قانون د حكمونو تابع نه دي. دوه څلوېښتمه ماده: په دې قانون كې د خوندي شويو سرغړونو د څېړنې په موخه، په لاندې تشكيل سره د څېړنې كمېسيون جوړېږي: د اطلاعاتو او كلتور وزير د رئيس په توگه. د افغانستان د علومو اكاډمۍ استازی د غړي په توگه. د ژورناليزم د پوهنځي دوه تنه استازي د غړو په توگه. د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواك كمېسيون استازی د غړي په توگه. د خبريالانو ژورناليسټانو د اتحاديې دوه تنه استازي د غړو په توگه . د دې مادې په لومړۍ فقره كې خوندي شوی كمېسيون د دې قانون له حكمونو څخه درج شوې سرغړونې څېړي. كه چېري موضوع د عدلي څارنې غوښتنه وكړي، جريان د غور په منظور عدلي سرچينې ته وړاندې كېږي. دري څلوېښتمه ماده: دغه قانون د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جريده كې دې خپور شي او په نافذېدو سره يې، د هجري لمريز كال د كب د مياشتې د مې نېټې د رسمي جريدې په مه گڼه كې د مطبوعاتو خپور شوى قانون لغوه گڼل كېږي. د افغانستان رسمي لاسوندونه تاريخي اسناد
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%AC%D8%A7%D9%84%20%D8%AA%DA%93%D9%88%D9%86%D9%88%D9%86%D9%87
د جال تړونونه
مخکې له دی چې د آدرس په اړه رڼا واچوو ،په لمړی سر کې باید وویل شی چې د یوی شبکې د جوړولو لپاره وسایلو ته له ټولو ډیره اړتیا د ه باید وسایل پیدا او د هغه په مټ سره کمپیوټرونه او نور کمپیوټری وسایل یو له بله ونښلول شی. د دی ارتباط د تامینولو لپاره د تړونونو شتون حتمی دی چې همدا تړونونه منطقی ارتباط ټینگوی. د قوانینو هغه مجموعه چې په رسمی شکل درج او په شبکه او انټرنیټ کې د وسایلو ارتباط اداره او کنترولوی د تړون یا پروتوکول په نامه سره نومول کيږي. تړون د معلوماتو فارمټ،چټکتیا،په نښه کول او د غلطیو کنترول او د اړیکو نور ځایونه او برخی کنترولوی. دا تړونونه د ځینو ارگانونو او ټولنو پواسطه تهیه او منل کېږی.له دی ارگانونو څخه ځینی یی په لاندی ډول دی: : : اونور... په شبکه او انټرنیټ کې له بیلا بیلو تړونونو څخه گټه اخیستل کېږی.دا تړونونه ډیری دندی تر سره کوی په دی ځای کې به له دی تړونونو څخه د تړون د بیلگی په توگه و څیړل شی.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D8%B1%DA%81%D9%BE%D8%A7%DA%BC%D9%87
ورځپاڼه
ورځپاڼه يوه داسې خپرونه ده چې په ځان کې ورځيني تاوده خبرونه، مالومات او خبرتياوې لري. اکثراً دغه مالومات په يو ټيټ-بيه کاغذ باندې چې د اخباري کاغذ په نامه يادېږي چاپېږي. ورځپاڼې کېدلای شي چې د ټولو او يا هم د يوې ځانگړې گټې پخاطر، د دود له مخې هره ورځ او يا هم اوونيز خپرونې وکړي. لومړنۍ چاپي ورځپاڼه په ۱۶۰۵ زېږيز کال کې خپره شوه، ورځپاڼې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D9%8A%DA%9A%20%D8%B2%D9%84%D9%85%D9%8A%D8%A7%D9%86
ويښ زلميان
ويښ زلميان له لومړي سره يوه فرهنگي او په راوروسته کې يوه سياسي ټولنه وه، چې زموږ د ولس د تاريخي، ټولنيزو او سياسي شرايطو د بدلون او تکامل څخه د اعليحضرت محمد نادر شاه د سلطنت په لومړيو وختونو کې د محمد گل خان مومند او سردار محمد داود خان د تنظيمه رياستونو په وخت کې په کندهار او ننگرهار کې رامنڅته شو. په کندهار کې د پښتو انجمن او پښتو مجلی د خپريدلو، شعر او ادبي محافلو جوړولو علم او عرفان د پلوشو خپرولو، ميلو او ساتيريو لکه سترنج، ملي ترانو او شعرونو ويلو د مجلسونو د جوړولو په ضمن کې انکشاف او ترقي وکړه؛ هغه مهال حکومت د داسې اصلاحي او ملي ټولنو له جوړولو سره پوره لېوالتيا ښودله. د دغې ټولنې مهم غړي يې کله ناکله دربار ته وربلل، پر تقديرولو او نازولو سربېره يې په ځينو دولتي او ملي چارو کې سلاوې او مرسته ځنې غوښته. د همدغه جلب او جذب له مخې وو چې په کندهار کې دوی شهرت وموند او يو شمير روښاندو او هېوادپالو ځلميانو د هغه د مرام په پرمخ بيولو کې فعاله ونډه واخسته. د رخصتيو په ورځو کې د هغوی د ناستې او ولاړې ځای د شاه بازار د عبدالرحمن دندان ساز دوکان او د مېلمستيا لپاره څينې نور ځايونه ول. دغو مجلسونو ته محمد رسول پښتون، عبدالحی حبيبي، مولوی حاجي عطا محمد، مدير غلام جيلاني الکوزی، حاجی محمد انور خان اڅکزی، مولوی بهرام اڅکزی، عبدالهادي خان هادي، عبدالشکور رشاد، محمد ابراهيم خواخوږى، آغا محمد خان کرزی، محمد علم بڅرکی، محمد حسين ريدي، صوفي ولي محمد، وکيل نور محمد خان پوپل، نور احمد شاکر، محمد آصف خان، محمد رسول مسلم، حاجی خدای دوست، محمد علي سترنجباز، د ده خواجې حضرتانو رفيع الدين آغا، محمد يوسف آغا، قاضي عبدالصمد او نور هر کله حاضرېدل. تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته چې کله په اسيا، افريقا او لاتينه امريکا کې د خپلواکۍ او ډيموکراسۍ مبارزو زور واخست، د ملي حکومتونو د جوړولو او مطلقيت د مهارولو لپاره تاوده او ساړه جريانونه پيدا شول، چې د افغانستان شاوخوا سياسي او ټولنيز حالت هم ورسره بدل شو. د هېواد يو شمير ځلميانو چې د ويښو ځلميانو په نامه يې په اخبارونو او محفلونو کې شهرت درلود، د ۱۳۲۷ ل کال د غبرگولي د مياشتې په اوومه د ويښو ځلميانو د تدارک د کميسون د لارښوونې له مخې د کندهار، ننگرهار او کابل يو شمير ادبي او عرفاني ملگرو لکه عبدالروف بېنوا، فيض محمد انگار، نور محمد ترکی، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين، گل پاچا الفت، نيک محمد پکتيانی، محمد ارسلان سليمي، عبدالقدوس پرهېز، ابوالحسن هزاره، پاينده محمد روهيلي، محمد ولي ځلمی، عطا محمد شېرزی، محمد طاهر تائب او ځينو نورو ليکوالو او روښاندو، د بنسټگرې کنگری غړو چې شمير يې دوه ويشتو تنو ته رسيده، د دارالامان په افشار کې د عبدالمجيد زابلي د نوې ودانۍ پروژې په يوه سالون کې د ماسپښين پر دوو بجو د ويښو ځلميانو د جوړولو او بيلو ولايتونو د نمايندگانو راغونډولو طرح وړاندې شوه، چې يوه يې د عبدالروف بينوا او نور محمد تره کی، بله يې د قيام الدين خادم او درېيمه يې د صديق الله رشتين په مشرۍ وه. لومړی يې مترقي او عصری، دويمه يې ملي او وطنۍ، درېيمه يې مذهبي او کلتوري رنگ درلود. د زيات بحث او جر وروسته د ټولو طرحو د مهمو مادو په گډون پر دغو توکو هوکړه وشوه: د اسلام او مشروطه شاهي او د پاچاهي مقام درناوی، د دولت د دروگونو قواوو ترمنځ لکه اجرئيه، تقنينيه، قضائېه تفکيک او بيلوالی، د هغوی د حقوقو او صلاحيتونو ټاکل، د ازادو انتخاباتواو لويې جرگې له لارې د وخت د ايجادباتو سره سم په اساسي قانون کې تعديلات راوستل او په هغو عمل کول، د علم او معارف خپرېدل، د مطبوعاتو، فکر او بيان آزادۍ تضمينول، د هر ډول نژادي، لساني، منطقوي تبعيضاتو څخه ډډه کول، د قانون په واسطه د افرادو طبيعي او ټولنيزو حقوقو تسجيليدل، ظلم، رشوت، قاچاق او بې عدالتيو سره مبارزه کول، د ژوندانه په مسير کې د افراط او تفريط څخه ډډه کول، د حرفت او صنعت رواجول، په هېواد کې د هر چا لپاره د کار د زميني برابرول، د کارگرو او بزگرو حقوق، اقتصادي او زراعتي اصلاحاتو ته پاملرل، د موهوماتو او مزخرفاتو سره مجادله کول، د ملي ژبې پښتو او پښتونستان د ملي خودارديت پرننگه درېدل، د بشر د حقوقو د اعلاميې، نړيوالې سولې او سلم غوښتل او د عمل په ډگر کې يې پلي کول. ويښ ځلميان په لومړي سر کې يوه متجانسه او پيېلې ټولنه نه وه. په هغې کې د هرې طبقې او قشر افراد موجود ول. له همدې کبله ځينو دولتي او رسمي عناصرو هڅه کوله چې په راس کې يې واقع سي او هغه د خپلې طبقې په گټه وڅرخوي، خو دغه نهضت نور د ټولنيزو افکارو او طبقاتي خاصيتونو داسې مرکز وگرځيد چې د مطلقيت، ښکېلاک او زبېښاک توجه يې ځان ته جلب کړه. ويښ ځلميان چې په کال ۱۳۲۷ ل کې د يوې مرکزي، متحدې، ټاکلې سياسي ټولنې په څير د مبارزې ډگر ته راووتل، د هغه کيڼ اړخ خواريکښانو او محرومو طبقو په گټه فعاليت کاوه. دوی د ملي شورا د اوومې دورې په ټاکنو کې فعاله برخه درلوده. د دوی د مبارزو له کبله د مطبوعاتو قانون نافذ سو، ملي ورځپاڼې را ووتې، د اقتصادي او ټولنيزو اصلاحاتو لپاره لار اواره سوه، خو د حکومتي لاسوهنو او ددغې ټولنې د ځينو افرادو د تېروتنو له لامله یې خپله دنده څرنگه چې ښايي، مخ ته نه شوه بيولای او حکومت هم د خپلې ډيموکراسۍ او عدالت د شعار د پلان د پر مخبيولو په لار کې د ډول ډول خنډونو او ستونزو سره مخامخ شو، چې د عمومي بې امنيتۍ د راتلو ويره ځنې پيدا کيده. هغه وو چې کرار، کرار يې د خپلې ډيموکراسۍ د کمبلۍ په ټوليدلو پيل وکړ او هغه کسان يې چې په قصدي او يا غير قصدي توگه د دې کړنلارې خنډ گرځيدل، په هغو يې د اوږدې او لنډې مودې جيل خانې وليدې. ويښ غورځنگونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D9%88%DA%98%D9%87
روژه
روژه د اسلامي کليز نهمې مياشتې رمضان ته وايي . د پښتو ژبې روژه له عربي رمضان سره هممانيزه ويیکه ده . د اسلامي کليز په دغې نهمې مياشتې د نړۍ ټول مسلمانان ټولې ورځې د سهار سپېداغ څخه نيولې تر د لمر پرېوتو پورې په نهاره تېروي او نه خواړه خوري نه څښاک کوي، نه بې ځايه خبرو يا عام غیر اخلاقي کړنو لکه غوسه ، نسوار، سگرېټ ، جوارگرۍ ته مخه کوي . همدارنگه نه د خپلې مېرمنې سره روا جنسي نژدېوالي رښته ورکړل شوې . دغې مياشتې ته د نړۍ ټول مسلمانان د سپېڅلې مياشتې په توگه گوري ځکه چې په دغه مياشت کې قرآن مجيد د اسلام ستر استازي او پيغمبر حضرت محمدص باندې نازل شوی . همدې لپاره ټول مسلمانان د همدې مياشت په لړ کې د ځان دننه اعمالو او ځاني غوښتنو باندې بيا کتنه کوي او د نفسي هوا او هوس څخه د پاکۍ کوښښونه د عباداتو له لارې ترسره کوي . په دغه مياشت کې مسلمانانو ته د ډېر عبادت کولو ټينگار شوی چې له مخې يې ډېر زيات مسلمانان د پنځو وختو فرضو لمونځونو سره سره تراوې، اعتکاف او نور نوافل ترسره کوي . د روژې مخينه روژه د اسلامي کليز چې ورته سپوږميز کليز هم وايي د همدې کليز په لړ کې نهمې مياشتې ته وايي او احکامونه يې پيلېږي . د اسلامي کليز سپوږميز مهال سره هممهاله ده چې له همدې کبله د نورو کليزونو لکه زېږديز کليز ، لمريز کليز او داسې نورو سره توپیر لري . د روژې مياشت هر کال لس ورځې د زېږديز کليز سره په لړ کې توپیر مومي چې له مخې يې د روژې مياشت هرکال په هممهاله شېبو او موسمونو کې نه پېښېږي . د روژې ريښه له عربي ژبې رمضان څخه اخيستل شوې چې پخپله رمضان په عربي ژبه کې د رمض ويي څخه اخيستل شوی چې د شديدې تودوخې مانا ورکوي . ځينې علما وايې دې ته د شديدې تودوخې مانا ځکه ورکړل شوې چې د مانا له مخې يې گناوې د ښو کړنو په ترسره کولو سره سوځي. په قرآن مجيد کې انسانانو ته د روژې نيولوپه بيا بيا ټينگار شوی او وېل شوي چې روژه په تاسو فرض کړل شوې لکه څنگه چې له تاسو څخه مخکې انسانانو باندې فرض کړل شوې وه. روژه په لغت كې مطلق بندوالي ته وايي، د هر هغه شي څخه چې انسانان يې په عامه ورځو کې ترسره کوي اوهر وخت چي وي. په قرآن کریم كې د بي بي مريمې د خبرو نه كولو تعبير هم په صوم سره شوې دي. ژباړه: نو ووايه په تحقيق سره ما نذر كړى دي درحمن الله ج له پاره روژه خبري نه كول وروسته له دي به خبري ونكړم زه نن ورځ له هيڅ يو انسان سره او شريعت كې دنيت پر بنا د ټاكل سويو شيانو څخه په ټاكلي وخت كي د يو مكلف شخص له خوا په خپل نفس باندي بنديز لگول دي. مكلف شخص عبارت دي له عاقل او بالغ مسلمان څخه، او كه ښځه وي د حيض او نفاس څخه بايد پاكه وي. ټاكل سوي شيان عبارت دي له خوراك. څښاك او جماع يوځايوالي څخه. ټاكل سوي وخت عبارت دی، له صبح صادق څخه تر لمر لويدو پوري دشپي تر راختلو پوري. څرنگه چي روژه بيله نيته څخه نه صحيح كيږي نو د رمضان د مياشيتي د روژي او ټاكل سوي نذري او نفلي روژي نيت له شپي څخه تر زواله پوري صحت لري، كه په مطلق نيت سره وي او كه په نفلي نيت. او دنورو نيت لكه: قضايې، نذر مطلق، دكفاري روژه دشپي له نيت څخه پرته نه صحيح كيږي، همدارنگه د نيت تعين هم ضروري دي لكه قضايې، نفلي او كفاري روژي نيت. كه خوراك او څښاك په داسي حال كي وسي چي روژه يې هيره وي يا محتلم او شيطان يې وغولوي يا ځان غوړ كړي دزخم غوړول يا رانجه وكړي يا مچه واخلي يا څه گرد او غبار او يايې مچ تير سي يا په ليدو او فكر كولو كي انزال سي روژه يې نه ماتيږي. دروژي فرضيت د روژې په مياشت کې ټولټال بندیز او د فرضيت دليل يې دې آية كريمه کې ښکاري. ژباړه: څوك چي حاضر شوه له تاسو څخه مياشت د روژې ته، نو روژه دې ونيسي او دا آية مبارك هم د روژې په فرضيت باندې دلالت كوي: سورة البقره آية : ۱۸۳ ژباړه: فرض كړل شوې ده په تاسو روژه لكه فرض كړل شوې چې وه په هغو كسانو چې له ستاسو مخکې راغلي وه لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدم پورې. دروژي فضيلتونه روژه ډير فضيلتونه لري چي په كتاب الله او نبوي احاديثو سره ثابت سوي دي لكه په دې آية كريمه كي: سورة البقره آية: ۱۸۵ ژباړه: د روژي مياشت هغه مياشت ده چي قرآن كريم پكښي نازل سوي دي يعني له لوح محفوظ څخه د دنيا اسمان ته او همدا رنگه دا حديث شريف: ژباړه: د حضرت ابى هريره رض څخه روايت دي چي رسول فرمايلي دي: چاچي د روژي په مياشت كي روژه ونيوله په كامله توگه او دثواب په نيت، و به بخښل سي دده ټول مخكني گناهونه. په بل حديت شريف كي ذكر سوي دي: د هر نيك عمل اجر يو په لس او تر اوه سوه پوري وركول كيږي لا تر دي هم زيات. د روژي د اجر ا وثواب په باره كي الله فرمايلي دي: چي روژه زما له پاره ده اجر او ثواب يې زه وركوم د ا چي خداي يې د ثواب وركولو نسبت ځانته كوي معلومه ده چي دا ډير لوي اجر دي. يو بل حديث مبارك په د ي دلالت كوي چي خداي فرمايې: د روژه دار د خولي بوي ماته له مشكو بهتر دي. په بل حديث شريف كي ذكر سوي دي چي په جنت كي يوه دروازه دريان په نامه ده غير له روژه نيونكي څخه بل څوك دي دروازي ته نه سي داخليداي: خداي زموږ روژي ته كوم احتياج نه لري، د روژي فضيلت ا و بهتري يوازي په لوږه او تنده كښي نه ده بلكي بهتر ي او فضيلت يې په تامه مكمله روژه كښي دي. او تامه روژه هغه روژه ده چي روژه لرونكي له خوراك، څښاك او جماع څخه ځان وساتي. له دروغو، فحشاء، دحرامو دليدلو او اوريدلو، غيبت كولو او نورو نواهيو څخه هم د خداي د رضار له پاره ځان وساتي او هغه څه چي د خداي رضا پر ي حاصليږي په ډير اخلاص سره هغه وكړي او دخداي رضا حاصله كړي، د جنگ او جدل څخه ځان وساتي او كه څوك يې شخړي ته مجبور هم كړي بايد شخړه ونه كړي. كه دروژي په مباركه مياشت كي چاته شرعى عذر پيښ شي چي د روژي له نيولو سره هغه منافات او مشكلات ولري نو په هغه صورت كي به روژه لرونكي روژه خوري خوبيا به يې قضايي راوړي. د روژې د خوړلو لپاره شرعى عذرونه سفر: كه چا د سفر په وخت كې روژه وخوړله روا ده مگر نيول يې فضيلت لري. خو شرط دادي كه دسفر مسافه تر ۷۲ كيلو متره كمه وه سفر كوونكي مسافر نه شميرل كيږي هغه سفر كوونكي ته مسافر ويلاي سو چي د سفر مسافه يې تر ۷۲ كيلو متره او تر هغه ډيره سي په بعضي ځايو كښي د ا مسافه ۸۷ كيلومتره ښوول سوي ده. ناروغي: كه چيري څوك مريض سي او د روژى په نيولو سره يې د مرگ ويره او يا د مرض د زياتوالي متصور سي او همدارنگه هغه چاته روژه خوړل روا دي چي په روژه نيول سره يې د ځان او يا اولاد د مرگ ويره وي لكه: تنده، لوږه، حمل او نور. حيض اونفاس: په حيض او نفاس كي روژه نيول قطعاً روا نه ده. زوړوالي: هغه چاته روژه خوړل روا ده چي د ډير زوړ والي په سبب د روژي نيولو قدرت ونه لري كه د فديي قدرت يې وي هغه به فديه وركوي. څنگه د روژې مياشت پيل د سپوږميز کليز څخه ښکاري؟ اسلامي کليز ته سپوږميز کليز وايي ، ځکه چې مياشت هغه وخت پیلېږي کله چې لومړنۍ نيمه نرۍ سپوږمۍ وښکاري . همدې سره د نوې مياشتې څرک لگېږي. همدارنگه د روژې مياشت هم د اتو مياشتو وروسته د نهمې په پیل ورځو کې سپوږمۍ نرۍ وي او نیمه وي چې د روژې لورايه څرک لگول کېږي. په ښکاره توگه ډېرو ځايونو کې د روژې د پیل او پای په هکله ځينې بډوالی شتون لري ، ددې لپاره چې دغه بډوالی له منځه تللی وي نن سبا ډېر مسلمانان د ستورپوهنې د علم په ډاډ دغه بډوالی او تېروتنې لرې کوي . روژه ماتوونكي شيان هغه شيان چي روژه ماتوي په دوه ډوله دي: هغه شيان چي روژه ماتوي او هم كفاره لازموي هغه عبارت له خوراك، څښاك غذا وي او كه دوا او جماع په محل مشتهي كښي. هغه چي كفاره نه لازموي روژه ماتوي او قضاء هم لازموي. لكه په شرعى عذر چي روژه وخوري او يا يې په خطا سره وخوري او يا يو داسي شي و خوري چي نه غذا وي او نه دوا لكه خاوره، تيږه او امثال يې او يا په جبر سره په چا باندي خوراك، څښاك او جماع وسي. جماع په محل غيري مشتهي كښي روژه ماتوي او كفاره نه لازموي. سگريټ، چلم، نصوار، شراب، هيروين او دې ته ورته عملونه په روژه كې منع او روژه پري ماتيږي. په دې سبب چي روژه يو داسي عبادت دي چي د روژه لرونكي د خولي بوي د خداي په نزد له مشكو هم بهتر دي نو غوره داده چي دا بوي په پليت او چټل بوي باندي بدل نسي. كفاره كه څوك د روژى په مياشت كي بيله كومه غذره په قصد سره روژه وخوري كفاره پر لازمه ده او كه دغه مريض په دغه ورځ د اسي مريض سي چي د روژي خورك ورته روا كيږي او كه ښځه د روژى په مياشت كي روژه وخوري او كفاره پر لازمه سي او بيا په همدغه ورځ حائضه او يانفاسه سي كفاره ورځيني ساقيطيږي. د روژي خوړلو له امله كفاره: غلام آزادول كه څه هم اوس غلامان نسته دوه مياشتي پرله پسي روژه نيول په دې شرط چي د روژي مياشت او هغه ورځي پكښي رانسي چي روژه نيول په كښي حرام دي، چي هغه ورځي عبارت دي دكوچني اختر لومړۍ ورځ، د لوي اختر لومړي ورځ او د تشريق دري ورځي چي ټولنه پنځه ورځي كيږي كه پر چا باندي دروژى كفاره لازمه سي تر څو پوري چي يې هغه كفاره نه وي راگرځولې بله كفاره نه پرلازميږي. شپيتو مسلمانانو ته يو وخت متوسطه ډوډۍ وركول او يا شپيته فديې وركول يوه فديه: غنم نيمه صاع نيمه صاع اوس د دووكيلو گرامو سره مساوي ده، وربشي او خرما يوه صاع كيږي او يا يې بايد معادل قيمت وركول سي. د روژې په هکله خبر ورکول او د هغې ثواب که ګناه نور کالونه روژه مياشت رمضان سرچينې اسلام
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%86%D8%A7%D9%BE%DB%90%D8%B1%D9%8A%D8%A7%D9%84%20%D8%B3%D8%A7%D8%AA%D9%86%D9%87
چاپېريال ساتنه
چاپېريال: ټول ژوندي او غیر ژوندي موجودات چې مونږ یی.په خپل اطراف کې وینو او مونږ یی احاطه کړی یو د چاپېريال په نوم سره ياديږي یا د ژوندي او غیری ژوندي اجسامو مجموعه چې یو په بل متقابلي اغیزې ولری د چاپېريال به نوم ياديږي چاپېريال به درې ډوله دی ژوندی محیط انسانان، حیوانات، نباتات غیرژوندی محیط لمر، هوا، اوبه، وړانګې خاوره... اجتماعي محیط دینونه، رواجونه، مذهبونه... چاپېريال ساتنه تول هغه کړنلارې چې د فزیکي او بيولوژيکي محیط حفاظت او مدیریت تر څېړنې لاندې نيسي د محیط زیست یا چاپېريال ساتنې به نوم ياديږي یا هم ټولې هغه عملیی چې د فزیکي محیط ساتنه ددې لپاره وکړی چې د بيولوژيکي محیط رفاه په کې منځ ته راشي عبارت له چاپېريال ساتنې څخه دی گرین هوز گازونه هغو گازوته وایي چې په شیشه ای یا پلاستیکی کورونو کې منځ ته راځي او کله چې وړانگې شیشه ای کورته ننوځي نو یوه برخه يې چې د څپې اوږد والی يې ډیر وي هلته پاتې کیږي او دا کورونه گرموي او له همدې گرمۍ له امله په ژمي او یخه هوا کې نباتات پکې کرل کیږي او په زمي کې هم گټه تر ې اخیستل کیږ ي اوس راځو دې موضوع ته چې صنعتي هیوادونه ډیر کاربن دای اکساید او نایتروجن اکساید تو لیدوي چې هوا ته خوشې کیږي او د ځمکې په شا او خوا دا سې یو حالت جوړوي لکه گرین هوز چې وړانگې ورته ننوځي بیرته وتی نه شي او هوا گرموي ډیره څیړنه په دې برخه کې شوې او منل شوې ده چې همدا غازونه چې دگرین هوز تاثیر جوړوي داسې یوه پېښه لکه د گرین هوز تاثیر جوړوي او د ځمکې اتموسفیر گرموي او په دې ډول هوا گرمیږي او چاپیریال گرمیږي . د جاپیریال دگرمیدو سره په ځمکه کې یخونه ویلې کیږي او په بحرونو کې اوبه زیاتیږي او جزیرې او دبحر د غاړې ټیت ځایونه د اوبو لاندې کیږي او همدارنگه واورې وریدل کمیږي او باران وریدل زیاتیږي ډیر بارانونه د سیلابونو د راتگ سبب گرځي او سیلابونه ډیرې زمکې او کورونه تخریبوي. له بلې خوا د نباتاتو او حیواناتو دتغیراتو سبب گر ځي یعنې دیخو ځایونو نباتات او حیوانات به یا بلکل له منځه لاړ شي او یا به په څه تغیراتو سره ځان د نوي چاپیریال سره برابر کړي او دا چې په انسانانو او حیواناتو نور څه تاثیر کوي چې او س يې مونږ نه شو تخمین کولی . بله مهمه موضوع چې چاپیریال ته ډیرضرر لري هغه د اوزون سوړه ده اوزون ددرې اتو اکسیجن نه جوړ شوی دی او دځمکې په شا او خوا یوه طبقه جوړوي چې ستراتوسفیر نومیږي داوزون قشرطیقه ددې دپاره ده چې دالترا ویولیت او نور مضرې وړانگو د راتگ نه ځمکې ته مخنیوی وکړي که دا وړانگې ځمکې ته راورسي نو جلدي تکلیفونه او جلدي سر طان په اول قطارکې راځي دسترگو ړندېدل اونور د سترگو مرضونه هم د دې وړانگو نه پیداکیږي . داوزون سوړه هغه حالت ته وایي چې په ستراتوسفیر کې داوزون طبقه نرۍ اویا یا بیخي له منځه لاړه شي . په زړو یخچالو او ایرکنډیشنو کې داسې مواد فضا ته خوشې کیږي چې داوزون سوړه لا پسې لویوي . په افغانستان کې چې د زړو موټرو باب دی دحکومت توجه دې خاصې موضوع ته رااړوم . دریمه موضوع میده گردونه دي او میده گردونه هغو گردونو ته وایي چې قطر يې د ۱۰ مایکرونو کم وي او مایکرون د ملي متر زرمې برخې ته وایي دا میده گردونه په اسانۍ سره سږو ته دتنفس د لارې ننوځي او هلته ځای نیسي چې د امبولی اوسر طان باعث گرځي او دا میده گردونه د زړو ډیزلي ماشینونو نه راووځي اوس له بده مرغه په افغانستان کې دا کنټرول نشته چې کوم موټر او یا ماشین دې افغانستان ته وارد شي او په خارج کې هم خلک ددې زړو ماشینو نه ځان خلاصوي زمونږ وړانديز دولت ته دادی چې دې موضوع ته په جدي نظر وگوري .
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%86%D9%BC%D8%B1%D9%86%D9%BC%20%D9%84%D9%BC%D9%88%D9%88%D9%86%DA%A9%DB%8C%20%D9%85%D8%A7%D8%B4%D9%8A%D9%86
انټرنټ لټوونکی ماشين
انټرنټ د معلوماتو يوه داسې پراخه نړۍ ده چې يوه پوله هم نه لري. هره ثانيه په زرگونو معلوماتي توکي په کې ورځای کېږي، خو بيا هم د ډکېدو کومه اندېښنه نه رامنځته کېږي. حيرانوونکې خبره بيا دا ده چې دغه ټول معلومات په داسې مهارت سره په دغه نړۍ کې ځای شوي دي، چې سړی يې د سترگو په رپ کې د نړۍ په هر گوټ کې ترلاسه کولای شي. د کيبورډ په يو دوو تڼيو زور کولو او د موږك په يو دوو کليکونو سره خپلو ټولو پوښتنو ته ځواب موندلای شئ. ټول معلومات په ځانگړو انټرنټ پاڼو کې خوندي وي، نو که سړي ته د يوې پاڼې پته معلومه وي نو سم له لاسه به دغه پاڼه د انټرنټ پاڼو په کتونکي پروگرام کې پرانيزي، خو که سړی بيا يو معلومات غواړي او د هغې پاڼې پته ورسره نه وي، چې دغه ځانگړي معلومات په كې ځای شوي دي، نو بيا سړی يوه داسې پياوړي ځواک ته اړتيا لري، چې د سترگو په رپ کې ټول انټرنټ چاڼ کړي او دغه ځانگړي معلومات راوباسي. له نېکه مرغه د دغه ځواک غم خوړل شوی دی او ډېر انټرنټ لټوونکي ماشينونه جوړ کړای شوي دي، چې په وړيا توگه ټول انټرنټ تر ثانيو هم په لږ وخت کې چاڼ کوي او زموږ د خوښې معلومات راښکاره کوي. دغو ماشينونو ته سړی يوه ځانگړې کليمه ورکوي او هغوی ټول انټرنټ په دغې وركړل شوې کلمې پسې لټوي او هر دقيق معلومات چې لاسته ورځي، نو د کمپيوټر پر پرده يې راښکاره کوي. د دغو ماشينونو په ډله کې يو پياوړی ماشين د په نوم دی. د نوموړي ماشين بنسټ په ١٩٩٨م کال کې د متحدو ايالاتو د پوهنتون دوو محصلينو او کښېښود. د دغه ماشين خدمات سړی د په انټرنټ پاڼه کې کارولای شي. نوموړی ماشين د نړۍ په گڼ شمېر ژبو باندې خدمات وړاندې کوي او داسې چټک او دقيق لټون کوي چې د انټرنټ نور ډېر غښتلي ماشينونه ورته گوته پر غاښ پاتې دي. گوگل په ټوله نړۍ کې کارول کېږي او تر نيمي ثانيي هم په لنډ وخت کې په ميليارډونو انټرنټ پاڼې چاڼ کوي او خپلو کاروونکو ته په پرتله ييزه توگه دقيق معلومات راباسي. گوگل په يوه ورځ کې څه كمُ ٢٠٠ ميليونه پوښتنې ځوابوي. دا گوگل تورى خپله د يو امريکايي رياضيپوه د وراره له خوا په لومړي ځل د يوې لوبې لپاره کارول شوی و. هغه دغه تورى د يو سلو صفرونو . غوندې لوی عدد ته د نوم په توگه کاراوه. دغه نوم د نوموړي شرکت د دغه توان ښكارندوى دى، چې په لنډ وخت کې په لويه کچه پوښتنو ته ځواب ورکوي او معلومات لټوي. سړی چې د گوگل چټکتيا او دقيقوالي ته ځير شي، نو دا پوښته راپورته کېږي چې د دې ماشين شا ته به څومره پرمختللي کمپيوټرونه او پياوړی تخنيک پټ وي. خو اصلاً د گوگل شا ته په يوه لوی جال کې د منځنۍ بيې کمپيوټرونه سره نښلول شوي دي . په دې توگه په زرگونو کمپيوټرونه هممهاله په کار بوخت وي، چې په ترڅ کې يې د معلوماتو لټول او چاڼ کول چټکتيا مومي. د يوې پوښتنې له اخيستلو څخه راواخله معلوماتو تر لټولو او بيا د دقيقوالي له مخې په يوه ځانگړي طرز بېرته کاروونکي يا پوښتونكي تر ښوولو پورې ټولې چارې د درېيو پروگرامونه په لاس کې دي، چې په دغه زرگونو کمپيوټرونو کې ځای پر ځای شوي دي. ١ ٢ ٣ ١ دا يو ډول روبوټ ماشين دی، چې په ټول انټرنټ کې د يوې غڼې په شان خاپوړې کوي، معلومات راټولوي او بيا يې ته ورکوي. اصلاً دغه غڼه د انټرنټ پاڼې کتونکي پروگرام په توگه دنده لوبوي. د انټرنټ پاڼو يوه خدمت کوونکي څخه پاڼې راغواړي، ځای پر ځای هره يوه پاڼه گوري، چاڼ کوي يې، ټول تړونونه ترېنه رااخلي او په يوه کتار کې يې د وروسته چاڼ کولو لپاره ږدي او نور معلومات بيا ته ورکوي. که څه هم د دغه روبوټ کار اسان ښکاري، خو بيا هم دا له ډېرو ننگونو سره مخ کېدی شي. کېدی شي چې له داسې پاڼو سره مخ شي، چې ټول يو ډول معلومات لري او يا داسې پاڼې چې معلومات په کې ژر- ژر بدلېږي. د دې لپاره چې گوگل خپلو کتونکو ته تازه او دقيق معلومات وړاندې کړي، نوموړی ماشين د خبرونو پاڼې او د نړيوالو سوداگريزو اثارو په اړه پاڼې ژر- ژر گوري. ٢ دا پروگرام هغه ټول نثرونه چې له څخه يې ترلاسه کوي، په يو زېرمتون کې خوندي کوي. په دغه زېرمتون کې ټولې دوسيې د لټولو کليمو د تورو له مخې ترتيب شوي دي. له هرې يوې کلمې سره يو شمېر دوسيې تړلې دي، چې دغه کلمه په كې پرته وي ليکل شوي وي او همداراز په نثرونو کې د هر يوې کلمې دقيق ځای هم خوندي شوی وي. په دې توگه د يوې دوسيي لټول په اسانۍ سره ترسره کېږي. ٣ دا پروگرام د پوښتنو اخيستلو، د هغې د شننو او بيا د هغې له مخې په زېرمتون کې د معلوماتو لټولو او بيا په يوه ځانگړي طرز بېرته پوښتنه کوونکي ته د ښودلو دنده پر غاړه لري. اصلاً دغه پروگرام د نوموړو دندو لپاره خپلې لاندې برخې واړه پروگرامونه کاروي. د گوگل په زېرمتون کې، په انټرنټ کې تقريباً ټولو پاڼو په اړه معلومات خوندي دی. نوموړی پروگرام دنده لري چې له زېرمتون څخه دقيق معلومات راوباسي او دغه کار يو ځانگړي د يوې مسئلې حل کولو کړنلارې ته اړتيا لري. که چېرې يو سړی د املا له مخې يوه ناسمه کليمه د لټولو لپاره ورکړي، نو گوگل يو ډول املاسموونکی سيسټم هم لري. نوموړی سيسټم بيا سړي ته د يوې بلې اړوندې سمې کليمې وړانديز کوي. انټرنټ
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%A7%D9%86%D9%88%20%D8%AA%DA%A9%D9%86%D8%A7%D9%84%D9%88%DA%98%D9%8A
نانو تکنالوژي
ټول شیان داتومونو نه جوړ شوي دي او دا چې دا اتومونه په څه ډول سره یو څای شوي او تنظیم شوي دي . د مثال په ډول الماس د کاربن نه جوړ شوی او سکاره هم له کاربن نه جوړشوي او یوازې توپیر یې په جوړښت کې دی په کاربن کې اتومونه یوډول او په الماس کې بل ډول تنظیم شوي دي . که د شگو اتومونه سره د سره ترتیب شي نو دکمپیوتر چیپس به ترې جوړ شي او که د هایدروجن او کاربن اوهوا اتومونه دسره ترتیب شي نو پټاتې به ترې جوړې شي . تر اوسه د تولید سویه د مالیکول په سطحه ده او که د وضاحت د پاره داسې مثال راوړم چې خښتې کولای شو په داسې ډول سره کیږدو چې یو دیوال یو کور او یا کوټه ترې جوړه شي . په راتلونکي وخت کي به دا کار امکان ولري چې اتومونه په خپله خوښه سره منظم کړو چې هم ارزانه او اسانه وي ددې کار دپاره راتلونکې پیړۍ تخمین شوې ده یعنې اټکل کیږی چی په راتلونکې پیړۍ کې به انسانان وکولای شي چی اتومونه سره دسره تنظیم کړی . دیادولو وړ ده چې د نانو تکنالوژي په باره کې چې په راتلونکي نسلو کې به ډیر اهمیت ولري خبرې وکړو اوس په ډیرو موضوعاتو څېړنه کیږي چې ابعاد یې د ۱۰۰۰ نانو موترو په اندازه دي او دا لا نور هم وړوکي کیږي او سنۍ لیتو گرافي لا نور هم انکشاف کوي اما عنعنوي لیتو گرافي نور دې مسایلو ته جواب نه شي ویلی چې د مایکرون نه وړه وي . په وروستیو ۵۰ کلو کې نانو تکنو لوژی ډیر انکشاف کړی او دا به لا نور هم انکشاف وکړي او داسې فکر کیږی چې د مالیکول په اندازه چیپس به جوړ شي او د نانو تکنالوژی په تخنیکو به سره تړلي وي او ډیر ارزان او اسانه به جوړیږي او هر لوجیک عنصر به د مالیکول په اندازه وړوکی اودقت به یې د اوسنیو کمپیوترونه زیات وي . د نانو تکنالوژي اوسنی تعریف که ښه واضح نه وي نو یو څه نور اصطلا حات به ښایي دا موضوع رو ښانه کړي لکه مالیکولر تکنالوژي او یا مالیکولر نانو تکنالوژي چې په موادو د مالیکول په سویه وڅیړل شي او مونږ کولای شو چې هر څه یې ونوموو خو دا لاندې مطلب ترې مراد دی . هر اتوم په خپل معین او معلوم ځای کې کیښودل شي . مونږ کولای شو چې هر ساختمان ترې جوړ کړو . قیمت یې د خامو موادو دبیې نه ډیریږي . دوه نورترمونه چې مهم دي او هغه دادی او دا دا معنی لري چې اوله اصطلاح نه مقصد دادی چې هر اتوم په خپل ځای کي کیښودل شي او ددویمې اصطلاح مطلب دادی چې ارزانه تمام شي . اوله اصطلاح د مالیکولي روبوت نه خبرې کوی . فایمن په ۱۹۵۹کې ویلې وو چې د اتومو نه دجوړیدو په کارکې د فزیک له مخې کومه مانع نه شته . د وړو اجزاونه چې د مالیکول په اندازه وي سره یو ځای کیږي او لږ څه لوی او بیا لږنور لوی روبوت ترې جوړیدای شي . نانو تکنالوژي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%DA%93%D9%8A%D9%88%D8%A7%D9%84%20%D8%BA%D8%B2%DB%90%D8%AF%D9%84%DB%8C%20%D8%AC%D8%A7%D9%84
نړيوال غزېدلی جال
چي د لنډوني دي پښتو يي نړيوال غزېدلی جالدي نړيوال غزېدلی جال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%DA%BC%20%D9%BE%D8%A7%D9%84%D9%86%D9%87
بڼ پالنه
بڼ پالنه يوه عامه انساني مشغولا ده چې د خوړلو او يا هم د چاپيريال د ښکلا په موخه د بوټو، ميوو او گلانو کرهڼه او ساتنه ترسره کېږي. ډېری خلک په خپلو استوگنځايونو کې دننه او يا هم خپلو استوگنځايونو ته څېرمه د خپلو مېنو د ښکلو کولو او يا هم د گڼو نورو گټو په خاطر ځانونو ته بڼونه جوړوي. خلک د بېلابېلو موخو لپاره بڼونه جوړوي چې په دغو کې د مېوو او دانو د بڼونو نه نيولې تر بېلابېلو بوټو او گلانو پورې او يا هم د ځانگړو دارو درملو د ترلاسه کولو پخاطر بڼونه پالل کېږي. بڼ پالنه يو ډېر فعاله دنده ده او د ښه ثمر لپاره ډېر زيار او زحمت غواړي. د دې لپاره چې يو بڼ ښېرازه او زرغون وي نو د بڼ ساتونکي ته پکار ده چې د خپل د بڼ د بوټو او ونو څارنه پر وخت سره وکړي د بڼ بوټو او ونو د غړوبولو او سرې ورکولو کړنو سره د بڼ سمه ساتنه وکړي. بڼ پالنه د بزگرۍ او ځنگل پالنې سره توپير لري. له هغه وخته راپدی خوا چی کله انسانانو په وحشی ډول په غارونو کی ژوند کاوا او له وحشی نباتاتو او میوو څخه به یی استفاده کوله نو کله چی د دغه نباتاتو له کمښت سره مخ شول نو بیا پدی لټه کی شول تر څو نباتات اهلی او ډیر شی نو د هارټیکلچر د بوټو روزنه اوږد تاریخ لری د ډيرو ميوو، سبو او غلو يادونه په مقدسو آسمانى كتابونو كې شوې ده . په قرآن کریم كى د خرما، انځر، انگور، غنم، هوږه ، پياز، ښوون او داسې نورو ذكر شوى دى چه دا ددې ميوو، غلو اوسبو دلرغونتیا نښه ده خو نن ورځ دنړۍ په ډيرو هيوادوكى دهارټيكلچر دنباتاتو توليد او صنعت لوړ مقام نيولى دي . دهارټيكلچر نوم دلاتيني ژبى څخه اخيستل شويدى چې دباغ او دروزنې معنى لري . داوسني مفهوم په اساس هارټيكلچر دكرنې هغه برخه ده چې دباغوانۍ دنباتاتو څخه بحث كوي. دبا غوانۍ نباتات د ميوو، سبو او ذينتي بوټو څخه عبارت دى . دباغوانۍ نباتات ځانگړى روزنى او پاملرنې لكه نالولو،كرنيزو عملياتو، راټلولو، زيرمه كولو ، پروسس كولواو خرڅولو ته اړتيا لري. هارټيكلچر انسانانو ته غذا او طبيعت ته ښكلا وركوي. پس هار تيكلچر داسې تعريف كولاى شو: هارتيكلچر دكرنى هغه برخه ده چه دهغوكرنيزو نباتاتو دكرنى، روزنى اوساتنى سره سرو كار لرى كوم چه مخامخ انسانان دغذا، درملو او دښايست د مقصدونو لپاره تر استفادى لاندې نيسي . تاریخچه دتيږى په لمړنيو دور ه ۵۰۰۰۰ كاله وړاندى كې انسان په غارونو كى ژوند كاوه او وحشې خواړه ې لاس ته راوړه، ښايى دغه وحشې خواړه ميوې او واښه وو. ځكه ددې وحشې ميوو او واښو راټولول اسان وو. هركله چه دانسانانو نفوس په زياتيدو شو نو دخوړو كمښت احساس و شو او انسان د وحشي ميوو اوواښو په اهلي كوونه اوكرنه پيل وكړ، دهمغه وخت څخه دكرنى پيل وشو. ډير كرنيز نباتات د تاريخى دورى ۲۵۰۰ ۳۰۰۰ كاله وړاندى د پيل څخه وړاندې اهلى شوو. مگر دنورو خوراكي نباتاتو د ا هلي كولو لپاره هڅې روانې وى. لبلبو په ۱۸ پيړۍ كې ، ربړ او بعضې غوړ لرونكى خرما په۱۹ پيړۍ كې ، اوسنۍ سټرابيري او مكاډاميا نټ په ۲۰ پيړۍ كې اهلي شوي دى. د نيوز لينډ دكيوى ميوه وروستۍ اهلي شوې ميوه ده . د ډيرو ميوو، سبو او غلو يادونه په مقدسو اسمانى كتابونو كې شوې ده . په قرآن پاك كى د غنم.، هوږې ، پيازو، ښوون، خرما، انځر، انگور او داسې نورو ذكر شوى دى. چه دا ددې ميوو، غلو اوسبو دلرغوني استعمال نښه ده. دهارټيكلچر دبوټو روزنه اوږد تاريخ لري . مصريانو ۲۵۰۰ ۳۰۰۰ كاله دميلاد ترمخه يو زيات شمير مېوې دخرما ، انار ، كيلې ، ليمو ، ښوون او انار په گډون ترروزنې لاندې نيولې وې . په همدې وخت كې هغوې ډير سابه لكه بادرنگ ، هوږه ، پياز ، گندنه ، كاهو ، ارټيچوك ، زنډايف ، اينلى ، ملۍ ، او دخربوزو او خټكو مختلف ډولونه كرل . دمېوو او سبو دروزنې سره يو ځاى په مصر كې دنوموړو نباتاتو دصنعت مختلفو اړخونو هم پراختيا كړې وه . دهارټيكلچر دبوټو په روزنه او پراختيا كې دمصريانو رول تقريبا ً ۳۵ پيړيو پوري دوام وكړ. كله چې دميلاد څخه ۳ كاله ترمخه مصردروم ديوه ولايت په څير راغى نو دنباتاتو دروزنې په هكله يې دنړۍ په دې برخه كې اغيزو مهم وړاندې كړې و . له بله پلوه دمصر په ختيځ كې دبين النهرين دعراق يوه برخه ، دعراق يوه برخه او لرغونو كلتورونو دهارټيكلچر دصنعت په پراختيا خصوصا ً او بخور او دباغونو او پاركونو په احداث كې زياته ونډه درلوده . دهارټيكلچر دبوټو دروزنې او صنعت په هكله روميانو دمصريانو او يونانيانو څخه زياته استفاده كړې ده . دروميانو په خپلو لرغونو ليكنو كې دښاخ پيوند او زخه پيوند ، دميوو او سبو دمختلفو ډولونو ، دلگيومى بوټو دكرنيز تناوب دسرو استعمال او حتىٰ دميوو لپاره دساړه ساتن ځايونو يادوونه شوې ده . همدارنگه دهغو په ليكنو كې ديو ډول شنې خونې نوم اخيستل شوى دي . چې دشيشو مالگى څخه جوړه شوې او په ساړه موسم كې دسبو دروزنې لپاره ورڅخه استفاده كيده . برسيره پردي په روم كې دهارټيكلچر يوې مهمې برخې چې دښكلا دبوټو څخه عبارت ده، زيات انكشاف وكړ. د دود له مخې به بډاى روميانو دخپل هيواد په اطرافى سيمو كې لږ څه ځمكه درلوده چې دميوو او گلانو باغونه به يې وركې جوړول . دهغو په باغونو كې به ډول ډول ميوې او گلان لكه مڼى ، ناك ، انځر ، ښوون ، انار ، مرسل ، انتري ، ماريكولډ ، بنفشه گل او داسې نور موجود وو . دميلاد څخه نهه پيړۍ ترمخه په بين النهرين كې خلكو دځينو ميوو لكه خرما او انځر دگرده افشانۍ په هكله معلومات درلودل او دگرده افشانۍ په سرته رسيدو كى ورته د مشخصو حشراتو اهميت څرگندوو . په ۱۴۹۲ كال كى دكولمبس په واسطه د نوى نړۍ امريكا كشف په كرنه كې د يو بل ستر برياليتوب پيل وو. د مهمو نباتاتو پيژندنه اود هغوۍ راكړه ور كړه پيل شوه او تراوسه دوام لرى . دنوى نړۍ څخه مهم معرفى شوى نبا تا ت لكه جوار ، رومى ، كچالو، كدو، اواكادو، پاين ايپل ، پيكان ، خوږ كچالو، لوبيا تمبا كو او داسى نور دى. همدا رنگه دوخت په تيريدو سره خلكو ته دهارټيكلچر دنباتاتو اقتصادې ، غذائى او زينتى ارزښتونه ښكاره شول او دهغو روزنې ته يې خاصه توجه وكړه . نن ورځ دنړۍ په ډيرو هيوادوكى دهارټيكلچر دنباتاتو توليد او صنعت لوړ مقام نيولى دي . دهارټيكلچر نباتات دلاندې خصوصياتو په لرلو سره دنورو كرنيزو بوټو څخه توپير لري : دهارټيكلچر دزيات شمير محصولاتو څخه په تازه ډول استفاده كيږي اواوبه يې دكيفيت عمده جز تشكيلوي . دهارټيكلچر محصولات په عمومي توگه ژرخرابيدونكى دي . دهارټيكلچر بوټى په لږه ساحه كې كرل كيږي مگر عايد يې په يوه واحده ځمكه كې دكرنې دنورو نباتاتو په پرتله خورا زيات دي . په عمومي توگه دهارټيكلچر نباتات دښكلا له پلوه هم زيات اهميت لري . دهارټيكلچر نباتات روزنيزې پاملرنې ته زياته اړتيا لري . له بله پلوه داگرانوميكي او ځنگلي بوټو حاصلات په غير ژوندي حالت كې داستفادي وړ وي . كه ځنگلى ونې دلرگيو او كاغذ جوړولو لپاره په څوواري ډول غوڅې شي په يوه واحد ه ټوټه ځمكه كې دهغو عايد زيات په نظر راځي مگر كه نوموړي عايد دهغو دعمرداوږ دوالي په اساس محاسبه شي په دې صورت كې دهغو عايد دهارټيكلچر دنباتاتو په پرتله خورا لږوي . كه ځنگلى ونې دلږ وخت لپاره په لوړه بيه خرڅې شي په دې صورت كې هغوي دهارټيكلچر دنباتاتو په ډله كې راځى . هارټیکلچری بوټی دهارټيكلچر نباتات دلاندې خصوصياتو په لرلو سره دنورو كرنيزو بوټو څخه توپير لري. د توپیر ځینی فکتورونه یی په لاندی ډول دی. دهارټيكلچر دزيات شمير محصولاتو څخه په تازه ډول استفاده كيږي اواوبه يې دكيفيت عمده جز تشكيلوي . دهارټيكلچر محصولات په عمومي توگه ژرخرابيدونكى دي . دهارټيكلچر بوټى په لږه ساحه كې كرل كيږي مگر عايد يې په يوه واحده ځمكه كې دكرنې دنورو نباتاتو په پرتله خورا زيات دي . په عمومي توگه دهارټيكلچر نباتات دښكلا له پلوه هم زيات اهميت لري . دهارټيكلچر نباتات روزنيزې پاملرنې ته زياته اړتيا لري . له بله پلوه داگرانوميكي او ځنگلي بوټو حاصلات په غير ژوندي حالت كې داستفادي وړ وي . كه ځنگلى ونې دلرگيو او كاغذ جوړولو لپاره په څوواري ډول غوڅې شي په يوه واحد ه ټوټه ځمكه كې دهغو عايد زيات په نظر راځي مگر كه نوموړي عايد دهغو دعمرداوږ دوالي په اساس محاسبه شي په دې صورت كې دهغو عايد دهارټيكلچر دنباتاتو په پرتله خورا لږوي . د هارټیکلچری ځانگی هارټيكلچر دڅلوروعمده شقونو څخه بحث كوي . دميوودروزنې علم دپومالوجى په نوم ياديږي . دسبو روزنې ته او لريكلچر ويل كيږي . دگلانو او ښايسته بوټو روزنه دفلوريكلچر څخه عبارت ده . په ډولى زينتى بوټو سره په مصنوعى توگه دځايونو ښايسته كيدنه يا نوميږي . بايد وويل شي چې دهارټيكلچر نوموړي شقونه يو له بله مطلق جلاوالى نه لري . مڼى او الوكه له يوې خوا دخوراك لپاره ميوه توليد وي له بلې خوا د ډولي بوټو په ډله كې هم راځي ځكه چې دهغو گلان او ميوي دښكلا په زياتوالى كې دزيات اهميت وړ گڼل كيږي . غوره بريښى چې دلته دهارټيكلچر دمختلفو شقونو دنباتاتو دپيژندنې په هكله څه ناڅه ضروري لومړنې معلومات وړاندې شي . هارټيكلچر د عمده برخو څخه ډیر بحث كوي . چی پکښی د میوو روزنه ، د سبو روزنه او د گلانو روزنه شامل دی. علاوه ددی د انگورو روزنه ، د چمن روزنه ، د ښکلو ځایونو ډیزان، او د حاصل د رفع ورسته فزیولوژی یا پوست هارویست فزیولوژی هم شامل دی. د میوو روزنه دميوودروزنې برخه پومولوجى د بوتانيكى لحاظه ميوه پوخ شوى تخمدان ته ويل كيږى. البته دهار تيكلچر له نظره ميوه هغه غوښينه يا وچه دخوراك وړ برخه ده چه دگل يا دگل سره د تړلو اجزاؤ دپخيدو څخه لاس ته راځى. نو له هم دې وجې ځينې سابه د بوتانيكى له نگاه څخه ميوې گڼل كيږي لكه رومى بادنجان او داسى نور . نو ویلی شو چی میوی په ډیرو برخو ویشل شوی دی لکه د ونوميوې دا ډول ميوې په ونوكې توليديږي لكه مڼی ، ناک ، زردآلو، بهی ، گيلاس او نور. دونوميوې په درې ډوله دي لكه پوم يانرم زړې ميوې چې غوره مثالونه يې مڼه ، ناك ، بهى او لوكاټ دي . سخت زړې ميوې له گيلاس ، شفتالو ، آلو ، شليل ، زردالو او نورو څخه عبارت دي . زړې چې په دې ډله كې غوز، پسته ، بادام او جنغوزي شامل دي . د وړو بوټو ميوې دا ډول ميوې په ټيټ قد لرونكو بوټو كې توليديږي چې د هغو يو تعداد يې كمزرې ساقى لري او واښه ډوله وي لكه انگور او ځمكنې توت. واښه ډوله څوكلنې ميوې لكه كيله او پاين ايپل. مختلفى ميوې لكه خرما ، ام . د سبوروزنه دسبو د روزنه یا لريكلچر سابه هغه واښه ډوله بوټى دي چې يوه يا څو برخى يې په اومه، پاخه ياپروسس شوي شكل خوړل كيږي او كيداى شى چه دگل سره تړاو ولرى اويا يى ونه لرى . دلته يو شمير سابه دهغو دخوراك وړ برخو سره ښودل كيږي . پالك او كاهو دهغو سبو له ډلى څخه دي چې پاڼې يې دخوراك وړ برخه تشكيلوى . مارچوبه ، كولرابى هغه سابه دي چې ساقى يې خوړل كيږى . دځينو سبو لكه رومى بانجانو ، توروبانجانو او مرچو ميوې دخوراك وړ وي . گازرې ، ټيپر او دسلاد چغندر داستفادې وړ برخى ريښى تشكيلوى . گلپى او شين گلپي براكولى هغه سابه دي چې گلونه يې دخوراك وړ دي . دمټرا لوبيا تخمونه او دپښۍ رواش او سيلرې دپاڼو ساقى ډنډر دانسان لپاره غذا برابروي . دگلانو روزنه دگلانو او ښايسته بوټو روزنه دفلوريكلچر یا گلروزنه زينتي باغواني دهارتيکلچر يوه برخه ده چه نه يواځې ديو کلنو ، دوه کلنواو څو کلنو زينتي بوټو دښايست په مقصد په باغونو، كورنو اوپټيو کي دکرلو او پالنې څخه بلکه دهغوۍ لپاره دبازار پيدا کولو او خرڅولو څخه بحث کوى. د زینتی بوټو کرنه او ساتنه نه تنها د زینت لپاره بلکۍ ښه اقتصادي ارزښت لری . سر بیره پر دی زینتی محصولات له بوی ، زینت او اقتصادی ارزښت سره په زیاتره دواگانو، بوۍ لرونکو موادو، تيلو ، رنگ جوړولو، عطرو جوړولو ، د ښځینه زینتی لوازمو په جوړولو او داسی نورو ډیرو شیانو په جوړونه کی ورځینی کار اخیستل کیږی .بايد وويل شي چې دهارټيكلچر نوموړي برخی يو له بله مطلق جلاوالى نه لري . مڼى او الوكه له يوې خوا دخوراك لپاره ميوه توليد وي له بلې خوا د ډولي بوټو په ډله كې هم راځي ځكه چې دهغو گلان او ميوي دښكلا په زياتوالى كې دزيات اهميت وړ گڼل كيږي . غوره بريښى چې دلته دهارټيكلچر دمختلفو شقونو دنباتاتو دپيژندنې په هكله څه ناڅه ضروري لومړنې معلومات وړاندې شي . دځايونو ښايسته كيدنه دځايونو ښايسته كيدنه یا دمنظرو دانكشاف ، دتعميرونو دتنظيم دځمكې دجوړښت او سمون او دبڼونو ، دلوبو دميدانو او ډنډ ونو داحداث څخه بحث كوي . هغه دځانگړو كورونو او ټول ولس لپاره دپاركونو او لارو دجوړښت سره اړه لري . دځايونو ښايسته كيدنه انسان ، اباد يو او منظرو ته يو نه شليدونكې ارتباط وركوي او دي هدف ته درسيدو لپاره انسان دي ته رابولي چې له نباتاتو او ځمكې څخه معقوله استفاده وكړي . د انگورو روزنه د انگورو روزنه د په نامه یادیږی. دچمن روزنه د چمن روزنه یا مدیریت د تر بحث لاندی نیول کیږی. پوست هارویست فزیولوژی د هارټیکلچری محصولاتو د کیفیت څخه بحث کوی. دهارټيكلچر دنباتاتو طبقه بندي الف : علمي عصري طبقه بندي بشرپه دې هڅه كې دي چې په نړۍ كې طبيعي انسجام كشف كړي . په همدې لړكې يوه سويډني طبيب كارل وان لينوس داتلسمې پيړۍ په نيمائي كې دنباتاتو او حيواناتو په طبقه بندۍ كې يو فوق العاده بدلون مينځ ته راوړ . هغه دساختمان يا مورفولوجيك شباهتونو او توپيرونو په اساس ژوند ي موجودات په لويو او كوچنيو گروپونو سره جلاكړل . نباتات ئې دجنس يا زوجي برخو د مورفولوجي له مخې طبقه بندي كړل ځكه چې نوموړي برخې دمحيطي شرايطو په واسطه احتمالا لږې متاثرې كيږي . لينوس دنړۍ په مختلفو برخو كى د۱۳۰۰ څخه زيات نباتات او په عين اندازه حيوانات طبقه بندي كړل او هغوي ته يې نومونه وټاكل . دنولسمې پيړۍ په نيمائې كې دچارلس ډاروين ليكنه دسپيشزونوپيدايښت ترعنوان لاندې دنباتاتو او حيواناتو طبقه بندي دزياتې پاملرنې وړ وگرځيده او دتدريجې تكامل مفهوم دطبقه بندي لپاره يوه غوره تگ لاره وشميرل شوه . دډاروين دتيوري له مخې داسې څرگنديږي چې دټولو نباتاتو ترمينځ جنيټيكي ارثې رابطې موجودې دي او اوسني نباتات دلرغونو نباتاتو څخه ددوامداره نسلونو په اساس مينځ ته راغلي دي . البته دا احتمال موجود دي چې نباتات په مجموعي ډول له يوه څخه زياتو لرغونو ابتدائي موجوداتو څخه راپيدا شوي دي . داسې فرض شوې ده چې دځمكې دتاريخ په اوږدوكې او هم په اوسنې وخت كې دنباتاتو په خواصو كې تدريجې تكامل مينځ ته راغلى او راځي او په دې توگه دبوټو ساختمان دارثي انسجام يوه مغلقه بڼه غوره كړيده . ټول ژوندي موجودات په نباتي او حيواني باندې ويشل شوي دي . نباتى دولس عمده فايلمونه يا ډيويژنونه لري . په دې ډله كې دباغوانۍ په ساحه كې دسپرماتوفايتا ډيويژن چې تخم توليدوونكي نباتات ورپورې اړه لري خورا مهم دي . ددې ډيويژن بوټى ، ريښى ، ساقې ، پاڼې او دانتقالي انساجو سيستم لري . په علمي طبقه بندۍ كې ديوه نباتات په ، كلاس ، اردر ، فاميلي ، ، سپيشز ، ورايټى ، فارم يا او ځانگړي بوټى باندي ويشل شوي دي . دسپرماتوفايتا ډيويژن ددولس كلاسونو څخه متشكل دي چې په كرنه كې ځانله دجمنوسپرمي غوزه توليدوونكې بوټى او انجنوسپرمى گل توليدوونكى بوټى كلاسونه دزيات اهميت وړ بريښى . په اوسنيو وختونو كې گل يا تخم توليدونكي نباتات او دواړه يوځاى په واحد كى چه د د په نوم هم ياديږى اچول شوي دي . دانجيو سپرمى كلاس په دوه ټيټو كلاسونو - باندې ويشل شوي دي چې هغه له ډاى كاټيلډن او مونوكاټيلډن څخه عبارت دي . په اوسنى وخت كى مانوكاټيليډن د اوډاى كاټيليډن د په نومونو ياديږي.. هر يو كلاس په څوارډرونو او هر ارډر دڅوفاميلو څخه جوړ وي. د ، كلاس ، او كټگوري گانې د او د څخه لاندې كټگوري گانې د په نوم ياديږى. غوره بريښى چې دلته دنمونې په توگه دخواږه جوار مكمله علمى طبقه بندي وښودله شي . عالم یا فایلم ټولگۍ فرعی ټولگۍ ردیف کورنۍ علمی نوم په دې توگه دخواږه جوار علمى نوم دي . كرنيزورايټي دكلتيوار په نوم ياديږي او هر بوټانيكي ورايټي په درې نومونو سره مشخص كيږي . دمثال په ډول دكرم او گلپى ورايټى گانې په لاندې ډول ليكل كيږي . گلپي . كرم . كلتيوار د يوه كرنيز سپيشزهغه شمير بوټى دي چې ديوه يا يو گروپ خواصو په واسطه مشخص كيږي . كه كوم بوټى خاصه ورايټى ونه لري نو هغه ځانله دجينس او سپيشز په نومونو سره پيژندل كيږي . او دي كارته دوه نومه سيستم ويل كيږي لكه گازره كه چيرته په يوه سپيشز كې يو شمير افراد نفوس دنورو څخه دورايټى په اندازه توپيرونه لري نو هغه د يا فورم په نوم ياديږي لكه دسور لرگى لاندينې دوه ډولونه دفورم په سويه يو له بله توپيرلري . نيغ سور لرگى . پلن سور لرگى . هغه بوټى چې عموماً په غيرزوجي ډول تكثير كيږي لكه كچالو او مختلفى ميوى دهغو كرنيزه ورايټى دكلون يا كلونل ورايټى په نوم ياديږي . ديوه كلون ټول افراد په غير زوجې ډول ديوى منبع څخه لاس ته راځي او دهغو ارثي ساختمان په هر ځاي كې چې وي يو له بله توپيرنه لري . دتگاب بيدانه انار ، امري زردالو او حسيني انگور هر يو يى ځانگړى كلونل ورايټي تشكيلوي . ډير اصلاح شوي كلونل ورايټى گانې دمطلوبو ارثى بدلونو څخه چې بډسپورټ نوميږي لاس ته راځى . مشهور بڼونه په افغانستان کی کی بڼونه شته دی مگر د نورو هیوادونه په ځیر یی ډیره ښکال نشته او په کافی اندازه کار ندی پکښی شوی. مگر بیا ځینی باغونه لکه د بابر بڼ چی په کابل کی موقعیت لری، د کابل د خلکو لپاره یو خاص ارزښت لری او دتفریح لپاره یوازنۍ ځای بلل کیږی. د چين بڼونه ډير لرغوني تاريخ او په نړۍ کي ډير شهرت لري . درې زره کاله دمخه د جو په سلسله کي امپراطوري بڼ جوړ شو او ورپسي دچين په پايتختونو او مشهور ښارونو کي ډول ډول بڼونه جوړ شوي دي چه د چين بڼونه د نړۍ د باغونو له دريو سيستمونو څخه ځلاند مقام لري . د چين بڼونه د امپراطوري او شخصې بڼونو څخه عبارت دي چه د ونو ، چمنونو ، انگړونو ، دهليزونو، مصنوعي ډبرو او جهيلونو ترتيبات ډير برابر او مناسب دي چه منظرې يي ډيرې دلچسپې او په زړه پوري دي . یوه نمونه یی د سو جو بڼونه د سو جو لرغوني بڼونه چه دوه زره کاله تاريخ لري او په نولس سوه اوه نويم کال کي د نړيوالو ميراثونو په ليست کي شامل شوي ، د چين د بڼونو د جوړولو د هنري خصوصيت مترمرکزه نمونه ده او تر اوسه پوري لس مشهور بڼونه موجود دي . باغ جوړونه د باغ جوړولو لپاره د ځاى ټاكل تېږې ونه لري، نم ناك ځاى نه وي او هوار وي. د باغ جوړولو لپاره د ځمكې تيارول ځمكه بايد ښه قلبه شي او لوټې يې ميده شي، هر زه گياه ترې راټوله شي او وسوځول شي او ډېراني سره وركړل شي. د كتارونو جوړول د بوټو ترمېنځ بايد فاصله موجوده وي، ترڅو د بوټو څانگې له يو بل د ودې او نمو خنډ ونه گرځي او بوټي له يو بل سره د غذايي موادو په سر رقابت ونه كړي او د لمر وړانگې په اسانۍ سره واخلي او د القاع عمل په ښه ډول ترسره شي، نو له دې امله نيالگي موږ په دې ډول كېنوو: الف : د مربع په شكل، ب: د مستطيل په شكل، ج: د مثلث په شكل. كله چې وغواړو چې بوټي په، په او يا په كې نهال شاني كړو، له مربع شكل نه استفاده كوو. او كه چېرې وغواړو چې په كې او يا په كې بوټي نهال كړو، د مستطيل له شكل نه استفاده كوو او كه چېرته ځمكه زموږ غېر منظم شل ولري او يا د پاركونو او كورنو مخې ته نهال كرو، نو بيا له مثلث شكل څخه استفاده كوو. د بوټي لپاره د قوتي وېستل د نيالگي لپاره بايد قوتى څو ورځې مخكې ووېستلى شي، ځكه چې د يوې خوا نه زهرجن گېسونه د ځمكې نه ووځي او بل خوا نه د حشراتو هگۍ د لمر په واسطه تعقيم شي. د قوتي د پراخوالي اندازه: ددې لپاره چې قوتى څومره پراخ وي، په همغه اندازه د يوې خوا رېشه په اسانۍ سره نمو كوي او له بل خوا نه په اسانۍ سره اوبه جذبوي. د قوتي ژوروالى بايد له څخه كم نه وي او سور يې د پورې وي او د قوتي خاورې بايد د شمال طرف ته وغورځول شي، چې ترڅو د لمر وړانگې پرې ولگېږي. د نيالگي يا د بوټي انتخاب ښه خبره دا ده، چې په خپل هېواد كې د روزل شويو قوريو د نيالگيو نه استفاده وكړي، ځكه چې هغه د اعتبار وړ وي او كه د نورو ځايونو نه يې راوړي، نو نيالگي بايد ځوان وي او دوه كلن وي، پيوند ولري او جرړې يې ډېرې قطع شوې نه وي، مستقيم وي او پېړوالى يې د لاس د غټې گوتې په اندازه وي. دغه نيالگى د هغو ونو دى كوم چې په ژمي كې پاڼې غورځوي او د هغه نيالگي چې تل شنه وي لكه لوكاټ، نارنج او داسې نور بايد جرړې يې د خپلې خاورې په واسطه پټې وي او يا ورسره د ارې بور يوځاى كېږي او لږه اندازه رطوبت وركوي. د بوټو يا نيالگو ابياري كوم وخت كې چې نيالگى وكرل شي يا به سمدستي اوبه كړى شي. اوبه بايد د نيالگي د پيوند او تنې له برخې سره په تماس كې نه شي، ځكه چې د ابيارۍ په اوبو كې د حشراتو هگۍ او نور ميكروبونه او د هغوى تخمونه شته دى، چې هغه د بوټي د تنې د برخې او يا د پيوند برخه كې نښلي او مرض پيدا كوي، نو په دې خاطر د بوټو تنې ته بايد خاوره راجمع شي، چې له اوبو سره په تماس كې نه شي او لكه د خاورې پرځاى شگه ورته راجمع شي او يا ډېرې شي. دا به د ټولو نه ښه وي، ځكه چې په شگو كې مرض كم وي. د نيالگو يا بوټو نهالول په لومړي گام كې بايد د قوتي لوټې مېده شي او بل دا چې د پيوند برخه مخ په لمر نه وي او د خاورو نه جگه وي او يوه بېلچه زړه ډېرانى سره له خاورې سره گډه شي او قوتي كې واچول شي او بوټي پكې نهال شي او تر نهالولو وروسته بوټي بايد د ځمكې نه پورې پورته قطع شي، چې په دې كار سره له يو طرف نه د بوټي د څوكې او ريشې ترمنځ توازن ساتل كېږي او د بل طرف نه بوټي ټيټ قدي تربيه كېږي، چې زراعتي عمليات پكې په اسانۍ سره ترسره كېږي. انځوریزه گالری سرچينې بڼ پالنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%88%D8%A7%D8%AD%D8%AF%20%D9%86%D8%B8%D8%B1%D9%8A
عبدالواحد نظري
عبدالواحد نظري زېږېدنه: ۱۳۳۲ ل. - په انگرېزي: يو افغان ليکوال، د فلمونو ډايرکټر او جوړونکی دی. دم مهال نوموړی د افغانستان ملي راډيو تلويزون ريس دی. مخینه ښاغلی ډاکټر عبدالوا حد نظري د ډ اکټر محمد امين نظري زوی په ١٣٣٢ل کال د کب د ميا شتي په شپږمه د کندهار ار په يوه رو حاني کورنی کي ستر گي پرا نستلي . زده کړې پس له لومړنيو زده کړوچې دکندهار په احمد شا هي دکا بل د مير ويس نيکه په متو سطه او د رحمن بابا په ليسه کي يې تر سره کړي په ١٣٥٢ هـ. ل کال د کابل پو هنتون د حقو قو او سيا سي علومو پو هنځي ته بر يالی سو. په ١٣٥٣ هـ. ل کال د يوه تحصيلي بورس څخه په گټه دلوړو زده کړو په نيت د سينما او تلويزيون د ډايرکټ په بر خه کي د بلغاريا هيواد ته ولاړ ۰ په ١٣٦١ هـ .ل کال کي د دکتورا معادل ديپلوم په اخستلو سره هيواد ته را ستون سو . دندې د ١٣٦١ کال را هيسي د ډايرکټر په صفت لو مړی په تلويزيون او بيا په افغان فلم کي په کار بوخت سو . په ور ستيو کلو نو کي د افغان فلم درئيس ، د هنر مندانو د ټولني د سينما د انجمن د رئيس په تو گه اودکابل پوهنتون د هنرو نو په پو هنځي کي د استاد دنده تر سره کوله . ښاغلی وا حد نظري د هغه علا قي له مخي چي د تمثيل او هنر سره يې درلوده په ١٣٤٤ هـ .ل کال کې د وخت د را ډيو د کو چنيانو دپرو گرام سره همکاري پيل کړه ترسو ددي پرو گرام کا کا منجاني سو ، بيايې دراډيو دډرام او داستان د په بر خه کي په کار پيل وکړ او دنورو رنگارنگ رولونو تر څنگ يې لومړني پر له پسي دا ستان د سکيني او اومرا په نا مه د او مرا رول ولوبوه او همد راز لو مړنی مسټر فلا ور کميډي نندا ره يې را پيل کړه. هنري جوړوني يې د تحصيل په دوران کي دنورور لنډو مستندو او هنري فلمونو تر څنگ تلويزيوني فلمونه لکه او د ياد وني وړ دي د سينما په بر خه کي دلنډو مستندو فلمونو د په ١٩٨٣ کال او انقلاب دتکامل په پړاو کي فلم د ١٩٨٤ کال کي ، لوړ هنري فلمونه يې د لحظه ها په ١٩٨٤ او دا رمان ١٩٨٨ کال او تلويزيوني فلمونه لکه کا غوشچي ١٩٨٤ ، دلمر په لور ١٩٩٢ افغانستان بيله شور ويانو څخه مستند ١٩٩٠ او ، د کونډې ځوی لو مړنی ټولنیز نقدي کميډي سر يال په ١٩٩١ کال کې په درېو بر خو کې د سينما مينه والو ته وړا ندې کړل او لو مړنی ټلويزيوني تيا تر د رئيس په نا مه او نجلۍ دده د جوړونو څخه دي . په مها جرت کې يې د گمراه ٢٠٠٢ ، او هجرت ٢٠٠٤ هنري فلمونه دسينما د مينه والو لپاره ېې راووېستل . د ١٣٦١ کال را هيسې يې دطنز په ليکلو پيل کړی او همدا رازېې د سينما په هکله تيوريکي مقالې او ژباړې، فلمي لنډې سنار يو گا نې لنډې نندا رې، او کو چنيانو ته ېې دا ستا نونه او طنزونه په دننه او بهر کې چاپ کړي دي . چاپ شوي آثار اگر نديدي با ور کن ١٩٩٧ گله را سه که يې گوري ١٩٩٧ واه واه گل سيب ١٩٩٧ کله وار د ابا او کله وار...٢٠٠٢ او ديگه چطور هستي ٢٠٠٢ . ښاغلي وا حد نظري لو مړی افغا ني فلم ډائرکټر دی چي په نړېواله کچه ېې د فلم نندارې فيسټيوال کې د نورو فلم څارونکو په اړخ کې ېې بلنه ترلاسه کړې ده. ډاکټر وا حد نظري دا فغانستان دکلتور د غوره کارکونکي لقب په ١٩٨٨ کال کې تر لا سه کړی او ډيرې نورې مطبو عا تي او هنري جا يزې او ډيپلو مونه يې دننه له هيواده څخه او په خا رجي فيسټیوالونو کې تر لا سه کړي دي . په دي نژدو وختونو کې يې په بهر کې د يو شمېر ژور نا لسټانود ټولنې څخه د اگر نديدي با ور کن طنزي ټولگې ته د طنز غوره جا يزه ور کړه . ښاغلی وا حد نظري ١٩٩٣ کال را هيسي د خپلي کورنی سره په المان کي ژوند کوي . او د ١٩٩٥ کال را هيسي دالمان دډايرکټرانو دټولني غړيتوب لري. د۲۰۰۴ کال د مارچ په ۱۳ په جرمني کي د افغان فلم او تياتر د مرکز او د افغانستان د کلتوري ودي ټولني لخوا د ښاغلي واحد نظري پنځوسمه کليزه د ليورکوزن په ښار کي دگڼ شمير فرهنگیانو په گډون ونماځل شوه۰ ښاغلی نظري دم گړۍ په جرمني کې د افغان سینما اوتیاتر مرکز مشري په غاړه لري. پښتانه افغاني ډايرکټران فلمي لارښودگران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D8%A7%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87
ساپوهنه
ساپوهنه یا ارواپوهنه د ذهن او چلند علمي مطالعې ته ویل کېږي. ساپوهنه کې د احساساتو او تفکر په شمول، د شعوري او پټشعور ښکارندو مطالعه شامله ده. ساپوهنه، د یوه پراخ ډګر په درلودلو سره، یوه اکاډمیکه څانګه ده، چې د طبیعي او ټولنیزو علومو ترمنځ پولو څخه اوړي. ساپوهان د ماغزو د راولاړېدونکو ځانګړتیاوو په هکله د پوهاوي په لټه کې دي، چې دغه څانګه عصبي علومو ته اړوند ګرځوي. د ټولنیز ساینس په توګه، د ساپوهانو موخه د وګړو او ډلو د چلند په هکله پوهاوی دی. پسي یو یوناني توری دی چې په ټولیزه توګه، له ساپوهنې سره په تړاو کې ښودل کېږي. ارواپوهنه په انګلیسي: د دوو کلمو څخه جوړه شوې ده، د روح په معنا او د مطالعې او زده کړې په معنا ده. د سایکالوژۍ لغوي معنا د روح مطالعه ده، دې علم ته عقلي فلسفه هم وايي، سایکالوژي، روانشناسي او اروا پوهنه درې مروجې اصطلاحگاني دي، چې د روح پېژندنې معنا لري. په اروپايي او لاتیني ژبو کي سایک کلمه د باد، دم، چوف او د نفس په معنا ژباړل کېږي مگر په اصطلاح کې ارواپوهنه د سلوک علم دی. بايد پوه شو، چې سلوک څه ته وايي؟ سلوک د یو کس غبرگون په یو ځانگړي وخت او په یو ځانگړي چاپیریال کي سلوک بلل کیږي. څرنګه چې بشر خپل او د خپل چاپېریال د خلکو سلوک پېژندلو ته اړتیا لري؛ نو په دې اساس د وګړو د سلوک مطالعې لپاره د بشري علومو یوې ډېري مهمې څانګې یعنې اروا پوهنې ته اړتیا شته د سایکالوژۍ اصلې موخه دا ده، چې د خپل ځان او نورو وګړو غبرګون په یو خاص وخت او په خاص چاپیریال کې مطالعه کړي. یو څانګوال رنځورپوه یا څېړونکي ته، چې په دغه څانګه کې بوخت وي، ساپوه ویل کېږي. ځیني ساپوهان کېدای شي د ټولنیز، چلندي یا ادراکي ساینسپوهانو ډلو په توګه ووېشل شي. ځیني ساپوهان هڅه کوي ترڅو د وګړو او ټولنیز چلند کې د ذهني کارکړنو پر ونډه باندې پوه شي. ځینې نور بیا فزیولوجیکي او بیولوجیکي بهیرونه، چې د ادراکي کارکړنو او چلندونو بنسټ دی، راسپړي. ساپوهان د نومېرنې، ادراک، پاملرنې، احساس، ځیرکتیا، ذهني تجربې، هڅېدنې لمسېدنه، د ماغزو کارکړنې او د شخصیت پر څېړنه باندې بوخت دي. ذاتالبیني اړیکو، ساپوهنیز پایښت، کورنۍ پایښت او د ټولنیزې ساپوهنې نورو برخو ته د ساپوهانو د لېوالتیا کچه لوړېږي. هغوی د پټشعور ذهن هم په پام کې نیسي. د ساپوهنیزو متحولونو ترمنځ د توسني او پیوستون اړیکې د استنتاج په موخه، ساپوه څېړونکي له تجربي میتودونو څخه کار اخلي. ځینې کلنیکي او مشاورهیی ساپوهان ټول نه پر بېلګهییز تفسیر باندې ټینګار لري. په داسې حال کې چې د ساپوهنې په هکله پوهه، ډېری وخت، د ذهني روغتیا ستونزو د ارزونې او درملنې په موخه کارول کېږي، نو د کارونې لمن یې د انسان د فعالیت ګڼشمېر ډګرونو کې د ستونزو تر پوهېدلو او اوارولو پورې هم غځېږي. د ډېرو انګېرنو په پام کې نیولو سره، په پای کې، د ساپوهنې لورېینه د ټولنې په ګټه ده. ډېری ساپوهان په یو ډول نه، په یو ډول، د درملنې په چوکاټ کې ښکېل دي او په کلینیکي یا مشاورهیي چاپېریالونو او یا هم ښوونځیو کې فعالیت لري. ځیني ساپوهان، د ذهني بهیرونو او چلند پورې اړوند سکالوګانو پر یوه پراخ ډګر باندې علمي څېړنې ترسره کوي؛ د ساپوهانو دغه ډله بیا په اکاډمیکو چاپېریالونو لکه: پوهنتونونه، طبي پوهنځي او روغتونه کې کار کوي. د ساپوهانو یوه بله ډله، صنعتي او اداري چاپېریالونو کې دندو ته ګومارل شوې ده. لهدې سره، سره، ګڼشمېر نور ساپوهان د انساني ودې، زړښت، سپورټ، روغتیا، عدلي او قضایي ادارو او رسنیو په کارونو کې بوخت دي. آرپوهنه او تعریفونه د ګړنې لومړۍ برخه د یوناني څخه اخېستل شوې چې د اروا یا سا معنی لري. وروستۍ برخه یې له څخه اخېستل شوې چې معنی یې مطالعه یا څېړنه ده. د لاتین ګړنه د لومړي ځل لپاره، د پنځلسمې پېړۍ په وروستیو یا د شپاړلسمې پېړۍ په لومړیو کې، د کرواسیایي بشرپال او لاتینپال مارکو مارولیچ لهخوا د هغه په د انسان د اروا د طبیعت ساپوهنه کتاب کې کارول شوې وه. په انګلیسي کې د ګړنې لپاره تر ټولو پخوانی اخځلیک، په ۱۶۹۴ ز کې د ستیفن بلانکارت فزیکي قاموس دی. دغه قاموس کې اناټومي چې د جسم درملنه کوي او ساپوهنه چې د اروا درملنه کوي په ګوته کېږي. په ۱۸۹۰ ز کې، ویلیام جېمز ساپوهنه د ذهني ژوند د ساینس دواړو، ښکارندو او شرایطو په پام کې نیولو سره په توګه تعریف کړی دی. له دغه تعریف څخه د لسیزو لپاره په پراخه توګه ګټه اخېستل کېده. سره لهدې، دغه معنی د راډیکالي چلندپالونکو، په تېره بیا د جان واټسن لهخوا تر نیوکې لاندې ونیول شوه هغه په ۱۹۱۳ ز کې څرګنده کړه چې ساپوهنه د طبیعي علومو یوه څانګه ده، چې تیوریکي موخه یې د چلند وړاندوینه او کنټرول دی.له هغه ځایه چې جېمز ساپوهنه تعریف کړه، دغه ګړنه په پیاوړې توګه پر علمي ازمایښتونو باندې دلالت کوي. فولکلوري ساپوهنه، د څانګوالو له ساپوهنې سره چې په کې د وګړو ذهني حالتونه او چلندونه په پام کې نیول کېږي، په توپیر سره راڅرګندېږي او یوازې د عادي وګړي په هکله پوهاوی ښیي. ارواپوهنه د انساني چال چلند او ذهني عمليو علمي او تحليلي مطالعه ده، چې د څېړنې ساحه يې له يوې ذره بيني عصبي رشتې او يا حجرې څخه پېلېږي او د وګړيو تر پراخو پرګنو پورې غځېږي او پر همدې بنسټ له بيولوژيکي ارواپوهنې څخه نيولې تر ټولنيزې ارواپوهنې پورې بېلا بېلې څانګې لري. د ارواپوهنې په اړه له ډېرو پخوا زمانو څخه په مصر، چين، هند او يونان کې ان د اپلاتون او ارسطو له زمانې څخه بحثونه کېدل، خو هغو بحثونو تر ډېره بريده نظري بڼه لرله. که څه هم په منځنيو پېړيو کې مسلمانو عالمانود ارواپوهنې کلينيک او تجربي اړخ ته پام واړوه او په همدې موخه يې يو اروايي روغتون جوړ کړ، خو ارواپوهنه د لومړي ځل لپاره پر ١٨٧٩ز کال د الماني پوه ويلهلم وونټ له خوا په علمي او تجربي توګه مطرح شوه او د لايپزيګ پوهنتون په نصاب کې د يوه علمي او تجربي مضمون په توګه شامله شوه، له همدې امله وونټ دارواپوهنې پلار بلل کېږي او کله کله ١٨٧٩ز کال د ارواپوهنې د زېږېدوکال بلل کېږي. وونټ او شاګردانو يې تر زياتې اندازې انساني چال چلند په تحليلي توګه مطالعه کاوه او د ټولنيز چاپېريال اغېزې يې څېړلې. وروسته مشهور اتريشي ارواپوه زېګموند فرويد هڅه وکړه چې انساني چلند، په تحت الشعور کې د پټ رواني محرک ځواک تر اغېز لاندې وڅېړي، چې په دې لړ کې يې جنسي غريزې ته زيات ارزښت ورکړ . د ده په اند د انساني چلند تر شا په تحت الشعور کې ان له وړکتوب څخه ډېرې داسې انګېزې پټې دي چې موږ پرې خبر نه يو او هغوی زموږ د شخصيت پر جوړښټ او چلند ژورې اغېزې ښيندي. په امريکا کې بيا مشهور فيلسوف ويليام جېمز زياتره د ذهني ساحې پر عمليو لکه ادراک، تصور، تفکر، زده کړې، حافظې او نورو ډېر تمرکز وکړ او په دې برخه کې يې ډېر تدريسي کتابونه هم وليکل. په حقيقت کې د پورتنيو دريو عالمانو او يو شمېر نوروپو هانو لکه : ايوان پاولوف، کارل يونګ، جان بي، واټسن، پاول سارتر، سورن کېر کېګارډاو ... دنظرياتو تر اغېزلاندې د ارواپوهنې بېلا بېل مکتبونه رامنځته شول او نن سبا په ارواپوهنه کې د يادوشويو پوهانو له مېتودونونه په ترکېبي بڼه کار اخېستل کېږي. زه چې د ارواپوهنې ارزښت او اهميت ته ګورم، نو زما په اند ارواپوهنه د ځان پېژندنې، بل پېژندنې او ټولنپوهنې مهمه کېلي ده. اروا پوهنه له موږ سره د يوه سالم او متوازن شخصيت په وده کې ډېره مرسته کوي، د ماشومانو د روزنې لپاره ګټورې لارې راپه ګوته کوي اوددې تر څنګ د ټولنيزو ستونزو اروايي لاملونه راسپړي. ارواپوهنه نه يوازې داروايي ستونزو او ناروغيو له درملنې سره مرسته کوي، بلکې يو زيات شمېر جسمي ناروغۍ هم اروايي جرړې لري، چې د معدې اسېد ګاستريت او نيم سری مېګرېن يې غوره بېلګې دي،چې دا ټولې ستونزې له رواني فشار سټرېس سره ژور تړاو لري. اروايي ناروغۍ په هغو سيمو او هېوادونو کې ډېرې زياتې دي، چې له جګړو او تاو تريخوالي سره لاس و ګرېوان دي. داسې اروايي ستونزې لکه وېره، غوسه، کرکه، تبعيض، د حقارت عقده، ساديزم، ډيپرېشن او... په جګړه ځپلو هېوادونو کې ډېرې تر سترګو کېږي. افغانستان کې چې دادرې لسيزې جګړې ځپلی او لاهم جګړه په کې روانه ده د ارواپوهنې په اړه ليکنو او اثارو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي. ارواپوهنې ته په پرمختلليو هېوادونو کې ډېر ارزښت ورکول کېږي او په دې برخه کې زښت ډېر اثار ليکل شوي او يا هم ژباړل شوي دي، خو له بده مرغه په پښتو ژبه کې د پوهنې دغې مهمې څانګې ته ډېره لږه پاملرنه شوې ده . تاریخ د مصر، یونان، چین، هند او فارس واړه لرغوني تمدنونه د ساپوهنې پر فلسفې مطالعې باندې بوخت وو. په لرغوني مصر کې اېبېرس پاپیروس د ګروم او فکري اختلالاتو په هکله ویلي دي. مورخان بیانوي چې یوناني فیلسوفانو، په تېره بیا تالِس، افلاطون او ارسطو په ځانګړې توګه په خپلې رساله کې د ذهن کارکړنه تر مطالعې لاندې نیسي. په ۴مې مز پېړۍ کې، د لومړي ځل لپاره، یوناني طبیب بقراط داسې یوه نظریه مطرح کړه چې ګواکې ذهني اختلالات فزیکي لاملونه لري، نه ماورای طبیعي. افلاطون په ۳۸۷ مز کې څرګندوي چې ماغزه د ذهني پېښو د رامنځته کېدنې ځای دی؛ ارسطو په ۳۳۵ مز کې وایي، چې هغه زړه دی نه ماغزه. د ساپوهانې په هکله پوهاوی په چین کې، د لاوتسو او کنفوشیوس له اثرونو او وروسته بیا د بودیزم د عقیدتي اصولو له لارې، وده کړې. د پوهې په دغه ټولګه کې د باطنلېدنې او مشاهدې الواکونه او همدا راز، د متمرکز تفکر او عمل لارېچارې شاملې دي. دغه پوهاوی، د نړۍ بڼه د ذهني او فزیکي واقعیتونو د وېش او همدا رنګ، د فزیکي او ذهني ښکارندو ترمنځ تعامل پر بنسټ، کاږي. سربېره پر دې، چیني فلسفه د فضیلت او ځواک کچې د لوړولو په موخه، د ذهن پر تذکیې باندې ټینګار لري. د زېړ امپراتور د دننۍ درملنې کلاسیک په نوم لرغوني کتاب کې، ماغزه د حکمت او احساس د تړون په توګه پېژندل کېږي. دغه کتاب کې د یینیانګ د انډولتیا پر بنسټ تیوريګانې شتون لري او ذهني اختلالات د فزیولوجیکي او ټولنیز ناانډولتیا له مخې شني. پر ماغزو باندې متمرکز چیني پوهاوی، د چینګ کورنۍ د واکمنۍ په اوږدو کې، د فانګ اېچيهْ ۱۶۱۱ تر ۱۶۷۱ ز لیو چیهْ ۱۶۶۰ تر ۱۷۳۰ ز او وانګ کینګرېن ۱۷۶۸ تر ۱۸۳۱ ز د فعالیت په پایله کې، پرمختګ کوي. وانګ کینګرېن، د عصبي سیسټم د مرکز په توګه، د ماغزو پر اهمیت ټینګار درلود؛ ذهني اختلالات یې له مغزي ناروغیو سره اړوند وګڼل؛ د خوب لېدلو او بېخوبي لاملونه یې وڅېړل؛ او د ماغزو د کارکړنې په اړوند یې د ماغزو د نیمکرو وېش تیوري وپنځوله. د هندوییزم تر اغېز لاندې، هندي فلسفې د پوهاويباخبري د ډولونو په اړه توپیرونه راوسپړل. د اوپَنیشادونو او نورو ویدي متنونو اصلي مفکوره، چې د هندوییزم بنسټ جوړوي، د یوه وګړي د دنیوي تېرېدونکي جسم او د هغه د ابدي نهبدلېدونکې اروا ترمنځ د توپیر په ډاګه کول وو. د هندو او بودیزم متضاد عقیدتي اصول د مراتبو دغې لړۍ پر وړاندې د یوې ننګونې په څېر راڅرګندېږي، خو دواړه یې لا اوچت او لوړ پوهاوي ته پر رسېدلو باندې ټینګار کوي. یوګا، د دغې موخې د ترلاسه کولو لپاره، ګڼشمېر لارېچارې رانغاړي. تیوسوفي الهي حکمت د روسيالاصله امریکایي فیلسوف اېلېنا بلاوتسکي له لورې رامنځته شوی دین بریټانوي هند کې د هغې د استوګنې پر مهال، له دغو عقیدتي اصولو څخه الهام اخلي. د تجربي ساپوهنې پیل ګوستاف فچنر، ۱۸۳۰ ز لسیزه کې، په لایپزیګ کې، سایکوفزیک سافزیک په هکله څېړنې پیل کړې. هغه داسې یو اصل بیان کړ چې لهمخې یې، له یوه لمسوونکي محرک څخه د یوه انسان نومېرنه، نظر د هغه لویوالي ته، په لوګاریتمي ډول بدلون مومي. دغه اصل د وېبرفچنر قانون په نوم وپېژندل شو. د فچنر د سایکوفزیک اساسات کتاب ۱۸۶۰ز، د ذهن په هکله د څېړنو ترسره کولو په اړوند د کانټ د نیوکې پر وړاندې د یوه سترې ننګونې په توګه راولاړېږي. د فچنر لاسته راوړنو وښودله چې، ذهني بهیرونه یوازې د عددي مقدارونو په بڼه وړاندې کولای نهشو، بلکې کولای شو د هغو اندازه د تجربي میتودونو پر مټ وسنجوو. هایدلبرک کې، هرمان فون هلمهولتز، احساسې نومېرنې په هکله ورته څېړنه ترسره کړه او ساپوه وېلهلم وونت یې وروزه. وونت، په خپل وار سره، لایپزیګ پوهنتون ته راغی او هلته یې د ساپوهنې لابراتوار ازماېښتون تاسیس کړ، او د نړۍ په کچه یې د تجربي ساپوهنې د بنسټ ډبره کېښوده. د وونت تمرکز پر دې ؤ ترڅو ذهني بهیرونه تر ټولو ساده او بنسټیزو مولفو ته تجزیه کړي، چې تر ډېر بریده په کېمیا کې د وروستیو پرمختګونو له ورته هڅې او د مادې د جوړښت او رامنځته کوونکو عنصرونو بریالۍ څېړنې سره سم ترسره کېده. پاول فلېچسیګ او اېمیل کرېپلین له واره، په لایپزیګ کې، د ساپوهنې بل پیاوړی لابراتوار جوړوي، چې تر ډېره بریده یې پر تجربي سادرملنې باندې تمرکز درلود. سرچینې پوهنه ارواپوهنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AA%D9%84%D9%88%D9%8A%D8%B2%D9%88%D9%86
تلويزون
ټلوېزون يوه داسې اله ده ، چې د غږ او انځور په مرسته پيغام خپروي. د ټلوېزيون ايجاد او د خپرونو پيل په خپل شاليد کې يو پر زده پورې تاريخ لري. ټلوېزيون ته د نوي پېر نړۍ هېنداره ويلاى شي. د ټلوېزون له لارې موږ پر کور ناست د نړۍ چکر وهو او په نړۍ کې د پېښې شوې مهمې او ارزښتمنې پېښې په خپلو سترگو وينو. ټلوېزيون پروگرام تر موږ پورې له کوم ټلوېزون سټېشن څخه را رسېږي، چې ټلوېزون مرکز ورته ويل کېږي. ځينې پروگرامونه له ټلوېزون مرکز پرته نيغ په نيغه هم خپرېږي. دغه خپرونې د کامرو او فيته ثبتوونکيو په مرسته خوندي کېږي هم او د اړتيا پر مهال د ټلوېزون مرکزونو څخه بيا خپرېږېداى شي. د ټلوېزون د ايجاد او خپرونو په اړه پر تفصيلاتو له پوهېدنې تر مخه د ټلوېزون پر معنى او مفهوم پوهيدنه اړينه ده. ټلوېزون څه شى دى؟ ټلوېزون د دوه کلېمو مجموعه ده. چې ټېلي او وېژن . ټېلي يوه رومي کلېمه ده او د ډېر لرې معنى لري، او وېژن د ليدلو معنى لري. نو په دې توگه ټلوېزون د له لرې ليدل يا له لرې سيل کول.معنى لري. د ټلوېزون رامېنځ ته کېدنه د ټلوېزون منځ ته راتگ اختراع په يو وار يا ناڅاپي ډول نه ده شوې. د هغې شاليد کې د برېښنايي اختراعاتو د بري يوه لړۍ پرته ده. د ټلوېزون له اختراع تر مخه ساينس پوهان په دې نظر وو چې د هوا د څپو له لارې له يو ځايه بل ځاى ته د غږ او انځور تگ يا لېږدول شوني ممکن دي. دې نظريې ته د عملي شکل ورکولو لپاره پر ١٨٩٤ز کال يو ساينس پوه راډيوي غږونه په برياليتوب سره تر يو لنډ واټن پورې ورسول. دغه ساينس پوه گاليلو مارکوني و، چا چې راډيو اختراع کړه. په ١٩مه پېړۍ کې ټېليگراف اختراع شو. ورپسې د ټېليفون له اختراع سره سم د غږ لېږدول پيل شو. د ټلوېزون ستره اختراع د سکاټلينډ يو اوسېدونکي جان لوگي بيرډ وکړه. بيرډ به ډېر ځلې اکثر فکر کاوه، چې لکه څرنگه چې له تار پرته زموږ غږ له يوه ځايه بل ځاى ته رسېږي، دغسې انځور هم رسولاى شو. دغې خيال ته د حقيقي شکل ورکولو لپاره بيرډ تجربې پيل کړې. له تجربو څخه دې پايلې نتيجې ته ورسېد چې بې شمېره تورې او سپينې کوچنۍ نقطې د برېښنا په ذريعه له يوه ځايه بل ځاى ته لېږدول کېداى شي. دغه نقطې د يو بل ماشين په واسطه يو وار بيا يو ځاى د انځور په توگه پر پرده ښودل کېداى شي. جان بيرډ پر ١٩٢٥ز کال له يوې کامرې څخه بلې کامرې ته پر يوه پرده د يو ماشوم د تصوير په لېږدولو بريالى شو. جان بيرډ پر ١٩٢٧ز کال تر گلاسکو پورې د لندن ښار د منظرو په لېږدونه بريالى شو. پر ١٩٢٩ز د ټلوېزون لومړنى خپرنيز مرکز په لندن کې پرانيستل شو. د ټلوېزون اختراع کوونکي جان لوگي بيرډ پر ١٩٤٦ز مړ شو. له بله پلوه جرمني ساينس پوهانو د دوهمې نړيوالې جگړې پر مهال له سل ميلو لرې واټن څخه پر ٢٤ ١٨پرده د انځورونو د ترلاسه کولو بريالۍ تجربه تر سره کړې وه. خو په نړيواله جگړه کې د هېټلر له ناکامۍ وروسته هغوى دې لوري ته پاملرنه و نه کړه. د ټلوېزون خپرونې په نړۍ کې دمنظمو ټلوېزوني خپرونو پيل له ټولو تر مخه په انگلستان کې وشو. د جان بېيرډ لومړنۍ ټلوېزوني خپرونې د ١٩٢٥ز کال د سپټمبر پر ٣٠ مه نېټه د بي بي سي له خپروونکې ماشين له لارې خپرې شوې. وروسته بيا د پرلپسې منظمو خپرونو چارې هم بي بي سي پر غاړه واخيستې، خو د دويمې نړيوالې جگړې له امله دغه خپرونې بندې کړاې شوې. له دويمې نړيوالې جگړې وروسته پر ١٩٤٦ز کال د ټلوېزون خپرونې بيا پيل شوې، او دايره يې له لندن څخه پراخه او نورو سيمو ته وغزېده. په لندن کې د برياليو ټلوېزوني خپرونو د امريکې پر متحده ايالاتو هم اغېزه وکړه او هغوى هم د ټلوېزون د خپرونو پر تجربو لاس پورې کړ. تخينک د ټلويزوني غونډال توکي اساس ديو ټلويزون دپاره د انخور دي: د ټلوېزيون ټرمينالوجي پکسل د ښوديز ريزولوشنريزولوشن پر يوه پرده د څانگړيو ټکيو شمېر دی، چې پکسل بلل کېږي.د پکسل د کلمې استعمال خورا نوی دی، او نېټه يې هغه وخت ته رسېږي، چې د ښوديز معيار وپېژندل شو. له ۱۹۸۰مې لسيزې مخکې د رېزولوشن د اندازه کولو معياري يوون واحد و. د يو دوديز رېزولوشن معنا داده، چې د ټلوېزيون ښوديز ۷۲۰ پکسلونه په افقي او ۴۸۰ پکسلونه په عمودي محور باندې لري. څومره، چې د يو څانگړي ښوديز رېزولوشن زیات وي، همغومره انڅور ښه وي. کانټرسټ تناسب پر پرده د روښانوالي او تیاره والي د ټکيو تر منڅ د فاصلې د اندازه کولو واحد دی. څومره، چې د کانټرسټ تناسب لوړ وي، همغومره انڅور بډای، ژور او سيوری لرونکی ښکاري. د انڅور روښانوالی دا اندازه کوي، چې رنگونه څومره خوڅند او اغېزمن دي. د هغو شمعو، چې د انڅور د بلولوغښتلولو لپاره په کار دی، سره په مساوي کچه اندازه کېږي. له بلې خوا، پر ټلوېزیونونو او مونيټورونو د روښانوالی او کانټرسټ برابروونکي څارونه ، د انڅور د ښوديز د بېلابېلو برخو د څارنې لپاره کارېږي. د روښانوالي څار تور ټکی، یا د سيوري کچه، خوڅوي، چې د کانټرسټ تناسب يا د انڅور گاما اغېزمنوي، خو د کانټرسټ څار د انڅور قوت يا روښانوالی څاري. اخڅ: جان واټکېنسن، : --- افغاني ټلوېزيوني شبكې ننگرهار ملي ټلويزيون لمر ټلویزيون تمدن ټلويزيون نور ټلويزيون آريانا ټلويزيوني شبكه آريانا افغانستان افغان ټي وي افغانستان ملي راډيو ټلويزيون ايينه ټلويزيوني شبكه سيماى غوريان ټلويزيوني شبكه شمشاد ټلوېزيوني شبكه طلوع ټلويزيوني شبكه سرچینې اړوند ويبپاڼي تلویزیون ویډیو پوستکالي رسنۍ د بڼې له مخې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%A7%D9%86%20%D9%BE%D9%8A%DA%98%D9%86%D8%AF%D9%86%D9%87
انسان پيژندنه
وگړپوهنه د دوه نومونو، وگړی او پوهنې يو تړنگ نوم دی. په انگريزي ژبه انتروپولوژي د يوناني ژبې: ، انتروپوس، وگړی يا انسان؛ او ، لوگوس، پوهه بلل کېږي چې دا هم يو تړنگ نوم دی. وگړپوهنه د انسانانو د فيزيکي او ټولنيزو ځانگړنو يوه پرتليزه زده کړه ده چې په دې پوهنه کې د پخوانيو تاريخي مهالونو نه تر اوسه پورې د بېلابېلو جغرافيايي وېشنو، د فرهڼيز تاريخ، د اکلچرېشن او کلتوري اړيکو له مخې انسانيت ته کتل کېږي. دا هم وگورې توکمپوهنه فولکلور د وگړپوهانو ليکلړ ټولنپوهنه فلسفي وگړپوهنه ديني وگړپوهنه سرچينې پوهنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AA%D9%88%DA%A9%D9%85%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87
توکمپوهنه
توکمپوهنه د دوه نومونو توکم او پوهنې يو تړنگنوم دی. په انگرېزي ژبه يې اېتنولوژي د يوناني نه اېتنوس په مانا د توکم، يا خلک بولي. دا پوهنه د وگړپوهنې يوه څانگه ده او په دې کې د بېلابېلو توکمونو د اصل، د وېش سيمې، د تخنيکي پرمختگ، د ژبې، د دين، د ټولنيز جوړښت او د کلتور د شننو او سره پرتللو جاج اخيستل کېږي . توکمپوهنه د دوه نومونو توکم او پوهنې يو تړنگنوم دی. په انگرېزي ژبه يې اېتنولوژي د يوناني نه اېتنوس په مانا د توکم، يا خلک بولي. دا پوهنه د وگړپوهنې يوه څانگه ده او په دې کې د بېلابېلو توکمونو د اصل، د وېش سيمې، د تخنيکي پرمختگ، د ژبې، د دين، د ټولنيز جوړښت او د کلتور د شننو او سره پرتللو جاج اخيستل کېږي . پوهنه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%AC%D9%85%D9%84%20%D8%B4%D9%85%D8%B3
اجمل شمس
انجينر اجمل شمس په انگرېزي: د شمس الهدا شمس زوی دی چې د ٢٠٠٥ ع کال د اکتوبر راهيڅې د گوند منتخب رئيس دې ـ اجمل شمس په ١٩٧٢ ع کال کې د کونړ ولايت په نورگل ولسوالۍ کې زيږيدلې زده کړې لومړنۍ زدکړې ئي د نورگل په مزار ليسه کې سرته رسولي ، د کمونست رژيم د راتلو نه وروسته کله چه ئي کورنۍ پېښور ته هجرت وکړ نو اجمل شمس هلته خپلو زده کړو ته دوام ورکړ ـ د پيښور په اسلاميه کالج کې ئي تر دولسمه زده کړې وکړې او د فارغيدو وروسته د پيښور په انجينرۍ پوهنتون کې شامل شو ـ په ١٩٩٦ م کال کې د نوموړي پوهنتون دتعميراتو د څانگې څخه ئي د لسانس سند تر لاسه کړ ـ وروسته د پيښور په خيبر انسټيټيوت آف ټيکنالوجي کې دانجينرې د استاد په صفت مقرر شو ـ څو کاله روسته د امريکا د متحده ايالاتو د ساوت ډکوټه د پوهنتون په دعوت امريکا ته ولاړ او په ٢٠٠٢ ل کال کې ئي د نوموړي پوهنتون څخه د آبي وسائلو او د چاپيريال ساتنې په څانگه کې ماستري تر لاسه کړه ـ او څه د پاسه يو کال ئي د امريکا د فلوريډا ايالت کې ئي د آبي وسائلو د انجينر په صفت ئي دنده سر ته ورسوله ـ د خپل پلار ارواښاد شمس الهدا شمس په مشوره او د وطن سره زياتې مينې خپل هيواد ته بيرته راستون کړ تر څو هيواد په بيارغونه کې فعاله ونډه واخلي ـ وروسته ئي دوه کاله د مهاجرت نړيوال سازمان کې د آبي وسائلو د بخش د رئيس په توگه وظيفه اجرا کړه او بيا ئي څه موده د کليو دبيا رغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروگرام د انجينرۍ د څانگې د رئيس په توگه هم وظيفه اجرا کړه ـ سياست ته راتگ انجينر اجمل شمس د خپل مسلک تر څنگ په سياست کې هم فعاله ونډه اخيستې او د خپل مرحوم پلار سره ئي اوږه په اوږه مبارزه کړې په گوندي غونډو ، مظاهرو او نورو فعاليتونو کې ئي گډون کړې او تر خپل وسه ئي د گوند هر راز خدمت تر سره کړې ـ د کورني او نړيوال سياست ژوره مطالعه لري ـ په پښتو او انگليسي ژبو ئي دافغانستان په سياسي او اجتماعي مسايلو زياتې ليکنې چاپ شوي ـ انجينر اجمل شمس مترقي فکر لري او د هيواد د بيارغونې او پرمختگ په باب معقول او عملي نظريات لري ـ افغان ملت ملي مترقي گوند په دې باور دې چه د انجينر اجمل شمس ځوان قيادت به نوموړې گوند نور هم پياوړې کړي ـ د گوندونو مشران افغان سياستوال سياستوال پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D9%85%D8%B1%20%D9%85%D9%86%D8%B5%D9%88%D8%B1%20%D8%A7%D9%86%D8%B5%D8%A7%D8%B1%D9%8A
عمر منصور انصاري
عمر منصور انصاري د سيف الله زوى، چې په ۱۳۵۸هجري لمريز كال د جلالكوټ په ښار كې دې نړۍ ته سترگې غړولې دي. زده كړې لو مړنۍ زده كړې يې د دود سره سمې د امير شهيد په جامع جومات كې پېل او لومړنۍ زده كړې يې د تجربوي په منځنۍ ښوونځي كې پېل كړې. په ۱۳۷۴هجري لمريز كال کې د ننگرهار له عالي لېسې څخه په لومړۍ درجه بريالی راووت، او د لوړو زده كړو لپاره مخ په پېښور رهي شو. يو كال يې د امام ابو حنيفه رحمه الله عليه په انسټېټيوټ كې د عربي ژبې په زده كړه تېر کړ او په ۱۹۹۹ زېږديز كال کې د اسلام اباد په نړېوال اسلامي پوهنتون كې د اداري پوهنو د سافټوېر انجينيرۍ څانگې ته بريالی شواو په ۲۰۰۳زېږديز کې د لېسانس له دورې فارغ شو. د كمپيوټرساينس په ټولنه کې ېې ونډه د زده كړې پر مهال د اسلام اباد د نړېوال اسلامي پوهنتو يو شمېر افغان ځوانانو وپتېيله چې د وخت له غوښتنو سره سم افغانستان په نړېوال كلي كې ورگډ كړي، نو ددې لپاره يې د افغان كمپيوټر پوهنې ټولنه په ۱۹۹۹زېږديز كال په آخره كې جوړه کړه او محمد اېمل مرجان احمدزی يې د رييس په توگه وټاکه او عمرمنصور انصاري يې د مرستيال په توگه کار پيل کړ. دارنگه يې د افغان كمپيوټر پوهنې ټولنې د موخو د بيانولو لپاره د كمپيوټر ساينس مهالنۍ خپره كړه چې عمر منصور يې د مسوول مدير په توگه چارې سمبال کړې. دندې د افغان كمپيوټر ساينس ټولنې له جوړېدو څخه را پدېخوا ددې ټولنې مرستيال او د همدې ټولنې د مهالنۍ افغان كمپيوټرساينس مسوول چلوونكې دى. په اسلام اباد كې د اقراء نړېوالې ښوونيزې ټولنې بنسټ اېښودونكيو څخه دى، په دې ټولنه كې اداري مسوول ؤ. ۲۰۰۱ز څخه تر ۲۰۰۳ز پورې د اېن اېچ كې جاپاني ټلوېزيون سره د مركچي په توگه دنده ترسره كړې. د افغانستان د ځايي ژبو په سولگريز چوكاټ كې د راوستلو يانې د افغانستان د ځاييتابه پروگرام د پروژې سرمشري. دا پروگرام د مائېكروسافټ كمپنۍ او د افغان دولت تر منځ د يوه تړون له مخې د افغانستان ځايي ژبې لكه: پښتو، ازبكي، تركمني، دري او داسې نورې د سولگر په حساب برابري، هغه دا چې د سولگر ټول پروگرامونه به د افغانستان د سولگريز ژبپوهانو او مسلكي كارپوهانو په ملاتړ په دې ژبو راژباړي چې د ځښتن په فضل او مهربانۍ سره د پښتو ژبې آفس او وېنډوز يې بشپړ شوي دي. پښتو آفس د مائيكروسافټ په وېبپاڼه وړيا ترلاسه كېداى شي. او لا نور پروگرامونه روان دي، چې د گرځنده ټېليفون، د حساب ماشين، او داسې نور برېښنايي الاتو ته پښتو ور سمه كړي. د مخابراتي شرکتونو ریاست د افغانستان په شخصي او دولتي شپږو گرځنده او ډېجېټل كمپنيو کې دنده لكه: روشن، افغان بېسيم، الكاټل، ارېبا، افغان ډېجېټل ... او د كابل د كمپيوټرساينس پوهنځي، په كابل كې امريكايي پوهنتون، او افغان كمپيوټر ساينس ټولنو، پوهنتونونو او شركتونو لخوا د يوې گډې ټولنې د جوړېدو تابيا وشوه چې دی يې د ټاكنو په ترڅ كې د منتخب رييس په توگه وټاكل شو. د يا د ځوانانو د كارموندنې ډلې فعال غړی دی. د اټرا ادارې ريیس په توګه انصاري د هېوادشر اشرف غني په ځانګړي فرمان د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم د اداری رييس په توګه وټاکل شو. د كمپيوټر ساينس مهالنۍ
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D8%BA%D8%B2%D9%87
ماغزه
ماغزه يو غړی دی چې د ملا تير لرونکو ټولو حيواناتو او ډېريو هغو حيواناتو کې د اعصابي نظام د مرکز په توګه کار کوي، چې د ملا تير نه لري. ماغزه په سر کې پراته دي، په عمومي توګه د احساس کولو غړيو ته نږدې، تر څو احساس وکړای شي، لکه ليدل. ماغزه د ملا تيرلرونکو حیواناتو په بدن کې تر ټولو پېچلی غړی دی. په انسان کې، د مغزو بهرنی قشر نږدې له څوارلسو نه تر شپاړسو ملياردو پورې نيورونونه عصبي حجرې لري اوپه اټکلي توګه په کوچنیو دماغو کې له پنځه پنځوس نه تر اويا ميليارده پورې نيورونونه شته. هر نيورون د سايناپسس د عصب د نښتو برخه په مټ له زرګونو نورو نيورونونو سره نښتی دی. دا نيورونونه په عمومي توګه له يو بل سره د اوږدو رېښکيو په مټ اړيکې نيسي، چې دا رېښکۍ اکسون خبرې کوونکي بلل کېږي، همدا د اشارو د نبضونو يوه ليکه د ماغزو يا بدن لرې پرتو برخو ته لېږدوي، چې دې ته د کار هڅې ويل کېږي او ځانګړې تر لاسه کوونکې حجرې په نښه کوي. له جسماني پلوه، ماغزه د بدن په نورو غړيو له مرکزي واک اداره کول نه برخمن دي. ماغزه په نور بدن باندې د غړيو د فعاليت د ډولونو د منځ ته راوړلو او د هورمونونو په نوم د کيمياوي موادو د اېستلو په مخ ته وړلو سره عمل کوي. همدا بنسټيزه واکمني چاپېرياليزو بدلونونو ته په چټک او همغږو ځواب ويلو کې مرسته کوي. د ځواب ورکولو په ځينو بنسټيزو ډولونو کې، لکه: غبرګونونه، کېدای شي چې د ملا تير يا د څنګ وزلي محيطي عصب مرکز هم منځګړيتوب وکړي، خو د پېچلي حسي پايلې پر بنسټ ولاړ د دقيق او موخه ييز چلند اداره، د متمرکزو دماغو له خوا د معلوماتو راټولولو وړتيا لرلو ته اړتيا لري. د ماغزو د انفرادي حجرو کارونه اوس په بشپړ تفصيل سره د پوهېدو وړ دي، خو په کوم ډول چې دوی د ميليونونو په ډله کې يو له بل سره مرسته کوی، د دې حل لا هم په خپل ځای پاتې دی. په نوي عصبي ساينس کې وروستۍ نمومې له ماغزو سره د بيالوژيکي کمپيوټر په توګه چلند کوي چې دا د يو برېښنايي کمپيوټر له تګلارې نه زيات توپير لري، خو له دې اړخه ورسره ورته والی لري چې دا له شا اوخوا نړۍ نه معلومات تر لاسه کوي، له ځانه سره یې زېرمه کوي او په بېلا بېلو طريقو يې پر مخ وړي. دا ليکنه د حيواناتو په ټولو انواعو کې د ماغزو د ځانګړتياوو پرتلنه کوي، خو ډېره پاملرنه هغو حيواناتو ته کوي، چې د ملا تير لري. له انساني ماغزو سره تر دې بريده اړيکه لري، څومره چې د انسان د ماغزو ځانګړتياوې له نورو ماغزو سره شریکې دي. هغو لارو ته چې انساني ماغزه له نورو ماغزو نه توپير لري، د انساني ماغزو په لیکنه کې پوښښ ورکړل شوی دی. ډېری هغو موضوعاتو ته چې دلته پوښښ ورکول کېدای شو، په هغه لیکنه کې ځای ورکړل شوی دی، ځکه چې له انساني نظره د ماغزو په اړه هلته ډېر څه ويل کېدای شي. تر ټولو مهم يې د ماغزو ناروغۍ او د ماغزو د زيان اغېزې دي، کوم چې د انساني ماغزو په لیکنه کې رانغښتي دي. اناتومي د يوه شي تشرېح او تجزيه د بېلا بېلو انواعو د ماغزو بڼه او اندازه سره ستر توپير لری او ډېر ځله د دوی د شريکو ځانګړتياوو پېژندل ستونزمن وي، خو بيا هم د ماغزو جوړېدل يو شمېر اصول لري، کوم چې د بېلا بېلو انواعو ژونديو موجوداتو په پراخو ډلو عملي کېدای شي. د ماغزو د جوړښت ځينې اړخونه نږدې د ټولو حیواناتو د انواعو تر منځ عام دي، ځينې نور يې پرمختللي دماغونو ته له لومړيو ماغزو توپير ورکوي، يا يې د ملا تير لرونکو او د هغو تر منځ توپير کوي چې د ملا تير نه لري بې شمزۍ. د ماغزو د اناتومۍ په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو تر ټولو ساده لاره د ليد معاينه ده، خو له دې پرته ډېرې پېچلې لارې چارې هم جوړې شوې دي. د ماغزو نسجونه په خپل طبيعي حالت کې د کار کولو په موخه ډېر نرم وي، خو په الکولو يا نورو ثابتوونکو توکو کې په ډوبولو سره ماغزه سختېدای شي او بيا د داخلي برخې د کتنې لپاره يو له بل نه جلا کېدای او پرې ټوټه ټوټه کول کېدای شي. د لید له اړخه، د ماغزو داخلي برخه د تش په نوم خړې مادې له سيمو جوړه ده، رنګ يې تور وي، د سپينې مادې په مټ سره جلا شوي وي چې د دې مادې رنګ روښانه وی. په مختلفو کيمياوي موادو د ماغزو د نسجونو د ټوټو په نښه کولو سره لا زيات معلومات تر لاسه کېدای شي، کوم کيمياوي مواد چې هغه سيمې بهر راوباسي ،چېرې چې په ډېره اندازه راټول شوي ماليکولونه ځانګړي ډولونه موجود وي. د مايکروسکوپ په کارولو سره د ماغزو د نسجونو د مايکروسټرکچر کوچني جوړښت کتنه، معاینه او د ماغزو له يوې برخې نه تر بلې برخې پورې د اړيکو د طريقې معلومول هم شوني دي. حجروي جوړښت د ټولو انواعو ماغزه په بنسټيز ډول د حجرو د دوو پراخه ډلو نه جوړ وي چې هغه دا دي: عصبي حجرې او ګليال حجرې ګليال غیرعصبي حجرې دي. ګليال حجرې د ګليا يا نيوروګليا په نوم مهم پېژندل کېږي په بېلا بېلو بڼو کې وي او ډېر مهم کارونه سرته رسوي، د جوړښتي ملاتړ، ميتابوليک ملاتړ، جلا کول او د ودې لارښوونه کول، خو په ماغزو کې تر ټولو مهمې حجرې د نيورون بلل کېږي. هغه ځانګړتيا چې نيورونونه بې ساري بې بېلګېاو ډېر غوره ګرځوي، په اوږد واټن کې ټاکلو حجرو ته د دوی له خوا د سيګنلونو اشارو د استولو وړتيا ده. نيورونونه دا اشارې د یوه اکسون عصبي محور په مټ استوي، کوم چې يو نری پروټوپلازمي فايبر رېښکۍ ده چې له حجروي بدن او پروجيکټس نه، په عمومي توګهً په نورو برخو کې د ګڼو څانګو په لرلو سره، کله د ماغزو يا بدن په نژدې او کله تر لرې سيمو پورې راخپور شوی. شونې ده چې د اکسون اوږدوالی غیر معمولي وي: د بېلګې په ډول: که چېرې د دماغ اکبر د پوستکي يوه هرمي حجره تحريکوونکی نيورون دومره ستره کړای شي، چې د دې حجرې بدن د يوه انسان د بدن په اندازه شي، د هغې محور اکسون په همدې اندازه سترېږي ،چې د څو سانتي متره قطر لرونکي يو مزی به ځنې جوړ شي، اوږدوالی به يې له يو کيلو متر نه زيات شي. همدا محور د برېښنايي کيمياوي نبضونو په مټ سيګنلونه اشارې لېږدوي چې دې ته د عمل پوټينشل د کار وړتيا او بالقوه موجود وايي، کوم چې د يوې ثانيې له زرمې برخې هم کم وي او له محور سره په يو ساعت کې د ۱-۱۰۰ متره په چټکتيا سفر کوي. ځينې نيورونه په پرله پسې دول اکشن پوټينشل خارجوي، په يوه ثانيه کې د ۱۰-۱۰۰ کچې په چټکتيا سره، دا چاره په عمومي توګه په فاسدو نمونو کې منځ ته راځي، نور نیورونونه د ډېر وخت لپاره غلي وي، خو کله نا کله په ناڅاپي ډول اکشن بوټينشيل خارجوي. دا اکسونونه د ځانګړو وصل ځايونو په مټ تر نورو نيورونونو پورې سګنالونه رسوي چې سايناپسس د عصبي لګېدو نقطې بلل کېږي. شونې ده چې یو محور له نورو حجرو سره د زرګونه په شمېر کې وصلي اړيکې جوړې کړي. کله چې يو اکشن پوټينشل، کله چې له يو محور سره سفر کوي، سايناپسس وصل ځای ته رسېږي، د يو ډول کیمياوي موادو د خوشې کولو لامل ګرځي چې نيورو ټراسميټر عصبي لېږدونکی يې بولي. نيوروټرانسميټر د په نښه شوې حجرې په پوښ کې له تر لاسه کوونکي ماليکولز سره تړل کېږي. سايناپسس د ماغزو مهم فعال عنصر دی. د ماغزو تر ټولو اړین کار له حجرې نه د حجرې سره اړیکه ده او سايناپسس هغه نقطه ده چېرې چې همدا اړيکې منځ ته راځي.د اټکل له مخې د انسان ماغزه نږدې سل میليارده سايناپسس لري؛ ان تر دې چې د ميوې د موچۍ په دماغ کې هم څو ميليونه وي. د دې سايناپسس کارونه ډول ډول دي: ځينې يې تحريکوونکي يعنې په نښه شوې حجره راپارويتحريکوي؛ نور يې د نورو پیغام رسونکو نظامونو په فعالولو سره کار کوي، کوم چې په يوې پېچلې طريقې سره د په نښه شويو حجرو داخلي کيمياوي جوړښت ته بدلون ورکوي. د سايناپسس ډېری شمېر په خوځنده ډول د بدلون وړ دي، په دې معنا چې دوی کولای شي، په داسې يوې طريقې سره ځواک ته بدلون ورکړي چې له دې نه د تېرېدونکو سيګنلونو نمونو په مټ اداره کېږي. په پراخه کچه دا باور کېږي چې پر فعاليت متکي د سايناپسس بدلون د زده کړې او حفظ کولو لپاره د ماغزو لومړۍ تګلاره ده. کتنه په ډېريو ماغزو کې په توکيز ډول دوه توپيرونه ترسترگو کېږي چې يو يې خړ رنگه توکي او بل يې سپين رنگه توکي دي. خړ رنگه توکي د نيورانونو د سلولونو جوسې جوړوي، خو سپين رنگه توکي بيا د رښتو او آکزونونو نه جوړ دي او همدا وروستي، نيورانونه د يو بل سره تړي. آکزونونه بيا د غوړنو سلولونو نه جوړې ټوټې باندې پوښل شوي چې د ميالين اوليگوډېنډروگليال سلولونهپه نامه يادېږي، همدا بيا د ماغزو سپين رنگه توکو ته د هغوی ځانگړی رنگ ورکوي. د ماغزو باندنۍ پټ خړ رنگه توکي جوړوي چې د سرېبرل کورټېکس په نامه يادېږي. د ماغزو په دننه ژوره برخه کې، د سپين رنگه توکو جارگی فاسيکولي، د رښتو لارې، خړ رنگه توکي هسته او تشځايونه او وېنټريکلز چې په سرېبروسپاينل مايع ډک دي، شامل دي. د مازغو بېلابېلې برخې مازغو کې الله د انسان د ټول بدن کنټرول اېښودی دی۔لکه کله کله تاسې خوشحاله شئ کله خفه شئ ،کله ناجوړه شئ نو ستاسې بدن ته تکليف وي،همدارنگې د ژوند ټول کارونه ستاسې مازغه کوي۔ د مازغو د حفاظت لپاره قدرت د مازغو نه تېرچاپېره هډوکی جوړ کړی کوم ته چې کوپړئ ويلي کيږي۔کوپړئ کې دننه مازغه د نقصان رسيدلو نه بچ وي۔ماغه ټول په درې برخو کې وېشل شوي دي: فوربرېن ميډبرېن هائنډبرېن د دې درې واړو تفصيل کوز ورکړی شوی دی: فوربرېن فور برېن د مازغو له ټولو لويه برخه ده۔ ددې برخې مهمې حصې تهېلامس ، هائپوتهېلامس او سيريبرم دي۔ تهېلامس د تهېلامس کار د بدن د ټولو برخو څخه د رگونو په لاره پيغامونه اخيستل او ددې نه علاوه تهېلامس په لاره انسان درد هم محسوسوي۔ هائپوتهېلامس هائپوےهېلامس د تهېلامس څخه لږ کوز وي او ددې سائز د يو بادام هومره وي۔ددې برخې کار د درد،خفگان،خوشحالۍ محسوسول دي۔ سيريبرم سيريبرم د فوربرېن له ټولو لويه برخه ده د دې کار د انسان غوښې،فکرونه او سوچونه،هوښيارتوب او جذبات کنټرول کول دي نور ولولئ نيورون ژونکه ماغزه مرکزي عصبي غونډال عصبپوهنه غړي اناتومي
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D8%B1%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%B9%D8%B2%D9%8A%D8%B2%20%D9%86%D8%B9%D9%8A%D9%85
سردار محمد عزيز نعيم
عزيز نعيم د محمد نعيم زوى له نن څخه كاله مخكې په ل كال په كابل ښار په شاهي كورنۍ كې دې نړۍ ته سترگې وغړولې. عزيز نعيم لومړنۍ زده كړې په شاهي دربار او وروسته په استقلال ليسه كې تر سره كړې، د لوړو زده كړو په بهير كې او هېواد ته د ښه چوپړ كولو له مخې كابل پوهنتون ته لاړ او هلته يې د حقوقو پوهنځى ولوست. عزيز نعيم سره له دې چې هر پوهنځي ته يې د تلو وړتيا لرله، خو خپل هېواد او ولس ته د حقوقو د تر لاسه كولو لپاره يې د حقوقو پوهنځى ولوست. عزيز نعيم په كابل پوهنتون كې د حقوقو له پوهنځي څخه تر فارغېدو وروسته خپلو زده كړو ته دوام وركړ او په دې لړ كې امريكا او انگليستان ته لاړ. استاد عزيز نعيم د لوړو زده كړو له تر لاسه كولو وروسته سملاسي هېواد ته ستون شو او د هېواد په ابادۍ او د نوي نسل په روزلو كې يې پوره ونأه واخيسته او د كابل پوهنتون په حقوقو پوهنځگي كې يې د تاريخ د استاد په توگه په كار پيل وكړ، تر ډېره يې دغه دنده په ښه علاقه او مينه پر مخ بيوله. د قسمت خبره ده، استاد عزيز نعيم په ل كال په لندن كې د افغانستان د سفارت سكرتر وټاكل شو؛ نو هورې لاړ. كله چې په ل كال د غوايي خونړۍ كودتا وشوه او د لسگونو زرو بې گناه هېوادوالو د بندي كولو او وژلو په خونړۍ لړۍ كې د سردار محمد داود خان ټوله كورنۍ په شهادت ورسول شوه؛ خو عزيز نعيم د شهيد محمد داود خان د كورنۍ يوازينى شخص دى چې د غوايي په كودتا كې د غوبل څخه ژوندى پاتې شو، د غويي له كودتا وروسته يې له دندې لاس واخيست او هلته په لندن كې جلاوطنه پاتې شو. سردار عزيز نعيم په جلا وطنۍ كې ارام كېنناست، بلكې خپلو ملي ازادي بښوونكو مبارزو ته يې دوام وركړ، له هېواده بهر له خپرېدونكو مطبوعاتو سره يې خپله مبارزه د قلم په مټ توده وساتله، په مجاهد ولس او نورو خپرونو كې يې وخت پر وخت ليكنې راغلې، نړيوالو مطبوعاتو ته يې د افغانستان د حالاتو د رونگولو په اړه وخت پر وخت ليكنې كولې، مركو او تبصرو يې دغه لړۍ توده وساتله. استاد عزيز نعيم په خپله يوه وروستۍ مركه كې چې له اسمايي مجلې سره يې كړې، افغانستان د حالاتو په اړه خپل ملي دريځ د خپلو ازادي بښونكو مبارزو په لړ كې داسې روښانه كوي: جبههْ متحد، اين فرزند اّنچه كه به نام دولت اسلامي ياد مي گرديد پيش از اين كه تشكيل شود و هنگاميكه دولت اسلامي صرف به نام بر قسمت اعظم خاك افغانستان حاكميت داشت، به جاى شوراهاى قلابى حل و عقد و هرات براى بقاى خويش، بايد به اساس تقسيم اوقات قبلاً تعيين شده، بعد از مدت چهار ماه مى گذاشت كه حكومت موقت زمينه را براى سازماندهى اّيندهْ افغانستان مساعده سازد. برعلاوه، منسوبين دولت اسلامي حتى الامكان كوشيدند تا اختلافات نژادى، قومي، زبانى و مذهبى را دامن زنند، اينان همچنان نتوانستند كه حاكميت سرتاسرى را نه تنها در افغانستان تامين كنند، بلكه پايتخت نيز در نتيجه به چندين حوزه بين تنظيم هاى رقيب تقسيم گرديد، ظهور طالبان در حقيقت عكس العمل در برابر همچو بى سر و سامانى بود! چيز فهمان ما و اّنانى كه امروز ملت افغانستان بر اّنان حساب مى كنند، به جاى ســــنجــــــــش و اّماده گى دراز مدت براى اّيندهْ كشور ما، به خاطر دفع الوقت دست به چاره هاى عمدتاً كوتاه مدت زدند، چاره هاى كه قبل از پياده شدن به ساحهْ عمل، شرايط زمانى اّن سپرى مى گرديد و مجال تطبيق نمى يافتند. تا هنوز هم چنان كه ملاحظه مى شود، اينان نتوانسته اند پلتفورم خود را تعين كنند و نصب العين و طرز العمل اّن را به راه اندازد. با اين بررسى با كمال تاسف بايد گفت كه در نتيجه واقعات اخير در كوتاه مدت، ميان مدت و دراز مدت، افغانستان عزيز ما شاهد بحرانهاى دوامدار و خلاى قدرت مركزى خواهد بود و كشور ما را در مصيبت هاى مزيد غوطه ورخواهد ساخت! ولى، با ايمان خلل ناپذير به اين واقعيت تاريخي كه افغانستان هرگز نمى ميميرد، هر چند كه وقتاً در خريطهْ دنيا از نظر پنهان مى شود، يقيناً در اّينده فرزندانى در كشور ما ظهور خواهند كرد كه مانند ميرويس نيكه و احمده شاه بابا باز افغانستان را زنده خواهند ساخت. نميدانم همچو اّينده نصيب نسل ما خواهد بود يا خير؟ رښتيا چې هم استاد عزيز نعيم پر افغانستان خلل ناپذير ايمان درلود، خو ارمان چې دغه هيله يې ترسره نه شوه. خو مخكې له دې چې د ميرويس نيكه او احمد شاه بابا په څېر شاه زلميان د هېواد د ابادۍ أگر ته راووځي استاد عزيز نعيم له دې نړۍ سترگې پټې كړې. هو، د ميرويس نيكه او احمدشاه بابا په ملتپال او هېوادپال مېړني به پيدا شي او زموږ ولس او هېواد په له دغو غميزو څخه وژغوري. استاد عزيز نعيم د ورپېښې ناروغۍ له امله د يكشنبې په ورځ د جون پر په لندن كې له دې نړۍ سترگې پټې كړې. انا لله و انا اليه راجعون د استاد عزيز نعيم جنازه كابل ته راوړل شوه او د مرنجان په هديره كې خاورو ته وسپارله شوه. افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AD%D9%85%D9%8A%D8%B1%D8%A7%20%D8%A8%DB%90%DA%AF%D9%85
حميرا بېگم
ملکه حميرا بېگم په انگرېزي د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه مېرمن وه چې د ايټاليا په پلازمېنه روم كې يې د خپل ژوند پور پرې كړ او له دې نړۍ څخه يې سترگې پټې كړې. ملكې حميرا د خپل ژوند پسرلي په دې دنيا تر شا پرېښودل. ملكې نهه اولادونه درلودل چې د شپإو يې لا د ځمكې پر سر د ژوند وربشه شته. ملكه حميرا يوه ډېره زړه سواندې مېرمن وه، دې به تل د خپل ناچارو خلكو پوښتنه كوله او ورسره به يې وړ مرسته هم كوله. هغه مهال چې ملكه په افغانستان كې وه، وخت ناوخته به روغتونونو ته تله او د ناروغږنو پوښتنه به يې كوله. ملكه حميرا د احمدشاه خان لور وه، چې كاله مخكې يانې په ل كال كې په كابل كې زېږېدلې وه، د ملكې حميرا پلار د دربار د وزير په توگه د دولت په چارو كې خپله دنده پر مخ بيوله. ملكه حميرا د كال د چارشنبې پر ورځ د جون پر مه ل كال د چنگاښ پر مه د ايټاليا د پلازمينې په يوه روغتون كې په حق ورسېده، تابوت يې چې د افغانستان په درې رنگه ملي بيرغ پوښل شوى و، د ايټاليا په يوه ځانگړې پوځي الوتكه كې د چنگاښ مه كابل ته راوړل شو. ملكه حميرا په ځانگړى مراسمو كې خاورو ته وسپارل شوه، كله چې د ملكې حميرا تابوت له الوتكې كوز كړل شو، نو په خورا جم و جوش سره د هغې درناوي ته خلك راغونأ شوي وو. د ملكې حميرا په مړينه د هېواد په گوت گوت كې خلك خواشيني وو او د هېواد په لويو ښارونو كې يې فاتحه واخېستل شوه. له هېواده بهر هم د ملكې حميرا فاتحه واخيستل شوه، په دې لړ كې د جرمني په فرانكفورت كې د ښاغلي نثار احمد شريندل په نوښت د يوې درنې فاتحې د مراسمو ترتيبات وينول شول چې خورا ډېرو خلكو گأون په كې كړى و، چې د ملكې اروا ته يې د دعا لاسونه پورته كړل. د افغانستان ملکې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%8A%D8%AF%20%D8%B4%D9%85%D8%B3%20%D8%A7%D9%84%D8%AF%D9%8A%D9%86%20%D9%85%D8%AC%D8%B1%D9%88%D8%AD
سيد شمس الدين مجروح
سيد شمس الدين مجروح زوکړه ۱۲۸۹ ل ل کال د کونړ ولايت د اسمار ولسوالۍ ـ مړینه ۱۳۸۱ ل ل کال امريکا، په انگرېزي: د افغانستان د عدليې پخوانی وزير، شاعر او ليکوال وو. مخينه سيد شمس الدين مجروح پر ۱۲۸۹ لمريز لېږدي کال د افغانستان د کونړ د اسمار ولسوالۍ په شينکوړک کلي کې زېږېدلی دی. پلار يې سيد حضرت شاه نومېد، چې د تيرگړيو په پاچا صاحب مشهور وو. مجروح په ۳ کلنۍ کې د خپل پلار له سيوري بې برخې شو، روزنه او پالنه يې يوازې د مور پر غاړه پاتې شوه، چې له برکته يې د هېواد يو ستر علمي، سياسي او ادبي شخصيت شو. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کور و کلي کې ترسره کړې. څنگه چې هغه مهال د هېواد په هره سيمه کې ښوونځي نه ول، نو مجروح صاحب هم ونه شو کړاى چې ښوونځي ته ولاړ شي. په دې توگه يې ټولې زده کړې په خپل کور و کلي کې تر سره کړې. د مجروح د زده کړو څرک د هغه له خپلې دغې ليکنې، چې د خپل ځان په اړه کړې، ښه کېدای شي: ما چې د خاورو خاشاکو د لوبو دوره طى کړه او پاڅېدم، جامې مې وڅنألې يعني د کوچنيتوب لومړۍ مرحله مې پاى ته ورسوله بيا مې غير د کتاب او قلم نه بله مشغله نه لرله. زموږ د کلي شاوخوا لوړو غرونو، گنگو ځنگلونو، روانو اوبو، اکو رودونو او نورو قدرتي مظاهرو په ما کې د شعر شاعرۍ قريحه ژوندۍ کړه که څه هم اروښاد مجروح رسمي زده کړې نه وې کړې، خو د خپل استعداد او وړتياوو له مخې ستره علمي خزانه وه؛ له پښتو او دري پرته په عربي، انگليسي او اردو ژبو هم پوهېده. نوموړی د ژبو د نړۍ تر څنگ د شعر و شاعرۍ په نړۍ کې هم دومره مخکې ولاړ چې شعر او نثر يې دومره خواږه دي چې ارواښاد استاد الفت د هغه د منتخبو اشعارو د ټولگې په سريزه کې داسې څرگندونه کړې: د ښاغلي اديب سيد شمس الدين مجروح له لوړې قريحې او شعر روزونکي استعداد څخه ځينې داسې اشعار پيدا شوي دي چې که د اشعارو پېرل او پلورل رواج واى او د شعر په ورکړه راکړه د يوه شعر د بل کېدلى ما به خپل څو شعرونه د ده په يوه شعر ورکړي وو رسمي دندې يې د مجروح صاحب د رسمي او دولتي دندو په اړه په دې ډول يادونه کوو: سيد شمس الدين مجروح چې کله له کلي څخه کابل ته ولاړ، نو بيا ډېر ژر د محمد هاشم خان د صدارت په دوره، يانې پر ۱۳۱۳ ل ل کال د اعيانو د مجلس غړى وټاکل شو. پر ۱۳۱۷ ل ل کال د افغان ملي بانک د تفتيش د عمومي سروال رئيس او د حکومت استازى وټاکل شو او د همدې کال په پاى کې د قند جوړولو فابريکې او د پيترول شرکت د سروال په توگه وگومارل شو. تر دې وروسته يې د تعاوني ايپو او د دولتي انحصاراتو د سروالۍ رياست دندې هم ترسره کړې. د ۱۳۲۸ لمريز لېږدي کال په لړم مياشت کې د قبايلو د مستقل رياست مرستيال او کفيل او پر ۱۳۲۹ ل کال د کب پر ۱۶ د قبايلو د مستقل رئيس په توگه وگومارل شو. پر ۱۳۴۲ ل ل کال د ډاکټر محمد يوسف په کابينه کې د عدليې وزير او پر ۱۳۴۴ ل کال د صدارت مرستيال شو. د ديموکراسۍ په لسيزه کې د افغانستان د اساسي قانون د جوړولو د کمېټې مشر وو او پر ۱۳۴۶ ل کال په مصر کې د افغانستان لوى سفير وټاکل شو؛ بيا د مشرانو جرگې انتصابي غړى شو. مجروح پر ۱۳۵۲ ل کال کورناستی متقاعد شو. کله چې روسانو زموږ پر گران هېواد افغانستان يرغل وکړ، نو مجروح صاحب د ډېرو نورو افغانانو په څېر د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شو او پر ۱۳۵۸ ل کال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډوال شو. په پېښور کې يې د کنفرانسونو او نورو ديپلوماتيکو هلو ځلو له لارې د هېواد د خپلواکۍ په لار کې ډېرې هلې ځلې وکړې. مجروح څو کاله په پېښور کې وو، خو پر ۱۹۹۰ ز کال د امريکا متحدو ايالتونو ته ولاړ او د ژوند تر پايه يې هلته په جلاوطنۍ کې شپې ورځې سبا کولې. ارواښاد استاد مجروح د خپلو دولتي بوختياوو تر څنگ د ادبي، ټولنيزو او مذهبي مسايلو په اړه د څېړنې چارې هم پر مخ بيولې او په دې لړ کې يې هم خورا په زړه پورې کارونه کړي دي. هغه به پر هغو کسانو سخت گوزارونه کول چې له اسلام څخه به يې د خپلو گټو لپاره استفاده کوله. د همدغې زوږيې له اړخه ښاغلى عبدالروف بېنوا د اروښاد مجروح په اړه ليکي: ښاغلى مجروح د مطالعې ډېر شوق لري او د همدغه شوق اثر دى چې په اکثرو ادبي، اجتماعي، فلسفي او مذهبي سختو مسايلو کې د ښه تحقيق خاوند دى، په تېره بيا د روحياتو او فلسفې سره زياته دلچسپې لري دا ښاغلى خنده رويه باوقاره سړى دى، ازاد طبيعت لري او په حق ويلو کې د چا پروا نه ساتي. رښتيا هم چې ارواښاد مجروح په حق ويلو کې د چا پروا نه ساتله. هغه مهال چې ډېرو ښاغليو به د مصلحتونو له مخې خبره نه کوله، ده به په ډاگه په هغو واکمنو دا نيوکه کوله چې د افغانستان د ملي گټو پر خلاف يې گامونه پورته کول، په دې لړ کې يې نه د مجاهد پروا کړې او نه د طالب او نه د بل. اړينه ده وويل شي چې د هېواد يو بل لوی علمي شخصيت سيد بهاو الدين مجروح د ده زوی وو، چې د ځانځاني ښامار په نامه نامتو اٍثر يې کښلی دی. يو امريکايي ليکوال .. په خپل کتاب کې چې پر ۱۹۹۱ زېږدي کال په نيويارک کې چاپ شوى، د سيد بهاوالدين مجروح په اړه داسې ليکي: واشنگتن له مج يانې مجاهدينو سره د افغانستان د خپلواکۍ لپاره مرسته وکړه، خو افغانانو يوازې يو روښانفکر درلود چې هغه يې هم په جهاد کې له لاسه ورکړ. مړينه د هېواد دا علمي شخصيت سيد شمس الدين مجروح د ۱۳۸۱ لمريز کال د دونۍ دوشنبې پر ورځ د ۲۰۰۲ ز کال د جون پر ۲۴ له هېواده لرې په امريکا متحدو ايالتونو کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې. د هغه جنازه په درنښت افغانستان ته راوړل شوه او په کونړ ولايت کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه. چاپ شوي اثار يې سيد شمس الدين مجروح په سلگونو مقالې ليکلې، چې د هېواد دننه او له هغه نه بهر په بېلا بېلو خپرونو کې چاپ شوې دي. نور اثار يې دادي: ۱- منتخب اشعار د شعرونو غونډ کابل چاپ. ۲- ياد فرياد د شعرونو غونډ د ۱۳۶۴ ل کال پېښور چاپ. ۳- د عمر خيام د رباعياتو پشتو ژباړه. ۴- پريشانه خوب. اخځونه ۱- ۲- ۳- ۴- بشارت، محمد حکيم، سيد شمس الدين مجروح ادبي مقالې او تحليلونه، د ۱۳۹۴ لمريز کال چاپ، د ژوندليک برخه. پښتانه ليکوال پښتانه شاعران افغاني ليکوال پښتانه افغانان افغان وزيران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%87%D8%A7%D8%AF%D9%8A%20%D8%AF%D8%A7%D9%88%D9%8A
عبدالهادي داوي
عبدالهادي داوي ۱۲۷۴ ل. - د زمري ۲۸مه، ۱۳۶۱ ل. د كندهار اوسېدونكى په قوم كاكړ، د عبدالاحد اخونزاده زوى چې په ۱۳۱۳هـ ق كال د جمادى الاول پر ۱۴مه ۱۲۷۴ل د كابل په باغ عليمردان سيمه كې زېږېدلى دی. پلار يې يو لوستى يوناني طبيب و، چې دامير عبدالرحمن خان په بلنه له كندهاره كابل ته راغلى و. داوي خپلې لومړنۍ زده كړې له خپل پلار څخه وكړې، بيا وروسته پر ۱۲۷۹ كال په حبيبيه ښوونځي كې شامل شو او د وخت له دود سره سم يې تر رشيديه پورې زده كړې تر سره كړي او پر۱۲۹۰ كال له دې ښوونځي فارغ شو. عبدالهادي په پښتو او دري شعرونه ويل چې كله يې پرېشان او كله يې هم داوي تخلص ځان ته غوره كړى. په عربي ، انگليسي ، اردو او تركي ژبو هم پوهېده او له دغو ژبو څخه يې پښتو او دري ته ژباړې كولې. دندې داوي په ۱۲۹۰ ل كال په سراج الاخبار كې په دنده وگومارل شو او همدلته يې د عبدالرحمن خان لودين او محمود بېگ طرزي له تجربو او پوهې څخه ډېر څه تر لاسه كړل. همدا مهال په هېواد كې يو نوى فرهنگي او ادبي غورځنگ او نهضت راوټوكېد چې داوي يې هم له مخكښانو او سرخېلانو څخه و، داوي په همدغه غورځنگ كې له محمود طرزي څخه وروسته دويم ځاى درلود. د مشروطيت غورځنگ گڼ شمېر غړي احساساتي ځوانان وو چې په شور او زوږ سره به يې بيانيي وركولې خو داوي سره له دې چې د همدې غورځنگ غړى و، په متانت سره يې نرمې او سنجيده خبرې كولې چې پر مقابل لوري به يې ډېر زيات ژور اغېز كاوه، په دې توگه يې كولاى شول چې ډېر او ژر خلك تر اغېز لاندې راولي، له همدې كبله يې په خلكو كې په ځانگړي ډول په ځوانانو كې زيات او ژور نفوذ درلود. د داوي د همدسې اغېزمنو ويناوو او خبره په اړه دا مشهور ده، چې كله داوي په اوږد مهال حبس محكوم شو، نو سيد احمد خان چې د صدارت مشاور و، يو ځل صدراعظم محمد هاشم خان ته د دې خبرې يادونه وكړه چې كه يوه منظمه فرقه له توپونو او ټوپكو سره دغه بې ازاره مرغه داوي ته په لاس وركړې نو په باور سره هغه به يې له كارولو عاجز وي، نو بيا مو ولې داسې يو بې ضرره سړى په زندان كې ساتلى دى؟ محمد هاشم خان يې په ځواب كې وويل: هغه نه پېژنئ، له دغې ارامې او صالحې څېرې سره د هغه يوه خبره د توپ له يوې مرۍ څخه زيات اغېز لري. داوي تر ډېره د سراج الاخبار په اداره كې له محمود طرزي سره پاتې شو، همدلته يې د مشروطيت غورځنگ له ټولو ځوانانو سره پېژندگلوي وشوه، همدا أول يې له امان الله خان سره چې هغه مهال شاه زوى شهزاده و، ډېر نژدې اړيكي جوړ كړل. د ۱۲۹۷ ل كال د چنگاښ پر ۱۲ چې د امير حبيب الله خان د زېږېدا جشن و او چې امير په خپل موټر كې د كابل د شور بازار له كوڅې څخه تېرېده، د داوي يوه احساساتي ځوان ملگري عبدالرحمن لودين پر امير د تومانچېډزې وكړې، خو گولۍ پر امير و نه موښته او خطا لاړه، عبدالرحمن خان لودين يې سملاسي زندان ته واچاوه او د همدې ورځې پر سبا يې داوي هم ونيو او اوه مياشتې له ډېرو كړاوونو سره په زندان كې وساتل شو. داوي په زندان كې و چې پلار يې وفات شو، خو ده له دې ټولو ستونزو او كړاوونو سره سره خپل زغم له لاسه ور نه كړ او د خپلې مبارزې لړۍ يې پسې وغځوله. د امير درباريانو داسې انگېرله چې د مشروطيت غورځنگ دغه دواړه غړي به ډېر ژر په دار وځړول شي، خو په خپله امير د دوى د وژلو امر و نه كړ. امير د همدغه كال په مني كې جلال اّباد ته لاړ او خبره تر پسرلي پاتې شوه، خو چې بيا څو پسرلى كېده او امير بېرته كابل ته راتلو، نو امير د پسرلي تر راتگ مخكې د لغمان په كله گوش كې د ۱۹۱۹كال د فبروري پر ۲۰مه ووژل شو. ښاغلى سيد مسعود پوهنيار د همدې پېښې په اړه ليكي: هنگاميكه كه در ماه سرطان ۱۲۹۷هـ ۱۹۱۸م سپاهيان اّمده او را به زندان مى بردند، بى اندازه مى ترسيد چنانچه از شدت ترس دهانش خشكى مى نمود، وقتيكه نزديك كنبد كوتوالى رسيد مى خواست كه از جوى اّب كنار سرك نزدك بانك شاهى كمى اّب بنوشد اما درين وقت وجدانش او را ملامت كرد كه هر گاه باين اندازه ترسو و بزدل بودى پس چرا اّن اشعار زننده را مى سرودى و به تحرير اّن نوشته هاى انتقاد اّميز چرا مى پرداختى، موصوف علاوه كرده گفت باخود مى انديشيدم كه شايد مورد طعنه سپاهيانى كه او را به محبس مى برند قرار گيرم، كه چرا اينقدر بى جرئت هستم، لذا از نوشيدن اّب خود دارى كردم. داوي ډېر وخت همداسي كړي او په همداسې حالاتو كې يې سر گرېوان ته ټيټ كړى او بيا يې هغه كار كړى چې وجدان ورته ويلي. كله چې د امير عبدالرحمن خان تر مرگ وروسته امان الله خان پاچا شو، ټول ځوانان يې خوشي كړل، چې داوي هم په دې لړ كې له زندان څخه راخلاص شو، څنگه چې داوي له پخوا له امير امان الله خان سره پېژندل او دوى دواړه د مشروطيت غورځنگ غړي وو، نو داوي له نوي پاچا سره د خپلواكۍ په گټلو او هېواد په سمسورۍ كې برخه واخيسته، داوي د نوي جوړې شوې خپرونې امان افغان مسوول مدير وټاكل شو چې لومړۍ گڼه يې د ۱۲۹۸ كال د وري پر ۲۲مه چاپ شوه. په ۱۹۲۰م كال كې دهغه هيئت غړى وټاكل شو چې د محمود طرزي تر مشرتابه لاندې د هند مسيوري منصوري ته تلل، دغې كتنې د اپريل له ۱۶مې پيل د جولاى تر ۱۸مې يې دوام وموند. له دغو مذاكراتو څخه تر راستنېدو وروسته د ۱۲۹۹ كال په سلواغه كې په بخارا كې د افغانستان سفير وټاكل شو. د ۱۲۹۹ په سلواغه كې د هغه هيئت غړى شو چې له برتانوي هند سره د مذكراتو لپاره غوره شوى و، دغو مذاكراتو د ۱۳۰۰ تر لړم پورې دوام وكړ. له دې وروسته په بهرنيو چارو وزارت كې د هند او اروپا د څانگې مدير وټاكل شو او بيا په ۱۳۱۰ل كال كې د بهرنيو چارو وزارت مستشار غوره شو. د ۱۳۰۲ ل كال په جوزا كې بخارا ته د فوق العاده سفارت د هيئت رئيس وټاكل شو. د ۱۳۰۲ كال په ليندۍ كې په انگليستان كې د افغانستان لومړۍ سفير وټاكل شو او په همدغه مياشت كې يې سفارت پرانيست، په ۱۳۰۵كال يې استعفاء وكړه او د تجارت وزير وټاكل شو، په سقوي اړ و دوړ كې ۱۷ ورځې بندي شو او بيا چې له بند څخه را خلاص شو، نو هندوستان ته لاړ؛ كه څه هم د مقاومت هڅه يې وكړه او له هندوستان څخه بېرته كندهار او سوېل سيمې ته راستون شو، خو چې ميدان يې تش وليد بېرته نهيلى هند ته لاړ، لومړى يې په بمبايي كې واړول چې بيا كراچۍ ته لاړ، هلته يې په سياسي فعاليتونو لاس پورې كړ او د افغانستان په نامه يې په دري يوه مجله خپروله، همدا مهال يې نورې مقالې د ايران ، هندوستان او انگليستان ، مطبوعاتو ته لېږلې. كله چې غږزي محمد نادر خان سقوي اړ و دوړ له منځه يووړ او پاچا شو، نو عبدالهادي داوي يې هېواد ته راوغوښت، چې له ۱۳۰۸ ل كال څخه تر ۱۳۱۰ل كال پورې يې د المان په برلين كې د سفير په توگه دنده پر مخ بيوله او په ۱۳۱۰ كال كې يې د سفير له دندې څخه استعفاء وكړه. كله چې داوي هېواد ته راستون شو په ۱۳۱۱ كال د ادبي ټولنې انجمن ادبي افتخاري غړى شو. په ۱۳۱۲ل كال د اوإد مهال لپاره په زنداني كېدو محكوم شو چې بيا يې ۱۳ كاله پرله پسې د زندان كړاوونه وزغمل او د ۱۳۲۵ ل كال د ليندۍ پر ۲۵مه له زندان څخه را خلاص شو. داوي ډېر وطندوست شخصت و، له خپلو خلكو او هېواد سره يې ډېره مينه لرله او پردي يې پردي بلل، ځكه خو يو ايراني ديپلومات خپل هېواد ايران ته د څارگرۍ په راپورونو كې داوي په ناسمه او سپكو الفاظو ياد كړى، كه څه هم د دغو راپورونو د چاپ زيارن چې وروسته يې د كرسى نشنان كابل په نامه چاپ كړى، يو ډول تعبير وركړى، خو كه شپه تياره ده مڼې په شمار دي. داوي چې كله له زندان څخه را خلاص شو په ۱۳۲۷ ل كال كې د شاهي دربار سرمنشي وټاكل شو، په ۱۳۲۸ ل كال كې د كابل د ده سبز د خلكو له خوا د شورا اتمې دورې ته د وكيل په توگه غوره شو، په ۱۳۲۳ ل كال كې په مصر كې د افغانستان د سفير په توگه وټاكل شو، په ۱۳۳۴ ل كال په اندونيزيا كې د افغانستان سفير وټاكل شو چې تر ۱۳۳۸ كال پورې يې دغې دندې ته دوام وركړ. په ۱۳۴۵ ل كال كې د مشرانو جرگې رئيس غوره شو او د ۱۳۴۳ د اساسي قانون د جوړونې په مشورتي كمسيون كې يې هم برخه واخيسته. داوي په ژوند كې ډېرې هسكې او ټيټې ليدلې، هېڅكله يې هم له خپلو خلكو او وطن سره مينه نه ده لإ شوي ، په زندان كې يې كتابونه ليكلي او د خپلې پوهې پانگه يې له زندان څخه خلكو ته تقسيم كړې، داوي دغه كتابونه كښلي: ليکلي آثار زما پاك رسول: له اردو څخه يې ژباړلى چې عبدالحميد قرشي ليكلى په ۱۳۳۸هـ ق كال په لاهور كې د افغانستان جريدې د ادارې له خوا چاپ او خپور شوى دى. تجارت ما با س.س.ر: د دوو هېوادونو تر منځ د سوداگرۍ د چارو په اړه يې هغه وخت كښلى چې د سوداگرۍ چارو وزير و او په ۱۹۲۷ل كال په انيس مطبعه كې چاپ شوى. غياصه: د پښتو شعرونو ټولگه يې ده. لالى ريخته: د علامه اقبال د اردو شعرونو ژباړه. نغمات: د شعرونو ټولگه. گلخانه: د نورو شاعرانو د شعرونو غورچاڼ دى چې د خپلو شعرونو مالگه يې په كې گأه كړې ده. رجال وطن: د هېواد د نومياليو ژوندليك. زيست نامه: خپل ژوند ليك يې دى. باندنۍ تړنې سرچينې اوسني ليکوال - د عبدالروف بېنوا اثر پښتانه افغانان افغاني ليکوال پښتانه ليکوال افغان وزيران
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88%20%D9%84%D9%86%DA%89%D9%88%20%DA%A9%D9%8A%D8%B3%D9%88%20%D8%AA%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D8%AE
د پښتو لنډو کيسو تاريخ
له کومې ورځې چې انسان ژوند پيل کړى له هماغې ورځې نه يې کيسې هم جوړې کړې او د ژوند جالبې پېښې يې د کيسو په بڼه له يوه نه بل ته لېږدولې دي؛ د ليک ترمنځ ته راتگ وروسته د انسان له ژوند سره تړلې داکيسې په څه ناڅه بڼه خوندي شوې او راپاتې شوې دي. فولکلوري کيسې د بشر ډېرې زړې کيسې دي چې د دوى زاړه اندونه، تحليلونه او نتيجه گيرۍ موږ ته رارسوي او د بشري راشو درشو زړې لارې راښيي چې اوس هم د نړۍ په زياتو ملتونو کې خوندي دي. د نننۍ لنډې کيسې يا افسانې فکر هم له همدې کيسو نه رازېږيدلي او د همدې فولکلوري کيسو پر مختللې بڼه ده. هو! نننۍ لنډه کيسه لومړى په لويديځ کې دود شوه او همهلته د دې کيسې هنري او ادبي اداڼه وټاکله شوه او فني چوکاټ ورته جوړ شو. خود دې معنىدا نه ده چې په ختيځ کې کيسه نه وه، بلکې په شرق کې هم کيسه ډېره زړه او لرغونې وه، پنچاتنترا يا پنچاکيانه چې د آريايي کيسو مجموعه ده تر دوو زرو کلونو زيات عمر لري، په دې موده کې يې د ژباړو له لارې تر شرق او غربه پورې ټوله دنيا تسخيرکړې ده او لومړنۍ پښتو ژباړه يې هم درې سوه کاله عمر لري چې افضل خان خټک په ١٢٢٨هـ ق کال کړې او بيا يې نورې درې ترجمې هم شوې دي. د پښتو په ليکلي ادب کې هم له لسمې هجري پېړۍ راپه دېخوا کيسې لرو او د پېښور د اخوند احمد د لنډۍ د اخوند احمد چې په يوولسمه هجري پېړۍ کې يې ژوند کاوه لنډې منثورې کيسې چې درې درې نيم سوه کاله پخوا ليکلې شوې د نننۍ کيسه ليکنې په چوکاټ کې ښه مطالعه پرې کېداى شي اوډېرې هغه باريکۍ په کې شته چې نننۍ کيسه ليکنه يې له موږ څخه غواړي؛ د ده د ورک زوى څنگه پيدا شو ؟ کيسه چې د يوسف ع د کيسې يوه برخه ده، د داسې کيسو يوه ډېره ښه نمونه ده چې ما په ١٣٦٤ لمريز کال په کتابي بڼه خپره کړې ده. پر دې سربېره زموږ زياتې اولسي فولکلوري کيسې چې موږ يې ملي کيسې بولو همدلته زموږ خلکو رامنځ ته کړې او د پښتني کلتور زېږنده دي، دا کيسې هم ځانگړى فني جوړښت لري چې د نننۍ لنډې کيسې زياتې منل شوې باريکۍ په کې شته. بيا هم هغه کيسه چې موږ يې نن لنډه کيسه بولو او د غرب د شارټ سټوري په پېښو او پيروۍ رامنځ ته شوې، په غرب کې له نولسمې پېړۍ څخه رانښليدلې او په پښتو کې د شلمې پېړۍ د پيل محصول ده. لنډې کيسې که په لويديځ کې هر څومره ځلک او بلک درلود خو پښتو ته په شليدلې پڼه کې د پښتو د لوى ليکوال راحت زاخيلي کره راغله او د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې يې د کيسې علاقمندانو ته پړونى له مخه لرې کړ؛ دا کيسه که هر څومره په زړو جامو او شليدلې پڼه کې وه خو پښتني ښکلا له ليرې په کې برېښېدله او هغه د ارواښاد الفت خبره : په زړو جامو کې ما وليده حوره. کونډه نجلۍ هم د پښتو د دوهمې کيسې په توگه له راحت صاحب کره وزېږيده، دا کيسه هم د ناوړو او کرغېړنو دودونو په کړۍ کې راگېره وه خو د فن له نظره د يوې ښې کيسې خوبۍ په کې وې او تر دې راوروسته په پښتو کې لنډه کيسه دود شوه او د لرې او برې پښتونخوا له ډېرو ليکوالو کره وزېږيده او د کتابونو، مجلو، جريدو او ورځپاڼو غېږې يې ډکې کړې او بيا د راډيو او ټلويزيونو پر څپو هم سپره او خوره شوه. د شلېدلې پڼې په زوکړه کې اختلاف دى، ډېر ليکوال عقيده لري چې دا کيسه په ١٩١٨ کال له راحت صاحب کره هغه وخت وزېږيده چې کونډې نجلۍ يو کال پخوا د مشرې کيسې په توگه له ده کره سترگې پرانيستې وې او دا کيسې راحت صاحب د هغې د نهضت تر اغېز لاندې رامنځ ته کړې چې منشي پريم چند د شلمې پېړۍ د دوهمې لسيزې په پيل کې په سرحد کې د اردو افسانې په ليکلو سره پيل کړې ؤ. د ارواښاد سيد تقويم الحق کاکا خېل د معلوماتو له مخې دا کيسه د ١٩٠٨ کال ده: راحت زاخيلي نه صرف ناول ليکل شروع کړل بلکې د شلېدلې پڼې ١٣٢٦هـ ق ١٩٠٨ع په نامه يې د افسانو ابتدا هم وکړه او هم نوموړي محقق خپل د پښتو آثارو په کرونولوژيک فهرست کې دا کيسه د ١٩٠٨ کال په چاپي آثارو کې داسې راوړې ده: ١٣٢٦هـ ق ١٩٠٨ع اسرارالعارفين شير محمد هوتک، گلبڼ نعت عبدالحکيم، چاردروېش نعمت الله، شلېدلې پڼه راحت زاخيلى، ديوان احمد کلاچي. د ارواښاد تقويم الحق ليکنه له ليدنې سره اړه لري او په خپل فهرست کې راوړي آثار يې جنساً ليدلي نو ځکه باوري برېښي چې شليدلې پنه به يې په چاپي بڼه ليدلې وي او چې دا راوايت ومنو نو بيا د پښتو لڼدې کيسې د پريم چند د اردو کيسو په تعقيب او پيروۍ نه دي رامنځته شوې او تر هغې وړاندې يې سترگې غړولې دي. په هر حال په پښتو ادب کې لنډه کيسه ارواښاد استاد راحت پيل کړه او دى په لره پښتونخوا کې د پښتو هغه پياوړى ليکوال دى چې د پښتو د زاړه او نوي ادب د زنځيرونو د وصل او کوشير کړۍ يې په لاس کې دي. تر دې راوروسته د ابوالمعاني آزاد په افغان نومي مجله کې تر ١٩٢٦ کال را وروسته نورې پښتو کيسې هم نشر شوې چې يوه د يوه مړي پيغام تر سرليک لاندې د ده په خپل قلم ليکل شوې وه او بله د نواب صيب اشنايي تر سرليک لاندې وه چې سر بلند خان د بدرشو کښلې وه. په بره پښتونخوا يا اوسني افغانستان کې هم د نورو ډېرو نوښتونو او ادبي پنځونو ترڅنگ د لنډې کيسې پيل هم لوى استاد علامه حبيبي کړى او د ١٣١٢ لمريز١٩٣٣ع کال د طلوع افغان په کالنۍ کې يې د سرو زرو گيند توپ تر سرليک لاندې يې يوه داستاني طرحه نشر کړه چې د لنډې کيسې نخښې او څرکونه پکې وو، د ١٣١٥ لمريز ١٩٣٦ع کال د طلوع افغان په لومړۍ گڼه کې لوى استاد پوهاند حبيبي د توريالۍ پښتنه تر سرليک لاندې يوه حماسي کيسه خپره کړه چې د لنډې کيسې يوه بشپړه نمونه يې بللاى شو. تر دې وروسته په طلوع افغان کې گڼې ليکلې او ژباړلې لنډې کيسې نشر شوې او نورو ليکوالو د لنډو کيسو په ليکلو لاس پورې کړ خو زياتو يې نور مصروفيتونه درلودل او لنډې کيسې يې په ضمني توگه ليکلې چې په دې لړ کې د ارواښاد استاد گل پاچا الفت، سراج الدين سعيد، عبدالقدوس پرهېز، مولانا محمد شريف حبيبي، عبدالرحيم هاتف، غلام محى الدين زرملوال، ننگ يوسفزي، امان الله سېلاب، محمد صديق روهي، نصرالله حافظ، محمد يوسف ساپي او يو شمېر نورو کسانو نومونه اخيستلاى شو. تر ١٣٣٠ لمريز ١٩٥١ع کال راوروسته په افغانستان کې کيسه ليکنې ته ځانگړې پاملرنه وشوه او داسې کسان رامنځته شول چې پښتو کيسې ته يې اساسي کار وکړ، دغه کسان تر ډېره حده د نړۍ له نويو ادبياتو سره اشنا وو او داسې لنډې کيسې يې وليکلې چې زموږ په کيسه ليکنه کې يې نوې تجربې گڼلاى شو او په دې برخه کې دغه ليکوال د يادونې وړ دي: حبيب الله تږى، ميراجان سيال، نورمحمد تره کى، عبدالروف قتيل خوگياڼی، سعدالدين شپون، غوث خيبرى، محمد موسى شفيق او يو شمېر نور. په دې کسانو کې د ارواښاد حبيب الله تږي يوه کيسه د جړ وربل په نامه ده چې کليوالي ژوند انځوروي، د ميراجان سيال لنډې کيسې د پښتونخوا افسانې په نامه خپرې شوې چې د پښتنو ژوند په خپله غېږه کې رانغاړي، د نورمحمد تره کي کيسې د نړيوال کمونيزم د مفکورې په پيروۍ طبقاتي ژوند ښيي، د سعدالدين شپون کيسې لکه د عزيز خان کڅوړه او د سمڅې ياران د پېښو او کرکټرونو نويې زاويه لري، محمد موسى شفيق څلور کيسې ليکلي چې د عبقريان په مجموعه کې له دري کيسو سره يو ځاى راغلې خوږ نثر او په زړه پورې داستاني جوړښت لري او ورسره د طنز مالگه پرې گډه ده؛ د قتيل صاحب لنډې کيسې چې په ارمان کې راغلې پښتني ژوند انځوروي د غوث خيبري لنډې کيسې تاريخ په خپله غېږه کې رانغاړي او تاريخي پېښې هنري کوي چې د هغه وژړل په مجموعه کې راغلې دي. د څلوېښت ١٣٤٠ ١٩٦١ع په لسيزه کې هم يو شمېر کيسه ليکونکي رامنځ ته شول لکه: سيداحسان الله هېر چې تر ټولو زياتې کيسې يې ليکلي او د کيسو ټولگه يې د انځور په نامه خپره شوې، عبدالله بختانى چې د کيسو مجموعه يې د پښتو پت په نامه ده، محمد دين ژواک چې کيسې يې پرونۍ هينداره نومېږي، کبرى مظهري چې برښنا يې خپره کړې ده، محمد ابراهيم عطايي، عبدالرزاق پالوال، دوست شينوارى، حبيب الله رفيع، محمد موسى معروفي، رازقي نړيوال، حبيب الله زړه سواند، محتاج متى زى، ظاهر افق، مجاور احمد زيار، امين افغانپور او يو شمېر نور. په لره پښتونخوا کې په راحت صاحب پسې د لنډې کيسې په ډگر کې ډېر کسان ودرېدل او خوږې کيسې يې وليکلې خو داسې کسان چې خپله ليکوالي يې کيسه ليکنې ته وقف کړې وي ډېر لږ وو، په دې کسانو کې مهدي شاه مهدي يو داسې ليکوال و چې لنډه کيسه ليکل يې خپل مسلک وگرځاوه او په مينه يې دې کار ته اوږه ورکړه، ده په کيسه ليکنه کې اوږده او پخه تجربه وکړه او خپله کيسه ليکنه يې د پرمختگ په لور روانه کړه، نښان يې لومړنۍ افسانوي تجربه وه، د بوډۍ ټال او پت يې ورپسې ټولگې وې، په لاله گلونه کې يې افسانو نوى رنگ غوره کړ او تور داغونه يې پښتو افسانه د نړۍ پرمختللې کيسې ته ورسوله اوپښتو کيسې ته يې نوي رنگونه او غورځنگونه ورکړل. په لره پښتونخوا کې د پښتو نو پياوړي کيسه ليکونکي هم رامنځته شول ما سټر کريم ځولۍ گلونه وليکل، پښتنې د سمندر خان تاريخي کيسې وې، څرخ د عايشه ملک ليکلې کيسې وې، چارگل د همېش خليل، درشهوار د عبدالرؤف نوشهروي او يوسف کاکا خېل تاريخي کيسې وې چې لوړ فني معيار يې هم درلود، د محلونوخواکې، پاڼې پاڼې د طاهر اپريدي، شندي گل او مورې تشتې د اشرف حسين احمد، نوى سحر د مبارک سلطانه شميم، هينداره د زيتون بانو، انگازې د ارباب رشيد احمدخان، درس عمل د عبدالله جان اسير، د کشميرغازي د سعدالله جان برق، پلوشې د نادرخان بزمي، کږې لارې او داغونه د گل افضل خان، بلون د قمرالزمان قمر او نور د پښتو کيسو په پانگه ور زيات شول. په افغانستان کې د ١٣٥٧ کال د ثور تر خونړۍ کودتا وروسته د پېښو ناڅاپي بدلون د لنډې کيسې پر فني او هنري اړخ ناوړه اغېزه وکړه له يوې خوا د لنډې کيسې فني ملا د طبقاتي مبارزې او سوسيالستي فلسفې د درنو موضوعاتو بار ور کمزورى کړاو له بلې خوا د جهاد په سنگر کې د جهادي ادب په ترڅ کې جهادي کيسې هم سترگې وغړولې چې موضوع لاهنري شوې نه وه او تشه په شعاري بنه رامنځ ته شوه خو ورو ورو د کيسې فني اړخ هم وده وکړه، له دې نويو موضوعاتو سره اشنا شوه او په دې لړ کې نوې کيسې وليکلې شوې. له بلې خوا پېښور او کوټې ته د افغاني ليکوالو له مهاجرت سره د لرو او برو پښتنو ليکوالو ترمنځ ادبي راشې درشې او ادبي تبادلې هم پيل شوې چې دې هم د لنډې کيسې پر وده او د نويو تجربو په رامنځته کولو اغېز وکړ. په همدې ترتيب په لره او بره پښتونخوا کې انتقادي غونډو چې د ادبي ټولنو له خوا جوړېدې او لنډې کيسې يې هم تر څېړنې او ځيرنې لاندې نيولې د پښتو لنډې کيسې په فني وده کې ښه ونډه واخيسته او د لنډې کيسې پر موضوعي او فني جوړښت نوې تجربې وشوې، علامتي کيسې رامنځته شوې او د لنډو کيسو په خوند او رنگ کې بدلونونه راغلل. په دې ترتيب په پښتو ادب کې د لنډې کيسې سل کلن مزل د لنډې کيسې په سلهاوو ليکوال وروزل، په زرهاوو لنډې کيسې وليکلې شوې او د لنډو کيسو په سلهاوو ځانگړې ټولگې رامنځته شوې او د فن او موضوع له اړخه هم په دې منځ کې گڼې معياري کيسې چې له نړيوالو کيسو سره د پرتلنې او د هغوى ترڅنگ د ايښودنې وړدي، رامنځته شوې او پښتو لنډې کيسې د يوويشتمې پېړۍ په درشل پوخ پل کېښود او د نويو چټکو پخو او معياري گامونو د اېښودلو له پاره مخ په وړاندې مزل کوي چې زموږ د ادبي ژوند تاريخ جوړوي او په دې لاره کې زموږ د پښتني قلم گامونه شمېري.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B2%DA%93%D9%87
زړه
زړه په ډېری ژوندیو موجوداتو کې یو عضلاني غړی دی. دغه غړی وینه د وینې د رګونو په واسطه ټول وجود ته پمپ کوي. پمپ شوې وینه اکسیجن او انرژي د وجود ټولو برخو ته رسوي او بېرته اضافي متابولیکي مواد لکه کاربن ډای اکسایډ سږو ته را انتقال کوي. په انسانانو کې د زړه اندازه د یوه سوک کړي لاس په کچه ده او د سږو ترمنځ د سینې د قفس په منځنۍ برخه کې موقعیت لري. په انسانانو، ټولو تي لرونکو حیواناتو او الوتونکو کې زړه څلور برخې لري: کیڼ دهلېز، ښی دهلېز، کیڼ بطن او ښی بطن. په معمول ډول ښی دهلېز او ښی بطن د ښي زړه او کیڼ دهلېز او کیڼ بطن د کیڼ زړه په توګه یادول کېږي. په داسې حال کې چې د ماهیانو زړه دوه برخې یو دهلېز او یو بطن او د حشراتو زړه درې برخې لري. په یوه سالم زړه کې وینه د زړه له یوې خوا څخه پمپ کېږي او د هغو له بېرته شاته راتلو مخه نیسي. زړه د پریکارډ په نامه په یوه ساتونکې کڅوړه کې چاپېر دی چې یوه اندازه مایع هم لري. د زړه دیوال له دریو طبقو اپي کارډ، میوکارډ او انډوکارډ څخه جوړ شوی. زړه د هغه ریتم له مخې چې په دهلېزي سینوسي غوټه کې د ضربان ټاکونکو حجراتو له مخې ټاکل کېږي، وینه پمپ کوي. دغه حجرې هغه جریان رامنځته کوي چې د زړه د انقباض لامل ګرځي او د دهلېزي بطني غوټې له لارې د زړه د الکتریکي هدایت د سیسټم په اوږدو کې حرکت کوي. په انسانانو کې له اکسیجن پرته وینه د ښي دهلېز له لارې له ستر پورتني او لاندني ورید څخه زړه ته ننوزي او هغه ښي بطن ته رسوي. له دغه ځایه هغه د ریوي سرکولشن له لارې سږو ته ځي، چېرې چې اکسیجن له ځانه سره اخلي او کاربن ډای اکساید پرېږدي. له دې وروسته اکسیجن لرونکې وینه د زړه کیڼ دهلېز ته راګرځي او له کیڼ بطن څخه په تېرېدو د زړه د آئورټ لوی شریان پر مټ د وجود د وینې جریان ته پمپ کېږي او د شریانونو او کوچنیو رګونو پر واسطه د وجود هرې برخې ته رسېږي چېرې چې انرژي او نور مواد د وینې د رګونو او حجراتو ترمنځ تبادله کېږي اکسیجن هغو ته رسوي او کاربن ډای اکساید اخلي وړاندې له دې چې بېرته د وریدونو له لارې زړه ته را وګرځي. د استراحت په حالت کې د زړه د ضربان کچه په دقیقه کې ۷۲ ځله ده. بدني فعالیت په لنډ مهالې توګه د زړه ضربان زیاتوي خو په اوږد مهال کې د استراحت پر مهال د زړه ضربان ورسره کمېږي چې دا بیا د زړه روغتیا ته ګټمن دی. له ۲۰۰۸ زکال راهیسې د زړه د رګونو ناروغۍ په ټوله نړۍ کې د مړینې تر ټولو لوی لامل دی او نږدې ۳۰ سلنه مړینه له همدغه امله ده. د دغې کچې مړینې درې پر څلور برخې یې د رګونو د بندښت او همدارنګه د زړه د درېدو له امله دي. د زړه د ناروغیو په رامنځته کوونکو عواملو کې سګرټ وهل، چاغوالی، لږ ورزش، لوړ کلسترول لرل، د وینې لوړ فشار لرل، نه کنټرول شوی شکر شاملېږي. د زړه د رګونو ناروغۍ تر ډېره پورې کومې نښې نه لري او یا هم کېدای شي د سینې د قفس د درد او یا هم د نفس د بندیدو لامل وګرځي. د زړه د ناروغیو تشخیص د طبي سوابقو په اخیستو، په طبي غوږیو سره د زړه غږ ته له اورېدو، اکوکارډیوګرام او سونوګرافي له لارې ترسره کېږي. هغه متخصصین چې د زړه د ناروغیو درملنه کوي کارډیالوژیست یا د زړه متخصصین بلل کېږي؛ په داسې حال کې چې کېدای شي ګڼ شمېر نور طبي تخصصونه هم د هغو په درملنه کې داخل وي. وده زړه لومړنی عمل کوونکی غړی دی چې د جنین د رامنځته کېدو د دریمې اونۍ په شاوخوا کې په وده پیل کوي، ضربان مومي او وینه پمپ کوي. د دغه غړي دکار ژر پیل کول د جنین په ودې او د امیدارۍ په راتلونکې کې ډېر مهم دی. زړه په عصبي صفحه کې له څخه سرچینه اخلي چې کارډیوژنیک سیمه جوړوي. دوه اندوکاریال ټیوبونه دلته جوړي او بیا له یو بل سره پیوند مومي او د زړه لومړنۍ لوله جوړوي چې د لوله یي زړه په نوم یادېږي. د جنین د دریمې او څلورمې اونۍ پر مهال د زړه لوله اوږدېږي او په پریکارډیوم کې د ډول مومي. دغه برخې او اصلي رګونه په خپله سمه توګه د زړه په توګه وده کوي. په راتلونکې وده کې یې د سپتا او د زړه د بطنونو او دهلېزونو وده شاملېږي. د پنځمې اونۍ په پای کې سپتومونه او په نهمه اونۍ کې د زړه برخې بشپړېږي. له پنځمې اونۍ وړاندې د جنین په زړه کې د فورامن اوال په نوم سوری شتون لري. فورامن اوال د جنین په زړه کې ویني ته اجازه ورکوي په مستقیم ډول له ښي دهلېز څخه چپ دهلېز ته ولېږي او همدارنګه یوه اندازه وینه سږو ته هم ورسېږي. له زیږون یوازې څو ثانیې وروسته د سپټوم پریموم په نامه یو متحرک نسج چې وړاندې یې د دهلېز په توګه عمل کاوه فورامن اوال تړي او په معمولي توګه د وینې جریان رامنځته کوي. د ښي دهلېز په هغه ځای کې چې وړاندې په کې بیضوي سوري ځای درلود؛ ژوروالی پاتې کېږي چې دغه ژوروالي ته فوسا اولیس ویل کېږي. د جنین زړه د القاح څخه ۲۲ ورځې وروسته د طبیعي قاعدګۍ حیض له وروستۍ دورې ۵ اونۍ وروسته په ضربان پیل کوي؛ چې د مور د زړه د ضربان په کچه په دقیقه کې شاوخوا ۷۵ -۸۰ ځله ضربان کوي. وروسته یې د زړه ضربان زیاتېږي او د اوومې اونۍ په لومړیو کې له وروسته د اوومې اونۍ په لومړیو کې یې د ضربان کچه په دقیقه کې ۱۶۵-۱۸۵ ته رسېږي. له ۹ مې اونۍ وروسته د جنیني مرحلې په شروع کېدو سره یې ضربان راکمېږي او د زیږون تر مهاله په دقیقه کې تر ۱۴۵ ۲۵ پورې رسېږي. له زیږون وړاندې د ښځینه او نارینه د زړه په ضربان کې هېڅ توپیر شتون نه لري. د زړه لومړنی پړاو انساني زړه د يوه کس د ژوند په مهال کې په منځنۍ کچه له ۲،۵ بيليون وار نه هم ډېر درزېږي. د انسان زړه د حاملگۍ يا بلاربوالي نه ۲۱ ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره په وينې پمپولو پيل کوي او يا هم د وروستي حيض نه پينځه اوونۍ وروسته، عموماً دا هغه وخت وي چې د زېږون نېټه پکې اټکل کېږي. پدې وخت کې د ماشوم زړه او د مور د زړه د پمپولو کچه يو شان وي، چې سمه کچه يې د ۷۵ نه تر ۸۰ درزا په يو دقيقه کې اټکل کېږي. خو د مور په نس کې د جنين د زړه درزا د وخت په تېرېدو سره چټکه کېږي چې په لويه کچه د ۱۶۵ نه تر ۱۸۵ درزا په يوه دقيقه پورې رسېږي. دا هغه مهال پېښېږي کله چې د بلاربوالي نه اووه اوونۍ تېرې شوي وي چې د وروستي حېض نه د ۹ اوونيو د تېرېدو مودې سره سمون خوري. نو په همدې توگه مونږ ويلای شو چې د هرې ورځې د تېرېدو وروسته، د زړه درزا ۳،۳ ځله په يوه دقيقه کې ډېرېږي. او يا په بل ډول د هر درې ورځو وروسته د زړه درزا د لومړۍ ځل په پرتله په يوه دقيقه کې ۱۰ درزا ډېره شوې وي چې د يوې مياشتې د تېرېدو سره سره د ماشوم د زړه چټکي په يوه دقيقه کې ۱۰۰ درزا ته رسېږي. کله چې د يوې مور په نس کې ماشوم د وروستي ځل حېض نه وروسته د ۹.۲ اوونيو شي نو په دې وخت کې په يوه دقيقه کې يې د زړه درزا ۱۵۰ -۲۵ واره ته راټيټيېږي او د مې اوونۍ د وروستي حيض وروسته بيا د زړه درزا نوره هم منځنۍ کچې ته راټيټېږي. په منځنۍ کچه په يوه دقيقه کې د زړه درزا نژدې ۱۴۵ -۲۵ واره اټکل شوې. مخکې له دې نه چې يو جنين، د سر-کوناټي په مېچنه کې، ۲۵ ملي مترو پورې رسېږي او يا هم د وروستي حېض د ۹.۲ اوونيو په پړاو کې وي، نو په داسې وخت کې هم مونږ کولای شو چې د يوه جنين د زړه چټکوالی د لانديني فورمول په مرسته مالوم کړو: عمر په ورځو کې . د نطفې د زړه د پمپولو کچه دا هم وگورۍ: - د زېږون نه دمخه د نارينه او ښځينه زړه په درزا کې هېڅ کوم توپير نشته. جوړښت په انسانانو کې زړه د ټټر په منځنۍ برخه کې کيڼ لور وخوا ته او د سينې د هډوکي لاندې پروت دی انځورونه وگورۍ. په ټولگړي توگه زړه کيڼ لور ته پروت دی او ساينسپوهان په دې باور دي چې ددې سبب د زړه کيڼ بطن دی. د زړه کيڼ بطن د ښي بطن په پرتله ډېر غښتلی او ځواکمن دی دا ځکه چې د زړه کيڼ بطن، ټول بدن ته د وينې رسولو دنده ترسره کوي. د سږو اناتومي ته که وگورو نو دا به ښکاره شي چې کيڼ سږی د ښي سږي په پرتله وړوکی دی او ددې سبب هم دا دی چې زړه د نيم-ټټر کيڼه برخه نيسي. زړه په يو ډول کڅوړه کې پوښل شوی چې د پيريکارډيم په نامه سره يادېږي او په همدې توگه د همدغې کڅوړې نه دباندې بيا دواړه سږي د زړه نه راچارپېر دي. پيريکارډيم يوه غبرگه پرده ده چې په ځان کې يو ډول مايع لري. دغه مايع چې د په نامه سره يادېږي، د زړه د راغونجېدو په مهال اصطېکاک کې کمی راولي. گوگل چې په انگريزي ژبه بلل کېږي، په ټټر کې يو تشځای دی، او په همدغه تشځای کې زړه ځای پرځای شوی. . . - . - - . : . -- . کړنه د زړه د ښي برخې کړنه دا ده چې دغه برخه بې آکسيجنه وينه، چې د ټول بدن نه ښي بطن ته راځي، د ښي دهليز لخوا سږو ته ورپمپ کړي. هر کله چې همدا وينه سږو ته ورننوځي نو په سږو کې د . . . . . . . . . . . لومړۍ مرسته د لا نورو مالوماتو لپاره د زړه درېدل ولولۍ که چېرته د يو چا زړه درېږي، د زړه د درزا نشتون، نو په دغه وخت کې د زړه احيا کولو کړنه بايد سمدلاسه پيل شي او بيا دې د مسلکي طبي املې سره اړيکې ونيولای شي. . . . . . د خواړو په توگه کارول په ډېرو هېوادونو کې د بېلابېلو ژويو لکه د چرگ، پسه، غوا، غوايي، او نورو زړونه د خواړو په توگه کارېږي. که څه هم چې دا د حلال شويو ژويو منځني غړي لکه سږي، کولمې او زړه اکثراً ناخوړنده غړي گڼل کېږي، خو دا چې زړه د عضلاتو نه جوړ دی، که چېرته څوک زړه پوخ کړي نو د زړه خوند هم د نورمالې غوښې خوند ته ورته دی. په بله وينا د پوخ شوي زړه خوند د هوسۍ د غوښې خوند ته ورته دی. زړه د سمبول په توگه په پخوانيو پېرونو کې زړه ته د روح د ناستي ځای په سترگه کتل کېده او خلکو داسې انگېرله چې زړه هغه غړی دی چې د انساني فکر او آند دنده لري. د ساري په توگه روميانو دې ته پام کړی وه چې د انساني احساساتو او د زړه د خوځښت تر مېنځ يو تړاو دی لکه د ډار، مينې او هيجان په وختونو کې چې د زړه د درزېدو په کچه کې توپير راځي. نن ورځ دا ثابته شوې چې د زړه او د انساني فکر يا انساني احساساتو لکه مينه، هېڅ تړاو نشته، خو په نني پېر کې هم خلک د زړه وييکه د مينې اړونده په تشبيحاتو کې کاروي. کله چې په خبرو کې په انځوريزه توگه د مينې اړوند خبرې کوي نو دوی يوه ځانگړې نښه کاروي چې په دې توگه ده. د زړه اصطلاح بيا د يو شي منځنۍ برخې يا مرکزي برخې لورې هم اشاره کوي، د بېلگې په توگه د يو شي زړه. . . . . . . سرچينې دا هم وگورئ زړه څرخ اېلېکټروکارډيوگرافي د زړه برېښنايي غونډال مصنوعي زړه د وينې خج کارډيولوژي د زړه او ټټر جراحي د زړه او رگونو رنځپوهنه اکرنی غونډال ايکوکارډيوگرافي د زړه سرطان زړه تپان د زړه ټرانسپلانټېشن انساني اناټومي نبض . باندنۍ تړنې - - . - - . - . : - - ټټر غړي اناتومي زړه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%A7%D9%81%D8%B6%D9%84%20%D9%BC%DA%A9%D9%88%D8%B1
محمد افضل ټکور
ښاغلی افضل ټکور په کال ١٣٣٩ لمريز کال کي د ننگرهار ولايت د کوز کونړ ولسوالۍ دکوټۍ په کلي کي زېږيدلی دی . زده کړې لومړنۍ زده کړي يې د خپل کلي په ښوونځی کښي تر سره کړي او په ١٣٥٧ لمريز کال دکونړ ولايت د کوز کنړ د ولسوالۍ د سيدجمال الدين د ليسې د دولسم ټولگی نه فارغ شوی او لوړي زده کړي يې د ننگرهار پوهنتون د انجنيرۍ په پوهنځی کي تر سره کړي دي . په کال ١٣٦٤ ل يې نوموړې پوهنځی پای ته ورسوله . دندې د پوهنځی له فراغت وروسته يې د افغانستان د ليکوالو د ټولني سره په کار پيل وکړ ، په لومړيو کي د ژوندون مجلې مهتمم ، او وروسته د ١٣٧٦ ل کال څخه وروسته بيا د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر ړنگېدو پوري د نوموړي مجلې دمسول مدير په توگه پاته شو. ښاغلی ټکور د يوې مودې لپاره د انيس ورځپاڼي د ادبي مخ چي د نکريزو پاڼه نومېدله چلوونکی و، وروسته د څو کالو لپاره د افغانستان راډيو ادبي خپرونه ولولې لپاره شعرونه او ... ليکلي دي ، ددې ترڅنگ تر اوسه ١٣٨٣ ل پوري د لسگونو کتابونو اهتمام کړی ، په بېلابېلو خپرونو کي يې څېړنيزي مقالې خپرې شوي ، او بېلابېلو غونډو او سيمينارونو لپاره يې پر مختلفو موضوگانو څېړني مقالې کښلي دي . ښاغلی ټکور د شپږو کالو راهيسي د خپلي کورنۍ سره په هالنډ کې مېشت و چې وروسته بيا د يوې انگرېزي پروژې لپاره چې پوځيانو لپاره د پښتو لوست ورکول دي ولاړ او تر اوسه په نوموړې دنده په لنډن کې بوخت دی . چاپ شوي آثار ښاغلی ټکور د لاندنيو چاپي اثارو خاوند دی : دا ليکوال او دا څېرې - تذکره - دا د هغو ٩٠ تنو ليکوالو او شاعرانو تذکره ده چي د ارواښاد استاد بېنوا د اوسني ليکوال تر پېژندگلوی وروسته يې علمي او ادبي کارونه کړي دي. دغه اثر په ٥٠٠ مخونو کي په ١٣٦٤ ل کال د بيهقي د نشراتي موسسې له خوا په کابل کي خپور شوی دی. ښکالو د پسرلو - شعري ټولگه - د پښتو ټولني چاپ ١٣٦٥ ل کابل د نظر غشي - د خوږ ژبي شاعر رحمت شا سايل د شعرونو غورچاڼ دی چي د ښاغلي ټکور له خوا ترتيب شوې او سريزه پر ليکل شوېده - د قومونو او قبايلو وزارت چاپ ١٣٦٧ ل کابل د هسک پېغله - د هسک پېغله د استاد بېنوا دهغو شعرونو ټولگه ده کوم چي په تيرو پنځوسو کلونو کي د هيواد په بېلابېلو خپرونو کي چاپ شوي دي . راټولونکی يې افضل ټکور دی - د ليکوالو ټولني چاپ ١٣٦٨ ل کابل پرهرونه ټکورونه - شعري ټولگه - د ليکوالو ټولني چاپ ١٣٦٨ ل کابل يو داغ يو ټکور - شعري ټولگه - په خپل لگښت چاپ ١٣٧٤ ل پېښور باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د محمد افضل ټکور شعرونه سرچينې پښتانه شاعران پښتانه ليکوال پښتانه افغانان افغاني ليکوال
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D8%B1%D9%8A%DA%AF%D8%A7%D9%86%DA%AF%D9%84%D9%8A%D9%88%D9%86%DB%90%DA%A9%20%D8%B9%D8%B5%D8%A8%D9%8A%20%D8%B1%D9%8A%DA%9A%DB%90
پريگانگليونېک عصبي ريښې
په آتونوميک عصبي غونډال، کې هغه عصبي ريښې چې د نه گانگليان ته ورځي د پريگانگليونېک ريښو په نامه يادېږي. ټول پريگانگليونېک ريښې، که هغه د سيمپاتيک برخې څخه وي او يا هم د پاراسيمپاتيک برخې څخه وي، دا ټول کولينرجيک دي، په بله وينا، دا هغه عصبي ريښې دي چې اسيتيلکولين د نيوروټرانسمېټرانو په توگه کاروي. سيمپاتيک پريگانگليونيک عصبي ريښې اکثراً د پاراسيمپاتيک پريگانگليونيک عصبي ريښو په پرتله لنډ دي، دا ځکه چې سيمپاتيک گانگليونونه د پاراسيمپاتيک گانگليونونو په پرتله اکثراً شمزۍ ته لنډ پراته وي. دا هم وگورۍ پوسټگانگليونېک عصبي ريښې باندنۍ تړنې . .. .
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D9%88%D8%B3%D9%BC%DA%AF%D8%A7%D9%86%DA%AF%D9%84%D9%8A%D9%88%D9%86%DB%90%DA%A9%20%D8%B9%D8%B5%D8%A8%D9%8A%20%D8%B1%D9%8A%DA%9A%DB%90
پوسټگانگليونېک عصبي ريښې
په آټونوميک عصبي غونډال، کې هغه عصبي ريښې چې د گانگليون نه اغېزمنو غړو ته ورځي د پوسټگانگليونېک عصبي ريښو په نامه يادېږي. په پوسټگانگليونېک عصبي ريښې کې کارېدلي نيوروټرانسمېټرونه، توپير لري: په پاراسيمپاتيک برخه، کې نيوروټرانسمېټرونه کولينرجيک دي دا په دې مانا چې هغوی اسيتيلکولين د خپلو نيوروټرانسمېټرونو په توگه کاروي. په سيمپاتيک برخه کې ډېری يې اډرېنرجيک دي دا په دې مانا چې هغوی نورايپينفرين د خپلو نيوروټرانسمېټرونو په توگه کاروي. په دې کې بيا د خولو مرغړيو د سېمپاتيک عصبي رښتو د سمبالښت يوه استثناء شته، کوم چې اسيتيلکولين په دواړو پريگانگليونېک او پوسټگانگليونيک عصبي تړنو کې د خپلو نيوروټرانسمېټرونو په توگه کاروي. دا هم وگورۍ پريگانگليونېک عصبي ريښې باندنۍ تړنې -.
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA
کابل ولايت
کابل چې د هېواد په ختيځ کې پروت دی، د افغانستان له څلوردېرشو ولايتونو نه يو دی. د ولايت مرکز د کابل ښار دی چې د افغانستان پلازمېنه او ستر ښار هم دی. په ۲۰۲ز کال کې د کابل د وګړو شمېر له پنځه ميليونه نه زيات ښودل شوی، له دې ډلې پنځه اتيا سلنه يې په ښاري سيمو کې ژوند کوي. د دې ولايت اوسنی والي ملا شيرين اخوند دی. شمال ته د پروان ولايت، شمال ختيځ ته له کاپيسا ولايت، ختيځ ته له لغمان ولايت، سويل ختيځ ته له ننګرهار ولايت، سويل ته له لوګر ولايت، او لويديځ ته له میدان وردګ ولايت سره پوله لري. جغرافيه کابل د سمندر له سطحې نه د ۱۸۰۰ متره ۶۰۰۰ فوټه په لوړوالي سره د شمالي عرض البلد په ۳۴-۳۱ او ختيځ طول البلد ۶۹-۱۲ درجو کې پروت دی چې په دې ډول د نړۍ یو له لوړو پلازمېنو نه دی. له ستراتيژيک اړخه کابل په لوړو غرونو کې ايساره يوه دره کې د شمال او سويل او ختيځ او لويديځ په سوداګريزه لاره پروت دی. يو ميليون کاله مخکې د کابل له سيمې د سويل او ختيځ تر منځ د کابل او پغمان غرونه چاپېر وو، چاريکار يې په شمال کې او نينګياغار يې په لويديځ کې و. په دې سيمه کې يو کنګل سيند و. د دې ښار په ختيځه برخه د پول څرخي په سيمه کې ځينې ژورې څاه ګانې د هغه وخت شواهد دي. د کابل ختيځ لور ته د پغمان غر، سويل لويديځ ته يې کوه قروغ غر او شمال ختيځ ته يې د کوه شيردروازه غرونه پراته دي. کابل يوازې يو سيند لري چې د کابل سيند په نوم پېژندل کېږي. د کابل سيند د پغمان له غره نه د سويل تنګي پر لور نږدې اويا کيلو متره ۴۳ ميله د کابل لويديځ لور نه سرچينه اخلي. د لویديځ لور ته بهېږي، له کابل او جلال اباد ښار او بيا له ډکې نه تېرېږي او د پاکستان خاورې ته ننوځي او په پايله کې د اټک په سيمه کې د سیند سيند ته ورګډېږي. د کابل سيمې اقليم وچ او نيمه وچې پراخې سيمې دي. د ډېر کم اورښت له امله، په ځانګړي ډول د مۍ له مياشتې نه د نومبر تر مياشتې پورې، کابل ډېر وچ او ګردجن وي. د تودوخې زيات بدلون له شپې نه تر ورځې، له يوه موسم نه تر بل موسم او له يوې سيمې نه تر بلې سيمې پورې بدلون مومي. د افغانستان تر ټولو ټاکلی اقليم شين او بې وريځو اسمان دی چې د کال په اوږدو کې له درې سوه نه زياتو ورځو کې په کې لمر ځليږي. ان د ژمې په موسم کې، د واورې د اورښت په منځ کې اسمان صاف وي، واوره په کې په کلني ډول له ۱۵ نه تر ۳۰ سانتي متره ۵.۹-۱۱.۸ انچه وي. په ژمی کې د کابل د تودوخې ورځنۍ درجه منفي یو سانتيګراد دېرش فارنهايت او په دوبي کې څلرو وېشت درجې سانتيګراد پنځه اويا فارنهايت وي. د کال تر ټولو سړه مياشت جنوري او تر ټولو توده مياشت يې جولای ده. تر ټولو لوړه تودوخه د جولای په مياشت کې . ثبت شوې او تر ټولو کمه يې، په جنورۍ کې . ثبت شوې ده. تاريخ د کابل تاريخ، له ۳۵۰۰ کاله پخوا نه پيلېږي. دا سيمه يو مهال د زردشتي دين مرکز و، له هغې وروسته د بودايي او هندويزم دين مرکز ګرځېدلی و. د بریتانوي موزيم د سندونو پر بنسټ، د کابل اصلي اوسېدونکي پښتانه او تاجيک دي. په اوومه پېړۍ کې عرب مسلمانانو پر دې ښار بريدو کړ او اسلام يې خپور کړ، خو کرار کرار دا سيمه د کابل د هندوشاهي له خوا بېرته ونيول شوه. په نهمه پېړۍ کې صفاريانو او سامانيانو يو ځل بيا په کابل بريد وکړ، په يوولسمه پېړۍ کې محمود غزنوي په ښار بريد وکړ او دا هغه مهال و چې هندو شاهي پاچا جی پالا ځان وژنه وکړه. کله چې غوريانو غزنويانو ته ماتې وکړه، دا ښار د غوريانو د واکمنۍ برخه وګرځېده او وروسته د چنګيزخان په مشرۍ مغولو پرې يرغل وکړ. د تيموري سلسلې د واکمنۍ بنسټګر تيمور په څوارلسمه پېړۍ کې په دې سيمه يرغل وکړ او په يو ستر سوداګريز مرکز يې بدل کړ. په ۱۵۰۴ز کال کې دا ښار د شمال له لوري بابر ونيو او هغه خپله پلازمېنه وګرځاوه، کوم چې د هغه د مغول سترواکۍ يو له مرکزي ښارونو نه و. په ۱۵۲۵ز کال کې بابر په خپلو يادښتونو کې کابلستان په دې ډول ياد کړې دی: د کابل په هېواد کې ډېرې او ډول ډول قبيلې مېشتې دي. په درو او هوارو ځمکو کې يې ترکان، ايماق او عرب ميشت دي. په ښار او په ډېرو کليوالو سيمو کې يې اوسېدونکي تاجیکان چې بابر ورته سرتان وايي دي. ډېری نور کلي او ولسوالۍ يې د پشه یانو، پراچه وو، تاجیکانو، برکيانو او افغانانو له خوا نيول شوې دي. لويديځ لور ته په غونډیو کې يې هزاره ګان او نودري ژوند کوي. په نودري قبايلو کې ځينې هغه هم شته چې په په مغولي ژبه خبرې کوي. په شمال ختيځ غونډیوکې يې کافرستان پروت دی، لکه کټور او ګبريک. په کابل کې په يوولسو يا دولسو بېلا بېلو ژبو خبرې کېږي چې دا دي: عربي، فارسي، ترکي، مغولي، هندي، افغاني، پشه يي، پراچي، ګبري، برکي او لمغاني.... بابرنامه، له زېږد وروسته ۱۵۲۵ز.په ۱۷۴۷ز کال کې د دراني سترواکۍ تر واک لاندې راتګ نه مخکې کابل د ډېرې مودې لپاره خپلواک و. د ۱۸۳۹ز کال په لومړۍ افغان-انګليس جګړه کې، بریتانوي پوځ په دې سيمه بريد وکړ، خو په ۱۸۴۲ز کال کې بېرته په شا شول، سره له دې چې د کابل پر لاره د يو ناڅاپي کمين له امله له دوی نه زرګونه کسه ووژل شول. د غچ اخېستنې په يوه اقدام کې، يو بل بریتانوي ځواک بریتانوي هند ته له په شا کېدو مخکې، تر يو بريده کابل وسوځاوه. کله چې په کابل کې د دوی مېشت کارکوونکي ټول ووژل شول، بریتانويانو د ۱۸۷۹ز کال د دويمې افغان-انګليس جګړې پرمهال يو ځل بيا کابل ونيو، خو نږدې يو کال وروسته، کله چې دوی نوی امير وټاکه، له کابله ووتل. په ۱۹۱۹ز کال کې، پاچا امان الله خان د درېيمې افغان-انګليس جګړې پر مهال واک تر لاسه کړ، دا هغه مهال و، کله چې د ۱۹۱۹ز کال د مې په مياشت کې د بریتانيې شاهي هوايي ځواک د بریتانيې ۳۱ او ۱۱۴ شمېره ډلو پر پلازمېنه او ختيځ ښار جلال اباد هوايي بريدونه وکړل. امان الله خان بریتانويانو ته ماتې ورکړه او د راولپنډۍ د تړون له لاسليک وروسته يې د هېواد پر نويتابه پيل وکړ. د ۱۹۲۰ز لسيزې په وروستيو کې د واک بدلون رامنځ ته شو، تر دې چې ظاهرشاه تر ټولو ځوان پاچا شو. په ۱۹۶۰ ز او ۱۹۷۰ز کلونو کې، کابل د مرکزي اسيا د پاريس په توګه پېژندل کېده، ځکه چې دا ښار د اروپايي ښارونو په ډول د بدليدو په حال کې و. په داسې حال کې چې يو وخت کابل د اسيا مرغلره او يوه پرمختللې او موډرنه پلازمېنه وه. په هغو ورځو کې يې نوې سينماګانې، کافي ګانې، رسمي فرانسوي ډوله باغونه، ښوونځي، کتابتونونه، پوهنتونونه او په زړه پورې بوتيکونه درلودل. د کابل اوسېدونکي چې د کابليانو په نوم پېژندل کېدل، په لوړه کچه لوستيباسواده، موډرن، پرمختلونکي او نړيوال وو. ښځې او نارينه لومړيو ښوونځيو، ليسو او پوهنتونونو ته تلل. په ۱۹۷۰ز کلونو کې د لنډو لمنو لباسونه، په افغاسنتان کې عام لیدل کېدل. د لوړې زده کړې، له کلتوري اړخه ویښ او په عین وخت کې مذهبي خلک وو، په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز کلونو کې د ويښتو نه پټول او د هر ډول کاليو اغوستل کومه ستونزه نه وه. دې پرمختلونکې او سوله ييزې ټولنې، ترهغه وخته دوام وکړ، کله چې په ۱۹۷۰ز کلونو کې بهرنۍ لاسوهنې رامنځ ته شوې او افغانستان يې په هغه هېواد بدل کړ، چې اوس دی. د ۱۹۷۰ز کال په دسمبر مياشت کې، د شوروي اتحاد وسله وال ځواکونه، د کابل په هوايي ډګر کې را ښکته شول، تر څو د خلق دموکراتيک ګوند په مشرۍ، د افغانستان د دولت د پياوړي کولو برخه کې مرسته وکړي. د شوروي افغان جګړې پر مهال کابل د شاوخوا ګاونډیو سیمو لپاره د امن یو ستر ټاټوبۍ وو، او کله چي یاده جګړه سخته سول د یو شمېر ګاونډیو ولایتونو او ولسوالیو لوی شمېر اوسېدونکي د کابل ښار ته کډوال سول. په کال کي د ډاکټر نجیب الله تر پرځېدو وروسته کابل د جمعیت اسلامي، حزب اسلامي او نورو ډلو ټپلو ترمنځ د جګړې او کش مکش یوه ستره سیمه وه، چي له کبله یې لوی شمېر ودانۍ له خاورو سره خاوري او خلک بهرنیو هیوادونو ته مهاجر سول. د جګړې دغه اور چي مشرتوب یې د ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني، عبدالرب رسول سیاف، عبدالعلي مزاري او نورو په غاړه وو، د لسګونو زره انسانانو ککرۍ والوزولې. له کال راوروسته کله چي د طالبانو حرکت منځ ته راغي، کابل ددوی او شمالي ټلوالي ترمنځ د جګړې په اور کي بیا لولپه او واک یې د طالبانو لاس ته ولوېدی. د کال په پای کي شمالي ټلواله د امریکا په مرسته بیرته کابل ته دننه سول او په راتلونکي حکومت کي یې مهمي چوکۍ خپلي کړې. د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو په شل کلنه دوره کي کابل سره ددې چي د یوشمېر خونړیو چاودنو شاهد هم وو، خو بیا یې هم د پام وړ پرمختګ وکړ او د جمعیت اسلامي، حزب اسلامي، طالبانو او نورو د جګړو زیانونه یې بیرته جبران کړه. په کال کي د اګسټ پر پنځلسمه نېټه باندي کابل د جمهوري دولت د پرځېدو په پایله کي یوځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېدی او ولسمشر اشرف غني بېله دې چي په جګړه لاس پوري کړي ښار یې د مجاهدینو او طالبانو خلاف دا ځل روغ رمټ پرېښود. مطبوعات د افغانستان سيمه ايز ټلويزونونه په دې توگه دي: اينه ټېلېوېژن اريانا ټېلېوېژن خراسان ټېلېوېژن ډېر ژر به د امريکا خڅه په کابل کې خپور شي لمر ټېلېوېژن نور ټېلېوېژن تمدن ټېلېوېژن شمشاد ټلويزون طلوع ټېلېوېژن د افغانستان مليټېلېوېژن د کابل پوهنتونونه د کابل پوليتخنيک پوهنتون د کابل پوهنتون د کابل پوليتخنيک پوهنتون د افغانستان امريکايي پوهنتون د کابل د طب انسټېټېوټ د کابل نړېواله ښوونځی د افغانستان د ملي پوځ اکادمي انځوریز البوم دا هم وگورۍ کابلستان د کابل د گلف کلب د افغانستان د ښارونو لړليک د کابل راډيو کابل ايکسپرس په کابل کې بهرني پلاوي د امريکا سفارت د برټانيې سفارت د جرمني سفارت سرچينې نور ولولئ کابل د افغانستان ولایتونه
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%DA%89%D9%87
هډه
هډه د لوی گندهارا له لرغونو کولتوري منځیو څخه گڼل کېږي چې یونان-بودایي پېر سره تړاو لري. دا ښار د جلالکوټ تاریخي ښار سوېل اړخ ته په لس کیلو مترۍ کې پروت دی. هډه يا د لرغوني گندهارا فرهنگي پلازمينه پخواني مورخينواو پوهانو د لرغوني افغانستان ختيځي سيمي چې داوسني هند تر شمالي څنډو رسيدلې ، د گندهارا په نوم يادي کړيدي . يوناني مورخ هيرودوت او سترابون د گندهارا سيمه په خپلو اثاروکي د گنداريس په نوم ثبت کړي ده ، چې د کابل او کنړ تر منځ پرتې سيمي يې په بر کي نيولي د دي سره سره چې د مقدوني سکندر په دوره کي د گندهارا نوم نه دۍ ياد سوۍ ، خو د يونان باختري دورې حکمرانانو په اثارو کي چې د لرغوني افغانستان پر ټولو حدودو واکمن وه ، دا سيمه د گنداراتي او يا گنداروا په نوم ياده کړيده ، چې ناگاهارا ننگرهار کوهش کونړ پورا شاپورا پيښور سراسواتي سوات سيمي پکښي شاملي دي . د گندهارا يو ستر فرهنگي مرکز د اوسنې جلال اباد مرکز ته څيرمه د هډي سيمه ده ، چې په پخوانيو متونو کي د هيلو په نوم ياده شوېده . هيلو د لرغونو بودايانو د تبرک ځای او د هغو د عبادت ستر ټاټوبۍ وو. په هغو يونليکونو کي چې د چېني زايرانو څخه را پاته دي ، د دي سيمي په هکله په زړه پوري او ارزښتمن معلومات شته . فاهيان لومړنۍ چېني زاير وو چې په ميلادي کال يې د هډي ليدنه کړيده . له هغه وروسته سوينگ يون په ميلادي کال هډ ي ته راغلۍ او نامتو چېني زاير هوونتسنگ په ميلادي کال هډه ليدلې او په دي اړوند يې زيات مطالب په خپلو ليکونو کي ثبت کړيدي . د ټولو چېني زيارت کونکو په يونليکونو کي د هيلو په نوم د يوي متبرکي سيمي يادونه سوي چې د زيات شمير پوهانو يې همدا اوسنې هډه گڼي د بيلگي په توگه د فرانسوي لرغونپوه ژاکي په عقيده هيلو د همدې هډي پخوانې نوم دۍ ، چې د گندهارا نامتو هنري مکتب پريمانه اثار يې په خپل لمن کي ساتلي دي . دا سيمه د هيونتسنگ په قول تر اومي ميلادي پيړۍ پوري د پوره برم او ارزښت لرونکې وه . خو د نوموړي پيړۍ راورسته بياتر مي پيړۍ پوري د دي سيمي پوره او د پاملرني وړ يادونه نه ده سوي . د نولسمي پيړۍ په پيل کي ځينو اروپائيانو چې سيمي ته يې رسمي او يا غير رسمي سفرونه کړي ، د هډي په اړه يې يو شمير مطالب خپاره کړل چې د ورستيو منظمو څيړنو لپاره يې زمينه برابره کړل . په دې برخه کي د بيلگي په توگه د مورکرافت ميلادي کيمناري ميلادي کال چارلس ماسون ميلادي کال هونيک بر گر او نورو نومونه يادولاي سو . د هډي لرغونی تپه چې تاريخي جرړي يې له اوسنۍ پير نه کاله پخوا زمانو ته رسيږي ، د لومړي ځل لپاره په ميلادي کال د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا تر علمي سپړنو او پلټنو لاندي ونيول شوه . لومړۍ فرانسوي لرغونپوه گودار او بيا وروسته د فرانسوي علمي ټيم .... له لوري تر څيړنو لاندي ونيول شوه چې له نيکه مرغه د زياتو لرغونو اثارو د پيداکيدو او تر لاسه کيدو په وجه د افغانستان تر ټولو لرغونو سيمو بډايه گڼل سويده . د لرغونپوهانو د سپړني د پلان له مخي ، لومړۍ د هډي په لويديځه برخه کي سپړنې پيل شوي ، چې په نتيجه کي يو لوي بودايې معبد را بر سيره شو . د دي معبد څلور خواوي په يوه لوي ديوال احاطه سوي ، چې د هر ديوال پر مخ د معبد په دننه خواکي په ټاکلي فاصله د بيلا بيلو مجسمو پاتي شوني تر لاسه شويدي . د دي معبد د ديوالونو پورتنۍ برخه ورانه سوې ، خو لاندنۍ برخو ته يې زيات زيان نه دۍ اوښتۍ . د زيات شمير مجسمو شته والۍ چې د شيست ډبرو څخه جوړي سوي وې او هم د يو شمير نورو مجسمو شتون چې د اخښل سويو پخو خټو او شيست ډبرو څخه په تر کيبي توگه جوړي سوي وي ، دا ټوله د دی معبد برم او ځانگړتيا څرگنده وي . له هغه نه وروسته د هډي په سيمه کي په پر له پسي توگه سپړني جاري وساتل سوې چې د ټولو سپړنو په اړه يادوني په دي لنډه ليکنه کي ممکن کار نه دۍ ، ځکه د سپړنو د تفصيل څخه تيريږو او يوازي د هغو مطالبو يادونه کوو چې د دي ليکني سره وړ بريښي . ترټولو وړاندي د دې مطلب يادونه اړينه بريښي چې د گندهارا د نړيوال تاريخي او لرغوني هنري مکتب د پلازميني لقب ولي د هډۍ په سيمه پوري متعلق گڼل سويدۍ ؟ دي پوښتني ته د هغو لرغونپوهانو او څيړنکو د پر له پسې سپړنو او څيړنو د پايلو په يادونه بسنه کوو چې په هډه کي يې تر سره کړيدي . د مورخينو له نظره تر ټولو لومړۍ موثر لاميل د گندهارا د هنري مکتب د پيدايښت او ودي لپاره د خپلي زماني مناسب شرايط او لازم امکانات وه ، چې د ستر کنشکا د امپراتوري پر مهال برابر سوي وه . دوهم لاميل په بوديزم کي د بدلون او نوښت منځ ته را تلل په گوته سويدي ، چې د هينايانا وړوکي عرادې مذهب يې په مهايانا يا لوي عرادې په مذهب واړاوه . او دريم لاميل يې د گندهارايانو خلاقيت او فکري توانمندي ياده سويده ، چې په ټوله بودايې نړۍ کي يې د لومړي ځل لپاره د بودا د مجسمو د جوړيدو نوښت او ابتکار وکړ . هډي ته د گندهارا د هنري مکتب د پلازميني لقب د نورو لاميلونو د توضح څخه د موضوع د طوالت د مخنيوي په نيت تيريږو او يوازي د دريم لاميل په اړه د يو شمير لرغونپوهانو د نظرياتو په يادونه بسنه کوو . په تاريخي متونو او د لرغونپوهانو په څيړنو کي په ډاگه سوې چې د هند په بودايې برخو کي د بودا تمثيل او يا د هغه د څيري د ښودلو لپاره په عبادت ځايونو ستوپو کي د ليتوس گل او يا د ونو د بلگونو رسامي او نقاشي معمول وه ، او په يوشمير هندي ستوپو کي د بودا د تمثيل په نيت د يوې پښې ، لاس ، او يا څپلۍ پايزار علامې او نښانې کارولې چې په دي ترتيب د بودا حضور وښئي . خو گندهارايانو د لومړي ځل لپاره د بودا مجسمه جوړه او هغه يې په ستوپو کي ودرول . د فرانسوي لرغونپوه مسيو فوشه په قول د بودا مجسمه د لومړي ځل لپاره په گندهاراکي جوړه شول ، چې د لويديځ يونان تاثيرات پکښي زيات دي ؛ دا نظريه د ټرن رولاند او هاکن فرانسوي لرغونپوهانو له خوا تائيد او ومنل سوه الماني لرغونپوه شميت په ميلادي کال د دي نظريې ملاتړ وکړ چې د بودا لومړۍ مجسمه گندهارايانو په وسيله جوړه سويده ،او دا وړانديز يې هم ورسره مل کړ چې دا گندهارايې هنرمند هغه څوک دۍ چې په مجسمه جوړولو کي يې د يوناني مجسمه جوړونکو څخه زدکړه کړيده . يوشمير افغاني لرغونپوهان اوله هغي جملې علامه حبيبي ، شاهي باې مستمندي ، احمد علي کهزاد هم د دي نظريې ملاتړ کړۍ او تر څنگ يې دهم هاغه گندهارايې هنر مند عقيدتي لورۍ هم په گوته کړيدۍ . لنډه داچې په هډه کي د علمي سپړنو کار د ميلادي کال را وروسته پيل او په بيلا بيلو پړاونو کي د بيلا بيلو کورنيو او بهرنيو لرغونپوهانو په وسيله تر ميلادي کال پوري يې دوام وموند . د دي سپړنو له لاري په لاس راغلي اثار په منظم ډول د افغانستان ملي موزيم ته وه ليږل شوه ، چې تر ميلادي کال پوري دافغانستان ملي موزيم د ماڼۍ په دوهم پوړ کي د ارزښتمنو ننداريزو کوټو څخه يوه کوټه د هډې نندارتون په نوم پرانيستي ساتل سوي وه ، له بده مرغه د تنظيمي جگړو او پر کابل کي د برهان الدين رباني او احمدشاه مسعود د واکمنۍ پر مهال د افغانستان ملي موزيم چور او تاراج شو چې په ترځ کي د هډې هغه لرغوني اثار چې زموږ د هيواد د تاريخي برم نښانې او د وياړ بيلگي وي ، د وخت واکمنو پر بهرنيانو وپلورل . انځوریز البوم سرچينې د افغانستان تاريخي سيمې د افغانستان لرغونی سیمې د افغانستان پېښلیک
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%A8%D9%86%20%D8%B9%D8%B1%D8%A8%D9%8A
ابن عربي
ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطايي عربي: أبن عربي، د اسلامي نړۍ له سترو فلسفيانو، صوفيانو او عالمانو څخه دى. په تصوف کې د شيخ اکبر مقام ته رسېدلې. هغه په کال کې په مورسيا کې زېږېدلی وه او په کال کې په دمشق کې مړ شو. نوم ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطايي چې په غربي نړۍ کې د ډوکټور ماکزيموس په نامه يادېږي او په اسلامي نړۍ کې د محيي الدين او الشيخ الأکبر لوی استاد په لقبونو هم ياد شوی. ابن عربي په عقيدوي لحاظ دوحدة الوجود دعقيدې قايل دي او اکثر کتابونه يې له خرافاتو ډک دي چې داسلام داصيلي عقيدي ضد او د عيسويت او بوديزم له عقايدو څخه اخيستل شوي. ابن عربي دخپل کتاب فصوص الحکم په اړه وايې چې : ما رسول الله صلى الله عليه وسلم د٦٢٧م کال دمحرم په وروستۍ لسيزه کې په دمشق سوريه کې وليد چې دهغه په لاس کې يو کتاب ؤ ، ما ته يې وويل : د دفصوص الحکم کتاب دى دا کتاب واخله او خلکو ته يې ورسوه ترڅو ترې گټه واخلي ، ما ورته وويل : په سترگو ... او په آخر کې زياتوي چې دا همغه کتاب دى چې رسول الله ماته راکړى ؤ پرته له څه کمښت او زياتواي !!!! ابن عربي پخپلو ليکنو کې داسي واضح کفر ويلى چې داسلامي تاريخ په اوږدو کې هيڅ انسان هم دهغې جرئت نه و کړى . ابن عربي ځان له ټولو پيغمبرانو غوره گڼي او ځکه چې هغه وايي چې څه خاتم الاولياء يم لکه څنگه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خاتم النبيين دى او ولي ځکه په پيغمپر غوره دى چې پيغمپر دوحى پواسطه دالله پيغام انسانانو ته راوړي او ولي مخامخ له الله سره اړيکې لري. ابن عربي دصليبي نړي او په ځانگړى توگه دمستشرقينو له خوا ډير مشهور کړاى شو او دهغه کتابونه مختلفو ژبو ته وژباړل شول . ابن عربي دقرآن په تفسير او ترجمه کې داسې تحريف او غلطۍ کړي چې يو عادي مسلمان هم دهغه دعقيدې په خرابۍ پوهيږي . ابن عربي دخپل عصر او له هغه وروسته دډيرو علماؤ له لوري تکفير شو چې دلته دځينو عالمانو نومونه وړاندې کوو : برهان الدين البقاعي شيخ الإسلام زين الدين العراقي بدر الدين بن جماعة شيخ الإسلام بن حجر العسقلاني ولي الدين العراقي الإمام أبو علي السکوني علاء الدين البخاري الحنفي قاضي القضاة زين الدين التفهني قاضي القضاة محمود العيني الحنفي الشيخ يحي السيرامي الحنفي قاضي القضاة محب الدين أحمد بن نصر الله الحنبلي زين الدين أبو بکر القمني الشافعي بدر الدين محمد بن الأمانة الشافعي شهاب الدين أحمد بن تقي المالکي شمس الدين محمد البساطي المالکي شهاب الدين أحمد بن يحي التلمساني الحنفي الإمام سيف الدين عبد اللطيف بن بلبان الصوفي عماد الدين أحمد بن إبراهيم الواسطي شمس الدين محمد بن يوسف الجزري برهان الدين الجعبري زين الدين عمر بن أبي الحرم الکتاني الشافعي تقي الدين علي بن عبد الکافي السبکي تقي الدين الفاسي المکي بهاء الدين السبکي الکمال الدميري التقي الحصني شرف الدين عيسى بن مسعود المالکي نور الدين علي بن يعقوب البکري الشافعي نجم الدين محمد بن عقيل الشافعي العلامة محمد بن علي بن النقاش المصري جمال الدين بن هشام النحوي قاضي القضاة عبد الرحمن بن خلدون شمس الدين محمد العيزري الشافعي عز الدين بن عبد السلام أبو عمرو بن الصلاح أبو الفتح بن دقيق العيد شيخ الفقهاء الزين الکتاني شيخ الإسلام ابن تيمية الحراني عماد الدين ابن کثير الدمشقي الحافظ شمس الدين أبو عبد الله الموصلي الإمام أبو حيان الأندلسي سراج الدين البلقيني برهان الدين السفاقيني شمس الدين الذهبي القاضي عضد الدين أبو بکر بن محمد بن صالح المعروف بابن الخياط شهاب الدين أحمد بن علي الناشري الشافعي بدر الدين حسين بن عبد الرحمن الأهدل اليمني شرف الدين إسماعيل بن أبي بکر المقرئ أبو عبد الله محمد بن عرفة التونسي الملا علي القارئ جلال الدين السيوطي إبراهيم بن محمد الحلبي الله تعالى دې مونږ ته دصحيح دين پوهه راپه برخه کړي . ژوندليک ابن عربي ته اکثراً د يو مرموز فيلسوف په سترگه کتل کېږي. د هغه د ژوند په مهال هغه ته په سوفيت کې يو ډېر اهم او لوړ سوفي ښوونکی او لارښود گڼل کېده. ژوند او حالات ابوبکر محمد بن علي بن احمد بن عبدالله بن حاتم طايي چې په ابن عربي سره مشهور دى، د روژې د مياشتې په ۱۷مه نيټه کال ۵۶۰ هجري لمريز د اندلس ننني سپېن په مشهورښار مرسيه کې زېږېدلې دى. له زده کړې څخه وروسته ۳۰ کاله په اشبېله کې واوسېده او بيا يې د ختيز پر لور خپل يون پېل او د ډېرو ملکونو سفرونه يې وکړل، چې دمشق ښار ته ورسېد. ابن عربي د وحدت الوجود د نظريي لاروې ؤ، او د لومړي ځل لپاره دا نظريه همده وړاندې کړه. دده په نزد باطني روښنايي خپله لارښوونه کوي، او ځينو پوهانو دده دا نظريه د الحاد او کفر سره برابره ښوولې او دې يې زنديق گرځولې. مگر دده لارويان او نور صوفيان يې د شيخ الاکبر په نامه يادوي. دده ليکنې څه باندې ۳۰۰ درې سوه دي، چې لدې ډلې څخه يې د الفتوحات المکيه په نامه کتاب ډېر مشهور دى، دا کتاب ۴۰۰۰ پاڼې لري، او په ۵۶۰ څپرکيو وېشل شوې دى. دا کتاب د تصوف په علم کې لوړ مقام لري. ابن عربي شاعر هم ؤ، دده د عارفانه نظمونو ټولگه د ترجمان الشواق په نامه خپره شوې ده، چې ددې کتاب انگرېزي ژباړه د ډاکټر نکلسن کړې ده. ليکلي آثار اهمې ليکنې فصوص الحِکم فتوحات مکيه في معرفة أسرار المالکية والملکية عنقاء مغرب في معرفه ختم الاولياء وشمس المغرب العقد المنظوم والسر المختوم محاضرة الابرار ومسامرة الاخيار مشاهد الاسرار القدسيه ومطالع الانوار الالهيه ترجمان الاشواق في غزل والنسيب عارفانه کلام ابن عربي تنزل الاملاک في حرکات الافلاک کتاب العقائد جامع الاحکام في معرفة الحلال والحرام الدرة الباضعة من الجفر الجامعة کتاب مواقع النجوم ومطالع أهلة الأسرار والعلوم رسالې ابن عربي گڼ شمېر رسالې ليکلي چې په دې توگه دي: شجرة الکون الکبريت الاحمر الامر المحکم والمربوط کتاب الاخلاق و الامر کتاب الجلال والجمال کتاب الوصيۃ حليۃ الابدال نقش الفصوص رسالۃ الفناء في المشاهده الاسرا إلى المقام الاسرى مشکاة العقول المقتبسة من نور المنقول حرف الکلمات وحرف رسالة الأزل رسالة الأنوار رسالة الحجب رسالة روح القدس الرسالة الغوثية الرسالة القدسية رسالة القسم الإلهي رسالة کنه مما لا بد منه رسالة الميم والواو والنون کتاب الياء وهو کتاب الهو الخ رسالة انشاء الدوائر رسالة الأنوار فيما يفتح على صاحب الخلوة من الاسرار قصيدة عظيمة للشيخ محي الدين بن عربي حلية الأبدال رسالة الحجب السبحة السوداء شجون المسجون الأمر المحکم المربوط فيما يلزم أهل طريق الله تعالى من الشروط کتاب الفناء في المشاهدة کتاب بلغة الغواص في الأکوان إلى معدن الإخلاص تحت الطبع کتاب الجلال والجمال کتاب الألف و هو کتاب الأحدية کتاب الجلالة و هو کلمة الله کتاب القربة کتاب الشأن کتاب الشاهد کتاب التراجم کتاب منزل القطب و مقامه و حاله رسالة الانتصار کتاب الکتب کتاب المسائل کتاب التجليات کتاب الإسفار عن نتائج الأسفار کتاب الوصايا کتاب نقش الفصوص کتاب الوصية کتاب اصطلاح الصوفية رساله الي امام الرازي سرچينې --- --- --- --- دا هم وگورۍ اسلامي عالمان تصوف محمود شبستاري وحدة الوجود باندنۍ تړنې د ابن عربي ټولنې گورتپاڼه د ابن عربي د ژوند او کار په اړه مالومات فصوص الحکم - صوفيان عرب فيلسوفان مسلمان فيلسوفان موريش ليکوالان ستورپوهان عربان اندولسي پوهان فيلسوفان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%A8%D9%8A%20%D9%86%D8%B5%D8%B1%20%D8%A7%D9%84%D9%81%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D8%A8%D9%8A
ابي نصر الفارابي
فارابي بشپړ نوم ابو نصر محمد بن محمد بن اوزلق، او په فارابي سره پېژندل کېږي. پلاريې محمد اوزلق بن ترخان د پوځ سپه سالار ؤ. د اټکل له مخې په ۸۷۰زېږيز کال چې له ۲۵۹هجري سره سمون خوري د ننني افغانستان د فارياب ولايت په وسېج نومي کلي کې زېږېدلې دى. دې د درېيمې او څلورمې هجري پېړيو له نوموړيو فلسفيانو څخه شمېرل کېږي. دده زيات شهرت د ارستو د ثارو له شرحو له وجې دى. نو د همدې شرحو او د ارستو په کتابونو د لمنليکونو له وجې په دوهم ښوونکي معلم ثاني مشهور شو. ده له مرگ څخه مخکې د الجمع بين الرايين، اغراض مابعدالطبيعه ارسطو، فصول الحکم او احصاء العلوم په څېر نادره ليکلي کتابونه پرېښي. فارابي د خپل عمر په ۸۰يم کال د ۳۳۹هجري کال ۹۵۰ز د نننۍ سوريي په پلازمېنه دمشق کې په حق ورسېد او هورې خاورو ته وسپارل شو. ژوند د ژوند لومړې پړاو: فارابي د ژوند په لومړۍ لسيزه کې د خپل پلار سره چې د پوځ سرلښکر ؤ د بغداد په لور چې په هغه وخت کې د پوهې او تمدن کور ؤ وخوځېد. هورې يې د وخت له نامتو ښوونکو څخه ادبي، مطقي، فلسفي، اورياضي علوم ترلاسه کړل. له بغداد څخه د حلب امير سيف الدوله په دربار کې د سلاکار په توگه پاتې شو، د سېف الدوله ستاېنه يې په خپلو شعرونو کې کړې، د نوموړي امير له مړيني څخه وروسته د دمشق په لور وخوځېد او ترمرگه هملته پاتې شو. اخلاق او ژوند فارابي د سپېڅلي نفس خاوند ؤ، له دونيادارۍ څخه به يې ځان لرې ساته، په لږ څه به يې بسيا کوله، ساده ژوند يې خوخاوه، د ورځيني خرڅ يې دا حال ؤ چې د امير سېف الدوله له اړخه چې ورته کومې اسانتاوې برابرې شوې وي، له څلورو درهمه سپين زرو څخه پرته هېڅ هم نه اخيستل. د ورځې به د د مشق دښار په بڼونو کې د يخو چينو او سيورو لاندې له خپلو زده کوونکو او ملگرو سره وخت تېراوه، په ژوند کې دومره اقتصادي ؤ چې د شپې له مخې به يې د ساتونکو د څراغونو ته شپه تېروله او خپل ليکل به يې کول. د ژود تر آخره نه د کوم کور خاوند شو نه د د مال او دارايۍ، چې دا يې د فقيرانه او ملنگۍ يوه ښکاره ثبوت دى. خوراک د حکيم فارابي د ژوند په څېر د هغه خوراک هم ساده مگر رنگين ؤ. په خوراک کې به يې تل د حملان د زړونو او ځيگر خوروا خوړله، او د رېحان شراب به يې څښل. ابونصر محمد بن محمد فارابی در برخی متون متأخر، محمد بن محمد بن طرخان بن اوزلغ، در حدود سال ۲۵۷هجری قمری ۸۷۰میلادی در دهکده وسیج از ناحیه فاراب خراسان در افغانستان کنونی به دنیا آمد. در جوانی برای تحصیل به بغداد رفت و نزد متی بن یونس به فراگرفتن منطق و فلسفه پرداخت. سپس به حران سفر کرد و به شاگردی یوحنا بن حیلان درآمد. از آغاز کار، هوش سرشار و علم آموزی وی سبب شد که همه موضوعاتی را که تدریس میشد، به خوبی فرا گیرد. به زودی نام او به عنوان فیلسوف و دانشمند شهرت یافت و چون به بغداد بازگشت، گروهی از شاگردان، گرد او فراهم آمدند که یحیی بن عدی فیلسوف مسیحی یکی از آنان بود. در سال ۳۳۰هجری قمری۹۴۱میلادی به دمشق رفت و به سیف الدوله حمدانی حاکم حلب پیوست و در زمره علمای دربار او درآمد. فارابی در سال ۳۳۸هجری قمری۹۵۰میلادی در سن هشتاد سالگی در دمشق وفات یافت. مورخان اسلامی معتقدند که فارابی فردی زهد پیشه و عزلتگزین و اهل تامل بود. اعراض او از امور دنیوی به حدی بود که با آن که سیف الدوله برایش از بیتالمال حقوق بسیار تعیین کرده بود، به چهار درهم در روز قناعت میورزید. فارابی در انواع علوم بی همتا بود. چنانکه درباره هر علمی از علوم زمان خویش کتاب نوشت و از کتابهای وی معلوم میشود که در علوم زبان و ریاضیات و کیمیا و هیات و علوم نظامی و موسیقی و طبیعیات و الهیات و علوم مدنی و فقه و منطق دارای مهارت بسیار بوده است. درست است که کندی نخستین فیلسوف اسلامی است که راه را برای دیگران پس از خود گشود؛ اما او نتوانست مکتب فلسفی تأسیس کرده و میان مسائلی که مورد بحث قرار داده است، وحدتی ایجاد کند. در صورتی که فارابی توانست مکتبی کامل را بنیان نهد. ابن سینا او را استاد خود میشمرد و ابن رشد و دیگر حکمای اسلام و عرب، برایش احترام بالایی قائل بودند. در سنت فلسفه اسلامی، فارابی را بعد از ارسطو که ملقب به معلم اول بود، معلم ثانی لقب داده اند. زده کړې فارابي له کندي څخه وروسته د اسلامي نړۍ لوى فلسفي پېژندل کېږي. فارابي د عباسي لـښکرو سره بغداد ته په رسېدو سره دعربي ژبې زړه کړې ته ملا وتړلهو د عربي ژبې له زړه کړې څخه وروسته يې له رنځپوهوه ابو البشر متى بن يونس څخه مطق زده کړ. په ځانگړي ډول: ۱- اېساغوجي، ۲- قاطيغورياس المقولات او ۳- پارمېنياس العباره يې له روبېل څخه زده کړل. همدارنگه يې د قياس په نامه کتاب له ابن يحيى المروزي څخه زده کړ. دا ټول ذکر شوي کتابونه د ارستو ليکنې وى. نحو يې له ابي بکر بن سراج څخه زده کړه. دارنگه يې په رياضي او طبي علومو کې لوړو پوړيو ته ځان ورساوه. استاتاليسي فلسفه يې په بغداد کې زده کړه ، د خپلې ژورې مينې له مخې يې د ډي اينيما کتاب دوه سوه ځلې، او د طبيعيات کتاب څلوېښت ځلې لوستلې مگر د فارابي زياته مينه له منطق سره وه، نو ځکه خو په المعلم الثاني يانې دوهم ښوونکي باندې ونومول شو. د منطق لومړنې ښوونکې ارستو دى، فارابي د هغه کتابونه تشريح کړل، نو ځکه په دوهم ښوونکي سره ونومول شو. د فارابي زياتره ليکنې منطقي دي، دې د خپل يون په کړۍ کې مصر ته هم ورسېد. هورې له يو څه خت پاتې کېدو څخه وروسته دمشق ته ولاړ، او د ژوند ترپايه هملته پاتې شو. د فارابي فلسفه فلسفه فارابی آمیزهای است از حکمت ارسطویی و نو افلاطونی که رنگ اسلامی و به خصوص شیعی اثناعشری به خود گرفته است. او در منطق و طبیعیات، ارسطویی است و در اخلاق و سیاست، افلاطونی و در مابعدالطبیعه به مکتب فلوطینی گرایش دارد. د فلسفې يووالې فارابی از کسانی است که میخواهند آراء مختلف را با هم وفق دهند. او در این راه بر همه گذشتگان خود نیز سبقت گرفت. او در این راه تا آن جا پیش رفت که گفت: فلسفه، یکی بیشتر نیست و حقیقت فلسفی ـ هر چند مکاتب فلسفی متعدد باشند ـ متعدد نیست. فارابی به وحدت فلسفه سخت معتقد بود و برای اثبات آن براهین و ادله بسیاری ذکر کرد و رسائل متعدد نوشت که از آن جمله، کتاب الجمع بین رایی الحکیمین افلاطون الالهی و ارسطو به دست ما رسیده است. وی معتقد بود که اگر حقیقت فلسفی واحد است، بایدبتوان در میان افکار فلاسفه بزرگ به ویژه افلاطون و ارسطو توافقی پدید آورد. اساسا وقتی غایت و هدف این دو حکیم بزرگ، بحث درباره حقیقتی یکتا بوده است، چگونه ممکن است در آراء و افکار، با هم اختلاف داشته باشند؟ فارابی میان این دو فیلسوف یونانی پارهای اختلافات یافته بود، اما معتقد بود که این اختلافات، اختلافاتی سطحی است و در مورد مسائل اساسی نیست. مخصوصا آنکه آنها مبدع و پدیدآورنده فلسفه بوده و همه حکمای بعدی کم و بیش، به این دو متکی هستند. مسائلی که به عنوان اختلاف مبانی افلاطون و ارسطو مطرح بود و فارابی درصدد هماهنگ ساختن بین آنها برآمد، عبارت بودند از: روش زندگی افلاطون و ارسطو، روش فلسفی افلاطون و ارسطو، نظریه مُثُل، نظریه معرفت یا تذکر، حدوث و قدم، نظریه عادت. البته تردیدی نیست که فارابی در این امر رنج بسیاری متحمل شده است؛ اما نکته مهم در این رابطه این است که یکی از منابع او برای انجام این مقصود، کتاب اثولوجیا یا ربوبیت بود که یکی از بخشهای کتاب تاسوعات فلوطین میباشد. وی فکر میکرد که این کتاب متعلق به ارسطو است و چون در آن به یک سلسله آراء افلاطونی برخورد کرده بود، همین امر او را بر این کار، تشویق میکرد. در حالی که مطالب این کتاب، ارتباطی با ارسطو نداشت. بنابراین، اگر چه فارابی در کار خود به توفیق کامل دست نیافت، ولی راه را برای دیگر فلاسفه اسلامی گشود. بدین ترتیب که میان ارسطو و عقاید اسلامی یک نوع هماهنگی ایجاد کرد و فلسفه ارسطو را جزو سرچشمهها و اصول فلسفه اسلامی قرارداد. د فارابی پوهنيز دور او اثار د فارابي پوهنيز مصروفيتونه او ليکلي اثار په لاندې ډول دي: فارابي د ارستو منطقي ليکنو ارگانين باندې لمنليکونه پېل کړل. دا ليکنې د لومړي ځل لپاره له يوناني څخه عربي ژبې ته د فارابي په واسطه وژباړل شوې. چې وروسته د وخت په تېرېدو سره نورو اروپايي او لويديځو ژبو ته وژباړل شول. و د وخت په تېرېدو سره نورو پوهانو او فلسفيانو د فارابي لار خپله کړه او د ارستو منطقي ليکنې يې اروپايي پخوانيو او اوسنيو ژبو ته وژباړلې. د ارگانيونو کتابونه په لاندې ډول دي: ۱- کټگوريانې: المقولات ۲- د تفسير فن فن التفسير ۳- لومړې تحليل القياس ۴- دوهم تحليل البرهان ۵- جدل ۶- بلاغت او فصاحت البلاغه ۷- تېر ايستنه، غولونه سوفسطه ۸- شعر ۹- فارفوريوس د اېساغوجي سريزه لکه څرنگه چې مو يادونه وکړه چې د فارابي اصل کار د منطق تشريخ کول ؤ ، خو سره لدې يې هم په نورو علومو کې ليکنې کړي، لکه په سياسيت کې يې د افلاطون د قوانينو لنډيز جوړ کړى، په اخلاقو کې يې د ارستو نقوما شرحه ليکلې ده. دارنگه يې په طبعي علومو کې ليکنې کړي چې په لاندې ډول دي: ۱- طبيعيات، ۲- کتاب السماء العلم، ۳- التوليد و الفساد، ۴- علم جو، ۵- علم النفس، ۶- الحس و المحسوس، ۷- کتاب النبات، ۸- الحيوان. ۱ ما ینبغی ان تعلم قبل الفلسفه هغه څه چې له فلسفې څخه مخکې يې زده کړى: د فارابي دا کتاب د منطق، هندسې، اخلاقو او له شهواتو څخه ډډه کولو او د فلسفې اساسي زده کړې څخه بحث کوي، او د هريو په اړه بېل، بېل غږېږي. ۲ السیاسه المدنیه ښاري سیاست: دا کتاب د سیاسی اقتصاد په اړه ليکلې دى. ۳ الجمع بین رأيی الحکیمین افلاطون الالهی و ارسطو طالیس د دوه رنځپوهانو افلاتون الهي او ارستو د رايو يووالې: فارابي په دې کتاب کې کوښښ کړې ترڅو د افلاتون او ارستو د نظرياتو ترمنځ يووالې راولي، او ترډېره بريده پدې کار کې بريالې شوې دى. ۴ رساله فی ماهیه العقل د عقل په ماهيت کې کتابگوټې: پدې کتاب کې فارابي د عقلونو پېژندنه کړې او د هغوي مرتبې يې بيان کړي. ۵ تحصیل السعاده د نېکبختۍ لاسته راوړنه: دا کتاب يې د اخلاقو او نظري فلسفې په اړه ليکلې دى. ۶ اجوبه عن مسائل فلسفیه فلسفي مسايلو ته ځوابونه: هغه ځوابونه دي چې له فارابي څخه د فلسفې په اړده پوښتل شوي. ۷ رساله فی اثبات المفارقات رسالهای در اثبات وجود موجودات غیر مادی: در این رساله، فارابی درباره موجودات غیر مادی بحث میکند. ۸ اغراض ارسطو طالیس فی کتاب مابعد الطبیعه مقاصد ارسطو در کتاب متافیزیک: این کتاب یکی از مهمترین کتابهای فارابی است که مورد استفاده ابن سینا هم قرار گرفت. ۹ رساله فی السیاسه رسالهای در سیاست: فارابی درباره سیاست صحبت میکند. ۱۰ فصول الحکم د حکمت بېلوونکي: دا کتاب د الهي حکمت په اړه دى، او ۷۴ بحثونه لري او له اروا څخه هم غږېدلې. ليکنه: عثمان منصور انصاري اخځليکونه فلسفه، ليکوال: محمد نادر ايوبي کندهارې، ۱۴۲۶هجري لمريز کال، صحاف نشراتي مؤسسه- کوټه تاریخ علوم عقلی درتمدن اسلامی، جلد اول، ص ۱۸۲ اسلام اور فلسفه، ليکوال: کريم بخش، شيخ محمد بشير او زامن- اردو بازار لاهور. د مصري فلسفي ښ.ډ. محمد احمد جاد درسي ليکچرونه، د فلسفې او عقيدې څانگه- نړېوال اسلامي پوهنتون- اسلام اباد دانشنامهٔ رشد تاريخ نظريات فلسفي، ليکوال پوهنمل بصير کامجو، بنشگاه انتشارات ميوند، کابل- افغانستان فلسفه مسلمان فيلسوفان افغان فيلسوفان ختيځه فلسفه فيلسوفان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%88%D8%B3%DB%90%D9%84%D9%88%D8%B3%DA%A9%D9%88%D9%BE
اوسېلوسکوپ
اوسېلوسکوپ کله نا کله په لنډ ډول بلل کېږي، چې دا بيا د - ، او يا هم په عامه توگه يا - بلل کېږي د برېښنايي آزمېښت يوه داسې آله ده کوم چې د ولټ سېگنالونه د په سکرين باندې ښکاره کوي. دا سگنالونه اکثراً د يو دوه ډايمنشنه گراف په ډول راڅرگندېږي چې د يوه يا ډېر برېښنايي پټ توپيرونو ښکارندوي دي او په همدې توگه يو عمودي محور يې د وخت او يا هم د کوم بل ولټ يو فنکشن وي چې په افقي محور کې راڅرگندېږي. اوسېلوسکوپ
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%A8%D8%B1%DA%A9%20%DA%A9%D8%A7%D8%B1%D9%85%D9%84
ببرک کارمل
ببرک کارمل په انگرېزي: د ۱۳۱۶ لمريز کال د مرغومي ۱۶ ، کابل ، کمري - د ۱۳۷۵ د ليندۍ ۱۳ مسکو د ۱۹۲۹ د جنوري ۶ د کابل ولايت د کمريو کلی- د ۱۹۹۶ د ډيسمبر ۳ مسکو د افغانستان ولسمشر وو. ځينو سرچينو دده د زېږېدو کال ۱۳۰۸ لمريز کښلی دی . مخينه ببرک کارمل د کابل ختيځ لور ته د کمريو په کلي کې زېږېدلی دی . که څه هم دی له يوې شتمنې تاجکې کورنۍ څخه وو ، خو په اصل کې په خټهّ کشميری وو . د ببرک کارمل پلار محمد حسين خان نومېد ، چې په تېرو رژيمونو کې يو پوځي جنرال تېر شوی وو . د نيکه نوم يې هم محمد هاشم وو ، چې له کشمير څخه افغانستان ته راکوچېدلی او مېشت شوی وو . ځینې خلک په دې باور دي چې دی د پښتنو له کاکړو قبيلې څخه دی ، په داسې حال کې چې دا څرگندونه له رښتیا لرې ده . دده مور دده په ماشومتوب کې مړه شوه . نوموړی پر ۱۹۵۱ ز کال د نجات ښؤنځي نه تر فراغېدو وروسته د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي پوهنو په پوهنځي کې شامل شو٠ يو کال وروسته د عبدالرحمن محمودي په ننگه ، چې د پنځوسمو کلونو پيژندل شوې انقلاب غوښتونکې څېره وه، د لاريون د جوړولو له امله جيل ته واستول شو٠ د بند په موده کې يې د يو بل سياسي بندي ، مير اکبر خيبر سره وپيژندل چې وروسته بيا د يوه دريم بندي، مير محمد صديق فرهنگ د وزير محمدامين فرهنگ پلار له خوا له کمونيست پلوه کيڼې ايډيالوژۍ سره بلد کړای شو٠ له هماغه راهيسې کارمل خپل ټول اړيکي له محمودي سره چې چين پلوه کيڼ اندی وو، وشلولې٠ پر ۱۹۵۵ ز کال له جيله تر خوشې کېدو وروسته يې خپلې زده کړې په کابل پوهنتون کې له سره پيل کړې او په پای کې يې بيا د پلان وزارت په مربوطاتو کې په دولتي دنده پيل وکړ، په داسې حال کې چې خپل اړيکي يې له هغو اشخاصو سره چې د کمونيزم ايډيالوجۍ په اړه يې خورا مالومات لرل ، نور هم ټينگ کړل . د بيلگي په توگه ميرمحمدصديق فرهنگ او د پوهنتون استاذ علي محمد زهما سره٠ پر ۶۰ ز کلونو به کارمل فرهنگ ته د استاد خطاب کاوه . د همدغه فرهنگ له برکته کارمل وکولای شول چې شاهي دربار ته د ورتلو لاره پرانيزي . پورتنيو اشخاصو د کارمل د نظرياتو په جوړولو او پخولو کې مهم رول ولوباوه ٠ سياسي ژوند د ۱۳۴۳ لمريز لېږديز کال د مرغومي پر ۱۱ د ۱۹۶۵ زېږدي کال د جنوري پر لومړۍ نېټه د نور محمد ترکي په کور کې د سياسي همفکرانو یوه غونډه وشوه او په دغه غونډهّ کې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند بنسټ کېښودل شو . که څه هم د گوند مشر او بنسټ اېښودونکی نور محمد تره کی گڼل کېده ، خو ببرک کارمل هم ددې ډېر لېوال وو ، چې په گوند کې بايد د سر سړی وي ، نه بل څوک . پېښود دا زباد کړه چې ببرک کارمل په گوند کې يوازې د مشر ځای منلی شي او بس . هغه وو چې دده د ځانغوښتنې او ماجراجويي ځانگړنې لامله پر ۱۹۶۷ ز کال گوند په دوو ډلو ووېشل شو ، چې د خلق او پرچم په نامه یادې شوې . کارمل د پرچم ډلې مشري پر خپله غاړه واخيسته . داسې ويل کيږي چې کارمل له دې سره مخالفت درلود چې گوند بېرته سره يو او متحد شی . خو دده له مخالفت سره سره د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د ۱۳۵۶ ل ل کال د غبرگولي په مياشت کې ۱۹۷۷ ز کال بېرته يو موټی او متحد شو . هغه مهال چې کارمل د گوند د یووالي مخالف وو ، داسې په پام کې وه چې مير اکبر خيبر ، چې يو پښتون وو ، د پرچم ډلې مشري پر غاړه واخلي ، ددې لپاره چې د گوند د یووالی او يو موټي توب لپاره زمينه برابره شي . خو پر راتلونکې لڼد مهال مير اکبر خيبر د کارمل د توتیو او دسيسو پر بنسټ ترور او ووژل شو ، او کارمل مشرتابه ته په لاره کې دغه لوی خڼد له منځه يووړ . د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي پر اومه ۱۹۷۸ ز کال د اپرېل پر ۲۷ په کابل کې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند له خوا دولتي کودتاه وشوه او دغه کودتاه د گوند د مشرانو له خوا د ثور يا غويي انقلاب په نامه ونومول شوه . د دغې کودتاه په پايله کې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند واک وځواک ته ورسېد . ببرک کارمل په نوي انقلابي حکومت کې د سروزير صدراغظم مرستيال په توگه وټاکل شو . خو ده پر دغه څوکۍ قناعت ونه کړ او په ښکاره به یې کارشکني کوله . د همدغه کال په بهير کې څو مياشتې وروسته د خلقيانو او پرچميانو ترمنځ اختلافونه زيات شول او په دغو اختلافونو کې بيا هم کارمل لوی رول لوباوه . ببرک کارمل او دده يو شمېر نور گوندي جگپوړي چارواکي د حکومت پرضد د دسيسې په تور له خپلو څوکيو گوښه او بهر هېوادو ته د سفيرانو په توگه واستول شول ، چې ببرک کارمل پکې په چکوسلواکيا کې د سفیر په توگه وگومارل شو . کارمل او دده یو شمېر سياسي ملگري د ۱۹۷۸ ز کال په اگسټ کې د ملي خيانت په نامه له گونده وشړل شول او هېواد ته راوغوښتل شول ، خو کارمل هېواد ته راستون نه شو او په پراگ کې پاتې شو . د شوروي سوسيالیستي جمهوريتونو اتحاد مشرتابه په تېره بيا لیونيد اېليچ برېژنف له خوا پر لاسوهنه او د خلق گوند په مشرتابه کې د ځينو وزیرانو او جگپوړيو چارواکيو پر لمسونو د تره کي او امین تر منځ اختلافونه راپيدا شول او هغه وو چې د ۱۳۵۸ لمريز کال د وږي په مياشت کې د ۱۹۷۹ ز کال د سيپټمبر پر ۱۴ نور محمد تره کی د حفيظ الله امين له خوا ووژل شو او امين د هغه ځايناستی شو . د امين واکمني هم درې مياشتې وه او د هماغه کال د ډيسمبر پر ۲۷ د شوروي پوځونو د يرغل په ترځ کې د تاج بېک په ماڼۍ کې ووژل شو . واک و ځواک ته رسېدل د امین تر وژلو وروسته ببرک کارمل لومړی له تاشکند راډيو څخه يوه اورنۍ وينا وکړه او بيا د شوروي اتحاد د مشرتابه له خوا د افغانستان د هېوادمشر په توگه وټاکل شو او د شوروي پوځونو او شوبلو پر زور د کابل پر پلاز کېنول شو . نوموړی د ١٩٨٠ نه تر ١٩٨٦ پورې د افغانستان د کمونستي رژيم درېيم ولسمشر وو. هغه په ژبه کې ډېر تکړه وياند ، ويناوال ، سخت ماجراجو ، ماهر دسيسه گر او تکړه عوام فريب وو. دده ځانغوښتنې هيڅ بريد نه درلود . کارمل په مارکسيستي تيورۍ کې د مطالعې لوی نوم درلود. دی په کمونيستي تيورۍ ، شوروي اتحاد او لېنين باندې خورا ډېر مين وو . دی شوروي اتحاد ته تر دې بريده ژمن وو ، چې پر خپلو څو زامنو يې هم روسي نومونه اېښي ول . هغه شوروي جگپوړي جنرالان چې له ببرک کارمل سره یې سر وکار درلود ، يا یې هم ورسره ليدنه کتنه کړې وه ، وايي چې ببرک کارمل د کار وړتيا نه درلوده . ده خپله ټوله پازه شوروي پوځ او شوروي سلاکارانو ته ور پرې اېښې وه . جنرال وارېنيکوف په خپل کتاب کې لیکي چې کارمل په مشروبو روږدی شوی وو او هره ورځ به یې څښل . هر ځل چې به کوم شوروی جنرال دده دفتر ته ورننوت ، ده به لومړی په غېږ توده ستړي مه شي ورسره وکړه ، بیا به یې د مشروبو بوتل ورته راواخيست . د شورويانو تر حمايي لاندې د ببرک کارمل واکمني د افغانستان په پېښليک کې یوه له ډېرو خونړيو دورو څخه گڼل کيږي . کارمل تش په نوم د هېواد مشر وو . د هېواد د بهرني او کورني سیاست ټولې چارې د شوروي اتحاد په لاس کې وې . پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد يرغل په کلونو کې ببرک کارمل د افغانانو په منځ کې د دويم شاه شجاع نوم خپل کړی وو . د ببرک کارمل او شورویانو واکمنۍ په افغانستان کې د پښتون قام د کاموژنې لار خپله کړې وه . هغوی د انقلاب ضد عناصرو د له منځه وړلو او د هغوی پرضد عملياتو تر نامه لاندې د افغانستان پښتون مېشتې سیمې په سپکو او درنو وسلو ، سکاډ توغنديو باندې بمبارولې ، ډله ييزې وژنې يې کولې او په هېواد کې يې په اصل کې د قومي پاکسازۍ سياست خپل کړی وو . قدرت له لاسه ورکول کله چې د ۱۹۸۵ ز کال د مارچ پر ۱۱ ميخايل سيرگېويچ گورباچوف د شوروي اتحاد د کمونيست گوند د مرکزي کومېټې عمومي منشي شو ، نو د افغانستان په تړاو سياست ته يې هم بدلون ورکړ . هغوی وليدل چې دا شپږم کال دی چې هره ورځ په افغانستان کې شوروي پوځيان وژل کيږي ، خو د کارمل واکمني د افغانستان لپاره کوم گټور بدلون رامنځته نه کړي ، نو یې وپتېيله چې د افغانستان په سیاسي مشرتابه کې هم بدلون راولي . په همدې توگه د ١٩٨٦ ز کال د می پر ۴ کارمل د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د عمومي منشي له څوکۍ او دندې څخه گوښه او پر ځای کې يې ډاکټر نجيب الله ځایناستی شو. ببرک کارمل وروسته د همدغه کال د نوامبر پر ۲۱ د جمهوري رياست له څوکۍ څخه هم گوښه شو . وروسته له دې چې له ولسمشرۍ دندې نه گوښه شو نو مسکو ته واستول شو. بيا پر ١٩٨٩ کال يو ځل بيا کابل ته راستون شو، خو د ژوند وروستۍ شېبې يې په شوروي اتحاد کې تېرې کړې. مهاجرت او مړينه کله چې ببرک کارمل په افغانستان کې له ټولو گوندی او دولتي دندو څخه گوښه شو ، نو د شوروي اتحاد پلازمېنې مسکو ته واستول شو او هلته د مسکو په اطراف کې د سېرېبرياني بور په نامه سيمه کې په يو اطرافي کور کې ځای پر ځای کړای شو . کارمل د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال هم د خپلو پرچمي گوندي ملگريو په منځ کې ډېر نامتو وو . له دې سره سره چې دی دا مهال په شوروي کې اوسېده ، خو له دې سره یې لېوتالتيا زښته ډېره وه چې کابل ته ستون شي او يو ځل بيا خپل ځان واک و ځواک ته ورسوي . له دې موضوع څخه شوروي مشري خبره شوه او هغه وو چې پر ده يې ساتندويان او پهره داران ودرول ، چې بې اجازې چېرته ولاړ نه شي ، په تېره بيا کابل ته. د ژوند په وروستيو کلونو کې د کارمل روغتييايي حالت ډېر خراب شو . ده د بډوگو بډوډو ناروغي درلوده . دی په پرله پسې ډول تر درملنې لاندې وو . ببرک کارمل د ۱۹۹۶ ز کال د ډيسمبر پر ۳ د مسکو ښار په لومړۍ شمېره ښاري روغتون کې ومړ . تر هغه وروسته يې جنازه افغانستان ته واستول شوه او په حيرتانو کې خاورو ته وسپارل شوه . انځورتون دا هم وگورئ د ببرک کارمل ژوندليک - . د افغانستان د خلق دموکراتيک گوندکړ په هکله معلوماتی پاڼه. اخځونه ببرک کارمل ببرک کارمل ببرک کارمل ببرک کارمل افغان کميونيسټي واکمنان افغان کمونيستان افغانستان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%85%D8%B1%D9%86%D8%AC%D8%A7%D9%86%20%D8%BA%D9%88%D9%86%DA%89%DB%8D
د مرنجان غونډۍ
د مرنجان غونډۍ يا د لرغوني کابل تاريخي پا ڼه د کابل بالا حصار ختيځ لورته د څلور کيلو متره په واټن د ختيځ لويديځ په اوږدوالي پرته لرغونې غونډۍ ده چي اوس د مرنجان او کله هم د نادرخان تپې په نوم ياده شوې ،او په دې ورستيو کي د شهيدانو په نوم هم نومول شوېده . د مرنجان نوم يو فکلوريک بنسټ لري چي ريښې يې د کابل پاچاهانو کوچيني کوشانيان ٤٠٠ څخه تر ٥٠٠ ميلادي کلونو پوري مهال ته رسيږي او مرنجان د هغه پاچاهانو له ډلي د يوه پاچا لايق وزير گڼي چي جوله او ښايست يې نه درلود او هم يې په دربارکي د يوه جوگي او غېب وينوکي وزير په توگه دنده درلودل ، نوموړي غوښتل چي د هغه پاچا لور خپل کړي ، خو ونه توانيدۍ . د نادرخان تپه ځکه ورته ويل کيږي چي د همدې غونډۍ پر بر سر د نادرخان زيارت پروت دۍ او د لويديځ لور ته يوڅه لاندي برخه کي د سياه سنگ سيمي پر خوا د سلطان محمد خان طلايې زيارت دۍ ، ځکه يې خلک د نادر خان په نوم هم يادوي ، او ورستۍ نوم ځکه ورکړل شو چي د اوښتون په کالونو کي د انقلابي بهير د يو شمير پلويانو هديره ده . د مرنجان تپه د کابل ښار يوه لرغونې سيمه ده چي د اسلامي پير وړاندي زمانو زيات ارزښتمن اثار يې په خپل لمن کي ساتلي دي . د لومړي ځل لپاره په ١٩٣٣ ميلادي کال په تصادفي توگه يوه بودايې مجسمه د همدې لرغوني سيمي څخه تر لاسه شوه ، چي همدې پيښي د هغه وخت د موزيم ادارې د کارکونکو او په ځانگړي توگه د فرانسوي لرغونپوهانو ټيم پام ځان ته واړاوه ، لومړۍ فرانسوي لرغونپوه ژان گزل ، او بيا ژوزف هاکن د ١٩٣٣ ميلادي کال د جون په مياشت کي لومړنۍ سپړني تر سره کړې ، او بيا د همدې سپړنو سره مسيو هاکن هم مل شو . د مرنجان غونډۍ هغه لورته چي د سلطان محمد خان طلايې زيارت ودان دۍ ، د مځکي له مخه څه ناڅه د زرو مترو په لوړالي د ختيځ لورته د فرانسوي لرغوپوهانو له لوري دسپړنو چاري پيل شوې، د سپړنو څخه ډير ژر جوته شوه چي دا سيمه د بودايې پير د اثارو يوه بډايه زيرمه ده . د سپړنو په نتيجه کي يوشمير داسي ودانۍ چي په کوشاني پير پوري يې اړه لرل را څرگندي شوې ، د خاورينو لوښو ټوټې ، د هغه وخت يوشمير زينتي وسايل ،ايکۍ مسکوکات ، مجسمې او يو شمير نور اثار چي د کوشاني پير او کابلي پاچاهانو دمهال استازيتوب يې کاوه راڅرگند شول . د مرنجان غونډۍ په لومړنيو کلتوري طبقو کي داسي اثار هم په زياته پيمانه تر لاسه شول چي د يفتلي پاچاهانو مهال پوري يې اړه لرل ، د هغو تر څنگ د ساساني پير اثار اوپه ځانگړي توگه د شاپور د مهال ٣٧٣ ايکۍ ، اوهم د دويم شاپور چي د ٢٧٩ څخه يې تر ٣١٠ ميلادي کالونو تر منځ يې پر پارس واکمني چليدل ، په نوموړي پوري اړوند ايکۍ هم تر لاسه شويدي . فرانسوي لرغونپوهانو په همدي سپړنو او څيړنو بسنه وکړل او تر ١٩٨٢ ميلادي کال پوري د مرنجان غونډۍ په اړه نور نوي مالومات وړاندي نه شول ، خو په ١٩٨٣ ميلادي کال د افغاني لرغونپوهانو له لوري چي مشري يې د افغانستان د علومو اکادمي د لرغونپوهني انستيوت له خواکيدل ، له سره سپړني پيل شوې چي پوره درې کاله يې په بر کي ونيول . په دې کالونو کي د سپړنو چار و د پر مخ بيولو لپاره د علومو اکادمۍ د لرغونپوهني انستيوت له لوري مير احمد جوينده ، ظاهر يوسفزۍ ، عبدالروف ذاکر ، محمد نادر رسولي ، عبدالواسع فيروزي ، او د کابل پوهنتون له لوري د لرغونپوهني څانگي د محصيلينو لارښوونه د رسول باوري پر غاړه وه . د دريو کالو په ترځ کي اوه دورې سپړني د مرنجان غونډۍ په هغو برخو کي تر سره شوې چي فرانسوي لرغونپوهانو هلته د سپړنو چاري نه وې تنظيم کړي ، دا د لرغونپوهني انستيوت د ځوانو لرغونپوهانو زيار وو چي له هغه لرغوني سيمي څخه يې زيات شمير ارزښتمن اثار تر لاسه کړل ، د بودا يو زيات شمير ډبريني او خاوريني مجسمې ، چي په بيلا بيلو حالاتو کي يې د بودا د ژوند تمثيل کاوه ، د همدې سپړنو په ترځ کي د يوه معبد څخه د طلا متبرک صندوق تر لاسه شو چي بيا وروسته د زياتو څيړنو او اثارو ته د لا مقاومت ورکولو په نيت په ١٣٦٨ لمريز کال د پخواني شوروي د ختيځ پوهني انستويت د لرغونپوهني څانگي ته وليږل شو . او په ١٣٧٤ لمريز کال د افغانستان له لوري د يوه علمي سياسي لوړ رتبه هئيت په وسيله بيرته افغانستان ته راوړل شو . د مبارکو شيانو د ساتني لوښۍ چي د مرنچان تپې څخه تر لاسه شويدۍ په مرنجان غونډۍ کي د سپړنو چاري په ١٣٧٠ لمريز کال ودريدې ، خو هغه يوشمير اثار چي د غونډۍ په محوطه کي ساتل کيدل ، ملي موزيم ته يوړل شوه ، او د هغو اثارو سره يوځای شول چي پخوا په مرنجان غونډۍ کي پيدا شوي او موزيم ته سپارل شوي وه . د دريو کالو په ترځ کي چي په نوبتي ډول په اوو دورو کي د سپړنو چاري تر سره شوې زيات ارزښتمن اثار په لاس راغلل چي نه يوازي د کابل په لرغوني تاريخ کي د پام وړ ځای لري بلکي د بوديزم او بودايې پير په روښانه کولو کي هم زيات گټور گڼل شويدي . او په ځانگړي توگه د مرنجان غونډۍ ورستيو لاس ته راوړنو دا خبره بيخي پخه کړه چي د بالا حصار څخه تر شېوه کيو او خاکجبار پوري ټوله حوزه د بودايې پير اړوند گڼ ميشته سيمه وه . د مرنچان غونډۍ څخه تر لاسه شوې ډبرينه مجسمه چي د افغاني لرغونپوهان په زيار را برسيره شول د مرنجان غونډۍ څخه د تر لاسه شوي ستوپې د زينتي ديوال يوه برخه اخځونه د الفبا په تر تيب : ١ باوري ، رسول . د افغانستان لرغوني مدنيتونه . کابل ، کابل پوهنتون . ١٣٧٠ . ٢ پولاديان ، جليل . په افغانستان کي د فرانسوي لرغونپوهانوڅيړني . افغانستان لرغونپوهنه . کابل ، دولتي مطبعه . ١٣٦٥ . ٣ کهزاد ، احمد علي . افغانستان در پرتوتاريخ . کابل ، مطبعه کابل . ١٢٤٦ .
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%82%D8%A7%D8%AF%D8%B1%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%D8%AE%D9%BC%DA%A9
عبدالقادر خان خټک
عبدالقادر خان خټک زوکړه ۱۰۶۳ سپوږميز لېږدي کال -مړینه ۱۱۲۸ س ل کال د لوی افغانستان يو لوی پښتو ژبی شاعر، ليکوال، ژباړن او د خوشحال خان په زامنو کې تر اشرف خان هجري وروسته دويم زوی دی. مخینه عبدالقادر خان خټک هم د ۴۷ کالو په عمر کې داسې شعرونه وویل، چې د هغه په اندازه هم ډیر کم شاعران پیدا کېږي او د خپل پلار پیروي یې وکړه. هغه د نقشبنديه طریقې له پیروانو څخه وو او د تصوف څلور طریقې یې تیرې کړې وې. د هغه په شعرونو کې د تصوف څرک په څرگند ډول لیدلی شو او د عشقي شعرونو تر څنگ یې د اتلولۍ د تورې او زړورتوب روحیه په ښکاره غبرگون مومي. عبدالقادر خان خټک هغه شاعر دی چې ظلم یې غندلی، محکوم کړی او د هغه پر ضد یې شعرونه ویلي؛ ټولنيزه برخه یې په څومره ښکلي انداز کې راوړې، لکه چې وایې: ځوانمرد هغه دی لــــــــــکه شمع د ځان په سوزولو مجلس کـــــا جمع عبدالقادرخان خټک ۱۰۶۳- ۱۱۲۸ ل س د خوشال خان خټک د ادبي بڼ دويم خوږ ژبی بلبل دی. خوشال خان د هغه د زیږدنې کال له کلمې څخه راایستلی، په دې مانا چې عبدالقادرخان د ۱۰۶۳ لېږديز سپوږميز کال د لوی اختر د میاشتې پر ۲۵ پېنځه ویشتمه زیږیدلی دی. عبدالقادرخټک د خوشال خان د ادبي کورنۍ د ښوونې او روزنې نه پوره برخه اخیستې ده. د عبدالقادر له اثارو دا جوتۍږي چې نوموړی لوی عالم او د شاعرانو په لومړي کتار کې شمېرل کېږي. همدا ډول هغه د دیوان له شعرونو څخه دا هم مالومېږي چې هغه په هندي، عربي او پارسي ژبو ښه پوهیده، ځکه چې هغه په خپلو شعرونو کې د قافیې د برابرولو لپاره د دغو ژبو له ويیونو کلماتو کار اخیستی دی. سربېره پر دې، عبدالقادر خان د شاعرۍ تر څنگ د لیکوالۍ او ژباړې پوره استعداد درلود. لکه څنگه چې ورښانه ده، د روښانیانو او خوشالانو غورځنگونو په پښتنو کې په شعوري توگه سیاسي بیداري راپیدا کړه، قومونه او ولس یې خپل ملي او کلتوري گټو ته راوبلل. په دغه وخت کې عبدالقادر خان خټک هم په دغه چاپیریال کې ژوند کاوه او د خپلو خیالاتو او جذباتو څخه یې خپل قوم ته په شعوري توگه خدمت وکړ. دغه وخت چا د تورې، چا د قلم په مټ خپله ملي هاند و هڅه مبارزه د ځمکواکو فیوډالو مغولو پر ضد پر مخ بیوله او د ښکېلاک له جغ نه د ازادولو پر لور هڅې روانې وې چې د هغوی په رڼا کې سړی کولای شي د هغه د ټولنيز او سیاسي ژوند اړخونو باندې و غږیږي. عبدالقادر خان خټک د پوهانو له ليده د خټکو له سرسري تاریخه دا څرگندیږي چې عبدالقادر نه یوازې شاعر، بلکې د خپل ننگیالي پلار او وروڼو غوندي د قلم په څنگ کې د تورې خاوند هم وو. اوڅار ختیځپوه انگریز میجر راورټي د عبدالقادر په اړه داسې لیکي: عبدالقادر د تورې هم دومره مېړنی وو لکه د قلم او شاعرۍ چې وو. دا هغه شاعر دی چې د پېښور ضلعي د مغولي ښار څخه د نوښار گیلا د درژ میلتو څخه وروسته ونیول او ۳۰۰۰ مغول یې مات کړل... همدارنگه عبدالقادر له خپل پلار سره د کال ۱۰۸۵ د گنبت په جگړه کې د حکومت پر ضد له شیر محمد بنگښ سره جنگیدلی دی. په دې جگړه کې عبدالقادر خان ټپي شو او ډیر خلکو ته زیان ورواوښت. دغه پېښې ته خوشال خان داسې نغوته اشاره کړی ده: ښه ځوانان چې د گنبت په میدان ومړ - د هر ځوان په زړه کې ننگ افغاني ده همگي ځوانان زما د زړه ارمان دی - پکښې بیله د عبدل تانده ځواني ده د غلیم سره په اس غاړه غړۍ شو - د عبدل په مړنتوب بخره کاندې ده رواړتي بل ځای کې لیکي: عبدالقادر د بنگښو ښه شهرت بیامند. سره د دې چې ژوبل شو، خو بیا یې هم فتح وکړه او دغه بری د هغه په نامه یاد کړای شو. د پټې خزانې ليکوال محمد هوتک د عبدالقادر خان خټک په اړه د نواب محمد اندړ له خولې روایت داسې نقل کړی دی: د خوشال بیگ خټک تر مرگ وروسته عبدالقادر په ۱۱۱۳ هـ س کابل ته د خټکو د قوم لخوا تللی او د کاروانونو د تېرېدلو خبرې د بنگښو پر خوا کړې دي. عبدالقادر غښتلی او گړندی ځوان وو، د خټکو خانان یې تابع وو. د پټې خزانې ليکوال زیاتوي: نواب محمد اندړ له کابل څخه له سلو غزلو سره کندهار ته راغلی وو. عبدالقادر په خپله د کابل یادونه داسې کوي: له خپله بخته و چا ته زاړ کړو - د چرخ ناسزا یې و چاته شمار کړو له ښکلیو ډک دی د کابل شهر - هومره څه نشته چې یو ترې یار کړو د عبدالقادر د شعر او شاعرۍ په اړه ځینو شاعرانو او لیکوالانو خپل الواکونه نظریې څرگندې کړې دي. په دې ډول اشرف خان هجري یې بحر بولي: قادرخان که بحر بولم دروغ نه دی - چې فکر د اصلی دره مصدر دی سعید خټک پخپل دیوان کې د عبدالقادر یادونه داسې کړې ده: د حلوا يې خبیص لږ دی پخوني هم اکل نان پزان اکل یې ډیر دی دا پټ ندی د عاقل دلته یو عبدالقادر دی د خبیص حلوا مايل پير محمد کاکړ: د عبدالقادر او د شرف خان د شهر په کالب کې، رنگین او سوځونکي بللی دی. بیا رنگ شعر بیان عبدالقادر کړ - د اشرف دی هم تر ده نه سوزان شعر قاسم علي خان اپريدي د نورو سترو شاعرانو په ډله کې د عبدالقادر یادونه کړې ده: تیر شو وخت د رمان اوس دی زما - که دولت و که خوشحال و که میزا میرعلی عبدالقادر که سکندر و - که اشرت که ارزني، مخلص جدا استاد عبدالحی حبيبي د عبدالقادر خان خټک د دیوان په سریزه کې داسې ليکي: عبدالقادر د شعر او ادب د صنایعو او بدایعوو په ادا کې ښه استاد دی او په کلام کې يې لومړی مزيت دا دی چې پيچلي مضامین په ساده گۍ او سلاست سره ادا کوي، او په شعر کې يې د ژوندانه ټول اړخونه مومدل کیږي. استاد صدیق الله رښتین د پښتو ادب تاریخ کې د دغه لوی شاعر په اړه داسې لیکي: عبدالقادر یو خوږ ژبی او نقطه سنح شاعر وو؛ هغه عشقي، تصوفي، اخلاقي او اجتماعي اشعار ویلي دي، خو په شعر کې يې د تصوف رنگ غالب دی. شعر یې ساده او خوږ دی. دوست محمد خان کامل مومند هم د عبدالقادر د شاعرۍ ځینې خصوصیات په گوته کړي او وایې: عبدالقادر د خپل ستر پلار خوشال خان شاگرد او د شاعرۍ ټول ډولونه لکه: غزل، مثنوي، قصیده، رباعي، قطعه او... په خپل اشعارو رانغښتي دي. همېش خليل د عبدالقادر د دیوان په سریزه کې داسې یادونه کړې: عبدالقادر د خپل دور د شاعرانو په لومړي سبک کې د داسې یو مقام څښتن دی چې نن یې موږ په ډیر فخر او ویاړ سره یادولی شو او د هغه شاعري یو منل شوی حقیقت دی، ډیر شاعران او څېړونکي د هغه په جامعیت یوه خوله دي. دیوان د عبدالقادر خان حټک دیوان لومړی ځل پر ۱۹۳۸ ز کال په کندهار کې د استاد حبیبي په سریزه او سمونه چاپ شوی دی. دويم ځل په پېښور کې د همیش خلیل لخوا په ۱۹۶۷ ع. کال کې چاپ شوی دی. درېیم ځل په ۱۹۶۹ ز کال کې د انورالحق په زیار د چاپ میدان ته راوتلی دی. څلورم ځل پر ۱۹۷۲ ز کال په پېښور کې بیا چاپ شوی. په دیوان کې ۲۶۹ غزلي، ۲۳۳ څلوریزي، او ۱۱ بوللې راغلې دي. پېنځم ځل د پروفیسور پروفیسر جهانزیب نیاز له خوا پر ۲۰۰۲ ز کال چاپ شوی دی. گلدسته دغه اثر د سعدی د گلستان کټ مټ پښتو ژباړه ده چې په خوږ او روان نثر یې ليکلې او د گلدستې نوم يې ورکړی دی. دغه ژباړه پر ۱۱۲۶ هـ کال پای ته رسېدلې ده. گلدسته پر ۱۹۶۱ هـ کال په پېښور کې چاپ شوې ده. یوسف او زلیخا دا کتاب د جامي له پارسي مثنوي څخه، چې هغه هم له عربي څخه په نظم اړولې او بیا په پښتو خفیف بحر ترجمه شوې او د اورنگ زیب په وخت کې په ۱۱۱۲ هـ کال نظم شوی دی. عبدالقادر د یوسف زلیخا په پای کې داسې ویلي دي: په خفیف بحر ویلی - کل دقت ځنې وتلی چې خفیف بحر شرین کا - هغه کس سحر مین کا ما شیرین بخر خفیف کړ - بې جوابه مې حریف کړ د یوسف زلیخا کيسه لومړی ځل پر ۱۸۷۱ ز کال، دويم ځل پر ۱۸۸۰ ز کال د ډیلي په یوسفي چاپخونه کې چاپ شوې ده. درېیم ځل پر ۱۸۹۷ ز کال د کابل په دارالسلطنه چاپځای کې او څلورم ځل پر ۱۹۲۲ ز کال په لاهور کې چاپ شوې ده. د یوسف او زلیخا له کيسې څخه پروفیسور ډورن په خپل نښير د پښتو منتخبات او راوړتي په خپل اثر گلشن روه کې خوښونې رانقل کړې دي. حدیقه خټک دا نښير پر ۱۱۱۰ هـ کال په نظم لیکل شوی دی. د پټې خزانې ليکوال محمد هوتک د خټکو حدیقه کتاب په نظم لیکل شوې بڼه پر ۱۱۴۰ هـ کال د پښتونستان په ډېره اسماعيل خان کې لیدلی دی. دا کتاب پر ۱۹۶۹ ز کال د سید انورالحق په سریزه او زیار په پېښور کې چاپ شوی دی. نصیحت نامه دا اثر هم منظوم دی او د تجنیس صنعت په اساس د دوه ييزې مثنوي په فورم کې لیکل شوی دی. د دغه نښير یوازې پېنځه بیتونه میندل شوي او د استاد حبیبي له خوا د عبدالقادر خان په دیوان کې ورزيات شوي او چاپ شوي دي. د بردې بولـلې ژباړه دا د عربي مشهور قصیدي ژباړه ده. د بردې بوللـه قصیده پز ۱۳۴۵ هـ کال په لاهور کې چاپ شوې او په ۱۳۵۳ هـ کال په پيښور کې هم له چاپه راوتلې ده. څلویښت حدیثه دغه اثر له یوې پنځه سوه بیتیزې مجموعي څخه عبارت دی چې د څلويښتو حدیثونو ژباړه ده. په دغه اثر کې دیني او اجتماعي مسایل راغونډ شوي دي. د عبدالقادر د شعرونو بېلابېل اړخونه: د عبدالقادر د دیوان له څېړنې دا څرگندیږي چې هغه یو خوږ ژبی او روان شاعر دی. دی د روانۍ او اسانۍ په سبک کې د رحمان بابا د ښوونخي ملگری دی او ادبي استعارو او نورو رنگینیو کې د خپل پلار د پوهنځي شاگرد دی. هغه ليکي: هر غزل مې مبرا دی له تکلیفه - په ساده پښتو ویل شیرین کلام یم د عبدالقادر په اشعارو کې هغه عشقي، ټولنیز، اخلاقي، سیاسي او تصوفي مسایل لیدل کېږي چې په ټولنه کې شته دي. عشقي: عبدالقادر په عشقي مسایلو کې ډیرې چیغې او نارې سورې وهلې او د رښتونې عشق د ژوندانه د ټولو څانگو اساسي بنسټ گڼي: ستا په زلفو کې هرگوره زړه پریشان شو - مسلمان دې نه کا خدای په هندوبار گډ سرو لبانو یې قیمت د لعلو کم کړ - سپینو غاښو یې بې اب گوهر هم لا یار مې تله د باغ په لور کاندي پوهیږم - کل په حسن ځینې پور کاندي پوهیږم ډیر هوښیار به لیوني کاندي پوهیږم - کرشمې د پریوارې بې څه نه دي ښه چې ژبه دې قلم شوه په مجلس کې - شمعي تا چې د خپل سوز قصه ویله ساقي مې چې راکوې په قهقه خانده - زده کړه دا د صراحیو له قلقله له مستۍ مې ښیښه پرېوته له لاسه - ساقي قهر راته مه کوه ځواني ده مخ لکه افتاب د خپل مین ته ځلوه - زړونو د غمازو لکه موم پرې ویلوه زور د غاښو مکړه مخ یې صاف تر ایینه دی - زخم به پرې وشي په ورو ورو یې ښکلوه د عبدالقادر د شعر ټولنيز اړخ عبدالقادر د یوې ټولنې په برخه کې داسې نظر لري او وایي چې نیکمرغي د هغه چا په برخه ده چې د نورو په زیان کې خپله گټه ونه لټوي، او د نورو لپاره بله شمع شي. د خټک د شعر سبک عبدالقادر خان د خوشال خان د ادبي مکتب شاگرد او پيرو وو، خو په کلام کې يې د تصوف او زهد رنگ زيات ليدل کېږي. د هغه کلام له لفظي او معنوي تعقيد څخه خالي دى، د هر ډول تخيل پر ادا کولو مقتدر دى، هر ډول پېچلي او مشکل مضامين يې په ډېره ساده او سليسه پيرايه ادا کړي دي. تمثيلونه يې طبيعي او مثبت دي، د ادبي صنايعو په کارونه کې يې کلام پېچلی کېږي نه او خپل سلاست له لاسه نه ورکوي. د طباق صنعت يې څومره ښه راوړى دى: چې يې تللم په خندا خندا ديدار ته - اوس يې درومم په ژړا ژړا مزار ته هر سحر سترگې د گل په اوښکو ډکې - په دا باغ کې بې ژړلو خندا نسته د تجنيس بېلگه يې سل زخمه که وخوري ترې به يو څاڅکى پرې نه وزي - هسې رنگ وچه د صورت کا مينه وينه خوب به يې بدل په بيدارۍ خوشي په وير شي - هر چې يې په زړه کې د دلبرو مينه وينه د شاعرۍ په فن کې د يو شاعر کمال دا دى چې شعرونه يې پاخه، متين او د مطلب ښه والى پکې ساتل شوى وي. په دې رباعي کې يې د مطلب ټولې ښېگڼې ساتلې دي: باران ورېږي څڅواکى څاڅي - نسيم راوالوت سنبل پرې ناڅي اسباب د عيش واړه موجود دی - ساقي ته گورو که دى راپاڅي اندونه افکار يې د عبدالقادر خان په آثارو کې پر عشقي شعرونو سربېره، اخلاقي او ټولنيز مضامين هم شتتون لري. خټک د تصوف په نړۍ کې استادانه افکار لري، ځکه چې هغه په کړن کې په اجتماع کې ورگډ وو، په عرفان او تصوف کې د شيخ سعدي لاهوري معتقد وو.د ساري په توگه په لاندنيو بيتونو کې د قدرت د جمال تماشا په څه صراحت او سلاست ښيي: دلبر مخ راته ښيي په هر آئين کې - که په تور کې جلوه گر شي که په سپين کې که په زلفو کې ځاى وکا زړه راکاږي - که په سترگو په رخسار او په جبين کې په څراغ کې تجلي وکا پتنگ ته - بلبلانو ته ښکاره شي په نسرين کې په هر څه کې گوره يار عبدالقادره - که دې نشته شک گومان پخپل يقين کې د شعر بېلگه يې په ښوره مځکه کې کله زراعت شي - د امېد تخم هرگز پرې ضايع مه کړه له بدانو سره ښه بدي له ښو شي - دا وينا ده و هر چا وته کره عاقبت به د حرمان ورغوي ژوي - يو زمان دې بدان نه شي چا کره خر که هر څو بې تمېز دى - چې بار وړي هسې عزيز دى اوښ غڅکى چې باربردار وي - له ظالمه بزرگوار وي دد چې ومري ترې ددي ځي - دى و دوزخ ته په بدي ځي چې قانع په يوه څاڅکي - شو صدف قيمتي گوهر يې ځي مړينه چاپ شوي نښيرونه يې عبدالقادر خان تر ۶۰ شپیتو زیات نښيرونه کښلي، خو پرته د شپږو او د معما څخه د نورو اثارو نومونه اوس چاته نه دي معلوم. د عبدالقادر خټک هغه اثرونه چې د زماني د سیلاب څخه خوندي پاتې او چاپ شوي دي او موږ ته معلوم دي، هغه دا دې: ۱- دیوان، د ۱۹۳۸ ز کال لومړی چاب، کندهار. ۲- گلدسته. ۳- یوسف او زلیخا. ۴- حدیقه ی خټک. ۵- نصیحت نامه. ۶- د بردې بوللې قصیدې ژباړه. ۷- څلويښت حدیثونه. اخځليک پښتانه شاعران پښتانه ليکوال افغاني ليکوال پښتانه افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%8A%D8%AF%D9%87%20%D8%AD%D8%B3%D9%8A%D9%86%D9%87%20%DA%AF%D9%84%20%D8%AA%D9%86%D9%87%D8%A7
سيده حسينه گل تنها
سيده حسينه گل تنها د پښتو ژبې يوه وتلې ليکواله، شاعره، کیسه او ډرامه لیکواله ده. تنها د کوزې پښتونخوا د نوښار په کاکا صیب کلي مخينه هغه د پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په کاکا صيب کلي کې په یوه ادبپاله کورنۍ کې زیږېدلې ده، خپلې لومړنۍ زده کړې یې هم په خپل کلي کې سر ته رسولي دي. سیده حسینه گل تنها هغه پښتنه ښځینه شاعره ده چې په لومړي ځل یې د میرمنو ښځینه احساسات، غوښتنې ، انگیرنې او فکر په خپلو شعر کې راو نغاړه او د ښځينه او نارینه پښتو شاعرۍ ترمنځ یې د بلوالي کرښه راوښکله. پوی دخپل باغي فطرت په چارو شوم مات مې روایات کړل علامت شومه. خپلې لومړنۍ زده کړې يې هم په خپل کلي کې سر ته رسولې دي. چاپي آثار حسینه گل تنها تر دې دمه کتابونه خپاره شوي دي: شپون شپول شپېلۍ - شعري ټولگه - كال خو ته خبرې كوه - شعري ټولگه - كال دا هم هغسې موسم دی - شعري ټولگه - كال افضل .. افضل شوق تنقيدي جائزه كال ملکه - ناول - چاپکال ز ته له ما څنگه جدا یې ـ شعري ټولگه ـ چاپ کال ۲۰۱۴ زیږدیز ناچاپه آثار تصوير افسانې ناچاپ كتاب منگوټی ناول ناچاپ كتاب ډرامې راډيو ډرامې ناچاپ كتاب سفرنامه هند سفرنامه ناچاپ كتاب سرچينې باندنۍ تړنې په ويکي شعرونو کې د سيدې حسينه گل شعرونه پښتنې شاعرانې پښتنې ليکوالې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D8%B2%D9%84%D9%88%D8%A8%D9%87
وزلوبه
وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده، چې د خلكو په منځ كې ډېر مينه وال لري، د وزلوبې د رامنځته كېدو تاريخ د مقدوني سكندر د لښكر كشيو په وخت پورې تړي، نكل دى چې په هغه وخت كې به آريايي اتلانو د دښمن په لښكرو كې د شپې لخوا يرغل كاوه او د دښمن پوځيان به يې ژوندي د هغوي له پوځي پڼدغالو څخه له ځان سره وړل. وروسته دغه جگړه ايز وړتيا د ورزش بڼه وموندله او د بوختياوو او نندارې لپاره به ترسره كېده. ددې لوبې د جوړېدو ځايونه د هېواد شمالي برخې دي، او ډېر ځله د بلخ ، جوزجان ، سمنگان ، بدخشان ، تخار ، كندز ، بغلان ، فارياب او پروان په ولايتونو كې دود لري. د وزلوبې د ترسره كولو لپاره، اتل يا لوبغاړې چې د چاپ انداز په نامه يادېږي، په سورلۍ كې لوى لاس لري او له ستونزومنو تمرينونو څخه وروسته په لوبو كې د گډون ځواكمنتيا ترلاسه كوي. د وزلوبې د لوبې وسيله يو خوسى وي، چې له حلالولو او د نس له پاكولو وروسته هغه د څلرويشتو ساعتونو لپاره د اوبو په منځ كې كېښودل كېږي، چې د پوستكي مقاومت يې ډېر شي، او بيا يې د لوبې په بهير كې ونه شلېږي. د خوسي وزن له ۳۰ څخه تر ۴۵ كيلوگرامو پورې وي. د وزلوبې د ډگر سيمه ناټاكلې وي، خو د افغانستان د اولمپېك د رياست لخوا د مېدان د بر برخه ۳۵۰۳۵۰ مربع متره او اوږدوالې يې ۳۵۰۳۰۰ متره ټاكل شوې دى. لوبه په عمومي ورزشي لوبغالو د فوټبال د مېدان په مساحت او په سټېډيمونو كې هم ترسره كېداى شي. د وزلوبې په مېدان كې د پورته كولو، د حلال او توغ داېرې د پام وړ ځايونه وي. خوسې د پورته كولو د ځاى داېره په منځ كې وي، او په اسونو سپاره لوبغاړي د هغه په شاوخوا راټولېږي. د مېدان دمشر په لارښوونه د خوسي د پورته كولو لپاره هلې ځلې پېل كېږي. لوبې
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AA%D8%B5%D9%88%D9%81
تصوف
د الرساله القشېريه ليکوال امام ابو القاسم القشېري ليکي چې په هره ژبه کې پاکي د تعريف وړ ده، او ناپاکي چې ددې ضد دى، د رټلو ده. نوموړې د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو حديث ذهب صفو الدنيا او کدورت باقي پاتې شو، نو ځکه اوس مرگ د هر مومن لپاره يوه ډالۍ ده. امام قشېري وايي چې دا نوم د صوفيانو په ډله باندې راغبرگ شو. نو ځکه د يو سړي لپاره ويل کېږي، چې صوفي سړى. او د ډلې لپاره د صوفيان سړي او هغه څوک چې ځان دې ډلې سره نښلوي، د متصوف په نامه سره يادېږي صوفي ورته نشي ويل کېداى، او د ډلې لپاره د متصوفه ؤ لفظ استعمالېږي. د تصوف مانا تصوفپوهانو د تصوف او صوفي د ماناگانو په اړه زياتې خبرې کړي، چې موږ به يې دلته يو څو ماناوې په لنډ ډول سره را واخلو: د ابو محمد جريري قول: دې وايي چې: تصوف د هر اعلى خلق کې داخلېدل، او له هر رټل شوي خلق څخه وتلو نوم دى. حسېن بن منصور قول: د صوفي ذات يو وي، نه بل څوک له څښتن تعالى څخه پرته دې مني، او نه دې له څښتن تعالى څخه پرته بل څوک مني. جنېد بغدادي قول: له جنېد څخه د تصوف په اړه پوښتنه وشوه، چې تصوف څه شې دى؟ په ځواب کې يې ورته وويل چې: له ځښتن تعالى سره داسې اړيکې ټينگې کړه، چې له بل چا سره دى هېڅ اړيکه ونه وسي. رويم احمد بغدادي وايي چې: د تصوف پېل په درې شيانو کېږي: ۱- فقر و افتقار په کلکه سره نيول، ۲- ايثار او قربانۍ سره يادېدل، ۳- له کوم شي سره تعرض، يا د يو شي اختيارول پرېښودل. معروف کرخي وايي، چې تصوف په رېښتياؤ عمل کول، او د خلکو له مالونو څخه د نا امېدۍ نوم دى. بل قول يې دى، چې وايي: کله چې کوم صوفي وليد، چې د خپلې ظاهري بڼې په جوړولو يې زيات اهتمام کاوه، نو پدې پوه شئ چې د هغه باطن خراب دى. نوري وايي چې: د صوفي تعريف دا دى، چې هغه د اړتيا او محتاجۍ په وخت کې آرام وي، او که چېرې څه ورسره وي، نو اېثار او قربانۍ کې يې نظير نه وي. تاريخ کله چې نبي عليه السلام ومړ، نو هغه خلک چې وروسته لدې زېږېدل، نو هغوي ته به يې تابعي ويلې، ځکه چې د پېغمبر عليه السلام له يارانو سره به يې خبرې کړې وې، او هغوي به يې ليدلي ول. ددوي به دا نوم ښې لوړې درجې نوم گڼلو، او وياړ به يې پرې کاوه. بيا چې له دوي څخه وروسته کوم خلک پېدا شول اتباع التابعين ويل. لدې څخه وروسته د ځانځانۍ دوره پېل شوه. ډلې ټپلې راپيدا شوې. نو پدغه وخت کې يوه ځانگړې ډله وه، چې خلکو به د زاهدانو او عابدانو په نامه يادوله. خو کله چې بدعتونهخ راپېدا ش ول نو هرې ډلې به دا دعوه کوله چې کوله، چې په دوي کې هم زاهدان شته، پدې وخت کې د اهل سنتو څخه هه ځانگړې ډلې چې خپل نفسونه يې يې د الله تعالى په لار کې وقف کړي ول، او خپل زړونه يې له بې پروايۍ څخه ترخپلې وسې خوندي ساتلي ول. د خپلې لارې لپاره يو نوې نوم تصوف غوره کړ، چې وروسته بيا په همدې نامه صوفيانو سره ونومول شول. دا نوم له دويمې هجري سپوږمېزې پېړۍ څخه مخکې راپېدا شوې دى. د لفظ ماخذونه د تصوف د لفظ په مانا او ماخذ کې مختلفې راى دي، چې موږ به دلته هغه ټولې په لنډيز سره راواخلو: د عربي ژبې لمخې ددې نوم نښـې نښانې نه له اشتقاق څخه ښکاري او نه هم له قياس څخه. ښکاره خبره خو دا ده، چې دا نوم د لقب په څېر دى. خو ځينې خلک بيا وايي چې تصوف له صوف څخه اخيستل شوې چې د پسه د وړۍ په مانا ده، ځکه پخوا وختونه به چې چا هم د وړيو څخه اوبدلې جامې واغوستلې، نو هغه سړي ته به يې تصوف لفظ استعمالاوه. لکه څرنگه چې د د کمېس قميس اغوستلو ته د تقمس لفظ استعمالېږي. نو دا لفظ د تصوف د اشتقاق يوه وجه کېداى شي. مگر دا جامه د صوفيانو ځانگړې جامه نه وه، مگر زياترو به همدا جامې اغوستې. ځينې پوهان وايي، چې دا لفظ د نبي عليه السلام د جومات د هغې چوترې صفه څخه اخيستل شوې، چې د نبي عليه السلام بې کوره ياران به هلته اوسېدل. دا خبره هم سمه نه ښکاري، ځکه د صفه نسبتي اسم صُفي راځي، نه چې صوفي. درېمه ډله پوهان وايي: دا ډله تصوف د صفاء څخه اخلي. دا خبره هم د لغت له مخې ډېره لرې خبره ده. څلورم ډله پوهان وايي چې تصوف له صف څخه اخيستل شوې. هغه پدې مانا چې د قيامت په ورځ به ټول مخلوقات د څښتن تعالى په دربار کې حاضرېږي. او متصوفه ډله به د خپلو زړونو له وجې په لومړي کتار صف کې ځاى ولري. دا مانا خو سهې ده، مگر په لغوي ډول سره د صف نسبتي اسم صفي راځي، نه چې صوفي. د تصوف ځينې طريقې تصوف او صوفي کېدل د نړۍ په ټولو ادبياتو کې يوه ځانگړې برخه جوړوي،چې نه شو کولای د تصوف تاثيرات په پښتو ادبياتو کې هم ناديده وگڼو، دا چې تصوف په پښتو ژبه کې او په ځانگړې توگه په شعري او نثري ليکنو کې څومره رول او موقف لري . د تصوف د څېړونکو له انده ډېر د پام وړ توکی بللی شو: لکه چې د تصوف په ډېرو پېژندونو کې راغلي دي ، چې اصطلاحي اړخ يې د ډېرو تصوف پوهانو او خېړونکو له انده د ډېرې کتنې او پلټنې وړ خبره ده . زموږ بحث په دې البته کوچنۍ رساله کې دانه ده ، چې تصوف ډېرو لوريو څخه وڅيړو او وځيرو . زموږ هڅه دلته داده ، چې د تصوف او هغه ته اړوند ځنې مسايل او لارې چارې وڅيړو، د بحث او تحقيق موضوع دلته راټوليږي . د تصوف لارې او طريقې ، چې ډېرو متصوفينو په هغولارو او طريقو عمل کړی دی، همدارنگه ډېرۍ صوفيان په دې توانېدلي دي ، چې د تصوف په انگړ کې د تصوف گلونه خپلو لارويانو ته روښانه او وروښايي ، چې ډېرو په دغه لار کې د مُرشدانو دندې ترسره کړي دي . او تر ډېره بريده يې خپل پلويان او بيعت کوونکو ته لاره روښانه کړې او دغه لوی رسالت يې په ښه توگه ترسره کړی . زموږ موخه هم دلته ده ، چې په تصوف کې د ځينو لارو او طريقو شتون حتمي دی، چې څېړل يې زموږ ددې موضوع هدف جوړوي . دتصوف له ۷۳ طريقو څخه ځينې طريقې : قادريه طريقه دا طريقه ، چې د حنيد د مکتب تر اغېزې لاندې ده، مؤسس يې شيخ عبدالقادرجيلاني دی،چې په ۴۷۰ هجري کې زېږېدلی دی او په ۵۱۶ هجري کې وفات شوی دی . په شرعي علومو کې د تبحر خاوند ؤ او په ۱۳ علومو کې يې لاس درلود. فقهي فتوی به يې د امام شافعي او امام احمد بن حنبل په مذهب ورکول ، ډېر کرامات ده ته منسوب دي،چې ځينې يې دادي : دده له مور څخه حکايت شوی، چې د روژې په مياشت کې به ده د ورځې د مور تی نه روده، يوه ورځ،چې د خلکو لپاره مشتبه وه،چې روژه به ويکه بوزه،نو د عبدالقادر له مور نه تپوس وشو، هغې وويل : تی نه روي. وروسته بيا خلکو ته معلومه شوه ، چې هغه ورځ د روژې ورځ وه . په خپله له ده څخه حکايت شوی،چې په افق کې يې ډېر عظيم نور وليد،چې يو صورت په کې ښکاره شو او ويل يې : اې عبدالقادره ! زه ستا رب يم او ټول محرمات مې تاته حلال کړل ده ورته وويل : ورک شه ! لعينه ! له دې وينا سره هغه نور په تور تم بدل شو او هغه صورت لوگی وگرځيد، چې بيا يې ورته وويل : ما په دغه ډول اويا تنه د طريقو خاوندان گمراه کړي دي،مگر تا نجات وموند . چا له ده نه پوښتنه وکړه : ته څنگه پوه شوې،چې دا شيطان دی ؟ شيخ عبدالقادر وويل : د حرامو په حلالولو. وايي يوه ورځ په نظاميه مدرسه کې ډېر فقهاء او علماء راغونډ وو او شيخ عبدالقادر د قضاو قدر په باب خبرې کولې، چې يو مار له چت څخه راولويد او ټول و تښتېدل ، يوازې دی په کوټه کې پاتې شو او خپلې خبرې يې کولې،مار راغی د ده تر کميس لاندې ننووت او پر جسد باندې يې تېر شو ، له گريوانه يې راووت بيا يې له غاړې نه تاو شو او د ده په حال کې هيڅ تغير را نغی، مار بېرته ځمکې ته ښکته شو او مخامخ ورته په لکۍ ودرېده څه غږ ترې پورته شو، مگر څوک ، چې له کوټې نه دباندې وو، يو هم پوه نه شو،چې څه يې وويل ، مار بېرته لاړ او خلک کوټې ته را ننوتل . له ده څخه يې د غږ په باب پوښتنه وکړه ، چې څه يې ويل ؟ شيخ په ځواب کې وويل : مار راته ويل : ما ډېر اولياء په دغه شان ازمېيلي؛ مگر ستا ثبات مې په بل چا کې نه دی ليدلی. ما ورته وويل: ته يوچينجی يې، چې قضا او قدر دې په حرکت راولي او بس. دشيخ عبدالقادر تصوف سني او طريقه يې پر اعتدال ، د سنتو پر متابعت ، حب الخير، شفقت او تواضع بناء ده . نهه څلوېښت اولاده يې درلوده،چې يوولسو تنو يې دده لارښوونه او طريقه د أسيا په غرب او مصر کې خپره کړه . ده له فقيرانو ، صغيرانو ، وينځو او غلامانو سره ناسته ولاړه درلوده ، مگر د دولت اعيانو او اکابرو ته هيڅکله نه پاڅېده او نه د وزير او دسلطان دروازې ته ورته . رفاعيه دا طريقه سيد احمد رفاعي ته منسوبه ده، چې په ۵۸۰ هجري کې وفات شوی دی ، بني رفاعه د عربو يوه قبيله ده،چې رفاعي ورته منسوب دی. په ده کې رحم او شفقت ډېر زيات ؤ او په حيواناتو هم ډېر زهير ؤ ، حتا، چې کله به يې د جامو پر پيڅکه پيشو ويده وه او د لمانځه وخت به شو، هغه پيڅکه به يې د خپلو جامو نه غوڅه کړه او چې د لمانځه نه به بېرته راغی او پيشو به پاڅيدلې وه نو بېرته به يې په جامو پورې وگنډله . احمديه احمد بدوي د مصر له لويو اولياوو څخه دی، چې په ۵۹۶ هجري کې زېږېدلی ، د احمديه طريقې مُرشد دی . دی هم لکه رفاعي شافعي مذهب ؤ، د ده طريقه هم پر قرآن او سنتو اتکاء لري او دتعليماتو اساسي ټکي يې دادي : د نورو په مصيبتونو به نه خوشحاليږ، گاونډيو ته به ضرر نه رسو، دبديو مقابله به په احسان سره کو، وږی به مړو، بربنډ به پټوي، پر يتيمانو او ضعيفانو به مهرباني کو . سوقيه د ابراهيم د سوقي طريقه ده، چې په ۶۷۶ هجري کې د ۴۳ کالو په عمر وفات شوی دی . طريقه يې پر خالص سني تصوف بناء وه او پر کتاب او سنت يې تمسک درلود. شريعت يې اصل او طريقت يې فرع گاڼه . د ټولو خلکو مينه يې د کمال ضروري شرط او د مُريد راس المال شمېره. اکبريه دا طريقه ځکه اکبريه بولي، چې شيخ الاکبر محي الدين بن عربي ته منسوبه ده . دا شيخ ۶۳۶ هجري د وحدت الوجود زعيم دی،چې له وحدة الوجود څخه وحدة الاديان ته رسېدلی دی، ده ټول دينونه يو دين گاڼه،چې هغه د محبت دين دی . دده طريقه پرڅلورو صفتونو او خصلتونو بناء وه : چپ والی، گوښه توب، لوږه او بېخوبي . په دې طريقه کې پير خپل مُريد ته امر کوي ، چې له ټولو صغيره گناهونو خخه توبه وباسي، پس له هغه يې بيا لاس پر لاس ږدي او ورته وايي،چې سترگې پټې کړه . اول درې ځله پېر لا اله الا الله وايي او مُريد يې اوري او پېر ورته غوږ نيسي. وروسته بيا تبرکاً دا آيت شريف وايي : ان الذين يبايعونک تر اجراً عظيماِ پورې . پس له هغه مُريد هره ورځ سل ځله استغفار ، سل ځله لااله الا الله د زړه په حضور او دمانا په پوهه وايي، بيا سل ځله الله ورپسې سل ځله دا درود وايي : اللهم صل وسلم وبارک علی سيدنا محمد النبي الامي امام الهدي و علی اله وصحبه و سلم عدد کل ذرة الف الف کرة . شاذليه ددې طريقې مؤسس او باني ابو مديان ؤ او ابو الحسن علي شاذلي تونسي په خلکو کې رايجه کړه؛ ځکه يې شاذليه بولي. علي شاذلي په ۵۹۳ هجري کې زېږېدلی او په ۶۵۶ هجري کې وفات شوی دی. دا طريقه د علم پر مطلب او ډېر ذکر بناء ده او مشقت او مجاهده په کې ډېر ارزښت نه لري . مولويه د مولانا جلاالدين رومي طريقه ده ، چې په ۶۷۲ هجري کې په قونيه کې مدفون شو. ده رقص او موسيقي د ذکر په طريقه کې شامل کړه او عالمي شهرت يې وموند . نقشبنديه شيخ بهاؤالدين محمد بن محمد بخاري ، چې په شاه نقشبند مشهور ؤ، د دې طريقې پيشوا دی . دی بخارا ته نږدې په يوه قريه کې په ۶۱۸ هجري کې زېږېدلی او په ۷۹۱ هجري کې وفات شوی دی . نقشبنديه طريقه هم لکه شاذليه سهله او آسانه طريقه ده ، چې پر مُريد باندې ډېرې سختې نه راولې . چشتيه مؤسس يې معين الدين چشتي دی . ځانگړي اصطلاحات دا خبره روښانه ده، چې د پوهانو هره ډله ځانته د اصطلاحاتو يو ځانگړى گنج لري، کوم چې نورې ډلې نه استعمالوي. دوي په خپلو کې سره د ځانگړو غرضونو په لرلو سره ددې اصطلاگانو په ماناوو سره اتفاق کړې وي. مثلا ددې لپاره چې مخاطب په اسانۍ سره پوه کړي، يا دې لپاره چې کله هم دا اصطلاحات ياد شي، نو صوفيان سمدلاسه پرې پوه شي. اوس به راشو د صوفيانو ځانگړو اصطلاحاتو ته چې په لاندې ډول دي: وخت د صوفيانو له ځانگړو اصطلاحاتو څخه وخت يوه اصطلاح ده. مقام - حال - قبظ و بسط - هېبت او اُنس - وجود - جمع او فرق - جمع الجمع - فنا او بقا - غېبت او حضور - صحو او سکر - ذوق او شراب - محو او اثبات - سر او تجلى - لوائح، طوائح، لوامع - بواده او هجوم - تلوين او تمکين - قرب او بعد - شريعت او حقيقت - نفس - خواطر - علم اليقين- عين اليقين او حق اليقين - وارد - شاهد - روح - سر نامتو افغان صوفيان ابو علي سينا بلخي -- ابې نصر الفارابي -- حمزه خان شينوارې -- عبد الرحمن بابا -- خوشال خان بابا -- نجم الدين اخونزاده -- چکنور ملا صېب -- مهترلام بابا -- احمد شاه بابا -- ابو عبدالله بلخي -- احمد بن خضرويه بلخي -- شقيق بلخي -- ابراهيم بن ادهم -- ابو حاتم سجستاني -- خواجه عبدالله انصاري -- ميروېسس خان نيکه عرب صوفيان ابو الحسمن الاشعري -- القشېري -- ابو علي دقاق -- جنېد بغدادي -- ابو محمد رويم -- منصور حلاج -- ذوالنون المصري -- معروف کرخي -- ابو يزيد بسطامي د اهل سنتو نامتو صوفیان د اهل سنتو ډېر زیات صوفیان شته، مگر موږ به یې دلته د ځینو نامتو هغو نومونه راوړو: فضيل بن عياض. ابراهيم د ادهم ځوی. داود طايي. سفيان بن عيينة. ابو سليمان داراني. بشر الحافي. جنيد بغدادي. معروف کرخي. سري سقطي. ذو النون مصري. أبو القاسم عبد الکريم بن هوزان قشيري. أبو سعيد الخزاز. الحارث المحاسبي. يحيى بن معاذ الرازي. أبو بکر الورّاق. أبو القاسم السمرقندي. أبو عبد الله البلخي. عبد القادر الجيلاني. أبو الحسن الشاذلي. أبو العباس المرسي. ابن عطاء الله السکندري. أحمد الرفاعي. أبو حامد الغزالي. زکريا الأنصاري. منصور الحلاج. رابعة العدوية. إبراهيم الدسوقي. الخطيب الشربيني. أبو طالب المکي. أبو يزيد البسطامي. محيي الدين ابن عربي. عبد الغني النابلسي. يحيى بن شرف النووي. ابن حجر العسقلاني. ابن حجر الهيتمي. تقي الدين السبکي. تاج الدين السبکي. جلال الدين السيوطي. ابن الجزري، شيخ القراء. العز بن عبد السلام أحمد الدردير المالکي. شهاب الدين السهروردي. عبد الوهاب الشعراني. عبد الله بن علوي الحداد. الحافظ أبو نعيم. أبو القاسم النصرَاباذي. أبو علي الرَوذباري أبو العباسْ الدَينوري القاضي بکارِ بن قتيبةَ القاضي رُوَيمْ بن أحمد البغدادي الشيخ محمد بن خَفيفٍ الشيرازي الشافعي أبي الفضل محمد المقدسي حافظ ابن الصلاح. أبو الحسن الهِيکاري. نجم الدين الخَبوشاني الشافعي. ابن الملقن. أبو عبد الرحمن السلمي. أبو عبد العزيز أحمد بن صالح الفقيه اليحصبي. الحافظ جمال الدين محمد بن علي الصابوني. الحافظ شرف الدين أبي محمد عبد المؤمن الدمياطي. الحافظ أبي طاهر السِّلَفي. المسند المعمّر جمال الدين أبي المحاسنْ يوسف الحنبلي. قاضي القضاة شمس الدين أبي عبد الله محمد المقدسي شرف الدين أبي البرکات محمد الجُذامي المالکي. بهاء الدين أبي الحسن علي بن أبي الفضائل هبة الله بن سلامة. جمال الدين محمد المعروف بابن النقيب. قاضي القضاة الشيخ عز الدين عبد العزيز. قاضي القضاة بدر الدين أبي عبد الله محمد. برهان الدين إبراهيم بن سعد بن جماعة الکِناني الشافعي. أبو عبد الله محمد بن الفُرات. قاضي القضاة تقي الدين أبي عبد الله محمد بن الحسين بن رُزَيْن الحموي الشافعي. صدر الدين أبو الحسن محمد. عماد الدين أو الفتح عمر. معين الدين أبو عبد الله محمد. المفسّر النحوي أبو حيان الأندلسي. قطب الدين القَسطلاني. کمال الدين ابن النقيب. الحافظ أبي موسى المَديني. علامة نجم الدين أبو النعمان بشير بن أبي بکر حامد الجُبعْبري التبريزي. عبد الواحد بن عاشرٍ الأنصاري المالکي. الشيخ أحمد بن المبارک اللّمْطي. أحمد التيجاني. مفتي اقريقيا الشيخ إبراهيم الرياحي التونسي. الشيخ ماء العينين القلقمي. ومن المتأخرين عبد الحليم محمود، في مصر. إبراهيم الباجوري، في مصر. محمد متولي الشعراوي، في مصر. حسن البنا، في مصر. حسنين مخلوف، مفتي الديار المصرية سابقا. عبد الرحمن الشاغوري، في سوريا. محمد الهاشمي، في سوريا. عبد القادر عيسى، في سوريا. الملا سعيد رمضان البوطي، في سوريا. محمد الحامد، في سوريا. مصطفى سعيد الخن، في سوريا. محمود بن عبد الرحمن الشقفة، في سوريا. سعيد حوى، في سوريا. أحمد کفتارو، في سوريا. عبد الحکيم کفتارو، في سوريا. محمد سعيد الکردي، في الأردن. يوسف النبهاني، في فلسطين. عبد القادر بن أحمد السقاف، في السعودية. محمد علوي المالکي، في السعودية. أحمد العلاوي، في الجزائر. أحمد بن صديق الغماري، في المغرب. عبد الله بن الصديق الغماري، في المغرب. اوسمهالي حمزة بن العباس البودشيشي، په المغرب کې. محمد سعيد رمضان البوطي، في سوريا. أحمد بدر الدين حسون د سوريې مفتي، په سوريه کې. محمود الدرّة، په سوريه کې . محمد بسام الزين، في سوريا. محمود أحمد زين، في سوريا. أسامة الرفاعي، مفتي عکار، په لبنان کې. علي جمعة مفتي الديار المصرية، في مصر. محمد بن ابراهيم بن عبد الباعث الکتاني، في مصر. محمد عز الدين الغرياني، ليبيا محمد صلاح الدين المستاوي، تونس أحمد الجامي، في ترکيا. محمد عبد الغفار الشريف، په الکويت کې. يوسف الرفاعي، في الکويت. علي الجفري، في اليمن. عمر بن حفيظ، في اليمن. سالم بن عبد الله الشاطري، مدير رباط تريم، في اليمن. نوح القضاة المفتي العام سابقاً، في الأردن. معاذ سعيد حوى، في الأردن. نوح کلر، في الأردن. حسني الشريف، في الأردن. حازم أبو غزالة، في الأردن. إسماعيل الکردي، في الأردن. سعيد فودة، في الأردن. ناصر الدين الخطيب، في الأردن. عبد الکريم حماد عرابي في الأردن. عبد الله فدعق، په السعودي کې. أحمد بن محمد العلوي المالکي، په السعودي. محمد بن عبد الرحمن السقاف، په السعودي. زين بن سميط، في السعودية. عبد الله بن بيه، في موريتانيا. محمود رفاعي حمادة، في سوريا. سعيد الکحيل، في سوريا. عدنان السقا، في سوريا. مصطفى البغا، في سوريا. محمد فاضل ماء العينين في المغرب. محمد المصطفى ماءالعينين في المغرب. محمود عبد الناصر البرهامي. خواجة شمس الدين عظيمي،شيخ السلسلة العظيمية. دا هم وگورئ تصوف پېژندنه د تصوف نامتو طریقې چې په اسلامي نړۍ کې خپرې دي: سرچینې الرساله القشېريه ليکوال: امام ابو القاسم القشېري د تصوف ځينې طريقې بهرنۍ تړنې د صوفیانو اوبپاڼه په صوفي ډلو کې د ننوتو شرعي حکم - دار الإفتاء مصر د مام غزالي اوبپاڼه د شاذلي-درقاوي ډلې اوبپاڼه دتيجاني ډلې اوبپانه موقع الطريقة العلية القادرية الکسنزانية موقع الطريقة القادرية العلية في مصر موقع الطريقة المحمدية الرفاعية موقع الطريقة القادرية البودشيشية الموقع الرسمي للطريقة الميرغنية الختمية موقع الطريقة الجعفرية الأحمدية المحمدية د مدنيه علاوي ډلې اوبپاڼه د برهاني دسوقي ډلې اوبپاڼه دار الإيمان - الطريقة الخلوتية الجامعة الرحمانية موقع التصوف العالمي - الشيخ حازم أبو غزالة موقع شمس الشموس - الطريقة النقشبندية براءة الصوفية من القول الحلول والاتحاد الرد على من يهاجم الصوفية جواهر التصوف فلسفه اسلامي فلسفه تصوف هندي تصوف ختيځ تصوف اسلامي تصوف
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D9%86%D8%A7%D8%AF%D8%B1%20%D8%A7%D9%8A%D9%88%D8%A8%D9%8A
محمد نادر ايوبي
-- -::: -:-:-:-: : - -: :. - محمدنادر ایوبي کندهاري ۱۳۱۰ هـ. ل. ۱۹۳۱ ز. - ۲۲ د وږي، ١٣٩٠ ل. ۱۳ د دېسمبر، ۲۰۱۱ ز. يو افغان ديپلومات، سياسي کارپوه او ليکوال و. مخينه محمد نادر ايوبي د مرحوم محمد سرورخان ایوبي زوی دشهید محمدایوب خان ایوبي چې د افغانستان د مشروطه غوښتنې د ستر مبارزاتي غورځنگ يو فعال سياسي غړئ ؤ لمسی او د میوند د غزأ د اتل مرحوم غازي تاج محمدخان کړوسئ او د یحیی خان پوپلزي کوسئ ؤ. هغه په ۱۳۱۰ لمريز کال کې د کندهار په ښار کې زېږېدلی و. زده كړې ښاغلي نادر ايوبي لومړنۍ او منځنۍ ښوونې په خان آباد، كابل او كندهار كې سرته رسولي، اوپه كابل كې د سوداگرۍ لېسې له بشپړولو څخه وروسته پوهنتون ته ورغې او په كال ۱۳۳۷هجري لمريز د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي د دېپلوماسۍ له څانگې فارغ او په همدې كال د بهرنيو چارو په وزارت كې د مامور په ډول وټاكل شو. د اووه ويشتو كلونو په عمر ۱۳۴۲هجري لمريز د احتياطي ظابطانو د مكلفيت دوره تېره كړه. دندې د مكلفيت له دورې څخه وروسته يې د بهرنیو چارو وزارت د خونديزآرشیف او فرهنگي، اقتصادي، وثاېق، شفر او د قونسلگرۍ په مديريتونو كې دندې ترسره كړي. د مورنۍ ژبې پښتو سربېره په عربي، پاړسي، انگلېسي او اردو ژبو هم ښه پوهېده. په كال ۱۳۴۲ل واشنگټن كې د افغانستان په سفارت كې د اتاشي په توگه وټاكل شو. له دندې سره، سره يې د هارورډ پوهنتون د سياسي علومو له پوهنځي څخه د ماسترۍ سند ترلاسه كړ، او په همدې وخت كې د هاروډ پوهنتون د غوښتنې له مخې د هغه پوهنتون د ختيځ پېژندنې د څانگې لپاره د پښتو ژبې د زده كړې اساس هم د لومړي ځل لپاره كېښود. درې نيم كاله وروسته برېته وطن ته راستون شو. په كال ۱۳۴۹ل كې په قاهره كې د افغانستان په سفار ت كې د دويم سكرتر په توگه وټاكل شو. له دندې سره، سره يې د عربي ژبې او فقهې ځانگړې زده كړې وكړى. په ۱۳۵۱ل كال په هغه كانفرانس كې د افغانستان استازيتوب هم وكړ چې د اسلامي هېوادو نړېوال لومړني اسلامي بانك د پرانيستو لپاره جوړ شوې ؤ. په كال ۱۳۵۲ل كې د كوټې په ښار كې د افغان جنرال قونسل د كفيل په توگه ولېږل شو، مگر د سردار داود خان د كودتا له امله مخكې لدې چې خپلې دندې ته ورشي، په تهران كې د افغان سفير د لومړي سكرتر په توگه وټاكل شو. په ۱۳۵۶ل كال تهران كې جوړېدونكي د اسيايي هېوادونو د كار د وزيرانو په كانفرانس كې د خپل هېواد رسمي استازيتوب وكړ. هلته يې ۵كاله دنده ترسره كړه. په وطن كې د دويمې كودتا له كېدو سره سمدلاسه خپله استعفى ليك وړاندې كړ او له رسمي دندو څخه يې ځانوژغوره. څه موده وروسته د امريكا متحده ايالتونو ته مهاجر شو اوخپل ورځينيو چارو ته يې مخ واړاوه. ښاغلې ايوبي صېب په امريكه كې له آرام ژوند تېرولو سره، بيا هم خپل كړېدلې ولس هېر نه كړ، او د غازي صوفي حاجي محمد نعيم ايوبي سره يې چې د كوټې په ښار كې يې د الجهاد په نامه يو لوى روغتون درلود خپلې هراړخيزه مرستې ونه سپمولې. دارنگه يې نورې ښوونيزه، روزنيزه ټولنې جوړې او د افغان بچيانو له حال احوال څخه يې ځان خبراوه. د افغانستان دننه يې هم روغتيايي څانگې پرانيستې ترڅو د ټپي مجاهدينو درملنه هملته د لومړنوي مرستو په توگه ترسره شي. ښاغلي ايوبي د خپل ژوند لويه برخه په مسافرتونو كې تېره كړې. د نړۍ د ولسونو، اديانو، مذهبونو، عرف او عاداتو قوانينو او ټولنيزه حالاتو د پېژندنې سره ډېره مينه لري. چې ددې كار لپاره يې هم ډېر ملكونه له نظره تېر كړي. ښاغې ايوبي نن سبا د امريكې په ورجېنيا په ايالت كې استوگنه لري. ليکلي آثار د مرحوم زیاتره تالیفات ، آثار او لیکنې دمهاجرت په حالت کې د هیواد څخه په بهرکې چاپ او نشر سوئ دئ . د لیکوال مرحوم استاد محمدنادر ایوبي ، تالیفونه ، لیکنې اواثار په لاندي دول دي : سپین اومرغلره : پښتوادبی داستان دکندهار ولایت دطلوع افغان په ورځپاڼه کې په پرله پسې توگه نشرسوی دی . سیاسي نظریات : کتاب په ۲ټوکه کې دکندهار دمطبعې چاپ. اقتصادي نظریات : کتاب په ۳ ټوکو کې دکندهار اوهلمند دمطبعو کې چاپ سوی دی ...د یادونې وړدئ چې دنوموړي کتاب څخه د کابل پوهنتون داقتصاد دپوهنځیو محصلین ډیره پراخه گټه اخیستنه کوي . نوموړي درې ټوکه کتابونه وروسته تر څه اصلاحاتو په کال ١٣٨٨ کې په یوه ټوک کې په لاور کې په کال ٢٠٠٤ میلادی کې ددوهم ځل لپاره چاپ سوئ دی سیاسي نظریات : کتاب هم ددوهم ځل لپاره٢٠٠٩ میلادی کال کې په لاهور کې چاپ سوی دی اسلام :چې پر پنځو برخو حقوق ،سیاست ،اقتصاد،تصوف اوفلسفي باندي مشتمل دی په کویټه کې چاپ سوی دئ د پوهنیار استاد شیر احمد نظامی سره يوځای دوی څوک ؤ؟ : د یوسلو پنځو تاریخي او ریشتني داستانو او قصو مجموعه ده په کویټه کې چاپ سوی دئ . د پوهنیار استاد شیر احمد نظامی سره يوځای عرفان : په لاهورکي چاپ سویدی روحیات یا علم النفس په کال ٢٠٠٧میلادی کې په لاهور کې چاپ سویدئ . فلسفه : په کال ٢٠٠٦میلادی کې کويټه کي چاپ سویدی حقوق : په کال ٢٠٠٦میلادی کې په لاهور چاپ سویدی دافریقا جغرافیايي ،تاریخي او اجتماعي مسايل ناچاپ دانسان ستونزي ناچاپ علم اوایمان ناچاپ د حق او باطل تاریخی سیر ناچاپ دتاریخ ځینې هیرې سوي پاڼې ناچاپ افغان ديپلوماتان افغان ليکوال اخځليكونه افغاني ليکوال افغانان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%DB%8C%D9%88%20%D8%AC%D8%A7%D9%86%D8%B3%20%DA%A9%D9%84%D8%A8%DB%8C
دیو جانس کلبی
دیوجانس په لرغونۍ یوناني: ، چې د دیوجانس کلبي په نوم هم پېژندل کېږي، د کلبي فلسفې بنسټګر او یوناني فیلسوف ؤ. نوموړی په کال ۴۱۲ یا ۴۰۴مز کې په سینوپ، د تور سمندرګي کڅ د ایوني تر ښکېلاک لاندې اناتولي کوچنۍ اسیا سیمه کې زېږېدلی او په ۳۲۳مز کې په کورېنت کې مړ شوی دی. دیوجانس یوه لانجمنه څېره وه. پلار یې د یوې ضرابخونې استادکار ؤ او د جعلي سکو د ضرب او لهامله یې د اسعارو بیې د راټیټېدلو په تور له سینوپ څخه تبعید شو. له تبعید وروسته، آتن ته کډه کوي او د ښار پر ګڼشمېر هڅوبي دود دستور باندې نیوکه کوي.هغه د هېرکلیس د یوې بېلګې په توګه ځان څرګند کړ او پر دې باور ؤ چې فضیلت، د تیوري په پرتله په عمل کې په ښه توګه جوتېدلای شي. هغه به د فاسدې او ګډېوډې ټولنې پر بنسټونو او ټولنیزو ارزښتونو باندې د نیوکې کولو لپاره له خپل ساده ژواک او چلند څخه کار اخېست. عادت یې ؤ چې هر چېرې یې زړه ؤ هلته به ویده شو او ډوډۍ به یې خوړله او په سختۍ سره به د طبیعت پر وړاندې درېده. هغه به ځان نړۍمېشتی ګڼه د نړۍمېشتی ګړنه په لرغوني یونان کې د ټولې نړۍ اوسېدونکي په معنی وه، نه داسې چې اوس ژباړل کېږي، ځان به ټولې نړۍ ته اړوند ګڼه، نه یوازې یوې کوچنۍ محدودې سیمې ته ژمن. پهدې اړه چې هغه د آنتیستنس پل څاره او هغه ته یو ژمن سپی وګرځېد، ډېرې نکلونه راغلي دي. دیوجانس له بېوزلۍ څخه یو فضیلت جوړ کړ. هغه به د ژوند تېرولو لپاره خیر ټولوه او ډېري وخت به د بازار په یوې غټې سرامیکي کوزړۍ یا پیتوس کې ویده کېده. د هغه نوم د فلسفي نندارو او شاهکاریو له امله بد شو؛ د ساري په ډول: یو ځلي یې په رڼا ورځ څراغ په لاس کې نیولی او ویل یې چې د انسان په لټه کې یم چې پېړۍ وروسته مولانا دغه کیسه په نظم کې راوړه: دی شیخ با چراغ همیگشت گردِ شهر کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست. چې پښتو ژباړه به یې داسې وي: پرون شیخ څراغ په لاس ؤ، ګرځېده د ښار کوڅو کې او وې ستړی له ددانو یم، انسان یو لټومه هغه اپلاتون باندې نیوکه وکړه، د سقراط په اړه یې د هغه بحث او شننه له ننګونې سره مخ کړ او د هغه د وینا پر مهال به یې ورانکاري کوله او کله ناکله به یې د بحث په منځ کې ډوډۍ راوړله او خوړله او پهدې ترتیب به یې د اورېدونکو پام او فکر ګډوډ کړ. همدا راز، هغه به پر مقدوني سکندر ملنډې وهلې؛ کله چې په ۳۳۶مز کې مقدوني سکندر له کورېنت څخه لېدنه کوله، دیوجانس هم په عام مظهر او هم د هغه په مخکې یې پېښې کولې. دیوجانس د سمندري غلو لهخوا ونیول شو او په غلامۍ وپلورل شو او په پای کې، په کورېنت کې استوګن شو. هلته هغه د کلبیت فلسفې پر ځای کراتس ته مخه کړه او هغه یې د رواقي فلسفې زېنون ته ورزده کړه؛ زېنون دغه فلسفه رواقیت ته واړوله، چې د یوناني فلسفې یو اوږدپایه فلسفي مکتب ګڼل کېږي. له دیوجانس څخه هېڅ کومه لیکنه پاتې نهده، خو د ژوند په هکله یې ځینې کیسې له نکلونو ، په ځانګړې توګه د دیوجانس لایرتي کتاب د سترو فیلسوفانو ژوندلیک او اندونه څخه لاسته راغلې دي. ژوند د دیوجانس لومړني ژوند په هکله هېڅ کوم معلومات په لاس کې نشته، یوازې دا چې پلار یې هیسیاس نومېده او یو صراف ؤ. داسې برېښي چې دیوجانس هم، پلار سره د مرستې لپاره، د صرافۍ سوداګرۍ ته مخه کړې وه. یو وختې دقیقه نېټه یې څرګنده نهده، هیسیاس او دیوجانس د اسعارو د جعل او ارزښت له لاسه ورکولو په تور ونیول شول، له ښاره وشړل شول او خپل تابعیت او ټولې مادي شتمنۍ یې لهلاسه ورکړې. داسې برېښي چې د کیسې دغه اړخ د لرغونپوهنې لهخوا تایید شوی دی: په سینوپ کې د مخزېږد څلورمې پېړۍ ته اړوند ډېرې بېشکله شوې سکې موندل شوې دي چې د لویې سکاڼې ټاپې په وسیله چیتې شوې دي، په داسې حال کې چې د هغه مهال نورو سکو باندې د هیسیاس نوم، د ضرب کوونکې مرجعې په توګه، لګېدلی دی. په دغه موده کې ډېرې جعلي پیسې په سینوپ کې ښکته پورته کېدلې. سکې لاسي چیتې کړل شوې ترڅو د بېارزښته اسعارو په توګه وپېژندل شي. سینوپ باندې په څلورمې مخزېږد پېړۍ کې د فارسیانو او یونانیانو د پلویانو ترمنځ شخړه راولاړه شوه او ګواکې د دغو شخړو تر شا سیاسي لاملونه پراته وو، نه مالي. په آتن کې د یوه داستان لهمخې، دیوجانس د دېلفي غیبویونکې یا پوتیا ته ځي او له هغې څخه مشوره غواړي؛ الهه غیبویونکې ورته وایي چې باید اسعار وران کړي. وروسته لهدې چې دیوجانس په سینوپ کې نهبریالی کېږي، له ځانه سره فکر کوي چې د غیبویونکې موخه دا وه چې د واقعي سکو په ځای، سیاسي پيسې او د چلېدو وړ اسعار وران کړي. هغه آتن ته ځي او د هوډ کوي چې تثبیت شوي آداب، دودونه او ارزښتونه له ننګونې سره مخ کړي. هغه استدلال کاوه چې خلک د شر واقعي ماهیت په هکله د اندېښنې په ځای، یوازې دودیزو ژباړو او تعبیرونو باندې یې ډډه لګوي. د طبیعت او دود نوموس ترمنځ د دغه توپیر مطالعه کولو ته، لرغونې یوناني فلسفه ځانګړې لېوالتیا ښودله او داسې یوه سکالو ده چې اپلاتون په جمهوریت کتاب کې یې د ګیګېس کړۍ په کیسه کې راسپړي. دیوجانس، د مانس په نامه یوه غلام سره آتن ته رسېږي، چې لږ موده وروسته مانس ورڅخه تښتي. دیوجانس په یوې طنزي بڼه خپله بدمرغي پهدې ډول رد کړه، که چېرې مانس له دیوجانس پرته ژوند کولای شي، نو دیوجانس یې ولې له مانس پرته نهشي کولای؟. دیوجانس به پر داسې خورا تړلې اړیکې ملنډې وهلې. هغه خپل ځان د هغه استاد په څېره کې ولېده چې خپل ځان لپاره هېڅ هم نهشي کولای: په سپکه توګه بېوسه. هغه د سقراط د شاګرد آنتیستنس د ملنګۍ او ریاضت ښوونو ته لېوال شو. کله چې دیوجانس له آنتیستنس څخه د لارښوونې غوښتنه کوي، آنتیستنس ځان ناګاره اچوي او د انګازو لهمخې په پای کې هغه په لښته وهي. دیوجانس وایي: وهه مې، خو تر هغو چې ته ستا خبرې د اورېدو وړ ګڼم، داسې لښته به پیدا نهشي چې ما له تا څخه لېرې کړي. دیوجانس، سره لهدې چې په لومړیو کې ورسره ښه چلند ونهشو، د آنتیستنس شاګرد او د سترګو تور وګرځېد. لا هم په څرګنده توګه نامعلومه ده چې دغو دوو سره لېدلي دي او که نه؛ خو هغه هم په شهرت او هم په ریاضت کې له خپل استاد څخه دمخه شو. هغه، له دنیوي عیش او عشرت څخه ډډه د هغه مهال آتني دودونو او چلندونو سره په توپیر کې ګڼل او تل یې ورباندې تبصره کوله. د فکر کولو دغه بڼه له داسې یوې کرکې څخه سرچینه اخلي چې د هغه په انګېرنه، حماقت، تظاهر، غرور، ځانغولونه او د انسان مصنوعي چلند دی. د دیوجانس لایرتي په وینا، کله چې اپلاتون د انسان په طنزي تعریف کې هغه د بېوزرو دوبولو په توګه ګڼي، دیوجانس د یوې چرګې بڼکې او وزرونه شکوي، د اپلاتون مدرسې ته یې راوړي او وایي، واخله! انسان مې درته راووست!؛ نو اپلاتون په تعریف کې د له پلنو نوکانو سره عبارت دغه تعریف ته وراضافه کوي. دیوجانس لایرتي همدا راز یوشمېر نور ناوړه داستانونه هم د دیوجانس په هکله لیکي چې د هغو لهمخې، دیوجانس به په عام مظهر کې د خلکو پر مخ لاړې تو کولې، بولې یې کولې، باد یې ماتوه او ځیني وخت به یې ان استمنا کوله. لوېديځ فېلسوفان جان اسکوتس ايروجينا انسلم توماس اکويني پېټر ابلار وېليم اوکام جيودانو برونو فرانسېس بيکون توماس هابز رني ډيکارټ باروغ سپينوزا جان لوک هربرټ سپنسر وېليم ېمز موريس مترلېنگ برترانلد رسل البرټ انشتاېن جان بل سارټر ډېوېډ هيوم ژان ژاک روسو ولتر فرانسواى اريه دني ډېډرو اېمانوېل کانت فرېدريک هېگل لودوېگ فويرباخ بېلينسکي گرتسن چرنېشېفسکي دوبرالئوبوف کارل مارکس فرېدرېک انگلس سرچينې اردو ويکيپېډيا د فېلسوفان په تشيالي کې پاړسو وېبپاڼه فيلسوفان
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%88%D8%B1%D8%AA
سورت
سورة چې کله ناکله سوره وييل کېږي جمع سور يو عربي اصطلاح ده او د همدې لغت مانا ده هغه څه چې په دېوال کې راگير وي. دا اصطلاح د قرآن د څپرکو لپاره کارېږي، چې هر څپرکي بيا په بېلابېلو آيتونو او اوږدوالي منظم ترتيب شوی. د قرآن هر يو سورت ځانته يو نوم لري چې په هماغه نوم پېژندل کېږي. د سورتونو لړليک په قرآن کې ټولټال ۱۱۴ سورتونه دي چې نومونه يې په لاندې توگه دي: الفاتحة پيلامه ۷ آيتونه مکي سورت البقرة غوا ۲۸۶ آيتونه مدني سورت آل عمران د عمران د موسی پيغمبر پلار کورنۍ ۲۰۰ آيتونه مدني سورت النساء ښځه ۱۷۶ آيتونه مدني سورت المائدة مېز ۱۲۰ آيتونه مدني سورت الأنعام رمه ۱۶۵ آيتونه مکي سورت الأعراف لوړه ۲۰۶ آيتونه مکي سورت الأنفال ۷۵ آيتونه مدني سورت التوبة توبه ۱۲۹ آيتونه مدني سورت يونس يونس عليه السلام ۱۰۹ آيتونه مکي سورت هود هود عليه السلام ۱۲۳ آيتونه مکي سورت يوسف يوسف عليه السلام ۱۱۱ آيتونه مکي سورت الرعد تندر ۴۳ آيتونه مکي سورت إبراهيم ابراهيم عليه السلام ۵۲ آيتونه مکي سورت الحجر ډبرين هېواد، د ډبرو ښار ۹۹ آيتونه مکي سورت النحل د شاتو مچۍ ۱۲۸ آيتونه مکي سورت الإسراء اسرا د شپې سفر، د اسراييل زوزات ۱۱۱ آيتونه مکي سورت الكهف۸۳ آيتونه ۹۷ آيتونه مکي سورت مريم بي بي مريم رضي الله عنه ۹۸ آيتونه مکي سورت طه طه ۱۳۵ آيتونه مکي سورت الأنبياء پيغمبران ۱۱۲ آيتونه مکي سورت الحج حج ۷۸ آيتونه مدني سورت المؤمنون ايمان لرونکي ۱۱۸ آيتونه مکي سورت النور رڼا ۶۴ آيتونه الفرقان ۷۷ آيتونه الشعراء شاعران ۲۲۷ آيتونه النمل ميږيان ۹۳ آيتونه القصص کيسې ۸۸ آيتونه العنکبوت غڼی ۶۹ آيتونه الروم روميان ۶۰ آيتونه لقمان لقمان ۳۴ آيتونه السجدة سجده ۳۰ آيتونه الاحزاب گوندونه ۷۳ آيتونه سبأ ۵۴ آيتونه فاطر ۴۵ آيتونه يس يس ۸۳ آيتونه الصافات ۱۸۲ آيتونه ص د ص توری ۸۸ آيتونه الزمر ۷۵ آيتونه غافر بخښونکی ۸۵ آيتونه فصلت ۵۴ آيتونه الشورى شورا، جرگه ۵۳ آيتونه الزخرف ۸۹ آيتونه الدخان لوگی ۵۹ آيتونه الجاثية ۳۷ آيتونه الأحقاف - ۳۵ آيتونه محمد محمد ۳۸ آيتونه الفتح بری ۲۹ آيتونه الحجرات ۱۸ آيتونه ق د ق توری ۴۵ آيتونه الذاريات ۶۰ آيتونه الطور د طور غر ۴۹ آيتونه النجم ستوری ۶۲ آيتونه القمر سپوږمۍ ۵۵ آيتونه الرحمن رحمان ۷۸ آيتونه الواقعة پېښه ۹۶ آيتونه الحديد وسپنه ۲۹ آيتونه المجادلة ۲۲ آيتونه الحشر ۲۴ آيتونه الممتحنة ۱۳ آيتونه الصف ۱۴ آيتونه الجمعة جمعه ۱۱ آيتونه المنافقون منافقين، ۱۱ آيتونه التغابن ۱۸ آيتونه الطلاق پرېژه ۱۲ آيتونه التحريم بنديز، ۱۲ آيتونه الملک ۳۰ آيتونه القلم قلم ۵۲ آيتونه الحاقة رښتيا، حقيقت، ۵۲ آيتونه المعارج ۴۴ آيتونه نوح نوح عليه السلام ۲۸ آيتونه الجن پېری ۲۸ آيتونه المزمل ۲۰ آيتونه المدثر ۵۶ آيتونه القيامة ۴۰ آيتونه الإنسان انسان ۳۱ آيتونه المرسلات ۵۰ آيتونه النبأ ۴۰ آيتونه النازعات - ۴۶ آيتونه عبس ۴۲ آيتونه التكوير ۲۹ آيتونه الانفطار ۱۹ آيتونه المطففين ۳۶ آيتونه الانشقاق ۲۵ آيتونه البروج ۲۲ آيتونه الطارق ۱۷ آيتونه الأعلى ۱۹ آيتونه الغاشية ۲۶ آيتونه الفجر سباوون ۳۰ آيتونه البلد ښار ۲۰ آيتونه الشمس لمر ۱۵ آيتونه الليل شپه ۲۱ آيتونه الضحى ۱۱ آيتونه الشرح ۸ آيتونه التين ۸ آيتونه العلق ۱۹ آيتونه القدر تقدير ۵ آيتونه البينة ۸ آيتونه الزلزلة رېږدله ۸ آيتونه العاديات ۱۱ آيتونه القارعة ۱۱ آيتونه التکاثر ۸ آيتونه العصر ۳ آيتونه الهمزة ۹ آيتونه الفيل فيل ۵ آيتونه قريش قريش ۴ آيتونه الماعون ۷ آيتونه الکوثر ۳ آيتونه الكافرون کافران ۶ آيتونه النصر ۳ آيتونه المسد ۵ آيتونه الإخلاص اخلاص ۴ آيتونه الفلق سپېده ۵ آيتونه الناس وگړي ۶ آيتونه دا هم وگورۍ باندنۍ تړنې د قرآن كريم د سورتونو لړليك