url
stringlengths 31
783
| title
stringlengths 1
140
| text
stringlengths 20
223k
|
---|---|---|
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%AD%D8%A7%D9%85%D8%AF%20%D8%AD%D9%84%D9%8A%D9%85%D9%8A | محمد حامد حليمي | محمد حامد حليمي د مبارک شاه خان حليمي زوي د هجري لمريز کال دسلواغي په مياشت کې د کابل په ښار کې زيږيدلي دي .پلارني ټاټوبي يې دوردگو ولايت دسيد آباد ولسوالي دحسن بيک کلي دي . زده کړې لومړني او ثانوي زدکړي يې دحضرت ابراهيم خليل الله په عالي ليسې کې بشپړي کړي او په کال کې له نوموړي ليسې څخه په په اعلي درجه فارغ شوي او دهمدغه کال دکانکور دآزمويني له لاري دکابل پوهنتون دفارمسي پوهنځي ته بريالي شو ، په کال کال کې يې له نوموړي پوهنځي څخه دلسانس ديپلوم تر لاس کړ. د کال د لړم دمياشتي په دولسمه نيټه يې دکدري آزمويني له بشپړولو څخه وروسته يې دافغانستان دعلومو اکاډمي دعلمي غړي توب وياړ تر لاسه کړ. نوموړي په پښتو،دري او انگريزي ژبو پوهيږي . تر اوس مهال يې په لس گونو علمي څيړنيزي مقالي مطالب او شعرونه دهيواد دمطبوعاتو او بیلابیلو انترنیتی ویب پاڼو له لارې خپاره شوي دي . آثار د بنسټيزو درملو څيړنه چاپ دنسخې ليکني لاري چاري له اغرو څخه غاټول - د شعرونو مجموعه تر چاپ لاندي وردگ د گناه پیژندنه پښتانه ليکوال پښتانه شاعران |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D9%85%D9%BE%D9%8A%D9%88%D9%BC%D8%B1%20%D9%86%D9%8A%D9%BC%D9%88%D8%B1%DA%A9 | کمپيوټر نيټورک | له یو داسې انجینري انتظام څخه عبارت دی چې دکمپیوټري غونډالونواویا نوروکمپیوټر اړوندو وسایلو ترمنځ دنښلولو له چارو سره تړاولري .چې داوړ سره نښلیدونکي کمپوټري غونډالونه ،کمپوټري جال یا شبکه جوړوي . په داوړ جالونوکې لږترلږه دوه وسایل باید سره راگیروي چې له دغوداوړو وسایلو نه یویې معمولا کمپیوټر وي .داوسایل چې دیوه جال په بڼه له یوه بل سره نښتي وې کیدای شي له یوه بل څخه یوازې څومتره واټن ولري لکه د له لارې سره نښتي وسایل ،یا هم کیدای شي له یوه بل څخه بې کچې ډیر واټن ولري لکه دانټرنیټ له لارې سره نښتي وسایل . جال یا شبکه کله دمخابراتي اړیکو، کله دکمپیوټرپوهنې،کله دمعلوماتي تکنالوژۍ اوکله هم بیا دکمپیوټري انجینرۍ په لیکه کې درول کیږي .کمپیوټري جال ترډیره ددغو علمي اوانجینري انتظامونوپه تیوریکي اوعملي برخو تکیه کوي نوپس وایو چې دکمپوټرونواونورواړوندو وسایلو یوتربله سره یوې نښتې ډلې ته کمپیوټرې جال وایو.ددې وړکمپیوټرې جالونو ښې نمونې ورځنی انټرنیټ، پراخ سیمیز جال اویاهم سیمیزجال دی . کورنی جال چې په یوه انگړ کې دوه یاڅو کمپوټرونه دکره مزیو په مټ سره نښلوي هم دکمپیوټرې شبکې یوه نمونه گڼلی شو. د وسایلو اوتوکیو دیوتر بل سره نښلولو اودیوه جال درامنځ ته کولو مفکوره له ډیرو وختونوراپدیخوا دخلکو په ذهنونو کې شتون درلود مگر دوخت په تیریدو سره دې مفکورې پرمختگ وکړ دتلویزونې چینلونو له جال نیولې خبره ان تر کمپوټرې جالونو راورسیده . کمپیوټرې جالونو دنړی والو پاملرنه ډیره ځانته راواړوله مگر خلک په دې لټه کې شول چې ددغو راز راز وسایلو اوتوکیو سره نښلول اوددوی دجالونو درامنځ ته کولو ترشاه څه موخه پرته ده؟ ایا داموخه به گټوره وي اوکه نه؟دغو اودغو ته نورو ډیرو پوښتنو خپل ځوابونه پیدا کړل اوډیر پرمختگونه رامنځ ته شول. ددغو ټولو جالونو ترشاه یوه موخه پټه وه اوهغه دمالوماتو ،توکیو اوتوښو سره شریکول اوورته په گډه توگه لاس رسی پیدا کول وه چې د ویو کی ورته کاریږي . داسې به وانگیرو چې مونږ ته کمپیوټر یونوی څیز دی غواړوپه هکله یې خورا ډیر مالوما ت تر لاسه کړو اوځان پرې پوه کړو نوددې کار لپاره مونږه اړیو چې له هغو ملگرو سره چې دکمپیوټر په نړۍ کې لوی لاس لري په یوه نه یوه ډول اړیکه ټینگه کړو اوورځنې دکمپیوټر په هکله مالوما ترلاسه کړو یا هم باید اړونده ښوونیزو ادارو ته مخه کړو ترڅو دکمپیوټر په هکله په زړه پورې اواړین مالومات ترلاسه کړو اویا هم په خپله که توان یې ولرو دکتابونو اونور توښو له لارې په دې هکله زده کړه کوو پس موخه داشوه چې ددغه کار لپاره له خلکو اواداروسره اړیکه ټینگه کړو اوځان ورسره په یوه نه یوه لاره ونښلو ترڅو هغوی دکمپیوټر اړوند مالومات اوتوښې چې زمونږ دزده کړي اړتیا ده له مونږ سره شریک او زمونږ په گوتویې راکړي پس بیا هم موخه دمالوما تو او توښو سره شریکول اوورته گډ لاس رسی شو. له دې خبرو څخه داسې ایسیږي چې دددې لپاره چې پوهه ،تجربې ، کړه وړه او توښې مو بو له بل سره شریکې کړې وي داړیکو، یوله بل سره دنښلیدو اړتیا جوتیږې چې داپه خپله دیوه جال اوشبکې درامنځ ته کیدواړتیا ښي. دجال یا شبکورامنځ ته کیدل دا پوښتنه چې څنگه کولای شو دشریکولو اویا دگډ لاس رسي له لارې معلومات،تجربې اوتوښې سره وکاروو؟ په خپله ځواب کړه. داسمه ده چې ځاني کمپیوټرونه هغه خورا پیاوړی توکي دې چې کولای شي چې په لوړه پیمانه معلومات ډیر ژر پروسیس اوپه ښه توگه سنبا ل کړي مگر داځاني کمپیوټرونه په یوه زرې توگه نشي کولای خپلو کارونکو ته توکې دگډ لاس رسي په مانا په رغنده اوگټوره توگه برابر کړي. دشبکو له رامنځ ته تگ څخه دمخه ددې دپاره چې کارونکی خپل اسناد دلانور کار لپاره خپل بل ملگري یاملگرې ته ورکړي نو اړوه چې یا خویې چاپ کړی اوهغه ته یې ورکړي اویا یې هم په یو ډیسک کې واخلې اوبیا یې هغه ته ورکړي. اویا هم که بل چا په دغه سند کې کوم ادلون بدلون راوستلی وای اسانه نه وه چې دغه بدلونه دې هم دغه سند ته ورگډ شي. چې په دغه ډول دکمپیوټر کارول پخواو اوس هم د - په نوم یادیږي. مگر دکارونکو په فکر کې داراوگرځیدل چې څه به وشي که دغه ځاني کمپیوټرونه دمزیو په مټ سره ونښلوو اومالوماتو ته گډ لاس رسی ولرو یا هم له دغې لارې په گډه څوکارونکي له یوه چاپگر څخه کارواخلو همداوو چې دامفکوره دعمل ډگر ته راووته او دکمپیوټرونو اونورو وسایلو داوړ سره نښلول یې دشبکې یا جال په نوم ونوماوه. پس وایو چې کمپیوټري جال داسې یو غونډال دی چې مالوماتو ،توښو اووسایلو ته دگډ لاس رسي په موخه یو شمیر کمپیوټرونه یوله بل سره نښلوي . شا لید دکمپیوټرې جالونو دراتگ څخه دمخه کوم چې دځینومخابراتي اړیکو په غونډال یې تکیه درلوده دکاروونکیو په مټ دگڼونکو ما شینونو اوپخوانیو کمپیوټرونو ترمنځ دښوونو اوخبرونودلیږد رالیږد په موخه یو رنگ اړیکه تر سره شوي وه. د۱۹۴۰ زیږدیز کال دسپتامبر په میاشت کېی دیو مخابراتي ډوله ما شین په مټ د له کالج څخه چې په کې دی دهغوستونزو خبرونې چې دخپل له امله ورسره مخ وه خپل دپیچلو شمیرو گڼونکې ته چې په نیویارک کې وه ولیږل اوپه دغه بڼه یې بیرته ورته پایله تر گوتو کړ ه.په کال ۱۹۶۲ زیږدیز کې کله چې ... د لپاره کار کول پیل کړنوموړي یوه کاري ډلې ته پرمختگ ورکړ چې د په نوم یادیده چې ددغې ډلې زیږنده ده.ددغې ډلې گټې اودلچسپې دمخابراتي ډوله توکیو نښلول له کمپیوټر سره چې د په نوم یادیده ډیره وه.ځکه یې نوموړې داسې یوجال منځ ته راوړ چې د په نوم یې یا دکړ. په ۱۹۶۴ زیږدیز کال کې پلټونکوپه کې دتیت اوپرک یا دلرې واټن کارونکو لپاره چې خورا غټ کمپیوټرې غونډالونه یې کارول یو دوخت دگډ لاس رسي یو غونډال جوړ کړ چې د په نوم یې ونوماوه. په همدغه کال د دپلټونکو ډلې چې د او ډلو لخوا حمایه کیدلو د - په نوم داسې کمپیوټر جوړکړترڅو دټیلفون رو پرې نښه کړي اوهمداراز وکولای شي دتیلیفون دسنبا لښت په چارو کې ترې گټه واخلي. په ۱۹۶۰ کلونو کې او په مستقله توگه وکولای شویوجاليز یا شبکيزغونډال جوړکړي کوم چې دمعلوماتو دوړلو راوړلو لپاره او کاروي .چې د کمپیوټري جال ترمنځ کاریږي. په کال ۱۹۶۹ زیږدیز کې دکالیفورنیا پوهنتون چې په لاس انجلس کې میشت دی ، چې په ستا نفورد کې میشت دی،دکالیفورنیا پوهنتون چې په کې میشت دی او دیوتا پوهنتون یوله بل سره د دجال دپیلامې په توگه چې سرعت یې وه یوله بل سره ونښلول شول. ددغو پوهنتونو اوکارځایونو ترمنځ داړیکو دټینگښت لپاره دکمپیوټري جالونواوتکنالوژیواړتیا جوته شوه دااړتیا ډیره شوه او دکمپیوټر دسختکالو، پوستکالو اوهمغاړیو توکیو منځ ته راتگ اوجوړښت دوام اوپراختیا پیدا کړه. داپراختیا دکورنیو کاروونکو په مټ دکمپیوټري جالونودډیر کارولوڅخه نسبت پلټونکو ته جوته شوه. نن ورځ کمپیوټري جالونه دورځنیو اړیکتیایي غونډالونو زړی بلل کیږي. اړیکتیایي پرمختگ په څو تیرو لسیزو کې زښت ډیر شوچې دا دپراختیا انگازې بی له یوه داومداره پرمختلونکې کمپیوټري جال څخه ناشوني وي. مگر اوس پوښتنه داده چې په ننۍ ورځ کې ولې کمپیوټرې شبکې ته اړتیا لیدل کیږي یا په بله بڼه ولې مونږ کمپیوټري شبکه کاروو؟ په لمړي سرکې باید وویل شي چې کمپیوټري شبکې دکار اغیزناکي یا موثریت زیاتوي او همداراز په ټیټه بیه دخدمتونودوړاندې کولو لامل گرځي خوبیا هم کمپیوټري شبکې دلاندینیو موخو دترگوتوکولولپاره کاریږي : مالوماتوته دگډلاس رسي لپاره پوستکالو اوسختکالوته دگډ لاس رسي لپاره له یوه ټاکلي مرکز څخه دکمپیوټرونو اونوروسایلود سنبالونې اوادارې لپاره له یوه ټاکلي ځای یا مرکز څخه دکارونکو اوکمپیوټري خدمتونو دملاتړکولو لپاره په ډیره ځانگړې توگه که چیرې یو کمپیوټر دیوې کمپیوټري شبکې غړی وي کولای شو له لارې یې لاندې توکیو ته گډ لاس رسی ولرو: اسناد لکه اونور. بریښنالیکونه او مل پایلونه - پوستکالي پوستکالي انځورونه،غږیږیا ویدیویي فایلونه روانې یا ژوندی غږیږي یا ویدیویي خپروني چاپگریا فکس ماشینونه موډیمونه سې ډي رام ډرایونه یا نور بیځایه کیدونکې ډرایونه لکه او ډرایونه هارډیسکونه دجال جوړونې لارې جال جوړونه دکمپیوټری چارو یوه پیچلې برخه ده کوم چې دننۍ معلوماتي اواړیکتیایې ټکنالوجې ستره سوداگریزه برخه جوړوي. بې له جال جوړنې څخه کیدای شي دنړۍ تقریبا ټولې اړیکتیایي چارې په ټپه ودریږي. داد جال جوړنې برکت دې چې تیلیفون،تلویزون ،انټرنیټ اوداسې نور خدمتونه پر مخ روان دي . په ننۍ نړۍ کې دجال جوړونې یا شبکو دوه عمده بڼې شتون لري : سیمیز جال یا کمپیوټري شبکې دمیچ او دندو له مخې په دوډلو ویشل کیږي له دې پلوه سیمیز جال هغه دی چې په نسبې توگه لږه یا کوچنۍ سیمه تر پوښښ لاندې راولي یا داچې لږ شمیر خلکو ته خدمتونه برابوي. دوه کمپیوټرونه چې دیوه مزي په مټ سره نښتي وي هم کیدای شي ورته ووایواوپه سلگونو کمپیوټرونه چې په یوه ځانگړی سیمه کې یوله بله سره نښتي وي هم کیدای شي په یې ونوموو. له نورو کمپیوټري شبکو څخه د جلاکوونکې ځانگړ تیا داده چې تر یو ي محدودې جغرافیاوي سیمې پورې محدودوي. دوگړو اوکاروونکو دشمیر له پلوه په ننۍ نړی کې سیمیز جال د -- او- په ډولو نو سره کاریږي. په لومړي ډول جال کې هر کاروونکی خپلې توښې له ټولو هغونورو کمپیوټرونو سره چې ددغه جال برخه ده نیغ په نیغه شریکوي یا دگډ لاس رسي زمینه ورته برابروي. ښه مثالونه یې کورنۍ جال دی چې په یوه انگړ کې کارول کيږي یا هم دکوچنیو دفترونو جالونه مگر په - ډوله جال کې هر کمپیوټر یا کارونکی له نومې کمپیوټر اوهمداراز دجال له نورو ټولو کمپیوټرونو سره نښتی وي. داډول جالونه نومي کمپیوټرونه چې راز ،راز گنجا یشونه لري کاروي چې له دغه پلوه دا نومي کمپیوټرونه په دووډلو ویشل کیږي : د یوه زریو خدمتونو سرورونه- دگڼو خدمتونو سرورونه- په هغه جالونو کې چې سرور یوازې اویوازې یوه دنده پرغاړه لري د یوه زریو خدمتونو دسرور په نوم یادیږي لکه ، اوداسې نور. اوپه هغه جالونو کې چې سرور دگڼوچارو دترسره کولو یا په بل عبارت دگڼو خدمتونو دبرابرولو دنده پر غاړه لري دگڼو خدمتونو دسرور په نوم یادیږي لکه یو سرور کیدای شي په یوه زرې توگه فایل سرور هم وي ، هم وي، ویب سرور هم وي اوداسي نور.په سیمیز جال کې کمپیوټرونه کیدای شي دایترنیټ دمزي په مټ نیغ په نیغه یو له بل سره ونښلول شي اویا همد کیدای شي د یا نومېو وسا یلو له لارې یوله بل سره ونښلي چې په عین وخت کې کیدای شي ډیر کمپیوټرونه ددغو وسا یلو له لارې سره ونښلي. پراخ سیمیز جال یا داسې یو جال چې یوه پراخه سیمه یا په نړیواله توگه کمپیوټرونه سره نښلوي په کوم کې چې په پراخه توگه راز ،راز توښې په کار اچول شوي وي پراخ سیمیز جال ورته ویلی شویوه ښه نمونه یې هغه گڼ هیوادیزه دسوداگرۍ چارې دې چې له پراخ سیمیز جال څخه کار اخلې اوخپل سوداگریز مرکزونه چې په گڼو ملکونو کې شتون لري یوله بل سره نښلوي. دپراخ سیمیز جال تر ټولو ستر ه اوښه نمونه ننی انټرنیټ دی. داسې هم ویلو شو چې ددغه پراخ سیمیز جال په مټ دنړۍ دیوه سر اوبل سر کمپیوټرونه سره نښلولی شو.اویا داچې پراخ سیمیز جال دهغو سیمیزوجالونو ټولگه ده چې یو له بل سره نښتي دي. با ید وویل شي چې دنورو جالونو څخه د پراخ سیمیز جال جلاکوونکې ځانگړتیا داده چې داوړ جالونه هیڅ ډول جغرافیاوي سیمو پور ې محدود نه دي. پراخ سیمیز جال دیولړ پراخو او گڼ شمیر تکنا لوجېو دسره راښکیلولو له لارې اړیکتیاوي برابروي کومې چې عبارت دي له : - لکه - دغه پورتنۍ ټولې پنځه ټکنالوژۍ دپراخ سیمیز جال دتکنالوژیو په نوم یادیږي. دغه پورتنۍ دپراخ سیمیز جال تکنالوژۍ د خبري توکیو دلیږدرالیږد له پلوه چې د په مټ میچ کیږي اوهمداراز د دوړتیاوو له پلوه له یوه بل سره توپیر کیدای شي -- داډول دپراخ سیمیز جال ټکنالوژي په دوه ډوله کار کوي: په یوه وخت پیښیدونکې په یوه وخت نه پیښیدونکې دبیټ دلیږلواورالیږلو هغه په ترتیب کړل شوی جریان ښیي چې دجریان دواړو غاړو لیږونکي اوتر گوتو کوونکي ته یې وخت او سرعت په مجازي توگه سره مساوي وي .په دغه ټکنالوژۍ کې وسایل په خپل سري ډول خپل سرعت په منا سب ډول سره برابروي ، دجریا ن تیریدل اوراتیریدل په یوه کې دولتاژونو ترمنځ دحالاتو له مخې ازمایل کیږي په ټکنالوژۍ کې دبیټ دجریان دلیږد رالیږد لپاره ترتیب کړل شوی دوخت مساوات نه تر سترگو کیږي . همداراز په دغه ټکنالوژۍ کې دسرعت دمیچ دټاکلو اوبرابرولو لپاره هیڅ کومه ځانگړ تیا نه لیدل کیږي . د او اصطلاحگانې دکاروونکو او هغه ټول گټی صنعت دی چې دټیلیفون خدمتونه خلکو ته برابروي. تر منځ د هغه اله چې په منځگړ توب یې دوه غونډاله یوله بل سره اړیکه ټینگوي دانټر فیس په نوم یادیږي په څیر کارول کیږي .ځینې وختونه او دکاروونکې لخوا څخه وی او دهغه شته بلل کیږي دغه راز وسایل چې دکاروونکي لخوابرابر شوي وي اودنوموړي مال وي د په نوم یادیږي .مگر ډیر ځله داوړ وسایل دپه کرایې ورکولو لپاره کارونکیو ته برابروي اویا یې په دوی پورې اړوند سیمه کې ځای پر ځای کوي ترڅو کاروونکېو ترې کار واخلي . د او ترمنځ کارول کیږي ، بایدد له وسیلې سره دیوه مزي په مټ نښتې وي اودبلې غاړی د لپاره بایدد سره ورته ولري داوړ سره نښلول اوټکنالوژې د-- رامنځ ته کوي . په پام کې نیول شوې چې بایددخبرتوکیواړیکتیایي وسیله یانې وي .دغه وسیله ته د اسانتیا برابروي ترڅو راوټرونه وکولای شی په سم میچ دخبرتوکیو لیږد رالیږد ترسره کړي. هغه وسیله چې ترگوتو کوي بلل کیږي . که څه هم د او اصطلاحات یوبل ته کارول کیږي مگر بیا هم د اصطلاح دراوټر لپاره کاریږي . ددې لپار ه چې دیوه په داواړو سرونو یا خواکې راوټرونه سره ونښلوود او سیریال مزی کارول کیږي .د او دسیریال مزیو ترمنځ با ید چې - شتون ولري.ددې لپاره ډیره اغیزناکه اوپرځای هغه د د- مزي اصطلاح ده. ددې لپاره چې دخبر توکیو لیږ درالیږد تر سره کړو اود- اړیکتیایې غونډال څخه پوره گټه واخلو نو د مزی چې دلیږد لپاره اودترگوتو کولو لپاره د دمزیو جوړې لري داد او دمزیو جوړې په مزي بدلوي. ------- ------ ------ ------- دڅلورو مزیو سرکټ عبارت له هغه لاین څخه دی چې د څخه راځي ، داڅلور سیمان داسې یوله بل سره تاو شوي دې چې دوه جوړې مزې ترې جوړیږي. ددغه دووجوړو څخه یوه جوړه مزي دخبرتوکیو دلیږد اوبله جوړه دخبرتوکیو دترگوتو کولو دنده پر غاړه لري . داسې یوه تکنالوژي چې په عین وخت کې دخبر توکیو لیږد رالیږد ترسه کړی شي د - اړیکتیایي تکنالوژی په نوم یادیږي . -- پراخ جالونه له .سرعت اوله دغه څخه په لوړ سرعت هم کاروکوي. اروپا د. اوله دې څخه هم په لوړسرعت سره تکنالوژي وړاندې کوي چې د په نوم یادیږي . په بنسټیزه توگه هغه چینلونه چې سرعت لري کاروي او هغه چینلونه چې سرعت لري کاروي. دپراخ سیمیز جال په هکله دلاډیرو معلوماتو لپاره په د او برخې ولولۍ . بې مزیو جالونه په بسټیزه توگه بې مزیو جال له سیمیزجال اوپراخ سیمیز جال سره یو شان دی مگر په بې مزي جال کې دکمپیوټرونو او سرور ترمنځ مزی شتون نه لري . په بې مزیو جالونو کې د خبري توکېولیږد رالیږد دڅو رادیو ترانیسورونو په مټ ترسره کیږي په هغه ځایو کې چې دمزیو غځول گرانقیمت اوله کړاوه ډک کاروي داوړ بې مزیو جالونه ډیر گټوردي. دلاډیرو مالوماتو لپاره د بې مزي سیمیز جال اوبې مزي پراخ سیمیزجال برخې وگورۍ. ددې لپاره چې دکمپیوټرونو ترمنځ اړیکه رامنځ ته کړو بایدله هغه وسیله چې په مټ یې دخبرې توکیو لیږد رالیږد سرته رسولی شو لکه مزی، هوا اونور څخه کار واخلو.دامیډیم عبارت دې له : پروتوکولونو،فزیکې راوټرونه، ایترنیټ اونورڅخه. داد تر پوښښ لاندې دی کوم چې ټولې هغه پروسې چې دمالوماتو دلیږلو رالیږلو شونتیا رامنځ ته کوي په ځان کې لري. |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%87%D8%A7%D9%8A%D9%8A | بهايي | بهایی دین یا بهایی عقیده چې ځينې يې بهائیت او بهايی هم ليکي دا یو توحیدی، ابراهیمي او ایراني دین دی چې حسین علي نوري، ملقب په بهاءالله، په ۱۹ پیړۍ کې تاسیس کړ. بهائیان په دې باور دي چې پیغمبران د وحی د تدریجي ظهور له بهیر سره تړلي دي. د دې بهیر له مخې، خدای د وخت د غوښتنو او د انسان د پوهاوي له ظرفيت سره سم، په پرله پسې او تدريجي ډول هغه ته خپل تعليمات وړاندې کوي. له همدې امله، مذهبونه د ارتقاء لاره تعقیبوي او د ادیانو ظهور پای نه لري. همدارنګه بهائیان په دې باور دي چې بهاء الله ۱۸۱۷-۱۸۹۲ د پخوانیو پیغمبرانو په کتار کې د خدای نوی پیغمبر دی. او د هغه د ظهور موخه د انسانانو تر منځ د یووالي او سولې رامنځته کول دي. بهائیان بهاء الله د ټولو ادیانو او مذاهبو موعود ګڼي. بهايي دین په یو خدای باور، د ټولو الهی مذهبونو د یووالي بڼسټ، د انساني نسلونو په یووالي، د مذهبي حقایقو په تدریجي ظهور، د انسانانو یووالي، د مذهبي حقایقو تدریجي ظهور، د انسانانو ذاتی شرافت او وقار، د ټولو خلکو لپاره د فکر د ازادۍ په شمول په مساوي حقونو باور، د ښځینه او نارینه تر منځ مساوات، د ساینس او مذهب همغږي، د عبادت او خدمت نه جلا کول، د حقایقو لټون او له تقلید او هر ډول تعصب څخه د خلاصون اړتیا، ښه سلوک او اخلاق او د معنوي ځانګړتیاوو د پراختیا اهمیت، د تعلیم اهمیت، د بې وزلۍ او ډیرې شتمنۍ د له منځه وړلو او په ټولو بشري فعالیتونو کې د عدالت په اړتیا ټینګار کوي. بهايي ښوونه باور په خدای بهائیان په واحد خدای باور لری. هغه چی د ابدی او د ټولی هستی او کایناتو خالق دی. هغه خدای چی په مستقیم ډول د لاسرسی او پیژندلو امکان نشته خو د پیغمبرانو له لاری چی د بهائی آئین له نظره چی مظاهر ظهور نومیږی پیژندل کیږی. خدای د انسان د استعداد او اړتیا له مخی خپل اسماء او صفات په تدریجی د وحی په بهیر کی د پیغمبرانو په واسطه څرګندوی. خدای واحد او لاشریک دی. دا د بهائی باور له بڼستيزو تعلیماتو څخه ګڼل کیږی. د خدای ذات پیژندنه د بهائیت له نظره پوهاوی لاسرسی نشته. د ټولو وحی سرچینه او د ټولو کایناتو خالق چی په هر ځای کی حاضر او ناظر او قدیر توصیف شوی دی. بهائیان پدی باور دی چی خدای خپل عضم او اراده په مختلفو شکلو د خپل پیغمبرانو په واسطه ښکاره کوی چی هغوی ته د الهی وحی سرګندونکی وایی چی له انسانانو سره خبری کوی. دغه د ظهوراتو مظاهر الهی عضم او اراده کوی چی ادیان په نړی کی خپاره کړی. د بهائی په تعلیماتو کی ویل شوی چی خدای له هغه څخه خورا لوی دی چی انسان یی په بشپړ ډول پوهیدای شی د هغه بشپړ انځور نشی ترلاسه کولی. پس له مړینه بله نړی بهائیان د روح پر بقاء باندی باورمند دی. د ژوند موخه د روح د استعدادونو روزنه او وده ګڼی. لکه د یو جنین په څیر د مور په رحم کی یی اعضاء او غړی وده کوی ترڅو پدی نړی کی زیږونته چمتو شی. پدی نړی کی د انسان روح هم باید خپل معنوی قدرت او ځانګړتیا وی رامنځته کړی. ترڅو د راتلونکی نړی ژوند لپاره اړین چمتووالی ترلاسه کړی. د بهائیانو په وینا اصلی ژوند، د روح ژوند دی. او بدن د روح د پرمختک لپاره منځگړی وسیله ده. د بهائیانو په باور، روح له مرگه وروسته په روحانی نړی کی پرمختک ته دوام ورکوی. بهائیان د بدن سره د روح تراو لکه د رڼا اړیکه د هنداري سره ګڼی. هغه رڼا چی په هینداري کی لیدل کیږی له خپلی هینداری نده. بلکه دا رڼا انعکاس دی چه له بلی سرچینی څخه راځی. له همدی امله کله چی هینداره مات شی رڼا پاتی کیږی. د دین مفهوم بهاءالله خپلو پیروانو ته تعلیم او درس ورکوی چی د تولو ادیانو سرچینه یو دی. د دوی په بڼستیزو اصولو کی توپیر نشته. د دوی موخه یو دی او د مختلفو ادیانو تعلیمات د یوه حقیقت ښکارندوی مختلف اړخونه دی. د بهائی باور له مخی الهی دین یو دی او په حقیقت کی یو دین دی چی د وخت په تیریدو او تدریج سره انسانانو ته وړاندی کیږی. د بهائی باور له مخی پغمبران د انسان د ټولنیز معنوی پرمختک لپاره په دوامداره تدریجی او تلپاتی بهیر کی اړین تعلیمات او لارښونی وړاندی کوی چی د انسان د اړتیاو او شرایطو د پوهیدو او درک کولو اړتیا همدارنگه انسان د نړی د مخلوقاتو د ساتونکو او امانتدارانو په توګه د خپلو اړتیاو او مسولیتونه څخه خبروی. پدی نظر کی د تاریخ په هر پړاو کی د خلکو د معنوی ظرفیت سره سم، دینی حقایق او لارښونی په تدریجی ډول وړاندی کیږی. بهاءالله وایی چی دین د ټولنیز تکامل یوه موثره وسیله ده او سلسله د نړی ادیان د خدای لخوا د انسان د لارښونی محتلف پراو ته دی چی په تدریجی ډول د انسان وده او پرمختک تضمینوی. په همدی اساس بهائیان پدی باور دی چی هیڅ دین د ختمیت، اخیری توپ دعوی نشی کولی او د تل لپاره به دوام ولری. او انسانان به د تل لپاره د پیغمبرانو له لاری الهی لارښونی تر لاسه کوی. بهاءالله دا هم وایی چه د ده نه وروسته به د پیغمبرانو راتک دوام ولری. د انسانی ټولنی ډولونه تنوع او یوالی بهاءالله وایی چی انسان د نوعیت په لحاظ یو دی. او انسانان د یوی ونی میوه او د یوی ونی څانګی پاڼو په څیر برابر دی. همدارنګه بیا وایی کله چی په انسانی ټولنه کی بهتری او برتری منځ ته راشی نړی وراڼه او ویجاړ ترنظر کیږی. د بهائی سرچینی وایی چی انسانان باید ځانونه د یوی کورنی غړی وبولی چی دا د یوه منل شوی په اصل په توګه پیژندل کیږی. همدا همدارنګه شوقی افندی یووالی د انسانانو تر منځ د بهائی تعلیماتو محور او جوهر ګڼی. په همدی ډول د بهائی آثار وایی چی د بشریت یووالی د تنوع پر اصل ولاړ دی او ټینګار پر کیږی. عبدالبهاء د بشریت یووالی ته په اشاره د بڼ باغ په شان پرتله کوی چی رنګارنګ ګلونه څومره د بڼ ښکلا اغیزمند کوی. د حقیقت پلټنه په بهائی آثارو کی د حقیقت پلټنه په آزاده توګه د هر انسان تر ټولو اساسی دنده ګڼل کیږی. بهاءالله په ټینګار سره وایی چی انسان باید نړی پخپلو سترګو وګوری نه د بل چا په سترګو. بهائی تعلیمات وایی چی هر انسان باید پرته د خپل ټولنی د دودونو ړانده تقلید پر ځای د حقیقت لټون وکړی. بهائی ښونه وایی چی انسان د حقیقت د درک کولو وړتیا لری چی وکولی شی د عقل قدرت څخه کار واخلی چی د حقیقت موندلو لپاره خدای انسان ته ورکړی. په بهائیت کی یو منل شوی اصل دی چی هرڅوک کولی شی چی خپل دین پرته له کوم جبر او فشار نه انتخاب کړی. هغه اولادونه چی په بهائی کورنی کی د بلوغ سن ۱۵ کلنی ته رسیږی باید د خپلی عقیدی او دین انتخاب په خپله پریکړه وکړی. د تعصباتو پریښودل بهائیان په دی باور دی چی هر ډول نژادی، قومی، مذهبی، ژبنی، جنسیتی، سیاسی، تبعیضونه لمنځه یووړل شی. بهائی سرچینی وایی تعصب د نورو په هکله یو ناسم انځور دی چی افرادو ته اجازه نه ورکوی چی تول انسانان یو شان د عزت او شرافت په سترګو وګوری. تعصب معمولاَ هغه وخت رامنځته کیږی کله چی یو څوک له یوی ډلی سره تړاو ولری، ځان او خپل ډله غوړه ګڼی. بی له دی چی د نورو ځانګړتیاوی په پام کی ولری. دغه تعصبات په د انسانی ټولنی کی در تورطم عامل په توګه پیژندل شوی او د تعصباتو لمنځه وړل د بشری ټولنی د یووالی او پرمختک لپاره وسیله ګڼل کیږی. د نارینه او ښځینه تر مینځ برابری بهاءالله په خپل آثارو کی وایی چی د خدای په نیزد کی ښځینه او نارینه په حقوقی چارو کی برابر او مساوی دی. هیڅ یو بل ته غوره او برتری نرلری دواړه انسانان دی. بهائی سرچیینه ښونه کوی چی په انسانیت کی جنسیت ځای نلری. نارینه او ښځینه سره یو دی. هیڅ یو د جنسیت په خاطر امتیاز یا لوړوالی پر بل نلری. بهائیت برابری د دواړو تر منځ او د دوی ګد ون په مختلفو ټولنیزو چارو کی نړیوال یوالی او سولی او د ټولنی د پرمختک لپاره یو اساسی شرط ګڼی. د ښځو او نارینه نابرابری نه یوازی د ښځو د پرمختک مخه نیسی بلکه د ټولنیزی تولڼی پرمختک هم خنډ ګرځی. عبدالبهاء په خپلو آثارو کی ذکور او ښځینه د مرغی له دوو وزرونو سره پرتله کوی. وایی، لکه څنګه چی دواړه وزرونه پیاوړی وی په هم هغه اندازه په بریا الوتنه کولی شی. په همدی توګه د بشریت بریالیتوب او سوکالی یوازی هغه وخت بشپړیږی چی ښځینه لکه نارینه و غوندی پرمختک کړی وی. د بهائیانو لپاره د نارینه او ښځینه تر منځ د مساواتو اصل یوازی د نړی په اوسنی جوړښتونو کی د ښځو د ګدون لپاره د تنظیم کولو په معنا ندی. بلکه بهائیان هلی ځلی کوی چی یوازی د نارینه وو په کچه د ښځو د دریځ د لوړولو هڅی نه ګڼی. بلکه پدی باور دی چی د ټولنی په جوړښتونو کی نور بڼسټیز بدلون ته اړتیا ده. ښځی او نارینه یو د بل په همکاری د نوی ټولنیز نظم د رامنځته کولو لپاره په ګډه کار وکړی چی پکښی داسی خصوصیات لکه ځانګړتیا، واک غوښتنی، دښمنی، سیالی، د دی پرځای مینه او خدمت ته ځای ورکړی. هغه ځانګړتیاوی چی په بهائی آثارو کی د ښځو دریځ پیاوړی کوی وینی. دین باید د مینی او الفت عامل شی بهائیان پدی باور دی چی پیغمبران په اصل کی د انسانانو د جنګ جګړو د حلولو او ښه اړیکو لپاره راغلی دی. نو که چیری دین چی په خپله د اختلافاتو علاج و د اختلاف او جګړی سبب وګرځی د عبدالبهاء په وینا بیدینی غوړه ده. د علم او دین تطابق علم او دین د بهائی بڼستیزو اصولو څخه دی. بهائی آثار علم او دین یو د بل په مقابل کی په ټکر نه وینی بلکه دا د دواړه په بڼستیز همغږی ټینګار کوی. د بهائی تعلیماتو په وینا چی حقیقت یو دی، علم او دین دواړه د حقیقت د پیژندلو او پوهیدو لامل وی. د بهائیت له نظره د واقعیت له درک لپاره هم باید علم او هم باید دین ته رجوع وشی. بهائیان پدی باور دی چی دین پرته له علم او عقلانیت نه توهمات، خرافات او تعصباتو ته مخه کوی. همدارنګه علم پرته له دین او اخلاقو نه د وچی مادیزم وسیله ګرزی. عمومی سوله د نړی سوله ته رسیدل د بهائی باور له اساسی اهدافو څخه دی. دا آئین انسانانو ته بلنه ورکوی چی د انسانی بڼستیز یوالی ومنی. او په نړی کی د یوالو پر بڼست د ګډ عمل له لاری د نړی سوله ترلاسه کړی. همدارنګه جنسیتی مساوات، برابری، عدالت، او اخلاقی مشرتابه په سیمۀ ایز او په نړیواله کچه هڅه وکړی او نور اصول چی د عمومی سولی سره تړاو لری عبارت دی له اقتصادی عدالت، افراطی بی وزلی او شتمنی، هر ډول تعصب لمنځه وړل، عامه پوهنه چی د انسان د ژوند مادی او معنوی اړخونه پکښی شامل وی. په همدی ډول د علم او دین د همغږی پکښی موجود وی. همدارنګه خلک باید پرته له خپل مورنی ژبی او خط په درلودو سره یو نړیواله ژبه او خط چی د نړیوالو ارطباتو په موخه انتخاب او زده کړه وشی. بهائی تعلیمات د اخلاقی او معنوی اصولو پر بڼسټ د مطالعی عملی کولو انفرادی او ټولنیز بدلون په ارزښت تنیګار کوی. بهائیان د بڼستیزو اصولو په ړنا کی د یوه سوله ایزی ټولنی په ګدون د نورو سره کار او زده کړه کوی. مفرط بیوزلی او بیساره شتمنی لمنځه وړل په بهائی تعلیماتو د خلکو د پیوستون په هکله ټینګار کیږی. نو ځکه مفرط بیوزلی او بیساره شتمنی د بشری ټولنی یوالی ته ناشونه خنډ پیښوی. په همدی ډول د سولی او عدالت په بڼست د نړیوالی ټولنی جوړول اړین ګڼی. البته بهائی آثارو په باور د شتمنی مساوات د خلکو تر منځ لکه څنګه چی د کمونزم په ایدیولوژی کی منځ ته راغلی وو نه ده. هم هغسی مساوات او ټولنی ته صدمه رسوی. بهاءالله مفرط بی وزلی او بیساره شتمنی لمنځه وړل غواری. په همدی ډول د ټولنی سوکالی لپاره اوږد محاله ګټی په نظر کی باید ونیول شی نه لڼد محاله ګتی د یوی وړی خاصی دلی مصرفی لپاره. دله ایزه همکاری خدمت کول و نورو ته همدارنګه اخلاقی خصلتونه لکه سمکاری، صداقت، او امانت داری په اقتصادی چارو کی ټینګار کوی. د بهائی د احکاماتو د جملی نه یو هم حقوق الله دی چی پر هر بهائی فرض دی چی د خپل لګښت پس انداز نه پرته ۱۹ بهائی تشکیلاتو ته په خپله خوښه داوطلبانه توګه ورکول کیږی چی په ټولنیز خدماتو او عامه ګټو کارول کیږی. په تعلیم باندې ټینګار یو د اصلی او مهمو عواملو چی د فرد او ټولنی د مادی او معنوی پرمختک سبب کیږی تعلیم او تربیت دی چی دا ذاتی وړتیا په انسان کی نغختی روزل کیږی. دا د والدینو د مهمو وظایفو څخه د اولاد روزنه او پالنه په ځانګړی توګه د لوڼو ته چی د مور دنده د راتلونکی نسل روزنه ورپه غاړه ده. په همدی ډول په بهائی ښونه کی اخلاقی او معنوی روزنه او هم انسانی، علمی، حرفوی هنرونو زده کړو باندی خورا ټینګار کوی. د تعلیم او تربیت نه موخه د خلکو ځواکمن کول دی چی ټولنه ته خدمت وکړی. بهائیانو په ایران کی د انجوڼو او هلکانو لپاره د نویو ښونځیو په جوړولو کی فعاله ونډه درلودل. د ۱۹ پیری په ورستویو کی د عبدالبهاء په هڅو او لارښونی سره د ایران په ډیرو برخو کی له کوچنی کلیو څخه تر لویو ښارونو پوری نوی ښونځی یی جوړ کړل چی د دغو ښونځیو شاګردان په نوی، عصری، او مدرن علومو او هنرونو سمبال آشنا او زده کړی یی ترلاسه کړل. په همدی ډول په دی وروستویو کی د آزاد علمی پوهنتون په نام د هغه بهائیانو لپاره چی په ایران کی چی د لوړو زده کړو څخه محروم دی تاسیس کړه شوی دی. بهائی احکام د بهائی دین حکمونه په یوه مجموعه کی د خدای د عزابونو او د ویری په خاطر چی څه باید وشی او ونشی مطرح ندی. بهاءالله وایی چی الهی حکمونه د انسان د معنوی ژوند یوه نه بیلوندکی برخی ګڼی. بهائیان پدی باور دی لکه څنګه چی یو څوک د یو جکپوری ساختمان نه ځان کښته وغورځوی څرګندیږی چی دا سړی د نړی د فزیکی قوانینو څخه سړغړونه کړی. طبیعی ده چی یا به مری یا به نورو کړاونو سره مخامخ کیږی. کله چی انسان معنوی قوانین چی چه نړی کی کارول کیږی تر پښو لاندی کوی نو انسان ته به خامخا معنوی زیان پیشیږی. په دی کتنه کی د الهی حکمونو کارونه د انسان په ژوند کی معنوی اړخ اغیزمند او پیاوړی کوی. د بهائیت په باور احکام په دوو برخو نه جوړه ده چه یو یی اخلاقی حکمونه دی چه د وخت او زمان په تیریدو سره نه بدلیږی او یا په مختلفو ادیانو کی یو شان ته دی لکه صداقت، سمکاری او داسی نور. دوهمه برخه، د دوهمه برخه موخه ټولنی ژوند ته انتظام ورکول دی چی ځینی یی د وخت او زمان په تیریدو سره بدلون مومی. دی حکمونه فردی او ټولنیز معنوی ژوند پوری اره لری. د بهائی اقدس کتاب په سریزه کی راغلی چی ډیر قوانین د دی کتاب په ڼنی ټولنی کی کارول کیږی. بهاءالله د بهائی ټولنی لپاره د کارولو نوی قوانین برابر کړی چی دا قوانین په تدریجی توګه سرګندیږی یا بدلیږی. د شخصی او انفرادی قواعدو لکه لمونځ، روژه که څه هم په ټولو فرض دی خو شخصی او انفرادی دنده ګڼل کیږی. بهاءالله د الهی حکمونو کارولو لپاره جزایی چوکات ندی تاکلی بلکه د الهی حکمونو کارول یوه برخه د انسان معنویت، پرمختک، عرفانی سلوک کرنلاره ګڼی. بهائیان د بهاءالله لارښونی پر بنیاد الهی حکمونه باید په خوشحالی او په عشق او محبت وکارول شی. په بهائی دین څوک د نورو لخوا د حکمونو د څارنی مسولیت نلری. د دی دین له مخی یواځی فرد خدای ته له خپله اعمالو ځواب ورکونکی دی او هر انسان د خپل چلن او کرونو اصلاح او انضباط په خپل اختیار کی لری. بهائی دین کی د روحانیونو او علما په نام طبقه وجود نلری چی الهی احکام بیان، تعبیر او تفسیری کړی خو د بهائی ټولنی په جوړښت واک او مشرتابه د محلی، ملی، او بین المللی شوراګانی ته سپارل شوی ده نه افرادو او اشخاصو ته. د احکامو اساسی بڼسټ د بهاءالله د لیکل شوی رسمی آثارو لکه د اقدس کتاب او ورسره نورو ضمائم چی د بیت العدل اعظم له خوا وضع شوی دی. هیڅکله شخصی قصی او شفاعی روایتونه د بهاءالله د ژوند او د دی دین نورو مشرانو لخوا د احکامو د تاکلو بڼسټ نشی کیدای. لاندی ځینی احکام دی چی د اقدس په کتاب کی راغلی. د شوقی افندی له خوا ټینګار پری شوی پس له دی چی بهائی د بلوغ سن ۱۵ کلنی ته ورسیدو پر هغه لمونځ فرض کیږی. دری اصلی لمونځونه دی چی انسان پدی درویو لمونځونو کی یوه لمونځ انتخاب او ادا کول فرض دی. غیبت او افترا حرام دی. بالغ بهائیان چی روغ وی د بهائی په تقویم په آخرنی میاشت کی روژه نیسی. بهائیان د الکولی مشروباتو ښکل حرام ګڼی. همدارنګه نور نشه یی داروګان څخه منع شوی دی مګر دا چی ډاکتر تجویز کړی وی. جنسی روابط فقط د ښځی او خاوند تر منځ مشروع دی. همجنسګرایی جواز نلری. قمار او د مخدره موادو کارول په شدت سره حرام دی. تاریخ د بهائیانو په باور بهائی آئین تارخ د دوو ایرانی پیغمبرانو رسالت، باب او بهاءالله پیلیږی. باب د بهائی دین شارع او مبشر دی. باب په خپله لڼده موده د رسالت کی په خپلو آثارو کی د بل رسالت د ظهور خبر ورکرل. چی دا وعده د ده د وژل کیدو وروسته څه کم یولسیزه کی تحقق وموند. د بهاءالله د رسالت په اعلانولو ډیرو پروانو د باب پر بهاءالله ایمان راوړل. د وخت او زمان په تیریدو سره د بهاءالله د ښونی پر بنیاد چی بهائی ټولنه وکولای شی خپل یوالی د الهی تعلیماتو په رنا کی په سمه توګه خوندی پاتی شی نو تر بهاءالله وروسته د دی دین مشرتابه باید د بهاءالله لخوا مخکی له مخی په بشپړه توګه د عهد او میثاق په نام ایښودل شوی چی د دغه پیمان په ړنا کی تر بهاءالله وروسته د بهائی ټولنی د لارښونی او مشرتابه د بهاءالله مشر زوی عبدالبهاء ته همدارنګه تر عبدالبهاء وروسته شوقی ربانی ته چی د عبدالبهاء لمسه کیږی سپارل شوی دی. په همدی ډول د بهاءالله د مخکنی لارښوونی پر بڼسټ وروسته تر شوقی افندی دا مشرتابه نه کسیز هئیت بیت العدل اعظم ته چی په هره پنځو کلونو کی د نړیوالی بهائی ټولنی لخوا انتخابیږی سپارل شوی چی د الهی عهد او ژمنه د بهائی ټولنی د یوالی، اتحاد او د استحکام حفاظت او ضمانت کوی. بهاءالله د بهائی آئین موسس او لارښود میرزا حسین علی نوری ملقب په بهاءالله په کال ۱۱۹۶۱۲۷۱ هجری لمریځ، ۱۸۱۷۱۸۹۲ میلادی په ۲۸ کلنی کی د باب د ځینی آثارو په مطالعه کولو سره چی د ملا حسین بشرویه په وسیله چی لمری مومن د باب وو بهاءالله پر باب ایمان راور. او د باب ودین ته وده او پراختیا ورکړه. د ایران حکومت د روحانیونو په تحریک د بابیانو د وژنی او ځورولو لامل وګرځید. باب چی څو کاله په آذربایجان کی زندانی وو باب یی د یوه ځوان ملګری سره په تبریز کی د خلکو په محضر کی وواژه. دری کاله وروسته بهاءالله د بابی په تور زندانی شو چی د څو میاشتو دپاره د ځنځیر او زولنو په واسته په سیاه چال زندان کی زندانی شو. بهاءالله په دی زندان کی د خپلو ډیرو بابی ملګره د وژنی حال په خپلو سترګو ولید. بهاءالله پدی هکله وایی چی پدی زندان کی څو ځلی یی معنوی او عرفانی حالت یی تجربه کر او د خپل رسالت په مقام پوه شو. پس له زندان نه بهاءالله ته یو میاشت وخت ورکرل شو تر سو د ایران نه ووځی. بهاءالله د جلاوطنی په مقصد اعراق یی انتخاب کړو. دی د کورنی سره او دوو وړونو سره ایران یی د اعراق په قصد پریښود. هغوی پس له اوږدی مودی په ډیرو غرنیو سیمو له لاری په ۱ اپریل ۱۸۵۳ کی بغداد ته ورسیدو. په بغداد کی بهاءالله په تدریج د بابیانیو مشر په توګه وپیژندل شو او د یوی سختی ځوریدلی او ټپی شوی بابی ټولنی د بیا احیا کولو مسولیت په غاړه واخیست. هغه په خپلو آثارو کی بابیانو ته د باب دین په اره نوی پوهاوی ورکړه. د هغه پیروانو په شمیر کی په چټکی سره وده وکړه او په لڼده موده کی یی بابیانو او د ایران او عثمانی چارواکو دواړو هغه یی د بابیانو د مشر په توګه وپیژندل. د ایران حکومت کله چی د بابیانو او نورو خلکو علاقمندی د بهاءالله مشرتابه او دریز ته په لیدو سره اندیشمند کرل. ځکه یی پر عثمانی چارواکو فشار راور چی بهاءالله او یاران یی چی مخ پر ډیریدو دی د ایران شا و خوا لری سیمی ته واسته یی. عثمانی چارواکو دا غوښتنه و منل او بهاءالله یی په کال ۱۸۶۳ کی استامبول ته ولیږل. د اپری ۲۱ په ۱۸۶۳ کی مخکی له دی چی استامبول ته لار شی بهاءالله او د ده ملګری د ۱۲ وروزه لپاره د نجیب پاشا باغ ته چی بغداد ته نژدی واقع دی واوسیدل. په دغه باغ کی وو چی بهاءالله خطاب په هغه بابیانو ته چی هلته حاضر وو وویل زه هغه موعود یم چی باب په خپلو آثارو کی من یظهرالله بشارت ورکرل شوی دی چی دغه ۱۲ وروزی بهائیان د رضوان اختر په مناسبت هر کال لمانځل کیږی. پس له ۴ میاشتو ځمکنی سفر، بهاءالله او ملګری یی استانبول ته ورسیدل. پس له ۳ میاشتو له هستوګ نه وروسته په استانبول کی د عثمانی چارواکو د بهاءالله د تبعید امر د ادرنی ښارګوتی ته ورکرل. بهاءالله پس له څلورنیم کالو تبعید د خپل رسالت عمومی اعلان وکر چی د عمومی اعلان د هیوادونو پاچاګانو او واکمنانو ته د لیکونو په بله شوی چی د هغی له جملی نه د فرانسه دریم ناپلیون پاپ، د ایران پاچا ناصرالدین شاه ته، سلطان عبدالعزیز د عثمانی امپراتور ته. دی پدی لیکونو کی یی ځان د ټولو ادیانو موعود او بشری نړی یووالی موسس وګڼل. هغه د هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړه چی د ده رسالت ومنی او له هغوی نه وغوښتل ترسو د وسلو د سیالی مخ نیوی او د خپل لګښتونو پر خلکو تحمیل نکړی. دا موجوده جنګ او جګری ته د تفاهم او مشوری له لاری سولی ته رسیدل غوښتنه ورکړه. پدی لیکلو کی د دیموکراسی او برابری عدالت د ټولنی لپاره قانون پلی کیدل په هکله سرګندونی کړی دی. په کال ۱۸۶۸ کی د عثمانی حکومت بل ځل د بهاءالله د تبعید حکم صادر کړو. بهاءالله او یو شمیر پیروان سره د ۳۱ اگست ۱۸۶۸ کی د عکا ښار ته ولیږل شو. د دوو کالو لپاره بهاءالله او د دی ملګری په خورا سخت او نامناسبو شرایطو کی په یوه قلا کی بندیان شول. او څو کس د بهاءالله د ملګرو او د دی یو ځوی په نام میرزا مهدی د سختو شرایطو په نتیجه کی مره شول. بهاءالله ورسره ملګری په ۱۸۷۰ کی اجازه پیدا کرل چی د زندان نه خارج او په خپل کور کی زندانی وی. په کال ۱۸۷۷ کی پس له دوو کلونو هڅتوګ نه یی پدی کور او عکا کی اجاره ترلاسه کرو چی د دی ښار نه بیرون تلای شی. دی وکولای شو چی د دی ښار د شمالی پر لوړ یو عمارت چی د مزرعه په نام یادیدو ځان ته د هڅتوګ دپاره غوره کرل. او بیا په کال ۱۸۷۹ تر مرنی پوری په بهجی کی ژوند ترسره کړه. د می د میاشتی د کال ۱۸۹۲ کی پس له وری ناجوړتیا د ۸۵ کال په عمر کی په بهجی کی رحلت وکر. د بهجی عمارت په څنده کی خاورو ته وسپارل شو. هغه زندان چی بهاءالله هلته دو کاله زندانی وو بهاءالله کتابونه لیکونه الواح ګانی او ډیری دعاګانی لیکلی دی چی د هغوی جملی نه ۱۵۰۰۰ لیکونه او متنونه پیژندل شوی او د بهاءالله ۱۰۰ آثاره په ۸۰۰ ژبو کی ژبارل شوی دی او په ۲۰۰ مملکتونو کی خپاره شوی دی. د ده پدی آثارو کی په وارو وارو راغلی دی چی د ده مخاطبین تول بشریت دی او د ده په تعلیماتو موخه د نړی د ټولنی بیاروغونه او جوړښت ده. همدارنګه د یوی متحدی نړی ټولنی ترلاسه کولو لپاره غواری چی یوه ژبه او رسم الخط انتخاب وشی. په همدی ډول پر اجباری تعلیم او تربیه باندی ټینګار کوی. همدارنګه د اثعارو واحده تاکنه. بهاءالله د هر نوع تبعیضات پر ځانګړی توګه مذهبی، ژبنی، افراطی ملت پالنه، مردود ګڼی. بهاءالله په خپلو آثارو کی څرګندونی کړی د ده په نیز کی ښځه او نارینه برابر دی او هیڅ یو یی پر بل برتری او لوړوالی نشی لرلی. دی پخپلو څرګندونو کی ښځه آزادی او د دوی د تعلیم او تربیه په اره جدی ټینګار لری. بهاءالله د بهائیانو څخه غوښتنی کوی چی په اخلاقی فضایلو لکه رشتینوالی، پاک لمنی، سمکاری، امانت کاری، وفاداری، ادب، صبر، او بردباری، عدالت او انصاف، ته مخه کړی. او د نورو د ادیانو د پیروانو سره په مینه اریکی ولری. همدارنګه د دوی نه غواری په هر ځای کی یا په هر مملکت کی ژوند کوی باید ښه مثال او نمونه په ټولنی کی وی. صادق او سمکار وی هیڅکله د فساد او تاوتریخوالی سبب ونګرزی او له تعصب، غرور، غیبت او افترا نه پرهیزګاری وکړی. بهاءالله هر شکل مذهبی شخره او خشونت په ځانګړی توګه جهاد ممنوع او حرام اعلانوی. بهاءالله د دین نقش درلودلو ټولنیز نظم او مخنیوی د جرم او جنایت په هکله په تفصیل سره خبری کړی دی. په همدی ډول صدقه او خیرات راټولول تنبلی او بیکاری ممنوع ګڼی. او پر شغل او حرفه باندی ټینګار کوی. د بهاءالله په فکر او اندیشه کی د خدای ذات پیژندنه امکان نلری. انسانان د خدای د پیژندنی د هغه پیغمبرانو په واسته چه خدای په هغوی کی تجلی ښکاریږی کوی پیژندل کیږی. د بهاءالله په باور خدای ځان پدی نړی کی د خپل پیغمبرانو په واسته د یو تدریجی ادواری بهیر تیرځ کی او د بشر د استعدادونو د درک په اندازه همدارنګه د وخت او زمان د غوښتی سره سم چی په هغوی کی په تجلی دینونه د تدریجی وحی ظهور په بهیر په ترڅ کی یو د بل سره شلول کیږی. چی دا مختلف بهیرونه په عین حال کی مخکی پر بشپړیدو د هر دین په راتک سره تلپاتی حقایق، اخلاقی او معنوی اصول، چی په پخوانی دین کی وو د وخت او زمان سره د کارول واک یی کم شوی یا بی تاثیره شوی د نوی دین په راتک سره دوباره احیا کیږی. لدی نظره د پرلپسی ادیانو راتک کولی شو د پسرلی موسم سره پرتله کړو. د هر پسرلی په را ړسیدو سره رنګانګ ګلونه او طراوت ترسترګو کیږی. په عین حال کی د تیر سور ژمی مرگ ترسترګو کیږی. د بهائی پر تعلیماتو کی دینی حقایق نسبی دی او د بشپړیدو په حال کی حرکت کوی. دا په دی معنا ده چی الهی تعلیمات د ادیانو د همیشگی ظهوراتو د بشر د فهم او ظرفیت په اندازه بدلون مومی. د بهاءالله له نظره پیغمبران هم انسانی مقام لری هم الهی مقام. پر الهی مقام کی دا چی توله تجلی د یوه واحد خدای کوی او د هغه صفات او اسما منعکس کوی په حقیقت کی یو دی. مګر په انسانی مقام کی دوی مختلف انسانی شخصیتونه لری. عبدالبهاء عباس افندی ۱۲۲۳۱۳۰۰ هجری لمریځ، ۱۸۴۴۱۹۲۱ میلادی د بهاءالله مشر زوی چی عبدالبهاء په نام پیژندل کیږی. دی د بهائی دین دریم محوری شخصیت دی. له هغه ځایه چی د اقدس په کتاب کی همدارنګه په عهدی کتاب کی اشاره ورته سوی چی دی یی وروسته تر بهاءالله مشرتابه جانشینی مقام تعین شوی په عین حال کی د بهائی د آثارو مبین، مفسر، د ده په غاړه ایښودل شوی دی. دی په کال ۱۸۹۲ کی تر ۱۹۲۱ پوری د بهائی ټولنی مشرتابه او اداره او د بهائی د آثارو مبین او مفسر وو. همدارګه د بهاءالله د ژوند په دوران کی د پلار منشی او وکیل وو. عبدالبهاء د خپل ډیر وخت د عمر په زندان کی او جلاوطنی کی تیر کر. دی نه کلن وو چی د ده د پلاره سره عراق ته لار. او دی د عمر په وروستیو کی په ۶۴ کلنی کی په ۱۹۰۸ م د ترک د ځوانانو د انقلاب په نتیجه کی دی او ورسره نور عقیدتی زندانیان پس له ۵ لسیزه کی آزاد شول. دی پس له آزادی د بهائی د خپرولو په موخه مصر او اوروپا، شمالی امریکی ته سفر کړی دی. دری کلنه سفرونه و غرب ته مضبوط تاثیراتی د بهائی ټولنی په ایجادولو کی درلود. دی په شمالی امریکی کی ۴۵ ښارو او کانادا ته سفرونه کړی دی. پدی ښارونه کی په حدود ۳۷۳ لکچرونو کی محوری نقش د ده وو. د ده د مخاطبینو شمیر ۹۳۰۰۰ کسانونه ته رسیږی. عبدالبهاء په اروپا و امریکا کی د سولی د پیغمبر په نام مشهور شو. د هغه دوران ډیرو رسنیو دی یی ایرانی پیغمبر نومول. یو تعداد لوړ شخصیتونو لکه الکساندر ګراهم بل، د تلیفون مخترع، پریزیدنت روزولت د امریکا پخوانی جمهوری رئیس او آدمیرال پری د جنوب قطبی کاشف په دی سفرونو کی یی لیدنی کړی ده. عبدالبهاء په خپلو لکچرو کی غربی نړی کی د بهائی پر بڼسټیزو اصولو بیانیی ورکرل. د هغی له جملی یو دا وو چی هر څوک باید په خپله په آزادی او مستقلانه توګه بی له تعصباتو نه د حقیقت څیرنه او پلتنه وکړی. تول د الهی دینونه ښکارندوی د یوه واحد حقیقت نه سرچینه اخلی. دین باید د علم او عقل سره هم غږی ولری. د انسان نوعیت یو دی. تول د خدای په مقابل کی برابر دی. دینی تعصبونه او سیاسی ملیت پالنی د ناپوهی بیلګه ده. شدیده بیوزلی او مفرطه شتمنی باید له منځه یوړل شی. تول وګری د قانون په مقابل کی یو شان ته دی. او په ټولنی کی عدالت وی. ښځینه او نارینه برابر په ټولو حقوقی چارو کی مخصوصا د تعلیمی او تربیتی په چارو کی. همدارنګه دین باید په ټولنی کی د مینی او محبت سبب شی بغیر لی دی نه بیدینی غوره ده. تول ماشومان باید زده کړه تر لاسه کړی. دین باید د سیاست نه جلا شی. عبدالبهاء په خپلو ویناګانو کی پر سولی ډیر تیګار کاوه او د بلکان د جنګ خبرداری یی ورکرل چی دا جنګ به تول اروپا ونیسی. همدارنګه په امریکی کی د تورپوستو او سپین پوستو تر منځ ناخوالی نمنځته کوی. دی په امریکی کی او اروپا کی د بیوزلو سره کتنی کړی دی. او د شتمنو ټولنیز مسولیت په بیوزلو په مقابل کی ټینګار کاوه. او د شتمنو ټولنیز مسولیت په بیوزلو په مقابل کی ټینګار کاوه. عبدالبهاء د جنوری ۱۹۱۳ کی پس له دریو کالو سفرو د غرب څخه د مصر له لاری حیفا ته لار. د یو کال په تیریدو سره او د نړیوال جنګ له پیل نه چی د ۱ اګست ۱۹۱۴ کی واقع شوه او ده ته د لا ډیرو سفرنو امکان نه وو. هغه ورځی د ده ته او د ده اطافیانو ته ډیر خطرناکه ورځی وی. عبدالبهاء د سوریه نوی والی، جمال پاشا لخوا تهدید شوی و. د جنګ کلونه په منطقه کی ډ قهطی عامل شو اما څنګه چی د عبدالبهاء د اردن په دره کی د بهائی کرنی فارمونو څخه د غلو په رسولو سره وکولای شو چی په منطقه کی د ناورین مخه ونیسی. کله چی پر فلسطین باندی د بریتانیا واکمنی له پیل سره ۲۷ اپریل۱۹۲۰ کی نوی حکومت رامنځته شو عبدالبهاء ته د لمری نړیواله جګری پر محال د هغه د بشر دوستانه د هڅو له امله د سلطنتی د سر لقب ورکرل شو. عبدالبهاء د جګرو کلونه وروسته د بهائی ټولنی چارو ته پاملرنه وکړه. عبدالبهاء سردیره پر دی چی دی پدی دوره کی یو ځانګړی څیره او مشهور شخصیت وو هغه د یو نړیوال آئین د مشر په توګه پیژندل شوی. عبدالبهاء په ۱۹۲۱ کی صعود وکر مر شو. شوقی افندی ربانی هغه د خپلی ویناګانی په ترڅ کی د عبدالبهاء کتبی لیکلو او وصت نامه باندی تکیه کړی وو. د هغه په خپل تعبیر بهائی اداری نظم منشور دی. د بهائی د اداری نظم بڼسټ کښیښود او پس له دی چی د بهاءالله او عبدالبهاء آثار یی دقیقه توګه د بهائی اداری او تشکیلاتی موسساتو د ایجادولو لپاره یی نوی قواعد ابلاغ کر. همدارنګه د نورو اقداماتو سره سم موازی د بهائی د آثارو ژبارنه فارسی او عربی ژبی څخه و انګلیسی ته چی دا په راتلونکو ژبارونو دپاره چی د بهائی آثار د ژبارنی لپاره یوه ښه نمونه او قاعده کیدایشی. د نبیل زرندی تاریخی کتاب چی په لمری کلونو کی لیکل شوی وو دی تلخیص او وژبارل د مطالع الانوار په نام خپور شو. همدارنګه د ده بل اثر د بهائی آئین تاریخی کتاب دی چی ګاد پاسس بای په نام یادیږی. دی وروسته تر دی چی د بهائی اداری نظم جوړ کر کله چی بهائی نه کسیز انتخابی شوراګانی جوړ کرای شو پس له هغه د بهائی دین د خپراوی لپاره منظم پرگرامونه ترسره کړه. همدارنګه ملی او بین المللی نقش یی د دی منظور لپاره طرح کړه. شوقی افندی شخصا د ډیرو لیکونو چی شمیر یی ۱۷۰۰۰ ته رسیږی وو بهائی ټولنی ته تول نړی ته لیږل شوی او بهائی ټولنی د نقشو او پلانو سره هڅولی دی. په همدی ډول د ده مشرتابه په دوران کی د بهائی ټولنی په ډیرو ممالکو کی میژ ته او استقرار وموندلی. شوقی افندی د نړیوال بهائی مرکز د جوړولو او پراخولو د حیفا او عکا په سیمو کی جوړ کړی دی. د باب ښکلی آرامځای او د هغه پر شا و خوا ډیر باغونه د کرمل د غره په لمنی کی یی جوړ کړی. همدارنګه د بهاءالله آرامځای مشهور په مبارکه روضه د عکا ښار څخه بهر طراحی او جوړ کرل شوی. په همدی ډول د بهاءالله نړیوال آرشیف ودانی په لمری د کرمل د غرو په لمن کی د مرکزی ودانی جلمی څخه شمیرل کیږی جوړ کړی دی. شوقی افندی پدی ورستیو کلونو کی خپل ځانګړی توجه یی د محلی او ملی موسساتو ته ځانګړی کړی وو. او د بهائی انتخاباتی اصول او قواعد په نړیواله سطح کی بهائی ټولنی ته توضیح کرل. دا د دی لپاره چی په بهائی آئین کی ملا او کشش نشته پر ځای یی منتخب دیموکراتیک شوراګانی د ټولنی لخوا انتخابیږی ده ډیره هڅه وکړه نوی بهائی ټولنه و داسی کچی ته لوړ کړی د بیت العدل اعظم د انتخابولو وړتیا پیدا کړی. بیت العدل اعظم هغه انتخابی نه کسیز مشرتابه دی تر شوقی افندی وروسته تر اوسی د نړیوال بهائی ټولنی مشرتابه په غاړه لری چی په هره ۵ کلو کی په دیموکراتیکه او آرامه فضا کی انتخابیږی. بیت العدل اعظم د بهائی آئین کی روحانی طبقه لکه ملا، مجتهد وجود نلری. د بهائی ټولنی په جوړښت کی واک او مشرتابه انتخابی شوراګانی ته ورکرل شوی چی د هغوی په راس کی بیت العدل اعظم قرار لری. بیت العدل اعظم د بهائی نړی عالی شورا ده او تر ټولو لوړ تصمیم نیونکی واک دی ده شورا نه غری لری چی په ۵ کالو کی یو ځلی د ملی بهائی انتخابی شوراګانو لخوا انتخابیږی. د لمری ځل د پاره بیت العدل اعظم په ۱۹۶۳ م کال کی تشکیل شو. بیت العدل اعظم په ۱۹۷۲ خپل اساس نامه جوړ کر په کوم کی چی هغه د خپلو دندو او واکونو ترسره کولو مختلفو اړخونه تعریف کرل. د دی قانون پر بڼسټ پدل لاندی ډول دی. د بهائی ټولنی د اداری چارو د نړیوالو سطح کی لارښوونه او په نړیواله سطح کی دی بهائی ټولنی د فعالیتونه د تنظیم د هماهنګ کولو، د بهائی آثارو او متنونو سلسله همدارنګه د بهائی ټولنی د اذیت او زورولو مخنیوی، د بهائی دین خپرول، د ټولنی اداری چارو ته پاملرنه او وده ورکول، د بهائی ټولنی کی معنوی او اخلاقی خصلتونه ترویج کول او ولسونه تر منځ سوله، د افراد او اشخاصو حقوقو تضمین، هغه کرونو او هغه حکمونه چی په مطنونو کی مطح شوی نوی بدلون او یا لغو کولو واک د بیت العدل اعظم دی، آزادی او د افرادو اقداماتو بهائی اصولو او حکمونو کارول او د هغوی تر منځ همکاری او همغږی پر تول نړی کی. اداري جوړښت د بهايي ټولنې د چارو د تنظیم او اداره کولو طریقې ته اداري نظم وایی. د دې نظام طرحه د بهاء الله لخوا په اقدس کتاب او د هغه په نورو اثارو کې مشخص شوې ده. په بهايي نظام کې هیڅ ملا، عالم او دیني مجتهد طبقه نشته او د دې ټولنې په جوړښت کې واک او اختیار اشخاصو ته نه، بلکې منتخبو شوراګانو ته سپارل شوی دی. دا ټاکل شوې شوراګانې په محلي، ملي او نړیواله کچه فعالیت کوي. په محلی کچه، دا شورا د محفل روحاني محلي په نوم یادیږي او په ملي کچه، محفل روحاني ملي. د بهايي نړیواله ټاکنیزه شورا بیت العدل اعظم په نام یادیږي، چې غړي یې په هرو پنځو کلونو کې ټاکل کیږي. دا اداره د بهايي اداري جوړښت په سر کې ده. ټاکل شوې شوراګانې په خپلو چارو کې مقننه، اجرایي او قضايي واکونه لري. د بهايي مذهب د احکامو له مخې، د بهايي بڼسټونو په انتخاب کې هر ډول اعلانونه، نوماندي، ګوند پالنه، کمپاینونه او ټاکنیز کمپاینونه په مطلق ډول منع دي. هر رایه ورکوونکی د دعا او توجه په حالت کې او د بهایی په اثارو کې د ذکر شویو اخلاقی او معنوی معیارونو په پام کې نیولو سره د خپل وجدان له مخې تر ټولو وړ کسان د دغې ادارې د غړیتوب لپاره غوره کوی. په ټولو بهايي ټاکنو کې، په محلي، ملي او نړیواله کچه رایه ورکوونکي د رای ورکولو په پاڼه کې د خپلو نوماندانو نومونه لیکي. په محلی کچه رایه اچونه د محفل روحانی ملحی لخوا اداره کیږي. په هر ښار او کلي کې چې لږ تر لږه ۹ بهايي وګړي چې عمرونه يې له ۲۱ کالو پورته وي، هر کال ټاکنې ترسره کېږي چې په دې ترڅ کې د بهايي ټاکنو له معیارونو سره سم د هغه ځای له بهائیانو څخه ۹ تنه په مستقیمه توګه د محلي شورا غړي کیږي. ټاکنې د پټو رایو له لارې کیږي، دا پدې مانا ده چې هیڅوک د نورو د رایو په اړه نه پوهیږي. رایه ورکوونکي کولی شي په آزاده توګه او د بهرنیو فشارونو پرته هر هغه څوک ته چې مناسب وي رایه ورکړي. د ملي روحاني مجلس غړي، چې د هېواد په کچه د بهايي ټولنې چارې اداره کوي، هر کال په ټول هېواد کې د محفل محلي روحانيد منتخبو استازو له لارې ټاکل کېږي. د محفل روحانی محلی استازي د بهايي ټولټاکنو د معیارونو سره سم د هغه هیواد د بهايي ټولنې له ټولو غړو څخه د ملي روحاني شورا غړي ټاکي. هغه نهه کسان چې د نورو په پرتله ډیرې رایې ترلاسه کوي د ملي شورا غړي کیږي. او په نهایت کې، په ټوله نړۍ کې د ټولو ملي بهايي غونډو غړي هر پنځه کاله وروسته د بیت العدل اعظم ټاکي. د ټاکل شویو شوراګانو سربیره، داسې موسسات هم شته چې د ګمارنې له لارې کار کوي او په عمده توګه د بهايي ټولنې د مشورې او هڅونې مسولیت لري. ګمارل شوی موسسات د انفرادي نوښتونو هڅولو او پالنه کولو سره د ټولنې پراختیا ته وده ورکوي. قاره ای مشورتي هئیت، چې ۸۱ کسان لري، په هرو پنځو کلونو کې د بیت العدل اعظم لخوا ټاکل کیږي. مشاورین محفل ملی روحاني ته مشوره ورکوي، انفرادي کړنې او نوښتونه هڅوي، او د بهايي ټولنو په وده او ژوند کې مرسته کوي. د انتخابي شوراګانو برعکس، مشورتي هئیت مقننه، اجرائیوي او قضايي واکونه نلري. مشاورین د بهايي ټولنې څخه خپل معاونین ټاکي او معاونین هم خپل مرستیالان د بهايي ټولنې څخه غوره کوي. پداسې حال کې چې مشاورین په دواړو بین المللی او ملي کچو کې فعالیت کوی، د دوی مرستیالان معاونین په سیمه ایز او محلي کچه فعالیت کوی. د لوی مشاورینو د فعالیتونو د همغږۍ او لارښوونې لپاره، د بیت العل اعظم ډ دارالتبلیغ په نوم یو بورډ د ۵ کلونو لپاره ټاکلی چې ۹ کسان لري. احصایې او جغرافیایي ساحه د نړۍ د مسیحي انسایکلوپیډیا ډیټابیس وروستي راپور په کې د بهایی عقیدې د پیروانو شمیر . ملیون اټکل کړی. دا منبع د هغو سیمو شمیر چې بهائیان پکی اوسیږي له ۱۰۰،۰۰۰ څخه ډیرلیست کوي. د نړۍ د عیسوي انسایکلوپیډیا ډیټابیس اټکلونه هم د بهائی نفوس سیمه ایز ویش لپاره یو دقیق لارښود چمتو کوي. د افریقا د سب سهارا سیمې ۲.۳۷ میلیون؛ ۲۹.۹٪ او جنوبي اسیا ۲.۱۳ میلیون؛ ۲۶.۸٪ په نړۍ کې ترټولو لوی بهايي نفوس لري. انسائیکلوپیډیا بریتانیکا د بهائی دین ډ جغرافیائی پراختیا له پلوه په نړۍ کې دوهم لوی دین ګڼي. د نړۍ ترټولو لوی بهايي نفوس په هند کې ژوند کوي، چې په ۲۰۱۰ کې ۱.۹ میلیونه اټکل شوی وو.همدارنګه، د دینی د معلوماتو ټولنې په وینا، بهايي دین په ایران، پاناما او بیلیز کې ترټولو لوی دینی اقلیت دی. په بولیویا، زامبیا، پاپوا نیو ګیني او نورو هیوادونو کې دوهم لوی نړیوال دین او په چاد او کینیا کې دریم لوی نړیوال دین دی. د ۲۰۰۱ کال د شمېرو له مخې د هغو سیمو شمیر چې بهاييان پکی اوسیږي ۱۲،۷۳۸۱ ته رسیږی چی۱۹۰ هیوادونه او سیمې ته ویشل شوي دي. د ورته شمیرو له مخې، ۱۱،۷۴۰ محفل روحاني محلی او ۳۳ بهايي خپرونې شتون لری، بهايي متنونه په ۸۰۲ ژبو ژباړل شوي دي او بهايي په نړۍ کې د شاوخوا ۲،۱۱۲ قومونو، نژادونو او توکمونو استازیتوب کوي. اوس مهال، د بهايي ۱۱ عبادت خانې شتون لري. په دې کې اته قاره ای عبادت ځایونه مشرق الاذکار او درې محلی عبادت ځایونه شامل دي. برسېره پردې، د څلورو نورو معبدونو پلانونه هم پلي شوي دي. د بهايي نړيوال مرکز د شمېرو له مخې، اوسمهال په نړۍ کې ۱۹۲ محفل روحانی ملي شتون لري. په ټوله نړۍ کې، بهاييان د ۶۰،۰۰۰ څخه زیات د ماشومانو د زده کړې ټولګي او د ځوانانو د پیاوړتیا ګروپونه ۱۲-۱۵ کلنۍ لري چې د هرچا پکی ګډون کولی شي. د نړۍ بهايانو څه دپاسه اويا زره لنډ مهاله ټولنيزې او اقتصادي پرمختيايي پروژې بشپړې کړي دي او د ۱۵۰۰ اوږد مهاله پرمختيايي پروژې تر کار لاندې دي. دوی د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره له ۱۵۰ څخه ډیر سازمانونه هم تاسیس کړي دي. بهايي جنتري بهايي جنتری یو شمسي جنتری ده چې نولس میاشتې لری، او هر میاشت کی نولس ورځې او څلور ورځې یا په لیپ کلونو کې پنځه ورځې لري چې د ایام ها په نام یادیږي. د څلور یا ۵ ورځو دوره ایام ها د جشن او خوښۍ، خیرات او میلمه پالنې وخت دی او د وروستۍ میاشتې له پیل څخه مخکې چې د روژې میاشت ده واقع کیږی.د بهايي تقویم کې د نوي کال پیل د نوروز او په شمالي نیمه کره کې د ورینل ایکینوکس سره مطابقت لري. په بهايي تقویم کې، هره میاشت یو نوم لري چې د الهي صفتونو څخه اخیستل شوی دی. د بهای معبدونه په بهايي آئین کې، د عبادت، کار او خدمت مفکورې د مشرق الاذکار موسسه په بڼه سره یوځای کیږي، او د مشرق الاذکار د عبادت او خدمت اړیکو سمبول ګڼی. مشرق الزکر د لمانځه لپاره مرکزي ساختمان لري او د معبد په نوم یادیږی. او د هغې په شاوخوا کې به غیر انتفاعي موسسې ځای پرځای شي چې هدف یې د ټولنې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره سم تعلیمي اسانتیاوې، روغتیا او نور خدمات وړاندې کول دي. اوس مهال په نړۍ کې اته براعظمي یا سیمه ایز مشرق الذکار شتون لري چې په استرالیا، ساموا، یوګنډا، چیلي، جرمني، هند، پاناما او د امریکا متحده ایالاتو کې موقعیت لري. د دې معبدونو څخه هر یو خپل جوړښت لري ، کوم چې د ځایی کلتور اغیزې او د هرې سیمې اصلي چاپیریال ، ټولنیز او کلتوري عناصرو سره په مطابقت کې ډیزاین شوی دی. د دې معبدونو په ډیزاین کې یو له عامو ځانګړتیاو څخه دا دی چې دوی ټول ګردي ډیزاین لري، ۹ اړخونه، ۹ د ڼوتلو دروازې او یو گنبد لري او شاوخوا شنه باغونه لري. په بهای معبدونو کې موعظه یا ځانګړي مراسم نه ترسره کیږي. په دې معبدونو کې د دعا په پروګرام کې د بهايي اثارو لوستل او د نورو مذهبونو مذهبي متنونه شامل دي کوم چې په مختلفو ژبو او د ساده لوستلو په بڼه یا د قرائت سره ترسره شي. بهايي معبدونه د هر مذهب، نژاد، ملیت، توکم او جنسیت ټولو ټه خلاص دي. د ۲۰۱۲ په اپریل کې، بیت العدل اعظم د دوو ملي معبدونو د جوړولو پلان تصویب کړ یو په جمهوری دموکراتیک کنگو او دوهم په پاپوآ گینه نو کې او پنځه محلي معبدونه او پنځه محلي معبدونه کائوکا او په وانواتو کې تانا اعلان کړل. په کمبوډیا کې د بټامبنګ بهايي معبد د ۲۰۱۷ په سپتمبر کې پرانستل شو او په کولمبیا کې د نورټ ډیل کائوکا سیمه ایز بهایی معبد د جولای په ۲۰۱۸ کې پرانستل شو. بهائی آثار د بهاء الله، عبدالبها او شوقی افندي لخوا ډیری کتابونه او لیکونه لیکل شوي، چې ټول یې د بهايي اثارو په توګه طبقه بندي شوي. په بهايي آئین کې د باب او بهاء الله اثار د وحی یا الهی کلمې په توګه، د عبدالبهاء متنونه او ویناوې او د شوقی افندي اثار د رسمي تفسیر او توضیحاتو په توګه ګڼل کیږي. او د بیت العدل اعظم آثار د رسمي توضیحاتو په توګه ګڼل کیږي. د بهاء الله په امر، د بهايي اثار په هند کې له ۱۸۸۲ کال راهیسې خپاره شول. د ۱۸۹۲ څخه وروسته، د دې اثارو خپرول مصر ته لیږدول شو. په ایران کې، د ۱۹۵۹ او ۱۹۷۹ کلونو ترمنځ، د بهائی خپرونو کمیټه د بهائی مقدس اثار په اصلي ژبو، فارسي او عربي کې خپاره کړل. د ایران د انقلاب په رارسیدو سره، د دوی خپرونه په هافهیم لانګین جرمني، هند او په امریکا کې ولیمټ ته لیږدول شو. د بهايي اثار په ډېرو ژبو ژباړل شوي دي. د بهاء الله ځینې اثار په ۸۰۲ ژبو ژباړل شوي دي. بهايي ټولنه د بهايي اثارو انګلیسي ژباړې د رسمي متنونو په توګه خپروي نورو ژبو ته ژباړه د انګلیسي ژباړې څخه ترسره کیږي. د بهاء الله آثار بهاء الله مختلف متنونه، په شمول د کتابونه، لیکونه او رسالی پریښی دی چې بهائیان د خدای کلمه ګڼي. د بهاء الله اثار په اصل کې په فارسي او عربي ژبو لیکل شوي وو او ڼ ورځ له اتو سوو څخه زیاتو ژبو ته ژباړل شوي دي. د دغو آثارو ځینې یې دا دي: کتاب اقدس کتاب ایقان کلمات مکنونه فارسی کلمات مکنونه عربی کتاب بدیع اشراقات اقتدارات هفت وادی چهار وادی دریای دانش جواهر الاسرار د عبدالبهاء آثار رساله مدنیه رساله سیاسیه خطابات سه جلد مکاتیب نه جلد مفاوضات مقاله شخصی سیاح تذکرة الوفاء مجموعه الواح به افتخار بهائیان پارسی الواح وصایا د بهائیانو ځورول په ۱۸۴۴ میلادي کال کې د بابي آئین له پیله او بیا په ۱۸۵۲ میلادي کال کې بهايي آئین له پیل څخه د شیعه دیني عالمانو او د قاجار حکومت له خوا له دغو دوو ادیانو سره مخالفت پیل شو. په ایران کې د قاجار د واکمنۍ پر مهال د بهائیانو په ضد په مختلفو بڼو لیدل کیده. د بابي او بهاييانو پر ضد د مطالب خپرول او د پيروانو جلاوطني، زنداني کول، شکنجه کول او وژل په هغه وخت کې له عامو لارو چارو څخه وو. بهائی ستیزی د پهلوي د واکمنۍ پر مهال د قاجار د دورې په پرتله کمه وه، خو د پخوا په شان دوام درلود. د قاجار په دوره کې تر ډېره د محلی عواملو له خوا ځوریدل او مرکزي حکومت کله کله د واک د لاسه ورکولو له وېرې د دغو نښتو ملاتړ کاوه او کله یې مخالفت کاوه. خو د پهلوي په دوره کې، لکه څنګه چې مرکزي حکومت پیاوړی شو، دا پخپله حکومت و چې ورو ورو د بهائیانو د ځورونې اصلي لامل شو. په پایله کې د قاجار په دوره کې د عامو خلکو له سختو خوځښتونو څخه د ظلم بڼه بدله شوه او اداري بڼه یې خپله کړه، چې اکثره یې د حکومت له فرمانونو او مقړاتو سره مل وو. د اسلامي جمهوریت په دوره کې د ۱۳۵۷ کال له انقلاب څخه تر اوسه پورې د بهائیان په ضد مبارزه په دوامداره توګه دوام لري. د ایران له انقلاب او شیعه مسلمانانو تر حکومت په سر کې واک ته د راتګ وروسته، د بهايي عقیدې او د هغه د مومنانو د اصولو په وړاندې د حکومت او د هغې د اړوندو بڼسټونو لخوا ټولنیز تبعیض او منفي تبلیغات په منظم ډول رامینځته شوي. د پخوانيو زمانو په خلاف چې بهايي د حکومت د بې ځايه اقداماتو قربانيان وو، له اسلامي انقلاب وروسته د بهايي ټولنې د تباهۍ لپاره يو مشخص او منظم پلان جوړ شو. خمیني مخکې له دې چې واک ته ورسېږي، له بهاييانو سره خپله دښمني اعلان کړه او څرګنده یې کړه چې په ایران کې د ۳۰۰ زره بهايي اقلیت چې د دغه هېواد تر ټولو لوی مذهبي اقلیت دی، له اساسي بشري حقونو به بې برخې وي چې د نورو له خوا ترې برخمن دي.له انقلاب وروسته د هېواد نوي اساسي قانون په قصدي توګه بهاييان په رسمیت نه پېژني او هغوی ته یې کوم حقوق نه دي ورکړي. د ایران د اسلامی جمهوریت محکمې په بدل کښې د قتل او نورو حملو په مقابل کښې د بهائیانو ملاتړ نه کوی او دوی يې د تاوان د حق تابع نه ګڼي، په دې توګه د بهاييانو په وړاندې هر ډول ځورونه او تيري روا ګڼل کيږي او قضايي مصونيت لري. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ۲۰۱۶ کال په خپل راپور کې بهايي په ایران کې تر ټولو مظلوم مذهبي اقلیت بللی دی. د ۱۳۵۷ کال له انقلاب وروسته په ایران کې د بهائیانو د جبر او تعذیب د پېښو له جملې څخه په لاندې ډول یادونه کولای شو. د بهايي ټولنې د ټولو بڼسټونو ټاکنيزو شوراګانو او فعاليتونو ممنوع دي. په محلی او ملي کچه د بهايي ټاکنیزو شوراګانو د غړو نیول او اعدامول محفل مقدس ملي او محلي د بهايي ټولنې د ځایونو او شتمنیو ضبطول د مذهبي تاسیساتو او د بهايي هدیرو ضبط او ویجاړول د بهائیانو بندي کول او شکنجه کول د بهائیانو ایستل په دولتي دندو کې د کار کولو څخه د دوی مخنیوی د سوداګرۍ په مالکینو د فشار شرایط رامینځته کول ترڅو خپل بهایی کارمندان له دندې ګوښه کړي د تقاعد نه ورکول او د حکم صادرول چې بهاييان باید خپل پخوانۍ ترلاسه شوي معاشونه بیرته ورکړي د بهايي دوکانونو او کاروبارونو بندول په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کړې څخه محروم کول د بهايي ودونو د ثبت مخه نیول د کفن اجازه نه ورکوي د بهائیانو د ملکیتونو، شخصي شتمنیو ضبط کول د کورونو ورانول اختطاف او قتل د بهائیانو د حقوقو څخه د سرغړونکو لپاره قضایی مصونیت د نفرت خپرول او په رسنیو کې د بهایی ضد پروپاګند خپرول او د بهائیانو په وړاندې د خلکو هڅول د بهاييانو سوځول د فرهنګي انقلاب د عالي شورا پریکړه لیک د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري انقلاب د عالي شورا د پریکړه لیک له مخې، بهايي وګړي په دولتي ځایونو کې له دندې د بې برخې کیدو سربیره، د پوهنتون له زده کړو هم بې برخې دي. دا پریکړه لیک د ۱۹۹۱ کال د فبروري ۲۵ صادر شوی او په دریمه فقره کې یې یادونه شوې ده چی په پوهنتونونو کې د بهاييانو د نوم لیکنې څخه مخه نیوی شي او که د یو فرد بهايي هویت د لسم ټولګي د زده کړې پرمهال له زده کړې څخه منع شي. همدارنګه، د ۲۰۰۵ کال د نومبر په ۱۱، د کلتوري انقلاب شورا او د اطلاعاتو وزارت هغه پریکړه تصویب کړه چې بهايي نشي کولی په پوهنتونونو کې شامل شي. او د نوم لیکنې په صورت کې باید له دندو ګوښه شي. د بهائیانو ځورولو پر ضد غبرګون په ایران کې له اسلامی انقلاب وروسته د بهائیانو د ظلم او ستم څپې د نړیوالې ټولنې پام ځان ته اړولی دی. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې او د ملګرو ملتونو نورو بڼسټونو، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو، د مختلفو هیوادونو حکومتونو، پوهنتونونو او ژورنالیستانو، د بشري حقونو مسلمانو فعالانو او د ایراني ټولنې پرمختللو شخصیتونو. د بهائیانو بې ګناهۍ او کړاو درک کړ او د ایران د حکومت لخوا یې د هغوی ظلمونه وغندل او د دې ظلم د پای ته رسیدو غوښتنه یې وکړه باندنۍ تړنې بهائی عقیده سرچينې بهاييت: گروهې، تاريخ او فعاليتونه يې ترجمان القرآن مياشتېنۍ، ۲۰۰۶، اگست سلسله مراتب مذهبی در بهائیت. د نړۍ د دينونو لړليك مذهب اديان او گروهې |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%DB%90%DA%AF%D9%85%D9%88%D9%86%DA%89%20%D9%81%D8%B1%D8%A7%D9%8A%DA%89 | سېگمونډ فرايډ | ددې سړي نوم په خلكو كې متضاد رد عمل رازېږوي. څوك دى دده تعريفونو داسې ډېري جوړ كړي، چې منل يې گران وي، او څوك يې په جنسيت او جنسپرستۍ تورنوي. دې يو طبي رنځپوه ؤ، چې د نورو مفكرينو په انډول د فراېډ زياتره مفكورې غلطې دي. مگر سره لدې هم تر نن ورځې پورې دده خيالونه او نظريې په انساني ذهنونو سپرې دي. ځكه چې دې له آره ارواپوه ؤ. زېږېدنه دا سړې زېمون فراېډ دى، چې د مۍ په ۶مه نيټه كال ۱۸۵۶ز په اسټريا نني اتريش كې زېډېدلې او په ۱۹۳۹ز په لندن كې مړ شوې. دى له آره يهودي ؤ. چېتر نن ورځې پورې يې خلك يادوي، او دده له خوړينو او خوسا نظرياتو څخه گټه پورته كوي. دې يو طبي رنځپوه ؤ، چې د نورو مفكرينو په انډول د فراېډ زياتره مفكورې غلطې دي. مگر سره لدې هم تر نن ورځې پورې دده خيالونه او نظريې په انساني ذهنونو سپرې دي. ځكه چې دې له آره ارواپوه ؤ. ده د انساني ذهن يوه بشپړه نړۍ وميندله . ده د لاشعور په اړه خپل خيلات ويلي دي، ده د ژبې بندېدل او د ذهني ناروغيو په اړه څېړنه وكړه. ده وويل چې د ماشومتوب تجربې د يوه سړي په كردار په تشكيلولو كې بنسټيزه رول لري. نسلي يا كورني غوره توبونه او غربت او دولتمندي ندي. ده د خوبونو تحليلونه يا د درملنې لار وميندله، دا هغه انقلابي درملنه ده، چې ددې په واسطه هغه دا په زبات ورسوله چې د درملنې وړ ناروغۍ د لرغونې طريقې يانې خبرواترو له لارې د درملنې وړ گرځېدى شي. د درملو، جادويي لارو چارو، سرجري يا د خوراك په بدلون سره نه بلكه د رنځپوه سره د خبرواترو له لارې مسئلې حل كېداى شي. يواځې د خبرو اترو له لارې د ذهني مسائلو حل شونې دى. اخځليكونه اردو وېكيپېډيا د ارواپوهنې بنسټونه، ليكواله: فرزانه اختر، راوي پبلېشرز، ۱۶الفېصل ماركېټ- اردو بازار- لاهور فيلسوفان ساينسپوهان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AE%D8%A7%D8%A8%D8%B1%D8%A7%D8%AA | مخابرات | مخابرات د وایر، رادیو، نوري مزو او نورو برېښنايي لېږدوونکو سیستمونو په مرسته پر بېلابېلو ټکنالوژیو د معلوماتو لېږل دي. پیدایښت یې د داسې واټن د له منځه وړلو له هیلې را پیدا شوی چې د انسان غږ په کې نه رسېږي او غواړي په داسې ډول ورسېږي لکه مخامخ چې ناست وي، ځکه نو د نورو ورو سیستمونو لکه د پوست له لارې لېږل په دې برخه کې نه راځي. په مخابراتو کې لېږدوونکې رسنۍ د ټکنالوژۍ د بېلابېلو پړاوونو په جریان کې له څراغونو او نورو بصري سېګنالونو لکه د لوګي سېګنالونه، سمافور تلګرافونه، د سېګنال بیرغونه او نوري هیلوګرافونه، برېښنايي کېبلونو او د رڼا په څېر الکترومقناطیسي وړانګو څخه جوړې شوې دي. دا ډول لېږدوونکي مسیرونه تر ډېره په ارتباطي کانالونو وېشل کېږي چې ځانګړنه یې په هممهاله ډول د څو اړیکو یو ځای کول دي چې مخابرات یې جمع ډول دی. تر معاصرې دورې مخکې د لرې واټن اړیکو په نورو بېلګو کې غږیز پیغامونه لکه د ډهول وهلو کوډ شوي ضربات، د پوکي وهلو په مرسته هارنونه او لوړ اواز لرونکې شپېلۍ شاملې وې. د لرې واټن د اړیکو لپاره د شلمې او یووشتمې پېړۍ په ټکنالوژۍ کې برېښنايي او الکترومقناطیسي ټکنالوژۍ لکه ټلګراف، ټېلېفون، تلویزیون، ټېلېفوني پرېنټر، شبکې، راډیو، د لنډو څپو لېږد، نوري مزي او ارتباطي سپوږمکۍ شاملې دي. په بېلینه اړیکو کې انقلاب د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې د فزیک د نوبل جایزې ګټونکي ګوګلیلمو مارکون او د برېښنايي او الکترونیکي مخابراتو په برخه کې د نورو مخکښو مخترعانو لهخوا په رادیويي اړیکو کې له بېساري پرمختګ سره پیل شو. په دې کې چارلېز واټسټون او ساموېل مورس د ټلګراف مخترعان، انټونیو موچي او الکساندر ګراهم بېل د ټېلېفون مخترعان او پراخوونکي، اډوین ارمسټرانګ او لي ډي فورسټ د راډیو مخترعان، ولادیمر کې زوریکن، جان لوجي بایرډ او فیلو فارنسورت د تلویزیون ځینې مخترعان شامل وو. د رادیويي مقرراتو د ۱.۳ مادې پر اساس مخابرات د لین، رادیو، نوري مزي یا نورو الکترو مقناطیسي سیستمونو په مرسته د هر ډول نښانو، سېګنالونو، لیکنو، تصویرونو او غږونو او هر ډول ماهیت لرونکي هوش لېږد، خپرول او ترلاسه کول دي. دغه تعریف د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې په اساسي قانون او کنوانسیون کې له شته تعریف سره یو ډول دی. لومړۍ مخابراتي شبکې د سېګنال د لېږد لپاره د فزیکي وسیلې یا رسنۍ په توګه له مسي لینونو جوړې شوې. دغه شبکې څو کاله د ټېلېفون د لومړنیو خدمتونو یعنې غږ او ټېلېګرام لپاره کارېدې. د ۱۹۹۰یمې لسیزې په منځنیو کلونو کې چې د انټرنېټ استفاده ډېره شوه، په تدریج سره ډېټا د غږ ځای ونیو. دغه کار د ډېټا په لېږدولو کې د مسي لین محدودیتونه څرګند کړل چې د نوري مزي د پراختیا لامل شول. د کلمې ریښه د مخابراتو کلمه د یوناني مختاړي مرکب دی چې د واټن او لرې په معنا دی؛ لاتیني کلمه د شریکولو په معنا ده. معاصره معنا یې له فرانسوي اخیستل شوې، ځکه لیکنۍ استفاده یې په ۱۹۰۴ کال کې د فرانسوي انجنیر او ناول لیکوال اډوارډ استونیه لهخوا ثبت شوې ده. د اړیکې کلمه د لومړي ځل لپاره د یوې انګلیسي کلمې په توګه د ۱۴مې پېړۍ په وروستیو کې وکارول شوه. تاریخچه د تاریخ په اوږدو کې کله ناکله ځينو فرهنګونو د پیغام لېږدولو لپاره کورنۍ کوترې کارولې دي. د کوترو پُست ایرانۍفارسي ریښه لري چې وروسته رومیانو له خپل پوځ سره د مرستې لپاره هم وکارولې. فرونټینوس وايي چې جولیوس سیزر کوترې د پیغام استوونکو په توګه د ګال په اروپا کې د پخوانۍ سیمې نوم و چې اوس په کې فرانسه، بلجیم او ځینې نور هېوادونه راځي په نیولو کې وکارولې. یونانیانو هم د المپیک لوبو د ګټونکو نومونه د کورنیو کوترو په مرسته بېلابېلو ښارونو ته ولېږل. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د هالنډ دولت دغه سیستم په جاوا او سوماترا کې وکاراوه. په ۱۸۴۹ کال کې پاول جولیوس ریوټر د اخن او بروکسل ښارونو تر منځ د کوترو خدمات د دې لپاره وکارول چې د ونډو بیې ولېږدوي، دغو خدماتو یو کال تر هغه مهاله کار وکړ چې د ټلګراف تشه حل شوه. په منځنیو پېړیو کې بیکن ځنځیرونه د څارنې برج معمولاً د غونډیو پر سرونو د سېګنال لېږدولو د وسیلې په توګه کارول کېدل. د دغو ځنځیرونو ستونزه دا وه چې یوازې یو بېټ معلومات یې لېږدولی شوای، ځکه نو د دښمن ولیدل شو پیغام پر معنا باید له وړاندې هوکړه شوې وای. د دغې مهمې استفادې یوه بېلګه د اسپانیا جنګي بېړۍ وې، کله به چې د سمندري برج یوه ځنځیر له پلېموت د انګلنډ په سوېل کې د یوه ښار او بندر نوم دی څخه لندن ته سېګنال ولېږه، دا د اسپانیا د جنګي بېړیو د ننوتلو په معنا و. په ۱۷۹۲ کال کې فرانسوي انجنیر کلوډ کپه د ثابت بصري ټلګراف لومړنی سیستم یا سمافور لین د لیل او پاریس تر منځ جوړ کړ. د سمافور ستونزه دا وه چې په لس تر دېرش کیلومتره واټن کې يې ماهرو چلوونکو او قېمتي برجونو ته اړتیا لرله. د الکتریکي ټلګراف د سیالۍ په پایله کې په ۱۸۸۰ کال کې وروستی سوداګریز لین له منځه لاړ. تخنیکي مفاهیم معاصر مخابرات د ځینو مهمو مفاهیمو پر بنسټ ولاړ دي چې په یوه دوره کې یې تر یوې پېړۍ ډېره دوامداره پراختیا او تدریجي اصلاح تجربه کړې ده. بنسټیز عناصر مخابراتي ټکنالوژۍ په لومړي سر کې په لیني او بېلینه ډولونو وېشلی شو. په ټولیز ډول په یوه اساسي مخابراتي سیستم کې درې اصلي برخې شاملې دي: لېږدوونکی چې معلومات اخلي او پر سېګنال یې بدلوي. د لېږد لاره چې د سېګنال لېږلو فزیکي کانال هم بلل کېږي. بېلګه یې د ازادې فضا کانال دی. ترلاسه کوونکی یا اخیستونکی چې له کانال څخه سېګنال اخلي او ترلاسه کوونکي ته یې پر بامعنا معلوماتو بدلوي. د بېلګې په توګه د یوې رادیو د نشراتو په سټېشن کې د سټېشن د ځواک ستر پیاوړی کوونکی امپليفیر لېږدوونکی ټرانسمېټر دی او د نشراتو انتن د ځواک د پیاوړي کوونکي او د ازادې فضا کانال تر منځ رابط دی. د ازادې فضا کانال د لېږد لاره ده او ترلاسه کوونکی انتن د ازادې فضا د کانال او ترلاسه کوونکي تر منځ رابط دی، وروسته د رادیويي غږ ترلاسه کوونکی د رادیو د سېګنال موخه ده، په دې سره سېګنال له برېښنا څخه غږ ته بدلېږي تر څو خلک يې واورېدلای شي. ارتباطي کانالونه د کانال اصطلاح دوې بېلابېلې معناوې لري. په یوه معنا کانال یوه فزیکي لاره ده چې سېګنال د لېږونکي او ترلاسه کوونکي تر منځ لېږدوي. بېلګې یې دا دي: اتوموسفیر د غږیزو اړیکو لپاره، شیشهيي نوري مزي د ځینو نوري اړیکو د ډولونو لپاره، کوکسیال کېبلونه د ولټېج او په هغو کې د شته الکتریکي جریان له لارې د اړیکو لپاره او ازاده فضا د نظري وړانګو، اېنفرارېډ څپو، ماوراء بنفش وړانګو او د رادیو د څپو لپاره. له یوه ځایه بل ځای ته د رادیويي څپو لېږد د اتوموسفیر په شتون یا نهشتون پورې اړه نهلري. رادیويي څپې چې په اسانۍ سره له هوا، ګرد، ورېځو یا هر ډول بل ګاز څخه تېرېږي، له بشپړې خلا هم تېرېږي. مخابراتي شبکې مخابراتي شبکې د لېږدوونکو، ترلاسه کوونکو او ارتباطي کانالونو ټولګه ده چې یو بل ته پیغامونه لېږي. ځينې ډيجیټل ارتباطي شبکې یو یا څو روټرونه لري، دغه روټرونه ګډ کار کوي او کاروونکي ته معلومات لېږدوي. په یوه انالوګ ارتباطي شبکه کې یو یا څو سوېچونه شامل دي چې د دوو یا څو کاروونکو تر منځ اړیکه ټینګوي. ټولنیز اغېز مخابرات پر معاصره ټولنه لوی ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي اغېز لري. په ۲۰۰۸ کال کې د اټکلونو له مخې د مخابراتو د صنعت عاید ۴.۷ ټرېلیون امریکايي ډالره ښودل شوی چې د نړیوال ناخالص تولید تر درې سلنې لږ څه کم دی. انالوگ او ډېجېټل. انالوگ سېگنالونه په نږدې زمانه كې د نښتو مقاديرو لرونكي وي. په داسې حال كې چې ډېجېټل سېگنالونه يواځې په هغو ټاكل شويو زمانو كې د ماتو مقاديرو لرونكې وي لكه ۰ يا ۱. د او راډيوگانې، او ښاري ټېليفونونه د انالوگ مخابراتي سېسټم نمونې دي. د سولگر موډېمونه، گرځنده ټلېفونونه، او داسې نورې نوې مخابراتي دستگاوې د ډېجېټل سېگنالونو سره كار كوي. د مخابراتو د انجينيرۍ اصلي موخې د اطلاعاتو لېږدونه په خپل شوني چټك واټن لېږد سره د ډېجېټل سېسټمونو لپاره، او د لږو او كمو ورانيو، او په لږې اندازې سره د سون د موادو مصرف له انرژي په كولو سره راډيوي څپې له يوې نقطې څخه و بلې نقطې ته د مخابراتو له بنسټيزه موخو څخه دي. مخابرات |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%84%D8%AD%D9%85%D9%8A%D8%A7%D8%B1%DB%8C | الحمياری | الحمياري د جابربن حيان څخه په مخكې پېر كې ژوند كاوه. دده شمېره د جابر بن حيان په څېر كېماپوهانو په ښوونكيو كې راځي. کيمياپوهان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D8%A7%D8%A8%D8%B1%20%D8%A8%D9%86%20%D8%AD%DB%8C%D8%A7%D9%86 | جابر بن حیان | جابر بن حیان ۷۲۱ ز - ۸۱۵ ز په انگرېزي: يو کیمیاپوه باباى کیمیاء لقب ورکړ شو؛ طبیعیات کې څېړنه؛ علم الادویه کې څېړنه؛ علم الهیت کې څېړنه سپوږمې کې د موجود سوري درک لگول، چې د حفرۀ جابر په نامه يادېږي. له امام جعفر الصادق رضي الله عنه او الحمیاری په څېر ښوونکو څخه گټه اخيستل او پوهه ترې ترلاسه کول. نامتوکتابونه يې ؛ کتاب الکیمیاء، کتاب الزهره دي. کيمياپوهان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%84%D8%A7%D8%B3%D9%85%D8%A7%DB%8C | الاسمای | الاسمای - ز تر ز حیوانیات او نباتیات باندې څېړنه او ليكنې.ترلاسه شوې كتابونه يې: کتاب الخلیل ، کتاب خلق الانسان چې پدې كتاب كې د انسان پېداښـت شننه ده. کتابونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%84%D8%AC%D8%A7%D8%AD%D8%B8 | الجاحظ | الجاحظ ز ترز تاریخ، الهایات، حیوانیات او فلسفه كې څېړنه او لكنې كړي. له پوهانو دده ليكنې تر ۲۰۰ پورې ښوولي، چې لدې ډلې څخه يواځې ۳۰ كتابونه موندل چې لدې ډلې څخه کتاب الحیوان، کتاب البخلاء، كتاب البیان والتبیین او داسې نور د يادولو وړ دي. فيلسوفان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%B2%D9%8A%D8%B2%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D9%88%D8%A7%D8%B5%D9%81%DB%8C | عزيز الله واصفی | عزيز الله واصفي د کندهار ولايت له مخورو او پېژندل شويو څېرو څخه دى، چې د ظاهرشاه په پير كې د كندهار د خلكو لخوا د ولسي جرگې د استازي په توگه ټاكل شوې ؤ. په ۱۹۷۵ز كال د سردار داود خان لخوا د كرنې او اوبه خوړ د وزير په توگه مقرر شو. په ۱۹۷۷ز د سردار داود خان په كابينه كې د لويې جرگې كې د رييس په توگه وټاكل شو، چې پدې ټاكلو سره يې اداري قانونيت او ټاكنو ته غوره قوت وروبخلو. پدې وروستيو كې په روم كې د ظاهر شاه له سلاكارانو څخه وټاكل شو. افغان وزيران |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%A8%D9%86%20%D9%85%D9%88%D8%B3%DB%8C%20%D8%AE%D9%88%D8%A7%D8%B1%D8%B2%D9%85%D9%8A | محمد بن موسی خوارزمي | محمد بن موسی خوارزمي يو شمېرپوه، ستورپوه، ستورپېژندونکی او ځمکپوه ؤ. نوموړی په ۷۸۰ کال کې په خوارزم کې زېږېدلی اوسنی خيوا ازبکستان او په ۸۵۰ کال کې مړ شوی. هغه نژدې خپل ټول ژوند د يو پوهاند په څېر په بغداد کې د پوهې کور کې په پوهنيزو کارونو تېر کړی. الخوارزمی ز ترز ریاضی، فلکیات، علم النجوم او جغرافیه په څانگو كې يې څېړنې او ليكنې كړي، او د باباى الجبرا لقب يې گټلې دى. جات میں تحقیق و تحاریر۔ ميندل شوي كتابونه يې: کتاب الجبر و المقابله، کتاب الجمع و التفریق بی حساب الهند، کتاب صوره الارض دي. د هغه د الجبر کتاب د يو عبارتي او مربع معادلو په سيستماتيک حلونو کې لومړنی اثر بلل کېږي. او په همدې نتيجه کې هغه ته د الجبر د پلار نوم ورکړ شوی او همدا لقب دی د داوفېنټوس سره شريکوي. لاطين . . د خورازمي ونډې يواځې په شمېرپوهنه کې لويه اغېزه نه لري بلکه، په ژبه کې هم د هغه ونډې د يادولو وړ ټکي دي. د الجبر لغت د مربع معادلاتو د حل د کړنو له نوم له ده راوېستلی، لکه څنگه چې هغه په خپل کتاب کې روښانه کړي. د الجبر لغت د الگوريزم او الگوريتم د ريښو الگوريتمي نه راوتلی. د هغه د نوم په باب داسې وييل کېږي چې د آر نه يو اسپانيايي نوم او د پرتگالي ژبې د لغت ، دواړو نه چې راوتلی چې د گڼ مانا لريْ ژوندليک ونډې الجبر شمېرپوهنه د الخورازمي دوهم ستر کار د رياضي په موضوعگانو وه چې د هغه د لاطيني ژبې ژباړه يې خوندي پاتې شوه خو په آرنۍ ژبې، عربي کې چې کښل شوی ؤ په تاريخي پېښو کې له مېنځه ولاړه. د لاطيني ژبې ژباړه يې په ۱۲ مه پېړۍ کې د بات د اديلارد لخوا، چا چې په ۱۱۲۶ ز کال کې د ستورپوهنيز لښتليکونه هم ژباړلي وه، کړې دی. جغرافيه ستورپېژندنه يهودي کاليزه نور کارونه سرچينې اسلامي ستورپېژندنه عربي شمېرپوهنه مسلمان ستورپوهان مسلمان زمککچپوهان ستورپوهان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D8%AA%D9%88%D8%B1%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87 | ستورپوهنه | ستورپوهنه چې اکثراً د آسټروفيزيکس په نامه هم يادېږي د اسماني شيانو لکه ستوري، سيارې، لکۍ داره ستوري او د کهکشانونو په هکله د څېړنې يوه ساينسي زده کړه ده. په دې زده کړه کې د اسماني شيانو او د هغه شيانو چې د ځمکې د اتموسفير نه دباندې دي، د هغو د پېدايښت او اصل په هکله څېړنې او پېژندنې ترسره کېږي.دا زده کړه د تدريجي تکامل، فيزيک، کيميا، او د اسماني شيانو د حرکت او په همدې توگه د کايناتو د جوړښت او ودې په اړوند بحثونه کوي. ستورپوهنه يوه داسې پوهنه ده چې د پخوانيو زمانو نه دود ده او د زړو علمونو نه يو علم گڼل کېږي. که څه هم چې د ټيليسکوپ د پنځولو اړتيا ددې لامل وگرځېد چې ستورپوهنه په يو نوي ساينس بدل کړي خو د پخوانيو تمدنونو ستورپوهانو په مېتوديک ډول د شپې لخوا د اسمان کتنه ، او په همدې توگه ستورپوهنيز آرډيفکټونه هم د ډېرو پخوانيو پړاونو راپدېخوا موندل شوي دي. د شلمې پېړۍ نه راپدېخوا د ستورپوهنې کارپوهنيز ډگرونه په دوه څانگو وېشل شوي. يو يې ليدنيزه ستورپوهنه او بل يې د نظري ستورپوهنې څانگې دي. ليدنيزه ستورپوهنه د ډاټا په شننو او ترلاسه کولو ځيره ده چې په لويه کچه دا د فيزيک د بنسټيزو اصولو د کارولو په مرسته ترسره کېږي. نظري ستورپوهنه د کمپيوټري پرمختگ يا شننيزو مخبېلگو په مرسته د ستورپوهنيزو ځليزو او شيانو لورې رڼا اچوي. دا دوه ډگرونه يو بل سره بشپړوي، د نظري ستورپوهنې په مرسته د ليدنو پايلې او هغه ليدنې چې د نظري پايلو پخلی پرې کېږي ښه سره پېژندل کېږي. د تاريخ له مخې، شوقي ستورپوهانو په اهمو ستورپوهنيزو لاسته راوړنو کې ډېره ونډه درلوده، او په همدې توگه ستورپوهنه يو د هغو لږو ساينسونو څخه دی په کوم کې چې لېواله ستورپوهان يو کوانده رول د ستورپوهنيزو توکو په پېژندنه کې لوبولی شي، په ځانگړې توگه د ټرانسينټ ځليزې په ليدنې او موندنې کې. بايده چې د نوې ستورپوهنې او ستورپېژندنې تر مېنځ ټکني نه شو او د دغو ببېلابېلو ډگرونو تر مېنځ توپير وکړو. وروستی نومېدلی نوم، ستورپېژندنه د گروهو عقيدو يو غونډال دی کوم چې د انساني چارو د پېژندلو ادعا او وړاندوینې د اسماني شيانو د موقعيت او د هغو د خپلمنځي اړيکو له ليدنو وروسته رامېنځ ته کېږي. که څه هم چې دا دوه پوهنې يو گډ آر اصل لري، خو د دغو دواړو علمونو پوه اندي په دې باور دي چې دا دوه بېلابېلې پوهنې دي. ستورپوهنه د نجوم علم یوه څانګه ده، چې د ستورو او نورو اسماني اجسامو د موقعیت او حرکتونو دقیق اندازه کول په کې شامل دي. سینماتیک، لمریز نظام او زموږ د کهکشان فزیکي منشا، د شیدو لارې اړوند کهکشان چمتو کوي. تاریخچه د ستورپوهنې تاریخچه د ستورو اړوند فهرست له تاریخچې سره تړاو لري، چې ستورپوهانو ته په اسمان کې د شته وو څیزونو په هکله منابع په لاس ورکوي؛ ترڅو وکولای شي د هغوی حرکتونه تعقیب کړي. چې دا برخه د هیپارخوس تاریخ ته ورګرځي، چې د شاوخوا ۱۹۰ م.ز کلونو په لړ کې یې د خپلو پخوانیو تیمو چاریس او اریستیلوس له فهرست څخه د ځمکې د حرکت کشف کولو لپاره کار واخیست. د دې کار په ترسره کولو سره یې د هغې روښانتیا پیمانه هم پراخه کړه، چې ان تر نن ورځې پورې هم کارول کیږي. هیپارخوس د لږ تر لږه ۸۵۰ ستورو او د هغو د موقعیتونو اړوند یو لست ترتیب کړ. د هیپارخوس ځای ناستي بطلیموس د الماجست په نامه خپل اثر کې د ۱۰۲۲ ستورو فهرست جوړ کړ، چې د ستورو موقعیت، ځانګړنې او روښنایي یې بیانوله. په لسمه پېړۍ کې، عبدالرحمن الصوفي د ستورو په هکله ځینې مشاهدې ترسره کړې او د ستورو موقعیت، شدت او رنګ یې بیان کړ. سربېره پر دې، هغه د هر ستوري لپاره ځینې انځورونه چمتو کړل، چې د ثابتو ستورو په نامه خپل کتاب کې یې ښودلي دي. ابن یونس د یو لوی اسطرولاب په کارولو سره، چې نږدې ۱.۴ متره قطر یې درلود د ډېرو کلونو لپاره د لمر د موقعیت په موخه له ۱۰،۰۰۰ نه زیات مدخلونه لیدلي و. د کسوف یا سپوږمۍ په هکله د هغه مشاهدې څو پېړۍ وروسته د سپوږمۍ د حرکت په برخه کې د سایمون نیوکمب په څېړنو کې وکارول شوې، حال دا چې د مشتري او زحل سیارې د حرکتونو په هکله د هغه نورې مشاهدې د البروج دایرې انحراف او د زحل او مشتري اړوند نابرابرۍ الهام بښونکې او هڅوونکې وې. په پنځلسمه پیړۍ کې د الغ بیګ په نامه تیموري ستورپوه د زیج سلطاني په نامه اثر تالیف کړ، چې په هغه کې یې ۱۰۱۹ ستوري فهرست کړل. تیکو براهه په ۱۶ ز پېړۍ کې یو شمېر پرمختللي وسایل، لکه لوی دیوالونه د ستورو د موقعیت اندازه کولو لپاره د مخکې په پرتله له ډیر پرمختګ سره د ۱۵ تر ۳۵ الکتریکي قوس په دقت سره وکارولو. تقي الدین د قسطنطنیې په څارګره برخه یا رصدخانه کې په سمه توګه د ستورو عروج او پورته کېدو اندازه د هغه څارونکي ساعت په کارولو سره اندازه کړه، چې خپله یې اختراع کړی وه. کله چې تلسکوپونه دود شوو، د دایرو تنظیم د اندازه نیونو سرعت زیات کړ. جیمز برادلي په لومړي ځل په ۱۷۲۹ ز کال کې هڅه وکړه، ترڅو د ستورو د منظرې او پراخوالي اختلاف اندازهګیري کړي. د تلسکوپ لپاره د ستورو حرکت بیخي کم و؛ خو هغه یې پر ځای د رڼا انحراف او د محور انحراف کشف کړ. په ۱۸۰۷ ز کال کې د ۳۲۲۲ ستورو په هکله د هغه فهرست لیکل د عصري ستورپوهنې پلار فردریش بېسل په وسیله اصلاح شو. هغه د ستوري د منظرې اړوند اختلاف یا پارلاکس لومړۍ اندازه ګیري ترسره کړه: د غبرګو یا د بائنري ستوري لپاره ۰،۳ ثانیې قوس او ۶۱ د سیګني لپاره. دا چې اندازه نیونه یې ډېره ستونزمنه وه، د ۱۹مې پېړۍ تر پایه یوازې د ستورو اړوند شاوخوا ۶۰ منظرې یا ستوري پارلاکسونه ترلاسه شوي و، چې تر ډېره د فیلاري مایکرو متر په کارولو سره ترسره کېده. ستور پېژندونکو د نجومي عکاسۍ اړوند پاڼو په کارولو سره د شلمې پېړۍ په لومړیو کې دا بهیر ګړندی کړ. په ۱۹۶۰ ز لسیزه کې د صفحې اړوند د اندازه ګیرۍ اتوماتو ماشینونو او پېچلو کمپیوتري تکنالوژیو د ستورو اړوند لیستونو د اغېزمنې تالیف او راټولولو امکان برابر کړ. د اسمان کارت په نامه پروژه، چې د ستورو د نقشې اخیستلو ودې لپاره د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې پیل شوه پای ته ونه رسیده؛ خو عکاسي یې د ستورو د ارزونې په یو عام او مروج تخنیک بدله کړه. په ۱۹۸۰ ز لسیزه کې له چارج سره یوځای شوې وسیلې د فوتوګرافیک پلیټونه یا انځوریزو صفحو ځای ناستې شوې او نظری ناڅرګندتیا یې یو مليلارک ثانیې ته راټیټه کړه. دې ټیکنالوژۍ نجوم یا ستورپوهنه ارزانه کړه او د اماتور یا شوقي لیدونکو لپاره یې لاره پرانیسته. په ۱۹۸۹ ز کال کې د اروپا د فضايي ادارې د سپوږمکۍ ستورومیتري یا د ستورو اندازه کول مدار ته یوړه، چې هلته په کمه اندازه د ځمکې میخانیکي ځواکونو او د هغې اړوند اتموسفیر تر اغېز لاندې راغله. چې له ۱۹۸۹ز کال نه تر ۱۹۹۳ ز کاله پورې یې کار کاوه، د مخکنیو نوري تلسکوپونو په پرتله یې اسمان کې ګڼ شمېر کوچنۍ او لویې زاویې اندازه ګیري کړې. د ۴ کلنې دورې په لړ کې یې د ۱۱۸،۲۱۸ ستورو موقیعتونه، منظروي اختلاف او مناسب حرکتونه په بې سارې دقت سره وټاکل. یو نوی تایکو کتالوګ د ۱،۰۵۸،۳۳۲ ستورو یو ډیټابیس په ۲۰ ـ ۳۰ ماس میلیارده ثانیه کې راټول کړ. همدارنګه د ۲۳،۸۸۲ دوه دانه یي او څو دانه یي ستورو او د ۱۱،۵۹۷ متغیره ستورو لپاره نور اضافي کتالوګونه د د ماموریت په لړ کې راټول شول. په ۲۰۱۳ ز کال کې د ګایا سپوږمکۍ وتوغول شوه او د دقت یې زیات او ښه کړ. په دې برخه کې دقت او کره والی یې د ۱۰۰ له ضریب سره لا ښه شو او د یو میلیارد ستورو نقشه اخیستو امکان یې برابر کړ. نن ورځ -. هغه لیست ده، چې ډېر کارول کېږي، داسې لیست دی، چې په ټول اسمان کې له یو میلیارد نه ډېرو ستورو او د هغو اړوند اجرامو لپاره حرکتونه، موقعیتونه شدت او نورې ځانګړنې تعقیب او بیانوي. د تېرو ۵۰ کلونو په لړ کې شاوخوا ۷،۴۳۵ عدده د اشمېت کېمرو اړوند صفحې د اسمان بېلابېلو ارزونو لپاره کارول شوي دی، چې -. ډېټاوې او معلومات تر ۰،۲ ثانیې قوس اندازې پورې دقیق کوي. د کارولو طریقې غوښتنلیکونه د ستورپوهانو لپاره د هغوی د مشاهداتو اړوندو راپورونو ورکولو په موخه د مرجع یو چوکاټ چمتو کولو د بنسټیز فعالیت سربیره، د ستورو ارزونې یا ستور میتري د ځینو برخو لکه اسماني میخانیکونو، د ستورو اړوند دینامیک، او کهکشاني ستورپوهنې لپاره هم ډېر اړین او بنسټیز دی. په مشاهدوي ستورپوهنه کې نجومي تخنیکونه د ستورو اړوندو اجرامو په پیژندلو کې د دوی د ځانګړو حرکتونو سره مرسته کوي. دا وسیله د وخت ساتلو لپاره ده، ځکه چې په اصل کې اټومي وخت دی، چې د کره ستورپوهنې اړوند کره مشاهداتو په کارولو سره د ځمکې له خوځښت سره همغږې شوې ده. د ستورو ارزونه یا ستورمتري د کیهاني فاصلې په برخه کې یو مهم ګام دی، ځکه چې د واټن اټکل او تخمین د شیدو اړوند لارې ستورو لپاره د منظرې او ساحې په تړاو اختلاف رامنځته کوي. همدارنګه ستورپوهنه یا د دې لپاره هم کارول شوې، ترڅو د غیر شمسي سیارو کشفولو اړوند ادعاګانو ملاتړ وکړي، چې وړاندیز شوې سیارې په اسمان کې د خپلو اصلي ستورو په ټاکلي او څرګند موقعیت کې د سیسټم د ډله ییز مرکز شاوخوا د دوه اړخیزو مدارونو له امله رامنځته کیږي. د ستورو سنجش یا ارزونه او یا هم ستور متري په فضایي ماموریتونو کې ډیر دقیق مورد دی، چې د ځمکې د اتموسفیر اړوند تحریفوونکو اغېزو په وسیله نه اغیزمن کیږي. د ناسا پلان شوي سپیس انټرفیرومیتري ماموریت ، چې اوسمهال لغوه شوی ده د ستورومیټریک له تخنیکونو نه کار اخیسته، ترڅو په دې توګه د ځمکې سیارې کشف کړي، چې شاوخوا ۲۰۰ یا تر دې زیاتې نېږدې شمسي ډوله ستوري و. د اروپا فضایي ادارې ګایا ماموریت، چې په ۲۰۱۳ ز کال کې پیل شو، د ستورو په سرشمېرنه کې له نجومي تخنیکونو نه کار اخلي. د شمسي نظام ورهاخوا موجوده ستورو د پېژندنې سربېره له هغو څخه د اړوندو ستورو د جرم یا اجزاو ټاکلو لپاره هم کار اخیستل کېدای شي. نجومي اندازه نیونې د اسماني میخانیکونو په برخه کې د ځینې ماډلونو محدودولو لپاره د ستورو اړوند فزیکپوهانو په وسیله کارول کېږي. د ستورو د تپ اړوند سرعت په اندازه کولو سره کولای شو د سوپرنووا چاودونو په غیر متناسب محدودیت کې ځینې محدودیتونه ولګوو. همدارنګه، په کهکشان کې د تیارې مادې د وېش ټاکلو لپاره استرومیټریک پایلې کارول کیږي. ارقام احصایې د ستورو د ارزونې یا ستورومیټري بنسټیز اړخ د تېروتنې سمول دي. یو شمېر بېلابېل لاملونه د ستورو موقعیتونو په اندازه کولو کې د غلطیو د رامنځته کېدو لاملېږي، لکه د اتموسفیر شرایط، په وسایلو کې نیمګړتیاوې او د څارونکو یا د اندازه نیونې اړوندو وسایلو له امله غلطۍ او... ډېری دا غلطۍ یا تېروتنې د بېلابېلو تخنیکونو په وسیله کمېدای شي، لکه د وسایلو د ښه کولو او معلوماتو ته د خسارې له لارې، بیا پایلې د احصایوي میتودونو په کارولو سره تحلیل کیږي، ترڅو د ډیټا اټکلونو او غلطۍ اړوند سلسلې محاسبه شي. د كائناتو پېداېښت بگ بېنگ د كائناتو د پېداېښت په اړه چې د ستورپېژندونكيو پوهانو كومه نظريه وړاندې كړې كومه چې نن د ټولو په نزد د منلو وړ ده، او هغه نظريه چې دا كائنات د يوې لوې چاودنې بگ بېنگ په نتيجه كې منځته راغلي. ددې نظريې تائيد تر څو پېړيو پورې د ستورپېژندونكيو پوهانو د تجربو او لرليدو څخه د لاسته راوړنو له پاېلو څخه هم ؤ. د لوى چاودنې نظريې سره سم دا كاېنات په لومړي سر كې د ناټاكلې شكل په لرلو سره د يوه ستر كاڼي په څېر وه. بيا د يوې سترې چاودنې په نتيجه كې كهكشانونه راپېدا شول. او دا كهكشانونه نور زيات ووېشل شول، چې لدې وېش څخه بيا ستورې، سيارې، لمر او سپوږمۍ راپېدا شول. د كاېناتو پېدېښت په يوه ځانگړي او له عقل څخه وتلي ډول سره شوې. ددې كاېناتو پېداېښت په خپلسرې ډول له شونياوو څخه وتلې. قرآن كريم د كاېناتو د پېداښت راز په داسې راښكاره كوي: ژباړه: آيا كاپرانو پدې خبره غور او فكر ندې كړې چې لومړې مو اسمان او زمكه سره يو ځاى نښتي ول، بيا موږ سره جلا جلا كړل. القرآن، ۳۰-۲۱ د قرآن كريم ددې آيت او د لوې چاودنې د نظريې ترمنځ چې كوم همغږي او يوشانته والې ليدل كېږي د هغې رد په هېڅ ډول ناشونې دى. دا څرنگه كېداى شي چې ۱۴ پېړۍ مخكې د عربو په صحرا كې داسې يو كتاب بياموندل شي چې داسې يوه رېښتوني ساېنسي حقيقت پكې موجود وي. د گېس ستر غونډارې د كهكشانو له پېداېښت څخه مخكې د گېس يو ستر غونډارې: ستورپېژندونكي پدې گروهه دي چې په كون د كهكشانونو منځته راتلو څخه مخكې دا كون ټول له سره د گېس په څېر ول، يانې له كهكشانونو څخه مخكې دا كون د يوه ستر گېسي غونډارو يا ورېځو په څېر ؤ. او يا ددې مادې لپاره د گېس څخه د دوړو كلېمه استعمالول لږ څه ښه راځي، يانې يوه غېر متشكله دوړو په څېر. د كون دې شكل ته قرآن كريم په لاندې آيت كې داسې اشاره كوي او د دخان كلېمه يې راوړې چې د دوړې يا دود په مانا راځي: ژباړه: بيا هه د اسمان اړخ ته پام وړ، كوم چې په هغه وخت كې يوه دوړه وه. هغه اسمان او زمكې ته وويل: موجود شئ، كه چېرې ستاسو غواړئ او يا نه غواړئ. دواړو وويل: موږ راغلو امر منونكيو په څېر. القرآن، ۱۱-۴۱ وگورئ قرآن كريم يو بل بيان د بگ بېنگ له نظريې سره يوشانوالې. آيا دا رېښتيا د محمد صلى الله عليه وسلم له پېداېښت څخه مخكې چاته مالوم ول؟ نو بيا ددې ستر ساېنسي حقيقت كومه بله ذريعه كېدا شي؟ د بگ بېنگ نظريه د تېر نږدې وخت ده، خو قرآن كريم دا حقيقت ۱۴ پېړۍ مخكې بيان كړې دى. د ستورو ترمنځ څه دي؟ په لومړي سر كې داسې گومان كېده چې د منظمو فلكي نظامونو څخه اخوا خلا بېخي تشه ده، مگر نن سبا ساېنسي ستورپېژندونكي دې پاېلې ته ورسېدل چې د ستور ترمنځ داسې يوه ماده شته چې د پل په څېر دى او دې مادې ته يې د پلازما نوم وركړ. دا ماده په بشپړ ډول سره اوسپنه كړاى شوې گېس لرونكې ده. پدې ماده كې په مساوي ډول منفي چارچ لرونكي خپلواك الكترونونه او مثبت چارچ لرونكي برقي پاڼې موجودې دي. پلامزما ته كله كله د مادې څلورم حالت هم وايي. د مادې درې مشهور حالتونه دي: جامد، ماېع او گېس. څښتن تعالى د قرآن كريم په لاندې آيت كې د ستورو ترمنځ تشه كې د موجودې مادې په اړه داسې فرمايي: ژباړه: هغه چا چې په ۶ ورځو كې زمكه او اسمان او هرهغه څه پېدا كړل، چې د اسمان او زمكې ترمنځ وي. القرآن، ۵۹-۲۵. زمكه گرده ده له لومړيو وختو كې خلكو دا گومان كاوه چې زمكه هوار ده، او ددې لپاره به يې د لرې واټن له سفر كولو څخه ځانونه ژغورل، چې نه چېرې د زمكې په ختمېدو سره د هغې له لمنو څخه لاندې ونه لوېږي. فرانسس ډرېك لومړنې كس ؤ چې په ۱۵۹۷زېږيز كال كې يې په بحري بېړۍ كې د زمكې گردچاپېره سفر وكړ، او دا يې په زبات ورسوله چې زمكه په اصل كې گرده كروي ده. وييپوهنه ستورپوهنې ته په انگرېزي ژبه وايي او دا د ستورو قانون په مانا ده. همدا ويي په اصل کې د يوناني ژبې د وييکې آسټرونوميا، نه راوتلې چې آسټرون، يعنی ستوری او نوموس، يعنی د نومونو قانون مانا لري. د ستورپوهنې او آسټروفيزيکس د وييونو کارونه په ټولگړي توگه، دواړه نومونه، هم د آسټرونومي او يا هم د آسټروفيزيکس اصطلاحگانې د ستورپوهنې د مضمون لور ته اشاره کوي. د يو کره سيند قاموس د پېژند له مخې، ستورپوهنه يا آسټرونومي هغې پوهې ته وايي چې د زمکې د اتموسفير نه دباندې د مادې او نورو اسماني شيانو د کتنو او پېژندلو سره سره د هغوی د فيزيکي او کيميايي ځانگړتياو په هکله څېړنې او بحثونه کوي.او د آسټروفيزيکس کلمه د ستورپوهنې هغې څانگې ته وايي کوم چې د فلکي شيانو او ځليزو فېنامېنا د فيزيکي ځانگړنو، خاصيتونه او د هغوی خوځنده کړنو په هکله څېړنې کوي او همدغو ځانگړنو پورې اړونده پوښتنو ته ځواب وايي. په ځينو ځاينو کې، لکه د فرانک شو د کتاب فيزيکي کاينات په پېژندگلوي کې راغلي چې، ستورپوهنه د يو موضوع د کيفيتي زده کړو په راپېژندلو کې کارېږي خو آسټروفيزيکس بيا پر فيزيک مبنا د يو موضوع د بڼې په پېژندنه کې کارېږي. خو د هر څه سره سره، دا چې نوې ستورپوهنيزې څېړنې د فيزيک اړونده سکالوگانو سره سروکار لري، نو په همدې توگه نوې ستورپوهنه هم بايد آسټروفيزيکس يا ستورپږنپوهنه وبللای شي. بېلابېلې څانگې چې په همدې موضوع څېړنې ترسره کوي، کېدای شي د ستورپوهنې او ستورپږنپوهنې اصطلاحگانې وکاروي او دا هم څه نا څه د دغه حقيقت پخاطر چې يوه څانگه په تاريخي توگه د فيزيک د څانگې سره څومره پر کار اخته ده. د ستورپوهنې ډېری کارپوهان په اصل کې د فيزيک بريليک لري. آن ساينسي رسنۍ آسټرونومي اېنډ آسټروفيزيکس هم د دغو اصطلاحگانو د ناڅرگندتوب په ډاگه کولو يوه هڅه کړې. تاريخ پوهنيز بدلون ستورپوهنيزې کتنې د مالوماتو د راغونډولو چلندلار ستورپوهنه او اسماني تخنيکونه د ستورپوهنې څانگې راډيو ستورپوهنه د اکس وړانگې ستورپوهنه د گاما وړانگې ستورپوهنه لمريزه ستورپوهنه د سيارو ساينس ستوريزه ستورپوهنه کهکشاني ستورپوهنه د کهکشانو دباندې ستورپوهنه مېنځپوهنيزې زده کړې د ستورپوهنې او ستورپېژندنې پرمختگ يوه بله اهمه مېنځپوهنيزه ډله رامېنځ ته کړې چې د ساينس د نورو ډگرونو سره تړاو پېدا کوي. دا څانگې دا دي: ستورژونپوهنه: په کايناتو کې د ژونپوهنيزو غونډالونو د پېښو او تجريدي بشپړتابه زده کړه. ارکيوستورپوهنه: په فرهنگي ډگر کې د لرغونې دوديزې ستورپوهنې زده کړه ده چې د لرغونپوهنې او وگړپوهنې د ثبوتونو په شننه کې رامېنځ ته شوې. ستورکيميا: په تشيال کې د موندل شويو کيميايي توکو په اړه زده کړه ده چې اکثراً د ماليکيولي گازونو، د هغوی د جوړېدو، د هغوی د تعاملونو او له منځه تللو په اړه بحثونه کوي. دا چې له نوم نه يې هم څرگندېږي دا زده کړه د ستورپوهنې او کيميا تر مېنځ رامېنځته شوی ډگر دی. ناڅانگييزه ستورپوهنه نژدې ټول آماتوره ستورپوهان، په خپلو لاسو جوړو تلسکوپونو د اسماني اجرامو کتنه ترسره کوي. اکثراً د دوی ټولو يو عام هدف وي او هغه د سپوږمۍ، د سيارو، د ستورو، او لکۍ لرونکو ستوريو، د ستوريزو بارانونو او د تشيال په ژوره کې د نورو اسماني اجرامو لکه د ستورو واښکي، کهکشانونه او سحابيانو ليدنې دي. د آماتورې ستورپوهنې يوه څانگه تشياليزه انځورگري ده چې په دغه څانگه کې يو آماتوره ستورپوه په شپه کې د اسمان انځورونه اخلي. د دغو آماتورانو هڅې دا وي چې د اسماني اجرامو د ليدنې په وخت کې ځانگړی تبحر لاس ته راوړي او د خپلو ځاني لېوالتياو د پام ساتلو سره د خپل د ليدنې کړنې تر يو حده کارپوهنيزې کړي. ډيري آماتوران خپلې کتنې د ليدوړ څپو په مرسته ترسه کوي، خو يوه وړه ډله بيا د ليدوړ نه دباندې نورې لارې هم په کار اچوي. چې په دغو کې د ټيټ سور فلټرونه په خپلو ټلسکوپونو کې او همدا شان راډيويي ټيليسکوپونه کاروي. د اماتوره راډيويي ستورپوهنې يو مخکښ کارل جانسکي وه چې د ۱۹۳۰ لسيزې کې يې د اسمان په څارنه کې راډيويي څپې کارولې. يو گڼ شمېر اماتوره ستورپوهان په کور کې جوړ شوو ټيليسکوپونو او يا هم د راډيويي ټيليسکوپونو نه چې د ستورپوهنيزې څېړنې لپاره جوړ شوي وي، کار اخلي او د نورو اماتوره ستورپوهانو لپاره يې هم د کارولو لپاره ږدي د ساري په توگه يو مايلي ټيليسکوپ. اماتوره ستورپوهان د ستورپوهنې په ساينس کې جوړېدونکې ونډې لري. دا يو د هغو څانگو نه ده چې اماتوره ستورپوهان په دې څانگه کې د اهمو لاسته راوړنو لامل گرځي. هغوی د عدسيو په کچ و مېچ کې برخه اخيستلی شي او همدا ډول کچ و مېچ په مدارونو کې د وړو سيارو په اصلاح کولو کې کارېږي. اماتوره ستورپوهان د لکۍ لرونکو ستورو کې هم يوه رغونکې ونډه لري او په ترتيب سره د متغيرو ستورو کتنې هم کوي. په گڼيالي تخيک کې پرمختگونو اماتورو ستورپوهانو ته نورې اسانتياوې برابرې کړي او د همدغه تخيک په مرسته د ستورپوهنيزې انځورگرۍ ډگر هم پراخ شوی او ښکاره برياليتوبونه يې لاس ته راوړي. په ستورپوهنه کې لويې پوښتنې که څه هم چې په ستورپوهنه کې د طبيعت او د کايناتو د منځپانگې او جوړښت د ښه پوهاوي او پېژندلو هڅې شوي خو لا تر اوسه پورې گڼ شمېر پوښتنې بې ځوابه زموږ مخې ته پرتې دي. کيدای شي چې داسې بې ځوابه پوښتنو ته ځواب وييل د نوو اوزارونو د جوړښت او په فيزيک کې د نوو نظرياتو او تجربو لاسته راوړنو ته اړ وي. آیا خاورينې سيارې د نورو ستورو د لمر نه پرته په شاوخوا کې هم شتون لري؟ ستورپوهانو د لويو ستورو او د هغوی په شاوخوا کې د نورو جسمونو په شتون ډاډه دي. نو په همدې خاطر د وړو خاورينو سيارو شتون هم يو احتمالي نظر دی. آیا د کايناتو په نورو سيمو کې زمکنی ژوند شته؟ يا په ځانگړې وينا آیا انسان د کايناتو په نورو کورو کې هم ژوند کوي؟ که داسې وي، نو د فرمي تناقض لپاره تشريح څه شی ده؟ په بل ځای کې د ژوند شتون يو ډېر اهم ساينسي او فلسفي دلايل لري. جنس توکی او اېنرژی له کومه ده؟ ددې ربړې پوهېدنه، د تکامل او د هغه د لاملونو او سببونو پېژندنه يې ډېره گټوره ده خو لا تر اوسه پورې موږ د دې ربړې په اړه هېڅ هم نه پوهېږو. ولې کاينات رامېنځ ته شول؟ د بېلگې په توگه ولې فيزيکي ثابتونه داسې په غور او دقت سره تنظيم شوي چې د ژوند د شتون ضمانت کوي؟ آيا داسې کېدای شي چې دا د طبيعي کيهاني ټاکنې يوه پايله وي؟ داسې څه وه چې د کيهاني خورېدنې سبب شول چې زموږ همډوله کاينات يې رامېنځ ته کړ؟ د کايناتو آخري قسمت به څه وي؟ دا هم وگورۍ لړليکونه د ستورپوهنې د بنسټيزو سرليکونو لړليک د ستورپوهنې د سرليکونو لړليک د لرغونې ستورپوهنې د سرليکونو لړليک د ستورپوهنيزو کتنځايونو لړليک د ستورپوهنې د تنظيمونو لړليک د ستورپوهنې وختليکه اړونده ليکنې ستورپېژندنه او ستورپوهنه د ستورپوهنې نړېوال کال د تشيال ساينس اخځليكونه اردو وېكيپېډيا طبعي جغرافيه، پروفېسر رياست علي عباسي، پاكستان بك سنټر- اردو بازار لاهور. . : سرچينې باندنۍ تړنې : - . - : . . . پوهنه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%81%D9%85%DA%A9%D9%BE%DB%90%DA%98%D9%86%D8%AF%D9%86%D9%87 | ځمکپېژندنه | ځمکپېژندنه یا جيولوجي په لومړي ځل د يونان له ژبې راوتلی ويېک دی او د ځمکې پېژندنې نه مانا او مفهوم داسې څرگندېږي . ځمکه پېژندنه هغه پوهه يا علم دی چې پکې د ځمکې څېره، مساهت ،ډول ، فيزيکي څرنگوالی پږنۍ څرنگوالی او د ځمکې د پېښليک تاريخ پوره انځوريزه بشپړ پوهاوی او شننه پلاس راکوي او راښيي. ځمکپوهنه د ځمکې د علومو یوه څانګه ده چې له مایع او جامدې ځمکې، جوړوونکو ډبرو او هغو پروسو سره اړوندېږي چې د وخت په تېرېدو سره بدلون کوي. په ځمکپوهنه کې د سپوږمۍ او مریخ په څېر د هرې ځمکنۍ سیارې یا طبیعي سپوږمکۍ د جامدو ځانګړنو څېړنه هم شاملېدای شي. معاصره ځمکپوهنه د ځمکې له نورو علومو لکه هایدرولوژۍ او اتومسفیري علومو سره په پراخ ډول غاړه غړۍ ده او له همدې امله د ځمکني سیستم د علم او سیارهيي علومو یو مهم اړخ بلل کېږي. ځمکپوهنه د ځمکې په سطحه کې او تر سطحې لاندې د ځمکې جوړښت او هغه پروسې تشرېح کوي چې دغه جوړښت یې رغولی دی. د دې تر څنګ په یوه ځانګړي ځای کې د پیدا شویو ډبرو نسبي او مطلق عمرونه ټاکي او د دغو ډبرو تاریخچه تشرېح کوي. د دغو وسایلو په مرسته ځمکپوهان د ځمکې جیولوژيکي تاریخ په ټولیز ډول تشرېح کولی او د ځمکې عمر څرګندولی شي. ځمکپوهنه د تختهيي جوړښت، د ژوند د تکامل د تاریخچې او د ځمکې د تېر اقلیم لپاره لومړني شواهد برابروي. ځمکپوهان د ځمکې پر جوړښت او تکامل د پوهېدو لپاره ګڼ مېتودونه کاروي چې په دې کې ساحوي څېړنې، د ډبرو تشرېحات، جیوفزیکي تخنیکونه، کیمیایي تحلیلونه، فزیکي ازمېښتونه او عددي ماډلونه یادولی شو. له علمي نظره ځمکپوهنه د کاني توکو او هایدرو کاربن د اکتشاف او ګټې اخیستنې، د اوبو د سرچینو د ارزونې، پر طبیعي خطرونو د پوهېدو، د چاپېریالي ستونزو د حلولو او د تېرو اقلیمي بدلونونو په اړه د لیدلوري وړاندې کولو لپاره مهمه ده. ځمکپوهنه د مهمو اکاډمیکو څانګو له ډلې ده چې د جیولوژيکي انجنیرۍ لپاره مرکزي اهمیت لري او په جیوتخنیکي انجنیرۍ کې مهم رول لري. ځمکپوهنیز توکي د ځمکپوهنې ډېره برخه ډېټا له هغو څېړنو څخه ترلاسه کېږي چې د ځمکې د جامدو توکو په اړه کېږي. اسماني ډبرې او نور تر ځمکې ور هاخوا طبیعي توکي د ځمکپوهنیزو یا جیولوژيکي مېتودونو پر بنسټ څېړل کېږي. کاني توکي کاني توکي هغه طبیعي عناصر او ترکیبونه دي چې مشخص متجانس کیمیایي ترکیب او اتومي تریب لري. هر کاني توکی بېلې فزیکي ځانګړنې لري او د هرې ځانګړنې د مشخصولو لپاره یې ګڼ ازمېښتونه موجود دي. ځینې ازمېښتي بېلګې په لاندې مورادو کې ازمویلی شو: ځلا: د یوه مېنرال یا کاني توکي له سطحې څخه د منعکس شوي نور څرنګوالی دی. د بېلګې په توګه فلزي، مرغلین یا مرواریدي، مومي یا تت. رنګ: کاني توکي د رنګونو له مخې ډلبندي کېږي. تر ډېره تشخیصي دی، خو ناخالصوالی کولای شي د یوه کاني توکي رنګ بدل کړي. رګ: دا کار پر چیني تخته د مېنرالي بېلګې په ګرولو سره ترسره کېږي. د رګ رنګ د کاني توکي یا مېنرال په نامه کې مرسته کولی شي. کلکوالی: د ګرېدو په مقابل کې د یوه کاني توکي مقاومت دی. ځانګړی دروندوالی: د یوه کاني توکي د ټاکلي حجم وزن دی. جوش: پر کاني توکي هایدرولیک اسید ور څڅول کېږي چې جوش یې وکتل شي. مقناطیسیت: په دې کې مقناطیس کارول کېږي تر څو د یوه کاني توکي مقناطیسیت وازمویل شي. خوند: کاني توکي بېلابېل خوندونه لرلای شي، لکه هالیټ چې مالګې ته ورته خوند لري. ډبرې ډبره د هرې جامدې طبیعي کتلې یا د مېنرالونو یا هم منرال ته ورته توکو د ټولګې په معنا ده. په ځمکپوهنه کې ډېری څېړنې د ډبرو له څېړنو سره اړوندې دي، ځکه چې ډبرې د ځمکې د جیولوژيکي تاریخ ډېری لومړني سوابق وړاندې کوي. ډبرې درې مهم یا لوی ډولونه لري چې اتشفشاني، رسوبي او مېټامورفیک ډبرې بلل کېږي. د ډبرو څرخه د ډبرو خپلمنځي اړیکې څرګندوي. کله چې یوه ډبره له ویلې یا ذوب حالت څخه جامد ته بدلېږي، دا یوه اتشفشاني ډبره ده. دا ډبره هوا وهلی او خرابېدلی شي، بیا بېرته رسوب کوي او پر رسوبي ډبره بدلېږي. بیا وروسته د تودوخې او فشار په مرسته پر مېټامورفیک ډبره بدلېدای شي چې دغه چاره یې کاني محتوا بدلوي. د ډبرو دا درې واړه ډولونه ښايي بیاځلي ویلې شي او کله چې ویلې کېږي، نوې مګما ویلې شوي ناسوچه فلزي مواد ترې جوړېږي چې ښايي بل ځل بیا هم یوه نرمه یا ویلې شوې ډبره پر جامد حالت واړوي. عضوي مواد لکه د ډبرو سکاره، قیر، تېل او طبیعي ګاز تر ډېره له هغو رسوبي ډبرو سره اړوند دي چې پراخ عضوي مواد لري. ځمکپوهان د دغو درې واړو ډبرو د څېړنې لپاره هغه کاني توکي او نورې فزیکي ځانګړنې ارزوي چې دا ډبرې ترې جوړې شوې دي. د ټولې ځمکې جوړښت د ځمکې جوړښت په لوړه تودوخه او لوړ فشار کې په زلزلهپوهنه، کمپیوټري ماډلجوړونو، مېنرالپوهنه او کریسټالوګرافۍ کې شوي پرمختګونه د ځمکې د داخلي ترکیب او جوړښت په اړه ځینې لیدلوري په لاس راکوي. زلزلهپوهان کولای شي د زلزلهييزو څپو د را رسېدو وختونه د ځمکې د داخلي عکاسۍ لپاره وکاروي. په دې برخه کې لومړنیو پرمختګونو یوه بیرونۍ مایع هسته په هغه ځای کې چې غوڅېدونکې څپې د خپرېدو وړ نه وې او یوه جامده داخلي هسته وښوده. د دغو پرمختګونو په پایله کې د ځمکې طبقهيي ماډل جوړ شو چې په سر کې یې یوه طبقه او لټوسفیر دي، په بېخ کې یو پوښ دی چې د زلزلهييز انفصال له امله په ۴۱۰ او ۶۶۰ کلیومترۍ کې جلا شوی او تر هغه لاندې بیرونۍ او داخلي هستې لري. په وروستیو کې زلزلهپوهان توانېدلي چې د ځمکې په داخل کې د څپو د سرعت دقیق انځورونه واخلي، کټ مټ لکه ډاکتر چې د سي ټي سکن په مرسته د یوه بدن عکس اخلي. دغو عکسونو د ځمکې د داخل یوه ډېره دقیقه کتنه رامنځته کړې او ساده طبقهيي ماډل یې پر یوه لا ډېر خوځند ماډل بدل کړی دی. د تاریخ ټاکنې مېتودونه نسبي تاریخ ټاکنه د نسبي تاریخ ټاکنې مېتودونه هغه مهال رامنځته شول چې ځمکپوهنه د لومړي ځل لپاره د یوه طبیعي علم په توګه را څرګنده شوه. دا مهال ځمکپوهان لا هم د ځمکپوهنې د تاریخ او د جیولوژيکي پېښو د وخت په اړه د معلوماتو وړاندې کولو لپاره لاندې اصول کاروي. د ورتهوالي اصل وايي، په هغو عملیو کې لیدل شوې جیولوژيکي پروسې چې دا مهال د ځمکې طبقه بدلوي، د جیولوژیک وخت په اوږدو کې یې کابو په همدې ډول عمل کړی دی. د ځمکپوهنې یو بنسټیز اصل چې په اتلسمه پېړۍ کې سکاټلنډي ډاکتر او ځمکپوه جېمز هاټون وړاندې کړ، دا دی چې اوس مهال د تېرو وختونو کیلي ده. هاټون وايي: زموږ د نړۍ تاریخ باید د هغو پېښو په مټ تشرېح شي چې دا مهال د پېښېدو په حال کې دي. مطلقه تاریخ ټاکنه د شلمې پېړۍ په پیل کې د راډیو اکټیو ایزوټوپونو او نورو مېتودونو په مرسته د جیولوژيکي پېښو د مطلقې تاریخ ټاکنې د وړتیا په رامنځته کېدو سره د ځمکپوهنې په علم کې پرمختګونه اسانه شول. دغې چارې د جیولوژيکي وخت په اړه پوهه بدله کړه. تر دې وړاندې ځمکپوهانو د ډبرو د تاریخ ټاکنې لپاره یوازې فوسیلونه کارولی شوای. د ایزوټوپي تاریخ ټاکنو په مرسته د ډبرو د مطلقو عمرونو ټاکنه شونې شوه، په دې توګه دغه مطلق تاریخونه پر هغو فوسیلي لړیو هم عملي کېدای شي چې د تاریخ ټاکنې وړ مواد په کې دي او پخواني نسبي عمرونه پر نویو مطلقو عمرونو بدلېدای شي. سرچينې ځمکه پېژندنه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%AC%D9%88%D9%85%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87 | نجومپوهنه | ستورپېژندنه د عقايدو او دودونو د نظام يو داسې ډگر دی چې د دغې پوهې په مرسته د اسماني اجرامو د نسبي موقعيت او د هغوي اړونده تفاصيلو له مخې د انساني کړو وړ، شخصيت او نورو زمکنيو مسايلو مالومات رابرسېره کېږي. د ستورپېژندنې د پوهې خاوند او عملي کوونکي ته ستورپوه يا منجم وايي. ستورپېژندنې ته په عربي ژبه علم النجوم او په انگرېزي ژبه آسټرولوجي وايي. د انگرېزي ژبې وييکه آسټرولوجي د يوناني ژبې د لغتونو ، چې مانا يې ده ستوری او چې مانا يې ده وييکه يا کلام نه راوتلې. لرغونې ستورپېژندنه فولکلور د ستورپوهنې تاريخ |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%81%D9%85%DA%A9%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87 | ځمکپوهنه | ځمکپېژندنه په انگرېزي: ځمکپېژندنه په حقیقت کې د جوړو شویو انساني ټولنو د اړیکو څېړنه د دوی د ژوند له چاپېریا ل سره ده. یا په بله مانا ځمکپوهنه هغه پوهنه ده چې د ځمکې د سطحې او د ځمکې په سر د شته طبعي څېزونو لکه: اوبه، هوا او خاورې او د ځمکې پر مخ د نورو څیزو اړیکې له انسانانو سره څېړي. چې بیا د دې هر یوه توکو څېړنې له دې پوهنې سره نورې څانگې هم ورزیاتې کړي لکه: ځمکپېژندنه، هوا پېژندنه. ستورپوهنه، خلکپېژندنه، ژونپوهنه او داسې نورې برخې. ځمکپوهنه پوهنه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%D8%A8%D8%B1%D9%8A%D8%A7%D9%84%D9%8A | خبريالي | خبریالي د پیښو او مسایلو په برخه کې مخاطبینو ته د رپوټونو او څیړنو د وړاندې کولو کړنې ته وايي. که څه هم په خپله په ژورنالیزم کې دننه ډیر توپیرونه دی خو آر خبره ترې د ښاروندو خبرول دی. د سازمانونو او بنسټونو لکه: حکومت او سوداگرۍ له پوښښ څخه پرته، خبریالي د یوې ټولنې کلتوري اړخونه لکه هنر او وختیری هم تر خپل پوښښ لاندې نیسي. همدارنگه سمونې، انځور خبریالي او لاسوندیز مستند هم د خبریالی د کار د ډگر برخه جوړوي. ريښتينې خبريالي او ريښتينى خبريال خبريالي يا ژورناليزم داسې يوه سپېڅلې دنده ده چې که څوک يې په ريښتينې مانا په اخلاص او سپېڅلتوب تر سره کړي، نو په هيڅ يوه ټولنه کې به د خلکو داسې ستونځې پاته نه شي چې د حل لاره او د پاى ټکى ونه مومي، په تېره بيا په اوسمهالي ژورناليزم کې خو به د هيڅ يوې کليوالې او ښاري سيمې داسې څوک نه وي چې په يو نه يو ډول دي د رسنيو مېډيا يوې وسيلې ته لاس رسى ونه لري، هغه څوک چې تعليم لري د ورځې په اوږدو کې د ورځنيو او د شپې له خوا د چاپېدونکيو ورځپاڼو له لارې کولاى شي د نړۍ او خپلې سيمې له حالاتو ځان خبر وساتي، خو هغه څوک چې ليک لوست نه شي کولاى او يا هم له ښارونو څخه لرې په کليوالو او غرنيو سيمو کې ژوند کوي، د راډيو له لارې شېبه په شېبه د نړۍ او سيمې له حالاتو خبرېږي او د رسنيو تر دغو دوو وسيلو را وروسته بيا ټلويژن دى چې که څه هم دا د رسنيو يا مېډيا نوې وسيله نه ده او د ايجاد يې ډېر کلونه شوي دي خو د ټلويژن په برخه کې نويو پرمختگونو د خلکو په زړونو کې د مېډيا تر بلې هرې وسيلې زيات محبوبيت او ځاى پيدا کړ. د دې لامل ښايي دا هم وي چې د ټلويژن پر پرده هر څۀ په مخامخ توگه ليدل کېږي او په اوس وخت کې تر پخوا زيات د بيان ازادي ده او څوک نه شي کولاى له خپل ولس او نړۍ څخه يوه خبره پټه وساتي او د دې تر څنگ اقتصادي گټې ته په پام سره هم په پاکستان او هم په افغانستان کې ډېرى خلکو شخصي ټلويژني چينلونه پرانيستل چې د هغو په وسيله څلرويشت ساعته تفريحي خپرونې کوي او تاوده- تاوده خبرونه ترې خپروي او په څنگ کې ورڅخه د اعلانونو او اشتهارونو په وسيله خپلې گټې هم تر لاسه کوي او تر ټلويژون را وروسته بيا انټرنيټ د رسنيو يا مېډيا په دونيا کې يوه داسې پرمختللې او چټکه وسيله ده چې د نړۍ په هره برخه کې مېشت خلک کولاى شي په ډېره بيړنۍ توگه د نړۍ د هغه بلې څنډې د خلکو له ژوند او حالاتو خبر شي، په تېره بيا په انټرنيټ کې ځينو عمومي ويبپاڼو يا سايټونو لکه فېس بوک، ارکيوټ او ځينو نورو خو خلک دومره سره نيژدې کړل چې هر څوک کولاى شي خپل نظريات او خپلې خبرې د سترگو په رپ کې د نړۍ تر هغه بل کونجه و رسوي. نو په داسې چټک ژورناليزم يا پرمختللې خبريالي کې هم که يو خبريال د ژورناليزم پر دې نوې لاره په پخوانيو ورو او سستو گامونو تگ کوي نو فکر نه کوم چې هغوى دي په ټولنه کې د يوۀ ريښتيني او رسا خبريال په توگه وپېژندل شي، ځکه پخوا که د يوې سيمې خبريال د خپلې سيمې د ستونځو په اړه او يا د يوې پېښې په اړه د ورځپاڼې دفتر ته خبر استاوه نو ډېره بيړه به يې ځکه نه کوله چې هغه مهال به يواځې څو ورځپاڼې چاپېدلې او خلکو به يوه يا دوې ورځې وروسته ترې خبرېدل او دا چې شخصي ټلويژنونه نه وو، حکومتي او سرکاري ټلويژنونو به يواځې حکومتي خبرونو او يو- نيم غټو پېښو ته په خپلو خبرونو او خپرونو کې ځاى ورکاوه، خو په اوسني چټک او بيړني ژورناليزم کې يو خبريال ټکنى يا سست نه شي پاتېداى، ځکه که هغه د کومې پېښې يا ستونځې په اړه په چټکۍ سره اقدام ونه کړي او کار پرې ونه کړي نو ډېر ژر به ويني چې پر هغه موضوع به بل چا کار کړى وي او بيا به نو د دۀ زيار او خواري اوبو وړې وي. همدا رنگه اوسني ژورناليزم د سانسور او چوپتيا هغه پولې هم ماتې کړې دي چې خبريال به نه شو کولاى په خپلواکه توگه پر هره موضوع کار وکړي او خلک ترې خبر کړي، نو په داسې حال کې هم که يو خبريال يواځې دې ته ناست وي چې کله به پېښه کېږي چې زه يې په اړه خپلې ادارې ته خبر ورکړم او يا يواځې د لوړپوړيو حکومتي چارواکيو او يا د سياسي گوندونو د مشرانو خبري کنفرانسونو ته گونډې ووهي چې نن به نو له خيره د پلانکي- پلانکي صاحب د خبري کنفرانس په اړه خبر جوړوم نور نو بل کار نه لرم، فکر کوم دا د ژورناليزم مخ ور تورول دي او دا د خبريالۍ له سپېڅلې دنده سره ناانصافي او ټگي کول دي. يو ريښتينى ژورناليسټ يا خبريال بايد هيڅ وخت په دې فکر کې ونه اوسي چې څوک خبري کنفرانس کوي که يې نه کوي دا د دۀ په کار پورې هيڅ اړه نه لري او يا خداى مه کړه چېرې کومه چاودنه کېږي که نه کېږي چې دى يې په اړه خپلې ادارې ته تازه خبر ورکړي او دۀ ته پرې د ښۀ او ځيرک خبريال تاج ور پر سر شي، فکر کوم دا د ورځني ژورناليزم يا د روانو چارو يوه برخه ضرور ده خو د دې دا مانا نه ده چې يو ژورناليسټ دي يواځې د امکاني خبر پيدا کېدو ته انتظار وباسي او خپله ورځ دي بېځايه او بېکاره تېره کړي. که څوک د ژورناليزم ريښتينو اصولو ته پام وکړي او ځان په بشپړه توگه ترې خبر کړي نو فکر نه کوم چې يو بااستعداده او انرژي لرونکى خبريال به د خپلې ټولنې پر پټو پاته شويو حقايقو او ستونځو سترگې پټې کړي. زموږ په سيمه کې دا شکايت موجود دى چې د امنيتي ستونځو له امله خبريالان نه شي کولاى په شخصي توگه ځينې سياسي او مذهبي حقايق را وسپړي او يا د ځينو خپرندويه وسيلې د خپلو ټاکل شويو پاليسيو له امله د دې زغم او توان نه لري چې د خپل خبريال هغه زيار- چې هغه د زړۀ په وينو کار پر کړى وي- تر خلکو پورې و رسوي او د ژورناليزم اصولو ته ژمن او ريښتيني و اوسي، خو هغه خبريالان چې په سيمو کې يې چندان سياسي شخړې او د گوندونو تر منځ سياسي ناندرۍ او رقابتونه نه وي او سيمه يې يواځې د ځينو دودونو، رواجونو او ټولنيزو ناخوالو له امله وروسته پاته وي او يا د ځينو زورواکو او شتمنو کسانو له امله يې د خلکو ژوند په تيارۀ کې وي، هغه خبريال نو ولې بايد پټه خولۀ پاته شي او ولې دې خبرې ته لاس تر زنې کښېني چې د دې شخړې هوارېدل خو يواځې زما د وس کار نه دى، دا بدمرغۍ به نو په خدايي امر سره له منځه ځي دا هيڅ امکان نه لري، ځکه د هرې سيمې او هرې ټولنې د پرمختگ او پرشاتگ سبب خپله د هغې ټولنې خلک وي، خو د قلم څښتن ليکوال او ژورناليسټ بايد د خپلې ټولنې ناوړه دودونو او د انسانانو دردونو ته د يوۀ عادي کس غوندې ونه گوري، هغه بايد ډېر حساس و اوسي او د هر هغه څه په اړه چې د دۀ انساني وجدان او مذهبي اصولونه يې نه قبلوي بايد فکر وکړي او د له منځه وړلو لارې يې ولټوي. دلته به زموږ د ټولنې د ځينو ناخوالو په اړه خبرې وکړو چې تر شا يې ډېر سياسي او تاريخي علتونه پټ دي خو موږ به يې د يوۀ خبريال لپاره پر هغو ناخوالو باندې د کار په اړه وږغېږو. - که يو لس کلن ماشوم- چې کڅوړه يا گونۍ يې را اخيستې وي- لوڅې پښې پر گندگيو گرځي او کاغذونه ټولوي، کالي يې خيرن او څيرې پيرې وي، مخ يې د شپو- شپو ناولى وي، نو آيا د يوۀ خبريال وجدان او ضمير به څنگه دا ومني چې هغه دي تر دې ماشوم تېر شي او دغه ماشوم دي ونۀ پوښتي چې ولې په دې واړه ځان په لوڅو پښو پر دې گندگيو گرځي؟ او کاغذونه ټولوي؟ آيا ولې ښوونځي ته نۀ ځي؟ ولې له نورو ماشومانو سره لوبې نه کوي؟ او داسې ډېرې نورې پوښتنې چې د ماشوم له ماشومې دونياگۍ سره تړلې دي. - که يوه اويا کلنه يا اتيا کلنه سپين سرې ووينو چې د سړک له غاړې ناسته ده او له خلکو څخه خير غواړي او په داسې حال کې چې د سترگو بينايي يې هم له لاسه ورکړې وي او د زيات ضعيفوالي له امله پر لاره هم تلاى نۀ شي او د ناروغۍ له امله يې زگېروى هم خېژي، آيا يو خبريال به د زرگونو نورو بې حسه او بې پروا خلکو غوندې په کومو سترگو تر دغې سپين سرې تېرېږي او د يوې شېبې لپاره به ورته نوک نه نيسي او دا پوښتنه به ترې نه کوي چې اې زما د وطن مورې! ته ولې دلته د سړک له غاړې ناسته يې او خير غواړې؟، آيا تۀ زامن نۀ لرې؟، آيا خاوند دي مړ دى؟، آيا په خپلو خپلوانو کې دي دومره څوک نه شته چې تا وساتي؟ او همداسې ډېرې پوښتنې شته چې که يو خبريال يې په ريښتينې مانا د خپلې ټولنې تر خلکو و رسوي نو فکر کوم چې نۀ يواځې به يې خپله يوه انساني او وجداني وظيفه تر سره کړې وي، بلکې خلکو ته به يې له داسې ځپليو او د حالاتو په مېچن کې له اڼل شويو خلکو سره د مرستې او خواخوږۍ احساس ورکړى وي. - که يو مزدور چې له سهاره تر ماښامه خواري کاږي، خولې تويوي، لاس او پښې يې تڼاکې وي او بيا هم دومره گټي چې يواځې د سهار ماښام ډوډۍ يې په وشي او نور نو نه په ماشومانو د ښوونځي د ويلو او نه هغوى ته د ښو کاليو د اخيستلو توان ولري او پر ځاى يې د هغۀ بادار- چې د دۀ په وينو او خولو يې ځان شتمن کړى وي- د ژوند له هيڅ ډول اسانتياوو بې برخې نه وي، آيا په داسې حال کې د يوۀ ريښتيني خبريال په زړۀ کې دا خبره نه ور گرځي چې اخير زما په ټولنه کې به تر څو پورې داسې ظلم او تېرى کېږي چې انسان ته د انسان په سترگه نه کتل کېږي، که يو خبريال داسې حالت ونۀ بوږناوه او د داسې انساني توپير پر وړاندې يې مبارزه ونۀ کړه او خلک يې د دې ناوړه نظام له منځه وړلو ته ونۀ هڅول نو فکر کوم هغه ژورناليسټ يا خبريال نه، هغه تش د خبريال په نامه د خلکو غولوونکى او تېرايستونکى دى. همدارنگه بې شمېرې ستونځې او ناخوالې شته چې که د ژورناليزم په اوسني پرمختللي دور او د بې شمېره چاپي، اورېدنيو او ليدنيو رسنيو په شتون کې هم يو خبريال دا احساس ونۀ کړي چې ټولنه دي يې له هر ډول انساني توپيرونو پاکه شي او خلک دي يې د توپک پر ځاى قلم په لاس کې واخلي، نو فکر کوم هغه د ژورناليزم ريښتينوالى او خپل ضمير او وجدان تر پښو لاندې کړي دي. که موږ وگورو د نړۍ په پرمختلليو هېوادونو او ټولنو کې رسنيو هغه علمي او ساينسي بدلونونه راوستي دي چې ښايي موږ يې تصور هم ونۀ کړو، ځکه هغوى خپل ټول علمي، اقتصادي، سياسي، ساينسي او ټولنيز پرمختگونه له رسنيو سره تړلي دي او د رسنيو په وسيله خپل ولس ترې خبروي، په دې توگه يې ولس په چټکۍ سره هغه پرمختگونه په خپل ژوند کې عملي کوي او بيا نو دې ته اړتيا نه پېښېږي چې يو څوک دي يې د ژوند له اسانتياوو بې برخې پاته شي او له همدې امله يې ژبې هم د نړۍ د سترو ژبو په کتار کې شمېرل شوې دي. نن که انگرېزي د نړۍ په سترو ژبو کې شمېرل کېږي او زموږ غوندې د وروسته پاته ټولنو د خلکو پرمختگ هم اوس د انگرېزي ژبې له زدکړې سره تړلى دى او ورته اړ يو، د دې يواځينى لامل دا دى چې هغوى خپلې ژبې ته بېساري خدمتونه کړي دي او خپله ژبه يې د رسنيو له لارې په ټوله نړۍ کې د باران غوندې خپره کړې ده. اوس چې له نېکه مرغه زموږ په سيمو کې رسنيو تر پخوا زيات پرمختگ کړى دى، نو له دې څخه په استفادې سره موږ هم د دې توان لرلاى شو چې د خپلو هر ډول ستونځو او ناخوالو په له منځه وړلو کې رسنۍ د ځان ملگرې کړو او هيڅوک داسې پاته نه شي چې د رسنيو له سترگو او زوره پټ خپلو ناوړه اعمالو ته دوام ورکړي. دا به څنگه امکان ولري؟ د دې پوښتنې ځواب په ټولنه کې د حساسو او باسواده خلکو په شتون پورې تړلى دى او د دې تر څنگ د رسنيو په داسې استازيو پورې تړلى دى چې هغه ته ژورناليسټ يا خبريال ويل کېږي، که خبريال ځيرک، حساس، زړور، چابک او په هغه ژبه کې چې دى کار پکې کوي، حاکم ونۀ اوسي نو نۀ شي کولاى د خپلې ټولنې له دردونو او ستونځو خلک خبر کړي يا د خپلې سيمې له تاريخ، وياړونو او پرمختگونو چاته و ږغېږي او يا په خلکو کې د انساني توپير پالنې د له منځه وړلو شعور او فکر را ژوندى کړي. په يوه مانا ريښتينې خبريالي د پيغمبرۍ درجه لري، هغه داسې چې که يو خبريال په بې پرې او بې طرفه توگه خپلو انساني حقوقو ته په پام سره د داسې غيرانساني اعمالو، کړو وړو او ناوړه دودونو په اړه- چې له امله يې د هغې ټولنې انسانان ځورول کېږي، ژوند يې له تباهۍ سره مخامخېږي، پر هر ډول انساني حقوقو يې تېرى کېږي- خپل ولس او نړۍ ته مالومات ورکړي نو دا ډول خبريالي هيڅکله تر پيغمبرۍ کم کار نه شي بلل کېداى، خو ډېر خلک بيا پرته له دې چې د ټولنې د خدمت او پرمختگ فکر دي ولري، ژورناليزم د ځان په گټه کاروي او د څو پيسو د لاسته راوړلو په خاطر د ژورناليزم سپېڅلى نوم بدناموي او په اصطلاح د ژيړ ژورناليزم په پاللو سره د نورو انسانانو د پاللو پر ځاى د ځانپالنې د تلپاتي ژيړي په ناروغۍ اخته وي. يو وخت د بي بي سي يوۀ تکړه ژورناليسټ اسماعيل سعادت په يوه مرکه کې د ژورناليسټ په اړه ډېر په زړه پورې نظر ورکړى و، هغه ويلي و: که څوک غواړي چې خدمت وکړي نو ژورناليسټ دي شي او که غواړي چې پيسې وگټي نو د ژورناليزم پر ځاى دي تجارت يا بل کار ته مخه کړي، د دې دا مقصد هم نه دى چې يو څوک دي کاڼي په نس پورې وتړي او هيڅ دي نۀ خوري او هيڅ گټه وټه دي نه کوي، بلکې د دې مقصد دا دى يو څوک بايد د ژورناليزم په وسيله د ډېرو پيسو د گټلو په نيت دې سپېڅلې دندې ته را نۀ شي، بلکې د ټولنې د خدمت او د ناخوالو د له منځه وړلو فکر دي ولري، بيا نو پيسې څۀ چې هغه د چا خبره په خدمت خداى هم پيدا کېږي. موږ دلته د ژورناليزم پر تيورۍ او اصولو خبرې نه کوو چې د ژورناليزم په بېلابېلو ښاخونو او څانگو کې د کار لپاره بايد کوم ټکي په پام کې ونيول شي، خو که څوک غواړي چې د خبريالۍ سپېڅلې او له کړاوونو ډکې دندې ته لاس واچوي نو هغه بايد د زدکړو تر څنگ داسې يو فکر، احساس او شعور ولري چې د عادي خلکو په پرتله هر څۀ ته په ځانگړي او ژور نظر وگوري، ويې څېړي او په اړه يې نور خلک د يوۀ مثبت او سالم فکر له مخې خبر کړي. هو دا سمه ده چې د ژورناليزم اصول او تيوري به يو څوک په پوهنتون کې زده کړي او يا به يې په اړه کتابونه مطالعه کړي خو د ژورناليزم يا خبريالۍ تر شا چې کوم ماغزۀ، کوم حساسيت او کومه ځيرکتيا په کار ده، هغه څوک د ژورناليزم د تيورۍ يا اصولو په زده کولو سره نه شي تر لاسه کولاى، ځکه خبريالي د ژوند د نورو هنرونو او کسبونو غوندې داسې يو کسب نۀ دى چې يو څوک دي يې په شاگردۍ سره زده کړي، د بېلگې په توگه د درزيتوب، ترکاڼۍ، مستريتوب يا نورو کسبونو زدکړه ښايي ډېره پوهه ونۀ غواړي او زده شي، خو د خبريالۍ لپاره فکر کوم يواځې پوهه شرط نه ده، بلکې حساس زړۀ او فکر او انساني درد ورسره مهم شرط دى چې دا د هر چا په برخه نۀ دي او يا کېداى شي زموږ په ټولنو کې د موجودو محروميتونو له امله موږ ټول داسې شوي يو چې حساسيت او شعور مو له لاسه ورکړى دى او هر څۀ ته په برسېرن نظر گورو. بيا هم هماغه خبره ده چې دغه محروميتونه او د زورواکو او استعاري ډلو له خوا په ټولنه کې موجود غلامانه فکرونه، د بې علمۍ او جهل ټپونه، په تيارۀ کې د اوسېدو مصنوعي نصيبونه او بېوزلۍ هم يواځې او يواځې د رسنيو له لارې له منځه تلاى شي او دا هغه وخت امکان لرلاى شي چې د ټولنې له حساسو، ځيرکو او زړورو خلکو څخه مو ريښتيني خبريالان را ووځي او د تش په نامه خبريالانو له لاسونو څخه د خبريالۍ قلمونه واخلي او د خبريالۍ د سپېڅلې دندې له لارې په ټولنه کې انسان ته ور پېښې هر ډول ستونځې له منځه يوسي او نړۍ ته وښيي چې ريښتينې خبريالي او ريښتينى خبريال څه ډول وي. مخینه خبريالي |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%87%D9%85%DB%90%20%D9%BE%D9%86%DA%81%D9%88%D9%86%DB%90 | اهمې پنځونې | د دې څانگې قدرمنو ليکونکو يادونه دې وي چې د اختراع شوي شيانو نومونه د ابېڅو په ترتيب ليکل شوي. که چېرته د کوم نوي اختراع اواختراع شوی شئ په دغه پاڼه کې خپروۍ نو لطفاً دغه ټکي په پام کې ولرۍ. |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%DB%90%D8%A8%D8%B1%D8%A7%D9%84%D9%8A%D8%B2%D9%85 | لېبراليزم | لېبراليزم لاتېني كلېمه ده. له څخه اخيستل شوې، چې د فردي اصالت او فردي خپلواكۍ په مانا ده. او په اصطلاحي تعريف يې لېبرالستانو داسې كړې دى. لېبر پر دې باندې گروهه لرل چې انسان ته نړۍ ته خپلواك راغلې دى او په مطلق ډول ټولواك دى، څه چې وغواړي په خپله خوښۀ ازاد ژوند وكړي. هېڅوك او هېڅ طاقت هم دا حق نلري چې دكوم قانون په ذريعه د فرد ازادي سلب، غصب يا محدوده كړي. دا د فرد حق دى، چې له هرې لارې وغواړي دولت وگټي، او هر ډول سياسي نظام وغواړي ځان ته يې غوره كړي، او هرډول چې وغواړي گروهه او فكر ولري. مطذلبّ دا چې فرد مطلق خپلواك پېدا شوې دى او بايد په كړو، وړو كې او په ژوند كولو، ناسته پاسته، ولاړه كې او غۍ مفكورې او مكتب ته لبرالېزم او ددغه فكر خاوندانو ته لېبرالستان وېل كېږي. تاريخ لېبرالېزم په اتلسمه پېړۍ كې يانې له نن څخه دوه سوه شپږويشت كالهدمخه په ۱۷۷۶ز كال دغه مفكوره منځته راغلې ده، چې په همدې اساس د انسان پرستي او لېبرالېزم يانې مطلقه فردي خپلواكي دواړه په يوه موده او يو تاريخ كې منځته رغلي دي، او په يو وخت كې دواړو د دين، اخلاقو او بشري كرامت په خلاف او اجتماعي فساد په خپرولو پېل كړې دى. او د فردي حقيقي ازادى د تعحقق لپاهر يې له دين څخه په هراړخيزه توگه د بېزارتيا اصل وض غ كړ او همغه شرط يې د حقيقي خپلواكۍ لپاره اړين وگاڼه. لكه چې د لېبًراليزم د مفكورې يو مخكښ ژېپال ساختخ اعلان كړې ؤ او په هغه كې يې وېلي دي چې: انسان ترهغه پورې خپلواكي ترلاسه كولاى نشي، ترڅو پورې چې د څښتن تعالى له منلو، مذهب او اخلاقو څخه بېزارتيا په ډاگه اعلان نكړي، او د انسان الوهيت او سپېڅلتيا د ړه له كومې ونه مني. بنسټ اېښودنكي او د تبارز لومړۍ سيمه د لېبرالېزم لومړۍ بنسټ اېښودونكې د انگلستان د اتلسمې پېړۍ نامتو بې دينه فلسفي جرمي بنتهام هيوم دى. او ددغه فلسفي مكتب د تبارز لومړۍ سيمه د نړۍ د فحشا او فجاېعو له گردو څخه لوى بشردښمنه ښكېلاكي هېواد برتانيه دى، چې بيا په نولسمه پېړۍ كې ځينې نور فلسفيانو او هم د لوېديځ بې دينه فلسفيانو لكه: جېمزمېل، جان اسټوراټمل ۱۸۰۶ز پېدا، ۱۸۷۳ز مړ انگلېسي، توماس هېل گرين هم د لېبراليزم مخكښان وو. او هم د لېبرالېزم لمن له انگلستان څخه بهر ته هم وغځول شوه. په فرانسه او المان كې يې تود هركلې وشو. تردې چې كله په ۱۷۸۹ز كال په فرانسه كې ناپليون بوناپارټ اووښتون راغې، نو په په ۱۷۹۹ز د فرانسې په پلازمېنه كې درې سوه ښځو بربنډ لاريون وكړ او د ښار په گردو بازارونو كې وگرځېدى او دا شعار يې وركاوه چې: موږ د نړۍ له مېندو څخه دغسې بربنډې او لغړې راغلې يو او همداسې بربنډې به ژوند كوو. دا هغه ښځې وى چې د لېبراليزم د مفكورې او مكتب غيتوب يې لاره اوپه عملي توگه يې لېبراليزم او فدي خپلواكي پر خپلو ځآنونو تطبيق كړه او په خپل لاريون سره يې نه يوازې د فرانسوي ملت د ښځو له ځانونو سره د ملتيا هاند وكړ، بلكه په گرده اروپا كې يې د لېبراليزم تحريك په حېرانوونكي توگه په څپو كړ. منځلارې وكړي او د كليسا دعوتگران يې له ماتې سره مخ كړل او هغوي ددغه طاغوتي توپان له تم كېدو څخه عاغز كړل. د لېبراليزم ډولونه د لېبراليزم په څلورمه مرحله كې د توماس هېل گرين په ژوندون لېبراليزم تجزيه كړاى شو دا ځكه چې په دويمه مرحله كې د لېبراليزم مخكښ د ستر كمونست فلسفي جان اسټوراټ مل په لاس كې وه. او نوموړي د څښتن تعالى له سپېڅلي ذات څخه منكر ؤ. اخلاق او دين يې خرافات گڼل. او د خپل پنځوس كلن قيادت په موده كې يې د هېگل د فلسفې په پلي كولو او تبليغ سره په گوند كې موجود ؤ په زرگونو وگړي سوسياليزم ته معتقد كړل او د هغه د تصنيف كړي مشهور كتاب په وزله چې په ۱۸۵۹ز ليكل او خپور شوې لېبرالي په دوه ټكړو وېشلې دى چې: محافظه كاره لېبراليزم : له څخه اخيستل شوې دى، چې په انگريزي كې د حفظ په مانا دى. له همدې كبله د محافظه كارۍ په مانا دى او د ټولنپوهانو په اصطلاح كې دا مانا چې ټولنه يا حكومت پر كوم سېسټم له پخوا څخه له رهۍ وي د هغه درناوې كول ا د هغه د پاېښت تكل كول دي، او د هغه د تبديلولو مخالفت كول دي، بيا په ځانگړي ډول په هغه صورت كې چې دغه سياسي او اجتماعي سېسټم اوږده سابقه ولري. د لېبراليزم دغه ډله په دې نظر وه چې د انگلستان لپاره مشروطه شاهي سياسي نظام اوږده سابقه لري بايد په خپل حال پاتې شي او بدلون ونه خوري او دولت د لزوم په صورت كې په فردي اقتصادي چارو، ټولنيزو او ځاني چارو كې په نسبي ډول د مداخلې كولو حق لري. پدې شرط چې د فردي اصالت او فردي مطلقه ازادي زيانمنه نشي. ټولنيز لېبراليزم : سوسياليزم له څخه اخيستل شوې دى، او دا د فرانسوي كلېمې چې د ټولنيز په مانا ددى او اصطلاح كې سوسياليزم له هغې تيورۍ او سياست څخه عبارت د چې د هغه له نظره د گردو توليدي وساېلو او د دولت توزيغ او صنعتي وساېل د ټولنې په ولكه او نظارت كې وي. دغه تيوري د تاريخ پوهانو له نظره له كارل ماركس څخه دوه زده څلور سوه كلونه دمخه د يونان په سپار ټاكي چې په ۵۸۰مخزېږيز كال كې نظامي قوماندان لايي كرگس د لومړي ځل لپاره منځته راوړې وه. بيا د يونان په اتن كې ډېموكراټ او دېوجانس كلبي لخوا په ۳۴۳م ز، او په فارس كې په ۵۳۸ز كال د مزدك او بيا په اوولسمه پېړۍ كې د انگلستان سېنټ سېمون -، بيا د نوي سوسياليزم په نوم اسټوراټ مل منځته راوړې وه. د كارل ماركس ابتكار نه ؤ. دومره خبره ده چې جديد سوسياليزم ته كارل ماركس د مزدك د نظرياتو په متابعت هماغه انقلابي بڼه وركړه چې لومړۍ بنسټ يې لاس كرگس يوناني كېښودلې ؤ او هغه زمكې، دولت او ښځو ټولنيز حق گرځول ؤ. او د فردي مالكيت په مطلق ډول ملغي كول ؤ................. د لېبراليزم څانگې اقتصادي لېبراليزم سياسي لېبراليزم فكري لېبراليزم اجتماعي لېبراليزم ديني لېبراليزم د بيان ازادي د انتقاد ازادي د لېبراليزم ملاتړ د لېبراليزم د ملاتړ په اړه د نړۍ څخه مختلف غبرگونونه مخې ته راغله، په ځانگړي ډول د لوېديځې نړۍ غبرگون پدې اړه له ټولو څخه روښانه ؤ. اوس به راشو ددې هر لوديځ هېواد بېل، بېل غبرگون ته. د الماني حكومت ملاتړ په ۱۹۲ز كال د جرمني پارلمان د فردي ازادۍ په ملاتړ د رايو په اكثريت سره دا قانوني ماده تصويب كړه چې لواطت قانوني جرم ندې، خو پدې شرط چې د دواړو اړخونو خپلمنځي رضامندي سره وي. دغه راز نارينه له نارينه سره واده هم كولې شي او كه چېرې منكوح هلك نابالغ وي او غواړي چې له غټ سړي سره واده وكړي، نو داسې كولې شي او دا دده حق دى، مگرد نابالغ منكوح هلك د اېجاب او قبول رسم به په حكومتي رسمي محكمه كې د هغه ولي ترسره كوي. د جرمني د پارلمان او حكومت له دغې قانوني اجازه ليك وركولو څڅه وروسته د المان وتلي اديب ډاكټر برشفېلډ په پرله پسې توگه شپږ كلونه د لواطت د ترويج لپاره او همجنسي ازدواج لپاره تبليغات وكړل ځكه چې نومړي د المان د لېبرالېزم د څانگې مسؤل ؤ. د برتانوي حكومت ملاتړ د المان له حكومت او پارلمان څخه وروسته د انگلستان حكومت او پارلمان دغه شېطاني لېبرالېستي ازادي اعلان او قانوني گرځولې وه. او هه داسې كله چې په ۱۹۶۷ز كال د انگلستان د حكومت يو وزير د لواطت مرتكب شو نو د انگلستان په پارلمان كې كې دغه موضوع تربحث لاندې ونيول شوه. او جنايت كوونكې وزير پارلمان ته احضار كړاى شو. كله چې پدې اړه ورڅخه پوښتنه وشوه، نو هغه شرمنده نه شو او په ډېر وياړ يې وويل: زه د يو فرد په توگه حق لرم چې څه كوم بايد ازاد واوسېږم او كومت يا قانوني ځواك حق نلري چې زما د ازادۍ په لار كې خنډ شي. د پارلمان زياتره غړو د وزير د وينا ملاتړ وكړ چې په تنيجه كې يې د ۱۴پر ۶۹۰ په مقابل كې د رايو په اكثريت د لاسو پړكا په بدرگه دا قانون منظور او تصويپ كړاى شو. پدې ډول نارينه په خپله خوښه كولې شي له خپل همجنس څخه خوند واخلي.دا مصوبه ملكې الېزابېت لاسليك كړه چې په دې ډول په برتانوي ټولنز نظام كې لوطت قانوني وگرځولې شو. د امريكايي حكومت ملاتړ امريكايي بې دينه حكومت هم خپلو دوه پنځوس ايالتونو كې د لېبراليزم په ترويج كې له اروپايي حكومتونو څڅه كم نه دى. بلكه له فرانسې څه هم په ټولنيز ډگر كې د لېبرالېزم د تيوري په عملي كولو كې زيات وړاندې دى. ځكه چې په پاريس كې په سونو ښځو لوڅ لاريون وكړ، مگر په امريكا كې د بې حياء او فاحشو ښځو شمېره په لكونو ده. لكه چي په ۱۹۴۵ز كال د امريكا د سترې محكمې قاضي دوه لكه بربنډ انځورونه وليدل نو په خواشينۍ سره يې وويل له نيويارك څخه سدوم او عموريا جوړېدونكې دى. سدوم او عموريا د لوط عليه السلام د امت هغه ښآرونه ول، چې په څلورنيم زده مخزېږيز كال څښتن تعالى د لوطت د جنايت په سبب تباه كړي وو. يواځې د امريكا په نيوېارك ايالت كې د هغو ښځو شمېر چې په فحاشۍ او لوځلغړتوب كې ژوند كوي له پينځه پنځوس لكو څخه وراخوا دى. د اديبانو ملاتړ په اروپا كې د لېبراليزم د ترويج په تكل د پاريس د ښځو له بربنډ او لوڅ لاريو سره، سره د فرانسې، المان او په خپله د انگلستان خپلواكۍ خوښوونكيو اديبانو او ليكوالانو هم په زړه پورې ونډه اخيستې وه او بيا په ځانگړي توگه په ټولنيز ډگر كې يانې د ښځو په خپلواكۍ كې او په دوي پورې د اړوندو مساېلو په باره كې لكه نكاح، طلاق، زېږون او داسې نور. پدې اړه يې ځانگړي مضامين، افسانې او ناولونه وليكل او خپاره كړل، چې د بېلگې په توگه يې د يو څو كسانو يادونه اړينه بولم: د فرانسې د هغه وخت نامتو لېبرالي ليكوال او ادب لېډيز ژورسان چې پخپله خورا بدلمننه او بې حيا ښځه وه په خپل ناول ژاك كې د ښځو د نكاح په اړه داسې ليكلي دي: زما په اند نكاح د ازدواج په گردو طريقو كې خورا زياته ناوړه طريقه ده، اوزهباور لرم چې د لېبراليزم په ترويج سره به دغه طريقه په بشريت كې بنده او پاى ته ورسول شي. هغه څوك احمق او ناپوه دى، چې د مينې او عشق په خپله بتخانهه كې چې په خپل زيار سره يې تعمير كړي او بيا هغه كې ټول عمر د ايكي يو بت لمانځنې ته كښېني. بلكه د خوند اخيستلو لپاره هره شېبه بايد د نوي مېلمه انتخاب وكړاى شي. د فرانسې د هغه وخت يو بل اديب ببرالويي د لېبراليزم يانې مطلقې فردي خپلواكۍ د خپرولو او بري په تكل په دې اړوند په خپل ليكلي تصنيف كې ويلي دي: اخلاقي بنديزونه په حقيقت كې د انساني ذهن او دماغي ځواكونو په وده كې لوى خنډ دى، او ترڅو پورې چې په بشپړه او هراړخيزه توگه دغه بنديزونه پاى ته ونه رسولۍ شي او پرې نښودلې شي او انسان په بشپړې خپلواكۍ سره او جسماني خوندونو څخه برخمن نشي، تر هغه پورې د انسان لپاره هېڅ ډول عقلي، عملي، مادي او اروايي سېكالوجي پرمختگ نشي ممكن كېداى. ځكه چې د اخلاقي بنديزونو د موجوديت په صورت كې داسې كول هېڅ ممكن ندي. د فلسفيانو ملاتړ د جرجي بنتهام د لېبراليزم مفكورې اويون ته د لوېديځ ځينې ملحدو فلسفيانو او ساېنسپوهانو هم وده وركړه، او ددغې بشر دښمنه شېطاني اندود او تحريك ملاتړ يې وكړ او بيا په ځانگړي ډول يهودي فلسفيانو په ځغرده سره نه يواځې دا چې ملاتړ يې وكړ بلكه د خپلو فلسفي نظرياتو ملاك او چورليځ يې لېبراليزم وگرځاوه. چې دا دې د هغوي له ډلې څخه د يو څو كسانو لبرالېستي اقوال د بېلگې په توگه دلته بيان او وړاندې كوم: كارلس ماركس ۱۸۱۸ز- ۱۸۸۳ز كارل ماركس د جرمني له يهودي فلسفيانو څخه دى. په اقتصادي ډگر كې د سوسيالېستي لېبرالېزم له مخكښانو څخه ؤ. نوموړي ويلې دي: دين د ملتونو افيوم دى چې د كپېټالېزم لپاره په زړه پورې خدمت كوي مزدوره پاټكۍ د بروژوايانو د مظالمو د سهلو لپاره د جنت په واهي ژمنو غولوي. اخلاقي اصول په خپل ذات كې هېڅ ارزښت نلري او هغه څخه چې اصل او حقيقت دى، ماديت او اقتصاد دى. په اقتصادي ډگر كې د پرمختگ لپاره له دين او اخلاقو څخه ازادي اړينه ده، ځكه ترڅو چې دغه دواړه خنډونه وي اقتصادي پرمختگ ممكن ندى. دُركاېم يهودي د فرانسې له يهوديانو څخه دى، چې په ۱۹۱۲ز كې تېر شوې. نوموړې په ټولنپوهنه كې د لېبرالېزم په ترويج كې پراخه ونډه اخيستې ده. نوموړې په خپل كتاب قواعد المنهج علم الاجتماع كې داسې ويلي دي: دا خبره يو ثابت حقيقت دى، چې دين، ازدواجي قوانين، كورنى نظام يو هم پنځېزنه دى. بلكه دا هر څه توهمات دي، او د فرد د ازادۍ په خلاف منځته راوړې شوي دي، او له څخه يې پېلامه شوې ده. دغه راز اخلاق هم او اخلاقي قوانين ځانگړى اساس نلري او انسان ته پكار دي، چې په موجوده صنعتي انقلابي دور كې لدې هرڅه څخه ځان ازاد كړي. زېمونډ فروېډ ۱۸۵۶ز پېدا- ۱۹۳۹ز مړ د اتريش له يهوديانو څه دى. نوموړې په ارواپوهنه كې لېبراليزم ته خدمت كړې دى، او په خپلو نظرياتو كې يې ويلي دي چې: كه چېرې نفس ته د شهوت د اظهار ا وتسكين ازادي ترلاسه شي نو انسان ته به بشپړ ډاډ او سكون حاصل شي. اخځليكونه په افغانستان كې د لېبراليزم غورځنگ، ليكوال: پوهنمل زاهدي احمدزى. مذهب او ساېنس، ليكوال: ناصر مكارم. پرده، ليكوال: ابو الاعلى مودودي. د اروپايي فلسفې تاريخ، ليكوال، بي رېټرنډ روسېل. الانسان بين الماديه و الاسلام، ليكوال: استاد محمد قطب. مغربي فلسفه تعليم كا تنقيدي مطالعه، ليكوال: پوهاند سېد محمد سليم اسلامي اقتصادي نظام د كمونستي او كپېټالزم په پرتله، ليكوال: مولانا شمس الدين افغاني اردو الحق مجله، ۱۹۶۷ز كال د اگست گڼه. سياست |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D8%A7%D9%86%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%B2%D8%A7%D9%87%D8%AF%20%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF%D8%B2%D9%89 | جان محمد زاهد احمدزى | پوهنمل جان محمد زاهد احمدزى د افغانستان د لوگر ولايت اوسېدونکې دى. زده کړې د وفاق المدارس د مرسو له ټولنې څخه يې په اسلامي علومو کې د لسانس سند ترلاسه کړې، دارنگه په شرعياتو، پښتو ادب، او اسلامي طب کې يې د ماسترۍ سندونه ترلاسه کړي، چې د پېښور له پوهنتون څخه يې د پښتو ادبياتو په ماسترۍ کې د سروزرو مډال هم ترلاسه کړې ليکنې: روژه اعتکاف قضاءعمري اداري قانون د اولاد حقوق د اولاد اسلامي تربيه د ښځو اسلامي روزنه ماډرن واده او اسلام فکري استعمار کا.جي. بي غازي ناروا خون د حديثپوهنې اصول د محمد بن عبدالوهاب اصلاحي غورځنگ درشل د ژبو او ليک اسلامي تاريخ حماس يا د انتفاضه تحريک هجرت او مهاجر په اسلام کې د حزب جوړولو حکم د هر مسلمان عقيده نوروز د مجوسيانو اختر دى اسلامي اقتصاد او غربت د تجارت اسلامي قانون اسلامي اجتماعي نظام اسلامي سياسي نظام انتخابات د اسلام له نظره د مېړه او ښځې يوپر بل حقوق په اسلامي دعوت کې د ښځو ونډه شرعي علوم او غير شرعي علوم په افغانستان کې د لېبراليزم غورځنگ له کور څخه د ښځې د وتلو او سفر احکام ژباړې ابن کثير ۱ ټوک اسلامي تعذيب او تړون د نبي عليه السلام لمونځ اسلامي حکومت اصحاب صفه اتباع رسول عقايد کتاب الکباېر د ابن باز جهادي فتوى عکس او تصوير د اسلام له.... د حج او عمرې مساېل صحيح عقيده سرچينې پښتانه ليکوال پښتانه افغانان افغاني ليکوال |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%B5%D9%85%D8%AF%20%D8%AD%D8%A7%D9%85%D8%AF | عبدالصمد حامد | دوکتور عبدالصمد حامد په انگرېزي: د جنوري، ز. - د دېسمبر، ز. يو افغان قانونپوه او سياستپوه و. هغه د خوگياڼيو په ولسوالۍ كې زېږېدلې و. لومړنۍ زده كړې يې د نجات په لېسه كې ترسره كړي، او د لوړو زده كړو لپاره سوېزرلېڼد ته ولېږدول شو. هورې يې په قانونپوهنه كې د دوكتورا ډېپلوم په ۱۹۵۷ز كال ترلاسه كړ د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي كې يې د ښوونكي په توگه دنده ترسره كړه، د خپل كاري وخت كې يې په لوړو څوكيو كار كړې. په ۱۹۶۴ز كال د اساسي قانون له ليكوالې ډلې څخه يو دې هم ؤ. د غويي له كرغېړنې اووښتون څخه وروسته په ۱۹۷۸ز كال زندان ته واچول شو، او په ۱۹۸۰ز كال راخلاص او مخ په اروپا مهاجر شو. |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D8%B1%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%AF%D8%A7%D9%88%D8%AF%20%D8%AE%D8%A7%D9%86 | سردار محمد داود خان | سردار محمد داود خان د ۱۳۰۲ ل کال د چنگاښ ۲۶ - د ۱۳۵۷ ل کال د غويي ۷ د سردار محمد عزيز خان زوى ، پر ۱۲۷۸ هجري لمريز كال چې له ۱۹۰۹ زېږدي كال سره سمون خوري په كابل ښار كې وزېږېد. هغه د خپل يو کم اويا کلو ژوندانه خورا ډېره برخه په حکومت کې په کار کولو تېره کړې ده: له عادي افسر نه نيولې تر دفاع وزارت ، له ولايت نه نيولې تر نايب الحکومه گۍ او له صدارت نه نيولې تر هېوادمشرۍ پورې. محمد داود په دې ټوله موده کې چې څلوېښت کاله کېږي، نژدې هره شېبه د يوه فعال سياسي لوبغاړي په توگه په عامه انظارو کې و. يوازې د ١٩٦٠ مو کلونو له لومړيو نه د ١٩٧٠ مو کلونو تر لومړيو پورې، تر هغو يې چې د جمهوريت د تاسيس لپاره په کودتا لاس پورې کاوه، له هرڅه نه ځان گوښه ساتلى و. د جمهوري نظام هېوادمشر د داود خان په اړه او د حکومت دوره - محمد داود خان د سردار محمد عزيز خان زوی دی . په ۱۹۰۹ ز کال په کابل کې زېږېدلی دی. ده خپل منځيني تحصيلات په استقلال ليسې کې سر ته رسولي دي . په فرانسې کې ېې د کور جوړونې مهندسۍ په څانگه کې درس ویلی و او د کابل په حربي پوهنتون کې ېې نظامي زده کړه وکړه. دی په ۱۹۳۴ کال کې د مشرقي ولايت نايب الحکومه شو. په ۱۹۳۵ کال کې د کندهار ولايت نايب الحکومه په حيث مقرر شو. د ۱۹۳۹ کال څخه تر ۱۹۴۷ کال پورې د مرکزي قواؤو بولندوی و. پر ۱۹۴۸ کال د يوه کال لپاره د کورنيو چارو وزير شو. د څه مودې لپاره پاريس کې افغان سفيرو. د ۱۹۴۹ کال څخه تر ۱۹۵۳ کال پورې د شاه محمود خان په کابينې کې ددفاع وزير وو. محمد داود د ۱۹۵۳ کال د سپټمبر پر شپږمې نيټې د کابينې په جوړولو موظف کړای شو. دی يو وطنپال او د عياشۍ او رشوت خوړلو څخه يو مبرا افغان و. صادق مسلمان او ډېر با تقوا و. دی د رهبري شوي اقتصاد پلوی ښکارېده او په عين حال کې ېې زميداري کروندگرۍ او خصوصي پانگونه هم تقويه کوله . دی د هغو کسانو سره چې امتيازات ېې دځان له پاره غوښتل ښه نه و . ان ده د خپلې کورنۍ له امتيازاتو سره هم مخالفت کاوه. ده د خپل له نوم څخه رسمآ د والا حضرت لقب لرې کړ. محمد داود خان غوښتل چې له افغانستان څخه يو مترقي ، له سياسي ، وټه ييز او ټولنيز پلوه پر خپلو پښو ولاړ هېواد جوړ شي . ده غوښتل چې په هېواد کې دې افراط تفريط ورک شي او د ژوندانه په وسيلو کې د منظمو اقتصادي او سياسي پلانونو په جوړولو سره تعديلات منځ ته راشي. محمد داود خان د ۱۳۵۲ لمريز کال د چنگاښ د پر ۲۶ د سې شنبې پر سهار د راډيويي وينا په اورولو سره په هېواد كې جمهوري نظام اعلان کړ او هغه ته يې د قانونيت وركولو او استقرار لپاره د ۱۳۵۲ د زمري پر ۴ د رژيم د پاليسۍ پر بنسټ د سياسي، قضايي، اداري او وټه ييزو مسئلو په اړه تقنيني فرمانونه صادر كړل . دغه فرمانونه چې انفاذ يې د ۱۳۵۵ فصلونو او ۱۳۶ توکونو مادو كې اساسي قانون د هېواد له حقوقپوهانو څخه د جوړې كميټې په واسطه تسويد او د ۱۳۵۵ کال د سلواغې د مياشتې د لويې د اساسي قانون تر تصويب او توشېح پورې اعتبار درلود. لومړۍ گڼه فرمان يې په ۹ توکو مادو ، دوه يمه گڼه په ۴ توکو او درېيمه گڼه يې په ۱۸ توکو كې تنظيم شوى وو. وروسته يې په نورو قانوني نوښتونو هم لاس پورې كړ قوانين يې په تقنيني فرمان نافذ او ورپسې يې د ۱۳۴۳ كال د اساسي قانون له مخې په ۱۳ جرگې له خوا تصويب شو چې د هغه د ۱۲۴ مادې پر موجب يې د ملي جرگې جوړېدل د ۱۳۵۸ كال د ليندۍ په مياشت كې اټكل كړي و. د دې دورې تقنيني فعاليت د ژوند په مختلفو مواردو كې له ۲۶ قوانينو، ۱۲ تقنيني فرمانونو، ۳۰ اساسنامو، ۱۲ مقررو څخه عبارت و چې په ټوله كې كولاى شو د مترقي ماليې له قانون، د جزاء قانون په ۵۲۳ مادو كې او مدني كود په ۲۴۱۶ مادو كې، د ارضي اصلاحاتو قانون، د بانكونو قانون، د ځمكو اراضۍ، د سروې، تصفيى او ثبت قانون، د بيمې قانون، د كورنۍ او بهرنۍ پانگې اچونې قانون، د كوپراتيفونو قانون، د سوداگرۍ او صنايعو د اطاقونو قانون، د استهلاكي موادو د ماليې قانون، د سياحت قانون، د ترانسپورت او د جادې د ترانزېت قانون او د بېسيم د دستگاه له قانون څخه يادونه وكړو. نا ويلي دې پاته نه شي د جزاء او مدني قوانين چې د محمد داود خان په وخت كې د هېواد د قانونپوهانو له خوا د يو شمېر اسلامي هېوادونو له هغې شمېر څخه د مصر، الجزاير او عراق د هېواد د متخصصينو په همكارۍ تدوين شول، د هېواد د حقوقي اړيكيو په تنظيم كې اغيزمن سند گڼل كېږي. د محمد داود خان د مړي موندل مړي څنگه وموندل شول ؟ عبدالولي باز د بالاحصار د کوماندو افسر او د محمد داود د سر ياور ورور د داود خان او کورنۍ د غړو مړي د څرخي پله د پوليگون په سيمه کې وموندل شول . په تېرو دېرشو کلو كې ډېرو دا هيله درلوده ، چې ځان په هغه راز خبر کړي چې د افغانستان د لومړي هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ له وژنې او پټې خښېدنې سره يې تړاو درلود ، خو د دغه راز سپړل دومره ستر کار و چې له يوه کوټلي حکومتي پلان او زړه سوي پرته يې بشپړول ناشوني برېښېدل . د ۱۳۸۷ لمريز كال په پسرلي کې دغه هيله د هېوادمشر حامد کرزي تر فرمان وروسته تانده شوه او وغوړېده . حکومتي کميسيون د هغه په لارښوونه د پلټنو کار پيل کړ. زه هم تصادفا همدغه مهال په کابل کې وم . د داود خان د ورور له لمسي محمد نادر نعيم سره مې چې له وړاندې نه مو سره پېژندل ، د مړو د موندلو په چاره کې پر يوه کاري پلان سلا وکړه. ډېر ځله به موږ دواړه د سردار محمد داود له لمسي محمود غازي سره په گډه څرخي پله ته تلو او خپلې پوښتنې او گروېږنې به مو کولې . د کميسيون غړو د پخوانۍ څلورمې زغره والې لوا شاته بيديا کې په کار پيل کړى و. هلته د سهار له اتو نه د مازيگر تر دريو بجو پورې پنځوس- شپيته تنه کارگر د کميسيون تر نظر لاندې په بېلا بېلو ساحو کې په کيندنو بوخت وو. لويې کېږدۍ درول شوې وې ، د څښاک او خوراک غم خوړل شوى و. هر کارگر ته د ورځې درې سوه افغانۍ ورکول کېدې ، خو په کومه ورځ چې د سردار محمد داود او د هغه د کورنۍ د غړو مړي وموندل شول ، پر دغې تنخواه سل افغانۍ نورې هم د انعام په توگه ورزياتې شوې . هرو مرو به لوستونکي ته پوښتنه پيدا شوي وي ، چې مړي څنگه وموندل شول؟ کميسيون خپل کار په رسنيو کې له دې اعلان نه پيل کړى و ، چې هر چاته د لومړي هېوادمشر د خښېدو ځاى معلوم وي ، له ډاره پرته دې ورشي او خبر دې ورکړي . د کميسيون غړو پخپله هم د پخواني کمونست رژيم له يو شمېر جگپوړو غړو سره تماسونه ونيول ، خو گټه يې نه درلوده . هر يوه به يې ويل چې نه پوهېږي او خبر نه دي . ځينو خلکو له دننه او بهر نه ټېلېفونه وکړل او يو شمېر احتمالي ځايونه يې وښودل . هره نښه کميسيون ته يوه نوې دنده وه او چې کوم ځاى به وښودل شو ، هلته به کار پېلېده . نژدې دوه اوونۍ وروسته سردار نادر نعيم خبر راکړ چې له پکتيا نه د پخوانۍ څلورمې لوا يو افسر ټېلېفون کړى او ادعا کوي چې د خښېدو اصلي ځاى ورمعلوم دى. پادشاه مير يوه اوونۍ وروسته پخپله کابل ته راغى او چې د کيندنو ځاى يې وليد ، نو ويې ويل چې تېروتي يو . تقريبا درې کيلومتره وړاندې يې د د ساپي غر تر لوېديځې لمنې بوتلو چې د څلورمې لوا شمال کېږي. د څلورمې لوا مخکنى افسر پادشاه مير لومړنى کس و چې د صافي غره په لمنو کې يې د هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ د غړو احتمالي قبر راوښود . کله چې ورورسېدو پادشاه مير وويل: همدا ځاى دى. خو تر لږې شېبې وروسته هيجان په نهيلۍ واوښت . داسې برېښېده چې هغه هم ځاى نه پېژني . هرې خواته يې وکتل او بيا يې په عاجزۍ وويل: وروڼو! دېرش کاله تېر شوي او د ځمکې مخ اوښتى نو ځکه ټيک نه پوهېږم چې قبرونه به چېرته وي. همدغه مهال يو لاروى تېرېده او د کميسيون له کوم غړي نه يې وپوښتل چې دلته په څه بوخت ياست؟ کله چې وپوهېده نو په منډه ولاړ او د نژدې کلي دوه کسان يې راخبر کړل . حميدالله او مولا گل دواړه د کلي ملکان راوختل ، چې له دواړو سره خورا حساس معلومات و . مولا گل ويل که يې حکومتي اعلان اورېدلى واى نو لا دمخه به مرستې ته راغلى واى. د ده سبز اوسېدونکي مولا گل ته د هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ دغړو د خښېدو ټيک ځاى معلوم و . مولا گل تقريبا شپېته متره شاته راغى ، پر يوه ځاى ودرېده او ويې ويل: يو قبر دادى . نژدې سل متره ها خوا ولاړ او په گوته يې اشاره وکړه: دويم يې دادى . مانا دا چې مړي په دوو ډله ييزو قبرونو کې په جلا ډول خښ شوي دي . پر دواړو ځايونو کېدنې پيل شوې . تر څه کار وروسته د مړو نښې ورو ورو رابرسېره کېدې: په يوه قبر کې ديارلس او په بل کې شپاړلس مړي وموندل شول: ښځې ، کوچنيان او نارينه . له دوو ډله ييزو قبرونو ټول ٢٩ مړي وموندل شول چې ښځې ، کوچنيان او نارينه په کې وو . په تېره بيا د کوچنيانو هډونه چې يو يې لا هم په خپلې مور پورې کلک نښتى و ، زړه بوږنوونکي برېښېدل . وروسته روښانه شوه چې دا د هېوادمشر لمسى حارث و چې د ويشتل کېدو پر مهال د مور په غېږ کې و . د غاړې جامې ، بوټونه او د مړو اړوند نور وسايل هم وموندل شول . له مړو سره څنگ ته د هغوى بوټونه ، جامې او نور څيزونه هم پراته وو . مړي وروسته يو يو د ملي امنيت روغتون ته ولېږدول شول او هر يو يې تر لازمو پلټنو وروسته تشخيص شو. د پادشاه مير او مولا گل د مالوماتو سرچينې کومې وې؟ پادشاه مير په کودتا کې د ښکېلې يوې مهمې لوا افسر او د کودتا د يوه مهم پوځي غړي محمد اسلم وطنجار ټولگيوال و. که څه هم د خلک ديموکراتيک گوند غړى نه و ، خو غړو يې د پېژندگلوۍ له مخې پرې باور کاوه . ده ته د کودتا پر بله ورځ نوي قوماندان لارښوونه کړې وه ، چې د خپلې قطعې په سيمه کې څو قبرونه چمتو کړي . کله چې مړي د خښېدو لپاره وروړل شول ، نو پادشاه مير وپېژندل چې دا د هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ غړي دي . هغه ويل ، کله چې کودتايي افسران په هغه تياره شپه کې ولاړل نو مړي يې يو د بل ترڅنگ کېښودل او له پاسه يې پرې د ورغلي موټر ترپال وغوړاوه . پادشاه مير وايي چې تر کودتا دوه اوونۍ وروسته يې خپله دنده پرېښوده او پاکستان ته ولاړ چې د رژيم خلاف مبارزه وکړي . دى وايي چې په دغو دوو اوونيو کې يې د پخواني صدراعظم موسى شفيق د چانماري کېدو صحنه هم په خپلو سترگو ليدلې چې د واکمن گوند د مشرتابه يوه غړي يې لارښوونه کوله . د مولاگل نکل بيا د کلي د يوه ساده بزگر او د يوه زلموټي کيسه وه . مولاگل ويل چې پر دغه سيمه يې د تلو راتلو لار تېره شوې وه . يوه ورځ چې له معمول سره سم په خپله لار روان و ، په دغه سيمه کې يې د عسکرو او موټرو بېسارې گڼه گوڼه ليدلې وه . د يوه عسکر له خولې يې اورېدلي و چې دلته داود خان او د هغه د کورنۍ غړي خښ شوي او دى يې ساتنې ته درول شوى دى . څو ورځې وروسته چې پهره ولاړه نو ده د مور په لارښوونه د قبرونو ځاى په نښه کړ او په مذهبي دود يې حلوا ورته راوړه او په لارويو يې وويشله . ... دادى دېرش کاله وروسته له مولاگل سره د خپل زلميتوب د مهال حافظې مرسته وکړه او د افغانستان د لومړي هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ د ځينو غړو د خښېدو ټيک ځاى يې کميسيون ته وښوده . ...مولاگل او کليوالو يې اوس پر هغه ځاى زيارت جوړ کړى دى . انځورتون اخځونه افغان سرداران محمد داود خان محمد داود خان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B9%D8%B5%D9%88%D9%85%D9%87%20%D8%B9%D8%B5%D9%85%D8%AA%D9%8A%20%D9%88%D8%B1%D8%AF%DA%AF | معصومه عصمتي وردگ | معصومه عصمتي وردگ ۱۳۰۹ لمريز کال د افغانستان يوه پياوړې ليکواله او څېړونکې وه چې د ښوونې او روزنې د وزيرې په توگه يې هم دنده ترسره کړې. نوموړې په کابل کې له خدای بخښلي عبدالخالق خان کره زېږېدلې وه. زده کړې نوموړې خپله لومړنۍ زده کړه د کابل په ملالۍ لېسه او لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې بشپړې کړې . ماسټري ېې د متحدو ايالاتو د ، ايلنوې ، په ايالت کې د شيکاگو له نشنل کالج څخه د ښوونې او روزنې په څانگه کې اخيستې ده. دندې په ۱۳۲۷ لمريز کال په ملالۍ ښوونځي کې د ښوونکې په توگه او په ۱۳۳۶ لمريز د ښځينه ښوونځيو د عمومي څارونکي او په ۱۳۳۷ لمريز کې د زرغونې لېسې د مديرې په توگه ېې دندې ترسره کړي دي . اغلې عصمتي وردگ په ۱۳۳۹ لمريز کې د هېواد په کچه د ښځينه ښوونځيو عمومي امره او د نجونو روزنه ، مجلې او د ښوونکې د صندوق افتخاري مديريت هم پر غاړه درلود. چې په ۱۳۴۴ لمريز کال په ولسي جرگه کې د کندهارولايت د معروف ولسوالۍ له خوا استازې وټاکل شوه . په ۱۳۵۸ يو ځل بیا د ملالۍ لېسې ښوونکې ، په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د سيد جمال الدين افغان په تجربوي ښوونځي کې د ښوونکې په توگه د معارف په خدمت کې وه. اغلې عصمتي وردگ په ۱۳۵۹ لمريز کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسلکي غړې او پنځه کاله د کابل پوهنتون د ادبياتو او د اقتصاد پوهنځي کې د تدريس سپڅلې دنده پر غاړه لرله . اغلې عصمتي وردگ د ښځو د سر تر سره شورا د مشرې او د ښوونې او روزنې د وزيرې په توگه خپل پوهنيز خدمتونه غزولي دي . له دې سره په علمي او ادبي څېړنو او ليکنو هم بوخته وه. چې د هېواد په ورځپاڼو ، جريدو او مجلو کې وخت پر وخت خپرې شوې دي . ليکني اثار د محترمې ليکوالې لخوا مهم اثار دا دي خوشالخان کيست ؟ په نوم کتاب و انکشاف موقف زن از زمان احمدشاه ابدالي الی سلطنت امير عبدالرحمان خان کتابونه ېې په فارسي دري ژبه کې خپاره شوي دي . د اغلې عصمتي وردگ له نورو اثارو څخه ٬٬ د مخ پر ودې هېوادونو ټولنيز٬ اقتصادي ، سياسي او فرهنگي پرابلمونه څېړنيز اثر ېې هم کښل شوی چې د چاپ لاندې دی . اغلې عصمتي وردگ لنډ داستانونه هم کښلي او په ۱۳۳۳ کال کې ېې د اريانا جايزه هم گټلې ده. په هېواد کې دننه او د باندې ېې په علمي کنفرانسونو او پوهنيزو غونډو کې هم برخه اخيستې او بيلا بېل مډالونه ېې ترلاسه کړي دي . اغلې عصمتي وردگ د خپلو پوهنيزو هڅو او بوختياوو په بهير کې هېوادوال او خلکو ته درانه خدمتونه ترسره کړي چې د افغان مېرمنو د غورځنگ مخکښه رول ېې د وخت او حالاتو په تيارو کې تلپاتې مشالونه گڼلای شي . مېرمن عصمتي وردگ د نوي کهول په ښوونه او روزنه کې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي او د معارف او پوهنې په خدمت کې ېې رغنده او نوښتگر دريځ نوې لارې په نښه کړې دي . په پښتو لنډيو ېې هم څېړنه کړې او د پښتنې مېرمنې دريځ ېې په کې څېړلی دی. له پښتو ، فارسۍ پرته ېې په فرانسوي او انگرېزي هم ليکنې خپرې شوي دي . اغلې عصمتي وردگ د هېواد د ملي او علمي شخصيت او د مرحوم محمد داوودخان په کابينه کې د پوهنې ، کانو او صنايعو او سرحدونو وزير خدای بخښلی پوهاند ډاکټر عبدالقيوم وردگ د ژوند ملگرې وه. په دې لنډو وختونو کې د هغې د مړينې خبر ډېر په ټول افغان وېبپاڼه کې خپور شو. د هغې د مړينې له کبله په هېواد کې دننه او دباندې ډېريو فرهنگي ټولنو د خواخوږۍ او غمشريکۍ اعلانونه خپاره کړل. پښتنې ليکوالې افغانان افغانې وزيرانې |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%B1%D8%B4%D9%8A%D8%AF%20%D8%BA%D8%A7%D8%B2%D9%8A | عبدالرشيد غازي | عبدالرشيد غازي ډېسمبر جولای يو سخت دريزه پاکستانی ملا و، نوموړی د مولانا محمد عبدالله ځوی او د عبدالعزيز غازي کشر ورور و. خپل ورور ته ناورته هغه يو رسمي مولانا نه وه. زده کړې هغه د قاعد اعظم د پوهنتون نه د تاريخ په څانگه کې ماسټري ترلاسه کړې وه او بيا وروسته په اسلام آباد کې د زده کړو په وزارت کې د ۱۷ رتبې مامور په توگه دنده ترسره کړې. حکومت سره بډوالی مړينه د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د راپور له مخې په ۱۰ د جولای، ۲۰۰۷ په غلي پوځي عملياتو کې چې د جولای په ۳مه، ۲۰۰۷ پېل شوي وه، عبدالرشيد غازي د پاکستاني پوځونو سره د نښتو په ترڅ کې ووژل شو. د هغه مړی د سور جومات په تاکاوي کې وموندل شو. سرچينې باندنۍ تړنې بي بي سي خبرونه: د عبدالرشيد غازي پېژنليک ياهو! په پوځي يرغل کې د سور جومات ملا ومړ. بي بي سي خبرونه: د جامعه حفصه پېژندنڅېره لال مسجد سور جومات رسمي وېبپاڼه د جامعه حفصه رسمي وېبپاڼه د ۲۰۰۷ کال مړينې |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%86%D9%88%D8%B1%D9%84%DA%A9%D9%87 | چورلکه | چورلکه يو ډول الوتکه ده چې وزرونه نه لري او يواځې د پره لرونکي څرخونو په مرسته چې په يوه يا څو محوري چورلاونو پورې نښتې دي څرخېږي او همدا څرخي سېک هوا ته د چورلکې د پورته کېدلو سبب گرځي. ددې لپاره چې چورلکې د نورو آلوتکو نه چې وزرونه يې ثابت دي او بېلې تخنيکي ځانگړنې لري نو له همدې کبله چورلکې د چورلاونکو ماشينونو په ټولگيو هم وېشل کېږي. هلیکوپترونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%87%D9%84%D9%88%D9%84%20%D9%84%D9%88%D8%AF%D9%8A | بهلول لودي | سلطان بهلول لودي د ملک کالا زوی په خټه ساهوخېل لودي، د لودي پښتنو شاهانو د کهاله خورا نوميالی او ستر سلطان و، دده مور هم شاهوخېله لودي پښتنه او د ملک کالا خپله ترله وه چې په ۸۱۴ هجري سپوږميز کال چې بهلول يې په نس و، او لنگواله ته نژدې وه خونه پر ونړېدله او مړه شوه، خو بهلول يې له نسه ژوندی راويسته شو. په دغه وخت کې د ملک کالا کور د ملتان د ښار په کمانگران نومې سيمه کې و، او سلطان بهلول هلته په دغه توگه وزېږېد. مخينه کله چې په ۸۲۱ هـ سپوږميز کال کې د سلطان بهلول اکا سلطان شاه اسلام خان د سرهند حاکم شو، نو نور ټول وروڼه ورسره ولاړل، يوازې د سلطان بهلول پلار ملک کالا چې د ملتان د دوروالې د سيمې حاکم و په ملتان کې پاتې شو څو چې د نيازيو پښتنو سره په يوه جگړه کې ووژل شو او بې مور بهلول په کوچنيوالي کې بې پلاره هم شو. هغه و چې سلطان شاه اسلام خان بهلول اکا سمدستي د خپل ورور کهول سرهند ته وروغوښت، بهلول او د هغه دوه نور وروڼه محمد او فېروز او خور يې د خپل خواخوږي اکا تر سيوري لاندې په خورا ناز لويېدل. پوهاند رشاد ليکي چې: شوخ، ذکي، اوبڼوکی بلو بهلول که څه هم پر ټولو گران و خو د مشر خان اسلام خان زړه ورسره ډوبېده، د سترگو تور او د زړه سر يې و، خپل ځامن يې تر ده پورې هېڅ نه بلل؛ دده هره شوخي او بې ادبي خو به يې دده د راتلونکي عروج پايلامه گڼله نکل کا چې يوه ورځ شوخ نازولی بلو د موچنو سره د اکا پر مسله جای نماز وخوت او هغه هم بيا د مشر خان په مسله، مينځو او ساهوگانو په يوه پلا پر راوترپل، لټه پېر جوړ شو چا واهه چا تراټه او څوک ورته خښمېدل! اسلام خان چې دا لټه پېر وليد نو د وراره خوا يې ونيوله، دوی يې وترټل او ويې وييل : نازولی بلو کمکی دی که زما پر ککره پښه هم کېږدي پروا نه لري د کور مېرمنې او مينځې چې انتظار يې درلود پره بلو به خان څه ناورين ورژوي، د خان دې خبرې ته هېښې پاتې شوې، خان چې د دوی هېښتيا وليدله نو ويې فرماييل: تاسې مه هېښېږۍ زه په دغه وراره کې هغه رشې او ښېگڼې وينم چې د هغو له امله به يوه ورځ دی خورا نامتو مېړه شي او زموږ د کهاله سترگې به پرې لوړې وي. د اسلام خان دا خبره آخر وختله کمکی بلو بلو خان سو، ملک بهلول، ملک بهلول فتح خان او ورپسې د ډهلي ټولواک سلطان بهلول شو چې په نياو عدل تدبير او رعيت پالنه کې يې نوم يووړ او له نومياليو پاچاهانو څخه وگاڼه شو. بهلول چې زلمی و نو لومړی يې د آسو په سوداگرۍ لاس پورې کړ، له پښتونخوا څخه به يې اسان هندوستان ته وروستل او خرڅول به يې، په دې کار کې يې ښې روپۍ وگټلې، سوداگري يې پر مخ ولاړه او ورسره وبرسره تجربه يې هم پيدا کړه خلک پرې راغونډ شوه او د کاروان مشر شو. پوهاند رشاد ليکي: نکل کا چې يو وخت بلوخان بهلول خان له پښتونخوا څخه د راستنېدلو په لاره کې د حسين خان پښتانه ځوی قطب خان چې بيا د بهلول په پاچايي کې لوی امير شو او د بهلول خان خپل اکا ملک فېروز هم ورسره مله وو سامانی ته راغی او پر يوه باوله ستانه چې سيد انام يا سيد ابن انام نومېده پېښ شو، باوله ستانه ورته ووييل: په تاسو کې داسې څوک شته چې د ډهلي پاچايي په دوو زرو چلندو تنگو رانيسي قطب خان او فيروز خان څه و نه وييل خو بلوخان خپله هميانۍ چې يو زرو شپږ سوه ټنگې پکې وې د ستانه سيد مخې ته کېښوولې او په خورا ادب يې ورته ووييل چې: تر دې زياتې نه لرم مجذوب سيد هميانۍ راواخيستله او ويې فرمايل: د ډهلي پاچايي دې مبارکه شه! دا دوه مله به دې هغه وخت نوکران وي!. بلو خان د ډهلي پاچايي په ۱۶۰۰ ټنگې رانيوله، او د مجذوب سيد له مخې راپاڅېد پر لارې ملگرو ډېر پر وخندل او ناخوالي يې ورته وکړلې بلو خان ځواب ورکړ: پايڅوړ د افغانستان نوميالي لودي پښتانه پښتانه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B5%D9%86%D9%88%D9%8A | مصنوي | مصنوي د مولانا جلال الدين محمد بلخي د ادبي اثر نوم دی |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA | حکومت | دولت د خلکو یوه ډله یا نظام دی چې په یوه منظمه ټولنه، یا په عام ډول په یوه هېواد حکومتولي کوي. دولت د پراخ ټولیز تعریف له مخې، په معمول ډول له قضایه، اجرائیه او مقننه قوو نه جوړ دی. دولت د سازماني پالیسیو اجرا کوونکې وسیله ده چې د پالیسیو جوړولو میکانیزم هم لري. هر دولت خپل ځانګړی اساسي قانون لري چې د حکومتولۍ اصول او فلسفه یې بیانوي. په داسې حال کې چې ټول بنسټونه یو ډول واک لرونکي دي، خو د دولت اصطلاح تر ډېره په ځانګړې ډول نږدې ۲۰۰ خپلواکو ملي دولتونو او د هغو فرعي سازمانونو ته اړوندېږي. له تاریخي پلوه، د دولت په ډولونو کې، پاچایي، ارستوکراسي، تیموکراسي، الیګارشي، دیموکراسي، تیوکراسي او زورواکي شاملېږي. د هرې حکومتي فلسفې ځانګړنه له دې مخې وي چې، په څه ډول ځواک ترلاسه شوی، چې دوه اصلي ډوله یې ټاکنیزې سیالۍ او میراثي ځای ناستوب دی. پېژند او رېښه دولت په یوه هېواد یا ټولنې باندې د واک چلولو نظام اوسیستم ته ویل کېږي. د دولت کیلمه له یوناني فعل نه اخیستل شوې چې معنا یې یا د خط السیر وسیله، هغه استعاري معنا چې اپلاتون په خپل کتاب جمهوريت کې د دولت د بېړۍ په بحث کې کارولې ده. د کولمبیا پوهنغونډ دولت داسې تعریفوي: د ټولنیز کنترول هغه نظام دی، چې له مخې یې په ټولنې کې یوې ځانګړې ډلې ته د قوانینو جوړولو او د هغو د پلي کولو حق ورکوي. په داسې حال کې چې هر ډول سازمان د واک چلولو سیستم لري، خو د دولت کلیمه تر ډېره په ځانګړې ډول د ځمکې ۲۰۰ خپلواکو ملي دولتونو او د هغو فرعي سازمانونو ته اړوندېږي. په پایله کې ځینې وختونه، د دولت کیلمه له انګلیسي یا حکومت سره مترادفه کارول کېږي. تاریخچه هغه مهال او مکان چې د انساني حکومتولۍ ښکارنده په کې رامنځته شوې نامعلوم دی؛ په داسې حال کې چې تاریخ د لومړنیو دولتونو جوړېدل ثبت کړي دي. نږدې ۵ زره کاله وړاندې لومړنی کوچنی ښاري دولت څرګند شو. له میلاد نه په مخکنۍ دویمه یا درېیمه زریزه کې یو شمېر دغه کوچنۍ حکومتولۍ په پراخو حکومتي سیمو بدلې شوې، لکه: سومر، لرغونی مصر، د سیند درې تمدن او د ژېړ سمندرګي تمدن. د کرنې او اوبو د کنترول پروژو د دولتونو د پراختیا د اسانوونکي یا کتلست په توګه رول ولوباوه. د یوې قبیلې مشر د مختلفو تشریفاتو او یا هم د واک لپاره سیالیو له مخې په خپله قبیله د واک چلولو په موخه ټاکل کېده، ځینې وختونه هم د مشرانو یوه ډله یا شورا ټاکل کېدله. د کره اړیکو ساتلو په موخه انساني وړتیاوو او د هغوی له خوا ترلاسه کړو معلوماتو انسانانو ته اجازه ورکړه چې د کرنې په برخه کې لا هم اغېزمن واوسي او له مخې یې د وګړو شمېر زیات کړي. د اولسمې پېړۍ په وروستیو کې په جمهوري ډول د دولتونو زیاتوالی پیل شو. په انګلستان کې عالي انقلاب، د امریکا انقلاب او د فرانسې انقلاب د استازولۍ حکومتونو له ودې سره مرسته وکړه. شوروي اتحاد لومړنی لوی هېواد و چې کمونیست دولت یې درلود. د برلین د دېوال له ړنګېدو وروسته، لیبرال دموکراسي د دولتونو رایج ډول وګرځېد. په نولسمه او شلمه پېړیو کې، په ملي کچه د دولتو په اندازه او مقیاس کې د پام وړ زیاتوالی راغی، چې په کې د شرکتونو تنظیم کېدل او هوسا دولتونو وده شامل کېده. بڼې د دولتونو د طبقه بندۍ یوه لاره داده چې، وګړي په څه ډول د واک چلولو ځواک لري. دا کېدای شي یو کس وي اتوکراسي، پاچهي، د خلکو یوه ټاکل شوې ډله لکه اریستو کراسي یا د اشرافو واک چلونه او یا هم ټول وګړي دموکراسي، لکه: جمهوریت. توماس هابس د خپلې طبقه بندي په اړه داسې څرګندوي:د ټول ګټومشترک المنافعتوپیر د هغو په واکمن کې د توپیر له مخې دی، چې یا د ټولو او یا هم هر یو وګړي استازولي کوي. له همدې امله واکمني یا د یوه کس او یا هم د یوې شورا چې له یوه کس نه زیاته ده، په واک کې ده، دغې شورا ته هم یا هر کس حق لري دننه شي او یا یې هم نه لري، بلکې یو شمېر له نورو ځانګړي وي، دا څرګنده ده چې باید درې ډوله مشترک المنافع شتون ولري، ځکه استازی باید یا یو کس وي او یا هم له یوه زیات او که چېرې له یو زیات وي، دا کېدای شي ،ټولو ته اړوند او یا یې هم یوې برخې ته اړوند وي. کله چې استازی یو کس وي، دغه مشترک المنافع بیا پاچهي ده، کله چې د ټولو یوه شورا راغونډېږي، دا بیا دموکراسي یا عامه مشترک المنافع دی؛ کله چې شورا یوې برخې ته اړونده وي؛ دې ته بیا ارستوکراسي یا اشراف واکي ویل کېږي. له دې پرته، د ټول ګټو نور ډولونه، نه شي کولای شتون ولري، ځکه یو، یا له یوه زیات او یا هم ټول څه ډول چې ما ښودلي دي د وېش وړ نه دي، بشپړ واک ولري. اتوکراسي اتوکراسي یا دیکتاتوري هغه دولتي نظام دی چې ټول عالي واک د یوه کس په لاس کې وي، چې پریکړې یې نه د بهرنیو قوانینو له محدودیت او نه هم د وګړو د منظم کنترول تابع وي یوازې د کودتا او یا هم عمومي بغاوت له ګواښ پرته. ارستوکراسي اشراف واکي ارستوکراسي له یوناني ارستوکراتا، چې له ارستوس معنا یې عالي، او کراتوس معنا یې ځواک دی اخیستل شوې، د دولت هغه ډول دی چې واک د یوې کوچنۍ حاکمې او مخکښې ډلې په لاس کې وي. ګڼ شمېر پاچهۍ ارستوکراسۍ دي، په داسې حال کې چې په مشروطه شاهي دولتونو کې پاچا خپله لږ واک لري. د اشرافو اصطلاح، غیر بزګري، نه خدمت کوونکو او په فیوډالي سیستم کې غیر ښاري ډلو ته اړوندېږي. دموکراسي دموکراسي د دولت هغه ډول سیستم دی چې وګړې خپل واک د رایو ورکولو له لارې څرګندوي. په مستقیمه دموکراسي کې، وګړي په ټولیز ډول د ټول حاکمیت استازولي کوي او د هرې موضوع اړوند رایه ورکوي. په استازولۍ دموکراسي کې بیا وګړي له خپل منځه استازي ټاکي او دغه استازي بیا د واکمن پلاوي د جوړولو، لکه: د مقننې قوې د جوړولو په موخه راغونډېږي. د اساسي قانون پر بنسټ یوه دموکراسي کې د اکثریت وګړو واک، د استازولۍ دموکراسي په اډانه کې کارول کېږي، چې اساسي قانون اکثریت محدود کوي او له اقلیتونو ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه د خاصو فردي حقونو د لرلو په برخه کې، لکه: د بیان آزادي، یا ټولنو آزادي. جمهوريت جمهوريت د حکومت کولو هغه ډول دی چې هېواد په کې یوه عمومي موضوع لاتیني کې : ده، نه د واکمنانو خصوصي مالکیت یا اندېښنه، چې په کې په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول دولتي اداراتو ته وګړي ټاکل کېږي، نه د میراث له مخې. وګړي یا د وګړو د پام وړ برخه په دولت او دولتي ادارو کې چې د ټاکل شوو کسانو له خوا ټاکل کېږي، بشپړ واک لري. تر ټولو عام لنډ تعریف یې دادی چې، جمهوریت هغه دولت دی چې د دولت رئیس په کې پاچا نه وي. مونتیسکو دواړه ډوله دموکراسي چې په کې ټول وګړي په واک کې ونډه لري یا ارسطو کراسي او الګیارشي، چې یو شمېر کم وګړي په کې ونډه لري، د دولت په جمهوري ډول کې بولي. نور هغه اصطلاحات چې د جمهوریت بېلابېل ډولونه څرګندوي، هغه دا دي: دموکراتیک جمهوریت، پارلماني جمهوریت، نیمه ولسمشريزریاستي جمهوریت، ریاستي ولسمشریز جمهوریت، فدرال جمهوریت او اسلامي جمهوریت. فدرالیزم فدرالیزم هغه سیاسي مفهوم دی چې د غړو یوه ډله په ګډه سره د یوه واکمن استازي حاکم پر وړاندې په ژمنه کولو سره راغونډېږي. دغه اصطلاح، د هغه دولتي نظام د تشرېح لپاره کارول کېږي، چې حاکمیت د مرکزي حکومت او جوړوونکو سیاسي واحدونو ترمنځ چې ورته ایالتونه، ولایتونه او یا هم نور څه ویل کېږي، وېشل کېږي. د حکومت ډول په دې نړۍ کې ډېر حکومتونه دي ، ځني هېوادونو کې جمهوري حکومتونه دي په ځنو کې جمهوريت وي په ځنو کې پاچايي وي او په ځنو کې بل قسم حکومت وي، پخوا به پاچايي به د حکومت له ټولو عام ډول و، اوسني وخت کې زيات هېوادونو کې جمهوريت دي. جمهوريت هغه حکومت ته ويلي کېږي کوم چې د يو هېواد د ولس يا عوامو په خوښه جوړ شي بلخوا آمريت هغه حکومت ته ويلي کېږي کوم چې د ډنډې په زور کېږي تړلې موضوعگانې لويه جرگه مشرانو جرگه سیاست درېگوني قواوې د وزيرانو شورا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%20%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%87 | د افغانستان وزارتونه | د عدليې وزارت د ماليې وزارت د عامې روغتيا وزارت د کليو د پراختيا او بيا رغاونې وزارت د سوداگرۍ او صنايعو وزارت له نشه يي توکيو سره د مبارزې وزارت د بهرنيو چارو وزارت د مخابراتو او مخابراتي ټکنالوژۍ وزارت د دفاع وزارت د کورنيو چارو وزارت د اقتصاد وزارت د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د پوهنې وزارت د لوړو زده کړو وزرات د اوبو او انرژۍ وزارت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د ښځو چارو وزارت د حج او اسلامي ارشاد وزارت د فوايد عامې وزارت د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت د ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د سرحدونو چارو وزارت د ښاري پراختيا وزارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت افغانستان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%85%D8%AE%D8%A7%D8%A8%D8%B1%D8%A7%D8%AA%D9%88%20%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA%20%28%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%29 | د مخابراتو وزارت (افغانستان) | د مخابراتو وزارت يوه ۱۸ پوړيزه ودانۍ په هېواد كې له ټولو څخه لوړه ودانۍ ده. د مخابراتو وزارت د افغانستان د دولت يو له مهمو اورگانونو څخه دى، چې مركزي ودانۍ يې په ۱۸ پوړيزه وانۍ كې د كابل ښار په مركز كې ولاړه ده. دا ودانۍ د محمد جان خان واټ ته نږدې او د زرنگار پارك ته څېرمه ولاړه ده. د مخابراتو وزارت د افغانان دولت يو له ملكي اقتصادي لاس ته راوړنو بنسټيزه تيگه ده. ددې وزارت موخي دي، چې د افغانستان اړيكې له نړېوالې مخابراتي ټولنو او نړۍ سره ونښلوي. د مخابراتو وزارت د گرځنده ټېليفونو ۴ كمپنيو او له ۲۰ څخه زياتو انټرنېټ اسانتياؤ وركوونكيو كمپنيو ته اجازه ليك وركړې ترڅو په افغانستان كې خپل فعاليت وكړي ترڅو د اواز او مالوماتو په وركولو كې د خلكو ستونزې حل كړي. . . د افغانستان د انټرنېټ هېواد كوډ او دى. نن سبا د افغانستان د مخابراتو وزير امير زې سنگين دى، چې د كرزي په كابينه كې له كارنده وزيرانو له ډلې څخه شمېرل كېږي. امير زې سنگين د پكتيكا ولايت په اورگون كې زېږېدلې دى، چې د سوېډن هېواد مخابراتي سېټم په پرمختگ كې يې كارنده رول لوبولې، نو د همدې وجې ورته د هغه هېواد هويت هم وركړ شوې. او د افغانستان لپاره د سوېډن د هېواد په مرسته كولو كې دده لوى لاس دى. د مخابراتو وزير د افغانستان د لنډمهالي حكومت په جوړېدو سره د افغانستان د مخابراتو وزير اميرزې سنگين ټاكل شوې. امير زې سنگين د پكتيكا ولايت د اورگون ولسوالۍ اوسېدونكې دې، لومړنۍ زده كړې يې په اورگون او منځنۍ زده كړې يې په گردېز كې سرته رسولي دي. ۱۲ ټولې يې د ټېليكميونيكېشن ښوونيزه مركز څخه په لومړي درجه ترلاسه كړه. په ۱۹۷۳ز كال يې د جنوبي لندن له پوهنتون څخه د انجينيرۍ سند ترلاسه كړ. په لومړي ځل په ۱۹۷۵ز كال د ټېلي كميونيكېشن ښوونيزه مركز كې د ښوونكي په توگه ومنل شو، د ۱۹۷۸ز او ۱۹۸۰ز كلونو ترمنځ يې د ټېلي كميونيكېشن رياست په غاړه ؤ. په ۱۹۸۰ز كال هېواد پرېښودو ته اړ او د سوېډن هېواد ته مهاجر شو. هورې يې په ۴ مياشتو كې په سوېډني ژبه كې د لسانس سند ترلاسه كړ. سنگين د افغانستان لپاره د سوېډن د مرستو د كمېټې يو له بنسټ اېښودونكيو څټو څخه دى، چې دې كمېټې د افغانستان په ښوونيزه، كرنيزه او روغتيايي څانگو كې په تېرو دوه نيمو لسيزو كې د يادولو وړ مرستې كړي دي. دارنگه يې د سعودي عربستان په خالد نړېوال هواي ډگر كې د مخابراتو په پروژه كې د غړي په توگه له ۱۹۸۲ز څخه تر ۱۹۸۵ز كال پورې پاتې شوې. لدې څخه وروست ۵ كلونو لپاره د سوېډن هېواد په مخابراتي، گرځنده ټېليفونو نېټ وركونو د سېسټم په پنځونه او نوي كونه كې كار وكړ. په افغانستان كې د مخابراتو لنډ تاريخ د افغانستان د مخابراتو او خبرتيايي تكنالوژۍ وزارت د بنسټ ډبره په ۱۹۵۵ز كال د ظاهرشاهي واكمنۍ كې كېښودل شوه. افغانستان د لومړي ځل لپاره خپل پل د برېښنايي اړيكيتياوو نړۍ ته په په ۱۸۹۸ز كال د يو په يو لېن لرونكي ټېليفون چې د ارگ په مانۍ كې ځاى په ځاى شوې ؤ كېښود. په ۱۹۰۸ز كال يو كوشنې ټېليفوني سېسټم چې د ۲۵ لېنونو لرونكې ؤ، د ارگ په شمالي څلي كې ځاى پرځاى كړاى شو. د ټېليگراف خدمت يوه بله اسانيتيا وه چې د مخابراتي اړيكو په په څانگه كې په ۱۹۱۴ز كال راوړل شو. د ټېليگراف پرځاى كول چې د ۲ كيلو واټو په كچه ؤ، د پوځي موخو لپاره د بابر بڼ په ودانۍ كې چې د مغولو د نامتو واكمن ظهيرالدين محمد بابر په نامه نومول شوې كېښودل شو. په ۱۹۱۹ز كال زيات ۵۰ او ۱۰۰ لاينه ټېليفوني سېسټمونه د شاه دوشمېره ترڅنگ په پوسته خانه كې ځاى پرځاى شول. د لومړي ځل لپاره ۱۴ زده كوونكيو ته ښوونيزه بورسونه وركړل شول ترڅو په بېسيمه ټېليگرافي څانگه كې خپلې لوړې زده كړې په بهرنيو هېوادو كې ترسره كړي. په ۱۹۲۰ز كال يو بل ټېليگرافي ماشين چې په برتانيا كې جوړ شوې ؤ، كابل ته راوړل شو. دا ماشين تر ۱۹۳۲ز كال پورې كارېده. د اپرېل په ۱۲مه كال ۱۹۲۸ز كال افغانستان د نړېوال ټېليگراف ټولنې غړې شو. د ټېليگراف ټولنه په ۱۸۶۵ز كې جوړه شوه، چې بيا په ۱۹۳۲ز كال يې نوم ته بدل كړاى شو. په ۱۹۳۰ز كال اووه د لنډو څپو ټېليگرافونه او ټېليفوني ماشينونه د ماركوني كمپنۍ څخه وپېرودل شول او د كابل، هرات، مزار، مېمنه او خوست ښارونو كې د عامو خلكو كارولو لپاره كېښودل شول. وروسته په ۱۹۳۳ز كال يو بل د لوړ توان لرونكو انتنونو لرونكې سېسټم وپېرودل شو او د كابل ښار د ټېليگراف په مركزي ودانۍ كې كېښودل شو. راتلونكې موخې او لاسته راوړنې د افغانستان د وزارت د يو كارنده پلان لمخې غواړي چې افغانستان ددې جوگه كړي، ترڅو د نړېوالې خبرتيايي ټكنالوژۍ د ټولنې غړې شي، ترڅو د افغان كولتور استازيتوب وكړاى شي، او له اړيكتيايي او خبرتيايي ټكنالوژيو څخه خپله برخه گټه پورته كړي. دارنگه دا وزارت غواړي چې افغانان له مخابراتو او څخه گټه پورته كړي، ترڅو افغان دولت او ټولنيزې اسانتياوې لا پياوړې كړي. ددې وزارت له موخو څخه دا هم دي، ترڅو غربت راكم كړي، او د وړ او اړو خلكو سره مرسته او لاسنيوې يې وكړي. د مخابراتو او خبرتيايي ټكنالوژۍ وزارت په پلان كې لري ترڅو په راتلونكيو ۴-۶ كلونو كې لاندې لاسته راوړنې ترلاسه كړي. ټول ښارونه او ۵۰۰۰ كلي د پراخه اړيكتيايي او خبرتيايي خدمتونو پواسطه وپوښي. په راتلونكي يو كال كې ۵ ټلېكام كمپنيو خدمت پېلونه. ملكي برېښنايي سپڼسيزې پروژې پېلونه، چې د ښه نوعيت او ټېټې بيې لرونكې به وي، او خلكو ته به ملكي او نړېوالې اړيكتيايي او خبرتيايي اسانتياوې په راتلونكيو ۳ كلونو كې برابروي. دا كېبل به د زمكې لاندې تېرول كېږي، چې د مركزي اسيا هېوادونه به له سوېلي اسيا سره د افغانستان له لارې تړي. په راتلونكيو ۴ كلونو كې د ۱،۵ بېليونه افغانيو په كچه پانگه اچونې زياتونه. د ۵ مېليونه كاروونكيو ته د گرځنده او ټېليفون اسانتياوې برابرول په راتلونكيو ۴ كلونو كې چې دا اندازه د هېواد ۲۰ شل په سلو كې نيسي. په راتلونكو ۴كلونو كې د ۵۰۰۰۰ كارونه برابرول په راتلونكيو ۱۰ كلونو كې د افغان دولت ۲ بېليونه ډالره گټه ترلاسه كول. د وزارت څانگې اداري څانگه مالي څانگه د پلان جوړونې څانگه پوځي ځانگه د راډيويي پلټنې څانگه پوستي څانگه دا هم ولولئ عمر منصور انصاري اخځليكونه د مخابراتو وزارت وېبپاڼه د افغان كمپيوټر پوهنې ټولنې مهالنۍ كمپوټر ساېنس باندينې ټړون: مخابراتو وزارت وېبپاڼه افغان وزارتونه او نور اورگانونه ستره محكمه -- لويه څارنوالي -- د افغانستان بانك -- د ملي امنيت رياست -- د حج او اوقافو وزارت -- د لوړو زده كړو وزارت -- د ښوونې او روزنې وزارت -- د بهرنيو چارو وزارت -- د كورنيو چارو وزارت -- د مالي چارو وزارت -- سوداگرۍ وزارت -- د كليو او پراخيتا وزارت -- د دفاع وزارت -- د مهاجرينو چارو وزارت -- د ښځو چارو وزارت -- د پلان وزارت -- د عدليي وزارت -- د اطلاعاتو او كولتور وزارت -- د اوبو او برېښنا وزارت -- د مخابراتو وزارت د افغانستان د حکومت وزارتونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D8%BA%D9%88%D9%86%DA%89 | پوهنغونډ | پوهنغونډ په انگرېزي: ؛ په عربي: دایرةالمعارف د يو يا څو کتابونو په بڼه د پوهنيزو ليکنو، د يوې پوهنيزې څانگې او يا هم د نورو علومو د علمي مقالو يوې ټولگې يا غونډ ته ويل کېږي. پوهنغونډونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AA%D9%88%D9%83%D8%A8%D9%86%D8%B3%D9%BC | توكبنسټ | توكبنسټ په انگريزي: يو داسې غونډال سيسټم دى چې اومتوكي ډېټا پكې پداسې ډول ترتيبېږي چې معلومات ورخڅه په خپل وخت او په دقيقه توگه بياترلاسه كړاى شي. هغه خبرتيايي غونډالونه چې خبرتوكي پرې ترتيبېږي ډېټابېس ترتيبونكې غونډالې بلل كېږي. يا ډېټابېس منجمنټ سيسټم يوداسې سافتوېر دى چې منېجرانو ته د ډېټا او د ډېټافايلونو ترمينځ د اړيكو، دجوړولو، په خپل حال ساتلو او دهغو د راپور وركولو په كار كې لاس كوي. پداسې حال كې چې د فايلم منجمنټ سيسټم چې پدې اړه يو زوړ پروگرام دى په يوه وخت كې يوازې له يوه فايل څخه د گټې اخستلو صلاحيت لاره، ډېټابېس منجمنټ سيسټم دغې عمليې ته گڼې بډاينې وركوي چې لاندي يې څېړو: دا سيستم د ډېټا اضافه ښودنه كموي د اضافي ښودنې مطلب دادى چې همهاغه ډېټا په يوه بل جدول كې په بله بڼه وښودل شي. لكه داچې د يوه گاك نوم، ادرس او تليفوني شمېره، هم د كتل شويو حسابونو او هم د لاسته راوړل شويو حسابونو په جلا جلا فايلونو كې په يوه وخت ثبت شي چې دا بيا دتصفيې او نويولو په چار كې ربړه جوړوي نو د اضافي ريكارډ لرونكو فايلونو تصفيه ډېر وخت او لگښت ته اړتيا لري. د خبرتوكيو يوځايوالى او تماميت خوندي كوي د خبرتوكيو تماميت دهغې دقت، مظبوتيا او تردمه والي-- ته وايي، كه همدا خبرتوكي په بېلابېلو فايلونو كې وساتلى شي نو يوځايي تردمه كونه به يې ناشونى كاروي، ټول عناصر به يې يوځاى نشي نوي كېداى او كېداى شي ډېر ناسممعلوماتي راپورونه يې وركړاى شي. د خبرتوكيو امنيت خوندي كوي: ډېټابېس منجمنټ سيسټم كارونكو ته دخپلو خبرتوكيو لپاره په توپيرنو سويو د خونديتوب وربښلو وړتيا وركوي او پدې توگه يوازې اجازه لرونكو كارونكو ته د خبرتوكيو د را ايستلو، تردمه كولو او پكې گوتې وهلو اختيار تضمينوي. د مثال ته توگه، د خريدارۍ يو مسؤل به يوازې د خپلو مستخدمينو د تنخوالست د لوستلو حق ولري نه په هغه كې د گوتې وهلو، او همدارنگه يو غير اداري كاركونكى به د گوتې وهلو خو څه چې د هغه د لوستلو حق هم و نه لري. د پراختيا لپاره وخت راكموي: څرنگه چې يا ډېټابېس منجمنټ سيسټم خبرتوكي په ښه بڼه اوډي، دا كار د ډېټابېس له اداره كونكي سره د ډېټابېس په اغېزمنې او گټورې پراختيا كې مرسته كوي. د مثال په توگه د يوه نوي فايل د رامينځته كولو پرځاى كولاى شي شته فايل ته برخې ورزياتي كړي او د خبرتوكيو تماميت په حال وساتي. ډېټابېس فايل څه شئ دى؟ د ډېټابېس فايل د سره اړوندو ريكارډونو يوه ټولگه ده چې د جدول د خانو د يوه سټ د استعمال په نتېجه كې ېو خاص عنوان شرحه كوي. دا لاندې شكل دډېټابېس يو فايل ښيي چې درى ريكارډونه لري، او د درېگونو خانو: او په وسيله د يوه زده كونكي د نتيجې تشريح وړاندي كوي. زياتره تنظيمونه د فعاليت گڼ فايلونه لري چې له سلگونو څخه تر سلگونو زرو پوري ريكارډونه يې خوندي كړي وي. هغه فايلونه چې په دوهمي زېرموسيلو كې خوندي كېږي په بېلابېلو لارو تنظيمېداى شي چې هره لاره يې خپلې ښېكڼې او ناجاڼې لري. د فايلونو د تنظيم ډولونه: په دوهمې زېرموسيلو كې د فايلونو اوډل په درى ډوله ترسره كېږي چې عبارت دي له: پرلپسې فايلونو، فهرست لرونكيو پرلپسې فايلونو او مستقيمو فايلونو څخه. په فيتو باندې ثبت فايلونه اكثرا يا پرلپسې فايلونه بهيرېږي خو په ككوړيو او ټيكليو ثبت شوي هغه بيا زياتره مستقيم يا فهرست لرونكي پرلپسې فايلونه وي. پرلپسې فايلونه : دا فايلونه په پرلپسې اكسس منونكو وسيلو لكه فيتو يا ټكيليو باندې ثبتېداى شي، پدې فايلونو كې ريكارډونه په يوه وار له مخه غور شوي ترتيب اېښودل كېږي. د مثال په ډول د مستخدمينو يو فايل كېداى شي دهغوى د پېژندنمبرونو په اساس ترتيب شي، كه چېرته دا فايل په فيته يا ډسك باندې و ساتل شي د ترټولو وړوكي پېژندشمېرې لرونكي مستخدم ريكارډ به د فايل ترټولو لمړى ريكارډ وي. فهرست لرونكي پرلپسې فايلونه : دا فايل په دواړو، سلسله واره او سيخامخ ډولونو خبرتوكيو ته د ننوتلو لپاره لاره دركوي. ځكه نو فايل بايده په داسې زېرموسيله پروت او ساتلى وي چې د سيده ورداخلېدلو وړتيا ولري، لكه يو ډيسك. په فهرستي سلسله واره فايلونو كې ريكارډونه عادتاً په مجسم ډول په يوه زېرمه ايز مينځگړيككووړي يا ټيكلي د هغو د لمړنيوكيليگانوپرائمري كيېز پر اساس كټ مټ لكه د سلسله وارو فايلونو ترتيبېږي. فرق يې دادى چې دا بايده يو فهرست هم ولري، هغه به د وگړيو د ريكارډونو په پلټنه او په هغوريكارډونو د سيده برلاسي لپاره استعمالېږي. هغه فايلونه چې داډول برلاسي مني، د يا - په نامه يادېږي. د هغې سادگۍ او نرمښتيا له امله چې یې لري ډېر ډېټا بېس منجمنټ سيستمونه د فايلونه كاروي. دا د تجارتي كارونو لپاره ترټولو ښه ډوله فايلونه دي چې يوځايي تردمه كېدنه او پرليكه بهيرونه مني. مستقيم فايلونه : د غه فايلونه يوڅوك د مستخدمينو ريكارډ ته د امكان تر بريده تېز رسولاى شي. مخكې مو و ويل چې هم كارونكو ته د وگړيو تر ريكارډونو پوري مستقيم رسېدل شوني كوي. مستقيم فايلونه هغه وخت ترټولو غوره وي چې وخت كم وي او يوځايي بهيروني ته اړتيا نه ليدل كېږي. مستقيم فايل د هر ريكارډ ځاى ته د پرائمري كيليانو د انتقال لپاره يوه فارموله استعمالوي دې فارمولې ته هاشنگ الگوريتم وايي. له همدې امله د د فردي ريكارډونو د ځاي پرځايولو لپاره كوم خاص فهرست ته اړتيا نه لري. تر اوسه پورې گڼ هاشنگ الگوريتمونه جوړ شوي دي. يو عام پروسيجر دادى چې پرائم نمبرونه د فارمولې په بهير كې استعمال كړاى شي. په عمومې توگه يوه پرائمري كې ويليو په هغه پرائم نمبر وېشل كېږي چې د فايلونو د ريكارډونو لپاره د ځايپرځاى شويو اعظمي زېرمه ځايونو نمايندۀ گي وكړاى شي.لدې وېشه چې څه راپاتي كېږي هغه بيا د ريكارډونو پورې اړوندو پتو يا ادرسونو په توگه كارېږي خو دا اړوند ادرسونه په زېرمه ايز مينځگړي باندې مجسمو ځايگيو ته اړول كېداى شي. ډېټا ماډلونه او ماډلونه: : يا ارتباطي ډېټابېسونه: ارتباطي ډېټابېسونه په بېلابېلو فايلونو كې ډېټآ د كليدي خانو يا هم د خبرتوكيو د عمومي عناصرو په كارونې سره سره نښلوي او اړېكه وركوي. پدې اوډنه كې د خبرتوكيو عناصر په بېلابېلو جدولونو او له او خڅه جوړو فايلونو كې خوندي كوي. د ډېټابېس په ويېكارونه كې جدولونو ته ، كالمونو ته او روگانو ته وايي. په يوه ټېبل كې يوه رو ېوه ثابت ريكارډ ته ورته ده. دمثال په ډول: د يوه زده كونكي د نمرو د معدل ريكارډ د زده كونكې د نوم په سرليك يوه خانه لري او يوه بله هم ده ټليفون دنمرې په نامه، پدې جدول كې زده كونكى د جدول ددې خانو په سره ورتگ يا په بله معنى د يوه ريكارډ په وسيله شرحه شوى دى. د اړيكمن ډېټابېس ښېكڼه داده چې منېجر به يې د خبرتوكيو د جوړښت او ډېټاښود په اړه فكر كولو ته اړ نه وي. منېجران په اسانۍ سره ريكارډونه ړنگولاى، كمولاى، زياتولاى او تردمه كولاى شي كه څه هم دا ناجاڼه لري چې ځينې پلټنبولې پكې د نورو ډېټابېس ماډلونو په پرتله په ځنډ بهيرېږي كېږي تنازلي يا ډېټابېس: د ټيټې سويې د ريكارډونو د لاندې كولو څخه د لوړې سويې تر ريكارډونو پدې ډول ډېټابېس كې د ټيټې سويې د ريكارډونو په لاندې راوستلو سره د خانو او ريكارډونو يوه فاميلي شجره جوړېږي. په هرېركل ډېټابېس كې كنده يا تر يوه زيات يا فرعي ريكارډونه لرلاى شي خو برعكس يو فرعي ريكارډ يوازې يو پلار يا كنده ريكارډ نشي درلودلاى.دې ډول جوړښت ته يا له يوه څخه ډېروته اړيكې ويلې كېږي. كله چې يو ځانگړى ريكارډ ځاى پرځاى كونه وغواړې نو بايد د شجرې د سر له ريكارډ څخه يې راونيسې او فرعي ريكارډونه راښكته شي. هېراركل ډېټابېس ددې څلورو ماډلونو له جملې څخه ترټولو پخوانى ماډل دى چې لاتراوسه هم په ځينې سپمونكو سيستمونو كې كارېږي او همداچې دې ريكارډونو ته ننوتل او دهغو تردمه كول په اسانه ترسره كېږي ځكه چې تر مينځه يې اړيكې وارترمخه جوتې او پېژندل شوې دي. ددې ډول ماډلونو خامې داده چې جوړښت يې ډېر بدلون نه منونكى دى او د نويو ريكارډونو د پېژنداوي لپاره بايده ټول ډېټابېس له سره معرفي كړاى شي او دا په خپله يو ډېر گران كار دى. شبكيي ډېټابېس : دا ډېټابېسونه له تېرو سره فقط دومره توپير لري چې هلته يو فرعي ريكارډ يواځې يو پلار لرلاى شي او دلته كه له يوه زيات يا كنده ريكارډونه ولري نو پروا يې نشته. گټه يې داده چې دا كار منېجر ته د ډېرو ريكارډونو ترمينځ د اړيكو جوړولو په نتېجه كې د ښه او گړندي لاسرسي وړتيا وركوي. كه څه هم د ډېټابېس تر كارونې وړاندې بايده دهغه د ريكارډونو ترمينځ اړيكې معرفي وي او د نورو ريكارډونو د زياتونې او تردمه كونې لپاره بايده شته اړيكې له سره معرفي كړاى شي. : پدې ډول ډېټابېسونو كې د ډېټا د داخلي عناصرو په څېر كارېږي. به له ليك، غږ، انځور او هغو لارښوونو څخه چې په خبرتوكيو دكوم ټاكلي كار د اجرا لپاره وركول كېږي، جوړشوى وي. دمثال په توگه زاړه ډېټابېس ماډلو لكه تنازلي يا هيراركل، نېټ ورك يا اړيكمن ماډلونه يواځې د يوه لارښود ليكنۍ او شمېريزه خبرتوكې ځايولاى شي خو يو كولاى شي د لارښود عكس او ويديو هم ځاى كړي. تر دې لازيات داچې يو د په نامه كړنې چې په خبرتوكيو باندې د خاصو كړنو د اجرا لپاره كارېږي، هم خوندې كولاى شي. د مثال په ډول دا چې څرنگه د يوچا د تنخوا نغدۍ دهغه د عمر او دهغه د همكاريو په بنا باندې و حسابوو. په يو ډېټابېس كې د خبرتوكيو ريكارډونه د كليدي خانو په وسيله ترتيب او پېژاند كېږي. په يوه كليدي خانه كې يوه ځانتنۍ خبرتوكېډېټا پرته وي چې دهغې په وسيله د بهيرېدنې او بيالاسته راتلنې په منظور د يوه ريكارډ پېژنداوى كېږي. په ډېټابېس منجمنټ كې درى ډوله كليدي خانې كارول كېږي چې عبارت دي له: . لمړنۍ كليدي خانه : ېوه پرائمري بنسټيزه خانه، يوه خانه وي او يا د څو خانو د يوځايوالي څخه لاس ته راغلي وي. د يوه ريكارډ د بيا لاسته راوړنې لپاره دا ترټولو مهمه پېژندنښه ده. په يوه جدول كې يواځې يوه او ځانتنۍ لمړنۍ بنسټيزه خانه لرل كېداى شي. د مثال په ډول د تذكرې نمره په يوه جدول كې د هرسړي د پېژنداوي لپاره يوه غوره لمړنۍ بنسټيزه خانه ده. خو عمر دغسې نشي كېداى، ځكه چې ممكنه ده څوكسان هو به هو عمر ولري. . دوهمي كيلي: كېداى شي د جدول هره خانه، يا يو څو خانې يو ځاى يوه دوهمې خانه جوړه كړي. ددوهمې كيلي په اړه لازمه نده چې ځانتنۍ وي. كېداى شي تريوې زياتې په يوه جدول كې وجود ولري، مثلاً: كولاى شو ددې لپاره چې يوازې هغه شاگردان چې په معلوماتي سيستم كې زده كړه كوي په نښه كړو او د تعليم ساحه به بيا يوه دوهمي كيلي و نوموو. . خارجې كيلي : خارجي كيلي هغه ده چې له ېوې خانې يا څو داسې خانو څخه چې كولاى شي دوه جدولونه سره اړيك كړي جوړه شوې وي. يوه خارجي كيلي بايده په يوه جدول كې پرائمري يا لمړنۍ كيلي وي، دغه پرائمري كيلي به بيا له بل كېبل سره نښلول كېداى شي. د مثال په توگه: د زده كونكو يو جدول به د هغو د تذكرو له نمبر، د تعليم ساحه او مشاور په نامه له خانو څخه جوړ شوى وي. او د مشاورينو جدول به يې بيا خپلې درى خانې، نوم، تليفون او ادرس خانې لري. دلته د مشاور په نوم خانه ددې مشاور د جدول او د زده كونكو په نامه د جدولونو ترمينځ د تړ لپاره يوه خارجي كيلي ده. د ډېټابېس ډيزاين: دا يو فني اوذوقي پروسه ده ، كوم خاص الگوريتم نلري. معمولا دا يوه هملاسي پروسه ده. له هر بيا تكرار څخه هدف داوي چې يوه منل شوې سكښت ته ورڅېرم شو. هرځلې به ډيزاين پراخېږي، بيا كتنه به يې كېږي، خامۍ به يې په گوته كېږي، او بيا به له سره جوړېږي. دا كار به تر هغو تكرارېږي چي پراختيايي ټيم له خپله كاره راضي شوي نه وي. يوه ښه ډيزاين ډېټابېس منېجر ته د ښه او اغېزمن كار وړتيا وربښي. مانا داچې يو بې كاره ډيزاين شوي ډېټابېس به د كمپنۍ په كار كې پرته لدې چې كوم افاديت هم ولري، دېر وخت او لگښت وغواړي. له همدې امله مونږ وايو چې د ډېټابېس د ډيزاين مسئله د ډېټابېس سيستم د بريا لپاره ډېره مهمه او حياتي ده. د ډېټابېس د ډېزاينولو د شته سيستم شننه او سروې: دا بهير له يوه سولگريزكمپيوټري ډېټابېس سيستم څخه د شته خبرتوكيوډېټا بهيرونه پروسسنگ او په هغې كې د گټورو شيانو د راغونډلو سروې او څارنه كوي. د شته وو ربړو او په لاس كې فرصتونو په هكله د معلوماتټولنې په منظور عادتاً له دواړو: تصميم نيونكو او د پروسو په كار راوړونكو سره ليده كاته او خبري كېږي. وروسته لدې چې د سيستم شننه ترسره شوه، د اړزونې لپاره د امكانيت يا عمليتوب راپور چمتو كېږي، ددې راپور وړانديز منفي او مثبت دواړه كېداى شي. يددواړه ډوله وړاندېزونو لامل به مالي او اداري ربړي او مسائل وي. د ډېټابېس منطقي ډېزاين: منطقي ډيزاين د يوه ډېټابېس منطقي شكل او جوړښت تعينوي. هغه ريكارډونه چې به بيا ترلاسه كېږي دهغو مينځپانگه او دهغو ترمينځ اړيكې په منطقي توگه په گوته كېږي. كله كله ورته يا هم ويل كېږي. د عادي كولونارملايزېشن په نامه يو تخنيك شته دى چې په يوه ارتباطي ډېټابېس كې د يوه فايل د جوړښت د اصلاح لپاره تهيه شوى دى. ددې تخنيك په كارونه كولاى شو ډېټا د فايلونو په اغېزمنو او منطقي روابطو كې تنظيم كړو. د ډېټا بېس جسمي ډيزاين : منطقي نچوړ او نسخه بيا خبرتوكيزو جوړښتونو ته اړول كېږي. چې معمولا د كارونې لپاره له يا ډېټابېس منجمنټ سيستم سره يوځاي ترلاسه كېداى شي. منطقي ډيزاينونه - يا له منجمنټ سيستمونو ځانته دي خو فزيكي هغه بيا له سره تړلې او اړوند دى. منطقي جوړښت د ډېټابېس عمومي ډيزاين ته بڼه وركوي چې هغه بيا په ډېټابېس منجمنټ سيستمونو كې تنظيمېداى او تطبيقېداى شي. پداسي حال كې چې جسمې جوړښت يې اصلا د واقعي ډېټابېس دسيستم په وسيله ډېزاين كېږي او له يوه څخه بل ته قطعاً نشې لېږدول كېداى. تطبيق: وروسته لدې چې فزيكي جوړښت يې ډيزان شو، د ډېټابېس تطبيق هم پيلېږي. پدې بهېركڼ شمېر پروگرامونې او كوډنگز ورگډېږي. دا پروسه كېداى شي د ډېټا بېس منجمنټ سيستمونو، لكه او كوم بل انټرفېس جوړونكې لكه يا په مرسته جوړه كړاى شي. آزموينه سمونه: پدې سيستم كې د سيستم آزموينه او دهغه له كار څخه د اطمنان حاصل شامل دي. پدې مرحله به دواړه: پروگرام كارونكې او پروگرام ته پراختيا وركونكي را ښكېلېږي. د ډېټا بېس بيا روغونه: داسې حالات لكه د سيستم پاتې راتلل، د كمپيوټر كارپرېښودنه، د ډېسكونو كراشېدل، مخكــښ ستونزې، او داسې نور كولاى شي ډېټابېس منجمنټ سيسټم له مينځه يوسي. خو متاسفانه كاروبار ستا د سيستم پاتې راتللو لحاظ نه ساتې او په مخ ځي، گاهگ خپله راكړه وركړه نه دروي او خپل سرويس پروخت غواړي، نوته هم اړ يې چې خپل سيستم ژرتر ژره ترميم كړې. تر دې ور اخوا د تجارتي معاملې غوښتنه ده چې د سيستم د خرابې په وخت كې نيمگړې پاتې معاملې په داسې توگه راژوندۍ شي چې وركړې همهاغسې لكه چې بايد واى صورت ونيسي او د سيستم د خرابي اغېزې بايد روښانه او اندازه شوي وي. له يوه ډېټابېس سيستم څخه د معلومات بياروغونه د نويو ډېټابېس سيستمونو د پېچلتيا له امله ډېره گرانه ده، د مشكل حلول ساده كار نه دى او نه بېرته د پروگرام بهير هغه حالت ته گرزول اسانه دي چې خرابى پرې واقع شوى وو. حتى كه بيخي خبرتوكې له مينځه هم نه وي تللي، د كمپيوټر وخت او مهالوېش بيا برابرول خورا پېچلى كار دى. د ډېټابېس اداره كونكى :- د ډېټابېس اداره كونكى څوك دى؟ هغه څوك دى چې ډېټابېس اړوندې ټولې چارې برابروي. ېوه په تول برابر بايده د هاردوېر لكه د سرور كلېنټ چاپېريال په جوړښت او سره ورتگ وپوهېدلاى شي، او د اوسمهالو هارډوېرونو له قابليتيونو څخه د ډېټابېس منېجنگ سيسټم د كار په اصلاح كې ترې گټه واخستلاى شي. هغه بايده د ډېټابېس انجن په اصطلاحاتو لكه، او نورو.. او هم په انټرفېس جوړونكيو وسيلو لكه او و پوهېدلاى شي. يو بايد په دواړو، كړنېزو او سيستم سافتوېرونو كې يوه اندازه ستونزحلتيايې وړتيا ولري ځكه چې د ډېټابېس له خرابېدو سره د دواړو د خرابېدلو امكان وي. د ډېټابېس اداره كونكي دندي: لاندې مسؤليتونه او دندې لري: د ډېټابېس ډېزاين: د ډېټابېس اداره كونكى د جدولونو، خانو، او كليدي ويولغاتو په شمول د ډېټابېس د سكښت په غوره كولو كې مرسته كوي. له هغه وروسته ددې پرېكړه هم دى كوي چې څرنگه منابع په دوهمې زيرموسيلو باندې وكارولاى شي، څرنگه فايلونه يا ريكارډونه زياتېداى يا كمېداى شي، او څرنگه ضايعات په گوته او معالجه شي. دسيستم بېك اپ او بياروغونه: څنگه چې د ډېټا له مينځه تگ او يا د ډېټابېس كراشېدل په تنظيم باندې حياتې اغېزي ولرلاى شي، نو د ډېټابېس سيستم بايد په سيستم كې له خرابې راتلوو وروسته د بياروغېدنې وړتيا ولري. اړ ده چې د سيستم له وخت په وخت بېك اپ كېدلو څخه خبر واوسي، او تل له ځان سره د احتمالي ضايع كېدونكې ډېټا د بياروغونې لپاره پلانونه راجوړ كړي. : يو بايده د ډېټابېس د كارولو او هغه د ننوتنې د امتياز وركولو او اخستلو فيصله وكړي او د مختلفو كارونكو او ډلو لپاره منابع تهيه او ځاى پرځاى كړي. كه بېلابېل كارونكي يو له بل سره ټكر خوري نو بايده مداخله وكړي او د خوښې په يوه لاره باندې توافق يقيني كړي. د ډېټابېس امنيت او خونديوالى: كولاى شي د سيستم د بېلابېلو كارونكو ترمينځ ډېټابېس ته د ننوتلو امتياز چاته وركړي او چاته نه، ترڅو ډېټابېس له بې ځايه مداخلو او گډوډي څخه وژغوري. د مثال په ډول: د كارونكو څخه يوه ډله اختيار لري چې خبرتوكي را وباسي او بس، خو بل ته كېداى شي د خبرتوكيو د تردمه كولو او نويولو يا له مينځه وړلو اختيار هم وركړاى شي. د ترسره كېدنوڅارنه: ډېټابېس سيستم بايد د ټولو كارونكو لپاره د خدمتونو يوه يقيني معياره ژوندى وساتي. ېو خپل سيستم څاري او د ډېټابېس بېلابېلې وسيلې استعمالوي تر څويې يقين راشي چې اوس سيستم په قناعت وركونكې توگه د منېجر د كاركردگې په تول پوره ختلى. كوېري ژبې : كوېري ژبې څه ته وايي؟ دا يوه انگليسي ته ورته ژبه ده چې منېجران يې په بركت دا معلوموي چې دوى اوس د كومې ډېټا په لټه كې دي. هغه كه په پرنټ شوې راپور باندې وي يا د سكرين پر مخ. په عمومي توگه د كوېري ژبې دوه ډوله موجود دي چې هغه دي: جوړښتمنې كوېري او كوېري پر مثالونو . جوړښتمنه كوېري ژبه : جوړښتمنه كوېري يا ترټولو په پراخه پيمانه كارېدونكې كوېري ژبه ده. په كال۱۹۸۵م كې د د صنعتي معيار د پراختيا په منظور يوه كميټۍ جوړه كړه چې نن سبا زياتره ډېټابېس ترتيبونكي سيستمونه ددغه معيار ننگه كوي. كوېري ژبې په مثالونو : دا ژبې پهكويرې ورڅخه جوړېدونكې فايل كې د موجودو خانو د لست په ډسپلې كولو سره د يوې كوېرې د جوړولو په چار كې له منېجر سره مرسته كوي. لنډيز: معلومات د يوې كمپنۍ لپاره ډېر ارزښتمن دي او د ډېټابېس منجمنټ سيستم بيا د معلوماتو د گټورولو لپاره ډېره مهمه وسيله ده. په يوه كې د ډېټابېس د ترتيبولو په طريقو پوهېدنه هم يو ډېر مهم درك دى چې يو اجرا كونكى يې بايد په ذهن كې ولري. د په شمول د نورې معلوماتي ټكنالوجۍ په سمې كارونې سره منېنجران په هيښونكې توگه خپله گټورتيا زياتولاى او خپل كاروباري مصارف راكمولاى شي. سرچينې د کمپيوټر ساينس دوه مياشتينۍ توکبنسټونه د توکبنسټ د سمبالښت غونډالونه د توکبنست اندپوهنه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D9%86%D8%AA | جنت | جنت د څښتن تعالى له مخلوقاتو څخه هغه مخلوق دى، چې د خپلو نورو مخلوقاتو د نېكو كړو، وړو په بدل كې وركول كېږي. جنت د نورو مخلوقاتو لكه، انسانانو، پېريانو، ژويو، او اسمان او زمكې څخه مخكې پېدا كړې، چې دممهال هم شتون لري، او تل تر تله به وي او پاى نلري. د لسان العرب ليكوال د جنت په اړه داسې وايي: جنت چې جمع يې جنان دى، داسې بڼ دى، چې له مېوه لرونكيو ونو څخه ډك وي. دارنگه ابو علي په خپله تذكره كې داسې ليكي: د عربو شاعرانو په كلام كې چې چېرې هم جنت وي، نو ضرور به ورسره مېوه او انگور ذكر وي.جنت د په اخرت كې د نعمتونو ځاى دى. څښتن تعالى د جنت او هغه څه چې د مخلوقاتو د نېكيو په بدل كې به وركول كېږي، په وار وار يادونه كړې لكه چې په لاندې سپېڅلي ايت كې فرمايي: ان المتقين ف مقام امين، في جنات و عيون، يلبسون من سندس و استبرق متقابلين، كذلك و زوجناهم بحور عين، يدعون فيهما بكل فاكهه امنين، لا يذوقون فيها الموت الا الموته الاولى و وقاهم عذاب الجحيم. د جنت پراخوالې الله تعالى د آل عمران سورت په ١٣٣ ايت کي داسي فرمايلي دي: ژباړه:-پر هغه لاره په منډه منډه وخغلئ چي ستاسي د پروردگار د بشني او د هغه د جنت خوا ته تللي ده. چي هغه د اسمانونو او ځمکي په شان پراخ دى او هغه له خدايه وېرودونکو خلكو لپاره تيار کړی شوى دى. په د جنت اوسېدونكي په جنت كې ارام كول د جنت نهرونه د جنت سوري د جمنت ويالې د جنت دروازې د جنت كوټې د جنت خاوندانو لپاره نعمتونه د څښتن تعالى ديدار كول روانې چينې او څښاك نهرونه او لوازم يې ډول، ډول مېوې رزق او ډول، ډول غوښې حورې جامې د جنتيانو ځانگړتياوې احسان كوونكي له څښتن تعالى څخه ډارېدونكي د كلك ايمان ځښتنان د ځښتن تعالى شكر كول جنت د ترلاسه كولو اسباب د ځښتن او د هغه د نبي پيروي كول خپل لمونځونه په وخت سره ادا كول نېك عمل په دين كې استقامت ايمان او جهاد صابرين د ځښتن په لار كې جهاد كول سني اسلام اسلام |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%BE%D9%8A%D9%86%D9%87%20%D8%A7%D8%AF%D9%89 | سپينه ادى | مېرمن سپينه ادې د نور محمد الكوزي لور د يار محمد خان الكوزي، چې په ۱۹مې پېړۍ په لومړنۍ نيمايي كې د هرات وزير په ۱۸۳۷ز۱۶۵۵هجري كال كله چې ايراني ښكېلاكگرو په هرات بريد وكړ او كلابند يې كړ، نو دا حالات دې زړورې ادې په خپلو حماسي شېرونو كې د افغانانو مېړانه او توره انځور كړه ميرمن سپينه ادى مېرمن سپينه ادې د نور محمد الكوزي لور د يار محمد خان الكوزي، چې په ۱۹مې پېړۍ په لومړنۍ نيمايي كې د هرات وزير په ۱۸۳۷ز۱۶۵۵هجري كال كله چې ايراني ښكېلاكگرو په هرات بريد وكړ او كلابند يې كړ، نو دا حالات دې زړورې ادې په خپلو حماسي شېرونو كې د افغانانو مېړانه او توره انځور كړه. د سپينې ادى په هکله بل ځاي کې د پښتو ادب کې دميرمنو برخه دکتاب ليكوال داسې ليکې. ميرمن سپينه يو ه پښتنه شاعره وه چې دوزير محمديارخان الکوزي دحکومت په وخت کې دهرات په شاوخواکې اوسيدله داميرمن دنورمحمدخان الکوزي لوروه. د ايراني ښكيلاك په مقابل كى دريدل کله چې ايرانيانو په کال ۱۲۵۵ه کې هرات محاصره کړ نو پښتنو ډيره په نره اوبهادرۍ دايرانيانو مقابله وکړه اودغه رنگه ايرانيان په خپل مقصد کې ناکام پاتې شول. په دې قامي جگړو کې شاه کامران سدوزي اووزير يارمحمد خان الکوزي دپښتنو سرداران ووچې ددې مقابلې په هر ډگر کې يې دخپلې بهادرۍ اوميړنتوب څرگندونه وکړه. حماسي شاعره سپينه ادى داپښتنه شاعره سپينه هم په دې ملي جگړو کې ژوندۍ وه اودپښتنو دتورې اوننگيالي توب په ستاينه کې يې ډير خواږه اشعار ويلي دي . داسې معلوميږي چې سپينې دغه ټول حالات بالکل په خپلو ستر گو ليدلي وو ولې چې ددغې محاصرې ټول حالات يې دسترگو ليدلي اوکتلي بيان کړي دي. دميرمن سپينې ددې اشعارونه څرگنديږي چې داپه دغه وخت دپوخ عمر ښځه وه اوعمربه يې تقريبا ۳۵يا ۴۰ کالو پورې وه اوکله چې دامحاصره په کال ۱۲۵۵ه کې شوي وه نوپه دې اندازه دپيداوښت نيټه به يې تقريبا ۱۲۱۵ه او ۱۲۲۰ ه خوااوشاه وي . دې ملي شاعرې دمحاصرې ټول حالات ديوې قصيدې په شکل پريښې دې چې دمحاصرې منظوم تاريخ گڼلي شي. دقصې ابتدا دخداي پاک دحمداوثنا نه کوي .بيا په حضور پاک صلي الله عليه وسلم باندې درود اوسلام وايي اوپس له درود اوسلام نه دحضور پاک صلي الله عليه وسلم څلوواړو يارانو منقبت بيانوي اوپه اخر کې دحضور پاک صلي الله عليه وسلم دټولو اصحابو کرامو صفت کوي اوټول داسمان ستوري بولي بيا په يو څو بيته کښې دکامران اووزير يارمحمد خان ستاينه کوي اووروستو بيا قصه شروع کوي. دسپينې پښتنې شاعرې حماسي احساسات ډير پياوړي او ننگيالي دي .شعرونه يې دتاثير او جذابيته نه ډک دي . وينا يې دحماست يوه ټوټه ده اودپښتونولۍ اومړانې نماينده گي کولي شي. ددې داشعارو دمضامينو نه داسې ښکاري چې دايوه عالمه اوفاضله په تاريخ اودپښتنو په حال خبره ښځه وه. اشعار يې سليس ،خواږه اودحماست اوجذابيته ډک دي . په نورو ځينوکتابونو اوويب پاڼو کې دسپينې ادې دژوند اوژواک پير ۱۲۵۵ه ښودل شوي دي مگر زه غواړم دلته لږ تم شم . اودتاريخ له پلوه دسپينې دژوند اوژواک دپيرپه هکله لږ رڼاواچوو: داوخت هرات دمحمود دورور حاجې فيروزالدين په لاس کې وه پر ۱۲۳۲ه۱۸۱۶م کال فتح علي شاه قاجار دهرات دنيولو اراده وکړه.ځکه نوفتح خان دکابل له لښکر سره هرات ته ولاړ لومړي يې حاجې فيروزالدين ونيو اوکابل ته يې واستاوه اوبيا يې دهرات لويديځ ته دکهسان په جگړه کې دقاجاريانو دلښکر لس زره تنه ووژل اوله هراته يې شړل په خپله دهرات دچارو په سمون بوخت شو خو په دغه وخت کې يوه بد مرغه پيښه وشوه. اوهغه داچې سرداردوست محمد خان دوزير ورور،په هرات کې دحاجې فيروزالدين کاله ته ورننوت دښځو گيڼې ، پسول،جواهر اودانه نښانه قيمتي ملابند چې دتاريخ احمدشاه درانې دمولف شيرازي په وينا پنځوس زره تومانه قيمت يې درلود له نورو نفايسو سره واخستل اوکشمير ته ولاړ،دې پيښې پر شاه محمود اوکامران ډيره ناوړه اغيزه وکړه.اوددوي اوشاه محمود خان دکهاله ترمنځ بدوردي اوکينه پيدا شوه، همدا دکرکې اوبدبينۍ احساس و،چې په زړه بوگنونکې توگه دوزير فتح خان دوژلو اودسدوزيو اوبارکزيو دکهاله ترمنځ ددښمنۍ سبب شو. شاه محمود خپل ناپوه اوکينه ناک زوي کامران هرات ته واستاوه،کامران دوزير فتح خا ن دورورداعمالو دکسا ت اخيستلو په موخه وزير فتح خان ونيواودهغه پوه وزير په سترگو يې سيخ ومانډه اوړونديې کړ۱۲۳۳ه۱۸۱۷م دشهزاده کامران داکار په ظاهره دفتنې ارامولوسبب وگڼل شو،ځکه سدوزي کورنۍ داکارونه دوزير په اشاره گڼل ،خوړانده وزير ډير غښتلي وروڼه لرل ،هغو چې دخپل مشر ورور دړنديدلو خبر واوريده په ټول هيواد کې له کشميره تر هراته فتنې وخوټيدلې اودقهر اوغضب داورلمبې پورته شوي،سرداردوست محمد خان له کشميره راوگرځيد کابل يې ونيو اوشاه محموديې غزني ته وشاړه. له ها خواکامران له ۱۲زرو لښکرو سره په غزنې کې دخپل پلار مرستې ته راورسيد له بلې خوا سردار محمد عظيم خان له کشميره دسردار دوست محمد خان مرستې ته راغي اودکابل اوغزني په منځ کې سره وجنگيدل خو محمود اوکامران مات شول په همدغه وخت کې يې ړوند وزير فتح خان هم دوردگو په سيد اباد کې دکسات له مخې په ډير بد عذاب وواژه اوبند پر بند يې پرې کړ۱۲۳۴ه۱۸۱۸م دوي به خپله هرات ته ولاړل اوهلته دحکومت پر سر دمحمود اوحاجي فيروزالدين ترمنځ شخړه پيدا شوه کامران پر دواړو بريالي شو اودوي يې ووژل ۱۲۴۵ه۱۸۲۹مپه خپله کامران تر ۱۲۵۸ه۱۸۴۲ کال پورې په هرات حکومت وکړ. دامهال چې پر ټول هيواد دنفاق اوربل وه دايران قاجاري دولت بيا پر ۱۸۳۲ م کار دتزاري روسيې په پارونه اودعباس ميرزا په قومانداني ديرش زريز لښکر دهرات نيولو لپاره راواستاوه خو دانگريز له خوا له دغه کار څخه دقاجاريانو مخنيوي اوخپل هيواد افغانستان ته دهراتيانو وفاداري ددې لامل شو ل چې هرات دپخواپه څير دافغاني سلطنت په پلازمينې پورې نښتي پاتي شي. لکه سپينه ادې چې وايي: داحمدشاه غازي پښتون له کوره نن ده کامران شهزاده کښلې توره غليم له ده نه پر حذر دي جانه دده له تورې نه ابتر دي جانه ددرانو ناموس په ده دي خوندي دپښتنو مټې په ده دې قوي دپښتنو پر ننگ کلک دي ولاړ ټول غليمان دده له تورې لتاړ داپورتنۍ تاريخي پيښې داپه ډاگه کوي چې سپينې ادې دکامران په پير کې ژوند کاوه. بل ځاي سپينه ادې دمحاصرې ديوه جنگ حال داسې وايي: غليم پر ښار بيا هجوم راوړي مخ ته يې ولاړ دي يارمحمد خان پياوړي زمونږ پښتانه لکه زمري جنگيږي ولې دوينو پر حصار بهيږي هرات په وينو دپښتون شو گلرنگ پښتون زخمي دي دغليم په خدنگ يار محمد وايي پښتنو زما زمرو ټوله راووزۍ وسله دار له کورو پر غليم وکړي يو هجوم گړندي هرات له لاسه په ژوندون مه باسي کله چې برتانوي عسکرو دشاه شجاع په ملگرتيا دغزني له لارې او همدارنگه کپتان ويډله شهزاده تيمور دشاه شجاع له زوي سره دخيبر اوجلال اباد له لارې پر کابل باندې حمله وکړه شاه شجاع په کابل کې په تخت کيښنول شو اوامير دوست محمد خان له خپلو زامنو سره بخارا ته ولاړ دغه وخت چې دحکومت مشران اوامير له افغانستا څخه ولاړ اووطن يې دښمن ته پريښودافغان ملت دانگليس دمتجاوز لښکر پر ضد دغزا اعلان وکړپه ۱۲۵۸ه کې دمني په سر کې امين الله خان لوگري ،عبدالله خان اڅکزي اونوردکابل په شاوخواکې دخلکو په اتفاق په شاه شجاع اوفرنگيانو راپورته شول وزيرمحمداکبر خان هم له دوي سره يو ځاي شو په دغه کش وگير کې مکناټن دستمبر په ۲۳ نيټه کال ۱۸۴۱ه کې دغازي محمد اکبرخان لخوا ووژل شواوالکساندربرنس هم دنومبر په دوهمه نيټه کال ۱۸۴۱ه کې ووژل شو اووروسته شاه شجاع هم داپريل په دريمه کال ۱۸۴۲ م کې ووژل شو اوپه انگريزانو دکابل ځمکه تنور شوه.دهمدغه کال په ژمې کې انگريزي عسکر له کابل څخه دجلال اباد په لوري لاړل په لار کې دافغاني غازيانو په لاس ټول ووژل شول.همدا جگړه وه چې يوازې ډاکټر بريډن ژوندي لاړ.بيرته يې امير دوست محمد خان له هند څخه راوست دوست محمد خان دخپل غازي زوي محمد اکبر خان په مټ دکابل پر تخت کښيناست. وروڼه يې له ايران څخه راغلل پر کندهارحکمرانان شول اوهرات ديارمحمد خان الکوزي دشهزاده کامران دوزير په لاس کې پاتي شو. خوپه هرات کې دسدوزيو دکورنۍ پايڅوړ ديارمحمدخان الکوزي دکامران دوزير په لاس له منځه لاړ،يارمحمدخان الکوزي هم په ۱۲۶۷ه۱۸۵۰ م کال کې وفات شو.اوځوي يې سيد محمد خان پر تخت کښيناست. داټول پورتني تاريخي لاسوندونه داخبره کره کوي چې سپينې ادې دکامران سدوزي اويارمحمدخان الکوزي په پير کې ژوند کاوه اوپه پر هيواد دغليمانو له خواتيري يې په خپلو شعرونو اوقصيدو کې په دالاندې ډول بيان کړي دي: د ايراني تيريو يادونه به خپلو شعرونو كى لمړي څښتن دټول عالم ستايمه- بيا محمد رسول صلي الله اکرم ستايمه درودپه واړواصحابانودې وي- دپاک نبي پس ښو يارانو دې وي دي وواستازي دکونينوبادار- په دوه جهانو دنبيانو سردار دگنهگار شفاعت کوينه- رحم په خپل خسته امت کوينه بيا منقبت دابوبکر وايم- صديق يې نوم په صداقت يې ستايم دي لمړي يار وه دخاوند درسول- په لوي دربا رپه دوه جهانه مقبول په يار غاردپاک نبي دي مشهور- توره تياره يې په انوارو ده پور دوهم فاروق عمر خداي ته نزدي- دعدالت يې پر جهان نندارې شورودنيل يې له پرتمه کښته- مړه کافران دده له ډير هيبته دريم عثمان ذي النورين ونمر- هم وجامع دپاک قران اکبر حلم وحيا کې وه بادار دامت- ابن عفان موشو سردار دامت څلورم يار وه شير دخداي وکرار- علي حيدر وه تل په لاس ذوالفقار دخيبر وريې ذوالفقار ته ورمات- په بريښ دتورې يې تل ورک ظلمات --- ---- ---- بيا نو کوومه په خوښي په عزت - دپاک نبي داصحابو صفت چې دوي وه ستوري پر اسمان ځليده- تل وه خوشحاله پاک نبي يې ليده دخداي رحمت دې وي پر دوي تر ابد- خالق دې عفوکې په دوي زمونږ ابد دپاچا اووزير په ستاينه کې: اوس نو شروع کړم دباچا په صفت- زمونږ شهزادهدي ننگيالي په غيرت دوي دي ډيوه دسدوزو دټبر- په سړبنو کښې نن دوي دې لکه لمر داحمدشاه غازي پښتون له کوره نن ده کامران شهزاده کښلې توره غليم له ده نه پرحذر دي جانه- دده له تورې نه ابتر دي جانه ددرانو ناموس په ده دي خوندي- دپښتنو مټې په ده دې قوي دپښتنو پر ننگ کلک دي ولاړ- ټول غليمان دده له تورې لتاړ بل يې وزير يار محمدخان توريالي-په سپين ميدان ځنې رپيږي زمري دي په تدبير اصف نظام دهرات- ښه يې سنبال کړانتظام دهرات پښتون پرده راټول دجنگ پر ميدان-سټ يې په توره کړه غليم دښمنان خالقه دادپښتو توريالي- وي دهرات په سيمه تل دې ژوندي دپښتنو سردې په دوي وي بلند- هم په غيرت وټول جهان ته څرگند وروستو تر مدح دکامران شهزاده-واوره چې کاندم دجنگوښه قيصه له سپينې خوارې څخه به څه نه وي اثار- دابه وي خاورې پاتې شي به ياد گار په هرات او قندهار کې دسدوزو پادشاهي: راسه چې تاته حکايت کومه- دسدوزو دسلطنت کوومه پخوا تردې وه دهرات پاچهان- دسدوزو ذوالفقار زمان خان دوي سرداران دپښتنو دهرات-غليم يې تل له تيرې تورې ومات دپښتنوتورې به تل ځليدي ددشمن سترگې له بريښناوې ړندې دوي وه ميړونه پښتانه توريالي- پر ننگه ټينگ وودوطن ننگيالي په جنگ کښې هر يولکه غټ شين زمري- دسدوزو وه هرزلمي بريالي ټول پښتانه په اتفاق وو ولاړ- کار ددښمن ددوي دلاسه ويجاړ چې پښتون زلمي په خوب کې دښمن-وليدله ويرې به ريږد په بدن دمحاصري ديو جنگ حال : غليم پر ښهر بيا هجوم راوړي مخ ته يې ولاړ دي يار محمد خان پياوړي زمونږ پښتانه لکه زمري جنگيږي-ويـــــــــالي دوينو پر حصار بهيږي هرات په وينو د پښتون شوگلرنگ-پښتون زخمي دي دغليم په خدنگ يارمحمد وايي پښتنو زمازمرو-ټوله راووزي وسله دار له کورو پر غليم وکړي يو هجوم گړندي- هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ کفن په غاړه داوطن اوساتي-زمونږ دپلرو ښکلي مدفن اوساتي دلته پراته دي ننگيالي نيکه گان- دلته بهيږي وينې تل دافغان هرات زمونږ دي ږمونږ کور دينه-ږمونږ نغري دي زمونږکوردينه دښمن راغلي ترديواله دکور-ولاړشي دادي دپښتون لوي پيغور کامران نارې کړې چې پښتونه قامه-توره راباسه مره پر ننگ نامه مه بايله ځان اوسه ولاړپه حصار-دپښتانه پر ننگه ځان کړه ايثار زلموچې واوريدي نارې غلبلې-له يارمحمده اوکامرانه دلې له کلو اوواته زمريانو په څير پر دښمنانويې جوړکړلتير سرونه يې غوڅ کړه ددښمن په توره- موريې کړه په غليمانو بوره دښمن شو مات راغي دوران دکامران ديار محمددبري ستوري ځلان ځينو کتابو بيا دغه دمحاصري حا ل داسې رااخيستي : زمونږ پښتانه لکه زمري جنگيږي- ويـــــــــالي دوينو پر حصار بهيږي هرات په وينو د پښتون شوگلرنگ- پښتون زخمي دي دغليم په خدنگ يارمحمد وايي پښتنو زمازمرو- ټوله راووزي وسله دار له کورو پر غليم وکړي يو هجوم گړندي- هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ داخو زمونږ کور دي زمونږ وطن دي نا-دازمونږ ټاټوبۍ زمونږ مامن دي نا کفن په غاړه داوطن وساتئ- زمونږ دپلرو ښکلي مدفن وساتئ دلته پراته دي ننگيالي نيکه گان- دلته بهيږي ويني تل د افغان هرات زمونږ دي زمونږ کور دي نا- زمونږ نغري دي زمونږ اور دي نا دښمن راغلي تر ديواله دکور- ولاړسئ دادي دپښتون لوي پيغور کامران نارې کړې چې پښتونه کامه!- توره راباسه مره پرننگ ونامه مه بايله ځان اوسه ولاړ پر حصار- دپښتانه پرننگه ځان کړه ايثار بويه غيرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي دلته لکه چې تاسو وينۍ دالاندې بيتونه هم شته: داخو زمونږ کور دي زمونږ وطن دي نا-دازمونږ ټاټوبۍ زمونږ مامن دي نا بويه غيرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي بل ځاي کې يې بيا همدغه دجنگ دمحاصرې حال داسې راخيستي : غليم پر ښهر بيا هجوم راوړي مخ ته يې ولاړ دي يار محمد خان پياوړي زمونږ پښتانه لکه زمري جنگيږي-ويـــــــــالي دوينو پر حصار بهيږي هرات په وينو د پښتون شوگلرنگ-پښتون زخمي دي دغليم په خدنگ يارمحمد وايي پښتنو زمازمرو-ټوله راووزي وسله دار له کورو پر غليم وکړي يو هجوم گړندي- هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ داخو زمونږ کورزمونږ وطن دينه- دازمونږ ټاټوبي زمونږ مامن دينه کفن په غاړه داوطن اوساتي-زمونږ دپلرو ښکلي مدفن اوساتي دلته پراته دي ننگيالي نيکه گان- دلته بهيږي وينې تل دافغان هرات زمونږ دي ږمونږ کور دينه-ږمونږ نغري دي زمونږکوردينه دښمن راغلي ترديواله دکور-ولاړشي دادي دپښتون لوي پيغور کامران نارې کړې چې پښتونه قامه-توره راباسه مره پر ننگ نامه مه بايله ځان اوسه ولاړپه حصار-دپښتانه پر ننگه ځان کړه ايثار بويه غيرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي زلموچې واوريدي نارې غلبلې-له يارمحمده اوکامرانه دلې له کلو اوواته زمريانو په څير پر دښمنانويې جوړکړلتير سرونه يې غوڅ کړه ددښمن په توره- موريې کړه په غليمانو بوره دښمن شو مات راغي دوران دکامران ديار محمددبري ستوري ځلان دلته تاسو وينئ چې دالاندې بيتونه هم شته : داخو زمونږ کورزمونږ وطن دينه- دازمونږ ټاټوبي زمونږ مامن دينه بويه غيرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي په هر صورت ددې اشعار ونه ددې پښتنې ميرمنې تاوده احساسات اوپښتني جذبات په ښه شان سره څرگنديږي . زما چې خو دومره په وس پوره له درنو استادانو هيله کوم چې دسپينې ادې په هکله ډير څه وليکې دنوموړي روح دې ښاد اودجنتونو سرداره دي وي په سپيڅلې کليواله مينه ليكنه: ډاکټر ثواب الدين مخکښ اخځونه : دافغانستان لڼد تاريخ ليکوال علامه عبدالحي حبيبي۱۳۷۸لمريز،ژباړن الحاج عبدالودودکرزي. پښتو ادب کې دميرمنو برخه ليکوال شاه جهان ۱۹۹۳ زيږديز تل افغان ويب پاڼه . سپر غۍ ويب پاڼه. يادې اززنان نامدار ودلير افغان ليکوال کانديد اکاډميسن سيستاني پښتنې ليکوالې اوشاعرانې ليک کبري مظهري |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%DA%81%D8%A7%D9%8A%D9%88%D9%86%D9%88%20%D9%86%D9%8A%D9%88%D9%84%D9%8A%DA%A9 | د ځايونو نيوليک | دا د زمکې پر سر د هغو ځايونو لړليک دی چې د ځانگړې وېشنې پر بنسټ جوړ شوي. د عامو ځايونو لړليک د هېوادونو لړليک د نوم، پلازمېنې او حکومت له مخې د هېوادونو لړليک د لويو وچو له مخې د هېوادونو د کوډونو له مخې - - - - د نوم له مخې د ملي پلازمېنې له مخې د رسمي ژبې له مخې د وگړو د شمېر له مخې د وگړو د گڼه گونې له مخې د وخت د سيمې له مخې - د بيرغونو لړليک د مذهبونو لړليک د سيمه ايزو شخړو لړليک - . ښارونه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ښارونه پلازمېنې د ملي پلازمېنو لړليک د نوم له مخې اوسنۍ او پخوانۍ پلازمېنې د نړۍ د پلازمېنو او د لويو ښارونو لړليک .. د هند د ښارونو لړليک د ښارگوټو لړليک د لندن د ځايونو لړليک :- د بڼونو لړليک د تاريخي کورونو لړليک د روغتونونو لړليک د موزيمونو لړليک د اسمانڅکو ودانيو لړليک د لندن دنگې ودانۍ د مېلبورن دنگې ودانۍ .. د دېوالونو لړليک د نړېوال ميراثي ځايونو لړليک د ژوبڼونو لړليک - د ودانيو لړيک د هېوادونو لړليک . د ښارونو لړليک د ملي پلازمېنو لړليک د ښوونځيو لړليک په يوه هېواد کې د ځايونو لړلیک په يوه ښار يا رياست کې د ځايونو لړليک وېکټوريا آسټراليا: نيو ساوت وېلز آسټراليا: د آرنوم له مخې د ځايونو لړليک . د نورو ځايونو لړليک په وېنوس کې د غرونو لړليک په مريخ کې د غرونو لړليک ځايونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D9%86 | مردان | مردان د پاکستان د خيبر پښتونخوا د سیمي يو ښار دي. دا ښار د پېښور نه ۶۰ کلومتره په ختيځ کي پروت دي. په مردان کي د آسيا د ټولو نه غټه د گنو کارخانه دی پريمير شوگر مردان پرته ده- سرچينې خيبر پښتونخوا |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%84%D8%A7%D9%84%DB%8D%20%D8%AC%D9%88%D9%8A%D8%A7 | ملالۍ جويا | ملالۍ جویا زېږېدنه ۲۶ ثور، ۱۳۵۷ د فراه ولايت د افغانستان د ولسي جرگې ترټولو ځوانه غړې ده. نوموړې د ۲۰۰۳ زېږيز کال د ډېسمبر په مياشت کې د فراه ولايت د پلاوې په توگه لويه جرگه کې وټاکله شوه او په لويه جرگه کې يې د يو ۲ دقيقو لپاره د نانديريزې وينا وروسته نه يواځې په افغانستان کې بلکه په ټوله نړۍ کې نوم ترلاسه کړ. هغې يو څه موده په پاکستان او ايران کې هم د پناه غوښتونکې په توگه ژوند کړی او وروسته يې د ښځو د حق غوښتنې او د هغوی د روزنې او زده کړې لپاره په هېواد کې دننه او د هېواد نه دباندې کارونه ترسره کړي دي. باندنۍ تړنې اوریدنه وډيوگانې د لويې جرگې يوه لنډه وډيويي ټوټه په . باندې د ملالۍ جويا کلېپونه د ملالۍ جويا سره ويډيويي مرکه د جون مه د ملالۍ جويا مرکه ! افغانان د زېږېدنې |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%82%D8%A7%D8%B3%D9%85 | قاسم | قاسم د رسول الله صلى الله عليه وسلم مشر زوي قاسم نوميده چې تر بعثت يوولس دوولس كاله وړاندي زيږيدلى وو او په كوچنيتوب كي وفات شوى دى قاسم ته په نسبت كولو سره درسول الله صلى الله عليه وسلم كنيت ابو القاسم وو او دا كنيت يې ډير خوښيده دڅه مهال لپاره يې ددې كنيت له ښودلو څخه نور خلك راگرځولي وو . |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%D8%B1%D9%88%D8%B4%D8%AA%D9%87%D9%8A%20%D9%84%D9%8A%DA%A9%D8%AF%D9%88%D8%AF | خروشتهي ليکدود | په افغانستان کي يوشمير داسي کتېبې او ډبر ليکونه شته چي لا تر اوسه په بشپړه توگه نه دي لوستل شوي ، د بيلگو په توگه په لغمان ولايت کي اليشنگ کتېبه ، د هزار سم څخه تر لاسه شوي يوشمير ليکبڼي او نور يادولای شو ، خو د لرغونو زمانو داسي کتيبې ، ډبر ليکونه او د ليک بڼي هم شته چي په اړه يې يوشمير بهرنيو او کورنيو پوهانو زيار گاللئ او د پوهېدو وړيې گرځولي دي . د دې ډلې ليکبڼو څخه يو هم خروشتهي ليکدود دئ چي ٣٠٠ کاله پخوا تر مېلاد منځ ته راغلۍ او تر ٥٠٠ ميلادي کلونو دود و. دا ليکدود چي د خپل مهال په تاريخي پېښو د پوهېدلو گټور او ارزښتمن لاسوند ونه لري ، د زيات شمير څيړونکو د پام وړ کرځېدلئ او په اړه يې څيړني کړيدي . په دې ليکنه کي هڅه شوې چي دخروشتهي ليکدود په اړه درې پوښتني په لنډه توگه ځواب شي . لومړۍ دا چي خروشتهي ليکدود چيري پيدا شوۍ ، د ترويج او تعميم سيمې يې کومي دي ؟ دوهمه پوښتنه دا چي د ا يوازي ليکدود و او که ژبه هم وه ، که يوازي ليکدود و نو د کومو ژبو ليکبڼه ده ؟ او دريم دا چي د لوستلو لپاره يې چا زيار گاللئ او د کومو معيارونو پر بنسټ يې د دې ليکدود اوازونه پېداکړيدي ؟ تاريخ تر دې مهاله چي د لرغونو ليکنو او په ځانگړې توگه د خروشتهي ليکدود په اړه څيړني تر سره شوي ، داڅرگندوي چي خروشتهي ليکدود د اوسني افغانستان په ختېزو سيمو کي منځ ته راغلۍ او تعميم شوېدئ . په دې اړه انگليسي نامتولرغونپوه ويلسن - په خپل لرغوني اريانا نومي اثر کي ليکي چي : خروشتهي ليک له اره اريايې ليکدود دئ ، چي د امو او اباسين تر منځ سيمو کي رائيج وو . د نامتو ژبپوه کارل بوهولر - په وينا د خروشتهي ليکدود نوم دهغه ليک د بنسټ ايښوونکي د نوم څخه اخستل شوېدئ چي خروشته نومېدئ . ښايې دا نوم د اوسني خروټو قوم د نوم سره تړاو ولري د نوموړي په باور په خروشتهي ليکدود کي يوشمير ږغونه د براهمي ليکدود څخه را نقل شويدي ، په خروشتهي ليکدود کي ږغ لرونکي او بېږغه توري شته چي پخوا په براهمي ليکدود کي هم موجود وه ، او ښايې خروشتهي ليکدودد براهمي ليکدود تر اغېزي لاندي وده کړې وي . خو هغه څه چي څرگند دي هغه د اوسني افغانستان په ختيزو سيمو کي د دې ليکدود پياوړۍ شتون او همدلته د همدې ليکدود منځ ته راتلل دي . خروشتهي يوازي ليکدود وو او که ژبه هم وه؟ د بيلا بيلو پوهانو څيړنو ښودلې ده چي خروشتهي يو ځانگړئ ليکدود دئ . دې ليکدود ژبه نه درلوده ، د هغه مهال ليکوالو د مروجو ژبو د ليکبڼي په توگه کار ولۍ دۍ . د هغو کتېبو او ډبر ليکونو څخه چي په بيلا بيلو زمانو او سيمو پوري اړه لري ، دا څرگنده شوېده چي د همدې ليکدودپه مرسته د يوناني ، سانسکريت ، پارا گريت او نورو ژبو مفاهيم او مطالب ليکل شويدي . راپسون نامتو ژبپوه - د خروشتهي ژبي زيات شمير ليکني ، کتيبې ، ډبر ليکونه او مسکوکات په خپل خروشتهي ليک نومي اثر کي را پيژندلي او څيړلي دي . په خروشتهي ليکدود ليکل شوي نامتو کتېبو څخه د بيلگي په توگه د صوات کتېبه چي په ١٨٣٨ زيږديز کال د مسون په وسېله وپيژندل شوه ، په باميان کي د ونو پر پوست ليکل شوي ليکني چي په ١٩٣٠ زيږديز کال وپيژندل شوې، د باجوړ کتېبه چي په ١٨٨٩ زيږديز کال وموندل شوه . په ١٨٤٣ زيږديز کال د جلال اباد په بېمارانو کلي کي د ښاغلي مسون په وسيله خروشتهي کتېبه وموندل شوه او په دې ډول په سلگونو نوري کتيبې چي د افغانستان په دننه او د اوسني افغانستان د سياسي کرښو بهر تر لاسه شويدي . موندنه د دې ليکدود د لوستلو لپاره چا زيار گاللئ او د کومو معيارونو پر بنسټ يې د دې ليکدود اوازونه پېداکړيدي ؟ ژبپوهانو د دې لرغوني ليک د لوستلو لپاره د يوناني ژبي مفاهيم معيار گرځولي دي . د لومړي ځل لپاره په ١٨٣٠ زيږديز کال د مسکوکاتو پر مخ د يوناني ليکدود او خروشتهي ليکدود گډ ليکونه ولوستل شوه ، لومړۍ د مسکوکاتو يوناني ليک ولوستل شو او بيا د يوناني ژبي څخه ترلاسه شوئ تعبير د خروشتهي ليکدود لپاره هم ومنل شو ، له هغه وروسته د خروشتهي ليکدود د پوهېدلو لپاره د يوناني ليکدود او ژبي کاريدل معياروگرځیدل . د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو څخه بيلا بيلو ژبپوهانو او لرغونپوهانو د خروشتهي ليکدود په اړه څيړني او پلټني کړيدي ، چي د بيلگي په توگه د يوشمير نومونه را يادوو : د خروشتهي ليکدود زيات شمېر کتيبې او ليکني د انگلېسي لرغونپوه مسون په زيار د د څيړنو مهال د١٨٣٣ څخه تر ١٨٣٥ زيږديز کال پوري پيژندل شوي او تر لاسه شويد ي . سر اورل ستاين د څيړنو مهال د ١٩٠٠ څخه تر ١٩١٣ زيږديز کلونوپوري راپسون د څيړنو مهال د ١٩١٤ څخه تر ١٩٤٧ زيږديز کلونو پوري او زيات شمير نوربهرني څيړونکي يادولای شو چي د خروشتهي ليکدود په پيژندلو ، پيدا کولو او لوستلو کي ارزښتمنه ونډه اخستې ده . د دې تر څنگ يو شمير کورنيو پوهانو او څيړونکو هم د دې ليکدود په اړه هر اړخيزي څيړني او پلټني تر سره کړيدي ، چي د علامه حبيبي ، استاد کهزاد ، مرحوم دوست شېنواري او پوهاند داکتر الفشاه ځدراڼ نومونه تر ټولو وړاندي د يادولو وړ دي . پر مسکوکاتو د خروشتهي ليکدود دوې بيلگي د لرغوني خروشتهي ليکدود يوه بيلگه چي د حېوان پر پوست ليکل شوېده د خروشتهي ليکدود ٣٧ اوه دېرش توري اود هغو فونيک ږغونه اخځونه ١ -- حبيبي ، عبدالحئ . تاريخ خط و نوشته های کهن افغانستان . چاپ دوم . ١٣٧٧ . ٢ الفشاه ، ځدراڼ . کتېبه ها ومسکوکات افغانستان . کابل : پوهنتون کابل ١٣٦٧ . ٣ باوري ، رسول . د افغانستان لومړني مدنيتونه . کابل : کابل پوهنتون د علمي رتبې تيزسس . ١٣٧٣. ٥ بيلا بيل ويب سايټونه او يوشمير نور . ژبنيز ليکدودونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%DA%86%DA%A9%DA%9A | وچکښ | وچکښ د ليکلو يا کښلو يو اوزار دی چې د يو نري لرگي نه چې په مېنځ کې يې اکثراً گرېفايټ وي جوړ شوی، خو دا اړين نه دی چې وچکښ يواځې د گرېفايټ نه جوړ وي، بلکه وچکښونه د بېلابېلو رنگونو سربېره د چارکول د لرگي سکاره او نه هم جوړ دي چې اکثراً په يوه لرگين، پلاستيکي او کاغذي استوانو کې پوښل شوي. وچکښ ته په انگريزي ژبه پنسل، په عربي ژبه قلم رصاص او په فارسي ژبه مداد وايي. وچکښونه د کښيو د کښی جمع چې د قلم په مانا ده نه يو څه توپير لري. په کښيو کې اوبلن رنگ کارېږي خو په وچکښ کې هېڅ اوبلن توکی نه کارېږي. سرچينې ليکتوکي وچکښ |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D9%8A%DA%A9%D9%8A%D9%BE%DB%90%DA%89%D9%8A%D8%A7 | ويکيپېډيا | ويکيپېډيا انګليسي: د اېنټرنټ پر مټ د وړيا مېنځپانگې يو گڼ ژبنيز پوهنغونډ دی چې د داوطلبو کارونکو لخوا او د هر هغه چا له لوري چې د انټرنټ اسانتياوې لري، ليکل کېږي. ددې پوهنغونډ د پرانيستې مېنځپانگې پروژه د ويکيمېډيا د بنسټ د بې گټې موسسې له لورې پرمخ بېول کېږي. د ويکيپېډيا نوم د دوه نومونو نه راوتلی دی چې يو يې ويکي د ويبځايونو د جوړولو يو گډ تخنيک او وروستۍ برخه يې د انګليسي د وييکې اېنسايکلوپېډيا د وروستاړي پېډيا څخه اخيستل شوی او په همدې توگه د ويکيپېډيا نوم ترېنه جوړ شوی دی. ددې پوهنغونډ بنسټ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۱ کال د جنوري په مياشت کې د جېمي وېلز او لېري سانگر لخوا ايښودل شوی او په ډېر لنډ وخت کې د انټرنټ تر ټولو لوی، چټک پرمختلونکی او د ټولگړو مالوماتو تر ټولو نوموتې اېنټرنټي سرچينې بڼه يې غوره کړې. د ۲۰۰۷ کال تر ډسامبر مياشت پورې شته شمار ښودلې چې ويکيپډيا په ۲۵۳ ژبو کې نژدې ۹،۲۵ ميليونه ليکنې لري، چې که د ويکيپډيا ټولې ليکنې سره يوځای کړو نو دا ټول به له ۱،۷۴ بيليون وييونو نه هم ډېر لغتونه وي. په ۹ د سپټامبر، ۲۰۰۷ کال کې د انګليسي ژبې د ويکيپډيا د ليکنو شمېر له ۲،۰۰۰،۰۰۰ څخه واوښته او تر ۱۲ د مارچ، ۲۰۰۸ کال پورې د انگليسي ويکيپډيا د ليکنو زېرمه له ۲،۲۷۶،۰۰۰ ليکنو څخه واوښتله چې دغه ټولې ليکنې له ۹۹۰،۰۰۰،۰۰۰ وييونو - -- -- او لغتونو نه جوړ شوي. د ويکيپېډيا ليکنې په ټوله نړۍ کې د ويکيپېډيا د داوطلبو کارونکو لخوا په گډه توگه ليکل شوي او هرڅوک چې د اېنټرنټ آسانتياوې لري کولای شي چې د دغه پوهنغونډ په نژدې ټولو ليکنو کې سمون راولي. ويکيپېډيا په ډېر يو لنډ وخت کې خپل ځان نړېوالو ته ور پېژاندلی او ښه نوم يې ايستلی چې اوسمهال په نړېواله کچه د نړۍ په ۱۰ ډېرو کتونکو ويبځاييونو کې شمېرل کېږي. د يوې معتبرې او منلې سرچينې په توگه تل د ويکيپډيا دريځ د پوښتنې لاندې راغلی ځينې نور بيا د ويکيپېډيا د وړيا مېنځپانگې، د ټولو د خپراوي وړتيا، د بې پلوۍ او بې پرې سياست او د سرليکونو د پراختيا د اسانتياؤ ستاينه کوي. اوس د ويکيپېډيا ډاډه توب او کره توب يوه مسٔله ده. او بل انتقاد چې اکثراً په ويکيپېډيا کېږي هغه د ورانکارۍ او ناسمو او ناتصديق شويو مالوماتو پر وړاندې د دغه پوهنغونډ اغېزمنتوب دی. خو اکثراً داسې هم انگېرل کېږي چې په علمي کارونو او ليکنو کې ورانکاري او د ناسمو مالوماتو خپراوی لنډمهاله وي. د نيويورک ټايمز، جانتان ډي، او انډريو ليح، د پرليکه ژورناليزم په اړه د پينځم نړېوال سمپوزيوم، پر مهال، د ويکيپډيا ارزښت نه يواځې د يوې پوهنغونډيزې سرچينې په توگه په ډاگه کړی بلکه دا يې يوه ژر تازه کېدونکې خبري منبع هم گڼلې. کله چې د ټايم مجلې د ۲۰۰۶ د کال شخصيت نورو ته ورپېژانده نو په اېنټرنټ کې په گډه توگه د پرليکو جټکو پرمختلونکو گرافيکي پاڼو په اړه چې د نړۍ د ډېرو وگړو له لورې کارېږي، داسې انگېرنې هم خپرې کړې چې ويکيپېډيا يو د هغو درې چټک پرمختلونکو وېبځايونو په کتار کې راځي چې د ِېب . د خدماتو په کارولو سره د نړۍ د ډېرو کارېدونکو ې بپاڼو په درېم ځای کې د يوټيوب او مای سپېس سره يوځای شمېرل کېږي. تاريخ ويکيپېډيا د نيوپېډيا د يو بشپړه کوونکې پروژې په توگه په کار پيل وکړ. دا په انگرېزي ژبه د پوهنغونډ يوه پروژه وه چې د دغې پروژې ليکنې د تجربه کارو ليکوالانو لخوا ليکل کېدل او د يوې رسمي مخکتنې د پروسې نه تېرېدل. د نيوپېډيا بنسټ په ۹ د مارچ ۲۰۰۰ کال کې د بوميس مالکيت، د وېب پورټالونو يوې کمپنۍ لخوا کېښودل شو. د دغه بنسټ، چې وروسته په ويکيپېډيا بدل شو، اصلي غړي جيمي وېلز، بوميس او لېري سانگر، وه. په پېل کې نيوپېډيا د نيوپېډيا د پرانيستې مېنځپانگې د لايسنس د اجازې لاندې کار کاوه چې د ويکيپېډيا د بنسټ ايښودلو نه مخکې د ريچارډ سټالمېن په غوښتنه يې نوم د جي ان يو د وړيا لاسوندونو لايسنس واړاوه. لېري سانگر او جېمي وېلز د ويکيپېډيا بنسټ ايښودونکي دي. . . خو جېمي وېلز ته دا امتياز ور په برخه دی چې هغه د عوامو لخوا د پوهنغونډ د سمون او ايډټ د آسانتياؤ موخه او وړتيا راڅرگنده کړې، او سانگر ته بيا دا امتياز ورکول کېږي چې هغه دې موخې ته د رسېدلو لپاره يوه شعوري چلندلار غوره کړې وه. په ۱۰ د جنوري، ۲۰۰۱ کال کې لېري سانگر د نيوپېډيا د برېښليکونو په لړليک کې د يوې داسې ويکي د جوړولو وړانديز وکړ چې د نيوپېډيا لپاره د يوه غني کوونکې سرچينې په توگه کار وکړي. په رسمي توگه ويکيپېډيا په ۱۵ د جنوري، ۲۰۰۱ کال کې يواځې د انگرېزي ژبې لپاره په کار واچول شوه او انټرنټي پته يې وه. او د همدې پوهنغونډ خبرتيا د سانگر لخوا د نيوپېډيا د برېښليکونو په لړليک کې خپره شوه. د پيل په لومړيو مياشتو کې د ويکيپېډيا بې پرې او ناپېيلی اند د دې وېبځي د تگلارو په مادو کې راغلی ؤ چې د نيوپېډيا د ناپېيلتوب کړنلارې سره ورته ؤ. خو په پيل کې داسې ډېر لږ قوانين وه او ويکيپېډيا، نيوپېډيا پورې نااړونده په خپلواکه توگه چلېدله. په لومړنيو ورځو کې ويکيپېډيا خپلې ونډې له نيوپېډيا، سلش ډاټ ليکنو خپرونو او د انټرنټي پلټن ماشين د نوملړونو نه لاس ته راوړي. د ۲۰۰۱ ز. کال تر پايه ويکيپېډيا د نژدې ۲۰۰۰۰ ليکنو مېنځپانگه خپله کړې وه او د نړۍ په ۱۸ ژبو کې ويکيپېډيا فعاليت درلوده. د ۲۰۰۲ ز. کال تر پايه ويکيپېډيا په ۲۶ ژبو کې خپرېدله، د ۲۰۰۳ ز. کال تر پايه همدغه پوهنغونډ ۴۶ ژبو ته وغځېده او د ۲۰۰۴ ز. کال تر پايه ويکيپېډيا ۱۶۱ ژبو ته وغځېدله. تر ۲۰۰۳ ز. کال پورې نيوپېډيا او ويکيپېډيا دواړه يو ځای سره موجود وه خو په نومېدلي کال کې د نيوپېډيا پالنگر سرورز د تل لپاره په ټپه ودرېده، او د نيوپېډيا ټوله مېنځپانگه په ويکيپېډيا کې ځای پر ځای شوه. د ۲۰۰۷ ز. کال د ډېسمبر تر مياشتې د انگرېزي ژبې ويکيپېډيا ليکنې له ۲ ميليون نه واوړېدلې، او دغه پوهنغونډ ته يې د نړئ تر ټولو ستر جوړ شوي پوهنغونډ وياړ ور په برخه کړ، د ويکيپېډيا دغه چټک پرمختگ د دايرة المعارفونو په تاريخ کې د يونگل پوهنغونډ ، شپږ سوه کلن ريکارډ ور مات کړ. د بيا خپرېدنې، سوداگريزو خبرتياؤ، د کنټرول د نشتوالي او په انگريزي ژبې د متمرکزيت گڼل د دې سبب شو چې د ۲۰۰۲ کال په فبروري کې د اسپانيوي ژبې ويکيپېډيا کارکونکي د انسايکلوپېډيا لايبرا په جوړولو سره د ويکيپېډيا نه بېل شول. د هماغه کال په پای کې وېلز دا اعلان وکړ چې تر دې وروسته به په ويکيپېډيا کې سوداگريزې خبرتياوې نه ښکاري، او بيا د ويکيپېډيا وېبپاڼه د . پتې ته ولېږدېده. په همدې توگه گڼې نورې پروژې هم د خپرېدو د د لاملونو پر بنسټ د ويکيپېډيا نه بېل شوي. ويکي انفو بيا بې پرې تگلاره نه ده خپله کړې او دا پروژه په اصلي بڼه کې د ترسره شويو څېړنو د خپرولو اجازه ورکوي. د ويکيپېډيا د کړنو نه الهام اخيستونکې نوې پروژې لکه سيټيزېنډيم، سکالرپېډيا، اماپېډيا او د کنول د ويکيپېډيا د محدوديتونو، لکه د گډونوالو مخليدنه، اصلي څېړنه او سوداگريزې خبرتياؤ په غبرگون کې پيل شوي. په ۲۰ د جون، ۲۰۰۳ ز. کال د ويکيپېډيا او نيوپېډيا د يوځای کېدنې وروسته د ويکيمېډيا بنسټ رامېنځ ته شو. تر دې وروسته په ۱۷ د سېپتمبر ۲۰۰۴ ز. کال کې ويکيپېډيا د امريکا د متحده ايالاتو د اختراعگانو او سوداگرۍ دفتر نه د د سوداگريزې نښې د ثبتولو غوښتنه وکړه چې په ۱۰ د جنوري ۲۰۰۶ ز. کال کې دا غوښتنه ومنل شوه. همدا رنگه په ۱۶ د ډېسمبر ۲۰۰۴ ز. کال کې د ويکيپېډيا د سوداگریزې نښې تړون د جاپان سره او په ۲۰ د جنوري ۲۰۰۵ ز. کال کې د اروپايي اتحاديې کې د يو تړون له مخې ثبت شوه. : . داسې پلانونه هم شته چې د ويکيپېډيا د سوداگريزې نښې اجازتليک د نورو توليداتو په برخه کې هم وکارېږي، د ساري په توگه د کتابونو او ډي وي ډي گانو په برخه کې. د ۲۰۰۷ ز. کال په اکتوبر کې همدغه بنسټ د ۲۰۰۸ کال په فبروري کې د سېنټ پيټرزبرگ، فلورېډا نه کاليفورنيا کې سانفرانسيسکو ښار ته د خپل مرکزي دفتر د کډه کولو اعلان خپور کړ. د ۲۰۰۵ کال د ويکيمېډيا د بنسټ د ۴مې دورې د غونډې لگښتونه ۳۲۱،۰۰۰ وه، چې په دې کې د کمپيوټري هډوانې لگښتونو د ټولې بوديجې پانگې نژدې ۶۰ برخه جوړوله. دم مهال د ويکيپېډيا بنسټ پر شخصي بسپنو بسيا دی او د بسپنې ډېرولو مرتبې غونډې ترتيبوي، چې د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ د مياشتې بسپنې نژدې يو ميليون ډالر نه اوښتې وې. مېنځپانگه او جوړښت هر څوک کولای شي چې د ويکيپېډيا په نژدې هره يوه ليکنه کې په ورکنومې توگه او يا هم د خپل د کار-نوم په کارولو سره سمونې او زياتونې وکړي، خو د نوؤ ليکنو خپرول يوازې په ويکيپېډيا کې د ثبت شوؤ کارنانو لخوا ترسره کېدای شي. د ويکيپېډيا هره ليکنه د پېښليک يو مخ لري چې هلته د هر چال لخوا د يوې ليکنې د هر ډول بدلونونو پېښې د وخت او نېټې له مخې ثبتېږي. خو د ناندريزو ليکنو او يا هم هغه ليکنې چې د رښتو نه يې سرغړونې کېږي، دلته په پوهنغونډ کې د خپرېدو سره سم ړنگېږي. - . د ويکيپېډيا ټول متن د د لاسوندونو وړيا منښتليک يو داسې منښتليک دی چې که څه هم يو ليکوال د خپلو آثارو د بيا خپرولو د رښتو خاوند گڼي، خو د دې تر څنگ د متن د بيا خپرېدنې، وېشنې، نوې زېږېونې، او د سوداگريزو موخو لپاره د مېنځپانگې کارېدنې اجازه هر چا ته ورکوي. ويکيپېډيا اوس د منښتليک نه د کريتيف کامنز منښتليک د خپلولو په حال کې ده. د منښتليک په اصل کې د ساوتريو د لارښود لپاره کښل شوی او پر ليکه د انټرنټي سرچينو لپاره وړ منښتليک نه دی. د ځينو ژبو ويکيپېډيا لکه د انگرېزي ژبې ويکيپېډيا د ښې کارېدنې دريځ له مخې ځينې ناوړيا انځورونه کاروي، خو د وړيا رسنيو دوتنې بيا د ويکيمېډيا کامنز لخوا د ټولو ويکيپېډيا گانو او د هر چا د وړيا کارېدنې په تکل موجود دي، ويکيمېډيا کامنز د ويکيمېډيا بنسټ يوه پروژه ده او د همدغه بنسټ تر څارنې لاندې پرمختگ کوي. يوه دوديز پوهنغونډ، لکه د ، ته ناورته د ويکيپېډيا هېڅ کومه ليکنه د رسمي کره کتنې د پروسې او په چټکه توگه د بدلون له پروسې نه نه تېرېږي. د يوې ليکنې د کيفيت د ډاډمن کېدو پخاطر ويکيپېډيا په خپلو غړو يا ويکيپېډيا ليکونکو پورې منحصره ده چې همدا غړي ورانکاري له کاره وغورځوي، او يا هم د بې پرېتوب او ناپېيلتوب د سياست نه د سرغړونې په توگه په ليکنو کې شته ستونزې وپېژني او هغه ربړې چې د حقيقت سره په اختلاف کې دي ليرې کړي او په يوې ليکنې کې سم بدلونونه رامېنځ ته کړي. د ۲۰۰۶ کال د جون له مياشتې نه راپدېخوا د ورانکارۍ رغونکی باټ هم په کار اچول شوي. د ويکيپېډيا ليکنې د امريکا په متحده ايالاتو کې د فلورېډا د قانون او گڼ شمېر لارښوونو او کړنلارو د څارنې نه برخمنې دي د دغو کړنلارو نه ښکاره ده چې د ويکيپېډيا ليکنې بايد د پام وړ سرليکونو نه برخمنې وي او په دغو کې بايد د اصلي څېړنو کوم متن شامل نه وي همداراز په دغو ليکنو کې بايد يوازې په ثبوت رسېدلي حقايق وي او پکار ده چې هره ليکنه د بې پرې سياست او د يوه ناپېيلي نظر څرگندونه وکړي. په هغو ليکنو کې چې د همدغې پاليسۍ او کړنلارې نه پکې سرغړنه شوې وي، بايد ژر تر ژره بدلون ومومي او يا هم ړنگې شي. ړنگېدنه او گډېدنه د سمون دوه هغه فلسفې دي چې د همدغو پر بنسټ په ويکيپېډيا کې ړنگېدنه او بدلون رامېنځ ته کېږي. ساوترې او هډوترې د ويکيپېډيا چلېدنه په ميډياويکي پورې اړه لري، ميډياويکي يو وړيا او د پرانيستې سرچينې د ويکي يو ساوتری دی چې په کې ليکل شوی او په ډاټابېز باندې جوړ شوی دی. په همدغه ساوتری کې د ماکرو ژبې، د بېلابېلو واريابلونو، د کينډيو د ټرانسکلوژن د غونډال، د د بياسيخولو پروگرامي توکي سره راغونډشوي. ميډياويکي د جي ان يو جنېرل پبلک لايسنس د منښتليک له مخې د کارونکو مخ ته پروت ساوتری دی چې د ويکيپېډيا په ټولو پروژو کې او همدا شان د نورو ويکي گانو په گڼو پروژو هم کارېږي. په پيل کې ويکيپېډيا په چې په پېرل کې د کلېفورډ اډمز پړاو لخوا ليکل شوی ؤ چلېده په نورو ژبو دم مهال ويکيپېډيا د نړۍ په ۲۵۳ ژبو خپرېږي، چې د همدغو ژبو له شمېر نه د ۱۶ ژبو د ليکنو شمېر له ۱۰۰،۰۰۰ ليکنې نه اوښتي دي او د پاتې ۱۴۵ ژبو د ويکيپېډياگانو د ليکنو شمېر له ۱۰۰۰ ليکنو نه اوښتی دی. د الېکسا له مخې، د انگرېزي ژبې د ويکيپېډيا وړوکی ډومېن .. ليدنې د ټولټال نه سلنه جوړوي، او پاتې نورې ليدنې د نورو ژبو ويکيپېډياگانو نه کېږي، چې په دغو ژبو کې اسپانيوي ۱۷٪، جاپاني ۴٪، الماني ۴٪، پولېنډي ۳٪، فرانسوي ۳٪، پرتگالي ۲٪ برخه جوړوي. د ۲۰۰۷ کال د ډېسمبر د احصايې له مخې د ويکيپېډيا د پينځو لويو د ليکنو د شمېر له مخې ژبو ټوکونه د انگرېزي ژبې، د آلماني ژبې، د فرانسوي ژبې، د پولنډي ژبې او د جاپاني ژبې پوهنغونډونه دي. دا چې ويکيپېډيا يو انټرنټي پوهنغونډ دی او د ټولې نړۍ خلک ورته لاسرسی لري، نو کېدای شي چې د يوې ژبې گډونوال د بېلابېلو گړدودونو په کارولو سره او يا هم د بېلابېلو هېوادونو تر مېنځ د ساري په توگه د انگرېزي ژبې ويکيپېډيا د همغږۍ د نشتوالي په سبب په ويکيپېډيا کې ځينې توپيرونه رامېنځ ته کړي. چې همدا توپيرونه د سمې ليکلې بڼې او نورو مطلبونو کې د شخړې او ناندريو سبب جوړېږي. پر ويکيپېډيا نيوکې کلتوري ارزښت ويکي يا او ويکيمېډيا د ويکيمېډيا بنسټ د خپل د وېبځي کوربه توب او د کړۍ د پراخوالي لگښتونه د ويکي يا سره شريکوي. . . اړونده پروژې نورې لوستنې اکاديميکې زده کړې سرچينې باندنۍ تړنې . - : . : د انټرنټ تاريخ ويکيپېډيا وړيا پوهنغونډونه پرليکه پوهنغونډونه ټولگړي پوهنغونډونه ويکي گانې په ۲۰۰۱ کال کې د انټرنېټ جوړې شوې ځانتياوې د ويکيمېډيا پروژې غږېدونکې ليکنې |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D8%B3%D8%A7%D9%84%D9%87 | رساله | ستوری پر پښتو پښتونولۍ مین ملی مبارز ارواښاد ډاکټر کبير ستوری په نوم د کونړ ولایت د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې د ستوری په نامه خپلواکه، ناپېيلی، کولتوری او ادبی دوه میاشتنۍ خپرونه ده. د پښتنو د ټاټوبی لرو او برو پښتنو، ادیبانو، شاعرانو،لیکوالانو او پوهانو په زړه پورې لیکنی او شعرونه خپروي. مسوول مدير: عرفان الله کوټوال ټیلیفون : - مرستيال : هدايت الله حيات ټیلیفون : - سلاکاره ډله : مرستیال څېړونکی وجیه الله شپون ، عبدالقیوم زاهد مشواڼی او شفیع الله تاند کتنپلاوى : بصير بيدار ستورى ، محمد داود صدیقي ، عصمت الله ملنگ ، فضل الهادي عاصم ، میرسلام مجاور او گلرنگ کوچوان همکار غړي : رحيم الله خان، داود شاه داود، صادق فقير او رضوان الله شپون د ستوري استازي : کابل : استاد عبدالظاهر شكېب، ننگرهار : شفیع الله تاند، کونړ : نعمت الله کرياب، اسمار : طارق سالارزى، لغمان : امين الدين، باجوړ : سيد اغا مياخېل، پېښور : ذبيع شفق ، جرمني : نسيم خان ستوری د انټرنټ په مټ تاسې مینه وال د ستوری مجله لوستلۍ شۍ گوربت گوربت دوه مياشتنۍ مجله ده چې د حفيظ الله غښتلي په مسوول مديريت يې له پېښور څخه په ١٩٩٩ کال خپروني پيل کړې. په مجله کې ډېرى سياسي، کلتوري او د پښتو ژبې پر وده او پرمختيا ليکنې خپروې شوي دي. گوربت د پښتو مجلو تر منځ لوړ تيراژه مجله ده چې په پېښور، کندهار، کوټه، ننگرهار، کونړ، خوست، غزني، وردگ، فراه، هلمند او گڼ شمېر نورو ولايتونو کې ميندل کېږي. گوربت توانيدلى چې له سياسي څېرو سره مرکې وکړي، د هېواد او سيمې په سياسيو حالاتو رڼا واچوي. د انټرنټ په مټ تاسې مینه وال د گوربت مجله لوستلۍ شۍ ښکلا ښکلا د بېنوا فرهنگي ټولني د دوې مياشتنۍ کلتوري او ټولنيزي خپروني نوم دی چي د څلورو کالو راهسي چاپيږي او دادی تر ٢٠٠۷ ميلادي کال ترنیمایی پوري ئې پرلپسې پنڅه ویشتمه گڼه له چاپه راوتلې ده ، نوموړې خپرونه د افغانستان څخه د باندي په عربي هيوادونو ، اروپا ، امريکا ، کاناډا ، برتانيه ، او استراليا کي هم لوستونکي او گډون وال لري . او همدا ډول وخت په وخت د هيواد د پېژندل شويو ليکوالو ، شاعرانو ، او پوهانو ارزښتناکي ليکني ، پوهنيزي څېړني ، اود افغانستان سره تړلي بېلابېل او په زړه پوري مالومات په پښتو ژبه خپروي . دښکلا مجلې په اړه نور معلومات : د امتياز څښتن: بېنوا فرهنگي ټولنه چلوونكى: عبدالله احسان چاپ ځای : کندهار افغانستان كــتنپلاوى : محمديار، محمد عمر واحدیار، صالح محمد صالح، خالدهادي، . كمپيوټر چارى : مختار احمد انتقام كلنۍ گډونونډي : افغانستان ١٥٠ افغانۍ ،پاکستان ٢٠٠ کلداري او بهرني هیوادونه ٤٠ يورو يا د هغه معادل پــــــته : خاد سړك، ښاري كلينيك ته مخامخ، هرات دروازه كندهار، د ښكلا مجلې دفتر. د انټرنټ په مټ تاسې مینه وال د ښکلا مجله لوستلۍ شۍ کونړ غږ د کونړ غږ خپلواکه، ناپېيلی، ادبی ،ټولنیزه، کولتوری مهالنۍ خپرونه دهیواد دپیاوړو ادیبانو، شاعرانو،لیکوالانو او پوهانو په زړه پورې لیکنی او شعرونه خپروي. کونړ غږ مجلی د امتیاز څښتن : په جرمنی کی دکونړدځوانانوکولتوري ټولنه مسوول مدير : ادریس غروال مرستيال : شاولی سالارزی کتنپلاوی : محمد شفا مشفق ، محمداکرام ماموند ، شفیق الله شاداب، خیبر جبارزی، هدایت الله ضیا، رفیع الله حیدری ادریس غروال سالارزی مارکیټ د کونړ ولایت مرکز اسد اباد کونړ ولایت افغانستان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85%D9%8A%20%D9%88%D9%BC%D9%87 | اسلامي وټه | په ټوليز ډول نن ورځ په نړي كې دري ستر وټيز غونډالونه شتون لري چې هر یو یې پانګوالي كپيټليزم، ټولنپالنيز سوسيالېزم او اسلامي وټيز غونډالونه دي. چې ټولنپالنيز يا كمونيستي غونډال په ځينو هيوادونو لكه روسيه، چين او داسي نورو كي پلي شو مګر نن سبا دغه هيوادونه بېرته د پانګوالی په لور روان دي او كمونيستي وټيز غونډال له مينځه لاړو او پانګواليز وټيز غونډال تر اوسه په پښو ولاړ دي مګر دغه دواړه وټيز غونډالونه يواځي د انسان مادي اړتياوو ته درناوي كوي او دهغي دلاسته راوړني لاري چاري ښيي، او روحي اړتياوه ته پكې پام نه دی شوي ، بل دا چې دغه وټيز غوندالونه انسانانو دخپل فكر په اساس جوړكړي دي او آسماني رهنمايي او اصولو په بنا نه دي ولاړي نو ځكه دغه ټول وټيز غونډالونه بريالي نه دي او يواځي اسلامي وټيز غونډال دي چه دمادي او روحي اړتياوه دواړو د حاصلوني لاري چاري په كي ښودل شوي. او اسلامي وټيز غونډال د الله ج د اوامرو او احكامو په نظر كي نيولو سره جوړ شوي دي. که څه هم اسلامي وټه تر اوسه په بشپړ ډول سره نه ده پلې شوې خو داسلامي خلافت څخه وروسته اوپه دي ورستيو كښي په دي برخه كي هڅي رواني دي. پېښلیک اسلامي وټې په تدريجي ډول پرمختګ كړي ، او په تيرو وختونو كې د نورو علومو سره ګډ وه، لكه د قرآنكريم په احكامو كې، د فقهاوو او تاريخ ليكونكو په ليكنوكښې.د اسلامي وټې په برخه كې لاندي علماؤ ډېر كاركړي دي: ابويوسف المودودي،ابن حزم الغزالي ابن تيميه ابن قيم ،ابن خلدون او شاولي الله ډېر دقدر وړ كار كړي دي. مګر لكه څرنګه مو چه مخكې ذكر وكړ په دې دوران كې اسلامي وټې دنورو علومو لكه فلسفه، فقه....سره ګډ وه . ابن خلدون كتاب المقدمه ابن خلدونكوم چه دتاريخ د معرفت په اړوند ليكل شوي، په دې كتاب كې ځينو وټيزو آندونو ته ډېر پاملرنه شوې او ډېر پرمختګ يې كړی .او ابن خلدون په دې مقدمه كې تحليل كړی دی د وټې، سياست، ټولنيزو عادتونو، رواجونو، او دحكومتونو دزوال او عروج ترمينځ. ډېر تړاو لري د ابن خلدون ځيني اصول او نظريات دومره پرمختللي وو چه د نني عصر دنظرياتو او تيوريو سره نژدې ورته والي لري كوم چه ده تقريبا شپږ پيړي د وړاندي ويلي وو. ابن خلدون په هر صورت په داسي وخت كې ژوند كولو چه د مسلمانانو سياسي اوټولنيز زوال شروع شوي وو. هغه په سمه توګه ويلي وو چې پوهه اوساينس هغه وخت پرمختګ كوي كله چه يوه ټولنه په خپله د پرمختګ په حال كې وي. له دې څخه وروسته كله چه مسلمانان دزوال سره مخ شول د وټې په برخه كې كله ناكله پرمختګ منځ ته راتلو مګر دا په پراخه پيمانه نه وو، يعني د ابن خلدون څخه وروسته كوم غټ كار پدې برخه كې چا ونكړ، بيغير ديو څه كار څخه چه د ځينو علماوو لكه المقريزي، الدواني اوشاولي الله وكړ نور كوم دپام وړ كار ندي شوي. پدې دوران كې لويديځو وټيزو علومو ډېر پرمختګ وكړ، د ۱۸۹۰ لسيزي په دوران كې د الفرډ مارشال لخوا د وټيزو اصولو په نامه كتاب چاپ شو، او له دې څخه وروسته وټپوهنه په لوېديخ كې ديوې ځپلواکې په توګه وپيژندل شوه، اسلامي وټه تر دويمې نړيوالې جګړې پوري همداسي د نورو علومو سره ګډ پاتي شو، په دغه دوران كې د زياتو اسلامي هيوادونه د دوهم نړيوال جنګ څخه وروسته آزاد شول په دغه وخت كې اسلامي هيوادونه د خپلو ويجاړو غونډالونو ترڅنګ د وټيز غونډال جوړولو او بيا پر پښو درولو په هڅه كې شول ځكه دغه غونډالونه د نړيوال جنګ او د كفارو د حملو په وجه له منځه وړل شوي وو، څرنګه چه په هغه وخت كې نور وټيز غونډالونه په سود ولاړ ول، او سود د اسلام له نظره ناروا دي د اسلامي وټې او نورو وټيزو غونډالونو ترمينځ ډېر توپيرونه شته او يواځي سود ندي نو ځكه دوي دا اړتيا وليده چه خپل وټيز غونډال د اسلام د اصولو او قوانينو په چوكاټ كې جوړكړي. په هر صورت لكه څرنګه مو چه وړاندي ذكر وكړ چه انفرادي هلي ځلي په دې بريالۍ نشوي چې اسلامي وټپوهنه ديوه خپلواک علم په ډول نړيوالو ته ور وپيژني، نو د جمعي هلو ځلو اړتيا پيداشوه. تر څو پوري چه په كال ۱۹۷۶ د فبروري په مياشت كې په اسلامي وټې باندي لومړني نړيوال كانفرانس په مكه مكرمه كې جوړ شو ا و پدې وسيله اسلامي وټې ديوه خپلواک علم په ډول دنيا ته معرفي شو او دغي داسلامي وټې په مشهورتيا او پدې لاره كې د كار كولو لپاره لاره برابره كړه. د دغه كانفرانس په جوړولو كې ډاكتر محمد نجات الله صديقي، ډاكتر محمد عمر او پروپيسر خورشيد احمد فعال رول ولوبولو. په دغه كانفرانس يا سمينار كې د ډاكتر محمد نجات الله صديقي لخوا دپخوانيو اسلامي علماؤ د وټيزو آندونو په باب يوه مقاله يا رساله وړاندي شوه، دغي مقالي په اسلامي وټې باندي د بحث كولو بنسټ كېښود.ځينې نورو ادارو هم په دې اړوند مهم رول اداكړي دي چه د دوي له جملې څخه مهم په لاندي ډول دي: دي اسوسيشن اف مسلم ساينټيسټ داسلامي اجتماعي علماؤ ټولنه، ۱۹۷۲ كال په امريكا كې جوړه شوي. دي اسلامك فونډيشن ،لايسيسټر ، برتانيا ، اسلامي موسسه په برتانيا كې كال جوړه شوي ده اسلامك ډيولوپمنټ بنك اسلامي ترقياتي بانك، اسلامي ديسرچ او ټريننګ اداره، كال ۱۹۸۳،جده سعودي عربستان نړيوال اسلامي اقتصادي پوهنځۍ ماليزيا، ۱۹۸۳كال نړيوال اسلامي اقتصادي پوهنځۍ اسلام آباد پاكستان ۱۹۸۳ ولي اسلامي وټه؟ لوېديځوالو چه كوم وټيز غونډال جوړكړي دي هغوي خپل اقتصادي او كلتوري عادات او حالات په نظر كې نيولي دي او دهغي مطابق يې يو غونډال جوړكړي. دبيلګې په ډول سود، خود غرضي او داسي نور په كې فرض شوي دي او د دوي ټول وټيز غونډال په همدغو اصولو ولاړ دي، او د دوي ټول اصول د انسانانو په وسيله جوړشوي دي. مګر مونږ نشو كولاي چه غربي وټيزه تګلاره په پټو سترګو عملي كړو، ځكه اللهج مونږ د ځينې كارونو او اعمالو څخه منع كړي يو او څرنګه چه دا ژوند يوه آزموينه ده، نو مونږ بايد نه يواځي د دنيا د ژوند په اړوند فكر وكړو بلكې، آخرت بايد هم په نظر كې ونيسو زمونږ وټيز غونډال بايد دقرآن او حديث د اصولو په مراعاتولو سره جوړشي. آندونه لویدیځ وټیز آندونه په ټوليز ډول سره لوېديځه وټيزه آندپوهنه په دوه برخو ويشل شوې ده: کلاسيکل کېنز كلاسيكل وټيزه نظريه د دې نظريې وټپوهان پدې نظر دي چه په وټې كې تل ټول وسايل پكار اچول شوي وي، كامل اشتغال وي نوځكه دوي فرض كوي چه عمومي عرضه خط عمودي دي او دوي پدې نظر دي چه حکومت بايد په بازار كې هيڅ ډول لاسوهنه ونكړي، سربيره پردې دوي فرض كوي چې بازار فعالهموثره يا دی او د تنخوا اتدازه تغيرخوړونكې ده او كه بازار تقاضا او عرضه په خپل حال پرېښود شي نو تعادل منځ ته راځي. مګر كلاسيكل وټيز غونډال د لوي زوال نه وروسته له ناكامي سره مخ شو او دكېنز نظريو ډېر شهرت وموند د كېنزين وټیز آند كېنز وويل چه حكومت بايد په بازار كې فعاله رول ولري او عمومي تقاضا بايد ترتيب شي. پدې غونډال كې دوي فرض كوي چه د عمومي عرضه له اړخه كومه ستونزه نشته او هر څومره توکي چه وغواړو توليد كړو توليد كېدای شي او ستونزه يواځې دتقاضا له اړخه ده او تقاضا بايد دحكومتي لګښتونو په وسيله مهار شي، دوي دا هم وايي چه دتنخوا حد ثابت دي، په دغه ګراف كې د عرضې کرښې درې واړه برخه ښودل شوي دي اسلامي هيوادونه ټول په اوسط حد كې واقع دي، د دې دا مانا شوه چه اسلامي هيوادونو خپل ټول وسايل په كار ندي اچولي او ددې ترڅنګ دوي دتوليد له اړخه هم ستونزې لري. مګر مونږ ته دا مالومه ده چه پرته د اووه اسلامي هيوادونو كويت، سعودي، ليبيا، قطر، متحده عرب اماراتڅخه چه ټول تيل توليدونكي هيوادونه دي نور ټول اسلامي هيوادونه د غريب يا وروسته پاتې هيوادونو له ډلې څخه راځي. نه زمونږ بازارونه، او نه زمونږ مالي غونډال دومره موثره او فعاله دي لكه دغربي هيوادونو دكومو دشرايطو په بنا چه د دوي وټپوهانو وټيزه تيوري جوړه كړې ده. له بله اړخه په اسلامي هيوادونو كې آر ستونزه د عرضه او يا توليد له لوري څخه دی، تقاضا موجوده ده مګر مونږ دخپل اړتيا وړ شيان په خپله نشو توليدولاي، د اسلامي هيوادونو لپاره دا پكار ده چه دعرضه په اړخ باندي ډېر زور واچوي د تقاضا له اړخه مشكل كم دي ځكه په اسلامي هيوادونو كي چه كومه كمه تقاضا موجوده ده مونږ هغه هم په خپله نشو پوره كولاي او دنور بهرنيوهيوادونو څخه ډير سوداګريز توکي اخلو. نن سبا په غربي هيوادونو كې د اقتصادي ثبات ساتنه غټه مسئله ده، يعني دهغه كامل اشتغال چه دوي ترلاسه كړي ثابت ساتنه او دهغي ترڅنګ دانفلاسيون كنټرولول دي. خو زمونږ اسلامي هيوادونو مشكل دا نه دي، زمونږ په هيوادونو كې پوره اشتغال نشته، بېكاري زياته ده، مونږ ته لومړي دا پكارده ترڅو خپل توليدات زيات كړو، ترڅو خلكو ته روزګار برابر شي او دعوامو د ژوند سطحه ورسره ښه شي. له بله پلوه غربي هيوادونو د اللهج اوامر له پامه غورځولي دي، دوي يواځي دمادي اړتياوو دپوره كولو په هڅه كې دي او روحي خوشحالي يې له پامه غورځولي ده چه ددې په وجه ددوي په وګړو كې دځان وژني كچه ورځ په ورځ زياتيږي او سره له دې چه دژوند ټول مشكلات يې هم حل دي بياهم ذهني او روحي راحت نلري ددوي ځنې اقتصاد پوهانو دغه خبره منلي ده، يو غربي اقتصاد پوه وايي چه د مال او دولت زياتيدل حتما دخوشحالي دزياتيدو باعث نګرځي، بلكې يواځي د انتخاب ساحه ورسره زياتيږي. يعني كه يو سړي ۱۰۰۰۰ افغاني عايد ولري او بل سړي ۲۰۰۰۰ افغاني عايد ولري پدې صورت كې لومړني سړي يواځې هغه شيان اخستلاي شي چه قيمت يې د افغانيو۱-۱۰۰۰۰ تر مينځ وي او دوهم سړى د ۱-۲۰۰۰۰ افغانپو تر مينځ قيمت لرونكي شيان اخستلاي شي دا د دې معني وركوي چه د لومړي سړي د انتخاب ساحه د دوهم سړي د انتخاب له ساحي څخه كمه ده، مګر دادي معني نه وركوي چه هرومرو هغه سړي چه ډېر عايد لري خوشحاله او آرامه وي ،كېداي شي چه هغه سړي چه كم عايد لري روحا ډېر آرامه او سوكاله وي . اللهج په قرآن كې فرمايي:الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ الله أَلَا بِذِكْرِ الله تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ. الرعد ترجمه:دغه رجوع كوونكې هغه كسان دي چه ايماني يې راوړي دي او آوام نيسي زړونه ددغو مومنانو په ذكر داللهج سره،واوري خبرداشيئ چه په ذكر داللهج سره مطمئن كېږي آرام نيسي زړونه. يعني خوشحالي د اللهج له اړخه ده او هر څوك چه د اللهج اوامر مني او دهغه عبادت كوي اللهج هغوي خوشحاله او آرامه ساتي. سره له دې ډېرو اسلامي هيوادونو كوښښ وكړو چه د غير اسلامي اقتصادي نظرياتو او فارمولو په عملي كولو سره، خپل اقتصادي مشكلات حل كړي مګر د دوي ټولي هڅي ناكامي شوي او ددې په وجه ډېر اسلامي هيوادونه د سود تر بوج لاندي راغلل، د ميثال په ډول پاكستان دخپلي پيداوارداخلي ناخالص محصولتقريبآ ۲۵ يواځي دسود په وركولو مصرفوي نو ځكه مونږ ته پكار ده چه اسلامي اقتصاد عملي كړو او ددې له لاري ددواړو جهانونو كاميابي تر لاسه كړو. اسلامي وټيز غونډال اسلام د ژوند مكمله لاره ده،اوپه دي كې ټول دري واړه سيستمونه اقتصادي ،ټولنيزمعاشروي او سياسي سيستم يوله بل سره تړاولري،او ديوه او بل په موثريت باندي زياته اغيزه لري.او ددوي ټولو مركزي ټكې يا اصل اخلاقيشرعت،عقيده سيستم دي داسلامي اقتصادي سيستم اساسي خواص مخكي ذكر شوي دلته يواځي يو څو بيا تكراروو. اسلامي اقتصاد د اخلاقو پوسله تنظيم شوي اقتصادي سيستم دي او دسلام د اخلاقي فلسفي يو جذ دي. مګر په مقا بل كې غير اسلامي اقتصاد د اخلاق په نظركې نه نيسي. شخصي فعاليتونه آذاد دي مګر د شريعت تر چو كاټ لاندي ،داسي مطلقه آذادي كومه چه په كپټلستي سستم كې شته په اسلام كې نشته، او داسلام له نظره دهر شي اصلي ما لك اللهج دي او مونږ با يد دهغه د اوامرو مطا بق عمل وكړو. اسلامي اقتصاد يو واضع هدف لري او هغه د ټولنيزيمعاشرويهوسايني او ورورګلوي مينځ ته راوړنه او ساتنه ده. كار دتوليد مو هم فكټر دي ، او كار د عايد د توليدولو او ويشلو او د عايد د لاسته راوړلو قانوني لاره ده. سو د حرام دي داسلام له نظره.پيسي يواځي د پيروپلور وسيله او د دارايي زخيره ده او په پيسو باندي دسود اخستل حرام دي. ثبات په اسلامي اقتصادي سيستم كې په اسلام كې سود سخت منع كړي شوي دي.او اسلامي اقتصاد غواړي چه دپيسو برارونه په كاروبار كې د شراكت په بنا وشي،يعني د سودي قرض په بنا نه بلكې په نورو لارو لكه مشاركه، مضاربه او داسي نورواسلامي لارو په بنا پروژي تمويل شي. ددي څخه څرګنديږي چه اسلامي اقتصاد په حصصويا شراكت ولاړ سيستم دي او بلمقابل كپيټلستي سيستم په سودي قرض باندي ولاړ دي. د ثبا ت د كتلو لاري: د يو ه اقتصادي سيستم ثبات كېدي شي چه په تجربي او يا په تحليليډول سره وڅيړل شي. څرنګه چه تر اوسه داسي يو هيواد نشته چه په پوره ډول يي اسلامي اقتصادي سيتم عملي كړي وي .نو مونږ كوښښ كووه چه د تحليلي طريقي څخه كار واخلو او په دي ډول د اسلامي اقتصادي سيستم ثبات وښيو، ددي هدف لپاره مونږ كولي شو چه لږ ترلږه دري دليلونه د اسلامي اقتصادي سيستم دثبات لپاره وړاندي كړو. ډېر اقتصاد پوهان په دي نظر دي چه دكپيټلستي سيستم د نا ثباتي يوه اهمه وجه داده چه داسيستم په سودي قرض باندي ولاړ دي يعني زياتري پروژي اويا پابريكې په سود ي قرض باندي چليږي چه دغه دبي ثباتي غټ عامل دي.يو اقتصاد پوه مينسكي، دا نظر لري چه معا صر كپيټلستي سيستم په لنډ مها له قرضو با ندي ولاړ دي، يعني كمپينو زياتره ماشين آلات يا كپيټل په قرضي پيسو باندي اخستل شوي دي، او كله چه ددغه لنډ مهاله قرضونو د واپس كولو وخت راشي كميني نور لنډ مهاله قرض اخلي تر څو پخواني قرض سره له سوده واپس كړي او داسلسله دوام پيداكوي.كه چيري كمپني خوش قسمته وي او گټه زياته وكړي نو ښه تر ښه ټول قرض به اداكړي، مګر كه كمپني تاوان وكړي ،او يا اقتصادي زوال مينځ ته راشي نو بيا دكمپني سره پيسي نوي چه قرض واپس كړي او كمپني له مينځه ځي،يا كيږي.هينري سايمن يو بل اقتصاد پوه وايي: د اقتصادي بي سباتي خطر كميدلي شي كه چيري قرض وانه خستل شي خوصوصاّ لنډ مها له قرض، يعني كه چير ي دشراكت په بنا پانګونه وشي، سفته بازي : ددي لپاره دپيسو تقا ضا اوساتنه چه لوړ سود ور باندي وګټل شي يا د پيسو احتكار آميزه تقاضا هم د اقتصادي سيستم د بي ثبا تي يو عامل ګڼل كېږ.په اسلامي سيستم كې دغه د نا سباتي وجه ډېره كميږي له يوه اړخه په لاسلام كې سود منع دي له بله اړخه د زكات عملي كول به خلك دي ته وهڅوي چه ازافي پيسي له ځان سره ونه ساتي كومي چه ددي هدف له پاره پكاريږي،همدا رنګه اسلامي اخلاقي اوامر احتكار سخت منع كوي نو ځكه پدي سيستم كې فعاليت كم دي. نړيواله تميلونه: : كه چيري نويوال پانګه اچونه او دپيسو انتقال له يوه هيواده بل هيواد ته په نظركې ونيسو نو دمعمولي سود په فرق سره ديوه هيواد څخه بل هيواد ته خلك پيسس نقلوي ، او پدي وجه په يوه هيواد كې كله پيسي زياتيږي او كله كميږي چه دا هم د ا قتصادي بي ثباتي يو عامل دي. كله چه په يوه هيواد كي د سود حد زيات وي هيواد ته له بهر څخه پيسي داخليږي او كله چه د سدود حد كم شي،له هغه هيواد څخه پيسي بهرته انتقاليږي ، صورت نيسي،چه په دي سره د يوه هيواد د پولي واحد ارزښت ناسبا طه كيږي . په اسلامي اقتصادي سيستم كې سود نشته او پانګه اچونه دګټي او تاوان د شريكولو په بنيادكېږي ، يعني اسلامي سيستم په حصصو باندي ولاړ دي او دا داوږدي مودي لپاره وي نو ځكه كه په يوه اسلامي هيوا كې دګټي اندازه زياته او يا كمه شي عوام په لنډ وخت كې پيسي د يوه هيوا د نه بل ته نه انتقالوي ، يعني كه معمولي د ګټي توپير وجود هم ولري ډېر خلك به نه غواړي چه خپل حصص له يوه هيواد څخه بل هيواد ته واړوي په يوه هيواد كې خرڅ او بل كې واخلي.ځكه دوي داوږده مودت لپاره پانګونه كړي وي . دسود حراموالي سود چه په عربي كي ورته ربا وايي، داسي نده چه يواځې د اسلام په دين كې حرامه ده، بلكې په ټولو اسماني اديانو كې حرامه ده، عسويت،يهوديتخو متاسفانه چه اوس دوي خپل دين پريښودي دي او سود خوري. سود اخستل يو د كبيره وو ګناهونو څخه ده او څوك چه سود اخلي اللهج هغوي ته ويلي چه داللهج سره دجنګ لپاره تيار شي. اللهج فرمايي يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا الله وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنْ الرِّبَا إِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ البقرة فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنْ الله وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَم. البقرة ترجمه:اي هغو كسانو چه ايمان ئي راوړي دي وويريږيئ له اللهج نه او پريږديئ هغه چه پاتي شوي دي له سوده كه يئ تاسي مومنان . پس كه ونه كړ تاسي داكار نو آګاه شيئ ځان تياركړيئ تاسي په جنګ له طرفه د اللهج اورسول دده،او كه توبه ګاره شويئ تاسي له اخستلو دسوده نوشته تاسو لره اصل دمالونو ستاسي مه كويئ تاسي ظلم چه سود به هم غواړيئ او نه دي ظلم كاوه شي پر تاسو چه له راس الما څخه مو څه كم كړي شي. اوسني بانكونه چه كومه ربحه سود وركوي دا عبارت له سودڅخه ده.په اسلام كي د پانګوني ډيري داسي لاري شته چه دسود څخه پاكي دي دهغي تفصيل به وروسته ،،د تمويلولو اسلامي لاري،، تر عنوان لاندي راځي. د زكات لګول زكات په لغت كې پاكوالي او په اصطلاح كې نمو او زيادت ته وايي. زكات د اسلام دريمه بنا ده،زكات په هر شي كي شته بغير د لاندي دريو شيانو دتوليداتو وسايل يا فكتورونه هغه وسايل چه يو شخص په خپل كاروبار كي د هغه څخه كار اخلي مثلا يو سړي يوه كمپني لري نو په هغه كمپني باندي زكات نشته بلكي دهغي په توليد باند ي زكات شته دي . لومړني اړتياوي .لومړني اړتياوي هغه دي چه ديوه شخص د ژوند لپاره ضروري وي او په هغه باندي زكات نشته مثلا يو شخص يو كور لري او په خپله په كي اوسيږي په هغه زكات نشته ،مګر كه ډير كورونه ولري او په كرايه يي وركړي وي په هغه باندي زكات شته. د نصاب د حد نه كمه دارايي زكات په هر بډايه مسلمان فرض دي او نصا ب يي په لاندي ډول سره دي : په بيكاره سپما او دولتروپي،پيسي باندي . طبيعي زيرمي معدنيات.... ۲۰زكات هغه شيان چه دهغه په توليد كي د كپيټل او محنت دواړوڅخه كار په كي اخستل شوي وي په هغه ۵ زكات دي.مثلا يو سړي يوه كارخانه لري او په هغه كي په خپله هم كار كوي په دي صورت كيو نوموړي بايد ۵زكات وركړي . هغه توليدات چه په هغه كي يواځي د كپيټل يا محنت څخه استفاده شوي وي په هغه ۱۰زكات شته دي . مثلا يو سړي د شاتو د مچيو كاروبار كوي په دي كي د نوموړي سړي يواځي كپيټل په كار اچول شوي دي او دده څه خاص محنت په كي نه شته ، نو په دي صورت كي نوموړي بايد ۱۰ زكات وركړي . هغه ځمكه چه دباران په وسيله اوبه كيږي دهغه په پيداورا ۱۰زكات دي او هغه ځمكه چه په بله وسيله او به كيږي مثلا د واټر پمپم په وسيله د هغه په پيداورا باندي ۵ زكات دي په هيواناتو باند هم زكات شته او دهغوي حد مختلف دي په دي ځاي كي دهغو دذكر كزلو څخه تريږو. نوټ: دغه پورته زكر شوي حدونه د زكات د ځني معاصرو اسلامي علماوه او اقتصاد پوهانو نظريه ده او دوي خپل نظر د باراني او غير باراني مځكي د پيداورا په زكات باندي قياص كړي دي ، مګر مشكل په دي كي دادي چه څرنګه معلومه كړي شي چه په يوه كاروبار كي يواځي كپيټل او يا يواځي محنت كارول شوي دي ، دغه كار لږ شانته مشكل دي . دزكات لګښت ځايونه دكات د لګښت ځايونو په اړوند اللهج په قران شريف كې فرمايلي دي، إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكېنِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ الله وَاِبْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنْ الله وَالله عَلِيمٌ حَكېمٌ التوبة ترجمه:بي شكه همداخبره ده چه صدقي زكات صرفيږي لپاره دفقيرانو او مسكېنانو او عاملانو د هغه او هغوته چه الفت اچولي شي په زړونو ددوي كښي له اسلام سره او صرفيږي په خلاصولو دغاړوكښي او پور وړو او په لاره داللهج كې او مسافرانو چه مال ورسه نه وي،مقرره او لازم كړي شوي ده دغه فريضه زكات له جانبه داللهج ، او اللهج په هرڅه ښه پوه او دحكمت خاوند دي. په دغه آيت شريف كې اللهج آته مستحقين د زكات ذكر كړي دي ، فقرا مساكېن العاملين دزكات راټولونكي عمله مولفت القلوبهغه كسان چه زړونه يي اسلامي ته مايله شوي وي وبن اسبيل مسافر في رقابغلامان في سبيل لله جهاد اكثريت د اسلامي علماوه پدي نظر دي چه د زكات پيسي يواځې په دغه پورته ذكر شوي آتو لارو كې مصرف كېدي شي او حكومت نشي كولي چه دا په نورو حكومتي كارونو لكه سړك جوړول او داسي نورو كې مصرف كړي .مګر بعضي معاصر علماء وايي چه دغه پورته ذكر شوي لست ته وسعت وركولي شو او وايي چه په العاملين كې نه يواځي زكات راټولونكې شامل دي بلكې پدې كې د حكومت ټول مامورين شامل دي او په في سبيل ا لله كې نه يواځې مجاهدين بلكې هر نيك كار شامل دي لكه دسړكونو جوړول او داسي نور.د زكات نور تفصيل په لسم فصل كي داسلامي دولت مالي او پولي پاليسي تر عنوان لاندي راځي. عدل، او د عايد با انصافه و يش اسلام كښې عدل د ملا دتير حثيت لري، عدل په اقتصادي چارو كې د عايد په ويشلو كې ،اسلام ددې خلاف دي چه دولت دڅو كسانو په لاس كې راجمع شي او دټولني نور وګړي په غربت كې ژوند وكړي دعايد د با انصافه ويش او د غريبانو سره دمرستي په خاطر زكات فرض كړي شوي دي، ددې څخه علاوه بډايه مسلمانانو ته د صدقه او خيرا ت وركولو توصيه هم شوي ده ،چه دغه پورته ذكر شوي شيان د عايد د با انصافه ويش او عدل د مينځ ته راتګ لاري برابروي.په يوه حديث كې راځي : عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ الله قَالَ قَالَ رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ أَحْيَا أَرْضًا مَيْتَةً فَهِيَ لَهُ وَمَا أَكَلَتْ الْعَافِيَةُ مِنْهُ لَهُ بِهِ صَدَقَة ترجمه:دجابر بن عبدلله څخه روايت دي چه رسول اللهج صوفرمايل چا چه شاړه ځمكه آباده كړه له نو دا دهغه شوه. ددي څخه دا څرګنديږي چه وسايل بايد په موثر او عادلانه ډول سره وويشل شي او داسي كوښښ وشي چه ټول وسايل وكارول شي او خلك تري ګټه اوچته كړي ددې تر څنګ داسي نه چه يو كس ډېره مځكه ونيسي او بيا دهغه دآبادولو توان ونه لري او شاړه پاتي شي ،د عدل په اړوند الله تعلالي فرمايي: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا الله إِنَّ الله خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَالمائدة ترجمه:اي هغو كسانو چه ايمان مو راوړي دي يعني اي مومنانو!اوسئ تاسي محكم ولاړ په حق باندي لپاره داللهجاوسئ تاسي!شاهدان په قسطعدل او انصافسره اسلام دعايد دعادلانه ويش امر كوي او له اميرانو څخه غواړي چه د ټولني دغريبانو سره مرسته وكړي او څوك چه د غريبانو سره مرسته نه كوي ،زكات نه وركو ي او هميش دمال او دولت د جمع كولو په هڅه كي وي دهغوي په اړوند الله فرمايي: ..............وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللهج فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ التوبة يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ التوبة ترجمه:او هغه كسان چه خزانه كوي سره زر اوسپين زر اونه لګوي هغه په لاره داللهج كښي نو زيري وركړه دوي ته په عذاب دردناك سره، په هغه ورځي چه سختي سري به كړي شي دغه خزاني په اور دجهنم دوزخكښي نو داغلي به شي په هغه سره وچوليتندي ددوي او اړخونه د دوي او شا ګاني د دوياو ويلي به شي ورته داهغه شي دي چه خزانه كړي وه تاسي دپاره دنفسونوځانونوخپلو نو وڅكئ تاسيخوند دسزادهغه مالچه وئ تاسي چه حزانه كاوه به مو په دنيا كښي اوس درته بلا شوه په عقبا كـښي اقتصادي آزادي اسلام كې ټول وګري او اداري په خپلو اقتصادي فعاليتونو كې پوره خپلواكې لري. او حكومت بي ځايه مداخله نشي كولي، مګر دغه آزادي دشريعت تر چو كاټ لاندي ده، هغه پدې معنى څه شي چه شريعت منع كړي هغه منع دي د بيلګي په توګه يو صنعت كار نشي كولي چه په يوه اسلامي هيوا د كې د شرابو توليد وكړي. دشخصي ملكېت حق: دشخصي ملكېت حق څخه مراد دا دي چه يو وګړي كولي شي چه شخصي دارايي، شتمني ولر او حكومت بيځايه په هغه كې دمداخلي حق نه لري، نا ويلي دپاتي نه شي چه په كمونيستي سستم كې د شخصي ملكېت حق نشته. حلال او حرام اسلامي اقتصادي سيستم دنور اقتصادي سيستمونو بر خلاف دحلا ل او حرام ، سرحدونه لري دا په دي معنى چه هر هغه شي چه شرعآ ناروا دي په اسلامي هيواد كې څوك ددې حق نه لري چه هغه توليد كړي، او يا هغه وپلوري. دبيلګي په توكه څوك ددې حق نه لري چه شراب توليد كړي ، او يا دخنزير غوښه وپلوري اګر كه خلك يې غو ښتنه هم وكړي. په دې اړوند اللهج تعالي فرمايي: يَاأَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ البقرة ترجمه:اي خلقو! خورئ تاسي لهځينو هغوشيانو څخه چه په ځمكه كـښي دي حلال پاك بي شبهياو پيروي مه كوئ تاسي داثر د قدمونو د شيطان! شيطان پسي مه ځئ!او دده په وسوسه دهوا او هوس متابعت مه كوئ! بيشكه چه شيطان تاسي لره دښمن دي ښكاره . د عايدپه لګښت كي اعتدالد اصراف،تبذيرمنع: الله تعالي په قران كريم كې فرمايي: يَابَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ الأعراف ترجمه:اي ځامنو د آدمه! واخلئ تاسي زينت ښايست خپل په نزد ددوختدهر لمانځه په آغوستلو د پاكو كاليو دعورت ستراو خورئ او چښيئ او اسراف بي ځايه خرڅ مه كوئ تاسي،بي شكه چه اللهج نه خوښوي مسرفان بي ځايه خرڅ كونكې ددي څخه څرګنديږي چه مسلمانان د بيځايه مصرف په ناموثر ډول سره دوسايلو د كاروني څخه منع كړي شوي دي .موږ كولي شو چه دغه پورته ذكر شوي صفات داسلامي اقتصادي سيستم په لاندي شكل كښي په لنډ ډول سيره وښيو. دميراث اسلامي قانون د ميراث داسلامي قانوپه په مراعاتولو سره به فيوډليزم له مينځه لاړ شي او په معاشره كي به د امير او غريب تر مينځ د فرق په كموالي كي لويه مرسته وكړي ، مونږ په دي ځاي كي د ميراث د احكامو او دهغي دويش د لاري چارو څخه تيريږو ځكه دا ددي كيتاب موضوع نه ده. دحكومت مثبت رول حكومت په اسلامي اقتصاد كې ديوه مركزي فلا نونكې اداري په شكل كار نه كوي، لكه څرنګه چه په كمونستي اقتصادي سيستم كې دي بلكې د اقتصادي سيستم د خرابيانو يا كمزورتياوو دلري كووني په منظور كاركوي لكه دانحصار داري له مينځه وړه نه، او په ماركېټ كې دشرعي قوانينو د پلي كولو دنده په غاړه لري دموضوع نور تفصيل په نهم فصل كې د حكومت رول په اقتصاد كې تر عنوان لاندي راځي دغرر، قمار، نجش او ددوكې منع: غرر دقرارداد يا پيراوپلور دمعاملي دله مينځه وړني فسخهيو داهمو عاملينو څخه دي. غرر په لغوي ډول سره د، خطر،نامعين توب، او يا دوكې معنى وركوي.دغرر تعريف ښاغلي سرخسيپه دې ډول كړي دي: غرر هغه وخت مينځ ته راځي كله چه عواقب يا انجام ديوه قرار داد يا سودا مبهم پاتي شي. دابن خلدون په نظر غرر په خرڅلاو كې هغه وخت مينځ ته راځي كله چه پلورونكې ته دانه وي معلوم چه هغه څه خرڅ كړي دي او پيرودونكېاخستونكېته دانه وي معلوم چه څه يي پيرودلي دي. مثال:دوه خرڅلاوه په يوه كې : دا معنى وركوي چه يوه قرارداد يا سودا په دوه خرڅلاوه پوري تړاو ولري، داپه دې ډول چه پلورونكي ووايي پيرودونكي ته چه دا څيز شي زه خرڅوم په تا په ۱۰۰افغانيو نقدو او ۱۵۰ قرض باندي او پيرودونكې يي قبول كړي، بي له دې څخه چه نرخ مشخص كړي چه په كوم قيمت به يې اخلي.غرر په دې كې نا معينتوب د نرخ يا قيمت دي. په دې ډول سره چه پلورونكې په دې نه پوهيږي چه په كوم قيمت به يې اخلي. قمار كې شامل دي ټول قسمه دګټي او يا پيسو تر لاسه كول كوم چه په خالص ډول سره په قسمت پوري تړليمتكې وي. او دوكه وركول هم داسلام په مبين دين كې سخت منع شوي دي په قرآنكريم كې اللهج تعالي فرمايي: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ. المائدة ترجمه: اي هغو كسانو چه ايمان ئي راوړي دييعني اي مومنانو!بيشكه هم دا خبره ده چه شراب او قيمار اوبتان اوغشيدفال، داڅلوړواړه ټولپليت دي له كار دشيطان څخه دي نو ځان وساتئ تاسي له دي څخه له پاره ددي چه نجات ومومئ تاسيپه ځان ساتلو سره په يوه حديث شريف كې ددوكې په اړوند پيغمبر صفرمايي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّ عَلَى صُبْرَةِ طَعَامٍ فَأَدْخَلَ يَدَهُ فِيهَا فَنَالَتْ أَصَابِعُهُ بَلَلًا فَقَالَ مَا هَذَا يَا صَاحِبَ الطَّعَامِ قَالَ أَصَابَتْهُ السَّمَاءُ يَا رَسُولَ الله قَالَ أَفَلَا جَعَلْتَهُ فَوْقَ الطَّعَامِ كې يَرَاهُ النَّاسُ مَنْ غَشَّ فَلَيْسَ مِنِّي ترجمه:له ابو هريره ضڅخه روايت دي چي نبي كريم ص دغلي خوراك په يوه درمن تيرشو، نوئي خپل لاس پكې وردننه كړ اوګوتي يي لمدي شوي نو وئي فرمايل داڅه دي اي دغلي څښتنه. هغه وويل باران پري شوي دي اي داللهج رسوله ،رسول صوفرمايل، نو دا لانده غنم دي سرته نه راوړل چه خلك ئي ويني ، څوك چه چل ول كوي له مانه نه دي. نجش هم منع دي، او هغه دا چه يو څوك ديوه شي دپيرودلو لپاره قيمت جګ ووايي بيغير له دي څخه چه د اخستلو اراده يي وي ددي لپاره چه بل سړي دغه شي په لوړه بيع واخلي. نبي كريم صلى الله عليه وسلم او دهغه ځني اصحا بو به د ماركېټ پيرودل او پلورل مشا حده كول او نظارت بي كولو د هغه هدف په ماركېټ كې مداخله نوه دهغوي هدف د ظلم دوكه او فريب مخنيوي وه. الله پاك په سوره امطففين كې فرمايي. وَيْلٌ لِلْمُطَفِّفِينَ الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ وَإِذَا كَالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ ترجمه:افسوس هلاك خرابي ياكنده دوزخ ده كم كونكېو لره په پيمانه او تول كښي هغه كسان هر كله چه ځان ته اخلي پيمانه نو پوره اخلي او كله چه پيمانه وركوي يائي تلي هغوي ته نو كمي كوي پوره ئي نه وركوي ا حتكار: احتكار كونكې هغه شخص دي كوم چه په قصدي ډول غذايي مواد زخيره كوي او ياپټوي ددې لپاره چه نرخ اوچت كړي . په اسلامي كې احتكار يا انحصار منع دي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم داسي فرمايلي دي عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ مَنْ احْتَكَرَ عَلَى الْمُسْلِمِينَ طَعَامًا ضَرَبَهُ الله بِالْجُذَامِ وَالْإِفْلَاسِ ترجمه:له عمربن الخطابضڅخه روايت دي چه ما له رسول الله څخه واوريدل چي ويل ئي،څوك چه له مسلمانانو نه غله منع كړياحتكار كړي،الله پاك به ئي دجزام په ناروغئ او په تنګدستئ مبتلا كړي. داسلامي وټې پرتله د اسلامي اقتصادي سيستم او نورو سيستمو نو تر مينځ ډېر توپيرونه وجود لري چه موهم يي په لاندي دول دي اسلامي اقتصاد د اسلام ددين او داسلامي ژوند دلاري يوه بر خه ده او دا سيستم په قران او حديث باندي ولاړ دي ،نور اقتصادي سيستمونه د انسانا نو په نظريو او قوانينو ولاړي دي.په اسلامي اقتصادي سيستم كې ذكا ت شته په نوروسيستمونو كې زكات نشته، په اسلام كې سود حرام دي مګر په نورواقتصادي سيستمونو كې سود كارول كېږي.اوس به په هر يوه باندي په لنډ ډول سره رڼاواچوه. اسلام او سوشېلیزم سوشليزم د انفراديت زد يوه نظريه ده،چه په هغه كې حكومت ته پراخه واك وركول كېږي. سوشليزم د كارل ماركس په وسيله مينځ ته راغي لومړي په روسيه او وروسته دپه شمالي كوريا، كېوبا، چين او د شرقي اورپا په ځني هيوادونو كې عملي شو پدي وسيله يي ډېر شهرت پيداكړ.ماركس دا نظريه درلوده چه مادي او اقتصادي حالات د تا ريخ د موهمو پيښو د راوړل كېدو اساسي وجه يا عمامل دي .او دغه فكتورماده،اقتصادي حالت د ټولني دود ، عنعنات او طبيعت جوړوي او نور ټول فكتورونه لكه كلچر،مذهب ،دين،ټولنيز تعلقات او سياسي كارونه ټول په اقتصادي موضوع پوري تړاو لري. ماركس د تاريخ په شرحه كې د دايليكټك مټيريليزم نظريه څخه كار اخستلو.سوشليزم په حكومتي ملكېت باندي ولاړ دي او په اكثرو مسا ئلو كې حكومتي فلان ضروري گڼي او ددي تر څنګ عايد په مساوي ډول ويشي .د سوشليزم له مخي د ټولو بد بختيو او حواديثو اصلي عامل د شخصي ملكيت حق دي او دوي وايي چه دشخصي ملكيت حق بايد له چا سره نه وي . دسوشليزم ځانګړتیاوې د توليد دوسايلو عمومي ملكيت: يعني ټول وسايل د توليد بايد د عوامو څخه واخستل شي او هغه يا دحكومت په كنټرول كي شي او يا اشتراكي فارم ورته جوړ شي چه ټول وګړي دهغه ځاي په كي په ګډه كاروكړي مركزي اقتصادي فلان:د اقتصادي امورو له پاره لكه تجارت ، صنعت او داسي نور مركزي فلان كيږي دحكومت له خوا او دهغه اهدافو د لاسته راوړني له پاره هر سخص يا هر پابريكي ته وظيفه وركول كيږي چه لازم عمل وكړي . د شخصي آزادي له مينځه وړنه: په دي سيستم كي ټول وګړي مكلف دي چه د مركزي فلان مطابق كار وكړي او دوي د ټولني خدمتكار ګڼل كيږي او اقتصادي آزادي نه لري. د آيد مساويانه ويش: په سوشليستي يا كمونستي اقتصادي سيستم كي آيد په مساويانه ډول سره ويشل كيږي بيغير له دي چه طبيعي فرق په نظر كي ونيول شي چه دا ددي باعث ګرځي چه خلك د كار كولو څخه ډده وكړي .په اسلامي كي د آيد ويش په عادلانه ډول سره دي مګرهغه طبيعي فرق په نظر كي نيسي د بيلګي په توګه كه څوك ډير كاركوي ډير آيد به لاسته لاوړي او كه كم كار كوي كم آيد به لاسته راوړي . دسوشليزم اغېزې د كار كولو څخه ډه ډه كول : لكه څرنګه مو چه مخكي ذكر وكړ چه په سوشليزم كي د شخصي ملكيت حق نشته او آيد په مساويانه ډول سره ويشل كيږي نو ځكه څوك دي ته زړه نه ښه كوي چه ډير كاروكړي ځكه دوي ته خاصه كټه پكي نشته . زياتره وخت غرضه د تقاضا څخه كمه وي ځكه حكومت د بعضي شيانو نرخ كښته ټاكي د خپل اصلي قيمت څخه او دا ددي باعث ګر څي چه تقاضا زياته كړي او په مقا بل كي يي عرضه دومره نه وي چه بيا د راشن كولو باعث ګرځي او په ځني حالاتو كي د تورماركيټ د مينځ ته راتګ باعث ګرځي چه په هغه كي د حكومتي معيه قيمت څخه په لوړ قيمت شيان خرڅيږي . څرنګه چه د توليد وسايل لكه پابريكي او داسي نور د حكومت په لاس كي وي نو دا د كمپنيو تر مينځ د رقابت د كموني او يا له مينځه وړني باعث ګرڅي او په دي سره د وسايلو د موثر استعمال مخنيوي كيږي. اسلام د ماركس نظريه په مكمل ډول غندي چه كارل ماركس د مذهب څخه انكار كوي او مذهب تا بع د اقتصادي حالت ګڼي چه دا حقيقت نلري.دماركس د دايليكټك مټيريليزم نظريه هم دمنلو وړ نده د نړي ډېر جنګونه او تاريخي پيښي صرف په مادي شيانو او اقتصادي حالت پوري تړلي ندي ، ددي نه علاوه اسلام شخصي ملكېت ته اجازه وركوي كوم چه د ماركس په فلسفه كې و جود نلري. د ۱۹۹۰كلونو په شروعاتو كې دكارل ماركس په فلسفه ولاړ سوشليستي سيستم د روسيي د ماتي سره يو ځاي د زوال سره مخ شو ، او سوشليستي هيوادونو د سوشليزم يا كمونيزم د ۷۵ كلني تجربي څخه وروسته سوشليستي سيستم پريښود او كپيټليستي سيستم ته بيا را وګر ځيدل ددي تر څنګ كمونيزم دكپيټليزم په شان دا عقيده لري چه خوشهالي او ذهني سكون د مادي اړتياوه په پوره كولو پوري تړي دي چه دا هم حقيقت نلري او دا موضوع مونږ مخكې ياد كړي وه ، خو په خلص ډول ويلي شوي چه روهي خوشهالي داللهج له طرفه ده او په دولت او دارايي پوري مكمل تړاو نلري الله تعالي فر مايلي الرعد ...... أَلَا بِذِكْرِ الله تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ . يعني بيشكه چه د ا لله په ذكر سره زړونه سكون مومي. د پخوا ني شوروي اتحاد تر ړنګيدو وروسته د كپيتليزم آزاد ماركېت نورهم قوت وموند سر بيره پر دي د ګلوبلايزشن ناره نور هم د كپيتليستي سيستم د تقويه كولو كو ښښ كوي.مګر په پورۀ آذاد ماركېټي سيستم كې هم ډېر مشكلات شته،لكه انحصار ، د ماركېټ نا موثريت، او د امير او غريب تر مينځ د فرق زياتوالي. د اسلام له نظره د حكومت رول محدور مګر اړين ضروريا اهم دي او دا موضوع،، دحكومت رول په اقتصاد كې ،، تر عنوان لاندي په تفصيل ذكر شوي. دلته يواځي پدي وينه بسنه كوه چه دځنو عام المنفعه شيانو برابرول د حكومت و ظيفه ده او شخصي سكټر ته دهغوي وركول موثر ندي او يا د عوامو په ضرر تماميږي. اسلام او كېټليزم كپيټليزم يو اقتصادي سيستم دي په كوم كه چه ټول او يا زيات وسايل دتوليد لكه مځكه، پابريكي، سړكونه ... او د ويش سيستم د شخصي اداري لاندي دي او دغه كارول كيږي چه ترلاسه كړي ګټه. په لومړنيو مراحلوددغه سيستم كي دغه ټوله سلسله د زيات رقابت په وسيله مخكي بيول كيده چه په دي سره د څو كسانو سره ددولت دجمع كيدو ميل نورهم پياوړي شو ، مګر وروسته لوي شركتونو دمينځ ته راغلل او د حكومت مداخله او كنټرول په ماركيټ كي زيات شو . كپيتليزم د صنعتي انقلاب په دوران كې مينځ ته راغي او په انفراديت اوخدغرضي يا شخصي مفاد باندي تكېه لري. د كپيټلزم ځانګړتیاوې اقتصادي آزادي :په كپيټليزم كي پوره اقتصادي آزادي شته څوك چه هرڅه وغواړي توليد كړي توليد كولي يي شي، دوي كولي شي چه خپلي پيسي بل چاته په سود وركړي او يا په سود سره قرض واخلي او داسي نور،په اسلامي كي سود ناروا دي او د حلال او حرام مفكوره شته ده. د شخصي ملكيت حق: د شخصي مكليت حق په كپيټليزم كي شته هر فرد كولي شي چه خپل آيد څرنګه وغواړي ويي كاروي او خپل دولت او شخصي مال زيات كړي حكومت په كي د مداخلي حق نه لري.په اسلامي كي هم د شخصي ملكيت حق شته مګر تر شرعي اوصولو لاندي دحكومت محدود رول:د كيپټلستي اقتصادي سيستم بل صفت دادي چه حكومت بايد په ماركيټ كي مداخله ونه كړي ، له دي وستيو كي په كپيټلستي سيستم كي هم د حكومت مداخله په اقتصادي فعاليتونو كي تر يوه حده منل شوي ده ، مګر د حكومت رول په كي محدود دي ، په اسلامي اقصادي سيستم كي د حكومت رول محدود مګر موهم دي او هغه په تقصيل سره راځي. د كپيټليزم بدي د ايد غير عادلانه ويش: كپيټليستي سيستم داسي اصول لري چه دهغي په وجه سره امير نور هم امير كيږي او غريب نورهم غريبّ كيږي ، په دغه سيستم كي سرمايه داراه د غريبو خلكو له غريبي څخه ناوړه ګټه اخلي، سود په دغه سيستم كي وجود لري چه په دي سره د دولت جمع كيدل د سرمايه دارانو سره شروع كيږي او په ټولنه كي دوه طبقي مينځ ته راوړي يوه لويه غريبه طبقه او بله كوچني اميره طبقه غير مفيد اقتصادي فعاليتونه:بعضي وخت كله چه ښه فصل يا ښه توليد شوي وي او عرضه له تقاضا څخه زياته شي نو په كپيټليستي سيستم كيو دوي له دي ويري چه نرخونه به ښكته شي خپل توليد كړي توكي له مينځه ورړي تر څو نرخونه كښته نشي. په داسي حال كي چه ډير خلك هغه شي اړتيا لري . ددي ډيرعملي ميثالونه شته دي چه يو يي د امركار د متحده ايالاتو په وسيله د غنمو په بهر كي اچول دي ددي لپاره چه نرخونه كشته نشي او دوي كمه ګټه ونه كړي. مضر رقابت:په كپيتلستي سيستم كي د پابريكو او اصنعت كارو تر مينځ سخت رقابت موجود وي ، رقابت د اقتصادي پرمختګ او دنويو شيانو او تكنالوژي د ايجاد لپاره ښه دي مګر كه هغه تعميري رقابت وي خو له بده مرغه ځني وخت داسي رقابت صورت نيسي چه په هغه سره يو قوي صنعت كار يا پابريكي يوه ضعيفه پابريكه يا صنعت كار له پښو غورځوي او دغه قسم رقابت غير مفيد دي . د ميثال په توګه كله چه يوه نويي كمپني په ماركيټ كي داخليږي ددي له ويري چه په مستقبل كي به قيمتونه كښته شي د ماركيټ پخواني كمپني په قصدي ډول سره د محدود وخت لپاره د خپلو توليداتو قيمتونه كښته كوي او كله چه هغه نويي داخله شوي كمپني مجبورا له ماركيټ څخه ووځي دغه كمپني بيا خپل نرخونه ډير او جت كړي او په دي وسيله عوام سره زياتي كوي. د نولسمي پيړي په آخر كې سوشلستانو او كارګرو پدي سيستم باندي ډېري نيوكې وكړي، او د ادم سمت كپيټليزم آذاد ماركېټ سيستم يي د مشكلاتو سره مخ كړ، او د حكومت د مداخله غوښتنه يي وكړه،په شلمه پيړي كې د اقتصادي لوي زوال ۱۹۲۹۱۹۳۳ په وجه ډېر شيان بدل شول او په كپيټليستي سيتستم كې ډېري بدلون راغي چه په هغه كې يي د حكومت مداخله قبوله كړه.د انحصار په ضد قانون جوړ شو ددي تر څنګ د كارګرو منظم او فعاله ټولني جوړي شوي. يو ډېر اهم شي چه اسلامي اقتصاد له نورو څخه بيلوي عبارت دي دنړي د نظريه څخه او هغه داچه داسلامل له نظره ددي نړي ژوند يو امتحان دي . اسلامي اقتصادي سيستم داسلامي اصولو په نظر كي نيولو په بنا جوړ شوي دي ، كوم چه د انسانانو لپاره ددواړو جهانونو كاميابي غواړي نو ځكه ددغه سيستم وليي په اسلامي شريعت كې دي. ددغه سيستم هدف همزمان د ژوند د مادي او روحي اړتياوه پوره كول دي، بلعكس كپيټليزم ولاړ دي په مادي فلسفه باندي او په ملكمل ډول تمركز كوي په مادي پر مختګ اوښه كېدنه باندي يواځي په دي جها ن كې او آخرت له پامه غورځوي.بل صفت داسلامي اقتصاد دادي چه ټول اقتصادي كارونه يافعاليتونه لكه ، مصارف، پانګه اچونه، توليد ، او اقتصادي پر مختګ اوداسي نورو ټولو باندي اسلامي اخلاق اثر باسي په پټ ډول سره.له دي امله شخصي مفاد خود غرضي او دشخصي ګټي قوانين په مكمل ډول سره دعملي كيدو وړندي، يانه كارول كېږي .له بله اړخه خودغرضي او معاشرتي ګډوډي د كپيټليزم څخه سر چينه اخلي. ورورګلوي او ساده ژوند د اسلامي اقتصا د يو صفت دي بلعكس ځان ښودنه او رقابت په كپيټليزم كې وجود لري. د اسلام له نظره انسان سره چه كو م مال او دولت دي هغه ورسره د امانت په ډول دي او هغه با يد داللهج داوامرو مطا بق وكارول شي.خو د كپيټليستي نظريه مطابق هر سړي د خپل مال اصلي مالك ګڼل كېږي او هر رنګه يي چه وغواړي كارلي استعمالولي شي. په اسلامي اقتصادي سيستم كې د حكومت رول د معاشروي اهدافو په لاسته راوړنه كې ډېر فعاله او اهم دي مګر په كپيټلستي سيستم كې دومره فعاله ندي. اسلام د يوه او ياڅو كسانو سره ددولت د جمع كېدو خلاف دي او زكات او صدقه ددغه كار د كېدلو څخه مخنيوي كوي مګر په نورو سيستمونو كې دا وجود نلري. دا هم وګورئ اسلامي وټه اسلامي بانکونه وټپوهنه وټیز غونډال وټپوهان سرچینې د معاصر اسلامي اقتصاد معرفت ليكوال: بشيرالله نجيمي وردګ اسلامي وټه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85%D9%8A%20%D8%A8%D8%A7%D9%86%DA%A9%D9%88%D9%86%D9%87 | اسلامي بانکونه | اسلامي بانك دلومړي ځل لپاره دشخصيانفراديكوښښونو په وسيله شروع شو ځكه چه معاصر بانكونه په سود باندي ولاړ ووه، اوسود داسلام له نظره ناروادي ،نو ځكه ځني ويښ مسلمانان د حكومتونو دبي تفاوتي څخه مايوسه شول اوپه انفرادي ډول يي بغير دحكومت څخه داهلي ځلي شروع كړي او وروسته ځني اسلامي هيوادونه په دي كوښښ كې شامل شول لكه پاكستان،ايران،سوډان.... لومړني اسلامي بانك لومړني اسلامي بانك په كال ۱۹۶۳م كښي دمصر په يوه وړوكې ښارچه د بيت عمر په نوم ياديږي جوړشو،دغه بانك ديو څوكسانو دشخصي هلوځلو په مټ جوړشو او دحكومت مرسته ورسره نه وه ملگري.په هغه وخت كې دسياسي ملاحظاتو په وجه دغه بانك ته دوي داسلامي بانك نوم نه وه وركړي ،ددي څخه وروسته داسلامي بانكونو جوړيدل پيل شول چه موهم يي په كال ۱۹۷۵ كې داسلامي ترقياتي بانك جوړيدل ووه.دغه بانك ديوه نړيوال بانك يا مرستندويه اداري په ډول چه بي سوده قرض وركوي جوړشو. په همدغه كال كې ددوبي اسلامي بانك جوړشو او ورپسي په كال ۱۹۷۸كې دمصر دالفيصل اسلامي بانك اودسوډان او كويت بانكونه جوړشول ددي نه وروسته دډېرونورو اسلامي بانكونو د جوړيدو لړي پيل شوه او تر اوسه داوم لري. دكويت اسلامي بانك څورلس شاخي لري،دمصردالفيصل اسلامي بانك څلورويشت شاخي لري چه دمصر په ټولو ښارونوكې خوري دي ،اسلامي ترقياتي بانك د پانگوني اوپرمختگ اوه شاخي لري داسلامي هيوادونو له جملي څخه دسوډان هيواد ترټولو ډېر اسلامي بانكونه لري لكه البركه بانك،فيصل اسلامي بانك، اسلامي بانك دمغربي سوډان لپاره،دسوډان اسلامي بانك، اوځني نور چه ټول بي سوده پانگونهسومايه اچونهاو قرض برابروي وجودلري. داردون اسلامي بانك څورلس شاخي لري او يو د كاميابو بانكو نو څخه دي دابانك ۶۵۰۰۰څخه زيات پيسي اچونكې او مالي حساب لر ونكېلري . دنورو اسلامي بانكونو بر خلاف دي بانك ته كمپني ويل كېږي او ددي د حصصو يا برخوتجارت د امان د حصصو دراكړي وركړي په ماركېټ يا سټاك اكسچينج كې ترسره كيږي. او ددي بانك حصص داردون دټولو نورو بانكونود حصصو څخه ښه فعاليت كوي . په لنډ ډول ويلي شو چه تر اوسه پوري دټولو اسلامي بانكونو شمير تقريباّ د ۲۶۵ څخه زيات دي او په ټولو اسلامي بانكونو كې د۲۴۰بيلون روپيو څخه زياته سرمايهكپيټل په كار اچول شوي دي . اسلامي بانكنونه دسود پرځاي د گټي او تاوان دشريكولو پر بنياد ولاړ دي .داسلامي بانكونو وده ياپرمختگ په كال كې د۱۰څخه تر ۲۰ پوري دي،داسلامي بانكونو په اړوند خلكو فكر كولو چه كامياب به نه شي او د غربي او په سود ولاړ سيستم دمقابله توان به ونلري مگر ددغو توقعاتوبر خلاف اسلامي بانكونه ډېر بريالي وختل او دغربي بانكونو ښه مقابله يي وكړه او په همدي وجه غر بي بانكونه متاّثره شول او ځني غربي بانكونو هم داسلامي بانكونو كړكې خلاصي كړي او زيار يي وكېښ تر څو داسلامي بانكاري تقليد وكړي ددغو بانكونو څخه څو موهم په لاندي ډول دي. غربي بانكونو كې داسلامي بانكونو كړكې سټنډرډ چارټر بانك سيټي بنك په كال ۱۹۸۳ داسلامي بانك كړكې خلاصه كړه د چين دشانهاي بانك په نړي كې داسلامي بانكونو لست په ټوله نړي كې اسلامي بانكونه خواره دي په دواړو اسلامي او غير اسلامي هيوادونو كې په لاندي لست كې مونږ په هر هيواد كې يو څو اسلامي بانكونه د بيلگي په تو گه رااخستي دي. داسلامي بانك نوم هيواد عرب البنين اسلامك بانك،ټيرانه البنيا بانك البركه دالجيري،الجيريز الجيريا مسلم كميونيټي كواپريټو اسټرليا استراليا مسلم كميونيټي كريډيټ يونين استراليا الامين كمپني فورسيكېوريټيز انډ انوسټمنټ فنډ بحرين البركه اسلامك انويسټمنټ بانك بحرين عرب اسلاميك بانك بحرين بحرين اسلامك بانك بحرين بحرين اسلامك انوسټمنټ كمپني بحرين انوسټر بانك بحرين فرسټ اسلامك انوسټمنټ بانك بنگلديش اسلامك بانك ،بنگلديش بنگلديش فيسل اسلامك بانك بنگلديش اسلامك بانك اف بروناي،برحډ،دارالاسلام بروناي اسلامك ډيولوپمنټ بانك اف بروناي،برحډ بروناي تبونگ امانه اسلامي ،بروناي بروناي سوسايټي جنرل فرانس كپيټل گايډينس فرانس الجيرين سوعدي ليزينگ حولډنگ كمپني فرانس عرب گمبين اسلامك بمك گمبيا بانك سيپه ايران جرمني كامرس بانك جرمني ډچ بانك جرمني المين اسلامك فايننشل انډ انوسټمنټ كارپورشن،لميټيډ هند بانك موسكات انټرنشنل هند الفلاح انوسټمنټ لميټيډ هند البركه اسلامك انوسټمنټ بانك اندونيشيا بانك معاملات اندونيشيا،جكارته اندونيشيا دل مال اسلامك ټرسټ اندونيشيا بانك كشاورزي ،تهران ايران بانك مسكن ايران،تهران ايران بانك ملت،تهران ايران بانك تجارت. ايران عراقي اسلامك بانك فار انوسټمنټ انډ ډولوپمنټ عراق بانك سيپا،ايران ايټاليا جوردن اسلامك بانك اوردن انټرنيشنل انوسټمنټ گروپ كويټ البركه بانك لبنان بانك اف بيروت لبنان فيصل فايننس لكزامبرگ فيصل حولډنگ لكزامبرگ لكزامبرگ تكافل لكزامبرگ عرب ماليزين مرچنټ بانك،برهډ،كلالمپور ماليزيا بانك اسلام برهډ، كلالمپور ماليزيا اسلامك بانكنگ انډتكافل ډيپارټمنټ بانك ماليزيا فيصل فايننس،مراكو مراكو فيصل فايننس،نيدرلنډ مراكو حبيب نايجيرين بانك لميټيډ نايجيريا احمد زركې انډ كو نيجيريا بانك مسكت انټرنيشنل عمان عمان عرب بانك عمان الفيصل انوسټمنټ بانك لميټيډ،اسلام آباد پاكستان التوفيق انوسټمنټ بينك لميټيډ،لاهور پاكستان فيصل بينك لميټيډ پاكستان عرب اسلامك بانك فلستين عرب اسلامك انټرنيشنل بانك فلستين دفلستين انټرنيشنل بانك فلستين قطر انټرنيشنل اسلامك بانك قطر قطر اسلامك بانك دوهه قطر بدر بانك روس اسلامك ډولوپمنټ بانك ،جده سعدي عرب نشنل كمرشل بانك لمټيډ،جده سعدي عرب سعدي امريكن بانك ،جده سعدي عرب سعدي هالنډ بانك سعدي عرب بانك الجزيره سنيگال بانك اسلامي دسنيگال جنوبي افريقا البركه بانك لميټيډ ،ډوربن سريلانكا امنتااسلامك بانك سوډان امنتا تكافل لميټيډ سوډان سوډانيزاسلامك بانك سوډان كوپوله اسيټ منيجمنټ،جنيوا سويزرلنډ دارالمال اسلمي ټرسټ، اس .اي ،جنيوا سويزرلنډ فيصل فاينني سويزرلنډاس.اي،جنيوا سويزرلنډ يونايټيډ بانك اف سويزرلنډ سويزرلنډ البركه توركش فايننس هوز،استنبول تركېه فيصل فايننس انسټيټيوشن،استنبول تركېنه ابو دوبي اسلامك بانك متحده عربي عمارات گلپ انټرنيشنل بانك،ابو دوبي متحده عربي عمارات نيشنل بانك اف دوبي متحده عربي عمارات البركه انټرنيشنل لميټيډ ،لندن انگلستان البركه انوسټمنټ كو.لميټيډ،لندي انگلستان السفا انوسټمنټ فنډ انگلستان بانك سيفا ،ايران انگلستان تكافل يو.كېلميټيډ،لندن انگلستان الميزان كموډيټي فنډ في اي سي،ډربن ايرلنډ داسلامك انوسټمنټ كمپني ،اس ټي.هيلير ايرلنډ المنزل اسلامك فايننشل سرويس امريكا امريكن فايننشل هوز امريكا يونايټيډ مورگيج امريكا امين هوزنگ كواپريټو،سنفرانسسكو امريكا صبا اسلامك بانك،سنا يمن فيصل اسلامك بانك يمن يمن اسلامك بانك يمن يمن نشنل انوسټمنټ كمپني،سنا يمن اسلامي بانكونه څرنگه كار كوي اسلامي بانكونه دسود پرځاي داسلامي پانگوني سرمايه اچونيطريقي كاروي اوددي تر څنگ نور عادي بانكې خدمتونه محيا كوي دپانگه اچوني اسلامي شكلونه په لاندي ډول دي مشاركه مضاربه مرابحه بيع سلم بيع موجل اجاره استسنا قرض حسنه دغه ټول په تفصيل سره ذكر شوي دي او دلته يي يواځي نمونه كفايت كوي بانكې خدمتونه داسلامي بانك لخوا وړاندي كېدونكې خدمتونه په لاندي ډول سره دي. جاري حساب : د نورو عادي بانكونو په ډول سره يي سرته رسوي يواځني توپير يي دادي چه واضع اجازه يا خوښه اخلي دپيسي اچونكې څخه چه وكاروي دغه پيسي په خپلو نورو بانكې فعاليتونو كې .بانك په دي باندي كومه گټه نه وركوي اويواځي دساتني دنده لري اومالك يي هر وخت كولي شي چه ددهغه بانكې حساب څخه پيسي وباسي، بانك ددغه بانكې حساب ضامن دي او ددوي لخوا تضمين كېږي. دپس اندازحساب : دغه خدمت د څه مصرفخرچهڅخه بيغير اسلامي بانك اجراكوي،هيڅ سود او يا گټه نه وركوي مگر په بيرته وركوونه كې ځني بانكونه يو خاص امتياز شايد وركړي پيسي اچونكې ته تر څو دوي تشويق شي .دبيلگي په توگه : ديوي وړي پروژي تمويلول او يا ځني تحفي وركول ،او دا هغو كسانو ته وركول كېږي كوم چه زياته سپما كوي او داسود نه گڼل كېږي ځكه له مخكې معين شوي ندي او دبانك په خوښه پوري اړه لري چه وركوي يي او كه نه او كه وركوي يي څومره وركوي؟ ددي دجواز دليل دنبي كريم صلى الله عليه وسلم يو حديث دي : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ الله عَنْهُ قَالَ كَانَ لِرَجُلٍ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سِنٌّ مِنْ الْإِبِلِ فَجَاءَهُ يَتَقَاضَاهُ فَقَالَ أَعْطُوهُ فَطَلَبُوا سِنَّهُ فَلَمْ يَجِدُوا لَهُ إِلَّا سِنًّا فَوْقَهَا فَقَالَ أَعْطُوهُ فَقَالَ أَوْفَيْتَنِي أَوْفَى الله بِكَ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ خِيَارَكُمْ أَحْسَنُكُمْ قَضَاءً ترجمه: له ابي هريرة رضى الله عنه څخه روايت دى وايي: د يو سړي په نبي كريم صلى الله عليه وسلم اوښ پور ؤ، نو راغى د خپل پور غوښتنه يې كوله، نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل ورته وريې كړۍ، صحابوو رضى الله تعالى عنهم يې اوښ ولټاوه ويې نه موند، بلكې له هغه نه يې ښه وموند، نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل ورته وريې كړۍ، هغه سړي وويل زما حق دې پوره راكړ، الله پاك دې ستا حق پوره دركړي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: بيشكه ستاسې غوره ستاسې غوره راكړه وركړه كوونكى دى.ددغه پورته حديث څخه څرگنديږي چه دا زيادت سود نه بكلي د احسان په معني دي اواحسان گڼل كېږي. د پانگوني حساب دغه ډول بانكې حساب اسلامي بانكونوته مخصوص دي دايو څه مشابهت لري د ،،سپرده پس انداز و يا سپرده ثابت،، سره په هر صورت بيا هم ددوي تر مينځ ډېر توپير شته. دتيوري له مخي داپيسي اچونه نده بلكې بانك ته پيسي وركول دي چه ويي كاروي وكالتاّ دده له اړخه په بنياد دمضاربه چه پسي وركونكې صاحب دمالرب المال او بانك په دي صورت كې منيجرمضاربيا وكېل دي دا پيسي بانك ته په دي شرط وركول كېږي چه گټه او تاوان په كې شريك وي او دگټي حصه له وړاندي تعين كېږي په مابين د بانك او پيسي وركونكې تر مينځ .لكه څرنگه چه مخكې مووويل چه دگټي د ويش اندازه كوم چه ددغو پسيو دكاروني په و سيله سره مينځ ته را ځي ددوه اړخيزي موافقي په اساس ويشل كېږي نو ځكه له مخكې څخه بانك نشي كولي چه ووايي چه پسي اچونكې ته به څومره گټه وركوي مثلّ لس زره، شل زره ....بلكې يواځي فيصدي يي تعين كېږي لكه ۶۰ دگټي پيسي وركونكې ته او پاتي ۴۰ به دبانك بر خه وي. دپيسو دليږدوني خدمت:اسلامي بانك دنورو بانكونو په شان دپيسو په ليږدونه كې ديوه ځاي څخه بل ځاي ته مرسته كوي او ددي خدمت په بدل كې كميشن مزدورياخلي او همدارنگه د تجارت په كولوكې له تجار سره مرسته كوي او ددي په بدل كې هم يو اندازه مزد اخلي چه داشر عاّ جواز لري. دا هم وگورئ اسلامي وټه اسلامي بانکونه اسلامي وټیز غونډال وټپوهنه وټیز غونډال وټپوهان اسلامي بانکوالی |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D8%B1%D8%AF%DA%AB%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA | وردګ ولايت | وردگ ولايت د كابل په لوديځ كې پروت دى، چې د كابل- كندهار لويه لار پكې غځېدلې ده. دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانگړي ولايت په توگه منل شوى. په دغه ولايت كې بېلابېل توكمونه اوسېږي، چې ډېر يې وردگ قوم دى او ولايت هم ددوى په نامه نومول شوى دى. دغه ولايت اوس مهال اته ولسوالى، لكه سيدآباد، جغتو، چك، دايميرداد، جلرېز، نرخ، بسهود مركز او بهسود لومړۍ حصه دي. جوړښت دغه ولايت د هېواد د گڼ مېشتو ولايتونو څخه شمېرل كېږي، چې ډېر لوستي خلك لري او د هېواد په هر حكومت كې د پام وړ رول لري. ددغه ولايت خلك په كرنه او مالدارۍ بوخت دي، د مڼو او كچالو د محصولاتو په برخه كې د هېواد تر ټولو مهم ولايت دى. پوهنې ته پكې ډېره پاملرنه كېږي. تاریخچه د وردگ ولايت پخوانۍ وضعیت وردگ ولايت كه څه هم د هېواد له پلازمينې كابل په ۳۰ كېلومترۍ كې پروت ولايت دى او دكابل- كندهار لويه لار په همدې ولايت كې تېره شوې ده، چې له ډېرو وروسته پاتې ولايتونو څخه شمېرل كېږي. په دغه ولايت كې د پرمختگ ډېر امكانات شته، خو د وخت د هېڅ حكومت لخوا ورته پاملرنه نه ده شوې او هر څه يې شاړ پراته دي. كه دې وردگ ولايت موقعيت ته ونه گورو نو په نورو ځانگړتياوو كې كټ مټ له غور او دايكندي ولايت سره پرتله كېداى شي. د اوسني حكومت له راتلو مخكې خو يې مركز هم د هېواد له ډېرو ولسواليو څخه هم خوار ښكارېده. له يو درجن خټينو كورونو او نيم درجن هټيو دكانونو پرته پكې هېڅ نه ليدل كېدل. د وردگ ولايت اوسنۍ وضعه او پرمختگونه كله به چې د وردگ ولايت د مركز ميدانښار نوم واخيستل شو، نو هر چا به دا فكر كاوه، چې گواكي دلته به خامخا يو لوى ښار وي. په زړه كې به يې ددې ولايت د ليدو هيله را وټوكېده، خو كله به يې چې ددې مركز ديدن نصيب شو، نو يوازې د نيم درجن هټيو دكانونو پرته به يې نور هېڅ ونه ليدل، د ميدانښار د نوم او واقعيت ترمنځ واټن ته به هك پك شو. كله چې د طالب حكومت را پرځېدو ورسوسته په هېواد كې نوې اداره رامنځ ته شوه. په لومړي سر كې په دغه ولايت كې په پرله پسې توگه يو څو واليان لكه: قاضي رحيمي، حميدالله توخى، حاجي سيف الله احمدزى او رازمحمد دليلي يو پر بل پسې بدل او رابدل شول، چې ددوى په وخت كې په دغه ولايت كې هېڅ د پام وړ كار ونه شو، وروسته په ۱۳۸۳لمريز كال كې ښاغلى عبدالجبار نعيمي د وردگ ولايت والي شو، چې د ۱۳۸۷ ترچنگاښ پورې يې ددې ولايت چارې پرمخ يوړې او ورپسې ښاغلي محمد حليم فدايې راغى چې تراوسه ددې ولايت اداري چارې پر مخ وړي. د ښاغلي عبد الجبار نعيمي په راتلو سره په دغه ولايت كې د تېرو حكومتونو پرتله بېساري پرمختگونه وشول او د ولايت مركز ميدانښار تر ډېره بريده د ښار او ولايت بڼه خپله كړه. دغه موده د ولايت لپاره د نوښت او رغاونې زرينه موده گڼل كېږي، چې ځينو مهمو برخو كې د پام وړ كارونو ته په لاندې توگه اشاره كولاى شو: د ولايت مركز ميدان ښار دغه ولايت د گوتو په شمېر يو څو خټينې هټۍ او كورونه لرل، دولتي ودانۍ له يوې خوا پكې ډېرې لږ او له بلې خوا د تېرو جنگ جگړو پرمهال ويجاړې شوې وې، په دې وروستيو كلونو كې د ولايت ټولې دولتي ودانۍ، لكه د ولايت مقام، رياستونه، روغتون، محكمه او امنيتي ودانۍ جوړې شوې، د مركز سړكونه او كوڅې پخې شوې. په ولايت كې ډېر تجارتي ماركېټونه، هوټلونه او لوړمنزله ودانۍ پيل شوې. د ښار شا اوخوا څو ښارگوټي نقشه او د كورنو په زرگونو نومرې ووېشل شوې. ولايت ته په لسگونو مؤسسې راغلې او ودانۍ يې جوړې او يا كرايه كړې. په ولايت كې دار المعلمين، د زراعت لېسه، ديني دارالعلومونه، راډيو ټلوېزون، سپورتي لوبغالى، پاركونه او جوماتونه جوړ شول. چې دې ټولو د وردگ ولايت په مركز كې د خلكو گڼه گوڼه، د سوداگرو تگ راتگ او پانگونه او د خلكو د اوسېدو شونتيا ډېره كړه او په دې سره د ميدانښار نوم خپل حيثيت خپل كړ. د يادونې وړ ده چې په ۱۳۷۶ كال كې د ودگو ولايت د ميدانښار ښاروالۍ په ټول هېواد كې دريمه درجه خپله او جايزه يې ترلاسه كړه. پوهنه د معارف د ۱۳۸۸ کال د احصایې له مخې په وردگ ولایت کې ۷۴ لیسې، ۹۶ منځنۍ ښوونځي، ۱۶۰ لومړنې ښوونځي، ۵ دارالعلوم، ۹ دیني مدرسې، ۲ دارالحفاظونه، ۴ دارالمعلیمین ۱ تخنیکې او مسلکي لیسه فعال دي. په لیسو کې ۸۷۵۴ تنه زده کوونکي، په منځنیو ښوونځیو کې ۲۲۰۱۳ تنه زده کوونکي، او په لومړنیو ښوونځیو کې ۹۶۳۲۰ تنه زده کوونکي، په دیني مدرسو کې ۲۰۲۹ تنه، په دارالعلوم کې ۷۵۰ تنه، په دار الحفاظ کې ۱۳۴ تنه، او په تخنیکې ښوونځۍ کې ۱۳۵ تنه چې جمعا ۱۳۱۰۰۱ تنه زده کوونکې پدې ولایت کې په تعلیم بوخت دي چې د ۴۱۰۶ تنو استادانو له خوا ورته تدریس کیږي. ددغه ولایت په پښتون میشتو سیمو کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې خنډونه شته. د طالبانو د راپرزیدو وروسته پدې ولایت کې په ډیر شوق او زور سره د نجونو ښونځي پیل شول؛ خو د لنډې مودې وروسته د طالباني فکر پلویانو لخوا یو پر بل پسې وتړل شول، او ځنې هم په بمونو والوزول شول. ددې برعکس، ددې ولایت هزاره میشتو سیمو نجونو او هلکانو د نوي حکومت له راتگ سره سم ښونځیو ته د تگ زمینه وموندله چې دادی لس کاله وروسته د دې غرنۍ او غریبې سیمې هر ځوان او پیغله د پوهنتون تر کچې را ورسیدل او هر یو یې د علمي درجې لرونکي شول. ادبي هڅې په دغه ولايت كې كه څه هم ادبي څېرې ښې ډېرې خو دغه وروستي كلونه د نوو څېرو د راټوكېدو او د ادبي هڅو ددې ولايت په تاريخ كې زرينه دوره گڼل كېږي. ځكه د مڼې گل مشاعرې خپله ملي بڼه خپله كړه. په دې ولايت كې د اېف اېم راډيو او ټېلوېزون جوړ او په خپرونو يې پيل وكړ، ددې ترڅنگ په ځينو ولسواليو كې د انترنيوز لخوا هم راډيو گانې جوړې او خپرونې كوي. همدارنگه په دغه ولايت كې كابو ۲۲ نوې ادبي او كلتوري ټولنې رامنځ ته شوې. د جغتو، وردگ، ملي هدف اونيزه، دريځ، آذان او عهد په څېر كابلو ۱۲ مجلې او مهالنۍ خپرونو په خپراوي پيل وكړ. ترټولو مهمه خو دا ده چې د وردگ ولايت اوسني ولايت د وردگ ليكوالو د آثارو او كتابونو چاپ او خپراوي ته هم اوږه وركړې او تر دې مله يې په خپل لگښت كابو ۱۵ عنوانه كتابونه چاپ كړي دي. د: بيا رغاونه: په دغه ولايت كې د ځينو مؤسسو ترڅنگ د ملي پيوستون پروگرام هم د ولايت په رغاونه كې مرسته وكړه، په دې سره د خلكو له اړتياوو سره سم ځينې وړې او غټې پروژې لكه: استنادي دېوالونه، ويالې، پولچك او كوهيان جوړ شول. خو د جغتو په ولسوالۍ په ځينو برخو كې لا تراوسه دا پروگرام نه دى پلى شوى او خلك دېته سترگې په لار دي، چې دا پروگرام به كله پيل كېږي. هـ: سړكونه: په دې ولايت كې د كابل- كندهار لوى سړك غځېدلى چې د نوي حكومت په پير كې په اساسي بڼه جوړ شو، پدې سره ټول دغه ولايت او ټول هېواد ته خورا زياته گټه ورسېده ددې ترڅنگ ددې ولايت ځينو نور مهم سړكونه لكه: د مېدانښار- باميانو، چك، تنگي او انخي سړكونه هم په پاخه او اساسي توگه جوړ او يا تر كار لاندې دي، چې په دې سره د ولايت خلكو ته خورا ډېرې اسانتياوې مهيا شوې. ددې ترڅنگ د ولايت خلك په ټينگه غواړي، چې د چك او جغتو ترمنځ غځېدلى سړك او هم د جغتو ولسوالۍ سړك جوړ شي. اړتياوې: وردگ ولايت د پرمختگ ډېره شونتيا لري، د ولايت په ډېرو برخو كې په اسانۍ سره ډېرې گټورې پروژې پلې كېداى شي، چې گټه به يې نه يوازې وردگ ولايت بلكې ټول هېواد ته ورسېږي. چې ځينې يې په لاندې ډول دي: د گوربت بندجوړول د گوربت غروه په دواړو خواوو يانې په جغتو ولسوالۍ او هم په سيدآباد ولسوالۍ ډېرې اوبه بهيږي، هر پسرلۍ پرېمانه اوبه هسې ضايع كېږي، چې په دواړو خواوو كې د دوو ډېرو گټورو بندونو امكانات شته او پخوا يې څېړنه هم شوې او ارزښت يې هم تر ډېره بريده ارزول شوى، چې په زرگونو جرېبه ځمكه خړوبولى شي، چې په دې اړه د حكومت جدي پاملرنې ته اړتيا ده. د چك برېښناكوټ رغول: دغه فابريكه په ۱۹۴۰ كال كې جوړه شوې او د هېواد مهمه فابريكه ده، چې دغه فابريكه بيا سمې رغونې او په سيمه كې دبرېښنا وېش ته اړتيا لري. د نرخ له تاريخي آثارو سمه گټه اخيستل: په دې وروستيو كې ددې ولايت په نرخ ولسوالۍ كې ډېر ارزښتناك تاريخ آثار كشف شوي او د بهرنيانو لخوا په كې ځنې پلټنې هم ترسره شوې، چې دغه پلټنې بايد معياري او د سيمې د خلكو په گټه ترسره شي. د سيدآباد ولسوالۍ له ډبرو سمه گټه اخيستل: د سيدآباد په غرو كې سپينې او سور رنگه ډبرې شته چې د ودانيو په جوړولو كې ترې گټه اخيستل كېږي، دغه تېږې ډېره بيه لري، اوسمهال په غير معياري توگه راايستل كېږي، دغه بهير بايد سمون ومومي او د هېواد او ولايت په گټه ترې كار واخيستل شي. ځمكنی جوړښت د ولایت مرکز میدا ښار دی او مساحت یی ۸۹۳۸۱۳ کیلومتر مربع دی. د وردک ولایت په ټولیزډول سره ۲۸۰۰۰ ایکړه د اوبیزه یا کرهنیزه ځمکه لری. د میدان وردگ ولایت زمکنی جوړښت د اټکل له مخی په دریو برخو ویشلی ش، دری او خوړونه چی دا منتطقی ډیری اوبه لری او د کرهڼی لپاره ښه مساعد دی. لږ لوړی منطقی چی دی ځایونو ته د خوړو څخه، د کاریزونو څخه اوبه پرته کیږی او په هغه کی محدود ډول سره کرهڼه صورت نیسی. دریم دښتی دی د ولایت یوه لوی مساحت یی احتوا کړی دی. دا دښتی اوبه نلری او اکثرا په پسرلی د څړځایونو په حیث د کوچیانو لخوا استعمالیږی. نفوس فرهنگي، علمي او اجتماعي حالت تاريخي ځايونه جغتو: جغتو د وردگو ولايت ولسوالي، په سويل لويديز كې پرته ده چې په همدغه ولايت پورې اړه لري، گرد چاپېره غرونو يې سرحدات تشكلوي، يواځي سويل ختيز لورته يې خواجه عمري، او سويل لوديز ته د رشيدانو ولسوالۍ چې دواړه په غزني ولايت پوري اړه لري پرتې دي. جغتو د تاريخې لحاظه د اهميت وړ دى، د اسلام نه مخكې د هفتالي دولت په پيرعصر كې جغتو د جگدو په نامه سره ياديدلو، چې وروسته په جغتو آوښتى دي، په خپله غيږ كې تاريخي ښار برغولى، بند سلطان، او د هلاكو غر ته ځاى وركړي دي، د هيون څانگ نومې بودايي عالم له چين څخه تر هنده او له هند څخه تر چينه يونليك په چيني ژبه لكيلى دى، نوموړى اول د بودايي دين مركز افغانستان ته د لويو لويو معابدو د لېدلو لپاره راغلي، بيا لدې ځايه هند ته سفر كړى، د هند څخه بېرته افغانستان ته راغلى، لوى استاد علامه اكاډيميسن پوهاند عبد الشكور رشاد د هيون څانگ او يونليك داسې راپېژني: هيون څانگ د بودايي دين ستر عالم په۶۰۳ ميلادي كال د چين نومي ښار كې زيږيدلى او په ۶۶۳ميلادي ۴۳هـ ق د چين په نومي ښار كې مړ دى، ده له هندي ژبې څخه ۷۳ بودايي متنه په چيني ژبه اړولي وو، نوموړى چې د هندوستان له سفره چين ته ورسيد، شل آسونه يې په كتابونو بار وو، په دغه كتابونو كې ۶۵۷ بودايي متنونه او شرحي وي، ده په دغه سفر كې له ۶۲۹عكال ۸ هـ ق څخه تر ۶۴۴ع كال ۲۴هـ ق پورې پنځلس كاله تېر كړي، له هندوستانه څخه ، د ۶۴۴ع كال د جون په پنځلسمه فالانا اوسنى بنو ته راغلى او د جون پر پنځوشتمه اپوكان ابوگان افغان پختيا اوسنى پكتيا ته راغلى بيا له اپوگانه د جگدو اوسنى جغتو له لارې د ۶۴۴ع كال د جولاى په لومړۍ ورځ كاپيسا ته رسيدلى دى. لدې څخه را په ډاگه كېږي، چې د جغتو سيمه ډېر لرغونى تاريخ لري. دسلطان بند دا بند د جغتو په لمنه كې پروت دى، پداسې ځاى كې چې د جغتو د بيلا بيلو خوړونو لاري په همغه ځاى ورسپري دي، د ژمي د واورو او د پسرلي د بارانونو اوبه هملته غونډيږي، دغه بند د سلطان محمود غزنوي دولت پر مهال د همغه پير عصر په تخنيكي نورمونو اباد او د غازي امان الله خان د پاچاهۍ پر مهال بيا جوړ شوی، له دغه بند څخه د وردگو يوازې دوه كلي گټه پورته كوي او نورې ټولې اوبه د خواجه عمري په شنه او ښكلې سيمه كې، چې د هزاره گانو سيمه ده بهيږي او دغزني ښار شا او خوا سيمې خړوبوي. د هلاكو غر دا غر د جغتو ولسوالۍ څخه د گرد چاپيره غرونو لوړه څوكه ده، چې د جغتو په سويلي لوري كې د بند سلطان په غاړه د برغولي په نامه د پرتي سيمې په څنگ كې غزيدلې، د هلاكو بابا د غره په نامه سره د سړي ذهن ته د هغه هلاكو او د هغه پلار چنگيزخان تاتاري زوي را ټوپ كړي ، چې د منگوليا په غرو كې يې خواره واره تاتاريان تر يو بيرغ لاندي را غونډ كړل، لومړى يې د چين هېواد تر پښولاندي كړ، بيا يې اسلامي نړۍ ته مخه كړه په منځني اسيا كې يې د اسلامي پياوړي خوارزم شاهې دولت ته پښې اړم كړې، خوارزم شاهي دولت په ډېره ميړانه له اسلامي خاورې دفاع وكړه، خو څرنگه چې د چنگيز لښكري خورا ډېرې او پياوړې وې اسلامي دولت د دغه بې رحمه لښكر په وړاندې كمزورى شو تاتاري لښكر اسلامي خاورې ته را ننوتل هر څه يې تالا والا كړل، مسلمانان يې شهيدان، ښارونه يې ړنگ، جوماتو او علمي مراكز يې له خاورو سره خاورې كړل، شني او سمسوري سيمي يې په سپيرو دښتو واړولي ان افغانستان ته راورسيدل او دجغتو سيمه كې يې لويې لويې هډي او لښكر ځايونه جوړ كړل، برغولى، كلمنار او هفتاله دا دهغه وخت آبادې سيمې وې، اصلي خبره داده چې دا بل هلاكو دى او د اسلام نه وړاندې په هفتالي دولت كې تېر شوى او دې غره يې تر ننه نوم ژوندى ساتلى دى. د هفتالي دولت پر مهال پدې ځاى كې ښارونه آباد وو، لوى استاد علامه عبدالحي ليكي، چې هفتاله د هفتالي دولت مهم ځاى ړ او هفتالي دولت د اسلام نه وړاندې پدې سيمو كې واكمن دولت وو، د همغه پير عصر آثار او بېلگې كشف شوي دي. برغولى دا سيمه د هلاكو غره او بند سلطان ترمينځ پرته سيمه ده، داسي ښكاري، چې دا سيمه د ډېرو اباديو او بې شميره نسلونو كوربه وه، همدا اوس هم په خپله غيږه كې داسې يو ځاى لري، چې د هيواد او په ځانگړي توگه د غزني څخه هر كال بي شميره هندوان ورته راځي، زيارت يې كوي، خپل ديني مراسم تر سره كوي او ډېرې قربانۍ كوي، د برغولي په سيمه كې د تېر عصر آثار موندل كيږي، قيمتي ټوټې، تيږي او داسي نور څيزونه ترلاسه كيږي، كله چې باران وشي د سيمې هلكان دې سيمې په هسكو ټېټو كې د قيمتې او ارزښتناكو توكيو پلټنه كوي، د برغولي په سيمه كې دوې لوړې لوړې غونډى دي، چې پخوا پكې ژرندې آباد او د باد په مټ به چليدلې. ولسوالۍ او نورې سیمې دوردگ ولایت ۸ ولسولۍ لری چه نمونه یې دی. د بهسودو لومړۍ او دوهمه حصه: دا ولسوالي ۱۳۲۷ کیلو متره مربع مساحت لری، د بحر له سطحې ۲۹۵۰ متره لوړوالی لري، د ۱۵-۶۸ درجو طول البلد او ۳۰-۴۳ درجو عرض البلد تر منځ پرته ده، د مساحت له مخې څلورمه درجه مقام لري. د نړۍ هنداره احسان الله آرین زی د دې ولسوالۍ مهمې سیمې دا دي: فراخلم، تیزک، قول خویش، گردن دیوار.... د دې ولسوالۍ سیمه د لویو غرونو تر منځ په تنگو درو او تنگیو کې ویشلې، تر ټولو لویه ستونځه دا ده چې یوه برخه یې د غوربند د ترکمن درې په وروستي پای کې پرته، او بله برخه یې د بهسودو په سیمه کې پرته ده، چې د دواړو برخو تر منځ د لخشان د کوتل له لارې تلل راتلل ممکن دي، دا کوتل د کال په شپږو میاشو کې په واورو پټ او تلل راتلل هم پرې کله گران او کله ناممکن وي. د بهسودو دوهمه حصه اولسوالي ۲۱۹۸ کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې ۲۹۷۵ متره لوړوالی لري، د ۵۷-۶۷ درجو طول البلد، او ۲۱-۳۴درجو عرض البلد تر منځ پرته ده، او د مساحت له مخی لومړی درجه مقام لري. دا ولسوالې په لاندې مهمو برخو ویشل شوې: تگاب، راقول، دهن گرماب، سنگ شانده، کوه بیرون، مرک، ممرک، سرتاله، قوم دهقان، سرخ آباد، هشت درخت، سفید سنگ، میر هزار، آب شیروم، کجاب... د بهسودو د دواړو ولسوالیو سیمه د وردگو او میدان ولایت د جلریز، جلگې او جغتو د ولسوالیو لویدیځ ته هغه پراخه سیمه ده چې د ولایت په اداري ویش کې دوې ولسوالۍ لري ، چې د مساحت له مخې د ټول ولایت برخه جوړوي. دا سیمه د شمال له لوري د پروان او بامیانو د ولایتونو او د لویدیځ لورته له بامیانو، او د جنوب لور ته د غزني ولایت له ناور ولسوالی سره گډي پولي لري قوم، توکم او ژبه: د دې سیمې زیاتره اوسیدونکې په قوم هزاره دي چې ځینې سیدان هم پکښې شته، د وردگو د قوم ځینې کورنۍ هم د دوهمې حصې په یوه کلي کې ژوند کوې چې د ډیر پخوا څخه هلته میشت او اوس د سیمی د خلکو ژبه او دود لري، کوچي پښتانه هم هلته مېنې او ځمکې لري چې اوس له ورتلو منع دي. د دې سیمې اوسیدونکي شیعه یان، او ډیرۍ یې د جعفري مذهب پیروان دي، لږ شمیر اسماعیلیه هم پکښي شته چې نور شیعه یې غلاة بولي. د دې سیمې اوسیدونکې په پارسي هزارگي لهجه خبرې کوي. آب هوا دا سیمه د دي ولایت تر ټولو سړه سیمه ده چې شپږ میاشتې پکښې د ژمي موسم واکمن وي، ژمی ډیره واوره پکښې اوریږي، خو اوړی یې وچ او د باران د اوریدو کچه یې کمه ده. طبعی جوړښت: لوی غرونه دا سیمه د وردگو ولایت د نورو ولسوالیو څخه بیلوي چې د جلیز دولسوالی څخه د اونۍ د غاښي له لارې او د جلگي د ولسوالۍ څخه د قطب له لارې د ولایت له نورو برخو سره د سرک په واسطه وصل کیږی. د شمال او لویدیځ خوا ته د بابا د لوړو او تل په واورو پټو غرونو په واسطه له بامیانو بیله شوی. دا سیمه چی څومره پراخه ده خو طبعي جوړښت یې غرنی او نیمه همواره دی، ځمکه یې له غرونو، لویو او کوچنیو غونډیو، لویو او کوچنیو درو جوړه شوی ده. د ختیځ، شمال او شمال لویدیځ له لوري د ځمکې سطحه ورو ورو د سیمې منځنۍ برخې ته، او بیا د لویدیځ په لوري ټیټه شویده چې د یوې ناوې بڼه یې غوره کړي. د هلمند د سیند څپانده څپې د همدې سیمې د شمالی برخې څخه پیل او ورو، ورو د لویدیځ په لور د دواړو خواوو د درو څخه دراوتو اوبو په مرستیالی زیاتیږی. خو د بې څښتنه مال غوندې پرته له گټې په چټکۍ روانې وي، او له اوبو یی د سیند د ژوروالی، د حکمتونو د بې پروایۍ او د ځایې خلکو د لټۍ له امله ډیره لږه گټه اخیستل کیږي. چې د دې ولسوالۍ تقریباً ۵٪ کرنیزه ځمکه خړوبوي. دا سیند لکه په نورو ولا یتونو کې، تل د اوبو ډک بهیږي، چې که څښتن ورته پیدا شي په کرهنه او بریښنا کې به لویه گټه ترې واخیستل شي، او دا وچي او دوړني غونډۍ او بیدیاوي به په شنو غنمو، ونو او بوټو ښکلی او سمسوره شي. کیدای شي په لږ مصرف دا بندونه آباد او ټوله سیمه او ورسره څیرمه ولایات د بریښنا له نعمته برخمن شي. لارې او سړکونه: دا سیمه د کابل څخه د میدان ښار او جلیز د ولسوالۍ له لاري د سرک په واسطه تړل شوې ده. دا سرک چې اوس یی کار په پاخه ډول روان دی، د بهسود د لومړۍ برخې سره د اونۍ د کوتل له لاري وصل کیږي چې بیا په همدې سیمه کې په دوو برخو ویشل کیږي، لومړی سرک د بامیانو د ولایت په لوري پلخمري او مزارشریف ته، دوهم سرک د دوهمې حصې په لوري د بامیانو د ولایت پنجاب، ورث، د غور ولایت لعل اوسرجنگل، د دای کندي ولایت او د غزني ولایت دناور ولسوالۍ په لوري غزیدلی دی. دوهمه لاره د غوربند د درې له لاری هغه خامه سرک دی چې د ترکمن درې څخه په تیریدو لومړۍ حصه له پروان ولایت سره دلخشان د کوتل په واسطه وصل کوي، چې د لومړۍ حصي د ولسوالۍ په مرکږ کې د میدان، بامیانو له سرک سره وصل کیږي. دا سرکونه ټول خامه دي چې په محلي سطحه جوړ شوي دي. کرنه او مالداري: د دې سیمې د اوسیدونکو کسب او ورځنی کار مالداري او بزگري ده، کرکیله په ډیره زړه بڼه پکښې رواج لري، د کرني لپاره ځمکه هواره نه ده، بزگران په لوړو او ټیټو ځمکو کې کرنه کوي، سره د دې چې د هلمند سیند د همدې سیمي له منځه تیریږي خو د سیند د ژوروالي له امله د سیند له اوبو ۵٪ کرنیزه ځمکه خړوبیږي، د دې سیمې ۸۰٪ نوره کرنیزه ځمکه د چینو څخه له رابهیدونکو اوبو په واسطه خړوب کیږي، ډیرۍ ځمکې جبه زاري او ډنډونه دي، د سیمي اوسیدونکي پرته له دې چی اوبو ته زابورونه وکیندي او یا جرونه وباسي په موجوده رابهیدونکو اوبو اکتفاء کوي. د دې سیمې عمده زراعتي پیداوار غنم، اوربشي، کچالو، اورشقه ده، یوازي بی میوي وني پکښې ترستگو کیږي لکه سپیدار او ولي، میوه لرونکې ونې د خلکو په وینا د ساړه موسم له امله وده نه کوي، نو ځکه نه کښینول کیږي. کله کله په دوبي د نورو سیمو څخه راوړي سابه پکښې پیدا کیږي. غوښه او لبنیات د دې سیمي د اوسیدونکو عمده پیدا وار دي چې د زیاتې مالدارۍ له امله پکښې ډیر پیدا کیږي، او هر کال په زرگونو څاروي او د څارویو محصولات کابل او نورو څیرمه ولایتونو ته صادروي. د ساړه موسم له امله بزگران د ثور په میاشت کې غنم کري او د سنبلي او میزان په میاشتو کې د غنمو حاصلات تر لاسه کوي. د دې ترڅنگ ډیر خلک د للمو په کرلو بوخت دي، دا ځمکي د للمو غنمو لپاره ډیرې مناسبې دي، که په دې پراخه ځمکه للمي غنم وکرل شي نو د دې سیمې اوسیدونکي به د غنمو له اړخه خودکفا شي. دا سیمه پراخه ورشو گانې او د څړ لپاره مناسبې سیمې لري چې د دې سیمې په مالدارۍ ښه اثر لري چې د کال په اوږدو کې پکښې شنه واښه ولاړ وي، د همدې امله زموږ د هیواد کوچیان به د دوبی په موسم هرکال د څارویو د څرولو لپاره په همدې سیمه کې خپلو مېنو او اخیستو ځمکو او څړ ځایونو ته تلل، او هلته به یې د ځایې خلکو سره د مینې په فضا کې کډ ژوند کاوه، خو د نا امنیو په کلونو کې، او د اوسنې نظام د راتلو څخه وروسته د قومي لمسونو او جدایې غوښتونکو احساساتو له امله کوچیان له خپلو مینو او څړ ځایونو منع شویدي. تعلیم: په دې سیمه کې د انقلاب د مخه د تعلیم کچه ډیره ټیټه وه، خو د اوسني نظام په راتلو هلته تعلیم ښه وده کړي، دوی وتوانیدل د خپلو مشرانو په مرسته لسگونه ښوونځي ودان او پرانیسې. دا چې د دې لوی شمیر ښوونځیو لپاره د ښوونکو تشه یې ډکه کړي وي، د خصوصي امتحانو د جواز له برکته په لسگونو نیم لوستو او خصوصي لوستو کسانو د دوولسم ټولگي شهادت نامې تر لاسه او نن په ښوونځیو کې تدریس کوي. د تعلیم د عام کولو بیلگه یې دا ده چې نجونې او هلکان یې ښوونځیو ته ځې، تر دې چې نجونې او هلکان په مختلط ډول په ښوونځیو کې زده کړه کوي، د دې سیمې د یوه مشر وینا ده: موږ فرهنگي انقلاب اعلان کړی. په لومړۍ حصه کې:۳ لیسې، ۱۲ منځنې ښوونځۍ او ۱۸ لومړنۍ ښوونځۍ فعالې دي په دوهمه حصه کې:۱۷ لیسې، ۳۰ منځنې ښوونځې، او ۳۹ لومړنې ښوونځې. همدا شان ۱ دار المعلیمین او یو دارالعلوم هم لري. جغتو ولسوالي جغتو: ۶۲۲ کیلو متره مربع مساحت لري ۲۵۰۰ متره د بحر له سطحې جگوالی لري د ۳۶- ۶۸ طول البلد او ۴۸- ۳۴ عرض البلد درجو تر منځ پرته ده څلور خواوې: دا ولسوالي د وردگو ولایت په لویدیځ کې د غزنې په پوله پرته ولسوالي ده چې ختیځ لور ته یې د سید آباد ولسوالي، جنوب ته یې د غزني ولایت خواجه عمري او ځینې نورې سیمې، شمال ته یې د چک ولسوالي، لویدیځ ته یې د غزني ولایت د ناور او رشیدانو سیمې پرتې دي. دا سیمه چې غالبا په دې ولایت کې د خانانو په سیمه مشهوره ده د نور ولایت په پرتله هلته زیات د خانی سیستم د ډیرو کلونو راپه دې خوا واکمن ؤ، د دې سیمې خانانو په دې سیمه او څه ناڅه په نږدې نورو سیمو نفوذ درلود، همدا خانان او قومې مشران د وخت حکومتونو ته تر بل هر چا نږدې خلک ؤ، نو ځکه خو یې واک او زور هم چلیده، چې تر اوسه هم هلته دا نظام په لږ ضعف سره واکمن دی. د دې ولسوالۍ اوسیدونکې پښتانه وردگ دی چې لږکې سیدان او خواجگان هم هلته اوسیږي. د وردگو د دریو پښو قومې سلسلو څخه د دې سیمې اوسیدونکې مایار وردگ دي. دا سیمه د نورو ولسوالیو څخه غالبا د غرونو په واسطه بیله شوي، د سید آباد څخه د گربت د تاریخې غره په واسطه، د د چک او ناور له سیمو هم د گوړکو، هلاکو، برغولي او مارمرغ د غرونو په واسطه بیله شوي، او د غزنې د نورو سیمو ره بیا د هوارو غونډیو په واسطه پوله لري. دا سیمه هم د نورو ولسوالیو په شان له درو جوړه ده چې د گندقول چې او په گلدره یادیږی، ساوسنگ دره، د ایریاو دره، د بید مشک، پیتاوکې او کله منار دره، د کونج جغتو دره، د دورانیو او باریکاو دره، د رشیدانو او آدینې دره... دي. مهم کلی لیگې خیل، سرطیب خیل، گنډه قول، کلانده، اختر خیل، سعادت خیل، کمال خیل، خواجگان، مصری خیل، چینی، بید مشک، کله منار، پیتاوکه، کاریز، سنځله، ببړخیل، فولادبیک، لالکی، سرخ قول، لوی زرین، کوچنی زرین، لوی ایریاو، کوچنی ایریاو، دهنه، نوی ښاره، آدینه، غوزبه، سیا کول، سلیمان ښاره، غاښی، موله، رشیدان.... او داسې نور کلي پراته دي. د انگریزانو په خلاف د مجاهدینو مشهور قوماندان او لوی اتل غازی محمد جان خان د همدې ولسوالۍ د بیدمشک د سیمې اویدونکی ؤ، همداشان ډیر نور نومیالی مجاهدین او مشران لکه: گل جانخان، خداینظر خان، قاضی محمد امین، رحیم الله آخند زاده، انجنیر طاؤس، گل آغا احمدي، څارنوال نقیب الله، قوماندان ننگیالی، استاد بصیر احمد شیرزی، مدیر متین، او داسی نور د همدې ولسوالۍ اوسیدونکې دي. تعلیمی برخه: په دې ولسوالۍ کې د لومړی ځل لپاره له انقلاب وروسته د گنډقول په سیمه کې په کال ۱۲۶۸ کې د گل آغا احمدي او مدیر عبدالغیاث کامران په هڅو د لجنة الدعوه په مالی همکاری یوه لیسه پرانیستل شوه، چې وروسته بیا د غازی محمد جان خان لیسه او نور ښوونځې هم جوړ شول چې اوس مهال هم ډیر ښوونځي چې تفصیل یې په جدول کې دی فعال دی. طبیعي حالت: د دې ولسوالۍ گڼې سیمې هوارې او د کرنې لپاره مناسبې دي، خو دا چې د سیند روانې اوبه پکښې کمې دي نو زیاتره کرنه یې د غرونو څخه د رابهیدونکو اوبو او د چینو او کاریزونو په اوبو ترسره کیږي، له همدی امله، اوبه یې ډیرې کمې او د کال د گرمی په موسم کې پکښې اوبه وچیږي او یا خو ډیرې کمې وي د سلطان بند: دا بند چې د جغتو د ولسوالۍ په لویدیځه برخه کې موقعیت لري، د جغتو د درو اوبه په ژمې او پسرلي کې ورته راټولیږی او په دې بند کې زخیره کېږي. دا بند لکه د نوم څخه یې چې ښکاري سلطان محمود غزنوی ته یې تاریخ ورگرځې، ځینې لیکونکې لیکې چې نوموړی بند هغه جوړ کړی، دا بند د جغتو د سیمې ډیرې لږې ځمکې خړوبوی، پاته اوبه یې د غزنې ولایت د خواجه عمری او د غزنی د ښار او ورڅیرمه سیمو د خړوب لپاره پکاریږي. د محمد حامد له کتابه، استاد عبدالمتین خان، استاد غیاث کامران او د سیمې له نورو مشرانو معلومات راټول شوي جلریز ولسوالي دا ولسوالي د وردگو او میدان د ولایت لویه ولسوالي ده، د دې ولسوالۍ ختیځ لور ته میدانښار، او د کابل ولایت د پغمان ولسوالي پرته ده، شمال ته ی د پروان ولایت د غوربند ولسوالي، لویدیځ ته یې د بهسودو ولسوالي، او جنوب ته یې د نرخ او دایمیردادو ولسوالۍ پرتې دي ، د دې ولسوالۍ مساحت ۱۱۳۹ کیلو متره مربع دی، د بحر له سطحې ۲۳۷۵ متره جگوالی لري. د ۴۷-۶۸ طول البلد او ۳۴-۲۵ عرض البلد درجو تر منځ واقع دی. دا د دې ولایت یواځینۍ ولسوالي ده چي پښتانه، تاجک او هزاره پکښې د ورور ولی په فضا کې ژوند کوي. دا سیمه د یوې اوږدې درې په بڼه د جنوب ختیځ څخه شمال لویدیځ لورته اوږده پرته ده، له ځینو محدودو کلیو پرته نوره ټوله سیمه د جلریز او سنگلاخ د سیند څخه او به خوري، د کال په ټولو فصلونو کې پریمانه او خوږې اوبه لري، د همدې پریمانه اوبو له برکته ښکلې زراعتې ځمکې او زیاتې میوې لرې، د توت، زردالو، مڼو...زیاتې میوی کابل او نورو ولایاتو ته صادروي غنم، جوار، کچالو، اوربشې، لوبیا، پیاز، ، پکښې کرل کیږي. معارف: د معارف ریاست د ۱۳۸۸ کال د احصایې له مخې په دې ولسوالۍ کې ۷ لیسې ۸ منځنۍ ښوونځۍ ۱۱ لومړنۍ ښوونځۍ او یوه دینې مدرسه فعالې دي لارې او سرکونه: بامیانو او بهسودوته جوړیدونکې لاره د همدې ولسوالۍ په سینه تیریږي، دا لاره چې پخوا په خامه ډول جوړه وه، د دوو کلونو را په دې خوایې کار په پاخه او اساسي ډول پیل شوي، خو متاسفانه چې د نا امنیو له کبله یې کار ډیر ورو روان دی دا سرک سیاخاک ته په رسیدو په دوو برخو ویشل کیږي، یو سرک د شمال لور ته د اونۍ له غاښي د بهسودو لومړۍ حصې ته، او دوهم سرک بیا د له غاښی په تیریدو د ایمیر دادو او تیزک ته اوړي. معدنونه: د تکانی کان: له دی کان څخه ۲۵۱۲۴ متره مکعب ابرک تر لاسه کیدای شي. کلي او اولسونه: دا ولسوالي په څو حوزو او درو ویشل شوي چې د دره مهربان، خروټی سفلا، زیولات، مامکي، مرکز جلریز، ، تکانه، سیا خاک، سرچشمو، دره سنگلاخ، قول وردگ، دره گردي، دره مسجد، .... څخه عبارت دي. د زیولات سیمه: دا سیمه د ولایت له لوري د جلریز په لومړۍ برخه کې پراته دي. اوسیدونکې یې پښتانه دي چې په پښتو ژبه خبرې کوي، په دې سیمه کې د غلجیو پښتنو او احمد زیو گڼ قومونه اوسیږي لاندی لوی کلي په دې سیمه کې پراته دي: په زیولات کې: آخند زاده خیل، آخند خیل، کوټکی، سید خیل، رویان، کلي پراته دي. په مامکي کې: خانگل خیل، کوټې، صافیان، دره، قلعه محمد یار، قلعه فیضو... کلي پراته دي. په دره مهربان کې: خرلنگ، احمدزیې، دیولان، گیردي.... او په خروټې سفلا کې: دره زیارت، علې خیل، ملاخیل شیرخان، محمد نور خیل، زیمني، اسماعیل خیل... کلي پراته دي... حاجی جانان، حاجی موسی، حاجی فاروق، حاجی اسحاق، حاجی آصف، حاجی امان حاجی، گل رحمن، شهید محمد ظریف، مرحوم حاجی گل جان، مولوی حمید الله، مولوي محمد عیسی، مولوی روح الله، داکتر عاشق...، ، د زیولاتو اوسیدونکي دي. زبیر، حاجی راز محمد، قوماندان حاجی گلا جان... د مامکي اوسیدونکي دي. مولوي انځیر گل، ملا ملنگ، شهید پاینده محمد، شهید عبدالرازق، ، قوماندان عبدالشکور، مولوی رحمت گل، شهید صوفي عبدالرحمن، مولوي سردار ولي، قوماندان ظفر خان، مولوی عبدالحی، قوماندان عظم الدین، مولوی نور گل او داسی نور...... د مهربان درې او خروټی سفلا اوسیدونکي دي. د چک ولسوالۍ چک دریمه درجه ولسوالي ده ۱۱۹۲ کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې ۲۲۰۰ متره لوړ والی لري، د ۳۵-۶۸درجو طول البلد او ۳۴-۰۶ درجو عرض البلد تر منځ واقع ده. د نړۍ هنداره احسان الله آرین زی د چک بریښنا فابریکه او بند هم په همدې ولسوالۍ کې موقعیت لري، دا فابریکه د ۱۹۳۶-۱۹۴۱ م کلونو تر منځ د آلمان د هیواد په تخنیکي مرسته جوړه، د دریو توربینونو په لرلو یې د ۳۳۰۰ کیلو واټ بریښنا د تولید ظرفیت یې درلود، خو د جگړو او د دولت د نه پاملرني له امله اوس د فابریکې حالت د اندیښنې وړ او او ډیر کم تولید لري. چې فابریکې ته څیرمه کلي ترې گټه اخلي. څلور خواوې او مهمې حوزې: د دې ولسوالۍ شمال لور ته د نرخ ولسوالي، ختیځ ته یې د سید آباد ولسوالي، لویدیځ ته یې د جلگې او دایمیر داد ولسوالي، او جنوب ته یې د جغتو ولسوالي پرته ده. د چک ولسوالي په لاندې څو درو او حوزو ویشل شوې:- ۱- آمبو خاک ۲- بیک سمند۳- علیشه ۴- کوز خوات ۵-منځنی خوات ۶- بر خوات ۷- سیوکه سیبکه ۸- گردن مسجد ۱۰- سیاب ۱۱- عربان ۱۲- نیک پایقو ل ۱۳-گوډه. پدې درو او حوزو کې لاندې مهم کلي پراته دي: ۱- د آمبو خاک سیمه: په دې سیمه کې د اله سنگ، صالح خیل، خړیان، آمبوخاک، گلدان، شاه قلندر او گرداب کلي پراته دي. د دې درې سیمه د خړیانو او اله سنگ له کلیو د سیدآباد او نرخ له ولسوالیو جلا کیږي او د قبلې په لورې پرمخ ځې. دا سیمه هم له اله سنگ پرته د چک له سیند څخه اوبه اخلي، او کلي یې د چک د سیند په دواړو غاړو پراته دي، خو دا سیمه د یوې تنگې درې په بڼه پرته ده. ۲- د علیشې دره: په دې دره کې دا مهم پراته دي: علیشه، لنگر، کولک، شیخ یاسین... دا دره د علیشي د غرونو په لمنو کې او د چک د سیند په غاړه پرته ده او د انگریزانو په خلاف د مجاهدینو قوماندان د غازی محمد جان خان ددې سیمې اسیدونکی وو. ۳-بیک سمند: دا دره د کوز خوات د شمال لور ته د علیشې د غرونو په لودیځه لمن کې پرته ده، دا دره د چک د سیند څخه گټه نشی تر لاسه کولای، د کرنې ټولې ځمکې یې د چینو او کاریزونو په اوبو خړوبیږي، همدا شان په دې دره کې د وردگو د قوم تر څنگ زیاتره مسید، شیراني، هیریپال، مروت، منگل او نور قومونه هم اوسیږي. وردگ:د نعمت الله رشیدي لیکنه د دې سیمې مهم کلي د: جوز، جلیل، حسین کلا، پالیزک..څخه عبارت دي. ۴-کوز خوات: دا سیمه د چک د سیند دواړو خواوو ته پراته دي، ښکلې، شنه او آباده سیمه ده. ښې د کرنې ځمکې، ښکلي باغونه او راز راز میوې لري. د نورو غلو تر څنگ د پنډو وریجو شولې هم پکښی کرل کیږي. د دې سیمې مهم کلي د زمان خیل، خلیلي، لوړ، مداد، گلي، لاله خیل، نوره خیل هزار باغ، څخه عبارت دي. ۵-منځنی خوات: دا سیمه هم د کوز خوات په شان د چک د سیند پر دواړو غاړو پرته، ښکلې شنه او آباده سیمه ده ښې غلې دانې او رنگا رنگ میوې لري، د چک د بریښنا فابریکه هم په همدې ځای کې موقیعت لري، د پنه په سیمه کې دهغو شهید انو یاد گاري څلی هم شته چې د ۱۳۵۹ کال دروژې په قوه کې د شهید انو لست پرې لیکل شوي دی. د چک ولسوالۍ مرکز او د چک د ولسوالۍ بازار هم په همدې سیمه کې موقعیت لري. د دې سیمې ځینې مهم کلي د بمبايې، علیهمت، مدو، پنه، باباکلا، چک، زرباغ....... څخه عبارت دي. او جهادي شخصیت او نومیالی عالم استاد محمد یاسر ددې سیمې اوسیدونکی وو. ۶-بر خوات: په دې سیمه کې مهم کلی د نوره خیل، کولک، قرباني، سپین ښور، علیشنگ... څخه عبارت دي. شهید مامور عبدالباري فدایې شهادت: ۱۳۶۹ ۹۲. شهید جگړن عبدالحق، شهید جنرال عبدالعلي خان وردگ چې د کمونستانو په کودتا کې د داؤد خان په طرفداری یوازینی جنرال ؤ چې تر شهادت پورې وجنگید او په ۱۳۵۷۲ ۷ کې په شهادت ورسید، جنرال عبدالرحیم وردگ د اوسني حکومت د دفاع وزیر، د دې سیمې اوسیدونکي دي. ۷-سیوکه: دا سیمه د چک او خوات له سیمې لوړه د په چپ لاس د مسجد په خوله کې پرته ده، شکم پاره، دربند، کوتره، ابراهیم خیل د دې سیمې مشهور کلي دي. ۸-گردن مسجد: دا سیمه د درې په بڼه د خوات څخه د جنوب غرب په لور پرته ده، د دې سیمې ځمکې د کاریزونو او چینو په اوبو اوبه کیږي. له همدې سیمې د چک له ولسوالۍ د جغتو ولسوالۍ ته سرک اوښتی، همدا شان د سید آباد ولسوالۍ ته د غاښو له لارې پلې لارې اوښتې دي. د دي درې مشهور کلي د مومد، قادر خیل، کچغو، څلگرې، علیا تکه، برغسون، ملکیار خیل څخه عبارت دي. ۹-آبگزار دره مشک، میرکه، چینه، تر ممد، پای کوتل، سره کلا، ۱۰-د سیاب یا سه آب دره: مفتومه، حکیم خیل، خوجگین، ټپور، قاضیان. دا چې دا دره ولې په سه آب مشهوره ده لامل یې دادی چې د کوډه، نیم پایقول، او د بغلان د درو اوبه دغه ځای ته راوتلې دي. ۱۱- د عربانو دره: گنیگر، بلاق، چارشونه، خواجه انگور، کنجغتو، ظریف خیل، خواجه احمد، نشکک، بغلان ۱۲-نیم پایکول نیک پایقولدره : چوڼي، فتح خیل، سرپوښ، شونیه، گلسینکه، او داسې نور... دا دره د عربانو په ښي اړخ کې پرته ده د سیاب او گوډه د سرک څخه لار ورته ورگرځیدلې ده، دا دره د لویدیځ په لوري پرته ده، د دې درې څخه یوه لاره دلخشک دغاښي څخه د جلگې ولسوالی دنازک خیلو سیمې ته اوښتې ده، د دې سیمې بعضې مشهور اشخاص:-ابن امین، مستو خان. ۱۳- د گوډه دره: دغه دره د چک ولسوالۍ وروستی دره ده چې د چک د سیند په دواړو غاړو پراته کلي د همدې درې مربوط دي دا دره دسیاب څخه تر تنگي سیدان پورې غزیدلې ده، د چک د سیند له برکته ښې زراعتي ځمکې او ښکلي با غونه لري، د جلگې ولسوالۍ ته غزیدلی سرک په همدې دره کې تیریږي: عمر زي، آزاد خیل، گوډه، کلالان، نوبرجه، برگه کلا، ابراهیم خیل د دي درې مشهور کلي دي، په دي دره کې د وردگو ترڅنگ نور پښتانه قومونه هم د ورور گلوی په فضا کې ژوند کوي لکه اندړ، عمرزي، اوریاخیل، دوراني، هوتک، ابراهیم خیل، ترکي...... جلگه او دایمرداد ولسوالۍ: دا ولسوالې: ۱۳۵۷ کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې ۲۴۵۰ متره لوړوالی لري، د ۱۸-۶۸ طول البلد او ۳۴-۱۳ عرض البد درجو تر منځ پرته ده د نړۍ هنداره احسان الله آرین زی بره جلکه: دا سیمه هم د یوې درې په بڼه اوږده پرته ده چې لاندې مهم او لوی کلي پکښې پراته دي:احمد خیل، قطب خیل، اورمړ، ابراهیم زي، بخشک، حاجي که، موکه، کونج، سپید دیوال، قل زنگي، پاره قلعه، خوش قول، فلادي...او داسې نور... کوزه جلگه: په دې سیمه کې دا لاندې مهم او لوی کلي پراته دي: تنگي سیدان، سدوخیل، نازک خیل، ، گلۍ، رشید، کلاخ، دورانی، شرطوغی، بابک، کاریز، تره، جنگه دولتشاه، چتو، دالان لښکر، میران، سیاه چغر، ، شاهیخیل، خړ... او داسی نورلوی او واړه کلي پراته دی. د جلگې تاریخي ځایونه: د جلگې په دره کې چې کله څوک سفر کوي، نو ډیر ځله به یې سترگې په هغو زړو کلا گانو ولگیږي چې د غونډیو په سر ودانې او د قدامت نښې پکښې له ورایه ښکارې، دې زړو کلا گانو زما توجه هغه مهال ځان ته جلب کړه، کله چې په کال ۱۳۶۸ کال د یوه سفر په ترځ کې جلگې ته ولاړم، کله مې چې د خلکو څخه د دې کلا گانو په اړوند پوښتنه وکړه، نو هغو راته وویل چې دې کلا گانو ته موږ کافر قلعي وایو، د دې کلا گانو قدامت چا ته هم معلوم نه دی، خو لکه د نوم څخه یې چې څرگندیږي د اسلام د مخه ودانې شوي، دا کلا گانې ډیرې پخوانې او د پخوا زمانو د جنگې چوڼیو په شکل جوړي دي، دا کلا گانې په بابک، ورمړو، او پاره کې ودانې دي، همدا شان د جلگې د کونج په سیمه کې یوه لویه تاریخې کلا شته چې په پراخه سیمه کې د غونډیو په سر آباده ده، دا کلا هم ډيره پخوانۍ ده چې قدامت یې د اسلام تر مخه کلونو ته رسیږي. د دې سیمې اوسیدونکي دی لویې کلا ته ارگ، او ځینې ورته بالای حصار وایې، د دې کلا جوړښت او د د جړیدو مواد په هیرانوونکې ډول کارول شوي. په جلگه کې معدنونه: په جلگه کې خلک د ځینو معدنونو لکه زبر جد او نورو قیمتې ډبرو د موجودیت خبرې کوي، خو هغه چې عملا اوس کار پرې روان دی هغه د گچو لوی معدن دی چې د دې ولسوالۍ په فولادي یمه کې د یوه لوی غره په شکل پروت او د غره دواړه اړخونه د پښتنو او هزاره گانو لورې تري په زیاته اندازه ډبرې را اوباسي او بازار ته رسول کیږي. د جلکې تاریخې لرلید: دا چې په دې سیمه کې له کومې زمانې وردگ قوم او نور پښتانه میشت دي، او له دوی پخوا به څوک پکښې اوسیدل، سم تاریخ یې چاته معلوم ندی، خو د نښو نښانو څخه ښکارې چې دلته به د پیړیو را په دې خوا پښتانه میشت ؤ او دا چې څه پرې تیر شوي پوره معلومات نشته. د سید آباد ولسوالۍ دا ولسوالي د وردگو د ولایت دوهمه درجه لویه ولسوالي ده، ۱۰۳۳ کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې ۲۱۰۰ متره جگوالی لري، د ۴۳-۶۸ طول البلد او ۴۸-۳۴ درجو عرض البلد تر منځ پرته ده. د نړۍ هنداره احسان الله آرین زی د کابل قندهار لویه لاره یې په سینه تېره شوې، دا ولسوالي د ختیځ او جنوب لور ته د لوگر د ولایت د محمد آغې، برکي او خروار له ولسوالیو، د شمال لور ته د نرخ او چک له ولسوالیو، د لویدیځ لورته د جغتو له ولسوالۍ او د جنوب لور ته د غزني ولایت له ځینو سیمو سره گډې پولې لري قوم او ژبه: د دې ولسوالۍ اوسیدونکي د وردگ قوم څخه دي چې د وردگو دریو قبیلو، نوري، مایار او میر خیل ته منسوب ديږ د دې څخه علاوه ځینې نور قومونه هم د لږکیو په بڼه پکښې د وردگو سره یوځای پرته له کوم توپیر څخه گډ ژوند لري، چې په اسانۍ نه پیژندل کیږي، ځکه ټول د وردگو گډه لهجه کوي. د دې قومونو ځخه ناصر، ملاخیل، سادات، سلیمانخیل، اندړ، دولتزیې، الوزی، گدایې خیل او نور ژوند لري. د دې ولسوالۍ ټول اوسیدونکي په پښتو ژبه خبرې کوي او وردگې لهجه کاروي. لارې او سرکونه: د کابل غزني لویه لاره د همدې ولسوالۍ په سینه تیره ده چې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، همدا شان د کابل غزني لویه لاره د کابل گردیز د لارې سره د دریمې درجې پاخه سرک په واسطه چې د تنگې په دره تیره ده. د سیدآباد د ولسوالۍ د بازار څخه دریمه درجه پوخ سرک د اونخې درې ته غزیدلی، د شش کلا په سیمه کې د جغتو ولسوالۍ ته خام سرک غزیدلی، په همدې سیمه کې یو بل سرک د غزني ولایت د زنه خان او د لوگر ولایت د خروار ولسوالیو ته بل سرک غزیدلی. طبیعي جوړښت: دا ولسوالي د څو شنو او ښکلیو درو څخه جوړه ده، چې ځینې درې ته یې د سیند پریمانه اوبو ډیره ښکلا خو ځینې یې بیا د چینو او کاریزونو په اوبو خړوبیږي. دا ولسوالي په څو حوزو ویشل شوي چې د شیخ آباد، سید آباد، تنگي، اونخي، کوز او بر شنیز څخه عبارت دي. ۱- د شیخ آباد حوزه: دا سیمه د ټوپ له کلي پیل بیا د تنگي تر دوه لارې اوږده غزیدلې، د دې سیمي مهم کلي د ټوپ، زرني، چوجان، هاشم خیل، خړیان، زین خانخیل، گدړ خیل، ډاگبغرۍ، قاضی قلعه او شیردادخیل څخه عبارت دي. د شیخ آباد بازار په همدې سیمه کې جوړ شوي، د چوجان، زرني او ټوپ د کلیو پرته چې ځمکې یې د چینو او کاریزونو په واسطه خړوبیږي، د نورو کلیو ځمکې د چک د سیند په اوبو اوبه کیږي. د احمد شاه بابا د فوځ مشهور قوماندان ن زین خان بابا، ريیس تنظیمه او د شوری ریس عبدالاحد خان مایار وردگ، د معارف خدمت کوونکي هریو: مدیر محمد فاروق، مدیر محمد زاده، مدیر محمد سلیمان، استاد مبادک، استاد عبدالرحمن، استاد قباد، سر معلم سید خان، د اوسني پارلمان غړې مشهوره خدمتگاره ډاکتره روشنک، قوماندان معلم اختر محمد، پخوانی وزیر مرحوم عمر، مخور مشران حاجی اختر محمد طاهري، حاجی سلیمان او ملک عزیز اللهد همدې سیمې اوسیدونکي دي. ۲- د تنگي حوزه: دا سیمه یوه ښکلې او زرغونه دره ده چې د شمال څخه جنوب لورته د تقریباٌ ۱۵ کیلو مترو په اوږدو پرته ده، د چک لوگر د سیند د برکته د کال په ټولو فصلونو کې پریمانه اوبه لري، د دې سیمې د مڼو، توتو او زردالیو باغونه په سیمه کې خاص شهرت لري. د لوگر وردگو د ولایتونو تر منځ یواځینۍ وصلونکي لاره په نیمه پاخه ډول د همدې درې تیریږي چې د کابل قندهار او کابل گردیز دوه لویې لارې سره تړي. د دې درې مهم کلي دوآب، گلی خیل، جوی زرین، حسن خیل، ورسک، ملاخیل، علم خیل، زموچ، گلاب خیل، کامران خیل، بابو خیل، امیر ښاره، نوبرجه، دوراني، لاچی خیل او ښادي بوچ دي. په همدې سیمه کې د سوبۍ مشهور زیارت او د مرمرو لوی معدن وجود لري چې تیږې یې په قانوني او بې قانونه توگه وړل کیږي. همداشان د توري کلا تاریخي کلا چې د اسلام د مخه تاریخ لري د همدې درې د دوآب په کلي کې د غره په سر پرته ده چې لوټمارو پکښې ډیرې سوړې ایستلې دي.. د معارف پخوانی وزیر مرحوم پوهاند عبدالقیوم وردگ،د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځۍ استاد نظر محمد کاریار، د طالبانو د رژیم د لوړو زده کړو د وزارت معاون او د وزیر محمد اکبر خان د جامع مسجد خطیب قاري الفت، او د امان الله خان د حکومت مشهور ولسي قوماندان کریم خان د همدې سیمې اوسیدونکي دي. ۳- د سید آباد حوزه: دا سیمه د تنگی له دوراهي د حیدر خیلو تر کلي د سرک په استقامت اوږده غزیدلي، د دې درې ځمکې د شنیز د سیند له چینو خړوبیږي، د ولسوالۍ مرکز او د سیدآباد بازار په همدې سیمه کې پروت دی. د دې درې مهم کلي د سیسۍ، سیا چوب، کډلک، شاطر، پاینده خیل، عرب خیل، امان خیل او تاج بیکي څخه عبارت دي د شیرازي بابا مشهور زیارت هم په همدې سیمه کې پروت دی. ۴- د اونخي دره: دا سیمه د سید آباد د ولسوالۍ د مرکز څخه لویدیځ لورته د گربت د غرونو تر لمنو د تقریباٌ ۲۰ کیلو مترو په اوږدو پرته ده، ، دا سیمه د دې ولسوالۍ ترټولو لوړه سیمه ده چې ژمي پکښې ډیره واوره اوریږي. دا سیمه د کرني ډیرې کمې ځمکې لري چې د چینو په اوبو خړوبیږي، په همدې لږو ځمکو کې غنم، جوار، اوربشې، شرشم، باقلي کرل کیږي. دا دره بیا په دریو درو ویشل شوي: د حسن بیک، بادام او چینار درې. له دې درو څخه د چک ولسوالۍ ته د غاښو يه واسطه د موټو او پلې لارې اوښتي د دې درې مهم کلې د حکیم خیل، حسن بیک، فرونگ، یاویز، بړگي، جوگی خیل، باریک آب، ژنگوره، موسی خیل، الم خیل، گدایې، هوسی خیل، بانډه، محبت خیل، بادام او چینار....... څخه عبارت دي. د معارف اوسنی وزیر داکتر فاروق او د جهاد عمومي قوماندان شهید انجنیر متین ۱۳۵۹ د همدې سیمې اوسیدونکي دي. ۶-۵: د شنیز بره او کوزه دره: د شنیز لویه او اوږده دره چې د سید آباد له مرکز څخه بیا د غزني تر پولو د سرک په استقامت تقریبا د ۳۰ کیلومترو په اوږده پرته ده چې په دوو حوزو ویشل شوي: کوزه او بره سیمه، د دې درې ځمکې هم د کاریزونو او چینو په اوبو خړوبیږي د دې درې مهم کلي حیدرخیل، لړم، حسن خیل. سالار، ملی خیل، سلطان خیل، باغک، پټان خیل، یوسف خیل سنډور، ډونډوکۍ، عبد المهی ین، هفت آسیاب، لوړه، اوتړي، چاردهي، آبدره، مهرو کلی، جنگ جای، شش قلعي او گیدړخیل، مست خیل..... دی. مرحوم رفیع الله مؤذن د حرکت انقلاب اسلامي رهبر ۲۰۰۴ وفات، مرحوم ډگروال بسم الله خان د محاذ ملي قوماندان، محقق او څیړونکی حبیب الله رفیع، انجنیر محمد نعیم سلیمي، مرحوم نایب الحکومه عبدالله خان، مرحوم حاکم اعلی سعادت خان، مرحوم الحاج مفتش کلیم الله خان، استاد زرجان، د اطلاعات او کلتور اوسنی وزیرمحترم عبدالکریم خرم، ډاکتر عبدالولي وردگ، لیکوال زمرک عابد، د اوسنۍ ولایتي شوری غړی ډاکتر مخلص، مرحوم جگړن همیشه گل د جمعیت قوماندان، او ډاکتر پروفیسور موسی وردگ..... او نور بی شمیره مشران د همدې سیمې اوسیدونکي دي. د شنیز روغتون چې اوس د غازی محمد جان خان په نوم شهرت لري په همدې سیمه کې فعال دی.همداشان د گربت مشهور غر د د دې درې په لویدیځ کې ولاړ دی. ښوونه او زده کړه: د معارف د ریاست د ۱۳۸۸ کال د احصایی له مخې د سید آباد په ولسوالۍ کې:۱۱ لیسي، ۱۵ منځنۍ ښوونځۍ، ۳۰ لومړنې ښوونځۍ، ۱ دارالعلوم، ۱ مدرسه او یو دار المعلیمین فعال دي. د نجونو د تعلیم لړۍ د ۱۳۷۰ کال څخه د مدیر معراج الدین او ځینو نورو په هڅو پیل شوه، وروسته دا لړۍ ټولو کلیو او سیمو ته پراخه شوه، د کال ۱۳۸۵ تر پایه د دې ولسوالۍ ۶۰٪ نجونې ښوونځیو ته تللې، چې له دې نیټې وروسته د نا امنیو له امله دا سلسله ضعیفه او اوس ډیرۍ ښځینه ښوونځي تړل شوي خو د نجونو یوه لیسه د سید آباد په سیمه کې اوس هم فعاله ده. د اوبو سرچينې ددغه ولایت د اوبو سرچینې د هیواد د نورو سیمو په څیر د لوړو غرونو څخه د را روانو سیندونو څخه عبارت دي. پدې ولایت کې د هیواد د دریو لویو سیندونو اوبه بهیږي چې عبارت دي له: ۱- دهلمند سیند دا سیند د بابا د غره د جنوبی لمنو، د لومړی حصی بهسودو له درو او د پغمان د غره له لویدیځو لمنو د رابهیدونکو اوبو څخه سرچینه اخلی، د بهسودو په دوهمه حصه کې هم د دواړو خواوو څخه د رابهیدونکو اوبو په واسطه پیاوړی کیږی، او پرته له دې چې دې سیمې ته ډیره گټه ورسوی په ډیره بیړه د دای زنگي پنجاب سیمې ته داخیلیږي. دا سیند د وردگو په ولایت کې تقریباً د ۸۰ کیلو مترو په اوږدو بهیږی. د بریښنا د تولید او د ځمکو د خړوبولو لپاره په دې ولایت کې ښې وړتیاوي لري، کیدای شي په ډیره لږه بیه پرې د بریښنا لوی بندونه او فابریکې جوړې شي. او په زرگونه هکتاره ځمکه پرې خړوبه او د کرنې لپاره برابره شي. ۲- د کابل جلریز سیند دا سیند هم د جلریز د ولسوالۍ د اونۍ له غاښي سرچینه اخلی، په لاره د سنگلاخ اوبه دا سیند پیاوړی کوي، د جلیز، د میدان مرکز، او د نرخ ځینې سیمې لکه د شهاب الدین دره خړوبوي، وروسته د للندر له درې د کابل ولایت چهلستون سیمې ته داخیلیږی. ۳- د لوگر چک سیند د دې سیند لومړی شاخ د وردگو ولایت د بهسودو د دوهمې حصې د شرقي برخو لکه کجاب او دایمیردادو، دوهم شاخ یې د ناهور د سیاریگ له سیمو سرچینه اخلی، د دایمیرداد او جلگی له خړوب وروسته د چک ولسوالۍ څخه تیریږی د شیخ آباد په سیمه کې د سیدآباد د ولسوالۍ د مربوطاتو څخه د تنگي په دره د لوگر ولایت ته داخیلیږی. دا سیند د جلگې، چک، شیخ آباد او تنگي سیمو ځمکې خړوبوی، او د همدې سیند له برکته دا ټولې درې ښکلي باغونه، ښې زراعتي ځمکې او ښکلې هوا لري. مهم لاسته راوړنې لرغونی پېښلیک كابل ته له ډېرو نږدو ولايتونو څخه يو هم ميدان وردگ دى چې د كندهار كابل په لويه لار پروت دى ددې ولايت يوه بله مهمه نښه دا ده چې د كابل او غزني تر مينځ واقع شوى دى هغه مهال چې غزني د افغانستان پلازمېنه وو نو په ميدان وردگ يې ډېره اغيزه وه او بيا چې كابل د افغانستان مركز شو نو اوس هم دغه ولايت د ځانگړي ارزښت څښتن دى د كابل د نيولو له پاره چې كوم نړيوال زبر ځواك هيله څرگنده كړې ده نو د وردگ ميدان له لارې كابل ته راننوتي دي له سكندر نه را واخله تر عربو پورې او هغه مهال چې انگريزانو د كندهار له لارې په داسې حال كې چې شاه شجاع ورسره مل وو كابل ته يې د راننوتو تكل وكړ نو بيا د اوسني وردگ ميدان له لارې ورننوتل او كابل يې لاندي كړ كه دغه بهرنيانو له يوې خوا زموږ د هېواد د نيولو هڅه كړې او خپله سياسي واكمنۍ يې پرې تپلې ده خو له بلې خوا يې زموږ په اولسي فرهنگ او ادب هم اغېزه ښندلې ده د ساري په توگه زموږ اريايي پرمختللى ويدي او اوستايي فرهنگ چې اوږد تاريخ لري د همدغو تېريو له كبله، را واخله يوناني، هندي او نورې كلتوري اغېزې، نېغ په نېغه زموږ په فرهنگ پريوتي دي. كه څه هم د بېلابېلو توكمونو د واكمنۍ په مهال د علامه حبيبي په اندزموږ د هېواد ويدي او اوستايي لرغوني او فكري او فرهنگې مبادلې د هخامنشي، يوناني، هندي او بودايي مدنيتو له اثارو سره گډ شوي او د شمالي توراني اّريايانو د ساكانو اوسيتي تهذيبي عناصر هم په كې ننوتل او يو ډېر غښتلى افغاني فرهنگ يې مينځته راووړد افغانستان لنډ تاريخ مخ د كوشانيانو د واكمنۍ په مهال د افغانستان لرغونى فرهنگ دومره شتمن شو چې سارى يې په نړۍ كې ډېر لږ ليدل كيږي او دغه كلتوري وده او پرمختگ نه يوازې د اوسني افغانستان له پاره يو گټور ميراث دى بلكې په سيمه كې د ډېرو هېوادونو له پاره يو بې سارى مادي او معنوي ارزښت دى چې د اوسني مهال له پاره يې هم په توكو او انځورونو گالري گانې او موزيمونه ډك دي فرانسوي موسيو فوشه دا خبره څرگنده كړې ده چې كوشاني پرمختللى فرهنگ له نوښتونو ډك دى. د همدې نوښتونو له بابته دى چې اّن تر هنده يې غځونې كړي دي او ددې نوښتونو بېلگې په افغانستان كې هم ډېرې دي لكه د بغلان د مهادژ مزدك چې د موندل شوي ډبرليك له مخې د كنشكا د واك د كال په پسرلي كې يې جوړ كړى دى او د سپېڅلي اور نښې په كې پېدا شوي دي. د هغه مزدك جوړونكى نوكونزيكي نوميده چې د ماريگ له كورنۍ څخه و. د فرانسوي څېړونكي مريك په وينا د دې كورنۍ نوم د دوه وروڼو له نامه سره د وردگو د خوات په خروشتي ډبرليك كې هم راغلى دى. حال دا چې د بغلان په مهادژ مزدك كې د اور لمانځنې اثار او د وردگو دخوات په ډبر ليك كې د بودايي دين نښې څرگندې دي. دا مزدك د كنشكا د جلوس پر كال د ز شاوخوا ودان شوى دى هماغه اثر هماغه مخ موږ د وردگو د خوات ډبرليك يادونه وكړه او له دې يادونې څخه جوتيږي چې په دغه ولايت كې هم ډېر لرغوني توكي ښايي وموندل شي خو كومې خېړنې چې تر اوسه په دې اړوند شوي ترې داسې ښكاري چې د وردگ ميدان سيمه هم زموږ د لرغوني فرهنگ يو شتمن ټاټوبى دى. د دغه ډبرليك په اړه تاريخپوه اروا ښاد كهزاد كاږلي ديد غزني د شابهار مزدك د جوړوونكي واكمن د پېژندنې په اړه تر اوسه كوم باوري لاسوند نه لرو، خو څرنگه چې د وردگو د خوات په لوى مزدك كې د هوويشكا په نامه يو ډبرليك لرو نو ويلاى شو چې د غزني شابهار به هم د كوشاني پېر د همدغه لوى واكمن په لاسو جوړ شوى وي. لوى واكمن مو ځكه ورته وويلې چې هوويشكا د كنشكا د ځاى ناستو په مينځ كې تر ټولو ډېر پېژندوى دى د هند د ډهلي سهيل خواته ماتوركې يې هم د يوه لوى مزدك بنسټ ايښى وو. د غزني شابهار احمد علي كهزاد مخ موږ د مخه د كابل او غزني د اغېزو په اړه يادونه وكړه او وموويل چې وردگ ميدان څنگه چې د دغو دوه تاريخي پلازمينو په مينځ كې پروت دى هرو مرو به لرغوني اغېزې پرې وي را واخله د كوشاني واكمنو څخه د يوه تن هوويشكاډبرليك چې د وردگو په خوات كې تر گوتو شوى دى. دا چې د وردگو سيمه د غزني له ولايت نه دومره لرې نه ده او دا دواړه ولايتونه يو له بل سره جوخت پراته دي نو د اټكل له مخې د غزني شابهار هم دده اړوند گڼلاى شو . دمخه مو دا خبره هم وكړه چې وردگ ميدان په لويه لاره پروت دى نو ځكه د هېواد د بېلابېلو سيمو څخه گڼ توكميزه وگړي او خيلونه دلته استوگن دي. د رواياتو له مخې د پښتنو هغه پنځه پښې يانې بېټني، سړبني، غرغښتي، متوزي او كرلاڼي چې په ټول هېواد كې خواره واره پراته دي دارنگه په ميدان وردگ سيمه كې هم ددې هرې پښې خيل اوسيږي ولې پخپله وردگ د كرلاڼي پښتنو يوه څانگه ده چې اصلي ټاټوبى يې دسليمان غر په گوته شوى دى خو اوس د دوي سيمه وردگد پاراپاميزاد او نورو غرونو په مينځ كې را گيره ده. مهمې سيمې يې سيداباد، چك وردگ، بهسود، نرخ، جلريز، جفتو، دايميرداد، تنگي، شيخ اباد، شنيز، خوات، او نورې دي . هوا يې په اوړي كې معتدله او په ژمې سړه ده. ځمكه يې حاصل خېزه ده. غلې دانې په كې كرل كيږي او راز راز مېوې هم لري خو دمڼو حاصلات يې زيات دي. لیکوال: شهسوار سنگروال اړيكتيايي سېسټم کرهنه جگړې وراړولي زيانونه ماخذونه د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار سرچينې ۱- ملي هدف اونيزه ۲- وردگ كتاب ۳- بېنوا او ټول افغان وېبپاڼې ۴- اتمه مڼې گل كتاب باتدنۍ تړنې د افغانستان ولايتونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%DA%A9%D9%87%20%D9%85%D8%B9%D8%B8%D9%85%D9%87 | مکه معظمه | مکه مكرمه د سعودي عربستان له ښارونو څخه يو ښار دى، چې د بيت الله شريف په درلودلو سره زموږ مسلمانانو لومړنې سپېڅلې ښار گڼل كېږي. دې ښار ته د مشركانو او كاپرانو ننوتل منع دي، خو د اوسني واكمنو له بركته! ددې ښار دا سپېڅلتيا له خپو لاندې شوې، چې ښكاره ثبوت يې د بېنظيربوټو لخوا د يوې عيسوۍ وړل له ځان سره دى سپېڅلي ښار ته، او د ځينو ناوليو ولسمشرانو لپاره ان د بېت الله شريف دروازه خلاصول او ورننويستل، ان تردې چې د بېت الله شريف سر ته خېژولو باندې يې هم درېغ ندې كړې. حال داچې قرآن كريم د داسې خلكو ننوتل داسې سپېڅلو ځايونو ته په كلكه منع كړي دي. د مكې مكرمې ښار د سرې بحيرې په ۸۰ كيلومترۍ كې موقعيت لري، چې د بحر له سطحې څخه ۳۳۰ متره لوړ پروت دى. دا ښار له جدې څخه په ۶۰ كيلو مترۍ او له مدينې منورې څخه د هجرت لوې لارې له سړك څخه ۴۲۵ كيلو مترو په واټ كې پروت دى. موږ مسلمانان پدې گروهه عقيده يو چې د ځښتن تعالى په فضل او كرم سره د اسماعيل عليه السلام د خپو لاندې د زمزم د اوبو چينه راوخوټېده. او د هغه مبارك له بركته پدې بېديا او وېجاړه دښته كې اوبه راپېدا شوې، خلك پدې ځاى كې استوگن شول او د مكې ښار يې د بيت الله شريف په شاوخوا ودان كړ. دا ښار د ډبرينو غرو په منځ كې راگېر دى. د مسجد الحرام شاوخوا كورونه او لوړې ودانۍ جوړې شوي. دولت د خلكو د ستونزو راكمولو لپاره په غرونو او ډبرينو غونډيو كې سورنگونه ويستلي، ترڅو خلك په لنډ وخت كې له يو ځاى څخه بل ځاى ته ولاړ شي. د مكې مكرمې هوا توده او له مدينې منورې څخه لږ څه نمجنه ده. دا سپېڅلې ښار په ۱۳۶۶هجري لمريز كال د ايراني شيطانانو لخوا يرغمل شوې ؤ، چې د وخت د واكمنو لخوا په ډېره ښه لار د خپلو اعمالو په سزا ورسول شول. كيسه داسې وه، چې د ايران وران كارو شيعه گانو، د حاجيانو په جامه كې بيت الله شريف ته ننوتل، چې له ځانو سره يې ډول، ډول وسلې هم لرلې. بيت الله شريف كې يې ټول حاجيان يرغمل كړل، او د بيت الله شريف د نړولو پلان يې عملي غوښتل. خو د ځښتن تعالى كړه وه، چې هغه چاودونكي مواد چې دوي به د بندر له لارې په خپلو بېگونو كې راتېرول، د يو ويښ او ذيرك څارندوى پام ځان ته واړاوه. كله چې يې ددوي بېگونه تالاشي كول، نو له جامو څخه به بېگ دروند ؤ، كله چې يې بېگ وشلاوه، نو يوه ډول چاودونكي مواد چې د وړو په څېر ول، ترلاسه كړل، او ټول هغه ورانكاري چې بېت الله شريف ته په لار ؤ، ونيول او هغه پاتې چې په بېت الله شريف كې سنگرونه جوړ كړي وه. د اوبو په پرېښودو او برېښنا وركولو سره ټول ووژل او د دوي ناپاكو وينو څخه بېت الله شريف خوندي پاتې شو. د سعودي عربستان لوى ښارونه ابها احساء الجبیل الخبر الرس المذنب باحه بریده بکیریه بیشه تبوک جده جیزان حائل خمیس دمام رابغ رأس ریاض پلازمېنه د ملک عبدالله اقتصادي ښار طائف ظهران عنیزه قطیف قنفذه مدینه مکه میسان نجران ینبع د مکې معظمې جوماتونه مسجدالحرام د پېريانو جن جومات د حمزه رضي الله جومات د تنعيم جومات د البېعه جومات د خيف جومات تړلي لړليك د مسلمانانو سپېڅلي ځايونه د سعودي عربستان سپېځلي ځايونه د اسلام جغرافيه مکه معظمه مدینه منوره مشهد سامرا قدس نجف حرم معصومه کربلا کاظمین اخځليكونه اردو ويكيپېډيا سعودي عربستان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%84%D8%AE%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA | بلخ ولايت | بلخ د افغانستان د ولایتونو له جملې څخه یو ولایت دی. یاد ولایت د افغانستان په شمال کې موقیعت لرې او د مزار شریف ښار یې مرکز دی چې د شمال زون په سطخه لوی ښار بلل کیږې. بلخ شمال لورته له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لرې ختيځ ته له کندز او بغلان سویل ته له سرپل او سمنګان او لویدیځ ته له سرپل او جوزجان ولایتونو سره ګاونډی دی. اقتصاد رسنۍ تاریخ ژبي او کلتور پوهنه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%A7%D9%85%D9%8A%D8%A7%D9%86%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA | باميان ولايت | د باميان ولايت د افغانستان له مركزي ولاياتو څخه دى. ددې ولايت مركز د باميانو ښار دى. مساحت یې ۱۷،۴۱۴ کیلومتره مربع دی. د وگړو شمېره يې د ۱۹۸۰ زېږدیز کال داټكل له مخې ۶۱،۸۶۳ تنه وه.، د ځمکنې ویش له مخې ۲۴۰ كسه په هر كيلومتره كې راځي. باميان په هزاره جاتو كې ستر ښار گڼل كېږي. دا ښار د لرغوني ښارگوټي په درلودو سره، چېرې چې د بودا دوه پژۍ نږدې دوه پېړيو څخه راپدېخوا ولاړې دي، ډېر مشهور دى. پوهنه رسنۍ اقتصاد تاریخ ژبې او کلتور ولسوالۍ باميان ولسوالۍ شېبر ولسوالۍ يکاولنگ ولسوالۍ سيغان ولسوالۍ پنجاب ولسوالۍ ورس ولسوالۍ کهمرد ولسوالۍ د افغانستان ولايتونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%86%DA%93%DB%8D%20%D8%AF%20%D8%AF%D9%8A%D9%86%D9%88%D9%86%D9%88%20%D9%84%DA%93%D9%84%D9%8A%D9%83 | د نړۍ د دينونو لړليك | اسلام - يهوديت - عيسويت - کنفيوشيزم - زردشتيزم - هندويزم - بابيت - بهائييت - بوديزم - جينيزم - ساینتولوژی - سيكيزم - شیطان لمانځنه - مانيزم - ستورلمانځنه - مورمونیزم - یزیدیان د نړۍ د دينونو لړليك |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85%D9%8A%20%D9%81%D9%84%D8%B3%D9%81%DB%90%20%DA%9A%D9%88%D9%86%DA%81%D9%8A | د اسلامي فلسفې ښونځي | علم الكلام - معتزله - اشاعره - ماتريديه - اسلامي فلسفه - مشايي - اشراقي - رشديه د يوناني فلسفې اسلامي كركتنه نقد د فلسفې كركتنه د ابن تېمييه په واسطه د فلسفې كركتنه د ابن خلدون په واسطه فلسفه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%B1%D9%81%DB%90%D8%B9%20%D8%B5%D9%8A%D8%A7%D8%AF | محمد رفېع صياد | محمد رفېع صياد يو ځوان شاعر دی او له شعر او شاعرۍ سره یې له كوچنيتوبه مینه وه، خو په عملي ډگر كې يې لومړنۍ شعرپه كال ۱۹۹۲ز كال وپنځاوه. ښاغلي صياد ډېر ځله خپل خيالونه او فكرونه په خواږه نثر كې رانغاړي. ډېر حساس هم دى. كله چې يوه عاطفي پېښه وويني بيا يې خوږ نثر پرې ليكې وي. كله كله شعرونه هم ليكې. د كوچنۍ هيلې مو سترېږي په نامه يې يوه ټولگه شاعري په كال ۱۳۷۹ل د زمري په مياشت كې له دانش خپروندويه ټولنې لخوا چاپ شوې. دا ټوله يې د خپل تره شهېد محمد شافي ناصح ته چې د انقلاب د خونړي سيلاؤ لومړنيو څپو ښكار شو ډالۍ كړې ده. زوكړه ښاغلې محمد رفېع صياد د ډگروال محمد ساقي زوى پر كال ۱۳۵۰هجري لمريز كال د ننگرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د اخوند كلي په یوه مجاهده کورنۍ كې زېږېدلې دى. زده كړې ښاغلي صياد صېب د لومړنۍ زده كړو څخه د حصارك په لومړني ښوونځي كې تر دويم ټولگي پورې زده كړې وكړې، او بيا په ۱۳۵۸هجري لمريز كال پېښور ته مهاجر شو. په كال ۱۳۶۹هجري لمريز د صديق اكبر له لېسې څخه فارغ او په ۱۳۷۱هجري لمريز د دعوت او جهاد پوهنتون د ادبياتو پوهنځي له انگلېسي څانگې ته بريالې او تر درېيم ټولگي پورې يې په نوموړي پوهنتون كې لوړې زده كړې ترسره كړې. كله چې د دعوت او جهاد پوهنتون وتړل شو، نو په كال ۱۹۹۵ز كال لومړې جلالكوټ او بيا د كابل په لور رهۍ شو، ترڅو خپلې نيمگړې زده كړې ترسره كړي. بالاخره په ۱۹۹۶ز كال يې د فراغت سند په ډېرو لوړو نمبرو ترلاسه كړ. لکه څرنگه چې د ښاغلي صیاد او دده کورنۍ وینه د کمونېتسي گوډاگیانو سره نه گډېده، ن څکه خو یې د لوړو زده کړو پر مهال څو ځلې عملي جهاد ته ملا تړېلې او څو ځلې د روداتو د سنگر تودو سنگرونو ته راغلې او مخامخ یې د روس گوډاگي رېژیم سره په سپېڅلې جگړه کې خپله ونډه اخیستې. د شعر ډولونه هغه ته يې چې بې اوره سوځول كا هغه ته يې چې په غشو كې ټومبل كا هغه ته يې ته يې شمع بې غمۍ سره بلېږى چې پتنگ ستي كول كا هغه ته يې ډې دى عشق كې كړل وريته آهونه باسي چې بې سوده ځورول كا هغه ته يې بې مقصده چې په زړه داغونه كېږدي هرڅه هرڅه نازك گل كا هغه ته يې څوك پاچا كړي په زلفانو كې ځاى وركړې كوزول پورته كول كا هغه ته يې زه صياد په طبيبانو نه رغېږم چې زما زړه رغول كا هغه ته يې انقلاب دا سور رنگ د وينې گورئ دا سور رنگ د انقلاب دى چې د وينو په زور دورمي دا هغه شان سور سېلاب دى او خاذر د هېچا نكړي د تور سرو، ماشومانو تېره تېغ څخه يې باسي مسمې په چند القاب دى چې سرونه پكې رغړي اوتنې پكې پېمال شي خپل هدف لره وردرومي لكه تندر په شتاب دى د ملت غوښې يې خوړ دي د معصومو خون شراب په پنجو يې رېزمرېز كړي دا هغه بې ترس عقاب دى نه يې زړه شته چې زهير شي نه يې تن شته چې ذليل شي نه يې روح او نه يې عقل او روان دده اسباب دي زه خو وايم راشئ كينو دا اور خود به خود مړ كېږي په يو وهم پسې ځغلو دا هېڅ ندې شت سراب دى د توپان دور تېرېږي نور دا بحر ارامېږي صياد وايي اوس ساه واخلئ ددې سوال اسان ځواب دى پېښور ۱۹۹۸-۱-۲۰ د ښاغلې صياد صېب فرهنگي او ټولنيزې چارې ښاغلي صياد صېب افغانستان ته په گرځېدو سمدلاسه د خپل كړېدلي ملت په خدمت لگيا شو، او هغه څه چې يې د هجرت په ټاټوبي كې ترلاسه كړي ول، وخپل ملت ته ډالۍ كړه، او د صياد انگلېسي ژبې ښوونيز مركز په نامه يې يوه ټولنيزه اداره جوړه كړه چې د تنكيو ځوانانو په روزنه كې يې اساسي رول ولوباوه. ليكنې: شعر كوچنۍ هيلې مو سترېږي مرغلره په سیپۍ کې اوږد شعر، قصیده نثر انگلېسي-پښتو جېبي سیند قاموس. د لسو روغتیایي کتابونو ژباړې ژباړه سور مازیگر د لنډو کیسو ټولگه سرچینې تروږمۍ کې مشالونه د افغانستان دمجاهدو او مهاجرو قلموالو تذکره، لیکوال: صدیق منصور انصاري، خپرندویه ټولنه: جهاد کولتوري ټولنه. کال: ۱۳۷۹ل. پښتانه شاعران |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%D9%85%DB%90%DA%96%DB%8C%20%D8%B4%D9%8A%D9%86%D9%88%D8%A7%D8%B1%DB%8C | ماخان مېږی شينواری | ماخان په اولنى نوم ميږى د ارواښادې پستو او ارواښاد نورالرحمان زوي. د زيږيدو نيټه او ځاي: ١٥ د سپتمبر ١٩٤٦ ز کال د شينوارو د هسکى مېنې ولسوالۍ. دزيږيدو هغه پرې نه پوهيدونکې نيټه يې له ١٣٢٤ ه ش کال څخه يو يا دوه کاله د مخه ده، خو نوريې له دې نه شى د مخه کولى، که چيرې د مخه هم وي. زده کړې لومړى زده کړې : له ١٩٥٢ د هسکې مېنې د درې کاله کليوالې ښوونځى پيل، چې د لومړنيو زده کوونکو څخه وو له ١٩٥٤ ز.ک. څخه تر ١٩٦٥ ز.ک.پورې يې د رحمان بابا سپيڅلې ليسه ولوستله. لوړې زده کړې د ١٩٦٦ زک. د سپتمبر مياشت کې د يوه افغاني برس له لارې اتريش- وين ته د لوړو زده کړو لپاره لاړ. د ژبى او ديارلسم کال لوستلو وروسته يې په لومړي ځل په کيميا پيل وکړ خو وروسته يې د شميرپوهنې په زده کړو پيل وکړ، چې په پوره او زياتو ستونځو په شميرپوهنه کې د ډاکترۍ په اخستلو بريالى شو. د شينواري دويم مسلک فزيک دۍ او دا چى شميرپوهنه په هغه وخت کى د فلفسې يوه څانگه وه، نو فلسفه يې هم بايد لوستلې وى او د ډاکترۍ اخستلو وخت کى يې د فزيک تر څنگ په فلسفه کې هم دوه ازمويينى بايد ورکړې وى. دى په نهم ټولگې وو، چى د ميرمن ښاپيرۍ سره يې کوزده وکړه - يا نوره هم ښه - گوزده يې ورته وکړه. په ١٩٧٢ کې يې ورته له لري واده وکړ، چى د واده خبر يى اتريش ته ورغۍ. دوي ته لوي څښتن د ماي په شلمه ١٩٧٩ ز.کال کې دوه بچيان وبخښل، چې څانگه او اباسين نوميږي. له ١٩٧٨ ز.ک. راپه ديخوا شينوارى او ميرمن يې په اتريش او له ١٩٨٨ ز.ک. راپه دې خوا المان کې ژوند کوي. دندې په اتريش کې ماخان شينواري، د ژوند تآمينولو لپاره زيات کارونه کړي، چې له دې جملې څخه زيات وخت د افرو اسيا ليلیه کې د لیلیې د مشر په توگه دنده درلودله. د ١٩٨٧ نومبر څخه تر فبروري ١٩٨٨ پورې د افغانستان دباندنۍ چارو وزارت کې مامور د ٢٩ فبروري ١٩٨٨ څخه تر اپريل ١٩٩٢ ز. کال پورې په المان کې د افغانستان جمهوريت شارژدافير له همدې کال وروسته يې سياسي پناه يووړه او د پرديسۍ ژوند ته يې دوام ورکړ. د جون اخر ٢٠٠٤ ز. کال تر ١٦ د جنوري ٢٠٠٥ ز. کا. پورې د اي. او .ام له لارې د افغانستان د علومو اکادمى د پيدايښتي پوهنو طبيعى علومو د شميرپوهنې د څانگې غړى په توگه دنده د جنوري ٢٠٠٥ ز.کال را په دې خوا بيرته خپل پرديسي ژوند ته دوام. چاپ شوې ليکنې . : . . . .. . : : دا پورته د شميرپوهنې مياشتنۍ ده. ماخان شينوارى: د افغانستان په هکله سپينې خبرې د افغانستان د روغې او بيا ابادولو ټولنې له خوا ١٩٩٧ ز. کا ل المان دا لاندې اته کتابونه په المان کې د افغانستان کلتوري ودې ټولنه له خوا چاپ شوي ماخان شينوارۍ : شميرپوهنه. راټولونه ٢٠٠٠ ز. کال ، چاپځاي : دانش کتابتون دا کتاب په ٩٠٠ مخونو کې چاپ شوى، د ښوونځى او پوهنتون لومړى بنسټيزې ستونځى ټولى اوبى حل کوي او د ښوونکو لپاره همداسى گټور دى لکۀ د زده کړو او زده کوونکو لپاره. دا کتاب د پوهنتون د ساینسي يا پيدايښتي پوهنوټولو څانگو ستونځې اوبی کوي دا لاندې اوه کتابونه همغه وختيز يانې په ٢٠٠٣ ز. کال کې يوځاى د افغاستان کلتوري ټولنې له خوا له چاپ څخه راوتلي. چاپځاي دانش کتابتون ځمککچ، په سلو- ، زرو - ،...، او احتمالوالي شميرنه راټولونه دا کتاب په نزدې څلورسوه مخونو کې چاپ شوى. دا په دې ورکړشوو خونديونو متنونو کې د المان د ښوونځېو له پنځم تر لسم ټولگي پورى ټول پروگرام،په ځانگړې توگه ځمککچپوهنه کې خوندي لري الجبرونه راټولونه دا کتاب، چې نزدې دوه سوه مخونو کې چاپ شوى دۍ د الجبر بنسټونه خوندي لري، د پوهنتون د يوه سمستر لپاره بسيا کوي. د فرمولونوټولگه ژباړه دا د فرمولونو ټولگه، چې ٢٠١ مخونو کې چاپ شوې د پوهنتون د لومړيو سمسترونو پورې ټول فرمولونه خوندي لري. شميرپوهنيزه د پښتو المانې ډکشنري شميرپوهنيزه د الماني پښتو ډکشنري دا کتاب، چى په نزدې ٢٠٠ مخونو کې چاپ شوى، د ښوونځي لپاره د شميرپوهنى ټول لغاتونه خوندي لري د شميرپوهنې انگريزي پښتو ډکشنري دا کتاب، چى په ٢٠٤ مخونوکې چاپ دۍ، د ښوونځى ټول انگريزى شميرپوهنيز لغاتونه په پښتو اوښتي دفرنڅيال برابرون يا مساوات ژباړه دا کتاب، چى په ١٥٤ مخونو کې چاپ شوى د دې موضوع يو خورا ښه بنسټيز کتاب دۍ، چې د پوهنتون په دريم سمستر کى بنسټيز کار ترې اخستل کيدى شي. شميرپوهنه له عربي په پښتو کتاب ١٠٠ مخونو کې چاپ شوى او د ښوونځى کتابونو څخه رانيولې عربى نومونه په پښتو اړه ول شوي، چى هر پښتون يې بايد وگوري، د هر مسلک، چى هم وي. په دې غواړو ځان وپوهوو، چى پښتو د پوهنيزه کيدو څومره توان لري. ماخان شينواري د افغانستان د روغې او بيا ابادولو ټولنې له لارې ۳ مجلې راوستلي، چې زياتې ليکنې ېې خپلې دي او په څنگ کې ېې زياتې سياسي تيتپاڼې هم خپرې کړي. ناچاپه آثار دا لاندې کتابونه چاپ ته تيار دي، که وشوه په لنډ وخت کى به چاپ شي. داکتابونه شايد په لنډ وخت کې د ن ج له لارې خپاره شيږ سم اند يا منطق لوژيک د شميرپوهنى لپاره د سم اند څخه تيريدنه نه شي. دا په لنډه توگه دې په نوې شميرپوهنيزو بنسټيزو کتابونو کى تل راځى، چې له همدې امله ورته اړتيا هم شته. دا په پوهنتونونو کې ځانله څانگه هم لري. دا کتاب په سمه پښتو او پوره روښانه ليکل شوى، چې د شميرپوهنې ټولو مينه والو لپاره د لوستلو دۍ. ډيرۍ پوهنه سيټتيوري شميرپوهنه په سټه کې په ډيرۍ پوهنه ولاړه ده. ما دلته ډيرۍ پوهنه ځانله لږ پراخه څيړلې او همدلته ترې پوهيدۍ شو، چى بى له ډيرۍ پوهنې شميرپوهنه، ځکه نه شته، چى شميرپوهنه په ډيرۍ ولاړه پوهنه ده. د زړه له کومى. دا څو لنډې کيسي دي، چى د زړه ناخوالې په کى شوي. يادونه دا دې ستايينه نه وي، خودومره بايد ووايم، چې دا دومره د شميرپوهنې راټولونې او ژباړې د څومره والى او څرنگوالى له مخې، د ډکى حجم او خونديونې متن له مخې لا تراوسه متاسفانه، چى په پښتو کى د لومړي ځل لپاره د يواځنى کار سر ته رسيدل دي. د دې کتابونو ليکلو د ماخان شينواري تر نهه کالو زيات وخت نيولى، چى په منځنى توگه به یې هره ورځ کم له کمه شپږ ساعته کار پرې کړى وي. داسې ورځې هم شته، چې ده به په هغه ورځ ١٢ ساعته کار کړى وي. دا ټولې د بيکارۍ نخښې دي، چې گوندې ځان يې پرې روغ ساتلى. ډاکتر شينواري څه موده پخوا پيل کړی چې خپلې ليکنې نوې او خپرې شوې ليکنې د ن ج له لارې گرانو هېوادوالو ته وړاندې کړي. په دې کې هم ورسره لوي څښتن پوره مرسته کړې او په کې بريالی دۍ،لکه چې گورۍ ېې، خو د گرانو لوستونکو خورا زيات گډ کار ته هيله من دۍ. دا رانيولی کار د زياتو کسانو په گډه پوره کيدی سي. نوې او تازه خپرونې دا اوس د انتر نت يا ن ج له لارې سرته رسيږي.ددې لپاره د ماخان شينواري گورتپاڼه انتر نت له لارې سرته رسيږي وگورۍ بهرنې تړون د ماخان شينواري وېبپاڼه سرچينې پښتانه ليکوال پښتانه افغانان شمېرپوهان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B5%D8%AD%D8%A7%D8%A8%D9%87 | صحابه | ابوبکر صديق حضرت عمر فاروق رضي الله عنه حضرت عثمان رضي الله عنه حضرت علي كرم الله وجهه حضرت ابو ايوب انصاري حضرت ابو عبيده بن جراح رضي الله عنه حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه حضرت سلمان پارسي رضي الله عنه حضرت عكرمه به ابي جهل رضي الله عنه حضرت عدي بن حاتم الطايي رضي الله عنه حضرت ابوذر غفاري رضي الله عنه حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه حضرت حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه حضرت ابو درداء رضي الله عنه حضرت زېد بن حارث رضي الله عنه حضرت اسامه بن زېد رضي الله عنه حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه حضرت سعدبن ابي وقاص رضي الله عنه حضرت ابوطلحه انصاري رضي الله عنه حضرت وحشي بن حرب رضي الله عنه حضرت زېدبن ثابت رضي الله عنه حضرت سراقه بن نوفل رضي الله عنه حضرت ابوهريره الدوسي حضرت معاذبن جبل حضرت ثابت بن قېس انصاري حضرت انس رضي الله عنه صحابه صحابه کرام |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D9%84%DA%A9%20%D8%A8%D8%AF%D8%B1%D9%8A | مالک بدري | ارواپوه مالک بابېکېر بدري د اسلامي نړۍ نوموتې څېره ده، چې په ۱۹۲۴ز کال په سوډان کې زېږېدلې دى. د لسانس دوره يې په ارواپوهنې کې د بېروت له امريکني پوهنتون څخه په عالي درجه پاى او د ماسټرۍ دوره هم هورې سرته رسولې. لسانس يې په ۱۹۵۶ز او ماسټري يې په ۱۹۵۸ز کال ترلاسه کړه. دارنگه يې په همدې مسلک کې د دوکتورا مرحله د انگلستان په پوهنتون کې سرته ورسوله. او د دوکتورا څخه وراخوا يې د ساپوهنې په څانگه کې د لندن له له پوهنتون څخه ترلاسه کړه. مالک بدري د ساپوهنې په ښوونه کې زياته تجربه لري، دارنگه څېړنې او اروايي ناروغانو په درملنه کې زيات کار کړې. د ښوونې او درملنې زياتره وخت يې په دې پوهنتونو او ورغتونونو کې تېر کړې لکه: د بېروت امريکايي پوهنتون، د اردن پوهنتون، د ام درمان اسلامي پوهنتون سوډان، او د خرطوم پوهنتون سوډان. دارنگه د يې د سوډان په پلازمېنه او د رياض په مرکزي روغتون کې د عصبي گډوډيو په کتنځي کې کار کړې. او د رياض په پوهنتون کې د ارواپوهنې د کتنځي بنسټ اېښودونکې او چلوونکې هم پاتې شوې دى. پروفېسور بدري د نړېوالو مسلکي ټولنولکه د سوډان د مسلمانو ټولنيزو ساينسپوهانو ټولنه، او د برتانيۍ د سلوکي روا ناروغ درملنې ټولنه... سرچينې فلسفه مسلمان فيلسوفان مسلمان ساپوهان افريقايي فيلسوفان مسلمان پوه اندي فيلسوفان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%D8%A7%D9%8A%DA%A9%D9%86%D8%AF%D9%8A%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA | دايکندي ولايت | دایکندی په افغانستان کې د ولایتونو د جملې څخه دی چې په کال کې د پخوانې ولسمشر حامد کرزی له خواه د ارزګان ولایت نه جدا ولایت جوړ شو. دا وړاندیز د وخت مالی وزیر اشرف غنی احمدزی، کورنیو چارو وزیر علی احمد جلالی، حاجی محمد محقق دپلان جوړونی وزیر، او محمد حنیف اتمر د کلیو او پراختیا وزیر له وړاندی شو. پوهنه رسنۍ د رسنیو په برخه کې په یاد ولایت کې دري راډیوګانې په موج خپرونی لري یادي راډیو ګانې عبارت دي له نسیم راډیو ، آفتاب راډیو او دایکندی راډیو بلدی خپرونی لري. ولسوالۍ نېلي ولسوالۍ اشتارلي ولسوالۍ خادر ولسوالۍ سنگ تخت ولسوالۍ شهرستان ولسوالۍ کجران ولسوالۍ گيزاب ولسوالۍ ژبې او کلتور د دایکندی ولایت د مرکز نیلي او شاوخوا ډره یې وګړي د هزاره قوم اړوند دي او هزارګې سنتی رسم رسوم لري. د دې ولایت سويلي خوا او خاصکر ګیزاب ولسوالی کې پښتانه هم په یاد ولایت کې میشت دي. لکه څنګه چې د ٢٠٠١-٢٠٢١ز جمهوریت په دوره کې د دايکندي ولایت په سويلي سیمو کې جګړه روانه وه ټول اجتماعي احصائيې یوازی نيلي ښار او ورته نیږدی ولسواليو کې ترسره شوي دي نو څکه د دايکندي ولایت دقیق قومي او جنسي احصائيه ترسره شوي ندي. اقتصاد زراعت افغانستان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D9%88%D8%B2%D8%AC%D8%A7%D9%86%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA | جوزجان ولايت | د جوزجان ولايت د افغانستان په سوهيلي سيمې کې شتون لري . دغه ولايت په آسيايي نخشه کې منځينی شمال لورته ۳۷شو شاوخوا درجو کې پراخ پروت دی او د ختيځ لور ته په ۶۶شپېته درجو کې غځېدلی دی. په افغانستان کې ۴۵۴ کيلو مټره سوهېل کې شتون لري او همدا رنگه د افغانستان سوهېل ختیځ لورته ۳۹۸ کيلو مټره کې د پلازمېنې کابل څخه لرې پروت دی . د جوزجان ولايت ختیځ ته بلخ لویدیځ ته فاریاب جنوب ته سرپل او د شمال سنډو یی د آمو سین بهیږي او د د سین پوری غاړې ته د ازبکستان جمهوریت دی. د ا ولایت په۱۹۸۸ عیسوی کال کی د بلخ او سمنگان نه بیل کړی شو. او د دی لرغونی ښار شبرغانی مرکز دی. خو د دی سره تړی دسر پل سیمه ځان له بیل ولایت وگرځیده. د دی ولایت نفوس ۴۲۶۹۸۷ خلکوته رسیږی. د مختلفو اقوام خلک، ازبک،ترکمن،پښتون،تاجک او نور اقوام په کی ژوند کوی، مساحتی ۱۱،۷۸۹ کیلومتر مربع دی. او خلکی په ۳ ژبو دری، پښتو او ازبکی باندی غږیږی. پوهنه رسنۍ تاریخ اقتصاد ژبي او کلتور اداري وېش جوزجان لس ولسوالي لری، چی خواجه دوکوه، درزآب ، منگجک، قرقین، آقچه، مردیان، فیض آباد، خماب، خانقاه، او قوش تپه دی. او ۳۰۴ کلې لری. جوزجان ولایت په ډیرو، نفوس او زراعتی ځمکو، طبیعی جنگلونه، معادن، د ځمکی لاندی نفت او گاز په در لودلو د هیواد شتمن په ولایاتو کی شمیرل کیږی. د جوزجان ولایت د خلکو عمده محصولات ، کرهنه او زراعت، د قره قل پوست، پشم، قالین، لاسی صناعی، دی. چی ډیر پخوا نه د دی ولایت خلکو په ژوند او د ملی اقتصاد د ودی کی ازښتمند رول لوبولی دی. مخکی د داخلی جنگونونه ۴۶ فیصده د هیواد بودیجه، د دی ولایت د گازو صادرولو نه تامین کیده. د جوزجان ولایت هوا او اقلیم وضعیت متناسب په شمال ولایاتو مساعد دی، مگر د زراعت او څکل اوبه د سرپل او بلخ د سیند څخه راځی، چی دا کافی نه ده. د ولایت د ښار او کلی اوسیدونکی بل خصوص بزگر همیشه د اوبو د کموالی څخه سر ټکویی. د دی ولایت زراعتی سیمی مواز په ۲۱۵۷۵۳ هکتار ځمکه ده، چی د دی جملی نه ۴۰۰۰۰ هکتاره ځمکه للمی ساحی تشکیلوی. په دی سیمو کی، جوار، زغر،کنجد، مالوچ،ماش، نخود،زیره، د بزگرو د کرهنیز عمده اقلامو څخه دی. تاريخ په لسمه پیړی کي د ابن سینا نامتو شاگرد ابوالعبید الجوزجانی د غور د واکمنو د تاریخی پیښو د لیکونکي په توگه وپیژندل شو. په یولسمه پیړی کي د نړی د جغرافي مشهور کتاب چی د جوزجانی حدودالعالم نومیږی د دی سیمی یو جغرافیه دان په عربی ژبه ولیکلو. په دیارلسمه پیړی کي د وینس سیلانی مارکوپولود خپل سفر په یو پړاو کی په شبرغان کی ایسار شو، او د دی ځای د شاتو په شان خوږو خټکو حال په خپلی یاداشتونو کی ولیکلي. د جوزجان په ډیرو ولسوالیو کي د نوی کال ، اختر او کله کله د وادونو په موقع خلک وز لوبه یا بزکشی کوی، په جوز جان کي د دی لوبی لپاره د آسونو ساتل او د د ښار نه بهر د آزاده او هوار میدانونوکی لوبی کوی. د ۱۹۶۰ او ۱۹۸۰ عیسوی کلونو تر مینځ موده کي د پخوانی شوروی لخوا د افغانستان په جیولوژیکی سروی گانو کي جوته شوی وه چی د دی هیواد په شمال کي د گازو او خامو تیلو پینحلس زیرمی موجودی دی. په دوی کي د گازو دری لوی زیرمی د شبرغان په شاو خوا کی دی. د دری لوی زیرمی نه د گاز دراویستل پروژه په څوارلس کالو کي پوره شوه. په ۱۹۷۴ عیسوی کال کی د خواجه گوگردک د زیرمو نه شمال لوری ته دوه سوه کیلو متره د گاز پیپونه وغځول شل. یوازی د آمو سین د پاسه د پایب وگدوالي ۶۶۰ میتر وو. د گوگردک د زیرمی نه په کال کي څلورو او شپږو میلیاردو تر مینځ مکعب متر گاز راویستل کیږی . په دوی کی ۷۰ تر ۹۰ فیصده برخه پخوانی شوروی ته ورکوله دا معلومه نه ده چی په کومه بیه، خو په ۱۹۹۲ عیسوی کال کي د هغه وقت جمهور ریس، داکتر نجیب اله دا څرگنده کړه چی گوندی د روسی سره د گازو د پلورل په یو تړون خبری روانی کړی وی. په دی وقت کی د پښوانی شوروی اتحاد نا بیله شوو ځینی جمهوریتونو د افغانی گازوپه تیرولو او د دی د ویش د پاره د خپلو غونډو غوښتنه وکړه او دا معامله پّه ځای ودریده، د پښوانی شوروی اتحاد لخوا جوړ شوی د جار قودوک په ودانی ته په رسیدو خبر شو چی هلته یوازی ساتن دویان ولاړ وو او پروژه فعاله نه وه. د گازو هغه نل لیکه چی ختیځ لوری ته مزار شریف پوری غځیدلی ده. د افغانستان د دوه لسیزو په کورنی جگړو کی دی ته پاملرنه ونه شوه، خو په ۱۹۹۹ عیسوی کال کي دا لیکه یو سه ترمیم شوه او د گوگرډک گازپه لگ مقداری خلکوته ورسیدل . د گازو پایب لان چی دی ولایت کی دی ، دی نه پخوا دغه ځینه شوروی ته گاز تلل او کله چی هغه قرارداتونه ختم شول ، بیا دا پایپونه وویستل شول ، اوس دغه پایپونه مزارشریف ته گاز ورکوی. یو وقت د سر پل ولایت هم په جوزجان کي شامل وو، او دا پراښه سیمه د زردشت دین کتاب اوستا کي د نسایا په نوم یاده شوی ده. څوارلس سوه کاله پخوا چینایی سیالگر هوین چان چی دی سیمه ته ورغلو نو د دی سیمه نوم هوشنگان وو، روسته دا گوزگان شو، او کله چی عربان دی سیمی ته ورغلل او گاف يې نه شو تلفظ کوولی ، نو دی ته یی جوزجان نوم کیښوده شماره ولسوالی نفوس شبرغان خواجه دوکوه آقچه فیض آباد مردیان قرقین خمآب درزاب قوشتپه منگجک خانقاه نمبر ریاست نمبر ریاست اقتصاد ملي بس انكشاف دهات ارزاق زراعت و مالداري اتاق هاي تجارت صحت عامه گمركات د اوبو رسولو مستوفيت معارف راديو تلويزيون فوايد عامه معادن و صنايع د ښځو چاری امور سرحدات مهاجرين ترانسپورت او خصوصي سكتور ښاروالي افغان گاز سره مياشت مواد نفتي شهدا معلولين څارنوالي محيط زيست دولت قضاياي برق حج و اوقاف فرهنگ او ځوانان ښارجوړونه او مسكن مخابرات محكمه تربيت بدني مركزي احصائيه نفت و گاز د مخدره مواد و پر ضد مبارزه فارمسي اداري اصلاحات افغانستان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D8%A7%D8%A8%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA | فارياب ولايت | فاریاب ولایت د افغانستان په شمال لویدیځ کې موقیعت لرې چې شمال ته له ترکمنستان سویل ته غور ولایت ختیځ ته جوزجان او سرپل او لویدیځ لورته د بادغیس ولایت سره ګډه پوله لرې. د فاریاب نفوس په ۲۰۰۹ میلادی کال کې ۰۰۰۹۰۰ تنه اټکل شوی وو او یاد ولایت ۲۹۳۲۰ کیلومتره مربع مساحت لرې. تاریخ د تاریخې نظره د فاریاب نوم په اصل کې د سیند غاړه په معنی ده د دې ښار پخوانى نوم ميمنه وه او اوس دغه نوم د دغه ولايت په مرکز بدل شوى دى. وروسته د فارسیانو د تګلارې سره سم د میهنې ولایت نوم یا په همدې معنی دسیند غاړه اه په فاریاب بدل شو. په افغانستان کې د دې ولایت نوم اوس هم د میمنه په نوم یادیږي، د خلکو په منځ کې دود دی چې یو کلی د سمندر بلې غاړې ته د موقعیت له امله د بحر چپه بلل کیږي. فاریاب یا میمنه په ۱۷۴۸ کال کې د احمد شاه دراني له خوا چې د دغه ولایت د یوه سړي پر وړاندې د جرم په تور له شاه څخه خوشې او بېرته ونیول شو. او د دراني امپراتورۍ برخه شوه. د افغان-انګلیس د دریو جګړو په ترڅ کې چې په اوومه او لسمه پېړۍ کې وشول، سیمه له انګرېزانو ازاده شوه. د شاه امان الله په ۹۰مه اداره کې د اصلاحاتو په ترڅ کې. د فارياب سيمه د ميمنې په نوم ياده شوې وه، چې وروسته بيا د پارسيانو، چې د ايران برخه وه، د فارسیوانان توکميزو تعصبونو له كبله تپل شوې وه. د دې ولایت نوم له فارسۍ څخه فاریاب ته بدل شو، چې پخوا د مزارشریف پلازمېنه ګڼل کېده. په ۱۹۶۴ کال کې فاریاب ولایت شو او له میمنې څخه فاریاب ته. خو د دغه ولايت خلک لا هم د ميمنې په نوم پېژني خلک په کې د صوبې نفوس وو. د اټکل له مخې چې په کې جوړ شوی؛ د دغه ولایت ډېری نفوس ازبک او پښتانه دي، ورپسې لږ شمېر پارسي وګړي دي چې مهاجرین پارسیانو له خوا د پارسي کولو له تګلارې وروسته د هرات او بادغیس له فارسي ژبو قومونو او ایراني مهاجرینو څخه جوړ شوي دي. پښتانه او ازبکان اکثریت دی. دستانت د فاریاب په مرکز او جنوب کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې د ازبک او ترکمن د ازبکستان و ترکمنستان مهاجرین د دغه ولایت شمال اوسیدونکي دي. د فاریاب ولایت اوسیدونکي زیاتره په ازبکي او پښتو خبرې کوي. د ازبکستان ازبکان و د ترکمن خلک د ترکمنستان که مهاجرت کول وه. کې اکثره په پښتو خبرې کوي. په کې د یوناما د والیتي راپور له مخې، قومي جوړښت په لاندې ډول دی: ازبک ٪، پښتانه ٪ ، نور توکمونه .٪ اړوند احصایې دي جوړول په فارياب کې د سرود په نوم د اوبو يو بند شته چې د پښتونکوټ ولسوالۍ او ميمنې ښار اوسېدونکو ته د څښاک او کرنيزې اوبه برابروي. په المار ولسوالۍ کې د برېښنا او اوبو وزارت له بودجې څخه د یوه کال راهیسې د دغه بند د جوړولو چارې پیل شوې او د څلورو نورو بندونو سروې هم بشپړه شوې ده. د ۲۰۰۴ کال په مې میاشت کې د میمنې هوايي ډګر ترکمنستان ته د الوتنې منظم پروګرام پیل کړ. د والیت د سړک زیربنا په کې د یو پاخه سړک پرته په بشپړ ډول خرابه شوې وه. د اندخوی او اقينې تر منځ د اورګاډي لنډه نړيواله اړيکه ده، چې بيا په اتمراد کې د ترکمن ترکمنستان اورګاډي له شبکې سره وصلېږي. ولسوالۍ المار ولسوالۍ اندخوی ولسوالۍ بېلچراغ ولسوالۍ بل چراغ ولسوالۍ پښتون کوټ ولسوالۍ خانه چارباغ ولسوالۍخان چارباغ ولسوالۍ دولت آباد ولسوالۍ فارياب خواجه سبز پوش ولسوالۍ شیرین تګاب ولسوالۍ قرغان ولسوالۍ قرمگل ولسوالۍ قرم قل ولسوالۍ قيصار ولسوالۍ کوهستان ولسوالۍ فارياب ګرزیوان ولسوالۍ میمنه اقتصاد کرنه او مالداري د فارياب ولايت عمده اقتصادي فعاليتونه دي. په هرصورت، فاریاب د خپلو اوبدل شویو غالۍ او کلیمونو لپاره مشهور دی، چې په دودیز ډول د میرمنو واکمني لري. دغه ولايت د طبيعي ګازو سترې زيرمې لري، چې د اورګاډي پټلۍ د نشتوالي له امله کمې دي. د دولت آباد په سیمه کې د مالګې کانونه هم شته او د مرمر ډبرو ځینې کانونه چې ویل کیږي د عبدالرشید دوستم اړوند دي د پستې ځنګلونه چې کیفیت لرونکي پستې تولیدوي او د خوندور رنګ او خوند له امله شهرت لري د فاریاب له اقتصادي سرچینو څخه دي. افغانستان د امو سیند د نفتو د بند د جوړولو لپاره د چین د نفتي موادو له ملي شرکت سره یو تړون لاسلیک کړ، چې تمه ده په راتلونکو دوو لسیزو کې به میلیاردونه ډالره عاید ولري. په دې تړون کې په شمالي ولایتونو سرپل او فاریاب کې د تېلو د تصفیې کارخانې کېندل او جوړول شامل دي او په څو لسیزو کې د افغان حکومت له خوا د تېلو د تولید لومړنی نړیوال تړون دی. د چین د نفتو ملي شرکت د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر میاشت کې د افغاني تیلو تولید پیل کړ او په همدې میاشت کې یې د فاریاب ولایت په اندخوی او پښتونکوټ سیمو کې د ګازو سترې زیرمې کشف کړې. انګور فاریاب ولایت په روان کال کې د انګورو ۵۰ ډوله حاصلات لري چې له ۱۶ زره هکتاره باغونو څخه یې ۶۰ زره ټنه انګور ترلاسه کړي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د فاریاب د کرنې ریاست په ۱۹۹۶ کال کې په ۴۰ هکتاره د انګورو باغ جوړ کړی او ټاکل شوې چې ۲۰ زره هکتاره ته لوړ کړي. دا هم وگورۍ د فارياب لرغوني اوسيدونکي افغانستان د افغانستان ولايتونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%87%D8%B1%D8%A7%D8%AA%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA | هرات ولايت | د هرات ولايت د افغانستان په لوېديځ كې پروت دى، چې د بحر له كچې څخه ۹۳۳متره لوړ پروت دى. د ۲۰۰۶ز كال د سرشمېرنې لمخې د ۳۴۹،۰۰۰ وگړو په درلودو سره د كابل، جلالكوټ، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل شو. د هرات ولايت اصلي اوسېدونكي پښتانه دي، چې زياترو يې خپله ژبه له لاسه وركړې او په پاړسي او هراتۍ گړدود غږېږي. دارنگه تاجكان، پارسيوانان هم پكې اوسېږي. هریرود په لاتینی: د همدې ولايت له ښار له څنډې څخه تېرېږي. ددې ولايت د گرځنده ټېليفون مخكې شمېر ۰۴۰۰۰۹۳ دى. تاريخي نومونه هَرَیوه په اوستا كې: هَرَیووه په یونانی ژبه: آرِیا به لاتینی ژبه: آریا د سکندر مقدونی په پير كې : سکندر د آریا ښار به ساسانی پير كې: هَری تاریخ د هرات ښار د يوې سترې تاريخي كلا په توگه د مقدوني سكندر لخوا جوړ شو. هرات مخكې لدې چې بحري لارې وميندل شي، د هند او منځنۍ اسيا د لارې پر سر پروت ؤ، نو لدې امله يې ستراتيژيك اهميت درلود. د هخامنشيانو په پير كې د هريرود غاړې د هريوا په نامه يادې شوې دي. د ساسانيانو په پير كې د دا سيمه د هري په نامه ياده شوې، او د ساسانيانو له مهمو پوځي او سيمه اييزه سرحدي سيمه وه، چې له هيطله سره به يې د سنگر په توگه كاروله. دا سيمه د درېيم خليفه عثمان رضي الله عنه په پير كې فتحه شوې چې د فتحې كال يې ۳۱هجري قمري او ۶۵۰ز اټكل كېږي. پدې سيمه كې د نستوريانو يوه ډله عيسويان اوسېدل چې ددې سيمې په فتحې سره هغوي هم ايمان راوړ او مسلمانان شول. د عربو په پير منځنيو پېړيو كې هرات د هغه وخت د افغانستان خراسان يو له مهمو ولاياتو څخه شمېرل كېده. او د اسلامي تصوف او زهد له مهمو مركزونو څخه ؤ. د نقشبندي او چشتي كړۍ صوفيان د وزارت او صدراعظمۍ تر څوكيو پورې رسېدلي ول. د وخت نامتو صوفي خواجه عبدالله انصاري زيارت هم په همدې ښار كې دى چې د تېموري شاهرخ واكمن په امر جوړ شوې دى. جامي، امام فخر الدين رازي او خواجه محمد ابوالوليد زيارتونه هم په همدې ښار كې موقعيت لري. وگړي او د خلكو شمېر يې په ۱۳۵۹هجري ل كال كې ۷۸۸۴۱۴تنه و، چې د ۲،۳ سلنې په ډېرښت سره په ۱۳۷۹هجري كال كې دا شمېره ۱۱۵۱۸۸۴تنو ته لوړه شوې ده. د ۲۰۰۶ز كال د سرشمېرنې لمخې د ۳۴۹،۰۰۰ وگړو په درلودو سره د كابل، جلالكوټ، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل شو. د هرات ولايت اصلي اوسېدونكي پښتانه دي، چې زياترو يې خپله ژبه له لاسه وركړې او په پاړسي او هراتۍ گړدود غږېږي. دارنگه تاجكان، پارسيوانان هم پكې اوسېږي. اداري وېش د هرات ولايت د اداري وېش لمخې په لاندې ولسواليو وېشل شوې دی. هرات ولسوالۍ انجيل ولسوالۍ پښتون زرغون ولسوالي ګذره ولسوالۍ کارخ ولسوالۍکرخ کشک ولسوالۍ گلران ولسوالۍ کوهسان ولسوالۍکهسان غوريان ولسوالۍ زنده جان ولسوالۍزندجان ادرسکن ولسوالۍ شين ډنډ ولسوالۍشینډنډ اوبې ولسوالۍاوبه فارسي ولسوالۍ چشت شريف ولسوالۍ د نامتو بزرگانو زيارتونه هرات ولايت په ځينو ليكنو كې د اولياؤ په خاوره يادېږي. دا لرغوونې ولايت يو وخت د پوهې او فرهنگ مركز ؤ، د وخت نامتو پوهان په همدې ولايت كې زوكړي دي او همدلته روزل شوي. په لاندې ډول د ځينو نامتو اولياؤ نومونه يادوو: د هرات پير خواجه عبدالله انصاري مولانا جامي امام فخر رازی خواجه محمد ابوالولید خواجه علی موفق بغدادی شهزاده عبدالله سلطان آغا خواجه غلطان ولی مولانا حسین واعظ کاشفی مولانا سفنج سید عبدالله مختار زمكنې جوړښت فرهنگي، علمي او اجتماعي حالت د اوبو سرچينې اړيكتيايي سېسټم اهمې لاسته راوړنې مېوې د هرات ولايت كې خو هسې هره مېوه ترلاسه كېږي، خو له تاريخي رواياتو څخه داسې برېښي چې انگور د لومړي ځل لپاره په همدې ولايت كې موندل شوي، وروسته بيا د نړۍ نورور هېوادنو ته لېږدول شوي. ددې ولايت د يادولو وړ مېوې په لاندې ډول دي. انگور: دې ولايت كې د انگورو څه باندې ۶۰ ډوله انگور پېژندل شوي، چې د نامتو انگورو ډولونه يې پدې ډول دي: فخری، لعل، کشمشی، عسکری، پوشنگی، حسینی، روچه، لوغی، صاحبی، کس نداره، آبی، مسکه، شنگول خانی، میراحمدی خټكي زردالو بهی اينځر بادام توت شفتالو الوچه هندواڼه مڼه ناک امرود ځنگلونه د فېروز غر په غرونو كې ځنگلونه، په سياه كوه او د هريرود د درې په ټيټو برخو كې نږدې ۲۰۸۲۰۰ جريبه زمكه رانيسي، چې د پېستې او پاڼه رژېدونكو ونو ځنگلونه هم پكې شامل دي، چې لدې ځنگلونو څخه د ودانيو په جوړښت كې كار اخيستل كېږي. جگړې وراړولي زيانونه د هرات ولايت د افغانستان د نورو ولاياتو په څېر د چنگېزي تاړاك چې په ۱۲۲۲ز كال پدې هېواد رامات شو، وران او وېجاړ شو. او له نيمايي څخه زيات ځايي اوسېدونكي يې ووژل شول. هرات په شلمه پېړۍ كې د يوه خونړۍ پېښې شاهد ؤ، چې د ۲۴۰۰۰ باغېرته ولس د شهاد جامونه وڅښل. دې اتلانو د روسي لاسپوڅو پر وړاندې پاڅون وكړ او د مارچ له ۱۵مې څخه تر ۲۰مې نيټې ۱۹۷۹ز چې د كب له ۲۴ څخه تر ۲۹مې ۱۳۵۷ سره سمون خوري د د ملي اردو ملي او اسلامي سرتېرو پاڅون وكړ، چې په ډېرې بې رحمۍ سره وځپل شو. دا ورځ د افغانستان څه چې د نړۍ په تاريخ كې په زرينو كرښو ليكل شوې ده، او د كب ۲۴مې پاڅون په نامه يادېږي سرچينې پارسي ويكيپېډيا د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار د هرات ولايت |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%D9%88%D8%B3%D8%AA%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA | خوست ولايت | خوست د افغانستان په جنوب ختيځو کې پروت دی ، ٤٠٢٩كيلومتره مربع مساحت پراخوالی لري ، نفوس يې د يو ميليون څخه زيات وگړي دي. ١٢ ولسوالۍ او دښاروالۍ ٣ ناحيې او دکوچيانو ٣٠٠٠٠ کورنۍ لري. د غرونو ډ ک خوست د پاکستان قبايلي سيمې وزيرستان سره لگيدلۍ دی چې د پاکستان سره ١٨٥ کلومټره گډه پوله لري ،چې په راتلونکي کې به يو ښه ټرانزيټي ښار وي . خوست ولايت د پکتيا ، پکتيکا سره لگيدلۍ دی چې د اوسني پاکستان د غلام خان څخه را پروت سړک دخوست څخه تيريږي ، گرديز ته رسيږي او بيا دغه سړک پلازمېنې کابل ته رسيږي ، دغه سړک د پاکستان څخه نورو را داخليدونکو سړوکنو په نسبت ٤٣٣ کلومټرو په کچه کم دی او د افغانستان داقتصادي پر مختگ لپاره مناسبه لارده . خوست د نورو ولايتونو په نسبت ښه معتادله هوا لري او د ژوند د ډيرو چارو لپاره پراخه لمنه لري ، د خوست ځمکې ښې حاصل خيزي دي ، په زراعتي ځمکو برسېره ځنگلونه هم لري چې د بيلگې په ډول يې تڼي ، منگل ، ځاځي ميدان ، او د ځډراڼو ځنگلونونومونه يادولی شو ، د يادو شوو ځنگلونو څخه وچې ميوې لکه چارمغز ، جانغوزي په زياته پايمانه لاسته راځي ، د وچو ميو ترڅنگ لمدې ميوې لکه زردالو ، الوچه ، انار ، ماڼه ، شفتالو هم ددې ولايت د زراعتي لاسته راوړنو څخه دي ، زياتره وگړي يې د مالداری په برخه کې هم بوخت دي چې د ژوندډيرې اسانتياوې له همدې لارې پوره کوي ، د کرهڼيزو ځمکو او ځنگلونو د خړوبولو لپاره د طبيعي اوبو يعنې سيند او باران اوبوڅخه گټه اخلي او زياتره سيمي يې روانې اوبه لري ، په ځينو سيمو کې د بريښنا د توليد لوی او کوچني بندونه هم جوړيدی شي ، پدې ولايت کې ډير تاريخي ځايونه هم شته ، د دې تاريخي ځايونو څخه د منگسو په سيمه کې د ايسار غونډی يادولی شو ، د پخوانيو خلکو په وينا دغه غونډی په مصنوعي توگه د انسنانو په مټ جوړه شويده او غونډ جوړښت لري ، د سيمي د خلکو په خبره ځيني تاريخي اثار پدې غونډی کې پيداشوي، چې د وخت په تيريدو يې خلکو پلورلي دي ، ددې ولايت خاوره د اولياؤ کرامو او بزرگانو له برکته هم ډکه ده ، د يادونې په ډول يې مشهور زيارتونه لکه کوکرک بابا ، عالم شېر پير ، نصري اقا ، آدمحمد ، خواجه متون بابا ، گلزار اقا ، يادولی شو . خوست د ځنگلونو برسېره طبيعي زيرمې هم لري ، چې په ځينو سيمو کې يې د چينې ډبرې ، د اوسپنې ډبرې ، مس لرونکي ډبرې ، جست لرونکي ډبرې ، کرومېټ لرونکي ډبرې پيدا شويدي ، د کروميټو ډبرو دايستلو قرارداد هم شويدی چې افغانستان دولت يې د کال ٦ ميليونه امريکايي ډالره گټه اخلي . اقتصاد کرنه رسنۍ پوهنه دخوست ولايت پيژند ليک دخوست ولايت ډېر زيات وگړي د خپل وطن څخه بيديا کارکوي چې ددوی مياشتيني عوايد ٦ -٧ ميليونو امريکايي ډالرو پوري دي او خپل ټاټوبي ته يې راليږي . دمرگ وميركچه دپنځوكلنوڅخه په ښكته عمرلرونكي ماشومانو كې : ٢٤٠ په لوړه پيمانه داقتصادي پرمختگ دپاره جوگه دی، چې په منتطقه كې د صنعتي پارک او دسوداگريز مركز دجوړيدلوجوگه كيدای شي. په خوست ښار کې دوكانونه: ١١٠٠٠ دښاروالي ورځني عوايد: ٩٠،٠٠٠افغانی په خوست ولايت کې د ټولو موټرونو کچه ٨٠،٠٠٠ دانې په خوست ولايت کې دگمرك مياشتني عوائيد: په منځني ډول ٣٣ ميليونه افغانی. د خوست او گرديز د لوی لارې ټرانزيټ به ددې ښار عوائيد نوره هم زيات کړي په خوست ولايت کې ټيليفون لرونکي وگړي ٧٣،٠٠٠ ترانسپورت : مياشتني عوائيد په اوسط ډول ، دوه ٢ ميليونه افغانی دټيكسي موټرو شميره:٣٢٠٠ دلاريوباربري موټروشميره :٣٢٠٠ بانكي مياشتني راكړه وركړه :٣٠٠ ميليونه افغانی تخمين شوي. د خوست ولایت ولسوالۍ :موسی خیل :قلندر :باک :سپیرہ :نادرشاہ کوٹ :صبری :علیشیر :مندوزی :جاجی میدان :گربز :دوہ مندہ :تنی د باک ولسوالۍ د گوربزو ولسوالۍ د ځاځي ميدان ولسوالۍ خوست متون ولسوالۍ د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د موسی خېلو ولسوالۍ نادرشاه کوټ ولسوالۍ د قلندر ولسوالۍ صبري ولسوالۍ د شمال ولسوالۍ سپېره ولسوالۍ د تڼيو ولسوالۍ تیریزایئ ولسوالۍ د افغانستان ولايتونه منگل |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D8%B1%D8%A7%D9%86%D8%B3%D9%88%D9%8A%20%DA%98%D8%A8%D9%87 | فرانسوي ژبه | فرانسوی ژبه په فرانسوي: د رومانی ژبو ځخه یوه ژبه ده چی په فرانسه، بلجیم، سویس، کاناډا او آفریقا کی ویل کېږي. سرچينې ژبې فرانسه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%D9%8A%D9%86%D9%88%D8%A7%D8%B1%D9%8A | شينواري | شينواري د پښتنو يوه مشهوره قبيله ده چې د سړبن په ټولنيز گروپ پورې اړه لري او د سپين غره په شمالي لمنو او د ننگرهار په جنوب ختيځ کې مېشته دي. د دوی يوه برخه په لواړگی، څو کورنۍ يې دکوهاټ په ځنگلونو کې، د کونړ په سره کمر، د پروان ولايت په غوربند او کشمير کې هم استوگنه لري. پښتانه د تاريخ په رڼا کې د شينوارو په اړه ليکي دي؛ لکه چې د شجرې څخه معلومېږي کاسيان په يوولسو څانگو وېشل شوې دي چې د شينوارو قبيله هم په دوی کې شامله ده. لکه چې د پټې خزانې د روايت نه معلوميږي د خرشبون په اولاده کې د کند او ځمند اولاده د غوړی مرغی نه د غزني، کابل او پېښور د وادي له لور مهاجرت پيل کړ، نو په دغه وخت کې کاسيان بېرته د سليمان غره ته لاړل او هلته مېشته شول. البته د کاسيانو يوې قبيلې شينواری د خاښي خېلو سره مهاجرت وکړ او دخيبر په شمال او جنوبي غرونو کې مېشته شول. پښتانه د تاريخ په رڼا کې ١٣٢٨-١٣٢٧ مخونه د شينوارو شمال لوېديځ ته د خوگياڼيو قبيله، شمال ته يې د کابل سيند او د مومندو قبيله، ختيځ ته يې د ډيرونډ کرښه تر لواړگی پورې امتداد او د اپرېديو د قبيلې سره پوله لري او جنوب خواته يې سپين غر موقعيت لري. دوی د هسکې مېنې ده بالا، مومنددرې، نازيانو، اچين او دوربابا په ولسواليو او د چپرهار په علاقه دارۍ کې استوگنه لري. دغه قبيله په لومړی سر کې په دوو پلارو وېشله کېږي چې يوه ته سه پای او بل ته عبدالرحيم خېل وايي. چې سه پای مشر ورور او عبدالرحيم خېل کشر ورور دی. مشر ورور په خپل منځ کې اووه تپی دي؛ حسن خېل، حمزه خېل، الياس خېل، رينداد خېل، حيدرخېل، بابرخېل، سليمانخېل او کشر ورور يې په دې تپو وېشل شوې دي او هغه له علي شېرخېل، عدل خېل او سنگوخېل څخه عبارت دی. د دغو خېلونو د استوگنې ځايونه: ١. حمزه خېل: دوی په خپل منځ کې دوه تپي دي چې يوه احمد خېل او بل يې مغدود خېل دي. احمد خېل اکثره په ده بالا او لږ شمېر يې په تنگی، شرمبنی او لرو احمدخېلو کې اوسېږي. مغدود خېل په گاگره، گجڼه، مريز، سنگوټا او راوگی کې استوگنه لري. ٢. الياس خېل: لياسخېل الياس خېل اکثره په هسکې مېنې، گيزاره، لږ شمېر يې د هسکې مېنې په تنگی او يو شمېر په نری اوبو کې اوسېږي او د جعفريانو په نامه څو کورنۍ يې بيا د کوچيانو په ډول ژوند کوي. ٣. حسن خېل: حسن خېل د هسکې مېنې د ولسوالی په اوغز، گورگوری، پايی، شيخ ميدان، ياغی بند، شپوله او گيزاره کې پراته دي. يو شمېر حسن خېل په غوښت دره کې هم استوگنه لري. ويل کېږي چې د حسن خېلو شمېر به ١٦٠٠٠ تنه وي. ٤. رينداد خېل: د مامند په تنگی، باغ، اچين او گردی کې پراته دي. دا ښاخ په څلورو څانگو وېشل شوی دی او د پاخېلو، اليکه خېلو، بام خېلو او خليفه خېلو څخه عبارت دي. ٥. حيدرخېل: دا تپه په خپل منځ کې دوه پلاره دي چې يوه ته نيمې در او بل ته ممه خېل وايي. ممه خېل په لنډی، مورگی چينه، د اوڼی، اسدخېلو، تريلی، ميدانک، سره کلا او هجوم کلی کې مېشته دي. ٦. سيلمان خېل: په توتگی، وچکتوټ او د کوشتل په کليو کې اوسېږي. ٧. بابر خېل: دا يوه کوچنی څانگه ده چې يو شمېر يې په صندق، بټن او چهل گزي کې اوسېږي. ٨. علي شېرخېل: دا د عبدالرحيم خېلو يوه څانگه ده چې څه برخه يې په لواړگی او څه يې په افغانستان کې مېشته دي. دوی په اوو تپونو باندې وېشل شوې دي او هغه له عيسی خېلو، باخېلو، تړخېلو، پيروخېلو، اش خېلو، خوگاخېلو او شودن خېلو څخه عبارت دی. ٩. عدل خېل: دا هم عبدالرحيم خېلو يوه پښه ده. دا تپه په خپل منځ کې دوه پلاره دي يعنې عثمان خېل او کرگوخېل. ١٠. سنگوخېل: سنگوخېل په درېو پلرونو باندې وېش شوې دي؛ گدوخېل، څلورپلاری او غني خېل، سنگوخېل د مندتی څخه تر غني خېلو پورې د نازيانو په درو کې پراته دي. له دې کبله چې د شينوارو يوه برخه د خيبر د تاريخي درې په شاوخوا کې استوگنه لري نو د خيبريانو په نامه سره هم يادېږي چې اورکزی او اپرېدي هم په همدې نومونو مشهور دي. د تورخم او شمشاد سيمې هم د عليشېرخېلو شينوارو د استوگنې سيمي دي. د لواړگی شينواری په خپلو خېلونو کې وېش د حجرې له مخې ترسره کوي چې اوس د هر خېل حجري په لاندي ډول دي: خوگاخېل ١٧٢ حجرې، شېخ مل خېل ٦٨ حجرې، اش خېل ٢٣ حجرې، مختارخېل ٢١ حجرې او غني خېل ٣٥ حجرې. د لواړگی شينواری اکثره د سوداگری په چارو بوخت دی او هغه ترانسپورتي تجارتی لارې چې د کابل او پېښور تر منځ چلېږي د همدې خلکو په لاس کې دي. اضالع،ايجنسي ها و قبايل ايالت پشتونستان، ٥٧ مخ د لواړگی شينواري د افغانستان د شينوارو سره ښې اړيکې لري. د لواړگی د شينوارو شمال خواته شلمان، ختيځ ته يې ملاگوری او جنوب ختيځ ته يې اپرېدي موقعيت لري. د لواړگی سيمه د تورخم نه د خيبر د اپرېدو تر پوله شپږ ميله اوږده او درې څلور ميله پلنه ده. شينواری په مېلمنه پالنه کې مشهور دي. د دوی حجرې تل د مېلمنو او مساپرو پر مخ خلاصي وي. د حجرو تر څنگ يې جوماتونه هم شته، په دوی کې د جرگې سسټم ډېر قوي دي او اکثره خلک خپلې لانجې د قومي جرگو له لارې اواروي. د لواړگی شينواری اکثره خپلې جرگې په سپين جومات کې چې د لواړگی تر منځ د لويي هديرې سره موقعيت لري جوړوي. په شينوارو کې د نورو پښتني قبيلو په څېر د ننواتی دود هم ډير قوي دي چې ارو مرو يې قبلوي او مني يي. په دوی کې د سولې کولو دود هم د پخوا په شان په خپل حال پاتې دی چې تيږه يې بولي او اپرېدې ورته کاڼی وايي پښتانه، کابل ١٣٤٩ کال، ١٨٠-١٨٦ مخونه. همدا راز د باجوړو په الينگار، چمرکنډ، څاوگی، شېخ بابا او سره کمره کې هم شينواری استوگنه لري. د شيگل شينواری تقريباً درې سوه کاله پخوا د ځينو عواملو له کبله د سره کمره خواته تللی دي او د شيگل ځمکه يې له نورو قومونو څخه چې په هغه وخت کې کافران وو نيولی وه. د شينوارو راگ شيگل ته او د نورو قومونو څخه د شيگل نيول د شيخ بابا په مشرۍ چې اصلي نوم يې ذکريا دی ترسره شوې دي. د دوی سره د شيگل په نيولو کې ماموندو هم ملگرتيا وکړه. شينواری د کافرانو د سخت مقاومت سره مخامخ شول په تېره بيا هغه وخت چې د کنډرو کلا محاصره شوه نو شېخ بابا امر وکړ چې ټول شينواری دی د کلا د سوځولو لپاره يوه يوه گېډۍ لرگي راوړي نوموړي کلا وسوځل شوه او شينواری بريالی شول چې وروسته شېخ بابا د شينوارو تر منځ شيگل ووېشه چې په دې وېش کې ادرم عبدالرحيم خېلو ته کټه سيد، امان کوټ، گربوړی، کنډرو، زبړبت ډاگ، ملاعلم کلی، شينکی، غرتنگی او شنگر شا ورسېدل. سليمانخېلو ته چاکوړی، شينگرگل، نيم لاچی، سيمه لام، بنوديت، سورمل، برگله يی او ماټينه ورسېدل. د پښتنو ټولنيز اقتصادي جوړښت، ٢٨-٢٩-٣٠ مخونه. په لواړگی کې د عليشېرخېلو څانگې دا دي؛ خوگاخېل، شېخ مل خېل، پيروخېل، ميردادخېل، اش خېل، مختارخېل، غني خېل، پتمی خېل، بسی خېل، طالب خېل، سيدخېل، اشرف خېل، طوطی خېل، شربی خېل، بابی خېل، شدان خېل، مادور خېل، مياخېل او عالم خانی. د ننگرهار په ولايت کې د شينوارو شمېر ١٥٥٢٧ تنه، د کونړ په ولايت کې ٥٠٠٠ تنه د لواړگی شينواری ١٢٧٧٠ تنه او د سره کمر شينواری ١٣٠٠٠ تنه ښودله شوې دي. ۱۳۸۳ کال په پیل کی یوشمیر شینوارو دکابل دښار دباغ علیمردان په سیمه کی غونډه وکړه اودیوی قومی شورابنسټ یی کیښود چی دشینوارودقومی شوراپه نامه ونومول شوه چی نوموړی شورابیادهمدی کال دسرطان په میاشت کی په رسمی توگه دعدلیی وزارت دسیاسی گوندونواوټولنیزو سازمانونو په ریاست کی ثبت اوراجستر اوپه فعالیت یی پیل وکړ نوموړی شورا خبل یوځانگړی ویبسایټ ویبپاڼههم لری چی پته یی په دی توگه ده ددی شورامرکزی دفتر دکابل ښار دقوای مرکزداریانا کارتی دشیواری مارکیت په دریم پوړ کی دی اوولایتی دفتر یی دننگرهارولایت دمرکزجلال اباد دښار دپوهتون روغتون ته مخامخ موقیعت لری داشوراځانته یوه اساسنامه اونشان هم لری سرچينې د پښتنو ټولنيز اقتصادي جوړښت، ٢٨-٢٩-٣٠ مخونه پښتانه د تاريخ په رڼا کې ١٣٢٨-١٣٢٧ مخونه اضالع،ايجنسي ها و قبايل ايالت پشتونستان، ٥٧ مخ پښتانه، کابل ١٣٤٩ کال، ١٨٠-١٨٦ مخونه. د پښتنو ټولنيز اقتصادي جوړښت، ٢٨-٢٩-٣٠ مخونه پښتانه ټبرونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D8%B2%20%D8%B3%D8%A7%D9%BE%DB%8C | مبارز ساپی | پیاوړی شاعراونامتو لیکوال ښاغلی خان محمد مبارز څاپی د لغمان ولایت د الیشنگ د ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې بیا ورسته ئې د بغلان په ولایت کې استوگنه غوره کړه.نوموړي د هیواد په مختلفو اداري څانگو کې کار کړی دی. وروستی ماموریت ئې د لغمان ولایت داداري مدیر په حیث سرته رسولی دی. د ۱۳۴۱ هـ ش کې ئې شعرو شاعري پیل کړې. په ۱۳۵۷ کال پېښور ته مهاجر شوی او د څه وخت د تېرولو وروسته جرمني ته تللی، چې لا تر اوسه پورې په جرمني کې اوسي او د د پښتنو ټولنیز ولسواک گوند د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند پښتونخوا افغانستان د مشرانو د جرگې غړی او د پښتونخوا مجلی د خپرونی جرگی عړی دی. د لیکوال چاپ شوی کتابونه ژوبل احساس : د شعرونو ټولگه گلپاڼه : د شعرونو ټولگه زرپاڼه : د شعرونو ټولگه دین ژبه او ملت : په دریـو بـرخو کښې چې دوه برخې ئې څیړنـیز نـثر اودریمه برخه ئې اشعار دی کاوون او کډوالۍ : اوله برخه قیصه او دوهمه برخه ئې شعرونه پښتانه پښتانه ليکوال افغاني ليکوال افغانان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B1%D8%A7%D8%A8%D9%86%D8%AF%D8%B1%D8%A7%D9%86%D8%A7%D8%AA%20%D9%BC%D8%A7%DA%AF%D9%88%D8%B1 | رابندرانات ټاگور | ټاگور د هند هغه نامتو شاعر وه چې د گيتا انجلۍ نغمو په نامه او ډېرې نورې ليکنې کړي. دی يو د هغه کسانو څخه دی چې د نوبل ادبي جايزه يې گټلې. شاعران هندي ليکوال هندي شاعران |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%AE%D9%8A%D8%B1%D8%AE%D8%A7%D9%86%DB%90%20%DA%A9%D9%88%D8%AA%D9%84 | د خيرخانې کوتل | د خير خانې کوتل يا د لمر نمانځني يوزراووه سوه کلن لرغونۍ معبد خير خانه مينه د اوسني کابل ښار شمالي برخه ده ، چي د ښاروالۍ د اداري ويش له مخي ورته يولسمه ناحيه وايې . د کابل ښار له همدي برخي څخه د هيواد شمالي ولايتونو ته پخوانۍ ترانسپورتي لاره بيله سوې وه . شمالي ولاياتو ته د دي لاري په پيل کي يوه مخ لوړه کوتل سته چي د خير خاني کوتل په نوم ياديږي . داسيمه د خيرخانې د پخوانيو اوسيدونکو لرغونۍ مذهبي ټاټوبۍ او د عبادت ځاي وو . د لومړي ځل لپاره په ميلادي کال د خيرخانې کوتل د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا سروې او وسپړل سو. د دي سپړني په نتيجه کي د لمر نمانځني افتاب پرستي معبد پبداسو ، چي دري اتافونه او هغو ته د ورننوتلو منظمي لاري يې درلودې .د اتاقونو په وړاندي يو دالان جوړ سوۍ وو چي ښايې د عبادت کونکو له خوابه تر عبادت وړاندي دتياري لپاره کارول کيدۍ . په اتاقونو کي دننه د عبادت کونکو له خوا د مراسمو پرځاي کولو لپاره ځانگړوځايونونښانې څرگندي سوې . د هر اتاق په دننه کي په يو شان او يوه اندازه دري ډبرين څلي اباد سوي وه چي د عبادت کونکو لپاره يې لازمي اسانتياوي درلودې . د لرغونپوهانو له نظره په معبد کي د دريو ډبرينو څلو شته والۍ داڅرگنده وي چي ښايې د هر څلي يا سکو پر سر د لمر رب النوع يوه مجسمه ايښودل سوې وه .د يو شمير نورو اثارو تر څنگ د ماتو شويو مجسمو ټوټې هم د سپړنو په جريان کي تر لاسه شويدي . په داسي حال کي چي د دې معبد څخه د سوريا يوه نسبتا مکمله مجسمه هم تر لاسه شول . د لرغونپوهانو له خوا د دي مجسمي کشف او د دي تر څنگ د نورو اثارو د تر لاسه کيدو ورسته په ډاگه کړل چي د خير خانې کوتل د لمر نمانځونکو يو لرغونۍ معبد دۍ چي تاريخي قدامت يې لږ تر لږه يو زراو اوسه کاله پخوا زمانو ته رسيږي . د خير خانې د کوتل څخه تر لاسه سوې د سوريا مجسمه د سپيني مرمريني ډبري څخه جوړه سوې ده . په مجسمه کي د لمر رب النوع په يو روان تخت ناست دۍ چي د دوو اسونو له خوا وړاندي بيول کيږي . دوتنه د سوريا په ښۍ او کيڼه خواکي ليدل کيږي ، چي د سهار او ماښام د ستورو استازيتوب کوي .دا دوه تنه د سوريا هغه مريدان يا پيروان دي چي د دندا او پنگالا په نومونو يې شهرت درلود . د خير خانی په کوتل کي سپړني هغسي چي بايد پای ته رسيدلي وای ، بشپړي نه سوې ، يوازي د ځينو برخو په سپړلو بسنه وسوه او د پوره څيړني او کيندني لپاره يې د يوه تفصيلي پلان د جوړيدو پريکړه وسوه . پريکړه وسوه ،خوعملي نه سوه ، او داسيمه له نظره ولويدل . خو د روسي پوځونو د تاړاک پر مهال د خير خانې کوتل د يوه سترا تيژيک مورچل په توگه د روسي ځواکونو د څلويښتم اوردو د يوي ميکانيزه قطعي له خوا په ميلادي کال اشغال سو . په کوتل کي د نظامي ودانيو د جوړولو پر مهال يو شمير اثار او مجسمې په نامنظمه توگه وموندل سوې او بيا هغه اثار د يو سلسله تشريفاتي مراسيمو په ترځ کي د افغانستان ملي موزيم ته وسپارل سوه . د سوريا مرمرينه مجسمه د فرانسوي لرغونپوهانو او په ځانگړي توگه د ښاغلي مسو الن دوگان په وسيله ترميم او ننداري ته کښيښودل سوه . د سوريا مجسمي ټولي برخي په هم هاغه شان ترميم سوي چي په پخوا کي وه ، يوازي دوه هغه د ليتوس گلان چي بايد د سوريا په لاسونو کي وای ، تر لاسه نه سول او د سوريا مجسمي د کوپړۍ شاتنۍ وړوکې برخه هم ونه موندل سوه . د دي مجسمي نوري برخي په پوره مهارت او علمي صلاحيت له سره ترميم او بيا جوړي سوې ، او په ملي موزيم کي تر ميلادي کال پوري وساتل سوې . له بده مرغه د خپل منځي جگړو پر مهال د ملي موزيم د نورو اثارو تر څنگ د سوريا دا مرمرينه او تاريخي مجسمه هم چور اوتالان سوه . پوهنوال باوري |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%A8%D9%88%D8%B1%D9%8A%D8%AD%D8%A7%D9%86%20%D8%A8%D9%8A%D8%B1%D9%88%D9%86%D9%8A | ابوريحان بيروني | ابو ريحان محمد بن احمد البیروني افغان شمېرپوه، ستورپوه، تقویمپوه، وګړپوه، هندپوه، تاریخپوه او طبیعیتپوه و چې په څلورمه او پینځمه هجري پېړۍ کې یې ژوند کاوه. البېروني په ټولو عصرونو کې د اسلامي نړۍ له سترو پوهانو او د افغانستان یو له سترو پوهانو ګڼل کېږي. دې د هندپوهنې او هندپېژندې او وګړپوهنې پلار ګڼل کېږي. دې په خوارزمي، پارسي، عربي او سانسکریټي ژبو برلاسی و. او په لرغوني یوناني، عبري توراني او سوریاني ژبو هم پوهېده. البېروني د مختلفو وګړو د آندو آند او کولتوري کړو وړو د راټولونونکي په توګه یو بې پرې تاریخ لیکوال و. البېروني چې اصلي نوم یې محمد د احمد زوی او مشهور په ابو ریحان البیروني و؛ د ۳۶۲ هـ کال د ذي الحجې په درېمه او د ۹۷۳ هـ د ستمبر په څلرمه د پنجشنبې په ورځ سهار په بيرون کې زېږېدلی او د ۴۴۰ هـ کال د رجب په دوهمه او د ۱۰۴۸ زېږيز کال د ستمبر په يوولسمه د جمهې د ورځې په ماښام په غزني کې وفات شوی او همدلته ښخ دی. ستورپوهنه اصلي ټاټوبی د بيرون په باب بېلابېل اندونه شته زياتره مورخان بيرون خوارزم يو کلی گڼي ځينې بيا بيرون دري کلمه بولي چې د باندې خارج مانا لري او ليکي چې خوارزميانو هر هغه سړي ته چې تر خوارزم دباندې اوسېده بيروني ويل نو ځنگه چې ابوريحان خپل زيات ژوند تر خوارزم دباندې تېر کړی ؤ ځکه په بيروني مشهور شوی دی دا توجيه عبدالکريم د محمد سمعاني زوی پخپل کتاب الانساب کې راوړې ده او ياقوت حموي هم ددې توجيې تاييد پخپل کتاب معجم الادبا کې ليکلی دی او زياتوي چې زما په خيال ابوريحان د رُستاق يانې د ښار له دباندې خلکو څخه ؤ. کتابونه او کړنې البېروني په مختلفو ژبو کتابونه لیکلي چې شمېر یې له ۱۴۶ زیات ښودل شوی، چې د د ټولو کرښې یې په ټولیزه توګه ۱۳ زرو پورته اټکل شوي. سایت حوزه دده مهم اثار د التنجیم چې په شمېرپوهنه او نجوم کې یې لیکلی، اثار الباقیة په تاریخ او ځمکپوهنې، قانون مسعودي چې یو ډول پوهنغونډ یې بللی شو، تحقیق ماللهند د هند هېواد د وګړو د کړو وړو، خویي بوي، ټولنیز جوړښت، تاریخ، جغرافیې په اړه بحث کوی. البېروني خپل کتاب دانشنامه د غزنوي واکمن سلطان مسعود غزنوي په نامه کړه چې ددې کتاب په بدله کې ورته سلطان درې اوښه بار سپین زر ډالۍ وړاندې کړه چې دده له خوا رد کړای شوه. بېرته یې سلطان ته ولیکل چې کتاب یې د پوهې د پراختیا په پار لیکلی، نه د پیسو لپاره. البېروني د ابن سینای بلخي همپېره و چې په اصفهان کې پاتې کېده، او د دوي دواړو ترمنځ به هر وخت د لیکنو لېږد رالېږد ترسره کېدو. البېروني له محمود غزنوي سره د هند نیمې وچې په سوبو کې ملتیا کوله چې ددې سفر په ترڅ کې یې وکولای شول خپل مهم اثر هندپوهنه ولیکي او د هندي وګړو د روسومو، تقالیدو او مذهبي کړنو په اړه دقیقه مطالعه د قلم ژبې ته وسپاري. دده بل اثر چې د کتاب الصیدنه في الطب ته اشاره وکړو چې د درملیزو بوټو په اړه یې کښلی یاد کړو. لیکنې ژباړې په عامه فرهنګ کې کشفونې، اختراعات او وړاندیزونه ابوریحان بیرونی ترازویی برای اندازهگیری وزن مخصوص جامدات و نیز تعیین مقدار طلا و نقره در اجسام مرکب اختراع کرد. این ترازوی دقیق برای این اندازهگیریها به کار گرفته میشد. چگالیسنج از دیگر اختراعهای او میباشد. دده نور اختراعات: بدستآوردنِ جَیب یکدرجه قاعدهٔ تسطیح کُره و ترسیم نقشههای جغرافیایی چاه آرتزین؛ این کشف را به موسیوزله منسوب کردهاند اما در واقع از اکتشافت ابوریحان بوده و سالها پیش در کتاب آثارالباقیه آمده بود. حرکت خاصه وسطی خورشید خاصیت فیزیک الماس و زمرد جزر و مد رودها و نهرها چشمههای متناوب اشکال هندسی گُلها و شکوفهها امکان خلأ کیفیت و چگونگی ساختن عسل توسط زنبور عسل رصد خسوف و کسوف مقدار حرکت دوری ثوابت تحقیق در تأسیس دولتِ ساسانیان اطلاعات دقیق و کشف سلسلهٔ هخامنشیان تصاعیف خانههای شطرنج ساختن کره جغرافیایی ساختن آلات و افزارهای رصدی همانند سه میله، شاغول ... طرح نظریاتی دربارهٔ وجودِ قاره آمریکا قاعدهٔ یافتن سمتِ قبله و ساختنِ محراب مساجد. لمنلیک سرچینې آثار الباقیه عن القرون الخالیه: ابوریحان بیرونی، مصحح: عزیزالله علیزاده، تهران: فردوس، ۱۳۹۰، ۵۶۰ صفحه. شابک: ۸۴۶۴۳۲۰۹۶۴۹۷۸ تاریخ علوم عقلی در تمدن اسلامی، جلد اول، صفحهٔ ۲۸۲ تحلیل نثر فارسی ابوریحان بیرونی و برخی از فواید لغوی التّفهیم، اسماعیل حاکمی دائرةالمعارف بزرگ زرین، بابک حقایق، بابک ریاحی پور، چاپ دوم، ۱۳۸۰، مؤسسه فرهنگی امید کویر، محمود، هزارهٔ ققنوس: ساسانیان تا سامانیان، صفحه ۳۱۴، انتشارات اچانداس مدیا، لندن، چاپ ۱۳۹۶ مرکز دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۹۳ بهرنۍ تړنې دانشنامه جهان اسلام بیرونی در دانشنامه رشد بیرونی در جزیره دانش بیرونی در دانشنامه اسلامی د افغانستان نوميالي |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%A8%D9%88%20%D8%B3%D8%B9%D9%8A%D8%AF%20%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%B3%D8%A7%DA%AF%D8%B2%DB%8C | ابو سعيد احمد ساگزی | ابو سعيد احمد ساگزی د محمد زوی او د عبدالجليل ساگزي لمسی د سيستان د نومياليو پوهانو څخه و، او په نجوم کې يې تر دې حده لاس درلود چې د شرق ستر ستورو پېژندونکی علامه ابوريحان بيروني د سيستان د مياشتو نومونه دده له خولې راوړي دي او دده له آثارو څرگندېږي چې د خپل وخت نوميالی منجم هم و. ليکلي آثار دده له آثارو څخه چې اوس پاته دي هغه دا دي. کتاب في مساحة الاکر کتاب الماخوذات لارشميدس کتاب المدخل په نجوم کې چې د ابو جعفر احمد بن محمد صفاري دپاره يې ليکلی و. کتاب المعانی فی احکام النجوم کتاب الدلايل فی احکام النجوم کتاب الاختيار د ابو معشر د الالوف له کتاب څخه چاڼ دی منتخب کتاب المواليد چې د ابو معشر د المواليد څخه چاڼ شوی تحصيل القوانين د هغو قوانينو په باب کې دی چې د نجومي پېښو په پوهېدلو کې منجم ورته اړتيا لري. الجامع الشاهي چې د عضدالدوله ديلمی په نامه يې ليکلی و. هغه ليک چې د انقسام خط مستقيم ذي نهاية بنصفين په باب کې يې محمد صفاري زوی ابو جعفر احمد ته ليکلی و. هغه رساله چې د عمل مثلث حاوي الزو ايامن خطين مستقيمين مختلفين په باب کې يې د يمن د زوی نظيف دپاره ليکلی وه. د خواص الشکل المجسم الحادث من ادارة القطع الزايد والمکافی رساله رسالة فی اخراج الخطوط في الدواير الموضوعة من النقط المعطاة رسالة في الجواب عن المسايل التي سيل في حل الاشکال الماخوذة من کتاب الماخوذات الارشميدس. او نور ... سرچينې تاريخ ادبيات در ايران - ۳۳۵ مخ د دهخدا الغتنامه - ۵۰۸ مخ پښتانه ليکوال |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%A8%D8%B1%D8%A7%D9%87%D9%8A%D9%85%20%D8%A8%DB%90%D9%BC%D9%86%DB%8C | ابراهيم بېټنی | ابراهيم بېټنی د افغانستان له مورخينو څخه و چې د هند د گورگانيانو په دوره کې يې ژوند کاوه او پر مخزن افغاني کتاب باندې الحاقات لري چې په هغو کې يې ځينې داسې پېښې چې په مخزن کې نه وې د نظام الدين احمد له تاريخ نظامي او نورو څخه راوړي دي او عباس خان سرواني تاريخ شېرشاهي يې د نوموړي کتاب سره يوځای کړي دي چې ددې تاريخي مجموعې قلمي نسخه د نعمت الله او عباس خان او پخپله د ابراهيم په ليکنه ليدلی شوی. يوه نسخه يې په ۱۱۳ هـ کال په کندهار کې ليکل شوې ده. ماخذونه تاريخ افغانستان در عصر گورگاني هند - ۲۱۴ مخ د افغانستان نوميالي افغاني تاريخپوهان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B3%D9%84%D9%85%D8%A7%D9%86%20%D9%81%D9%8A%D9%84%D8%B3%D9%88%D9%81%D8%A7%D9%86 | مسلمان فيلسوفان | مخكې لدې چې مسلمان فيلسوف او فيلسوفان وپېژهنو، ښه به دا وي چې پدې خبره ځان پوه كړو، چې هغه كوم وجوهات ول، چې په مسلمانانوكې يې د فلسفې شوق پېدا كړ؟ كه څه هم مسلمانانو سره د اسلام فلسفه له لومړي پېل څخه وه، خو د وخت په تېردو او د سلمانې واكمنۍ په پراخېدو سره دسې ملكونه د مسلمانانو ترولكې لانې راغلل، چې د لودېځي فلسفې څخه اغيزمن ول، او له يونان سره يې شريكې پولې لرلې. نوكله چې مسلمانان د عباسي خلافت په پير كې اندلس سپېن ته ورسېدل. دارنگه په بغداد او دمشق كې د دربار ژباړونكيو د يونان فلسفه عربي ژبې ته راوژباړله، نو لوديځه فلسفه په غېر مستقيم ډول سهر د مسلمانانو لاس ته ورغله، خو كله چې په هسانيا كې د مسلماننو واكمني راغله نو پدې ځاى كې داسې مسلمان فلسفيان راوزېږېدل چې فلسفه يې مستقيما له يوناني پوهانو او كتابونو څخه ترلاسه كړه. مسملمانو فلسفيانو يواځې يوناني فلسفه خپله نكړه بلكه هغه يې له ځان سهر خوندي كړه، له ځآن څخه يې اسلامي افكار ورگړكړل. او هغه څه چې د شرعې او عقل خلاف ول، رد او د هغوي ځواب يې په دلائېلو سره وركړ. كه چېرې مسلمان فلسفيان نه واى، نو فلفسه به هم نه واى، ځكه دوي ول چې لوديزه فلسفه يې له ځانو سره خوندي كړه، او كه چېرې ددوي هاند او هڅې نه وى نو نن ورځ به نوې فلسفه چې د يوناني فلسفې ځاېناستې ده، پدې نړۍ نه وه. لرغونې فلسفه د هغو مسلمانو فلسفيانو مننونكې ده چې د خپلو زړونو په وينې وركونې يې لرغونې يوناني فلسفه ساتلې وه، او د نن ورځې فلسفه هم له هغو مسلمانو فلسفيانو څخه مننه كوي، چې په خورا زيار او كوښښ يې يوناني فلسفه اسانه او پوهېدو وړوگرځوله. د ځينو مسلمانو فلسفيانو سره سره داسې عيسوي ژباړونكي هم د يوناني فلسفې په رالېږدونه كې هم رول لوبولې، لكه نسطوري او يعقوبي عيسويان. دوي لومړې يوناني فلسفه او فن سرياني ژبې ته ژباړلي ول. او بيا چې كله مسلمانانو بري زيات شول او ددې عيسويانو ملكونه يې ونيول، نو دوي دا كتابونه له سرياني ژبې څڅه عربيژبې ته راوژباړل، چې ددې كار په بدل كې به ورته د ژباړل شوي كتاب په انډول سره او سپين زر وركول كېدل. نو د مسلمانو فلسفيانو اطلاق په هغو مسلمانوپوهانو باندې كېږي چې د يوناني فلسفې ژباړه يې وكړه، بيا يې د هغې ژباړل شوي كتاب شننه شرحه وكړه، او بيا يې پدې شننو كې د هغه اصيل كتاب ښه او بد اړخونه په پوره امانتدارۍ سره څېړلي او نقد يې پرې كړې، په يوناني فلسفه يې له خپل اړخ څخه اسلامي افكار ورزيات كړي، او د هغو ناروا او بېكاره افكار يې رد كړي چې د اسلام له افكارو سره په ټكر كې ول، او اړخ ورسره نه لگاوه. مسلمان فلسفيان يعقوب كندي ابن رشد ابي نصر فارابي ابن سينا بلخي ابن خلدون ابن طفېل امام غزالي ابن باجه امام فخر الدين رازي شېخ الاشراق سهروردي ابن عربي ابن مسكوى مولانا جلال الدين محمد بلخي عمر خيام شاه ولي الله ابو الاعلى مودودي سيد جمال الدين افغاني سېد محمد طباطبايي امير حمزه شينوارې علامه اقبال فلسفه مسلمان فيلسوفان فلسفه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%D9%8A%D8%B9%D9%87 | شيعه | شیعه ډله یا تشیع د اسلام دویمه لویه څانګه ده. هغوی په دې باور ده چې د اسلام پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم خپل ځای ناستی حضرت علی ابن ابی طالب او وروسته هغه د امام روحاني او سیاسی مشر په ځانګړې توګه د غدیر خم په پېښه کې وټاکه، خو په سقیفه کې د محمد صلی الله علیه وسلم د یو شمېر نورو اصحابو له لوري د ټاکنې له امله یې د مسلمانانو د مشر په توګه د محمد صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي کېدو مخه ونیول شوه. په اصل کې دا نظر د سني ډلې سره په تضاد کې دی چې لارویان یې په دې باور دي چې محمد صلی الله علیه وسلم د خپلې مريڼې څخه مخکې خپل ځای ناستی نه و ټاکلی او ابوبکر رض چې په سقیفه کې د مسلمانانو د یوې لوړپوړې ډلې له لوري خليفه وټاکل شو ترڅو د محمد صلی الله علیه وسلم وروسته لومړی په حقه خليفه وي. د شیعه ډلې لارویانو ته شیعه مسلمانان، شیعه ګان یا په ساده ډول شیعه ویل کېږي. شیعه ډله په غدیر خم کې د محمد صلی الله علیه وسلم د څرګندونې په اړه د حدیث پر بنسټ ولاړه ده. شیعه ګان په دې باور دي چې علي رض باید د اسلام د روحاني او سیاسي مشر په توګه د محمد صلی الله علیه وسلم ځای ناستی وی. وروسته دې عقیدې د امامت مفهوم ته وده وکړه، هغه مفکوره چې د محمد صلی الله علیه وسلم یو شمېر اولادونه، اهل بیت په حقه واکمنان یا امامان دي او شیعه ګان عقیده لري چې دوی په اسلامي ټولنه کې ځانګړی روحاني او سیاسي واک لري. که څه هم ډېر شیعه فرعي مذهبونه شته دي، عصري شیعه ډله په دوو اصلي ډلو وېشل شوې: اثني عشري او اسماعیلیه چې د شیعه ګانو په منځ کې د اثني عشري شیعه ګان ترټولو لویه او تر ټولو اغیزمنه ډله ده. شیعه ډله د اسلام دویمه لویه څانګه ده چې د ټولو مسلمانانو څخه ۱۰-۱۵٪ لارویان لري. اثني عشري د شیعه ډلې ترټولو لویه څانګه ده چې د ټولو شیعه مسلمانانو نږدې ۸۵٪ برخه جوړوي. اصطلاح پېژندنه په ټوله کې، د شیعه ډلې لارویانو ته شیعه ویل کېږي عربي: شِيعَة چې د شِيعَة عَلِيّ مخفف دی چې د علي ض لارویان، د علي رض فرقه یا د علي ګوند په معنی دی، شِيعِيّ په مفرد نوم او ستاینوم دواړو باندې دلالت کوی، په داسې حال کې چې شِيَاع جمع نوم ته اشاره کوي. ، ، ، یا هغه بڼې دي چې په انګلیسي کې د لارویانو، جوماتونو او د دې مذهب سره د تړلو شیانو لپاره کارول کېږي. په لومړي ځل دا اصطلاح د محمد صلی الله علیه وسلم په ژوند کې وکارول شوه. اوس دا کلمه هغو مسلمانانو باندې اطلاق کوي چې باور لري له محمد صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د ټولنې مشري د علي رض او د هغه په ځاي ناستو پورې اړه لري. نوبختي وايي چې د شيعه اصطلاح د مسلمانانو هغې ډلې ته وايي چې د محمد صلی الله علیه وسلم په وخت کې او له هغه وروسته يې علي رض امام او خليفه ګڼلو. الشهرستاني څرګندوي: د شيعه اصطلاح هغه چا ته ویل کېږي چې باور لري علي رض د محمد صلی الله علیه وسلم له لوري د وارث، امام او خليفه په توګه ټاکل شوی او دا چې د علي رض واک د هغه د اولادې په وسیله ساتل کېږي. د شیعه ګانو له نظره دا عقیده په قرآن او د اسلام په تاریخ کې شته. شیعه عالمان ټینګار کوي چې د واک مفهوم د پیغمبرانو له کورنۍ سره تړاو لري لکه څنګه چې په ۳:۳۳،۳۴ آیتونه ښيي: په حقیقت کې خدای آدم او نوح او د ابراهیم کورنۍ او د عمران کورنۍ په نړۍ کې غوره کړي-۳۳ په دې حال کې چې داسې نسلونه دي چې ځینې یې له نورو څخه دي، او خدای اورېدونکی او ښه پوه دی.۳۴ عقیده او عمل دين پوهنه د شیعه ډلې عقیده پراخه او ډېرې بېلابېلې ډلې پکې شاملې دي. په اسلامي نړۍ کې شیعه ډله د دیني تفسیر او سیاسي واک د بشپړ خپلواک نظام څرګندویه ده. اصلي شیعه پېژندنه د امام علي رض لارویانو ته اشاره کوله او شیعه دین پوهنه په دویمه هجري پېړۍ کې یا د هجرت اتمې میلادي پېړۍ وروسته ترتیب شوه. لومړني شیعه حکومتونه او ټولنې د دریمې هجري پېړۍ په پای کې یا نهمه میلادي پېړۍ کې رامنځته شول. د لویس مسینون له خوا څلورمه هجري پېړۍ یا لسمه میلادي پېړۍ د اسلام په تاریخ کې د شیعه اسماعیلیانو پېړۍ یاده شوې ده. په ایمان اقرار شهادت د شهادت شیعه تعبیر، په ایمان اسلامي اقرار، د سنيانو سره توپیر لري. سني شهادت څرګندوي چې له خدای پرته بل معبود نشته، محمد ص د خدای ج رسول دی، خو شیعه ګان دې ته علي ولی الله ور زیات کړي. دا عبارت د محمد صلی الله علیه وسلم د نسب له لارې د واک په ارث وړلو باندې د شیعه ګانو ټینګار څرګندوي. نو د شیعه شهادت دری قضیې، توحید د خدای وحدانیت، نبوت د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم او امامت امامیت، د ایمان لارښونه تر بحث لاندې نیسي. علي رض ته ولي اساس د قرآن کریم له یوه ځانګړي آیت څخه اخیستل شوی. د دې آیت په اړه نور تفصیلي بحث شته دی. د شيعه كلمې مانا د يو چا لپاره عصبيت كول، يا دچا سره مرستندوې كېدل، يا د پيروي كولو په مانا ده. لكه چې وايي: پلانې د پلاني سړي له شيعه اتباعو څخه دى. لكه څرنگه چې الزبېدي وايي: هرهغه قام چې په يوه مسئله سره راټول شي، نو دوي شيعه گان شول. او هر هغه څوك چې د چا مرسته وكړي او د هغه لپاره گونديتوب وكړي، نو دې د هغه شيعه دى. ددې كلمې اصل له المشايعه څخه دى او هغه د المطاوله او المتابعه په وزن دى. ددې لفظ كارونه د اسلام په لومړي سر كې په خپل اصلي او حقيقي شكل كارول كېده. مگر د وخت په تېرېدو سره د عثمان رضي الله عنه له شهادت څخه وروسته د علي كرم الله وجهه او معاويه ترمنځ د ترينگلتيا په وخت كې دا لفظ د سياسي موخو لپاره وكارول شو. نو پدې وخت كې به د علي كرم الله وجهه مرستندويو او اتباعو ته د شيعه علي، او دې ډلې به دا دعوه كوله چې علي كرم الله وجهه له معاويه څخه د خلافت لومړيتوب لري او دې يې وړ دى. او پدې ډول به يې د هغه رضي الله عنه مرسته په جگړو كې كوله. همدارنگه به د معاويه رضي الله شيعه گانو هم د هغه په پلوۍ د هغه ننگه كوله، او معاويه رضي الله عنه به يې د خلافت وړ گڼلو. د دين واكې او تفسير او د مسلمانانو د چارو واگي له پېغمبر څخه وروسته د هغه چا په لاس كې وي، چې د ځښتن تعالى له لورې ټاكل شوي وي، او د عصمت او عدالت د صفتونو لرونكي دي. دا ډله خلك د امام په نامه يادېږي. د شيعه گانو لومړنې امام د دوي په وېنا علي كرم الله وجهه دى. د شعه گانو د گروهو له مخې محمد صلى الله عليه وسلم له خپلې مړينې څخه مخكې په كراتو مراتو د علي رضي الله عنه د ځاېناسستوب جانشيني په اړه صحابه ؤ ته ويلي ول. د شيعه ډلو امامان لاندې جدول د شیعه ډلو امامان را په گوته کوي، چې د هرې ډلې لپاره ځانگړي امامان دي. د شیعه گانو دولس امامان د شيعه گانو هغه ډله چې په دولس امامانو گروهه لري د دولس امامي شيعه گانو شيعه اثنا عشريه په نامه يادېږي. ددې شيعه گانو په وړاند لاندې لړۍ د دوي دولس امامان دي. حضرت امام علی بن ابوطالب علیه السلام حضرت امام حسن بن علی علیه السلام حضرت امام حسین بن علی علیه السلام حضرت امام علی بن حسین علیه السلام حضرت امام محمد بن علی علیه السلام حضرت امام جعفر بن محمد جعفر صادق علیه السلام حضرت امام موسی بن جعفر موسى کاظم علیه السلام حضرت امام علی بن موسی رضا علیه السلام حضرت امام محمد بن علی تقی علیه السلام حضرت امام علی بن محمد نقی علیه السلام حضرت امام حسن بن علی حسن عسکری علیه السلام حضرت امام حجت بن حسن مهدی عجل الله تعالی فرجه د گروهې بنسټونه د شيعه گانومراجع ېا مشران گروهې شيعه جغرافيه شیعه گان په نری کی ده مسلمانانو دی.چی په دوی کی اکثره اثنا عشریہ اہل تشیع په ایران، عراق، آذربایجان، لبنان، افغانستان، پاکستان یمن،ترکیه،سوریه،کویت ،عربستان سعودی، بحرین و قطرکی ژواند کوی دا هم وگورئ قاديانيت احمديت برېلويت اسماعليه ماتريديه کتاب پېژندنه طهرانی، سید محمد حسین، امام شناسی حجت، سید محسن، تشیع چیست؟ شیعه کیست؟ طباطبایی، سید محمد حسین، شیعه در اسلام و اسرار آل محمد بهرنې تړونونه د شيعه گانو وېبپاڼه بېتو نړېواله ټولنه شيعه تحليلي خبرونو وېبپاڼه د شيعه گانو وېبپاڼه اخځليكونه الشيعه و التشيع فرق و تاريخ، تاليف: احسان الهي ظهير، كال ۱۴۰۴هجري سپوږميز ۱۹۸۴ز، خپروندويه ټولنه: اداره ترجمان السنه، لاهور-پاكستان مختصر التحفه الاثنې عشريه، ليكوال: شاه عبدالعزيز الامام ولي الله احمد عبدالرحيم الدهلوي، كال ۱۳۴۲هجري لمريز، رياض سعودي عربستان ايراني انقلاب، ليكوال مولانا محمد منظور نعماني، كال ۱۹۸۴ دسمبر، خپرندويه ټولنه: دارالاشاعت كراچي. دا هم وگورئ اسلام شیعه اديان او گروهې |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%A8%D9%86%20%D8%AE%D9%84%D8%AF%D9%88%D9%86 | ابن خلدون | د ابن خلدون بشپړ نوم ابو زيد عبدالرحمن بن محمد بن خلدون او لقب يې ولي الدين ؤ. د پيداېښت کال يې ۷۳۲هجري د روژې مبارکې مياشتې لومړېنۍ نيټۀ، چې د ۱۳۳۲ز د مى له ۲۷مې سره سمون خوري، په تونس زېږېدلې دى. دده د نسب لړۍ له بنو وائل سره نښلي. د ځينو تاريخليکونکو دا خيال دى، چې دده غور نيکه په درېيمه هجري پيړۍ کې له يمن څخه هجرت وکړ، او د اندلس پر لور وخوځېد. او بيا د اوومې پېړۍ په منځ کې له اندلس څخه د تونس پر لور وکوچېدل. فلسفه ختيځ فيلسوفان مسلمان فيلسوفان فيلسوفان تاريخپوهان ساينسپوهان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B1%D8%B3%D8%AA%D9%88 | ارستو | ارستو په يوناني ژبه : ارستوتلس ۳۸۴ مخزېږد ــ ۳۲۲ مخزېږد مخکې د يونان په لرغونې دوره کې يوناني فيلسوف او ټولنپوه و. هغه د افلاطون شاګرد و، ليسيوم، د ارسطو د حکمت د منشاء فلسفې مکتب او د ارسطو يي افکارو بنسټ و. د هغه په لېکنو کې ډېرو موضوعاتو ته ځای ورکړل شوی چې فزيک، ژوندپېژندنه، ژوپېژندنه، ماوراء الطبيعة میافزیک، منطق، اخلاق ښکلا پېژندنه، شاعري، تياتر، موسيقي، بلاغت، روانپېژندنه، ژبپېژندنه، اقتصاد، سياست، هواپېژندنه، ځمکپېژندنه او حکومت په کې شامل دي. ارسطو له هغه څخه د مخکې شته بېلا بېلو فلسفو يو پېچلی جوړښت وړاندې کړ. لويديځ تر هر څه دمخه د ارسطو له ښوونو څخه د هغه فکري علمي زېرمې او تر څنګ يې د هغه ستونزې او د څېړنې طريقې په مېراث يوړې. په پايله کې د ارسطو فلسفې د لويديځ په ټولو علومو ځانګړی اغېز درلود او تر اوسه د عصري فلسفي بحثونو موضوع ده. د ارسطو د ژوند په اړه معلومات خورا کم دي. ارسطو د شمالي يونان د ستاګيرا په ښار کې زېږېدلی ؤ. پلار يې نيکوماخوس کله چې ارسطو کوچنی و مړ شوی و او پالنه يې يو روزونکی کړې وه. په اولس يا اتلس کلنۍ کې هغه په اتن کې د افلاطون له اکاډمۍ سره يو ځای شو او تر اووه دېرش کلنۍ پورې هلته پاتې شو ۳۴۷میلاد مخکې. د افلاطون له مړینې لږ وروسته ارسطو له اتن څخه ولاړ او د دویم مقدوني فيليپ په غوښتنه يې په ۳۴۳ له مېلاد مخکې کال کې سکندر اعظم ته درسونه پيل کړل. هغه په ليسيوم کې يو کتابتون جوړ کړ چې دې کتابتون له هغه سره مرسته وکړه د خپلو سلګونو کتابونو له ډلې ډېر يې د پاپيروس په پاڼو جوړ او وړاندې کړي. که څه هم ارسطو د خپرولو لپاره په خوږه ژبه ډېرې مقالې ولېکلې، خو د هغه له اثارو څخه يوازې شا او خوا درېيمه برخه يې پاتې دي. د ارسطو نظرونو د منځنيو پېړيو پوهانو کې ژور بدلون راوست. د فزيک د علم اغېزې د لرغونې زمانې له پای څخه د منځنيو پېړيو تر پيل پورې او بيا د رنسانس دورې پورې پراختيا وکړه چې د روڼ اندۍ او د لرغونې ميخانيک تر رامنځ ته کېدو پورې يې بل ځای نيوونکی پيدا نه شو. د هغه په ژوند پېژندنه کې د ژوپېژندنې ځينې څېړنې موندل کيږي، لکه د کنجپاړې يو ډول سمندري حيوان دی د لاسونو توليد کوم چې تر نولسمې پېړۍ پورې د باور وړ نه و. هغه د منځنيو پېړيو په اوږدو کې په اسلامي او يهودي فلسفې ۸۰۰-۱۴۰۰ هم اغېز درلود، همدا راز په مسيحي الهياتو، په ځانګړي ډول د لومړۍ کليسا په نوې افلاطوني فلسفه او د کاتوليکې کليسا په فکري مکتب. ارسطو د منځنيو پېړيو کې د مسلمانانو په منځ کې د لومړي استاد اود منځنيو پېړيو د مسیحيانو لکه توماس اکويناس په منځ کې یوازې د فيلسوف په توګه د درناوی وړ و، په داسې حال کې چې شاعر ډانته هغه ته د پوهو خلکو د استاد نوم ورکاوه. د هغه په اثارو کې د منطق رسمي پېژندل شوې لومړنۍ مطالعې شاملې دي او دا د منځنيو پېړيو د پوهانو له خوا لکه پيټر ابلارد او جان بوريدان له خوا مطالعه شوې دي. په منطق باندې د ارسطو اغېز تر نولسمې پېړۍ پورې وو. سربېره پر دې، د هغه اخلاق سره له دې چې د تل لپاره اغېزناک و، بيا هم د عصري غوره اخلاقو په راڅرګندېدو سره يو ځل بيا د پاملرنې وړ وګرځېدل. ارسطو ته د منطق پلار، د ژوندپېژندنې پلار، د سياسي علومو پلار، د ژوپېژندنې پلار، د جنين پېژندنې پلار، د طبيعيت د قانون پلار، د علمي طريقو پلار، د بلاغت پلار، د روانپېژندنې پلار، د رياليسم پلار، د نقد پلار، د انفراديت پلار، د حکمت پېژندنې پلار او د هواپېژندنې پلار ويل کيږي. ژوند. په عمومي توګه، د ارسطو د ژوند تفصيلات په بشپړ ډول نه دي جوړ شوي. په لرغونو زمانو کې ليکل شوي ژوند ليکونه تر ډېره په اټکلونو ولاړ دي او تاريخ پوهان يوازې د يو څو ثابتو برخو سره موافقه کوي. ارسطو چې نوم یې په لرغوني یونان کې د غوره مقصد معنی لري، د لرغوني يونان په ختيځ کې شا او خوا پینځه پینځوس کيلو متره لرې په سټاګیرا چالسیډیس کې په ۳۸۴ له ميلاد مخکې کال کې زېږېدلی ؤ. د هغه پلار نيکوماخوس د مقدونيې د پادشاه امينتاس شخصي ډاکټر و. ارسطو په ځوانۍ کې ژوندپېژندنه او طبي معلومات زده کړل چې پلار يې ورته ښوولي و. په دیارلس کلنۍ کې د ارسطو مور او پلار دواړه مړه شوي وو چې بیا د نوموړي پالنه د اتارنيسو پروکسنوس کوله. که څه هم د ارسطو د کوچنيوالي په اړه لږ معلومات شته، خو په ډېر احتمال سره هغه څه وخت د مقدونيې په شاهي ماڼۍ کې تېر کړي او په دې توګه يې د مقدونيې له سلطنت سره لومړۍ اړيکې پيدا کړي. ارسطو د عمر په اولس يا اتلس کلنۍ کې د افلاطون په اکاډمۍ کې د زده کړو د دوام لپاره اتن ته ولاړ. شونې ده چې هغه الوزينيا رمزونه تجربه کړي وي لکه چې هغه د الوزينيا په رمزونو کې د يو چا له خوا د لېدلو منظرو په يادولو سره ليکي تجربه کول يادول دي. په ۳۴۸۴۷ له میلاد مخکې هغه په اتن کې شا او خوا شل کاله پاتې شو. له اتن څخه د هغه د تلو په دوديزه کيسه کې راځي چې د افلاطون وراره اسپوسيپوس ته د اکاډمۍ واک وسپارل شو. ارسطو د اکاډمۍ له لارښوونو نهيلی شو، خو دا هم ممکنه ده چې هغه په اتن کې د مقدونيې ضد احساساتو څخه وېرېدلو او د افلاطون له مرګ مخکې د اتن له ښارڅخه ولاړ. له دې وروسته ارسطو له ګزنوکرات سره په کوچنۍ اسيا کې د خپل ملګري هرميا اتارنيوس دربار ته ولاړ. د هرميا له مرګ وورسته ارسطو له خپل شاګرد تيوفراستوس سره يو ځای د لسبوس ټاپو ته سفر وکړ، چېرې چې دوی د همدې ټاپو او د ټاپو د اوبو د ډنډ د نباتاتو پېژندنې او ژوپېژندنې په برخه کې څېړنې وکړې. په لسبوس کې ارسطو له پتياس سره واده وکړ، چې د هرميا خور يا د هغه له خوا په خوروالي منل شوې وه. يوه لور يې وزېږېده چې فيتياس نوم يې پرې کېښود. له مېلاد مخکې په ۳۴۳ کال کې ارسطو د مقدونيې د دویم فيليپ له خوا راوبلل شو څو د هغه د زوی الکساندر استاد شي. ارسطو د مقدونيې د شاهي اکاډمۍ د مشر په توګه وټاکل شو. د مقدونيې په دربار کې د ارسطو د اوسېدو پر مهال، هغه يوازې سکندر ته درسونه نه ورکول، بلکې دوه نورو راتلونکو پاچاهانو ته هم چې هغوی: بطلميوس او کاساندر وو. ارسطو اسکندر د ختيځ پر لور فتوحاتو ته وهڅولو او د ايران پر لور د ارسطو خپله رويه په بشپړ ډول توکمپاله وه. په يو مشهور مثال کې هغه اسکندر ته لارښوونه کوي چې د يونانيانو لپاره مشر او د بربريانو لپاره ظالم اوسه، له لومړيو څخه د خپلو ملګرو او خپلوانو په توګه ساتنه وکړه او له دوی سره د څارويو يا نباتاتو په توګه چلند وکړه. په ۳۳۵ له میلاد مخکې ارسطو بيا اتن ته لاړ او هلته یې خپل ښوونځی جوړ کړ چې د ليسيوم په نوم وپېژندل شو. ارسطو په دې ښوونځي کې د راتلونکو دولسو کلونو لپاره تعلیمي دوره تر سره کړه. کله چې په اتن کې و د هغه ښځه پتياس مړه شو او ارسطو د ستاګيرا له هرپيليس سره بوخت شو، دې ښځې ارسطو ته يو زوی وزېږاوه چې ارسطو په هغه د خپل پلار نيکوماخوس نوم کېښود. که چېرې سوډا د منځنيو پېړيو يو لرغونی غیر تنقیدي تاليف دقيق وي؛ نو شونې ده چې هغه همجنسپرستانه اړيکې هم لرلې. په اتن کې له ميلاد مخکې د ۳۳۵ او ۳۲۳ کلونو تر منځ کلونه کوم چې باور کيږي ارسطوپه همدې موده کې خپل ډېر اثار منظم کړي دي. هغه ډېر بحثونه ليکلي چې يواځې يو څو برخې يې پاتې دي. د هغه پاتې اثار د مقالې په شکل کې دي او په ډېرو مواردو کې په پراخه کچه د خپرېدو لپاره چمتو نه وو. باور کيږي چې زده کوونکو لپاره به یې د وینا ورکولو په برخه کې مرستندويه توکي وي. د هغه په مهمو مقالو کې فزیک، ماوراء الطبیعه میتافزیک، د نيکوماخوس اخلاق، سياست، د روح او شعر په اړه مواد شامل دي. ارسطو مطالعه وکړه او له منطق، ماوراء الطبيعة، میتافزیک رياضياتو، فزيک، ژوندپېژندنه، نباتات پېژندنه، اخلاقو، کرڼې، طب، نڅا او تياترد پام وړ دي. سرچينې او ياداښتونه ارستو فيلسوفان ساينسپوهان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%8A%20%D8%A8%D9%8A%20%D9%85%D8%A8%D8%A7%D8%B1%DA%A9%D9%87 | بي بي مبارکه | بي بي مبارکه د ملک سلېمانشاه يوسفزي لور او د ملک شاه منصور خور او د ظهير الدين بابر ماندينه وه. ظهير الدين محمد بابر د الغ بېگ کوگاني وراره په ۹۱۸ ه سپوږميز کال کې کابل ونيو او ددې خېښۍ په نسبت يې خان د يوسفزو دوست باله خو بي بي مبارکې ته د گورگاني حکمران د کور ښڅو د شنډېدو دارو ورکړه او له اولاد ځخه يې واچوله. دا مېرمن د اکبر تر زمانې ژوندۍ وه او د همايون مېرزا مور يې حال کښلی دی او وايي چې دا يوه باتدبيره او مهربانه ښڅه وه. د بي بي مبارکې کورنۍ د بابر سره زياتې مرستې وکړې او د بابر د دوی په مرسته پر لوديانو بری وموند، خو د همايون مور وايي چې دغه پېښه پر بي بي مبارکط ډېره درنه لگېدلې وه. بي بي مبارکه په ۱۵۱۸ م د اوړي په وتلو د کابل واکمن ظهير الدين بابر د باجوړ له غرونو واوړېدو او د سيمې هرځواک چې ورسره جنگ کوو، په ډېر وحشت یې ووژل. بيا د مړو سرونه کابل، بدخشان کندوز او بلخ ته ورواستول چې د خپل بري ډنډوره وغږوي. د شرابو او د اپيمو په نشه کې مست بابر د ځوانو ښځو هم شوقي و او پخپلو ليکنو کې ښه په ميړانه يې ذکر کوي. ده د نهو ځينې تاريخونه لس ښايي سره نکاح کړې وه چې اوومه پکې د يوسفزو بي بي مبارکه وه. ښايي دا د هغې خپل نوم نه و ځکه د پير بابا شيخ علي ترمزي مېرمنه هم چې د بونېر د يو اوسېدونکي لور وه، بي بي مبارکه نومېده. د هغې نوم په لومړي ځل حافظ رحمت خان په خپل تاريخ کې ياد کړو او يوه پوره افسانه يې وليکله چې بابر د ملنگ په جامه کې د شاه منصور کور ته ولاړو او دا پېغله يې وليده. که داسې وای نو بابر به ارو مرو څه نا څه پرې ليکلې وای. د يوسف زو مشر ملک احمد خان د بابر په بلنه د هغه سره ليدو نه ډډه کړې وه. ده خپل د تره زوی شاه منصور ورته د جرگې لپاره استولی و. شاه منصورپه باجوړ کې کله منارونه ليدلي و او پوهېدو چې دوی د بابر خونړي لښکر سره جنگ نشي کولی. د يوسفزو شپېته مشران د بابر تره الغ بيگ په کابل کې د يوې مېلمستيا په بانه په يوه ورځ وژلي و. په دې کې د شاه منصور پلار سلېمان شاه هم و. د محرم د مياشتې په پای کې بابر په تيمرگړ کې د سيمې مخورو کسانو سره وليدل. بابر ليکي چې شاه منصور د خوړلو لپاره راته ډېرخونده ور کجایي راوړل. دا د اپيمو او مغزياتو يوه حلوه وه چې په خوړولو يې خلک نشه کېدل. د يوسفزو سره د روغې يو شرط دا و چې د دوی د مشر لور به بابر ته ورکړل کېږي. په پښتنو کې دا دود سوره نومېږي او اوس هم په ځينو قامونو کې د دښمني د ليرې کولو لپاره رواج لري. ښايي هغه وخت د يوسفزو په ټبر کې هم دا پېغله د واده د عمر وه. بابر شاه منصور ته وياړ خلعت او د يوسف زو د علاقی حکومت ورکړو او دا جرگه ختمه شوه. بيا د محرم په اته ويشتمه نېټه د شاه منصور ورور طاوس خان خپله ورېره د څو نورو ملکانو په بدرگه د چکدرې په لار وروستله او بابر په ۱۰ جنوري ۱۵۱۹ م کې ورسره نکاح وتړلو او دا يې د باجوړ کلا ته ورواستوله. يوه افسانه دا هم ده چې د واده په شپه بي بي مبارکې د خپل قام د امن لپاره ورته زولۍ غوړولې وه. خو د يوسفزو ژبه فارسي وه او بابر په ترکي کې خبرې کولې. دوېمه دا چې د روغې نه وروستو د دې خواست اړتيا نه وه او درېمه دا چې بابر د خپلو سياسي فېصلو لپاره څو مشاورين لرل. د بي بي مبارکې يو ورور مير جمال په ۱۵۲۵ م کې د بابر سره هندوستان ته تللی و او ښايي لوړه رتبه يې لرله. د بابر د زوی هندال سره يو کس د مير جمال په نوم پاتې و. وروستو د همايون او د اکبر په وختونو کې هم د مغلو يو لوړ رتبه کس مير جمال نوميدو. د بي بي مبارکې نه وړاندې بابر شپږ ښځې لرلې چې دوه پکې مړې وې. دا عايشه سلطان، زېنب سلطان، ماهم بيگم، گل رخ، معصومه او سلطان بيگم نوميدې. د ماهم بيگم ۵ اولادونه او د دې زوی همايون وروستو د هند باچا شو. د دلدار اغاچه درې اولادونه و چې هندال او گلبدن او گل رخ و. د بابر د يوې مېرمنې گلرخ زامن کامران او عسکري د همايون سره د تخت لپاره وجنگيدل. د مبارکې نه وروستو بابر دوه يا درې نورې ښځې وکړې چې يوه گلنار بله نرگل او درېیم افاق په اړه شک دې چې نکاح کړې وه او که نه. حافظ رحمت خان ليکي چې بي بي مبارکه د بابر د خوښې ميرمنو نه وه او ممکن په حرم کې نورو ښځو نه غوښتل چې د هغې اولاد ووشي او وروستو په تخت دعوا وکړي. نو د هغې حمل يې په کوم زهر تاوان کړو او وروستو هغه د اولاد زېږولو جوگه پاتې نشوه. په مغل ټبر کې د سازشونو خبره نوي نه وه او هلته ښځو به د يو بل پر ضد سازشونه کول خو د دې خبرې هيڅ ثبوت نشته چې يو چا به بي بي مبارکې ته زهر ورکړې وي. د بي بي مبارکې ذکر د بابر د لور گلبدن بيگم په يادښتونو کې کېږي چې همايون نامه نومېږي. هلته دا هر ځای د افغان اغاچه ذکر کوي. هغه په ۱۵۲۹ م کې د بابر له خوا اگرې ته وروغوښتل شوه. د هغې سره ماهم بيگم او گلبدن هم وې. يوه پيښه چې گلبدن يې ذکر کوي، داسې ده چې يوه ورځ مونږ ښکته دالان مخې ته ناست و. زما دايي خدمتگاره بره د لمانځه لپاره ولاړه نو ما افغان اغاچه ته وويل چې زما لاس راکاږه. هغې دومره په زوره زما لاس راښکلو چې هډوکی مې وختلو د لاس هډوکې بې ځايه شو زه بې توانه او په ژړا شوم. بيا دوی يو شکسته بند راته راوغوتلو چې زما لاس يې راته وتړلو او باچا اگرې ته ولاړو. بي بي مبارکې د هند په لر وبر کې سفرونه کړي و او کړاونه به يې ليدلې وي. يو وارې د هندال، دلدار بيگم او گلڅېرې سره په سفر کې د جټانو سره مخ شوه چې دوي ترې په تېښته او هغوي ورپسې ځغستل. يو بل سفر کې دا د سيند نه د پورې وتلو پر محال د اس نه په اوبو کې پريوته او تر څو چې راويستل کيده، قافله ورته ځنډيدلې وه. د بابر د زوی همايون د هندال سره د خپلې دعوې لپاره بي بي مبارکه د شاهدي لپاره راوبلله. گلبدن ليکي چې کامران مرزا افغان اغاچه ته احترام څرگند نکړو او همايون په دې سخت خواشينې شو. بابر وصيت کړې و چې د ده مړی به په کابل کې د ده باغ کې خښوي. خو کله چې بابر په ۱۵۳۰ م کې مړ شو د ده دريو زامنو د هند په تخت د کېناستو لپاره جنگ پېل کړو. لودي پښتانه چې د پاني پت په جنگ کې يې د بابر نه ماتې خوړلې وه، د شېرشاه سوري تر بېرغ لاندې راټول شول او مغل حرم په تېښته شو. د بابر مړې په اگره کې امانت وساتل شو او ۱۴ کاله پرې واوړېدل. دا څرگنده نه ده چې بي بي مبارکه په دې وخت کې چيرته اوسېده. شېر شاه سوري د همايون ټبر ته د هند نه د وتلو اجازه ورکړې وه. د بي بي مبارکې لپاره د استوگنې درې ځايونه و، يوه په سوات کې د پلار په کور کې، دوېم کابل او درېم پخپله اگره. زيات امکان دی چې بي بي مبارکه په هند کې پاتې وه ځکه هم هغې د بابر وصيت په ځاې کړو. د شېر شاه سوري نه يې کابل ته د خوندي تگ غوښتنه وکړه. هغه ورله د لارې ضمانت ورکړو او ۱۶ کاله وروستو بي بي مبارکه د بابر د مړي سره کابل ته ولاړه. هلته په ۲۷ اېکړ زمکې کې خپور بابر باغ چې د ۱۵۰۴ م او ۱۵۲۵ م تر منځ جوړ شوې و، د مغل واکمن مړې خښ کړې شو. د يوې ميراتې ښځې په توگه د بي بي مبارکې نوم د تاريخ له پاڼو ورک شو. څرگنده نه ده چې دا کابل کې پاتې شوه او که بيرته سوات ته ولاړه. دا هم څرگنده نه ده چې څه وخت مړه شوه او کوم ځای خښه ده خو د همايون د زوې اکبر د واک تر لومړيو کلونو ژوندۍ وه. د مړينې پر وخت ممکن بي بي مبارکه د ۵۰ کالو وه. سرچينې. ۱. تزک بابري. مخون ترجمه، رشيد اختر ندوي. سنگ ميل لاهور چاپ ۱۹۹۹م. ۱۴۷ او ۱۴۸ مخونه. ۲. ملاکنډ د تاريخ په رڼا کې. مېجر ر محمد نواز خان. ژباړه شهباز محمد. شعېب سنز. خپروونکي او پلورونکي. منگوره . سوات. ۲۰۱۰ م . ۲۹، ۳۰ مخونه. ۳. همايون نامه. گلبدن بيگم. اردو ژباړه. ندوي. سنگ ميل چاپ لاهور. ۱۹۹۵ م . ۴. مغل او سوات. ډاکټر سلطان روم. مقاله. د سوات وادۍ ويبپاڼه. ۵. تواريخ حافظ رحمت خاني. مولف. پير معظم شاه. ديباچه پروفېسر محمد نواز طائر. پښتو اکيډمي پېښور يونيورسټي. ۱۹۷۱ م. ۱۹۸۷ بيا چاپ جدون پرېس. ۹۶ نه تر ۱۰۳ مخونه. د چاپ نېټه ۸ ستمبر ۲۰۱۳ م - : پايڅوړ د افغانستان نوميالي |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D9%87%D8%B1%D8%A7%D9%85%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%D8%AE%D9%BC%DA%A9 | بهرام خان خټک | بهرام خان خټک زېږېدنه: ۱۰۵۳ هـ س ۱۶۴۳ زېږيز د خوشحال خان خټک هغه نااهله زوی و، چې د خپل ستر پلار په وړاندې پاڅېد او د خپلو شخصي غرض او خودخوانی دپاره يې د خپل پلار د ملي مبارزو په لاره خنډونه اچول. بهرام دزېږېدنه: ۱۰۵۳ هـ س ۱۶۴۳ زېږيز په لومړۍ خور زېږېدلی و، چې پلار يې دده د زېږېدو نېټه پر نېکمرغه نيولې وه او د زېږېدو کال يې د بخت باباآمد له جملې څخه راايستلی و، لکه چې ويلي يې دي: خو له بده مرغه د بابا د بدبختۍ سبب شو، او چې خوشحال خان مړ کېده نو خپلو فرزندانو ته يې وصيت وکړ چې: که مو بهرام وړاندې وروستو په لاس کښېوزي مړ يې کړی، نيمايي يې د ما سر ته، نيمايي يې د ما پښتو ته وسېځۍ، هاله به د ما روح له تاسو خوشنود شي. بهرام له يوې خوا په خپله د قوم د سردارۍ او خانۍ لېونی و او له بلې خوا د هند مغولي حکمران مهابت خان د بهرام خان له دې خودخواهۍ څخه گټه وکړه او دی يې د خپل پلار خوشحال خان په وړاندې وپاراوه، نو ځکه بهرام هم د خپل پلار او هم د خپل ورور اشرف خان ځکه مخالف و، چې د خوشحال خان د بنديگرت په وخت د اولس سرداري اشرف خان ته سپارل شوې وه، او خوشحال خان هم هغه د مشرتوب وړ باله. بهرام خان مهابت خان ته ورغی او هغه ته يې ډاډ ورکړ چې د خپل پلار پر خلاف د ده هر حکم ته چمتو دی او مهابت خان هم له خپلې خوا د مرستې ډاډ ورکړ. هغه و چې د ۱۰۸۳ ّهـ س. ۱۶۷۳ ز. کال د ذيقعدې او مارچ په پای کې د خوشحال خان او بهرام خان تر مېنځ وړې وړې جگړې پيل شوې او همداراز د ۱۰۸۴ هـ س. ۱۶۷۳ ز. کال په محرم کې بيا د پلار او زوی تر مېنڅ جنگونه وشول چې په دې جنگونو کې خوشحال خان بری وموند او ورپسې نو داسې ډېرې جگړې او شخړې د بهرام او د ده د پلار خوشحال خان تر مېنځ پېښې شوي دي چې تفصيل يې په خپله د خوشحال خان په کليات او د افضل خان خټک په تاريخ مرصع او د استاد دوست محمد کامل په خوشحال خان خټک سوانح حيات اور ادبي آثار پر تبصره کتاب کې راغلي دي. خو دلته يې د نمونې په توگه د خوشحال خان له کليات څخه د بهرام په باب څو کلمې شعرونه رااخلو، خوشحال وايي: د افغانستان نوميالي |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%81%D9%8A%D9%84%D8%B3%D9%88%D9%81%D8%A7%D9%86%D9%88%20%D9%84%DA%93%D9%84%D9%8A%DA%A9 | د فيلسوفانو لړليک | د ابېڅو له مخې د فيلسوفانو لړليک ډېر اوږد لړليک و او بايد چې په وړو مخونو وېشل شوی او لنډ شوی وای. ددې لپاره چې د يو داسې فيلسوف نوم وگوری کوم چې تاسو يې پېژنی، نو د هماغه فيلسوف د وروستي-نوم په لومړۍ ابېڅې وټوکۍ. ددې لپاره چې د توکم له مخې، د موضوع يا هم د وخت او زمان له مخې فيلسوفان ومومۍ، نو دا لاندې سرليکونو کې يې وگورۍ. د توکم، ژبې، مليت، مذهب او سيمې له مخې د فيلسوفانو لړليک د اېټاليايي فيلسوفانو لړليک د امريکايي فيلسوفانو لړليک د انگرېزي فيلسوفانو لړليک د بوديستو فيلسوفانو لړليک د روسي فيلسوفانو لړليک د هندي فيلسوفانو لړليک د آلماني-ژبې فيلسوفانو لړليک د ايراني فيلسوفانو لړليک د چينايي فيلسوفانو لړليک د رومانيايي فيلسوفانو لړليک د کاتوليکو فيلسوفانو او روهانيونو لړليک د کوريايي فيلسوفانو لړليک د مسلمانو فيلسوفانو لړليک د مونټريل د فيلسوفانو لړليک د يهودي ساينسپوهانو او فيلسوفانو لړليک د ډلبنديو او ډگرونو له مخې د فيلسوفانو لړليک :وېشنيزه:شننونکي فيلسوفان د ملحدينو لړليک د ښځينه فيلسوفانو لړليک د سياسي فيلسوفانو لړليک د بېلابېلو وختونو د فيلسوفانو لړليک د مخ زېږيز پېر د فيلسوفانو لړليک د لومړۍ پېړۍ نه تر لسمې پېړۍ د فيلسوفانو لړليک د يوولسمې پېړۍ نه تر څوارلسمې پېړۍ د فيلسوفانو لړليک د پينځه لسمې پېړۍ نه تر شپاړسمې پېړۍ د فيلسوفانو لړليک د اووه لسمې پېړۍ د فيلسوفانو لړليک د اتلسمې پېړۍ د فيلسوفانو لړليک د نولسمې پېړۍ د فيلسوفانو لړليک د شلمې پېړۍ د فيلسوفانو لړليک دا هم وگورئ فيلسوفان فيلسوفان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%85%D8%B3%D9%84%D9%85%D8%A7%D9%86%D9%88%20%D9%81%D9%8A%D9%84%D8%B3%D9%88%D9%81%D8%A7%D9%86%D9%88%20%D9%84%DA%93%D9%84%D9%8A%DA%A9 | د مسلمانو فيلسوفانو لړليک | مسلمان فيلسوف هغه څوك دى، چې خپل اسلام ښكاره كړي، او د اسلامي زده كړو اصول الدين د فلسفي امورو رابرسېره كړي، او له دې سره سره د اسلامي زده كړو خاوند وي، د مثال په توگه: په دين پېژندنه --- اخرت پېژندنه او د اسلامي فلسفې په چارو كې د پوره زده كړو فكر او نظر خاوند وي. نورې څانگې د نامتو مسلمانو فيلسوفانو لړليک: سيد بهاو الدين مجروح يعقوب کندي، ابو يوسف یعقوب ابن ايشاق الکندي مړينه ۲۵۹ ۸۷۳ ز.پ ابوبکر رازي ابوبکر محمد ابن ذکريا الرازي ۲۵۱ ۸۶۵ ز.پ- ۳۱۳ ۹۲۵ ز.پ فارابي ابو نصر محمد ابن الفرخ الفارابي ۲۵۵ ۸۷۰ ز.پ- ۳۳۸ ۹۵۰ ز.پ ابن مسره زېږېدنه ۲۶۹۸۸۳ ز.پ العامري مړينه ۳۸۱ ۹۹۲ ز.پ ابن مسكويه احمد ابن محمد مسکوويه ۳۱۹ ۹۳۲ - ۱۰۳۰ ابن الحېثم ۹۶۵ ز.پ - ۱۰۳۹ ز.پ ابو ريحان البېروني ۹۷۳ ز.پ - ۱۰۴۸ ز.پ ابو علي سينا بلخي ابو علي الحسين ابن عبدالله ابن سينا ۳۶۹ ۹۸۰ ز.پ - ۴۳۷ ۱۰۳۷ ز.پ غزالي ابو حامد محمد ابن محمد الغزالي ۴۴۹ ۱۰۵۸ ز.پ - ۵۰۴ ۱۱۱۱ ز.پ ابن باجه ابوبکر محمد ابن يحيا ابن السايغ مړينه ۵۳۱ ۱۱۳۸ ز.پ حباط الله ابوالبرکت البغدادي ۱۰۸۰-۱۱۶۵ ابن طفيل ابوبکر محمد ابن عبدالمالک ابن محمد ابن طفيل القيسي الاندلاسي ابن رشد ابو وليد محمد ابن احمد ابن محمد ابن احمد ابن احمد ابن رُشد ۵۱۹ ۱۱۲۶ ز.پ- ۵۹۳ ۱۱۹۸ ز.پ ابن سبعين ابن خلدون عين القضات همداني شهاب الدين سهروردي ابن عربي خواجه نصيرالدين توسي مولانا فيضاني ميرداماد ملا صدرا شاه ولي الله علامه اقبال محمد باقر الصدر طباطبایی اخوان الصفا هغه روڼ آندي چې د سُني گروهو په باب يې څه نه دي ويلي: فيلسوفان: ابحرى ابن سبعين كاتب قزوينى رشيدالدين فضل الله قطب الدين رازى : فخرالدين رازى ايجى تفتازانى جرجانى د فلسفې ضد ابن تيمييه او د هغه شاگردان د فلسفې تاريخونه زكرياى قزوينى شمس الدين محمد آملى ابن خلدون صوفي فيلسوفان روزبهان بلقى شيرازى فريد الدين عطار عطار نيشابورى عمر سهروردى ابن عربي او د هغه ښوونځې نجم الدين كبرى سمنانى على همدانى مولانا جلال الدين بلخي محمود شبسترى و شمس الدين لاهيجى عبدالكريم جيلى نعمت الله ولى كرمانى حروفى او بكتاشى جامى حسين كاشفى عبدالغنى نابلسى نورعلى شاه ذهبيه هغه روڼ آندي چې په ځانگړې توگه يې د شيعه گروهو په باب خبرې کړي: خواجه نصيرالدين توسي اسماعيليان شهاب الدين سهروردى او د اشراق ښوونځې جلدكى صدرالدين دشتكى او د شېراز ښوونځې ميرداماد او د اصفهان مكتب ميرفندرسكى او د هغه زده کوونکي ملاصدرا او حكمت متعاليه رجب على تبريزى او د هغه زده کوونکي قاضى سعيد قمى د قم او تهران ښوونځي د خراسان ښوونځې ملا هادي سبزواري او د نېشاپور ښوونځې ابو الاعلى مودودي د نوي پېر مسلمان فيلسوفان سيد جمال الدين افغاني عبدالحی حبيبي امير حمزه شيوارې علامه طباطبايي طاهرالقادري سيد حسين نصر رياض احمد گوهر شاهي مرتضا مطهري موسی الصدر عمران نظر حسين ابن باجه شېخ الاشراق سهروردي عمر خيام مسلمان فيلسوفان فيلسوفان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%DB%90%D8%AF%D9%8A%DA%81%20%D9%81%D9%8A%D9%84%D8%B3%D9%88%D9%81%D8%A7%D9%86%D9%88%20%D9%84%DA%93%D9%84%D9%8A%DA%A9 | لوېديځ فيلسوفانو لړليک | جان اسكوتس ايروجينا انسلم توماس اكويني پېټر ابلار وېليم اوكام جيودانو برونو فرانسېس بيكون توماس هابز رني ډيكارټ باروغ سپينوزا جان لوك هربرټ سپنسر وېليم جېمز موريس مترلېنگ برترانلد رسل البرټ انشتاېن جان بل سارټر ډېوېډ هيوم ژان ژاك روسو ولتر فرانسواى اريه دني ډېډرو اېمانوېل كانت فرېدريك هېگل لودوېگ فويرباخ بېلينسكي گرتسن چرنېشېفسكي دوبرالئوبوف كارل ماركس فرېدرېك انگلس فيلسوفان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D8%AE%D8%B1%20%D8%A7%D9%84%D8%AF%D9%8A%D9%86%20%D8%B1%D8%A7%D8%B2%D9%8A | فخر الدين رازي | د رازي نوم محمد کنيت ابو عبدالله او ابو الفضل، لقب يې فخر الدين ؤ، د نسب لړۍ يې پدې ډول ده: ابو عبدالله محمد بن عمر بن الحسين. مخينه رازي په ۵۴۴ هجري سپوږميز کال چې له ۱۱۵۰زېږيز کال سره سمون خوري په رى يا ننني هرات کې زېږېدلې دى. ځينې تاريخپوهان يې زوکړه د روژې په ۲۵مه ۵۴۳هـ س کال بولي. د پلار نوم يې عمر ابو القاسم او په ضياء الدين سره ملقب ؤ، دې د خپل وخت لوى صوفي، ويناوال، متکلم او محدثتوب سره سره يو ستر اديب هم ؤ. ده په خپله سيمه هرات کې وعظ او نصيحت جاري وساتل. نو پدې ډول د خلکو لخوا په شېخ الاسلام او د رى په خطيب هم ونومول شو. او دده زوى فخرالدين رازي هم د خلکو لخوا د ابن خطيب د خطيب د زوى په نامه يادېده. زده کړې امام فخر الدين رازي لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه د علم کلام او فقهې په څانگو کې پيل کړې، د پلار له مړينې څخه وروسته يې فلسفه او نور فقهي زده کړې له ممجدد الدين الجليلي او الکمال المسناني څخه ترلاسه کړې، کله چې د د زده کړو لړۍ پاى ته ورسېده، نو مخ په خوارز روان شو، هورې يې له معتزله و سره په مناظرو اخته شو. معتزليانو دې حده پورې تنگ کړ، چې اخر ملک پرېښودو ته اړ شو. کله چې ماورالنهر ت ورسېد. هورې هم په ارام کېنناست، او له هغه ځايه په گډه کولو يې د غزني له واکمن سره اړيکې ټينگې کړې. په غزني کې يې ښه قدر او عزت وشو. د غزني واکمن ښۀ ونازاوه. ډالۍ، انعامونه يې ښۀ وربار کړه. د خوارزمي واکمنو چې دده څومره قدر او عزت وکړ، نو د هغې له وجې يې د ځونۍ غربت وهلى وخت له ياده ووتو. د رازي په ځوانۍ کې دا حال ؤ،، چې يو وخت ناروغ شو، اودومره وس يې نه درلوده چې خپله درملنه وکړي، نو خپلو خپلوانو يې چنده راټوله کړه، ترڅو دده درملنه وکړي. غوري واکمن په خپل دربار کې يوه مدرسه جوړه کړې وه، چې له لېري څخه به خلک راتلل، او امام رازي به ورته دپوهې او حکمت درس ورکاوه. د امام رازي ناروغي او مړينه د امام رازي په اړه د نورو پوهانو ويناوې ليکلي اثار د امام فخر الرازی څخه ډیر آثار ذکر شوی دی چه مهمترین د هغو لاندی ذکر کوم . تفسیر قرآن کریم چه په تفسیر کبیر سره مشهور دی او هغه پخبله دی تفسیر ته د مفاتیح الغیب نوم ورکړی دی بل تفسیر د قرآن چه په تفسیر صغیر باندی مشهور دی د سوره فاتحه په تفسیر کښی یی یو کتاب لیکلی دی چه په یو جلد کښی دی او ابن القفطی فرمای چه د سوره فاتحه په تفسیر کښی یی د دولسو جلدو یو کتاب په میده خط سره لیکلی دی المطالب العالیة په علم کلام کښی نهاية العقول کتاب الاربعين في اصول الدين المحصل البيان و البرهان في الردعلي اهل الزيغ و الطغيان المباحث العمادية تحصيل الحق تهذيب الدلائل عيون المسائل ارشاد النظار الي لطايف الاسرار أجوبة المسائل البخارية المعالم در کلام المحصول در اصول فقه او داسی یی نور هم الحمدالله ډیر کتابونه لیکلی دی . رنځپوهنه فلسفه علم کلام فقه تړلي لړليکونه د مسلمانو فېلسوفانو په اړه دا هم وگورئ اخځليکونه مسلمان فيلسوفان افغاني فيلسوفان کلامپوهان علم کلام فلسفه مفسرین فلسفي مفسرین متکلمین ختیځه فلسفه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85%D9%8A%20%D9%85%D8%B0%D9%87%D8%A8%D9%8A%20%D9%84%D8%A7%D8%B1%DA%9A%D9%88%D8%AF%D8%A7%D9%86 | اسلامي مذهبي لارښودان | امام شافعی - امام ابی حنیفه - امام احمد بن حنبل - امام مالک - ابن تیمیه - ابن قیم الجوزیه - عز ابن عبدالسلام اسلام |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%A8%D9%86%20%D8%AA%D9%8A%D9%85%D9%8A%D9%87 | ابن تيميه | ابن تيميه په عربي: تقي الدين أبو العباس أحمد بن عبد السلام بن عبد الله ابن تيمية الحراني ابوعباس تقیالدین احمد بن عبدالسلام بن عبدالله ابن تیمیة الحرانی چې په ابن تيميه سره مشهور ؤ، يو فقهي او متکلم مسلمان ؤ، چې د مغولو د بريدونو پر مهال يې ژوند کاوه. زوکړه دې په ۱۲۶۳ز کال د حران په ښار کې چې نن سبا د ترکيې يو ښار دى، زېږېدلې دى، او په ۱۳۲۸ز کال د ۶۵ کالو مبارزې، ښوونې او روزنې څخه وروسته لدې نړۍ سترگې پټې کړي دي. ابن تېمييه د مصر د واکمن په پوځي بريو کې کارنده لاس لرلو. پدې وخت کې د مغولو پوځيانو په اسيا او افريقايي هېوادونو بريدونه پېل کړي ول. ابن تیمیه د حنبلی فقهې کې ډېر زر د اجتهاد مرحلې ته ورسېد. د فتواوو په ورکولو کې به يې هېڅکله هم ځان کوم مذهب پورې نه تاړه. د نامتو ليکنو څخه يې د عقيدې کتاب د يادولو وړ دى. پدې کتاب کې يې د کلامي فرقې اشعريانو رد کړې. د ابن تیمیه ليکلي اثار په تفسير کې رسالة در تفسیر وکیف یکون. تفسیر سورة الاخلاص. جواب أهل العلم والایمان . تفسیر المعوذتین. په عقاېدو کې الایمان. الاستقامة. اقتضاء الصراط المستقیم. الفرقان بین أولیاء الرحمن وأولیاء الشیطان. التوسل والوسیلة. الرسالة الحمویة. الرسالة التدمریة. العقیدة الواسطیة. رسالة مراتب الادارة. الاحتجاج بالقدر. بیان الهدی من الضلال. الجواب الصحیح. معتقدات اهل الضلال. معارج الوصول. السؤال عن العرش. بیان الفرقة الناجیة. درء تعارض العقل والنقل. منهاج السنة النبویة. ابطال قول الفلاسفة باثبات الجواهر العقلیة. شرح حدیث النزول. نقض المنطق. الرد علی المنطقیین. رفع الملام عن الأئمة الأعلام. الواسطة بین الحق والخلق. په فقهي مسائلو کې رسالة القیاس. القواعد. رسالة الحسبة. الأمر بالمعروف. العقود. المظالم المشترکة. حقیقة الصیام. بوللې قصيدې عقیدتی القصیدة التائیة. نورې ليکنې الاربعین التی رواها شیخ الاسلام بالسند الاکلیل فی المتشابه والتأویل التبیان فی نزول القرآن الرساله الاکملیه الرساله العرشیة القاعدة المراکشیة رسالة الی اهل البحرین فی رؤیة الکفار ربهم رسالة ایضاح الدلالة فی عموم الرسالة رسالة فی أمراض القلوب وشفاؤها سرچينې ابن تیمیه مذهبونه کلامپوهان مسلمان فیلسوفان فلسفه څلور امامان لس اسلامي مذهبونه د مذهب بنسټگر د ابن تیمییه مذهب د ابن تیمییه مذهب پوهان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%86%DA%93%D9%8A%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%88%20%D8%A7%D8%AF%D9%8A%D8%A7%D9%86%D9%88%20%D9%BE%D8%B1%D8%AA%D9%84%D9%87%20%D8%A7%D9%8A%D9%8A%D8%B2%D9%87%20%DA%85%DB%90%DA%93%D9%86%D9%87 | د نړيوالو اديانو پرتله اييزه څېړنه | د نړيوالو اديانو پرتله اييزه څېړنه د اديانو پرتله مخكې لدې چې د اديانو په پرتله اييزه څېړنه څه وليكو، ښه به وي چې ځينې اصطلاحا وپېژنو. اديان: اديان د دين جمع ده چې د عربي ژبې څخه پښتو ته راغلې، دا اصطلاح په څلورو ماناؤ كارول كېږي: بدل وركول، محاسبه كول حكم چلولو، خاوند كېدل. حكم منل، اطاعت او فېصله منل. مذهب خپلول فطري يا عملي دستور او لار جوړونه. د دين د ويي دا ټولې ماناوې راغلي، لكه: حكم، بدل، قانون، سزاغ، مذهب، دستر، مسلك او لار. پدې اصطلاحاتو كې د لازمي او اړين مانا پرته ده. په قران كريم كې دين د ژوند د قانون، جزاء او سزا په ماناؤ رالې دى. مذدهب هم د دين د اصطلاح هممانا دى. دا هم د عربي ژبې اصطلاح ده، چې مانا يې د تلو لار ده مگر د مذهب اصطلاح د دين له اصطلاح په څېر پراخوالې نه لري. او نه هم د مذهب اصطلاح چېرې په قران كريم كې راغلې ده. د مذهب او دين ترمنځ توپير دا خبره بايد په ياد ولرو چې د دين او مذهب د اصطلاحاتو ترمنځ لږ څه توپير شته، په عام ډول چې د مذهب كوم تعريف شوې هغه د يو څه خيالاتو او افكارو څخه غږېږي، لكه څرنگه چې پروفېسور واېټ هېډ . داسې كړې دى. مذهب د گروهې د هغه قوت نوم دى چې د هغې په وسيله انسان ته د نننۍ سپېڅلتيا ترلاسه كېږي. دارنگه پروفېسور ټپلر د مذهب پېژندنه داسې كوي: روحاني هستيو باندې ايمان ا واعتقاد لرل. برونائېټ داسې وايي: مذهب د گروهې د هغه قوت نوم دى، چې په هغې كې دا توان شته ترڅو هغه د انسان او انساني كړو وړو كې بدلون راولي. پدې شرط چې له اخلاص او بصيرت څخه كار واخيستل شي. لنډه دا چې مذهب د روحانيت ، اخلاق او گروهې د گړيو ترمنځ راچاپېره دى، خو دين بيا له دې څخه ډېر زيات پراخ او وسېع دى. په قران كريم كې د دين د يوه جامع مانا لرونكي اصطلاح په ځاى راغلې، او لدې څخه موخه د ژوند يو داسې نظام او لار ده، چې په هغه كې د انسان د توان او طاقت سرچينه او اقتدار اعلى يواځې د الله تعالى ذات وي، او هغه منل او د هغه په لارښ،ونهو خپل ژوند برابرول وي. د هغه په پيروۍ سره به د جنت او ښو بدلو وركولو امېد وي، او ده هغ په نافرمانۍ سره د ذلت، خوارۍ غضب او د دوزخ وېره پرې راخپره شي. نو لدې امله د دين اصطلا ح د ژوند په ټولو څانگو كې خپل اساسي رول لوبوي او دا اصطلاح د مذهب له اصطلاح څخه پراخه مانا لرونكې ده. د دين اصطلاحي مانا دا د الله تعالى هغه ټاكل شوې او غوره شوې قانون، لار او د ژوند ذريقه ده چې عقل او پوهې خاوندانو ته د محمد صلى الله عليه وسلم ورمخكې كړې د عمل كولو د لاېحې دعوت او ښوونه كوي، او پدې ډول د انسان كه هغه ټولنيز وي كه څانگړې د ژوند كولو لپاره د يو تل پاتې مشال په څېر دى. د اديانو د پرتلنې څېړنه د کومې موخې لپاره د كوم شي ښۀ او بد مالومولو لپاره چې كله څړنه كېږي، نو لومړې بايد دا مالومه كړاى شسي چې هغه شې پخپله څرنگه دى؟ او بيا ددې خبرې مالومول چې دا شې د نورو شيانو څخه په كومه پوړۍ كې راځي؟ كله چې له دې دواړو خوو څخه كوم شې ښه په زبات ورسي، نو بيا هغه ته د خوښې سند وركول كېداى شي. همدا ډول د اديانو په پرتله اييزه څېړنه كې هم له دې ډول څېړنې څخه كار اخيستل كېږي. د اديانو له پرتله اييزې څېړنې څخه مخكې لومړې د هغوي د حېثيت په اړه څېړنه كېږي، چې دا مذهب يا دين په خپل ماهيت او اصليت كې څه شې دى؟ بيا نو ددې حيثيت څخه د هغه دين له نورو اديانو سره پرتله كېږي او هورې كتل كېږي چې له هغ بل دين سره ددې دين كوم حېثيت لري، ددې مذهب او هغه مذهب ترمنځ د يووالي ټكي كوم دي، د خلاف ټكي كوم دي. هغه دين ددې دين په اړه څه وايي؟ لنډه دا چې د اديانو له پرتله اييزې څېړنې څخه موخه د نړۍ د مذهبونو او اديانو بې طرفه څېړنه، پرتله او ددوي د لارښوونو پرتله، د دوي د گروهو، لمانځنو، اصولو او رسومو بې طرفه او له تعصب څخه پرته څېړنه كول دي. ترڅو د هريو ښۀ او بد او د هغوي قدر او قيمت د شېدو او اوبو په څېر يو له بله بېل شي، كه په كوم دين يا مذهب كې كوم ښه والې وي، نو د زړه له كومي د هغه منل او كه چېرې كومه خامي ولري نو په دلائلو سره يې رد كړي. لنډه دا چې د اديانو له پرتله اييزې څېړنې څخه موخه په نړۍ كې د ډول ډول اديانو او مدذهبونو د بنسټيزو گروهو، لمنانځنواو رسم او رواج بې طرفه، بې تعصبه، عادلانه او ناقدانه څېړنه كول دي، چې ددې په پايله كې د هر دين او مذهب قدر اوقيمت، ښه والې او خاميانې په پوره ډول راښكاره كېږي، او د هغوي عيب او ښه والې يوه درجه ترلاسه كړي. د اديانو د پرتلې اصول د اديانو پرتله كول ډېر گران كار دى. انسان چې د كومې گروهې او لارې لاروې وي، نو د هغې گروهې او لارې مخالفه گروهه او لار سره ډېر كم انصاف كولاى شي. دا كمزوري په انساني طبيعيت كې ډېر ه عمه ده مگر په ځانگړي ډول دا خبره په مذدهبي ډلو ټلو كې په خورا زياته كچه ليدل كېږي. او په دوي كې يې د تعصب او تنگنظرۍ يو بل دول غوره كړې دى. د يو دين يا مذهب لاروې چې كله د بل دين يا مذهب په اړه څېړنه او پلټنه كوي، نو تل يې كوښښ وي چې هغه تياره گوټونه يې راوسپړي، د روښانه اړخونو په لورې كله ورځي هم نه، او نه ورڅخه كله يادونه كوي، كه چېرې اسې روښانه او ښۀ اړهخ پر مخ ورشي،نو يا خو په ناپوهۍ او يا په پوره پوهې سره يې پټوي. له مذدهبي او ديني تنقيد څخه د ده موخه د حق پېژندل نه بلكه يواځ د هغې راى كومه چې ده مخكې له څېړنې څخه خپله كړې وي، سمه په زبات ورسوي. پدې ډول د اديانو د پرتلې ټولې گټې په اوبو لاهو كېږي. او خپله هغه دين او مذهب ته هم كومه گټه نه رسوي د كوم د تاييد لپاره چې دا لاروركوونكې طريقه او لار خپلوي. كه چېرې د پرتلې څخه مقصد او موخه د سمې سمونه او د هغې له سمون څخه نور هېڅ نه وي نو په رښتيا چې ددې موخې د تلاسه كولو لپاره دا كومه سمه لار نه ده، چې سړې له لومړي سر څخه د نوورو اديانو او مذهبونو په اړه يوه مخالفانه رايه خپله كړي. او د هغه څېړنه يواځې ددې لپاره وكړي چې د هغوي په ښو پرده واچوي، او د هغوي بد او نيمگړتياوې ولټوي، او لدې څخه د خپل دين او مذهب لوړالې څرگند كړي. له دې ډول دوكې او بدنيتۍ څخه به نه۸ چرې د كوم دين او مذهب لوړوالې په زبات ورسي، او نه به چېرې داسې برې د كوم حق دين لپاره د وياړ خبره وي، او نه به د حق او رېښتينولۍ له مخې داسې كوم مذدهب ته لوړالې په نصيب شي. كه چېرې كوم څوك په دوكې او چل سره د داسې مذهب او دين لاروې شي، نو داسې گروهه او عقيده له سره سمه نده، او د منلو هم نده، ځكه چې دده بنسټ په چل او دوكې سره اېښودل شوې وي. لدې ناوړه افكارو او مفاسدو څخه د خوندي پاتې كېدو لپاره د اديانو پرتله اييزه څېړنه يوه سمې پاېلې ته د رسولو لپاره اړينه برېښي چې د پرتله اييزه څېړنې لپاره څو بنسټيزه خبرو ته پام وكړو، او په سختۍ سره يې پلي كړو، چې دا بنسټيزه ويناوې په لاندې ډول دي: د اديانو د پرتلې اصول په لاندې ډول دي د اديانو د پرتله اييزې څېړنې دا اصول په لاندې ډول دي د يو مذهب يا دين د ښوونو صحيح زبات رسولو لپاره اړينه نده چې د بل دين يا مذدهب ټولې ښوونې له يوې مخې ناسمې وگڼل شي، او نه هم دا اړينه برېـښي چې په يوه مذدهب يا دين كې دې صداقت او رېښتينولي وي، نو بل دين دې ورڅخه چورلټ خالي وي. حق يو ټولنيز حقيقت دى، او ددې حقيقت، او ددې حقيقت لاروې چې هر چېرې واوسي، نو د همغه ټولييز حقيقت لاروې به وي، د حال ا وځان په بدلون سره د هغه هغه اصليب بدلون نه مومي. كوم رېښتيا او حقه خبره چې زموږ په دين او مذدهب كې موندل كېږي، د بل دين او مذهب د تاوان لپاره دليل نشي كېداى، او دا هم سمه نده چې دبل دين ښېگڼو باندې پرده واچول شي او سترگې پرې پټې شيو د يوې ښېگڼې په دوه دينونو كې شتون دا ښكاره كويو چې دا دواړه دينونه له يوه سرچينې څخه خړوبول شوي دي. نو حق چې چېرې هم وي،بايد وستاېل شي، او قدر يې وكړاى شي، او دا خبره به سمه نه وي، چې سړې خپل ټول توان پدې ولگوي چې دا حق او رېښتيا خبره اخوادېخوا راښكلو باندې بې قدره كولو كوښښ وكړو. كوم كس چې دا دعوه وكړي چې حق ده له دين څخه پرته په بل دين او مذدهب كې نشته، نو دا سړې په نوورو اديانو نه بلكه په حق هم سترگې پټوي. ښكاره خبره دا ده چې حق او رېښتينولي په هر دين او مدذهب كې څه نا څه وي. نو د اديانو څېړونكي چې كله يو دين يا مذهب په بل دين يا مذهب لوړ او غوره گڼي، نو ددې خبرې وجه دا وي، چې نوموړې دين او مذدهب دده په وړاندې د رېښتونو تجلياتو، ښكاروندويه وي، نو لدې مخې د اديانو د پرتله اييزې څېړنې هېڅ يوه زده كوونكي ته نه ښايي چې مخكې له مخكې د خپلې خوښې دين په نورو اديانو غوره او كره دين وگڼي، او داسې و انگېري، چې نور ټول اديان له رېښتوني رڼا څخه تش دي. د اديانو څېړونكې بايد پدې پوه شي، چې پدې اړه به حق او باطل دواړه په يو ځاى دده مخې ته ودرېږي. نو اوس په ده پورې اړه لري، چې حق خوښـوي يا باطل. دا څېړونكي بايد د خپل عقل او پوهې او د تمييز د قوت په زور حق د حق په توگه او باطل د باطل په توگه وپېژني، او دواړه لهيوبل سره گډ نكړي. په مذهبي څېړنه كې دې خبرې ته پام كول اړين دي، چې د يوه دين او مذهب له متعصبه مخالتينو او سرسخته سخت دريځه لارويانو د ليكنو له لوستو څخه ډډه وشي. په لومړنيو څېړنو كې هېڅ يو كس لدې ډول ليكنو څخه كومې پايلې ته نشي رسېداى، ځكه چې د څېړنې لاندې دين د اصلي څېړنې له ليدو څخه مخكې دده پر سترگو يو ډول ځانگړې عېنكې پرېوزي، چې ددې عينكو له وچجې دا ځېړونكې پدې نشي توانېداى چې د نوموړي دين اصلي څېره وويني. كه چېرې وغواړو چې دا څېړنه يوې مثبتې پايلې ته ورسوو، نو اړينه برېښـي چې يوه دين يا مذهب ته په هغه حيثيت وگورو چې خپله ځان راښكاره كوي، نه د هغو خلكو له نظره چې نوموړي دين يا مذهب ته په كومه سترگه گوري. نو ددې لپاره د هر دين او مذهب د اصلي ماخذونو لوستل پكار دي، او لدې لارې فېصله وكړو چې دا دين څومره سم دى، او تر كوم بريده ناسم. نو كله چې يو څېړونكي خپله رايه جوړه كړي، او بيا د نورو افكارو ليكنې وگوري، نو پدې كې به دومره څه ورانې نه وي. ځكه پدې وخت كې هغه حق او باطل ښه پېژندلې شي. د اديانو د څېړنې لپاره قراني اصول د داسې څېړنې گټې او لاسته راوړنې په داسې څېړنو كې د مسلمانو پوهانو ونډه د ځينو اديانو د گروهو پرتله د يووالي گروهه هندوييزم او د يووالوي آند زردشت و د يووالي آند كنفيوشيوس او د يووالي آند يهوديت او د يووالي آند عيسويت او د يووالي آند اسلام او د يووالي آند د څښتن په اړه د ځينو اديانو آند هندوييزم او د څښتن آند د څښتن په اړه د بوديزم گروهه سرچينه مذاهب عالم، ليکوال اېس اېم شاهد |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%B5%DB%8C%D8%B1%20%D8%B3%D8%AA%D9%88%D8%B1%DB%8C | نصیر ستوری | نصير ستوری اېسپزی د ډاکتر کبير ستوري ځوي په ټبر ایسپزی په کې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلي کې زیږېدلی دی. زده کړه ئې د خاص کونړ په لېسه د ننګرهار په لېسه او د ننگرهار د بایزید روښان په پوهنتون کې کړیده. د ننگرهار پوهنتون د کونړ دپوهیدونکو د ټولنې د بنسټ ایښودونکو د ډلې مخکښ او د اداري چارو مشرې ئې په غاړه لرله. د ازاد افغانستان دلیکوالانو د ټولنې غړی او په خاص کونړ کښې د افغانستان د روغتېایي کلینیک او د شاګۍ د غونډ د روغتېایي کلینیک ذمه وار مسئول پاتی شوی دی. په انگریزی ونیزه جهاد ډایجسټ او د خبری اژانس کې هم دنده لرله. د د روغتیا ئې کورسونو د زده کوونکو لپاره ئې انگریزي درسونه په پښتو ژباړلي او د پښتو ژبې ښوونکی پاتی شوي دی. د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند پښتونخوا افغانستان دمشرانو دجرکې غړی، د جنرل سیکرټريعمومي منشي او د پښتونخوا مجلې د خپرونې جرگې غړی دی. دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ د اروپا د ټاکنو ډلې ایلکشن کمېشن غړېتوب لري چې همدې کمېسون ته د اروپا د د څار ېا ډیسپلین دنده هم ورپغاړه ده. د پښتونخوا د پوهنې دېرې د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې غړی او په جرمني کولن ښار کښې د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنې د کار د ډلې غړيتوب هم لري. اوس په جرمني کې اوسیږي. باندنۍ تړنې د انټرنټ پر مټ د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند وېبپاڼه افغان خبريالان پښتانه خبريالان پښتانه ليکوال افغانان پښتانه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%86%D9%88%20%D9%BC%D9%88%D9%84%D9%86%DB%8C%D8%B2%20%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%88%D8%A7%DA%A9%20%DA%AF%D9%88%D9%86%D8%AF | د پښتنو ټولنیز ولسواک گوند | د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندپښتون سوشل ډیموکراټیک پارټي- د ټولو پښتنو د یوالي او خپلواکۍ ازادۍ ګوند دی، چې د یوې داسې ټولنې د جوړولو هڅه کوي، چې هر څوک په کې په خپلواکه ازادانه توګه، خپل سړیتوب شخصیت ته وده ورکوي او د انسانانو په چوپړ خدمت کې د ټولنې په سیاسي، اقتصادي او کولتوري ژوند کې برخه اخلي. پښتونولي، ټولنولي او ولسولي د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند تاداؤ او بنسټ جوړوي. پښتونولي او ټولنولي د ولسولۍ په واسطه چې ګډ خوي ئې دی ،یو د بل پورې تړلي او نه بیلیدونکي دي. پښتونولي په اولسي ټولنولۍ او ولسي ټولنولي په پښتونولۍ پیاوړی او بشپړیږی. خپلواکي ازادي، عدالت انصاف او ورورولي د پښتني ټولنیزې ولسولۍ غوښتنې دی، له دې کبله پښتانه ټولنیز ولسولي وال ،هر ډول امیرولي ډیکتاتوري مطلقه ټولواک او یو ګوندیز حاکمیت نه مني، چې د انسانانو ازادي او حقوق له مینځه وړي. بنسټي ارزښتونه: ۱ ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دسوله ایزې مبارزې پر امن جدوجهد له لارې دپښتنو قامي یووالي وحدت اونزدیوالي له پاره مبارزه او هلي ځلي کوي او دخپل خپلواک هیواد سټیټ دولت جوړونه او د پښتنو قامي وحدت ئي د بي تاوه پاڅون عدم تشدد له لاری ستره دنده، بنسټي مرام ،موخه هدف او غوښتنه ده ۲ـ د پښتونخوا د هیواد سټیټ دولت واک به د ولس په لاس کې وي. ددې له پاره په کار دي، چې د پښتونخوا د پښتنو د ولس ویش د جغرافیائي او اداري اسانتیاووله مخې په سیمو سوبو ایالتونوولایتونو وویشل شي او هره سیمه بیا په لویو ولسوالیو ضلعو او ولسوالیو تحصیلونو ویشل شوې وي. هره سیمه سوبه ایالتولایت به ځانته سیمه ایزه سوبا ئي ایالتي ولایتي جرګه لري او سربیره پر دې به د پښتونخوا یوه ملي قومي جرګه او بله د مشرانو جرګه سینټ سنا وي. د سیمې سوبا ئي ایالتي ولایتي جر ګه به د خپلو غړو څخه د سیمې سوبا ئي ایالتي ولایتي حکومتونه او ملي قومي جرګه به د خپلو غړو څخه مرکزي حکومت ټاکي. د مشرانو جرګه سینټ سنا به د سیمو سوبو ایالتونو ولایتونو د حکومتونو د مشرانو او د هرې سیمې سوبې ایالت ولایت د وګړو دشمیر نفوسپه کچه اندازهحساب د سیده ټاکل شوو استازو نماینده ګانو څخه جوړه شوې وي، د ملي قومي اوسیمه ایزو سوبائي ایالتي ولایتي جرګو په پریکړو به غور کوي او ولسمشرجمهورریس به نوموي او د هوکړې تا ئېد له پاره به ئې لویه جرګه راغواړي. د ملي قومي او سیمه ایزو سوبا ئې ایالتي ولایتي جرګو غړي په سلو کې اتیا ۸۰ د ولسوالیو تحصیلونو په حساب د ولسوالیو تحصیلونو د وګړو له خوا په سیده توګه د ازادې ټاکنې له لارې او په سلو کې شل ۲۰ د هغه ګوندونو له لارې چې په سلو کې ئې پنځه ۵ رائې ګټلي وي په غیرې سیده توګه ټاکل کيږی. د پښتونخوا هر اوسیدونکی ،چې عمر ئې د اتلس ۱۸ کلونو څخه کم نه وي، د دوه ووټونو حق لري، چې یو به ګوند او بل به کاندید ته ورکوي، خو خپله دملي قومي او سیمه ایزو سوبائې ایالتیولایتي جرګو له پاره هله ځان نومولی کاندید ولی شي، چې عمر ئې د دیرش ۳۰ کلونو څخه کم نه وي. ۳ ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپل مقدس دین اسلام د پر مختګ او ټینګښت له پاره هلې ځلې کوي او د نورو دینی عقیدوته په درنه سترګه ګوري. ۴ـ ژبه اوهڅوب کولتور د قام او وطن په ابادۍ کې مهم رول لوبوي، له دې امله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپلې ژبې او هڅوب کولتور پر مختګ او وده خپله بنسټي دنده ګڼي او غواړي چې د هیواد سټیټ دولت درېواړه قوې قانون جوړونکې ، اجرائېه او عدلیه د پښتونولۍ پر بنسټ ولاړې وي او د پښتنو د جرګو پریکړې رسمي خوي پیدا کړي. ۵ـ د تولید په وسایلو،د خصوصي ملکېت د ژغورلو او تقویه کولو حق لري تر هغو چې د عادلانه ټولنیز نظم مخه ونه نیسي. د اقتصادي او ځانګړي خصوصي ملکېت داسې تقو یه کول پکار دي، چې له یوې خوا د کار ځایونه پیدا شي او له بلې خوا وطن صنعتي وګرځي خو صنعت به په ټول وطن کې خوراو ور وي او مرکزي بڼه به نه لري. ۶ـ هر تن مجبور دی ، چې هیواد سټيټ دولت ته د خپل عاید په کچه اندازه محصول ورکړي. ۷ ـ کار د پښتونخوا د هر اوسیدونکي حق دی او هیواد سټیټ دولت د خپل وس سره سم د کار پیدا کولو ذمه واری مسئولیت په غاړه لري، هغه چا ته چې کار نه پیدا کېږي او یا د کار کولو توان نه لري د هیواد سټيټ دولت له خوا دومره مرسته ورسره کېږي چې ګذاره پرې وکړي. ۸ ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د انسانانو ژوند او انساني کرامت او درناوي ته تر هر څه زیات ارزښت ورکوي او غواړي چې هیڅوک په غیر انساني توګه جسماني او ساوال نفسي روحي ونه ځورول شي اود ژوندپه ټولوچارو کې مساوي حق ولري . ۹ ـ ټولنیز امن او د ژوندانه د هر ډول شرائطو ښه کول او په تیره بیا د انسانانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند غوښتنه ده. ۱۰ ـ پوهنه دهیواد د هر اوسیدونکې بنسټي بنیادي حق دی او په مورنۍ ژبه به وي . پوهنه با یده ده چې هر چا ته ددې امکان ورکړي چې خپل استعداد ته بې له کوم خنډ څخه وده ورکړي . په پوهنه کې ډیره پاملرنه مسلکي ښوونځیو او زده کړې ته پکار ده، ځکه چې د یوې خوا د مسلکي زده کړې په واسطه هیواد ابادیدلی شي او له بلې خوا هر سړی په خپلو پښو ودریدلی شي. دلسم ټولګي پوري زده کړه جبري ده او د لوړو زده کړو تر بشپړیدو پوري ئې چارې دحکومت دولتسټیټپه غاړه دي. ۱۱ـ د فکر، نظریو، مظاهرو، جلسو او اتساب ازاد ي بې له رنګ، نسل، ښځې او نر د امتیاز څخه د پښتني ټولنیزې ولسولۍ بنسټي غوښتنه ده. ۱۲ـ خپرونې،مطبوعات، راډیو، تلویزون او فلمونه عامه دنده اجرا کوي. دوی بایده دي چې په ازادانه او ناپیېلی توګه د پښتني دود او دستور سره سم په هر ځای کې مالومات راغونډ او په خپل مسؤلیت زمه واري خپاره کاندي. ۱۳ـ د ګوندونو او ټولنو د جوړولو او فعالیت ازادي د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند غوښتنه او د هیواد سټیټ دولت بنسټي دنده ده، خو رسمي ګوندونه هله ګڼل کېدلی شي چې د پښتونخوا د سیمه ایزې سوبائي ایالتيولایتي یا ملي جرګې قومي جرګې په ټاکنه کې په سلو کې پینځه ۵ ووټونه رائې ګټلې وي. ۱۴ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپلو غړو کسبي اونور وعلایقو ته ډیر ارزښت ورکوي ،له دې امله د خپل ګوند بیلابیلومختلفو ټولنو لکه د بزګرانو دهقانانو مزدورانو ، کارګرانو، ترکاڼانو، پښانو لوهارانو ، قصابانو،موچیانو، نایانو، دوبیانو ، کولالانو، طبیبانو، حقوق پوهانو، ښوونکو ، لیکوالانو، پوهیدونکو سټوډینټس او نورو د جوړولو هڅه کوي او يوه د ځوان پښتون په نامه ټولنه اړینه ضروري ګڼي. د ځوان پښتون دډلې غړي د ګوند نیالګي دي، چې په اتلس ۱۸ کلنۍ کې د ګوند غړیتوب تر لاسه کولی شي او د دیرش ۳۰ کلنۍ پورې د ټولنې او ګوند غړی پاتې کېدلی شي او د دیرش ۳۰ کلنۍ څخه ورسته بیا یوازې د ګوند غړی دی. ۱۵ـ د خپل وطن پښتونخواخپلواکي ازادي ، دفاع او ساتنه او د ډیرو ګوندونو له لارې د ولسولۍ ټینګه ونه د پښتنوټولنیز ولسولیز ګوند غوښتنه او د پښتنو دنده ده . ۱۶ ـ وسله وال پوځ او لښکر به خامخا د ملي جرګې د کنترول او د حکومت د لاس لاندې وي. ۱۷ـ د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د نړۍ د ټولوټولنیزو ولسولیزو ګوندونو، ډلو، ټپلو، ټولنو، حکومتونو، او خلکو سره د نژدې اړیکو هڅه کوي. ۱۸ـ د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د ملګروملتونو د موسئسی اقوام متحده د بنسټیزې منشور او دانساني حقوقو د اعلامیې او د ټولو ولسونو د خود ارادیت او خپلواکۍ د حق دفاع او ملا تړ کوي او استعمار په کلکه سره غندي. ۱۹ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ولسولۍډیموکراسۍجمهوریت دټینګښت له پاره دداسي یوعادلانه حکومت سيټدولت جوړول غواړي،چې په هیواد کې دټولومیشتو ورونو قومونوحقوق پکې ددوئ دشمیر نفوسپه اندازه خوندي شوي وي. ګوندي جوړښت تشکېلات تنظیمي بڼه مر کز او فعالیت: د پښتنوټولنیز ولسولیز ګوند لوې مرکز په پښتونخوا کې دی او دټولې پښتونخوا په ګوټ ګوټ کې ډلګۍ،ډلې، ټپلې، او پرې کار او فعالیت کوي ، چې یوه ډله د دوو ۲ یا زیاتو ډلګیو او یوه ټپله د دوه ۲ یا زیاتو ډلو او یوه پره د دوو ۲ یا زیاتو ټپلو څخه جوړه شوې ده . سربیره پردې د پښتونخوا په دننه او بهر کې یو شمیر مسلکي او دعلایقو ټولنې لري او په ملګرو بهرنیو هیوادونو کې د ګوند اویا د خپلو غړو ټولنو په نامه دفترونه لري. غړیتوب : د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند رسمي ژبه پښتو ده. هر څوک چې عمر ئې د اتلسو کلونو څخه کم نه وي او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند بنسټیزه منشور ومني او په یوه وخت عینې وخت کې د بل ګوند غړی نه وي کولې شي چې د ډلګۍ مشر ته د غړیتوب غوښتنلیک ورکړي او د ګوند د دوه غړو په سپارښت د ګوند د مرکزې جرګي د اړونده مربوطه څانګې له خوا په غړیتوب منل کېدلې شي. جرګې: د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اته ۸ جرګې لري ،چې پریکړه ئې په هغه وخت کې رسمي بڼه لري، چې نیمائي غړي حاضر وي. ـ د ډلګۍ جرګه : دا جرګه ددغه ډلګۍ د غړو مشر او د مرستیالانو څخه جوړه شوې ده. ـ د ډلې جر ګه: دا جرګه ددغه ډلې د مشر او مرستیالانو او ورسره تړلو ډلګیو د مشرانو څخه جوړه شوې ده. ـ د ټپلې جرګه : دا جرګه ددغې ټپلې د مشر ،مرستیالانو او ورپور ې ډلو د مشرانو څخه جوړه شوې ده. ـ د پرې جرګه : دا جرګه ددغه پرې د مشر، مرستیالانو د پرې د څانګو د مشرانو او غړو او ددغه پرې پورې د تړولو ټپلو د مشرانو څخه جوړه شوې ده. ـ د پرې ستره جرګه : دا جرګه د دغه پرې د مشر، مرستیالانو د پرې د څانګو د مشرانو او غړو او ددغه پرې د ډلو، ټپلو ، د جرګو دغړو او د هرې ډلګۍ او ټولنې د نیغوسیده ټاکل شوو استازو نماینده ګانو څخه جوړه شوې ده. ـ مرکزي جرګه : د ګوند د مشر، مرستیالانو او سلاکارانو او دڅانګو د مشرانو او غړو څخه جوړه شوې ده ،چې شمېر ئې د لوړې جرګې له خوا د بیلابیلو مختلفو مرکزي چارو د سرته رسولو له پاره د اړتیا ضرورت سره سم ټاکل شوي وي. ـ لوړه جرګه : دا جرګه د مرکزي جرګې او پرو د جرګو دغړو څخه جوړه شوې ده. ـ د ګوند ستره جرګه : دا جرګه د ګوند د ډلو د جرګو د غړو، دټپلو د مشرانو د مرستیالانو او د لوړې جرګې د غړو او دهرې ډلګۍ او ټولنې د نیغوسیده ټاکل شوو استازو نماینده ګانو څخه جوړه شوې ده. د ډلګیو او د ټولنې د استازو نماینده ګانو شمېر ددغه ډلګیو او ټولنو د غړو د شمېر او څرنګوالي له مخې د مرکزي جرګې له خوا ټاکل کېږي ټا کنی : د ډلګۍ مشر د خپلې ډلګۍ د جرګې، د ډلې مشر د خپلې ډلې د جرګې او د ټپلې مشر دخپلې ټپلې د جرګې له خوا د دریوو ۳ کلونو له پاره ټاکل کيږی او داړتیا ضرورت سره سم کولی شي، چې دبیلابیلو مختلفو چارو دسر ته رسوولو له پاره دوه ۲ یا زیات مرستیالان د خپلو جرګو په خوښه ونیسي. د پرې مشر د پرې د سترې جرګې له خوا د څلورو ۴ کلونو له پاره ټاکل کېږي او بیا د پرې مشر خپل مرستیالان او د پرې د بیلابیلو مختلفو څانګو مشران او غړي د پرې سترې جرګې ته ورپیژني او د پرې د سترې جرګې له خوا ټاکل کېږي. د پرې د څانګو او غړو شمېر د اړتیا ضرورت سر سم د مرکزي جرګې له خوا ټاکل کېږي، خو د پرې د مشر د مرستیالانو شمېر د اړتیا ضرورت سره سم د پرې د مشر په خوښه سره دی. د ګوند مشر: د ګوند مشر د ګوند د سترې جرګې له خوا د پنځو ۵ کلونو له پاره ټاکل کېږي او بیا د ګوند مشر خپل مرستیالان، سلا کاران او د ګوند د مرکزي جرګې د اداري ، مالي ، سیاسي او نورو څانګو مشران او غړي د ګوند سترې جرګې ته ورپیژنی او دګوند د سترې جرګې له خوا ټاکل کېږي. د مرکزي جرګې د څانګو او غړو شمېر د اړتیا ضرورت سره سم د لوړې جرګې له خوا ټاکل کېږي، خو د ګوند د مشر د مرستیالانو او سلا کارانو شمېر د اړتیا ضرورت سره سم خپله د ګوند د مشر په خوښه دی. ټاکنه د رایو په قطعي ډیره کي سره کېږي. که چیرته یوازنی نوماند کاندید په سلو کې د پنځوسو ۵۰ رایو څخه زیاتې ونه ګټي، نو بیا ټاکنه تکراریږي او که پدې پیره وار ئې هم ونه ګټله او په مقابل کې بل نوماندکاندید نه وو، نو بیا د یوه کال له پاره ټاکل شوی ګڼل کېږي. د ډیرو نوماندانوکاندیدانو په حالت کې که چیرته یو نوماندکاندید هم په سلو کې د نیمائي څخه زیاتې رائې ووټونه ونه ګټي، نو بیا ټاکنه تکراریږي او که دا پیره هم کوم نوماندکاندید په سلو کې د نیمائي څخه زیاتې رائې ونه ګټلې ،نو بیا نسبتی رائې اعتبار لري. د مساوي رایو په حالت کې خڅړی پچه اچول کېږي. ګوندي محکمه: کله چې یو غړی یا د ګوند دنده لرونکې غړی د ګوند د علایقو په خلاف کار کوي او دګوند کړنلاره او اصول نه مراعات کوي او یا د نورو ګوندونو او مخالفو ټولنو له پاره هلې ځلې اوفعالیت کوي نو د ګوند د مرکزي جرګې داړوندې مربوطه څانګې له خوا محاکمه کېږي او د ګوندي دندې او یا غړیتوب څخه د څه مودې او یا د تل له پاره لرې کېدلی او ویستل کېدلی شي. دی کولی شي ،چې د ګوند مرکزي جرګې ته شکایت وکړي، خو د مرکزي جرګې پریکړه د منلو وړ ده. د پرې مشر د خپلې پرې، د سترې جرګې او مرکزي جرګې غړي، د لوړې جرګې او د ګوند مشر د ګوند د سترې جرګې له خوا محاکمه کېدلی شي. دندي، حقوق او مسئولیتونه : هر غړی دا دنده لري، چې د ګوند د پریکړو په عملي کوولو او د ګوند د کړنلارې په پرمختیا او سمسورتیا کې فعاله ونډه واخلي . د ګوند راز وساتي او وفا داري ورته وښائې. هر غړی به د خپلې پتی درک ادرس د بدلیدو خبر اړونده مربوطه مقام ته ورکوي. هر غړی مجبور دی ، چې ګوند ته هره میاشت خپله د غړیتوب ونډه ورکړي. د ونډې اندازه د ګوند د سترې جرګې له خوا ټاکل کېږي. هر غړی د خپلو اړونده مربوطه جرګو په چارو کې د رائې او وړاندیزونو پیشنهادونوتجویزونو حق لري او په پریکړو کې برخه لرلی شي او کولی شي چې د خپل ګوند په مسلکې او د علایقو په ټولنو کې هم غړی شي. هر غړی د خپلې خوښې سره سم د ګوند څخه د وتلو لیکلې غوښتنه کولی شي. د ګوند څخه په وتلو او یا ویستل کېدلو دده حقوق په ګوند کې له منځه ځي او هم ئې په ګوندي ټولنوکې غړیتوب پائې ته رسیږی. وتلي او یا ویستل شوي کسان د ګوند او یا د ګوند د غړو سره د هیڅ ډول دعوی او هم د ګوند د رازونو ښکاره کولو حق نه لري او بیرته د مرکزي جرګې د رایو په ډیره کې سره د ګوند غړی کېدلی شي. د ګوند ستره جرګه د ګوند ستره جرګه د ګوند تر ټولو جګ لوړ واکمن مقام دی ،چې د ګوند کړنلاره ټاکې. د ګوند غړي، دنده لرونکې او نورې جرګې به د ګوند د سترې جرګې پریکړې عملي کوي. د ګوند عادي ستره جرګه د ګوند د مرکزي جرګې له خوا په هرو پنځو ۵ کلونو کې یو ځل او داړتیا ضرورت په وخت کې د ګوند ناڅاپي ستره جرګه په هر وخت کې د ګوند د مرکزي جرګې د رایو په اتفاق او یا د لوړې جرګې د رایو په ډیره کې سره راغوښتل کېدلی شي. لوړه جرګه په عادی توګه په هرو دوو ۲ کلونو کې د مرکزي جرګې له خوا راغوښتل کېږي او د ضرورت په حالت کې په هر وخت کې د ګوند د مرکزي جرګې د رایو په اتفاق سره راغوښتل کېدلی شي. لوړه جرګه د پښتونخوا د ملي جرګې قومي جرګې د ټاکنې د مبارزې له پاره تیاری نیسي او د پرو سیاست د ګوند د عمومي سیاست سره سموي او د ګوند د کړنلارې او د ګوند د سترې جرګې د پریکړو په عملي کولو کې د مرکزي جرګې سره مرسته کوي او سلا ورکوي. د پرې ستره جر ګه د پرې د جرګې له خوا په کال کې یو ځل او دپرې ناڅاپي ستره جرګه د پرې جرګې د رایو په اتفاق هر وخت راغوښتل کېدلی شي. مرکز ی جرګه د ګوند د مشر، د پرې جرګه د پرې د مشر، د ټپلې جرګه د ټپلې د مشر ، د ډلې جرګه د ډلې د مشر اود ډلګۍ جرګه د ډلګۍ د مشر له خوا د اړتیا ضرورت سره سم راغوښتل کېږي. د ډلګۍ جرګه خپلې ډلې ته، د ډلې جرګه خپلې ټپلې ته، د ټپلې جرګه خپلې پرې ته، د پرې جرګه د پرې سترې جرګې ته ، د پرې ستره جرګه د ګوند مرکزي جرګې ته ، د ګوند مرکزي جرګه او لوړه جرګه د ګوند سترې جرګې ته مسؤلیت زمه واري په غاړه لري. هره ښکتنۍټیټه جرګه به د خپلې پا سنۍ جرګې پریکړې مني. ښکتنۍ ټیټې جرګې کولی شي ، چې خپلې پریکړې او وړاندیزونه پیشنهادونه تجویزونه خپلې پاسنۍ جرګې ته وړاندې کړي، خو د پاسنۍ جرګې پریکړه به هرومرو منل کېږي. ښکتنۍ ټیټې جرګې نه شي کولی چې د خپلو پاسنیو جرګو په چارو کې ګوتې ووهي، خو پاسنۍجرګې کولی شي چې د خپلو ټیټو جرګو په چارو کې لاس ووهي. ګوندي ټولنې کولی شي چې ځانته خپله بنسټیزه منشور ولري، خو دغه بنسټیزه منشور به د ګوند د بنسټیزی سره په تضاد کې نه وي. د ګوند مشر د ګوند په دننه او بهر کې د ګوند استازیتوب نمایندګی کوي ، حقوقي واک لري، سیاسي، اقتصادي ، کولتوري او نور تړونونه د ګوند په نامه کولی شي او هم د ګوند د بیلابیلومختلفو چارو او پروګرامونو د سر ته رسولو له پاره استازي نمایندګان نیولی او جرګه ګۍ جوړولی شي او هغوۍ ته واک ورکولی شي. د ګوند مشر یوازې د ګوند سترې جرګې ته زمه واري مسئولیت په غاړه لري او نه شي کولی، چې په یوه وخت کې د ګوند او هم د حکومت او یا هیواد مشر وي. خپرونې : د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند خپلې خپرونې په پښتو ژبه په پښتونخوا کې کوي او هم په نورو ژبو د پښتونخوا ځانګړې ګڼې راوکاږي. بیرغ: د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند بیرغ طلا ئې رنګ لري ،چې د ګوند نښه ،چې د پښتون نیکه خوشال خان بابا قلم او توره ده ،په کې له ورایه ځلیږي. د باچا خان جایزه: د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د باچا خان په نامه ،چې زمونږ ژوندی کړکیښ تاریخ او سیاسي رڼا ده په هرو لسو ۱۰ کلونو کې هغه چا ته چې د قام او وطن د خپلواکۍ او ازادۍ په لاره کې ستر خدمتونه چوپړ کړی وي، د باچاخان په نامه جایزه ورکوي. د جایزې د ورکولو جرګه ګۍ د ګوند د مرکز ي جرګې له خوا ټا کل کېږي. کورنی دود : ددې بنسټیزې منشور سره یو کورنی دود مل دی، چې دا بنسټیزه بشپړه وي او د ګوند چارې په ښه توګه سنبالوي. په بنسټیزه کې تغیر او بدلون: پدې بنسټیزه منشور کې د ګوند د سترې جرګې د رایو د درې پر څلور ۴۳ برخې ډیره کی سره تغیر او بدلون راتلی شي. دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دمشرانو جرګې پخواني او اوسني غړي. تړونی کښېکاږئ باندنۍ تړنې د انټرنټ په مټ د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند ځانگړې وېبپاڼه : دګوند د مشرانو جرګې غړي |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%DA%A9%D8%B1%D9%8A%D9%85%20%D8%AE%D8%B1%D9%85 | عبدالکريم خرم | عبدالکريم خُرم د وردگو د سيد آباد ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې په ١٣٤٢کال په کابل کې زيږېدلى دى ده خپلې لومړنۍ زده کړې درابيا په ښوونځي کې تر سره کړې او بيا يې ثانوي زده کړې په استقلال لېسه کې سرته ورسولې . په کال ١٣٦٠ کې له دغې لېسې څخه فارغ شو او د کانکور له ازموينې نه وروسته د کابل پولې تخنيک انستېتيوت دمهندسۍ په پوهنځي کې په زده کړه بوخت شو . د قيد ژوند د لوړو زده کړو د لومړي کال په جريان کې د١٣٦١ کال دسنبلې په مياشت کې د درېيم ځل لپاره د کمونيستي نظام ضد فعاليتونو درلودلو په تور د هغه وخت د جاسوسې شبکې خاد له خوا په نيمه شپه کې له خپله کوره ونيول شو او بنديخانې ته ولېږدول شو . کله چې دى د لېسې د نهم کال زده کوونکى وً کمونيستانو د يوې کودتا له لارې قدرت ونيو .له همغې شېبې ده درک کړه چې د نوي حاکمه قدرت سره يې لاره بېله ده ، لکه د نورو ځوانانو په شان ،عبدالکريم خُرم په دې لټه کې شو چې کمونيستي کندې ته د هېواد د لوېدلو علت پيدا کړي . په همدې لټه کې يې د نړۍ د سياسي مفکرينو د آثارو لوستل پيل کړل . ددې تر څنگ عبدالکريم خُرم عملاً د مجاهدينو سره په کابل ښار کې د کمونستي نظام پر ضد فعاليت کولو او د متعلمينو او محصلينو د فرهنگي چارو تر لوړو مسووليتونو پورې يې دندې په غاړه درلودلې چې په همدې علت دوه ځله د کمو ورځو لپاره او درېيم ځل د دريو کالونو لپاره بندي او جېل ته واچول شو . له بنديخانې وروسته نږدې يو کال د مجاهدينو سره د دوى تر کنترول لاندې سيمو کې په جهاد بوخت وً ،او په کال ١٣٦٥ کې له مجاهدينو سره يو ځاى د پېښور په لور روان شو او له اتو ورځو ميزل وروسته پېښورته ورسېد .په پېښور کې د مجاهدينو په غنډونو کې له کم وخت تېرولو وروسته په ښارکې مېشت شو او په فرهنگي برخه کې يې فعاليت پيل کړ. دکتاب پلورلو په څنگ څنگ کې يې د زيات شمير خپرونو سره همکاري کوله او د ځينو د تحرير د هئيات غړى هم وً . په فرهنگي برخو کې تر فعاليتونو وروسته چې په هغو کې د مجاهدينو له خوا د لومړني هنري فلم جوړول هم شامل دي ، په کال ١٩٩١ کې د يو تحصيلي بورس په تر لاسه کولو سره د فرانسې هېواد ته روان شو . په فرانسه کې يې په پاريس کې د بين المللي روابطو د مطالعاتو په انستېتيوت کې په بين المللي اړيکو او ديپلوماسۍ کې د ماسټرۍ سند او وروسته د رنه دکارت پوهنتون کې د صادراتو په حقوقو کې د مافوق ماسترۍ سند تر لاسه کړ ، په همدې جريان کې عبدالکريم خُرم دپاريس د شرقي ژبو او مدنيتونو په انستېتيوت کې يوکال د قراردادي استاد په توگه تدريس وکړ. د لوړو زده کړو د تر سره کولو په جريان کې عبدالکريم خُرم تل له مطبوعاتو سره خپله رابطه ساتله او په پېښور او پاريس کې يې مقالې په مختلفو خپرونو کې چاپيدلې . برسېره پر دې ده دوه کتابونه له فرانسوي څخه دري ته ژباړلي چې يو يې د شکست اسلام سياسي په نامه دى چې په کال ١٩٩٥ کې په پېښور کې چاپ شوى او بل يې د قدرتهاى بزرگ در تلاش بې قدرتي د پاسکال بونيفاس ليکنه ده چې په کال ١٩٩٦ کې په پېښور کې چاپ شو. عبدالکريم خُرم خپله يوه رساله د سازمان په هکله ليکلې او دغه علمي اثر چې په فرانسوي ليکل شوى د افغانستان د داخلي جگړې په اوج کې دا نظريه وړاندې کوي چې زموږ سيمه او منطقه د رقابتونو او جنگونو پرځاى د سازمان د پياوړي کولو او فعالولو په واسطه دغربي اروپا د گډ بازار په شان د مثبتو اړيکو د ټينگولو په واسطه سوله افغانستان او ټولې منځنۍ او جنوب لوېديځې آسيا ته را وستلى شي . د١٩٩٧ کال په اخر کې عبدالکريم خُرم له پاريس څخه پېښورته راستون شو او هلته په سياسي او فرهنگي چارو بوخت شو . په فرهنگي برخه کې يې د سلهاوو مقالو ليکل ، په بېلابېلو کنفرانسونو کې اشتراک يا دولى شو . په سياسي برخه کې د افغانستان د سولې او ملي وحدت د ټولنې د اجرائيه کمېټې غړى وو کومه چې د پير سيداحمد گيلاني په مشرۍ جوړه شوې وه ، عبدالکريم خُرم پېښور ته په راتلو سره د پېښور په افغان پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې د استاد دنده هم ترسره کړه . په کال ٢٠٠١ کې د سپتمبر له پېښې وروسته د بن په کنفرانس کې عبدالکريم خُرم د پېښور د گروپ دغړي په توگه برخه درلودله . دموقتې او انتقالي ادارو په تشکيل سره عبدالکريم خُرم په کابل کې مېشت شو ، او دلته يې لومړى د متخصصو افغانانو د راستنولو مشاوريت وزارت کې د اروپا او مرکزي اسيا د سيمو مسووليت په غاړه درلود او بيا يې د حقوقي مرستې افغانستان د دفتر په جوړولو سره ددغې موسسې مشري په غاړه واخېسته . دغه دفتر هغو بې وزلو افغانانو ته چې د بېلابېلو جرايمو د ارتکاب په تور بنديان شوي وو د مجاني وکالت مدافع د برابرولو دنده تر سره کوي. د ١٣٨٥ کال په لومړيو کې ښاغلى خُرم د جمهوري رياست د تحليلگر او له کمې مودې وروسته د جمهوري رياست د مطبوعاتي سلاکار په توگه وټاکل شو. چې دوه مياشتې وروسته د ١٣٨٥ کال د زمري د مياشتې په اتلسمه نېټه د جمهور رئيس له خوا ولسي جرگې ته د اطلاعاتو او فرهنگ د وزير په توگه د باور رايې لپاره وپېژندل شو ،چې د باور رايې تر اخېستو وروسته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ د وزير په توگه ومنل شو او اوس اوس نوموړې دنده پر مخ بيايي . پښتانهافغانانپښتانه سياستوالافغان سياستوالافغان وزيراند شمالي ټلوالې غړي |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%A8%D9%86%20%D9%85%D8%B3%D9%83%D9%88%D9%8A%D9%87 | ابن مسكويه | ابو علي خازن احمد بن محمد يعقوب چې په مسكويه سره مشهور ؤ، د صفرې په نهمه نيټه، ۲۴۱هـ كال مړ شوې. د پيداېښت سم مالومات يې په هېڅ كتاب كې نشته، مگر د عام اټكل له مخې ابن مسكويه په ۹۳۲ز كال ته نږدې، د بنو يويه يانې د رېلمينون د واكمنۍ پر وخت په رې د نني افغانستان د هرات په ولاتي كې زېږېدلې دى. او د فرورۍ په شپاړسمه نيټه، كال ۱۰۳۰ز په اصفهان ښار كې ومړ. ابن مسكويه چې كله بالغ شو، نو د نوهلابي وزير سره نوكر شو. كه چېرې دده عمر اټكلا ۲۰ كاله ونيسو، نو ويلاى شو، چې دې په ۳۳۰هـ كال مړ شوې دى. دې پخپله په خپل كتاب تجريب الكسف كې ليكي، چې: دې د احمد بن كامل ۳۵۰هـ مړ زده كوونكې ؤ. زوكړه احمد بن محمد مسكويه ۹۳۲ز-۱۰۳۰هجری سپوږمیز، پښتو: ابن مسكوويه چې د ابن مسکویه په نامه هم پېژندل کېږي د اسلام له لومړنیو فیلسوفانو، ساینسپوهانو، اسلامي شاعرانو او لومړنیو تاریخپوهانو څخه و. داسې انگېرنې کېږي، چې دده قلمي کتاب الفوز الاصغر د چارلس داروین په تفکر او ... کې اصلي رول لرلې و، چې دا نظریه یې د بشر په مدا نومي کتاب کې له ورایه ښکاری. د ابن مسکویه اغیز د اسلامي فلسفې په اخلاقي اړخ کې لیدل کېږي. دې د اخلاقو د فلسفې لومړنې لیکوال گڼل کېږي، چې په دې لړ کې یې مشهور کتاب تادیب الاخلاق نومېږي. دا کتاب د عملي اخلاقو، د ځان اداره کونې او د کرکټرنو په تزکیه او پاکوالي رڼا اچوي. بشپړتيا تكامل ابن مسكويه لومړې فيلسوف او پوه اندې ؤ، چې د بشپړتيا تكامل نظريه يې وشاربله. ډاكټر محمد حميدالله د ابن خلدون الفوز الاصغر څېړنې څخه دې پايلې ته رسېدلې چې د بشپړتيا نظريه د لومړي ځل لپاره همده ابن مسكويه وړاندې كړې ده. : - - . . لومړنۍ او لوړې زده كړې د ابن مسكويه ليكلي اثار د يو عالم او پوه د نظرياتو او افكارو باندې پوهېدو لپاره دا اړينه ده، چې د هغه د مړينې څخه وروسته د هغه ليكلو اثارو ته نظر واچوو. ابن مسكويه په ټولو مروجه علومو او فنونو لكه: رنځپوهنه، شمېرپوهنه، فزيك، منطق، الهيات او كېميا كې ډېر شې كتابونه ليكلي. لدې پوهو څخه پرته د فن او ادب او تاريخ باندې هم ليكنې كړي، چې پدې ليكنو كې په ځانگړي توگه له ارستو څخه اغيزمن شوې دى، او د اپلاتون او جالينوس له ښوونو څخه يې هم گټه پورته كړې. د ابن مسكويه ليكلي اثار په لاندې ډول دي: الفوز الكبير الفوز الكبير تجارب الاحم انس الفريد ترتيب السعادات المستوفي جاودان خرد الجامع السير د ابن مسكويه فكر او فلسفي نظريات مابعد الطبيعيات ابن مسكويه د مابعد الطبيعياتو كې د څښتن او د هغه د صفات په عقلي دلايلو ثابتولو كوښښ كړې دى. دې وايي چې هېڅ جسم بې خوځښته ندې. له خوځښت څخه موخه يواځې له يو ځاى څخه بل ځاى ته لېږدېدنه نده، بلكه د اجسامو بدلون هم پدې كې شامل دى. د يو جسم لوېدل او كمېدل، او ډول، ډول شكلونه غوره كول دا ټول د جسماني بدلونو نوم دى. كله چې موږ وايو چې ټول جسمونه په خوځښت كې دي، نو زموږ موخه دا ده چې ټول جسمونه په دايمي خوځښت كې دي. او دا خبره ښه روښانه ده، چې دايمي حركت لرونكي اجسامو لپاره د يو غير جسماني خوځوونكي شتون اړين برېښي، چې دا خوځوونكې خپله نه خوځېدونكې وي. ځكه چې د خوځنده اجسامو خوځېدنه ذاتي يا بې خوځوونكي نه وي، ځكه چې خوځنده اجسامو خوځېدنه ځاني يا بې خوځوونكي نه وي. د نبوت زبات ابن مسكويه د موجوداتو له ارتقايي ترتيب څخه نبوت په زبات رسولې دى. د ژوند اثار له ټولو څخه مخكې په ونو بوټو كې په نظر راځي، چې پدې كې له ټولو څخه اعلى ډول د خرما دى. ځكه چې دا ونه نر او ښځه لري. ساپوهنه اخلاقپوهنه د ډي بویر د وینا له مخې ابن مسکویه یو ماهر رنځپوه، فیلسوف، او تاریخپوه په توگه د اسلام په فلسفه کې یو ځانگړې ځای لري، بلکه د یو فلسفي اخلاقي نظام په جوړولو سره نور هم د اهمیت وړ شوې دی. ۱۱ دلته به موږ د ابن مسکویه د فلسفې ټول اړخونو په څېر اخلاقي اړخ لږ څېړنې لاندې نیسو. د اخلاقو بنسټ نفسیات دي. او نفس یا اروا یو غیر مادي جوهر دی. نو پدې توگه جسم د نفس تابعدار دی. نفس درې قوتونه لري: ناطقه قوت، یانې د فکر او تمیز قوت غضبیه قوت، یانې د غصې او طیش قوت شهویه قوت، یانې د ټولو بدني غوښتنو قوت دا هم وگورۍ د افغاني ساينسپوهانو لړليک د افغاني فيلسوفانو لړليک باندنۍ تړنې . مسلمان فیلسوفان محمد احمد ابن مسکویه سرچينې مسلمان فيلسوفان افغاني فيلسوفان افغاني پوهان فيلسوفان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%A7%D9%84%D8%BA%D8%B2%D8%A7%D9%84%D9%8A | محمد الغزالي | د غزالي ليكنې د اسلامي متفكرانو له ډلې څخه هېڅ داسې پوه آندی نشته چې د غزالي په كچه ليكنې يې كړې وي. داسې ويل كېږي، چې دده ليكلي اثار يې لومړې وشمېرل، او بيا يې دده د ژوند پر ورځو ووېشل، چې په هره ورځ په لسهاوو پاڼې ورسېدې. د غزالي زياتره ليكنې د بغداد د نظامي ښوونځي كې د ښوونې پر وخت ترسره كړي، چې له ۴۷۸ څخه تر ۴۸۷ هجري سپوږميز ترمنځ كلونه راځي. د غزالي عربي ليكنې په لاندې ډول دي: البسيط په فقه كې الوسيط په فقه كې الوجيز په فقه كې مقاصدالفلاسفه په سپوږميز هجري كال كې د فلسفې په اړه تهافتالفلاسفهپه سپوږميز هجري كال كې، د علم كلام په اړه محكالنظردر سال سپوږميز هجري كال، د منطق په اړه معيارالعلم سپوږميز هجري ميزانالعلم سپوږميز هجري المستظهري سپوږميز هجري كال، د علم كلام په اړه حجهالحقپه سپوږميز هجري كال، د علم كلام په اړه الاقتصادفي العقائددر سال سپوږميز هجري كال، په دمشق كې د علم كلام په اړه الرساله القدسيه په سپوږميز كال، په دمشق كې د علم كلام په اړه احياءعلومالدين د او سپوږميزو كلونو ترمنځ په شام، قدس، حجاز او طوس كې د تصوف په اړه بدايهالهدايه په سپوږميز هجري كال په اخلاقو كې المقصدالاسنيپه سپوږميز كال ميان سالهاي و سپوږميز كال: جواهرالقرآن، كتاب الاربعين اخلاق، كيمياي سعادت فارسي تصوف الدره الفاخره. القسطاس المستقيمدر سال سپوږميز سپوږميز هجري كال كال. فيصلالتفرقه بين الاسلام و الزندقه ايهاالولدپه تصوف په اړه المنقذ من الضلال د ژوند د شرحې په اړه. المستصفي من اصول الفقهپه سپوږميز هجري كال په فقه كې وليكه مشكاه الانوار د تر سپوږميز هجري كال يانې توس ته له وروستي راگرځېدو څخه وروسته، دا كتاب د تصوف په اړه دى. الجامالعواممنعلمالكلام در سالهاي تا سپوږميز هجري كال، د تصوف په اړه معراجالسالكين د او سپوږميز هجري كلونو ترمنځ،د تصوف په اړه له سپوږميزكال څخه وروسته يې ځينې ليكنې كړي، چې په لاندې ډول دي: الادب فيالدين، القواعدالعشره، الرسالهالوعظيه، رسالهالطير، الرسالهالدينييه، منهاجالعارفيند تصوف په اړه روضهالطالبين د تصوف په اړه الدره الفاخره عجائبالمخلوقات و اسرارالكائنات چې په: الحكمه في مخلوقاتالله مشهور دى. د غزالي هغه ليكنې چې په پاړسو ژبه يې كړي اسرارالحج وتلبيسابليس، كيمياي سعادت كه مهمترين كتاب او به فارسي است و كتاب احياءعلومالدين خودرا در آن خلاصه كرده است. د يادولو وړ ده، چې غزالي په فقه، تفسير، كلام، فلسفه او تصوف په اړه د امام شافعي رحمه الله د اصولو په لار ډېر زيات ليكلي اثار لري. غزلي په نثر او نظم دواړو كې په عربي او پاړسو ژبو ښه ليكنې لري، چې له همدې وجې د پاړسي ژبې له نامتو ليكوالو څخه گڼل كېږي، د غزالي فلسفه په فلسفي موضوعاتو كې د غزالي ونډه د تصوف په اړه د غزالي دريځ په علم كلام كې د غزالي ونډه تړلي ليكنې دا هم وگورئ اخځليكونه ختيځ فيلسفوفان مسلمان فيلسفوفان فلسفه فيلسوفان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%DA%AF%D9%84%20%D9%86%D9%88%D8%B1%D9%8A | محمد گل نوري | محمد گل نوري زوکړه ۱۲۷۹ لېږديز لمريز کال، کندهار-مړينه د ۱۳۵۲ ل ل کال د ليندۍ ۲۰ د افغانستان يو پښتو ژبی فولکلوريست، ليکوال او شاعر وو. مخينه محمد گل نوري هغه هېره شوې څېره ده، چې موږ يې نه پېژنو، په دې مانا چې په پوره ډول يې نه پېژنو، كه يې پېژنو، پر زياتو كارونو او هڅو يې نه يو خبر، ځكه چې زمانې، وخت او حالاتو ډېره جفا ورسره كړې ده؛ حالاتو يې د ژوند پر لار ډېر اغزي راټوكولي او ډېر څه يې ترې اخيستي دي. محمد گل نوري پر ۱۲۷۹ ل ل كال په كندهار كې زېږېدلى دى. هغه مهال خو دومره د زده كړې امكانات هم هر چاته برابر نه وو، خو ارواښاد نوري وكړاى شول، چې د سيمه ييزو پوهانو او كورنيو مشرانو په مرسته زده كړه وكړي، د خپل ځانگړي استعداد او وړتيا په بركت يې ډېر څه په ذهن كې پاتې كېدل او هغه د چا خبره ذهين انسان وو. همدغه د استعداد او نبوغ بركت يې وو، چې په زياتو ډگرونو كې وځلېد او ډېر خدمت يې وكړ. د هغه نه هېرېدونكي اثار به زموږ د ادبياتو ستره او غوښنه برخه وي، خو دغه ډول استعدادونه په ډېرو خوارو او غريبو كورنيو كې پيدا كېږي، ډېر كم داسې پېښېږي، چې د كوم شتمن زوى دې د نبوغ تر كچې ورسېږي، يا دې هم دى د ډېرې خوارۍ وړتيا ولري. هغه څوك چې په هوسايۍ او نعمتونو كې رالوى شوى وي، په خپله يې د ځان د هوسايۍ لپاره څه نه وي كړي، هغه به څنگه په دې وپوهېږي چې د ژوند لپاره ضروري شيان څه دي او انسان بايد ژوند د چا لپاره وكړي. زده كړې استاد نوري په ۱۳۰۰ ل كال د امان الله خان د پاچهۍ پر مهال د كندهار ښار په شالمار ښوونځي كې د پښتو د ښوونكي په توگه وټاكل شو، چې د هېواد بچيو ته يې پښتو ژبه تدريسوله. لكه مخكې چې يادونه وشوه وخت او حالاتو ډېرې سختۍ ورباندې راوستلې، چې په هر پړاو كې يې گوزارونه وركړي؛ دندې هغه مهال چې په كندهار كې پښتو ادبي انجمن جوړ شو، استاد محمد گل نوري يې لومړنى غړى وو. څو كاله وروسته چې د لومړي وزير سردار محمد هاشم خان په امر دغه انجمن كابل ته ولېږدول شو نو هلته يې نوم په پښتو ټولنې واوښت. استاد نوري بيا په كابل كې د تاليف او ژباړې په څانگه كې د لغاتو او سيمه ييزو ژبو د څانگې د امر په توگه په دنده وگومارل شو، چې په دې موده كې يې د خپل كار او زيار په برکت ډېر مواد سره راټول كړل، هورې يې د ځينو مخكښو څېرو په مرسته د څېړنې، فولكلور څېړنې او كلتورپوهنې په برخه كې ډېرې ښې تجربې ترلاسه كړې. كله چې يې مېرمن او زامن مړه شول، دى په خپله خوښه بېرته كندهار ته راغى او د كندهار په دولتي چاپخونه كې د رتبې په ساتنې سره څلورمه رتبه يې وه، د مامور په توگه وټاكل شو. كه څه هم ده ته بايد يوه لوړه څوكۍ او مهم پوست وركړل شوى واى، خو چيرته دي هغه خلك چې خپل ملي خدمتگاران وپېژني او قدر يې وكړي؟ چېرې ول هغه مهربان لاسونه چې د انسان او انسانيت په خاطر يې زموږ ملي مشران په سختو حالاتو كې نازولي واى؟ اقتصادي وضعه او د ژوند ناخوالې ارواښاد استاد نوري دېرش كاله په ډېرو سختيو او خواريو كې ماموريت وكړ، له بده مرغه چې د تقاعد پوره حق يې هم ترلاسه نه كړ، دا ځكه چې د جبر لارويان خو هېڅ وخت هم نه غواړي ملي مخكښان هوسا وي او يا هم تر دوى مخكې شي. ده د تقاعد په وخت كې د هغه مهال په حساب دوولس زره افغانۍ ترلاسه كړې، چې دا ډېرې كمې پيسې وې، نور يې ورځ په ورځ اقتصادي وضعه خرابېده. له دې كبله يې د كندهار په هرات دروازه كې د مستو پلورلو تاغار مخې ته كېښود او په خپلې غريبۍ يې ځان بوخت وساته. يو مهال ورته څو بهرني څېړونكي راغلي وو، چې له استاد سره وگوري، هغوى په پوښتنو پوښتنو هرات دروازې ته ورسېدل، له يوه دكاندار څخه چې د استاد نوري پوښتنه وكړه، هغه پر استاد ږغ كړى و: ماد گله! راسه دا كسان دې غواړي. كله چې استاد له دغو بهرنيو پوهانو سره وليدل، هغوى يې ډېر قدر وكړ، خو استاد ته ډېر حيران شول، چې دومره ستر فولكلوريسټ او ادبپوه څنگه د مستو پلورلو تاغار ته ناست دى؟ په هر حال، هغوى له استاد سره ولاړل، استاد خپل اثار وروښوول، خو د استاد په غوږ كې د هغه دكاندار همدا جمله ازانگې كولې، زړه يې ډېر مات شو. ويل كېږي چې خپل ډېر اثار يې هغه مهال د غوسې په حالت كې په خپله وسوځل. دى تر تقاعد وروسته د كندهار د هغه مهال د اطلاعاتو او كلتور رياست د لوى مدير غلام محى الدين ايوبي په ځانگړې پاملرنه د همدغه رياست په مديريت كې د اجير كاتب په توگه وټاكل شو. دوه كاله وروسته بيا د كندهار دولتي چاپخونې په مديريت كې د ارشيف د څانگې په لسمه رتبه كې د اجير كاتب په توگه وټاكل شو. په دې دندې سره وتوانېد چې څه ناڅه ذهني سكون ترلاسه كړي او ځان بوخت وساتي. ادبي هڅې او لاسته راوړنې محمد گل نوري به چې د خپلې دندې له مخې كله كله نورو ولسواليو، ليريو پرتو سيمو او كليو ته ورته، نو هورې به يې له خلكو څخه متلونه، سندرې او لغات راټولول، چې په زرگونو متلونه، سندرې، فولكلوري مواد او نوره ولسي پانگه يې راټوله كړه. دغه راز يې له ليريو پرتو سيمو څخه يوولس ټوكه دېوانونه راټول كړل او پر هغه مهال يې په وړيا توگه انجمن ته وړاندې كړل: د محمد امان دېوان. د محشور د كلي د باركزي حاجي جمعه دېوان. د عبدالله پوپلزي دېوان. د عبدالنبي بېټني دېوان. د ملا شېر محمد هوتك دېوان. د ملا يار محمد دېوان دوه ټوكه او يوه پښتو ميراثنامه، په نظم كې. د حنان دېوان. د عبدالعزيز قرقدان دېوان. د كريم داد دېوان د اخوند دروېزه زوى. قلمي تجويد د ملا باز محمد شاعر. د پښتو انشاء دوه ټوكه. كه څه هم ارواښاد نوري كولاى شول چې دا دېوانونه په لوړه بيه پر پښتو ټولنې، كومې خپرندويې ټولنې، يا هم بل ارگان وپلوري، يا يې هم د ځينو اوسمهالو ليكوالو په څېر په خپلو الماريو كې كولپ كړي، خو ده د خپل ملي احساس له مخې دغه ټول موندل شوي اثار ولس او ملت ته وړاندې كړل، چې بله ورځ د ده له مړينې سره سم د وركاوي له گواښ سره مخ نه شي، يا هم د طبيعي افتونو او پېښو ښكار نه شي. خدای بښلي نوري په پښتو فولكلور كې دومره اساسي كارونه كړي، چې پښتو متلونه، پښتو اصطلاحات، محاورې، سندرې، لوبې، نومونې او نكلونه يې ټول په جلا جلا اثارو كې راټول كړي دي. همدغه اثار يې په شوروي اتحاد، المان، انگلستان، هند، فرانسه، جاپان، چين او نورو هېوادونو كې د پوهنيزو او څېړنيزو موسسو تر كار لاندې راغلي او د معتبرو سرچينو په توگه كارول شوي دي. رحمت الله مړوند د ۱۳۵۱ ل ل کال د كندهار مجلې په پرله پسې ۱۴۳ زمري مياشت د گڼې په شپږم مخ كې له ارواښاد محمد گل نوري سره يوه مركه كړې او په دغه مرکه کې زموږ دغه ليکوال د خپل زړگي ټول بړاس ايستلى او د يوې پوښتنې په ځواب كې يې ويلي دي: تر اوسه پورې د ځان لپاره يوه سرپناه هم نه لرم او كډه په شا گرځم. دا دى د يوه هېواد د هغه نامتو فولكلوريسټ ژوند او حالت، چې پر افغانستان سربېره يې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كې خلك مني او كارونه يې ارزښت لري. كه چېرې دغه ډول بله سټه په بل هېواد كې واى، ښايي په ژوندوني به يې ځينې واټونه د هغه په نوم نومول او ان چې اكاډمۍ به يې هم د هغه په نامه جوړولې. موږ وينو چې هغه كه له يوې خوا دا تمه نه درلوده، له بلې خوا يې پر زياتو خواريو سربېره خپله هڅه او هاند نه دى پرې ايښى. د استاد تر ټولو خوږه خاطره استاد ته چا پر چاپ شويو كتابونو يوه پولۍ هم نه ده وركړې. هغه په دې برخه كې له مزد او لاسباړې حق الزحمې پرته د خپل ولس خدمت ته ملا تړلې وه. هغه په خپله همدغه مركه كې د خپلو خوږو خاطرو په لړ كې تر ټولو خوږه او نه هېرېدونكې خاطره هغه گڼلې چې په ۱۳۱۸ ل ل کال کې يې د پښتو ټولنې له خوا لومړنى كتاب ليك ښوونكى په دوو ټوكو كې چاپ شو. رښتيا هم ځينې پوهان كه له يوې خوا، لکه د نورو ليكوالو په څېر، خپل اثار خپل زامن گڼي، له بلې خوا د لومړي كتاب خپرېدل بل خوند او كيفيت لري او په دې خوند به هغه څوك پوهېږي چې كتابونه يې چاپ شوي وي. دلته استاد نورې خپلې ترخې خاطرې هم يادې کړې دي. د استاد تر ټولو ترخه خاطره ډېره ترخه او نه هېرېدونكې خاطره، چې د مرگ تر ساعته به مې لا هم په زړه كې وي، هغه دا ده چې د ادبي انجمن او پښتو ټولنې د تاسيس له وخته څوك په دې بريالي نه سول چې يو لوى پښتو قاموس جوړ كړي. په هغه وخت كې چې زه د تاليف او ترجمې مدير وم او بيا د افغانستان د محلي ژبو او لغاتو د څانگې د آمر په توگه وټاكل سوم، نو د مطبوعاتو د مستقل رياست د رسمي ليك په ذريعه وگومارل سوم، چې ژر تر ژره بايد پښتو قاموس جوړ كړم او دا خبره هم په ليك كې زياته سوې وه چې كه د دغه كار تر عهدې ووتلې، نو ستا مكافات به د عمومي مدير رتبه او معاش وي. لنډه دا چې په ډېر زحمت مې د خپلې لور طيبو په مرسته دغه قاموس ترتيب او ميدان ته راويوست، چې نيم يې د شين تر رديفه د كندهار په دولتي مطبعه كې د ايازي صاحب په كوښښ او زما په خپله تصحيح او د شين له رديف څخه بيا تر پايه د كابل په دولتي مطبعه كې چاپ سو. په دغه وخت كې زه په كندهار كې د مطبعې مدير وم، ځكه مې ونه ليد چې نوموړى قاموس په څه ترتيب چاپ سو. كله چې دا قاموس، چې ما نوراللغات نوم پر ايښى وو، د پښتو قاموس په نامه نشر سو او ما وكوت، نو له بده مرغه زما نوم پر لومړۍ پاڼه نه وو ليكل سوى، لېكن د نورو اشخاصو د نومونو په لړ كې زما نوم هم ورسره ليكل سوى وو. په دې ډول زما د كلو كلو زحمت، مكافات او همدغه وعدې چې قاموس به د محمد گل نوري په نامه طبع كوو، عبث ولاړ.۱ دلته د استاد د ترخې خاطرې لوستل د هر بادرده هېودوال او قلموال زړه دردوي، ځكه پر يوه مخ ليكنه د ليكوال څومره ډېره انرژي لگېږي او څومره خواري غواړي، پاتې شوه د يوه پرېړ قاموس ليكنه، چې استاد يې هر لغت په څومره خوارۍ راټول كړى، مانا يې ورته پيدا كړې، بيا يې د خپلې لور په مرسته ترتيب كړى، خو كله چې له شين رديف څخه د ي تر رديفه پورې برخه يې چاپېږي، د استاد نوم يوازې د مرستندويو كسانو په كتار كې ليكل كېږي. گواكې دا چې ده خو د قاموس په راټولونه كې يوازې څه ناڅه مرسته كړې ده. د پښتو ټولنې پر دغه كار بيا چا څه ونه ويل، نه يې هم ويلي دي، په كار خو دا وه چې يادونه يې شوې واى، ځكه په داسې يوه معتبره اداره كې داسې يوه درغلي شوې، چې له بده مرغه يوازې استاد سيال كاكړ ورته په خپل كتاب ادبي انځور كې يوه اشاره كړې ده: پښتو قاموس د استاد نوري هغه تاريخي تاليف دى، چې په ۱۳۳۰ ل كال كې د پښتو ټولنې له خوا په دوو ټوكو كې خپور سو. په كار خو دا وه چې دواړه ټوكونه استاد نوري ته منسوب واى، خو ښاغلي رښتين داسې ونه كړ، تش يې د دواړو ټوكونو په سرو كې داسې وكښل: خو په تېره ښاغلي محمد گل نوري د لغاتو د څانگې وروستي مدير په دغه ليار كې ډېر زحمتونه گاللي دي او په زياته برخه يې تودين او تبيض كړې ده.۱ كه څه هم ځينې خلک به دا وايي چې داسې يوه درغلي هېڅ امكان نه لري، خو د ارواښاد استاد نوري په حق كې دا شوې بې انصافي خو هم د زغم وړ نه ده. بله دا چې د استاد نوري هغه خواري خو بايد يوازې په يوه جمله كې خلاصه نه شي. د هغه اثر بايد هغه په خپل نوم خپور شوى واى. كه څوك دا نه مني، چې دغه اثر دې د استاد نوري وي، موږ به د چاپ شوي قاموس د الف رديف په پاى كې د استاد نوري يو خپور شوى يادښت راواخلو، چې د خپرندوى ورته پام نه دى شوى، چې ويې باسي، ځكه استاد دغه قاموس ته نوراللغات نوم وركړى وو، چې پښتو ټولنې پښتو قاموس نومولى دى. دغه يادښت د نوراللغات يا پښتو قاموس د لومړي ټوك، د الف رديف په پاى كې پر ۶۹ مخ باندې راغلى دی: نوراللغات د الف رديف پاي ته ورسېدى، د دې رديف لغات او مصادر او څلورگوني مشتفات او اصطلاحات په لاندې شمېر سره دي: لغات ۱۷۵۹ مصادر ۱۴۸ مشتقات ۵۱۶ اصطلاحات ۴۱۳ ۳ دغه يادښت په خپله دا زباتوي، چې دغه قاموس د استاد محمد گل نوري له خوا ليكل شوى، ترتيب شوى او اوډل شوى دى. د محمد گل نوري نور غلا شوي كتابونه د استاد نوري پر ځينو نورو اثارو هم خلكو خېټه اچولې، يا يې د ده په ژوندوني، يا هم تر مړينې وروسته په خپلو نومونو خپاره كړي دي. د ساري په توگه ملي هنداره د استاد نوري د فولكلوريكو كيسو يوه په زړه پورې لړۍ او مشهور اثر دى، چې په زياتو كورنيو كې خلك ورسره اشنا دي او په كندهار كې خو زيات مينه وال لري. پر كندهار سربېره په گڼ شمېر نورو سيمو كې هم ډېرو خلکو دغه نكلونه لوستلي دي. دغه اثر څو څو ځلې د بل چا په نامه چاپ شوی، ان چې د پاكستان په ټلويزيون كې د ډرامو په بڼه كې په يوه لړۍ كې خپور شو، خو د بل چا نوم به د ليكوال په توگه ليكل كېده. حال دا چې حق د استاد نوري وو، چې بايد يادونه يې شوې واى. د استاد سيال كاكړ د ليكنې په استناد: په پېښور كې د قديمي كتابخانې له خوا د ملي هندارې لومړى او دويم ټوك د حاجي فضل احمد او حاجي عبدالرحيم له خوا چاپ شو، چې د ليكوال نوم يې په محمد كامل نوري وربدل او دغه دوه ټوكه كتابونه څو څو ځلې چاپ او بازار ته وړاندې شول. څرگنده نه ده چې هغه مهال ولې چا دغه اړخ ته پام ونه كړ او حكومت يې ولې مخنيوى نه كاوه؟ كه حكومت په دغو كارونو كې د مداخلې او تصرف حق ځان ته نه وركاوه، په خپله پښتو ټولنې څنگه دا ډول چارو ته قانوني لارې چارې نه سنجولې؟ د استاد سيال كاكړ د ادبي انځور نومي كتاب په ۱۸۲ مخ كې يوه بله يادونه هم لولو: د ملي هندارې ... د استاد نوري د ملي هندارې يوه لويه برخه ښاغلي شفيق وجدان په ادبيات مردم نومي كتاب كې بې له څه حوالې راوړې او د يونيسكو نړيواله پنځه سوه ډالريزه جايزه يې هم اخيستې ده. دغه راز متلونه نومى كتاب، چې د استاد نوري اثر دى، په ۱۳۲۷ ل ل كال كې د استاد نوري له خوا چاپ شو، چې دويم ځل پښتو ټولنې له څه زياتونې او سمونې سره سم په ۱۳۴۴ ل كال كې بيا چاپ او خپور كړ. د دې تر څنگ پښتو اهنگونه د استاد نوري د څو كلنو خواريو يوه بله لاسته راوړنه ده، چې ډېرې ولسي سندرې يې د سازونو په مرسته او د موسيقۍ په سر و تال كې ولس ته وړاندې شوې دي. دغه اثر بيا په ۱۳۲۵ او ۱۳۲۶ ل ل کال كې د استاد بېنوا له خوا د چند اهنگ پشتو تر سرليك لاندې بيا خپور شو، چې د استاد نوري يادونه هېڅ نه ده په كې راغلې. ملي سندرې ملي سندرې د استاد نوري بل اثر دى، چې په ۱۳۲۳ ل ل كال كې د پښتو ټولنې له خوا خپور شو. دغه اثر بيا په ۱۳۳۴ ل كال كې له كومې يادونې پرته د پښتو ټولنې له خوا بيا خپور شو، چې د پښتني سندرې د لومړي ټوك نوم يې وركړى وو، چې محمد دين ژواك يې د اهتمام چارې ترسره كړې وې. له استاد سره دا شوې جفاگانې د هېرېدو نه دي. كه چېرې يې هغه خپاره شوي اثار بيا خپرېږي، بايد چې انصاف په پام كې ونيول شي، ځكه چې ده پر هر اثر باندې زياتې خولې تويې كړي او ډېرې سختۍ يې گاللې دي. د فولكلور په هر ډگر كې استاد نوري بنسټونه ايښي دي، تر ده وروسته بيا په دې ډگرونو كې بل چا دومره اساسي كار نه دى كړى، كه كار شوى هم دى، يا د ده له خپرو شويو اثارو څخه استفاده شوې، يا هم ټولې څېړنې د مېزونو تر شا شوي، څوك عملاً د هېواد بېلابېلو سيمو ته نه دي تللي، چې د خلكو له سينو څخه دا ولسي پانگه راټوله كړي. استاد محمد گل نوري په ۱۳۵۱ ل ل كال، يانې تر خپلې مړينې يو كال وړاندې خپل چاپ او ناچاپ اثار داسې راپېژني: چاپ شوي آثار ليك ښوونكى، دوه ټوكه، لومړۍ برخه يې د انشاء اصول او دويمه برخه يې د ليك لېږلو په اړه ده، چې په ۱۳۱۷ ل كال چاپ شوی دی. ملي هنداره، درې ټوكه، دوه ټوكه بېل بېل چاپ شوي، درېيم دا يې د كندهار په دولتي چاپخونه كې د احمدشاه بابا د كتاب چاپولو موسسې له خوا چاپ شوى دى. پښتو اصطلاحات، يو ټوك، چې په ۱۳۲۰ ل كال كې چاپ شوى دى. ملي سندرې او لنډۍ، يو ټوك. متلونه، يو ټوك. دينياتونه، يو ټوك. مدني اخلاق، دوه ټوكه. مدني معلومات، دوه ټوكه. پښتو قاموس نوراللغات چې ۴۵ زره لغات لري او استاد د خپلې لور طيبې په مرسته دا لغات سره ډلبندي كړي او په دوو ټوكو كې چاپ شوي، چې د پښتو ټولنې له خوا بيا چاپ شول. رحمه اللعالمين، ليكوال يې محمد احمد جادالولي دى، چې استاد له عربي ژبې څخه ژباړلى دى، ۱۳۴۱ ل کال. ناچاپه آثار ملي لوبې، يو ټوك. پښتو اهنگونه، چې تر شلو زيات اهنگونه لري. استاد يادونه كوي، چې دا اهنگونه ښاغلي فرخ افندي زما په لارښوونه په پيانو ږغولي او وروسته يې نوټېشن ترتيب كړى دى . ملي دودونه، يو ټوك. خوږ بانډار، درې ټوكه، چې حكايتونه او فكاهيات لري. د خوشال خان خټک حل اللغات، يو ټوك. د خوشال منتخبات، يو ټوك. د عبدالقادر خان خټک منتخبات، يو ټوك. د احمد شاه درانی منتخبات، يو ټوك. پښتو ياد چې د پښتو ژبې د زده كړې طرز دى، يو ټوك. د اُحد غزاء، يو ټوك. ديارلس نكلونه، يو ټوك. د مينو رساله، يو ټوك، چې يوه برخه يې په كابل مجله كې چاپ شوې ده. د نوري دېوان. د شين خاالو نارې، يو ټوك. سنگلېچي قاموس، يو ټوك. واخي قاموس، يو ټوك. اشكاشمي قاموس، يو ټوك. منجي قاموس، يو ټوك. وروستي پينځه سيندونه قاموسونه د بدخشي د افغانستان د ځينو گړدودونو لهجو قاموس څخه راايستل شوي دي. زوړ كندهار، د كندهار د لرغونو غونډيو او ځايونو پېژندنه ده. دغه اثر جايزه هم گټلې ده. ژباړل شوي اثار د روغتيا عمومي قوانين، يو ټوك. د روغتيا ژوندون، يو ټوك. د صحت ساتنه، چې په طلوع افغان كې هم په پرله پسې ډول خپور شوى دى. د شين خالۍ نارې. ۷۲ ډيالوگونه او ډرامې. محمد ابراهيم عطايي د كندهار مجلې د ۱۳۵۲ ل کال د ليندۍ مياشت، پرله پسې ۱۶۴ گڼه كې د مرحوم محمد گل نوري له موږ څخه گيله من جلا سو، تر سرليك لاندې د استاد نوري د مړينې نېټه د ۱۳۵۲ لېږديز لمريز کال د ليندۍ شلمه ښيي، چې پر پنځوس كلنو خدمتونو يې هم رڼا اچولې ده.۴ د محمد گل نوري ټول اثار ملي او غور هدي، په تېره بيا دده ملي هنداره خورا مشهور او شهكار اثر دى، ځكه چې دا كار د بل چا د لاسه پوره نه وو. په دې افسانو كې د ادم خان او درخانۍ، فتح خان بړېڅ، مومن خان او شيرينۍ د نوري افسانې د ملي ادب يوه قيمتي پانگه ده. د استاد نوري د نثر نمونه لمبولال يا نېمبولال ته واښه! ښه! چې ؤ- يو باچا ؤ، ددې باچا يوه لور وه، زوى يې نه درلود. دغه لور خورا پر گرانه وه، او ډېره ښه سكه يې وه. پر دې لوې يې يو پېرې مين ؤ، چې نوم يې نېمبولال يا لمبولال ؤ،. چې د كشمير د پېريانو د پاچا زوى ؤ، يو مريې يې درلود، چې نوم يې لونگين ؤ، او څلور خوندې خوېندې يې درلودې، چې كشره خور يې شېربانو نومېده، دوي خوندې يې په لاهور كې وې، دوي هلته په كشمير كې، دى پرمين سو د باچا پر لور، نو يې مريى چې لونگين نومېدى او هرځآى به دده سره ؤ، او دده حفاظت يې كاوه، د ځان څخه جلا كى كشمير ته يې واستاوه. د ځان د يوه سپېله طالب په بڼه كړى دى. د باچا كورته نژدې په يوه مسجد كې يې ځاى ورته نيولى دى، ستيږي، د ورځې د طالبانو سره سبق پر ملا وايي، چې نيمه شپه سي، بېرته د پېري په ډول سي، راسي نه يې پېره دار ويني نه يې مينځيانې وينځې ويني، د باچا د لور سره پر پلنگ پالنگ تر سهاره شپه تېره كړي، نه يې خوب ته پرېږدي، نه يې بل څه ته، سهار وختي بېرته ولاړ سي، مسجد ته د طالب په بڼه سي په مسچد كې سق وايي هېڅوك يې نه پېژني. اخځليكونه . كندهار: پرله پسې ۱۴۳ گڼه، د ۱۳۵۱ ل كال زمري مياشت، د استاد محمد گل نوري مركه. . ادبي انځور، سيال كاكړ، ۱۷۶ مخ، ۱۹۸۷ ز كال چاپ. . د نوراللغات پښتو قاموس د الف رديف پاى، ۶۹ مخ، ۱۳۳۰ كال چاپ، د پښتو ټولنې له خوا. . كندهار مجله، پر له پسې ۱۶۴ گڼه، ۱۳۵۲ ل كال، د ليندۍ مياشت، د استاد محمد ابراهيم عطايي ليكنه. . كندهار مجله، پر له پسې ۱۳۴ گڼه، ۱۹ مخ. د پښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره، ليكوال، پوهاند ډاكټر زېورالدين زېور، د ۱۳۸۵ كال چاپ. باندنۍ تړنې په ويکي شعرونه کې د محمد گل نوري شعرونه پښتانه شاعران پښتانه ليکوال افغاني ليکوال افغانان پښتانه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D8%AE%D8%AA%DB%8C%DA%81%DB%90%20%D9%81%D9%84%D8%B3%D9%81%DB%90%20%DA%9A%D9%88%D9%86%DA%81%D9%8A | د ختیځې فلسفې ښونځي | په عمومي توگه د ختیځې فلسفی ښوونځي په لاندې ډول وېشل شوي دي: بوديزم كونفيوشيزم ختيزه فلسفه هندوييزم جينيزم كارما قانونيت ماويزم شنتويزم صوفيزم طاويزم د زېن بويزم تړلې لیکنې فلسفه ختیځه فلسفه سرچینې فلسفه لویدیزه فلسفه فلسفي ښوونځي |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF%20%D9%84%D9%88%DB%8C%D8%AF%DB%8C%DA%81%DB%90%20%D9%81%D9%84%D8%B3%D9%81%DB%90%20%DA%9A%D9%88%D9%86%DA%81%D9%8A | د لویدیځې فلسفې ښونځي | په دې لیکنه کې د لودیځې فلسفي ښوونځي په گوته کړای شوي چې د هر یو نوم او شننه به یې په لاندې توگه وکړو: لاأدرية د اسكندريې مدرسه - تحليلي فلسفه - لاسلطوية څښتن نه منونكي - د كامبردج افلاتونيت - تماسكية - كون - فلسفة قارية - عقلانية قارية - كمونسيزم - نقدي نظريه د فرانكفورت مدرسه - سيا - تفكيكية - ربوبية إلهية عقلية دايزم - أنوية - امبريقية - ابيقورية - أنوية أخلاقية - وجودية - تفاؤلية علمية - مدرسة فرانكفورت - تفسيرية - إنسانية - مثالية - نظرية تكاملية - مدرسة كيوتو منطقي وضعيت ماركسي فلسفه نوې افلاتونيزم پراگماتي تړلې لیکنې فلسفه ختیځه فلسفه سرچینې فلسفه لویدیزه فلسفه فلسفي ښوونځي کمونستي فلسفه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B2%D8%A7%D8%A8%D9%84%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA | زابل ولايت | زابل يا زابول د افغانستان يو ولايت دی. د زابل ولایت چي ورته مهد السلاطین هم ویل کیږي ډیره پخوانۍ سابقه لري دا سیمه دپښتنو اتل امیر کروړ هم په خپلو حماسو کي یاده کړې دا دمیرویس خان ،شاه محمود، شاها شرف ،شاحسین ټاټوتی دۍ لرغوني مقامات یې پخپله دنوموړي مر قلات لویه غونډۍ ده چي پکي شیخ متي بابا پټ دۍ بل یې داُقیانوس غونډۍ ده چي دشاجوی ولسوالۍ په ۸کیلو میتري کي شمال لوری ته پرته ده بل یې دشهرصفا غشی دۍ چي کله لوی احمدشاه دورانی دپاني پټ جگړې ته روانیدی نو دلته یې دغشو پال واچاوو چي اوس ورباندي دکابل کندهار پر لویه لاره دسړک له غاړې سره یو منار جوړ دۍ چي دسیمې هستو گن ورته غشی وایي بل یې دنوې ولسوالۍ په بولان سیمه کي یو لوی غار دۍ چي تر اوسه یې چا پای ندۍ موندلی. خو پخوا به هندوان ودې ځای ته دمذهبي مراسیمو دا دا کولو په موخه ورتلل ستر ستر اشخاص او علماء هم لري لکه دشوري بابا صاحب دبدین ملا صاحب چي دحاکم سنایي غزنوي په مقبره کي دفن دۍ مولانا سعدالله خروټی چي د ملا جامي پر کتاب شرح ملا باندي یې یو لوی او ارزښتناک کتاب مصدرالسرور لیکلی بل دشاجوی دولسوالۍ دجفروملا عمر خان شوباري ده چي جعفری صرف میر یې تصنیف کړی او دده دکورنۍ بل معاصر عالم مولوي عنایت الله غبرگي چي داصولو پر گران کتاب مسلم الثبوت یې ډیره ارزښتناکه شرحه لیکلې چي دوخت ستر عالم وو ددایه چوپان مولانا عبدالغفور سناني صاحب وو چي چي دنحوی پر مایه ناز کتاب عبدالغفور یې بې نذیره شرحه درمنثور لیکلې د دغه ولايت هستو گن یې پښتانه دي لکه هوتک تو خي خروټي ناصر او ځيني نور پښتانه ښاخونه اقتصاد زمکنې جوړښت شاجوی شهر صفا میزانه دایه چوپان خاک افغان ارغنداب شوری شینکۍ نوبهار شملزایي اټغر نفوس فرهنگي، علمي او اجتماعي حالت تاريخي ځايونه د اوبو سرچينې مهم لاسته راوړنې اړيکتيايي سېسټم ځنگلونه جگړې وراړولي زيانونه اخځليک د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، کال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريک د گرځنده کتابتونونو اداره د افغانستان تاريخي زمکپېژندنه، ليکوال: مير غلام محمد غبار، کال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مرکز، صبا کتابتون-پېښور ښار د افغانستان ولايتونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%D9%8A%D8%A7%D9%84%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF | خيال محمد | استاد خيال محمد د پښتو ژبې د کلاسيکې موسيقۍ، ولسي موسيقۍ او د نوې موسيقۍ په برخه کې نه يوازې په پښتونخوا کې بلکې په اسيا کې يوه پېژندل شوې څېره ده. استاد خيال محمد د خېبر د چوره کلي د اوسېدونکي د سپين گل ځوی دی. نوموړی په هډ پښتون او د اپريدو د ملک دين خېل په ټبر پورې اړه لري. سپين گل خان د خېبر د چوره کلي ؤ او پېښور ته يې کډه کړې وه او استاد خيال محمد په ۱۹۴۶ زېږيز کال کې په پېښور کې زېږېدلی دی. د استاد خيال محمد اته سکه وروڼه او دوه خوېندې وې، چې درې وروڼه چې له خيال محمد څخه مشران وو او يوه خور يې په حق رسېدلې ده. دی د خپل پلار څلورم ځوی دی. مخينه زده کړې د ښکلو هنرونو ډگر ته ورتگ ستاينيزې کورنی ژوند اوس څلور وروڼه او يوه خور لري، چې دی يې منځوی دی، دوه وروڼه ترې مشران او دوه ترې کشران دي. استاد خيال محمد دوه ښځې لري، چې يوه مېرمن يې ژوندۍ ده. د مشرې ښځې يې اووه او د کشرې ښځې يې اته اولادونه دي. لومړی واده يې په ۱۹۶۳ زېږيز کال کې کړی دی. په ۱۹۶۴ زېږيز کال کې يې لومړی ځوی او په ۱۹۶۵ زېږيز کال کې انور خيال پېدا شوی دی. د استاد خيال محمد د موسيقۍ د فن آغاز په دې هکله نوموړی د آلمان غږ د راډيو سره په يوه مرکه کې وايي: زما والد صيب هم له موسيقۍ سره تړون درلود، زما مشر ورور سيف الملوک هم د پېښور د راډيو نه به سندرې وييلې. په دې کې څه عجيبه غوندې خبره خو دا ده چې مونږ به هم دا راډيو اورېدلو ورته به کله مخې ته شو او کله شا ته چې د راډيو نه سړی دا آواز څنگه راوباسي، نو حقيقت دی چې د يوه دوکاندار سره داسې غټ غوندې راډيو وه، زه يې شاته راغلم په دغه وخت زمونږ د ورور پروگرام وو مطلب دا دی، چې ورور دی هرڅنگه چې وي خوږ وي، خو دغه ډېره څه سيده ساده زما نه وه او زمونږ ماشومتوب و، نو هغه راډيو ته زه شاته ودرېدم، چې ما وې گوره چې په دې کې ناست وي، خو دا سوچ خو زمونږ نه وه دا څه عجيبه غوندې کار دی، نو پس د هغې نه هم زمونږ ددې سره شوق و او زما والد صيب او زما ورور هم باجه، تبله، ډول سره اشنا وو زما مشر ورور زه په ۱۹۵۸ زېږيز کال کې پېښور راډيو ته راوستم وييلې راشه آزموينه دې اخلم، که د راډيو والا منظور کړې، نو زما هم شوق و ورسره نو ورغلم، په هغه وخت کې رشيد علي دهقان صيب د راډيو د موسيقۍ د پروگرام مشر و او ما دا سندره وويله: نن مې د ښکلې ځوانۍ بيا نوی دوران دی په هغه وخت کې چې تبله راسره چا غږولې وه، خدای دې وبخښي د هغه ثمرگل نوم و او شپېلۍ چې راسره چا غږولې وه، د هغه گل رحيم نوم و. هغه دواړه اوس خدای بخښلي دي او په دې مې فخر دی چې استاد بختيار راسره دی. دغه سندره ازمېښتي شکل کې ما وويله او هغوی ريکارډ کړه. د پېښور د راډيو نه په دغه وخت کې ريکارډ ميکارډ نه وو، چا چې به څه وويل د هغه وخت سره به وو، نو خبره به ختمه وه، نو زما په خيال په هغه وخت سره چې د راډيو کوم مشران وو، نو زما د اواز پرې لږ څه اثر شوی و نو مونږ چې سندره څنگه وويله نو مونږ ته يې ريکارډ واورولو، بيا زه هم په سوچ کې شوم. د غزل د موسيقۍ نوی رنگ استاد خيال محمد لس اته کاله د سندرو نه لاس اخيستی و او يوازې د تبلې او باجې سره يې شوق ساتلو، خو بيا خدای بخښلي رفيق شينواري دی بېرته سندرو ته تشويق کړ او په دې لړ کې يې د غزل موسيقۍ ته نوی رنگ ورکړ. دی په دې هکله پخپله وايي: رفيق شينواری دې خدای وبخښي نو ما سره به يې گپ لگولو، چې وروره تا ولې راډيو ته شاکړې ده، په تا کې زه لږ څه وينم. دی ډېر يو پوه سړی و، پخپله يې هم سندرې ويلې وې او بيا په راډيو کې کمپوزر شو. ما ورته وويل چې بس رفيق جانه! زما زړه اوس نه غواړي، تسلي خپله راته نه ميلاوېده، خو داسې يو وخت راغی، چې ده وييل ټپه، چاربېته بدله خو زمونږ روايتي شی دی بنيادي غزل هم پکې شته دی، دې غزل ته يو رنگ ورکول په کار دي. رفيق بيا ما ته وويل چې سبا ته ريکارډنگ دی راډيو ته ځو، نو بيا زه اتلس کاله پس راډيو ته ولاړم. دوه درې سندرې مې وويلې لکه د ارباب ودود کلام: اوس دې يادونه افسانې ښکاري دا څه دستور د زمانې ښکاري او د حمزه صيب کلام ژوند ته وگوره ژوند څه دی؟ همه کار کار دی هغه ژوند په مرگ حساب دی، په دنيا چې بې روزگار دی استاد خيال محمد او شاعري ذوق استاد خيال محمد تر دې دمه د ډېرو پخو لرغونو ، پخوانو او معاصرو شاعرانو ، استادانو شعرونو ته روح وربښلی چې د سندارا خوند یې تر نوي نسل پورې تل پاتې په خولو کې بوږنېږي . په دغو شاعرانو کې د سیمې لوی فیلسوفو او صوفيانه شاعرانو او ملنگانو مبارزو شاعرانو لکه خوشال خان خټک ، عبدالرحمان بابا ، خاطر اپريدی ، ساحر اپريدی ، اجمل خټک ، عبدالغني خان محمد زی ، شمس الزمان شمس ، ارباب عبدالودود ، شمس بونيری ، افگار بخاري ، رحمت شاه سايل ، محمد اعظم اعظم ، امير حمزه شينواری او داسې د نورو شاعرانو شعرونه د سندرو روح ته سپارلي دي. پښتونخوا سندرغاړي پښتانه سندرغاړي افغان سندرغاړي |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D8%AE%D8%A7%D8%B9%D9%8A%20%D8%B4%D8%B1%D9%8A%D8%A7%D9%86 | نخاعي شريان | نخاعي شريان چې د په نوم سره پېژندل کېږي د سبکلېويان شريانونو څانگې دي او له همدغه وروستي نومېدلي شريانونو نه منشا اخلي. سرچینې شریانونه سر او غاړه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D8%AA%D8%B1%D9%8A%D8%AF%D9%8A%D9%87 | ماتريديه | ماتريديه يوه كلامي ډله ده، چې بنسټ يې د برهان او عقلي دلايلو څخه اېښودل شوې، ترڅو د كلامي مسائلو په حلونه كې ورڅخه په گټې اخيستو سره خپلو مخالفو ډلو معتزله ؤ او جهميانو ځواب وايي. او دارنگه د اسلام له نېغې گروهې څخه په حقه سره دفاع وكړي. د بنسټ اېښودو نيټه ددې ډلې بنسټ اېښودونكې ددې ډلې بنسټ اېښودونكې ابي منصور ماترېدي په ..... زوكړې سمرقندي، چې د ماتريد سيمې ته منصوب دى، چې دده له مرگ څخه وروسته پدې نامه مشهوره شوه. د بنسټ اېښودنې نامتو غړي د ماتريدي كلامي ډله فرقه له يو لړ لوړو ژورو څخه په تېرېدو سره ددې ډلې د بنسټ اېښودونكي ابو منصور ماتريدي له مړينې څخه وروسته د هغه په نامه مشهوره شوه. لكه څرنگه چې د اشعريانو ډله د ابي حسن اشعري له مرگ څخه وروسته د هغه په نامه مشهوره شوه. نو دارنگه دا ډله هم د ماتريدي په نامه مشهوره شوه. دا ډله به په لاندې ډول په څلورو پيرونو ووېشو د بنسټ اېښودنې پير د پراختيا او وېشنې پير د ماتريدي گروهې د تاليف او تاصيل پير د بشپړتيا پير فكري او گروهي ريښې د خپرېدو او نفوذ موكې دا هم وگورئ قاديانيت احمديت برېلويت اسماعليه ماتريديه معتزله اسلام سني اسلام |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%86%D9%83%D9%86%D9%88%D8%B1%20%D9%85%D9%84%D8%A7%20%D8%B5%DB%90%D8%A8 | چكنور ملا صېب | چكنور ملا صېب رحمه الله د افغانستان له هغو روحاني شخصيتوو څخه دى، چې د هېواد د خپلواكۍ په جگړو كې يې فعاله ونډه اخيستې ، هغه كه له يوې خوا د جومات د منبر او وعظ له لارې، د خداى او د هغه د رسول حضرت محمد صلى الله عليه وسلم احكامو خپلو خلكو ته رسول، نو له بل پلوه يې د وخت د يرغلگر او ښكيلاكگر ځواك انگرېزانو پر ضد د وسله وال جهاد او غزا لپاره د افغانانو په هڅونه، تنظيم او انسجام كې نه ستړي كېدونكې هلې ځلې كړې دي. هغه د هېواد د نامتو ديني علم او روحاني ضخصيت نجم الدين اخوندزاده هډې ملا صېب په څېر م د وعظ او نيحت له لارې د ټولنې د اصلاح او سمنون په چاور كې هڅې كړې دي او هم يې د خپل همدغه رهنما او مرشد په څېر د وطن د خپلواكۍ په جگړو كې د غازيانو او د غزا د لارښونكيو نقش ترسره كړې. د غزل بابا امير حمزه شينواری د ملا چكنور صېب په اړه داسې ليكي د ذكر او تسبېح شور ساعت په ساعت رانږدې كېده او هم په دې شور كې به لكه كله د ټوپكو باړونه هم وچلېدل او ورسره به د سرنگي كارتوسو غټې غټې ډزې هم وشې، چې مزكه به يې وخوځوله او موږ په حجره كې ناست خلك لك څكك شوو، په دې وخت كې زما زلمتيتوب ښه په زور كې ؤ، او د داسېهنگامو سره مې ډېره دلچسپي وه، خو د مشرانو په مخكې مېې رگ غوږ ونه خوځولې شو. پلار مې په كلي كې موجود نه ؤ، مشر ورور مې ناست ؤ، ماته يې وويل چې دباندې لاړ شه وگوره دا څه شور دى؟ ما خو د خداى نه دا غوښتل، په منډه دباندې ورغلم او كه كتل مې د خلكو يو بهير ؤ چې زموږ د كلي پر لور راروان ؤ او څو شېخان ترې په دوو دوو وړاندې راروان ول، زه ورته لږ غوندې پښه نيولې شوم، ځكه چې پوه شوم چې زموږ كلي ته راروان دي او چې راورسېدل، نو يوه پكې فوراً وويل چې: د چكنور ملا صېب ستاسو ځاى ته راځي. او د دواړو حال ته چې مې وكتل، نو داسې رپندى او اضطرار اخيستې ول، لكه د يوه ستر شاهنشاه له لورې قاصدان راغلي وي. او په دې كې څه شك دى، چې د چكنور غازي د روحاني دونيا يو ستر بادشاه ؤ، چې د برې او لرې پښتونخوا نه علاوه د هند او پنجاب په خاوره كې هم د هغوي د سپېڅلي شخصيت انگازې خپرې وې. ملا صېب د قادريې مسلك پيرو ؤ، خود بتخاك د حضرت صېب نه يې هم استفاده كړې وه او په نقشبندي طريقه كې يې ورله اجازه وركړې وه. د چكنور غازي د هر ډ،ل د تعصب نه پاك ؤ، نه د وجود او شهود په جگړو كې پرېووت او نه د اشارت كولو او نه كولو پخوانۍ جگړه يې تازه كوله. د خپلو مريدانو تربيه يې كوله او چې په ملك به د غېرو چپاو راغې د يو ستر مجاهد په حيث به يې د دښمن مخه نيوله. .. ددې ليك نه زما مطلب دا دى، چې خلك پدې پوه شي، چې اسلامي تصوف په حقيقت كې د صوفي څخه مجاهد جوړوي، هغه شان صوفي ترې نه جوړوي، د كوم ذكر چې مولانا رومي په خپله مثنوي كې كړې دى، چې جهاد ته تللې ؤ، خو چې د اسونو ترپا او د توور خرپا يې ترغوږ شوه، نو بې هوشه پرېووت او بيا چې غازيانو يو لاس تړلې كاپر ورمخكې كړو او ورته ته يې وويل چې هن، واخله، دا ووژوه چې ته هم د غازيانو په كتار كې شمار شى، اوصوفي صېب د هغه د قتل هڅه وكړه، نو هغه بندي كاپر د هغو ځنځيرونو گواښ وكړ، په كومو ترې چې لاسونه تړلي ول، او صوفي صېب بيا بېهوشه شو. نوم او استوگنځاى د ملا صېب چكنور اصلي نوم امير محمد او د پلار نوم يې اخترمحمد ؤ، د خپل لاسليك پر ځاى به يې تل فقير چكنور ليكه په قوم مومند او د ننگرهار ولايت د مومند درې په چكنور كليك ې استوگن ؤ، د زوكړې نيټه د چكنور ملا صېب د زوكړې كره نيټه مالومه نده، خو د ځينو ښاغلو د وينا لمخې چې له ملا صېب سره تل په خدمت كې حاضر ول، هغه مرحوم د خپل مرگ په كال ۱۳۵۰هجري سپوږميز خپل عمر څلورنيم شلې ۹۰ كاله ښودلې ؤ، چې پدې حساب يې د زوكړې كال ۱۲۶۰هـ س اټكلېداى شي. ښوونه او روزنه څرنگه چې د ملا صېب پلار په ماشومتو ب كې وفات شوې ؤ، دده درنې مور په ډېره مينه او اخلاص د خپل زوى په روزلو كې ډېرې هلې ځلې كړې وى، او په حقيقت كې د هغې د تربييې اثر ؤ، چې ملاصېب د وطن په ډېرو نامتو مجاهدينو او روحانيونو او سترو شخصيتونو كې حساب شو........... مذهب، تصوف او طريقه چكنور ملا صېب اهل سنت او جماعت، حنفي مذهب او د قادريې لارې لاروې ؤ. د هډې صېب ملا د قادريې د طريقې شېخ او د تصوف په څلورو مشهورو طريقو قادريه، نقشبنديه، چشتيه، سهرورديه كې اجازه درلوده. او هم يې خپلو ماذونانو او خلفاوو ته د قادريې طريقې نه علاوه په دغه نورو طريقو كې اجازه وركاوه. او هم يې خپلو ماذونانو او خلفاوو ته د قادريې طريقې نه علاوه په دغه نورو طريقو كې اجازه وركاوه.د چكنور ملا صېب هم د هډې صېب له ځآنگړي پام او مهربانۍ څخه بهره مند ؤ، ملا صېب د خپل بزرگوار مرشد جناب هدې صېب له وفات څخه وروسته د طريقې تجديد له جناب بتخاك حضرت صېب عبدالشكور المجددي رحمه الله څخه وكړ، د بتخاك حضرت صېب د هډې صېب له مشرنو ماذونانو او اجل خلفاؤ څخه ؤ، چې د خپل وخت پېشوا او منلې پير ؤ،. اصلاحي كارنامې او امر بالمعروف چكنور ملا صېب به تل په خپلو موعظو او خوږۀ موثره ژبه خلكو ته نصيحتونه كول او سمې لارې ته به يې رابلل او بې لاې كسان به يې د شريعت له حكم سره سم تنبه كول او په كال كې به يوه دوره د ننگرهار په بېلا بېلو سيمو كې كوله چې خلك له بدو رواجونو څڅه منع، او د توحيد او نبوي سنتو ته راوبولي. مبارك به په دغاه دوره كې د ځوانانو او پېغلو د نكاح په ټړلو كې له شرعي احكامو سره سم د شرعې مهر په ټاكلو او د گوړې په شربت سره په ساده توگه نكاح تړلې. چې دا كار د خلكو ترمنځ د گړوبې دورې په نامه ياد شو. دغه راز ملا صېب زموږ په ټولنه كې د نورو ډېرو مفاسدو مخنيوي لپاره هلې ځلې وكړې، د مومندو، شينوارو، خوگياڼيو، او د ننگرهار ولايت په نورو ډېرو سيمو كې او دغه راز د كابل د كوه دامان، كردشمن، زمي، خواجه چاشت، قلعه انتفات او د لوگر تر آب بازك پورې به يې امر بالمعروف او نهې عن المنكر كاوه. جهاد او غزاگانې مريدانو ته لارښوونې د هند او عربو پرلور سفرونه د جوماتونو ودانول د چكنور ملا صېب رحمه الله ځينې ځانگړتياوې ناروغي او مړينه د چكنور ملاصېب په اړه د يوشمېر پوهانو او ليكوالو څرگندونې د شاعرانو ستاينې او وېرنې د چكنور ملاصېب د مړينې په اړه د واكمنو فرمانونه او رسمي سندونه اخځليك نوميالې غاړي چكنور ملا صاحب رحمه الله عليه، ليكوال او سمون: ميراجان سيال مومند، كال ۱۳۷۷ل، پېښور پښتونخوا. د افغانستان نوميالي پښتانه افغانان ملايان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B9%D8%AA%D8%B2%D9%84%D9%87 | معتزله | معتزله يوه كلامي فرقه ده، چې د دويم هجري سپوږميزې پېړۍ په لومړيو كې د بصرې په ښار كې د واصل بن عطا پواسطه راپيدا شوه. ددې ډلې دبنسټ ډبره عقل دى، نو لدې وجې په خپلو گروهو كې عقل ته ځانگړې ځاى وركوي. او د شرعي احكامو په حلونه كې له عقل څخه كار اخلي، ددوي په گروهه لكه څرنگه چې وايي: عقل او روغ فطرت پدې توانېداى شي چې د حلالو او حرامو ترمنځ توپير وكړي. په حقيقت كې د څښتن تعالى د يووالي په اړه معتزله ډلې گروهه هماغه د مجسمه او مشبهه په څېر، چې د څښتن تعالى د شكل او جسم د گروهې مننونكي ول، په څېر وه. د عدل اصل په جهميه باندې د تنقيد لپاره و، يانې د جبر او اختيار په اړه يو پرېكنده موقف وعد او وعيد چې ددې له مخې د نېكۍ جزا او د بدۍ سزا ټاكل شوې. د لوى گنا كبيره گناه مرتكب د خوارجو په وړاندې كافر دى، معتزله ددې نظريې په رد كې يو نوې موقف وړاندې كړې، او هغه دا چې د اسلام او كفر ترمنځ يو بل منزل ځاى هم شته چې ددوي په ژبه ورته المنزله بين المزلتين وايي. د المقفع خراساني په نامه يو كس د عباسي خليفه مهدي په پير كې را ووت. دې د اروا په تناسخ بيا راگرځېدنه گروهمن و. دې خراساني ډېرى خلك په خپله دې گروهه بېلارې كړي ول، او پدې توگه يې ځانته ډله جوړه كړې وه. دده د اوسېدو ځاى ماورا النهر و. ددې ډلې د ماتولو لپاره مهدي ډېرو ستونزو سره مخ شو، د اريانۍ خبره خو لا ده وه، چې د مقنع خراساني د اغيز راكمولو لپاره مهدي د زنديقيانو سره توره هم پدې ونتوانېدل چې ددې ډلې ملا ماته كړي، او يا يې له منځه يوسي. معتزله يواځينۍ ډله وه چې د فساديانو مقابله يې په دېرې مېړانې وكړه، او د عقلي دلايلو په سمبالتيا يې نوموړې ډلې له منځه يوړه. د شك ټولې پردې يې له مخې لرې كړې او د هغوي بېلارې او رټل شوې څېرې يې خلكو ته راښكاره كړه، چې په پايله كې نن سبا ددې ډلې نوم و نښان هم پدې نړۍ نه ليدل كېږي. په معتزله د نومولو سبب ددې ډلې د نومولو كيسه څه پدې ډول ده، چې يوه ورځ حسن بصري رحمه الله د درس كړۍ حلقه كې د لوى گناه كبيره گنا په اړه د زړه كوونكو پوښتنو ته ځوابونه وركول، چې په دې ډله زده كوونكيو كې يو هم واصل بن عطا ؤ، چې د لوى گناه د مرتكب په اړه يې دا فك ښكاره كړ چې دې د لوى گناه مرتكب د ايمان او كفر ترمنځ يو منزل كې دى. كله چې دده دا فكر رد شو، نو له درسي حلقې څخه بېل او د جومات يوه كونج ته ولاړ، دده په ننگه يوه ډله زده كوونكي وربېل شول او دده ملاتړ يې وكړ. هركله چې حسن بصري دا حالت وليد، نو دا لنډه جمله يې وويله، چې اعتزل عنّا، يانې واصل بن عطا له موږ څخه بېلتون غوره كړ. نو د زياتره تاريخليكونكيو په وينا د معتزله نوم له همدې لنډې جملې څخه اخيستل شوې دى. ددې ډلې بنسټ اېښودونكې د معتزله ډلې بنسټ اېښودونكې د حسن بصري زده كوونكې واصل بن عطا ؤ، او د بېلېدو اصل وجه يې هماغه د كبيره گناه مرتكب د كفر او ايمان ترمنځ گڼل ؤ. د يادولو وړ ده چې دا ډله د مخالفينو لخوا په معتزله نومول شوې، حال دا چې دوي ځانونه په اهل التوحيد و العدل يادول. په لومړي سر كې د معتزليانو موخه دا وه چې د خوارجو او مرجۀ ړ سختدريځو نظرياتو پر ضد يوه منځلارې لار پيدا كړي، يو اړخ ته يې د خوارجو د سختدريځه موقف ردونه غوښټل، او له بل اړخه يې د مرجۀ ؤ نرمي، اسانتياخوښونه ناروا گڼل. معتزليانو ددې گروهې ښه په زور او شور سره تبليغ وكړ چې د ايمان جدا حيثيت ضرور دى، مگر اعمال په هر ډول يو لازمي شۍ دى. پدې ډول دوي د قرآن كريم پر هغو آيتونو په ځانگړي ډول ښه پام وكړ كومو كې چې د انسان ته د اختيار په قوت او د مسووليت په احساس ټينگار شوې وي. كله چې دوي معتزليانو د خپلو گروهو د تبليغ لپاره له سختۍ څخه كار واخيست، نو ددې ډلې نامتو پوهان لكه څرنگه مو چې يادونه وكړه، ددې ډلې بنسټ اېښودونكې واصل د عطا زوى دى. له ده څخه پرته لاندې كسان هم ددې ډلې د گروهو په خپرولو كې د يادولو وړ دي: عمرو بن عبيد --- ابو الهذيل العلاف --- ابراهيم بن سيار النظام --- بشر بن معتمر --- ثمامه بن اشرس --- عمرو بن بكر الجاحظ --- ابو علي الجبايي او ابو هاشم د معتزله ډلې بنسټيزه گروهې، افكار او نظريات معتزليانو په لومړي سر كې په يوه گروهه او فكر څخه جوړه وه، خو د وخت په تېرېدو سره پكې خلاف پيدا شو. او په همدې يوه مسئله كې هم پاتې نشول، بلكه د گروهو او افكارو د يو منظم شكل جوړونې لپاره يې منظم كار پيل كړ، چې ددې ډلې په سرليك كې پينځه بنسټيزه مشهور اصول دي، چې بايد هر معتزلي ورباندې گروهه ولري او د خپلې عقيدې بنسټيزه برخه يې وگرځوي. موږ به دا پينځه گروهې په لاندې توگه په لنډه توگه يادې كړو: التوحيد يا د څښتن يووالې: چې له دې څخه د معتزليانو موخه د د څښتن تعالى يووالې په زبات رسول او له هغه څخه د مُثل نفي كول دي. نو پدې توگه يې له څښتن تعالى څخه د هغه صفات نفي كړل. اوس دوي څښتن تعالى په لاندې اسلوب سره متصوفوي او د په اړه یې داسې وايي: څښتن تعالى نه جوهر دى، او نه عرض، نه اوږد او نه لنډ، نه رنگ لري نه خوند، نه بوي لري او نه تودوخه، او نه سوړوالې.... او داسې نور. او هغه ثابت شوي صفات لكه علم او قدرت نو بيا دا صفتونه له څښتن تعالى څخه په لاندې دليل سره نفي كوي. دوي وايي، چې ددې صفاتو په لرغونوالي قديموالي سره، دا په دې مانا چې بې له څښتن څخه يو بل شې هم لرغونې او قديم شته. العدل: له عدل څخه دوي د څښتن تعالى احكام په العقل اوالحكمة سره تعبيروي، پدې توگه دوي ځيني امور له څښتن څخه نفي كوي او ځيني نور ورپورې تړي،دوي دا نه مني چې گني څښتن تعالى د مخلوفاتو د افعالو پيداكوونكې دى، دوي وايي: بندگان په خپله د خپلو افعالو او كارونو پيداكوونكي دي، كه هغه شر وي او كه خير . ابو محمد بن حزم داسې وايي: معتزله داسې وايي: بأسرها حاشا ضرار بن عبد الله الغطفاني الكوفي ومن وافقه كحفص الفرد وكلثوم وأصحابه :::: د بنده ټول كارونه كه هغه د حركاتو څخه وي، كه اوسېدو څخه وي، كه هغه ويناوې وي، يا نورې معاملې وي، دا كارونه څښتن تعالې ندي پيدا كړي. او په څښتن تعالى يې دا واجبه كړې چې د خپل بنده لپاره ښه او صالح افعال پيدا كړي، په دې اړه الشهرستاني داسې وايي: معتزله و پدې خبره سره يو دي، چې څښتن تعالى بې له خېر او صلاح څخه بل څه نه پيدا كوي. ، ويجب من حيث الحكمة رعاية مصالح العباد وأما الأصلح واللطف ففي وجوبه عندهم خلاف وسموا هذا النمط عدلا ، وقالوا أيضا بأن العقل مستقل بالتحسين والتقبيح، فما حسنه العقل كان حسنا، وما قبحه كان قبيحا، وأوجبوا الثواب على فعل ما استحسنه العقل، والعقاب على فعل ما استقبحه. دا هم وگورۍ اشاعره ماترېديه شيعه قاديانيت بريلويت سرچينې بهرنۍ تړنې د ازادخيالو او معتزله و بلاگ د معاصرو معتزليانو گورتځى د معتزليانو د عدل او توحيد بلاگ په اوسني پير كې د معتزليانو غورځنگ موقع أمين نايف ذياب د معتزلي كتابونو گورتځى د اسلام پېښليک |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%AE%D9%88%D8%A7%D9%86%20%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%B3%D9%84%D9%85%D9%88%D9%86 | اخوان المسلمون | اخوان المسلمون يو معاصر اسلامي غورځنگ دى، چې په ۱۹۲۸ز كال د مصري مفكر علامه حسن البنا په لاس په مصر كې د بنسټ ډبره كېښودل شوه. دا غورځنگ د نړېوالو اسلامي غورځنگونو پلار گڼل كېږي، ځكه زياتره اسلامي غورځنگونه له همدې اسلامي غورځنگ څخه سرچينه اخلي، او يا هم له همدې غورځنگ څخه په خپلو اداري، سياسي، او ټولنيزو چارو كې پلي كوي. دا غورځنگ د نړۍ په ۷۲ هېوادو كې خپور دى، چې پدې هېوادو د شپږو لويو وچو عربي، اسلامي او كفري هېوادونه شامل دي. د دعوت مفكوره د اخوان المسلمون غورځنگ يو سوچه اسلامي غورځنگ دى، چې يواځينۍ موخه يې د قرآن او سنتو پلي كول د دولت په چارو كې، او د يو اسلامي دولت جوړونه، ددې غورځنگ له اشعارو څخه دا دي، چې الله زموږ مقصد ، رسول زموږ لارښود ، قرآن زموږ دستور، جهاد مو لار، او د الله تعالى په لار كې مرگ زموږ غوښتنه ده، . دارنگه د ۲۰ په شاوخوا كې اصول لري، دا اصول د لومړني مشر حسن البنا لخوا وضع شوي، چې د شلو اصولو په نامه يادېږي. ددې ډلې د افكارو د روښانه كولو لپاره د رسائل حسن البنا كتاب د يادولو وړ دى، همدا ډول سيد قطب هم ځينې ليكنې كړي، د حسن الهضيبي دعاة لا قضاة كتاب هم د يادولو وړ دى. همدا ډول يې ګڼ شمېر كتابونه په سياسي او اقتصادي چارو كې ليكلي، دې ډلې كوم ځانگړی فقهي مسلك ندی جوړ كړې، بلكه د اهل سنت او جماعت په پل روان دي. د غورځنگ د سر مشران حسن البنا :لومړنی مشر او د غورځنگ بنسټ اېښودونكی. حسن الهضيبي: د غورځنگ دويم مشر عمر التلمساني: د غورځنگ درېيم مشر محمد حامد أبو النصر: د غورځنگ څلورم مشر مصطفي مشهور: د غورځنگ پينځم مشر مأمون الهضيبي: د غورځنگ شپږم مشر محمد مهدي عاكف :د غورځنگ اووم مشر محمد بدیع د غورځنگ اتم مشر اوسنی مشر د غورځنگ نامتو غړي سيد قطب : د غورځنگ يو له مهمو مفكرينو څخه دى. يوسف القرضاوي: په نني پير كې د غورځنگ يو له مهمو اسلامي پوهانو څخه دى. تاريخ د اخوان المسلمون غورځنگ د ځوانانو د غورځنگ په څېر رامنځته شو، چې د ټولنيزې اصلاح لپاره سر په كار شو. ددې غورځنگ بنسټ د حسن البنا په لاس د خپل كوچنيوالي ملگري احمد السكري سره يوځاى په ۱۹۲۸ز كال كېښود. او د شلمې پېړۍ په درېيمه لسيزه كې دې غورځنگ ته سياسي كارونه هم ور علاوه شول، او په ۱۹۳۹ز د هېواد له رسمي گوندونو څخه وشمېرل شو. .......... سرچینې غورځنگ معاصر اسلامي غورځنگونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D9%88%D8%B1%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%20%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA | نورستان ولايت | د افغانستان نورستان ولایت د هندوکش غرونو په سویلي برخه کي هغه ښکلی ولايت دی چي د خپل لرغوني او اصيل اریايي کلتور له کبله یې دزياتو پوهانو، ګرځندویانو او نورو پاملرنه ځان ته اړولې ده. ددې ولایت ختيځ ته چترال-ديرسيمه، لویدیځ ته دپنجشېر ولايت د پريان ولسوالي لمړی حصه، شمال ته يي دبدخشان ولایت کران، منجان او انجمن او سوېل ته یې دکنړ ولايت شيګل، وټه پور او پېچ دره سیمي پرتي دي. جغرافيایي ځانګړتياوي نورستان ولايت دهيواد د ختيځ طول البلد له ٦٩ درجو او ٥٠ دقيقو څخه پيل او لويد يځ طول البلد ٧١درجو٥٥دقيقو ١٠ثانيو پوري رسيږي او دشمال عرض البلد٣٤درجواو١٠او٥ ثانيو عرض البلد کي پاي ته رسيږي . دنورستا ولا يت ټول مساحت کيلو متربع او پخپل تشکیل کي ٧ولسوالی لري. جغرافیه تاریخ ژبې اقتصاد فزيکي بنه نورستان ولايت ټول دهندوکوش لړيوپه واسطه راګيرشوي دي . دهيوادپه شمال ختيځ برخه کي يوغرني اولرې پرو ت ولايت دي.دغرونو لړيو اومستوسېندونواوقلېم تورستېکي شکل ورکړي دي چي معتدل ا قليم ښکلي منظري اودصآف هوآ درلودونکي دي الف غرونه: په نورستاني ژبه کي غرونوتهپشياوکوتلونوتهداواي ا لبته دغه غرونو،درواوناونوکي ګن شمير وګړي اباددي . ددي غرونوتر مترولوړوالي پوري دژوندامکان ليدل کيږي ډ يرخلک خواره واره دلته ژوند لري دمثال په ډول پڅي ګرام په شرقي نورستان، اواشتوي پارونپريسوندره کي اوکاننواکي چمن ا وغربي نورستان کي دپوشال دره شلشوا پورتني وينا لپاره ډير ښه ثبوت کيداي شي : سميع الله تازه ص ١٢-١٣ چاپ ١٣٦٧ نورستان د غرو نولړيو په واسطه فوق ا لعاد ه را ګير ولا يت دي . دهند وکش لړيو په ذ ريعه ستراتژيک اوسوق الجيشى اهميت ځانته غوره کړي دى دلته لازم دى چي ځني مشهورغرونو څخه يادونه وکړم نورستان ولايت غرونو څخه په لاندي لاندي ډول سر ه يادونه کولاي شو. ١- دوراغاښي :چي شرقي نورستان له ديوانه بابا سيمي اوتو رچينه ختيځ برخي دکته ګل رود اودچترال سيند لوي معاون بندررودپه مينځ کي له شمال څخه جنوب لورته غزيدلي دي . رازقي ٧١مخ دنموړي فرعي لړيو په لوړوبرخوکي دايمي واو ره يخچالي سيمي په سترګو کيږي چي چي لوړ و الي يي دسمندر سطحي څخه ٤٥٨٠ مترو ته رسيږي او پاکستان هيواد شما لي اوګران هيواد افغانستان شرقي برخه کي موقعيت لري زيدک اوپچکيون: داغرونه هم د ورا غاښي لړي ده چي هندوکش غرونو څخه رابيله شو ي دې کامديش او چترا ل په مينځ کي پولي حيث لري او له دي لارې خلک تګ راتګ کوي. دوهمه لړ ي سودروم دا : دهغه غرنۍ سلسه ده چې نورستان ولايت جنوب څخه پيل او دکنړ ،اسعد اباد ټول شمالي برخي يعني چغسراي څخه تربريکوټه پوري يي رانيولي دي. دغرونه دغه لړي دشرقي نورستان وادي يعني کته ګل اوکامديش له مرکزي نورستان کلښوم اوکانتوا چپي دري ،ننګلام اوپيچ څخه جلا کوي. نوموړي غردوايګل درود شمالي برخه کي لوړالي زياتيږي چي دالوړ والي تر٤٦٤٠مترو پوري رسيږي . دادي لړيو لوړو څوکو کي همشني واوري اويخچالي سيمي ليدل کږي ددي لړي لوړوالي بحر سطحي څخه٤٠٠٠متره دي ددي لړيو په ټيټو برخو کي زيات ګن ځنګلو نه ليدل کيږي چي دي سيمي ښکلا سبب شوي. داغر دپپروک اوسودروم دا کنډاو د پارون،کته ګل ناونو سره نښلوي همدا رنګه زيات شمير غاښي اوصعب العبو رلاري هم دلته چي دادي سيمي ډيري دري يوله بلي سره نښلوينومو ړي غرونو لړي دشرقي نورستا ن ا و مرکزي نورستان په مينځ کي پولي حيثيت لري. دريمه پردم لړي: داغا ښي اصلي هند وکش څخه بيل شوي دجنوب په استقامت وړاند ي راغلي دګمبير ګمبيري او دره نورشمال پوري کشمندغر په نوم ياديږي چي اږده پرته ده. دغه غرني لړي درمګل ناوه غربي نورستان کانتوا ،پارون،چپي دري په کونړ کي يوبل سره جلا کوي ددي لوړه څوکو غر لوړه څوکه دکوله تن سيمه شمالي برخو کي دممګل په سيمه کي پرته ده اود٤٨٣٦ متروپوري لوړوالي لري او بله څوکه يي مرکزي نورستان وايګل دشمالي سيمه په دره نورکي پرته ده چي ٤٣٢٠متره لوړالي لري. ددي لړي په لوړو څوکو کي دايمي واوري اويخچالي دري ليدل کيږي ددي کړي د٢٥٠٠ او ٤٠٠٠لوړو سيموکي زيات ځنګلونه موجود دي ددي تنګو دروکي زيات اوګني ځنګلونه ليدل کيږ ي اغاښي يي يواځي داوړي په موسوم کي دتک راتک دپاره مساعد دي . څلورمه لړي: داغرونولړي انجمن دغاښي دجنوب شرقي برخو څخه هندوکشدغره دفرعي لړيو جنوب استقامت ته غزيدلي ده اوډير ساحه ييرانيوده. دا لړي له پيل څخه ترپايه ډير نمونو پيژندل کيږ ي لکه: مرسمر غر،کيوشت غر، او کاون غر،په نومونه سره ياديږي . دهندو کش په جنوب کي دنورستا غرونه داسي څوکي هم لري چي ٣٠٠٠څخه تر٥٠٠٠ مترو پوري لوړوالي لري مر سمر : غر انجمن دکوتل دجنوب شرق په لس کيلو متري اصلي هند وکش څخه رابيلي شوي داريو اريوبترکوتله چي پنجشير لوړي برخي دلويد يځ نورستان لينر دري سره نښلوي دهندوکش دافرعي لړي دنوروفرع لړيو په نسبت جګه ده اوپه جګو څکو کي يي همشني واوري اويخچالونه پرتي دې ،ددي غرډيرلوړه څوکه دچمار غاښي ته نژدي يعني هم هغه لا ره ده چي امير تيمو ردغربي نورستان خلکو ايل کولودپاره چي په هغه وخت کافرستان په نوم ياديدلي په مخکي ونيوله اوهغويي قتل عام کړل دهغي څکه٦٠٦٠مترو څخه لوړه ده ددي لړي ٤٠٠٠مترو راټيټه برخوکي يي زيات څنګلونه موجود دي.پريان وادي يعني پنجشير دناوي پاسني برخه وايګل دناوي لويديځ ته پرته ده هغه کنډاونه چي نورستا ولايت خپل ګاونډيوولايتونواونوروسيموسره نښلوي په لاندي ډول درپيژندل کيږي. ١ زيدک غاښي:داغاښي ختيځ نورستان چترال سره نښلوي چي دبحر دسطحي ځحه ٤٨٥٠ متروځحه زيات لوړوالي لري. ٢ مندال کوتل :دکنډاو ختيځ نورستان دبدخشان و لايت منجان سره نښلوي چې ٤٥٠٠ متره پوري لوړوالي لري . ٣ کتيوي کانتوا غاښي: داغاښي په دخشان کې منجان دره مر کزي پارونسره نښلوي چي کابو ٤٣٠٠ متره لوړوالي لري. ٤-پارون غاښي : دپارون غاښي مرکزي نورستان دبدخشان ولايت څخه بيلوي او څه نا څه ٤٤٥٠ متره لوړوالي لري ٦-دچمارغاښي:داغاښي لويديځ نورستان پنجشير دري نښلوي اولوړوالي ٤٧٠٠ متره پوري رسيږي رازقي٩١مخ دنورستان هغه کوتلونه چې دننه دنورستا ن کې مختلفې سېمې سره نښلوي: پردم غاښي :په لويديځ نورستا ن کې واقع دې ٤١٠٠متره لوړوالي لري -څښين غاښي: داغاښي په غربي نورستان کې واقع دي او ٤٥٠٠ متره لوړوالي لري . -کاما کوتل: دغه کودپارون ښتونپه لويديځ کې پروت او ٤٦٥٠ متره لوړوالې لري - دمامين غاښي: داغا ښي ٤٦٥٠ متره لوړوالي لري اودنورستان مرکزيپارونشمال شرق دپاشګل جنوبي برخوکي موقعيت لري . - جوداغاښي :داغاښي دپارون او وايګل شمالي برخوسره سره نښلوي او٣٤٥٠ متره لوړوالي لري - کنجيل واټ:په شرقې نورستان کي پرته او ٤٦٠٠ متره لوړوالي لري -سا واټ:په شرقي نورستان کي پروت او٤٦٠٠مره لوړوالي لري -دبامي کوتل : په ختيځ نورستان کي موقعيت لري لوړوالي يي٤٤٠٠متره دي - پريت غاښي : شرقي نورستان په چترال کي دکلا ښ سيموسره نښلوي داغاښي٤٦٠٠ متره لوړ وا لې لري - داګښا غاښي :داغاښي په شرقي نورستان کي پروت او ٣٢٥٠ متره لوړ والي لري . -پچکيون غاښي : داغاښي ٢٤٠٠ متره ارتفاع لري ب: سيندونه نورستان سيندونه معمولا صاف او پاک اوبه لر ي چي دمختلفو چينو ،خوړونو ،اويخچالي سيمو څخه سرچينه اخلي چي دغرونو لوړوبرخو څخه مخ ځړوب په تنګو درو بهيږي . اونوموړي سيند ونه دسيمي ښيرازي اوسر سبزۍ کي فوق العا ده تاثير لري نورستا ن ولايت څو مشهور سيندونه په لاندي ډول يادونه کولاي شو . لنډۍ سيند چي پا شګل سيند نوم هم ورته واي ١- لنډۍ سيند عمو ما په کا مديش کې بهيږي داسيند چې ختيځ هندوکش له يخچالي اوبو څخه بړاېه کيږې دنورستان په جنوبي برخو کي بهيږ ي اوسودروم دا ته نژدي له ٤٠٠٠ مترو لوړ والي څخه چې دبرګمټال دپڅي ګرام پڅې ګام اوپيچ دري سره نښلو ي . يا په بل عبا رت دغه سيند ښکور ي او ښتلي رودو نو څخه تشکيل شوي اودهندوکش دلړيو برخو څخه سرچينه اخلې . ښتلي رود : ښتلي په نورستاني ژبه کې سيده معني ورکو ي چې دا رود هم سيده ده او دارود دشرقي هندوکش لوړو څوکوڅخه سرچينه اخلي کوم چي نورستا ن واخان اوچترال حدود سره بيلوې اوښکوري رود دپڅې ګرام دسيمې سودروم دا دغاښي ته نژدي ٤٠٠٠مترو لوړوالي چې برګمټال اوپارون دري سره نښلوي سرچېنه موندلي ده . اوکله چي دپڅي ګرام کجلوک شال اوسمري ګرام سيمو څخه تيرشي په اټېيټې ښتلي رودسره غاړي وځي او پاشګل سيند ورځني جوړ يږي . ددي سيند بهيدولوري دنور ستان شمال څخه جنوب خواته دي چې پسرلۍ ،اوړي موسومونو کي دابو جګيدني حالت لري . اوپه خپل توند اوچټک بهيد و سره دپريګرام اوکامديش ښيرازي وادي په مخ نيسي اودبرګمټال ،منډه ګل، کامديش ،تيريدولو په وخت خپلو دواړوغاړو کي سر سبزۍ لوي عامل ګنل کيږي پاشګل سيند په بديوا کې دبريکوټ په شمال په يو نيم کيلو مترۍ کې واقع ده دچترال دبليانګل بليام په رود ورګړيږي . همدا رنګه اټيټي څخه تيريدلو پوري دپڅي ګرام ،شدګل، منډه ګل ،بر نشياپر اودپپروک رودونه هم په لنډۍسيند پاشګل ور تويږي همدارنګه دکشتوز رود چي پخنګل دغرونو څخه سرچينه اخلي همشنۍ اوبه لري . اوپه پايله نوموړي سيند بريکوټ ،دوکلام اوبديو ا سيمه کې دکونړ سيند سره يوځاي کيږي بليانګل اوبه ډير رڼي امعدني ګټو او مودو درلودونکي دې،پوره هاضمه لرونکې اڅښلو کي څوک نه مړيږ . رازقي نړي وال وايګل خوړ :دغه خوړونو سرچينه دويګل خوړ ترينه تشکيل شوي دي تقريبا دهندو کش جنوبي لمنو په ٤٠٠٠ مترو لوړ وا لي کې پرته ده ويګل خوړ لاند ي خوړونو څخه رامينځته شوي دي لکه : ده کوي،ژاک کوي،څام کوي،چي دري واړه خوړونه دوايګل کلي سره يوځاي کيږ ي کوي په نورستاني وايګلي ژبه کې خوړته واي . ده کوي :ددي خوړ سرچينه داشدال دا دغرونو څخه دي خوژاک کوي : ددي نورو کوچنيو خوړونو څخه لکه لوپنګ کونټلوپنګ کونډغرونو لړيو څخه سر چينه لري اوبلي دبيران اوتله خوړونه دي چې دواړه خوړونه دواي د لړيو څخه سرچينه لري ددغي لړيو نوري کوچني او لوي مرستيا لان شته چې لنډ ډول يادونه تري کوو. سون کوي ، ژنجيګل، همشوزخوړ ،نيشه اي رود ،قلعه ګل رود، هيره دي نه چي وا ي ګل خوړ ننګلا م سيمه کې دپارون سيند سره يوځاي کيږي ، پارون سيند دپارون سيند چې دپا رون اوپيچ دري له شمالي برخو د٤٠٠٠ مترولوړ والي څخه سرچينه اخلي . وروسته له هغي چې دپارون دروڅخه تير شي کانتو ا رود سره چي پارون په ديرش کيلو مترۍ کي قرار لري يوځاي کيږي . نوموړي سيند دسودروم دا لوړوبرخوخوڅخه سرچينه لري اوددغې سيند تګ لوري له شما ل څخه جنوب په لور دي . کانتوا خوړ چي دوا ما په شمال اودواما دکلي په لس کيلو مترۍ واټن کې موقعيت نور کوچنۍ خوړونو ترکيب سره په چپې دري کې لږشرق په لور ميلان کوي اوښي کنې خوا دکليو څخه تير او ننګلام سيمه کې وايګل خوړ سره يوځا ي کيږي . بعد د غې سيند بيا خپل او لنۍ مسير ته ادامه ور کولوسره دکونړ لوي سيند سره يوځا ي کيږي .. رمه ګل ،وم ګل ،رميګل نوموړي سيند چې له ٥٠٠٠ مترو لوړ وبرخو څخه سر چينه اخلي غربي نورستا ن کې موقعيت لري . رمه ګل سيند چې په غربي نورستا ن کي دلوړو برخو څخه سرچينه اخلي منډول جهيل شمال کې نوموړي سيند هغه کتلونه چې دايمې يخچالونه لري سر چينه لرې چې بيشمره دايمي اوبه لرونکې خوړونه لر ي يادونې وړدي چې دغه سيند دنورستا ټول سېندونو نه ژوره اوپخوانۍ ده . هغه کو تلونو څخه چې نورستا ن دمنجا ن سره وصلو ي راځې . درمه ګل سيند مرستيلان : الف: وم ګل سيند کوچني کوچنې خوړونه : نوموړ ي دره ډير پر اخه دره ده چې په غربې نو رستا ن کې ځانګړ ي نومونو يا دشو ي لکه ډنډ،آلي ګول ،پوشال دره . دنو موړ ي دري په غيږه کې دتقد ير وړ شخصيتو نو هم سر پورته کړې دي او دهيواد خدمت اوجهاد ښه رهبرا نو په قطا ر کې شميرل کېږي لکه شيخ الحديث ولقران مولا نا عبدالر زاق ګزينې او دا کتر عبدالحمن هم داسي نور.چې پوشا ل دره وربا ندي ويا ړي. هغه کوچني خوړونه چې پوشا ل سيندسره يوځاي کيږ ي او پوشال دنورو سيمو سره يوځاي کوي. په لاند ډول يادونه کولاي شو کرنه:چې لينر دري سره په لوړوبرخو کې وصليږې چطور:کلې او با لا چطور دنېلا ب سيمې سره وصليږي ګډوال :دبالا ګډوا له لينر سره يوځاي کيږي بګو ل : چې دشتيرلوي سحد سره يوځاي کيږي منګو ر:داهم دشتير مشهوره څړ ځاي سر ه يو ځاي کيږي چې لينر خلکو بانډه ځاي دي پچا گ،ګزين ،خوړونه چې دا ټول دايمي اوبه لرونکې خوړونه دي . ب :لينرسيند: .لينر سيند منډول جهيل شمال لورته په درې کيلو متر ۍ واټن کې پرته ده چې دوه لو ي خوړونو څخه ترکيب موندلې ده اود ټول مرستيالا نو څخه لو ي او دا يمي اوبه لري. لينر سيند نور دوه لوي خوړنه لري چې په لا ندي ډول سره يا دونه کوو. موچوم کنډاخوړ ١ بسيد ر خو ړ. ٢ موچو م کنډا خوړ يو شمير کوچنې مرستيالان لري لکه پرنر دپرنر لوړوغرونو نه سر چينه اخلي بدرګا و نا دغه خوړهم دبدرګا نا لوړوبرخونه سر چينه لري نوموړي خوړ نورعادي خوړونو څخه لوي دي لا رو په اږدو کې بي شميره زراعتې زمکې ،باغونه، علف چرونه اودسيمې ښيرا زي او ،سر سبزۍ په برخه کې فو ق العاد ه تاثير اچوي چې دپريان کوتل يخچالي ساحو څخه غربي نورستا ن پنچشيرڅخه بيلويسر چينه اخلې او دشتير مشهور سرحد ،درين ديش،مټا که بورز ،موچوم کونوک،کليو څخه تير اود ارنشا په سېمه کې دبسيد ر لوي خوړ سره يو ځاي کيږي . بسيدر خوړ : دغه دغربي نو ر ستا ن هغه څوکو څخه سرچينه لري چې نورستا ن دپنجشېر درى سره نښلوي . دمثال په ډول پنجشير کې ددري سيمه يا اريو غرونه چې پنجشير اونورستا ن په مينځ کې حايل په توګه پيژند ل کيږي ،ياد شوي خوړ دګلنشا ،اڅه ګر، بسيدر ،شله در کليو څخه تيريږي اوارنشا په سيمه کي موچوم کنډا خوړسره يوځاي خپل مسير له لينر دري نه منډو ل جهيل په لور حرکت کوي . هيره دي نه وي چې دغه دواړه خوړونو پر ته نورې لوي او کوچنې خوړونه شته چې لينر سيند ورڅخه سيند ى جوړيږ ي . دلينر سيند کوچني کوچنې خوړونه : پميه، پرال،پارپل ، ګر دنه ،اوهمداسي نو ر کوچني کوچنې خوړونه شته چي دلته اختصا رلپاره يادولو څخه ډ ډه کوو . يادوني وړ دي چې لينر سيند دنور ستا ن ټول سيندونو په څير ډير افشارونه لري اوپه مونډول ده سوخته کلې کې دوم ګل سيند سره يو ځا ي کيږي . اول لاس معلومات د رمه ګل سيند کوچنې مرستېالا ن: پکاول اوکيويشت خوړونه او له دکيويشت غرو نوڅخه سرچينه اخلي --باندول خوړ :دغه خوړ هم دکيوشت غر څخه سرچينه اخلي کوراج سيمه کې درمه ګل لوي سيند سره يوځاي کيږي. ماي خانه خوړ او دا سې لوي او کوچنې خوړونه شته چې درمه ګل سيند سر ه يو ځا ي کيږ ي اودايمې اوبه لري کولم اوکولتن خوړونه : دغه خوړونه چې دممګل دغرونو لړيو څخه سرچينه اخلي درمه ګل سيند لوي مرستيالانو څخه شميرل کږي دغه سيند دګنده له بو ک خوړسره يو ځا ي نورګرام ولسوالي کې کله ګوش سيمه يعني کوم چې م کال امير حبيب الله خا ن ووژل شو دنورستا ن ولا يت څخه وځې دمنګو سيمه کې الينګار سيند سره پيژند ل کيږي نوموړي سيند دکابل سېند لوي مرستېالانو څخه دي چې دننګر ها ر ولايت کا مه ولسوالۍ کې کونړ سيند سره يوځاي کيږي. محمد اکبر شور ما چ مخ دمنډول جهيل: نوموړي جهيل ته عام خلک حوض منډو ل واي چې تقريبي طول يي پنځه لس متره اوعرض يي دري کيلو متره دي چې په ټول کال کې عمق له يوسل و پنځوس متر و څخه تجاوز نه کوي او نوموړ جهيل په پنځه لس سوه پنځه دبابر په زمانه کې دځمکې د خويدو په نتيجه منځته راغلي ده چې دغې زلزلۍ دکابل او هيواد شمال شرقي برخې ته سخت ټکا ن ورکړه يادوني وړ دي چې تر اوسه دنوموړي جهيل په اړه لکوالانو علمې څيړنه ندي ترسره البته مبالغه به نه وي که وويل شې چې دغه جهيل هيواد ته ډير ښه اقتصادي ارزښت لر ي په دي معني که چيرته دلته دبريښنا بند جوړشې په فې سا عت کې څومليون کيلو و اټه دبرق تو ليد امکان شته . محمد اکبر شورماچ نورستان جهيل ډنډونه سور نورستان ټول غرونو ،سيند ونو ،سرشارو افشا رونو ښايسته کړي ده ددغې ولا يت ته ځانګړي اقتصادي ،سوق الجيشي او جيو پولوتيګ اهميت ورکړي ده نو لاز مه مي اوبلله چې پدي برخه نور هم توضيح ورکړم . اوبه کليمه په نورستاني ژبه کې مونث راغلي ده چې موږ ه دغه مسله په دوه بڼو څيړو اول دنورستاني ليکوال خاغلې سميع الله تازه په قول چي په خپل ادبيات شفاهي نورستان اثر کې واي چې پخوانۍ خلکو داسلام مقدس دين ورتګ څخه وړاندي نورستانيان په جهيلو نو باندي ډير عقيده لرله چې دغه ښاپريانو او پريانو دغه جهيلونو کي لمبي اوکوم جهيل چې بي ا ثره وو هغوي به ويل چې دغه جهيل بې اثره ده .امکان ولري چې دا وبو مونث کيد ل همدي اصل نه وي اودوهمه نورستان خلکو نه اقليم نورستان ولا يت په شمال شرقي بر خه کې هغه ښکلې ولا يت دي چې نورستا ن اوسيد ونکو ته مناسبه ښکلي او طبعي منظري جوړ کړي ده . او دهيواد هرډول اقليمې شرايطو تا ثير څخه مستثنا نه دي په سرطان کرښه کې لمر وړانګې عمود واقع شې په نورستا ن کې دلمر زاويه ٧٠ درجه اړ ٥٠ دقيقه وي او دحمل ورځو اودمني په موسوم کي دلمر وړانګو زاويه ٢٥درجه ٤٥ دقيقه دي نوپدي وجه نورستان معتدله سيمه کې واقع ده پدي معني چې ژمي يخ اومني متوسط او له ٢٠٠٠مترو څخه کم ساحو کي وړي ګرم لري اونورستان دجغرافياي ځانګړتيا و له مخې يو ه متوسطه ساحو کي موقعيت او معتدله اقليم لري نورستان يو مطلقه غرنۍ سيمه ده دهندوکش لړيو چي له شرق څخه غرب لورته دي او په نورستان کي له شما ل څخه جنوب په لور دي چي دبحرسطحي څخه ١٥٠٠ مترو څخه رانيولي تر ٦٠٦٠مترو پوري رسيږي او دنورستا ن اقليم باندي مستقيم تاثيرلري لکه څرنګه چې ګران هيواد افغانستان په وچه راګير دي داقيانوس جريانونه ورباند ي تاثير نلر ي نورستان هم له دغي جريان څخه مصؤن دي . يادوني وړده چي هواي طوفانونو کله کله دنورستان لوړو برخوکي تاثير اچوي دواوري وريدلو سبب کيږي همدارنګه په ټول کال کي دري ضعيف او قوي مرکزونو څخه هواي کتلي هيوا د ته راننوځي ، او خپل وار سره نورستان هم دغه اقليمي تاثيراتو څخه مثتثنا نه دي . هغه هواي کتلۍ په لاند ي ډول سره يادونه کولاي شو . ١- دهند اقيانوس ٢- سايبريا ٣- دغربي هواي کتلۍ چې هغي مرکز يي آيسلند دسايبريا يخ بادونه دقوس ،جدي بشر ي بڼه : نورستان ولايت پيړيو پړيو را په ديخوا په ځانګړي جغرافيا ي حدوداتو کې قبا يلې ژوند درلو دل چې ګا ودنډيا نوسره هميشه په جنګ جګړه په کوله پوهاند رازقي نړي وا ل په حواله نورستانيا ن دولس سوه کاله دخپلو ګا ونډيانو سره مخالفت درلودل اويودبل سره جنګيدل.دغه مخالفتونه اوجګړي دنولسمي پيړيو تر اخره پوري دوام درلود خپل طبعې سنګرونو په واسطه دخپل ځانه دفاع کوله . په دغه خاوره امېر تيمو ر ،سکندر مقدونې ،حتې سلطا محمود غزنو ي يرغلونه کړي دي خو موفق شوي نه دي . لکه چې په روضت الصفا کتاب کې لکلې دي :خا صۀ تيمور نيز به اين تر تيب از بالا ي کوي پاين آوردند بعضې ازان بالا رفتند وتلف شدند .مردم آن ديار قوي هيکل بودند بيشتر ايشا ن برهنه پا وکلانتر ايشان را عدا وعدا شو مى ګويند وزبا ن شا ن زبا ن است جز ترکې ،پارسي وهندي . قلعۀ داشتند رود ي بسيا ربزرګ مي ګذشت واز ان سوي اب کو هي بلند قرار داشت مردم قلعه که از رسيدن تيمو ر آګاه شده بوده اند جاي خود را ترک کرده از ان اب ګذشته به بالا ي ان کوه رفته بودند وچون تيمو ر انجا رسيد کسي در قلعه نبود بعضې ازمردم تيمور به ان دره تنګ رسيده بودند وبعضي ګذشته وبعضې فرود امده واسپ ها را رها کرده بودند . سيا پوشا ن ناګهان از کمين درامده بر سرايشان ريختند برهان اغلان سلاح انداخته فرار کرد وشکست بر شک افتا د وجمع از امراي تېمو ر کشته شد ند . په خلاصه ډول با يد يادونه وشې چې پخوانۍ نورستان خلکو ډير په ميړانه خپل کلتو ردين څحه دفاع کوله هيچا جراءت نه کوله چې دي خاوري ته حمله اوکړي لکه اوس هم داسلام مقدس دين په ساتنه کې د نورستانيانو په مينځ کې دغه بيلګه ليدل کيږي م کال کې دامير عبد الرحمن خان وتوانيد چې دغه خاوره تسخير او اشغال کړې او ګران هيواد افغانستان پوري رسما وتړل شو ديا دشوي کا ل څخه تر مخه پد ي خا وره کې هيڅ يو ارګا ن ددولت مفهوم افاده کړي موجود نه وو په هفه وخت کي نورستان يو آزاد قبايلي دود اودستو ر درلود . محمد اکبر شور ما چ مخ روسته له دي چې نورستان ګران هيواد افغانستا ن پوري وتړل شو دمشرقي اعلي دولت پوري مربوط وو اوڅه وخت بعد دافغانستا ن اداري ويش کې نايب الحکومت باندي تبديل شو دظاهرشا ه منځنې دوره کې هيواد په نه ويشت ولايتونو باندي ويشلې وو اومشرقي نايب الحکومت په دري ولايتو نو با ند ي تجزيه شو . او نورستا ن دکونړ او لغمان په مينځ کې تقسيم شو چې غربى برخه يي لغمان اوشرقي ،مرکزي برخه يي دکونړ ولايت پورې وتړل شو . م کلونو په مينځ کې دنورستا ن قومي او دولتي مشرانو پرله پسې غوښتنو له امله په کال م کې واما او يګل ولسواليو خپل رسميا ت ترلاسه کړه اوروستي کلونو منډو ل اودواب کې يوځل بيا نورستان اقوامو او قبايلو په غوښتنه دوزيرانو شورا د وړانديزله مخې او دهيوادپه کچه د سرتا سري امنيت په موخه دافغانستان اداري واحدکې نورستان ولايت په توګه څرګندڅر ګند شو . محمد اکبر شور ماچ مخ نورستان ولايت مرکز سره اته ولسوالي لري چې هريوي په لاندي ډول سره يادونه کولاي شو: - کامديش ولسوالي نورستان ولايت د افغانستان له ختيځو ولاياتو څخه گڼل كېږي، چې ډيره ځمكه يې غرونو نيولې ده. دا غرونه په طبيعي څنگلونو پوښل شوي، چې دې كار نوموړي ولايت ته لا ښكلا وربښلې ده. د نورستان ولايت ولسوالۍ د نورستان ولايت ایداري وېش نورستان په ٨ اداري واحدونو ويشل شوي دی چي عبارت دي له: پارون د ولايت مرکز وايگل ولسوالۍ کامدېش ولسوالۍ دو آب ولسوالۍ واما ولسوالۍ منډول ولسوالۍ برگمټال ولسوالۍ وگړي د نورستان ولايت څه باندې ۱۲۰۰۰۰ تنه وگړي لري. نورستان په درې برخو ويشل شوې. مركزي، د نورستان ولسوالۍ عبارت دي له: پرون، كامدېش، واما، برگ مټال، غازي اباد. نورستانيان د افغانستان يوه توکميزه ډله ده. د دې توکم خلک د افغانستان په ختيځ د نورستان په ولايت کې مېشت دي. تاريخي ځايونه سرچينې د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار د افغانستان ولايتونه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%86%D8%B3%D9%84%D9%85 | انسلم | د کنټربري سېنټ اَنسِلم ۱۰۳۳ز زوکړې، اود اپرېل په ۲۲مه، ۱۱۰۹ز مړ د منځنیو پېړیو اېټالوي فیلسوف، عقایدپوه او د کلیسا مامور، چې د کنټربري کلیسا ملاتوب یې له ۱۰۹۳ز تر ۱۱۰۹ز پورې په غاړه و. د ښوونځي سکولاستیسیزم بنسټگر پېژندل کېږي. دې د څښتن د شتون لپاره د انتولوجیکي نقد، او د یو اسقف چې په خلاص مټ سره د صلیبيانو پر واړندې په ټینگه وردېد، له لامله ډېر زیات مشهور دی. لومړنې ژوند انسلم د شمالي اېټالیا په برگونډي د اوسني اوستا درې پلازمېنه اوستا په نامه یوه ښار کې زېږېدلې دی. د انسلم کورنۍ یوه درنه او مړه کورنۍ وه، چې د ډېرو زمکو او جایدادونو څښتنه وه. د ده پلار گندولف له موره پیدا ... و، او له ورایه تریخ او عصبي ښکارېدو. اېرمېنبېرا د هغه مور یوه پرهېزگاره او محتاطه ښځه وه. هغې ماشوم انسلم ته په دېر احتایط سره دیني لارښوونې وکړې، او د عیسوي دین په بنسټونو یې ښه و روزه. لوديځ فيلسفوفان فلسفه |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%A8%D9%86%20%D8%B1%D8%B4%D8%AF | ابن رشد | -- -::: -:-:-:-: : - -: : - ابن رشد په عربي کې یې بشپړ نوم: أبو الوليد محمد ابن احمد ابن رشد، په رومي ژبه: - ؛ د ۱۱۲۶ د اپریل ۱۴مه د ۱۱۹۸ ز د د سمبر ۱۱مه چې په لاتیني تورو انګلیسي: پېژندل کېږي، یو مسلمان اندلسی بحرالعلوم او فقیه و چې د فلسفې، الهیاتو، طب، ستورپوهنې، فزیک، ارواپوهنې، ریاضي، اسلامي فقهې او قانون او ژبپوهنې په شمول یې د زیاتو موضوعاتو په اړه لیکل کړي دي. نوموړی تر ۱۰۰ د زیاتو کتابونو او رسالو لیکوال و او په فلسفي آثارو کې یې د ارستوپه اړه ډېرې تبصرې شاملې دي، چې له امله یې نوموړی په لویدیځه نړۍ کې د مبصر او د عقلیت یا عقلپالنې د پلار په توګه پېژندل شوی دی. ابن رشد د الموحدینو د خلافت په دولت کې، د مشر قاضي یا مفتي او د محکمې د معالج په توګه هم دنده ترسره کړې. ابن رشد د ارستو د نظریاتو سرسخت پلوی و. هغه هڅه وکړه چې د ارستو اصلي تعلیمات او لارښوونې بېرته راژوندۍ کړي او د الفارابي او ابن سینا په څېر پخوانیو مسلمانو مفکرینو له نوو-اپلاتوني تمایلاتو سره یې مخالفت وکړ. هغه د الغزالي په څېر اشاعره پوهانو د تنقید پرضد د فلسفې د پیروۍ دفاع وکړه. ابن رشد استدلال وکړ چې: فلسفه په اسلام کې جواز لري او ان د مشخصو غوره کسانونخبه ګانو ترمنځ اجباري او لازمي ګڼل کېږي. هغه استدلال وکړ چې: مقدس متون که د عقل یا منطق او فلسفې له مخې ترلاسه شوو او له پایلو سره په ټکر کې وي، نو باید باید په تمثیلي توګه تشرېح او تفسیر شي. په اسلامي فقه کې يې د مذهبونو ترمنځ د اختلاف او د هغو اصولو په اړه چې د اختلاف لامل شوي دي، بداية المجتهد كتاب ليکلی دی. په طب کې بيا هغه د مغزي سکتې د یوې نوې تیوري وړاندیز وکړ، د لومړي ځل لپاره یې د پارکینسن یا د اندامونو د لړزې ناروغۍ نښې نښانې بیان کړې او ښایي لومړی کس و، چې د سترګې د یوې برخې په توګه یې د سترګې شبکیه؛ ریټینا ، چې د رڼا د تشخیص مسؤلیت لري، معرفي کړه. د هغه طبي کتاب الكليات في الطب چې لاتیني ژبې ته ژباړل شوی او د کولیګیټ په نوم یادېږي، د پېړیو پېړیو لپاره په اروپا کې یو درسي کتاب و. په اسلامي نړۍ کې د هغه میراث د جغرافیایي او فکري دلایلو له امله ډېر نه و. په لویدیځ کې بیا ابن رشد د ارستو په اړه د خپلو پراخو تبصرو او تفسیرونو له امله شهرت موندلی، چې ډېری یې لاتیني او عبري ژبو ته ژباړل شوي دي. د هغه د آثارو ژباړې د ارستو او یوناني مفکرینو په اړه د لویدیځې اروپا لېوالتیا بېرته راژوندۍ کړه، د څېړنو او مطالعې هغه ډګر چې د روم د سترواکۍ له سقوط وروسته په پراخه کچه هېر شوی او پرېښودل شوی و. د هغه افکار په لاتیني عیسویت کې د مناقشو او اختلافاتو لامل هم شول او د هغه د لیکنو پربنسټ یې د ابن رشدیزم په نوم یو فلسفي خوځښت رامنځته کړ. د هغه د عقل د یووالي نظریه، چې وایي ټول انسانان یو شان عقل لري، په لویدیځ کې یوه له خورا مشهورو او جنجالي ابن رشدي نظریاتو نه وه. د هغه آثار په ۱۲۷۰ز او ۱۲۷۷ز کلونو کې د کاتولیکې کلیسا له خوا وغندل شول. که څه هم لاتیني ابن رشدیزم د توماس اکیناس لوري د غندنې او پر له پسې نیوکې له امله کمزوری او پیکه شو، خو بیا یې هم تر شپاړسمې پیړۍ پورې د پیروانو جلبولو دوام درلود. ژوندلیک د ژوند لومړني پړاوونه او زدهکړې محمد بن احمد بن محمد ابن رشد د ۱۱۲۶ز کال د اپریل پر ۱۴مه ۵۲۰ هـ ق په قرطبه کې زېږېدلی دی. د هغه کورنۍ په دغه ښار کې د عامه خدماتو په ځانګړې توګه په حقوقي او مذهبي ډګرونو کې مشهوره وه. د هغه نيکه ابو الوليد محمد مړ ۱۱۲۶ز د قرطبې مشر قاضي یا مفتي او د المرابطینو تر واکمنۍ لاندې د قرطبې د ستر جومات امام و. د هغه پلار ابو القاسم احمد د هغه د نيکه په څېر مشهور نه و، مګر بیا هم تر هغه وخته چې الموحدین په ۱۱۴۶ز کې د المرابطینو ځایناستي شول، نوموړی دغلته مشر قاضي و. د نوموړي د روایتي ژوند لیکونکو په وینا: ابن رشد عالي زدهکړې لرلې. هغه د خپلې زدهکړې په حدیث د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم روایات، فقهې، طب او الهیاتو کې پیل کړي. مالکي فقه يې له الحافظ ابو محمد ابن رزق نه ولوستله او د حديثو زده کړه یې د خپل نيکه له شاګرد ابن بشکوال نه وکړه. د هغه پلار هم هغه ته د فقهې زده کړه ورکړه، چې په کې د امام مالک د ستر اثر الموطا زده کړه شاملېږي او ابن رشد دغه اثر حفظ کړ. هغه له ابوجعفر جریم التجیل نه طبي زده کړې وکړې، چې ښایي فلسفه یې هم ورته تدریس کړې وي. هغه د فیلسوف ابن باجه د ایومپیس په نوم هم پېژندل شوی په آثارو هم پوهیده او ښایي هغه یې په شخصي توګه پېژانده یا یې ځانګړې زده کړې ورکړې وي. هغه د هسپانیا په سویل ښار کې د فیلسوفانو، طبیبانو او شاعرانو په هغه غونډه کې هم ګډون درلود، چې په کې مشهور فیلسوفان ابن طفیل او ابن زهر او راتلونکي خلیفه ابو یوسف یعقوب هم ګډون درلود. هغه د اشعریه مکتب د کلام پوهه هم زده کړه، چې وروسته یې بیا د ژوند په اوږدو کې نیوکې هم پرې وکړې. د هغه د ۱۳مې پېړۍ بیوګرافي لیکونکي ابن الأبار وايي چې: هغه د حدیث په پرتله د قوانینو او د هغه د اصولو له مطالعې سره ډېره علاقه لرله او هغه په ځانګړې توګه په خلاف په اسلامي فقه کې اختلافاتو کې خورا برلاسی او تکړه و. ابن الأبار د لرغونو علومو په برخه کې د هغه د لېوالتیا یادونه کړې، چې ښایي اشاره یې یوناني فلسفې او علومو ته وي. آثار ابن رشد یو تکړه لیکوال و او د فخري په وینا د هغه آثار په ختیځ کې تر هغه وړاندې نورو پوهانو د آثارو په پرتله ډېر ډول ډول مضامین تر پوښښ لاندې لري لکه: فلسفه، طب، فقه یا هم حقوقي تیوري او ژبپوهنه. د هغه زیاتره لیکنې د ارستو د آثارو په اړه تبصرې یا فارافریزونه او تفسیرونه وو چې ؛ په ځانګړې توګه اوږده لیکنې یې، زیاتره د هغه اصلي افکار رانغاړي. د فرانسوي لیکوال ارنسټ رینان په وینا: ابن رشد لږ تر لږه ۶۷ اصلي آثار لیکلي دي، چې ۲۸ یې په فلسفه، ۲۰ یې په طب، ۸ یې په قانون، ۵ یې په الهیاتو او ۴ یې په ګرامر کې دي او دغه راز، د ارستو د ډېرو آثارو په اړه او د اپلاتون د جمهوریت نومي کتاب په اړه د هغه تبصرې د یادولو وړ دي. په عربي کې د ابن رشد ډېری آثار ژوندي پاتې نه شول، مګر عبري یا لاتیني ژبو ته شوې ژباړې یې شته دي. د بېلګې په توګه: د ارستو په اړه د هغه له اوږدو تبصرو نه، یوازې د عربي نسخو یوه کوچنۍ برخه پاتې ده. فلسفي نظریات د دین او فلسفې ترمنځ اړیکه د ابن رشد د ژوند په اوږدو کې، فلسفه د سني اسلامي دودونو تر برید لاندې راغله، په ځانګړې توګه د عنعنوي مکتبونو: لکه: حنبلیت او اشعریه مکتبونو له لوري. په مشخصه توګه، اشاعره عالم الغزالي ۱۰۵۸-۱۱۱۱ز د فیلسوفانو بې اتفاقي او تناقض تهافت الفلاسفة په نامه کتاب ولیکه، چې په اسلامي نړۍ کې د نوي اپلاتوني فلسفې دود او په ځانګړې توګه د ابن سینا د آثارو پرضد یو ځپونکی او اغېزناک نقد و. د نورو پوهانو ترمنځ، الغزالي فیلسوفان پر اسلام د باور پر نه لرلو تورن کړل او هڅه یې وکړه چې، د منطقي دلیلونو په کارولو سره د فیلسوفانو تعالیم او لارښوونې غلطې ثابتې کړي. په فصل المقال کې ابن رشد استدلال کوي چې: فلسفه، هغه چې د نوموړي په نظر، د عقل او ځیرکانه دقیق مېتود په کارولو سره ترلاسه شوو پایلو ښودنه کوي، په اسلام کې له وحې سره منافات نه شي لرلی، ځکه دا حقیقت ته د رسېدو دوه مختلف مېتودونه دي او حقیقت له حقیقت سره په مخالفت کې نه شي واقع کېدای. کله چې د فلسفې له مخې ترلاسه شوې پایلې د وحې له متن سره په ټکر کې ښکاري، نو په دې حالت کې بیا د ابن رشد په وینا: وحې باید د تضاد د لرې کولو لپاره تفسیر یا منطقي او تمثیلي پوهېدنې او درک ته وړاندې شي. دا تفسیر باید د هغو کسانو له خوا وشي چې، په پوهه کې ژورې رېښې ولري؛ دا په حقیقت کې د قرآن کریم د درېیمې سورې له اووم آیت نه اخیستل شوی عبارت دی، چې د ابن رشد په اند: هغو فیلسوفانو ته اشاره لري چې هغه د ژوند په وختونو کې د پوهې پر لوړو مېتودونو برلاسي وو. هغه دا استدلال هم کوي چې، قرآن کریم مسلمانان د فلسفې زده کړې او مطالعې ته رابولي، ځکه چې د طبیعت مطالعه او انعکاس به د هغو د صنعتګر خدای ج په اړه د انسان پوهه زیاته کړي. نوموړی د قرآن کریم د آیتونو په حواله، مسلمانان په طبیعت کې تفکر کولو ته رابولي او په دې اړه یې د فتوا قانوني نظر ورکولو لپاره کاروي ،چې فلسفه د مسلمانانو لپاره جواز لري او ښایي یو مکلفیت وي، لږ تر لږه د هغو کسانو لپاره چې وړتیا یې لري. زده کړې علامه ابن رشد د خپل پیر په ټولو علومو لاسبری وو. په رنځپوهنه کې د جالینوس ټول علم ده خپل کړې وو. دده فلسفه د ارستو د فلسفې شننه او لنډیز دواړه وو. دده ستورپوهنه له مجسطي څخه ترلاسه کړې وه. فقه یې د مالکي مسلک فقه وه، چې دده د هم پيروهم عصرو څخه وو. پدې توگه ده داسې کوم نوی علم منځته ندې راوړی، او نه یې د کوم نوي شي بنست اېښې دی. البته دې په خپلو هم پيرو کې د تنقیدي قوت له لامله ډېر ستر ځای درلود، چې دده مثال نه د هغه په پیر کې لیدل کېده، او نه هم له هغې څخه وروسته پیدا شوې. ددې کار ښکارندوي د ابن رشد لخوا د بطلیموس د ستورپوهنې نقد دی. لدې څخه پرته هم ابن رشد د داسې بنسټونو او اصولو بنستیز افکار هم لیدل کېږي، چې د دارنگه لوړو افکارو پنځونه له غښتلي عقلونو څخه شونې ده او بس. وگور، د ارستو مابعد الطبیعاتو د مقالاتو تلخیص،لومړی قسم، ۱۳مه برخه دندې ابن رشد د قضا په سپېڅلې دنده هم د ډېېرې مودې لپاره پاتې شوې.ابن رشد محمد بن احمد بن رشد اندلسی ۱۱۱۲هجری سپوږ میز کال په ننۍ اسپانیا کې زېږېدلې. او په ۱۹۸هجری سپوږمیز کال مړ شوې دی . ابن رشد خپلې زده کړې د حقوق او رنڅپوهنې په ځانگو کې ترسره کړې. او د ډېرې مودې لپاره د سویل او کوردوباقرتبه په ښارونو کې پاتې شوې دی. ابن رشد د قضا په سپېڅلې دنده هم د ډېرې مودې لپارهپه غاره درلود . ابن شد ځینی ځانگړی فلسفی عقاید درلوده لکه دا چی هغوی د بقای ماده و د خدای تعالی سره د یو بل ابدی شی باندی اعتقاد در لوده. هغه ویله چی کله نا کله فلسفه د دین سره تضاد او تناقض پیدا کوی . ابن رشد یوه سنی مسلمان او مالکی مذهبه و خو دخپل د فلسفی عقایدو په جرم د دینی عالمانو له خوا په کفر با ندی تورن سوی و. د اروپای او عیسوی مذهبی عالمانو پاپانو له خوا هم په کفر تورن سوی و. په غربی هیوادنو کی د هغوی فلسفه د ابن رشدیسم او یا اوروئسیسم په نامه نو میالی سوی دی . هغه کوشش کوله چی د ارسطویی فلسفه پر اسلام با ندی تطبیق کری . خو هغه خپله د قران شریف په باب ځانگړی فکرونه در لو ده چی د هغوی د فصل المقال په کتاب کی را غلی دی . ځنی کسان وایی چه د اسلام له نظره دغه یوه کفر کونکی کتاب دی . په هره توگه ابن رشد په نړیوال کچه کی یوه نامتو او مشهور فیلسوف دی . د جرمنی مشهور لیکوال دانته په خپل نومیالی کتاب کی چی د الهی کمدی په نا مه مشهور دی ابن رشد نه په ډېره درناوی سره یا دونه کړی دی . او همدا رنگه د غربی هیوا دونو نومیالی نقاشان د هغوی لرغونی انځورونه جوړرکړی دی . چی دوه انځورونه یی هم دلته راوستل سوی دی . سربیره پر دا د هغوی د ژوند په باب ډېر کتا بونه او ناولی لیکل سوی دی او شاهین یوسف د هغوی د ژوند سینمایی فیلم هم جوړرکړی دی . په عیسوی کال کی په اسمان کی یوه کوچنی سیاره هم د دوی په نوم باندی نوماند سو . مهندس داود عطایی قندهاری د ابن رشد فلسفي تگلاره د ابن رشد په فلسفه کې په عمومي توگه دده له اسلافو او هم پیرو عرب فیلسوفانو تعلیمات لیدل کېږي. مگر یواځې دا اغیزې ندي، چې دده په فکري اړخ یې اغیزمن کړې، لکن د ارستو د فلسفې اغیز هم نشو ردولای، البته په دې افکارو کې یې د نوي اپلاتوي نظریاتو زیاتونه کړې. د عرب فیلسوفانو دا ځانگړتیا ده، چې دوي د ارستو په ښوونو کې د عقول دوایریا کرویات ور زیات کړي، چې د عالم او لومړي متحرک ترمنځ لیدل کېږي، او د انبثاق نظریه یې هم عامه کړې ده. لدې خبرې څخه ددوي موخه دا وه، چې ټول کایناتو صدور د څښټن ذات دی، او ددې نظریې شننه یې داسې کړې، چې لومړې محرک د خوځښت اتصال لومړي ځل لپاره له ټولو نږدې کُری څخه کېږي. لدې څخه وروسته هغې ته نږدې کُرې څخه، په همدې توگه په تدریجي توگه عالم ارضي سره د هغې اړیکې... له مړينې وروسته اغیزې د ابن رشد مجسمه تر نن ورځې پورې د اسپانيا په کرتبې قرتبه ښار کې شته. رافائل، د اېټاليې نامتو انځورگر ابن سينا په خپلو انځورونو کې انځور کړې. دانته په خپل مشهور کتاب الهی کامډي کې ده ته اشاره کوي. خورخه لوئیس بورخس يو لنډه کيسه د د ابن رشد لټون کې ليکي: چې دده په لټه کې د کاميډي او تراژيدۍ په لټۀ کې دى. جیمز جویس په خپل مشهور کتاب اولیس کې ده ته په لنډ ډول اشاره کوي. او شخصیت اصلی فیلم سرنوشت به کارگردانی یوسف شاهین است. دده په نامه په اسمان کې يوه سياره ۸۳۱۸ ابن رشد نومول شوې ده. اهم کتابونه د ارستو د کتابونو شرحې او لنډيزونه: کتاب الکليات. کتاب التحصيل د علماو د مذهبونو د اختلاف په اړه. کتاب الحيوان. کتاب المسائل په فلسفه کې. کتاب بداية المجتهد ونهاية المقتصد په فقه کې. کتاب جوامع کتب أرسطاطاليس په طبيعياتو او الهياتو کې. کتاب شرح أرجوزة ابن سينا په رنځپوهنه کې. سرچينې آی کتاب فلسفه مسلمان فيلسوفان فيلسوفان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%20%D8%A7%D8%A8%D8%B1%D8%A7%D9%87%D9%8A%D9%85%20%D8%AE%D9%88%D8%A7%D8%AE%D9%88%DA%96%D9%89 | محمد ابراهيم خواخوږى | محمد ابراهيم خواخوږى په انگرېزي: د درمحمد خان زوى په ۱۹۲۰م كال د فبروري پر ۲۸مه د كندهار ولايت په ماله جات كې وزېږېد. زده كړه په جومات او كاله كې د زده كړو تر څنگ په ۱۹۲۶م كال ښوونځي ته شامل او د منځنۍ دورې تر زده كړو وروسته د لوړو زده كړو لپاره دارالمعلمين ته شامل شو او په ۱۹۳۸ع كال كې فارغ او د حبيبيې په عالي لېسه كې يې د ښوونكي په توگه په دنده پيل وكړ. استاد خواخوږي له شعر و شاعرۍ سره مينه درلوده، همدغې مينې د شعر پر سيند ورگډ كړ، چې لومړنى شعر په ۱۹۳۴م كال د كندهار په طلوع افغان ورځپاڼه كې خپور شو. خواږخوږى د خپلو دندو د لړ په بهير كې په م كال د كندهار د كوكران د ليليې ښوونځي د ښوونكي او تدريسي امر په حيث وټاكل شو. چې بيا وروسته په ۱۹۴۸م كال د كندهار د احمدشاه بابا ليسې د مدير په حيث مقرر شو. سياسي فعاليتونه استاد خواخوږي سياست هم كړى چې په دغه لړ كې يې د ويښ زلميانو د سياسي تحريك له پيل څخه په سياسي مبارزه كې فعال گډون درلود، د ده د سياسي څېرې په اړه ښاغلى زرملوال وايي: تر ټولو دمخه دغو كسانو د ويښ زلميانو تحريك پيل كړ. له كندهار او فراه څخه پوهاند عبدالحى حبيبي، استاد عبدالروف بېنوا، محروم فيض محمد انگار، مرحوم محمد رسول خان پښتون، پوهاند عبدالشكور رشاد، استاد محمد ابراهيم خواخوږي او مرحوم عبدالرزاق فراهي. له ننگرهار څخه استاد گل پاچا الفت، استاد قيام الدين خادم، پوهاند صديق الله رښتين او مرحوم غلام حسن خان ساپي، له غزني نور محمد تره كي. له پكتيا څخه ښاغلي نېك محمد پكتياني او ښاغلى غلام محى الدين زرملوال چې هغه وخت يې تخلص روښان و. دا چې سياسي فعاليتونه له كړاوه ډك بهير لري، چې د زندان او شكنجې خوند هم په كې څكل كېږي، خواخوږي هم دا خوند څكلى چې په ۱۹۵۰م كال د دولت له خوا د ويښ زلميانو د سياسي فعاليت په تور ونيول شو او زنداني شو. په دې اړه ارواښاد مدير غلام جيلاني خان د ويښ زلميانو په كتاب كې چې د ښاغلي محمد علم بڅركي ليكنه او په ۲۰۰۰م كال كې د نېدرلنډ د افغاني ټولنې له خوا چاپ شوى دى، ليكي: په ۱۹۵۰م كال كې د ويښ زليمانو فعاليت په كندهار كې چټك شوى و. لكه څنگه چې زموږ يو ملگرى مرحوم محمد ابراهيم خان خواخوږى چې د كندهار د پوهنې مدير و، د كندهار د نائب الحكومه يونس خان له خوا گرفتار كړل شو. دا زموږ د ډلې لومړنى بندي و چې د حكومت له خوا ونيول شو. خواخوږى له زندان څخه تر خلاصېدو وروسته په شخصي كار شروع وكړه او په كال كې جبراً كابل ته واستول شو او په پښتو اكاډمۍ كې د مسلكي غړي په حيث مقرر شو. بيا وروسته په ۱۹۵۷م كال كې د راډيو افغانستان د نشرياتو د مراقبت د څانگې د مدير په حيث او د حبيبيې په عالي ليسه كې د پښتو استاد په حيث تعيين شو. په ۱۹۵۹كې د راډيو افغانستان د رياست د معاون او په استقلال لېسه كې د تاريخ د ښوونكي په حيث مقرر شو. دندى فاضل استاد اكاډمېسين پوهاند عبدالشكور رشاد د مرحوم خواخوږي په باره كې ليكي: ارواښاد خواخوږى په رښتيا د هېواد او د هېواد د خلكو خواخوږى و. د ده تخلص په حق سره د ده د شخصيت نماينده گي كوله. دى د وفا، صداقت، عاطفې او اخلاص مجسمه وه. ده په رښتيا د قوم درد درلود او له زړه يې د ولس د ويښتابه مينه درلوده. د ده شاعري د دغه درد او مينې ژبه وه. ښاغلي خواخوږي له خپل هېواد سره اخلاص او مينه درلوده او د عمر تر پايه پورې په دغه هوډ ټينگ پاتې شوى و. په ۱۹۶۰م كال كې د پوهنې نندارې د رياست د معاون په حيث او په نادريه ليسه كې يې د تاريخ د ښوونكي په حيث خپلې دندې ته ادامه وركړه. تر دې وروسته يې د تر سره كړو دندو لړ په دې ډول دى: په ۱۹۶۳ كال كې د مطبوعاتو د وزرات د ادبياتو د لوى امر په حيث وټاكل شو. په ۱۹۶۶ع كال كې د اطلاعاتو اوكلتور وزارت د كتاب خپرولو موسسې د رئيس په حيث وتاكل شو. خواخوږى په ۱۹۶۶م كال كې له مرحوم ښاغلي محمد هاشم ميوندوال سره په مترقي دېموكرات حزب كې خپل سياسي فعاليت ته دوام وركړ. په ۱۹۶۷كال كې د افغانستان د عامه كتابتونونو د رئيس په حيث مقرر شو. په ۱۹۷۱ كال كې د افغانستان د اكاډمۍ د پښتو د تقويې او پرمختيا د رئيس په حيث مقرر شو. په ۱۹۷۳م كال كې جبراً تقاعد ته سوق شو. ارواښاد خواخوږى په ع كال كې د تعليم او تربيې مسلكي كورس اوپه ع كال كې د ژورنالېستانو كورس موفقانه سرته ورساوه. په ۱۹۶۱ ع كال كې د افغان - چين د دوستۍ ټولنې غړى، په ۱۹۶۹ع كال كې په افغانستان كې د يونيسكو دملي كمېسيون د غړي په حيث انتخاب شو. استاد خواخوږى نه يوازې بادرده شاعر، ليكوال او ژورنالېست و، بلكې د وطن د نوي نسل په روزنه او ويښتابه كې يې هم برخه اخېستې وه. مرحوم خواخوږى د افغانستان د فرهنگ ستايلى كارمند او پوهنپال عالي درجه يې تر لاسه كړې وه. مرحوم په ۱۹۴۶ع كال كې د پښتو اوله درجه ادبي جايزه او په ۱۹۵۹ع كال يې په شعر كې د رحمان بابا ادبي جايزه اخېستې وه. ارواښاد خواخوږي ته په ۱۹۶۵م كال كې د اعليحضرت همايوني محمد ظاهرشاه د حضور له خوا د مينه پال دويمه درجه نښان او په ۱۹۶۹ع كال كې د مينه پال د طلا نشان وركړ شوى و. مرحوم خواخوږى ۱۹۷۳ع كال د سعودي عرب د پادشاه مرحوم ملك فيصل په دعوت د حج مباركه فريضه ادا كړه. كله چې په ۱۳۷۱هـ ل كال په كابل ښار كې د خپل منځني جگړې لمن پراخه شوه، نو د ژوند شرايط ورځ په ورځ خرابېدل. د ښاغلي خواخوږي زوى غرزى خواخوږى چې په پاكستان كې مهاجر و، د يو ليك په ذريعه له خپل پلار څخه غوښتنه وكړه چې پاكستان ته راشي نو مرحوم خواخوږي په ځواب كې ورته وليكل: کتابونه او ليکنې د ميني وږمه د اشعارو ټولگه حکايت نه دي حقيقت او درد دي يوه ژړونکي منظره مرغلره او نور خان شين خالي او گلالي د گوستاولوبون لنډي خبري دوه ځواني مرگ مينان د اشعارو دوهمه ټولگه د اشعارو درييمه ټولگه مړينه مرحوم استاد محمدابراهيم خواخوږى د ۱۹۹۲ كال د اكتوبر په ۲۴مه نېټه د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه په كابل كې وفات شو. پښتانه شاعران پښتانه پښتانه ليکوال افغاني ليکوال افغانان |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%AB%D9%85%D8%A7%D9%86%20%D8%A8%D9%86%20%D8%B9%D9%81%D8%A7%D9%86 | عثمان بن عفان | نوم يې عثمان ابو عبدالله او ابو عمر يې کنيت او ذوالنورين يې لقب وو . دپلار نوم يې عفان او دمور نوم يې اروى وو دپلار له لورې يې دنسب پوره لړۍ داسې ده :عثمان بن عفان بن ابي العاص بن اميه بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصى القرشي . او د مور له لورې يې د نسب پوره لړۍ پدې ډول ده :اروى بنت کريز بن ربيعه بن حبيب بن عبد شمس بن عبد مناف پدې ډول عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دنسب په پنځمه کړۍ له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای کيږي . دعثمان ذوالنورين رضي الله عنه دمور مور انا بيضاء ام الحکيم دعبدالله بن عبدالمطلب سکه خور اودرسول الله صلى الله عليه وسلم ترور وه له دې پلوه عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دمور له لورې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د قريشي توب په خپلو ي هم تړل کيږي . دعثمان ذوالنورين رضي الله عنه کورنۍ دجاهليت په زمانه کي هم دعربو په منځ کې ډيره محترمه کورنۍ گڼل کيده او د خپل پت رياست او غزواتو له امله يې په نورو قومونو کې ځانگړې بڼه درلوده . دعثمان ذوالنورين رضي ا لله عنه نيکه اميه بن شمس د قريشو دقبيلې مشرتوب په غاړه درلودداموي خليفه گانو نسبت هم دې اميه بن شمس ته کيږي له همدې کبله دامويين په نامه باندې پيژندل کيږي . دقريشو قومي بيرغ عقاب هم دهمدې کورنۍ په قبضه کي وو دفجار دوتلي جگړې سرلښکر حرب بن اميه او دزور اوځواک څښتن داسلام وتلى دښمن عقبه بن معيطهمداراز ابوسفيان بن حرب چې داسلام له راوړو مخکي يې دبدر له غزا پرته په نورو ټولوغزاگانو کي دقريشو دمشر په توگه درسول الله صلى الله عليه وسلم سره مقابله کوله دهمدې اموي کورنۍ سترگي اوڅراغونه وو . دعثمان رضي الله عنه دعمر څلورديرشم پسرلى په سپړيدو وو چې په مکه مکرمه کي دتوحيد زړه راښکونکي اوازونه پورته شول دملکي رسم ورواج اودعربو دمذهبي تخيل له کبله عثمان رضي الله عنه له دې اوازونو سره نااشنا وو خو دفطري سپيڅلتيا ريښتينولي او ديانت درلودو له کبله عثمان رضي الله عنه حق ته درابلونکو شاځلموددې اوازونو قبلولو ته تيار وو . داسلام لومړي خليفه ابو بکر صديق رضي الله عنه چې کله ايمان راوړ نو داسلام تبليغ او پر مخ بيول يې خپله ديني دنده بلله ځکه يې نو دخپلو ملگرو په کړۍ کې داسلام دتلقين او لارښوونې په کار پيل وکړ دجاهليت په زمانه کې د ابوبکر صديق رضي الله عنه له عثمان رضي الله عنه سره خوږه ملگرتيا وه او ډيرى مهال به يې ډير ځانگړي مجلسونه سره کول دهمدې پيژندگلوي له امله يوه ورځ عثمان رضي الله عنه دابو بکر صديق رضي الله عنه مجلس ته راغى او داسلام په اړه يې خبرې اترې ورسره پيل کړې دابو بکر صديق رضي الله عنه خبرو په عثمان رضي الله عنه کې دومره اثر وکړ چې عثمان رضي الله عنه دنبوة دربارته په تللو سره داسلام قبلولو ته اماده شو . دواړه ملگري درسول الله صلى الله عليه وسلم لورې ته د ورتلو په تکل کې وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوی مجلس ته تشريف راوړ کله چې درسول الله صلى الله عليه وسلم سترگې په عثمان رضي الله عنه ولگيدې نو ورته ويې فرمايل :عثمانه :دخدای جل جلاله جنت قبول کړه زه ستا او دټول مخلوق د لارښوونې لپاره ټاکل شوى يم .دنبوة دژبي دې ساده اوپاکو تورو په عثمان رضي الله عمه کې دومره اغيزه وکړه چې بې اختياره يې داشهدان لااله الاالله واشهدان محمداعبده و رسوله کلمه ترخوله ووته او درسول الله صلى الله عليه وسلم په مبارک لاس کې يې لاس ورکړ او داسلام سوچه او حق مذهب يې قبول کړ . دعثمان رضي الله عنه شمير له هغو کسانو څخه کيږي کومو چې آن دجاهليت په زمانه کې ليک لوست تر سره کړي وو . دعثمان رضي الله عنه واده داسلام له قبلولو وروسته عثمان رضي الله عنه ته هغه وياړ ور په برخه شو کوم چې ډيرو صحابۀ کرامو ته نه وو ورپه برخه شوى هغه داچې رسول الله صلى الله عليه وسلم ده ته خپله لور رقيه رضي الله عنها په نکاح ورکړه او دخپل ځوم توب وياړ يې عثمان رضي الله عنه ته ورپه برخه کړ . رقيه رضي الله عنها لومړى دابو لهب د زوی عتبه په نکاح کې وه مگر داسلام له راتلو وروسته دابو لهب له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دښمني دې پوړ ته رسيدلې وه چې خپل زوی عتبه يې اړ کړ چې درسول الله صلى الله عليه وسلم پتمنې لور ته طلاق ورکړي هماغه وو چې عتبه طلاق کړه او رسول الله صلى الله عليه وسلم يې له عثمان رضي الله عنه سره نکاح وتړله . دبدردغزا پيښه او درقيي رضي الله عنها ناروغي دکفر او اسلام تر ټولو لومړۍ جگړه چې د بدر په څيره کي ښکاره شوه عثمان رضي الله عنه ديوې اتفاقي پيښې له امله چې درقيي رضي الله عنها دناروغي په صورت کې ورپيښه شوه دبدر په غزا کې گډون ونه کړ . دعثمان رضي الله عنه ميرمنه او درسول الله صلى الله عليه وسلم دزړه ټکړه رقيه رضي الله عنها چې کله بيماره شوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم عثمان رضي الله عنه ته وفرمايل چې ته بدر ته مه ځه بلکې دخپلې ميرمنې د دارو درملو څه چاره وکړه که څه هم دبدر په غزا کې دگډون نه کولو خبر اوريدل دعثمان رضي الله لپاره تر يوې لويې پيښې لږ نه وو خو درسو الله صلى الله عليه وسلم امر وو ځکه يې په سرا وسترگو منلو ته تيار شو. رسول الله صلى الله عليه وسلم دده دلا خوښۍ لپاره ورته وفرمايل چې ته به دبدر په غزا کې په گډون نه کولو سربيره هم گډ شميرل کيږې او د بدر د غزا په ثواب او دغنيمت په مالونو کي په دواړو کي به تاته هرو مرو خپله برخه درکول کيږي . خو درقيي رضي الله عنها دا ناروغي په اصل کې دمړينې يو پيغام وو ناروغي ورځ په ورځ مخ په زياتيدو وه تردې چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دنه موجوديت په مهال يې څو ورځې وروسته دمرگ ملائکې ته ښه راغلاست وويل . انا لله وانا اليه راجعون عثمان او اسامه بن زيد رضي الله عنهمادجنت د دې ملکي په جنازه او خښولو بوخت وو چې زيد بن حارثه رضي الله عنه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په اوښه سپور وو او په بدر کې يې دمسلمانانو دسوبي زيرى راوړ. عثمان رضي الله عنه دخپلې ميرمنې په مړينې ډير غمجن وو يوه ورځ عمررضي الله عنه ورته وفر مايل چې څه چې خدای جل جلاله ليکلي وو هغه وشو دومره غمژن کيدو ته اړتيا نه ليدل کيږي .عثمان رضي الله عنه ورته وفرمايل : زه چې دخپل نصيب په محرومۍ باندې هرڅومره غم وکړم بيا هم لږ دي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې دقيامت په ورځ به زما له خپلوۍ پرته ټولې خپلوۍ پای ته رسيږي زه افسوس کوم چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له کورنۍسره زما تړاو پرې شو. کنز العمال ټوک مخ . که څه هم دعثمان رضي الله عنه د خوښۍ لپاره رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته دبدر د غزا غنيمت هم يوه برخه ورکړه او هغه ته يې د بدر د ثواب د وړلو زيرى هم ورکړى وو خو پدې سربيره يې خپله دوهمه لور ام کلثوم رضي الله عنها هم عثمان رضي الله عنه ته په نکاح ورکړه چې پدې سره په دوهم ځل دعثمان رضي الله عنه له نبوي کورنۍ سره تړاو راغى . درسول الله صلى الله عليه وسلم له دوو لوڼو رقيه رضي الله عنها او ام کلثوم رضي الله عنها سره په پرله پسې ډول دنکاح کولو له امله عثمان رضي الله عنه ته دذوالنورين دوو رڼاوورقيه ام کلثوم خاوند لقب ورکړل شوى دعثمان رضي الله عنه حليه عثمان رضي الله عنه ډير ښکلى او ښايسته غنم رنگى سړى وو قد يې برابر پوزه يې لوړه او بند درلودونکې وه مخ يې له غوښې ډک او د چيچک لږ لږ داغونه هم ورباندې وو ږيره يې گڼه او لويه وه د سر ويښتان يې گڼه او ډير لوی وو چې څڼې يې آن تر غوږونو پورې رسيدې دځينو رواياتو له مخې به يې په ويښتانو نکريزي هم لگولې غاښونه يې تک سپين ځليدونکي پرله پسې او د سرو زرو په تارونو باندې ټينگ کړي وو . ابن حنبل ټوک مخ اومستدرک حاکم ټوک مخ ميرمنې او اولادونه يې عثمان رضي الله عنه تر يوه ډير ودونه کړي وو لومړۍ نکاح يې له رقيي رضي الله عنها سره وتړله او له هغې څخه يې عبدالله نامي زوی پيدا شو چې په وړوکوالي کې په حق ورسيده . بيا يې درسول الله صلى الله عليه وسلم له دوهمې لور ام کلثوم رضي الله عنها سره نکاح وکړه هغه هم شپږ کاله وروسته په حق ورسيده او له هغې څخه يې کوم اولاد نه دى شوى . له هغه وروسته يې له لاندې ميرمنو سره نکاح کړي وه : فاخته بنت غزوان :له دې څخه يې هم عبدالله نامى هلک پيداشو چې هغه هم په وړوکوالي کې مړ شو . ام عمرو بنت جندب :له دې څخه يې عمروخالدابانعمر او مريم پيدا شوو . فاطمه بنت وليد: دا دعثمان رضي الله عنه دزامنو وليد او سعيد مور وه . ام ا لبنين بنت عتيه : له دې څخه يې عبد الملک نومى ماشوم پيداشو چې په وړوکوالي کي مړ شو . رمله بنت شيبه : عايشه ام ابان او ام عمروله دې څخه پيداشوي وو . نائله بنت فرافصه : دا دعثمان رضي الله عنه دشهادت په مهال موجوده وه . په زامنو کې يې ابان وتلى دى او دبنو اميه په زمانه کي دځانگړي اعزاز څښتن وو. عثمان رضي الله عنه په لاندې غزاوو کې گډون کړى وو داحد په وتلې غزا کې عثمان رضي الله عنه گډون درلود همدا راز دهجرت په څلورم کال کې چې دذات الرقاع غزا پيښه شوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم غزا ته ولاړ او عثمان رضي الله عنه ته په مدينه منوره کې د قايم مقام لوی وياړ ورپه برخه شو . بيا د بنو نضيرو دجلا وطنۍ او په پنځم هجري کې دغزوۀ خندق په پيښو کې هم عثمان رضي الله عنه گډون کړى دى .دهجرت په شپږم کال کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دکعبې شريفې د ليدلو هوډ وکړ نوکله چې حديبيي نومې ځای ته ورسيدل نو دوی ته خبر ورسيده چې مشرکين جنگ ته تيار ناست دي خو څنگه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم موخه دجنگ کول نه وو ځکه يې نو عثمان رضي الله عنه د مشرکينو لورې ته دسولې لپاره دمسلمانانودسفيرپه توگه وروليږه .طبقات ابن سعدقسم اول ټوک دتذکرۀ عثمان رضي الله عنه په بحث کې دعثمان رضي الله عنه دخلا فت په مهال فتوحات دطرابلس دفتحې لپاره که څه هم دهجرت په کال تياري شوې وه خوخونړى بريد ورباندې په کال هجري کې دعبدالله بن زبير اوعمرو بن العاص او عبدالرحمن بن ابې بکر رضوان الله عليهم اجمعين غوندې وتلو جهادي سرلښکرو تر ځانگړې مشرۍ لاندې وشو .کله چې طرابلسي مشرانو وليدل چې دمسلمانانو مقابله ممکنه نه ده نوپدې جگړه کې د مجاهدينو دعمومي مشر عبدالله بن ابي السرح رضي الله عنه حضور ته راغلل او په لکه ديناره يې سوله وکړه . يعقوبي ټوک مخ . افريقيه : کومو سيمو ته چې نن الجزائر او مراکش ويل کيږي هغه هم دعثمان رضي الله عنه په زمانه کې د عبدالله بن زبير رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې دهجرت په کال فتح شوې . اسپين : نننۍ هسپانيه هم دعثمان رضي الله عنه په زمانه کې دعبدالله بن نافع بن عبد قيس او عبدالله بن نافع بن حسين رضي الله عنهما تر ځانگړې څارنې لاندې فتح شوه . قبرص : چې نن په سائپرس نامه باندې ياديږي دروم او شام بحر ته څيرمه خورا شنه او زړه راښکونکي جزيره اوداروپا او روم له لورې دمصر او شام دفتح کولو لپاره ددروازې بڼه لري پدې سيمه هم دعثمان رضي الله عنه په زمانه کې داميرالبحرعبدالله بن قيس حارثې رضي الله عنه او بيا دهغه له شهادته وروسته دسفيان بن عوف ازدي رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې دلاندې شرائطو په منلو سره سوله وشوه : -قبرصيان به اووه زره ديناره کلنى خراج ادا کوي . -په بحري جنگونو کي به قبرصيان دمسلمانانو ددښمنانو دخوځښت يا نقل وحرکت خبر مسلمانانو ته ورکوي . - مسلمانان به دقبرص دساتلو پړه په غاړه نلري . خودهجرت په کال قبرصيانو دا پريکړه ماته کړه او دمسلمانانو په مقابل کي يې درومي جهازونو مرسته وکړه ځکه نو امير معاويه رضي الله عنه ددوهم ځل لپاره په قبرص بريد وکړ او هغه ځمکه يې دمسلمانانو تر لاس لاندي راوسته . دهجرت په ديرشم کال عبدالله بن عامر او سعيد بن عاص رضي الله عنه په دوو ځانگړو لارو دخراسان او طبرستان لورې ته مخه وکړه .له سعيد بن عاص رضي الله عنه سره امام حسن امام حسين عبدالله بن عباس عبدالله بن عمر عبدالله بن عمروبن العاص او عبدالله بن زبير رضوان الله تعالى عليهم اجمعين غوندي جليل القدره صحابۀ کرامو گډون درلود او دې کسانو دخپل پر مختگ په ترڅ کي دعبدالله بن عامر رضي الله عنه تر رسيدو مخکي جر جان خراسان او طبرستان فتح کړل . عبدالله بن عامر رضي الله عنه خپله ورسپارل شوې دنده مخ پر وړاندې بوتله او دهرات کابل او سجستان له فتح کيدو ورسته يې دنيشاپور لورې ته مخه کړه او هلته يې اسبرائن ارغيان او نورې څيرمه سيمې ونيوې نيشاپوريانو له دې ښار څخه څو مياشتې دفاع وکړه خو بالاخر اړ شول او دکال اوو لکو درهمو په ورکولو سره يې له اسلامي لښکر سره سوله وکړه . عبدالله بن عامر رضي الله عنه له نيشاپوره وروسته عبدالله بن خازم دسَرَخس په لورې وليږه او پخپله يې دماوراءالنهر لورته مخه کړه دسَرَخس اوسيدونکو اطاعت قبول کړ او دماوراءالنهر اوسيدونکي له عبدالله بن عامر رضي الله عنه سره سولې کولو ته اماده شول عبدالله بن عامر رضي الله سوله ورسره وکړه او قسي بن الهيثم رضي الله عنه يې خپل قائم مقام وټاکلواو پخپله له سامان وړلو سره سره پلازمينې ته ستون شو . ابن اثير ټوک مخ . دهجرت په کال دعثمان رضي الله عنه په زمانه کې خبيب بن مسلمه فهري آرمينيه فتح کړه .دهجرت په کال امير معاويه رضي الله عنه تر قسطنطنيي پورې ټولې سيمي فتح کړې .په همدې کال عبدالله بن عامر مروطالقان فارياب او جوزجان فتح کړل .دهجرت په کال امير معاويه رضي الله عنه دروم دخاوري په حصن المرأة سيمه بريد وکړ. دعثمان رضي الله عنه ځانگړتياوې - دعثمان ذوالنورينرضي الله عنه ترټولو لويه ځانگړتيا دا وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه لوڼې يې په پرله پسې ډول په نکاح کې راغلې وې . -عثمان رضي الله عنه دمسلمانانو ددريم خليفه په توگه وټاکل شو . -عثمان رضي الله عنه يو له هغو لسو کسانو څخه وو چې درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې ورباندي دجنت زيرى وشو. -دعثمان رضي الله عنه په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې : ان عثمان اول من هاجر باهله من هذه الامة عثمان د دې امت تر ټولو هغه لومړى سړى دى چې له خپلې کورنۍ سره يې هجرت وکړ .اصابه ټوک تذکرۀ رقيه رضي الله عنها -عثمان رضي الله عنه دبير رومه په نامه باندې څا دمسلمانانو لپاره له يوه يهودي څخه په دوو وارو په شل زره درهمه واخيسته او عامو مسلمانانو ته يې وقف کړه . -عثمان رضي الله عنه دخپل ښه ليک دليکلو له کبله درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې دوحي دليکونکي په توگه وټاکل شو . دعثمان رضي الله عنه دشهادت پيښه که څه هم دبصرې کوفې او مصر فتنه اچوونکي چې په زوراو زياتۍ سره دخپلو غوښتنو دپوره کولو لپاره راغلي وو په لمړي ځل دعلي رضي الله عنه په دريم گړيتوب سره بيرته ستانه شول او خلکو نوره داهيله درلوده چې داسلام په چمن کې به چې له شپږو کلونو راهيسې دخزان بادونو وهلى وو اوس يو پسرلى راشي خويوه ورځ په ناڅاپي توگه دمدينې په کوڅو کې داسونو د قدمونو غږ شو صحابۀکرام وويريدل او له کورونو نه راووتل چې ويې کتل نو دا فتنه گر بيا راغلي او دانتقامانتقام چيغې وهي . علي رضي الله عنه له دوی څخه دبيرته راتللو لامل وپوښت دوی ورته وويل چې مونږ په لاره دتلو په مهال دخلافت ددربار يو قاصد وليد چې ډير په چټکۍ سره روان وو نو گمان مو وکړ چې گواکې د عثمان رضي الله له لورې به زمونږ په اړه د مصر والي ته څه احکام جاري شوي وي نو کله چې مو له دې سړي څخه تالاشي وکړه نو يو ليک مو ورڅخه راپيداکړ چې په هغه کې دمصر والي ته لارښوونه شوې وه چې هغه دې زمونږ سرونه پرې کړي ځکه نو دعثمان رضي الله عنه ددې ژمن ماتي وعده خلافي له کبله له هغه څخه کسات اخيستلو ته راغلي يو . کله چې عثمان رضي الله عنه ته ددې ليک خبر ورسيد نو لوړه يې وکړه چې زه له دې ليک نه هيڅ خبر نه يم او ماته ددې ليک په اړه هيڅ معلومات هم نشته کله چې فتنه گرو داخبره واوريده نو ويي ويل چې که څه هم دا کار به مروان کړى وي خو يو خليفه دوخت چې دومره کمزورى شي چې هغه ته دداسي امورو په اړه هيڅ معلومات نه وي نو هغه خليفه ددې وړ نه دى چې نوردې په خلکو حکومت وچلوي ځکه يې نو وغوښتل عثمان رضي الله عنه دي له خلافته لاس په سرشي . عثمان رضي الله عنه چې د دوی له دې غوښتن خبر شو نو ويي فرمايل چې ترڅو په ماکې يو نفس ساه موجوده وي نو دغه دخدای جل جلاله له لورې راکړل شوى منصب به پرې نږدم اودرسول الله صلى الله عليه وسلم له وصيت سره سم به دخپل ژوند تر آخيري سلگۍ پورې صبر غوره کړم .ابن سعدتذکرۀ عثمان رضي الله عنه دعثمان رضي الله عنه دانکار له امله باغيانو دخلافت ددربار ټينگه محاصره وکړه چې تر څلويښتو ورځو پورې يې په پرله پسې ډول دوام درلود په دې موده کې دعثمان رضي الله عنه ځای ته يو غړپ اوبه وروړل هم جرم بلل کيده . عثمان اوابی بن کعب رضي الله عنهما څو ځله دباغيانو دپوهولو لپاره ويناوې وکړې خو په باغيانو باندې دې ويناوو هيڅ اثر ونه کړ او عثمان رضي الله عنه يې آن دلمانځه داداکولو لپاره هم دباندې نه راپريښود . خو کله چې باغيانو وليدل چې دحج موسم په ختميدو دى او د دې موسم له پای ته رسيدو سره سم به خلک بيرته مدينې ته راځي او دا مساعده موقع مو له لاسه وځي نو دعثمان رضي الله عنه دشهيدولو مشورې يې سره پيل کړې عثمان رضي الله عنه چې دا حالت وليد نو باغيانو ته يې وويل چې تاسي ما په کومه گناه وژنئ ؟ په اسلامي شريعت کې خو يو چاته دبل چا وژل له دريو لارو رواکيږي :لومړى داچې چا بدکاريې کړی وي نو هغه په ډبرو ويشتل کيږي يا که يو څوک بل څوک په قصد او اراده ووژني نو وژونکى قصاصا وژل کيږي او دريم چې يو څوک مرتد شي نو هغه وژل کيږي . ماخو نه دجاهليت په زمانه کې او نه داسلام په زمانه کې بدکاري کړېاو نه مې څوک وژلي او نه له اسلام راوړو ورسته مرتد شوى يم زه اوس هم دا شاهدي ورکوم چې خدای جل جلاله يو دى او محمد صلى الله عليه وسلم دخدای رسول او بنده دى . ليکن په باغيانو يوې خبرې هم هيڅ اثر ونه کړ .مسندابن حنبل ټوک مخ . څنگه چې له يوه پلوه رسول الله صلى الله عليه وسلم دعثمان رضي الله عنه دشهادت وړاندوينه کړې وه او له بله پلوه دعثمان رضي الله عنه دشهادت په اړه دباغيانو مشورې روانې وې نو دعثمان رضي الله عنه دايقين وو چې شهادت دده په برخه کيږي .رسول الله صلى الله عليه وسلم عثمان رضي الله عنه ته دهغه دشهادت خبر ورکړى وو او پداسې حالت کې يې دصبر غوره کولو وصيت ورته کړى وو ځکه نو ذهناَ عثمان رضي الله عنه دې ته تيار وو چې يوه داسې ورځ هم راتلونکې ده او د باغيانو دمحاصرې په مهال په هره لحظه کې دعثمان رضي الله عنه شهادت شونى وو ځکه نو دا حالات عثمان رضي الله عنه درسول الله صلى الله عليه وسلم له وصيت سره سم په پوره صبر سره زغمل .همداراز عثمان رضي الله عنه دجمعې په مبارکه ورځ خوب هم ليدلى وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له ابو بکر صديق او عمر فاروق رضي الله عنهما سره ناست وي او ده ته وايي چې عثمانه زرراشه مونږستا دافطار په انتظار يو کله چې راويښ شو نو حاضرينو ته يې خوب ووايه او خپلې ميرمنې ته يې وفرمايل چې زما دشهادت مهال راغلى او باغيان ما شهيدوي هغې ورته وويل چې امير المؤمنينه داسې نشي کيدای عثمان رضي الله عنه ورته وويل چې ما خوب ليدلى . همداراز په يوه بل روايت کې راځي چې : رسول الله صلى الله عليه وسلم عثمان رضي الله ته ووايي چې عثمانه :نن جمعه له ما سره ادا کړهددې خوب له ليدلو سره سم يې خپل شل غلامان راوبلل او هغه واړه يې ازادکړل او قرآنکريم يې پرانست اوپه تلاوت باندې بوخت شو .ابن سعد ټوک مخ حاکم ټوک او مخونهپه مسند ابن حنبل کې يواځي لومړى او په حاکم کي ددواړو خوبونو ذکرراغلى . هماغه وو چې باغيانو دخپلې دې ناوړې موخې دپوره کولو په غرض دعثمان رضي الله عنه په کور بريد وکړ امام حسين رضي الله عنه چې ددروازې په څارلو ټاکل شوى وو له لږ دفاع کولو وروسته زخمي شو څلور باغيانو تر ديوال ورټوپ کړ او دبام سر ته وختل په دې کسانو کې د ابو بکر صديق رضي الله عنه کشر زوی محمد بن ابي بکر رضي الله عنه هم گډون درلود چې له عثمان رضي الله عنه څخه ديوې لويې دندې د ورسپارلو غوښتنه يې کوله خو دعثمان رضي الله عنه له لورې دنوموړې دندې دنه ورکولو له امله دباغيانو په ډله کې ورگډ او له عثمان رضي الله عنه سره يې ددښمنۍ لار ونيوله . دعثمان رضي الله عنه په کور باندې دباغيانو له لورې له بريدکولو وروسته محمد بن ابي بکر رضي الله عنه راوړاندي شو او عثمان رضي الله عنه يې تر ږيره ونيواوپه ډير زور سره يې وَجړَقَاوه عثمان رضي الله عنه په هغه مهال هم ورته وويل چې وراره! که دې پلار ژوندى وای نوداڅه به دهغه نه وو خوښ شوي کله چې محمد بن ابي بکر رضي الله عنه دا خبره واوريده نو د شرم ورتلو له کبله په شا شو د ده په شاتلو سره سم يو بل تن چې کنانه بن بشرنوميده رامخکې شو اوپه عثمان رضي الله عنه يې داوسپنيز سيخ يوگزار وکړ د وسپنې سيخ دعثمان رضي الله عنه په مبارک تندي ولگيداو دبغل په لورې ولويدواو په دې مهال يې هم دبسم الله توکلت على الله توري په ژبه جاري وو له لويدو سره سم ورباندي ديوه بل سخت زړي سودان ابن حمران مرادي له لورې يو بل گزار وشو چې له دې گزار سره سم دعثمان رضي الله عنه له مبارکه بدنه دسرو وينو فواري پورته شوې په همدې حالت کې ورباندې يو بل باغي عمرو بن الحمق په سينه مبارکه ور وختلو اودجسم په مختلفو برخو کې يې دنيزې پرله پسې نهه وارونه وکړل يو بل بدبخت بيا ورباندې له بله لورې دتوري وار وکړدعثمان رضي الله عنه وفادارې ميرمن نائله رضي الله عنها چې کله دتوري گزار وليد نو دتوري مخي ته يې دلاس په نيولو سره دعثمان رضي الله له بدن څخه دتوري دنيولو نابريالۍ هڅه وکړه چې له امله يې دنائلې رضي الله عنها درې گوتي شهيدانې شوې او توره دعثمان رضي الله عنه په زړه کې خښه شوه دتوري همدې وار دتل لپاره دعثمان رضي الله عنه دژوند ډيوه مړه کړه او عثمان رضي الله عنه دجمعې په مبارکه ورځ دژړ مازديگري په مهال دروژې په حالت کې دقرآنکريم د تلاوت په سردشهادت له ليلى سره غاړه غړۍ شو. انا لله وانا اليه راجعون . دشهادت پر مهال عثمان رضي الله عنه دقرآنکريم له مخي دسورة البقرة دا آيت فَسَيَکْفِيکَهُمُ اللّهُ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ژباړه: نو ژر ده چې کافي به شي په دفع دشر د دوی کې تا لره الله او هم دى دى ښه اوريدونکى داقوالو ښه عالم په احوالو تلاوت کاوه چې په توره ولگيده او دقرآني پاڼو دنوموړي آيت پاڼي ته په تکوسرو عثماني رضي الله عنه وينو درنگيدو وياړ ورپه غاړه شو . تر دوو ورځو پورې د عثمان ذوالنورين رضي الله عنه مړى بې گوراو کفنه پروت وو په حرم رسول کې قيامت جوړوو دباغيانو له ويرې چا دعثمان رضي الله عنه لورې ته هم نشوای کتلای څه خو يې ښکاره خښول ووددوشنبې دورځې له تيريدو سره سم يو څو کسانو دسرښندنې لپاره خپل سرونه په تلي کې کيښودل او دجنازې اوخښولو همت يې وکړاو له لامبولو پرته يې د دې مظلوم او په وينو کې لت پت شهيد جنازه له کفن ورکولو پرته په خپلووينو لمدو کاليو سره پورته کړه او له کابله تر مراکشه دمسلمانانو د دي محبوب مشرجنازه يواځي اوولسو کسانو اداکړه . په مسند احمد کې يې ليکلي چې زبير رضي الله عنه او په ابن سعد کې يې ليکلي چې جبير بن مطعم رضي الله عنه يې دجنازې لمونځ اداکړ او جنت البقيع ته څيرمه په حش کوکب نامې سيمه کې دصبر زغم بېکسۍ او مظلومۍ دغه پيکر خاورو ته وسپارل شو .چې وروسته بيا دغه سيمه هم په جنت البقيع کې گډه شوه نن هم دجنت البقيع په پای کې د عثمان رضي الله عنه مزار مبارک موجوددى . دعثمان ذوالنورين رضي الله عنه په دې شهادت باندې ځمکو او اسمانونو وژړل دبې کسۍ پدې مهال باندې ځمکنيو او اسماني کائناتو اوښکې توی کړې دمظلوميت پدې حالت باندې عالم امکان هم گريوانونه لامده کړل دقضا او قدر کارکوونکو وويل :کومه وينې څښونکې توره چې نن بې تيکي شوې هغه به تر قيامته بې تيکي وي ا و دکومې فتنې او فساد دروازه چې نن پرانستل شوې هغه به بيا تر قيامته ونه تړل شي . رضي الله عنهم ورضوا عنه سرچينه ټول افغان ويبپاڼه صحابي صحابه درېیم خلیفه لومړني مسلمانان څلور ياران صحابه کرام |
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D9%84%D9%8A%20%D8%A8%D9%86%20%D8%A7%D8%A8%D9%8A%20%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8 | علي بن ابي طالب | نوم يې علي كنيت يې ابو الحسن او ابو التراب ووحيدر زمرى يې لقب وو دپلار نوم يې ابو طالب او دمور نوم يې فاطمه وو دنسب پوره لړۍ يې داده : علي بن ابي طالب بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف بن قصى بن كلاب بن مره بن كعب بن لوئ . څنگه چې دابو طالب واده دخپلې كا كا له لور سره شوى وو ځكه نو حضرت علي رضي الله عنه دمور او پلار دواړو له لورې هاشمي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سكه د كاكا زوی كيږي . دهاشموكورنۍ ته چې په عربو او قريشو كې كوم عزت حاصل وو د هغې بيان ته هيڅ اړتيا نه ليدل كيږي د كعبې شريفې چوپړ هم د همدې كورنۍ ځانگړتيا وه دهمدې ځانگړتيا له كبله هغوی ته په ټولو عربو باندې دمذهبي مشرۍ كولو شرف حاصل وو . د حضرت علي رضي الله عنه پلار ابو طالب دمكې له لويانو څخه وو او رسول الله صلى الله عليه وسلم د همده دشفقت په غيږكې رالوی شو او له بعثت څخه وروسته يې دابو طالب تر څارنې لاندې دمكې په كوڅو كې دحق بلنه پيل كړه د كفارو له لورې د رسول الله صلى الله عليه وسلم ترڅنگ ابو طالب ته هم ډول ډول تكليفونه ورسيدل ، دساري په توگه له هغه سره يې هر ډول راكړه وركړه ودروله په خوښۍ غم خوراك او څښاك كې يې گډون ورسره پريښودلنډه داچې له هيڅ ډول ربړ و ورسولو نه يې ډډه نه كوله . درسول الله صلى الله عليه وسلم ډيره تلوسه وه چې دابو طالب زړه دايمان په رڼا روښانه كړي او هغه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دحمايې او څارنې په بدل كې جنت الفردوس وركړل شي همدالامل ووچې دمړينې په مهال په وار وار رسول الله صلى الله عليه وسلم ابو طالب ته دكلمې ويلو بلنه وركوله . خو ابو طالب رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په ځواب كې وويل چې : پتمنه وراره :كه له ما سره دقريشو دپيغور راكولو ويره نه وای نو ما به په ډيره خوښۍ سره ستا بلنه په ځان منلې وه .سيرت ابن هشام ۱ ټوك ۲۲۸ مخ . كه څه هم په سيرت ابن هشام كې دحضرت عباس رضي الله عنه دا روايت هم راوړل شوى چې په هغه كې حضرت عباس رضي الله عنه ويلي چې دزنكدن په مهال دابو طالب په ژبه دحق كلمه جاري وه ليكن دا روايت خورا كمزورى دى . كه څه هم په ښكاره ډول باندې دابو طالب داسلام منلو كوم روايت نه ليدل كيږي مگر بيا هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دپالنې حمايت او درسول الله صلى الله عليه وسلم له امله دكفارو ټولو ربړونو ته دسينې وركولو له كبله نن هم دابو طالب نوم له هغه څخه ددې څه په بدله كې دمننې په توگه د اسلامي تاريخپاڼو په زرينو كرښو كې ليكل كيږي . دحضرت علي رضي الله عنه مور حضرت فاطمې رضي الله عنها هم دبي بي آمنې ددې سپيڅلي يتيم پالنه په ډيره مينه سره كړيوه .دمستندو رواياتو له مخې حضرت فاطمه رضي الله عنها مسلمانه شوه اودهجرت په آړكې مدينې منورې ته ولاړه او هملته په حق ورسيده .انا لله وانا اليه راجعون . دمړينې په مهال رسول الله صلى الله عليه وسلم هغې ته خپل كميس دكفن په توگه ورواغوست او دهغې په قبر كې پريووت او پدې څه كولو سره يې دهغې قبر متبرك وگرځاوه .كله چې خلكو له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه ددې مهرباني كولو لامل وپوښت نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې له ابو طالبه وروسته زه ددې ميرمنې د ډيرو احسانونواو نيكيومنونكى او له امله يې له هغې څخه مننه كوم .اسدالغابه ۵ ټوك ۵۱۷ مخ . حضرت علي رضي الله عنه درسول الله صلى الله عليه وسلم له بعثت څخه لس كاله دمخه وزيږيدله زيږيدو سره سم وروسته حضرت علي رضي الله عنه درسول الله صلى الله عليه وسلم تر ځانگړې څارنې لاندې وو ځكه خو هم حضرت علي رضي الله عنه له ډير وړوكوالي څخه درسول الله صلى الله عليه وسلم په مجلسونو كې كيناستلو اودرسول الله صلى الله عليه وسلم ويناوې به يې دزړه په غوږونو اوريدلې .زرقاني ۱ ټوك ۲۸۰ مخ . لكه څنگه چې مو وويل حضرت علي رضي الله عنه دلسو كالو وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دالله تعالى له لورې دنبوة په لوی مقام وټاكل شو څنگه چې حضرت علي رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يو ځای اوسيده ځكه يې نو داسلام دمذهبي تگلارو ننداره له ډيره نژدې نه كړې وه . يوه ورځ حضرت علي رضي الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم او حضرت خديجة الكبرى رضي الله عنها په عبادت باندې بوخت وليدل ددې تاثيركوونكي نندارې په ليدو سره يې په ډير ماشومانه استعجاب سره وپوښتل چې تاسې دواړو څه كول ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته دنبوة دلوی مقام دترلاسه كولو خبر وركړ او دكفر اوشرك بدي يې ورته بيان او توحيد ته دراتلو بلنه يې وركړه . څنگه چې حضرت علي رضي الله عنه له داسي خبرو سره نااشنا وو ځكه يې نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په ځواب كې وويل چې زه به پدې اړه له خپل پلار ابو طالب څخه وپوښتم خو رسول الله صلى الله عليه وسلم نه غوښتل چې وحدانيت ته درابللو داخبره دې په ناڅاپي توگه په لومړي ځل عام ډگرته ووځي ځكه يې نو حضرت علي رضي الله عنه ته وفرمايل چې :ته پخپله پدې خبر ه فكر وكړه چاته دويلو اړتيا يې نه ليدل كيږي . درسول الله صلى الله عليه وسلم په مجالسو كې دگډون له كبله دحضرت علي رضي الله عنه فطرت ډير پاك وواودتوحيد په اړه فكر كولو كې دخدای جل جلاله توفيق ورسره مل شو هماغه وو چې ډير ژر دنبوة په دربار كې حاضر شو او داسلام په سپيڅلي دين يې ايمان راوړاو توحيد ته دخلكو رابلل يې خپله ديني كړنلاره وبلله .او پدې ډول يې په ماشومانو كې تر ټولو دلومړي ايمان راوړونكي ماشوم ځانگړتيا تر لاسه كړه . له حضرت فاطمې رضي الله عنها سره واده دهجرت په دوهم كال حضرت علي رضي الله عنه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دځومتوب وياړ ور په برخه شو او درسول الله صلى الله عليه وسلم له محبوب ترينې لور سيده فاطمة الزهرا رضي الله عنها سره يې نكاح وشوه .كله چې حضرت علي رضي الله عنه له فاطمة الزهرا رضي الله عنها سره دنكاح تړلو غوښتنه وكړه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته وفرمايل چې ته دمهر اداكولو په بڼه څه شى لرې ؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته وفرمايل چې زه له يوه اس اويوې ذرې پرته بل هيڅ شى هم نلرم . رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې اس خو دجهاد لپاره دى ولاړشه ذره خرڅه كړه حضرت علي رضي الله عنه هغه ذره په حضرن عثمان رضي الله عنه په څلور سوه اتيا۴۸۰ درهمه وپلورله او هغه قيمت يې درسول الله صلى الله عليه وسلم مخې ته كيښود رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضي الله عنه ته امر وكړ چې له بازاره عطرخوشبو راوړي او پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم نكاح وويله او په دواړو خاوند او ميرمن يې داوداسه اوبه وشيندلې او دخير او بركت دعا يې ورته وغوښته .زرقاني ۲ټوك ۴ مخ . بڼه حضرت علي رضي الله عنه غنم رنگى دمنځني قد د غټو غټو سترگو ښايسته سپين مخ او دبَبَرې پراخې سينې څښتن وو .بدن يې غوښين او گيډه يې لږ دباندې لور ته راوتلې وه د سر ويښتان يې نه وو . په يوه روايت كې راځي چې خرييل به يې او په بل روايت كې راغلي چې له څيلمي يې دسر ويښتان وو نه . ږيره يې لويه او دومره پراخه وه چې له يوې اوږې او بلې اوږې سره به لگيدله دعمر په پای كې يې ويښتان خورا سپين شوي وو او په ټول عمر يې يواځې يو ځل خضاب نكريزي لگولې وې . ميرمنې او اولادونه د جنت دسردارې حضرت فاطمة الزهرا رضي الله عنها له نكاح وروسته يې له يوه نه ډير ودونه كړي وو او ډير اولادونه يې زيږيدلي وو تفصيل يې دادى : حضرت فاطمه رضي الله عنهاچي درسول الله صلى الله عليه وسلم دزړه ټكړه وه له هغې څخه يې په هلكانو كي حضرت حسن حضرت حسين حضرت محسن رضي الله عنهم پيدا شوي وو . او په ښځينه اولادونو كې يې زينب كبرى او ام كلثوم كبرى رضي الله عنهما پيدا شوې وې محسن په كوچني توب كې مړشو . ام البنين بنت حزام : له دې څخه يې عباس جعفر عبدالله او عثمان پيداشوي وو چې له دوی څخه له عباس څخه پرته نور ټول له حضرت امام حسين رضي الله عنه سره په كربلا كې شهيدان شول . ليلى بنت مسعود :له دې څخه عبيدالله او ابو بكر پيداشوچې له يوه روايت سره سم دا دواړه هم له حضرت امام حسين رضي الله عنه سره شهيدان شول . اسماء بنت عميس : له دې څخه يحيی او محمد اصغر پيداشو . صهبا ام حبيب بنت ربيعه : دا ام ولده وه له دې څخه عمر اورقيه پيداشو . امامه بنت ابي العاص : دا دحضرت زينب رضي الله عنها لور اودرسول الله صلى الله عليه وسلم لمسۍ وه له دې څخه محمداوسط پيداشوي وو. خوله بنت جعفر : محمد بن علي چې په محمد بن حنفيه باندېس شهرت لري له همدې څخه پيدا شوى وو . ام سعيد بنت عروه :له دې څخه ام الحسن او رمله كبرى پيداشوي وو . محياة بنت امرأالقيس : له دې څخه يې يوه لور پيداشوه او په وړوكتوب كې په حق ورسيده . له دې ميرمنو پرته هم دحضرت علي رضي الله عنه نورې مينځې هم وې چې له هغوی څخه يې لاندې ښځينه اولادونه شوي : ام هانئ ميمونه زينب صغرى رمله صغرى ام كلثوم صغرى فاطمه امامه خديجه ام الكرام ام سلمه ام جعفر جمانه او نفيسه . لنډه داچې دحضرت علي رضي الله عنه نژدې ۱۷ لوڼي او ۱۴ زامن وو په دوی كې يواځې له لاندې څلوروكسانوڅخه دنسب لړۍ روانه شوه : حضرت امام حسن رضي الله عنه حضرت امام حسين رضي الله عنه حضرت محمد بن حنفيه رضي الله عنه او عمر رضي الله عنه . په غزاوو كې گډون د بدر وتلې غزا داحد وتلې غزا دهجرت په ۵كال كې دبنو نضيرو په جلاوطنۍ كې هم حضرت علي رضي الله عنه گډون درلودپه ۵ هجري كال كې دخندق په وتلې غزا كې هم دكفارو مشر عمرو بن عبدود هم دحضرت علي رضي الله په لاس دوزخ ته وليږل شو دخندق له پيښې وروسته بنو قريضه و دمسلمانانو په خلاف دقريشو مرسته كړې وه او له مسلمانانو سره شوى تړون يې مات كړځكه نو له هغوی سره دجگړې كولو په موخه يې حضرت علي رضي الله عنه دمسلمانانو مشر وټاكه او هغه درسول الله صلى الله عليه وسلم په امر دكفارو كلا ونيوله او دمازديگر لمونځ يې هم پكې ادا كړ . دهجرت په ۶ كال رسول الله صلى الله عليه وسلم ته څرگنده شوه چې بنو سعد دخيبر ديهودو دمرستې لپاره يوځای شوي ځكه يې نو حضرت علي رضي الله عنه دسلو كسانو مجاهدينو سره دهغوی دمقابلې لپاره واستاوه اوحضرت علي رضي الله عنه دشعبان په مياشت كې په بنو سعدو بريد وكړ او له هغوی څخه يې ۵۰۰ اوښان او ۲۰۰ وُزې په غنيمت ونيولې . په همدې كال رسول الله صلى الله عليه وسلم له ۱۴۰۰۰ صحابۀ كرامو رضوان الله تعالى عليهم اجمعين سره يوځای دكعبې شريفي دزيارت كولو لپاره ولاړ كله چې حديبيي نومې ځای ته ورسيدل نو مشركينو جگړه كول غوښتل خو درسول الله صلى الله عليه وسلم موخه جنگ كول نه وو ځكه يې حضرت عباس رضي الله عنه دسفير په توگه هلته ورواستاوه دلته داخبره مشهوره شوه چې حضرت عثمان رضي الله عنه شهيد كړى شوى نو رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغه دكسات اخيستلو له كبله له صحابۀ كرامو څخه بيعت واخيست پدې بيعت وركولو كې حضرت علي رضي الله عنه هم گډون درلود او دسولې پاڼه هم دحضرت علي رضي الله عنه په گوتو وليكل شوه . دخيبر په سيمه كې دكفارو ډيرې مضبوطې كلاوې او مركزونه موجودوو چې په فتح كولو يې حضرت ابوبكر صديق او حضرت عمر فاروق رضي الله عنهما زور وواهه خو بريالي نه شول يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې سبا به زه دجگړې بيرغ دداسې چا په لاس وركوم چې هغه خدای جل جلاله او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته خورا محبوب دى كله چې سهار شو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرغ دحضرت علي رضي الله عنه په لاس كې وركړ هغه دسترگو د ناروغي درلوده، رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلي لاړې دهغه په سترگو ورومښلې او هغه رك روغ شو او خپله ورسپارل شوې دنده يې مخ پر وړاندي بوتله تردې چې دخيبر سيمه يې فتح او دكفر او شرك اولسونه يې پو پناكړل . دحُنَين په وتلې غزا كې هم حضرت علي رضي الله عنه ډير په ميړانه له دښمن سره وجنگيده . او دهغوی مشر يې په خپل حيدري وار باندې دتل لپاره د دوزخ برغولى وگرځاوه . دهجرت په ۹كال كې چې كله رسول الله صلى الله عليه وسلم تبوك نومې ځای ته دتلو هوډ وكړنو داهل بيتو دساتنې لپاره يې حضرت علي رضي الله عنه په مدينه كې پريښود . دهجرت په لسم كال رسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى حج وكړحضرت علي رضي الله عنه هم له يمن څخه راغى او په دغه مبارك حج كې يې گډون وكړ. دحضرت علي رضي الله عنه ځانگړتياوې ۱- حضرت علي رضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه وو چې درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې ورته دجنت زيرى وركول شوى وو. ۲-حضرت علي رضي الله عنه داسلام دڅلورم خليفه په توگه وټاكل شو . ۳-حضرت علي رضي الله عنه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دځومتوب وياړ ورپه برخه شو . ۴- حضرت علي رضي الله عنه ته دترټولو لومړي ايمان راوړونكي ماشوم وياړ ورپه برخه دى . د شهادت پيښه د هجرت په ۴۰ كال دخوارجو دباطلې ټولۍ له لورې د كورنيو جگړو او دهغوی دلاملونودجاج اخيستلو په اړه دحج په موسم كې خبرې اترې پيل شوې دخبرو په ترڅ كې په يوه خله دا ومنل شوه چې ددې پيښو لاملونه يواځې درې كسان حضرت علي رضي الله عنه حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه او حضرت امير معاويه رضي الله عنه دي . دخبرو په پای كې يې وويل چې د دې پيښو يواځينى حل د نوموړو دريو كسانو شهيدانول دي ځكه نو دريو كسانو عبدالرحمن بن ملجم دحضرت علي رضي الله عنه نزال دحضرت امير معاويه رضي الله عنه او عبدالله نامي تن بيا دحضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه دشهيدولو دروند پيټي په خپلو ځانونو كيښودل .او د دې شومو موخو دتر سره كولو لپاره روان شول . كوفې ته په رسيدو سره ابن ملجم له يوې پيمخي قطام نومې ميرمنې سره مخامخ شو او دخپلې موخې په اړه يې توضيحات وركړل دې بدبختې ميرمنې نه يواځې داچې دابن ملجم دناوړي كار تاييد يې وكړ بلكه د دې كارپه برياليتوب سره دپای ته رسيدو په صورت كې يې دنكاح كولو ژمنه هم ورسره وكړه . لنډه داچې دې دريو واړو كسانو دهجرت په ۴۰ كال د روژې په مياشت كې دسهار په مهال په دريو صحابه وباندې بريد وكړ حضرت امير معاويه رضي الله عنه د تورې دنه لگيدو له امله حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه امامت ته دنه تلو له امله روغ پاتې شول او هغه تن چې دحضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه په ځای امامت ته تللى وو دخوارجو دتيروتنې له كبله په شهادت ورسيد. خو دالهي قضا له مخې داميرالمؤمنيين حضرت علي رضي الله عنه دژوند نيټه نوره په پوره كيدو وه كله چې هغه لمانځه ته راغى نو ابن ملجم چې په مسجد كې ويده وو يې دلمانځه داداكولو په نيت راويښ كړ.او پخپله دلمانځه داداكولو په نيت ابن ملجم چې كله حضرت علي رضي الله عنه دسجدې په حالت كې وليدنو په هغه يې د تورې سخت گزار وكړ توره دحضرت علي رضي الله عنه په سر مبارك كې خښه شوه او حضرت علي رضي الله عنه سخت زخمي شو . كه له يوې خوا دتورې وارونه ډير ژور وو نو له بلې خوا دابن ملجم توره په زهرو هم ككړه وه او دزهرو اغيزې په ډيره چټكتيا سره دحضرت علي رضي الله عنه په ټول بدن كې وغزيدلې چې له امله يې داسلام دغه څلورم ځليدونكى ستورى حضرت امام حسين رضي الله عنه ته دڅه نصيحت له كولو وروسته دهجرت په ۴۰ كال دروژې په شلمه نيټه دجمعې په مباركې شپې دشهادت لوړ مقام ته ورسيد .انا لله وانا اليه راجعون صحابي صحابه دویم خلیفه لومړني مسلمانان څلور ياران صحابه کرام |